تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) د تطهير آيت او نبوي کورنۍ “صفيه د شيبه لور” له حضرت عايشي ام المؤمنين (رض) نه روايتوي، چې: (( يو سبايي  پېغمبر اكرم توره او نقشي چپن “كساء” پر اوږو اچولې،له ځايه راپورته شو،لږه شېبه وروسته “حسن بن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه )

د تطهير آيت او نبوي کورنۍ

“صفيه د شيبه لور” له حضرت عايشي ام المؤمنين (رض) نه روايتوي، چې: (( يو سبايي  پېغمبر اكرم توره او نقشي چپن “كساء” پر اوږو اچولې،له ځايه راپورته شو،لږه شېبه وروسته “حسن بن علي” راننووت او پېغمبر اكرم  پرې چپن واچوله،بيا “حسين” راغى او چپنې ته ورننووت،وخت لا تېر نه و،چې “فاطمه” راغله او پېغمبر اكرم پرې چپنه واچوله،وروسته “علي” (ك) راغى او پېغمبر اكرم هغه هم په “كساء” كې ننه ايست، بيا يې وويل: (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

لاندې اصحابو كرامو(رضى الله عنهم) ددې آيت شان نزول روايت كړی دى :

1_ حضرت “سعد بن ابي وقاص” 2_ حضرت “انس بن مالك”3_ حضرت “ابن عباس”

4_ حضرت “ابو سعيد خدري” 5_ حضرت “عمر بن ابي سلمه” 6_ حضرت “عبدالله بن جعفر” 7_ حضرت “ابو  صمراء هلال”8_ حضرت ام المؤمنين “ام سلمه” 9_ ام المؤمنين “عايشه” 10_ حضرت “ابوهريره” 11_ حضرت “جابر بن عبدالله”12_ حضرت “مقدار بن اسود” 13_ حضرت “معتل بن سيار” 14_ حضرت “واثله بن اسقع”15_ حضرت “ابو الطفيل” [1]

له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى: ((د تطهير آيت زما په كوركې نازل شو او د نزول پر مهال يې دا اووه تنه په كوركې ول: حضرت “جبراييل”، “ميكائيل” (او پېغمبر ) “علي”،”فاطمه”،”حسن” او “حسين” او زه د وره په څنګ كې ولاړ وو؛و مې ويل:”رسول الله! آيا زه له اهل بيتو نه يم؟” پېغمبر اکرم وويل:” ته غوره يې؛خو د پېغمبر د ښځو په ډله كې راځې.” ))

“ثعلبي” په خپل تفسير كې له حضرت “ام سلمى” رانقلوي :

((پېغمبر اکرم  په كور كې و،چې فاطمې ورته پټو راووړ.پېغمبر اکرم  ورته وويل:”مېړه او زامنو ته دې غږ كړه،چې راشي”؛ولاړه او ورته يې غږ كړ؛راغلل ا و تر ډوډۍ خوړو وروسته پېغمبر اکرم ورباندې پټو واچاوه او ويې ويل :”خدايه! دوى زما اهلبيت دي، له هر ډول چټلۍ يې پاك كړې .”همدا مهال و، چې د(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.”آيت نازل شو؛ومې ويل :”رسول الله! آيا زه هم درسره يم؟” پېغمبر اکرم وويل : “انك على  خير”.))

نورو عالمانو؛لكه “ترمذي”،”حاكم” او “بيهقي” په دې باب لاندې روايت نقل كړى دى :

له حضرت ام سلمى روايت دى : ((د “تطهير آيت” زما په كور كې پر پېغمبر نازل شو او د نزول پر مهال يې “فاطمه”،”علي”،”حسن” او “حسين” په كور كې ول. بيا رسول الله  پټو پرې هوار كړ او و يې ويل:” (خدايه) دوى زما اهلبيت دي؛هر ډول چټلي ترې لرې كړه.”))

