تبلیغات

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى   د اهل بيتو مینوال امام احمد بن حنبل(رحمة الله عليه )په خپل مسند کې له ((سعيد بن جبير))له(( ابن عباس )) رضى الله عنهما نه روايت  کړى ،چې ويلي يې دي : د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ […]

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي

بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى

 

د اهل بيتو مینوال

امام احمد بن حنبل(رحمة الله عليه )په خپل مسند کې له ((سعيد بن جبير))له(( ابن عباس )) رضى الله عنهما نه روايت  کړى ،چې ويلي يې دي :

د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [1]؛يعنې زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه کوئ .)) آيت،چې نازل شو؛خلکو آنحضرت (ص) وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ فرض شوه؟ ويې ويل : ((علي،فاطمه او دواړه زامن يې))  دا خبره يې درې ځلې وويله. [2]

امام بخاري رحمة الله عليه  د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ… )) تر آيت لاندې په خپل سند له ((طاووس)) له  حضرت ((ابن عباس )) نه روايتوي : له ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ…)) آيت په باب وپوښتل شو،حضرت سعيد بن جبير وويل: له ((قربی)) نه مطلب ((آل محمد)) دي .

امام سيوطي رحمة الله عليه په ((درمنثور)) تفسير کې تر څېړنې لاندې آيت په باب له ((ابن منذر)) او ((بن ابي حاتم))،((طبراني)) او ((ابن مردويه))د((سعيدبن جبير)) له لارې له ((ابن عباس) نه روايتوي: دا آيت،چې نازل شو؛ نو خلکو له((آنحضرت ص)) وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ((فرض))شوه؟ ويې ويل : ((علي؛ فاطمه ، حسن،حسين او ددې  دواړو زامن [3])).

امام فخررازي(رحمة الله عليه)په خپل تفسير کې تر ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ…)) آيت لاندې له (زمخشري) رحمة الله عليه نه پورته روايت  نقلوي او ورپسې وايي: نو جوته شوه،چې دا څلور تنه ((علي،فاطمه، حسن او حسين)) د پېغمبراکرم(ص) خپلوان دي او دا مانا چې جوته شوه؛نو فرض ده،چې ځانګړى درناوى يې وکړو. بیا زياتوي : ددې مسالې لپاره بېلابېل لاملونه شته :

 لومړى : په ړومبنيو رواياتو کې وويل شول،چې ((آل محمد)) هغوى دي ،چې د چارو ورتګ يې هغه [محمد (ص)] ته دی؛نو دهغو کسانو،چې اړيکې يې پوره ټينګې وي ((آل)) ګڼل کېږي او بېشکه،چې علي،فاطمې،حسن او حسين له رسول اکرم (ص) سره ټينګې اړيکې او تړاو درلود او دا له متواترو احاديثو او مسلماتو ځنې ګڼل کېږي؛نو ځکه لازم دي،چې ورته (( آل محمد )) ووايو.

 دويم : بېشکه،چې فاطمه،پېغمبراکرم(ص) ته ګرانه وه او ويلي يې دي : ((فاطمه ،مې د بدن يوه برخه ده،چا چې ازار کړه؛نو زه به يې ازار کړى يم )).

 او په متواترو احاديثو کې له رسول اکرم(ص) نه ثابته شوې،چې هغه مبارک (ص) ته علي،حسن او حسين هم ګران وو او دا معنا،چې جوته شي ؛نو پر امت يې مينه فرضېږي؛ځکه متعال خداى وايي :

 ( الف ) وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ؛ لاروي یې وکړئ،چې سمه لار ومومئ.

(ب) فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ؛څوک چې یې له حکمه سرغړونه کوي؛نو د خداى له عذابه دې ووېرېږي .

(ج) قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ؛يعنې ورته ووايه که له خداى سره مينه لرئ؛نو زما لاروي وکړئ،چې دخداى ښه راشئ .

 (د) لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ =  تاسې ته د رسول الله (ص) په ژوند کې ښه بېلګې دي .

درېيم : د ((آل)) لپاره دعا يو ستر وياړ دى؛نو ځکه په لمانځه کې تر تشهد وروسته دا دعا ويل کېږي .

((اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وارحم محمد وآل محمد ))

 چې دا درناوى له ((آل محمد )) پرته د بل چا نشته؛نوځکه دا ټول دلايل ښيي،چې له ((آل محمد)) سره مينه فرض ده .

