تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه   په انجیل او نورو کې د حضرت عیسی(ع) پندونه ۱- پر زړه سواندو دې ښه حال وي، چې په قیامت کې لورنه پرې کېږي. ۲- د خلکو ترمنځ پر مصلحینو دې ښه حال وي، چې د قیامت پر ورځ د الهي درشل […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

 

په انجیل او نورو کې د حضرت عیسی(ع) پندونه

۱- پر زړه سواندو دې ښه حال وي، چې په قیامت کې لورنه پرې کېږي.

۲- د خلکو ترمنځ پر مصلحینو دې ښه حال وي، چې د قیامت پر ورځ د الهي درشل مقربین دي.

۳- پر پاک زړیو دې ښه حال وي، چې د قیامت پر ورځ د خدای لیده کاته او زیارت کوي.

۴- په دنیا کې د عاجزینو دې ښه حال وي، چې د قیامت پر ورځ پاچاهي تختونه ترلاسه کوي.

۵- د مسکینانو حال دې ښه وي؛ چې د اسمان د ملکوت خاوندان دي.

۶- د غمجنو حال دې ښه وي، چې  خوشحالي یې په مخ کې پرته ده.

۷- د هغوی دې ښه حال وي، چې په عاجزی لوږه و تنده زغمي، خدای به یې خړوب کړي.

۸- د نېکچاریو حال دې ښه وي، د خدای غوره کړای شوي یې نوموي.

۹- د هغوی حال دې ښه وي، چې د پاکۍ په پار، کنځل اوري؛ ځکه په رښتیا، د اسمان ملکوت د دوی دی.

۱۰- ستاسې په حال دې خوښي وي که (د خدای په لار کې، ناپاکان) درباندې رخه کوي، کنځي مو، په اړه مو هره ناوړه خبره او دروغ وايي، خوښ وسئ چې په اسمان کې مو اجر ډېر دی.

۱۱- او حضرت عیسی(ع) وویل: بدو بندګانو! خلک په ګومان ټپسوري کوئ او ځان په یقین نه ټپسوري کوي.

۱۲- [ د دنیا بندګانو! ښه مو ایسي کوم کمال چې نه لرئ په نامه یې یاد او نامي شئ]

۱۳- د دنیا بندګانو! (د زهد په نښه) سرونه خروئ، کمېسونه لنډوئ، سرونه ښکته نیسئ؛ خو خیانت، ټکي برګي او رخه له زړه نه وباسئ.

۱۴- د دنیا بندګانو! د ښکلو قبرونو په څېر یاست، چې دباندې مو ښه برېښي او دننه یې له ګناهونو ډک د مړیو هډوکي دي.

۱۵- د دنیا بندګانو! په رښتیا چې د ډیوې په څېر یاست، ځان سوځوئ او نور رڼا کوئ.

۱۶- بني اسراییلو! د پوهانو غونډې ډکې کړئ، که څه په څلور بولو ور شئ؛ ځکه خدای مړه زړونه د حکمت په رڼا ژوندي کوي، لکه چې شاړه او مړاوې ځمکه په غټ باران ژوندۍ کوي.

۱۷- بني اسراییلو؛ لږې خبرې کول یو ستر حکمت دی، چوپتیا غوره کړئ، چې ښه دود او د ګناه د کمېدو لامل دی؛ نو د پوهې ور ټینګ کړئ، چې په پوهه کې صبر دی، د خدای هغه بنده ښه نه ایسي چې چټي وخاندي، بې ادبه ګام واخلي او پر لار بې ادبه روان وي او هغه واکمن یې ښه ایسی چې د شپانه په څېر له خپل ولسه ناخبره نه وي.

له خدایه په پټه داسې وشرمېږئ لکه چې ښکاره له خلکو شرمېږئ، او پوه شئ چې له حکمته ډکې خبرې، د مؤمن ورکه ده، مخکې تردې چې حکمت له منځه ولاړ شي، ترلاسه يې کړئ او له منځه تګ یې دادی، چې راویان او څرګندوونکي یې ومري.

۱۸- پوهیالیه! د پوهانو د پوهې په پار درناوی وکړه، شخړه ورسره مه کوه، ناپوهان د خپلې ناپوهۍ په پار سپک وبوله؛ خو مه یې شړه، رانژدې یې کړه او ښوونه ورته وکړه.

پوهیالیه! پوه شه، د هر نعمت شکر چې ونه باسې، د ګناه په څېر ده چې ورباندې نیول کېږې.

۱۹- پوهيالیه! پوه شه، له هرې ګناه دې چې توبه ونه کاږله، د سزا په څېر ده چې ورباندې اخته کېږې.

۲۰- پوهیالیه! د هغو غمونو او رنځونو چې له کله رارسېدو ناخبره یې؛ نو له ناڅاپي رارسېدو وړاندې ځان ورته چمتو کړه.