ددى آيت تر نازلېدو وروسته پېغمبر اكرم وپوښتل شو:” دا آيت د چا په شان كې نازل شوى دى ؟” و يې ويل:”زما،علي، فاطمې او د حسنينو په هكله.[2]

ددې آيت تر نازلېدو وروسته،چې پېغمبر اكرم له كوره جومات ته تله؛نو ويل يې : [السلام عليكم يا اهل البيت؛ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)[3] ]

حمزه بابا وايي :

سلام دې پر هغه وي چې رحمت دى د کونينو

                                                                درود پر هغه پاک چې دى آقا د ثقلينو

سلام دې پر هغه  وي چې صاحب دى د دارينو

                                                                درود پر هغه پاک چې و، بابا د حسنينو

سلام دې تل تر تل وي پرې بابا چې د زهرا دى

                                                         درود پر هغه ښکلي چې اخي د مرتضى دى

غم خور دى دامت آل اطهار د محمد

                                                      تفسير دوالضحى شو سپين رخساردمحمد

سلام پر هغه ذات شه،چې محبوب دكبريا دى

                                                        درودپر هغه پاك دې وي بابا چې دزهرادى

 صلوات پر هغه نورشه چې اخي دمرتضى دى

                                                        سلام دې پر هغه وي چې نيكه دمجتبى دى

چې هر څوک د پنج تن نه لري ياري

                                                                          مرګ د روح يې دې له دغې بيماري

د كور خلك برابر دپردو نه دي

                                                              زه اول يم “پنج تني” بيا “چار ياري”

 چى احمد،علي، زهرا حسنين واړه

                                                                            اولى نه ګڼي عبث كوي خواري

پس له دى مې پسند واړه اصحاب دي

                                                                                     چې لري په تابعينو سرداري

زه حمزه د بوتراب د در تراب يم

                                                                   چې يې فيض تر قيامته دى جاري

نبوي کورنۍ او “مرج البحرين” آيت

حمزه بابا وايي :

علي او فاطمه څه دي قرآن وګوره

مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ وګوره

زامن يې امامان وو،چې روښانه يې کړو دين

 يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ وګوره

 

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ – بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ -يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ[4]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې،- چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او له يو بل سره نه ګډېږي)-له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راوځي.))

 څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه مانا يې،چې ذهن ته راځې؛هماغه ظاهري مانا به وي، چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو،چې له دې  آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې “حضرت فاطمة الزهرا او حضرت “علي ” دي، چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنى “امام حسن” او “امام حسين” ترې زيږېدلې دي.

علامه “سبط ابن جوزي” او  همداراز”ثعلبي” په خپلو تفسيرونو کې ددې آيت تر تفسير لاندې له “سفيان ثوري” او “سعيد بن جبيره” روايت کړى،چې وايي: ((له “دوو سيندونو” موخه حضرت علي اوحضرت فاطمه، له “برزخ” موخه پېغمبر اکرم او هغه “مرجان”،چې له دې دوو سيندونو راوځي، امام حسن او امام حسين دي.))

“خوارزمي” همدا روايت له “مردويه” او له حضرت “انس بن مالک” څخه داسې روايت کړى: (( له “بحرين” څخه مراد علي او فاطمه او ددې دوو سيندونو تر منځ “برزخ” پېغمبر اکرم  دى او له دې دوو سيندونو دوه مرجانه امام حسن او امام حسين راوځي.))

ابن مردوديه له ابن عباس روايت کړى، چې :((“لؤلؤ” او “مرجان”، چې له دوه  سيندونو راوځي[5]، حسن او حسين دي.[6]))

     پېغمبر اكرم،امام حسن او امام حسين له لاسه نيولي ول او و يې وويل: د چاچې له ما  او دې دواړو سره او همداراز د دوى له مور و پلار سره مينه او دوستي وي؛نو په قيامت کې به راسره يو ځاى او زما په شان د درجې خاوند وي [7].

 پېغمبر اكرم وايي: (( زما د اهلبيتو مثال د “نوح” د بېړۍ په شان دى،که څوک پکې سپاره شول (لاروي يې وشوه)؛ نو و به ژغورل شي او که چا ترې مخ واړاوه؛نو لاهو به شي.[8]))

پېغمبر اكرم وايي : (( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،يو د خداى کتاب او بل خپله کورنۍ،تر هغه مو،چې پرې منګولې لګولې وي؛ نو تر ما وروسته به بې لارې نشئ، ترې مه مخکې کېږئ،چې خوار به شئ او شاته ترې هم مه پاتې کېږئ،چې بدمرغه به شئ،څه ورته مه ورښيه؛ځکه له تاسې ښه پوهېږي.[9]))

