بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام حسین (رض) پر ویر اوښکې پر ٦١س د محرم پر لسمه، د کربلا غوړپکه – پېښه رامنځته شوې؛ نو څوک چې دا پېښه لولي يا اوري، پر امام حسين، اهلبيتو او يارانو يې د زړه له کومې غمجنېږي او ددې مظلوم امام […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د امام حسین (رض) پر ویر اوښکې
پر ٦١س د محرم پر لسمه، د کربلا غوړپکه – پېښه رامنځته شوې؛ نو څوک چې دا پېښه لولي يا اوري، پر امام حسين، اهلبيتو او يارانو يې د زړه له کومې غمجنېږي او ددې مظلوم امام پر لور مانيز سفر پيلوي او له هيلو سره يې يوځاى کېږي.
په دې ليکنه کې په اهلسنتو کې پر امام حسين د ویربولۍ (عزادارۍ) تاريخچه څېړل شوې چې لوستونکيو ته وريادوي چې پر حسين وير يوازې د ((شيعه اماميه)) ځانګړنه نه؛ بلکې دوى يې غټ برخوال دي؛ لکه چې د غزل بابا وايي:
کربلا شي ما حمزه ته چې دا نه وي
د حسین د ذکر فکر عملي یم
موږ د خپلې ټولنې د فرهنګي ودې لپاره دا ژباړه راوړاندې کوو چې په يو ډول د تېرو وګړيو د وګړې پر ياد لمانځغونډې جوړول د خپل تاريخ، دين، فرهنګ او ټولنې د پېژندو يوه لار ده او هم د اسلامي مذاهبو (سنى_شيعه) د پيوستون او نژدېوالی راښيي او هم هغوى نيوکګرو ته يو ډول ځوابونه ده چې له مسالې ناسم پوهېدلي دي.
ياد مې دي چې د پوهنتوني زده کړو په ترڅ کې (١٣٥٠ _ ١٣٥٤ ل) به د محرم په لسو شپو کې په پوليتخنيک او مرکزي شپه غالي کې مېشت زده کړيالان ورنژدې جوماتونو او حسينه وو ته ورتلل او د مبليغينو او عالمانو ویناوو ته به غوږ ول چې اورېدلي مسايل به تر ډېره وخته د اسلامي خوځښت غړيو ته انديزه زېرمه وه، نن هم چې د هېواد په اساسي قانون کې دوه اسلامي مذاهب په رسمي ډول ثبت دي او لارويان يې په ديني او ملي مينه يو له بله سره چلېږي، د محرم په مياشت کې په رسنيو کې يو بل ته په پوره درناوۍ، دعاشورا ورځې پر ياد ويېنې لرې چې تر ډېره بريده د امام حسين او اهلبيتو پر موخو رڼا اچوي او دا پوهېدنه ددې لامل شوې چې هېوادوالو ورځ تر ورځې د خپل اسلامي جمهوري دولت د ټينګښت، پاينې او ټیکاو لپاره مټې رانغاړلي. موږ هم د هرې شونې لارې ددې ملي او ديني دندې د سرته رسولو لپاره هڅه کوو چې هېواد مو يو موټى او د اسلامي مذاهبو په رڼا کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د پرمختګ په کتار کې خپل تکاملي ګامونه واخلي.
لومړۍ برخه
د ژړا ډولونه
ژړا ډېر ډولونه لري چې ډېرې مهمې يې په لنډو دادي:
١_ د آل رسول (ص) پر کړاوونو ژړا:
د رواياتو له مخې، د اهلبيتو او په تېره د امام حسين رضى الله عنه پر کړاوونو ژړا ستر ثواب لري.
٢_ د ډار ژړا:
د ډار ژړا له دې راولاړېږي چې څوک له چا يا کوم څیزه وډار شي چې غوره ډول يې د خداى له قدرته او عظمته ډار دى. د امام کاظم (رح) په حالاتو کې راغلي:
((کان يبکى من خشية الله حتى تخضل لحيته بدموعه= تل يې د خداى له ډاره ژړل، تردې چې ږيره به يې لمده شوه[1]((
٣_ د خپلوانو او دوستانو په نشتون کې ژړا:
د چاچې کوم خپلوان؛ لکه پلار، مور، رور؛ خور، زوى، تره، ترور، توړۍ او… يا کوم صميمي دوست ومري؛ نو ورپسې ژاړي.
٤_ د رنځ او سختۍ ژړا:
څوک چې پر داسې رنځ او کړاو اخته شي چې زغم يې ورته ستونزمن وي؛ نو ژاړي.
٥_ پر اجباري کار ژړا:
څوک چې د خپل ناخوښي کار په کولو اړ کړاى شي؛ نو ډېر ځل کېداى شي چې وژاړي.