۲۱- حضرت مسیح (ع) خپلو یارانو ته وویل: وواست څه کوئ، که څوک وویني چې (په خوب کې) یې د خپل ورور جامې ور ایسته شوې او عورت یې ښکاري؛ نو جامې ترې پوره ایسته کوي [چې بربنډ شي] یا یې ورباندې اچوي [چې پټ شي]؟ یارانو یې وویل: البته پټوي یې. ویې ویل: نه ؛ بلکې بربنډوئ یې. یاران پوه شول، چې پوښتنه بېلګېز اړخ لري. ویې ویل: روح الله! مطلب څه دی؟ ویې ویل: دا د هغه چا بېلګه ده، چې د خپل ورور کوم عیب او نیمګړتیا وویني او پټه یې نه کړي.

۲۲- د حقیقت له مخې درته وایم: پوهه در زده کوم چې پوهان شئ، نه ځان ویني او ځان غواړي، هله خپلو غوښتنو ته ور رسئ چې خوندونه او شهوات پرېږدئ، هله هیلې ترلاسه کوئ چې پر نادودو زغم وکړئ. (نامحرم) ته له لیدو ډډه وکړئ، چې په زړه کې د شهوت تخم شیندي او دا په خپله کتونکي ته پوره فتنه او ازمېښت دی، د هغه پر حال دې خوښې وي، چې سترګې په زړه کې کېدي، نه زړه په سترګو کې، د خلکو نیمګړتیاوو ته د اربابانو په څېر مه وینئ، چې خلک دوه ډوله دي: پر بلا اخته شوي (عیبناک) او سالم؛ نو پر اخته شوي ولورېږئ او پر سلامتۍ د خدای شکر وکاږئ.

۲۳- بني اسراییلو! له خدایه نه شرمېږئ، چې څښاک مو له دوړو پاک نه کړئ، نه یې څښئ؛ خو پروا مو نه وي، چې حرام د فیل د مړیو په څېر ښوی تېروئ. اورېدلي مو نه دي چې په تورات کې یې سپارښتنه درته کړې: «له خپلوانو سره خپلوي وکړئ او پرې ولورېږئ»؛ خو وایم: چا چې خپلوي درسره پرې کړه تاسې یې ورسره ټينګه کړئ، چا چې دریغ درنه وکړ، تاسې ورډالۍ کړئ، چا چې بدي درسره وکړه، نیکي ورسره وکړئ، چا چې وکنځلئ، سلام ورباندې واچوئ، له خپل دښمن سره په انصاف وچلېږئ، چا چې تېری درباندې کړی، ترې تېر شئ، لکه چې غواړئ له بدیو مو تېر شي، د خدای له عفوې پند واخلئ؛ نه وینئ چې لمر یې پر  ښو او بدو لګي، باران یې پر نېکچاریو او بدچارو ورېږي. که بې له دوستانو مو بل څوک نه خوښېږي او بې له احسان درسره کړیو، له نورو سره احسان نه کوئ او بې له هغو چې ډالۍ یې درکړي، ډالۍ نه ورکوئ؛ نو تاسې پر نورو څه غوراوی لرئ؟ حال دا چې کم عقلان چې غوره توب او پوهه نه لري، دا کار کوي؛ نو که غواړئ چې د خدای له غوره او دوستانو ځنې وشمېرل شئ؛ نو  چا چې بدي درسره کړې، نیکي ورسره وکړئ، چا چې ظلم درباندې کړی ترې تېر شئ، چا چې مخ درنه واړو، سلام ورباندې واچوئ، خبره مې واورئ، وصیت مې یاد کړئ،  سپارښتنه مې په پام کې ونیسئ، په ژمنه مې وفا وکړئ، چې دین پېژاندي پوهان شئ.

۲۴- د حقیقت له مخې درته وایم: زړونه مو هلته دي چې چېرې مو زېرمې وي او له دې لامله د خلکو خپله هستي ښه ایسي او زړونه یې ورپورې تړلي؛ نو زېرمې مو په اسمان کې کېدئ، چې کوم آفت یې ونه خوري او نه یې غله یوسي.

۲۵- د حقیقت له مخې درته وایم: بنده د دوو اربابانو بنده ګي نشي کړای، که څومره هڅه وکړي، ناچار یو باید غوره کړي، همدغسې په زړونو کې مو د خدای مینه او د دنیا مینه نه ځاییږي.

۲۶- د حقیقت له مخې درته وایم: بدترین سړی هغه عالم دی چې دنیا ته پر خپلې پوهې غوراوی ورکوي، دنیا یې ښه ایسي، ورپسې وي، په لاس ته راوړو کې یې هڅه کوي، تردې چې خلک (دنیا ته په لاس ته راوړو کې) سرګردانه کړای شي. د ړوند د لمر له رڼا سره څه کار، چې په خپله یې نه ويني؟ دغسې دې عالم ته د پوهې ډیوه څه ګټه رسوي، چې بې عمله دی؟ د ونو مېوې ډېرې دي؛ خو ټولې ګټورې او د خوړو نه دي، عالمان هم پرېمانه دي؛ خو ټول له خپلې پوهې ګټه نه اخلي، ځمکه هم پراخه ده؛ خو هر ځای یې د اوسېدانې نه دی، ویناوال هم ډېر دي؛ خو ټولې خبرې یې د منلو وړ نه دي. له دروغجنو وړین چپنو عالمانو ځانونه وساتئ، چې سرونه یې ځوړند کړي چې په ټګۍ پر خپلو ګناهونو برغولی کېدي، تر سترګو لاندې د لېوه په څېر ګوري او ویناوې یې له کړنو سره اړخ نه لګوي ایا له غزه انګور او له مړغوني انځر واڼلای شو؟ همدغسې د دروغجن عالم ویناوې بې له دروغو او باطلو بل اغېز نه لري او داسې هم نه ده، چې څوک څه وايي، رښتیا به وايي.