     پېغمبر اكرم وايي : (( زه تاسې ته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم، که تر ما وروسته مو پرې منګولې ولګولې؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ،لومړى “د خداى کتاب” او دويم زما “عترت”؛يعنې زما کورنۍ ده او دا دواړه هېڅکله له يو بله نه بېلېږي،څو د کوثر د حوض پر غاړه راسره يو ځاى شي.[10]))

  “امام ثعلبي[11]”  وايي : (( “رقاشي” له “انس بن مالک” روايتوي،چې ويلي يې دي: رسول اکرم  راته د سهار لمونځ راکړ،تر لمانځه وروسته یې جمعې ته مخه کړه او و يې  ويل:”د مسلمانانو ټوليه! څوک، چې “لمر” له لاسه ورکړي؛بايد  “سپوږمۍ” مې هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د “زهرى” له رڼا ګټه واخلى او که دا يې هم له لاسه ورکړه؛نوپه “فرقدينو” ستوريو پسې دې  ولاړ شي.” خلکو وپوښتل : “رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهرى  او  فرقدينو مطلب مو څه دى؟”

ويې ويل :” زه  “لمر”  يم ، علي “سپوږمۍ” ،فاطمه “زهره” حسن او حسين “فرقدين” دي او دوى له “کتاب الله” سره مل اوجوړه دي او يوله بله نه بېلېږي،څو ما د “حوض” تر غاړې وويني.))

پېغمبر اكرم وايي:((اهل بيت مې له الهي عذابه زما د امت ژغورونکي دي.[12]))

حمزه بابا وايي :

افسانه ده خداى ويلې دا عالم چې د امکان دى

                                                    محمداو اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان

وسيله مې محمد او اهل بيت دي

                                                                  شته اميد چې عاقبت مې شي محمود

       پېغمبر اكرم حضرت علي،حضرت فاطمې،امام حسن او امام حسين ته وويل: (( څوک چې درسره په جنګ وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ يم او څوک،چې درسره په سوله کې وي؛ نو زه به هم ورسره په سوله کې يم.[13]))

له حضرت سلمان فارسي (رض) روايت دى،چې وايي : (( د  پېغمبر اكرم حضور ته ورغلم او حسين يې پر مبارک زنګانه ناست و او پېغمبر اكرم  يې سترګې او خوله ښکلول ،و يې ويل: “ته سيد (ښاغلى) د سيد زوى او د ساداتو پلار يې، ته امام او د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته “الهي حجت” ، د الهي حجت زوى يې او نهه تنه به ستا له ځوځاته امامان وي.[14]))

فاطمې بي بي به له خپلو زامنو سره لوبې کولې او پر همدې مهال به يې ورته د روح او جسم د روزنې په هکله ډېر څه ويل:((حسنه! د خپل پلار په شان دې اوسه او د حق له اورمېږه زندۍ لرې کړه.احسان خداى ولمانځه او له دښمنانو او کينه کښو سره پر يوه چرګۍ مه کېنه . حسنه! ته دې د نيکه په څېر يې او په څېره کې پلار ته نه يې.))

يوه ورځ پېغمبر اکرم د راتلونکيو پېښو په هکله له فاطمې سره خبرې کولې او د امام حسين د شهادت په هکله يې ورته وويل. فاطمې وپوښت : (( پلاره! څوک زما د سترګو تور شهيدوي؟))

ويې ويل: (( د امت تر ټولو ناوړه.))

ویې پوښت : (( پلاره! زما حسين به چېرته شهيد کړي؟))

ويې ويل: (( پر يوې ځمکه، چې “کربلا” نومېږي.

په يو بل روايت کې راغلي،چې فاطمې وويل: (( پلاره! زه د خداى امر ته تسليم او پرې راضي يم او پر خداى توکل کوم.[15]))

       فاطمه “دوځانې” وه او پلار يې  ورته وويل : (( جبراييل ستا د يو زوى په هکله خبر راکړ، چې په “کربلا” کې به شهيد شي.))

 فاطمه غمجنه شوه او ويې ويل: (( پلاره! داسي ماشوم مې نه دى په کار.))

 پېغمبر اکرم وويل : (( لورې!ستا ددې زوى نوم “حسين” دى او نهه امامان به ترې پيدا شي،چې د خداى د دين د بقا او پاېنې لامل  به شي .))

