تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د یني اند بياژواکي ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ( انفال/۲۴)= مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي .)) د خبرو موضوع “د دیني اندنې بیا ژواکي- احیا” ده . ممکن ذهنونو ته راشي،چې دا […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د یني اند بياژواکي

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ( انفال/۲۴)= مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي .))

د خبرو موضوع “د دیني اندنې بیا ژواکي- احیا” ده . ممکن ذهنونو ته راشي،چې دا مانا نه لري؛خو موږ دنده یا حق لرو،چې وغواړو دین بیا راژوندی کړو؟! چار پر عکس دى، دین باید موږ ژوندي کړي،موږ نشو کړای،چې دین ژوندی کړو.

ښايي ځینې نیوکه وکړي،چې دا عنوان له هغه آیت سره تناقض لري،چې د دې مطلب په عنوان کې وویل شو . آیت وايي :

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ= مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي))؛یعنې دین ته ،چې تاسې ژوندي کوي . دین تاسې ته ژوند درکوي . څه چې ژوندورکوي، دین دی او څه چې ژوند مني، بشري وګړي دي؛نو د ديني اندنې بیا ژونه ؛یعنې څه؟

لومړی خو دا چې زموږ د ویینې عنوان “د دیني اندنې بیا ژوواکي” ده؛نه د “دین بیا ژونه”. فرض کړﺉ،چې ومو ویل : د دین بیا ژونه؛نو په دې کې هیڅ منافات نشته،چې دین دې زموږ بیا ژواکی وي او هم دې دنده ولرو،چې د دین بیا ژواکي وسو.

د تقوا په هکله،چې مې خبرې کولې؛ ومې ویل،چې تقوا انسان ته خوندیتوب دی،تقوا د انسان ساتونکې ده . په عین حال کې انسان موظف دی،چې د تقوا صاین او ساتونکی وسي او دا دور نه دی؛ځکه دا چار له دوو اړخونو دی : موږ دې له یوه اړخه د تقوا ساتونکي وسو او له بل اړخه دې تقوا زموږ ساتونکې وسي.

دلته  همداسې دي : موږ دې د دین بیا ژواکي وسو او دین هم زموږ بیاژواکی دی؛یعنې موږ دې د خپل ژوند اوبه ژوندۍ وساتو؛لکه څرنګه چې په جسماني ژوند کې مو اوبه د ژوندوسیله دي؛خو موږ دې همدا اوبه له هرې ککړتیا پاکې او سوتره وساتو. موږ د اوبو پر وړاندې یوه دنده لرو؛نو اوبه هم پخپله طبع کې یوه ځانګړنه لري،چې خدای پکې ایښې ده .

پر دې سربېره، پخپله د دین په تعبیراتو کې هم دا دواړه راغلي دي، هم ویل شوي،چې دین ستاسې بیاژواکی دی؛لکه پورته آیت مې،چې ووایه او هم داسې څرګند او یا د اشارې په ډول حکمونه راغلي،چې تاسې هم باید د دین  بیا ژواکي وسئ ،باید دین ژوندی وساتئ،تل دې دا دنده ولرﺉ او پام مو وي،چې دین ژوندی وساتئ او پرېنږدﺉ،چې دین مړ شي.

حضرت علي (ک) په هغه مشهوره خطبه کې خپل نږه او مخلص دوستان ستایلي،چې دین ژوندی به يې ساته .

“نوف بکالي” وویل : حضرت علي (ک) د “جعده بن هبیره” په تېږه ودرېد،چې د وړیو جامې یې اغوستې وې، د تورې پوښ یې د خرما له پاڼو جوړ و او څپلۍ یې همداشان، و یې ویل :  د لارې ملګري او لارویان چېرته دي؟ هغوی د حق پر لار قدم کېښود او په حقه له دنیا ولاړل . “عمار یاسر” چېرته دی؟ “ابوالهثیم بن التهیان” چېرته دی؟ “ذوالشهادتین خزیمه بن ثابت” چېری دی؟

بیا یې په ژړغوني غږ وویل : پر هغه  ملګرو او ورونو ويرجن يم، چې قرآن یې په حقه تلاوت کړ او ټینګ یې کړ، د دین د فرایضو په هکله یې سم فکر وکړ، ځيرنه یې پکې وکړه،حقیقت ته ورسېدل، عمل یې کړل؛هغوی چې د پېغمبر اکرم سنت يې ژوندی کړ او بدعت یې وواژه .

حضرت عمار ،ابن تیهان،ذوالشهادتین او داسې نور، د پېغمبر اکرم د سنتو ژوندي کوونکي ګڼي. سنت؛یعنې دین . دین قرآن او سنت دي، دا د دین سرچينې دي .

په نهج البلاغه کې د امام  مهدي په هکله ځینې تعبیرات دي؛لکه : هغه به مړ شوی قرآن او سنت راژوندی کوي . هغه قرآن او سنت ،چې په خلکو کې مړ کېږي،هغه به یې راژوندی کړي . دا د حضرت علي (ک) تعبیر دی؛ نه زما . هغه به راځي او ژوندی کوي به يې .