په پاى کې امام فخر رازي خپلې خبرې  د امام شافعي رحمة الله عليه په لاندې  اشعارو پاى ته رسوي ،چې پښتو مفهوم يې دادي :

 (( ای سپوره! ته چې حج ته روان يې،په هغه ځاى کې ،چې منی ته نژدې د ((رمي  جمرات )) لپاره کاڼي راټولېږي او دا د بيت الله د حاجيانو ستره غونډه ده؛نو ودرېره او نارې کړه،ټولو هغو ته چې په ((خيف جومات)) کې پر عبادت بوخت دي او يا د خوځېدو په حال کې دي او سبايي،چې حاجيان له ((مشعر)) نه ((مني)) ته د يو ستر غړمبېدونکي نېز په څېر روان وي؛نو نارې کړه!هو نارې کړه او ووايه! که له (( آل محمد)) سره مينه رفض وي؛نو ټول پېريان او انسانان دې شاهدان وي،چې زه رافضي يم .[4] ))

ارواښاد خوشحال بابا وايي 

دوستدارن داهل بيت له اوره خلاص دي

بې دوستۍ يې عالم کله مخلص وي  [5]

زه خوشحال خټک په حب داهل بيتو

خارجي اورافضــــــــي کړم اخراجي [6]

له اهلبيتو سره مينه

( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم  (ص) وويل: (( له خداى سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ.)) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .

( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( زما شفاعت د هغوى لپاره دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي  الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه،خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي.پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم،چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي.))

په يو بل نقل کې راغلي :  (( پر خداى چې ايمان به  ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپلې ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))

 دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او دهغه وينا له مخې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او دهغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته روزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل د نه کولو لپاره هېڅ پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په وطن کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو داچې د څلورو څيزونو  پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ .٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه . ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .

  دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

زمخشري په کشاف کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم (ص) وينا راخستې،چې وايي : شهيد دى څوک چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي .  پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې  له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي  او پر خداى چې زموږ د حق له پېژندو پرته يو عمل هم ګټه نه لري او څوک چې موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه  ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او له مؤمن پرته له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او له منافق پرته څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده .

 خوشال بابا وايي :

د علي د آل په مدح کې جنــــــــت دى

د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي  [7]

 په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه

 ( صواعق محرقه :١٣مخ ) له احمد بن حنبل، محاملي،مخلص،دهني او نورو د بي بي عايشې له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : حضرت جبراييل وويل: ما د ځمکې لر او بر لاندې باندې کړل؛خو د محمد په څېر سړى مې و نه موند او بيا مې لاندې باندې کړل او د بني هاشمو په څېر شريف ټبر مې و نه موند.

 دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک:٤٩٩ مخ ) کې راوړى او د حاکم دکنى و الالقاب کتاب او د ابن عساکر تاريخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :١٤ مخ ) وايي : پينځم باب د ځمکې د ښکلا او سينګار په اړه  دى او همداراز شمېري،چې د پېغمبرانو لړۍ ته رارسي،چې د ځمکې تر ټولو ښکلې ښکلا داده،چې خداى دا لړۍ په څلورو پېغمبرانو سينګار کړه : ابراهيم خليل،موسى کليم، عيسى وجيه او محمد حبيب او د ځمکې پينځمه ښکلا آل محمد دي،چې دا دي : علي،فاطمه، حسن او حسين.

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) په دې عبارت يو روايت نقل کړى،چې موږ اهلبيت د فضايلو په يو داسې مقام يو، چې څوک هم له موږ سره د پرتله کېدو وړ نه دي .

( اصابه : لومړى ټوک : لومړى قسم ،١٤٤ مخ ) د ابوالشيخ له تفسيره د قيس بن براء له عبدالله بن بدر له پلار څخه روايت دى،چې رسول اکرم وويل : (( که څوک غواړي عمر يې اوږد شي او له هغه روزۍ خير وويني، چې خداى ور په برخه کړې؛نو زما له اهلبيتو سره دې نېکي وکړي،که څوک ترې زما ځايناستى نشو؛نو عمر به يې لنډ وي او د قيامت پر ورځ به تورمخى راسره ګوري . ))

 دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٦٣ مخ ) له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي: د ځلکدن په وروستيو شېبو کې،رسول اکرم (ص) دا خبره وکړه: تر دې وروسته ستاسې او د اهلبيتو ځان يم . بيا يې دا روايت طبراني ته نسبت ورکړى؛ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ او ١٣٦ مخونو کې نقل کړى دى .

( فيض القدير : درېم ټوک،٤٩٧ مخ او نهم ټوک:٥٥٣ مخ ) په دې اړه روايت نقل کړى،چې له اهلبيتو سره د امت د چلن په اړه  رسول اکرم (ص) وړاندوينه کړې وه؛ ذخاير العقبى هم په ١٨ مخ کې د اهلبيتو په اړه د رسول الله (ص) د سپارښـتنو روايت له عبدالعزيز څخه نقل کړى دى.محب طبري يې تر نقلولو وروسته وايي : ابوسعيد او ملا هم نقل کړى دى؛ ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابي  سعيد خدري (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خداى (ج) درې حرمتونه لري،چې که چا يې يو هم وساته؛نو خداى به يې دين او دنيا وساتي او که چا و نه ساتل؛نو خداى به يې يو څه هم و نه ساتي او ضمانت به يې ونه کړي؛ړومبى د اسلام حرمت، دويم زما حرمت او درېم زما د حرم حرمت . ))