۲۷- د حقیقت له مخې درته وایم: په رښتیا چې تخم په پسته او نرمه ځمکه کې راټوکېږي، نه په کانکرو کې، دغسې حکمت هم په متواضع او عاجز زړه کې وده کوي نه په کبر جن سرغاړي زړه کې. نه پوهېږئ څوک چې تر چهته خپل سر پورته کړي، سر یې لګي او ماتېږي او چې ټیټ یې کړي له سیوري یې برخمنېږي او تر پناه لاندې یې وي، په دې توګه څوک چې د خدای لپاره تواضع ونه کړي؛ نو خدای یې خواروي او څوک چې عاجزي وکړي، سرلوړی کوي یې. شات هم په هر خیګ ګې سالم نه پاتېږي، حکمت هم په هر زړه کې نه پالل کېږي، خیګ چې سوری، وچ او بدبویه شوی نه وی، شات پکې ساتل کېدای شي، زړونه هم چې شهواتو څیرلي نه وي، په تمې ککړ شوي نه وي او د نعمتونو پرېمانۍ سخت کړي نه وي، د حکمت لوښي کېدای شي.

۲۸- د حقیقت له مخې درته وایم: په واقع کې، که په یوه کور کې اور ولګي او کور په کور مخې ته ولاړ شي او یوه محاله وسوځوي؛ نو مخنیوي یې هله کېږي، چې اور په ړومبي کور کې کابو شي، له بنسټونو یې راوغورځوي چې څه پکې سوځولو ته پاتې نشي، په همدې توګه که د ړومبي ظالم، د ظلم مخه ونیول شي؛ نو ورپسې ظالم چارواکی، نه موندل کېږي چې ورپسې ولاړ شي، لکه چې که اور په ړومبي کور کې لرګي او سون توکي موندلي نه وای، څه یې نه سوځول .

۲۹- د حقیقت له مخې درته وایم: څوک چې وویني، چې مار یې د ورور د چیچلو په درشل کې دی؛ نو که پام یې ور وانه ړوي په وژنه کې یې برخمن دی. همدغسې څوک چې ویني ورور یې ګناه کوي؛ خو دا یې د ګناه له پایلې نه خبروي؛ نو چې ګناه یې وکړه دا هم پکې برخوال دی، او هغه چې له ظالمه پوښتنه ګروګینه کړای شي؛ خو ویې نه کړي؛ نو د ظالم په څېر دی او ظالم به څنګه وډار شي سره له دې چې درکې هوسا او خوندي دی، مخالفت ورسره نه کېږي نه غندل کېږي او پوښتنه ترې نه کېږي او د ظلم مخه یې نه نیول کېږي؟ نو په دې بې خیالۍ او سستۍ ظالم څنګه ځان څنډې ته کړي؟ او یا غره نشي؟؛ نو بس دی چې یو مو ووایي: «زه خو ظلم نه کوم او چې د چا خوښه وي ودې یې کړي» او ظلم  وویني او مخه یې ونه نیسي؛ نو که داسې وي، چې د ظالمانو همکاران نه یاست؛ نو چې په دنیا کې پر ظالمانو عذاب راځي، ولې ورسره عذابېږئ؟

۳۰- بد چاریو بندګانو افسوس درباندې! څنګه هیلمن یاست چې خدای مو د قیامت له وحشته خوندي کړي، سره له دې چې د خدای په اطاعت کې له خلکو ډارېږئ او له حکمه یې په سرغړونه کې په خلکو پسې وردرومئ او هغو ژمنو ته باوفا یاست چې د خدای د ژمنو پر خلاف مو له خلکو سره کړې دي؟

۳۱- د حقیقت له مخې درته وایم: خدای هغوی د قیامت له وحشته نه خوندي کوي، چې بندګان د الله پر ځای نمانځي.

۳۲- بد بندګانو افسوس درباندې! د پستې دنیا او بې ارزښته شهواتو لپاره د جنت د ملک لاس ته راوړو ته لنډون او ناغېړي کوئ او د قیامت ورځې ډار هېروئ.