امام رضا خپل یو لاروي ته وايي : زموږ د ولایت چار ژوندی کړﺉ .

ده ورته وویل : څرنګه یې ژوندی کړو؟

ویې ویل : د خبرو حقایق،ګټې اوسیرت مو خلکو ته بیان کړﺉ، دا مو د چار ژوندي کول دي .

په دې کې کوم باک نشته،چې موږ دې “د دین بیا ژواکي” وسو او دنده ولرو،چې د دین بیاژواکي وسو.

دویم دا چې ددې ویناوالۍ په پیل کې مې و نه ویل،د دین بیا ژواکي او که مې ویلي هم وای- لکه څرنګه،چې مې وویل- کوم باک یې نه درلود؛خو نه موږ دومره هم سپین سترګي- جسور نه یو، ومو وویل : ” د دیني اندنې بیا ژونه”؛یعنې د خپل انددود بیا راژوندي کول مو.

دین ژوندی دی او کله هم نه مري؛یعنې د دین هغه د مړینې وړ نه دی . هغه څیز په ټولنه کې د مړینې یا منسوخېدو وړ دی،چې بل غوره آر یې ځای ونیسي. د ساري په ډول : د “بطلیموس” د  نجوم آر،چې یو علمي آر و، تر څه مهاله په نړۍ کې ژوندی و او بیا په  ستورپوهنه کې نور اصول او حقایق پیدا شول او د “بطلیموس”  نظريه یې له منځه یووړه . همداراز د څلورګونو عناصرو په اړه د “انباذقُلًُس” څرګندونه هم له منځه ولاړه.

دیني حقایق او هغه ټولیز اصول،چې دین ویلي،کله هم د مړیني وړ نه دي . دا چې وایم مري- که خپله د دین په ژبه کې هم راغلي وي،چې قرآن یا سنت مري-؛نو مانا یې دا ده،چې په خلکو کې مري، د دین په اړه د خلکو اندنه،مړه اندنه ده او موخه مو ترې دا ټکی دی که نه، پخپله دین پخپل ذات کې نه مري او نه د مړ کېدو وړ دی .

اسلام یو حساب لري او مسلمانان یې نور. اسلام ژوندی دى او اوسني مسلمانان مړه دي . یو له هغو مسایلو،چې د نړۍ ټولنپوهان پرې شمېري،”په عمل کې د اسلام ژوندیتوب دی”؛یعنې دم ګړۍ د نړۍ په ټولو وچو ( اسیا،افریقا، امریکا،اروپا او ان استرالیا) کې اسلام د پرمختګ په حال کې دی .

پر دې مطلب اوس ویینه روانه ده،چې اسلام څرنګه په امریکا کې او په تېره بیا په مستضعف او بېوزلي پوړ کې پخپله پر مخ ځي؛ یعنې هماغه پوړ،چې اسلام پکې راښکاره شو او مخه یې نشي نیولای . په اروپا کې هم د پوهانو، پروفیسرانواو ډاکترانو په پوړ کې د پرمختګ په حال کې دی . د افریقا په لویه وچه کې،چې مسیحي مبلغین له ډېرو لګښتونو،تشکیلاتو او دسیسو سره راځي؛خو نه بریالي کېږي او اسلام پخپله له یو وګړي څخه بل ته د پرمختګ په حال کې دی .

داچې وايو : دیني اندنه مړه شوې؛نو په هغو هېوادونو کې ده،چې له پېړیو راهېسې مسلمانان دي . په دې هېوادونو کې داسې لاملونه راپیدا شوي،چې دا اندنه یې په مغزو کې وچه کړې ده؛یعنې د نیم ژواندي حالت په څېر کړې یې ده. د اسیا او اروپا په وچه کې د “دیني اندنې بیا ژواکۍ” ته نه؛بلکې  د “دیني اندنې رامنځ ته کېدنې” ته اړتیا ده، دا موږ یو،چې د “دیني اندنې بیاژواکۍ” ته اړتیا لرو؛یعنې موږ دین لرو، دیني اندنه هم لرو؛خو خطرناک حالت یې راکې پیدا کړی؛یعنې نیم ویښ او نیم ویده یو،نیم مړه او نیم ژوندي یو او باید پردې مطلب ویینه وکړو.

“په هرو سل کلونو کې د یو دیني بیا زېږدي – مجدد د راتګ” فرضیه

دین بیا ژواکۍ او زېږنې ته اړتیا لري، دلته ددې اندنې تاریخچه وایم،چې خورا خواشینې کوونکې ده.

رسول اکرم وايي: (( خدای په هرو سلو کلونو کې یو ځل یو  تن رالېږي،چې د امت دین راژوندی کړي .))

