تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه انسان د رزق تر غوښتو ډېر بايد د اسراف نه کولو پروا ولري: مخکې تردې چې ډېر رزق وغواړو، بايد د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه راسره وي. انسانان په پيسو لګلولو کې کنجوسي کوي؛ خو د عمر په لګښت کې سخاوت کوي، ته وا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه

انسان د رزق تر غوښتو ډېر بايد د اسراف نه کولو پروا ولري:

مخکې تردې چې ډېر رزق وغواړو، بايد د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه راسره وي. انسانان په پيسو لګلولو کې کنجوسي کوي؛ خو د عمر په لګښت کې سخاوت کوي، ته وا يوازې ماديات رزق دی او عمر چې د ثروت ترلاسه کولو لپاره ولګېږي، رزق نه شمېرلېږي. وګړي دا چې ثروت يې زياتېږي انګېري رزق يې ډېر شوی دی؛ خو هېروي چې په بل ځای ې يې د عمر په لګښت کې اسراف کړی او اوچت رزق يې له لاسه ورکړی دی.

دا دوه مذموم او ناوړه صفتونه؛ يعنې په مادياتو کې کنجوسي او حرص او د مانیزو (معنوي) رزقونو په لګښت کې اسراف او افراط، بايد خپل ځای په مادي رزقونو کې قناعت او د مانېزو پانګو په لګښت کې منځلارۍ ته پرېږدي، چې معمولاً موږ مانيز رزقونه رزق نه ګڼو او پر قدر يې نه پوهېږو.

د دې راز چې ځينې خلک له خپلو رزقونو ناراضي دي، دا دی چې دوی خپل مانيز نعمتونه نه پېژني. ډېر نعمتونه غوښتل بد نه دي؛ خو نبايد هېر کړو چې د دې ټولو نعمتونو پر وړاندې پازوال (مسول) يو او بايد يوه ورځ پلټنې ته غاړه کېدو:

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ  (تکاثر/۸) = بيا به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ.

څوک چې پر دغسې شمېرانې یا محاسبې ايمان لري، د نعمتونو په راټولولو کې به حريص نه وي، په تېره هغه نعمت چې دومره يې نه پکارېږي. انسان بايد د پوښتنې پر مهال د کړي لګښت دفاع وکړای شي، له همدې لامله وار له مخه دې له ځان سره ټينګه محاسبه وکړي.

حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا : مخکې تردې چې حساب درسره وشي، له ځان سره حسابي وکړئ.»[1]

ډېر رزق د خدای پر وړاندې د محبوبيت نښه نه ده

همداراز نبايد هېر کړو چې ډېر رزق لزوماً د خدای پر وړاندې د ډېر محبوبيت نښه نه ده. د ډېر رزق پايله او لازمه يوازې ډېر مسووليت دی. «د ډېر بام ډېره واوره وي.» هو، که دا رزقونه په ځيرنه ولګوي او پر وړاندې يې خپل مسووليتونه پوره ترسره کړي؛ نو محبوب به وي؛ خو که د نعمت ناشکري وکړي بيا؟ بلخوا کله د نعمتونو ناشکري «استدراج» يا «املأ» وي؛ يعنې انسان ته مهلت ورکوي چې راروسته  سخته حسابي ورسره وشي.[2]

نه دا چې عزيز او عزتمن و، برخمن يې کړ، قرآن هم دې ناسمې اندنې ته اشاره کوي او وايي:

فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ (فجر/۱۵/ ۱۶) = خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم

تقوا د خدای پر وړاندې د محبوبيت شرط دی

په دنيا کې د نعمتونو کمی او زياتی نبايد د خدای پر وړاندې د ذلت يا عزت په مانا وبولو. د خدای پر وړاندې تقوا د عزت او کرامت سرچينه ده:

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (حجرات/۱۳)

څوک چې د تقوا له رزق څخه برخمن دی، خورا کريم او خورا شريف دی. تقوا هم له يوه ځانګړي دين څخه د لاروۍ په شپول کې نه ده. تقوا په دې مانا ده چې د وګړي په زړه کې دې د ديانت زڼی ـ چې د خدای يادول دي ـ پروت وي. څوک چې د دې ځانګړنې درلودونکی شو، معلومېږي چې خدای اعتنا ورته کړې او عزتمن کړی يې دی.

 په هر حال بې د «تقوا» له نعمته بل هيڅ نعمت د خدای پر وړاندې د عزت او محبوبيت کچه نه ده؛ نو له دې مخې نبايد څوک په غیرې تقواتوب د لاس ته راوړنې په ډګر کې حرص وکړي او خپله لاس ته راوړنه، د حق پر وړاندې خپل عزت، کرامت او محبوبيت وشمېري. نور هم نبايد ظاهري نعمتونه په ښو او بدو کې د خلکو د درجه بندۍ کچه وبولي. پردې سربېره بايد پوه شو کوم  نعمت او رزق چې راته مقرر شوی هيڅوک يې رانه اخستای نشي.