 فاطمې وويل: ((رسول الله! له خدایه راضي يم او شکر يې باسم.[16]))

فاطمه د امام حسين د شهادت په هکله وايي: (( زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړه او حسين به مې د جنګ په ميدان کې مړ شي.په “کربلا” کې به مې زوى په ټګۍ شهيد کړي، قاتلان دې يې خداى په عذاب کړي .[17]))

       له حضرت “جابر بن عبدالله انصاري” (رض) روايت دى،چې رسول اكرم په “عرفات” كې علي (ك) ته وويل: (( علي! رانژدې شه! زه او ته له يوې ونې پيدا يو؛زه يې بيخ او ته يي ډډ يې،حسن او حسين يى څانګې دي؛څوك چې يې پر يوه ښاخ منګولې ولګوي؛ خداى به يې جنتي كړي .))

[1] . وګورئ:(١)حافظ حسكاني؛ شواهد التنزيل : 2ټوك، 56 مخ او همداسې: 2ټوك ، 31مخ .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد:باب مناقب اهل بيت، 9ټوك، 169مخ او بل چاپ؛ 9ټوك ، 119مخ.(٣)ابن مغازلي  شافعي؛مناقب اميرالمؤمنين: 301مخ، 345 حديث، لومړى  چاپ.

(٤)خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :د سعد بن محمد بن الامام حسن الغومى شرح؛ 4743ګڼه ، 9ټوك، 126مخ.(٥)ګنجي  شافعي؛كفاية الطالب:62باب،243 مخ او همداسې: 100باب، 371مخ. (٦)حاكم؛المستدرك:3 ټوك، 133،146،172مخونه او همداسې: 2ټوك، 416مخ.(٧)ابن كثير په خپل تفسير كې: 3 ټوك، 483مخ.(٨)البدايه النهايه: 7ټوك، 339مخ،باب فضائل علي.(٩)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 33باب، 124مخ او همداسې: 127مخ .(١٠)فخر رازي په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې: 25ټوك، 209مخ.(١١) زمخشري؛تفسير كشاف:لومړى ټوك، 369مخ.(١٢)سيوطي؛تفسير الدرالمنثور: 5ټوك، 215مخ كې تر پورتني آيت لاندې .(١٣) ابي عمر  يوسف بن عبدالله؛ استيعاب:3ټوك، 1100مخ.(١٤) ذهبي؛تاريخ اسلام: د 61 – 80  كال پورې د امام حسين د شرح  باب، 96مخ .(١٥)حافظ ابن عساكر؛ تاريخ دمشق: 98 حديث او؛ د امام حسين د شرح  باب، 13ټوك، 67مخ.(١٦) ابن جرير طبري؛ په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې، 22ټوك، 6 – 7 .

[2] . وګورئ:(١)تفسير طبري 22/5 .(٢) شواهد التنزيل : 2/769 .(٣) فرايد السمطين:2/10 .

(٤)مجمع الزوايد :9/67 .(٥)سيوطي؛درالمنثور: 5/198 .(٦)ينابيع المودة : 214 مخ .(٧) صواعق المحرقة : 221 مخ .(٨) تفسير ابن كثير : 3/485 .(٩) مختصر تاريخ دمشق : 7/13.

[3] . وګورئ :(١)معجم كبير:3/56 .(٢)مسند امام احمد بن حنبل :3/259.(٣) مشكل الاثار :  2/338.(٤)شواهد التنزيل : 2/637.

[4] . (رحمن ١٩\٢٠\٢۲)

[5] . وګورئ :(١)سيوطي؛الدرالمنثور تفسير:6ټوك، 158مخ او بل چاپ: 6ټوك، 142مخ .(٢)حافظ حسكاني؛شواهد التنزيل:2ټوك،209مخ،919حديث، لومړى چاپ او دويم چاپ 2ټوك: 212مخ.(٣) ابن مغازلي؛مناقب اميرالمؤمنين:339مخ، 390حديث.(٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة: 39باب، 138مخ.(٥)ثعلبي؛په خپل تفسير كې:4ټوك، 289مخ.(٦)حافظ ابونعيم اصبهاني؛ما نزل من القرآن فى علي” : تر پورتني آيت لاندې .

 (٧)شبلنجي؛نور الابصار: 101مخ.(٨)خوارزمي؛مقتل الامام حسين:112مخ.(٩)كراجكي؛ كنز الفوائد: 366مخ .