دا حدیث مې بیا بیا په کتابونو او ان د خپلو علماوو په کتابونو کې هم لیدلی و. د ساري په ډول : شمېرلي یې وو:( دآنحضرت (ص) تر مړینې وروسته)، تر لومړي سلو کلونو وروسته؛یعنې د دویمې پېړۍ په پیل کې “بیازېږدی” څوک و، د درېمې پېړۍ په پیل کې څوک و او ان زموږ تر وخته یې شمېرلې و. دا مې غوښتل،چې د دې حدیث  آر له کوم ځایه دی؟ کومه سټه لري؟

تر څېړنې مخکې مې باور نه درلود،چې آنحضرت به دا غونډله ویلي وي؛خو بیا مې هم څېړنه وکړه،چې په څېړنه کې راته جوت شول،چې :

په شیعه وو کې اساساً دا حدیث نه دی راغلی . په عین حال کې ځینو شیعه علماوو هم پر دې حدیث ویینه کړې او شمېرلي یې پرې هم دي . د زده کړو په لومړي کلونو کې مې په قُم کې د “ملا هاشم خراساني” په “منتخب التواریخ” کې ومونده،چې ده هم د “حاجي نوري” له مستدرکه رانقل کړی و او “حاجي” د اهلسنتو له یوه کتابه رانقل کړى و، دا خورا ښه دلیل دی،چې د شیعه وو په یو کتاب کې هم داسې حدیث نشته که و؛ نو “حاجي نوري” به ترې رانقل کړی و. بیا مې د یو ملګري په مرسته په “سنن ابي داوود” کې وموند،چې له “صحاح سته وو” دی او جوت شول،چې دا حدیث د اهلسنتو په نورو کتابونو کې هم دی؛ لکه “مستدرک حاکم”،ښايي ده هم له “سنن ابی داوده” رانقل کړی وي،چې کټ مټ په دې عبارت و:(( ان الله یبعث لهذا الامة علی راس کل مایة سنة من یجدد لها دینها))

د سند له اړخه دا حدیث یوازې “حضرت ابوهریرة” له آنحضرت (ص) نه رانقل کړی دی .

ایا دا حدیث، بې له دې،چې سند ته یې پاملرنه وشي، د متن او مضمون له اړخه  له تاریخ سره تطبیقېږي که نه؟؛ یعنې که رښتیا هم موږ د اسلام په تاریخ کې وګرځو؛نو واقعاً همداسې ده؟ د هر سلو کلونو  په سر کې د دیني اندنې بیا ژونه شوې؟ یا ددې حدیث په تعبیر، په دین کې تجدید شوی دی؟ وینو،چې له تاریخ سره اړخ نه لګوي؛خو بلخوا د اهلسنتو ځینې علماوو شمېرلې؛یعنې شمېرنه یې توږلې،چې د لومړۍ او دویمې پېړۍ په پیل کې پلانی،د درېمې پېړۍ په پیل کې پلانى او د څلورمې پېړۍ په پیل کې پلاني د دین بیا ژونه کړې . هېښنده خو دا ده،چې ځینې شیعه علماء ددې پر ځای،چې ووايي،دا حدیث بې اعتباره دی او له تاریخ سره هم اړخ نه لګوي؛خو دوی هم غوڅ ګڼلی او پرې شمېرلي یې دي . زه نه پوهېږم،چې ددې حدیث مضمون څومره له روحیاتو سره همغاړی و او خوشاینده و، چې د سند او مضمون د کمزورۍ په ترڅ کې بیا هم شیعه علماوو پرې شمېرلي او وايي،چې د دویمې پېړۍ په پیل کې ددې حدیث مصداق “حضرت باقر” دی، د درېمې پېړې په پیل کې “حضرت رضا”، د څلورمې پېړۍ په پیل کې “کلیني”، د پینځمې پېړۍ په پیل کې “سید مرتضی” یا “شیخ مفید”، د شپږمې پېړې په پیل کې د “مجمع البیان خاوند شیخ طبرسي”، د اوومې پېړۍ په پیل کې “خواجه نصیرالدین طوسي”، د اتمې پېړې په پیل کې “علامه حلّي”، د نهمې پېړې په پیل کې ” لومړى شهید” ، د لسمې پېړۍ په پیل کې “محقق کَرکي”، د یوولسمې پېړې په پیل کې “شیخ بهايي”، د دولسمې پېړې په پیل کې  “مجلسي” ، د دیارلسمې پېړې په پیل کې “وحید بهبهاني” او د څورالسمې پېړۍ په پیل کې “میرزای شیرازي” و.

لومړی،دا چې ډېری یې د پېړیو له پیل سره سم نه راځي. “خواجه طوسي”  ته د اوومې پېړۍ بیا زېږدې نشو ویلای؛ ځکه زېږون یې د اوومې پېړې په پیل کې دی او راښکارېدنه او نبوغ یې د اوومې پېړۍ په نیمه ای کې دي او مړینه یې د هماغې پېړۍ په دویمه نیمايي کې ده ( ۶۷۲).