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې راوړى او طبراني او ابوالشيخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٦ مخ ) رسول اکرم وويل : (( که چا زما له اهلبيتو سره ښه وکړل؛نو زه به ورسره د قيامت پر ورځ ښه وکړم . ))

 دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ١٧٢ مخ کې او حبابي په تاريخ طالبين کې راوړى او تر نقلولو وروسته يې وايي : ((څومره بختور دي،هغوى چې د رسول اکرم (ص) د اهلبيتو خپګان له منځه يوسي او يا يې خبره  ومني او يا يې کومه هيله پوره کړي او هغه حکايتونه له شمېره وتلي دي،چې په دې مانا دلالت کوي او که څوک غواړي ځان نور هم پوه کړي، د بارزي توثيق عى الايمان کتاب او د ابن جوزي کتابونه بايد ولولي . ))

دا روايت له بلې لارې داسې نقل شوى دى : (( که څوک زما له اهلبيتوسره ښه وکړي او هغه يې جبران نه کړاى شي؛نو زه به يې په خپله د قيامت پر ورځ جبران کړم . ))

 د محب طبري ( ذخاير :١٩ مخ )  د وينا له مخې دا حديث ابوسعد او ملا هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :اتم ټوک، ١٥١ مخ او شپږم ټوک:٢١٧ مخ ) داسې نقل کړى دى : ((  زه به د قيامت پر ورځ د څلور ډلو شفاعت کوم :١_ چا چې زما د ځوځات درناوى وکړ. ٢_ چا چې زما د ځوځات کومه اړتيا پوره کړه.٣_چا يې چې د پرېشانۍ پر مهال د ژوند لپاره ګام پورته کړ .٤_ څوک چې په ژبه او زړه ورسره مينه کوي . ))

 دا روايت محب طبري هم د ذخاير په ١٨ مخ کې راوړى او همدې روايت ته ورته يو بل روايت هم ابن حجر د صواعق په ١٥٠ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٤ مخ ) او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ١٧٦ مخ کې : (( د قيامت پر ورځ پينځه شفيعان دي : ١_ قرآن. ٢_رحم .٣_امانت .٤_ ستاسې پېغمبر .٥_ د پېغمبر اهلبيت . ))

 ( ذخاير العقبى :١٨ مخ )  او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې او ملا په خپله سيره کې روايت نقل کړى،چې رسول اکرم(ص) خپلې د شهادت ګوتې يو ځاى او جوختې کړې او ويې ويل : (( زما اهلبيت او دوستان به يې داسې يو ځاى سره جنت ته ننوځي . ))

( ابن حجر؛ صواعق : ٩٥ مخ ) او ( احمد؛مناقب) راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : ((بني هاشمو! قسم پر هغه خداى،چې زه يې مبعوث کړى يم، چې د قيامت پر ورځ به شفاعت له تاسې پيلوم . ))

( ذخاير العقبى :١٦ مخ ) له عبدالعزيز او په خپل سند له رسول الله (ص) نقلوي چې وايي : (( زه او اهلبيت مې په جنت کې د ونې په څېر يو، چې ښاخونو مو پر ځمکه دي؛نو که چا پرې منګولې ولګولې؛نو خداى ته به يې لار موندلې وي .)) همدا ليکوال په ١٤ مخ کې وايي : له زيد بن اسلم له پلار يې له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت دى،چې  زبير بن عوام (رض) وويل : زړه دې غواړي حسن بن علي  ووينې ؟ زبير (رض) پلمه رواړه . حضرت عمر ورته وويل : مګر خبر نه يې چې د بني هاشمو پوښتنه کول (عيادت) دينې فريضه ده او زيارت يې نفل او شرعي مستحب دى.

 سيوطي هم په درالمنثور کې د (قل لا اسئالکم عليه اجرا ) آيت تر تفسير لاندې له امام بخاري نقل کړي،چې وايي : حضرت ابوبکر به ويل : د رسول اکرم (ص) لپاره پر  اهلبيتو يې پام  وکړئ .

[1] . شورى ٢٣ آيت

[2] . د امام احمد حنبل مسند. محب طبري ذخاير العقبى٢٥ مخ . ابن مغازلي شافعي،المناقب ٣٠٩مخ . قرطبي، استيعاب ٨/٤٣،٥٨مخونه . امام ثعلبي په خپل تفسير کې هم په همدې الفاظو اومعنى را اخستي دي .

[3] .په دې باب لا معلوماتو ته وګورئ : محب طبري،ذخايرالعقبى ٢٥ مخ . ابن حجر هيثمي،مجمع الزوايد ٧/١٠٣ ٣. ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه . شبلنجي،نورالابصار١٠١مخ .

 [4] . وګورئ: تفسير کبير رازي ( ٢٧/١٦٦)

[5] . ارمغان خوشحال ٦٢٣ مخ

[6] . ٥٦٥ مخ – ارمغان خوشحال

[7] . ارمغان ٦٣٧مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!