[6] . (تفسير روح المعاني٢٧\٩٣ )

[7] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي : ٢/٣٠١.(٢) بغداد تاريخ : ٢/٢٨٧.(٣) تهذيب التهذيب : ١٠/٤٣٠.

[8] . وګورئ: (١)مستدرک حاکم:٢/٣٤٣.(٢)کنز العمال : ٦/٢١٦.(٣)مجمع الزوايد :٩/١٦٨.

(٤)حلية الاولياء : ٤/ ٣٠٦.(٥)ينابيع المودة: ٤،٤٤،٥٦باب.(٦)صواعق المحرقة : ١٨٤ مخ .

(٧)مغازلي؛مناقب : ١٧٣-١٧٧ مخ.(٨) ذخاير العقبى: ٢٠ مخ .

[9] . وګورئ : (١)صحيح مسلم : ٧/١٢٣.(٢)صحيح ترمذي : ٥/٦٢١.(٣)امام احمد حنبل؛مسند: ٣/١٤.(٤) صواعق ا لمحرقه : ١٢٦ مخ.(٥)کنزالعمال:١/١٨٥.(٦)درالمنثور :٢/٢٨٥.(٧)المعجم الکبير: ٣/٦٣،٦٤،٦٥.(٨)ابن سعد؛طبقات : ٢/ ١٩٤.(٩)ابن اثير؛ النهاية : ١/٢١٦.

[10] . وګورئ :(١)احمدحنبل؛مسند:٣/١٤،١٧،٢٦،٥٩.(٢)صحيح ترمذي :٢/٣٠٨.(٣)اسدالغابة: ٢/١٢.(٤)حاکم؛مستدرک: ٣/١٠٩، ١٤٨.(٥)کنزالعمال :١/٤٨.(٦)نسايي؛ خصايص: ٢١ مخ .(٧)مجمع الزوايد :٩/١٦٣.(٨)صواعق ا لمحرقة : ١٣٦ مخ .(٩)ابن سعد؛ طبقات: ٢/٢.(١٠)فيض القدير: ٣/١٤.(١١) ينابيع المودة : ٢ باب.(١٢)فخر رازي؛ تفسير: تر واعتصمو ا بحبل ا لله (آل عمران /١٠٣) آيت لاندې .(١٣)مغازلي؛ مناقب: ٢٨١ مخ .

[11] . قصص الانبياء” په ١٤ مخ کې

[12] . وګورئ : (١)حاکم؛ مستدرک: ٣/٤٥٨ .(٢)کنزالعمال:٧٦/،٢١٧١١٦ .(٣)صواعق المحرقة:١١١مخ.(٤)مجمع الزوايد :١٧٤.(٥) فيض القدير: ٦/٢٩٧.(٦) ذخايرالعقبى: ١٧مخ.

[13] . وګورئ : (١)احمدحنبل؛مسند: ٢/٤٤٢.(٢) صحيح ابن ماجه: ١٤مخ.(٣)حاکم؛ مستدرک: ٣/١٤٩ .(٤) ذخايرالعقبى: ٢٥ مخ .(٥)صحيح ترمذي : ٢/٣١٩.(٦)تاريخ بغداد:٧/١٣٦،١٣٧_ ٤/٢٠٨.(٧)اسدالغابه:٥/٥٢٣.(٨)کنزالعمال :٦/٢١٦.(٩)سيوطي؛جمع الجوامع:٦/٢١٦.(١٠)کفاية الطالب: ١٨٩ مخ.(١١)خوارزمي؛مناقب:٩٠ مخ .(١٢)فصول المهمه: ١١ مخ .(١٣)صواعق ا لمحرقه : ١١٢ مخ.(١٤)ابن عساکر؛ تاريخ: ٤/٣١٦.(١٥)ابن کثير؛ تاريخ: ٢/ ١٨٩.

[14] . وګورئ : خوارزمي؛مفتل الحسين: 145 مخ .

[15] . وګورئ :(١) بحار الانوار :  ٤٤/٢٦٤ .(٢)الکوفي؛تفسير فرات: ٥٥ مخ .

 [16] . وګورئ :(١)علل الشرايع: ٧٩ .(٢)کمال الدين: ٢/٨٧.

[17] . وګورئ :(١)امالي: /٢٠٨ .(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!