دویم دا چې  حضرت صادق ولې د دین په بیازېږدو کې و نه شمېرل شي؟  کوم فرصت،چې ده ته په لاس ورغى، تر هغه فرصته لږ و،چې حضرت باقر ته ورغی؟ دا چې حضرت صادق له قلمه غورځېدلی؛نو علت یې دا نه دی،چې له ځانه جوړې شمېرنې سره اړخ نه لګوي؟ په امامانو کې دوه تنه یې باید تر نوورو ډېر بیازېږدي وشمېرل شي،چې دا دي : امام حسین او  امام صادق . دې دواړو له ځانګړي اړخه د بیا ژواکۍ توفیق تر لاسه کړ. دا چې له دې شمېرنې سره یې اړخ نه لګاوه؛نو ځکه له قلمه وغورځول شو.

همداراز ډېری علماء یې په بیا زېږدو کې وشمېرل او ډېری نور یې پکې و نه شمېرل؛حال دا چې د شمېرل شویو ګناه دا وه،چې د پېړې په منځ کې ول او احیاناً ډېر خدمت یې کړی دی . د ساري په ډول : “شیخ طوسي” دلته له قلمه غورځېدلی دی؛ حال دا چې په اسلامي علماوو کې ښايي د “شیخ طوسي” هومره خدمت چا هم نه وي کړی او ښايي یو یا دوه کسه د ده په شان وي . “شیخ مرتضی انصاري” هم له قلمه غورځېدلی دی .

هېښنده ده،چې ځینو؛لکه د “منتخب التواریخ” د خاوند په شان یو لړ نور سلاطین او خلفاء د دین په بیازېږدو کې شمېرلي دي،چې دا ډېره د خندا وړ ده . وايي د دویمې پېړۍ په پیل کې “عمر بن عبدالعزیز” د دین بیا ژونه وکړه او د درېمې پېړۍ په پیل کې “مامون”، د څلورمې پېړۍ په پیل کې “المقتدر”، د پینځمې پېړۍ په پیل کې “عضدالدوله دیلمي”، د شپږمې پېړۍ په پیل کې “سلطان سنجر سلجوقي”، د اوومې پېړۍ په پیل کې “هلاکو خان” ، د اتمې پېړۍ په پیل کې “خدابنده”،چې دا هم مغول و، د نهمې پېړې په پیل کې “امیر تیمور ګورکاني”، د لسمې پېړۍ په پیل کې “شاه اسماعیل صفوي”، د یوولسمې پېړۍ په پیل کې “شاه عباس صفوي”، د دولسمې پېړۍ په پیل کې “نادرشاه افشار” او د دیارلسمې پېړۍ په پیل کې “فتح علی شاه” و.

دا د هرې پېړۍ په پیل کې هغه بیازېږدي دي،چې په اسلام کې راپیدا شوي دي . دا هغه دي،چې باید وویل شي: ( لا یرضی به شیعی  و لا سنی) نه د شیعه له ګروهنو سره اړخ لګوي او نه د سني له ګروهنو سره ، نه یې له تاریخ سره لګوي او نه له بل څه سره . د شکر ځای خو دا دی،چې “چنګیزخان” یې د اسلام په بیازېږدو کې نه دی شمېرلی. مثال یې داسې دی،که چا د دین په نامه واکمني،واک او پيسې پیدا کړې؛نو مانا یې دا ده،چې د دین بیاژونه وشوه!

نه، د دین بیاژواکي او د دین واک ددې تابع دی ،چې خلک څومره پر دین عمل کوي،څومره د دین پر غوښتنو عمل وکړي؛نو دې ته د دین بیاژونه وايي .

باید وویل شي، پخپله دا اندنه هغه زهر دي،چې د مسلمانانو اندونو ته راننونې دي  .

په هرو زرو کلونو کې  تجدید

په هرو سلو کلونو کې یو مجدد  باید راښکاره شي، دې اندنې بلې اندنې ته لار هواره کړه او هغه دا چې په هر زرو کلونو کې به یو کس راښکاره شي،چې دا چار بې لارې ډلو ته پلمه شوى دی .

دا هم ځان ته بېل داستان لري،چې د هرو زرو کلونو په سر کې به یو کس راپیدا کېږي . دا د پخوانیو ایرانیانو او هندوانو په فلسفه کې جرړه لري؛په ایراني او هندي فلسفه کې د پخوانیو طبیعاتو پر بنسټ یوه اندنه وه،چې لومړی خو دا طبیعات غلط ول او بیا  ترې راټوکېدلې اندنه هم غلطه ده. “شیخ اشراق” دا اندنه اسلامي فلسفې ته رادننه کړه.

اصطلاحاً په فلسفه کې وايي: “دور و کور”. ویې ویل : په هرو زرو کلونو کې د نړۍ هر څه بیا راژوندي کېږي،هر څه نوي کېږي؛خو ورته یې د هر تن په څېر بل تن پیدا کېږي، د هر ژوندي کوونکي او سمونپالي په څېر بل  ژوندی کوونکی او سمونپالی پیدا کېږي، د ټولوپېښو په شان نوي راپیدا کېږي؛خو هغوی وویل : په هرو پینځویشت زره او دوه سوه کلونو کې یو ځل د  هستۍ پېښې بیا پېښېږي، پر دې بنسټ، چې د اسمان د څرخېدنې یو دور دومره دی .

