تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو په ژوند کې ذکر ته یوه لنډه اشاره حضرت علي (ک) د متقیانو په هکله وايي: ان كان فى الغافلين كتب فى الذاكرين. و ان كان فى الذاكرين لم يكتب من الغافلين « که په غافلانو کې وي،د ذاکرینو په لیکه کې لیکل کېږي او که په ذاکرینو کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو په ژوند کې ذکر ته یوه لنډه اشاره

حضرت علي (ک) د متقیانو په هکله وايي:

ان كان فى الغافلين كتب فى الذاكرين. و ان كان فى الذاكرين لم يكتب من الغافلين

« که په غافلانو کې وي،د ذاکرینو په لیکه کې لیکل کېږي او که په ذاکرینو کې وي، له غافلانو ځنې نه شمېرلېږي»

په لنډو وایو ذاکر هغه دی چې تل یې خدای او ځان یاد وي او ځان یې د لوبې ډګر کړی نه وي چې له بهره هر څه پکې ورودانګي. ذکر یې د نابلل شویو میلمنو مخنیوی ته یو بند دی او ځانموندنې ته يې یوه وزله ده، چې بې له خدای موندنې نه ترلاسه کېږي.

يعفو عمن ظلمه و يعطى من حرمه و يصل من قطعه

چا چې تېرې پرې کړی، بښي یې او هغه چې بې برخې کړی، ډالۍ ورکوي او هغه چې اړیکه ورسره پرې کړې، نښلون ورسره کوي.

په قرآن کې په فصلت سورت کې راغلي:

وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (فصلت/۳۴) = او نېكي او بدي يو شان نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.

مفسرانو ددې آیت په تفسیر کې داسې ټکي یاد کړي، چې د مضمون له مخې هغو ټکیو ته ورنژدې دي چې دلته علي (ک) یاد کړي دي.

په قرآن کریم او د علي (ک) په کلام کې د شر لرې کونې غوره لار

ویلي یې دي د شر لرې کونې ډېره ښه لاره دا ده، که چا تېری درباندې وکړ، ته یې عفوه کړه او که چا دې له مرستې کولو دریغ وکړه ته د مال په ورکړه او مرسته کې لاسبري پرې وکړه او که چا پرېکون درسره وکړ، ته پر نښلون ورباندې بریالی شه. « ادفع بالتى هى احسن السيئه»

په بل ځای کې علي (ک) خپل زوی ته د یو وصیت په ترڅ کې وایې:

و لايكونن اخوك اقوى على مقاطعتك منك على صلته ( “نهج البلاغه،  ۳۱ ام لیک” )

 « داسې مه اوسه چې دوست دې ستا په پرتله په نښلون کې درسره ترتا په پرېکون کې قوي وي)

یعنې ستا زور دې پر خپل دوست ور زیات وي؛ خو نه په دې بڼه چې که غوسه شي، ته هم پرې ورغوسه شې. دا کله هم لاسبري نه ده، بلکې په رښتینه کې هغه مغلوب کړی يې؛ ځکه هماغه لار چې هغه خپله کړې، تا هم خپله کړې او لا زور ورکوې او که هغه یې درسره پرې کړي، ته یې هم په ورپرېښودو کار ورپوره کوې. باید ستا غلبه پر مخالف لوري وي؛ یعنې ته باید دومره ورسره ونښلې، چې هغه له تا په پرې کولو کې ناکام او مغلوب شي.

د دوستانه اړیکو حدود او ساتنه یې

معلومه ده چې ددې چلندود موضوع، دوستانه اړیکې دي او په هغه ځایونو پورې اړوند نه دي چې له شرعي او اخلاقي پلوه مکلف یو، له یوه تن وګړي یا ډلې سره اړیکه پرې کړو. له ځینو کسانو سره د اړیکو پرې کول په ځینو ځایونو کې له دیني دندو ګڼل کېږي، لکه په روایاتو کې راغلي:  له شتمنو سره ډېره ناسته پاسته ښه نه ده[1].

د چا چې له اشرافو او شتمنو سره ناسته ولاړه ډېره شي، د همدوی خوی اخلي. د دوی بې دردي، ډېره غوښتنه، بوختیاوې او لټي پکې اغېز کوي او ورو ورو بل انسان ترې جوړېږي. بیا په حدیث کې دي: « جالسوا الفقراء : له نیستمنو سره ناسته پاسته وکړئ» او یا راغلي : ثلاث مجالستهم يميت القلب: مجالسه الانذال و… [2] له پرېوتو او بې وګړو – بې شخصیته سره له ناستې ډډه وکړئ»

دوی د شریفو خلکو همجنس نه دي. وړاندې وویل شو بې خدایه انسان تر ټولو خلکو ناجنس تره او پردی تره دی؛ ځکه خدای موږ ته رانژدې او راسره ایکي یو دی. دا چې د انسان زړه د خدای په یاد ډاډمنېږي[3]، خواله یې دا ده چې خدای ته ورنژدې یو. چې ورسره کېنو او خبرې ورسره کوو، ځان تازه خړوب مومو. خدای زموږ ناجنسه معاشر نه بلکې دوست مو دی. له پردي سره ناسته زړه ځوروي:

« روح ته د ناجنسه صحبت الیم او دردناک عذاب دی» ، هغه طوطي ته ورته دی چې په پنجره کې یې کارغه ته وویل:

يا غراب البين، يا ليت بينى و بينك بعد المشرقين

 (ګلستان، ۱۳۹ مخ)

کارغه ! کاشکې ترمنځ مو واټن د ختیځ او لویدیځ هومره وای

 خو دلته خبره په دې ډول پرېکونونو کې نه بلکې په هغو پرېکونونو کې ده، چې د دوستۍ په ډګر کې پېښېږي. په دې ځایونو کې، هغه ځیرک دی چې په بیا ځلي پیوستون د مینې په پړي پر خپل سیال لاسبری شي او بل په خپل چلن خجالت کړي. د سعدي دا کړندود:

دلبر اگر شتاب كند در سفر تو بايست

دل در كسى مبند كه دلبسته ى تو نيست

د یارنو په اړه کارولای نشو. په دې ډګر کې بزرګواري (ستریا) د هغه چا ده چې دوستانه ظلمونه نالیدلي وګڼي او د یارانو ترخه جفا، څومره چې ترخه هم وي، د دوستی خواږه پرې ورنکړي. تردې وړاندې مو له امام سجاد (رح) روایت وکړ، چې له خدایه یې الافضال على غير المستحق [4] وغوښت؛ یعنې پر هغوی لورنه او تفضل چې استحقاق هم نلري.

پر نا استحقاقه لورنه په یوناني اخلاقو د مخونې وړ نه ده

دا لورنه یو ډېر مهم مطلب دی چې تیوریک (نظریاتي) اهمیت هم لري. تیوریک له دې پلوه چې له یوناني اخلاقو سره اړخ نه لګوي. هغوی چې د پخواني اخلاقو علم سره بلد دي پوهیږي، چې په ارسطویي او افلاطوني اخلاقو کې-  چې د انسان قواوې یې په عاقله، غضبیه او شهویه وېشلې او هرې قوې ته په رذایلو او فضایلو قایل ول- رذایل د اعتدال ( چې یو فضیلت و ) په دواړو خواوو کې راتلل. د اعتدال رعایتول د اخلاقو د علم زرینه سپارښتنه وه! خو د « تفضل » په نامې یې څه زغملای نشو. پخپله د اخلاقو عالمانو دا پوښتنه اوڅار کړې چې تفضل ولې فضیلت دی سره له دې چې په ډاګه د اعتدال له بریده وتل دي؟ او تر اعتدال ورهاخوا د نېکۍ کولو پر مانا ده. تفضل له یوناني اخلاقو سره سازګاري نلري او په دې حال کې یو شرعي دستور او ستایل شوی چار دی. او هېښنده دا چې دا مطلب زموږ اخلاقي عالمانو په خپلو اخلاقي کتابونو کې ان د یوې ستونزې په توګه یاد کړی؛ خو په یو ناسنجول شوي او بېړني ځواب (تفضل د اعتدال په رعایتولو  کې احتیاط کول دي) ترې تېر شوي او ورپام شوی یې نه دی، چې دې مطلب ته ټینګه پاملرنه د یوناني اخلاقو بنسټ راپرځوي.

پر نامستحق لورنه له دیني اخلاقي سپارښتنو ځنې ده

هو، پرنامستحق لورنه، د دیني دستوراتو یوه برخه ده. که یو دوست پر بل دوست تېری وکړي، څه کېږي چې دا دوست یې په درنښت عفوه کړي؟ چې دا نه یوه ټولنیز تبعیض دی او نه د یو سرزوري او مستبد واکمن له خوا څه ظلم ( چې افضل الجهاد ته اړتیا پیدا شي)، یوه کوچنۍ شانته جفا ده، چې په دوستانه اړیکو کې پیدا شوې او غوره ځواب یې عفو او تېريدنه ده. او پرهمدې طریقې د بدیو او سیئاتو د لرې کونې غوره لار د قرآن په تعبیرـ د پرېکون پر وړاندې نښلون او د تنګ سترګیو پر وړاندې یو عزتناک چلن دی. نو وبه وینئ چې تربګني مو په خوږه دوستۍ اوړیدلې ده.

فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (فصلت/۳۴)

[1] اقلوا الدخول على الاغنياء… « شتمنو کره ډېر ځه ځئ » (الترغيب و الترهيب، ۴ټوک) ثلاث مجالستهم تميت القلب، مجالسه الاغنياء …. له درېیو تنو سره ناسته ولاړه زړه مړ کوي، چې یو يې له شتمنو سره ناسته پاسته ده » (بحارالانوار ۷۴ ټوک) اياكم و مجالسه الموتى قيل يا رسول الله: من الموتى؟ قال كل غنى اطغاه غناه «هسې نه له مړیو سره ناسته ولاړه وکړئ. وویل شول یا رسول الله مړي څوک دي؟ ویې ویل: هر موړ چې مړښت يې سرغړاندی کړی وي» (تنبيه الخواط)

[2] بحار الانوار: ۷۷ ټوک. حافظ وايي : نخست موعظه ى پير صحبت اين حرف است// كه از مصاحب ناجنس احتراز كنيد

[3] أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/۲۸)

[4] صحیفه سجادیه، مکارم الاخلاق دعا

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!