تبلیغات

  پاک سني هغه آدم دى           چې دآل په عشق محکم دى [1]   له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له موږ اهلبيتو […]

 

پاک سني هغه آدم دى           چې دآل په عشق محکم دى [1]

 

له اهلبيتو سره دښمني او کړول يې

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٥٠ مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( قسم پر هغه خداى، چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چاچې له موږ اهلبيتو سره دښمني کړې؛نو خداى ‌به يې په اور کې کړي.)) بيا وايي : دا حديث د مسلم په شرطونو صحيح دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٤٣ مخ کې راوړى او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې نقل کړى او احمد، ابن حبان او حاکم ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ: درېم ټوک، ١٢٢ مخ ) د حضرت ابن عباس له خولې له رسول الله (ص) روايتوي،چې وايي :که عابد زر کاله په رکن او مقام کې د خداى عبادت وکړي او بيا يې د ډېر عبادت له امله هډوکي ورژېږي او له اهلبيتو سره په دښمنۍ مړ شوى وي؛نو خداى به يې پړمخه دوزخ ته ورګوزار کړي .

سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې،محب طبري د ذخاير په ١٨ مخ کې او د هغه د وينا له مخې احمد په مناقب او مناوي د کنوزالحقايق په ١٣٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې ديلمي راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له موږ سره دښمن به د اور په کوړو کې د خداى له رحمته لرې کړاى شي . ))

( هيثمي؛مجمع :څلورم ټوک،٢٧٨ مخ ) له معاويه بن خديج څخه روايتوي چې وايي : معاويه زه حسن بن علي ته ولېږلم، چې پر لور يا خور يې يزيد ته مرکه وکړم؛ورغلم او کيسه مې ورته وکړه، چې راته يې وويل :په دې اړه  لوڼې يا خويندې پوښتو او زه هم په خپله خپلې لور ته ورغلم او د يزيد د مرکې خبره مې ورته وکړه،چې لور مې راته وويل : پر خداى چې دا ناشونى چار دى؛خو دا چې ملګرى دې _ معاويه _ په موږ کې هغه کار وکړي،چې فرعون په بني اسراييلو کې وکړ؛خپل زامن يې ووژل او لوڼې يې ژوندۍ ښخې کړى . ما حسن ته وويل :  زه دې د اور ټوټې ته لېږلې وم ،چې زموږ اميرالمؤمنين ته يې فرعون ووايه . معاويه ! له موږ سره له دښمنۍ لاس واخله،چې رسول اکرم وويل: څوک چې له موږ سره دښمني او کينه کوي؛نو د قيامت پر ورځ به په کوړو د حوض کوثر له غاړې لرې کړاى شي .

دا روايت يې د نهم ټوک په ١٧٢ مخ کې هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٩١ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، ديلمي له ابي هريرة (رض) او زمخشري په کشاف کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او صواعق المحرقه په ١٤٣ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې وروستى يې داسې دى،چې که څوک موږ اهلبيتو ته کنځلې وکړي؛نو مرتد به وي او څوک يې چې وکړوي؛نو خداى به پرې نه لورېږي او خداى جنت پر داسې کسانو حرام کړى دى او پينځه کسان دي چې ټولو مستجاب الدعوة انبياء پرې لعنت وايي :١_څوک چې د خداى په کتاب کې لاس وهنه وکړي او لږ يا ډېر يې کړي .٢_څوک چې د خداى له قضا و قدر څخه منکر شي .٣_څوک چې د خداى حرام حلال وګڼي .٤_څوک چې زما د عترت حرمت و نه ساتي .٥_څوک چې سنت پرېږدي .

( فيض القدير:لومړى ټوک،٥١٥ مخ ) او ( کنوز الحقايق :١٣٤ مخ ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ او همداراز د لومړي ټوک په ٦٧ مخ کې روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : (( د خداى غضبونه خورا ډېر شول، چې يهودو وويل : عزير د خداى زوى دى او چې عيسويانو وويل : عيسى د خداى زوى دى او ډېر ژر به هله ډېر شي چې څوک له ما څخه د چا وينه تويې کړي . ))

پېغمبر اکرم (ص)،حضرت علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل:

أَنَا حَرْبٌ لِمَنْ حَارَبَكُم , وَسِلْمٌ لِمَنْ سَالَمَكُمْ

 (صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح د ام سلمه له مولا له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ  د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي  شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ: 7ټوک، 136 مخ، سير أعلام النبلاء للذهبي ۲/ ۱۲۲، ۳/ ۲۵۷، مجمع الزوائد هيثمي ۹/ ۱۶۹   ، ابو نعیم اصفهاني ،الضعفاء ۶۸ مخ ،ذهبي میزان اعتدال ۲/ ۳۰۷ ، کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: ((  علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي .))

( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) پر خپل سند له صبيح د ام سلمه مولا  روايت کړى،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم (ص) کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛نو پېغمبراکرم(ص) ورغى او ورته يې وويل :پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل : (( زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبراکرم (ص)  مې په داسې حال کې  وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې  کېږدۍ کې له ناستو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له ناستو سره په جګړه کې وي او د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم  او يوازې هغوى ورسره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې کړنې يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرامي نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم خداى نه وي قبوله کړې )او زوکړه يې د ناپاکه بسترې وي .))

( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه  _ روايت شوى،چې و يې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخې شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرته دى ؟ ولاړه شه او رايې وړله . فاطمه ولاړه او علي يې راوست؛ټولو حريره وخوړه  بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل : خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو  خدايه ! چټلي پليدي ترې لرې کړه او هاغسې،چې ته په خپله پوهېږې پاک يې کړه او  زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې ورسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې ورسره په سوله کې وي .))

د ذخاير خاوند بيا وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .

(سيوطي په درالمنثور کې ) د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه له حضرت ابي  سعيد خدري روايت کړى،چې ويلي يې دي: وروسته له دې،چې علي له فاطمې سره واده وکړ؛نو د خداى استازى به د څلويښت ورځو لپاره د هغوى کور ته ورتله او ورته يې ويل : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې درسره په سوله کې وي .

 نورې سرچینې وګورﺉ:

عقيلي، ضعفاء (۳۲۲ هـ) ۱ /۱۷۱

ابن حبان، المجروحين (۳۵۴ هـ) ۱ /۲۰۴

عبد الله بن عدي ، الكامل (۳۶۵ هـ) ۲ /۸۶

لمزي ، تهذيب الكمال (۷۴۲ هـ) ۴ /۳۲۰

ذهبي، سیره اعلام النبلاء ۲/ ۱۲۲، ۳/ ۲۵۷، ۱۰/ ۴۳۲.

ذهبي ، میزان اعتدال ۱/  ۱۷۵

ابن عساکر، تاریخ دمشق ۱۳/ ۲۱۸، ۱۴/ ۱۴۳، ۱۴/ ۱۵۷،

 


[1] . ٥٠٨ مخ ارمغان خوشحال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!