بیا دا انده د ځینو اسلامي خیالبافانو لاس ته ورغه او له قرآني آیتونو سره یې تطبیق کړه،ویې ویل،چې قرآن وايي :

 ((وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ(حج/۴۷)= او په حقيقت كې ستا د پالونكي په نزد(د قيامت) يوه ورځ، ستاسې په حساب (د دنيا) له زرو كلونو سره برابره ده.))

نو هره الهي ورځ زر کاله ده او داچې هر کال درې سوه او شپېته ورځې دى؛ نو د نړۍ یوه دوره درې سوه او شپېته کاله ده . نړۍ د خپل کال یوه دوره په دې موده کې وهي او بیا له سره نوي کېږي . دا هم یوه انده ده.

دا هم بې مانا خبره ده؛خو له بې لارۍ بې لاري راولاړېږي؛دا ځکه وایم،چې دا هغه زهر دي،چې اندونو ته مو راننوتي دي،چې دا مو له فکرونو نه وي ایستلي، اند مو کله هم نه راژوندی کېږي . بله بې لارې ډله راغه او دا آيت یې ووایه :

 ((يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ(سجده/۵)=(د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې پورې اداره كوي،بيا (د هغه پايله او ګزارش) په يوې داسې ورځ د هغه لوري ته پورته خېژي،چې د هغې ورځې اندازه ستاسې (خلكو) د شمېر له مخې زركاله ده . ))

دا آیت یې داسې مانا کړ،چې په زرو کلونو کې د خلکو چار د انبیاوو له لارې بیا راژوندى او تدبیرېږي . ویې ویل : تدبیر ول؛یعنې تجدیدول،هغه هم پر دې مانا،چې یو پېغمبر د ساري په ډول : په داسې ورځ راشي،چې  اندازه یې هم زر کاله ده؛نو په هرو زرو کلونو کې به یو ځل یو تن راشي .

تر دې وروسته او له دې کبله په تشیع کې څومره ستره بې لاري راپیدا شوه! او ځینې خلک د همدې ناوړه اندونو له مخې له دینه بېل شول .

نه! موږ داسې څه نه لرو،چې په هرو سل کلونو یا زر کلونو کې یو ځل به یو تن راښکاره کېږي . یوازې د یو  تن په اړه دي،چې په دې کچه کې نه دي او په بله کچه کې دي او نړیوال اړخ لري؛نه دا چې یوازې په شیعه وو پورې تړلي وي او هغه حضرت امام مهدي دی .

امام مهدي په ټولې  نړۍ پورې تړلی دی، دا چې د ممبرونو پر سر ویل، کېږي،چې راځي به او شیعه به ژغوري؛ نو دا هسې تشه لاپه شپه ده او امام زمان یوازې د یوې ډلې شیعه وو ژغورونکی نه دی؛بلکې هغه د ټولې نړۍ سمونپال دی . د هغه په اړه هم موږ هیڅ حق نه لرو،چې ورته وخت وټاکو،چې څو کاله وروسته به راځي؛لکه د ابجدو هغه شمېرنې،چې هره ورځ یې کوي،یوه ورځ دا آیت وايي:

((إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ(اعراف/۱۲۸)= بېشكه چې ځمكه د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې، چې چاته خوښه شي، د هغې وارث ګرځوي.)) او بل وخت دا آیت شمېري :

((وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ(انبیاء/۱۰۵)= او په حقيقت كې مو په” زبور” كې تر تورات وروسته ليكلي دي چې :(( زما صالح بندګان به دځمكې (د حكومت) وارثان شي.))

او شمېري،چې په پلاني کال به امام مهدي راښکاره شي.

له دوی وویرېږﺉ او دروغجن یې وګڼئ،”څوک چې د امام مهدي راښکاره کېده ته وخت ټاکي؛نو دروغجن دي .))

وګ : اصول کافي ۱/ ۳۶۸.

په نړۍ کې څوک هم ،نه زه،نه تاسو او نه بل سمونپال دا ادعا نشي کړای،چې زه هغه کار کول غواړم . هغه تر دې کارونو خورا پورته دی . د یو پوه په وینا: یو وخت داسې وي،چې غواړو خپل انګړ روښانوو او یو وخت داسې وي،چې په تمه یو،نړۍ روښانه شي. د نړۍ روښانېدل زما او ستا په لاسونو کې نه دي او بل حساب لري، باید لمر راوخېژي،چې ټوله  نړۍ رڼا کړي، زما او ستا دنده دا ده،چې خپل کور روښانه کړو،خپله کوڅه او خپل ښار روښانه کړو؛خو هغه بل مطلب له دې حسابونو بهر دی .