٦_ د بېلتون ژړا:
دا ژړا هله راولاړېږي چې خپلوان او دوستان يو له بله بېلېږي؛ لکه څوک چې پر اوږده سفر ځي؛ نو له خپلوانو او دوستانو سره يې د خداى پامانۍ پر وخت له سترګو اوښکې رابهېږي.
٧_ د شوق ژړا:
انسان ته هله د شوق ژړا ورځي چې له نعمتونو، برياوو، حماسي خبرونو، خپلوانو او دوستانو سره مخ شي، په دې ژړا، ژړاند ته يو ډول دنننۍ ارامي او خوښي رادبرېږي.
٨_ عاطفي ژړا:
د چا پر مظلوميت اوښکې تويول، د انسان دوستۍ له ننګېرنې راولاړېږي. پېغمبرانو او وصيانو يې دا ډول ننګېرنه د پالوونکي لورنه ګڼلې چې پر خپلو ځانګړو بندګانو يې ورلورولې ده.
٩_ د ژمنتوب او پيوستون ژړا:
څوک چې پر چا يا کوم څيز ژاړي؛ نو له ده سره يې د اطاعت لپاره د دننني چمتووالي اعلانول دي. ژړاند راښيي چې له سپېڅليو موخو سره با وفا او د ښوونځي او لارې له روح سره د خپل پيوستون اعلانول دي؛ نوځکه ژړاند په قيامت کې له هغه چا يا کوم څيز سره يو ځاى راپاڅي چې ورباندې يې ژړلي دي.
امام صادق (رح) ابى ولاد کاهلي ته وويل:
((زما تره [شهيد]زيد دې وليد؟ ويې ويل: هو! راځوړند مې وليد چې څوک پرې خوشحاله او څوک پرې خپه ول. امام وويل: ورباندې ژړاند په جنت کې ورسره دي او ورباندې خوشحالېدونکی يې په وژنه کې ګډ دي[2].
١٠_ د نفاق ژړا:
د نفاق ژړا، يوه مصنوعي او مصلحتي ژړا ده. منافق کله خپلو سپېرو موخو ته د ورسېدو لپاره، ژاړي. علي (ک) د منافقينو په ځانګړنو کې وايي:
((د هر زړه لپاره يوه وزله لري [چې له هر چا سره دده په خوښې خبرې کوي] او هر غم و خپګان ته اوښکې تويوي [چې له لارې يې خپلې موخې ته ورسي[3]]
د يو شمېر خلکو؛ لکه څنګه يې چې خولې له زړونو سره مل نه دي، دغسې يې اوښکې له ننګېرنو او نيتونو سره همغږي نه دي؛ نوځکه دا يوه ذهنيت اړوونکې ژړا ده.
١١_ د ذلت او ماتې ژړا:
هغه وګړي چې خپلې موخې تر لاسه نه کړي؛ نو ژاړي، دوى خپلو موخو پوره کولو ته هڅه کړې نه ده، ماتې يې کړې او ذليل شوي؛ نوځکه پر خپلې بدمرغۍ ژاړي چې څه ګته هم ورته نه لري.
١٢_ د سزا ژړا:
کله خداى د بندګانو د ګناهونو په پار، دوى ته په ژړا سزا ورکوي چې نه يوازې څه اجر او ثواب نلري؛ بلکې په دنيا او آخرت کې به د لاسنيونې څه اغېز هم ورته ونلري. امام صادق (رح) ويلي: ((خداى بني اسراييلو ته د ارميا په نامې يو پېغمبر ورولېږه؛ خو دوى په خندا او ملنډو [وځوراوه. خداى په عذاب کړل]او چا يې ژړا ته اعتنا نه کوله[4].
له حق ولايته سرغړاندي ددې ډول ژړا يو لامل او لاره چاره سازي ده چې په پايله کې خلک د طاغوت او باطلو ولايت په منګولو کې راګېرېږي؛ لکه په تېر تاريخ کې وينو چې خلکو د علي کرم الله وجهه د ولايت په اړه لنډون وکړ او د امويانو په ظلم کې راګېر شول. په پايله کې يوې ډلې خپل دين ته ژړل او يوې ډلې خپلې لوټ شوې دنيا ته. علي (ک) ويلي:
((پر خداى قسم [چې په ګانده – راتلونکي کې به امويان لاسبري شي او] ظلمونه به کوي او د خلکو هر حرام به حلالوي او له مسلمانانو سره به کړې ژمنې [په ظلم] ماتوي او هر خټين کور او وړينې خيمې ته به په تېري ورننوځي او ظلم به يې ټول رانغاړي او د ظلم له وجهې به يې اوسېدونکي خپرېږي، تردې چې خلک به يې د سخت ظلم له لامله د دوو موخو لپاره ژاړي: يوه ډله به د خپل دين لپاره ژاړي [چې د امويانو د ډار له لامله به يې ښکاره کولاى نشي] او بله ډله به د خپلې دنيا لپاره ژاړي [چې ويني مالونه يې لوټېږي[5].]
١٣_ د اړتيا ژړا:
کله ژړا، د اړمن اړتيا راښيي؛ لکه توکیزې اړتياوې (لکه د ګدايانو ژړا) يا مانيزې اړتياوې؛ لکه د الهي سالکانو ژړا چې په خپلې ژړا، خپله اړتيا الهي ځانګړو پېرزوينو ته ورښکاره کوي؛ لکه ماشوم چې په ژړا له خپل مورو پلار سره اړيکه ټينګوي. الهي اوليا هم، په ژړا له خپل پالوونکي سره اړيکه نيسي چې ډېرې بېلګې يې د پېغمبرانو او حق اولياوو په عملي سيرت کې مونداى شو.
١٤_ د هيلې ژړا:
که څوک څه هيله ولري؛ نو وررسېدو ته يې ژاړي؛ لکه چې امام رضا ديان بن شبيب ته وويل: ((د شبېب زويه! که دې ښه ايسي چې د کربلا شهيدانو ثواب درپر برخه شي؛ نو چې کله د امام حسين کړاوو درياد شو، ووايه: يا ليتنى کنت معهم فافوز فوزا عظيما: کاشکې ورسره واى؛ نو ستره بريا به مې پر برخه شوې واى[6](( .
١٥_ د غبطې ژړا:
د چاچې توکیزه يا مانيزه بريا پر برخه شي او بل بې له دې چې رخه ورسره وکړي، له سيالۍ او غبطې وژاړي او له خدايه همدا ورکړاى شوى نعمت وغواړي؛ نو دې ته د غبطې ژړا وايي.
١٦_ د اضطرار او اندېښمنۍ ژړا:
څوک چې ځان د ورکېدو په درشل کې و انګېري يا داچې په نادرمله رنځ اخته شي او طبيبان يې له درملنې بېوسې شوي؛ نو په مات زړه او ژړغونو سترګو په دعا لاس پورې کوي او د پرېشانۍ له مخې، خپلې ستونزاوارۍ ته دا مبارک آیت وايي: ((أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ))
١٧_ د انتظار ژړا:
څوک چې د امام مهدي عليه السلام راښکارېدو ته سترګې پر لار وي او هر ګهيځ يې پر ياد د ندبې دعا لولي او ژاړي او وايي: ((اين معز الاولياء و مذل لاعداء)) .
١٨_ د حسرت ژړا:
د حسرت د ژړا ځايونه ډېر دي، يو يې دا دى:
چاچې د ځوانۍ پانګه له لاسه ورکړې وي او له ارزښتمن عمره يې لکه څنګه چې ښايي، ګټنه کړې نه وي؛ نو چې بوډا شي، ويني چې پانګه يې له لاسه وتې او څه سوداګري يې کړې نه ده؛ نوځکه د ځوانۍ پر ياد حسرت خوري او ژاړي.
١٩_ د پښېمانۍ ژړا:
چاچې څه ګناه کړې وي او سملاسي پښېمانه وي؛ نو د جمعې پر شپه ربوبي درشل ته لاسونه پورته کوي او د خپلو ګناهونو پر ياد ژاړي او وايي: ((اللهم اغفرلى الذنوب التى تحبس الدعاء)) .
٢٠_ د ټګۍ ژړا:
لکه د حضرت يوسف عليه السلام وروڼو چې د يوسف په بېلتون کې د خپل پلار يعقوب عليه السلام په مخ کې وژړل.
په دې ژړا ګانو کې بې د نفاق او ټګۍ له ژړاوو نورې روا دي.
خو دلته مو د ویینې موضوع لومړۍ ډول ژړا ده چې له قرآني او سني و شيعه رواياتو له ليدلوري رڼا وراچوو.
[1]بحار الانوار: ٩ ټوک/٣٣٦ مخ.
[2] بحار الانوار: ٤٦/١٩٣ مخ
[3]نهج البلاغه: ١٨٥ مه خطبه.
[4]بحار الانوار: ١٠٠/٨٧ مخ
[5] فيض الاسلام، نهج البلاغه، ٩٧ مه خطبه، ٢٩٠ مخ
[6] شيخ صدوق، امالي، ٢٧ مجلس، ١١٢ مخ، ٥ حديث.شيخ صدوق، عيون اخبار الرضا: ١/٢٣٣ مخ.محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٤٤/٢٨٦ مخ.