۳۳- دنیا پالو افسوس درباندې! د ناپایښتي نعمت او لنډ ژوند لپاره له خدایه تښتئ او لیده کاته یې نه خوښوئ؛ نو څنګه د خدای مو لیده کاته ښه وایسي، چې تاسې یې لیده کاتو ته څوبتیا نه لرئ، د خدای د هغه چا لیده کاته ښه ایسي، چې د ده لیده کاتو ته لېوال وي، د چا چې د خدای لیده کاته نه خوښېږي خدای یې هم لیده کاته نه خوښوي. څنګه په خلکو کې یوازې د تاسې خدای ښه ایسي، سره له دې چې له مرګه تښتئ او ځان مو په دنیا پورې راځوړند کړی دی؟ د مړي د کافورو ښه بوی او سپين کفن څه پکارېږي، حال دا چې دا ټول تر خاورو لاندې کېږي؟ همدغسې ستاسې د دنیا طراوت چې درته پسولل شوې، څه ګټه دررسوي، سره له دې چې مخ پر ورکېدو او زوال دی؟ دا د بدن پاکوالی او تازه رنګونه مو څه ګټه درته لري، حال دا چې د مرګ پر لور ورروان یاست او په خاورو کې هېرېږئ او د ګور په تپو تیارو کې پټېږئ؟

۳۴- پر دنیاپالو دې افسوس وي! ډیوه په لمر کې بلوئ چې څه اړتیا قدرې ورته نشته؛ خو په تیاره کې یې نه کاروئ چې ورته جوړه شوې ده، د علم له رڼا د دنیا لپاره ګټنه کوئ حال دا چې دنیا مو د خدای له لوري تامین شوې ده او آخرت ته علم نه کاروئ چې همدې ته یې درکړی دی وایئ آخرت حق دی؛ خو د دنیا په سنبالنې پسې مو راخستې، وایئ چې مرګ حق دی؛ خو ترې تښتئ، وائي خدای اوري او ویني؛ خو د خپلو کړو وړو له کښلو او ثبته، نه ډارېږئ او څنګه مو اورېدونکی خبره تصدیق کړي؛ځکه هغه چې په ناپوهۍ کې دروغ ووايي تر هغه یې عذر ډېر دی چې په پوهې یې ووايي، که څه دروغو ته هیڅ عذر نه منل کېږي.

۳۵- د حقیقت له مخې یې درته وایم: پر اس چې سپور نشي، تمرین ور نه کړي، ویې نه کاروي، سرغړاندېږي او خوی یې بدلېږي، زړونه هم که د مرګ په یاد نرم نشي او پرله پسې عبادات یې ونه ځوروي سخت او شډل کېږي، د تیارې کوټې پر بام د بلې ډېوې ایښوونه څه ګټه لري، حال دا چې دننه یې تکه تیاره ده؟ همدغسې په خولو کې مو چې د پوهې وړانګې ځلېږي او زړونه مو تش او تیاره وي، نو ګټه یې څه؟؛ نو ډېر ژر تیارې خونې رڼا کړئ او سخت زړونه مخکې تردې چې د ګناهونو زنګ پرې کېني او تر تېږي سخت شي، ډېر ژر یې د حکمت په اوبو نرم کړئ.

څوک چې وس نه لري؛ نو څنګه تیږي بې ځایه کولای شي؟ هغه چې له خدایه بښنه ونه غواړي، څنګه د ګناه پېټی کوزوي؟ هغه چې جامې ونه مینځي؛ نو څنګه یې جامې پاکېږي؟ هغه چې ګناهونه (په توبه او حسناتو) ونه څنډي، څنګه ترې پاکېږي؟ او هغه چې بې بېړۍ له سمندره تېرېږي څنګه له ډوبېدو ژغورل کېږي؟ هغه چې په هڅو څه چاره ونه سنجوي، څنګه د دنیا له فتنو بچېږی؟ مسافر څنګه بې لارښوده خپلې موخې ته ورسي؟ او هغه څنګه جنت ته لارموندای شي چې پر دین د پوهېدو لارې نه ویني؟ هغه چې اطاعت نه کوي؛ نو څنګه د خدای رضا ترلاسه کولای شي؟ او هغه چې په هېنداره کې نه ګوري؛ نو څنګه د مخ نیمګړنې ورمعلومېږي؟ او هغه چې خپل دوست ته څه شتمني ور نه کړي؛ نو څنګه خپله دوستي ورسره پوره کوي؟ او هغه چې له خدای ورکړې روزۍ پور ور نه کړي؛ نو څنګه یې دوستي ورسره پوره کېږي؟

۳۶- د حقیقت له مخې درته وایم: لکه چې سمندر ورکی له ورډوبې شوې بېړۍ ځنې نه څه کموالی مومي او نه زیان ؛ نو دغسې ستاسې سرغړونې (الهي کبریایی مقام ته) څه کمي او زیان وررسولای نشي. دا تاسې یاست چې ځانونه زیانمنوئ او ځان ته کمي راولئ او لکه څنګه چې د لمر رڼا د ګټه اخستونکیو له پرېمانۍ زیان نه مومي او دوی یې په رڼا کې خپل ژوندون غځوي، دغسې الهي غونډال (نظام) هم په زیاتې ورکړې او تاسې ته په روزۍ درکولو څه زیان نه مومي او دا تاسې یاست چې په رزق یې ژوند کوئ او ژوندي کېږئ، خدای د هغه روزي ورزیاتوی چې شکر یې وباسي؛ ځکه خدای ښه پوه منندوی دی.