د تېرمهال د تېروتنو جرړه په دې کې وه،چې یوازې د وګړیو پر شخصیتونو به شمېرل کېده؛نه پر عامو خلکو. اوس دې راشو او ووینو،چې اندنه مو واقعاً اسلامي ده  که نه؟  ایا اسلامي اندنه مو په مغزو کې پاتې ده  که نه؟ اوس دومره اړینه نه ده،چې په دې پسې شو،څوک چې مسلمانان نه دي؛نو مسلمانان یې کړو. البته  وروستۍ هیله مو همدا ده،چې کاشکې همداسې وشي؛خو څه چې په لومړۍ درجه کې اړین دي، دا دی،هغه ديني اند،چې موږ روژه نیونکي، لمونځ کوونکي او حج کوونکي مسلمانان یې لرو او هغه اند ،چې په موږ کې د نیم مړي او نیم ژوندي حالت  پیدا کړی او بېسده کړي یې یو،چې دا اند سم نشي؛نو نورې هلې ځلې کومه ګټه نه لري. که فرض کړو په اروپا کې ځینې مسلمانان شي او موږ وویني؛نو ممکن پښېمانه شي او له اسلامه واوړي .

په اوسني پېر کې د مسلمانانو ځوړتیا

د نړۍ په هېوادونو کې، د ځینو هېوادونو په استثناء، اسلامي هېوادونه خورا وروسته پاتې او مخ پر زواله هېوادونه دي . نه یوازې په صنعت کې وروسته پاتې دي؛بلکې په پوهه،اخلاقو،انسانیت او معنویت کې هم وروسته پاتې دي . ولې؟  یا باید داسې ووایو،چې اسلام؛یعنې هماغه د اسلام حقیقت ددې ملتونو په اروا او مغزو کې دی؛خو د اسلام ځانګړنه دا ده،چې ملتونه شا ته وړي(د دین دښمنانو ستره تبلیغاتي ډنډوره هم د مسلمانانو اوسنۍ ځوړتیا ده.) یا باید منښته وکړو،چې د اسلام حقیقت مو په اصلي بڼه په مغزو او ارواوو کې نشته او دا اند مو په مغزو کې په اړول شوي بڼه موجود دی . نبوت مو اړول شوی نبوت دی،ولایت او امامت مو اړول شوی امامت دی،پر قیامت مو ګروهه هم داسې ده. د اسلام ټول اصولي حکمونه مو په فکر کې اړول شوي دي . په دین کې صبر،زهد،تقوا او توکل دی او دا ټول مو په ذهن کې په اړول شوي بڼه شته دی .

ښایي تر دې دمه،چې څومره ویینه شوې؛نو دا مطلب به تر څه بریده روښانه کړي . د ساري په ډول : د تقوا په اړه ویینه وشوه،که مو لوستي وي؛نو درته به جوته شوي وي،چې تر دې دمه تقوا مو په ذهن کې په اړول شوې بڼه وه . پر هره موضوع،چې ویینه شوې،همداسې ده،چې دا ښيي، اسلام سرچپه شوی دی .

یوه کلیواله ډله ښار ته راغله،دوی په خپل ټول عمر کې ښار نه و لیدلی. ښار ته په راننو تو یې ځانګړو  ونو ته پام شو. څه هېښنده ونې وې،نه یې څانګې درلودې او نه پاڼې. دا د  جومات منارې وې او انګېرله یې ،چې دا ونې دي . په لیدو یې هک پک شول،چې داسې ونې مو لا تر اوسه نه وې لیدلې . ښاریان څومره ښه ونې لري . ویې پوښتل : دا څه دي؟ د ښار ځینې ځیرک ځوانان،چې پوه شو،دوی کلیوال دي؛نو په ټوکه يې ورته وویل : دا هغه ونې دي،چې په کلي کې نه پیدا کېږي او ځانګړی تخم لري،موږ یې کرو او داسې کېږي . کلیوالو ورته وویل : دا تخم موږ ته هم راکړﺉ . د ښار زلمو ورته د ګازرو تخم ورکړ. دوی ولاړل او په کلي کې یې وکاره . تر دې دمه دوی لا ګازرې نه وې کرلې. څه موده تېره شوه،ویې لیدل،چې راشنې نشوې،ویې ویل : دا څنګه چل دی،دا څنګه تخم دی. د ګازرې بوټى یې،چې راونړاوه؛نو ویې لیدل،چې د منارې په بڼه دي؛خو په ځمکه کې ننوتي دي . ویې ویل : معلومېږي،چې موږ سرچپه کرلي دي . زموږ د مسلمانۍ داستان هم د هغو کلیوالو د منارو د کرلو په شان دي .