 له پېغمبر (ص) يو حديث رارسېدلی چې:

إِنَّ رُوحَ اَلْقُدُسِ نَفَثَ فِي رُوعِي أَنَّهُ لَنْ يَمُوتَ عَبْدٌ مِنْكُمْ حَتَّى يَسْتَكْمِلَ رِزْقَهُ فَأَجْمِلُوا فِي اَلطَّلَبِ فَلاَ يَحْمِلَنَّكُمُ اِسْتِبْطَاءُ اَلرِّزْقِ عَلَى أَنْ تَطْلُبُوا شَيْئاً مِنْ فَضْلِ اَللَّهِ بِمَعْصِيَتِهِ : روح القدس په زړه کې دا حقيقت راپو کړ، هيڅوک به تر هغه ونه مري چې خپل رزق يې پوره کړی نه وي؛ نو ځکه د رزق په لاس ته راوړو کې بيړه مه کوئ او که رزق مو ځنډ شو، هسې نه چې په ګناه يې لاس ته راوړو ته اقدام وکړئ.[3]

نو له دې مخې د مړینې په څېر د کسانو رزق هم ټاکل شوی دی.

إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً (یونس/۴۹)[4]

 د عمر ثانيې او د رزق مړۍ شمېرل شوي دي. کمېږي يا ډېرېږي نه؛ نو عاقل هغه دی چې په رزق کې د حرص او ډېروالی پر ځای يې، د ښه لګښت په فکر کې وي.

 [1] –  حاسبو انفسکم قبل ان تحسبوا و مهدوا لها قبل ان تعذبو و تزودوا للرحیل قبل ان تزعجوا افانها موقف عدل و اقتضاء حق…. (بحار الانوار، ۷۴ ټ، ۱۸۱ مخ ) …. همدا راز په ۶۷ ټ، ۷۳ مخ کې راغلي:

حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا وَ زِنُوا قَبْلَ أَنْ تُوزَنُوا وَ تَجَهَّزُوا لِلْعَرْضِ اَلْأَكْبَرِ .

همدې مضمون ته ور نژدې په ۶۷ مخ کې هم راغلي دي.)

[2] – قال اميرالمؤمنين علي: اذا ارایتم الله تتابع نعمه علیکم و انتم تعصونه فاحذروه ،(بحار الانوار ۷۵ ټ، ۶۷ مخ)

[3] – روح القدس په زړه کې دا حقيقت راپوکړ، هيڅوک به تر هغه ونه مري چې خپل رزق يې پوره کړی  نه وي؛ نو ځکه درزق په لاس ته راوړو کې بيړه مه کوئ او که رزق مو ځنډ شو، هسې نه چې په ګناه يې لاس ته راوړو ته اقدام وکړئ.»

بحار الانوار: ۷۴ ټ، ۱۸۵ مخ، الروضه: د حديث ورپاتې برخه دا ده: « فَإِنَّهُ لَنْ يُنَالَ مَا عِنْدَ اَللَّهِ إِلاَّ بِطَاعَتِهِ أَلاَ وَ إِنَّ لِكُلِّ اِمْرِئٍ رِزْقاً هُوَ يَأْتِيهِ لاَ مَحَالَةَ فَمَنْ رَضِيَ بِهِ بُورِكَ لَهُ فِيهِ وَ وَسِعَهُ وَ مَنْ لَمْ يَرْضَ بِهِ لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهِ وَ لَمْ يَسَعْهُ إِنَّ اَلرِّزْقَ لَيَطْلُبُ اَلرَّجُلَ كَمَا يَطْلُبُهُ أَجَلُهُ.» په همدې اړه په همدې سرچينه کې نور احاديث هم شته.

ان رزق… (تېره سرچينه)….

[4] إِنَّ رِزْقَ اَللَّهِ لاَ يَجُرُّهُ حِرْصُ حَرِيصٍ وَ لاَ يَرُدُّهُ كَرَاهَةُ كَارِهٍ إِنَّ اَللَّهَ تَبَارَكَ اِسْمُهُ بِحِكْمَتِهِ جَعَلَ اَلرَّوْحَ وَ اَلْفَرَحَ فِي اَلرِّضَا وَ اَلْيَقِينِ وَ جَعَلَ اَلْهَمَّ وَ اَلْحُزْنَ فِي اَلشَّكِّ وَ اَلسَّخَطِ (تېره سرچینه ، ۷۴ ټ، ۱۸۵ مخ)

«أَیُّهَا‌النَّاسُ إِنَّ الرِّزْقَ مَقْسُومٌ لَنْ یَعْدُوَ امْرُؤٌ مَا قُسِّمَ لَهُ فَأَجْمِلُوا فِی الطَّلَبِ» ( تېره سرچینه ۷۴ ټ، ۱۷۹ مخ)

مَنْ أَصْبَحَ وَ أَمْسَى وَ اَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ هَمِّهِ جَعَلَ اَللَّهُ اَلْغِنَى فِي قَلْبِهِ وَ جَمَعَ لَهُ أَمْرَهُ وَ لَمْ يَخْرُجْ مِنَ اَلدُّنْيَا حَتَّى يَسْتَكْمِلَ رِزْقَهُ وَ مَنْ أَصْبَحَ وَ أَمْسَى وَ اَلدُّنْيَا أَكْبَرُ هَمِّهِ جَعَلَ اَللَّهُ اَلْفَقْرَ بَيْنَ عَيْنَيْهِ وَ شَتَّتَ عَلَيْهِ أَمْرَهُ وَ لَمْ يَنَلْ مِنَ اَلدُّنْيَا إِلاَّ مَا قُسِّمَ لَهُ ( تېره سرچینه ۷۴ ټ، ۱۵۲ مخ)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!