۳۷- بدو مزدورانو افسوس درباندې! مزد پوره اخلئ، روزي خورئ، جامې اغوندئ، کورونه جوړوئ او چا چې پر کار ګومارلي یاست کار یې ورخرابوئ، نژدې ده چې د کار خاوند مو وپوښتي، کوم کار مو چې خراب کړی وویني او یو رسوا کوونکی عذاب درباندې راکوز کړي، امر وکړي چې غاړې مو پرې او لاسونه مو له بندونو جلا کړي؛ بیا ووايي چې تنې یې پر مخ پر ځمکه راکاږئ او په لار کې یې واچوئ چې پرهیزګارانو ته عبرت او ظالمانو ته ربړونه وي.

۳۸- بدو عالمانو افسوس درباندې! دا چې مرګ تراوسه له ګرېوانه نیولي نه یاست، ونه انګېرئ چې مرګ مو ځنډ شوی، نژدې ده چې مرګ راورسي او ومو لېږي؛ نو له همدې ګړۍ د حق بلنې ته غوږ کېدئ، پر خپل حال ویر وکړئ پر ګناهونو مو وژاړئ، تیار شئ او د کار وزلې چمتو کړئ، او توبه ګارانو د خدای درشل ته ور وځغلئ.

۳۹- د حقیقت له مخې درته وایم: لکه چې ناروغ خوندور خواړه ویني او د درد له وجهې یې خوند نه څکي، دنیاوال هم د مال له مینې ، د عبادت خوند نه څکي او لکه چې ناروغ د ماهر طبیب له خولې د رغوونکیو درملو ځانګړنې اوري؛ خو د درملو تراخه چې وریاد شي شفا یې په نظر کې تتېږي همدغسې دنیاوال هم ددنیا له ځلبلۍ او ډول ډول نعمتونو خوند اخلي؛ خو د مرګ ناڅاپې پېښې چې یادوي، په نظر کې یې ټول څېزونه تت او تباه کېږي.

۴۰- د حقیقت له مخې درته وایم: خلک خو ستوري ویني؛ خو یوازې هغوی (د شپې) لار پرې مومي چې له لارو او منازلو یې خبر لري، تاسې هم د حکمت زده کړې کوئ؛ خو یوازې هغه هدایت کېږي چې عمل ورباندې کوي.

۴۱- دنیا پالو افسوس درباندې: غنم (له خاورو او ډکو) پاک او پاسته یې اوړه کړئ، چې په خوند یې پوه او خوړ‏ل یې درته خوندور شي، همدغسې ایمان هم (له شرک ځنې) سوچه کړئ، چې خواږه یې وڅکئ او له پایلو یې ګټه واخلئ.

۴۲- که په تیاره شپه کې قیر سوځې ډیوه ومومئ او رڼا ته یې کېنئ اود قیر بوی مو د ډیوې له ګټنې خنډ نشي، همدغسې ښايي حکمت مو چې له چا سره وموند ترې واخلئ او په حکمت زده کولو کې د حکیم بې شوقي او ناڅوبتیا، مو د لارې خنډ نشي.

۴۳- دنیا پالو افسوس درباندې: نه د حکیمانو په څېر فکر کوئ، نه د عقلمنو په څېر پوهېږئ، نه د پوهانو په څېر پوهه لرئ، نه د پرهیزګارانو په څېر یاست او نه د عزتمنو احرارو (ازادګانو) په څېر، نژدې ده چې دنیا مو له جرړې راوباسي او لاندې باندې مو کړي، بیا مو پړمخې واچوي بیا ګناهونه مو له وچ ولي ونیسي او (هغه) پوهه چې کارولې مو نه وه له شا، مو ورټېل وهي، چې بربنډ او یوازې سزا ورکوونکي پاچا ته مو ورسپاري، چې د بد کړنو سزا مو درکړي.

۴۴- دنیا پالو افسوس درباندې! ایا په علم پر ګردو مخلوقاتو غوره او ورباندې مسلط او لاسبري نشوئ؛ نو ولې مو لرې وغورځاوه او عمل پرې نه کوئ؟ دنیا ته مو مخه کړې، پر دنیا حکومت کوئ، وزلې ورته راټولوئ (او پر آخرت) یې غوره بولئ ، ابادوئ یې، تر څه وخته به دنیا ته وقف یاست او خدای ته مو په وجود کې څه برخه نشته؟

۴۵- د حقیقت له مخې درته وایم: یوازې په دنیا پرېښوو د آخرت عزت ترلاسه کولای شئ، توبې ته سبا مه سترګې پر لار کېږه، چې تر سبا خو کوم شواروز نشته او په دې واټن کې الهي تقدیرات روان دي (او نه پوهېږئ چې سبا روزګار درسره څه لوبه کوي).

۴۶- د حقیقت له مخې درته وایم: په واقع کې کوچني ګناهونه د ابلیس چلونه او دامونه دي؛ ګناهونه درته کوچني برېښوي او په نظر کې مو واړه معلومېږي، چې راټول او ډېر شي؛ نو را ومو نغاړي.

۴۷- د حقیقت له مخې درته وایم: په رښتیا، دروغجنې ستاینې او په دین کې ځان پاک ګڼل د پېژندل شویو بدیو سرچینه ده او له دنیا سره مینه د هرې ګناه چینه ده.

۴۸- د حقیقت له مخې درته وایم: تل نمونځ کول مو د آخرت  شرف ته وررسوي او په دنیوي پېښو کې مو مرستندوی دی او لوراند څښتن ته د ورنژدې کېدو بله غوره وزله ترې نشته، تل او ډېر یې وکړئ. هر صالح کړنې چې بنده د خدای مقام ته ورنژدې کوي؛ خو نمونځ خورا ورنژدې او ورته ډېر ګران دی.

۴۹- د حقیقت له مخې درته وایم: کوم مظلوم چې په ویناوو، کړنو یا کینې غچ وانخلي؛ نو کړنې یې د اسمان په ملکوت کې سترې دي، کوم یو مو داسې رڼا لیدلی چې نامه یې تیاره وي یا تیاره چې نامه یې رڼا وي؟

بنده هم نشي کړای چې هم مؤمن وي او هم کافر، هم دنیا غوره کړي او هم په آخرت پورې زړه وتړي. بزګر چې اوربشې کرلې وي؛ نو غنم به رېبي یا اپوټه؟ همدغسې هر بنده چې په دنیا کې څه کرلي وي په آخرت کې یې ریبي او د کړنو بدله مومي.

۵۰- د حقیقت له مخې درته وایم: خلک د حکمت په باب دوه ډلې دي: یوه یې په خوله وايي او په کړنو یې له منځه وړي او بله یې په خوله وايي او په کړنو یې تصدیقوي او څومره دا دواړه ډلې یو له بله ډېری لرې دي؟ د عملي عالمانو پر حال دې خوښي او د خبرو پر عالمانو دې افسوس وي.

۵۱- د حقیقت له مخې درته وایم: څوک چې خپله کرنه له وښو للون نه کړي؛ نو واښه به دومره ډېر شي، چې کرنه به له منځه یوسي؛ همدغسې څوک چې له زړه نه د دنیا مینه ونه باسي، هومره به پراخ شي، چې نور به د آخرت د مینې خوند ونه څکي.

۵۲- دنیاپالو افسوس درباندې! د خپل پالونکي جوماتونه مو د ځانونو زندان کړئ، زړونه مو د تقوا کور کړئ او د شهوت هستوګنځی یې مه کړئ.

۵۳- د حق له مخې درته وایم: هغه چې ډېر په بلا کې چغې پغې وهي، د دنیا مینوال دی او هغه چې زغمناک وي په دنیا کې خورا زاهد دی.

۵۴- بدو عالمانو افسوس درباندې! ایا مړه نه وئ؛ نو خدای ژوندي کړئ؟ خو چې ژوند یې در وباښه مړه شوئ.

افسوس درباندې! ایا نالوستي نه وئ؛ نو علم یې درکړ؟ خو چې پوهه مو ومونده هېره مو کړه.

افسوس درباندې! ایا له فقهې ناخبره نه وئ، فقها یې کړئ؟ او چې فقه مو زده کړه، ناپوه او جاهل شوئ.

افسوس درباندې! ایا بېلاري نه وئ، نو لارې ته یې ورسیخ کړئ؟ او تر ښیون (هدایت) روسته بېلارېتوب ته واوړېدئ.

افسوس درباندې! ایا ړانده نه وئ، نو سترګور یې  کړئ؟ او تر سترګورتوب روسته بیا ړانده شوئ.

افسوس درباندې! ایا کاڼه نه وئ، نو اورېدونکي یې کړئ؟ او تر اورېدو روسته بیا کاڼه شوئ.

افسوس درباندې! ایا ګونګیان نه وئ؛ نو طوطیان یې کړئ؟ او تر طوطیانېدو روسته بیا ګونګیان شوئ.

افسوس درباندې! ایا د بریا او پراخۍ غوښتونکې نه وئ؟ چې په برخه مو شوه، پر شا شوئ.

افسوس درباندې! ایا ذلیل نه وئ؛ نو عزتمن یې کړئ؟ او چې عزتمن شوئ؛ نو د تېري او سرغړاندی لار مو خپله کړه.

افسوس درباندې! پر ځمکه تر لاس لاندې او کمزوري نه وئ او د غلیم له ترپ خرپه اندېښمن وئ، خدای مرسته درسره وکړه؟ او چې بریالي شوئ د سرغړونې لار مو ونیوه.

د قیامت له ذلته افسوس درباندې، چې څرنګه به مو خواروي؟

۵۶- پر ناوړو عالمانو دې افسوس وي! د ملحدانو په څېر چلېږئ او [د ځمکې د همېشه] میشتو په څېر هیله لرئ او د بې غمانو په څېر بې غم یاست او د خدای کار ستاسې د هیلو له مخې نه دی؛ بلکې تاسې یې مرګ ته زیږوئ او ویجاړۍ ته یې جوړوئ او ابادوئ او وارثینو ته دنیا چمتو کوئ.

۵۷- د حقیقت له مخې درته وایم: په رښتیا موسی(ع) درته امر وکړ چې په خدای د دروغو قسم ونه خورئ [او زه درته وایم چې قسم مه خورئ]  نه په دروغو نه په رښتیا؛ بلکې وواست: «نه» او «هو»؛ بني اسراییلو! درته لازم دي چې بېدیاني سابه او اوربشینه روټۍ وخورئ او د غنمو له ډوډۍ ځان وساتئ؛ ځکه ډارېږم چې شکر به یې پر ځای نه کړئ.

۵۸- د حقیقت له مخې درته وایم: په واقع کې خلک ځینې روغ رمټ دي او ځینې دردمن؛ نو خدای ته پر روغ رمټی شکر وکاږئ او پر دردمن ولورېږئ.

۵۹- د حقیقت له مخې درته وایم: بېشکه له خولې مو چې هره ناروا خبره ووځي، په قیامت کې به یې ځواب واورئ.

۶۰- بدو بندګانو! چا چې خپله قرباني چمتو کړې وي او پام یې شي چې ورور یې څه حق ورباندې لري؛ نو قرباني دې پرېږدي او ړومبی دې ورور راضي کړي، بیا دې ولاړ شي او قرباني دې ذبح کړي.

۶۱- د حقیقت له مخې درته وایم: که چا کمیس درنه واخست، خپله چپن هم ورسره ورکړه او چې پر ښي مخ یې سپېړه درکړه؛ نو دا بل دې هم ورواړوه او چا چې یو «میل» [د فرسخ درېیمه] بېګار کړې؛ نو یو میل نور هم ورسره بېګار شه.

۶۲- د حقیقت له مخې درته وایم: د هغه بدن څه ګټه چې برسېرن سالم او دننه یې فاسده وي؟ د تنو [ښکلا] څه درته ګټوره ده چې تاسې هک حېران کړي او زړونه مو تباه او فاسدوي؟ څه ګټه یې درته ده، چې خپل پوټکي پاک کړئ او زړونو مو چټل وي؟

۶۳- د حقیقت له مخې درته وایم: د غلبېل په څېر مه وسئ چې پاسته او پاک وړه وباسي او ورغستلي وساتي، هسې نه چې حکمت له خولې ودوړوئ او کینه په زړه کې پرېږدئ.

۶۴- د حقیقت له مخې درته وایم: ړومبی بدیو ته شا کړئ او بیا د نېکۍ په لټه کې شئ، چې درګټوره شي؛ نو څوک چې ښه له بدو سره راټول کړي، نیکي یې ورګټوره نه ده.

۶۵- د حقیقت له مخې درته وایم: څوک چې په لښتي کې روان وي، هرومرو یې جامې لمدېږي، که څومره هم هڅه وکړي چې اوبه ور ونه رسي؛ نو دغسې د دنیا مینوال له ګناهونو روغ نه پاتېږي.

۶۶- د حقیقت له مخې درته وایم: د هغوی پر حال دې خوښي وي، چې د شپې پر عبادت لګیا وي، دوی همېشنۍ رڼا لري؛ ځکه د شپې په تیاره کې په جوماتونو کې پر عبادت ولاړ وی او د خدای درشل ته زارۍ کوي، چې د سبا له سختیو وژغورل شي.

۶۷- د حقیقت له مخې درته وایم: په واقع کې دنیا د یوې کرنې په څېر پنځول شوې، چې بندګان پکې خواږه  تراخه او ښه و بد کري، د ښو کر د حساب پر ورځ ورته ګټور دی او بدي د لو پر ورځ کړاو او بدمرغي ورکوي.

۶۸- د حقیقت له مخې درته وایم: پوه له ناپوه سره سنجوي او ناپوه له ځاني غوښتنو سره سنجوي، سپارښتنه درته کوم، پر خولو مو د چوپتیا ټاپې ولګوئ، چې ناروا خبرې ترې را ونه باسئ.

۶۹- د حقیقت له مخې درته وایم: هله خپلو هیلو ته وررسئ چې پر نادودو زغم وکړئ او هله خپلې موخې ترلاسه کولای شئ چې له خوندونو لاس واخلئ.

۷۰- د حقیقت له مخې درته وایم: د دنیا بندګانو! هله آخرت موندای شئ چې دنیوي شهوات راټیټ او ورباندې له زړه تړلو لاس پر سر شئ.

۷۱- د حقیقت له مخې درته وایم: دنیا پالو! نه له دنیا سره مینه لرئ، نه آخرت ته هیلمن یاست، که د دنیا مینه مو درلوده؛ نو هغه کار ته مو ارزښت ورکاوه چې د ترلاسه کولو وزله یې وه، که آخرت ته هیلمن وئ، د هیلمنو کړنې مو کولې.

۷۲- د حقیقت له مخې درته وایم: دنیا پالو! ځینې درنه له خپل ملګري سره په [بد] «ګومان» دښمنېږئ او له ځان سره په «یقین» نه دښمنېږئ.

۷۳- د حقیقت له مخې یې درته وایم: ځینو ته مو چې په رښتیا (په حق) نیمګړتیاوې ور په ګوته کړای شي؛ نو غوسه کېږي او چې په دروغو (ناحقه) وستایل شي؛ نو خوشحالېږي.

۷۴- د حقیقت له مخې درته وایم: د شیاطینو ارواح څومره چې ستاسې په زړونو کې اوږد عمري دي په بلې یوې ځالې کې هم نه دي، خدای دنیا درکړې چې آخرت ته پکې کار وکړئ، نه دا چې د آخرت مخه مو ونیسي او دا یې درغوړولې چې پوه شئ پر عبادت یې مرسته درسره کړې، نه پر ګناه، په دنیا کې یې د اطاعت امر درته کړی نه د سرغاړۍ، پر حلالو یې د مرستې وزله کړې نه حرامو، او په رښتیا ځمکه یې درته پراخه کړې، چې خپلوي پکې جوړه او وپالئ، یو له بل سره مینه وکړئ نه ددې لپاره چې د خپلوۍ اړیکې پکې وشلوئ.

۷۵- د حقیقت له مخې درته وایم: اجر ته یې هڅولي یاست، خو بې له هغه چې کار وکړي او مزدوري وانخلي.

۷۶- د حقیقت له مخې درته وایم: ونه یوازې په ښې مېوې پوره کېږي، همدغسې دین هم یوازې له ګناهونو ځنې په ډډې کولو بشپړتیا مومي.

۷۷- د حقیقت له مخې درته وایم: په واقع کې کر یوازې په اوبو او خاورو ترسره کېږي، دغسې دین هم یوازې په پوهې او کړنو دی.

۷۸- د حقیقت له مخې درته وایم: اوبه، اور مړ کوي، دغسې زغم غوسه سړوي.

۷۹- د حقیقت له مخې درته وایم: اور او اوبه په یوه لوښي کې نه راټولېږي، دغسې په یوه زړه کې ژوره  پوهېدونه (فقه) او مړزړي نه یو ځای کېږي.

۸۰- د حقیقت له مخې درته وایم: په رښتیا چې باران بې وریځو نه وي، دغسې د خدای د رضا کار یوازې په پاک زړه تر سره کېږي.

۸۱- د حقیقت له مخې درته وایم: په رښتیا لمر د هر څیز رڼا، حکمت د هر زړه رڼا، تقوا د هر حکمت سر، حق د هر خیر ور او د خدای لورنه د هر حق ور دی او ددې ورونو کونجیګانې؛ [د خدای درشل ته] دعا، زارۍ او عمل دي او څنګه ور بې کونجي پرانستل کېږي؟

۸۲- د حقیقت له مخې درته وایم: حکیم یوازې د خپلې خوښې ونه کري، او د خپلې خوښې پر اس سپرېږي همدغسې پوه مؤمن هم یوازې هغه کار کوي چې پالونکی یې ورباندې راضي وي.

۸۳- د حقیقت له مخې درته وایم: صیقلول، توره سموي او ځلا ورکوي دغسې حکمت هم زړه صیقل او جلا ورکوي، حکمت د حکیم په زړه کې؛ لکه په شاړې او مړې ځمکه کې اوبه دي، زړه ژوندی کوي، لکه اوبه چې ځمکه خړوب او ښېرازوي او هم حکمت د حکیم په زړه کې په تیارو کې د رڼا په څېر دی، چې په رڼا یې په خلکو کې ګرځي راګرځي.

۸۴- د حقیقت له مخې درته وایم: د غرونو له سرونو د ډبرو بې ځایه کول تردې غوره دي چې خبره دې هغه کس ته وکړي چې پر خبره دې پوه شوی نه وي د هغه چا په څېر چې ډبره نرمېدو ته په اوبو کې ږدي، یا د هغه په څېر چې مړیو ته خواړه چمتو کوي.

۸۵- د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې د خپلو هغو زیاتو خبرو مخه ونیسي چې خدای پرې غوسه کېږي او یوازې هغه خبرې وکړي چې خپله پرې پوهېږي (یا یې اورېدونکی پرې پوه شي) او د هیچا په خبرو رخه ونه کړي؛ خو دا چې کړنې یې ورته څرګندې شي ( په وافي کې د «امرا» پر ځای امرأ راغلی، او همدغسې ژباړل شوی).

۸۶- د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې پر څه نه پوهېږي ، پوهان وپوښتي او پر څه چې پوهېږي، ناپوهانو ته یې ورزده کړي.

۸۷- د هغه پر حال دې خوښي وي، چې د پوهانو یې د پوهې په پار درناوی کوي، لانجې ورسره نه کوي، ناپوهان د خپلې ناپوهۍ په پار سپګ وګڼي؛ خو نه دې یې شړي، رانژدې دې یې کړي او ورزده یې کړي.

۸۸- د حقیقت له مخې درته وایم: حواریونو! په رښتیا، نن تاسې په خلکو کې لکه په مړیو کې ژوندي یاست، هسې نه چې تاسې هم د خپلو ژوندیو په مرګ ومرئ.

۸۹- او هم مسیح (ع) ویلي: خدای تعالی وايي: له خپل مؤمن بنده چې د دنیا مخ واړوم غمجنېږي، سره له دې چې په تنګلاسۍ کې راته ګران او ډېر رانژدی دی او چې پراخې پرې راولم خوشحالېږي، سره له دې چې په پراخۍ کې مې خورا بد ایسي او را نه خورا لرې دی.

والحمد للله رب العالمین وصلی الله علیه و آله وسلم تسلیما   

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!