د امامت په اړه مو هم انددود په هېښنده او سر چپه بڼه اوخوتی دی، ایا هېښنده نه ده،چې موږ د “نبوي کورنۍ” په شان مشران ولرو، د حضرت علي،امام حسن،امام حسین،امام زین العابدین او نور امامان ولرو او ددې پر ځای،چې دا مشران مو عمل ته هڅاندي او محرک وي؛خو له عمله د تېښتې، ناغېړۍ او د تخدیر وسیله مو ګرځېدلې دي!؟

له “نبوي کورنۍ” سره دوستي مو یوه وسیله کړې،چې د اسلام له مکلفیته پښې سپکې کړو. وګورﺉ،چې دا اند څومره اړول شوی دی! دا ستر حقیقت مو سرچپه مغزو ته ننوتی او سرچپه پایله یې راکې رامنځ ته کړې ده، د ناغېړۍ وسیله شوې، ددې وسیله شوې،چې څه کار هم و نه کړو او په دې تمه یو،چې ټول کارونه “مولا” کړي دي او په قیامت کې به یې هم  “مولا” کوي . یو داستان درته له صدر اسلامه رانقلوم.

په متکلمینو کې یوه ډله وه،چې د “مرجیه” په نامه یادېده او اوس د خدای شکر دی،منسوخه شوې ده. دوی وویل : که ایمان سم وي؛نو یو عمل هم اغېز نه لري،چې البته دې هم سیاسي جرړه درلوده. دوی د امویانو په وخت کې ول او امویانو هم دوی تایيدول . هغوی له دې لارې غوښتل،چې د اموي او د عباسي د سلاطینو کړنې سمې کړي . دا مطلب زه نه وایم، تاریخ یې وايي. دوی به ویل : چې ایمان دې سم وي؛نو عمل مهم نه دی،که دې وکړ او یا نه . د امویانو ټغر،چې ټول شو؛نو عباسیان راغلل، عباسیانو له امویانو سره د تربګنۍ او دښمنۍ له مخې د “مرجیه وو” جرړې هم راوایستې.

په خواشینۍ د مرجیه فکر نن د شیعه وو په مغزو کې پیدا شوی،حال دا کوم داستان،چې رانقلوم،زبادوی- اثباتوي، چې اصلاً د شیعه وو ګروهه ددې ګروهې پر عکس ده، داستان دا دی :

“احمد امین مصري” په “ضُحی الاسلام” کې له “اغاني ابوالفرج اصفهاني” رانقلوي :  په دې،چې “احمد امین شیعه ضد ګروهه لري؛خو دا یې رانقل کړې ده. وايي : یو مرجيي او یو شیعه سره د مرجیه او شیعه د ګروهې په اړه ویینه کوله . یو يې وویل : مرجیه سم دی او بل ویل،چې شیعه . مرجيي ویل : عمل څه هم نه دی،بنسټ یوازې ایمان دی. شیعه ویل : عمل لازم دی . په دې کې یو مطرب راپیدا شو( داچې اغاني رانقل کړی؛نو له دې مخې وایم،چې مطرب و). البته دا هم پوه سړی و. دواړو وویل : همدا به وپوښتو،چې شیعه په حقه دی که مرجیه؟ ورته یې وویل: ګروهه مو څه ده، شیعه په حقه دی که مرجیه. ده ورته وویل : پورتنی تنه مې شیعه ده او لاندینې مې مرجیه ده؛یعنې په فکر او ګروهه کې شیعه یم؛ خو لاندینۍ تنه مې مرجیه ده؛یعنې په عمل کې مرجیه یم . دا یې ویل : زه د شیعه ګروهه منم؛خو په عمل کې مرجيي یم.

ایا اوس موږ نباید دا ومنو،چې موږ داسې ملت یو،چې هم په فکر کې مرجيي یو او هم په عمل کې؟ دا له هغو مسایلو دي،چې باید وویل شي، دیني اندنه راکې نیمه مړه شوې یا ووایو،چې په مړه شوې بڼه اوخوتې ده. البته دا مرجيي فکر به څرنګه شي؟ هغه فکر،چې عمل له پښو وغورځوي؛نو په دنیا کې به څه پاتې شي؟ اخرت به پاتې شي؟ پت او عزت به پاتې شي؟ نېکمرغي به پاتې شي؟

 ((وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ(ال عمران/۱۳۹)= او همدا تاسې برلاسي ياست )).

ديني اندنه مو باید سمه شي، د دین په اړه مو اندنه غلطه ده. په زړورتیا یې وایم،که په عبادتونو کې له څلورو فرعي مسئلو او همداراز په راکړه ورکړه کې له څو مسئلو تېر شو؛نو نور موږ د دین په اړه سمه اندنه  نه لرو، نه یې پر دې ممبرونو وایو، نه یې په خطبو کې وایو، نه یې په دې کتابونو او مقالو کې لیکو. مخکې تر دې،چې موږ په دې اړه فکر وکړو،چې نور مسلمانان کړو؛نو باید د خپل ځان په هکله فکر وکړو، هغه څراغ،چې کور ته روا دی؛نو پر  جومات حرام دی .

پر دې نیوکه نه کوم،چې ولې یې مبلغین نورو هېوادونو ته واستول، البته دا کار ډېر ښه او سم دی . ښايي هلته واقعي مسلمانان پیدا شي او موږ ته بېلګه شي؛خو څه چې خورا  اړين  دي، دا دي،چې موږ مسلمانان یو او د اسلام په هکله مو فکر غلط دی . پر نړی – یا پر نیمې نړۍ- واکمن سیاست غواړي،چې اسلام نه مړ شي او نه ژوندی پاتې شي او په نیم ژواندي حالت کې پاتې شي.

دا هغه څه ته ورته دی،چې د خزندپوهنې- حشره شناسۍ او ارواپوهنې په کتابونو کې راغلي دي . په دې کتابونو کې، چې د غریزو په اړه ویینه کوي؛نو د یوې خزندې- حشرې په هکله پکې راغلي،چې له مچۍ کوچنۍ او له مچ غټه ده او هېښنده غریزه لري،چې ماده پالي ددې پېښې په مخونه کې پاتې راغلي دي . وايي : د دې ځناور د هګې اچونې وخت، چې راورسي؛نو یو چینجی پیدا کوي او پر ملا یې کېني او یو نری ځانګړی عصب یې پیدا کوي او پر هماغه عصب یې چيچي؛خو داسې یې نه چیچي،چې مړ شي. البته که وغواړي؛نو مړ کولای یې هم شي، ډېر په ورو یې چیچي،چې دا ځناور بېسده شي او مړ کېدو ته یې نه پرېږدي، بیا د همدې ځناور پر ملا هګۍ اچوي، هېښنده خو دا ده،چې تر هګۍ اچونې وروسته او مخکې تر دې،چې بچي یې له هګیو راووځي؛نو دا خزنده مري؛نو له دې مخې پخوانی او راتلونکی نسل یو بل نه ویني . بیا یې بچي غټېږي او له هګیو،چې راووځي؛نو همدا چینجې خوري .

ولې دا خزنده دا چینجې داسې نه چیچي،چې مړ شي؟ دا ځکه که مړ شي؛نو ژر له منځه ځي؛نو دومره یې چیچي،چې بېسده شي او نه خوځي او که وخوځي؛نو دا خزنده پرې هګۍ نشي اچولای او بیا یې،چې بچي وشي؛نو همدا چینجی خوري او همدا یې خواړه وي . دا بچي چې لوی شي؛نو هم دا کړنه تکراروي او پخوانی نسل راتلونکی نسل نه ګوري .

البته دا ویل نه غواړم او تاسې هم په غلطۍ کې نه اچوم،چې ښکېلاک او زبېښاک په دې حالت اخته کړي یو. نه!

موږ وار له مخه دې حالت ته تللي یو.هغوی مو نن په دې حالت کې ساتي او د پایښت علت مو دي  که نه مخکې تردې،چې ښکېلاک او  زبېښاک راشي، داسې اندونه راکې راټوکېدلي ول،چې موږ یې دې حالت ته  وړي یو.

“لینن” ویلي،چې دین د ټولنو  افيون دى . یو عرب لیکوال له بل مادي فیلسوفه رانقلوي،چې دین، د زورواکو پر ضد د کمزورو اوښتون- انقلاب دی . دا لیکوال لیکي،چې کوم یو یې سم دی؟ ایا دین  افيون دى که د بېسدۍ وسیله ده،یا اوښتون او غورځنګ دی؟ وايي : دواړه سم دي . دین، ژوند دی،خوځون- جنبش دی،حرکت دی؛خو کوم دین؟ هغه دین،چې پېغمبرانو راوړی . په عین حال کې دین د ټولنې  افيون دى؛خو کوم دین؟ هغه معجون،چې موږ نن جوړ کړی دی .

په حدیث کې راغلي: (( که په خلکو کې بدعتونه راپیدا شول،( بدعت هغه څه دي،چې د دین برخه نه ده؛خو د دین نوم یې پر ځان ایښی او خلک انګېري،چې دین دی)؛نو پر پوهانو لازم دي،چې راښکاره یې کړي او ویې وايي.)) ( اصول کافي ۱ / ۵۴ )

دا حدیث د بدعتونو او اړونو له لارې د دین د بیاژواکۍ دنده بیانوي،چې په لومړۍ درجه کې د علماوو دنده ده .

هیلمن یم،څه مې چې وویل،پایله ترې واخلو،چې موږ اوسمهال تر هر څه ډېر دیني او اسلامي پاڅوني – رستاخیز او د دیني اندنې بیاژونې او اسلامي روښاندوی غورځنګ ته اړمن یو. هیلمن یم په راتلونکي فرصت کې د اسلامي اندنې ځانګړنې بیان کړم او د بیاژواکۍ برنامه یې تر څه بریده بیان کړم .

پر څه چې ویینه وشوه،د اسلامي اندنې بیا ژونې ته سریزه او شالید- زمینه و.

سرچینه: لس وېناوې، استاد مطهري

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست