تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رسول اکرم ژوند سریزه: لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً = په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رسول اکرم ژوند

سریزه:

لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً = په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي.

(الاحزاب-21 آيت)

       د اسلام ستر پېغمبر؛حضرت محمد (صلى الله عليه و آله) انسانانو ته بېلګه دى، چې تر پېژندلو وروسته يې بايد لاروي وشي، زموږ ديني ټولنې،چې د تاريخ په  بهير کې يې د يرغلګرو پر وړاندې بې سارې سرښندنې کړي او نيت يې هم د “محمد رسول الله” (ص) په مشرۍ د ديني نظام ټينګول وو؛ خو متاسفانه د ټولنې د فرهنګي،سياسي،علمي،اقتصادي او تشکيلاتي ودې د نشتوالي له امله،دې موخې ته نۀ ده رسېدلې؛خو اوس چې د لوى خداى په فضل،د هېواد په اساسي قانون کې، نظام،”اسلامي جمهوريت” نومول شوى؛ نو ټولو هېوادوالو ته قانوني لار پرانستل شوې،چې په دين ځان پوه کړي او پلي کولو ته يې راودانګي؛ نو په همدې موخه موږ دا ژباړه را وړاندې کړه،چې د اسلامي نړۍ د مشهور اسلامپوه “شيخ جعفر سبحاني”(د “تفسير جاويد” د مولف)  ليکنه ده او د يو داسې پېر په تمه،چې ګرد هېوادوال مو د اسلام له پېغمبر(صلى الله عليه و آله) نه د سمې پوهېدنې په رڼا کې د “اسلامي جمهوري نظام” په غښليتا کې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي او په هېواد کې د(مدينة النبي) په لاروۍ ارماني ټولنه جوړه کړي.

د “عربستان” ټاپو وزمه يا  د اسلامي تمدن  زانګو

“عربستان” د اسيا په جنوب ختيځ كې لويې ټاپووزمې دي، چې پراخوالى يې3 ميليونه مربع كيلومټره دى.دا ټاپوزمې د غير متوازي الاضلاع مستطيل په څېر دي،چې شمال ته يې “فلسطين” او د “شام” دښته،ختيځ ته يې “حيره”، “دجله”، “فرات” او  “فارس خليج”، جنوب ته يې د “هند” سمندر،  د “عمان خليج” او ختيځ ته يې سور سمندر پروت دى.

دا ټاپووزمې له پخوا راهېسې پر درېو برخو وېشلى وې:

1 – شمالي او لويديزه برخه يې “حجاز”.

2 – ختيزه او مركزي برخه يي د عربو صحرا.

3 – جنوبي برخه يې “يمن” نومېږي.

په دې  ټاپووزمې كې سترې او تودې دښتې پرتې دي،چې د استوګنې وړ نۀ دي،چې يوه يې هم د “باديه سماوه” دښته  ده،چې نن ورته  “نفوذ”ويل كېږي او بله دښته،چې تر “فارس خليج” پورې پرته ده؛د “الربع الخالي” په نامه يادېږي،چې پخوا يې ددې دښتې يوې برخې ته “احقاف” او بلې ته “دهنا” ويله.د همدې دښتو له امله ددې ټاپووزمې درېمه برخه وچه،بې كښته او د استوګنى وړ نۀ ده.يوازې كله كله د بارانو له امله پکې څه اوبه راغونډېږي،چې ځينې عربي ټبرونه،لنډه موده څړ ته څاروي ورولي.

ددې ټاپووزمې هوا په دښتو او مركزي برخو كې ډېره ګرمه او وچه ده او په ساحلونو كې مرطوبه او په ځينو سيمو كې معتدله ده.

 په دې  هېواد كې يو لړ غرونه هم شته،چې له جنوبه شمال ته غځېدلي چې لوړه څوكه يې نژدې ٢٤٧٠ متره ده.

د سرو او سپينو زرو او ګران بيه تيږو كانونه له پخوا ددې ټاپووزمې له شتمنۍ شمېرل کېږي.

 له څارويو ځنې يې ډېر خلك “اوښان” او “اسونه” روزي او په مرغانو كې “كوتره” او “فيل مرغ”  تر نورو مرغانو ډېر ساتل كېږي.

نن د “عربستان” عايدات د تېلو له رااېستلو او پلورلو له لارې دي،چې د تېلو مركز يې د “احسا‌ء” د “ظهران”  په ښار كې دى.

د زياتې پوهېدنې لپاره لاندې شرح ته پام وكړئ:

“حجاز”:

 له حجازه د “عربستان” شمالي برخه جوړه شوې او ټوله خاوره يې له “فلسطينه” نيولې،د “يمن” تر پولې پورې،د “سره سمندر” پر غاړه پرته ده، يوه غرنۍ سيمه ده،چې دښتې يې د كښت وړ نۀ دي.د “حجاز” مهم ښارونه “مكه” او”مدينه” دي.”حجاز” له پخوا دوه بندرونه درلودل،چې له “جدې” به د مكې خلكو او د “ينبوع” له  بندره به د مدينې خلكو استفاده كوله، دا دواړه بندرونه د “سره سمندر” پر غاړه پراته دي.

مكه معظمه:

“مكه” د نړۍ له مشهورو ښارونو او د “حجاز” د وګړيو ګڼ مېشت ښار دى،چې د سمندر له سطحې نژدې 300 متره جګ پروت دى.د مكې ښار له لرې؛ځکه نۀ ليدل كېږي،چې په غرونو کې پروت دى.

د مکې د ښار تاريخچه

د مكې د ښار تاريخ د حضرت “ابراهيم”عليه السلام له وخته پېل شوى. هغه خپل زوى حضرت “اسماعيل” عليه السلام او مور بي بي”هاجره” يې استوګنې ته، دې ښار ته ولېږل، زوى يې هلته د هماغې شاوخوا له يوه استوګن يوه ټبر سره خپلوي وكړه،.

حضرت “ابراهيم” عليه السلام د خداى په حکم د كعبې خونه جوړه كړه او د يو لړ سمو روايتونو په رڼا كې ليدل كېږي،چې كعبه د حضرت نوح عليه السلام يادګار و، چې حضرت “ابراهيم” عليه السلام بېرته جوړه كړه.

مدينه:

د مکې په شمال كې يو ښار دى، چې تقريبا ٤/٥١٨ کيلومټره (90 فرسنګه) ترې لرې ده. په شاو خوا كې يې باغونه دى او ځمكه يې د ونو ودې او كښت ته تياره ده. له اسلام مخکې نوم يې “ثيرب” و او د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته ورته “مدينة الرسول” ويل كېږي. بيا وروسته د اسانتيا لپاره ترې مضاف اليه لرې كړ او نوم يې مدينه شو.

 په  تاريخ كې لولو: لومړي خلك،چې پردې ځمكه اوسېدل، د “عمالقه” ټبر و او بيا د “يهودو” ټبر و او ورپسې “اوس” او “خزرج” وو،چې په مسلمانانو كې ورته “انصار” ويل كېدل.

 مدينه،د “حجاز” د نورو سيمو پر خلاف د يرغلګرو له لوټه خوندي پاتې شوې او د “روم” او “فارس” د امپراتورۍ د تمدن آثار پکې نۀ ليدل كېږي؛ځكه ځمكې يې د كښت وړ نۀ وې او د اوسېدو وړتيا يې هم نۀ درلوده؛نو ځكه د دې ارزښت يې نۀ درلود،چې يرغل پر وشي.

له اسلام مخكې عرب

له اسلام مخكې د عربو پېژندو ته له لاندې سرچينو ګټه اخيستاى شو:

1 _ “تورات”؛سره له دې،چې ډېرې اړونې پکې شوې دي.

2 _ په منځنيو پېړيو كې د روميانو او يونانيانو ليكنې.

3 _ مسلمانو مورخينو ليكلي تاريخونه.

4 _ ختيځ پوهانو راسپړلي لرغوني آثار.

واقعي ده،چې له ډېر وخت راهېسي،د “عربستان” په ټاپووزمه كې ډېرو ټبرونو ژوند كړى،چې د وخت په تېرېدو،پېښو له منځه وړي دي؛خو په تاريخ كې د لاندې درېو ټبرونو نومونه تر نورو ډېر ځلېدلي دي، چې نور ټبرونه ترې راټوکېدلي دي:

1_”بائده”:

 د پوپنا شوي په مانا ده؛ځكه دا قوم د پر له پسې سرغړونو له امله،په ځمكني او اسماني بلاګانو نابود شوى و.كېداى شي دا هماغه د “عاد” او “ثمود” قومونه وو،چې په قرآن شريف كې هم راغلي دي.

2_”قحطانيان”:

 د “يعرب بن قحطان”  زامن دي،چې په “يمن”  او د “عربستان” په جنوبي برخو كې مېشت وو،چې ورته اصيل عربان ويل كېږي او ننني يمنيان  او د اسلام په لومړيو كې دوه ټبرونه؛”اوس” او “خزرج” هم د “قحطان” له ځوځاته دي.قحطانيانو ډېر حكومتونه درلودل او د “يمن”  په ودانۍ او جوړونه كې يې خورا كوښښ كړى او تمدنونه يې پر يادګار پرېښې دي.

نن د هغوى كتيبې او ليکنې په علمي اصولو لوستل شوې،چې تر يوه حده يې د قحطانيانو پر تاريخ رڼا اچولې او څومره،چې له اسلام  مخکې، د عربي تمدن په باب خبرې كېږي؛ ټول په همدې “يمني” ټبر پورې تړاو لري.

3 _”عدنانيان”:

 د حضرت “ابراهيم” عليه السلام د زوى اسماعيل عليه السلام زامن دي. ددې قوم د ريښې په باب به په راتلونكې كې بحث وكړو؛خو په لنډو يې راخلو :

 “ابراهيم”عليه السلام موظف شو،چې خپل زوى حضرت اسماعيل عليه السلام او مور يې حضرت “هاجره” مكې ته ولېږي. حضرت “ابراهيم”  عليه السلام هغوى له فلسطينه يوې وچې او ژورې درې؛”مكې” ته ولېږل؛خو خداى پرې ولورېد او د “زمزم چينه” يې ور  برخه كړه .

 حضرت “اسماعيل”  عليه السلام د “جرهم” له ټبر سره خپلوي وکړه،چې مکې ته نږدې اوسېدل او خداى زامن وركړل، يو يې عدنان و، چې نسب يې حضرت “اسماعيل”  عليه السلام ته رسي. د عدنان زامن پر بېلابېلو ټبرونو ووېشل شول،چې مشهور يې “قريش” او بيا په قريشو كې “بني هاشم” وو.

د عربو عمومي اخلاق

له دې بحثه مطلب هغه خويونه او ټولنيز آداب دي،چې له اسلام مخكې په عربو كې وو. په يوه عمومي كتنه كې د عربو لنډې ځانګړنې دا دي:

د جاهليت د وخت عرب،په تېره بيا د “عدنان” زامن، ارت لاسي او مېلمه پالي وو. په امانت كې يې ډېر لږ خيانت كاوه، د تړون ماتول ورته نابښوني ګناه وه،د عقيدې په لار كې له ځانه تېر او د فصاحت خاوندان وو. پكې ډېر د قوي حافظو خاوندان وو،چې شعرونه او خطبې يې يادولې او په شعر او وينا كې په خپل وخت كې تر ټولو مخكې وو. مېړانه يې د خولو متل وه. پر اس سپرېدو او غشي اېشتو كې يې ځانګړى مهارت درلود او له دښمنه تېښته يې بده ګڼله؛خو پردې سربېره،څه اخلاقي يې فسادونه درلودل،چې د هغوى ټولې ځانګړنې يې له منځه وړې وې او كه د شپږمې پېړۍ په منځ كې پرې له غېبه د اسلام د رحمت وړانګې نۀ واى لګېدلې؛نو د “عدناني” عرب يو تن به هم نۀ واى پاتې او يو ځل بيا به د “بائده” عربو لړۍ راژوندۍ شوې وه.

حضرت “علي” (ک) هم په يوه خطبه كې له اسلام مخكې د عربو حالات ډېر د تاسف وړ ښوولي دي:

((خداى تعالى حضرت “محمد” (صلی الله عليه واله) نړيوالو ته وېروونكى او د وحې او خپل كتاب پېغمبر وټاكه. حال دا چې تاسې عربو ډېر بد دود او دين درلود او په بدو ځايو كې اوسېدلئ؛ په وچو دښتو،مارانو او ملخانو كې مو ژوند كاوه،مردارې اوبه مو څښلې او بد خواړه (د خرما د زړيو اوړه او څرمښكۍ) مو خوړل. د يو بل وينې مو تويولې.له خپلوانو سره مو راشه درشه نۀ درلوده. د بوتانو عبادت مو كاوه او همېشه مو ګناهونه  كول.))

موږ د “حجاز” د خلكو پر ژوند لا پوهېدو ته د “اسعد بن زراره” کيسه را اخلو:

 په مدينه كې په كلو كلو د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو په منځ كې د جګړې اور بل و؛يوه ورځ د “خزرج” د ټبر يو مشر “اسعد بن زراره” مكې ته ولاړ،چې د قريشو مالي او پوځي ملاتړ تر لاسه كړي او د خپل پلار نيكه دښمن له منځه يوسي. هغه د پخوانۍ دوستۍ له مخې،نېغ د “عتبه بن ربيعه”  كره ولاړ او د خپل راتګ موخه يې ورته وويله.

عتبه ورته وويل: “موږ دې غوښتنه منلاى نۀ شو؛ ځكه نن موږ څه عجيبه کورنۍ ستونزې لرو؛په موږ كې يو سړى راپاڅېدلى او خدايان مو بد ګڼي،نيكونو ته مو بې عقله وايي او په خوږه ژبه يې يوه ډله ځوانان هم په  ځان پسې كړي او له همدې لارې يې په موږ كې ژور اختلاف پيدا كړى،چې د حج موسم وي؛نو له “شعب ابوطالبه” بهر راوځي او په “حجر اسماعيل” كې كېني او خلك خپلې لارې ته رابولي او چې حج تېر شي؛نو په “شعب ابوطالب” كې وي.”

“اسعد”مخكې له دې،چې د قريشو له نورو مشرانو سره وګوري؛نو هوډ يې وکړ،چې مدينې ته ستون شي؛خو د عربو په دود يې زړۀ وغوښتل ، چې د خداى د كور زيارت وكړي؛خو عتبه وېرولى و،چې كېداى شي،د طواف پر مهال د هغه سړي خوږ غږ درباندې اغېز وكړي. بلخوا، بې د خداى د كور  له زيارته هم له مكې وتل بد ګڼل كېدل؛خو په پاى کې،چې نۀ سيخ وسوځي او نۀ كباب، په خپلو غوږونو كې مالوچ كېښوول،چې د هغه سړي خوږې خبرې او غږ وا نۀ وري. اسعد غلى “”مسجدالحرام”” ته ننووت او طواف يې پېل كړ. په لومړي طواف كې يې سترګې پر پېغمبر اکرم (ص) ولګېدې؛و يې ليدل چې يو سړى په “حجر اسماعيل” كې ناست دى او يوه ډله “بني هاشم” ساتندويان ترې راتاو دي ؛ خو له دې وېرې،چې د پېغمبر اکرم خبرې پرې اغېز و نۀ کړي؛مخكې را نۀ غى. په دويم طواف كې يې له ځان سره وويل: دا څه د بې عقلو كار دى، چې زه يې كوم؟ كېداى شي سبا په مدينه كې په دې باب وپوښتل شم؛نو بيا به ورته څه ځواب وركوم؟! نو اړينه يې وګڼله،چې د پېښې په باب څه معلومات لاس ته راوړي. څو ګامه رامخکې شو او په جاهلي دود يې سلام واچاوه او ويې ويل: انعم صباحا !

پېغمبر اکرم ورته وويل: زما خداى تر دې غوره سلام اچول را لېږلى دى او هغه ((السلام عليكم)) دى. بيا اسعد د موخو په باب وپوښت، چې پېغمبر اکرم ورته په ځواب كې د انعام سورت 151 او 152 آيتونه وويل، چې پکې د جاهليت د وخت د عربو ټول روحيات راغلي وو.

 دا دوه آيتونه د هغه ملت د ټپونو ملهم وو، چې يو سل و شل كاله له يو بل سره جنګېدلي وو؛نو ځكه يې د اسعد پر زړۀ اغېز وكړ او ځاى پر ځاى يې اسلام راووړ او له پېغمبر اکرمه يې وغوښتل،چې “يثرب” ته يو مبلغ ولېږي، پېغمبر اکرم هم حضرت “مصعب بن عمير” (رض) ولېږه.

 كه ددې دوو آيتونو مانا ته ځير شو؛نو د عربو له حالاتو به ښه خبر شئ؛ ځكه په آيتونو كې په ډاګه شوې، چې ناوړو اخلاقي ناروغيو د عربو ژوند ګواښه؛ نو ځكه موږ آيتونه له ژباړې سره راوړي دي.

 

قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ = (ورته) ووايه : (( راشئ، ستاسې پالونكي، چې پر تاسې څه حرام كړي، درته ولولم :” دا چې څوك له خداى سره مۀ شريكوئ او له  مور و پلار سره نېكي وكړئ او خپل اولاد د تنګسې  له (وېرې) مۀ وژنئ ،موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو او ناوړه چارو ته ښكاره وي كه پټ، مۀ نژدې كېږئ  او هغه نفس (انسان)،چې خداى دروند ګڼلى، مۀ وژنئ ؛ خو پر حق ( او د استحقاق له مخې ) دا هغه څېزونه دي، چې خداى درته د هغو سپارښتنه كړې ده، ښايي چې له عقله کار واخلئ. “

وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ = او د يتيم ( پلار مړي ) مال ته تر هغه مۀ نژدې كېږئ، څو د مړانې منګ او ځلميتوب ته نۀ وي  رسېدلى؛خو په غوره توګه پکې تصرف کړاى شئ او په  مچ او تول كې بشپړ انصاف وكړئ، موږ پر هر چا د هغه  تر وسې هومره  پېټى ږدو او چې کله ( د منځګړتوب يا شاهدۍ لپاره) خبرې كوئ؛نو په عدالت يې وكړئ،كه څه هم (ستاسې) د خپلوانو (په باب) وي ا و له خداى سره ژمنه پوره كړئ . خداى تاسې ته ددې څيزونو سپارښتنه كوي، ښايي چې نصيحت ومنئ .

ددې آيتونو مضامين او له “اسعد” سره د پېغمبر اکرم خبرې راښيي دا ټول ناوړه خويونه د هغه وخت په عربو كې وو؛نو ځكه د خداى استازي “اسعد” ته د خپلو موخو بيانولو لپاره دا آيتونه ولوستل.( 1)

په “عربستان” كې مذهب

حضرت “ابراهيم”  خليل،چې کله پر “حجاز” د توحيد بيرغ ورپاوه؛نو يوه ډله يې پلويان شول؛خو دا معلومه نۀ ده،چې د توحيد د ډګر دې ننګيالي څومره وکړاى شو د خداى د عبادت كوونكيو منظمې ليکې جوړې كړي ؟

حضرت “علي” (ک) د “نهج البلاغې” په لومړۍ خطبه كې د عربو د دين په باب ويلي:

 ((هغه وخت بېلابېل ټبرونه وو،چې ډول ډول مذهبونه او بدعتونه يې درلودل. يوې ډلې به خداى له خلقت سره ورته كاوه. ځينو به د خداى په نامه كې تصرف كاوه؛لكه بوت پالو،چې د “لات” د بوت نوم له “الله” څخه او “عزى” يې له “عزيز” څخه اخېستى و.،چې بيا خداى د پېغمبر اکرم له لارې پر سمه كړل او الهي پوهنې يې وروښوول.))

د جاهليت د  وخت روښانفکرو عربو به د سپوږمۍ او ستورو عبادت كاوه؛خو منځنۍ طبقې چې زياترو يې پر ټبريز او كورني خدايانو سربېره، د كال د ورځو په شمېر، بوتانوعبادت كاوه او د هرې ورځې پېښې يې ور پورې اړوندې ګڼلې.

 تر حضرت “ابراهيم”  خليل الله وروسته،”عمرو بن  قصى” په مكه كې  بوتنمانځنه پېل كړه؛خو په لومړيو ورځو كې دومره پراخه نۀ وه؛بلكې  په پېل كې بوتان يوازې شفاعت كوونكي وو؛خو څه موده وروسته يې د ځواک خاوندان وګڼل.

 د كعبې په شاوخوا كې اېښوول شوي بوتانو و ته به،ټولو ټبرونو ورته درناوى كاوه؛ خو ټبريز بوتانو ته يوازې خپل  ټبر عبادت كاوه او دا چې د هر ټبر بوت خوندي او معلوم پاتې شي؛نو وروسته يې ورته ځانګړي ځايونه جوړ كړل او ددې معابدو كونجيګانې به نسلونو ته لاس پر لاس کېدې.

 هر چا به خپل كورني بوتان شپه و ورځ نمانځل او كله به، چې سفر ته تلل؛نو ځانونه يې پرې مږل او د مسافرت پر مهال يې د دښتو كاڼي لمانځل او چېرې به،چې ورسېدل؛نو څلور كاڼي به يې انتخابول او پكې تر ټولو ښکلي به يې خپل “خداى” كړ او له نورو يې نغري جوړول.

 د مکې خلكو له “حرم” سره مينه درلوده او په مسافرت كې يې له دې ځايه له ځان سره تيږې وړلې او چېرې به،چې اوسېدل؛نو هلته يې په احترام په يو ځاى كې اېښوول او عبادت به يې كاوه او كېداى شي دوى هماغه “انصاب” وي،چې پر  ښوييو تيږو اړول شوي دي.ددې پر وړاندې “اوثان” وو، چې ډبرينې مجسمې وې او”اصنام” هغه بوتان دي، چې له سرو يا سپېنو زرو يا لرګي يې جوړ كړي وو.

” لات”، چې سپين رنګى بوت و د خدايانو مور ګڼل كېده ، چې معبد يې “طايف” ته نږدې و، “منات” د برخليك، مرګ او اجل خداى و، چې معبد يې د مكې او مدينې تر منځ و.

“ابوسفيان” د احد په جګړه كې “لات”او عزى” راوړي وو، چې مرسته ترې وغواړي.

 د همدې ډول ډول معبودانو او خدايانو پايله وه، چې تل د دې وحشي بېديانيو تر منځ شخړې،جګړې او اختلافونه وو،چې خورا مادي او معنوي زيانونه يې ور ورسول.

حضرت “علي” (ک) د نهج البلاغې په 26مه خطبه كې د هغه وخت حالات داسې ښوولي دي:

 ((خداى حضرت “محمد” پېغمبر كړ،چې نړيوال ووېروي او هغه يې د خپلو اسماني احكامو امين كړ،حال دا چې اى عربو! تاسې ډېر بد دين درلود او پر بدو ځمكو اوسېدئ،د زيږو تيږو او چيچونكيو مارانو په منځ كې مو ژوند كاوه،خړې اوبه مو څښلې او بد خواړه مو درلودل،د يو بل وينه مو تويوله او د خپلوۍ مزي مو شلول،د بوتانو عبادت مو كاوه او په ګناه كې ډوب وئ))

په عربو كې د ښځې موقعيت

په هغه وخت كې ښځه ډېره په تنګسه كې وه او په بد حال يې شپې ورځې سبا كېدې او په دې باب نازل شوي آيتونه تر ټولو رښتيني ګواهان دي:

وَإِذَا الْمَوْؤُدَةُ سُئِلَتْ= او چې كله ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وپوښتل شي: ( تکوير/8)

 رښتيا چې انسان به څومره په بې لاريو كې ښکېل وي،چې د خپل زړۀ ټوټه تر خړو خاورو لاندې كړي او له چغو يې اغېزمن نۀ شي او زړۀ يې پرې و نۀ سوځي.

د دې رواج بنسټګر د “بني تميم” ټبر و او داسې،چې د”عراق” واكمن  “نعمان بن منذر” خپل مخالفين وځپل او د هغوى مالونه يې ولوټل او ښځې يې ورته بنديانې كړې. د “بني تميم” استازي ولاړل او له نعمان بن منذره يې وغوښتل،چې ښځې يې ورستنې کړي؛خو ځينو يې په زندان كې ودونه کړي وو او نعمان ازادې پريښووې،چې له مړونو سره پاتې كېږي او كه له خپلو پلرونو سره ځي.

 د “قيس بن عاصم” لور د پلار  له كوره د مېړه كور غوره وباله او له خپل پلار سره ستنه نۀ شوه. دې خبرې پرې سخت اغېز وكړ او له ځان سره يې ژمنه وكړه،چې تر دې وروسته به د پيدايښت پر مهال خپلې ټولې لوڼې وژني،چې بيا دا دود په نورو ټبرونو كې هم خپور شو.

 “قيس بن عاصم”،چې رسول اکرم ته ورغى؛نو يوه انصاري د هغه د لوڼو په باب وپوښت. قيس په ځواب كې ورته وويل: ما خپلې  ټولې لوڼې ژوندۍ ښخې كړې؛خو د خلي هومره مې هم پرې زړۀ نۀ دى سوځېدلى؛ خو پر هغې يوې مې زړۀ وسوځېد،چې: ((پر سفر وتلى وم او د ښځې د زېږون وخت مې رانږدې و. سفر مې اوږد شو،چې راستون شوم؛نو له ښځې مې د زېږون پوښتنه وكړه .راته يې وويل:مړ ماشوم مې شوى و او ښخ مو كړ؛خو حقيقت دا و،چې لور يې زېږولې وه او زما له وېرې يې خپلو خويندو ته سپارلې وه.كلونه كلونه تېر شول او لور مې پېغلوټې شوه؛ خو زه ترې خبر نۀ وم. يوه ورځ په كور كې ناست وم، چې ناڅاپه  يوه نجلۍ راننوته او د خپلې مور پوښتنه يې وكړه؛ډېره ښكلې نجلۍ وه، وښتان يې چوڼي كړي وو او غاړه كۍ يې پر غاړه وه .مېرمن مې وپوښتله: دا ښکلې نجلۍ څوك ده؟ ښځې په ژړغونې حال وويل: دا ستا لور ده، دا هماغه ماشوم دى،چې تۀ پر سفر وتلى وې او وزېږېده  او له تا  مې پټه كړې وه.زما چوپتيا د رضايت نښه وه،فكر يې كاوه زه به لور نۀ وژنم؛ نو ځكه مې مېرمن ډاډه له كوره ووته؛خو له ځان سره مې ژمنه وکړه. لور مې له لاسه ونيوه او له كوره لرې مې بوتله او د كندې په اېستو بوخت شوم.  لور مې همدا پوښتل: دا كنده څه ته وباسې؟ كنده مې،چې وايسته؛نو په راكښو راكښو مې پکې ورواچوله او خاورې مې پرې ور واړولې او چغو ته مې يې غوږ ونه نيو. همداسې يې ژړل او چغې يې وهلې: پلارجانه ! ما تر خاورو لاندې ښخوې؟! په دې  دښته كې مې چا ته پرېږدې؛ خو ما پرې چورت خراب نۀ کړ او همداسې مې پرې خاورې ور اړولې، چې تر څو خاورو لاندې ډوبه شوه. هو! يوازې پردې لور مې زړۀ سوځېدلې و.))

د قيس كيسه چې پاى ته ورسېده؛نو د حضرت رسول سترګې له اوښكو ډكې شوې او ويې ويل: “ان هذه لقسوه و من لا يرحم لا يرحم”؛ يعنې دا د  سخت زړي كار دى او هر څوک (ملت)،چې زړۀ سوى ونۀ لري؛نو د خداى د رحمت په تمه دې هم نۀ وي.

[يادونه: ابن اثير په اسدالغابه كې له قيس روايت كړى، چې پېغمبر اکرم وپوښتل: تر اوسه دې څو لوڼې ژوندۍ ښخې كړي؟ ورته يې وويل: دولس ].(2)

په عربو كې خرافات

د حضرت پېغمبر اکرم له وياړنو يو دا هم دى،چې له خرافاتو،اوهامو، افسانو او خيالونو سره يې مبارزه وكړه او د بشر له عقله يې د خرافاتو دوړې وڅنډلې او ويې ويل:((زه ځکه راغلى يم،چې د بشر فكري قوت غښتلى كړم او هر ډول خرافات له منځه  يوسم،كه څه هم زما د موخې په پرمختګ كې مرستندوى وي. ))

 د نړۍ سياستوال،چې پر خلكو بې له واکمنۍ بله موخه نۀ لري او له هرې وسيلې خپل مطلب ته له رسېدو ګټه اخلي،ان كه ناسم عقايد يې هم وي؛ خو كه له دوى سره پر خلكو په حكومت كولو كې په كارېږي؛نو له رواجولو او تبليغولو يې ډډه نۀ کوي؛خو د اسلام پېغمبر له خرافاتو سره په ټينګه مبارزه كوله،ان له ناسمې ګروهې سره،چې د موخې په پرمختګ كې يې هم ورسره مرسته كوله؛ټوله هڅه يې دا وه،چې خلك د حقيقت بندګان كړي، نۀ د خرافاتو او افسانو!

په دې  باب لاندې کيسه د لوستو ده:

….. د پېغمبر اكرم زوى “ابراهيم”  ومړ.پېغمبر اکرم (ص) يې پر مړينه خورا غمجن او ويرجن و او بېواکه يې اوښكې تويولې، پر دې ورځ لمر تندر ونيو. د عربو اوهام پالو او افسانه خوښيو، د لمر تندر نيول د پېغمبر اکرم عظمت وباله او ويې ويل: لمر د پېغمبر اکرم د زوى پر مړينې خواشينى دى؛ نو ځكه تندر نيولى دى. پېغمبر اکرم، چې دا خبره واورېده؛ نو پر منبر يې وويل:((سپوږمۍ او لمر د هغه (ج) د ځواک نښې دي او حکم ته يې سينه پر لاس دي او د چا مرګ  او ژوند ته نۀ ژاړي،چې لمر يا سپوږمۍ تندر ونيوه؛نو د آيت لمونځ وكړئ. )) له منبره راكوز شو او له خلكو سره يې د ايات لمونځ وكړ.(3)

دې خرافي فكر،چې لمر د پېغمبر اکرم د زوى پر مرګ خواشينى دى؛ نو ځكه تندر نيولى،كړاى شول د خلكو عقيده پر پېغمبر اکرم نوره هم پخه كړي او په پايله كې له پېغمبراکرم سره د موخې په پرمختګ كې يې مرسته وكړي؛خو پېغمبر اکرم په دې نۀ خوښېده،چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د خلكو له خرافاتو او افسانو ګټه واخلي.

 حضرت “محمد” (ص) نۀ يوازې د رسالت پر مهال له بوتانو او خرافاتو سره ټينګه مبارزه كوله؛بلكې په وړكتوب كې هم سخت د خرافانو او افسانو مخالف و:

 پېغمبر اکرم لا څلور كلن نۀ و،چې په دښته كې يې له خپلې رضاعي مور “حليمې” بي بي سره ژوند كاوه.يوه ورځ  يې وغوښتل،چې له  رضاعي وروڼو سره دښتې ته ولاړ شي. حليمه بي بي وايي: د هماغې ورځ پر سبا مې “محمد” پرېمنځه،وېښتان مې غوړ كړل، سترګې مې يې تورې کړې او دا، چي د دښتې لېوان يې و نۀ داړي؛نو “يماني مهره” مې ورته په غاړه كې واچوله. “محمد” مهره له غاړى لرې كړه او راته يې وويل: “مور جانې! خداى مې مل او تل راسره دى او همغه مې ساتي.”(4)

خرافات د جاهلي عربو په عقايدو كې

تاريخ ددې ټاپووزمي د خلكو ډېر خرافات ليكلي دي. د “بلوغ الارب فى معرفه احوال العرب” د لېكوال يو لړ شواهد راټول كړي او څوك،چې دا كتابونه لولي؛پوهېږي چې د عربو ذهن څومره له خرافاتو ډك و او همدا بې بنسټه افسانې وې،چې دا ملت يې تر نورو ملتونو په پرتله له پر مختګه شاته کړى و او د اسلام د پرمختګ په مخكې تر ټولو لوى خنډ همدا خرافات وو؛نو ځكه پېغمبر اکرم تر پسى وسې زيار اېست،چې د جاهليت ريښې له بېخه راولوړي او، چې حضرت “معاذ بن جبل”(رض) يې “يمن”  ته لېږه؛ورته يې وويل: (( معاذه! د جاهليت ريښې، افكار او خرافاتي عقايد له منځه يوسه او د اسلام دود را ژوندى كړه،چې هماغه د تعقل او تفكر لار ده. ))(5)

پېغمبر اکرم به ويل: (( د اسلام په راتګ سره ټول خرافات او افسانې له منځه ولاړې او تر پښو لاندې مې شوې. )) (6)

د بېلګې په توګه: باران اورېدو ته د اور لګول:

په “عربستان” كې په زياترو فصلونو كې وچكالي وي؛نو د هغه ځاى خلكو به باران ورېدو ته د “سلع” او “عشر” د ونې لرګي راټولول او د غوا په لكۍ پورې به يې تړل او غوا به يې د غره سر ته خېژوله او هلته به يې دې لرګيو ته اور اچاوه. دا چې د “عشر” په ونه كې چاودونكي توکي وو؛نو د اور لمبې به ترې اوچتېدې او غوا به د وېرې او سوځېدو له امله رمباړې وهلې. عربو به دا ناځوانه عمل ځکه كاوه،چې د برېښنا او د غوا رمباړو ته يې “تالنده” ويله او دا كار يې د باران په کېدو كې اغېزمن ګاڼه.

كه غوا به اوبه نۀ څښلې؛نو “غويى” يې واهه: غواګانې او غويان يې اوبو څښلو ته د لښتي غاړې ته بوتلل،كله به داسې هم كېدل،چې غويانو به ښې ډېرې اوبه څښلې؛خو غواګانو به اوبو ته خوله نۀ وروړله  او داسې يې انګېرله،چې ددې كار لامل هغه دېوان دي،چې د غويانو په فكرونو كې ناست دي او غواګانې اوبو څښلو ته نۀ پرېږدي؛ نو ځکه يې د  دېوانو شړولو ته د غويانو وهل پېل كړل.

اوښ يې د قبر تر څنګ تاړه،چې خاوند يې د قيامت پر ورځ پياده محشر ته رانۀ شي: مشر به چې ومړ؛نو د قبر تر څنګ يې كنده اېسته او اوښ يې پکې تاړه او خوراك،څښاك يې پرې بنداوه دا كار يې؛ځكه كاوه،چې مړى د قيامت پر ورځ پر اوښ سپور محشور شي؛نۀ دا چې د محشر ډګر ته پلى راشي.

له خپګان او وېرې بچ كېدو ته يې له دې وسايلو کار اخېسته:

 چې ښار ته ورننوتل؛نو د “وبا” او دېوانو له وېرې، د ښار په ورۀ كې درېدل او لس ځله يې د خره هنګا اېسته او كله يې داسې هم كول،چې د ګيدړې هډوكي يې په غاړه كې اچول او لار به چې ترې وركه شوه؛نو جامې به يې پر څټ اغوستې.

 سفر ته چې وتل؛نو د ښځو له خيانته ډېر وېرېدل؛نو د ډاډ لپاره يې يو تار د ونې پر ډډ تاړه،چې راستانه به شول؛كه تار به پر خپل ځاى و؛نو ګڼله يې،چې ښځې يې ورسره خيانت نۀ دى كړى او كه تار به ايله شوى يا نۀ و؛نو پر ښځه يې د خيانت تور لګاوه.

 د ماشومانو غاښونه يې،چې وتل؛نو غاښ يې په دوه ګوتو كې نيوه اود لمر خوا ته ورګوزاروه يې او ويل يې: لمره! له دې راته ښه غاښ راكړه.

 كه د كومې ښځې مړه بچي كېدل؛نو دا چې نور بچي يې ژوندي وشي؛ نو د ښځې قدم يې د اوو مشرانو پر قبرونو ايښووه.

له خرافاتو سره د اسلام مبارزه

اسلام له دې خرافاتو سره په بېلابېلو بڼو مبارزه كړې.يوه ورځ عربو يوه ډله بېدياني عربو،ناروغان راوستلي وو،چې په غاړه كې يې د تيږو او هډوكو امېلرنه اچولي وو او رسول اکرم يې ددې ناروغيو د درمل په باب وپوښت.

رسول اکرم ورته وويل:

((ناروغ ته پكار دي،چې د خپلې رنځ درملنه وكړي؛ځكه خداى كه درد پيدا كړى؛نو ورسره يې درمل هم پيدا كړي دي. ))

 ان چې حضرت سعد بن وقاص (رض) د زړۀ ناروغه شو؛نو رسول اکرم ورته وويل: (( مشهور طبيب “حارث كلده” ته يې يوسئ )) او په خپله پېغمبر اکرم هم ورته دارو وښوول.

 د يوه سړي د زوى ستونى خوږېده او ورته يې په غاړه كې بند اچولى و، چې رسول اکرم ته يې راووست. پېغمبر اکرم ورته وويل:

 ((زامن مو په دې جادويي بندونو مۀ وېروئ. په کار ده،چې درملنې ته يې “هندي عود”(اګر) وكاروئ .))

امام صادق وايي: (( ډېرې  لاسپټۍ او ځړېدلې څيزونه شرك وي. ))

يعنې دا راځوړند شوي د رنځ په درمل كې اغېزمن نۀ وي.

پېغمبر اکرم او وارثانو (ځايناستيو) يې خلكو ته د درملنې په باب لارښوونې كولې، چې د محدثانو په “طب النبي” او “طب الرضا” كې راټول كړي، چې دا كار هم د عربي جاهليت د خرافاتو پر خوله  کلک سوك و.

په “حجاز” كې علم او پوهه

د “حجاز” خلكو ته يې ُامي ويل. ُامى؛يعنې هغه چې زده كړه يې نۀ وي كړي؛يعنې انسان هماغسې، چې له موره شوى وي،هماغسې پاتې شي.

 په عربو كې د علم او پوهې په باب درته ووايم،چې کله  د اسلام لمر راوخوت؛ نو په قريشو كې يوازې د اوولسو (17) تنو ليک لوست زده و. په مدينه كې د اوس او “خزرج” په ټبرونو كې يوازې يوولسو تنو دا كمال درلود.(7)

د عربو پر دود او حکم ښې پوهېدنې ته وګورئ:

الف: “بلوغ الارب فى معرفه احوال العرب” د محمود الوسي ليكنه د 1270 س مړ .

ب: المفصل في تاريخ العرب قبل الاسلام د جواد علي ليكنه.

 

 

د پېغمبراکرم نيكونه

1 _ د توحيد اتل؛حضرت “ابراهيم”  خليل الله

د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام پر ژوند له رڼا اچولو موخه د حضرت “محمد”(ص)د نيكونو پېژندنه ده؛ځكه د پېغمبر اکرم نسب حضرت “اسماعيل”  عليه السلام ته رسېږي او دا،چې حضرت “ابراهيم”  او “اسماعيل”  عليهما السلام د عربو او اسلام د تاريخ په جوړونه كې خورا زياته ونډه لري؛ نو ځكه مناسبه به وي،چې په لنډو يې د ژوند د حالاتو په باب بحث وشي.

د حضرت “ابراهيم”(ع) زېږنځى

د توحيد اتل په داسې چاپېريال كې د ژوند لومړۍ ساه واخېسته، چې د بوتلمانځنى او انسان پالنې تياره پرې خپره وه؛انسانانو په خپل لاس جوړ كړيو بوتانو او ستوريو ته سجدې كولې.

د توحيد د اتل زېږنځى د “بابل” سيمه وه، چې تاريخپوهانو دا ځاى  په “اووګونوعجايبو” كې شمېرلى او ددې سيمې د تمدن او عظمت په باب ډول ډول روايتونه كښل شوي دي.

مشهور تاريخپوه “هيرودتس” ليكلي: بابل د مربع په ډول جوړ شوى، چې د هرې څنډې اوږدوالى يې 120 فرسنګه او محيط يې 480 فرسنګه دى.

 كه څه هم په دې خبره كې څه مبالغه شوې؛خو بيا هم انكار ترې نۀ شي كېداى. نن د “دجلې” او “فرات” د سيندونو پر غاړو تر خاورو لاندې كنډرې پاتې دي او پر هر ځاى يې د مرګ په څېر چوپتيا خپره ده، چې كله كله دا چوپه چوپتيا د “لرغونپوهانو” په كنلو له منځه ځي.

حضرت “ابراهيم”  عليه السلام د “نمرود بن كنعان” د واکمنۍ پر مهال وزيږېد.”نمرود” سره له دې،چې بوت نمانځى و،پر خلكو يې خدايي هم پلورله. ډېره عجيبه ښكاري،چې څرنګه كېداى شي يو تن هم بوت لمانځى وي او هم پر خلكو خدايي وپلوري،چې همداسې يو مطلب په قرآن كې د “مصر” د “فرعون” په باب راغلى دى: “موسى بن عمران” چې په خپل قوي منطق د “فرعون” حكومت ولړزاوه؛نو د “فرعون” پلويانو نيوكه وكړه او ويې ويل:

وَقَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ

= او فرعون ته د هغه د قوم مشرانو وويل : (( ايا تۀ موسى او قوم يې همداسې پرېږدې،چې پرځمكه فساد خپوركړي،تا او ستا خدايان پرېږدي؟! و يې  ويل :” ژر به يې زامن ووژنم او ښځې(لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (،چې زموږ خدمت وكړي ) او موږ پرې بشپړ برلاسي يو .)) (اعراف/127) (8)

 ښكاره ده،چې فرعون د خدائي ادعا كوله او فرعون و، چې ويل يې: فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى = نو ويې ويل:(( زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) (9)  او همداسې “ما علمت الكم من اله غيري”؛ خو په عين وخت كې بوت لمانځى هم و.

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ=

او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه تاسې ته كوم بل خداى نۀ پېژنم.(خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) هامانه! ماته پرخټه اور بل كړه (خښتې پخې كړه) او يوه لوړه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي چې د موسى د خداى (پرحال) خبر شم او زه خو په ټينګه هغه  دروغجن ګڼم.)) (قصص/38)  (10)

 د بوت لمانځيو په منطق كې هېڅ ممانعت نشته،چې يو تن د خلكو معبود او خداى وي او په عين حال كې په خپله معبود هم د ستر خداى عبادت وکړي؛ځكه له خداى او معبوده يې موخه د نړۍ خالق نۀ دى؛بلكې هغه دى،چې په يوه بڼه تر نورو غوره وي او د ژوند پر چارو  يې واكمن شي.

 تاريخ ليكي: په “روم” كې به يوې كورنۍ پرله پسې مشران لمانځل،په عېن حال كې،چې هغوى په خپله  د نورو خدايانو عبادت  هم كاوه.

د نمرود هوښياري دا وه، چې د هغه وخت پوهان،چې “منجمان” او “پاليان” وو،له ځانه راټول كړي وو،چې د پاليانو د تسليمدو له لارې يې عام خلك ښكېل كړي وو. پردې سربېره،د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام يو خپلوان “آزر”،چې په خپله انځورګر او “ستورپوه” هم و،د نمرود له درباريانو و،چې دا خبره د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام د  موخو پر وړاندې خنډ و؛ځكه يې مخالفت كاوه او پر خلكو سربېره،ټبر يې هم ورسره مخالف و.

نمرود د خوندونو او خوبونو په ژوند كې ښخ وېده و، چې ناڅاپه ستور پوهانو د خطر زنګ وواهه او ويې ويل: حكومت به دې داسې څوك ړنګ كړي،چې په همدې سيمه كې دى.

نمرود يې د غفلت له خوبه راپاڅاوه او ويې پوښتل: آيا زېږېدلى دى كه نۀ؟ ورته وويل شو: نۀ! نمرود (په هماغه شپه،چې د ستورو پوهانو په وينا د “ابراهيم”  عليه السلام څاڅکى تړل كېده) د ښځو او ميړونو د جلا والي حكم وكړ. د نمرود سرتېرو ماشومان وژل او دايانو ته يې امر وكړ،چې دولت له نويو زېږېدلو ماشومانو خبر كړي.

 اتفاقا په هماغه شپه، چې د ښځو او سړيو د كوروالي مخه نيوى شوى و؛ د “ابراهيم”  عليه السلام څاڅکى وتړل شو او د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام د مور ګېډه شوه؛خو د حضرت “موسى” عليه السلام د مور په څېر د ګېډې وخت يې په پټه تېر كړ، تر زېږون وروسته يې خپل زوى غار ته يووړ او كله كله به  ليدو ته ورتله.

  نمروديې ظلمونو ډاډه كړى و،چې ګنې د خپلې واکمنۍ راپرځوونکي يې وژلي دي.

 “ابراهيم”عليه السلام ديارلس كاله په غار كې تېر كړل،چې ورتګ  ورته سخت و.مور يې ديارلس كاله وروسته له غاره راواست. حضرت “ابراهيم”  سيمې ته راغى او خپلې ټولنې ته ورننووت. نمروديانو نوې څېره وليده. د “ابراهيم”  عليه السلام مور وويل:دا زما زوى دى او د منجمانو له وړاندوينې مخكې زېږېدلى و.(11)

 “ابراهيم”  عليه السلام له غاره راووت او خپل “فطري توحيد” يې د ځمكې، اسمان،ځلانده ستوريو، شنو ونو او بوټو په ليدو پوره كړ.

 يوه ډله يې وليده، چې د ځينو ستوريو د ځلا پر وړاندې يې خپل  عقل او هوښ له لاسه وركړى.ځينې يې وليدل، چې كفر يې تر دوى هم ټيټ دى او هغه دا،چې د توږل شويو بوتانو عبادت كوي او تر دې ټولو بده خو دا وه،چې يو تن د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه اخلي او پر خلكو خدايي پلوري.

 “ابراهيم”  عليه السلام ددې درېو واړو طبقو پر وړاندې خپله مبارزه سمباله كړه، چې قرآن شريف هم راخېستى ده.

 

بوت ماتى “ابراهيم”(ع)

اختر راغى او د “بابل” غافلو خلكو د ستړيا د لرې كېدو او د اختر د مراسمو پرځاى كولو ته دښتې ته راووتل؛ښار تش شو،په بوتانو پسې د “ابراهيم”  عليه السلام بد ردو،خلك پرېشانه کړي وو؛نو ځكه يې غوښتل “ابراهيم”  هم ورسره ولاړ شي؛خو دا وړانديز يې د “ابراهيم”  عليه السلام پر ناروغۍ ځواب شو.

 “ابراهيم”  عليه السلام:”ناروغ يم” او په دې توګه يې ورته منفي ځواب وركړ او د اختر په مراسمو كې يې ګډون ونۀ کړ.

 په رښتيا،چې هغه ورځ  “موحد” او “مشرك” دواړو ته د خوشحالۍ ورځ وه؛د مشركانو د پخواني اختر ورځ وه،چې د پلار نيكونو د ميراث ژوندي كولو ته دښتو او د غرو غاړو ته تللي وو او د “توحيد اتل” ته هم نوى اختر و،چې له پخوا ددې ورځې راتلو ته سترګې پر لار و،چې ښار له اغيارو پاك وويني او د كفر او شرك نښې له منځه يوسي.

د خلكو وروستۍ ډله هم له ښاره ووته. “ابراهيم”  عليه السلام دا وخت ارزښتناك وګاڼه او پر خداى له ايمانه په ډك او ډاډه زړۀ،بوت خونې ته ورننووت؛په بوت خونه كې يې توږل شوي لرګي او بوتان وليدل. ډول ډول خوړو “ابراهيم”  عليه السلام حيران كړ،چې بوت لمانځيو د تبرك لپاره بوتانو ته ايښي وو؛د ډوډۍ او خوړو پر لور ورغى، په ملنډو يې كپ ډوډۍ راواخيسته او بوت ته يې وويل:(( دا رنګارنګ خواړه ولې نۀ خورې؟ )) خو بوت ځان نۀ شو خوځواى او نۀ يې څه خوړاى شو.په بوتخونه كې چوپه چوپتيا وه؛ خو د “ابراهيم”  عليه السلام د  تبره ګوزارونو بوتان دړې وړې كړل او يوازې تر ټولو لوى بوت يې روغ پرېښود او تبر يې ورپر غاړه كړ، له دې كاره يې موخه دا وه، چې وښيي،بوتان لوى بوت مات كړي  او بل دا، چې “ابراهيم”  عليه السلام پوهېده،چې مشركان به تر راستنېدو وروسته، ځان د پېښې په علت پوهوي او دا به په ظاهر يو مصنوعي او بې حقيقته كار وګڼي؛ځكه باور به و نۀ کړي د بوتانو ماتى لوى بوت دى؛ځكه ځواک،حركت او فعاليت نۀ لري؛نو ځکه دلته به “ابراهيم”  عليه السلام له تبليغاتو او خبرو په ګټنه ووايي:تاسې په خپله ووياست: دا لوى بوت، چې خوځېداى نۀ شي؛نو څرنګه يې عبادت كوئ؟

لمر په پرېوتو و.خلك ډلې ډلې د ښار پر لور را روان شول.د بوتانو د عبادت مراسم راورسېدل،يوه ډله معبد ته ننوته او عجيبه منظره يې وليده،چې د خدايانو د ذلت نښه يې وه. له بې صبرۍ سره جوخت،پر بوت خونې مرګونې چوپتيا واكمنه وه.

 يو تن خوله راوسپړله او ويې ويل: دا كار چا كړى؟د “ابراهيم”  عليه السلام مخېنې او په بوتانو پسې بد رد ويلو،خلك ډاډه كړل،چې دا د “ابراهيم”  كار دى.

د نمرود په مشرۍ د محاكمې جرګه جوړه شوه.ځوان “ابراهيم”  عليه السلام له خپلې مور سره په ستره محاكمه كې له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ  شو.

 د مور جرم يې دا و،چې ولې يې حكومت د خپل زوى له زوكړې نۀ و خبر كړى،چې وژلى يې واى.

د “ابراهيم”  عليه السلام مور وويل: (( ما وليدل،چې د هېواد نسل مخ په تباه كېدو دى؛نو ځكه مې حكومت خبر نۀ کړ،دا چې د زوى راتلونكې به مې څرنګه كېږي،كه زما زوى هماغه وي،چې وړاندويونكيو خبر وركړى و؛نو نيت مې و،چې پوليسو ته يې وسپارم او كه هماغه سړى نۀ وي؛نو ما په دې كار د هېواد ځوان نسل ساتلی دى.))

 هغوى د “ابراهيم”  عليه السلام د مور منطق قانع كړل. د “ابراهيم”  عليه السلام د محاكمې وخت راورسېد.

 هغه وويل: ښايي دا د هغه لوى بوت كار وي.تاسې كړاى شئ،و يې پوښتئ؛ البته كه د خبرو وس ولري.

 د سپكاوي او ملنډو له دې رډ ځوابه مطلب دا و،چې “ابراهيم”  عليه السلام پوهېده،چې هغوى به داسې ځواب وركوي: ابراهيمه! تۀ ښه پوهېږې،چې دا بوتان د خبرو وس نۀ لري او له دې خبرې به “ابراهيم”  (ع) وکړاى شي د قاضيانو پام يو اساسي ټكي ته واړوي او هماغسې و هم شول،چې “ابراهيم”  عليه السلام ذهني وړاندوينه کړې وه.

 “ابراهيم”  عليه السلام ورته وويل:((كه هغوى داسې وي،چې تاسې واياست؛ نو ولې يې عبادت كوئ او خپلې اړتياوي ترې غواړئ؟ ))

د قاضيانو زړونه او عقل د ناپوهۍ او تعصب په جال کې راښکيل وو او د “ابراهيم”  عليه السلام ددې غاښ ماتي ځواب پر وړاندې يې بې له دې بله چاره نۀ درلوده،چې په اور كې يې وسوځوي.

 اور يې بل كړ او د توحيد اتل  يې پکې ورګوزار کړ؛خو د  خداى په پېرزوينه،اور پرې اغېز ونۀ کړ؛بلكې د بشر په لاس جوړ شوى دوزخ پر ګلستان واوړېد.(12)

د حضرت “ابراهيم”  خليل الرحمن  مهاجرت

د بابل محكمې “ابراهيم”  عليه السلام  پر تبعيد او شړلو محكوم كړ او هغه هم ناچاره و،چې وطن پرېږدي او د “مصر” او “فلسطين” پر لور روان شي. د “عمالقه” ځايي واكمنو “ابراهيم”  عليه السلام ته ښه راغلاست ووايه او ډول ډول ډالۍ يې وركړې،چې يوه يې هم د “هاجرې” په نامه مينځه وه.

د “ابراهيم”عليه السلام كور ودانې “سارا” لا تر اوسه اولاد نۀ درلود. هغې “ابراهيم”عليه السلام وهڅاوه،چې له هاجرې سره كوروالى وكړي؛كېداى  شي د اولاد خاوند شي او د بې بنيادۍ د غم شپې يې د خوښۍ پر سبا بدلې شي.

 واده تر سره او څه موده وروسته يې زوى وشو،چې نوم يې پرې “اسماعيل”كېښود. ډېر وخت لا تېر شوې نۀ و،چې خداى پر سارا هم ولورېده او هغې ته يې هم زوى وركړ، چې نوم يې “اسحق”(ع) شو.(13)

څه موده وروسته “ابراهيم”  عليه السلام د خداى له لوري وګومارل شو،چې “اسماعيل”  عليه السلام او مور يې جنوب لوري مكې ته يوسي او په يوه دره كي يې مېشت كړي،چې څوك پکې نۀ اوسېږي او يوازې كله كله به هغو كاروانو هلته اړول،چې له “شام” نه “يمن” تلل او د كال په نورو وختونو كې به د “عربستان” د نورو دښتو په څېر،سوځنده او له هر ډول اوسېدونكيو تشه وه. په دغسې چاپېريال كې استوګنه،هغې ته ډېره سخته وه، چې په “عمالقه” كې يې ژوند كړى و.

د دښتې سوځنده ګرمۍ او ګرمو بادونو،د هاجرې په سترګو كې د مرګ حالات انځور كړي وو،چې په خپله “ابراهيم”  عليه السلام هم دې پېښې ته انديښمن و. “ابراهيم”  عليه السلام د اوښ پړى په لاس كې نيولى و او حال دا چې د اوښكو سېلاب يې له سترګو را روان و، هاجرې  ته يې وويل: ((هاجرې! دا ټول كارونه د خداى حکم دى او  بې د خداى د حکم له منلو بله چاره نۀ لرم،د خداى پر پېرزوينه او لورېنه ډاډه اوسه او ډاډ لره، چې هېڅكله به مو خوار او ذليل نۀ کړي.)) بيا يې خداى ته وويل:

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هََذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ= او هغه وخت (درياد كړه)چې “ابراهيم”  وويل: ((پالونكيه ! دا د امن ښار كړه او استوګنو ته يې چې پرخداى او قيامت ايمان لري ( ډول ډول ) مېوې روزي كړه.)) و يې ويل 🙁 ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) خو هغوى چې كافر شوي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم، چې (څه) ناوړه عاقبت دى!))

 .(بقره/126)  ( 14)

“ابراهيم”  عليه السلام هغوى پرېښوول او چې له غونډۍ راښكته كېده؛ نو شا ته يې كتل او له خدايه يې ورته خېر غوښته.

كه څه هم په ښكاره دا مسافرت ستونزمن و؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې ډېرې سترې پايلې يې درلودې؛ د بېلګې په توګه: د کعبې جوړېدل، د توحيد د بيرغ  رپول او د ژور ديني غورځنګ د ريښو ښخېدل. 

د زمزم چينه  څنګه پيدا شوه؟

“ابراهيم”  عليه السلام، د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره، هاجره او خپل زوى “اسماعيل”  عليه السلام پرېښود. ډېر وخت تېر نۀ و،چې د هاجرې او “اسماعيل”  عليه السلام خوراك او څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول. د زوى حال يې بد شو،مور يې له دې غمه سخته په ژړا وه. تر هوره له ځايه راپاڅېده، روانه شوه او د “صفا” غونډۍ ته راورسېده، له ورايه يې سترګې د اوبو پر سراب ولګېدې، په منډه يې ځان ورورساوه؛ خو اوبه يې پيدا نۀ کړې. د زوى ژړا او تندې سخته وارخطا كړې وه او د اوبو په تمه يې اوه ځل د “صفا” او “مروه” په منځ كې منډې ووهلې،چې په پاى کې نهيلې راغله او د زوى په څنګ كې كېناسته. د ماشوم يې ساه لنډه لنډه كېده او نور پکې د ژړا طاقت هم نۀ و پاتې، چې په دې  وخت كې د “ابراهيم”  عليه السلام دعا قبوله شوه. ستړې مور د زوى تر پښو لاندې رڼې اوبه وليدې،چې راخوټېږي. مور چې د زوى د ژوند د وروستيو سلګيو شاهده وه او يقين يې درلود، چې د زوى د روح مرغۍ  يې څو شيبې وروسته الوځي؛ نو د اوبو په ليدو دومره خوشحاله وه، چې په جامو كې نۀ ځايېده او په رڼو اوبو يې زوى او ځان مور كړ. د نهيلى ورځې ترې خورې شوې او ښادي پرې راغله.(15)

ليده کاته

“ابراهيم”  عليه السلام به كله كله د خپل ګران زوى او ښځې كتو ته مکې ته راته. په يوه سفر كې يې چې كېداى شي،لومړى سفر يې وي، “اسماعيل”  عليه السلام په كور كې و نۀ ليد،په هغه وخت كې “اسماعيل”  عليه السلام سړى شوى و او د “جرهم” د ټبر له يوې انجلۍ سره يې واده كړى و. “ابراهيم”  عليه السلام ښځه يې وپوښتله: مېړه دې چېرې دى؟ ورته  يې وويل: ښكار ته وتلى دى. بيا يې وپوښتله: خواړه لرې؟ ويې ويل: نۀ!

 “ابراهيم”  عليه السلام د خپلې نږور له دې چلنه خپه شو او ويې ويل: (( چې “اسماعيل”  عليه السلام راغى؛نو زما سلام پرې ووايه او ورته ووايه: د كور درشل دې بدل كړه )) او بېرته ولاړ.

“اسماعيل”  عليه السلام، چې راورسېد؛نو د خپل پلار بوى يې احساس كړ او پوه شو،چې بايد خپلې ښځې ته طلاق وركړي؛ ځكه داسې ښځې د داسې مېړه لياقت نۀ درلود.(16)

كېداى شي ذهن ته پوښتنه راشي،چې ولې “ابراهيم”  عليه السلام تر دومره مزله وروسته،صبر و نۀ کړ چې زوى يې له ښكاره را وګرځي او بې د زوى له ليدو بېرته ستون شي؟

تاريخپوهان وايي:دا بيړه ځکه وه،چې له “سارا” بي بي سره يې ژمنه كړې وه، چې تر دې زيات پاتې نۀ شي. هغه به ژمنه نه ماتوله.

 تر دې سفر وروسته “ابراهيم”  عليه السلام وګومارل شو،چې مكې ته ولاړ شي او كعبه،چې د “نوح” په طوفان كې ورانه شوې وه،بيا جوړه كړي او د “اهل توحيد” د زړونو پام وروګرځوي.

 قرآن ګواه دى،چې د مکې دښته د “ابراهيم”  عليه السلام د عمر په وروستيو كې پر ښار اوښتې وه؛ځكه “ابراهيم”  عليه السلام له خدايه غوښتي وو :

 وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ

 او (دريادكړه) چې كله ابراهيم وويل :(( پالونكيه ! دا ښار[=مكه ] امن كړه او ما او زما اولا د له بوت لمانځنې لرې وساته! (17)

  حال دا چې دښتې ته د راننوتو پر مهال يې ويلي وو: (( خدايه! دا ښار د امن ښار كړې )) (18)

غوره خو دا وه،چې د بحث  پوره كولو ته د كعبې د جوړېدو پر تاريخ هم رڼا واچو؛خو دا چې له خپل بحثه لرې نۀ وځو؛ نو د پېغمبر اکرم د ځينو نيكونو پر ځانګړنو رڼا اچوو:

           

2 _ قصى بن كلاب:

د پېغمبر اکرم نيکونه دادي:

“عبدالله”،عبدالمطلب بن هاشم،عبد مناف،قصى كلاب،مره،كعب ، لوى،غالب، فهر، مالك، نضر، كنانه، خزيمه، مدركه، الياس، ضر،نزار، معد او عدنان (19)

د حضرت “محمد” (ص) نسب په “معد بن عدنان” پورې همداسې دى، چې وويل شو؛خو له هغه پورته، تر حضرت “اسماعيل”  عليه السلام پورې پکې اختلاف دى او د هغو روايتونو په رڼا كې،چې حضرت “ابن عباس” (رض) له پېغمبر اکرم نه رانقل كړي،چې پېغمبر اکرم ويلي وو،چې نسب مې عدنان ته ورسېد؛نو نور مخكې مۀ ځئ؛ ځكه چې كله به حضرت “محمد”(ص) هم خپل  نسب وايه؛نو له “عدنانه” به مخكې نۀ ته او امر يې كړى و،چې نور خلك دې هم له عدنانه تر “اسماعيل”  عليه السلام پورې د  نسب په باب څه نۀ وايي او ويل يې: (( څه چې يې د نسب په باب په عربو كې مشهور دي،سم نۀ دي؛نو ځكه ما هم هغه راخېستي،چې سم دي. )) (20)

نوموړي د عربو په تاريخ كې نوميالي کسان دي او د اسلام تاريخ د هغوى د ځينو په ژوند پورې اړه لري؛نو ځكه له “قصى” تر “عبدالله” (د حضرت “محمد” (ص) پلار) پورې،پر تاريخ رڼا اچوو او له نورو تېرېږو.(21)

قصى

 د پېغمبر اکرم څلورم نيكه دى. د هغه مور ” فاطمې ” د “كلاب” له ټبر سره واده وكړ، ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې اولاد يې وشو،چې “زهره” او “قصى” يې پرې نومونه كېښوول. دويم اولاد يې په زانګو كې و، چې د فاطمې مېړه ومړ او دا ځل يې له “ربيعه” سره واده وكړ او ورسره “شام” ته ولاړه. د قصى د پلارګنۍ يې ملاتړ كاوه؛خو چې د قصى او د ربيعه د ټبر په منځ كې اختلاف رامنځ ته شو او پايله دا شوه،چې له كوره يې وشړله او مور يې له دې كاره ډېره اغېزمنه او اړه شوه،له ځان سره يې مكې ته يوسي. د تقدير كارونو مكې ته راورسول او پکې شته استعدادونه ددې لامل شول،چې د مکې د خلكو، په تېره بيا د “قريشو” پام ځان ته را واړوي. ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې د مكې د حكومت د لوړو پوړيو او د مكې د كونجيګانو خاوند شو. خورا زيات اثار يې پرېښوول. خلك يې دې ته وهڅول،چې د كعبې په شاوخوا كې كورونه جوړ كړي. عربو ته يې د “دارالندوه” په نامه “شوراځاى” جوړ كړ،چې عرب پکې راټولېدل او خپلې ستونزې يې هوارولې. په پينځمه ميلادي پېړۍ كې ومړ او دوه نوميالې زامن؛ “عبدالدار” او “عبد مناف” ترې پاتې شول.

 

عبد مناف

“عبد مناف” د پېغمبر اکرم درېم نيكه دى. نوم يې “مغيره” او لقب يې “قمر البطحاء” دى  او تر خپل ورور “عبدالداره” کشر و. د خلكو په زړۀ كې يې ځانګړى ځاى درلود،تل به يې ويل:پرهېزګار اوسئ،تقوى ولرئ، د ښه چلن خاوندان او زړه سواندي اوسئ.

 ددې لوى موقعيت پر درلودو سربېره يې له خپل ورور “عبدالدار” سره سيالي نۀ کوله او په دې هڅه كې نۀ و،چې ځان د كعبې لوړى پوړۍ ته ورسوي. پلار يې وصيت كړى و، چې حكومت او رياست به د “عبدالدار” وي؛خو د وروڼو تر وفات وروسته يې زامن په منصب ونښتل او تر ډېرو شخړو وروسته پُخلا شول او پرېكړه يې وكړه،چې د کعبې او “دارالندوه” رياست د عبدالدار زامنو ته وركړي او د کعبې حاجيانو ته د اوبو ورکړه او مېلمه پالنه د “عبدمناف” زامنو ته وسپاري،چې دا وېش د اسلام تر راتګه پورې پاتې شو.

هاشم

“هاشم” د پېغمبراکرم دويم نيكه و،چې نوم يې “عمرو” او لقب يې “علاء” و، چې د “عبدالشمس” غبرګونى ورور و او د دوو نورو وروڼو نومونه يې “مطلب”  او “نوفل” وو.

تاريخ ليكي: هاشم او عبدالشمس سره غبرګوني وو او د زوكړې پر مهال،د هاشم ګوته د عبدالشمس په تندي پورې نښتې وه او د بېلولو پر مهال ترې ډېره وينه تويه شوه، چې خلكو دا كار بد فال وګاڼه.(22)

د هاشم د اخلاقو يوه بېلګه دا ده: چې د ذى الحجې مياشت به وليدل شوه؛نو کعبې ته به راته او د کعبې دېوال ته به يې تكيه وهله او خلكو ته به يې ويل:(( قريشو! تاسې هوښيار او شريف عرب ياست،نژاد مو تر ټولو غوره دى،خداى تاسې د خپل كور تر څنګ مېشت كړئ او د “اسماعيل”  عليه السلام تر نورو زامنو يې تاسې فضيلتمن كړئ. زما ټبره! په دې  مياشت كې د خداى د كور زيارت كوونكي په مينه راځي، هغوى د خداى مېلمانه دي. پالنه  يې ستاسې دنده ده. په هغوى كې ډېر بېوزله له لرې ځايو راځي.ددې كور پر خاوند قسم! كه مې وسه واى،چې د خداى د مېلمنو مېلمستيا مې كړې واى؛نو كله به مې هم له تاسې مرسته نۀ واى غوښتې؛خو اوس مې چې څومره له وسې كېږي او په حلاله مې لاس ته راوړي،په دې  لار كې يې لګوم او ستاسې دې پر دې كور قسم وي د حرامو مال او يا د سود د مال له لګونې او يا له هغې لګونې ډډه وكړئ، چې خوښه مو نۀ وي. ))

د هاشم واكمني له هر لوري د مكې د خلكو په ګټه وه او د خلكو د ژوند په ښه كولو كې يې خورا زياته ونډه درلوده.په قحطۍ او وچ كالۍ كې يې مېړانه او ښه ځواني ددې لامل وه، چې خلك و نۀ ځپل شي. د مکې د خلكو د سوداګريزو چارو ښه كولو لپاره يې کوټلي ګامونه اوچت كړي، چې بېلګه يې د غسان له امير سره تړون دى او دا كار ددې لامل شو، چې ورور يې عبدالشمس د حبشې له امير سره ، مطلب او نوفل دوو نور وروڼو يې د “يمن”  او د فارس له اميرانو سره تړون وكړ، چې دواړه لوري په ازادۍ او امنيت كې سوداګريزه راكړه وركړه ولري ، چې ددې تړون له امله ډېرې ستونزې هوارې شوې او په مكه كې ډېر بازارونه جوړل شول، چې د اسلام د ستوري تر ځلېدو پورې، پر خپل ځاى پاتې وو.د هاشم له ګټورو ګامونو دا دي، چې قريشو ته يې په ژمي كې “يمن”  ته او په اوړي كې “شام” ته د سفر چارې برابرې كړې او دا كار د اسلام تر راتګ څه موده وروسته هم و.

اميه بن عبد شمس

اميه “د عبدالشمس زوى د هاشم وراره”، د خپل تره له سترتوب او مقام سره كينه درلوده او په ورکړه او خېراتونو يې غوښتل د خلكو زړونه  لاس ته راوړي؛ خو د هاشم كړنلارې ته يې دوام ورنه كړاى شو؛ نو ځكه يې ورپسې سپکې سپورې پېل كړې؛خو د اميه دې خولې راسپړلو خلکو ته د هاشم،عزت او مقام لا پسې نور هم زيات كړ. د “اميه”په زړۀ كې د كينې لمبې همداسې تاوېدې، تر څو چې يې خپل تره دې ته اړ كړ،چې د عربو پوهانو “پاليانو”  ته به ولاړ شو او چې پر چا يې خوښي وښووه؛ نو هماغه به د دې سيمې چار مشر وي.

 د هاشم ستريا او پراخه سينه ددې لامل وه،چې له خپل وراره سره لاس و ګرېوان نۀ شي؛خو د اميه ټينګار دې ته اړ كړ،چې په دوو شرطونو دا كار وكړي:

الف: په موږ كې،چې هر يو محكوم شو؛نو د حج پر ورځ به سل تور سترګي اوښان قرباني كوي.

ب: محكوم به د لسو كالو لپاره له مكې وځي.

پر هاشم چې د عربو د پوهانو “عسفان” سترګې ولګېدې؛ نو له واره يې د هاشم ستاينه پېل كړه او د مخكنۍ پرېكړې له مخې، “اميه” اړ شو مكه پرېږدي او لس كاله جلا وطني په “شام” كې تېره كړي.(24)

ددې موروثي كينې آثار تر اسلام نه 130 كاله وروسته هم پاتې شول، چې پايله يې داسې خيانتونه وو،چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى نۀ درلود.

پورتنۍ کيسه پردې سربېره، چې د دوو ټبرونو په منځ كې د اختلاف پر ريښو رڼا اچوي،د امويانو د نفوذ لاملونه هم راښكاره كوي او ښايي د شاميانو او امويانو ترمنځ پخوانيو اړيكو،په دې سيمه كې د امويانو حكومت ته سرېزه او مناسبې لارې چارې برابرې كړې وې.

د هاشم واده

“سلمى” د  “عمرو خزرجي” لور، شريفه ښځه وه،چې له مېړه يې طلاق اخېستى و او نۀ يې غوښتل، چې بيا له  چا سره واده وكړي.

 هاشم “شام” ته د راستنېدو پر مهال په “يثرب” كې پاتې شو او پر “سلمى” يې مركه وكړه. د هاشم ستريا،ښه ځواني، شتمني او نومتيا (شهرت) يې د دې لامل شو،چې “سلمى” پر دوو شرطو ورسره واده وكړي، چې يو يې دا و:

د زېږون پر مهال به په خپل ټبر كې يم او د تړون له مخې،چې د زېږون وخت راورسېد؛نو “يثرب” ته راستنه شوه او هلته يې زوى وشو، چې”شيبه” يې پرې نوم كېښود،چې وروسته پر ” عبدالمطلب” مشهور شو، تاريخ پوهانو ددې نوم اېښوونې کيسه داسې ليكلې:

هاشم چې احساس كړه،چې د ژوند د  كتاب پاڼې يې مخ پر خلاصېدو دى؛ نو خپل ورور “مطلب” ته يې وويل:(( وروره! خپل مريي شيبه دې در واخله))؛ځکه هاشم په خپل زوى د “عبدالمطلب” نوم اېښې و؛ نو پر همدې نوم مشهور شو.

 په تاريخ كې داسې هم راغلي:يوه ورځ د مكې يو اوسېدونكى د “يثرب” له كوڅو تېرېده،چې يوې ډلې ماشومانو د غشيو لوبه كوله؛نو يو ماشوم، چې لوبه وګټله؛ وويل: د مکې د ښاغلي زوى يم. د مكې اوسېدونكى مخكې ولاړ او ويې پوښت: تۀ څوك يې؟  ځواب يې واورېد: شيبه د هاشم بن عبدمناف زوى. دا سړى، چې له يثربه مكې ته ستون شو؛ نو د هاشم ورور او د مكې رئيس يې له دې بهيره خبر كړ. تره د خپل وراره په فكر كې شو او “يثرب” ته ورغى. وراره ته يې،چې وليدل،چې بيخي د هاشم په څېر دى. له سترګو يې اوښكې راتويې شوې او په غېږ كې يې ونيو.

 مور يې نۀ غوښتل چې شيبه له خپل تره سره ولاړ شي؛خو “مطلب” پخه اراده كړې وه، چې له ځان سره يې بوځي،چې بالاخره “مطلب” خپلې هېلې ته ورسېد او د مور تر اجازې وروسته يې له ځان سره مكې ته راووست.

 په لار كې د “عربستان” سوځنده لمر،د شيبه مخ وسوځاوه او جامې يې په دوړو شوې؛نو چې مكې ته راننوتل،خلكو خيال كاوه،چې دا د مطلب مريي دى او يو بل ته يې ويل، چې دا ځوان د “مطلب” مريى دى.

 سره له دې،چې مطلب به ويل :((دا ځوان مې وراره دى ))؛ خو لا چا د چا پر خولو برغولى ايښى دى؟، چې بالاخره د “مطلب” وراره پر “عبدالمطلب” مشهور شو.(24)

او كله ويل كېږي؛ځكه ورته “عبدالمطلب” وايي،چې د خپل تره په مينه ناكه غېږ كې وروزل شو او د هغه ځاى له دود سره سم،د روزونكي د درناوي او احترام لپاره يې ورته د هماغه سړي مريى وايه.

عبدالمطلب

“عبدالمطلب” د “هاشم” زوى د پېغمبر اکرم لومړى نيكه دى. د قريشو مشهور ارت لاسى مشر و، چې ټولنيز ژوند يې له حساسو او روښانو ټكيو ډك دى. د مشرۍ  پېښې يې د اسلام په تاريخ پورې اړه لري؛ نو ځكه يې يو څو را اخلو:

شك نۀ شته،د انسان چې څومره روح غښتلى وي؛نو پر فكر او كړنلار يې اغېز كوي،داسې كسان شته،چې په مېړانه د چاپېريال له عواملو سره جنګېدلي او ځان يې له هر ډول ککړتيا خوندي ساتلى دى؛زموږ د خبرو ننګيالى هم د داسې انسانانو بېلګه ده،چې د ژوند په كتاب كې يې ډېرې روښانه پاڼې ليدل كېږي.

 فكر وكړئ،يو سړى چې په داسې ټولنه كې اتيا كاله ژوند وكړي،چې بوت لمانځنه،شراب څښل،سود خوړل، وژنه او فحشا يې د ژوند عادي چارې وي او په خپله يې يو ګوټ شراب هم نۀ وي څښلي او خلك د وژنې، فحشا او له محارمو سره له واده ژغوري؛نو پوه شئ  دا ډول كسان ډېر لږ پيدا كېږي.

 هو! د اسلام د پېغمبر نيكه بايد داسې سپېڅلى انسان وي. چې په باب يې ويل كېږي،چې په هغه بوت لمانځنې زمانه كې موحد انسان و، چې پر معاد يې  ايمان درلود او تل يې ويل: (( ظالم به په همدې دنيا كې د خپلو كړنو سزا ويني او كه داسې و نۀ شول؛ نو د قيامت پر ورځ خو يې ويني ويني. )) (25)

“حرب بن اميه” د “عبدالمطلب” خپلوان و،چې په خپله هم د قريشو له سترو شخصيتونو و. په ګاونډ كې يې يو يهودى اوسېده،چې يوه ورځ د “تهامه” په بازار كې په غوسه شو او د هغه او “حرب” په منځ كې شخړه رامنځ ته شوه او يو بل ته يې ترخې خبرې وكړې او دا شخړه ددې لامل شوه،چې يهودى د حرب په  لمسون ووژل شي.

 “عبدالمطلب”،چې له دې پېښې خبر شو؛نو ورسره يې مړى ژوندى پرېښود او كوښښ يې كاوه،چې له حربه د يهودي د وينې بيه واخلي او د هغه كورنۍ ته يې وركړي.

 دا پېښه راښيي،چې “عبدالمطلب” څومره عادل او د بېوزليو ملاتړ و.

پر خبره ولاړ

سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب وو؛ خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاېنې وړ وې؛لكه د تړون ماتول په کې ناوړه كار او ګناه بلل كېده. كله چې به د  عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه کېدل؛ نو تر پايه به پر خپله  خبره ولاړ وو.

“عبدالمطلب” د زمزم چينې د شاوخوا د جوړولو پر مهال  احساس كړه، چې د زيات شمېر اولاد د نۀ درلودو له امله،په قريشو كې کمزورى او بېوسى دى؛ نو ځكه نذر يې وكړ، چې كه د اولاد شمېر يې لسو ته ورسېد؛ نو يو به د كعبې مخې ته قرباني كړي؛خو له دې نذره يې څوك خبر نۀ کړل. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د زامنو شمېر يې لسو ته ورسېد او وخت يې رارسېدلى،چې پر خپله خبره ودرېږي.”عبدالمطلب” ته ددې پېښې تصور ډېر سخت و او وېره يې درلوده،چې كه دا كار و نۀ کړي؛ نو د تړون ماتيو په ډله كې به راشي؛نو ځكه يې دا خبره خپلو زامنو ته وكړه،چې دې كار ته په خپلو زامنوكې پچه واچوي. پچه يې واچوله، چې د “عبدالله” (د پېغمبر اکرم د پلار) په نامه راوخته. “عبدالمطلب” يې بې ځنډه لاس ونيو او د قربانۍ ځاى ته روان شول.

د “قريشو”؛نرو ښځې له دې كاره خبر شول؛خلكو ژړل او هر چا ويل: كاشکې! زه يې ددې ځوان پر ځاى حلال كړى وم.

قريشو مشرانو وويل:((كه كېداى شي پر ځاى يې خپله شتمني قرباني كړو؛نو چمتو يو له خپلې شتمنۍ تېر شو. ))

 “عبدالمطلب” دې سترو احساساتو ته حيران و او چورت وړى و،چې ګنې د تړون ماتيو په ډله كې را نۀ شي؛خو سره له دې، د چارې د لټون هڅه يې هم كوله.

 په خلكو كې يو تن غږ وكړ: (( ددې ستونزې په باب د عربو له يوه پوه سره سلامشوره وكړئ! كېداى شي ورسره د حل لار وي. ))

د ټبر مشرانو او “عبدالمطلب” ومنله او هغه پوه سړي ته ورغله، چې په “يثرب” كې اوسېده.

 پوه پالي له هغوى يوه ورځ مهلت وغوښت. بله ورځ چې ورغلل؛نو پالي ورته وويل: د انسان د وينې بيه څومره ده؟ورته وويل شول: لس اوښان. پالي: ولاړ شئ او ددې ځوان او اوښانو ترمنځ پچه واچوئ؛ كه پچه د ځوان په نامه راووته؛ نو د اوښانو شمېر دوه ګرايه كړئ او كه بيا هم پچه دا ځل د ځوان په نامه شوه؛ نو د اوښانو شمېر درې ګرايه كړئ او همداسې پچه اچوئ،څو چې پچه د اوښ په نامه راووځي.

د پالي دې وړانديز د خلكو احساسات كابو كړل؛ځكه په وينو كې پروت د”عبدالله” په څېر د ښکلي ځوان كتل ورته ډېر سخت و او د اوښانو قرباني ورته اسانه وه.

 خلك مكې ته راستانه شول او په جرګه كې يې لس ځله پچه واچوله،چې د اوښانو شمېر سلو ته ورسېد؛نو خلك خوشحاله شول،چې “عبدالله” بچ شو؛خو “عبدالمطلب” راپاڅېد او ويې ويل: له سره پچه واچوئ، څو ډاډ پيدا كړم خداى مې پردې كار راضي دى.

 درې ځل يې پچه واچوله او د اوښ په نامه راووته؛نو “عبدالمطلب” ډاډه شو، چې خداى يې پر كار راضي دى.”عبدالمطلب” امر وکړ، چې له اوښانو مې سل كعبې ته قرباني كړئ.(26)

له پېغمبر اکرم (ص) نه روايت دى:(( زه د دوو تنو  زوى يم، چې پر “ذبح” او حلالو محكوم شوي وو))،چې مطلب يې حضرت “اسماعيل”  عليه السلام او  حضرت “عبدالله” دى.

د عام الفيل پېښه

په قرآن شريف كې د “اصحاب فيل” پېښه په لنډو راغلې ده. تاريخ د دې پېښې لامل داسې ليكي:

د “يمن”  چارواكي “ذونواس”،چې د خپل حكومت بنسټونه غښتلي كړل؛نو په يوه سفر كې له يثربه، چې په هغه وخت كې يې ښه ديني موقعيت درلود تېرېده.يهوديان راټول شوي وو او په دې ښار كې يې زيات عبادت ځايونه جوړ كړي وو.

 وخت او موقعيت پېژاندي يهودي،دې چارواكي ته تود ښه راغلاست ووايه او خپل دين ته يې راوباله،چې په ملاتړ کې يې ځان د بوت لمانځيو عربو او مسيحيانو له بريدونو وژغوري.

 د يهودانو تبليغاتو پر ذونواس اغېز وكړ او د يهوديت دين يې ومانه او ذونواس هم د يهودو په پرمختګ كې خورا زيار واېست. ځينو نورو هم له وېرې د يهوديت دين ومانه او چا چې ورسره مخالفت كاوه؛نو  ډېره جزا يې وركوله؛خو د “نجران” خلكو چې له پخوا  يې د “مسيحيت” دين منلى و، په هېڅ قيمت حاضر نۀ شول خپل دين پرېږدي او يهوديت ومني. د نجران د خلكو سرغړونه د “يمن” پر واكمن بده ولګېده او په لوى لښكر يې د نجران د ياغيانو د ځپلو هوډ وكړ. د لښكر بولندوى د نجران د ښار غاړې ته غونډ جوړ كړ او د لوى خندق تر كنلو وروسته يې پکې اور بل كړ او مخالفين يې په سوځولو وګواښل. د نجران مېړنيو خلك، چې د “مسيحيت” دين يې د زړۀ له كومې منلى و،و نۀ  وېرېدل او مرګ او سوځېدل يې ومنل؛ خو يهوديت يې و نۀ مانه. پايله دا شوه، چې بدنونه يې په اور كې جوغدي شول.(27)

دا پېښه په قرآن شريف كې د اصحاب الاخدود” په نامه د بروج په (4-8) آيتونو كې راغلې ده.(28)

“ابن اثير جزري”؛اسلامي تاريخپوه ليكي: له دې پېښې د نجران يو اوسېدونكى د “دوس” په نامه “د روم قيصر” ته چې د “مسيحيت” ټينګ پلوى و وروتښتېد، نجراني ترې وغوښتل،چې دې خونړى انسان نه د خپلو کړنو سزا ورکړي او په سيمه كې د “مسيحيت” د دين بيرغ بيا ورپوي.

د روم واكمن پر پېښه خواشيني څرګنده كړه او نجراني ته يې داسې ځواب وركړ:(( دا،چې د واكمنۍ مركز مې ستاسې له سيمې لرې پروت دى؛ نو زه به داسې وكړم، چې د “حبشې” واكمن؛ “نجاشي”،ته به ليک وليكم، چې ددې دردوونكې پېښې غچ واخلي. ))

 “نجراني” د “روم” له واكمنه ليك واخېست او په بيړه يې ځان “نجاشي” ته ورساوه او کيسه يې ورته وكړه.

 د حبشې د واكمن په رګونو كې د غيرت وينې په خوټېدو شوې او اويا زره كسيز لښكر يې د حبشي د بولندوى؛ “ابرهه الاشرم” په مشرۍ “يمن”  ته ولېږه. د حبشې منظم لښكر د سمندر له لارې د “يمن”  په سواحلو كې واړول. ذونواس چې څومره هڅې وكړې خلك او قبايل مبارزې ته راوهڅوي؛خو چا مثبت ځواب ور نۀ کړ،چې بالاخره يې په يوه كوچني بريد حكومت راوپرځېد او د “يمن”  اباد هېواد د حبشې تر واكمنۍ لاندې راغى او د لښكر بولندوى “ابرهه” د حبشې د واكمن له لوري والي وټاكل شو.

“ابرهه” د خپلې بري او غچ اخستو په مستۍ كې ډوب و او له شهوت پالۍ يې يوه شېبه هم لاس وا نۀ خېست او د حبشې د پاچا د خوشحالۍ لپاره يې په “صاف” كې لويه “كليسا” جوړه كړه، چې په خپل وخت كې يې سارى نۀ درلود،بيا يې ليك نجاشي ته وليكه: د كليسا د جوړېدو كار بشپړېدونکى دى،په پام كې لرم د “يمن”  خلك د كعبې له زيارته منع كړم، چې همدا كليسا د ټولو زيارت شي.

 ددې ليك مضمون پر خلكو ناوړه اغېز وكړ، تردې چې يو شپه د “بني افقم” د ټبر يوې ښځې په دې  كليسا كې متيازې وكړې او په دې  كار يې حکومت ته خپله غوسه وښووه، چې دې كار حكومت ډېر په غوسه كړ. بل خوا څومره به،چې دوى په خپلې كليسا کې ګوتې وهلې،چې ښکلې يې كړي،هومره به له کعبې سره د خلكو مينه  نوره هم زياتېده. دې چارو “ابرهه” دې ته اړ كړ،چې كعبه ړنګه کړي. په همدې موخه يې يو لښكر تيار كړ د لښكر مخې به “فيلانو” روان وو، چې د “ابراهيم خليل الله” په لاس جوړه شوې كعبه ورانه کړي.

 عربو مشرانو حالات نازك وليدل او يقين يې وكړ،چې د عربو خپلواكي او شخصيت په زوال كې دى؛خو د “ابرهه” تېرو بريو هغوى له هر ډول ګټور هوډه بيوسې كړي وو؛خو سره له دې،ځينې غيرتمن وګړي او ټبرو د “ابرهه” پر وړاندې ودرېدل او په مېړانه وجنګېدل،چې يو ترې “ذونفر” و، چې د “يمن”  له مخورو و او خلكو ته يې وويل :د کعبې دفاع وكړئ ؛خو ډېر وخت تېر نۀ شو،چې د “ابرهه” پاڅونونه يې له ماتې سره مخ كړل.

 تر هغوى وروسته “نفيل بن حبيب” سخته مبارزه پېل كړه؛ خو ماتې يې وخوړه او په خپله نفيل د “ابرهه” له لښكر سره اسير شو او نفيل له “ابرهه” بښنه وغوښته؛خو “ابرهه” ورته وويل: په يوه شرط دې بښم،چې موږ ته د کعبې لار وښيي. نفيل د “ابرهه” لښكر تر “طايف” پورې را و رساوه او بيا يې دا دنده خپل ملګري “ايورغال” ته  وسپارله.

 ايورغال لښكر ته د “مغمس” تر سيمې پورې ، چې مکې ته نږدې و لارښوونه وكړه. د “ابرهه” لښكر هلته ځاى پر ځاى شو او د پخواني دود له مخې، “ابرهه” خپل بولندوى ته دنده وركړه،چې د خلكو مالونه او اوښان لوټ كړي، چې په لوټ شويو اوښانو كې 260 اوښان د “عبدالمطلب” هم وو. بيا “ابرهه” خپل يو بل بولندوى “حناطه” ته دنده وركړه،چې د قريشو له  مشرانو سره خبرې اترې وكړې او ورته يې وويل: د کعبې ويجاړه شوې منظره مې په ذهن كې انځور شوې ده.

ښكاره ده، چې “قريش” به په پېل كې څه مقاومت وښيي؛خو چې وينه يې تويه نۀ شي؛ نو نېغ به مکې ته ولاړ شي او مشر ته به يې ځان ورسوي او ورته وبه وايي: موخه مې د كعبې ويجاړول دي او كه قريشو مقاومت ونۀ کړ؛ نو هېڅ ډول  تېرى به پرې ونۀ شي.

 د “ابرهه” استازى مكې  ته راننووت، چې په دې  باب خبرې اترې وكړي ؛ ګوري چې د قريشو ډلې په هر ګوټ او كونج كې ناستې دي؛ نو استازي د كعبې د مشر پوښتنه يې وكړه؛ نو د “عبدالمطلب” كور ته يې بوت.

 “عبدالمطلب” د “ابرهه” د پيغام په اورېدو وويل: موږ به هېڅكله دفاع ونۀ کړو! كعبه د خداى كور دى. هغه كور،چې “ابراهيم خليل الله” جوړ كړى دى. د خداى چې څه خوښه وي، هماغسې به وكړي.

 د “ابرهه” د بولندوى د “عبدالمطلب” نرم او سوله ييز منطق چې له قوي ايمانه يې سرچينه اخيستې وه خوښ نۀ شو او له “عبدالمطلب” نه يې وغوښتل، چې ورسره د “ابرهه” د لښكر غونډ ته ولاړ شي.

 د ابرهه د لښكر غونډ ته د عبدالمطلب تګ

“عبدالمطلب” له څو زامنو سره د “ابرهه” غونډ ته ولاړ. د قريشو د مشر متانت،وقار او ستروالى ددې لامل شو،چې “ابرهه” له خپل تخته راكوز شي،د “عبدالمطلب” لاس يې ونيو او له ځان سره يې پر تخت كېناوه او بيا يې پر درناوي د ژباړن په خوله عبدالمطلب وپوښت: څنګه راغلى يې او څه غواړې؟

“عبدالمطلب” : زه په مالونو او اوښانو پسې راغلى يم، چې 260 اوښان پکې زما دي. زه له تاسې هيله كوم،چې هغه خپلو مالكانو ته وركړې.

“ابرهه”:د څېرې رڼا دې راته د دنيا هومره ستره ده؛خو ستا دې وړې غوښتنې زما  په نظر ستا ستروالى راټيټ كړ! زه خو دلته ستا د نيكونو د معبد ورانولو ته راغلى يم او تمه مې درلوده،چې د كعبې خبره به رامنځ ته كړې،چې ما له دې كاره، چې ستاسې سياسي او ديني استقلال ته يو ګوزار دى؛ستون کړى بيخي مي توقع نۀ درلوده،چې تۀ به د څو بې ارزښته څيزونو شفاعت ته راغلى يې.

 “عبدالمطلب” : زه ددې اوښانو خاوند يم او هغه كور هم خپل خاوند لري او د هر ډول بريده مخنيوى به يې وكړي.

 “ابرهه” ددې خبرې په اورېدو سر وخوځاوه  او په غرور يې وويل: په دې  لار كې څوك نۀ وينم،چې مخنيوى مې وكړي.

 بيا يې امر وكړ، چې لوټ شوي مالونه يې بېرته وركړي.

قريش په تمه دي

“قريش” په بې صبرۍ په تمه وو، چې “عبدالمطلب” راشي او خلك له دښمن سره له خبرو اترو خبر كړي.

 “عبدالمطلب” د قريشو مخورو ته وويل: څومره ژر مو،چې له لاسه كېږي،ځانونه او مالونه مو درو او غرو ته ورسوئ،چې له زيانه خوندي شئ.

 څو شېبې وروسته خلكو خپل كورونه پرېښوول او غرونو ته ولاړل.په غرونو كې د ماشومانو او ښځو ژړاګانو او د څارويو غږونو انګازې كولې.

“عبدالمطلب” په هماغه تپه تياره كې له څو قريشو سره له غره راكوز شو او ځانونه يې كعبې ته ورسول. حال دا چې د “عبدالمطلب” اوښكې بهېدې او په دردمن زړۀ يې د كعبې كړۍ په لاس كې ونيوه او له خپل خداى سره يې داسې خواله وكړه :

خدايه!  بې تا يې له شره د خونديتوب بله هيله نۀ لرو.خدايه! هغوى له خپل حريمه لرې كړه. د كعبې دښمن ستا دښمن دى. خدايه! پرې يې نۀ ږدې چې كور دې خراب كړي. خدايه! بنده دې د خپل كور دفاع كوي؛نو تۀ دې هم د خپل كور دفاع وكړه. خدايه! داسې ورځ مۀ راولې، چې صليب يې برلاسى شي.

 بيا يې د كعبې كړۍ پرېښووه او غره ته ولاړ،چې له هغه ځايه ننداره وكړي، چې څه به كېږي.

سبا،چې “ابرهه” او لښكر يې د مکې پر لور را روان و؛ نو د سمندر له لوري ډلې ډلې مرغۍ راښكاره شوې،چې په خولو او پښو كې يې واړه واړه كاڼي وو.د مرغيو سيوري د “ابرهه” پر لښكر اسمان تياره كړ. دې مرغيو د خداى په امر د “ابرهه” پر لښكر دكاڼو باران راکوز كړ، چې سرونه يې ورمات كړل او د بدنو غوښې يې توې شوې. يو كاڼى د “ابرهه” پر سر هم ولګېد.رپ او وېره پرې راغله او يقين يې وكړ، چې د خداى عذاب پرې نازل شوى دى. لښكر ته يې وليدل،چې د شوې د پاڼو په څېر پر ځمكه رژېدلى پروت دى او هغوى،چې روغ پاتې وو، ورته يې وويل: د ستنېدو تيارى ونيسئ او په بيړه د “صفا” پر لور روان شول، ان په خپله “ابرهه”، چې صفا ته ورسېد؛نو غوښې يې توې شوې او په عجيبه وضع ومړ.

دا كيسه خداى تعالى په قرآن كريم كې داسې راوړې ده:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ

آيا و دې نۀ ليدل،چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د “ابرهه” لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ= آيا د هغوى دسيسه يې شنډه نۀ کړه؟!

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ = او ډلې ډلې مرغان يې پرې ولېږل،

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ= چې د پخې خټې په کاڼو يې وولي؛

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ= نو (په پاى كې، خداى) هغوى د ژووليو وښو په څېر وګرځول. (29)

د “ابرهه”  تر ماتې  وروسته

د “ابرهه” وژل كېدل،د كعبې او مكې خلك د نورو عربو په نظر ستر كړل؛نور چا جرات نۀ درلود د قريشو پر سيمه بريد وكړي يا يې وځوروي او په مغزو كې يې د كعبې د ورانولو فكر وګرځي.

 عمومي افكارو داسې قضاوت كاوه: خداى د خپل كور او د قريشو د احترام او عظمت له امله دښمن وځاپه او ډېرو لږو داسې فكر كاوه، چې دا كار د کعبې ساتنې ته شوى دى او په دې امر كې د قريشو سترتيا او کوچنى والى ونډه نۀ لري او ګواه يې دا خبره ده،چې پر قريشو ډېرو واكمنو بريدونه کړي؛خو داسې كانه پرې نۀ وه شوې.

دې اسان او بې وينې توييدنې بري د قريشو په فكر او زړۀ كې نوي فكرونه پيدا كړل؛غره شول او نورو ته په محدوديتونو قايل شول؛ځكه  فكر يې كاوه په عربو كې غوره دي او انګېرله يې،چې يوازې دوى د 360  بوتانو د ملاتړ خاوندان دي. همدا وو،چې مزې چړچې او فحشا يې لا نوره هم ډېره كړه.

 ګروهمن وو، چې خوږ ژوند يې ددې بوتانو پايله ده، چې نور عرب يې بې له دوى ذليل او خوار كړي دي.

دې ټولو افكارو او كړنو د “نړيوال مصلح” او “سمونپال” راښکاره کېدو ته شرايط چمتو كړي وو.

“ورقه بن نوفل” د ژوند په وروستيو كې مسيحي شوى و او د “انجيل” له مخې يې،چې د خداى او د پېغمبر اکرم په باب خبره كوله؛نو د مكې فرعون “ابوسفيان” به ورته تريو تندى نيوه او په غوسه كېده .

 “ابوسفيان” به ويل: موږ داسې خداى او پېغمبر ته نۀ يو؛ځكه د بوتانو له لورېينو او ملاتړه برخمن يو.

عبدالله

يوه ورځ “عبدالمطلب”،د خپل څلرويشت کلن زوى (عبدالله) ژوند د سلو اوښانو په وركولو بېرته واخېست. دا پېښه ددې لامل شوه، چې “عبدالله” پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛ ځكه نو”عبدالله” په خپل ټبر،كورنۍ او خپلوانو كې ځانګړى احترام درلود.

هغه ورځ،چې “عبدالله” له خپل پلار سره د قربانۍ د ځاى پر لور روان  و؛ نو له متضادو احساساتو سره مخ شو.پلار ته د درناوي حس پرې واكمن و؛ نو ځكه يې بې له تسليمه بله هېڅ چاره نۀ درلوده؛خو بل خوا د تقدير لاسونو غوښتل د ژوند د پسرلي ګلونه يې د مني د ګلونو په څېر مړاوي نۀ کړي. د احساساتو او غمونو څپې يې په زړۀ كې څپاندې شوې. هماغسې چې په خپله “عبدالمطلب” د دوو ځواکونو؛يعنې ايمان او عاطفې ترمنځ راګېر شوى و او دې پېښې په دواړو كې د خپګان څپه راپورته كړې و؛ خو مشكل په داسې بڼه حل شو،چې بيان شو. “عبدالمطلب” ته فكر ورغى، چې د “عبدالله” خپګان له “آمنې” بي بي سره د واده له لارې جبران كړي؛ نو چې “عبدالمطلب” د قربانۍ له ځايه راستون شو؛ نو نېغ  د “وهب  بن عبد مناف بن زهره” كور ته ولاړ او د هغه پر لور”آمنه” يې، چې په پاكلمنۍ او عفت  مشهوره  وه مرکه وکړه او خپل زوى ته يې نكاح كړه او په هماغه مجلس كې يې پر “لاله” ځان ته، چې د “آمنې” د تره لور وه مرکه وکړه او “حمزه” [د پېغمبر اکرم تره] ترې وزېږېد.

په يثرب كې د عبدالله مرګ

“عبدالله” تر واده وروسته د رڼا ژوند پېل كړ او د ژوند تياره يې په آمنې بي بي رڼا كړه او څه موده وروسته يې سوداګري پېل كړه. له يوه كاروان سره “شام” ته روان شو. دا مهال آمنه بي بي دوه ځانې وه. څو مياشتې وروسته د كاروان د راتلو خبر راورسېد. ځينې استقبال ته بهر وتلي وو. د “عبدالله” بوډا پلار په تمه و او د نږور سترګو يې هم،”عبدالله” په كاروان كې لټاوه. له بده مرغه “عبدالله” پکې نۀ و او په پوښتنه پوه شول،چې “عبدالله” په راستنېدو كې ناروغ او د خپلوانو كره پاتې شوى دى. دې خبر سخر او نږور ډېر خپه كړل او ويې ژړل.

 “عبدالمطلب” ورپسې خپل مشر زوى (حارث) ولېږه،چې له ځان سره يې راولي،چې مدېنې ته ورسېد؛نو خبر يې كړ،چې “عبدالله” د كاروان تر تلو يوه مياشت وروسته،د ناروغۍ له امله مړ شوى دى. حارث راستون شو او خپل پلار او ورندار يې له دې پېښې خبر كړل. له “عبدالله” يوه رمه، يوه مينځه “ام ايمن” او پينځه اوښان پاتې وو.(30)*

د پېغمبر اکرم (ص) ميلاد

د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي.

د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د مشرانو ژوند،معمولاً له خوندورو، پام وړ،حساسو او هېښندو ټكيو ډك وي،د ژوند كتاب يې له هغه وخته،چې څاڅکى يې تړل كېږي، ترمړينې پورې له اسرارو ډك وي.

قرآن شريف (طه سورت 41-43 آيتونه) د حضرت موسى عليه السلام د ژوند کيسه ډېره رازمنه سپړلې او وايي: د سلګونو ماشومانو سرونه ځکه پرې شول، چې موسى ونۀ زېږي؛ خو الهي اراده وه، چې موسى بايد وزېږي؛نو نۀ يوازې دښمنانو يې كوچنى شانته ازار ور و نۀ رسولاى شو؛ بلكې تر ټولو لوى دښمن يې ملاتړ شو.

قرآن شريف وايي: ((د موسى مور ته مو وحې وكړه، چې خپل زوى په يوه صندوق كې كېږدي، د اوبو څپې به يې ساحل ته ورسوي. زما او د هغه دښمن به يې ملاتړ شي،مينه به يې د دښمنانو په زړونو كې پيدا كړم او زوى به دې بېرته در وګرځوم.

د موسى خور د فرعون ښار ته ورغله او ويې ويل: زه داسې ښځه پېژنم،چې کړاى شي،ستاسې دا په زړۀ پورې زوى وروزي؛ نو د حضرت موسى مور د حكومت له لوري موظفه شوه،چې د هغوى د خوښې ماشوم وروزي.))

د  حضرت “عيسى” عليه السلام زوكړه او روزنه به دې تر موسى عليه السلام هم زيات حيران كړي.

 قرآن شريف د حضرت مسيح کيسه داسې راوړې ده.(31)

((مريم، د مسيح مور، له خپل قومه لرې شوه، روح (جبرائيل) په بشري بڼه راغى او زېرى يې پر وكړ،چې مامور يم، تا ته سپېڅلى زوى دركړم.

مريم حيرانه شوه او ويې ويل: له ما سره خو چا كوروالى نۀ دى  كړى او زه په خپله هم بدكاره نۀ يم. استازي مو ورته وويل: دا كار خداى ته اسان دى،چې بالاخره،خداى د مسيح رڼا د هغه د مور په زيلانځ كې كېښووه،د زېږون د درد  له لاسه، د خرما ونې ته ولاړه، له خپل زېږونه په خپګان كې وه،حکم مو وركړ،چې د خرما ونه وخوځوي،چې تازه خرما ترې راتويه شي، زوى يې وزېږېد او مريم له خپل زوى سره خپل ټبر ته ورغله.د خلكو خولې له حيرته وازې شوې او پر مريم د نيوكو سيلاب رامات شو،مريم ته حکم شوى و: څوك چې هره پوښتنه لري؛نو له دې ماشومه دې يې وکړي. هغوى وويل: آيا په زانګو كې تيخور ويده ماشوم خبرې كړاى شي؟ په دې  وخت كې “عيسى” خبرې پېل كړې او ويې ويل: زه د خداى بنده يم، د خداى كتاب او د پېغمبرانو په لړ کې يم.(32)*

چې د قرآن،”تورات”  او مسيح پلويان ددې دوو الوالعزمو پېغمرانو د زوکړې په باب په ډاډ پر بيان شويو مسايلوګواهي وركوي؛نو ولې د اسلام د پېغمبر د زوكړې حيرانوونكې پېښې سختې وګڼل شي او انسان پرې حيران شي.؟

د احاديثو او تاريخ په کتابو كې لولو:

د حضرت “محمد” صلى الله عليه و آله و سلم د زوكړې پر مهال د “كسرى” ماڼۍ درزمنه شوه او څو ستنې يې ونړېدې ، “د فارس اورتون” مړ شو، د “ساوه سمندر” وچ شو، د مكې بوتان رانسکور شول، له مبارك تنه يې يوه رڼا، چې له لرې کتل كېده د اسمان پر لور اوچته شوه.”انوشېروان” بوږنوړى خوب وليد.حضرت “محمد”(ص)، چې وزېږېد؛نو نوم يې پرې شوى و او سنت  شوى هم و او ويې ويل: ((الله اكبر والحمدلله كثيراً سبحان الله بكرة واصيلاً. )) (33)

د پېغمبر اکرم (ص) د ميلاد كال، مياشت او ورځ

ډېرى سيرة ليكونكي يوه خوله دي،چې د پېغمبر اکرم زوكړه پر 570 ز پر کال پر عام الفيل وه؛  ځكه شك نشته، چې هغه پر  632 ز کال كې له دې نړۍ تللى او هغه 62 يا 63 كلن و؛نو ويلاى شو، چې زوكړه يې د 570 ز كال په شاوخوا كې وه.

ډېرى محدثين د پېغمبر اکرم د زوكړې په باب يوه خوله دي، چې په ربيع الاول مياشت كې ده؛خو د ورځې په باب يې يوه خوله نۀ دي. په اهل تشيع و كې مشهوره ده،چې د ربيع الاول پر اوولسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او اهل سنت وايي، چې د دوشنبې پر ورځ د ربيع الاول پر دولسمه زېږېدلى دى.

“مقريزي” د “الامتاع” په درېيم مخ كې د پېغمبر اکرم (ص) د زوكړې په باب ټولې ويناوې راخيستې دي.

د پېغمبر اکرم نوم اېښوونه

اوومه ورځ راورسېده. “عبدالمطلب” د خداى په شكرانه كې پسه حلال كړ او خلك يې راوغوښتل،چې “قريش” هم پکې هم وو او پر خپل لمسي يې “محمد” نوم كېښود،چې وپوښتل شو،ولې دې پرې د “محمد” نوم كېښود، دا نوم خو په عربو كې ډېره مخينه نۀ لري؟ “عبدالمطلب”: غوښتل مې په ځمکه او اسمانو كې وستايل شي.

 په دې  باب د پېغمبر اکرم شاعر “حسان بن ثابت” ويلي:

((فشق له من اسمه ليجله             فذوالعرش محمود و هذا محمد))

(خداى تعالى له خپلو نومونو يو نوم په خپل استازي كېښود؛ نو ځكه (خداى) ((محمود)) او پېغمبر يې “محمد”  دى)

دا دواړه ټكي له يوې رېښې دي او يوه مانا وركوي.(34)

شك نشته، چې په دې  نوم ايښوونه كې الهي الهام و؛ځكه  كه څه هم په عربو كې د “محمد” نوم مشهور و؛خو په هغه وخت كې لږو خلكو پر خپلو زامنو ايښووه.

 د تاريخپوهانو د سمو شمېرنو له مخې، تر هغه وخته پورې،يوازې 16 تنو د “محمد” نوم درلود.

 شاعر وايي:

ان الذين سموا باسم محمد           من قبل خير الناس ضعف الناس

د اسلام له پېغمبرمخكې، شپاړس تنه، د “محمد” په نامه يادېدل.(35)

“احمد” د اسلام د پېغمبر له مشهورو نومونو و.

 كه چا لږه مطالعه كړې وي؛ نو پوهېږي چې د پېغمبر اکرم دوه نومونه وو او خلكو به په دواړو ياداوه:يو “محمد” چې “عبدالمطلب” پرې ايښى و او بل “احمد”،چې مور يې (آمنې بي بي) پرې ايښى و. دا خبره په تاريخونو كې راغلې او “حلبي” په خپل “سيرة” کې هم راخيستې ده.(36)

د پېغمبر اکرم ګران تره “ابوطالب” (چې د عبدالمطلب تر مړينې وروسته يې د “محمد” (ص) پالنه كوله) په خپلو اشعارو كې كله  د “محمد” او كله د “احمد” په نامه ياد كړى دى.

 

د تيخورۍ پېر

د قريشو دې ماشوم يوازې درې ورځې د خپلې مور شيدې وروولې او بيا دوې نورې ښځې د پېغمبر په داييتوب وياړمنې شوې.

1 _ ثويبه:

 د “ابولهب” مينځې،څلور مياشتې پېغمبر اکرم ته شيدې وركړې، چې پېغمبر اکرم او مېرمن يې حضرت خديجې بي بي تر پايه په ښو يادوله.هغې مخكې حضرت حمزه اسدالله (د پېغمبر اکرم تره) ته هم شيدې وركړې وې. تر بعثت وروسته پېغمبر اکرم يو تن په “ابولهب” پسې ولېږه، چې ترې و يې پېري؛ خو “ابولهب” و نۀ منله؛خو تر پايه د پېغمبر اکرم له مرستو برخمنه وه. چې کله پېغمبر اکرم د “خيبر” له سوبې راستون شو؛ نو خبر شو،چې “ثويبه” مړه شوې؛ نو ډېر پرې خواشينى شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وكړه، چې په حق كې يې نېكي وكړي؛خو خبر شو، چې له مور مخكې مړ شوى دى.(37)

2 _ حليمه:

 د”ابي ذويب” لور وه، چې د “سعدبن بكربن هوازن” له ټبره  وه، چې اولاد يې دا و:”عبدالله”،”اسيه” او “شيما”،چې وروستي اولاد يې هم د پېغمبر اکرم روزنه کړې ده.

 د عربو مخورو دود و،چې خپل اولاد يې بېديانيو دايانو ته ورسپاره چې وده يې سمه او هډوكي يې كلك راشي او همداسې هم د “وبا” له ناروغۍ خوندي وي او لنډه دا،چې عربي په ځانګړي چاپېريال كې زده كړي ،چې په دې برخه كې د “بني سعد” دايانې مشهورې وې. هغوى به په ټاكلي وخت كې مكې ته راتلې او ماشوم به يې له ځان سره بېوه.

 د پېغمبر اکرم له زوكړې څلور مياشتې تېرې وې،چې د “بني سعد” ټبر دايانې مكې ته راغلې.پر هغه كال سخته وچكالي او سوکړه وه او دوى شتمنو عربو ته ډېرې اړمنې وې.

ځينې تاريخ ليكونكي ليكي: يوه دايه هم حاضره نۀ وه، چې حضرت “محمد” ته شيدې وركړي؛ځكه هرې يوې غوښتل،چې د هغه چا دايتوب وكړي،چې يتيم نۀ وي،او پلار يې شتمن وي،ان حليمې هم دا ځل د حضرت “محمد” داييتوب ته غاړه کېښووه؛ خو دا چې حليمه په خپله کمزورې وه،چا ورته خپل اولاد و نۀ سپاره؛نو له ناچارې يې د “عبدالمطلب” لمسى قبول كړ او خپل مېړه ته يې وويل: ((تر خالي لاس تلو به ددې يتيم وړل ښه وي.كېداى شي خداى راباندې ولورېږي.)) خو اټكل يې رښتيا وخوت او چې له كله يې د حضرت “محمد” (ص) داييتوب ومانه؛نو د خداى د رحمت چينې  پرې راماتې شوې. (39)

د قريشو دا ماشوم يې؛ځکه بلې دايي ته ورنۀ کړ،چې حضرت “محمد” د بلې دايي تى وانه خيست؛ خو د حليمې تى يې وروده، چې دې كار د “عبدالمطلب” كورنۍ ډېره خوشحاله كړه.(40)

“عبدالمطلب” دايي ته وويل: د كوم ټبر يې؟ ويې ويل: د بني سعد. بيا يې وپوښتله:نوم دې څه دى؟ ځواب يې وركړ: حليمه. “عبدالمطلب”  ددې خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ويې ويل: افرين! افرين ! دوه ښكلي خويونه؛ نېكمرغي او زغم.(41)

 

 

د پېغمبر اکرم (ص) ماشومتوب

تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نۀ و.

1 _ تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور يې ناسته وه. غوښتل مې، چې شيدې وركړم؛ نو خپل چپ تى مې وركړ؛خو ماشوم ښي تي ته زور كاوه او زما چې اولاد شوى؛ ښي تى مې وچ دى.ښي تي ته د ماشوم زور دې ته اړه كړم،چې ښي تي ته يې واچوم. ماشوم چې ښى تى وروده شيدې پکې پيدا شوې. دې پېښې ټول حيران كړل.(41)

حليمه بيا وايي: له هغې ورځې مې،چې “محمد” خپل كور ته راوستى؛ نو په كور كې مې ورځ پر ورځ بركت زيات شوى؛رمه او مال مې هم ډېر شوى دى.(42)

په قرآن كې همدې ته ورته پېښې د حضرت مريم بي بي (د حضرت “عيسى” مور) په باب شته. د زوکړې وخت،چې راورسېد؛نو يوې ونې ته يې پناه يووړه او له ډېر درد،يوازېتوب او د خلكو د تورونو له وېرې يې له خدايه مرګ وغوښت،چې په دې وخت كې يې غږ واورېد: مۀ خپه کېږه! خداى دې تر پښو لاندې د اوبو چينه پيدا كړه او د كجورې وچه ونه وخوځوه،چې تازه خرما ترې راتويه شي. (43)

د مريم او حليمې ترمنځ په مقام او منزلت كې ډېر توپير دى. كه د مريم خپل لياقت ددې الهي رحمت لامل و؛خو دلته ددې ماشوم مقام او منزلت ددې لامل شو،چې دا ښځه له الهي رحمته برخمنه شي.

كور ته راستنېدل

د “محمد”(ص) مهربانې دايي يې پينځه كاله په روزنه كې خورا زيار واېست؛په دې  وخت كې يې فصيحه عربي زده كړه، چې بيا حضرت “محمد” پرې وياړېده.حليمې بي بي مكې ته راووست او څه موده د خپلې مور په مهربانه غېږه كې و او نيكه يې پالنه كوله. د “عبدالله” د کورنۍ تسل، يوازې له هغه راپاتې دا کوچنى زوى و.(44)

يثرب ته سفر او د مور مړينه

له هغې ورځې،چې د “عبدالمطلب” نږور كونډه شوه؛نو آمنه تل د يو مناسب وخت په  تمه وه، چې “يثرب” ته د خپل مېړه د قبر او خپلوانو ليدو ته ولاړه شي. له ځان سره يې فكر وكړ،چې مناسب وخت دى؛ځكه زوى يې لوى شوى او په دې غم كې ورسره شريکېداى شي.

 هغوى له “ام ايمن”  سره پر سفر ووتل او يوه مياشت يې هلته تېره كړه. دا سفر د قريشو دې ماشوم ته له روحي خپګانو سره يو ځاى و؛ځكه په لومړي ځل يې سترګې پر يوه داسې كور لګېدې،چې پلار يې پکې ساه وركړې او ښخ هم دى او طبيعي ده،چې تر هغې ورځې پورې يې مور هم ورته د پلار په باب څه ويلي وو.

تر اوسه د “محمد” بېړۍ د غم د سمندر ساحل ته نۀ وه رسېدلې،چې د غمونو يو بل طوفان پرې راغى؛ځكه مكې ته په راستنېدو كې مور يې هم په “ابواء” كې له دنيا سترګې پټې كړې . (45)

دې پېښې حضرت “محمد” (ص) نور هم پر خپلې كورنۍ ګران كړ او ددې ګلستان له يوازېني پاتې ګل سره،”عبدالمطلب” څه عجيبه مينه درلوده؛ د كعبې په څنګ کې يې د قريشو واكمن (عبدالمطلب) ته تخت اېښووه. د قريشو مشران او زامن يې د تخت په شاوخوا كې ناست وو او د “عبدالمطلب” سترګې به،چې د “عبدالله” پر يادګار ولګېدى؛نو خلكو ته يې ويل: لار خلاصه كړئ ! او هغه يې له ځان سره پر تخت كېناوه.(46)

قرآن شريف د پېغمبر اکرم د يتيمۍ دوران په “الضحى” سورت كې راوړى :”الم يجدك يتيما فاوى” مګر يتيم يې و نۀ موندې او پناه يې درنۀ کړه؟(47)

د قريشو ددې ماشوم د يتيمېدو حكمت لا موږ ته هم نۀ دى معلوم؛خو دومره پوهېږو،چې د غمونو دا سېلاب بې حكمته نۀ و.خداى غوښتل د نړۍ مشر مخكې له دې، چې پر چارو واكمن شي،د ژوند له خوږو او ترخو سره اشنا او روح يې ستر او باخبره شي او له دې سختيو ورته تجربې لاس ته راشي او ځان بېلابېلو سختيو او محروميتونو ته ونيسي. خداى غوښتل له هماغه پېله په ژوند كې ازاد عادت شي او په خپله په خپلو لاسو ځان ته د پرمختګ لار هواره كړي، چې خلكو ته وښيي دا نبوغ بشري نبوغ نۀ دى او مور و پلار يې په برخليك كې هېڅ ونډه نۀ لري او د عظمت او ستروالي سرچينه يې د وحې له غرونو رابهېدلې ده.

د عبدالمطلب مرګ

تر اوسه لا د پېغمبر پر زړۀ خپګان و،چې د درېيم مصيبت پېټى يې هم پر اوږو شو.د نيكه مرګ ورته دومره سخت و،چې تر قبره پورې يې ورپسې وژړل او هېڅكله ترې دا ترخه پېښه هېره نۀ شوه. (48)*

د ابوطالب روزنه

“عبدالمطلب”، “ابوطالب” ته د څو لاملونو له مخې د پېغمبر اکرم پالنه ور پر غاړه كړه: يو دا چې “ابوطالب” او “عبدالله” له يوې موره وو او بل دا،چې مشهور، سخي او نېك سړى و.

 “ابوطالب” پېغمبر اکرم ته خورا زيات زحمتونه وګالل،چې تاريخ پرې ګواه دى،چې وروسته به وويل شي.(49)

شام ته سفر

په دوديزه توګه به د قريشو سوداګر په كال کې يو ځل “شام” ته تلل. “ابوطالب” هوډ کړى و،د قريشو په دې  كلني سفر كې ګډون وكړي او د خپل وراره مشكل يې (چې يوه شېبه کې هم له ځانه نۀ لرې كاوه) داسې حل كړ،چې هغه يې په مكه كې پرېښود او ساتنې ته يې ورته څو تنه وټاكل؛ خو د حركت پر مهال د حضرت “محمد” سترګې له اوښكو ډكې شوې او د خپل تره بېلتون يې و نۀ زغملاى شو. د “محمد”(ص) غمګينې څېرې د “ابوطالب” په زړۀ كې د احساساتو توفان راپورته كړ او اړ شو پر ځان سخته تېره كړي او له ځان سره يې بوځي.

په دولس كلنۍ كې د حضرت “محمد” دا سفر يو خوږ سفر شمېرل كېږي؛ځكه په دې سفر كې له “مدين”، “وادي القرى” او “ديار ثمود” څخه تېر شو او ددې سيمو د ښكلي طبيعت ننداره يې وكړه. تر اوسه لا كاروان خپل پړاو ته نۀ و رسېدلى، چې په “بصرې” نومې ځاې كې يوه پېښه رامنځ ته شوه،چې د “ابوطالب” د مسافرت کړلار يې له خنډ سره مخ كړه؛ دا پېښه داسې وه:له كلونو راهيسې،مسيحي راهب “بحيرا” چې دسيمې خلکو يې خورا درناوى کاوه، په بصره كې په خپله “صومعه” كې په عبادت بوخت و، دى د سوداګريزو كاروانو دمه ځاى هم و او سوداګر به تبرك ته هم ورتلل. دا ځل “بحيرا” د قريشو له كاروان سره مخ شو، سترګې يې د “ابوطالب” پر وراره ولګېدې، چې څېره يې پرې خوږه ولګېده، څو شېبې يې په ځير ورته وكتل او بيا يې وويل: دا ماشوم د چا دى؟  ډلې وويل: د “ابوطالب” . “ابوطالب” وويل: دا زما وراره دى. بحيرا وويل: دا ماشوم ځلانده ګانده لري،دا هماغه پېغمبر دى،چې په اسماني کتابو كې يې خبر راغلى،دا هماغه پېغمبر دى،چې ما يې نوم، د پلار نوم او دا چې له كوم ځايه به راښكاره كېږي،په ديني کتابو كې لوستي دي؛ نو پکار ده،چې د يهودانو له سترګو يې لرې وساتې؛ ځكه كه و يې پېژانده؛ و به يې وژني.(50)

 

 

د ځوانۍ پېر

د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو له بريده وساتي.د مشر روحي او جسمي پياوړتيا پر چاپېريال عجيبه اغېز لري.(51)

 

د پېغمبراکرم (ص) روحي ځواک

 د قريشو په دې ګران تندي كې له وړكتوب او ځوانۍ د ځواک، مېړانې،زغم او تكړه توب نښې وې. هغه په پينځلس كلنۍ كې د “فجار” په جګړه كې، چې د قريشو او هوازن  ترمنځ وشو ګډون وكړ. په جګړه كې يې دنده دا وه، چې خپلو ترونو ته يې غشي رسول.

 “ابن هشام” په خپل سيرة كې د پېغمبر اکرم له خولې راوړي،چې: ((خپلو ترونو ته يې غشي وركول،چې ويې توغوي. )) (52)

 “ابن اثير” هم په “النهاية” كې دا حديث راخيستى دى.

په جګړه كې ګډون يې مېړانه راښيي. حضرت علي (ک) يې په باب ويلي: په جګړه كې به،چې تنګسه او سختي راغله؛ نو موږ به پېغمبر اکرم ته پناه وړه او په موږ كې تر هغه هيڅوك دښمن ته نږدې نۀ و. (53)*

له شپنۍ  تر سوداګرۍ

له بعثت مخکې،د پېغمبر اکرم د ژوند يوه برخه په شپنۍ كې تېره شوې ده.څه وخت يې د څارويو  پر روزلو تېره كړه،چې د انسانانو روزلو ته يې سينه پراخه شي، او ټول كړاوونه او خپګانونه ورته اسان او و يې زغملاى شي؛ ځكه كه انسان څاروي چې د هوش او پوهې له پلوه بيخي له انسان سره د پرتلې وړ نه دى، روزلاى شي؛ نو هرومرو به انسان روزلاى شي هغه بې لارې انسان ته لارښوونه وكړاى شي، چې فطرت يې پر خداى ايمان دى.

 په حديث كې راغلي:خداى داسې پېغمبر نۀ دى رالېږلى،چې له پېغمبرۍ مخکې يې شپني نۀ وي كړې، چې په دې توګه ورته د خلكو روزنه زده كړي.

ډېرو سيره ليكونكيو هم د پېغمبر اکرم له خولې ويلي دي: ټولو پېغمبرانو تر پېغمبرېدو مخکې شپني كړې ده. وپوښتل شو: آيا تا هم شپني كړې؟ ويې ويل: هو! ما هم څه موده په “قراريط” کې د مكې رمه څرولې ده. (54)

د کوم شخصيت،چې له “ابولهبانو” او “ابوجهلانو” سره مبارزه وي او د ډبرو او لرګيو له بت لمانځيو داسې انسانان وروزي،چې يوازې حق ته تسليم شي؛نو بايد د ډېرې مودې لپاره د صبر او زغم په ډول ډول ښوونځيو كې وروزل شي.

دويم علت: داسې انسان ته،چې په رګونو كې يې د غيرت،مېړانې او ازادۍ وينه بهېږي،ډېره سخته ده،چې د قريشو ظلمونه،فساد، له حقه سرغړونه او د بوتانو عبادت وزغمي؛نو ځكه پېغمبر اکرم سلا وګڼله څه موده په غرونو او دښتو كې تېره كړي،چې د مكيانو له ناوړو لرې وي؛ البته دا په دې مانا نۀ ده، چې پوه او متقي انسان د ظلم او فساد پر وړاندې  چوپ كېني او د خپلو چارو حساب ترې بېل كړي؛بلكې د پېغمبر چوپ كېدل د خداى له لوري وو؛ځكه لا د بعثت وخت ورته نۀ و چمتو شوى.

درېم علت: دا كار ښه فرصت و،چې حضرت “محمد”(ص) په اسمان، ځمكه،ستوريو،تكويني او انفسي آيتونو او نښو كې فكر وكړي.

كه څه هم د پېغمبرانو زړونه له پيدايښته د توحيد په ډيوه روښانه وي ؛ خو هغوى هېڅكله ځان د هستۍ او الهي آيتونو له څېړنې،بې نيازه نۀ ګڼي او له دې لارې د يقين او ايمان تر ټولو سترې زده كړې تر لاسه  كوي او ځان د ځمكو او اسمانو ملكوت ته رسوي.

د ابوطالب وړانديز

“ابوطالب”،چې د خپل وراره د ژوند حالات وليدل؛نو دې ته اړ شو، چې يو كار ورته پيدا كړي؛نو ورته يې وويل :”خديجه” د “خويلد” لور د قريشو سوداګره ده،چې د خپلو چارو سمبالښت ته په ډاډمن سړي پسې ګرځي، چې مالونه يې په “شام” كې وپلوري؛نو ښه به وي، چې ورته ځان وښيې او دا دنده ومنې.(55)

د حضرت “محمد” (ص) متانت او د روح ستروالي ددې مخه نيوه،چې نېغ په نېغه دې خديجى ته ځان وښيي؛نو خپل تره ته يي وويل: كېداى شي هغه په خپله درپسې څوك راولېږي؛ځكه حضرت “محمد”(ص)  پوهېده، چې په خلكو كې په  امين مشهور دى او همداسې هم وشول.

 حضرت خديجه چې د “ابوطالب” او حضرت “محمد”(ص) له خبرو خبره شوه؛ نو له واره يې ورپسې څوك ولېږه او ورته يې وويل: ستا ښه خوى، صداقت او امانت مې خوښ شوى دى،زه به دوه ګرايه تنخواه او دوه مريان هم دركړم، چې په چارو كې درسره لاس وكړي. (56)

د خداى رسول راغى او کيسه يې خپل تره ته وكړه. تره يې ورته وويل: دا كار دې، چې خداى تعالى درپېښ كړ ژوند ته يوه وسيله ده.

دلته يوه بله خبره هم بايد سپينه شي او هغه دا چې: آيا حضرت “محمد” (ص) په كاروان كې د حضرت خديجې د “اجير” په توګه ګډون كړى و، كه ورسره يې تړون كړى و،چې د مال په ګټه كې ورسره شريك وي؟ (په مضاربي بڼه)؛نو د هاشمي كورنۍ مقام او موقعيت او د حضرت “محمد”(ص) د عزت نفس غوښته وه،چې د خديجى اجير نۀ؛بلكې په ګټه كې ورسره شريك وي؛ دا ځكه چې:

لومړى: د “ابوطالب” په خبرو كې داسې كوم ټکى نشته، چې حضرت “محمد”(ص) دې د حضرت خديجې اجير شي؛بلكې له دې مخکې “ابوطالب” له خپلو ورونو سره خبره كړې وه: راځئ د خديجې كره ولاړ شو او ورته ووايو: څه مال حضرت “محمد”(ص) ته وركړه، چې سوداګري پرې وكړي.(57)*

دويم:”يعقوبي” په خپل تاريخ كې ليكي: پېغمبراکرم په خپل عمر كې د چا اجير نۀ و. (58)

د قريشو كاروان حركت ته چمتو شو،حضرت خديجې خپل وكيل او دوو  مريانو ته وويل : له ادبه به كار اخلئ او څه چې حضرت “محمد”(ص)  كول؛ تاسې پرې د نيوكې حق نۀ لرئ او څه يې چې درته ويل؛نو تاسې يې په دواړو سترګو منئ.

كاروان خپل پړاو ته ورسېد او په دې سفر كې هر چا څه وګټل؛خو حضرت “محمد”(ص) تر ټولو زياتې وګټلې او د “تهامه” په بازار كې يې څه مال پلورلو ته واخېست. او كاروان مكې ته راستون شو. په دې سفر كې حضرت “محمد”(ص) په دويم ځل د “عاد” او “ثمود” له سيمو راتېر شو،چې  په ليدو يې په چورت كې شو.پردې سربېره،پخواني يادونه يې پر زړۀ راوورېدل، چې يوه ورځ له خپل تره سره له دې سيمو تېر شوى و.

كاروان مكې ته رانږدې شو،”ميسره”د حضرت خديجې مريي حضرت “محمد” (ص) ته وويل: ښه به وي، چې تاسې تر موږه مخكې مكې ته ورننوځئ او خديجه له دې بې سارې ګټې  خبره كړئ.

حضرت خديجه په خپل دوكان كې ناسته وه او حضرت “محمد”(ص) ورته په خپله خوږه ژبه د سوداګرۍ حال ووايه. ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې ميسره هم راورسېد.(59)

 ميسره،څه چې په سفر كې تېر شوي وو،ټكي په ټكي حضرت خديجې ته وويل، چې د مسيره ټولو خبرو د حضرت “محمد”(ص) پر عظمت او معنويت ګواهي وركوله. د مسيره خبرې دا وې:

 امين  په يوه خبره له يو تاجر سره وران شو. تاجر ورته وويل: پر “لات” او “عزى” قسم وخوره،چې په خبره دې باور وكړم.امين ورته وويل: هغوى ماته بې ارزښته دي! زه ترې كركجن يم. بل دا چې امين په بصره كې دمې ته تر يوې ونې لاندې كېناست او چې د راهب سترګې، پرې ولګېدې؛نو راغى او له ما يې د هغه نوم وپوښته. راهب وويل: دا تر ونې لاندنې ناست، هماغه پېغمبر دى،چې په “تورات”  او انجيل كې يې زېرى شوى دى.

حضرت خديجه  د اسلام بېلګه مېرمن

تر هغې ورځې پورې د حضرت “محمد” اقتصادي وضع لا دومره ښه شوې نۀ وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و او له اقتصادي پلوه پرځان ډاډه نۀ و،چې واده وكړي؛خو “شام” ته د حضرت خديجې د وكيل په توګه سوداګريز سفر د هغه اقتصادي وضع جوته كړه. حضرت خديجې ته حضرت “محمد”(ص) د كارپوهۍ او مېړانې له امله ډېر ګران و؛نو ځكه پر تړون سربېره، يې څه زياتې پېسې انعام وركړې؛خو د قريشو دې ځوان يوازې د خپل تړون پېسې واخېستې او د انعام پېسې يې و نۀ منلې او د “ابوطالب” كور ته روان شو او څه،چې يې ګټلي وو،په دواړو لاسو يې “ابوطالب” ته ډالۍ كړل.

د سترګې پر لار تره سترګو ته يې په ليدو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې نور په خپلو پښو درېدلى دى، بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي او حضرت “محمد”، “ابوطالب” ته ګټلې پېسې وركړې،چې واده ورته وكړي.

 حضرت “محمد”(ص) هوډ وکړ، چې خپل كور اباد كړي؛خو څنګه وشو،چې حضرت خديجې له دې مخکې د ډېرو شتمنو “عقبه بن ابي معيط” “ابوجهل” او “ابوسفيان” مركې نۀ وې منلې او بيا يې ترمنځ دومره الفت پيدا شو،چې حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د خداى په لار كې ولګوله.كور يې،چې د وخت تر ټولو کورونو مجهز او ښکلى و،د مسلمانانو مركز شو. ددې پېښو ريښه بايد د حضرت خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛ خو څه چې ترې انكار كېداى نۀ شي دا دي، چې: داسې ځان تېرېدنه كه په معنوياتو كې ريښه و نۀ لري ؛ نو ډېر ژر له منځه ځي.

 تاريخ ګواه دى،چې دا واده د حضرت خديجې له ايمان، تقوا، پاكلمنۍ او امانت ساتنې راولاړ شوى و، چې سند يې هغه روايتونه دي، چې د حضرت خديجې د فضيلت په باب راغلي دي.

 حضرت خديجه پاكلمنه ښځه وه،چې د با ايمانه مېړه په لټه كې وه؛نو ځكه يې پېغمبر اکرم په اړه وايي: “حضرت خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځو ده”.

 له ښځو لومړنۍ، چې پر حضرت “محمد” (ص) يې ايمان راووړ، حضرت خديجه وه.

حضرت علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: يوه مسلمانه كورنۍ هم نۀ وه؛ خو يوازې د “محمد” او خديجې كورنۍ وه، چې درېيم يې زه وم.

“ابن اثير” ليكې: “عفيف” نومې سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت، چې د درې کسيزې ټولنې عبادت خورا حيران كړ. و يې ليدل، چې پېغمبر اکرم له حضرت خديجې او علي سره په عبادت بوخت دى. هغه په دې  پېښې پوهېدانې ته د پېغمبر اکرم تره  “عباس” ته ورغى، “عباس” ورته وويل: هغه د پېغمبرۍ ادعا كوي او هغه بله يې ښځه ده او هغه درېم زما وراره علي دى. بيا يې وويل: په دې  ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نۀ وينم، چې ددې دين پلويان وي.

د حضرت خديجې د فضيلت په باب د نقل شويو روايتونو د راوړو وخت نۀ لرم؛خو غوره به وي،چې د هغو علتونو په باب په تفصيل خبرې وكړو، چې دا تاريخي پېښه يې راپېښه كړه.

د واده ظاهري او باطني لاملونه

مادي انسان،چې هر څه ته د مادياتو په سترګو ويني،او انګېري:

دا چې حضرت خديجه سوداګره او شتمنه وه؛نو د سوداګريزو چارو  د سمبالښت لپاره يې رښتيني سړي ته اړتيا درلوده او حضرت “محمد”(ص)  هم دا،چې د هغې د ژوند له وضع او اعتباره خبر و؛ نو سره له دې،چې عمرونه يې انډول نۀ وو (درويشت او څلوېښت)؛ خو بيا يې هم واده وكړ؛ خو تاريخ وايي چې: له حضرت “محمد”(ص) سره د حضرت خديجې واده د مادياتو له مخې نۀ؛ بلكې د معنوياتو پر بنسټ و، چې شاهدان يې دا دي:

1 _ کله چې د حضرت خديجې مريي “ميسره” ورته د حضرت “محمد”(ص) د سفر کيسه وكړه او كوم كرامات،چې يې ترې ليدلي وو او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو حضرت خديجې خپل مريي ته وويل: مسيره! بس دى، زما مينه دې ورسره نوره هم زياته كړه.ځه ولاړ شه! تۀ او ستا مېرمن مې ازاد كړئ او هم به درته دوه سوه درهمه،دوه اسونه او ګران بيه جامې دركړم.

حضرت خديجې چې څه له مسيره اورېدلي وو،”ورقه بن نوفل” ته [چې د عربو له پوهانو و] کيسه وكړه. ورقه بن نوفل ورته وويل: ددې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى. (61)

2 _ يوه ورځ “حضرت خديجه” په کور كې ناسته وه،چې ګردچاپېره ترې مريان او مينځې راټولې وې.په دې غونډه كې يهودي عالم هم و،چې ناڅاپه يې حضرت “محمد”(ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې.عالم له حضرت خديجې وغوښتل حضرت “محمد”(ص) څو شېبې زموږ په غونډه كې ګډون وكړي. حضرت “محمد” (ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې ورته په خپل بدن د نبوت نښه وښيي. په همدې وخت كې حضرت خديجې يهودي عالم ته وويل: كه ترونه يې پوه شول، چې تا يې وراره لټولى دى؛نو لانجه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي.

يهودي عالم ورته وويل: دا تۀ څه وايې!؟ مګر څوك حضرت “محمد”(ص) ته زيان رسولاى شي!تقدير يې نبوت او د خلكو لارښوونې ته ټاكل شوی دى.؟

 حضرت خديجې وويل: له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟ عالم: ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په “تورات”  كې لوستي، چې له نښو يې يوه دا ده، چې مور و پلار به يې مړه شي او نيكه او تره به يې روزنه  كوي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي. بيا يې حضرت خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل: بختوره به وي،چې له حضرت “محمد”(ص) سره واده كوي.(62) 

3 _”ورقه بن نوفل”،د حضرت خديجې تره،د عربو له پوهانو و، چې تل يې ويل: ((له قريشو به يو پېغمبر د خداى له لوري د خلكو لارښوونې ته راشي او د قريشو له يوې شتمې ښځې سره به واده وكړي او دا چې حضرت خديجه د قريشو شتمنه ښځه وه؛كله كله يې حضرت خديجې ته ويل: يوه ورځ به راشي،چې تۀ به د ځمكې پر مخ تر ټولو له شريف انسان سره واده وكړې. )) (63)

4 _ حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد،چې لمر پر مكې چورلي او په ورو ورو راكوز شو او پر كور يې كېناست. خپل خوب يې “ورقه بن نوفل” ته ووايه. هغه ورته تعبير كړ،چې:له ستر انسان سره به واده وكړې، چې په ټوله نړۍ كې به مشهور وي.(64)

 دا هغه پېښې دي،چې ځينو تاريخپوهانو راخېستې او په تاريخي کتابو كې  ثبت دي او ددې خبرې پخلى كوي، چې له حضرت “محمد”(ص) سره د حضرت خديجې  واده د معنوياتو له مخې و او دا بې ځايه خبره ده،چې وايي حضرت خديجې له حضرت “محمد امين”  سره د سوداګريزو چارو د سمبالولو لپاره واده كړى و.

مركه

شك نشته،چې وړانديز لومړى د حضرت خديجې له لوري و. “ابن هشام” وايي: حضرت خديجې پېغمبر اکرم ته خپله مينه ښکاره كړه: د تره زويه! دا چې تۀ په قوم كې پر “امين” مشهور يې او ټول دې پر امانت ساتنه او ښه خوى ګواهي وركوي او په خپله هم عزتمن او ستر انسان يې؛نو ډېره به خوشحاله شم كه درسره واده وكړم.حضرت “محمد”(ص) ورته وويل: په كار ده،چې په دې  باب له خپلو ترونو سره سلامشوره وكړم. (65)

خو يوه ډله نور تاريخ ليكونكي وايي چې: “نفيسه” د “عليه” لور وه، چې د حضرت خديجې پيغام يې پېغمبر اکرم ته ورساوه:” محمده! ولې د خپل ژوند د شپې تيارې د كورودانې په څراغ نۀ رڼا كوې؟ كه د ښايست، شتمنۍ،شرافت او عزت وړانديز وكړم؛نو و به يې منې؟ حضرت “محمد” ورته وويل: څوك دې په پام كې نيولې؟ هغې ورته د حضرت خديجې وړانديز وكړ. حضرت “محمد” ورته وويل: آيا هغه په دې كار خوښه ده؟ سره له دې،چې زما ژوند (عمر) ورسره ډېر توپير لري؟ “نفېسې” ورته وويل: اختيار يې زما په لاس كې دى، زه به يې راضي كړم. تۀ يو وخت وټاكه،چې د هغه وكيل  (عمرو بن اسد) له تا او ستا له ټبر سره په يو ځاى كې راټول شي او د واده مراسم پر ځاى شي.

 د خداى رسول “ابوطالب” له دې پېښې خبر كړ؛غونډه يې جوړه كړه، چې د قريشو ستر شخصيتونه پکې راټول شوي وو. لومړى “ابوطالب” د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: زما وراره “محمد بن عبدالله” كه د قريشو له هر چا سره پرتله كړئ؛نو تر ټولو غوره دى،كه څه هم له شتمنۍ بې برخې دى؛ خو مال د لاس خيرى دى،چې د چا په لاس کې نۀ پاتې كېږي؛ خو اصل او نسب پاتېدونى دى.(66)

د حضرت خديجې عمر

مشهوره ده،حضرت خديجې چې له حضرت “محمد” سره واده كاوه؛نو څلوېښت كلنه وه. له عام الفيله 15 كاله مخکې زيږېدلې وه؛خو ځينو تاريخپوهانو له دې څه كم ليكلي دي.

حضرت خديجې پخوا هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه مړونه يې مړه شوي وو، چې دا: “عتيق بن عايذ” او “ابوهاله بن بناش التميمي” وو.

له واده تر بعثته

له دې څوك نټه نه کوي، چې حضرت “محمد” ننګيالى،غښتلى او غرمټ و؛ ځكه په داسې چاپېريال كې روزل شوى و،چې له هر ډول غوغا لرې و او داسې كورنۍ يې درلوده،چې د ننګ او مېړانې بېلګه وه.

د حضرت خديجې په څېر شتمنه ښځه،چې يې په نكاح شوه او د ښه ژوند امكانات يې درلودل؛نو ايا پر مزو چړچو بوخت شو او د ډېرو ځوانانو په څېر د خپلو غرايزو په سړونې او مړونې پسې شو؟

 نۀ! په دې امكاناتو يې داسې کړلار جوړه كړه، چې د هغه معنويات يې راښوول. تاريخ ګواه دى،چې حضرت “محمد” د هوښيار او كارپوه انسان په څېر ژوند درلود. په څېره كې يې د تفكر او تدبر آثار ښکاريدل او د ټولنې له فساده بچ كېدو ته به زياتره په غره كې و او هلته يې په هستۍ، خالق او مخلوقاتو كې تفكر كاوه.

د ځوانۍ عواطف

په مكه كې يوه پېښه وشوه، چې د حضرت “محمد”(ص) انساني عواطف يې ټپي كړل،و يې ليدل،چې يو جوارګر جواري كوي او له بده مرغه په جوارۍ كې يې خپل اوښ او د  استوګنې كور يې بايلود، ان كار دې حد ته راورسېد،چې د خپل ژوند لس كاله يې هم وبيلل. دې پېښې حضرت “محمد”(ص) دومره خواشينى كړ، چې له ډېره غمه په مكه كې پاتې نۀ شو؛بلكې شاوخوا غرونو ته يې پناه يووړه او نيمه شپه كور ته راستون شو.حضرت “محمد”(ص) به ددې پېښو له ليدو خورا خواشينېده او ددې بې لارې ډلې بې عقلۍ او بې شعورۍ ته به ګوته پر غاښ و.

د حضرت خديجې كور،له حضرت “محمد”(ص) سره له واده مخکې،د بېوزليو سرپناه و او چې واده يې وكړ؛نو په ورکړه او پېرزوېنو كې يې د ذرې هومره توپير هم رانغى.

په قحطۍ او وچكالۍ كه به د حضرت “محمد”(ص) رضاعي مور “حليمه” د خپل زوى ليدو ته راتله.حضرت “محمد”(ص) به هم خپله عبا (چپنه) تر لاندې اواروله،دې راتګ به ورته وړوكتوب ورياداوه او په مينه به يې خبرو ته غوږ نيوه او د حليمې د ستنېدو پر مهال به يې ورسره تر وسې مرسته كوله.(67)

له حضرت خديجې بي بي

 د حضرت “محمد” اولاد

د اولاد زوکړه،د مېړه او ښځې ترمنځ د مينې مزي لا پسې كلكوي او د ژوند شپې يې لا نورې روښانوي. له حضرت خديجې يې شپږ اولاده درلودل،چې دوه زامن وو.مشر “قاسم” او بل “عبدالله” نومېده،چې “طاهر” او “طيب”  يې هم ورته وايه او څلور يې لوڼې وې.

 “ابن هشام” ليكي چې:مشره لور يې “رقيه” وه،ورپسې “زينب”، “ام كلثوم” او “فاطمه” وه. له حضرت خديجې بي بي د پېغمبر اکرم زامن له بعثته مخکې وفات شول؛خو لوڼو يې د پلار د نبوت پېر وكوت. ځينې وايي: د پېغمبر اکرم زامن تر دوو زيات وو. (68)

په ناوړو پېښو كې له لويې سينې كار اخستل د حضرت “محمد” عادت و؛خو له دې لويې سينې سره،د خپلو زامنو په مرګ كې يې اوښكې راتويې شوې. د “ابراهيم”  په مرګ،چې مور يې”ماريه” وه خورا خواشېنى و. په خوله يې د خداى شكر ايسته،كه څه هم د صبر بېړۍ يې د غم په سمندر كې ډوبه وه. دومره يې وژړل،چې ځينو د پېغمبر اکرم پر ژړا نيوكې وكړې. پېغمبر اکرم ورته وويل: داسې ژړا رحمت وي او بيا يې وويل: څوك، چې پر چا ونۀ لورېږي؛نو خداى به پرې ونۀ لورېږي. (69)

د پېغمبراکرم زويولي

حضرت “محمد”، حضرت “زيد بن حارث” ته د “حجر الاسود” په څنګ كې خپل زوى ووايه .”زيد” د عربو لوټ مارو له “شام” نه راتښتولى و او د مكې په بازار كې يې د حضرت خديجې پر يوه خپلوان “حكيم بن حزام” پلورلى و؛ خو څرګنده نۀ ده، چې هغه ترې حضرت خديجې څرنګه واخېست.

د “حيات محمد” ليكونكى وايي: ((حضرت “محمد” د خپلو زامنو پر مړينه خواشينى و،تسلۍ ته يې له حضرت خديجې وغوښتل،چې “زيد” واخلي.بيا رسول اکرم هغه ازاد كړ او زوى يې ورته ووايه))؛خو ډېرى ليكي: (( حضرت خديجې بي بي،چې  له حضرت “محمد”سره واده وكړ؛نو “حكيم بن حزام” هغه خپلې ترور ته وروباښه او دا،چې له  هر لوري پاك او هوښيار و؛ نو د حضرت “محمد” پرې د زوى مينه راتله؛نو حضرت خديجې هم هغه ورته  وروباښه.))

څه موده تېره شوه،چې د “زيد” اصلي پلار په پوښتنه پوښتنه ځان راورساوه او له حضرت محمده يې وغوښتل اجازه وركړي،خپلې پلرنۍ سيمې ته يې يوسي.

 حضرت “محمد” هم ورته اختيار وركړ،چې پلرنۍ سيمې ته ځي او كه پاتې كېږي. د حضرت “محمد” مينه ددې لامل وه،چې زيد له پلرنۍ سيمې تېر شي او په مكه كې پاتې شي؛نو ځكه حضرت “محمد” ازاد كړ او ورته يې خپل زوى ووايه او بيا يې “زينب” د “جحش” لور ورته نکاح كړه.(70)

د قريشو امين

 علي خپل كور ته بيايي

د وچكالۍ او قحطۍ پر كال،حضرت “محمد” هوډ وکړ له خپل تره سره مرسته وكړي؛نو ځكه له خپل بل تره “عباس” سره يې په دې باب سلا مشوره وكړه او ټولو ومنله،چې هر يو به د “ابوطالب” يو زوى له ځان سره خپل  كور ته بيايي؛ نو ځکه “عباس” “جعفر” او حضرت “محمد” “علي” له ځان سره كورو ته بوتلل.

 مشهور تاريخپوه “ابوالفرج اصفهاني” ليكي:((“عباس”،طالب))،((“حمزه”، جعفر)) او ((حضرت “محمد”،علي)) له ځان سره كورونو ته بوتلل او هماغه وخت يې وويل: ما هغه غوره کړ، چې خداى راته غوره کړى وو. )) (71)

كه څه هم ددې پېښې ظاهري بڼه دا وه،چې په وچكالۍ كې له “ابوطالب” سره مرسته وشي؛خو اصلي موخه دا وه،چې علي د حضرت “محمد” په لمن كې لوى شي.

 په دې باب حضرت علي (ک) (په نهج البلاغه کې) وايي:

((تاسې ټول له رسول اکرم سره زما له نږدې والي خبر ياست؛په خپله غېږه كې يې لوى كړم.وړوكى وم،چې خپلې سينې ته يې رانږدې كړم او زما د خوب بستره يې په خپل څنګ كې هواروله،ما به هره ورځ د هغه مبارك بوى بوياوه او هره ورځ به مې ترې خويونه زده كول.)) (72)

له بعثته مخکې

 د حضرت “محمد” دين

له زوکړې تر مړينې يې بې له “الله” تعالى د بل چا عبادت نۀ دى كړى. روزونكي يې “عبدالمطلب” او “ابوطالب” ټول موحدين وو. په ياد به مو وي،چې د “ابرهه” د فيلانو د بريد پر مهال،”عبدالمطلب” د كعبې كړۍ ونيوه  او د موحد په څېر يې له خپل خداى سره مناجات وكړ چې: (( خدايه! بې له تا هيچا ته هيله من نۀ يم.)) دغسې،”ابوطالب” به د سوکړې او وچكالۍ پر مهال خپل وراره “مصلى” ته بېوه او د هغه په مقام او منزلت به يې خداى ته قسم وركاوه،چې باران ووروي. په دې  باب “ابوطالب” مشهور  شعرونه لري،چې د تاريخ په کتابو كې راغلي دي.

 ان په خپله پېغمبر اکرم له “بحيرا” (بصري راهب) سره په كتنه كې له بوتانو كركه څرګنده كړه. هلته چې راهب حضرت “محمد” ته وويل: ستا دې پر “لات او عزى” قسم وي،چې څه درنه پوښتم،ځواب يې راكړه؛نو حضرت “محمد” په غوسه شو او ورته يې وويل: ما ته پر “لات” و “عزى” قسم مۀ راكوه،چې له عبادته يې كركجن يم.

 بيا ورته راهب وويل: نو! ستا دې پر خداى قسم وي. څه چې درنه پوښتم،ځواب يې راكړه،چې ويې ويل: سمه ده وپوښته.(73)

دا ټولې پېښې ګواه دى،چې رسول اکرم او د “عبدالمطلب” كورنۍ موحدين وو او ددې خبرې تر ټول ستر ګواه  له بعثته مخکې د پېغمبر اکرم اعتكاف دى.

 تاريخپوهان يوه خوله دي،چې حضرت “محمد” به په كال كې څو مياشتې په “حرا” غار كې عبادت كاوه.

 په دې باب حضرت علي (ک) وايي: پېغمبر اکرم هر كال د حرا غار ته ته او بې له ما به بل چا نۀ ليده. (74) ان پېغمبر اکرم هغه ورځ،چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو؛په حرا غار كې پر عبادت بوخت و.

 حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم د ژوند ددې برخې په باب وايي: حضرت “محمد”(ص)،چې له تي غوڅ شو؛نو خداى يې روزنې ته پرېښته وټاكله چې شپه و ورځ يې ورته ښه خويونه ورښوول. (75)

د قريشو امين په حرا غار كې

د حرا غار د مكې شمال ته پروت دى، چې سړى ورته په نيم ساعت كې ورخېژې. ددې غار ظاهري بڼه تورو تبځو جوړه كړې،چې د ژوند کوچني آثار هم په کې نۀ ليدل كېدل.

 حضرت “محمد” به له بعثته مخكې، زياتر هلته و او كور ته به، چې را نۀ غى؛نو حضرت خديجې به په ډاډ ويل،چې په حرا غار كې دى او چې څوك به يې ورپسې لېږه؛نو د عبادت پر حال يې ليده.

 حضرت “محمد” مخکې له دې، چې پېغمبر شي،د دوو څيزونو په باب زيات فكر كاوه:

 لومړى:د ځمكې او اسمانو په ملكوت كې په فكر بوخت و. د خداى په هر مخلوق كې يې د خداى رڼا،ځواک او علم ليده او له دې لارې يې ځان ته د غيبو پر لور دريمڅې پرانېستې.

دويم:د هغې درندې دندې په باب،چې پر اوږو يې اېښوول كېږي. د هغه وخت په فساد كې د ډوبې ټولنې سمون يې، په نظر ناشونى كار نۀ و؛خو زياتې هڅې يې غوښتې. د ټولنې فسادونه يې،چې ليدل؛نو سمون ته يې په فكر كې ډوب و،چې خلكو به بوتانو ته عبادت كاوه؛نو ډېر به خواشينى كېده او څو پر ضد مبارزې ته يې ګومارل شوى نۀ و؛نو خلكو ته يې څه نۀ ويل.

د وحې  پېل

  حضرت جبرائيل عليه السلام د خداى له لوري موظف شو، چې د پېل لپاره ورته څو آيتونه ولولي او پر ((نبوت)) يې و وياړي؛دا ورځ هماغه د “مبعث” ورځ وه، چې د دې ورځې په باب به په راتلونكې كې خبرې وكړو.

بېشکه چې له پرېښتې سره مخېدل ځانګړى تيارى غواړي. د چا روح، چې ستر او قوي نۀ وي؛نو د نبوت او پرېښتې د كتنې زغم نۀ لري.

 حضرت “محمد” دا تيارى له مخکې،په اوږدو عبادتونو،تفكر او الهي عنايت سره كړى و.

ډېرى تاريخ پوهان ليكي: له بعثته مخكې يې داسې خوبونه ليدل،چې د رڼا ورځې په څېر يې واقعيت درلود. (76)

تر څه مودې تېرېدو وروسته ورته تر ټولو خوشحاله وختونه،هماغه ګوښه توب (خلوت) او عبادت و،چې پرېښته راغله او ورته يې وويل: “اقراء”؛ يعنې ولوله؛ دا چې هغه  اُمي  و؛ نو و يې ويل: زه د لوستو وس نۀ لرم. د وحې پرېښتې ورته زور وركړ او بيا يې ترې وغوښتل:ولوله؛خو هماغه ځواب يې واورېد. پرېښتې بيا زور وركړ او دا کار درې واره تكرار شو او تر درېم ځل فشار وروسته يې احساس كړه، څه چې پرېښتې پر ډبره ليكلي،لوستاى شي او حضرت “محمد” په حقيقت كې د بشر د نېكمرغۍ كتاب ووايه، چې آيتونه او ژباړه  يې دا ده:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ= ولوله ! د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ= انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ.

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ= ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نۀ پوهېده (77)

 جبرائيل خپله دنده سرته ورسوله او پېغمبر اکرم هم د وحې تر نازليدو وروسته،د حراء له غاره راكوز شو او د حضرت خديجې كور ته راغى.(78)*

په پېل كې ددې آيتونو نزول د پېغمبر اکرم لنډه کړلار راښيي، چې د دين بنسټ يې لوستل، پوهه  او قلم كارول دي.

بيا څه وشول؟

د پېغمبر اکرم ستر روح په وحې رڼا شو. څه، چې يې له  حضرت جبرائيل امين زده كړي وو،په زړۀ كې يې وليكل. تر دې پېښې وروسته،هماغې پرېښتې ورته وويل:((محمده! تۀ د خداى استازى يې او زه جبرائيل يم.))

 كله ويل كېږي،چې دا خبره يې هله واورېده،چې له “حرا غاره” راكوز شوى و او دې دواړو پېښو سخت ډاروى و او له هغه لوري يې وېره درلوده،چې ډېره لويه دنده يې ورسپارلې ده؛ البته دا وېره تر څه ځايه طبيعي ده او د پېښې په باب د حضرت “محمد”(ص) له يقين او ډاډ سره ټکر نۀ لري؛ځكه كه روح څومره ستر او غښتلى هم وي او له غيبو سره په اړيکه كې وي؛خو بيا هم،چې انسان په لومړي ځل له داسې پرېښتې سره مخ شي،چې كله يې نۀ وي ليدلى او هغه هم د غره پر سر؛ نو وېره طبيعي څيز دى،چې وروسته دا وېره له منځه ولاړه.

وېره او ستړيا ددې لامل شوه،چې نېغ كور ته راشي. كور ته،چې راننوت؛نو كورودانه يې پر تندي پوه شوه.جريان يې ترې وپوښته. څه، چې پېښ شوي وو،ورته يې وويل. حضرت خديجې په درناوي ورته وكتل او د خير دعا يې ورته وكړه: ((خداى به دې مل شي.)) رسول اکرم احساس كړه،چې ستړى دى.حضرت خديجې ته يې وويل:((ما پټ كړه!)) پټ يې كړ او يوه شپه وېده شو.

حضرت خديجه بي بي

 “ورقه بن نوفل” ته ورځي

 په مخکې پاڼو كې مو “ورقه” وپېژانده، چې د حضرت خديجې د تره زوى او د عربو له پوهانو و، چې د “انجيل” تر لوستو وروسته مسيحي شوى و.حضرت خديجه ولاړه او دا پېښه يې ورته ټكى په ټكى وويله. ورقه ورته په ځواب كې وويل: د تره زوى دې رښتينى دى او څه،چې ورته ورپېښ شوي،د پېغمبرۍ پېل دى او هغه “سترناموس” (رسالت) پرې راكېوتى دى.

لومړني مسلمانان

 

لومړنۍ مسلمانه ښځه:

په تاريخ كې څرګنده ده،چې حضرت خديجه لومړنۍ ښځه  وه، چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او په دې  باب څوك مخالف نۀ دي. (79)*

حضرت بي بي “عايشه” وايي:(( ما به تل په دې باب زړۀ خوړ،چې ولې مې د حضرت خديجې روزګار ونۀ ليد؛له حضرت خديجې سره د پېغمبر اکرم مينې ته حيرانه وم؛ځكه پېغمبر اکرم تل يادوله،كه پسه به يې حلال كړ؛نو هرومرو يې د حضرت خديجې د دوستانو برخه پکې كوله؛يوه ورځ رسول اکرم له كوره د وتو كې و،چې حضرت خديجه يې خورا وستايله،ان خبره تر دې راورسېد،چې زما د صبر كاسه ډكه شوه او په جرات مې ورته وويل: هغه خو زړۀ وه،خداى تر هغې درته ښكلې دركړې ده!پېغمبر،چې زما خبره واورېده؛نو بده پرې ولګېده؛سور شين شو او ويې ويل: نۀ ! هېڅكله داسې نۀ ده …. خداى تر هغې ښه راته نۀ ده راكړې، هغه مهال يې پر ما ايمان راووړ،چې ټول مشركان او كافران وو، په تنګسه كې يې راته خپله ټوله شتمني راكړه او خداى له هغې راته اولاد راكړ، چې له بلې يوې يې هم رانۀ کړ.)) (80)

ددې خبرې دويم ګواه هماغه د وحې د نزول ورځ ده. پېغمبر اکرم(ص)،  چې له غاره راكوز شو؛نو نېغ كور ته راغى او حضرت خديجې بي بي ته يې كيسه وكړه،چې تر كيسې وروسته پرې حضرت خديجې ايمان راووړ. پردې سربېره يې له بېلابېلو پاليانو او عالمانو د خپل مېړه د نبوت په باب اورېدلي وو. دا خبرې او د حضرت “محمد” (ص) صداقت او رښتينولي ددې لاملونه وو، چې له دې “هاشمي” ځوان سره واده وكړي.

لومړى مسلمان نارينه

ټول سُني او شيعه عالمان يوه خوله دي،چې علي(ک) په نارينه وو كې لومړى تن و،چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ.

 حضرت علي (نهج البلاغه:قاصعه” خطبه) په دې باب وايي:

(( په هغه وخت كې يوه كور ته اسلام هم نۀ و راغلى؛خو د رسول اکرم او خديجې كور ته،چې درېيم يې زه وم،د وحې او رسالت رڼا مې كتله او د نبوت بوى مې بوياوه.)) (81)

له پېغمبر اکرم (ص) سره

د حضرت خديجې او  حضرت علي لمونځ

((“ابن اثير” په “اسدالغابه”))،((“ابن حجر” په “الاصابه”)) او نور تاريخ پوهان د “عفيف كندي” په ترجمه كې  لاندې  كيسه له هغه رانقلوي او وايي: د جاهليت پر مهال مکې ته راغلم،چې د عباس بن عبدالمطلب مېلمه شوم، موږ دواړه د كعبې په خوا كې وو،چې يو سړى راغى او كعبې ته ودرېد.څو شېبې وروسته يوه ښځه راغله،چې ورپسې ودرېده او ورپسې يو هلك راغى،چې هغه  هم ودرېد؛كتل مې چې دوى دواړه د هغه سړي په پليون ركوع او سجدې ته ولاړل.دې پېښې حيران كړم او “عباس” مې وپوښته، راته يې وويل:هغه سړى”محمد بن عبدالله” دى او هغه هلك يې د تره زوى دى او هغه ښځه،چې يې شاته ولاړه ده،د “محمد” مېرمن ده. بيا يې راته وويل:وراره مې وايي:((يوه ورځ به راشي،چې د “كسرى” او “قيصر” د خزانو خاوند به شي))؛خو پر خداى قسم،چې پردې ځمكه بې له دې درېو تنو،ددې دين،بل څوك پلويان  نشته.

 بيا راوي وايي: هيله مې وكړه، چې كاشكې زه يې څلورم واى.

پټه بلنه – د خپلوانو بلنه

 پېغمبر اکرم درې كاله پټه بلنه كوله. په دې وخت كې يې عامو خلكو ته توجه و نۀ کړه؛بلكې ځان جوړونه يې وكړه.د وخت غوښتنه وه،چې بلنه ښكاره نۀ کړي؛بلكې په پټو اړيکو يې خلك رابلل او له دې لارې يې څو تنه توحيد ته راوبلل،چې تاريخ يې نومونه داسې راوړي دي:

“حضرت خديجه”،حضرت”علي بن ابى طالب”،حضرت”زيد بن حارثه”،حضرت “زبير بن عوام”،حضرت”عبدالرحمان بن عوف”،حضرت”سعد بن ابي وقاص”،حضرت”طلحه بن عبيدالله”،حضرت “ابوعبيده جراح”، حضرت “ابوسلمه”،حضرت “ارقم بن ابي الارقم”،حضرت “قدامه بن مظعون”، حضرت “عبدالله  بن مظعون”،حضرت “عبيده بن حارث”، حضرت “سعيد بن زيد”،حضرت “خباب بن ارث”،حضرت “ابوبكر بن ابي قحافه” او حضرت “عثمان بن عفان”.(رضى الله عنهم) (82)

دا درې كاله، چې د ځان جوړونې پړاو و،پېغمبر اکرم به له خپلو يارانو سره د مكې د شاوخوا درو ته ته او د قريشو له سترګو پناه او لرې يې لمونځ كاوه. يوه ورځ يې لمونځ كاوه،چې چا پرې نيوكه وكړه او و يې رټل، چې پايله يې د پېغمبر اکرم د يارانو او مشركانو لنډ شانته نښته وه، چې په دې نښته كې حضرت “سعد بن ابى وقاص” يو مشرك ټپي كړ.(83)؛نو ځكه رسول اکرم تر دې وروسته د “ارقم” كور د عبادت ځاى وټاكه او له دې كوره يې خپل تبليغ او عبادت پېل كړ،چې د دښمنانو له سترګو پناه وي. حضرت”عمار ياسر” او “صهيب بن نسان” (رضى الله عنهما) له هغو كسانو دي،چې په دې كور كې يې ايمان راووړ.(84)*

د اسلام  پېغمبر پوره درې كاله بې بيړې،په پټه خلك اسلام ته رابلل. څوك چې يې د فكر او استعداد له پلوه مناسب ليده؛ نو دين ته يې راباله. د قريشو مشرانو په دې درېو كالو كې ان د ذرې هومره كار هم له رسول اکرم سره نۀ درلود او درناوۍ يې كاوه او پېغمبر اکرم يې هم په دې درېو كالو كې ان کوچنۍ ښکاره نيوكه پر بوتانو ونۀ کړه؛بلكې په دې درېو كالو كې يې يوازې له څو ځانګړو روښانزړيو سره تماس درلود؛خو چې خصوصي (خپلوانو ته بلنه) او عمومي بلنې،پر بوتانو او پر نا انساني چارو يې نيوكې پېل شوې؛نو له هماغې ورځې،قريشو هم بډې ووهلې؛يعنې ښكاره مخالفتونه او مبارزه پېل شوه.

پېغمبر اکرم په لومړي ځل په ډاګه خپلوان دين ته راوبلل او بيا يې عمومي بلنه پېل كړه او هر څوك په دې قانع دي، چې د قوي او ژورو سمونو د راوستو او د خلكو د ژوند بهير اړولو ته،له هر څه د مخه، دوو مضبوطو ځواکونو ته اړتيا ده:

1 _ د بيان قوه،چې ويونكى په ښه توګه حقايق بيان كړای شي او خپل شخصي افكار او څه،چې ورته وحې شوې وي،خلكو ته ورسوي.

 2 _ دفاعي قوه،چې د خطر په وختو كې د دښمن د بريد مخه ونيسي او كه دا دوه قوتونه يې نۀ درلوداى؛ نو د هر مصلح د بلنې وړانګې به په هماغه لومړيو ورځو كې مړې شي.

د پېغمبر اکرم بيان د كمال حد ته رسېدلى و؛په كلام كې يې ښه فصاحت او بلاغت  درلود؛خو د بلنې په لومړيو كې يې دفاعي قوت نۀ درلود؛ځكه په دې درېو كالو كې يې څلوېښت كسان اسلام ته راوبلل او طبيعي ده،چې دوى د پېغمبر اکرم دفاع نۀ شوه كولاى؛ نو ځكه د اسلام مشر د دفاعي ليكې او مركزي هستى جوړولو ته،ترعمومي بلنې دمخه، خپلوان اسلام ته راوبلل او په دې كار يې دفاعي ليكه جوړه كړه.

 لږ تر لږه ددې بلنې ګټه دا وه،چې كه فرضاً د كورنۍ غړيو يې دين نۀ وي منلى؛خو د قومي او خپلوۍ د تعصباتو له لارې به د پېغمبر اکرم شاته ولاړ وو او بله ګټه يې دا وه،چې بلنې د قوم پر څو مشرانو اغېزه وكړه او هغوى نور وګړي هم اسلام  ته راوبلل.

خداى تعالى د خپلوانو د بلنې په باب وويل:((وانذر عشيرتك الاقربين= خپلوان دې له الهي عذابه ووېروه.)) او د عمومي بلنې په باب يې ورته وويل:((د څه په باب،چې مامور يې،ښكاره يې كړه،له مشركانو ډډه وكړه،چې موږ دې د دښمنانو له شره  وساتو.)) (85)*

د خپلوانو بلندود

د خپلوانو د بلنې دود يې ډېر په زړۀ پورې و. له داسې حقيقته يې پکې پردې اوچتې كړې،چې خلکو ته يې رازونه وروسته معلوم شول.

مفسران د”وانذرعشيرتك الاقربين”د آيت د تفسير په باب او هم  تاريخپوهان په يوه خوله ليكي چې: خداى ورته دنده وركړه،چې خپلوان دې دين ته راوبله.

 پېغمبر اکرم د ټولو اړخونو په پامنيوي سره “علي بن ابيطالب” ته، چې په هغو ورځو كې ديارلس كلن و، امر وكړ،چې ډوډۍ وكړي،چې په کې شيدې هم وي. بيا يې د بني هاشمو پينځه څلوېښت تنه راوغوښتل، چې ورته پټ راز ووايي؛خو متاسفانه تر ډوډۍ وروسته د پېغمبر اکرم يو تره (ابولهب) په خپلو بې بنسټو خبرو د مجلس فضا د پېغمبر اکرم د خبرې د طرحو پر خلاف  خړه پړه کړه او پېغمبر خپله خبره و نۀ  كړاى شوه. پېغمبر اکرم هوډ وکړ، چې دا خبره سبا ته وساتي؛نو بيا يې ډوډۍ وكړه او تر ډوډۍ وروسته يې د خپل ټبر مشرانو ته مخ كړ او خبرې يې د خداى د وحدانيت په اعتراف پېل كړې او ويې ويل:(( په رښتيا،چې د يوې ډلې لارښوونكى خپلو كسانو ته دروغ نۀ وايي. پر هغه خداى،چې بې له هغه بل خداى نشته! زه د هغه له لوري تاسې او ټولې نړۍ ته رالېږل شوى يم.

زما خپلوانو! تاسې به د خوب په څېر مړه شئ او د ويښو په څېر به را ژوندي شئ او د خپلو كړنو به جزا ووينئ او جنت تل نېكانو ته دى او دوزخ يې هم تل دى.(86)* چا هم خپلوانو ته داسې څيز نۀ دى راوړى؛ لكه ما چې راوړى؛ما تاسې ته د دنيا او اخرت خير راوړى،خداى راته امر كړى، چې تاسى ور وبلم. په تاسې كې به څوك زما ملاتړ شي، چې په تاسې كې يې خپل وزير او ځايناستى كړم.))

 د حضرت “محمد” (ص) خبرې چې دې ځاى ته راورسېدې؛ نو پر ټولو چوپه چوپتيا شوه. په همدې وخت كې پينځلس كلن و حضرت علي د مجلس چوپتيا ماته كړه او په ډاډه غږ يې وويل:(( رسول اکرمه! زه به دې ملاتړ شم.)) پېغمبر اکرم ورته وويل:كېنه ! او بيا يې خپله خبره درې ځل وويله ،چې بې له هغه پينځلس كلن ځوانه،هېچا ځواب ور نۀ کړ. پېغمبر اکرم بيا خپلوانو ته وويل:(( خلكو! دا ځوان،په تاسى كې زما ځايناستى او وزير دى! خبرو ته يې غوږ ونيسئ او پليون يې وكړئ.))

 مجلس پاى شو او په مجلس كې ناستو كسانو په ملنډو “ابوطالب”  ته وويل: “محمد” درته امر وكړ،چې د خپل زوى به منې او ورپسې به ځې، هغه يې تر  تا ستر كړ! (87)*

يادونه:ددې حديث پر سموالي بې له “ابن تيميه” نور ټول مفسرين او تاريخپوهان يوه خوله دي.

عمومي بلنه

له بعثته درې كاله تېر شوي وو،چې پېغمبر اکرم د خپلوانو تر بلنې وروسته،پر عمومي بلنې لاس پورې كړ. پېغمبر اکرم په درېو كالو كې د خصوصي اړيکو له  لارې ځينې د خداى دين ته رابللي وو؛خو دا ځل يې په ډاډه زړۀ،عام خلك اسلام ته راوبلل.يوه ورځ د “صفا” غونډۍ په څنګ كې پر لويه تيږه ودرېد او په لوړ غږ يې وويل:(( ياصباحاه))! (عرب دا ټكى د خطرناكو اووحشتناكو خبرو پېلولو ته كاروي.) خلك ترې راټول شول او ورته يې وويل:((خلكو! كه درته ووايم د دې غره شاته مو دښمنان پراته دي او غواړي ټول ووژني؛نو آيا زما پر خبره به باور وكړئ؟ )) ټولو ورته وويل: هو! ځكه موږ په ټول عمر كې له تا دروغ نۀ دي اورېدلي! بيا يې وويل:

((قريشو! ځان له اوره وساتئ! زه د خداى پر وړاندې تاسې ته هېڅ كار نۀ شم كړاى،زه تاسې له دردوونكي عذابه وېروم. زما مثال د هغه ساتونكي په څېر دى،چې د خپل قوم د ساتلو لپاره قوم ته رامنډه كړي او د ((يا صباحا)) په ويلو يې له دې خطره خبر كړي.)) (88)

په دې وخت كې “ابولهب” راغى او ورته يې وويل: پر تا دې افسوس وي ! چې دې خبرو ته دې راټول كړي وو؟ 

بيا خلك ټول خپاره شول.(89)

د موخې په لار كې زغم

د هر چا د بري راز په دوو څيزونو كې دى:

لومړى: پر موخه ايمان درلودل.

دويم: په موخې ته رسېدو کې زغم او كوښښ.

 ايمان هماغه باطني محرك دى،چې که انسان وغواړي يا و نۀ غواړي؛د خپلې موخې پر لور يې ور روانوي او ستونزې يې په نظر كې اسانوي؛شپه و ورځ يې خپلې موخې رسېدو ته هڅوي؛ ځكه كه چا ايمان درلود،چې نېكمرغي په يوه ټاکلې موخه كې ده؛نو د ايمان قوت يې په زوره (له ټولو ستونزو سره) د خپلې موخې پر لور وركاږي. د ساري په ډول: يو ناروغ،چې ايمان لري،ترخه درمل به يې روغ كړي؛نو په اسانۍ يې خوري.

قرآن شريف هم دا خبره کړې،چې د بري راز پر موخه ايمان درلودل دي او هم موخې رسېدو ته زغم لازم دى.

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ= په حقيقت كې هغوى، چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پر هغوى پرېښتې را كوزېږي (او ورته وايي) چې: (( مۀ وېرېږئ او مۀ خپه كېږئ او پر تاسې دې د هغه جنت زېرى وي، چې درسره يې وعده  کېدله!( فصلت/30)

د پېغمبر اکرم

 زغم او لويه سينه

تر عمومي بلنې مخکې، د پېغمبر اکرم خصوصي اړيکو او تر عمومي بلنې وروستې، ناستومانو هلو ځلو د بوت لمانځيو او كفارو پر وړاندې د مسلمانانو قوي او منظمې ليكې رامنځ ته كړې؛نو ځكه د مکې د كفارو په ناستو كې هم د خطر زنګ ووهل شو،چې بايد وويل شي، چې قريشو ته د يوه نوي خوځښت ځپل او له منځه وړل  سخته چار نۀ وه؛ خو د قريشو وېره له دې وه،چې د دې خوځښت غړي له يوه ټبره نۀ؛بلكې له بېلابېلو ټبرونو وو؛ځكه يې غوڅ هوډ نۀ شو کولاى.

د قريشو مشرانو تر سلا مشورې وروسته هوډ وکړ، چې د دې غورځنګ بنسټ او بنسټګر په بېلابېلو وسايلو له منځه يوسي؛كله يې ورته رنګارنګه غوړې وعدې وركولې،چې كېداى شي،له خپلې خبرې لاس واخلي او يا دا چې په مرګ يې ګواښه او دا د قريشو لس كلنه کړلار وه،چې بالاخره يې هوډ يې وکړ پېغمبراکرم ووژني؛ خو مدينې ته په هجرت يې دا نقشه خاورې ايرې شوه.

 په هغو ورځو كې “ابوطالب” د “بني هاشمو” د ټبر مشر، د پاك زړۀ، لوړ همت او پراخې سينې خاوند و، چې كور يې د بېوزليو او يتيمانو (پلار مړيو) سرپناه و؛هغه پردې سربېره،چې د مكې رئيس او د کعبې د ځينو چارو مسوول و ،په خپله يې هم د خلكو په زړۀ كې خورا لوړ ځاى درلود او دا،چې د پېغمبراکرم پالندوی هم و؛نو د قريشو نور مشران [چې “ابن هشام” يې نومونه راوړي دي]،كور ته ورغلل او ورته يې وويل:((وراره دې زموږ خدايانو ته كنځل كوي او دين مو په بده يادوي،زموږ پر عقيدې خاندي،پلرونو ته مو بې لارې وايي؛نو يا يې پوه كړه،چې له دې كارو لاس واخلي او يا داچې تۀ يې ملاتړ مۀ کوه او موږ ته يې راوسپاره. (90)

“ابوطالب” ورسره په ځانګړي تدبير خبرې وكړې او هغوى يې نرم كړل؛خو د اسلام د لمر وړانګې ورځ پر ورځ خپرېدې،چې په دې خپرېدو كې ورسره د پېغمبر اکرم فصاحت او د قرآن جذابيت ډېره مرسته كوله.

 حضرت “محمد” (ص) به په تېره بيا په حرامو مياشتو كې تبليغ كاوه،چې مكه له هر ډول بريده خوندي وي. همدا چې د مكې فرعونان پوه شول حضرت “محمد” (ص) د بېلابېلو ټبرونو د خلكو په زړونو كې ځاى نيولى او ډېر يې پلوي شوي؛نو بيا يې هوډ وکړ د پېغمبراکرم يوازېني ملاتړى (ابوطالب) ته ورشي او دا خبره ورسره سپينه کړي؛نو “ابوطالب” ته ورغلل او ورته يې وويل:(( ابوطالبه! تۀ د شرف او عمر له پلوه پر موږ لوړ يې؛خو موږ مخکې هم درته ويلي وو، چې وراره دې له دې چارو منع كړه؛ خو تا زموږ خبره و نۀ منله او اوس زموږ د صبر كاسه ډكه شوې؛نور يې موږ نۀ شو زغملاى، چې په خدايانو پسې مو سپکې سپورې ووايي،موږ بې عقله او عقايد مو پوچ وبولي؛نو تۀ چې يې ملاتړ يې؛ نو پکار ده، له خپلو چارو يې منع كړې،که نۀ؛نو له تا او هغه سره به مو اوبه خړې شي.))

د پېغمبر اکرم يوازېنى ملاتړ پردې خبره رسېدلى و، چې د هغه پر وړاندې،چې دين يې له خطر سره مخ شوى،په سړه سينه خبرې وكړي؛ نو د همدې خبرې رسونې ته يې وويل: (( زه به مو خبرې “محمد” ته ورسوم.))

 البته دا ډول ځواب وركول،يوازې د هغوى د غوسې پر اور اوبه تويول وو، چې بيا وروسته ورته  حل را پيدا كړي.

د ټبر مشران چې ولاړل؛نو له وراره سره يې وليدل او د مشركانو خبرې يې ورته وکړې او دا،چې “محمد”(ص) وازمېيي، څومره پر خپله موخه ايمان لري؛نو د ځواب په تمه شول، چې پېغمبر اکرم ورته تاريخي ځواب ورکړ:

((كاكاجانه! پر خداى قسم، كه لمر مې په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې كېږدي،چې له خپل تبليغه لاس واخلم؛نو هېڅكله به دا كار و نۀ کړم، په خپلې موخې پسې به هغې ځم  تر څو پر ستونزو برلاس او بريالى شم او يا خپل سر و بايلم.))

 د پېغمبر اکرم په سترګو کې پر خپلې موخې د ايمان اوښكې راټولې شوې او د تره له كوره ووت. پر موخه ايمان درلودلو او په زړۀ پورې ځواب يې پر “ابوطالب” اغېز وكړ او د ټولو خطرونو په زغملو يې وويل:(( وراره! پر خداى، چې يوه شېبه به دې هم له ملاتړه لاس وانۀ خلم؛ تكړه شه او خپله دنده سرته ورسوه! )) (91)

ابوطالب ته د قريشو درېم ځل ورتلل

د اسلام ورځ پر ورځ خپرېدل،”قريش” په چورت كې كړي وو او د چارې په لټه كې وو؛بيا سره راټول شول او ويې ويل: “ابوطالب”؛ځكه د “محمد” ملاتړ دى،چې ورته يې خپل زوى ويلى؛نو راځئ ښکلی ځوان ورته بوځو او ورته ووايو:راشه دې ځوان ته زوى ووايه؛نو “عماره بن وليد بن مغيره” يې ورته بوت او خپلې ګيلې او ګواښونه يې پېل كړل او ويې ويل:(( د “محمد” له ملاتړه لاس واخله او د وليد زوى ته خپل زوى ووايه، چې ښكلى، شاعر او په خبره پوه دى.))

 حال دا چې د “ابوطالب” په رګونو كې د غيرت وينه خوټېده، په لوړ غږ يې وويل:((ناوړه چلن راسره كوئ! تاسې خپل زوى راكوئ، چې په لمن كې يې وساتم او د خپل ځيګر ټوټه دركړم، چې ويې وژنئ؟! پر خداى قسم، چې دا كار به هېڅكله و نۀ شي.)) (92)

“مطعم بن عدى” راپاڅېد او ويې ويل: د قريشو وړانديز خو منصفانه و! تۀ يې هسې نۀ منې!

“ابوطالب”: د انصاف خبره دې ونۀ کړه! ثابته ده،چې تۀ مې ذلت غواړې او “قريش” په ما پسې راپاڅوې.ځه! لاس دې خلاص او توره دې تېره ! څه، چې دې  له لاسه كېږي،و يې كړه.

قريش پېغمبر اکرم ته غوړه ژمنه وركوي

“قريش” پوه شول،چي “ابوطالب” نۀ شي راضي کولاى،كه څه هم هغه خپل اسلام نۀ ښيي؛خو د زړۀ له كومې له حضرت “محمد” (ص) سره مينه لري؛نو هوډ يې وکړ، چې پېغمبر اکرم ته د مقام،منصب،ډاليو او ښکلو ښځو ژمنه وركړي.ګوره که دا ځل په دې خبرو له خپلې بلنې لاس واخلي؛بيا د “ابوطالب” كور ته ورغلل،چې وراره يې په څنګ كې ناست و.

 استازي يې خبرې پېل كړې:((ابوطالبه! “محمد” راكې درز اچولې، زموږ پر عقلونو يې وخندل،په موږ او خدايانو پورې يې ملنډې وكړې؛نو كه دا کار مال ته كوي،چې مال دركړو او كه منصب ته يې كوي؛نو منصب به وركړو او خپل واكمن به يې كړو. خبرې ته يې غوږ ږدو او كه ناروغ شو؛ نو درملنه يې كوو….))

“ابوطالب” پېغمبر اکرم ته وويل:(( د قوم مشران راغلي،چې په بوتانو پسې يې نورې سپکې سپورې ونۀ  وايې، چې درنه  لاس واخلي.))

پېغمبر اکرم خپل تره ته وويل:(( زه ترې هېڅ نۀ غواړم! هغوى دومره وړانديزونه وكړل؛خو زه به ورته يو وړانديز وكړم؛كه و يې مانه؛ نو پر عربو به حكومت وكړي او ناعرب به مو هم پلويان شي.))

 په دې وخت كې “ابوجهل” را ودانګل او ويې ويل: (( چمتو يو، لس خبرې دې ومنو.))

پېغمبر اکرم:((وړانديز مې دادى،چې د خداى پر يووالي اعتراف او ګواهي وركړئ.))

 د پېغمبر اکرم دا خبره اوبه وې،چې پر تمو يې واړول شوې؛غلي شول او د يوه له خولې هم له هيبته سپڼ را ونۀ ووت او ټولو په ترهورتيا وويل: (( 360 خدايان پرېږدو او يو خداى دې ومنو!!))

قريش نهيلې او په غوسه له كوره ووتل.

 د ص سورت (4-7 ) آيتونه د همدې پېښې په باب نازل شوي دي.(93)*

 وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ= او(مشرکانو) تعجب وكړ، چې خپل يو سړى يې خبروونكى راغلى او كافرانو وويل: (( چې دا يو دروغجن كوډګر دى،

أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ= ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) كړى دى، په رښتيا دا (له ډېرو معبودانو يو جوړول، چې نور معبودان پرېږدئ او د يوه الله عبادت وكړئ) ډېر عجيبه څيز دى!.))

وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ= او مشران يې په بيړه (له غونډې) ووتل (او ويي ويل چې:) “ځئ او د خپلو معبودانو( پر لمانځنې) ټينګ اوسئ، بېشكه دا يو شى دى،چې غوښتي يې دي (تاسې بې لارې كړي).

مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ=(بل خوا) موږ دا (مطلب) په وروستي دين (عيسوى)كې (هم) نۀ دى اورېدلى، دا (ادعا) بې له ځانه جوړشويو دروغو بل څه نۀ ده.  (94)

د قريشو د كړونو بېلګه

له هغه ورځې،چې پېغمبر اکرم د چوپتيا پردې وشلولې او خپل تاريخي ځواب يې وركړ؛نو “قريش” يې له هر ډول وړانديزه نهيلي كړل،چې دې ځواب د پېغمبر اکرم د ژوند نوى څپرکى پرانست؛ ځكه تر هغه ورځې پورې،قريشو په ټولو كړنو كې د پېغمبر اکرم احترام ساته؛خو چې وړانديزونه يې خاورې ايرې شول؛نو ناچار شول كړنلار بدله كړي او په هره بيه، چې وي،د اسلام د خپرېدو مخه ونيسي؛نو راټول شول او هوډ يې وکړ پر كنځلو،ځورولو، ډارولو او ګواښ د پېغمبر اکرم مخه ونيسي.

 له پېغمبر اکرم سره پر دننني،روحي او معنوي لامل سربېره،باندينى مرستندوى؛”بني هاشم” وو،چې په سر كې يې “ابوطالب” و؛ځكه له كله چې “ابوطالب” خبر شو قريشو هوډ کړى وراره يې وځوروي؛نو ټول “بني هاشم” يې راغونډ كړل او ترې يې وغوښتل  د حضرت “محمد” (ص) ملاتړ شئ.

 ځينو د ايمان او ځينو د خپلوۍ له پلوه له د حضرت “محمد”(ص) ملاتړ اعلان كړ. يوازې “ابولهب” او دوه تنه نورو،چې نومونه يې د پېغمبر اکرم د دښمنانو په ليكه كې راځي، د پېغمبر اکرم ملاتړ ونۀ کړ؛خو دې دفاعي ليكې،پېغمبر اکرم له ځينو ناوړو پېښو و نۀ ساتلاى شو؛ ځكه په هر ځاى كې يې، چې پېغمبر اکرم ليده؛نو ځوراوه يې.

 د بېلګې په توګه:

1 _  يوه ورځ “ابوجهل” پېغمبر اکرم په “صفا” كې وليد،كنځل او ستغې سپورې يې ورته وويلې او ويې ځوراوه. رسول اکرم ورته هېڅ و نۀ ويل او خپله لار يې ونيوه. “ابوجهل” هم د کعبې تر څنګ د قريشو غونډې ته ور روان شو. دا مهال “حمزه” د پېغمبر اکرم تره [چې رضاعي ورور يې هم كېده او خپله لينده يې  پراوږه اچولې وه] له ښكاره راستون شوى و؛عادت يې دا و، چې له ښكاره د راستنېدو پر مهال،مخکې له دې،چې خپل زامن او كورنۍ وويني،د کعبې طواف ته به ته او بيا يې د کعبې شاوخوا ته پر ناستو قريشو سلام اچاوه؛نو پر هماغه ورځ چې تر دې مراسمو وروسته كور ته روان و،د “عبدالله بن جدعان” مور يې مخې ته راغله ، ورته يې وويل :((“حمزه” ! كاشکې دلته څو شېبې مخكې واى او څه، چې ما پر سترګو ليدلي وو،تا هم ليدلي واى؛وراره ته دې “ابوجهل” كنځل وكړې او ويې وځوراوه!!!))

 د مينځې خبرو پر “حمزه” ډېر اغېز وكړ او بې له دې، چې د كار پايله وسنجوي،هوډ يې وکړ له “ابوجهله” د وراره غچ واخلي؛نو بېرته راوګرځېد او په “ابوجهل” پسې ولاړ او “ابوجهل”،چې دکعبې تر څنګ،د قريشو په غونډه كې ناست و،په خپله لينده پر سر وواهه او سر يې ورمات كړ او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل:(( تۀ پېغمبر اکرم ته كنځل كوې! ما پرې ايمان راوړى او پر كومه لار،چې ځي،زه هم پرې روان يم، كه مېړه يې؛ نو راسره يې ګز كړه!))

 دا مهال د “بني مخدوم” د ټبر څو تنه د “ابوجهل” په پلوۍ راپاڅېدل؛ خو “ابوجهل” موقع پوه و او نۀ يې غوښتل جګړه وشي؛نو ويې ويل:(( ما له “محمد”سره بد چلن كړى و او “حمزه” حق لري له ما خپه شي.)) (95)

دا پېښه ددې ګواه ده،چې “حمزه”،چې وروسته بيا د اسلام له سترو سردارانو شو،د پېغمبر اکرم په ساتنه او ملاتړ او د پېغمبر اکرم د ګوند په پياوړتيا كې ستره ونډه درلوده.

“ابن اثير” (کامل: ٣/٥٩) ليكي:(( قريشو د اسلام د پرمختګ لوى لامل “حمزه” ګاڼه؛نو ځكه د نورو دسيسو په فكر كې شول))،چې وروسته به وويل شي.

“ابوجهل” رسول اکرم ته په څوکې کېدل

د اسلام پر مختګ “قريش” خورا وارخطا كړي وو. داسې ورځ به نۀ وه، چې داسې خبر يې نۀ اورېده،چې نن د پلاني ټبر بل هم مسلمان يا مسلمانه شوه؛نو ځكه په زړونو كې يې دغوسې لمبې بلې وې.

 د مكې فرعون (ابوجهل) يوه ورځ د قريشو په غونډه كې وويل:

(( قريشو! ګورئ، چې “محمد” زموږ په دين، پلرونو او خدايانو پسې سپکې وايي او موږ بې عقله ګڼي. پر خداى قسم ! سبا به “محمد” څارم او لويه تيږه به له ځان سره اخلم او،چې جومات ته ولاړ؛ نو سر يې پرې ماتوم.))

 د هماغې ورځې پر سبا،چې پېغمبر اکرم “”مسجدالحرام”” ته راننووت او د “ركن يماني” او “حجرالاسود” په منځ كې لمانځه ته ودرېد؛نو ځينې “قريش” چې د “ابوجهل” له نقشې خبر وو، په فكر كې وو، چې “ابوجهل” به په خپله هڅه كې كاميابېږي او كه نۀ؟ پېغمبر اکرم سجدې ته ولاړ او “ابوجهل” ورنږدې شو،چي زړۀ ته يې وېره راغله او په رپېدو او وېره قريشو ته راستون شو. ټول يې مخې ته راغلل او ويې ويل: ابوجهله! څه چل وشو؟ “ابوجهل” په لړزنده غږ وويل:(( وېره مې زړۀ ته راولوېده،چې كله هم نۀ وه رالوېدلې؛نو ځكه له خپل هوډه پر شا شوم.)) (96)

په دې كې شك نشته،چې د “ابوجهل” په زړۀ كې غيبي قوتونو وېره اچولې وه او پاک خداى خپل استازى د ملنډو وهوونکيو له شره وژغوره. “انا كفيناك المستهزئين”.

د پېغمبر اکرم د كړاوونو بېلګې هم په تاريخ كې ثبت دي، چې يوه يې دا ده:

يوه ورځ پېغمبر اکرم طواف كاوه،چې “عقبه بن ابى معيط” وکانځه، د پېغمبر اکرم پګړۍ يې ورته په غاړه كې واچوله او له جوماته يې راوايست،چې بيا ځينو د بني هاشمو له وېرې ترې خلاص كړ.(97)

پېغمبر اکرم خپل تره؛”ابولهب” او ښځې يې؛”ام جميل” خورا ځورولى دى.پېغمبر اکرم په ګاونډ كې يې و. هغوى به هر ډول سره او چټلي، پر پېغمبر اکرم اچوله. يوه ورځ “ابولهب” پرې “د پسه لرى” واچاوه او كار تردې و رسېد، چې “حمزه” په غچ کې هماغه كار پر “ابولهب” وكړ.

د مسلمانانو كړول

د بعثت په سر كې،د ځينو لاملونو له امله،اسلام پرمختګ وكړ،چې يو يې هم د پېغمبر اکرم او يارانو او پلويانو زغم او استقامت و. تاسې په تېرو مخونو كې د مسلمانانو استقامت ولوست.د پېغمبر اکرم د يارانو زغم هم په مكه كې (،چې د شرك او بوت لمانځى د حكومت مركز و) د پام وړ دى،[چې په دې باب به تر هجرت وروسته څپرکيو كې بحث وكړو]. اوس د څو تنو پر ژوند رڼا اچوو،چې د مكې په بې پناه چاپېريال كې اوسېدل او يا يې مكه له كړاوونو  پرېښې وه.

1 _ حضرت بلال حبشي (رض):

مور و پلار يې له “حبشې”،”جزيرة العرب” ته اسيران راوستل شوي وو.  حضرت”بلال”،چې بيا د خداى د استازي موذن شو، د “اميه بن خلف” مريى و. “اميه” د پېغمبر اکرم سخت دښمن و او دا چې د پېغمبر اکرم ټبر د پېغمبر اکرم دفاع ته ملاتړلې وه؛ نو زور يې پرې نۀ رسېده؛ نو “اميه” د غچ لپاره،مسلمان شوى مريى، د خلكو په مخ كې، په سره اوړي كې سوځنده لمر لاندې پر سرو شګو بربنډ اچاوه او پر سينه يې ورته لوى ګټ کېښووه او پر شنو لښتو يې واهه او ورته ويل يې:(( دومره به دې ووهم، چې ساه دې ووځي او هله به دې پرېږدم،چې د “محمد” د خداى له عبادته لاس واخلې او بيا د “لات” او “عزى” عبادت پېل كړې.))

خو  حضرت”بلال” د ټولو خبرو ځواب په دوو ټكيو (،چې پراخه سينه او زغم يې راښيي) وركاوه او ويل يې: (( احد، احد؛ يعنې خداى يو دى او كله به هم بوت لمانځنې ته ور و نۀ ګرځم. ))

 د دې تور مريي زغم او استقامت ټول حيران كړي وو،تردې چې “ورقه بن نوفل” يې پر بدحال وژړل او “اميه” ته يې وويل:(( پر خداى قسم! كه په دې وضع مو وواژه؛نو له قبره به يې زيارت جوړ كړم.)) (98)

كله به “اميه” تردې هم زيات ظالم شو او د  حضرت”بلال” په ورمېږ كې به يې پړى واچاوه او ماشومانو ته به يې ويل،چې په كوڅو كې يې راكاږئ.(99)

د اسلام په لومړۍ غزا (بدر) كې، “اميه” او زوى يې مسلمانانو ونيول ، ځيني د “اميه” په وژنې ناخوښه وو؛خو  حضرت”بلال” وويل:((هغه د كفر مشر دى، چې بايد ووژل شي))، چې بالاخره د خپلو كړنو سزا وركړ شوه.

2 _ حضرت عمار ياسر او مور و پلار يې:

 مور و پلار يې په لومړيو كې اسلام راووړ. هغه مهال يې ايمان راووړ، چې پېغمبر اکرم د  حضرت”ارقم بن ابى الارقم”(رض) په كور كې و،چې مشركان يې پر اسلام راوړو خبر شول؛نو چې څومره يې له لاسه كېدل، ظلمونه يې پرې وكړل. (100)

مشركانو به دا درې تنه په سخته ګرمۍ كې له خپل كوره راايستل او لمر ته يې درول،چې د ډېر ظلم او تېري له امله حضرت “ياسر” شهيد شو. يوه ورځ  حضرت “سميه” په دې باب “ابوجهل” ته په غوسه شوه او هغه ظالم هم نېزه راوخېسته او د “سميه” په سينه كې يې ومنډله او شهيده يې كړه. ددې ښځې او مېړه پر حال د پېغمبر اکرم زړۀ وسود او يوه ورځ، چې يې دا حال وليد؛نو په ژړغونو سترګو يې ورته وويل:(( د ياسر كورنۍ! صبر وكړئ، چې ځاى مو جنت دى.))

 مشركانو،چې  حضرت “ياسر” او  حضرت “سميه” شهيدان کړل ؛ نو د  حضرت”عمار” ځورول يې هم پېل كړل. حضرت”عمار” د خپل ځان ساتلو لپاره په ظاهره له اسلامه وګرځېد؛خو ډېر ژر پښېمانه شو او په سرو سترګو پېغمبر اکرم ته راغى او په خپګان يې خپله کيسه وكړه. رسول اکرم ورته وويل:(( آيا دا خبره دې (،چې له اسلامه اوښتى يې) د زړۀ له كومې  كړې وه؟)) حضرت “عمار”: (( زړۀ مې اوس هم له ايمانه ډك دى.)) پېغمبر اکرم: (( پوټى وېره زړۀ ته وا نۀ چوې، چې دا كار دې ځان ساتنې ته كړى.))

 چې بيا د نمل 106 آيت د  حضرت”عمار” د ايمان په باب نازل شو: (( مګر هغه، چې په زوره راګېر شي؛ خو زړۀ يې له ايمانه ډك دى. )) (١٠١)

3 _ حضرت عبدالله بن مسعود (رض):

هغوى،چې په پټه بلنه يې اسلام منلى و،راټول شول او ويې ويل:(( قريشو لا تر اوسه زموږ قرآن نۀ دى اورېدلى؛نو څومره به ښه شي، چې يو له موږه پاڅي او په “مسجدالحرام” كې په خواږه غږ قرآن ووايي.))

 عبدالله بن مسعوددې كار ته غاړه كېښووه؛ولاړ او چې د قريشو مشران “”مسجدالحرام”” ته راغلل؛نو په لوړ او ښکلي غږ يې شروع كړه:

 (( بسم الله الرحمن الرحيم، الرحمن،علم القرآن،خلق الانسان، علمه البيان. ))

 د قرآن شريف دې فصيحو ټکيو د كفارو په زړونو كې وېره واچوله او غبرګون ته راټول شول او  حضرت”عبدالله بن مسعود” يې دومره وواهه، چې وينې ترې روانې شوې او په همدې وضع يې ځان د خداى د رسول يارانو ته ورساوه؛ خو سره له دې ټولو كړاوونو او دردونو خوشحاله و،چې قرآن خو يې د هغوى غوږونو ته ورساوه.(102)

4 _ حضرت “ابوذر” غفاري (رض):

 حضرت”ابوذر” څلورم يا پينځم تن و،چې مسلمان شو(1)؛يعنې د بعثت په هماغو لومړيو ورځو كې مسلمان شو او د اسلام له وړومبنيو ګڼل كېږي.(103)

د قرآن د وينا له مخې:

وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)،

أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ= همدوى (خداى ته) نژدې دي. (104)

او چا چي د مکې تر سونې مخكې اسلام راوړى وي؛ د فضيلت او مقام له پلوه له هغوى سره برابر نۀ دي،چې د مكې تر فتحې وروسته يې اسلام راوړى وي.

قرآن وايي:

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= او پر تاسې څه شوي، چې د خداى په لاركې نفقه نۀ وركوئ،حال دا چې د اسمانو او ځمكې ميراث يوازې خداى ته پاتې دى (او څوك څه شى له ځان سره نۀ وړاى )؟! له تاسې، چې چا له بري (د مكې له سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، هغه يو انډول نۀ دى (چې تر بري وروسته يې انفاق كړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې وروسته يې نفقه وركړې او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) وعده كړې ده او څه چې كوئ، خداى پرې خبر دى. (105)

 

د اسلام لومړى منادي

هغه مهال چې حضرت”ابوذر” اسلام راووړ؛ نو پېغمبر اکرم به خلك په پټه اسلام ته رابلل او تردې دمه ښكاره بلنه نۀ وه پېل شوې. په هغو ورځو كې د اسلام پلويان،خپله پېغمبر اکرم او پينځه نور كسان وو. ددې شرائطو غوښتنه وه،چې  حضرت”ابوذر” پر خپل ايمان پرده واچوي او چوپه خوله له مکې ووځي او خپل ټبر ته ورشي؛خو “ابوذر” انقلابي روح درلود؛ تۀ وا هغه يې همدې ته پيدا كړى،چې د ظلم پر خلاف يې وكاروي او له بې لاريو سره مبارزه وكړي او “ابوذر” تردې بل غټ باطل نۀ ليده،چې خلكو به لرګيو او تيږو ته سجدې كولې.

 “ابوذر” دا خبرې نۀ شوى زغملای؛ نو چې څو شپې يې په مكه كې وكړې؛د خداى استازي ته يې وويل: ((ما ته څه دنده راسپارئ؟)) پېغمبر اکرم: (( تۀ کړاى شې،چې خپل ټبر اسلام ته راوبلې. ځه ! اوس خپل ټبر ته ورستون شه، څو مې حکم در ورسېږي.))

“ابوذر”:((پر خداى قسم! مخكې له دې،چې خپل ټبر ته ورستون شم، د اسلام غږ به ددې خلكو غوږونو ته ورسوم او دا خنډونه به غوڅ كړم.))

 دا خبره چې يې وكړه؛نو “”مسجدالحرام”” ته ولاړ، چې يوه ډله “قريش” پکې ناست وو؛نو په ډاډه او لوړ غږ يې وويل:

((اشهدان لا اله الا الله و اشهدان محمدا رسول الله!

تاريخ ګواه دى  چې دا د اسلام لومړى ښكاره غږ و، چې راپورته شو. دا غږ د يوه مسافر،غريب او د داسې سړي له خولې راووت، چې په مكه كې يې  نۀ قوم درلود او نۀ خپلوان!

د “ابوذر” غږ، چې په “”مسجدالحرام”” كې خپور شو؛نو “قريش” پرې راټول شول او دومره يې وواهه،چې بې سده شو.

خبر د پېغمبر اکرم تره “عباس” ته ورسېد، په منډه يې ځان ورورساوه او ځان يې د “ابوذر” پر بدن وغورځاوه او خلاصولو ته يې په نرمه ورته وويل: ((تاسې ټول سوداګر ياست او مالونه مو د “غفار” له ټبره تېرېږي او دا ځوان هم د “غفار” له ټبره دى،كه ومړ؛نو د قريشو سوداګري به له خطر سره مخ شي؛ ځكه يو كاروان به پرې نۀ ږدي،چې له غفاره  تېر شي.))

پر قريشو خبرو اغېز وكړ او د “ابوذر” له وهلو لاس واخيست؛ خو “ابوذر” سبا بيا “مسجدالحرام” ته راغى او خپل شعار يې بيا ووايه،چې د پرون په څېر بيا پرې “قريش” راټول شول او ويې واهه. دا ځل بيا هم “عباس” “ابوذر” خلاص كړ.(106)

كه “عباس” نۀ واى راغلى؛نو خداى خبر، له “ابوذر” يې له لاسه ژوندى راوتلى واى؛ خو “ابوذر” هغه نۀ و،چې د اسلام د پرمختګ له مبارزې يې دومره ژر لاس اخېستى واى او همدا وو،چې څو ورځې وروسته يې بيا پر مبارزې لاس پورې كړ، چې يوه ورځ يې يوه ښځه وليده، چې د کعبې د طواف پر مهال يې  “اساف” او “نايله” ته غږ کړ او  په زاريو يې ترې خپلې اړتياوې غوښتې. “ابوذر” ددې  ښځې له ناپوهۍ خپه شو او دا چې و يې پوهوي، چې دا دوه بوتان درك او شعور نۀ لري؛نو و يې ويل:  ((دا دواړه بوتان يو بل ته واده كړه.))ښځه په دې خبرې ډېره خپه شوه او چغې يې كړې :(( تۀ “صائبي” يې.))د ښځې دې چغې پر “ابوذر” “قريش” راټول كړل او “ابوذر” يې په لغتو وواهه او په كاڼو يې وېشته،چې د “بني بكر” د ټبر څو ځوانان راغلل او خلاص يې كړ.(107)*

د غفار ټبر مسلمانېدل

پېغمبر اکرم د خپل نوي شاګرد،د باطل پر خلاف د مبارزې پر استعداد ښه پوهېده؛خو تر اوسه لا د مبارزې او شدت عمل  وخت نۀ و رارسېدلى؛ نو ځكه يې ورته وويل،چې خپل ټبر ته ورستون شي او خلك دين ته راوبلي.

  حضرت”ابوذر” خپل ټبر ته ورستون شو او ورو ورو يې د اسلام او د پېغمبر اکرم په باب خبرې پېل كړې؛لومړى د “ابوذر” مور او ورور اسلام راووړ،بيا د “غفار” نيم ټبر مسلمان شو.”يثرب” ته د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته، هغه نيم پاتې ټبر هم مسلمان شو او د “اسلم” ټبر هم د “غفار” د ټبره په پلوۍ اسلام راووړ. (108)*

  حضرت”ابوذر” د “بدر” او “احد” تر غزاوو وروسته مدينې ته راغى او له رسول اكرم سره پاتې شو.

د پېغمبر اکرم اورني دښمنان

د پېغمبر اکرم د ځينو دښمنانو پېژندل به راسره،تر هجرت وروسته پېښو په شننه کې مرسته وكړي، چې څو يې دا دي:

1 _ابولهب:

 د پېغمبر ګاونډي و. څومره چې يې له لاسه كېدل؛ نو هومره يې پېغمبر اکرم ته كنځلې كولې او ځوراوه يې.

2 _”اسود بن عبد يغوث”:

 يو ملنډې وهونكى و،چې بې پناه او بېوزله مسلمان به يې وليد؛نو په ملنډو به يې ورته ويل:((دا بېوزلي ځان د دنيا واكمنان بولي او انګېري،چې ډېر ژر به د “فارس” د پاچاهۍ پر تخت كېني.))؛خو مرګ اجازه ورنۀ کړه،چې په خپلو سترګو وويني،چې څرنګه مسلمانان د “قيصر” او” كسرى” د تخت و تاج خاوندان شول. ؟

3 _ “وليد بن مغيره”:

 د قريشو يو بوډا و،چې ډېره شتمني يې درلوده. په راتلونكي څپرکي كې به د هغه او د پېغمبر اکرم خبرې اترې راوړو.

4 _ “اميه” او “ابى”:

 د “خلف” زامن وو. يوه ورځ “ابى” د مړيو هډوكي راوخېستل او پېغمبر اکرم ته يې ونيول او ويې ويل: پالونکى به دې دا راژوندي كوي؟؛نو وحې راغله: ووايه ‍! هماغه خداى چې دا يې پيدا كړي؛ بيا يې ژوندي كوي .

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ= او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پيدايښت يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))

قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ=ووايه: ((دا هماغه څوک بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي؛  (109)*

5 _ “ابوالحكم بن هشام”:

 له اسلام سره د تعصب او دښمنۍ له امله، مسلمانانو پرې د “ابوجهل” نوم اېښى و،چې د “بدر” په غزا كې ووژل شو.

6 _ “عاص بن وايل”:

 د “عمروعاص” پلار و،چې تل يې پېغمبر اکرم ته “ابتر” وايه.

7 _”عقبه بن ابي معيط”:

 د مسلمانانو له اورنيو دښمنانو و،چې يوه ورځ هم ترې مسلمانان ارام نۀ شول.(110)*

نور اورني دښمنان (؛لكه “ابوسفيان”) هم شته،چې تاريخ په تفصيل سره راخېستې،چې موږ دلته په لنډو څو راواخېستل او له شرحى مو يې ډده وكړه.

 قريشو ولې له پېغمبر اکرم څخه سرغړاوى کاوه؟

د اسلام د تاريخ دا برخه له مهمو برخو ده؛ځكه انسان که له ځان سره فكر  وکړي، سره له دې،چې ټولو قريشو حضرت “محمد” (ص) امين ګاڼه او يوه ورځ يې هم ترې كوچنۍ تېروتنه نۀ وه ليدلې او ښكلې او فصيحې ژبې او وينا يې د هر چا په زړۀ كې ځاى پيدا كړى و او كله كله يې له حضرت “محمد” (ص) نه خارق العاده چارې هم ليدې؛خو له دې ټولو خبرو سره، ولې په پېغمبراکرم پسې راپاڅېدل او مبارزه  يې ورسره پېل كړه؟

 ددې سرغړونې او مبارزې علتونه دا دي :

1 _ له پېغمبر اکرم سره كينه:

ځينو له پېغمبر اکرم سره د کينې له امله سرغړاوى کاوه او هيله يې وه، چي په خپله ددې الهي منصب خاوندان وي.

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ= او ويې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) د دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نۀ دى  رالېږل شوى ؟!)) (111)

مفسران ددې آيت د شان نزول په باب وايي: “وليد بن مغيره” له پېغمبر اکرم سره وليدل او ورته يې وويل:((زه تر تا د نبوت مقام ته وړ يم؛ ځكه مال، عمر او زامن مې تر تا ډېر دي.)) (112)*

“اخنس”،چې د پېغمبر اکرم له دښمنانو و، “ابوجهل” ته وويل:(( د “محمد” په باب څه نظر لرې؟))”ابوجهل”:((موږ او “عبدمناف” د شرافت او ستروالي له امله له يو بل سره جګړې كړي او له بېلابېلو لارو مو ورسره ځان برابر کړى؛اوس چې ورسره يو شان يو؛نو وايي:زموږ د ټبر پر يوه سړي وحې رانازلېږي، پرخداى قسم چې ايمان پرې رانۀ وړم!!!))

2 _ له راتلونكې وېره:

دا لامل د قريشو په سرغړاوي كې تر ټولو مهم دى؛ځكه عياش وو. “قريش”چې كلونه كلونه له مطلقې ازادۍ برخمن وو،د حضرت “محمد”   بلنه يې د خپلو پخوانيو ځاني عادتونو پر خلا ف ګڼله .

3 _ د بلې دنيا له عذابه  وېره:

د عذاب د آيتونو اورېدو به د عياشانو او ظالمانو په زړو كې عجيبه وېره اچوله؛ نو چې پېغمبراکرم به په خپل ښكلي غږ د هغې دنيا په باب آيتونه ويل؛نو د دوى د عيش و نوش محفلونه به پرې زهر شول؛نو ځكه يې له حضرت “محمد”(ص) سره مخالفت، چې د عذاب او وېرې آيتونه ترې  وا نۀ  وري.

موږ دلته څو آيتونه راوړي، چې د قريشو عياشان يې سخت وېرول.

فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّةُ= چې كله (د قيامت د دويمې شپېلۍ) كڼوونكې چغه وشي؛ (كافران په درانه غم كې پرېوځي)،

يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ= پر هغه ورځ،چې سړى له خپل وروره تښتي،

وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ= او (همداراز له) خپل مور و پلاره،

وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ= او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو ؛

لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ= پر هغه ورځ به د هغوى هر سړى په داسې چار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي!  (113)

هغوى به،چې د كعبې تر څنګه شراب څښل او لاندې آيت،چې يې واورېد؛ نو ناڅاپه به پرې  وېره راغله او خپلې پيالې به يې كېښوولې.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا= هغوى،چې زموږ پرآيتونو كافران شوي؛ډېر ژر يې اور ته ننباسو(او وبه يې سوځوو  )چې (هلته يې) د بدن پوټكي وريت (او وسوځول) شي؛ او پر ځاى يې نور پوټكي وركړو،چې(الهي) عذاب وڅكي،په رښتيا چې خداى ناماتى حكيم دى (او د حساب له مخې سزا وركوي ). (114)

   4 _ دعربو له مشركې ټولنې وېره:

“حارث بن نوفل بن عبدمناف” پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:

((له څه مو چې وېروې،ټول رښتيا دي؛خو كه موږ درباندې ايمان راووړ؛ نو مشرك عرب به موږ له خپلې خاورې وشړي))،چې ددې خلكو  ځواب ته دا آيت راغى:

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛ نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه  كېنږدئ)   (116)*

حبشې ته هجرت

حبشې ته د ځينو مسلمانانو هجرت،د زړوو له كومې يې پر ايمان  ګواهي وركوي. ځينو د قريشو له كړاوونو او شره د ژغورنې او په ارام چاپېريال كې د خداى لمانځنې هوډ وکړ، چې له مكې ووځي او له سوداګرۍ،كاروبار،خپلوانو او زامنو لاس واخلي؛خو حيران وو،چې چېرې ولاړ شي؛ځكه پر ټول “جزيرة العرب” بوت لمانځنه واكمنه وه او داسې ځاى نۀ و، چې پکې د توحيد غږ  پورته كړي. له ځان سره يې فكر وكړ، چې په دې باب له پېغمبر اکرم سره سلا مشوره وكړي.

 پېغمبر اکرم، چې د دين اساس يې دا و:

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه  كېنږدئ) (116) او د مسلمانانو سخت حالات هم ورته معلوم وو؛نو ورته يې وويل:(( كه حبشې ته سفر وكړئ؛نو ډېره به ښه شي؛ځكه د غښتلي او منصف واكمن په سيورې كې پر چا ظلم نۀ کېږي. هغه د پاكۍ او صداقت سيمه ده،تاسې ورشئ، چې خداى درباندې ولورېږي.)) (117)

يارانو د پېغمبر اکرم خبره ومنله او په پټه د شپې سپاره او پلي د “جدې” پر لور روان شول،چې دا ډله لس يا پينځلس تنه وو،چې څلور پکې مسلمانې ښځې هم وې.

 اوس پوښتنه دا ده، چې ولې پېغمبر اکرم هجرت ته بل ځاى ونۀ ټاكه؟

 “عربستان” او نورو سيمو ته،چې انسان وويني؛نو د حبشې د انتخاب  دليل څرګندېږي؛ځكه د “عربستان” نورو کفر واکمنو سيمو ته هجرت خطرناك و. مشركانو يا دا چې د قريشو زړونه لاس ته راوړي يا دا، چې د خپل پلار نيكه له دين سره يې مينه درلوده،په خپلو سيمو كې د مسلمانانو د استوګنې مخنيوى كاوه.

 د يهودو او مسيحيانو سيمو ته تلل هم سلا نۀ وه؛ځكه پر معنوي امتياز او نفوذ سربېره، له يو بل سره په سيالۍ كې وو او درېيم سيال يې نۀ شو زغملاى. پردې سربېره،عرب يې سپک او ټيټ توکمي بلل.

“يمن” هم د “ايران” تر واكمنۍ لاندې و او هلته ايرانيانو مسلمانانو ته د استوګنې اجازه نۀ وركوله او چې د پېغمبر اکرم ليك د “ايران” واكمن “خسرو پرويز” ته ورسېد؛نو د “يمن”  واكمن ته يې وليكل،چې دا نوى پېغمبر ونيسه او ما ته يې راولېږه.”حيره” هم د “يمن”  په څېر د “ايران” تر واكمنۍ لاندې وه. “شام” له مکې لرې و او “يمن” او “شام” د قريشو بازار و او له قريشو سره يې ښې اړيكې درلودې او كه مسلمانان ور مهاجر شوي واى او بيا قريشو ترې غوښتي واى،چې مهاجر راوباسي؛نو په مينه يې دا كار كاوه؛لكه چې د حبشې له واكمنه يې وغوښتل، چې مهاجر قريشو ته وروسپاري؛خو هغه دا كار و نۀ کړ.

 د سمندر له لارې سفر،هغه هم له ماشومانو او ښځو سره،سخت سفر و او داسې سفر ته غاړه ايښوول، د هغوى د ايمان او اخلاص نښه وه.

د “جدې” بندر د نن په څېر سوداګريز بندر و او له نېكه مرغه،چې کله دوى بندر ته ورسېدل؛نو بېړۍ د حركت په حال كې وه.مسلمانان هم د قريشو له وېرې د نيم دينار په وركولو،په بيړه سپاره شول.

د مسلمانانو د هجرت خبر د قريشو د مشرانو غوږو ته ورسېد؛نو ژر يې ورپسې خپل كسان ولېږل،چې مکې ته يې راوګرځوي،د قريشو كسان چې هلته ورسېدل؛نو بېړۍ له ساحله لرې شوې وه.

 ددې ډلې هجرت د “رجب” په مياشت کې د بعثت پر پينځم كال و.

د داسې يوې ډلې تعقيبول،چې د خپل دين ساتلو ته يې هجرت كړى و، ورسره د قريشو ښكاره دښمني راښيي. مهاجرو له مال،زامنو او كاروباره لاس ووينځه؛خو قريشو بيا هم ترې لاس نۀ اخېسته.دا وړه ډله له يوه ټبره نۀ وه؛بلكې له بېلابيلو ټبرونو وو. په دې  ډلې پسې يوې بلې ډلې هم هجرت وكړ، چې مشري يې د “جعفر بن ابيطالب” پر غاړه وه.

 دويم هجرت په ارام او ازادۍ سره وشو؛نو ځكه ځينو مسلمانانو خپل زامن او ښځې هم له ځان سره بوتلې،چې په دې هجرت،په “حبشه” كې د مسلمانانو شمېر 83 تنو ته ورسېد.كه وړل شوي ماشومان او يا هغه، چې په “حبشه” كې زېږېدلې وو، وشمېرو؛نو شمېر يې تر دې هم زياتېږي.

 “حبشه” مهاجرو ته هماغسې وه؛ لكه څرنګه چې پېغمبر اکرم ورته ويلي وو.

 “ام سلمه” د “ابي سلمه” ښځه،چې وروسته يې بيا له پېغمبر اکرم سره واده وكړ،د حبشې په باب وايي:((حبشې ته چې مهاجر شو؛نو غوره ملاتړ مو  پيدا كړ، له  ازاره خوندي وو او له چا  مو بده خبره وا نه ورېده.))

  ددې  ډلې د مهاجرت تاريخ د بعثت پر پينځم كال د “رجب” په مياشت كې و، چې ټولو “شعبان” او “رمضان” مياشتې هلته تېرې كړې او چې خبر راورسېد،چې قريشو د مسلمانانو له ځورولو لاس اخيستى؛نو د “شوال” په مياشت كې مكې ته راستانه شول؛خو چې راغلل؛نو حال هماغسې د پخوا شان و او خلكو ورته دروغ ويلي وو؛نو ځكه بېرته حبشې ته ستانه شول. (118)

د حبشې دربار ته د قرېشو

د استازي لېږل

په “حبشه” كې،چې د مسلمانانو د ازادۍ او هوساينې خبر د مكې د مشرانو غوږو ته ورسېد؛نو په زړونو كې يې د كينې لمبې راپورته شوې او هلته د مسلمانانو له نفوذه پر ځان ووېرېدل؛ځكه “حبشه” مسلمانانو ته غښتلې هډه وه او د قريشو وېره له دې وه،چې ګنې مسلمانان د “نجاشي” په زړۀ كې ځاى پيدا نۀ کړي او اسلام ته يې را و نۀ بلي او مسلمانان به په پياوړي لښكر په “جزيرة العرب” كې بوت لمانځي حكومت ړنګ كړي.

 د “دارالندوه” (د كعبې ترڅنګ يو ځاى و، چې د قريشو مشران پکې د ستونزو هوارۍ ته راټولېدل) مشرانو بيا جرګه وكړه او په دې يې سلا راغله،چې استازي د “نجاشي” دربار ته ولېږي او دا،چې د “نجاشي” زړۀ لاس ته راوړي؛نو قيمتي ډالۍ ورته ورولېږي او مهاجر مسلمانان پر ناپوهۍ تورن او له ځان سره يې راستانه کړي او داچې “قريش” ژر پايلې ته ورسېږي؛نو په خپلو كې يې دوه كسان غوره كړل،چې په چل او تېر اېستنه كې يې خورا مهارت درلود،چې بيا له دوى يو ځنې د سياست ميدان ته راودانګل،چې د راتلونكې په باب يې خبرې وشي او دا دوه تنه “عمروعاص” او “عبدالله بن ربيعه” نومېدل،چې د “دارالندوه” مشر ورته وويل:((مخكې له دې،چې پاچا ته ډالۍ وركړئ؛وزيران يې ووينئ او ډالۍ  وركړئ؛ځکه له “نجاشي” سره د خبرو اترو پر مهال به مو وزيران د  خبرو پخلى وكړي.))

وزيرانو د قريشو له استازيو سره وكتل. د قريشو استازيو د ډاليو تر وركولو وروسته وويل:((يوه ډله  نويو ځوانانو د خپلو نيكونو لار پرېښې او زموږ او ستاسې د دين پر خلاف يې نوى دين را اېستلى،چې اوس ستاسې په هېواد كې اوسېږي؛نو د قريشو مشران غواړي،چې ډېر ژر يې د اېستو حکم وركړئ او يوه بله هيله هم لرو،چې له پاچا سره مو كتل؛نو وزيران دې هم راسره وي او ښه به وي،چې له مهاجرو سره په دې باب هېڅ خبره ونۀ شي او پاچا هم له مهاجرو سره ونۀ ويني.))

 ځينو وزيرانو د مرستې ژمنه وركړه.

 د هماغې ورځې پر سبا د حبشې دربار ته ولاړل او د سلام،احترام او ډاليو تر وركولو وروسته يې د حبشې پاچا ته د قريشو پيغام واوراوه:

 (( د حبشې محترم واكمنه !زموږ يو ډله بې عقله ځوانانو د خپل پلار نيكه له دينه لاس اخېستى او نوى دين يې رااېستى،چې نۀ زموږ له دين او نۀ د حبشې له رسمي دين سره اړخ لګوي،دا ډله ستاسې هېواد ته راغلې او ددې ځاى له آزادۍ ناوړه ګټه اخلي؛نو د قريشو مشران هيله لري،چې د اېستو حكم يې وكړئ،چې خپل هېواد ته ستانه شي.))

همدا،چې د قريشو د استازيو خبرې خلاصې شوې؛نو د دربار ځينو وزيرانو د قريشو د خبرو پخلي ته له خپل ځايه پاڅېدل؛خو د حبشې عادل پاچا له خپلو وزيرانو سره مخالفت وكړ او ويې ويل:(( دا كار به كله هم و نۀ شي ! زه به هېڅكله هغه ډله،دوى ته بې له څېړنو ور ونۀ سپارم، چې زما خاورې ته يې پناه راوړې،بايد مهاجر هم وپوښتل شي، چې څه وايي او تر څېړونو وروسته كه ددې دوو تنو خبرې سمې وې؛نو مهاجر به له خپل هېواده وشړم او كه سمې نۀ وې؛نو هېڅكله به د مهاجرو له ملاتړه لاس  وا نۀ خلم او تردې به زياته مرسته هم ورسره وكړم.))

د دربار مامور ولاړ او مهاجرين يې بې له كومې پخوانۍ خبرتيا دربار ته راوستل. مهاجرو حضرت “جعفر بن ابيطالب” (رض) خپل وياند وټاکه؛ خو بيا هم د مهاجرو ډله وارخطا وه،چې وياند به مو څرنګه له “نصراني” پاچا سره خبرې وكړي؟ حضرت “جعفر بن ابيطالب” ورته وويل:((هغه به ووايم، چې له پېغمبر اکرم څخه مې اورېدلي،نۀ پرې څه زياتوم او نۀ يې ترې لږوم.))

د حبشې واكمن، حضرت “جعفر” ته وويل:(( ولې مو د خپل پلار نيكه له دينه لاس اخېستى او داسې دين مو را اېستلى،چې نۀ زموږ له دين سره اړخ لګوي او نۀ مو د پلار نيكه له دين سره؟))

 حضرت “جعفر بن ابيطالب”:((موږ ناپوهه او بوت لمانځي وو،مردار مو خوړل،بدكاره وو،د ګاونډيانو احترام راسره نۀ و،بېوزله له ظالمو تنګ وو، له خپلوانو سره مو جګړې كولې؛ژوند مو همداسې تېرېده،چې يو سړى راپاڅېد،چې په موږ كې پر پاكۍ او رښتينولۍ مشهور و او د خداى په امر يې موږ د خداى عبادت ته راوبللو او د بوتانو عبادت يې بد وګاڼه او امر يې وكړ: “په امانت كې خيانت و نۀ کړئ،له مردارو ځان وژغورئ، له ګاونډيانو سره ښه سلوك وكړئ،وينه تويه نۀ کړئ، له محرمو سره واده و نۀ کړئ، دروغ و نۀ وايئ،د يتيمانو په مال كې خيانت و نۀ کړئ او ښځې مو پر بدو كارونو تورنې نۀ کړئ او راته يې وويل:لمونځ وكړئ،روژه ونيسئ او د خپل مال ماليات وركړئ”؛موږ هم پرې ايمان راووړ او د خداى عبادت مو پېل كړ او چې څه يې حرام ګڼلي وو،حرام مو وګڼل او، چې څه يې حلال ګڼلي وو،حلال مو وګڼل؛خو “قريش” په موږ پسې راپاڅېدل او شپه و ورځ يې وكړولو،چې له خپل دينه بېرته وګرځو او بېرته د لرګيو او تيږو عبادت پېل كړو؛ خو موږ يې د ظلمونو پر وړاندې ودرېدو؛ خو نور مو وس په ځان كې ونۀ ليد،چې د حبشي د واكمن د انصاف اوازه مو غوږو ته راورسېده او د “مقناطيس” په څېر يې په ځان پسې راښکل،چې اوس موږ ستاسې پر انصاف او عدل پوره ايمان لرو.)) (119)

د جعفر خوږې ژبې او په زړۀ پورې وينا د پاچا په زړۀ كې دومره ځاى پيدا كړ،چې له سترګو يې اوښكې توييدې او له جعفر نه يې وغوښتل، چې د اسماني كتاب څو آيتونه ورته ووايي. جعفر هم د “مريم سورت” پېل كړ،چې پکې د بي بي مريم د پاكلمنۍ او حضرت “عيسى” عليه السلام په باب د اسلام نظر څرګند شوى دى. سورت لا پاى ته نۀ و رسېدلى، چې د پاچا او “اسقف” د ژړا ښکالو پورته شول او مخ ته پراته كتابونه يې په اوښكو لامده شول.

 پر دربار سكوت واكمن شو،چې يو دم پاچا په خبرو شو او ويې ويل: ((ددې پېغمبر خبرې او د حضرت “عيسى” خبرې له يوې چينې دي، ځئ ولاړ شئ ! زه به دوى كله هم تاسې ته و نۀ سپارم.))

“عمروعاص” چې چلي او سياسي سړى و،له خپل دوست عبدالله بن ربيعه سره خبرې وكړې او ورته يې وويل: راځه چې سبا له يوې بلې لارې دې موضوع ته ورننوځو؛كېداى شي چې پاچا راضي شي او ورته به ووايو، چې دوى د “عيسى” په باب داسې عقايد لري، چې د “نصرانيت” له دين سره اړخ نۀ لګوي. “عبدالله” هغه له دې كاره وژغوره او ورته يې وويل: دلته زموږ خپلوان شته؛خو دهغوى خبرو هم ګټه ونۀ کړه.

 سبا بيا له وزيرانو سره دربار ته ولاړل او هلته يې له زړۀ سوي او د “مسيحيت” له دينه ملاتړي او د مسلمانانو پر عقايدو د “مسيحيت” په باب نيوكې وكړې او ويې ويل:((دا ډله د “عيسى” په باب ځانګړي عقايد لري،چې هېڅكله د “مسيحيت”له عقيدو سره سمون نۀ لري او ددې كسانو شتون د حبشې رسمي دين ته خطرناك ثابتېداى شي،كړاى شئ، چې په خپله ترې وپوښتئ.

د حبشې عادل پاچا دا ځل هم د څېړنې له وره ورننوت او امر يې وكړ: مهاجر راوغواړئ.مسلمانانو د خپل احضار په باب فكر كاوه، چې ولې يې راغوښتي دي؟؛ لکه چې الهام ورته شوى و، چې له احضاره يې مطلب د  حضرت”عيسى” عليه السلام په باب پر عقيدو يې پوهېدل دي. دا ځل بيا جعفر وياند وټاکل شو. جعفر له خپلو ملګرو سره ژمنه كړې وه، چې څه يې له پېغمبر اکرم زده كړي،هماغه به وايي.”نجاشي” د مهاجرو وياند ته وويل:((تاسې د حضرت “عيسى” په باب څه نظر لرئ؟)) جعفر:(( د “عيسى” عليه السلام په باب زموږ عقيده هماغه ده،چې زموږ پېغمبر يې لري:” هغه د خداى بنده او د خداى پېغمبر دى،هغه د خداى له لوري يو روح او حكم و چې مريم ته وركړ شوى و.”))

“نجاشي”: ((پر خداى قسم! حضرت”عيسى” بې له دې بل مقام نۀ درلود.))

پر وزيرانو يې دا خبره بده ولګېده؛خو “نجاشي” د مسلمانانو د عقيدې ستاينه وكړه او ورته يې پوره ازادي وركړه.

 د قريشو ډالۍ يې ورواچولې او ويې ويل:(( خداى چې راته دا واکمني راکوله؛نو رشوت يې رانه نۀ و اخېستى؛نو ما ته هم په کار ده،چې له دې لارې ګېډه مړه نۀ کړم.)) (120)

له حبشې راستنېدل

په تېرو پاڼو كې مو ولوستل،چې د مهاجرو لومړۍ ډله د دروغو خبرونو پر بنسټ، چې قريشو اسلام راوړى، د حبشې له خاورې راووتل او “حجاز” ته راغلل؛خو چې راننوتل؛نو پوه شول،چې دروغ يې ورته ويلي وو او د قريشو تېري او كړاوونه هماغسې په خپل ځاى دي. ډېر يې بېرته وګرځېدل او نور د قريشو د لويو شخصيتونو تر سيورو لاندې مكې ته ورننوتل.

“عثمان بن مظمون” د “وليد بن مغيره” تر سيورې لاندې مکې ته ورننووت،چې د دښمنانو له ازاره په امان كې و؛خو په خپلو سترګو يې كتل،چې پر نورو مسلمانانو تېرى كېږي او له روحي پلوه له دې تبعيضه سخت خپه و؛نوځكه يې له “وليد” نه وغوښتل، چې په عمومي غونډه كې اعلام وكړي،چې نور د “مظمون” د زوى ملاتړ نۀ يم؛پرېږده چې د نورو مسلمانانو په څېر مې وكړوي،چې د مسلمانانو په غم كې شريك شم.

 وليد په جومات كې اعلان كړل،چې نور د”مظمون” د زوى ملاتړى نۀ يم؛ نو همدا و،چې د عربو مشهور شاعر “لبيد” جومات  ته راننووت او د قريشو په غونډه كې يې خپله مشهوره قصيده وويله:

((بې له خدايه هر موجود ناپايښته دى.))”عثمان” ورته وويل:((رښتيا دې وويل.)) “لبيد” خپله دويمه مصرع وويله:(( د خداى ټول نعمتونه ناپايښته دي.)) “عثمان” په غوسه شو او و يې ويل:((غلط ولاړې! د هغې دنيا ټول نعمتونه همېشني دي.)) پر “لبيد” د “عثمان” نيوكه بده ولګېده او ويې ويل:(( قريشو! وضع مو بدله شوې،دا څوك دى؟))يو تن له ځايه راپاڅېد او ويې ويل:(( دا كم عقل زموږ له دينه وتلى او د خپل ځان په څېر د يو انسان لاروى دى،خبرو ته يې غوږ مۀ ږده.)) بيا پاڅېد او كلكه څپېړه يې وواهه،چې مخ يې سور واوښت.”وليد بن مغيره” وويل:((عثمانه ! كه زما ملاتړ دې درلوداى؛ نو هېڅكله به دا پېښه نۀ واى راپېښه شوې.)) “عثمان”:((لوى خداى مې ملاتړ دى.)) وليد:((حاضر يم بيا دې هم ملاتړ شم.)) “عثمان”: (( اړتيا ورته نۀ لرم.)) (121)

مکې ته د مسيحيانو څېړونكى پلاوى راتګ

د مهاجرو مسلمانانو تبليغاتو وكړاى شول،چې په “حبشه” كې د روحانيونو د مركز شل کسيز پلاوى د څېړنې لپاره مكې ته ولېږي.

 مکې ته راغلل او له پېغمبر اکرم سره يې په جومات كې ليدنه وكړه او له پېغمبر اکرم څخه يې پوښتنې وكړې. پېغمبر اکرم يې پوښتنو ته ځوابونه وركړل او اسلام ته يې راوبلل او د قران شريف څو آيتونه يې ورته ولوستل او پر هغوى يې دومره اغېز وكړ،چې له سترګو يې اوښكې را روانې شوې او ټولې نښې چې “انجيل” د وروستي پېغمبر په باب ويلې وې، په “محمد” (ص) كې پيدا كړې.

دې ګټورو ليدنو “ابوجهل” په غوسه كړ او په چغو يې وويل:(( تاسى د حبشې خلكو څېړنو ته رالېږلي ياست،نۀ دا چې د خپل پلار نيكه  له دينه واوړئ ،فكر نۀ کوم پر ځمکه به تر تاسې بل څوک بې عقله وي.))

هغوى په سړه سينه د مكې د فرعون ځواب وركړ:(( تاسې پر خپل دين اوسئ او موږ به پر خپل؛ خو څه چې په خپله ګټه وينو؛نو نۀ ترې تېرېږو.))

د “ابن هشام” په سيره (1/382-392 ) كې راغلي،چې په دې باب د قصص سورت 52—55  آيتونه نازل شول.

يثرب ته د قريشو پلاوى

له حبشې راغلى پلاوى،د قريشو د راوېښېدو لامل شو او د څېړنې په لټه کې شو او د “حارث بن نصر” ، “عقبه بن ابي معيط” او… په مشرۍ يې يو پلاوى “يثرب” ته ولېږه،چې د يهودو له عالمانو سره د حضرت “محمد” (ص) د رسالت او بلنې په اړه ځان پوه کړي،هغوى ورته وويل:

 ((“محمد” د روح د حقيقت،”اصحاب کهف” او “ذوالقرنين” په باب وپوښتئ،چې څه وايي ؟؛كه ددې پوښتنو ځواب يې دركړ؛نو پوه شئ د خداى استازى دى او كه ځواب يې درنۀ کړ؛نو دروغجن دى او ډېر ژر بايد ووژل شي.))

د قريشو استازي په خوشحالۍ مكې ته راننوتل او درې واړه پوښتنې يې قريشو ته وركړې.قريشو هم جرګه راوبلله او پېغمبر اکرم ته يې بلنه وركړه. حضرت “محمد” (ص) ورته وويل:(( زه ددې درېو پوښتنو په باب وحې ته په تمه يم.)) (122)

وحې راغله او د روح په باب د پوښتنې ځواب يې د “اسراء” سورت په 85 آيت كې راغى او د هغو دوو نورو پوښتنو ځواب د “كهف” سورت په  9-28  او 83-98 آيتونو كې راغى.د حضرت “محمد” (ص) د ځوابونو تفصيل په تفسيرونو كې هم راغلى دى.

دلته يوې خبرې ته بايد اشاره وشي او هغه دا،چې له “روح” نه يې مطلب انساني روح نۀ و؛بلكې مطلب يې حضرت “جبرائيل امين” و؛ځكه پوښتونكي يهودان وو،چې له “روح الامين” سره يې ښې اړيكې نۀ درلودې.

سرچینه : د رسول اکرم ژوند

لیکوال : شیخ جعفر سبحانی

اعلام الورى/ 35 – 40 او همداسې بحار الانوار،19 ټوك \8- 11

2- دا قصه محمد علي (ک) سالمين په حياه محمد كتاب په 24 او 25 مخونو كې راخيستې ده]

3- بحارالانوار: 22ج/ 155

4_  بحار 15ج/ 392

5-  تحف العقول/ 25 او سيره ابن هشام 3ج/412

6-  سيره ابن هشام، 3ج/ 412

7- فتوح البلدان، ابوالحسن بلاذرى/ 457 او 459 مخونه.

8-اعراف/125

9- نازعات / 24

10_ قصص/38

11_  تفسير برهان 1/535

12- سوره انبياء/ 51-70 آيتونه ،كامل ابن اثير/ 53-62،بحار 12ج/ 14-55

13_ سعد  السعود/ 41-42 او بگار 12ټوك/118

14_ سوره بقره/ 126

15_ تفسير قمى/ 52 مخ او بحار 12ټوك/100مخ

16_ بحار، 12ټوك/ 112 چې له قصص الانبياء نه يې راخيستى دى

17_سوره ابراهيم(ع)/35

18_ سوره بقره /126

19_ كامل ابن اثير 2ج/ 1 او 21

20_ سيره حلبي، لومړى ټوك/ 26

21_ ابن اثير 2ټوك/ 21-25

22_ تاريخ طبرى، 2ټوك/ 13

23-كامل ابن اثير 2ج/ 10

24_ كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8

25_ سيره حلبى 1ج/4

26_ سيره ابن هشام 1ج/ 153 او بحار الانور 16ج/ 9-74

27_كامل، 1ج/253

28_ مجمع البيان 5ج/ 464-466

29_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 43-62،كامل/ لومړى/ 260-263،بحار 15ټوك/ 130-146

30_: تاريخ طبرى، 2ج/ 7-8،سيره حلبى 1ج/59.

31_(مريم سورت 18-33 آيتونه)

32_ سوره مريم 18-33

33_ يعقوبي تاريخ 2ټوك/5، بحارالانور، 15ټوك/ 248، سيره حلبى 1ټوك/ 64

34_ سيره حلبي، 1ټوك/93

35_ سيره حلبى 1ټوك/ 97

36_انسان العيون فى سيره الامين والمامون، 1ټوك/ 93-100

37_ وګورئ: بحارالانور، 15ټوك/ 384   او مناقب، ابن شهر اشوب، 1ټوك/119

38_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 162-163

39_ بحارالانور 15ټوك/ 442

40_ سيره حلبي، 1ټوك/ 106

41_ بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

42_ د ابن شهر اشوب مناقب 1ټوك/24

43_ سوره مريم/ 24-25

44_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 167

45_ سيره حلبى، 1ټوك/ 125

46_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 168

47_ سوره الضحى/ 6

48- تاريخ طبرى، 2ټوك/ 7-8 مخ

49_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 179مخ

50_ طبري تاريخ، 1ټوك/ 33-34  او  د ابن هشام سيره 1ټوك/ 180-183

51_ نهج البلاغه عبده، 3ټوك/ 92

52_  سيره ابن هشام، 1ټوك/ 186

53_  نهج البلاغه د محمد عبده شرحه 3ټوك/ 214 مخ

54_ سره ابن هشام ، 1ټوك/ 166

55_ بحار 16ټوك/ 22مخ

56_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 158،كامل ابن اثير 2ټوك/ 24

57_ بحار، 16ټوك/ 22

58_ تاريخ يعقوبى 2ټوك/ 16 د نجف چاپ

59- الخراج/186 او بحار 16ټوك/ 4

60_ بحار ، 16ټوك/ 18

61-سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 26

62_ بحار، 16 ټوك/19

63_بحار، 6ټوك/ 104

64_بحار، 6/104

65_ سيره ابن هشام 1/ 204

66_ مناقب 1/30، بحار 16/16

67_ سيره حلبى، لومړى ټوك/ 123

68_ مناقب ابن شهر اشوب، لومړى ټوك/ 140

قرب الاسناد، 706

الحضال، 2ټوك، / 37

بحار الانوار، 22/ 151-152

تاريخ طبري 2/ 35بحار 22/ 166

69_ امالى شيخ/ 247

70_الاصابه ، 1/ 545، اسدالغاابه، 2/ 224

71_ مقاتل الطالبين، 26  ، تاريخ كامل، 371

سيره ابن هشام، 1/ 236

72_ نهج البلاغه، 190 خطبه.

73_  تاريخ الخميس 1/ 258

74_ نهج البلاغه و 190 خطبه. ، فيض الاسلام / 775

75_ نهج البلاغه

76_ صحيح بخاري، لومړى ټوك، كتاب العلم/3، بحارالانور 18/194

77_ سوره علق

78_ سيره ابن هاشم، 1/ 236  او  صحيح بخارى 1/3

79_ سيره ابن هشام، 1/ 240

80_ بحار 16/8

81_ نهج البلاغه عبده 2/ 182

82_ سيره ابن هشام، 1/ 245-262

83_ تاريخ طبرى 2/61

84_ سيره ابن هشام، 1/263

85_سوره شعرا 214 آيت

86_ سيره حلبى 1/ 321

87_ تاريخ طبري 2/62-63 ، تاريخ كامل2/40-41

مسند احمد 1/111،شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد 13/210-221

88_ سيره حلبى، 1/321

89_ سيره حلبى، 1/321

90_ سيره ابن هشام 1/265

91_ سيره ابن هشام  1/ 265-266

92_ سيره ابن هشام 1/266-267

93_ تاريخ طبرى 2/ 66-67  ، سيره ابن هشام 1/295-296

94_ سوره ص / 4-7

95_ سيره ابن هشام 1/313  او تاريخ طبرى 2/ 72

96_ سيره ابن هشام 1/ 298-299

97_ وګورئ: بحارالانوار ،  18/ 204

98_ سيره ابن هشام، 1/ 318

99_ طبقات ابن سعد” 3/233

100_ ابن اثير،كامل 2/45

101_ سيره ابن هشام، 1/ 320

102_ سيره ابن هشام 1/314

103_اسدالغابه 1/301 ،الاصابه، 4/ 64 ،الاستيعاب 4/62

104_ سو ره واقع / 10 او 11 آيتونه ، سوره توبه / 100 آيت

105_سوره حديد/ 10

106_ حليه الاولياء 1/158-159

طبقات ابن سعد، 4/225

الاستيعاب 4/63

الاصابه 4/64

الدرجات الرفيعه / 228مخ.

107_ طبقات ابن سعد، 4/ 223

108_ طبقات ابن سعد، 4/221-222 او 226 مخونه

الدرجات رفيعه/ 225-226 مخ او همداسې 229-230

109_سوره يس/ 78-79

110_تاريخ كامل، 2/47-51

111_سوره زخرف/320

112_  سيره ابن هشام، 1/361

113_سوره عبس/ 33-37

114_سوره نساء / 56

115_ سوره قصص/57

116_عنكبوت /56

117_سيره ابن هاشم، 1/321  او تايخ طبرى 2/70

118_ ابن اثير،كامل 2/52-53

119_تاريخ كامل، 2/54-55  او تاريخ طبرى 2/73

120_ سيره ابن هشام 1/338  او امتاع الاسماع /21

121_ سيره ابن هشام 1/371

122_سيره ابن هشام 1/300-301

زاړه چلونه

د قريشو مشرانو له اسلام سره مبارزې ته خپلې ليکي منظمې كړې وې،د كار په لومړيو كې يې وغوښتل پېغمبر ته د مال،منصب او رياست تمه وركړي،چې په دې خبرو يې له خپلې موخې واوړي؛خو ماتې يې وخوړه. بيا يې د پېغمبر اکرم د يارانو په ځورولو لاس پورې كړ؛خو د يارانو استقامت يې دا نقشه هم خاورې ايرې كړه؛خو تراوسه د قريشو د مشرانو دسيسې د اسلام د نيالګي راايستو ته پاى ته نۀ وې رسېدلې،چې په بل چل يې لاس پورې كړ.دا ځل يې په پېغمبر اکرم پسې له منفي تبليغاتو كار واخېست؛ځكه كړولو د هغو خلكو د اسلام راوړو مخه نيولې وه،چې په مكه كې اوسېدل؛خو هغه زيارت كوونكي،چې په حرامو مياشتو كې كعبې ته راتلل او له پېغمبر اکرم سره يې په ارام چاپېريال كې خبرې اترې كولې او د پېغمبر اکرم خبرو پرې اغېز كاوه؛نو كه څه هم اسلام يې نۀ راوړ؛ خو پر خپل دين (بوت لمانځنې) څه نا څه شکمنېدل او تر ستنېدو وروسته يې خپلو سيمو ته د اسلام د راښکاره کېدو خبره ووړ، چې دا كار په خپله بوت پالو ته ماتې وه او د توحيد پرمختګ يې ګړندى کړ.

د قريشو مشران د بلې دسيسې په فكر كې شول،چې له دې لارې له حضرت “محمد”(ص) سره د خلكو ناسته پاسته پرېكړي او د دين د پرمختګ مخه يې ونيسي.

1 _ ناروا تورونه:

دښمن تل كوښښ كاوه خپل سيال تورن كړي او د دروغو او بې بنسټه خبرو په خپرولو خپل سيال بې پته، يا يې په ټولنه كې لږ تر لږه راټيټ كړي.

 قريشو،چې كومه كينه له اسلام سره درلوده؛ نو په هره بيه يې غوښتل اسلام له منځه يوسي او د حضرت”محمد”(ص) مقام خلكو ته راټيټ كړي؛خو سره له دې، و يې نۀ كړاى شول پوره له دې چله كار واخلي.

 له ځان سره يې فكر وكړ،چې څه ووايي؟؛كه په مالي خيانت يې تورن كړي؛نو هغه خو په دې څلوېښت كالو كې په خلكو كې په رښتيني مشهور دى؛راشه چې په شهوت پالنې يې تورن كړو! خو څرنګه يې په دې تورن كړو، حال دا چې د خپلې ځوانۍ شپې يې تر ځان له زړې ښځې سره پېل كړې.

 قريشو جرګه وكړه،چې پر حضرت “محمد”(ص) څه تور ولګوي او داسې تور پرې ولګوي،چې لږ تر لږه په دې تور،په سلو كې يو تن خو باور وكړي.مغزو يې كار نۀ کاوه،چې څه تور پرې ولګوي؛خو بالاخره يې په دې خبره سلا راغله،چې د قريشو له پوه سره مشوره وكړي؛غونډه جوړه شوه. “وليد” قريشو  ته وويل: (( د حج  موسم رانږدې شو او د خلكو بهير هم را روان  دى او “محمد” هم د حج د موسم له ازادۍ ګټه اخلي او خپل دين په کې تبليغوي؛ نو غوره به وي،چې هر يو د “محمد” او دين په باب يې خپل نظر څرګند كړئ،چې څه ورسره وكړو؟))

 د عربو حكيم په فكر كې ډوب شو او ويې ويل:((څه ووايم؟))  يو پاڅېد او ويې ويل: ((د پالي نوم پرې كېږدئ)). حكيم يې له نظر سره مخالفت وكړ اويې ويل: ((د”محمد” خبرې د پاليانو له خبرو سره خورا توپير لري.)) يوه بل وويل: (( لېونى به ورته ووايو))، چې دا نظر هم “وليد” و نۀ مانه او ويې ويل:((په هغه كې د لېونتوب يوه نښه هم نۀ ليدل كېږي.))

 په پاى کې تر ډېرو مشورو وروسته،دې خبرې ته ورسېدل،چې “کوډګر” ورته ووايو؛ځكه  په ژبه او وينا کې يې جادو دى،چې د مكې په يو موټي خلکو کې يې درز اچولې دى.

مفسران د “مدثر” سورت په تفسيركې داسې هم وايي: ((چې وليد له پېغمبر اکرم نه د “مدثر” سورت واورېد؛نو سخت اغېزمن شو او خپل كور ته يې منډه كړه او له كوره را ونۀ ووت،چې پر دې  كار يې قريشو ملنډې ووهلې او ويې وويل: وليد د “محمد” دين منلى دى.))

 قريش يو ځاى د “وليد” كور ته ورغلل او د قرآن د حقيقت په باب يې وپوښت. هر يوه خپله خبره كوله؛خو “وليد” ردوله.

 په پاى کې يې پريکړه وکړه، چې د هغې درز له امله، چې په خلكو كې يې اچولې؛”کوډګر” به ورته ووايو او خلكو ته به ووايو چې:(( د “محمد” په ژبه او وينا کې جادو دى.)) (123)

مفسران (مجمع البيان ١٠/٣٨٧) ګروهمن دي، چې د “مدثر” سورت له “ذرلى و من خلفت……..” نه تر پنځوسم آيت پورې د “وليد” په باب نازل شوي دي:

اقتصادي بنديز

د قريشو پرېكړه:

د قريشو مشران د اسلام له پرمختګه سخت په وېره كې وو او ددې ستونزې هوارۍ ته د چارې په لټه كې وو.د حضرت “حمزه” ايمان راوړل او د ځينو روښان فكره قريشو مسلمانېدل او په “حبشه” كې د مسلمانانو د عمل ازادي،هغه لاملونه وو،چې پر قريشو يې خوبونه حرام كړي وو؛نو ځكه دوى د بلې دسيسې په فكر كې شول او غوښتل يې د  اقتصادي بنديز له لارې مسلمانان په تنګسه كې راولي او په خپل ګومان د اسلام د پرمختګ مخنيوى وكړي؛نو د قريشو مشرانو د “منصور بن عكرمه” په لاس يو پرېكړه ليك وليكه او د قريشو ټولو مشرانو لاسليك كړ او قسم يې وخوړ، چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به پرې ولاړ وي او پرېكړه ليك يې په كعبه كې راځوړند كړ، چې پکې كښل شوي وو:

1-  د “محمد” له پلويانو سره هر ډول معامله او راكړه وركړه  منع ده.

2- ورسره تګ راتګ او مړى ژوندى منع دى .

3- څوك حق نۀ لري،چې له مسلمان يا مسلمانې سره واده وكړي .

4- په ټولو پېښو كې بايد د “محمد” له مخالفينوسره يو لاس اوسو.

دا پرېكړه بې له “مطعم بن عدى”د قريشو ټولو مشرانو لاسليك كړې وه او تر وسې وسې يې د دې پرېكړې په پلې کېدو پسې راواخېسته.

 د پېغمبر اکرم يوازيني ملاتړ (ابوطالب) خپل ټول خپلوان؛د “هاشم” او “مطلب” زامن راوغوښتل او ترې يې وغوښتل د “محمد” ملاتړ شي او امر يې وكړ، چې: ټول خپلوان يې د مكې له هغې درې (شعب ابيطالب) ته کډن شي،چې د مکې د غرونو په منځ كې پرته ده او دغسې د هر ډول بريد مخنيوي ته يې د درې پر لوړو څوكو څوکيوال او پاسوالان ودرول،چې “بني هاشم” او مسلمانان له هر ډول پېښې مخكې خبر كړي.(124) دا اقتصادي بنديز درې كاله و، چې پکې پر مسلمانانو ډېرى سختۍ تېرې شوې.د بني هاشمو او مسلمانانو د ماشومانو د ژړا اوازونه به د ظالمانو غوږونو ته ورسېدل؛ خو زړۀ يې پوټى هم پرې نۀ سوځاوه. ځوانانو او نارينه وو به شپه ورځ په يوه كجوره تېروله او كله خو به داسې وخت هم راغى،چې يوه كجوره به دوو كسانو سره وېشله. په دې درېو كالو كې به يوازې په “محرم” مياشت كې،چې پر ټول “جزيرة العرب” امنيت واكمن و،مسلمانانو ساه اخېسته او راكړې  وركړې ته به راوتل او پېغمبر اکرم به هم له دې ازادۍ او امنيته د دين په خپرولوكې ګټه اخېسته؛خو د قريشو مشرانو په دې مياشت كې هم مسلمانان سره اور ته نيولي وو او هغه داسې،چې بازار ته به راوتل او څه به،چې مسلمانانو اخېستل؛نو قريشو به له پلورونكي په لوړه بيه رانيول،چې مسلمانان يې و نۀ  پېرلاى شي، چې په دوى كې “ابولهب”،مسلمانان د لوړې بيې سره اور ته نيولي وو او په بازار كې يې چغې وهلې:((د توکيو بيه مو لوړه كړئ ! چې د “محمد” پلويان څه وانۀ خلي.)) او د قيمت لوړ ساتلو ته يې په خپله هم څېزونه په لوړه بيه اخېستل.

 

په شعب ابيطالب كې د بني هاشمو زړۀ ويلوونکي حالات

د لوږې زور دومره و،چې په دې باب حضرت “سعد بن ابي وقاص” رضى الله عنه وايي:((يوه شپه له درې راووتم او ډېر بې دمې شوى وم،چې ناڅاپه مې سترګې د اوښ پر وچ پوستكي ولګېدې، راوا مې خېسته او و مې مينځه  بيا مې وسوځاوه او ومې ټکاوه او له اوبو سره مې ګډ كړ او درې  شپه ورځې مې پرې تېر كړې.))

 د قريشو جاسوسانو د شعب ابيطالب د درې لارې څارلې، چې څوك غله ور نۀ وړي؛خو سره له دې،كله كله به “حكيم بن خرام” [د حضرت خديجې وراره]، “ابوالعاص بن ربيع” او “هشام بن عمر” د شپې په تياره كې،مسلمانانو ته غله وړه،چې كله به دا نېكي ورته بلا شوه؛يوه ورځ “ابوجهل” وليدل،چې “حكيم” غله پر اوښ بار كړې او د درې پر لور روان دى، سخت پر غوسه شو او ويې وويل:(( بايد قريشو ته دې بوځم او رسوا دې كړم.))

 د دوى لانجه اوږده شوه. “ابوالبختري” چې د اسلام دښمن و، پر “ابوجهل” نيوكې وكړې او ويې ويل:(( “حكيم” غله خپلې ترور ته وړي او تۀ حق نۀ لرې مخه يې ونيسې او “ابوجهل” يې څو لغتې هم وواهه.))

دې سخت بنديز و نۀ كړاى شول د مسلمانانو د صبر كاسې ډكې كړي. د مسلمانانو د ماشومانو ژړاګانو او د مسلمانانو دې بدې ورځې د ځينو زړونه نرم كړل او په خپلې پرېكړې او لاسليكه ډېر پښېمانه شول او د ستونزې د هواري په لټه كې شول.

يوه ورځ “هشام بن عمر”، “زهير بن ابي اميه” ته ولاړ،چې د لور له لوري د “عبدالمطلب” لمسى كېده، ورته يې وويل:(( دا انصاف دى، چې تۀ ډوډۍ وخورې،ښه جامه واغوندې او خپلوان دې وږي او بربنډ وي.پر خداى قسم! كه تا د “ابوجهل” د خپلوانو په باب داسې هوډ کړى واى او “ابوجهل” دې ددې هوډ پلي کېدو ته راغوښتى واى؛ نو هېڅكله به يې درسره نۀ وه منلې.)) “زهير” وويل: (( زه ځانته د قريشو هوډ اړولاى نۀ شم؛همدا چې بل ملګرى پيدا كړم؛نو دا تړون به مات کړم.)) “هشام” ورته وويل: (( زه درسره يم.)) “زهير”:((درېم سړى هم راپيدا كړه.)) “هشام” پاڅېد او په “مطعم بن عدى” پسې ولاړ او ورته يې وويل: (( زه تصور نۀ کوم،چې دوه ډلې (بني هاشم – بني مطلب) د “عبدمناف”زامن،چې تۀ هم پردې پلرګنۍ وياړې،د مرګ څادر واغوندي.))”مطعم”وويل:((څه وكړم له يو لاسه خو ټك نۀ خېژي.)) “هشام”: ((دوه كسان نور هم راسره دي،چې يو زه او بل “زهير” دى.)) “مطعم”:((بايد څو ملاتړ نور هم را پيدا كړو.))

 “هشام” دا خبره هماغسې، چې “مطعم” ته كړې وه، “ابي البختري” او “زمعه” ته هم وكړه او مرسته يې ترې وغوښته او سبا يې په جومات كې وعده كېښووه.

د قريشو جرګه د “زهير” او ملګرو په ګډون يې جوړه شوه.

 “زهير” پر خبرو شو او ويې ويل:(( نن بايد “قريش” له خپلې لمنې دا د ننګ تور داغ لرې كړي.همدا نن بايد دا تړون څيري شي؛ځكه د بني هاشمو دې بدې ورځې ټول خپه كړي دي.))

“ابوجهل” راټوپ كړ، ويې ويل:((دا خبره د منلو وړ نۀ ده ! او د قريشو تړون هماغسې محترم دى.))

 “زمعه” د “زهير” د خبرې پخلي ته راپاڅېد او ويې ويل:((بايد تړون مات شي،‍ له هماغه وړومبيه موږ ورسره مخالف وو.))

 د تړون د ماتولو پلويانو د جومات له هر ګوټه غږ کړ: (( تړون مات كړئ! تړون مات كړئ !!!))……

 “ابوجهل” حس كړه،چې له پخوا يې خبره پخه كړې او ټول يوه خوله جرګې ته راغلي؛نو غلې شو او كېناست.”مطعم” له وخته په ګټنه پاڅېداو ځان يې “صحيفې” ته [هغه ځاى ته،چې تړون يې پکې راځوړند كړى و] ورساوه، ويې ليدل،چې تړون مېږو خوړلى او يوازې د “بسمك اللهم”  ټكى پاتې دى،  د تړون په پېل كې راغلى وو. (125)*

“ابوطالب”هغه ورځ خبرو اترو ته غوږ نيولى و،چې كله به پايلې ته رسېږي؛ چې خبره څنګه خلاصه شوه؛نو خپل وراره ته يې مخ واړاوه او تر مشورې وروسته ټول كورونو ته ستانه شول.

ځينو ليكلي:(( په دې درېو كالو كې پېغمبر اکرم، “ابوطالب” او حضرت خديجې خپله ټوله شتمني له لاسه وركړې وه،چې وحې راغله او ورته يې وويل:”ميږو تړون خوړلى او يوازې د “بسمك اللهم” ټکى يې پاتې دى.”))

د خداى استازي “ابوطالب” له دې خبرې خبر كړ او دواړه له شعب ابي طالبه راووتل او د كعبې په څنګ كې كېناستل .نو پر “ابوطالب” راټول شول او ورته يې وويل:((ايا وخت يې نۀ دى  رارسېدلى،چې زموږ خپلوي درياده كړې او د خپل وراره له ملاتړه لاس واخلې؟))

  “ابوطالب”: ((ولاړ شئ او تړون راوړئ.))

 ولاړل او تړون يې راووړ،حال دا چې قلف ورته پروت و. “ابوطالب”ورته وويل:((آيا دا هماغه تړون دى،چې ليكلى مو و؟)) ورته وويل شو:(( هو! ))

 “ابوطالب”: ((چا خو پکې ګوتې نه دي وهلي ؟))

ورته وويل شو: (( نۀ!))

 “ابوطالب”:((وراره ته مې د خداى له لوري خبر راغلى؛ كه خبره يې سمه وه؛نو له خپلو كارونو به مو لاس واخلئ.))

 ورته وويل شو: ((سمه ده!))

 “ابوطالب”: (( او كه خبره يې دروغ  وه؛ نو در تسليم به يې كړم، چې و يې وژنئ.))

 قريشو وويل:((د انصاف خبره دې وكړه.))

 “ابوطالب”:(( وراره مې وايي: تړون مېږيو خوړلى دى.))

 بيا يې د تړون مهر او قلف خلاص كړ؛ ويې ليدل چې ميږيو بې د خداى له نومه نور ټول تړون خوړلى.دا كار يې د لارښوونې لامل نۀ شو؛بلكې كينه يې لا نوره هم زياته كړه او “بني هاشم” يې بېرته شعب ابيطالب ته ورستانه کړل او هماغلته وو،څو تړون “هشام” مات كړ.(126)*

د تړون د ماتېدو په اړه “ابوطالب”څو شعرونه ويلي،چې “ابن هشام” په خپل سيره كې راوړي دي.(127)

 

 

 

د ابوطالب مړينه

د قريشو اقتصادي بنديز د  څو ښو خلكو په هلو ځلو مات شول. پېغمبر اکرم او پلويان يې د درېو سختو كلو تېرولو وروسته له شعب ابيطالبه خپلو كورونو ته راستانه شول. له مسلمانانو سره راكړه وركړه ازاده شوه او وضع يې مخ پر ښه كېدو وه،چې پېغمبر اکرم له دردوونكې پېښې سره مخ شو،چې دې پېښې د مسلمانانو پر روحيه ډېر ناوړه اغېز وكړ؛دا پېښه دومره دردوونكې وه،چې له هېڅ څيز سره د پرتلنې وړ نۀ وه؛ځكه د يوه فكر پر مختګ په دوو عاملو پورې اړه لري:

 د وينا ازادي او د دښمن د بريد مخنيوى،چې په دې وخت كې مسلمانان د وينا له ازادۍ برخمن  وو؛خو هغه دويم لامل يې له لاسه وركړ؛يعنې د اسلام يوازېني ملاتړ او مدافع له دنيا سترګې پټې کړې.

په هغه ورځ حضرت “محمد” (ص) خپل هغه ملاتړ او مدافع له لاسه وركړ،چې له اته كلنۍ يې تر اوسه پېغمبر اکرم ساته او د پتنګ په څېر ترې ګرد چورليده او پر هغه ورځ،چې حضرت “محمد” (ص) له اقتصادي لوري په خپلو پښو ودريد؛نو د ژوند په چارو كې يې د “ابوطالب” لاس نيوى وكړ، چې پر “ابوطالب” هم حضرت “محمد” (ص) تر خپلو زامنو ډېر ګران و.

“عبدالمطلب” (د پېغمبر اکرم نيكه) د خپل ژوند په وروستيو كې “ابوطالب” ته وويل:((عبد منافه! ( د “ابوطالب” نوم “عبدمناف” و پلار يې هم ورته همدا نوم اخېسته) تا ته د داسې انسان د روزنې سپارښتنه كوم، چې د پلار په څېر يې موحد دى.))

 “ابوطالب” د “عبدالمطلب” په ځواب كې وويل:(( پلارجانه! “محمد” ستا سپارښتنې ته اړتيا نۀ لري؛ځكه هغه زما زوى او زما وراره دى.))

ښايي په هغه وخت كې،چې د “ابوطالب” پر تندي د ځنكدن خولې راماتې وې،حضرت “محمد” (ص) ته خپلې پخوانۍ سختۍ را وريادې شوې وې او له ځان سره يې ويل:

١ _ د مرګ پر بستره هماغه سړى پروت دى،چې د “شعب ابيطالب” په شپو كې يې له خپل ځايه پاڅولوم او په بل ځاى كې يې زما بستره هواروله او زما پر اصلي ځاى يې “علي” ويده كاوه او ويل يې، كه قريشو ناڅاپه بريد وكړ؛نو زوى به يې د “محمد” (ص) له ژونده ځار شوى وي. ان تر دې،چې يوه ورځ “علي” وويل:((پلارجانه! كه يوه شپه په همدې بستره كې ووژل شم،”ابوطالب” په غوسه ورته وويل: زويه! صبر د هوښيارو كار وي، هر ژوى بالاخره مري، ما ستا صبر ازمېيلى او دا شپې ورځې به هم تېرې شي، تۀ مى د نجيب او د نجيب د زوى (محمد بن عبدالله) له ژونده ځار كړى يې ، چې علي بيا په پسته او نرمه ژبه د خپل پلار ځواب وركړ او په دې  لار كې يې مرګ وياړ وباله.

٢ _ دا بې ساه بدن زما د هماغه ګران تره بدن دى،چې زما په لار كې راووت او له ټول ټبر سره،په هغه دره كې واوسېد. خپل رياست او سيادت يې تر پښو لاندې كړ؛يعنې خپل ټول ژوند يې له لاسه وركړ،چې په دې كار يې قريشو ته سخت او غاښ ماتى پيغام ورولېږه او ور ته يې وښوول،چې هېڅلكه به زما (محمد) له ملاتړه لاس وا نۀ خلي.

 قريشو ته د “ابوطالب” پيغام دا و: ((د “محمد” دښمنانو! تصور ونۀ کړئ،چې موږ به د “محمد” (ص) له ملا تړه لاس واخلو. نۀ! هغه زموږ پر نږدې او لريو خپلوانو خورا ګران دى. د بني هاشمو غښتلى مټ به يې له هر ډول بلا  وژغوري.))

تره يې ومړ او د “ابوطالب” له كوره د چغو غږونه پورته شول. دوست او دښمن يې له كوره راتاو شول،چې په جنازه كې يې ګډون وكړي.

د ابوطالب د عواطفو بېلګه

د تاريخ په كتابو كې د مينې او عواطفو بېلګې شته،چې مادي بنسټ يې درلود،چې تر څه مودې وروسته به په خپله له منځه تلې؛ خو د هغې مينې اور دومره ژر نۀ مړ كېږي،چې بالڼ (خس) يې ايمان، اخلاص او روحي كمالات وي.

 له حضرت “محمد” (ص)  سره د “ابوطالب” مينې دوه بنسټه درلودل؛يعنې هم يې پرې ايمان درلود او هغه يې بشپړ انسان او انسانيت ته بېلګه ګاڼه او هم يې وراره و،چې د زوى او ورور په څېر يې په خپل زړۀ كې ځاى وركړى و.

 “ابوطالب” دومره د حضرت “محمد” (ص) پر معنوياتو او پاكۍ ايمان درلود،چې په وچكالۍ كې يې له ځان سره بوت او د هغه په نامه او پاكۍ يې خداى ته قسم وركاوه، چي باران و وروي.

 ډېرو  تاريخپوهانو دا پېښه داسې ليكلي:

يو كال پر مكې او پر شاوخوا يې عجيبه وچكالي راغله، ځمكې او اسمان د خپل رحمت ورونه تړلي وو،”قريش” په ژړا “ابوطالب” ته راغلل او ترې و يې غوښتل،چې مصلى ته ولاړ شي او له خدايه باران وغواړي.

 “ابوطالب” د کمکي “محمد” (ص) لاس ونيو او د كعبې دېواله ته يې ډډه ووهله، ويې ويل:((خدايه! ددې ماشوم په خاطر پر موږ باران  ووروه او ولورېږه.))

تاريخپوهانو په يوه خوله ليكلي:(( “ابوطالب” په هغه وخت کې له خدايه باران وغوښت،چې په اسمان كې پوټى وريځ هم نۀ وه؛خو ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې په اسمان كې ورېځې راپيدا شوې او پر مكې او شاوخوا سيمو يې خپرې شوې؛ برېښنا ګانې شوې، پړكا شوه او باران وورېد، چې ټوله سيمه يې په اوبو مړه كړه او د ټولو زړونه پرې خوشحاله شول.په هماغه وخت كې “ابوطالب” څه شعرونه وويل.))(128)

“ابوطالب” د باران د ورېدو پر مهال “لاميه” قصيده وويله،چې “ابن هشام” د خپل سيرت د 2 ټوك ، په 286  مخ كې ددې قصېدې 96 بيته راوړي او “ابن كثير شامي” د خپل تاريخ د 3 ټوك، په 52 – 57  مخونو كې ددې قصيدې 92 بيته راوړي دي.

“ابوهفان عبدي” د “ابوطالب” په ديوان كې ددې قصيدې 121بيته راوړي، چې كېداى شي دا ټوله قصيده همدا 121 بيته وي،چې “ابوطالب” پکې ويلې:((دا باران خداى د حضرت “محمد” (ص) د سپېڅلې څېرې  په خاطر ورولى دى.))

د ابوطالب سرښندنه

“قريش” د “ابوطالب” په كور كې جرګه شول،چې پېغمبر اکرم هم پکې و.هغوى مشورې وكړى؛خو پايلې ته و نۀ رسېدل او پاڅېدل،حال دا چې “عقبه بن معيط” په چغو چغو ويل:((همداسې يې پرېږدئ! نصيحت ورته ګټه نۀ لري، هغه بايد ووژل شي.))

“ابوطالب” په دې خبره خواشينى شو؛خو څه يې كړي واى؛ ځكه د “ابوطالب” په كور کې مېلمانه وو او رسول اکرم هم پر هماغه ورځ له كوره راووت او نور كور ته راستون نۀ شو. ماښام مهال و،چې ترونه يې د حضرت “محمد” (ص) كور ته ورغلل ؛خو حضرت “محمد” (ص)  په کور كې نۀ و،چې ناڅاپه د “ابوطالب” ذهن ته د “عقبه” خبرې ورياد شوې او له ځان سره يې وويل:((هرومرو يې زما وراره وژلى دى.)) له ځان سره يې وويل:((اوبه له ورخه تېرې شوې او بايد د مکې له فرعونانو د وراره غچ واخلم.)) خپله پرګه (د “عبدالمطلب” او هاشم زامن) يې راغوښته او ټولو ته يې امر وكړ،چې هر يو وسلې تر جامو لاندې پټې كړئ او يو ځاى “مسجدالحرام” ته ورننوځئ او هر يو د “قريش” د يو مشر په څنګ كې كېنئ او چې مې، وويل: د قريشو مشرانو! حضرت “محمد” (ص) له تاسې غواړم؛ نو ژر له ځايه پاڅېږئ او په خپل څنګ كې ناست “قريش” پرمخې حلال كړئ.

 “ابوطالب” په تلو كې و،چې ناڅاپه حضرت “زيد بن حارثه” كور ته راننووت. و يې ليدل،چې ټول په ګونډو دي.خوله يې له حيرانتيا  وازه پاتې شوه او ويې ويل:((پېغمبر اکرم روغ رمټ دى او د يو مسلمان په كور كې تبليغ کوي.))

 دا خبره يې وكړه او پېغمبر اکرم ته يې په منډه ورغى او د “ابوطالب” له هوډه يې خبر كړ. پېغمبر اکرم هم بې ځنډه ځان كور ته راورساوه. د “ابوطالب” سترګې د خپل وراره پر ښکلې او خوږې څېرې ولګېدې،حال دا چې له سترګو يې اوښكې روانې وې،حضرت “محمد” (ص) يې په غېږ كې ونيو او ورته يې وويل:((وراره! چېرې وې؟ روغ يې؟ چا خو به درته څه نۀ وي ويلي؟ )) پېغمبر اکرم تره ته وويل: (( روغ رمټ يم او چا راته څه نۀ دي ويلي.))

“ابوطالب” هماغه شپه په كټ كې اوښت را اوښت په فكر كې ډوب و او ويې ويل:((نن خو قريشو “محمد” (ص) ته څه و نۀ ويل؛خو څو يې نۀ وي وژلى؛ په قرار به نۀ شي؛ نو خير يې په دې كې وليد،چې سبا تر لمر خاته وروسته، چې د قريشو جرګې ګرمې شوې،د بني هاشمو له ځوانانو سره به جومات ته ورننوځي او هغوى به له خپل پروني هوډه خبروي. كېداى شي له دې لارې يې په زړۀ كې وېره ولوېږي او بيا د “محمد” (ص)  د وژلو په فکر کې نۀ شي.))

 لمر لا څيره نه وه وهلې، چې “ابوطالب” را پيدا شو او غښتلي ځوانان ورپسې را روان دي او ټولو “ابوطالب” ته غوږ نيولى و، چې كله به ورته د قريشو د وهولو امر كوي. ټول په تمه وو، چې “ابوطالب” به څه وايي او دلته څه ته سهار وختي راغلى دى.

 “ابوطالب” يې مخې ته ودرېد او ويې ويل:(( پرون مو”محمد” (ص) څو شېبې له سترګو پناه  و؛ فكر مې وكړ د “عقبه” تر خبرو وروسته مو وژلى دى؛نو ځکه مې هوډ کړى و،چې له همدې ځوانانو سره “مسجدالحرام” ته راننوځم او هر ځوان ته امر وكړم، چې زما د امر تر اورېدو وروسته،په خپل څنګ كې ناست “قريش” پړمخې حلال كړئ؛خو له نېكه مرغه “محمد” (ص) مې ژوندى وليد.))

 بيا “ابوطالب” ننګياليو ځوانانو ته حکم وكړ: خپلې پټې وسلې راوباسئ او خپلې خبرې يې هلته داسې پاى ته ورسولې:(( پر خداى قسم ! كه “محمد” (ص) ته مو نېغ كتلي وو يا مو وواژه؛ نو يو به رانه ژوندي پاتې نۀ شئ !!.)) (129)

كه د تاريخ كتابونه ولوستل شي؛نو پوه به شئ چې “ابوطالب” 42 كاله،په تېره بيا د خپل ژوند وروستي لس كاله يې،چې د پېغمبر اکرم له بعثت سره سمون خوري،د پېغمبر اکرم ملاتړ او خادم و او د هغه په لار كې له هر څه تېر و او څه،چې “ابوطالب” حضرت “محمد” (ص) ته داسې پتمن او پر لار يې ثابت قدم ساتلى و، پر پېغمبر اکرم يې عقيده او ايمان و.

 پلار و زوى (“ابوطالب” او”علي”)،چې يو ځاى كړو؛ نو هله به د “ابن ابي الحديد معتزلي شافعي” پردې شعرونو پوه شو،چې ويلې يې دي: ((كه “ابوطالب” او زوى يې نۀ واى؛نو دين به كله هم دومره ځواكمن نۀ و.))

د ابوطالب پر ايمان دليلونه

د هر چا په عقيده او فكر له دې لارو پوهېداى شو:

1 _ د راپاتې ادبي او علمي څېړنو شننه يې.

2 _ ټولنيز كړۀ وړۀ.

3 _ بې غرضه دوستان يې پوښتل.

موږ هم له دې لارو كار اخلو:

د “ابوطالب” ويل شوي شعرونه يې پر ايمان ګواهي وركوي او همداسې د ژوند وروستي لس كاله يې هم پر ايمان ګواه دي او د بې غرضه دوستانو يې عقيده هم دا وه،چې “ابوطالب” مسلمان او با ايمانه شخصيت و او ټول خپلوان يې په هکله يوه خوله دي، چې ايمانوال ول.

د ابوطالب علمي او ادبي زېرمې

موږ د “ابوطالب” له اوږدو قصيدو څو بيته (د پښتو ژباړه) راوړي؛ چې لولو يې:

((پوه او شريف خلك دې پوه شي،چې “محمد” د “موسى” او “مسيح” په څېر پېغمبر دى او كومه اسماني رڼا،چې هغوى درلوده،”محمد” يې هم لري او ټول پېغمبران د خداى په امر،خلكو ته لارښوونه كوي او له ګناه يې ژغوري.)) (130)

((د قريشو مشرانو! انګېرئ، چې پر “محمد” به برلاسي شئ. حال دا چې  دا هيله مو يوازې خوب دى. هغه پېغمبر دى ! د خداى له لوري ورته وحې راځي او كه څوك ترې منكر وي؛نو بيا به ډېر پښېمانه وي. قريشو! ايا نۀ پوهېږئ، چې موږ هغه (محمد) د موسى په څېر پېغمبر ګڼو. د هغه نوم او نښې په اسماني کتابو كې راغلي او د خداى بندګان ورسره ځانګړې مينه لري او نۀ ښايي څوك له داسې سړي سره زياتى وكړي،چې مينه يې خداى د هر چا په زړۀ كې اچولې وي.)) (131)*

((وراره! “قريش” به هېڅكله تا ته در ونۀ رسېږي.څو،په لحد كې يې نۀ يم ايښى؛ نو مرستندوى دې يم. د څه په باب،چې مامور يې،خلكو ته يې وښيه. له هېچا مۀ وېرېږه،زېرى وكړه او د ډېرو سترګې وغوړوه. زه دې خپل دين ته راوبللم او پوهېږم،چې تۀ مې لارښود يې او په خپله بلنه كې امين يې. په رښتيا،چې د “محمد” (ص) دين تر ټولو غوره دين دى. يا دا چې پر قرآن ايمان راوړئ،چې د “موسى” او “يونس” په څېر پېغمبر نازل شوى دى.)) (132)*

دا هره ټوټه شعر،د هغو اوږدو قصيدو يوه برخه ده، چې د “ابوطالب” پر ايمان ګواهي لي.

 لنډه دا چې دا هر يو شعر د ويونكي د ايمان په باب كافي دى. دا چې “ابوطالب” د علي (ک) پلار و او بني اميه وو پر خلاف يې تبليغ كاوه او د “علي” او پلار ايمان فضيلت يې شمېرل كېږي؛خو دا چې د بني اميه و پلرونه مشركان وو؛ نو دا يې خپل كسر شان ګاڼه، چې د “علي”(ک) پلار مسلمان وي او د هغوى مشرك؛نو ځكه يې خلكو ته داسې وښوول،چې “ابوطالب” پر پېغمبر اکرم ايمان نۀ درلود.

سره له دې ټولو شعرونو او خدمتونو،ځينو پر “ابوطالب” د كفر ټاپه ولګوله او تردې،چې ځينې راپاڅېدل او ويې ويل:((د “ابوطالب” په باب آيتونه نازل شوي او راښيي “ابوطالب” كافر دى.))

د ابوطالب د ايمان د ثابتولو دويمه لار:

دويمه لار له پېغمبر اکرم سره د “ابوطالب” چلن او هغه هڅې دي،چې د حضرت “محمد” (ص) په پالنه كې يې كړي؛ نو هر يو موږ د “ابوطالب” له فكر سره اشنا کولاى شي؛ ځكه “ابوطالب” داسې شخصيت و، چې راضي نۀ شو،د وراره د زړۀ شيشه يې ماته شي او له ټولو ستونزو سره او د امكاناتو په نۀ شتون کې يې بيا هم له ځان سره “شام” ته بوت.

 “ابوطالب” پر  وراره دومره ايمان درلود،چې حضرت “محمد” (ص) يې له ځان سره مصلى ته بوت او خداى ته يې پر حضرت “محمد” (ص)  قسم وركړ،چې باران و وروي.

هغه يوه شېبه هم د پېغمبر اکرم له ساتنې بې غمه نۀ شو. د مكې سياست او رياست يې پرېښود او د حضرت “محمد” (ص) په خاطر په “شعب ابيطالب” كې له ټولو سختيو سره اوسېده،چې هماغلته ډېر کمزورى شو او،چې كور ته راستون  شو؛نو څو ورځې وروسته له دنياولاړ.

هغه پر حضرت “محمد” (ص) دومره ايمان درلود،چې حاضر و، خپل ټول زامن ترې ځار كړي.حضرت علي(ک) يې د هغه په بستره كې ويده كاوه،چې كه پر حضرت “محمد” (ص) ناڅاپي بريد وشي؛نو په خپله بستره كې به نۀ وي او همدغسې يوه ورځ حاضر شو،چې د حضرت “محمد” (ص) غچ اخستو ته ټول “قريش” ووژني، چې ښكاره ده،د قريشو لاسونه به هم په  نكريزو كې  نۀ وو او په دې  جګړه كې به زيات “بني هاشم” هم وژل شوي واى.

د ابوطالب وصيت

“ابوطالب” د ځنكدن پر مهال خپلو زامنو ته وويل:

(( له تاسې غواړم د حضرت “محمد” (ص) پلوي وكړئ؛ځكه د قريشو امين او د عربو رښتين دى او د ښو كمالاتو خاوند دى. داسې دين يې راوړى،چې زړونو پرې ايمان راوړى؛خو ژبې له وېرې ترې انكار كوي؛اوس ګورو چې د عربو بېوزله او کمزوري د هغه ملاتړ دي او “محمد” (ص) به د همدې بېوزليو په مرسته له قريشو سره مبارزه وكړي. د قريشو مشرانو د هغه كور وران كړ،هر څه يې ترې واخيستل؛ خو بېوزلي يې ملاتړ شول. خپلوانو! د هغه د ګوند (اسلام) پلويان او ملاتړي شئ، چا چې د “محمد”(ص) پلوي وكړه؛نو نېكمرغه به  وي او كه اجل راته وخت راكړى واى؛ نو به مې ساتلى واى.)) (133)*

هيڅوك هم په دې خبره کې شك نۀ لري،چې “ابوطالب” په خپله هيله كې صادق و؛ځكه د صداقت شاهد يې هغه لس كلن خدمتونه دي،چې پېغمبر اکرم ته يې كړي وو. پر هغه ورځ چې پېغمبر اکرم خپلو ټولو دوستانو ته ميلمستيا كړې وه؛نو “ابوطالب” ورته وويل:

 (( وراره پاڅېږه ! تۀ د ستر مقام خاوند يې، ګوند دې تر ټولو غوره دى، تۀ د ستر انسان زوى يې،كه كومه خوله دې وځوروي؛نو ډېرې خولې به دې دفاع وكړي او عرب به هم په عاجزۍ درته په ګونډو شي.)) (134)*

وروستۍ لار:

راځئ چې د “ابوطالب” د ايمان په باب يې كورنۍ ته غوږ شو، چې څه وايي؛ځكه  د كور پر دننه حالاتو د كور څښتن  ډېر ښه  پوهېږي.

١ _ چې  حضرت علي د “ابوطالب” د مرګ خبر پېغمبر اکرم ته وركړ؛نو پېغمبر اکرم سخت په ژړا شو او علي(ک) ته يې امر وكړ، چې د “ابوطالب” د كفن او ښخېدو بندوبس وكړي، بيا يې “ابوطالب” ته د خير دعا وكړه.(135)

٢ _ امام زين العابدين ناست و،چې د “ابوطالب” د ايمان خبره رامنځ ته شوه. امام وويل: (( حيران يم،چې ولې خلك د هغه په اخلاص كې شك كوي،حال دا چې کومه ښځه،چې ايمان راوړي؛نو له كافر سره ژوند نۀ شي کولاى او “فاطمه بنت اسد” د “ابوطالب” ميرمن په اسلام کې له مخکښانو وه او ډېر مخکې ېې پر حضرت “محمد” (ص) ايمان راوړى و او همدا مسلمانه ښځه له “ابوطالب” سره تر مرګه پورې په نكاح كې پاتې شوه.))

٣  _ امام باقر وايي:((د “ابوطالب” ايمان تر ډېرو خلكو غوره و او علي(ک) امر كړى و،چې ورته حج وكړئ.))

(وګورئ: ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ١٤/ ٦٨)

معراج

معراج د قرآن، احاديثو او تاريخ په رڼا كې:

د شپې تپه تياره وه،پر نړۍ چوپه چوپتيا خپره وه،د مخلوقاتو د خوب او استراحت وخت و،چې د ټاكلي وخت لپاره له طبيعته سترګې پټې كړي چې سبا ته دمه وي، پېغمبر اکرم هم د طبيعت له دې قانونه مستثنى نۀ و. هغه غوښتل،چې د خپلو فرايضو تر ادايېنې وروسته استراحت وكړي،چې ناڅاپه يې پر غوږو خوږ او اشنا غږ ولګېد؛دا د حضرت جبرائيل (د وحې د امين) غږ و،چې ورته يې وويل:((نن شپه درته اوږد سفر در پر غاړه دى او زه هم درسره ملګرى يم.))

د اسلام پېغمبر دا ستر سفر  د خپلې خور ” ام هاني” له كوره  پېل كړ او د “بيت المقدس” پر لور،چې “مسجد الاقصى”، هم ورته وايي روان شو،څو شېبې هلته پاتې شو او د جومات بېلابېل ځايونه يې وكتل. د حضرت “عيسى” عليه السلام د زوكړې ځاى، “بيت ال حم” اود بېلابېلو انبياوو ځايونه يې وكتل او په ځينو ځايو كې يې دوه ركعته لمونځ هم وكړ او بيا له هماغه ځايه د اسمان پر لور والوت. ستوري او د نړۍ نظام يې له بره وكوت او د پېغمبرانو له ارواحو او اسماني پرېښتو سره يې خبرې وكړې او د رحمت (جنت) او عذاب (دوزخ) مركزونه يې هم وکتل.

 د جنتيانو درجې او د دوزخيانو اشباح يې له نږدې وكتل او ځان يې د هستۍ  پر رموزو،د پيداېښت په پراختيا او د خداى په بې پايه قدرت پوه كړ او همداسې مخكې ولاړ،چې “سدرة المنتهى” ته ورسېد،چې هماغلته يې کړلار پاى ته ورسېده او وګومارل شو، چې پر راغلې لارې، بېرته ستون شي. (136)*

د ” سدره المنتهى” پر ټكي د پوهېدو لپاره تفسيرونه لوستاى شى.

په راستنېدو كې په “بيت المقدس” كې راكوز شو او د مكې پر لور را روان شو.

 په لار كې يې د قريشو سوداګريز كاروان وليد،چې اوښ يې ورك كړى و او ورپسې ګرځېدل او ويل كېږي،چې پېغمبر اکرم د كاروان د  اوښې اوبه وڅښلې او د مكې پر لور روان شو او له سبا كېدو مخکې د “ام هاني” كور ته راورسېد او په لومړي ځل يې خپل راز “ام هاني” ته ووايه او د هماغې شپې پر سبا يې له دې رازه د قرېشو په غونډه كې پرده پورته كړه.

قريشو ته  د “معراج” کيسه د منلو وړ نۀ وه او هغوى ته ناشونې چار ښكارېده.دا کيسه په ټولو غونډو كې خپره شوه،چې د قرېشو د مشرانو خوبونه يې نور هم وتښتول .

 قريشو د خپل پخواني عادت له مخې،پر پېغمبر اکرم د دروغجن تور ولګاوه او ويې ويل:((په مكه كې داسې كسان شته، چې وايي “بيت المقدس” يې ليدلى؛نو كه رښتيا وايي؛نو د “بيت المقدس” دېوالونه څرنګه وو؟))

 پېغمبر اکرم نۀ يوازې د “بيت المقدس” د دېوالونو په باب معلومات وركړل؛ بلكې څه، چې يې د مكې او “بيت المقدس” په لار كې ليدلي وو،ورته وويل: ((په لار كې مې د پلاني ټبر تجارتي كاروان وکوت،چې خپل اوښ يې ورك كړى و، د هغوى په سامان كې څه اوبه هم وې، چې ما ترې وڅښلې.))

 قرېشو ورته وويل:(( د قرېشو د كاروان په باب راته ووايه.))

پېغمبر اکرم وويل:((هغوى مې په “تنعيم” كې وكتل، چې خړ اوښ ترې مخكې روان و،چې كجاوه يې پر اېښې وه،چې اوس به مكې ته راورسېږي.))

 “قرېش” د پېغمبر اکرم په دې پرېکنده خبرو سخت غوسه شول  او  و يې ويل: ((اوس به معلومه شي،چې هغه دروغ وايي او كه رښتيا )) ؛ خو ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې كاروان مكې ته راننووت او “ابوسفيان” او نورو مسافرو د پېغمبر اکرم خبرې تصديق كړې.

 

د طايف پر لور سفر

د بعثت لسم كال،له ټولو خوږو او ترخو سره تېر شو.په دې كال كې پېغمبر اکرم خپل دوه ستر ملاتړ له لاسه وركړل؛ لومړى ترې “ابوطالب” ولاړ، چې لا يې د مړينې د غم داغ تازه و، د حضرت خديجې بي بي مرګ هم د پېغمبر اکرم غم لا نور هم ور زيات کړ .

“ابن سعد” د “طبقات” د لومړي ټوك، 106مخ كې ليكلې،چې حضرت خديجه تر “ابوطالب” نه يوه مياشت او پينځه ورځې وروسته مړه شوه،حال دا چې ځينې؛لكه “ابن اثير” (د كامل د 2ټوك، په 63  مخ كې) ليكلي،چې حضرت خديجه له “ابوطالب” نه مخكې مړه شوې ده.

د “ابوطالب” پاسوالۍ او د حضرت خديجې شتمني د اسلام په پرمختګ كې ونډه درلوده.

“ابن هشام” ليكي:((د “ابوطالب” له مرګه لا ډېر وخت نۀ و تېر شوى، چې يوه قريشي د پېغمبر اکرم پر سر خاورې واچولى. پېغمبر اکرم په همدې حالت كې كور ته راننوت،چې د يوې لور يې سترګې پر ولګېدى؛نو راپاڅېده اوبه يې راوړې او د پېغمبر اکرم مخ او سر يې پرېمينځه. لور يې ژړل؛ خو پېغمبر اکرم خپلې لور ته تسلي وركړه او ويې ويل:”مۀ ژاړه! خدای دې د پلار ساتونکی دی، بيا يې وويل: چې “ابوطالب” ژوندى و؛نو قريشو ماته پورته نۀ شول كتاى.”))

پر پېغمبر اکرم،چې د مکې په چاپېريال كې تنګسه راغله؛ نو بل ځاى ته دتلو هوډ يې وکړ.”طايف” په هغو ورځو كې ښه منځۍ وه. هوډ يې وکړ “طايف” ته لاړ شي او د “ثقيف” ټبر له مشرانو سره خبرې وكړي او خپل دين ته يې راوبلي. كېداى  شي له دې لارې بريالى شي؛نو چې “طايف”ته ورسېد د  ټبر له مشرانو سره يې وكتل او د توحيد دين يې ورته تشريح كړ او هغوى يې راوبلل؛خو د پېغمبر اکرم خبرو يې پر زړونو څه اغېز و نۀ کړ او ورته يې وويل: ((كه تۀ د خداى غوره شوى يې؛نو ستا د وينا نۀ منل د عذاب وسيله ده او كه دروغ وايې؛نو د دې وړ نۀ يې، چې درسره خبرې وشي.))

د خداى استازى يې له دې ماشومانه منطقه پوه شو، چې دوى اسلام نۀ راوړي.پېغمبر اکرم له خپل ځايه راپاڅېد او له هغوى يې ژمنه واخېسته،چې دا خبرې له بل چا سره ونۀ کړي،هسې نۀ چې د “ثقيف” ټبر کوز او ټيټ خلك د پېغمبر اکرم له يوازېتوبه ناوړه ګټنه وکړي او و يې ځوروي؛خو د “ثقيف” ټبر مشران پر خپله خبره و نۀ درېدل او دا خبره يې د خپل ټبر كم عقلو او كوڅه ډبو ته وكړه او هغوى يې په پېغمبر اکرم پسې راوپارول.

 پېغمبر اکرم روان و،چې ناڅاپه ترې د دښمنانو غټه ډله راتاوه شوه؛نو له ناچارې يې د “عتبه” او”شيبه” باغ ته پناه يووړه. دا دوه كسان د قريشو په شتمنو كې شمېرل كېدل،چې په “طايف” كې يې هم باغ درلود.

 د پېغمبر اکرم له بدنه خولې را روانې وې او بدن يې هم ټپي شوى و، د ونې سيورې ته كېناست او ويې ويل: ((خدايه! درشل ته دې د خپل بدن له كم زورۍ پناه در وړم،تۀ رحيم پالونکى يې، تۀ د کمزوريو خداى يې،ما دلته چاته پرېږدې….؟))

 دا د هغه سړي دعا ده، چې پنځوس كاله يې د سرتېرو پر ملاتړ پتمن ژوند كړى؛خو اوس پرې دومره تنګسه راغلې،چې د دښمن باغ ته پناه وړي او په خپل ستړي او ټپي ځان د خپل برخليك په تمه دى.

د “ربيع” زامن،چې بوت لمانځي او د اسلام د ښمنان وو،د حضرت “محمد” (ص) پردې دردونكي وضع خپه شول او خپل مسيحي مريي “عداس” ته يې امر وكړ،چې د انګورو ډكه كاسه ورته يوسئ.

 “عداس” د انګورو كاسه د پېغمبر اکرم مخې ته كېښووه او نوراني څېرې ته يې ځير شو. “عداس” د پېغمبر اکرم د نوراني څېرې په كتو كې ډوب و،چې وايې ورېدل،پېغمبر اکرم د انګورو له خوړو مخكې وويل:

 (( بسم الله الرحمن الرحيم. ))

“عداس” دې پېښې سخت حيران كړ او زړۀ يې نور صبر و نۀ کړ او ويې ويل:((ددې  ټاپو وزمې خلك  له دې كلام سره بلد نۀ دي او ما هم دا جمله له چا نۀ ده اورېدلې او ددې ځاى خلك خپل كارونه د “لات” او “عزى” په نامه پېلوي.))

پېغمبر اکرم:((د كوم ځاى يې او پر كوم دين يې؟))

“عداس”: ((د “نينوى” يم او نصراني يم.))

پېغمبر اکرم:((د داسې سيمې يې،چې صالح انسان “يونس بن متى” هم د هغه ځاى و.))

“عداس”: (( (په حيرانتيا)يونس متى څه پېژنې؟))

پېغمبر اکرم:(( ورور مې “يونس” زما په څېر پېغمبر و.))  

پر “عداس” د پېغمبر اکرم صداقت عجيبه اغېز وكړ، بېواکه  پر پېغمبر اکرم مين شو،پر ځمكه راوغورځېد او دهغه پښې او لاسونه يې ښکل كړل او پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او اجازه يې ترې وغوښته او د باغ مالكانو ته ورستون شو.

“ربيعه” د مسيحي مريي په روحياتو كې له بدلونه ډېر حيران شو او خپل مريي ته يې وويل:((له هغه پردي سړي سره دې څه خبرې كولې او ولې دې د هغه دومره په عاجزۍ درناوى وكړ؟))

“عداس” : ((دا سړى، چې ستاسې باغ ته يې پناه راوړې،د ځمكې پر مخ د خلكو ښاغلى دى.هغه راته داسې څه وويل،چې يوازې  پېغمبران ترې خبر وي او دا سړى هماغه پېغمبر دى،چې  په  اسماني كتابو كې يې نوم راغلى دى.))

 د مريي خبرې د “ربيعه” پر زامنو بدى ولګېدې او د نصيحت له مخې يې ورته وويل:((دا سړى دې له خپل پخواني دينه وا نۀ ړوي، ستا دين “مسيحيت” د هغه تر دينه غوره دى.))

مکې ته د پېغمبر اکرم راستنېدل

پېغمبر اکرم د “طايف” له پېښو وروسته هوډ ونيو،چې مکې ته راستون شي؛خو مكې ته ستنېدل يې له ډول ډول خطرو سره مل وو؛ ځكه يوازېنى ملاتړ يې له دنيا تللى و او ددې احتمال و،چې مكې له رسېدو سره يې بوت لمانځي ووژني.

 پېغمبر اکرم هوډ وکړ په “نخله” كې پاتې شي. و يې غوښتل يو تن د قريشو په يو مشر پسې ولېږي،چې ورته پناه واخلي او مكې ته ننوځي؛خو هلته يې څوك پيدا نۀ کړ،چې قريشو ته د پېغمبر اکرم پيغام ورسوي. له “نخله” نه “حراء” ته ولاړ او هلته  يې له “خزاعي” عرب سره اړيکه ونيوه او ترې ويې غوښتل مکې ته ولاړ  شي او له “مطعم بن عدى” نه ورته پناه وغواړي.

 “خزاعي” عرب مكې ته ولاړ او د پېغمبر اکرم خبره يې “مطعم” ته ورسوله . “مطعم” سره له دې، چې بوت لمانځى و؛ خو د پېغمبر اکرم غوښتنې ته يې مثبت ځواب وركړ او ويې ويل:(( “محمد” دې نېغ زما كور ته راشي، زه او زما زامن يې ساتو.))

 پېغمبر اکرم د شپې په تپه تياره كې مكې ته راننووت او نېغ د “مطعم” كور ته ولاړ او د شپې وركره پاتې شو.

 لمر راختلى و،چې “مطعم” راغى او ويې ويل:(( تاسې زما په پناه كې ياست او دا خبره بايد قرېشو ته ورسول شي او ددې خبرې اعلام ته پكار دي، چې يو ځل له ما سره “مسجدالحرام” ته ولاړ شئ.))

 پېغمبر اکرم د هغه مشوره ومنله او د تګ تيارى يې وکړ.

 “مطعم” خپلو زامنو ته امر وكړ،چې وسله وال شئ او له “محمد” سره “مسجدالحرام” ته ولاړ شئ. هغوى،چې جومات  ته ور ننوتل؛ نو دې پېښې ډېر خلك حيران كړل.

 “ابوسفيان”،چې له مودو مودو پېغمبر اکرم ته په څوکې و و، ددې  پېښې  په ليدو ډېر غوسه شو؛ خو پر پېغمبر اکرم يې له بريده  ډډه وكړه “مطعم” او زامن يې كېناستل اورسول اکرم خپل طواف پېل كړ او تر طواف وروسته كاله ته راستانه شول.(137)

څه موده وروسته پېغمبر اکرم له مكې څخه مدينې ته ولاړ او تقريبا د هجرت د كال لومړۍ مياشتې وې،چې “مطعم” په مكه كې ومړ او خبر يې مدينې ته راورسېد؛نو پېغمبر اکرم د هغه نېكي ياده كړه او “حسان بن ثابت” هم د “مطعم” د سړيتوب او خدمت په درناوۍ شعرونه وويل.

 پېغمبر اکرم به په بېلابېلو ځايوكې “مطعم” پر نېكۍ ياداوه. ان د بدر د جګړې پر ورځ چې قريشو درانه تلفات وراړوي وو او مسلمانانو ترې زيات بنديان نيولې وو، پېغمبر اکرم “مطعم” را ياد كړ او ويې ويل:((كه “مطعم” ژوندى واى او كه رانه يې غوښتي واى،چې دا ټول بنديان ازاد كړم؛نو د هغه غوښتنه به مې منلې واى.))

پاموړ خبره:

“طايف” ته د پېغمبر اکرم كړوونكى او غم لړلى سفر د هغه پر لويې سينې،زغم او استقامت ګواه دى او دا چې پېغمبر اکرم به تل “مطعم” په تېره بيا په ځانګړو وختو كې په نېكۍ ياداوه،د پېغمبر اکرم اخلاق او ستروالى راښيي،چې له همدې لارې موږ يوې بلې پايلې ته رسېداى شو او هغه د “ابوطالب” خدمتونه دي. “مطعم” لنډې مودې ته د پېغمبر اکرم ملاتړى؛ خو “ابوطالب” يې يو عمر ملاتړى. “ابوطالب” چې څومره پر پېغمبر اکرم وكړېده؛نو پر زرمه يې هم “مطعم” و نۀ کړېده. پېغمبر اکرم د “مطعم” ددې لنډې مودې خدمت له امله حاضر و،چې د بدر بنديان وبښي؛نو اوس په خپله ووياست، چې د تره  خدمتونو ته به يې څنګه ځواب وركاوه؟! يو داسې شخصيت، چې 42 كاله د رسالت د خاوند پاسوال او ملاتړ و او د خپل ژوند په وروستيو لسو كلو كې يې سر په تلي كې نيولى و او پېغمبر اکرم يې ساته؛نو له پېغمبر اکرم  سره به يې څومره مقام او احترام درلود.

د حج په موسم كې د قبايلو مشرانو بلنه

د حج په موسم كې به پېغمبر اکرم د عربو له مشرانو سره اړيکې نيولې،كورونو ته به يې ته او د دين د حقيقت په باب يې ورته خبرې كولې، چې په دې كتنو او بلنو كې به كله كله “ابولهب” رادانګل او خلكو ته  به يې  ويل:((خلكو! خبره يې و نۀ منئ؛ځكه ستاسې د نيكونو د دين دښمن دى او خبرې يې بې بنسټه دي.))

د تره دې خبرو د پېغمبر اکرم پر تبليغاتو ناوړه اغېز درلود،چې د عربو مشرانو به له ځان سره ويل:((كه دين يې پر حقه واى؛ نو كورنۍ به يې ورسره مخالفت نۀ کاوه.)) (138)

د “بني عامر” د ټبر ډله مکې ته راغله او پېغمبر اکرم اسلام ته راوبلله. ډلې ورسره اسلام په دې شرط ومانه،چې د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته به د ټولنې مشري له هغوى سر ه وي؛ خو پېغمبر اکرم ورته وويل:((دا كار د خداى په لاس كې دى او چې څوك يې خوښ و، هماغه به ټاكي.)) (وګورئ: سيرۀ “ابن هشام”: ١/ ٤٢٦)؛ نو ډلې يې له  اسلام  راوړو ډډه وكړه او، چې خپلې سيمې ته ستانه شول او له پېغمبر اکرم  سره د خبرو اترو کيسه يې د كلي سپين ږيرې ته وكړه؛نو هغه ورته وويل:((دا هماغه روڼ ستورى دى،چې د مكې له څنډه (افق) راختلى دى.))

د تاريخ  د كتاب  له دې پاڼې راڅرګندېږي،چې تر رسول اکرم وروسته د مشرۍ مساله  انتصابي اړخ لري؛ نۀ انتخابي.

 (په دې اړه وګورئ: د همدې ليکوال،پيشوايي از نظر اسلام)

اتلسم څپرکى

د عقبه تړون

پېغمبر اکرم د حج په موسم كې د “خزرج” د ټبر له شپږو تنو سره وكتل او ورته يې وويل:(( ايا تاسې د يهودو هم ژمني ياست؟ ))

 و يې  ويل: ((هو!))

پېغمبر اکرم:(( راځئ كېنئ چې خبرې وكړو.))

 پېغمبر اکرم ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل، چې اغېز يې پرې وكړ او په هماغه لومړۍ ناسته كې يې پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ؛ خو څه چې د دوى په اسلام راوړو كې اغېزمن وو، دا وو چې دوى له يهوديانو اورېدلې وو،چې پېغمبر به په عربو كې راځي او د بوت لمانځنې حكومت به له بېخه نړوي؛نو ځكه د “خزرج” د ټبر دې كسانو وويل:((مخكې له دې،چې يهود ايمان راوړي؛نو موږ بايد د پېغمبر اکرم مرسته وكړو.))

 ډلې پېغمبر اکرم ته وويل:((په موږ كې تل د جګړې اور بل دى او هيله ده،چې ستا په دين به دا اور مړ شي، موږ همدا اوس “يثرب” ته ځو او خلك ستا دين ته رابلو او چې ټولو ومنله،چې ايمان راوړي؛نو تر تا  به څوك موږ ته ښه وي؟))

دوى  ولاړل او د اسلام په خپرولو ته يې لاس پورى کړ او كار يې تردې ورساوه، چې په “يثرب” كې داسې كورنۍ پاتې نه شوه، چې پکې د پېغمبر اکرم پلويان نۀ وو.(139)

د عقبه لومړى تړون

د دې شپږو تنو تبليغاتو اغېز وكړ او ډېرو يثربيانو ايمان راووړ، چې د بعثت پر لسم كال دولس کسيز پلاوى راغى او په “عقبه” كې يې له رسول اکرم سره وكتل او لومړى اسلامي تړون يې وتاړه، چې د پلاوي مشهور كسان؛ “اسعد بن زراره” او “عباده بن صامت” وو. دوى له رسول اکرم سره داسې تړون لاسليك كړ:

 له رسول اکرم سره مو پرېكړه وكړه، چې پردې دندو عمل وكړو:

شرك پرېږدو،غلا او زنا و نۀ کوو، خپل زامن به نۀ وژنو، يو بل به نۀ تورنوو، بد كارونه به نۀ كوو او د ښو كارونه له کولو به سرغړاوى نۀ کوو.

د خداى رسول ورته وويل:(( كه په خپله خبره ودرېدئ؛ نو ځاى به مو جنت وي او كه سرغړاوى مو وکړ؛ نو بيا د خداى كار دى،چې تاسې بښي او كه په عذابوي.))

د تاريخ په اصطلاح كې دې تړون ته “بيعة النساء” هم ويل كېږي؛ ځكه پېغمبر اکرم د مكې د فتح پر مهال دا تړون له ښځو سره هم كړى و.

دا دولس تنه له پوره ايمان سره مدينې ته ستانه شول او د اسلام په خپراوي لاس پورې کړ او څه موده وروسته يې پېغمبر اکرم ته پيغام راواستاوه، چې ورته مبلغ راولېږي، چې پېغمبر اکرم يې هم حضرت “مصعب بن عمير” روزنې ته يې واستاوه .(140)

د عقبى دويم تړون

د مدينې مسلمانان د حج موسم ته په بې صبرۍ په تمه وو، چې پکې به پېغمبر اکرم هم وګوري او ورته به ووايي،چې كه څه خدمت وي؛نو حاضر يو او هم دا،چې تړون به له څرنګوالي او څومره والي له لوري  بډاى كړي .

د “يثرب” د حج كاروان،چې تقريبا پينځه سوه تنه و،حركت وكړ، چې پکې 73 تنه مسلمانان وو، چې دوه يې ښځې او نور ټول بې پلوه وو او د اسلام په راوړو خوښ وو. دوى په مكه كې له پېغمبر اکرم سره وكتل او د بيعت د مراسمو سرته رسولو ته يې وخت وغوښت.

پېغمبر اکرم ورته و ويل:((د کتنې ځاى به مو په “منى” كې وي. د ذى الحجې پر دريالسمى، چې د شپې خلك ويده شول؛نو په “عقبه” كې به سره كېنو.))

ديارلسمې شپه راورسېده او رسول اکرم له خپل تره “عباس” سره تر ټولو مخكې هلته ځان ورساوه. د شپې يوه برخه تېره شوې وه. د عربو مشركان ويده ول. مسلمانان له خوبه راپاڅېدل او په يو بل پسې په پټه “عقبه” ته ولاړل.په “عقبه” كې د پېغمبر اکرم تره “عباس” وويل: ((خزرجيانو! تاسې د حضرت “محمد”(ص)  د دينه ملاتړ اعلان كړى دى؛نو پوه شئ هغه د خپل ټبر تر ټولو ښه سړى دى. ټولو بني هاشمو،كه مؤمن دى او كه غېر مؤمن، د حضرت “محمد”(ص) دفاع ته غاړه اېښې ده؛خو هغه ستاسې لور غوره کړى او خوښ دى، چې په تاسې كې وي؛نو كه هوډ مو کړى وي،چې په خپله خبره درېږئ او له دښمنه يې ساتئ؛نو درسره ژوند کړاى شي او كه په سخته كې يې دفاع او ملاتړ نۀ شئ كړاى؛ نو همدا اوس خبره سپينه کړئ.))

پر دې وخت “براء بن معرور” وويل:(( پر خداى قسم ! څه مو، چې پر ژبه دي،پر زړۀ هم دي! موږ له پېغمبر اکرم سره په رښتيا ولاړ يو او ترې ځارېږو.))

بيا خزرجيانو پېغمبر اکرم ته وويل،چې خبرې ورته وكړي.

رسول اکرم ورته د قران آيتونه وويل،چې د خزرجيانو په زړۀ كې يې د اسلام د مينې تنده لا نوره هم زياته كړه.

 بيا پېغمبر اکرم وويل: (( له تاسې سره پردې بيعت كوم،چې زما داسې دفاع وكړئ؛لکه چې د خپلې كورنۍ چې كوئ.))

 دا ځل بيا “براء” راپاڅېد او ويې ويل:((موږ د جګړې او مبارزې زامن يو او د جګړې په ډګر كې روزل شوي يو،چې دا مو ميراثي ځانګړنې دي.))

د “براء” دې خبرې د خزرجيانو په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله او په محفل كې ګڼه ګوڼه شوه،چې پردې وخت “عباس”، چې د پېغمبر اکرم لاس يې په لاس كې نيولى و وويل:(( په موږ پسې يې ځري اچولي؛ نو ښه به وي، چې خبرې ورو وكړئ.))

 بيا “براء بن معرور”،”ابوالهيثم بن تيهان” او “اسعد بن زراره” راپاڅېدل او پېغمبر اکرم ته يې د بيعت لاس وركړ او ورپسې يو  يو  خزرجي  له  پېغمبر اکرم سره بيعت وكړ.

د عقبه د تړون پر وړاندې د قريشو غبرګون

“قريش” د غفلت پر خوب وېده وو او له دې،چې اسلام په مکه كې پرمختګ ونۀ كړ؛انګېرله يې چې د اسلام د شاتګ وخت راغلى او د دين رڼا به تل مړه شي،چې د “عقبه” دويم تړون په قريشو كې د بم په څېر وچاود، بوت پال مشران پوه شول،چې بېګاه شپه 73 يثربيانو له “محمد” سره تړون كړى، چې د خپلې كورنۍ په څېر به د هغه دفاع او ساتنه كوي. دې خبر د قريشو او بوت پالو په زړۀ كې عجيبه وېره واچوله؛ځكه له ځان سره يې ويل:((مسلمانانو ددې ټاپووزمى په زړۀ كې ځان ته هډه پيدا کړه او اوس به خپل خپاره واره ځواکونه راټول كړي او د توحيد د دين په خپرېدو به بوخت شي،چې  دا د مکې بوت پال حكومت ته ستر ګواښ دى.))

قريشو ځان پر خبره پوهولو ته سهار وختي له خزرجيانو سره اړيکه ونيوه او ورته يې وويل:((خبر شوي يو تاسې بېګا شپه په “عقبه” كې له “محمد” سره دفاعي تړون كړى او ورته مو ډاډ او ژمنه وركړې، چې به راپسې راپاڅېږئ))؛ خو خزرجيانو ورته قسم وخوړ او ويې ويل:(( خوښ نۀ يو زموږ او ستاسې په منځ كې د جګړې اور بل شي.))

د يثربيانو د حج كاروان تقريبا پينځه سوه تنه و، چې يوازې 73 تنو يې پر هغه شپه له حضرت “محمد” (ص) سره بيعت كړى و؛ نور يې ويده وو او له دې كيسې بېخي خبر نۀ وو؛نو ځكه هغوى چې مسلمانان نۀ وو،قسم يې وخوړ،چې د تړون خبره بې بنسټه او دروغ ده.

 “عبدالله بن ابي خزرجي”،چې د “يثرب” د چارو رئيس  هم و، وويل: ((كله هم داسې كار نۀ دى  شوى! د “خزرج” ټبر چې هر كار كوي؛ نو له ما سره پرې مشوره كوي.))

د قريشو مشران پاڅېدل او په دې باب پر راپورونو او پلټنو بوخت شول.

هغه مسلمانان،چې په دې غونډه كې وو،پوه شول راز يې ښكاره شوى؛نو ځكه يې وخت غنيمت وګاڼه او له ځان سره يې وويل:(( مخکې له دې،چې وپېژندل شو؛ نو بايد د مكيانو د واكمنۍ له سيمې ووځو او ژر ځان “يثرب” ته ورسوو.

تګ ته د ځينې يثربيانو بيړې،”قريش” شكمن كړل او پوه شول د تړون خبره رښتيا وه؛نو ځكه د ټولو يثربيانو په تعقيبولو پسې شول؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې او كاروان د مكيانو د واكمنۍ له سيمې تېر شوى و.

 په خزرجيانو كې يې يوازې حضرت “سعد بن عباده” ونيو؛ خو “ابن هشام” وايي، چې قريشو دوه تنه ونيول : يو “سعد بن عباده” او بل “منذر بن عميد” چې درېم يې له ګوتو ووت او وتښتېد؛خو “سعد” يې له وېښتانو راونيو او پر راښكلو يې خپلومشرانو ته وسپاره.

 يو قريشي،چې د “سعد” دا بد حال وليد؛نو ورته يې وويل:(( له مكيانو سره تړون نۀ لرې؟))

“سعد”:((ولې نۀ! زه له “مطعم بن عدى” سره دفاعي تړون لرم؛ ځكه تجارتي مال يې، چې له يثربه تېرېده؛نو ما به  له غلو ساته او ورته مې پناه وركوله.))

هغه قريشي غوښتل “سعد” له دې بده حاله وژغوري؛ نو په “مطعم” پسې  ولاړ او ورته يې وويل: ((د خزرجيانو يو سړى يې نيولى او “قريش” يې ډېر وهي او كړوي،ستا د مرستې په تمه دى.))

 “مطعم” راغى او “عباده” يې له قريشو خلاص كړ او “يثرب” ته يې ولېږه. د “سعد” دوستان او مسلمانان،چې د”سعد” له نيولو خبر شول؛نو هوډ يې وکړ، مکې ته ورستانه شي او ازاد يې كړي. هغوى په همدې فكر كې وو،چې له لرې يې پر “سعد” سترګې ولګېدې. “سعد” راغى او خپله غمجنه کيسه يې ورته وكړه. (141)

د اسلام معنوي نفوذ

“مستشرقين” ټينګار كوي،چې اسلام د تورې په زور پر مخ تللى و. دا چې دا خبره يا فكر سم  نۀ دى او يا بې بنسټه دی؛نو راتلونكې پېښې به يې بې بنسټي جوته كړي. د بېلګې په توګه: پام مو داسې پېښې ته را اړوم، چې په “يثرب” كې له هجرته مخکې راپېښه شوې وه. دا پېښه به درته وښيي، چې په پېل كې د اسلام پرمختګ يې يوازې د جذابيت له امله و او پېښه داسې وه:

حضرت “مصعب بن عمير” د اسلام مبلغ او وياند و، چې  د “اسعد بن زراره” په غوښتنه د پېغمبراکرم په حکم مدينې ته ولاړ. دې دوو تنو هوډ وکړ د “يثرب” مشران د منطق او دليل له لارې اسلام ته راوبلي. يوه ورځ يوه باغ ته ننوتل، چې يوه ډله مسلمانان پکې ناست وو،چې “سعد بن معاذ” او “اسيد بن خضير” هم پکې ناست وو،چې د “بني عبدالاشهل” د ټبر مشران وو.

“سعد بن معاذ” “اسيد” ته وويل:(( توره دې له تېکي راوباسه او په هغو دوو پسې ورشه او ورته ووايه:د اسلام له تبليغه لاس واخلئ او په خپلو ساده خبرو موږ مۀ غولوئ او دا چې “سعد بن زراره” زما د ترور زوى دى؛نو شرم دى، چې ورسره وجنګيږم.))

 “اسيد” ځان وپړساوه او له تورې سره ددې دوو مخې ته ورغى او ويلې خبرې يې ورته وكړې. حضرت”مصعب بن عمير” چې تكړه ويناوال و او تبليغ  يې له رسول اکرم زده كړى و، وويل:(( كېداى شي څو شېبې كېنو او خبرې وكړو؟كه زموږ خبرې مو خوښې نۀ شوې؛ نو پر كومه چې راغلي يو؛پر هماغه به ستانه شو.))

 اسيد:((د انصاف خبره دې وكړه.))

 يوه شېبه،چې سره كېناستل، توره يې تېکي ته کړه.  حضرت “مصعب” ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل. د قرآن حقايقو،جذابيت،خوږوالي او منطق هغه پر ګونډو كړ او بې واكه يې وويل:((د مسلمانېدو لار راوښيه!))

 و يې ويل:((د خداى  پر يو والي ګواهي وركړه. بدن او جامې دې  پريمنځه او لمونځ وكړه.))

“اسيد” ددې دوو تنو په  وينې تويولو پسې راغلى و، چې په ورين تندي يې د خداى پر يووالي او د حضرت “محمد”(ص)  پر رسالت ګواهي وركړه او غسل يې وكړ او د شهادت د كلمې  په ويلو “سعد” ته ورستون شو.  “سعد” هم بې صبره ورته په تمه و، چې “اسيد” له ورين تندي سره  راښكاره  شو.

“سعد بن معاذ” په محفل كې ناستو ته وويل: (( پر خداى قسم،چې “اسيد” خپله عقيده بدله كړې او په كوم كار پسې مو، چې لېږلى و، سر ته يې  نۀ دى رسولى.))

 “اسيد” راغى او خپله کيسه يي وكړه.”سعد بن معاذ” په غوسه ولاړ، چې ددې دوو كسانو د تبليغ مخنيوى وكړي؛نو “سعد” ته هم هماغه څه ورپېښ شول،چې “اسيد” ته ورپېښ شوي وو، هغه هم د حضرت “مصعب” قوي منطق ته پر ګونډو شو،پر خپلو كړو پښېمانه شو،ايمان يې راووړ، غسل يې وكړ،خپلې جامې يې پرېمينځلې او خپل ټبر ته ولاړ او ورته يې وويل:((زه په تاسې كې څه مقام لرم؟))

 ټولو ورته وويل:((تۀ زموږ د ټبر مشر او ښاغلى يې.))

 هغه وويل:((زه به د خپل ټبر له يو سړي او ښځې سره خبرې ونۀ کړم، څو يې اسلام نۀ وي منلى.))

دا خبره خوله پر خوله شوه او ډېر وخت لا تېر نۀ و،چې د “بني عبدالاشهل” ټول ټبر مخکې له دې،چې پېغمبراکرم وويني، مسلمانان شو او د توحيد د دين کلک ملاتړ شول.(142)*

د قريشو وېره

د يثربيانو ملاتړ،بيا د قريشو پر مخ څپېړه وه او له خوبه يې راپاڅول. د مسلمانانو كړول او وهل يې بيا راواخيستل، چې د اسلام د پرمختګ مخه ونيسي.

د پېغمبر اکرم يارانو له تنګسې او زور زياتي هغه مبارك ته شكايت وكړ او اجازه يې وغوښته، چې بلې سيمې ته مسافرت وكړي. پېغمبر اکرم ترې څو ورځې مهلت وغوښت او بيا يې وويل:(( غوره ځاى درته هماغه “يثرب” دى؛ كولاى شئ ګوښي ګوښي ور مهاجر شئ.))

د مهاجرت د حکم تر صادرېدو وروسته،مسلمانان په بېلابېلو پلمو له مکې ووتل او “يثرب” ته ولاړل. مهاجرت لا لومړى شپې ورځې وې،چې “قريش” پرې پوه شول او د هغوى د تګ راتګ مخه يې ونيوه او ويې ويل:(( څوك مو،چې وليد؛نو راو يې ګرځوئ او كه څوك له خپلې ښځې او ماشومانو سره مهاجرت كوي،كه ښځه يې قريشۍ وي؛نو ښځه يې مۀ وژنئ.))

 له نېكه مرغه د قريشو دا هڅې هم اغېزمنې نۀ شوې.(143)*

او په پاى کې په هجرت كولو ډېر شمېر،د قريشو له شره خلاص شول او له يثربيانو سره يو ځاى شول او داسې وخت راورسېد،چې په مكه كې بې له پېغمبر اکرم،حضرت علي (ک)، بندي مسلمانانو او ناروغانو نور څوك نۀ وو پاتې.

 په “يثرب” كې د مسلمانانو راټوليدو “قريش” نور هم وارخطا كړل او د اسلام منځه وړو ته د ټبر ټول مشران په “دارالندوه” كې راټول شول، چې پکې ډول ډول وړانديزونه وشول،چې دا ټولې دسېسى د پېغمبر اکرم په تدبير او هوښيارۍ شنډې شوې،چې په پايله كې پېغمبر اکرم د “ربيع الاول” په مياشت كې د بعثت پر ديارلسم كال مدينې ته هجرت وكړ.

د خداى رسول خپلو يارانو ته حکم وكړ،چې مدينې ته هجرت وكړئ او له “انصارو” وروڼو سره يو ځاى شئ او و يې ويل:(( خداى تاسې ته ورونه دركړي او كورونه يې درته چمتو كړي دي.))

 هجرت

قريش مشران د ستونزو هوارۍ ته په “دارالندوه” كې راټول شوى وو. د بعثت پر دولسم او ديارلسم كال د مکې خلك له لوى خطر سره مخ شول، چې ددې خطر ستره نښه په “يثرب” كې د مسلمانانو راټولېدل وو او بل خطر دا و، چې يثربيانو د پېغمبر اکرم  دفاع پر غاړه اخېستې وه.  

پېغمبر اکرم د بعثت پر ديارلسم كال د “ربيع الاول” په مياشت كې هجرت وكړ،چې په مكه كې بې له پېغمبر اکرم، حضرت علي،حضرت “ابوبكر” او ځينو نورو مسلمانانو، چې ناروغان او زاړه وو،څوک نۀ وو پاتې او وخت يې رارسېدلى و،چې دوى هم د “يثرب” پر لور روان شي،چې ناڅاپه قريشو خطرناك او پرېکنده هوډ وکړ.

په “دارالندوه” كې د قريشو جرګه جوړه شوه. د جرګې وياند په مدينه كې د مسلمانانو راټولېدل  او د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو تړون راياد كړ او بيا يې وويل:(( موږ د حرم خلك،له ټولو ټبرونو سرلوړي وو؛خو “محمد” راكې درز واچاوه او له لوى خطر سره يې مخ كړو. اوس چې مو د صبر كاسه ډكه شوې؛ نو په موږ كې يو بايد مېړانه وښيي او ژوند يې پاى  ته ورسوي او كه “بني هاشم” راپاڅېدل؛نو د “محمد” ديت او وينې بيه به وركړو.))

يوه ناپېژاندى،چې په غونډه كې ناست و او ځان يې “نجدي” ښوولى و، دا نظر رد كړ او ويې ويل:((دا نقشه عملي كېداى نۀ شي؛ځكه “بني هاشم” به د “محمد” قاتل ژوندى پرې نۀ ږدي او پر ديت به يې راضي نۀ شي او څوك چې ددې نقشې عملي كېدو ته غاړه ږدي؛ نو لومړى دې له خپل سره  تېر شي، زه خو په تاسې كې داسې سړى نۀ وينم.))

د قريشو يو بل مشر “ابوالبختري” وويل: (( ښه به وي، چې “محمد” زنداني كړو او له يوې دريمڅې ورته اوبه او ډوډۍ وركړو او له دې  لارې يې د دين د خپرېدو مخه ونيسو.))

دا ځل بيا “نجدي” پر خبرو شو او ويې ويل:((دا فكر هم د پخواني په څېر دى؛ځكه چې “بني هاشم” به ورپسې راپاڅېږي،جګړه به ورسره وكړي او بالاخره خلاص به يې كړي او كه په خپله يې خلاص نۀ کړ؛نو د حج په موسم كې به له نورو ټبرونو مرسته وغواړي او و به يې ژغوري.))

درېم سړى راپاڅېد او داسې وړانديز يې وكړ:((غوره به وي،چې “محمد” له دواړو پښو او لاسونو وتړو او پر سركښ او ليوني اوښ يې سپور كړو او اوښ په غرونو كې خوشې كړو،چې بدن يې ټوټه ټوټه شي او كه روغ پاتې شو؛ نو اوښ به په يو ټبر كې غورځولى وي او دا، چې نور ټبرونه سخت بوت پالي دي؛نو “محمد”به د خپل دين تبليغ ته پرې نۀ ږدي او په دې  توګه به ځان له دې شره خلاص كړو.))

 نجدي بوډا دا وړانديز هم نامعقول وګاڼه او ويې ويل:((د “محمد” د ژبې خوږلني درته نۀ ده معلومه؟ په پسته او خوږه ژبه به نور قبايل خپل ملګري كړي او بريد به درباندې وكړي.))

 ټول غلي وو،چې ناڅاپه “ابوجهل” او ځينې وايي، چې په خپله نجدي بوډا د مجلس چوپتيا ماته كړه او ويې ويل: (( غوره  داده، چې له هر ټبره يو  تن راشي او يوه ډله ترې جوړه كړو او د شپې د “محمد” پر كور بريد وكړي او ټوټه ټوټه يې كړو،چې وينه يې پر ټولو ټبرونو ووېشل شي؛نو ناشونې ده،چې “بني هاشم” له دې ټولو ټبرونو غچ واخلي.))

 دا وړانديز د ټولو خوښ شو او ترهګر يې وټاکل او ژمنه يې وکړه، چې شپه راورسي؛نو خپله دنده به سرته رسوي. (144)

غيبي مرستې

دا ناپوهان انګيري،چې د حضرت “محمد”(ص) نبوت په دې دسيسو له منځه يوسي او فكر يې نۀ كاوه،چې پېغمبر اکرم هم د نورو پېغمبرانو په څېر له الهي مرستو برخمن دى او هماغه خداى،چې په دې ديارلس كالو كې يې ساتلى،بيا به يې هم وساتي.

مفسرين وايي چې:(( د وحې پرېښته راغله او پېغمبر اکرم يې دهغوى له نقشې خبر كړ))

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ= او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي،يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي،هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبيركاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى .  (145)*

پېغمبر اکرم ته خداى حکم وكړ، چې “يثرب” ته ولاړ شي؛ خو د سختو پيرو او سخت زړيو  مامورانو له  لاسه وتل  هم دومره اسان كار نۀ و، په تېره چې د مکې او مدينې ترمنځ واټن هم خورا زيات و. كه پېغمبر اکرم په دې شرايطو كې په سنجول شوې نقشه نۀ واى وتلى؛ نو کېداى شول چې مكيان ورپسې ورورسي او مخکې له دې،چې خپلو يارانو ته ورورسي؛ و يې نيسي او وينه ېي تويه كړي.

د پېغمبر اکرم د مهاجرت كيسه تاريخپوهانو او سيره ليكونكيو په بېلابېلو ډولونو ليكلي ده،چې پکې اختلاف هم ليدل كېږي. لنډه دا، چې ډېرى سني او شيعه محدثانو د پېغمبر اکرم د مهاجرت كيسه داسې رانقل كړې، چې د پېغمبر اکرم  خلاصون او “يثرب” ته تګ ته يې د اعجاز او كرامت رنګ وركړى دى. حال دا چې د پېغمبر اکرم هجرت او خلاصون د يو لړ وړاندوينو ،احتياطونو،تدبيرونو او سنجول شويو نقشو پايله وه او خداى هم اراده كړې وه،چې پېغمبر اکرم ځان له دې شره له طبيعي لارو خلاص كړي، نۀ د قدرت، اعجاز او كرامت.

د وحې  پرېښته  پېغمبر اکرم خبروي

د وحې پرېښتې، پېغمبر اکرم د مشركانو له شومو نقشو خبر كړ او ورته يې وويل،چې هجرت وكړه او د دښمنانو ړندولو ته بل څوك په خپله بستره كې څملوه،چې مشركان وانګېري،چې پېغمبر له كوره نۀ دى وتلى او په كور كې دى،چې مشركان يوازې د پېغمبر اکرم د كور د محاصرې  په فكر كې شي او د كوڅې تګ راتګ ونه څاري.

ښه! اوس پوښتنه دا ده،چې څوك دې كار ته غاړه ږدي او ځان به له پېغمبر اکرمه قربان كړي؟

 ښکاره ده؛هغه چې په ايمان راوړو كې لومړى و؛ نو بايد په دې لار كې ځان قربان كړي؛نو ځكه پېغمبر اکرم ورته وويل:((نن شپه زما په بستره كې ويده شه او هغه شنه شړۍ (څادر) چې زه يې پر ځان هواروم،پر ځان راواچوه؛ځكه مشركانو مې د وژنې نقشه کښلې ده او زه بايد مدينې ته مهاجر شم.))

حضرت علي (ک) د شپې د پېغمبر اکرم په بستره كې څملاست. لږه شپه اوښتې وه،چې څلورو ترهګرو د پېغمبر اکرم كور محاصره كړ. ترهګرو له يوه سوري كور ته كتل او هر څه يې پر خپل ځاى وليدل او خيال يې كاوه،چې پېغمبر اکرم په خپله كوټه كې پر خپل ځاى ويده دى. همدا وخت و،چې پېغمبر اکرم هوډ وکړ له كوره ووځي.

 دښمن كور محاصره كړى و او پر اوضاع برلاسي وو. بل خوا د قاهر خداى اراده پردې وه،چې د اسلام ستر مشر د دښمنانو له ګوتو وباسي. د خداى استازي هم د “يس” سورت له لومړي آيته تر نهم پورې لوسته، چې له اوضاع سره يې تړاو درلود او له كوره راووت.

 تر اوسه لا چا نۀ ده څرګنده کړې،چې پېغمبر اکرم څرنګه محاصره ماته كړه او دښمن پرې پوه نۀ شو؛خو مشهور عالم “علي بن ابراهيم” د ” و اذ يمكر بك الذين كفرو” آيت د تفسير په روايت كې وايي:((هغوى  ټول ويده شول او نقشه يې داسې وه، چې شپه رڼا شي؛نو په رسول اکرم به بريد وكړي؛خو نۀ يې انګېرله،چې پېغمبر به يې له نقشې خبر شوى وي.)) خو نور تاريخپوهان پردې خبره ټينګار كوي چې:(( دښمنان ويښ وو او رسول اکرم يې په اعجاز او كرامت، له مخې تېر شو او و يې نۀ ليد.)) (146)*

په اعجاز او كرامت كې هېڅ شك نۀ شته؛خو ايا دې كار ته دليل هم و او كه نۀ؟

 د هجرت پر کيسې تر پوره رڼا اچونې وروسته،انسان دې خبرې ته رسي،چې پېغمبر اکرم يې له نقشې خبر و.مخکې له دې،چې كور يې محاصره كړي او پېغمبر اکرم هم د ځان بچ كولو لپاره په تدبير او هوښيارتيا نقشه وايسته،چې پوره طبيعي نقشه وه او د اعجاز رنګ يې نۀ درلود. پېغمبر اکرم  په خپله بستره كې د حضرت علي (ک) په څملولو دا كار په پوره توګه له طبيعي لارو حل كړ او ځان يې د دښمنانو له ګوتو وايست؛ نو ځكه وايو:مخكې له دې،چې كور محاصره شي،له كوره وځي،چې پکې كرامت ته اړتيا نۀ وه؛خو احتمال لري، چې په كور كې د پېغمبر اکرم پاتې كېدنې،علت درلود چې موږ ته نۀ دى معلوم او دا،چې پېغمبر اکرم پر هغه شپه څرنګه له خپل كوره راووت؟ هېچا ته څرګنده نۀ ده؛ځكه ځينې ګروهمن دي،چې پېغمبر اکرم له محاصرې او لمر پرېوتو مخکې له كوره  وتلى و.(147)*

د وحې پر كور د دښمن بريد

ترهګرو د پېغمبر اکرم كور محاصره كړى و او د حکم په تمه وو،چې بريد پرې وكړي او ټوټه ټوټه يې كړي. ځينو ترهګرو ټينګار كاوه، چې په هماغه نيمه شپه کې خپله دنده سرته ورسوي،چې “ابولهب” راپاڅېد او ويې وويل:((د بني هاشمو ښځې او ماشومان هم په كور كې دي او کېداى شي، چې په دې بريد كې ټپيان شي.))

كله ويل كېږي،چې د ځنډ علت دا و،چې غوښتل يې،پېغمبر اکرم پر رڼا ورځ د بني هاشمو په مخ كې ووژني،چې “بني هاشم” وويني د “محمد” وژونکى معلوم نۀ دى؛ نو ځکه يې هوډ وکړ، چې سهار وختي خپله نقشه عملي كړي.(148)*

شپه تېره شوه او سبا شو،مشركان ډېر خوشحاله وو. ګومان يې كاوه، چې خپلې موخې ته ورنږدې شوي. حال دا چې تورې يې له تېکي رااېستلې وې،د پېغمبر اکرم پر كوټې ورننوتل،چې علي (ک) له شنه څادره سر راوايست او په سړه سينه يې وويل:((څه خبره ده؟))

 ورته وويل شول:((“محمد” مو په کار دى، چېرې دى؟))

 حضرت علي (ک) ورته وويل:((ولې هغه مو ما ته راسپارلى و، چې له ما يې غواړئ، هغه اوس پر كور نۀ دى.))

د ترهګرو څېرې له غوسې سرې واوښتې وې،له غمه يې پر مرۍ خپسكې کېناستې او داچې تر سهاره په تمه وو،ډېر پښېمانه وو او د دې ټول چارو لامل يې “ابولهب” ګاڼه،چې د شپې يې د هغوى د بريد مخه نيولې وه.

“قريش” خورا زيات غوسه وو؛ځكه نقشه يې خاورې ايرې شوه؛نو ويې ويل:((په دې كم وخت كې “محمد” د مکې له چاپېرياله  بهر وتلى نۀ شي؛نو يا په مكه كې پټ دى ا و يا د “مکې – مدينې” په لار كې دى؛نو بډې ووهئ  او پر هره بيه،چې وي راپيدا يې كړئ.))

د ثور غار

پېغمبر اکرم له حضرت “ابوبکر” سره د “ثورغار” ته ولاړل او د هجرت درې لومړۍ شپې يې په غار کې تېرې کړې، د دې ملګرتوب په باب بېلابېل روايتونه دي.(149)*

“قريش” كله صبرېږي

د قريشو ماتې ددې لامل شوه،چې خپله نقشه بدله كړي. لارې يې وتړلې او د مدينې پر ټولو لارو يې خپل كسان ودرول او د ډېر مال او پېسو په وركولو يې ماهر كسان د پېغمبر اکرم د پله د خاپ پيدا كولو ته ونيول او اعلان يې وكړ،چې كه چا د “محمد” د پټېدو د ځاى په باب سم خبر راووړ؛ نو سل اوښان به وركړي.ځينو قريشو په پلټنې لاس پورې كړ او زياتې هڅې يې د مکې شمال ته (چې د مدينې لار وه) پېل كړې. حال دا چې پېغمبر اکرم د هغوى دسيسي شنډولو ته د مکې جنوب (د ثور غار) ته تللى و.

 مشهور څېره پوه “ابوكرز” د حضرت “محمد”(ص) د پښو پل پېژانده؛نو ځكه يې ځان د ثور غار ته نږدې رارسولى و،چې د پېغمبر اکرم د پښو پلونه يې تر هغه ځايه تعقيب كړي وو؛نو احتمال يې وركړ،چې  پېغمبر اکرم به په همدې غار كې پټ وي.يو تن يې مخکې كړ،چې غار ته ورننوځي؛خو هغه سړى،چې غار ته راورسېد؛نو و يې ليدل، چې د غار مخې ته غڼې ځاله جوړه کړې ده او “وحشي كوترو” هم هلته ځاله او هګۍ اچولي دي؛ هغه بې له دې چې غار ته ورننوځي،راستون شو او ويې ويل: ((د غار مخې ته د غڼې او كوترو ځالې دي، فكر نۀ کوم، چې څوك دې غار ته  ورننوتلى وي.)) دا پلټنې درې ورځې روانې وې او تر درېو ورځو هلو ځلو وروسته،ټول نهيلې خپلو كورونو ته راستانه شول.(150)*

د حقيقت په لار كې ځانتېرېدنه

د تاريخ په دې تياره پاڼه كې،روښانه ټكى دا دى،چې حضرت علي(ك) د حقيقت په لار كې له ځانه تېر شو. پر هغه شپه يې د پېغمبر اکرم په بستره كې ويده كېدل، پر حقيقت د زړۀ بايللو بېلګه ده. حضرت علي (ک) د ټولنې نېمكرغي،د اسلام په پايښت كې ليده؛نو ځكه له ځانه تېر شو او په موسكا يې مرګ ته غاړه كېښووه.دې ډول ځان تېرېدنې دومره ارزښت درلود،چې لوى خداى په قرآن كې وستايله او د ډېرو مفسرانو په وينا د بقرې ٢٠٧ آيت [و من الناس من يشرى نفسه ابتغاء مرضات الله والله روف بالعباد= ځينې خلك له خداى سره معامله كوي او د خداى رضا ته  له ځانه تيرېږي  او خداى په خپلو بندګانو خورا مهربانه دى] په دې باب نازل شوى دى. ددې عمل فضيلت او اهميت ددې لامل دى،چې د اسلام ستر عالمان هغه د حضرت علي (ک) ستر فضيلت وګڼي او په تفسير او تاريخ كې، چې خبره دلته راورسي؛نو د پورتني آيت شان نزول هم همدا کيسه بولي.(151)*

د مهاجرت پاتې کيسه

پېغمبر اکرم  ډاډه او بې له كومې وېرې،په غار كې ناست و. تردې، چې د خپل سفر ملګري حضرت “ابوبکر”(رض) ته يې وويل: “لا تحزن ان الله معنا”؛يعنې مۀ خپه کېږه، خداى له موږ سره دى.(152)

 هغوى درې  ورځې  په غار كې وو او  حضرت علي (ک)، “هند بن ابي هاله” د حضرت خديجې اولاد (په امالي كې د شيخ طوسى د وينا له مخې) حضرت “عبدالله بن ابي بكر”،حضرت “عامر بن فهيره” او د حضرت “ابوبكر” د رمې شپون (د ډېرو تاريخپوهانو د وينا له مخې) به ورتلل.  

“ابن اثير” ليكي:((د حضرت “ابوبكر” زوى به د شپې د قريشو د ارادو په باب پېغمبر اکرم او خپل پلار ته خبر ووړ. هغه به د شپې د خپلې رمې لار داسې سموله، چې له غاره نږدې تېر شي،چې له پېغمبر اکرم او حضرت “ابوبكر” سره وويني او شېدې هم وركړې. د راستنېدو پر مهال به حضرت “عبدالله” له رمې مخکې  ته، چې د قدمونو پل يې د رمې په پلونو پاك شي.)) (153)*  

شيخ په امالي كې ليكي:(( يوه شپه،چې حضرت علي (ک) او “هند” غار ته ورغلي وو؛پېغمبر اکرم ورته امر وكړ،چې سفر ته دوه اوښان راولي. پردې مهال حضرت “ابوبكر” وويل:”ما دوه اوښان له پخوا تيار كړي دي.” پر هغه شپه په ثور غار كې رسول اکرم سپارښتنه كړې وه چې:”علي! سبا چې لمر راوخوت؛ نو په لوړ غږ اعلان وكړه،چې كه څوك له “محمد” سره امانت او يا پرې پور لري؛نو را دې شي او وا دې يې خلي.” بيا يې د فواطم (يعنې “فاطمه” د پېغمبر اکرم لور،”فاطمه” بن اسد،”فاطمه” بنت زبير) په باب سپارښتنه وكړه او ورته يې وويل،چې  هغوى او نور “بني هاشم”، چې تګ ته تيار وي،له ځان سره راولي.))

له غاره راوتل

د پېغمبر اکرم د وينا له مخې، حضرت علي درې اوښان له يو باوري لارښود سره چې “اريقط” نوميده،د هجرت پر څلورمه شپه د غار پر لور ولېږل. د اوښ او يا د لارښود غږ، چې د پېغمبر اکرم  پرغوږونو ولګېد؛ نو د خپل سفر له ملګري حضرت “ابوبکر”(رض) سره له غاره راكوز شو او د مکې له كوزې خوا  پر ساحلي ليكه، د “يثرب” پر لور روان شول.

 (ددې لارې ټولې ځانګړنې د “ابن هشام” په سيره او د “ابن اثير” د تاريخ يه لمن ليكونو كې راغلي دي)(154)*

د تاريخ لومړۍ پاڼه

شپه شوه،لمر خپلې وړانګې راټولې كړې،د قريشو هغه ډله چې د پېغمبر اکرم پلټنې ته په مكه او شاوخوا كې ګرځېدلې وه؛ستړې ستومانه خپلو كورونو ته راستنه شوه.هغوى د سلو اوښانو له لوى انعامه نهيلي شول او قريشو د مدينې تړلې لارې بېرته پرانستې کړې.(155)

پر دې مهال د لارښود ارام غږ،چې درې اوښان او څه خواړه ورسره وو،د پېغمبر اکرم پر غوږونو ولګېد.هغه په ورو ورو وويل: (( په تياره كې بايد ژر تر ژره د مكيانو د واكمنۍ له سيمې ووځو او له داسې لارو ولاړ شو،چې تګ راتګ پرې لږ وي.))

 د مسلمانانو د تاريخ پېل د هماغه كال هماغه شپه وه.

د پېغمبر اکرم هجرت ولې د تاريخ پېل شو؟

د اسلام په تاريخ كې له پېغمبر اکرمه بل ستر شخصيت نۀ شته او تر ټولو ستره پېښه هم د هجرت پېښه ده؛ځكه هجرت و،چې د بشريت د كتاب تورتم ته يې د پاى ټكى كېښود او پېغمبر اکرم،مسلمانان او انسانان يې له تنګسې راواېستل او د ازادۍ لار يې ورته جوړه كړه.

 مدينه والو د اسلام مشر ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او په ټول وس يې د پېغمبر اکرم ملا وتړله. ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى، چې د همدې هجرت له بركته اسلام سياسي او پوځي تشكيلات جوړ كړل او لومړى يې په مدينه كې حكومت جوړ كړ او څه موده وروسته يې نړۍ ته حكومت جوړ كړ،چې سارى يې تر هغه وخته لا چا نۀ و ليدلى. كه مسلمانانو هجرت نۀ واى كړى؛ نو د مکې په چاپېريال کې به د اسلام ساه ډوبه شوې او بشريت به له دې لوى رحمته بې ګټې پاتې شوى واى؛نو ځكه مسلمانانو هجرت ته د تاريخ پېل ووايه،چې له دې پېښې تر اوسه څه له پاسه څوارلس سوه كاله تېر شوي دي.

چا هجرت د تاريخ پېل كړ؟

خلك خو وايي چې دويم خليفه د حضرت علي (ک) په وړانديز د اسلام هجرت د تاريخ پېل اعلان كړ او حکم يې صادر كړ،چې وروسته بيا ټول دولتي دفترونه او ليكونه دې په دې تاريخ  ونومول  شي؛خو كه څوك د پېغمبر اکرم ليكونو ته ځير شي،چې په تاريخ او د سيرت په كتابو كې راغلي؛نو پوه به شي،چې په خپله پېغمبر اکرم و، چې خپل هجرت ته يې د تاريخ لومړۍ ورځ وويله او خپل ټول هغه ليكونه يې پر همدې تاريخ  مورخ كړي، چې د عربو د ټبر مشرانو ته يې ليكل.

د مسافرت کړ لار

پېغمبر اکرم ته د څلور سوو  كيلومټرو په شاخوا لار وهل ور پرغاړه وه،چې په هغه سوځنده ګرمۍ كې ددې لارې  وهلو ته سمه نقشه پكار وه او د لارې له عربو وېره هم وه،چې د تګ لار يې قريشو ته ور و نۀ ښيي؛نو ځكه يې د شپې مزل كاوه او د ورځې آرام.

 داسې ښكاري، چې يو چا دوى  له ورايه  ليدلي وو، ژر يې ځان قريشو ته ورورساوه،چې خبر يې كړي.”سراقه بن مالك بن جعشم مدلجى” د انعام په اسره؛ نورو ته وويل:((هغوى پېغمبر اکرم او ملګرى يې نۀ و؛ بلكې بل څوك وو.))

 “سراقه” كور ته راغى او په وسله سنبال خپل اس سپور شو او په منډه يې ځان د پېغمبر اکرم او د حضرت “ابوبكر” د دمې ځاى ته ور و رساوه. دې پېښې حضرت “ابوبكر” وارخطا كړ او پېغمبر اکرم بيا ورته وويل:((مۀ خپه کېږه! خداى له موږ سره دى.)) (156)*

 “سراقه” چې په خپلو مټو او تورې نازېده؛راغى چې د انعام لپاره د پېغمبر اکرم وينه تويه كړي؛خو پېغمبر اکرم په ډاډه زړۀ دعا وكړه او ويې ويل:((خدايه! موږ ددې سړي له شره خلاص كړې.)) همدا وو، چې د “سراقه” اس پښې اوچتې كړې او پر ځمكه يې راوايشت.”سراقه” پوه شو،چې په دې كار كې غيبي لاس و. او دا پېښه ورته ځکه راپېښه شوه،چې “محمد”ته يې نيت بد و. (وګورئ: ابن اثير کامل: ٢/٧٤)؛ نو په سوال او زارو يې پېغمبر اکرم ته وويل:((مريى او اوښ مې ستا دي او  هر امر منلو ته مو چمتو يم.))

رسول اکرم:((زه تا ته اړتيا نۀ لرم.))

  علامه”مجلسي” راخيستې ده، چې پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ولاړ شه او نور ملګري دې زما له تعقيبه واړوه))؛نو ځكه “سراقه” چې هر پلټونكى ليده؛نو ورته يې ويل،چې:((“محمد” پردې  لار نۀ دى تېر شوى.)) (157)*

سنى او شيعه سيره ليكونكيو ددې سفر په ترڅ كې د پېغمبر اکرم څه كرامتونه راخيستې، چې ما هم څو د بېلګې په توګه راوړي دي:

“ام معبد” فضيلتمنه او زړۀ وره ښځه وه،چې وچكالۍ چې يې ټولې ګډې ځپلې وې او ټولې يې ډنګرې او وچې كړې وې. د خېمې تر څنګ يې له رمې  پاتې مېږه وه. رسول اکرم وويل: (( ام معبد! آيا  دا مېږه شيدې كوي؟)) ام معبد:((نۀ !)) پېغمبر اکرم د خداى نوم واخېست او ويې ويل: ((خدايه! دا مېږه دې ښځې ته بختوره كړې.)) د پېغمبر اکرم  تر دعا وروسته ګډه پر شيدو شوه. پېغمبر اکرم لوښى وغوښت او ګډه يې راولوشله. بيا يي د شيدو ډك لوښى “ام معبد” ته وركړ. بيا يې خپلو ملګرو او تر ټولو وروسته يې په خپله شيدې وڅښلې او ويې ويل:(( په هر ډله كې وروستى وار د ساقي وي.))  يو ځل بيا يې ګډه راولوشله او د شيدو ډك لوښى  يې “ام معبد” ته وركړ او د  مدينې پر لور روان شو.

د قبا كلى

“قبا”، چې د “بني عمرو بن عوف” د ټبر مركز و له مدينې دوه فرسنګه لرې دى. پېغمبر اکرم او حضرت “ابوبکر” د ربيع الاول پر 12 “قبا” ته ورسېدل او د ټبر د مشر “كلثوم ابن الهدم ” كره، چې ډله مهاجر او انصار هم ورته په تمه وو ولاړل. پېغمبر اکرم يوه اونۍ په “قبا” كې پاتې شو او د “بني عمرو بن عوف” ټبر ته يې جومات جوړ كړ. ځينو بيړه كوله،چې پېغمبر اکرم ژر مدينې ته ولاړ شي؛خو پېغمبر اکرم هلته د تره زوى ته په تمه و.

حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته په مكه كې پر لوړه ودرېد او و يې ويل:((چا چې له “محمد” سره امانت درلود؛ نو را دې شي او له ما دې يې واخلي.))

  چا چې له پېغمبر اکرم سره امانت درلود؛د نښې په ښوولو يې خپل امانت واخيست او بيا د پېغمبر اکرم د سپارښتنې له مخې، علي(ک) بايد هاشمي ښځې او هغه مسلمانان، چې تر اوسه يې هجرت نۀ و كړى، له ځان سره مدينې ته بوځي.حضرت علي د شپې د “ذى طوى” له لارې مدينې ته روان شو.

“شيخ طوسي” د “امالي” په 300 مخ كې ليكي:((د قريشو جاسوسان د حضرت علي (ک) له ډله ييز هجرته خبر شول؛نو ورپسې ورووتل او د “ضجنان” په سيمه كې ورسره مخ شول.د جاسوسانو او حضرت علي (ک) ترمنځ  ډېرې خبرې وشوې؛ښځو له وېرې چغى وهلې. حضرت علي (ک) وليدل،چې بې د مسلمانانو له دفاع بله چاره نۀ شته؛نو قريشو ته يې وويل: “د چا چې خپل مرګ خوښ وي؛نو رامخې ته دې شي”؛څېره يې له غوسې سره اوښتې وه. د قريشو ماموران د حضرت علي (ک) پر وضعيت پوه شول او له ځان سره يې وويل: “دا سړى په دې باب له چا سره ټوكه نۀ لري؛ نو ښه به دا وي، چې وګرځو.”))

چې حضرت علي (ک) “قبا” ته ورسېد؛نو پښې يې ټپي شوې وې. پېغمبر اکرم يې خبر كړ،چې حضرت علي (ک) رارسېدلى؛خو ټپي  دى  او راتلاى نۀ شي. پېغمبر اکرم په بيړه حضرت علي ته ولاړ او په غېږ كې يې ونيو او ټپي پښو ته يې وكتل او له سترګو يې اوښكى را روانې شوې.(158)

پېغمبر اکرم د ربيع الاول پر دولسمه “قبا” ته راورسېد او حضرت علي (ک) هم ددې مياشت په نيمايي كې راورسېد(159)*

ددې خبرې پخلى “طبري” په خپل تاريخ كې هم كړى دى: ((حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته،درې ورځې په مكه كې پاتې شو او د خلكو امانتونه يې ور وسپارل.)) (160)*

په مدينه کې د خلکو خوشحالي

انصار د پېغمبر اکرم راتګ ته په تمه وو؛نو چې د پېغمبر اکرم د راتلو خبر يې واورېد او پوه شول،چې آنحضرت (ص) “قبا” ته رارسېدلى؛نو له خوشحالۍ په جامو كې نۀ ځايېدل.

 د انصارو ځوانان هم د اسلام د شمعې پتنګان وو او د آنحضرت (ص) له راتګ مخکې،څومره چې يې له وسې وو،د مدينې چاپېريال له بوتانو پاك كړى و.

 بده به نۀ وي د بېلګې په توګه په دې باب يوه کيسه درته وكړم:

 “عمرو بن جموع” د “بني سلمه” د ټبر له مشرانو و، چې بوت يې په خپل كور كې اېښى و.د ټبر ځوانانو دا چې خپل مشر ته وښيي د لرګي د بوت له لاسه هېڅ هم نۀ کېږي؛نو بوت يې راواخېسته او په ناولې كنده كې يې واچاوه. مشر چې سهار راپاڅېد؛نو بوت يې نۀ و او د بوت په لټه كې شو؛نو په مرداره كنده كې يې پيدا كړ. بوت يې راواخېست او پاك يې پرې يې منځه او په درناوي يې په خپل ځاى كېښود،چې دا عمل درې ځل وشو او په پاى كې عمرو خپله توره راواخېسته او له بوت سره يې كېښووه او ورته يې وويل: ((كه تۀ ددې نړۍ جوړوونكى يې؛نو خپله  دفاع وكړه))؛خو دې كار هم ورته ګټه و نۀ رسوله او سبا يې بيا بوت په كنده كې وليد،چې توره يې هم ورسره پرته وه؛نو چې دا پېښه يې وليده،پوه شو،چې د انسان مقام تر دې ستر دى،چې د لرګي بوت ته سجده وكړي. بيا “عمرو” يو شعر وليكه، چې ژباړه يې دا ده:(( پر خداى قسم،كه پر حقه وې؛ نو اوس به په دې كنده كې له مردار سپي سره يو ځاى نۀ وې پروت. ستاينه د هغه خداى ده،چې د لويو نعمتونو خاوند دى؛هغه بښونكى او رازق دى او هغه دى،چې زه يې د قبر له تيارو وساتلم.)) (161)*

رسول اکرم د مدينې پر لور روان شو،چې د پېغمبر اکرم اوښ “ثنية الوداع” (د مدينې ښار ته نږدې يو  ځاى دى) ته ورسېد؛نو ځوانان ورته سترګې پر لار وو او په ورين تندي يې د آنحضرت (ص)  هرکلی وكړ او شعرونه يې ورته وويل،چې ژباړه يې دا ده:

 ((د څوارلسمې سپوږمۍ له “ثنية الوداع” راوخته او تر هغه،چې پر ځمكه د خداى عبادت ته يو انسان هم پاتې وي؛نو موږ بايد ددې نعمت شكر وباسو. اى چې د خداى له لوري زموږ لارښوونې ته رالېږل شوى يې؛ پر موږ ستا د حکم منل واجب دي.))

 د “بني عمرو بن عوف” ټبر له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل، چې په “قبا” كې پاتې شي او پردې خبره يې ټينګار كاوه،چې موږ ننګيالي او د تورې خاوندان يو او و به دې ساتو؛خو ورسره  يې ونۀ منله.

  د “اوس” او “خزرج” ټبرونه د پېغمبر اکرم له راتګه خبر شول؛توره پر لاس،نغره اغوستي د پېغمبر اکرم مخې ته د هرکلي لپاره ورغلل. د آنحضرت (ص) له اوښه راتاو وو او د هر ټبر مشر ورته بلنه وركوله،چې سيمې ته يې ولاړ شي. انحضرت(ص) ورته وويل:(( د اوښ د تګ مخه مۀ نيسئ، زما اوښ چې چېرې ګونډه ووهله؛نو زه به هم هملته کوز شم.))

 د پېغمبر اکرم اوښ پر داسې يوې ځمكه ګونډه ووهله،چې كجورې پکې كرل کېدې او وچول كېدې، دا د دوو پلارمړيو”سهل” او “سهيل” وه،چې “اسعد بن زراره” يي پالنه كوله . د ” حضرت ابو ايوب” كور هم ددې ځمکې  تر څنګ  و، چې مور يې له وخته په ګټنې،د پېغمبر اکرم سامان خپل كور ته يووړ. نژدې وو چې د پېغمبر اکرم د تګ پر سر نښته وشي؛نو پېغمبر اکرم د جګړې مخنيوى وكړ او ويې ويل:((د سفر سامان مې چېرې دى؟)) ورته وويل شول:((د ابو ايوب مور كور ته وړى دى.))

 پېغمبر اکرم: (( سړى هلته ځي، چې د سفر وسايل يې وي.))

 او “اسعد بن زراره” هم د پېغمبر اکرم اوښ خپل كور ته بوت.

د نفاق ريښه

“عبدالله بن ابى” د منافقانو د ځنځير لومړۍ كړۍ و. “اوس” او “خزرج” مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره همژمنى شي،غوښتل يې “عبدالله بن ابى” د مدينې بشپړ واكمن كړي؛خو دا چې “اوس” او “خزرج” له آنحضرت (ص) سره تړون وكړ؛ نو د “عبدالله بن ابى” د واكمنۍ خبره هېره شوه؛ نو ځكه “عبدالله بن ابى” له پېغمبر اکرم سره كينه راواخېسته او يوه ورځ يې پېغمبر اکرم ته و ويل:((ځه هغوى  ته ولاړ شه، چې تېر اېستلي دې دي، ما مۀ غولوه! )) (162)*

 حضرت “سعد بن عباده” ووېرېد،چې پېغمبر اکرم د “عبدالله بن ابى” پر خبرو باور ونۀ کړي؛ځكه يې له آنحضرت (ص)  بښنه وغوښته او ورته يې وويل:(( دا خبره يې د مكر او دښمنۍ له مخې كړې ده؛ ځكه هغه د  “اوس” او “خزرج” د ټبرونو مشر كېده،چې په راتګ مو يې دا موضوع له منځه ولاړه.))

ډېری تاريخ پوهان وايي:((پېغمبر اکرم د جُمعې پر ورځ مدينې ته راورسېد او هلته يې له خپلو اصحابو سره د جمعې لمونځ وكړ،چې د “بني سالم” د ټبر مركز و.پېغمبر اکرم پر هغه ورځ په زړۀ پورې خطبه وويله.)) چې “ابن هشام” په خپل سيرت او مجلسي په “بحار” كې راخيستې ده. (163)*؛ خو عبارتونه سره يې بېلابېل دي.

د پېغمبر اکرم لومړى کړنه

جومات د اسلامي  خوځښتونو مركز

د انصارو د ځوانانو او د ډېرى “اوسيانو” او “خزرجيانو” په ورين تندي هر کلي، پېغمبر اکرم دې ته اړ كړ،چې د ښوونې روزنې، سياسي او قضائي چارو سرته رسولو ته د جومات په نامه عمومي مركز جوړ كړي او دا چې د پېغمبر اکرم اصلي کړلار “توحيد” او “خداى لمانځنه” وه؛نو اړتيا يې وانګيرله، چې مسلمانانو ته د خداى يادولو لپاره عبادتځى جوړ كړي. اړتيا وه، چې داسې مركز جوړ شي، چې د اسلام د ګوند ((حزب الله)) ټول غړي پکې،هره اونۍ سره راټول شي او د اسلام او مسلمانانو د او ګټو په باب پکې سلا مشوره وشي او پر ورځنيو غونډو سر بېره،په كال كې مسلمانان دوه ځل،په کې د اخترونو لمونځونه وكړي.

جومات يوازې د عبادت مركز نۀ و؛بلكې د اسلام د معارفو، احكامو، ښوونې روزنې په باب هم پکې خبرې کېدې. د څلورمې اسلامي پېړۍ تر پېله،جومات د لمانځه تر وخت وروسته د ښوونځي حكم هم درلود. (164)*

كله به د مدينې په جومات كې ادبي غونډې هم کېدې. د عربو سترو شاعرانو به خپل هغه شعرونه ويل،چې د اسلام له روح او اخلاقو سره يې اړخ لګاوه.

 “كعب بن زهير” خپله مشهوره  قصيده د “بانت سعاد” په نامه،چې د پېغمبر اکرم په ستاينه كې وه، په همدې جومات كې آنحضرت (ص)  ته مخامخ وويله او له پېغمبر اکرم يې انعام هم واخيست.

 د پېغمبر اکرم پر مهال د مدينې په جومات كې د ښوونې روزنې  کړلارى دومره په زړۀ پورې وې، چې د “ثقيف” د ټبر استازي يې ډېر حيران كړي وو.

په هغو ورځو كې جومات د محكمې حكم هم درلود،چې قضايي چارې هم پکې سرته رسېدې او پردې چارو سربېره،پېغمبر اکرم هلته خلكو ته وينا او خبرې كولې او مسلمانان يې جهاد ته رابلل.

 دا چې ديني او علمي ټولنې دواړه په جومات كې جوړېدې؛نو راز يې دا و چې د اسلام مشر خلكو ته وښيي،چې علم او ايمان سره نۀ بېلېدونكي دي او چېرې،چې د ايمان مركز وي؛بايد د علم او زده كړې مركز هم وي او دا چې قضائي او ټولنيزې چارې هم په جومات كې سرته رسېدې؛ نوانحضرت(ص) له دې لارې خلكو ته ښوول،چې زما دين سوچه معنوي دين نۀ دى،چې د مادي ژوند له چارو سره كار نۀ لري؛بلكې دا دين،سره له دې چې خلك ايمان او تقوى ته رابلي، له ټولنيزو او ژوندنيو چارو هم بې خبره نۀ دى.

 

د حضرت “عمار” كيسه

هغه ځمكه په لسو دينارو جومات جوړولو ته وپېرل شوه، چې د پېغمبر اکرم اوښ پرې ګونډه وهلې وه او ټولو مسلمانانو د جومات په جوړولو كې ونډه واخيسته،ان پېغمبر اکرم هم د نورو مسلمانانو په څېر،له شاوخوا ډبرې راوړې،چې حضرت “اسيد ابن حضير” مخې ته ورغى او ويې ويل: ((رسول اکرمه! دا ډبره ماته را كړه. ))

 رسول اکرم:(( ولاړ شه، بله راوړه.))

 پردې خبره يې خلكو ته وښوول،چې د عمل سړى يم او يوازې خبرې نۀ کوم. دلته يو مسلمان (شاعر) شعر ووايه،چې ژباړه يې دا ده:

(( كه موږ  كېنو او پېغمبر اکرم كار وكړي؛نو زموږ دا كار بې لاري ده.))

آنحضرت (ص) او مسلمانانو د كار كولو پر مهال دا جملې ويلې: ((حقيقي ژوند هماغه د اخرت ژوند دى.خدايه! پر انصارو او مهاجرو ولورېږې.))

يو صحابي چې پر جامه يې ګرد نۀ پرېښووه او د جومات جوړېدو پر مهال،دا چې پر جامو يې ګرد كېنني؛نو كار ته يې لاس نۀ ورو وړ.

 حضرت “عمار” ياسر په دې باب انتقادي شعر ووايه، چې ژباړه يې دا ده:

((څوک،چې جومات جوړوي او په ولاړه او ناسته د جومات په جوړلو كې كوښښ كوي او هغه،چې له دوړو ځان لرې ساتي او تيار نۀ دى د جومات په جوړولو كې جامې يې په دوړو شي؛نو دا دواړه له سره برابر نۀ دي.)) (165)

دا شعر پر حضرت “عثمان” بد ولګېد او “عمار” ته يې سپكې سپورې وکړې،چې آنحضرت(ص) له دې پېښې خبر شو او ويې ويل:(( “عمار” ولې کړوئ ؟ “عمار” يې جنت ته رابلي او هغوى “عمار” دوزخ ته.))

حضرت “عمار” ياسر څو ډبرې يوه پر بلې ايښووې او د جومات ته يې راوړې، چې ځينو له دې پاك نيته يې ناوړه ګټه اخيسته او خپلې ډبرې يې هم پر “عمار” وړې،چې حضرت “عمار” به ويل: ((يوه ډبره ځان او بله آنحضرت (ص)  ته وړم.))

 يوه ورځ حال دا چې پر حضرت “عمار” يې درې ډبرې بار كړې وې. حضرت “عمار” پېغمبر اکرم ته ګيله وكړه او ويې ويل: (( اصحاب دې راته په زړۀ كې خيرى لري او غواړي ومې وژني؛په خپله يوه يوه ډبره وړي او پرما درې درې. ))

 آنحضرت(ص) يې لاس ونيو او پر شا يې،چې څومره دوړې وې،ترې پاكې كړې او ويې ويل:((هغوى ستا وژونکي نۀ دي،تا به ظالمه ډله وژني، حال دا چې تۀ به يې حق ته رابولې.)) (166)*

دا غيبي خبر د پېغمبر اکرم پر رښتينولۍ او نبوت دلالت كوي؛ځكه څنګه چې يې ويلې وو، هماغسې وشول، چې بالاخره حضرت “عمار” په 90 كلنۍ كې د “صفين” په جګړه كې د “معاويه بن ابوسفيان” د پلويانو له لاسه ووژل شو. د پېغمبر اکرم دې خبرې د حضرت “عمار” پر ژوند هم ډېر اغېز درلود او مسلمانانو به حقه او باطله ډله په “عمار” پېژانده؛ دا چې حضرت “عمار” د “صفين” په جګړه كې ووژل شو؛نو په “شاميانو” كې هله ګوله شوه او د حضرت علي (ک) پر ضد د “معاويه بن ابي سفيان” او “عمروعاص” تبليغاتو،چې خلك يې د  حضرت علي (ک) د حقانيت په باب شكمن کړي وو، خلك راويښ كړل،چې بېلګه يې حضرت “هزيمه بن ثابت” دى. هغه له حضرت علي (ک) سره جګړې ته تللى و؛ خو زړۀ نا زړۀ و؛خو د “معاويه بن ابي سفيان” ډلې،چې  حضرت “عمار” وواژه؛نو پوه شو،چې څوك پر حقه او څوك پر باطل دى؟ (؛ځكه د پېغمبر اکرم خبره ورته معيار وه) (167)*

د جومات جوړول پاى ته ورسېدل او كال پر كال جومات پراخېده او همداسې يې د جومات په څنګ كې بېوزليو او فقيرو مهاجرو ته چوتره (صفه) جوړه كړه او آنحضرت (ص)، حضرت “عباده بن صامت”، “اصحاب صفه وو” ته د قرآن ښوونې او ليكنې ښوونكى كړ.

ورورولي

په مدينه كې د مسلمانانو راټولېدو،د پېغمبر اکرم د ژوند د كتاب نوى باب پرانيست. مدينې ته له راتلو مخکې يې يوازې دين تبليغاوه؛ خو تر نن وروسته بايد د پوه سياستپوه په څېر، خپل او د خپلو پلويانو شتون وساتي او پرې نۀ ږدي،چې کورنى او بهرنى دښمن پکې نفوذ وكړي،چې آنحضرت (ص)  دلته له دريو ګواښونو سره مخ و.

1 _ د قريشو او د ټاپو وزمې بوت پالو خطر.

2 _ د “يثرب” يهودان، چې په ښار او له ښاره بهر اوسېدل او د ډېرو شتمنيو او وزلو خاوندان وو.

3 _ هغه اختلاف،چې د آنحضرت د پلويانو او د “اوس” او “خزرج” په منځ كې و.

د مهاجرو او انصارو، چې په دوو بېلابېلو چاپېريالو كې اوسېدلي وو؛ فكر او كړنلارو له يو بل سره خورا توپير درلود او بل خوا “اوسيان” او “خزرجيان” چې د انصارو ډېرى هم وو،يو سلو شل كاله له يو بل سره لاس و ګرېوان وو،چې له دې ټولو ګواښونو او خنډونو سره د اسلام ژوندي پاتې كېدل ناشونى وو؛ خو پېغمبر اکرم دا ټولې ستونزې په خپلې هوښيارۍ هوارې كړې.

 هغه دوه لومړۍ ستونزې (چې وروسته به راځي) او د خپلو پلويانو ترمنځ اختلافات په ځانګړى توګه هوار كړل.

پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور شو چې مهاجر او انصار سره وروڼه کړي؛ نو يوه روځ يې په غونډه كې مسلمانانو ته وويل: (( دوه دوه سره ديني وروڼه شئ))،چې تاريخونو؛لكه “ابن هشام” د هغو كسانو ځانګړنې ثبت کړې چې سره وروڼه شوي وو.

دوه سترې ستاېنې

ډېرى سني او شيعه تاريخ پوهان دلته دوه ستاېنې راوړي، چې لنډيز يې دا دى: پېغمبر اکرم درې سوه مهاجر او انصار سره وروڼه کړل، ورته يې وويل: (( پلانيه! تۀ د پلاني ورور يې.))

د ورورۍ دود، چې پر ځاى شو؛ نو حضرت علي (ک) په ژړا شو او ويې ويل: ((خپل ياران دې سره وروڼه کړل؛خو زه دې د چا ورور نۀ کړم؟!)) پېغمبر اکرم ورته وويل: (( تۀ په دنيا او اخرت كې زما ورور يې.))

شيخ “قندوزي حنفي” دا پېښه پوره راخېستې ده: ((پېغمبر اکرم حضرت علي (ک) ته ځواب وركر: “قسم پر هغه خداى،چې زه يې د خلكو لارښوونې ته رالېږلى يم؛تۀ مې ځكه له چا سره ورور نۀ کړې،چې غوښتل مې خپل ورور دې كړم؛تۀ راته داسې يې؛لكه “هارون” چې “موسى”  ته و؛خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي؛ تۀ مې ورور او وارث يې.”)) (168)*

د جومات د جوړولو كار پاى ته ورسېد. د جومات شاوخوا ته د پېغمبر اکرم او اصحابو كورونه وو،چې هر کاله جومات ته لار درلوده او هر څوك به د خپل كور له ورۀ جومات ته راننووت. پېغمبر اکرم ته د خداى له لوري پيغام راغى:(( بې د علي له وره؛نور ټول ورونه وتړه.))

 “سبط ابن الجوزي” ليكي:((د پېغمبر اکرم دې حکم په اصحابو كې ګونګوسى جوړ كړ، چې د خداى استازي هم د خلكو د ذهنو روښانولو ته خطبه وويله او په پاى كې يې وويل:”ما له ځانه نۀ كوم ور تړلى او نۀ خلاص كړې؛بلكې د خداى حكم و او ما يوازې د خداى حكم عملي كړ.”))

د هجرت د دويم كال پېښې

د هجرت لومړى كال له ټولو خوږو ترخو سره تېر شو،چې له مهمو پېښو ډك دى، چې پکې دوې خورا مهمې دي؛يوه يې د قبلې بدلون او بله يې د “بدر” جګړه وه.

دلته لازمه  د “غزوه” او “سريه” پر ټكيو رڼا واچوم.

“غزوه” پر دښمنانو هغه بريد دى، چې پېغمبر اکرم پکې په خپله و او د لښكر بولندويي يې كوله.

“سريه”: هغه جګړې دي، چې پېغمبراکرم به پکې په خپله نۀ  و؛بلكې يوه ډله يې جګړې ته لېږله او مشر يې ورته ټاكه.

آنحضرت (ص) ته يې په تاريخ كې 27 يا 26 غزاګانې ثبت كړې دي. اختلاف په دې كې دى،چې ځينې د “خيبر غزا” او د “وادى القراء” غزا، چې په يو بل پسې وشوې، دوې غزاګانې بلي او ځينې يې يوه . (169)*

 د پېغمبر اکرم د “سريه” په باب هم اختلاف دى. تاريخپوهانو 35، 36، 48 او ان 46 ثبت كړې دي. اختلاف يې په دې كې دى، چې په ځينو سريو كې د مسلمانانو شمېر لږ و؛نو ځكه يې په سريه كې نۀ دي  شمېرلې.(170)*

 “ابن هشام” د قبلې بدلون تر هجرت پوره اتلس مياشتې وروسته بولي. (171)*

 “ابن اثير” د قبلې بدلون تر همدې مودې وروسته د شعبان پينځلسمه بولي(172)*

 

د قبلې بدلون

مدينې ته لا د پېغمبر اکرم د هجرت څو مياشتې نۀ وې وتلې، چې د يهودانو د مخالفتونو د ډول اوازونه راپورته شول.

د هجرت 17مه مياشت وه،چې حكم وشو:((تر دې وروسته كعبه د مسلمانانو قبله ده او پکار ده د کعبې پر لور لمونځ وكړي.))

د پېښې شرح:

پېغمبر اکرم پوره ديارلس كاله په مكه كې د “بيت المقدس” پر لور لمونځ وكړ. تر هجرت وروسته، الهي حکم دا و: قبله هماغه پخوانۍ قبله ده او هماغې قبلې ته،چې يهودان يې هم پر لور درېږي،مسلمانان دې هم د هغه پر لور لمونځ وكړي .

 دا كار عملا يو ډول مرسته او د دوو پخوانيو او نويو اديانو نږدې كول وو؛خو د اسلام پرمختګ د يهودو په زړۀ كې وېره واچوله؛ځكه ليدل يې چې اسلام ورځ تر بلې پر مخ روان دى او يوه ورځ به پر ټوله ټاپووزمه واكمن شي او د يهودو دين به له منځه يوسي؛نو ځكه يې په لار كې كوهيان اېستل او خنډونه پيدا كول.هغوى به له هرې لارې، پېغبمراکرم او مسلمانان ځورول،چې بالاخره يې د “بيت المقدس” پر لور د مسلمانانو د لمانځه كولو خبره رامنځ ته کړه،چې “محمد” ادعا كوي مستقل دين لري او دين يې د پخوانيو اديانو ناسخ دى.حال دا چې خپله ځانته قبله نۀ لري او د يهودانو د قبلې پر لور لمونځ كوي.

دا خبره پېغمبر اکرم ته راورسېده. نيمه شپه وه،چې له كوره راووت او اسمان ته يې وكتل. د وحې د راتلو په تمه و، چې په دې باب ورته كوم حکم راشي؛ لكه څنګه چې لاندې آيت د مطلب ګواه دى:

قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ=په يقين چې (د وروستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خواته ستا بيا بيا مخ اړول وينو!،دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو،چې ستا خوښېږي(؛نو د “مسجدالحرام” خوا ته مخ وګرځوه او چېرې چې واست،مخ هماغې لورې ته واړوئ او چاته،چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي چې(د قبلې بدلون) د خداى له لوري (پرځاى او) سم دى او په خپلو كتابو كې يې لوستي دي،چې دا سلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي او خداى يې (د دې آيتونوپه پټولوكې) له كړنو ناخبره نۀ دى . (173)

قرآني آيتونه وايي چې د قبلې د بدلانه  لامل يوازې د يهودانو اعتراض نۀ و؛بلكې د ازمېينې بڼه يې هم درلوده. مطلب دا و،چې پېغمبر اکرم د خبرې او عمل مؤمنان وپېژني؛ځكه د لمانځه پر مهال له يوې قبلې بلى قبلې ته مخ اړول،د ايمان او اخلاص نښه وه او له دې حکمه سرغړونه د نفاق او دوه مخۍ نښه وه؛لكه چې په خپله قرآن دې مسئلې ته اشاره كړې ده:

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ = او په همدې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړاوه، هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و،چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ورته شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نۀ هغوى ته، چې خداى ورته لار ښوولې وه(او په دې هم پوه شئ، چې مخكېنۍ قبلې ته ستاسې لمونځونه سم وو) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمونځ] نۀ ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر  مهربان  (او) لوروونكى دى . (174)

البته د اسلام د تاريخ له لوستو او د”عربستان” پر ټاپوزمي تر رڼا اچولو وروسته څه نور لاملونه هم مخې ته راځي:

لومړى: كعبه چې د توحيد اتل (ابراهيم خليل) جوړه كړې وه،عربو ورته په درناوي كتل او له داسې ځای قبله جوړول؛يعنې د ډېرو عربو رضايت حاصلول دي،چې په دې كار يې دين ته رابولي،چې بې له دې بله موخه نۀ وه،چې ځيلي او اورپکي مشركان دين ته راوبلي.

دويم: د هغې ورځې له يهودو لرې كېدل،ډېر ضرور ګڼل كېدل،چې مسلمانېدو ته يې هېڅ هيله نۀ وه؛ځكه هره ورځ يې د پېغمبر اکرم مخ ته كوهيان اېستل او په دې پلمه،چې خپل معلومات زياتوي،له پېغمبر اکرم يې كړكېچنې پوښتنې كولې. د قبلې بدلون هم له يهودو د لرې كېدو لار وه.   

د”عاشورا” پر ورځ د روژې نسخ كېدل هم د همدې مطلب لپاره وو، چې يهودو له اسلامه مخکې د عاشورا پر ورځ روژه نيوه.پېغمبر اکرم او مسلمانانو هم پردې ورځ روژه نيوه،بيا د عاشورا پر ورځ روژه نيول نسخ شوه او روژه د “رمضان” په مياشت كې فرض شوه. په دې وخت كې ځينو انګېرله،چې پخواني لمونځونه يې هم باطل شوې دي څو،چې وحې راغله او ويې ويل:((خداى به هېڅكله ستاسې کړه وړه پوپنا نۀ کړي.خداى پر خلكو روف او رحيم دى.)) (176)*

ددې اړخونو په پامنيوي سره چې، پېغمبر اکرم ته چې د ماسپښين دوه ركعته لمونځ يې كړى و،د وحې امين راغى او ورته يې وويل: (( د “مسجدالحرام” پر لور لمونځ وكړه!))

 په ځينو رواياتو كې راغلي: ((حضرت جبرائيل د پېغمبر اکرم لاس ونيو او مخ يې ورته د “مسجدالحرام” پر لور كړ او کومې ښځې او سړي، چې په جومات كې وو، د آنحضرت (ص) په پليون، ټولو “مسجدالحرام” ته مخ كړ او له هماغې ورځې “كعبه” د مسلمانانو خپلواكه قبله شوه.))

د پېغمبر اکرم يو علمي كرامت

پخوانيو ستور پوهانو د محاسبو له مخې، د مدينې جغرافيايي عرض 25 درجې، طول يې، 75 درجې طول البلد او 20 دقيقې دى.

 د دې محاسبې له مخې، هغه قبلې،چې په مدينه كې استخراجېدې،د پېغمبر اکرم له محراب (چې اوس هماغسې پاتې دى) سره يې سمون نۀ خوړ،چې دې اختلاف ځينې فني كارپوهان حيران كړي وو؛ خو په دې وروستيو كې مشهور عالم “سردار كابلي” په نننيو محاسباتو وښووه،چې د مدينې عرض 24 درجې او 75 دقيقې دى او طول يې 39 درجې او 59 دقيقې دى . (176)*

ددې محاسباتو پايله دا شوه: د مدينې قبله بېخي په جنوب كې ده، چې يوازې 45 دقيقې د جنوب له ټكي كږه ده،چې دا استخراج كټ مټ د پېغمبر اکرم له محراب سره سمون لري او دا په خپله علمي كرامت دى، چې پېغمبر اکرم د لمانځه په حال كې داسې د “مسجدالحرام” پر لور وګرځول شو،چې ان كوچنى كږوالى پکې رانغى.(177)*

د بدر غزا

د اسلام له سترو او څرګندو جګړو يوه هم د “بدر” جګړه ده او چا چې په دې جګړه كې ګډون كړى و؛نو وروسته يې په مسلمانانو كې ځانګړى امتياز درلود او په هره غونډه او خبره كې به، چې د بدر مجاهدين وو؛نو هغې خبرې يا غونډې به خورا اهميت درلود. د اصحابو د ژوند  شرح د بدر جګړې ګډونوال، “بدري” او ددې ارزښت علت تر دې كيسې وروسته را پر  ډاګه كېږي:

د هجرت پر دويم كال، د جمادي الاول په نيمايي كې مدينې ته خبر راورسېد،چې د قريشو كاروان  د “ابوسفيان” په مشرۍ له مکې “شام” ته ځي. پېغمبر اکرم د كاروان تعقيب ته په “ذات العشيره” پورې ولاړ او  تر بلې مياشتې هلته پاتې شو؛خو كاروان پر مخه ورنغى. د كاروان د راستنېدو وخت معلوم و؛ځكه په “مني” او “اوړي” كې به د قريشو كاروان له شامه مکې ته راستنېده.

د استخباراتو تر لاسول، په جګړو كې د بري لومړى ګام دى. كه د لښكر بولندوى د دښمن له استعداد او د جنګيالو له روحياتو او د تمركز له ټکي خبر نۀ وي؛ نو ودې شي، چې په لومړي ټكر كې مات شي.

د پېغمبر اکرم يو ښه او ستايلى كار دا و، چې د دښمن له چمتووالي او له دې،چې په كوم ځاى كې به اډه جوړوي،ځان مخکې له مخکې خبراوه.

 ان نن هم په نړيوالو جګړو كې د اطلاعاتو تر لاسول ځانګړى ارزښت لري.

 د “مجلسي” (بحار، 19/217) د وينا له مخې،رسول اکرم حضرت “عدى” او د “حيات محمد” د كتاب د وينا له مخې،”حضرت طلحه بن عبيدالله” او “حضرت سعيد بن زيد”  استخباراتي چارو ته لېږلې وو.

رارسېدلې استخبارات په لاندې توګه وو:

1 _ يو ستر كاروان دى، چې ټولو مكيانو پکې ګډون كړى دى.

2 _ د كارون مشر “ابوسفيان” دى، چې څلوېښت ساتندويان لري.

3 _  د سوداګرۍ مال پر زرو اوښانو بار دى،چې د تجارتي مال ارزښت يې تقريبا پينځوس زره ديناره دى.

دا چې په مکه كې د مهاجرو شتمنۍ قريشو نيولې وې؛ نو وخت يې دى،چې مسلمانان هم د قريشو تجارتي مال ضبط كړي او كه قريشو د مسلمانانو مال د كينې او دښمنۍ له مخې و نۀ ګرځاوه؛نو مسلمانان به هم د قريشو مال د جنګي غنيمت په توګه په خپلو منځو كې ووېشي؛نو ځكه رسول اکرم خپلو اصحابو ته وويل:(( خلكو! دا كاروان د قريشو كاروان دى! تاسې کړاى شئ د قريشو د مال تصرف ته له مدينې بهر ووځئ،كېداى شي په كار كې مو پراخوالى راشي.)) (178)*؛ نو ځکه د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه، پېغمبر اکرم”حضرت عبدالله بن ام مكتوم” لمانځه ته او “حضرت ابولبابه” سياسي چارو ته خپل ځايناستي وټاكل او په خپله له 313 تنو سره د قريشو مال نيولو ته له مدينې ووت. 

 “ذفران” سيمې ته د پېغمبر اکرم روانېدل

د تاريخ د وينا له مخې،رسول اکرم د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه د دوشنبې پر ورځ يادې شوي موخې ته د “ذفران” پر لور ووت.

 پېغمبر اکرم يو بيرغ “حضرت مصعب” او بل “حضرت علي” ته وركړ. په دې  لښكر كې اتيا تنه مهاجر،170 تنه خزرجي، 61 تنه اوسيان، درې اسونه او 70 اوښان وو.

د اسلام په هغه ټولنه كې له شهادت او سرتېرۍ سره مينه دومره وه، چې ځينې تنکي هلكان هم په دې جګړه كې ګډون ته راغلي وو،چې بيا پېغمبر اکرم ستانه کړل.(179)*

د پېغمبر اکرم خبره رارسوي،چې رسول اکرم ورته د ژوند د پراخوالي زېرى وركړى و او ددې پراخوالي وسيله هم د قريشو د كاروان د تجارتي مال ضبطول وو او ددې كار جواز هم هماغه و،چې ومو ويل قريشو د مهاجرو ټول ملك او مالونه ضبط كړي وو؛نو ښكاره ده هر هوښيار انسان به له دښمن سره هماغه كوي،چې دښمن ورسره كړي وي.

 دې خبرې ته بايد پام وكړو،چې د قريشو پر کاروان د مسلمانانو د بريد علت هم هماغه ظلمونه او تېرى و،چې په مكه كې پرې شوى وو،چې په قرآن شريف كې هم دې خبرې ته اشاره شوې ده:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ= پر هغوى،چې جګړه تپل شوې،د جهاد اجازه وركړ شوې ده؛ځكه تېرى پرې شوى،بېشكه چې خداى د هغوى د ملاتړ وس لري. (180)*

“ابوسفيان” “شام” ته د تلو پر مهال پوه شوى و،چې پېغمبر اکرم هغوى تعقيب كړي دي؛نو ځكه يې له احتياطه كار واخېست او نور تجارتي كاروانو يې وپوښتل،چې ايا “محمد” تجارتي لارې تړلې دي؟

 “ابوسفيان” ته خبر راغى:”محمد” له خپلو اصحابو سره له مدينې بهر راوتلى او د قريشو د كاروان په لټه كې دى او په “ذفران” سيمه کې يې چې د “بدر” په دوو پړاوو  کې مورچه نيولې ده.

“ابوسفيان” له تلو ډډه وكړه.د كاروان په باب يې قريشو ته خبر ولېږه او دا كار تېز اوښ سپاره “ضمضم بن عمرو غفاري” وكړ او ورته يې وويل: ((ځان د مکې ننګياليو او قريشو ته ورسوه او د مالونو خاوندان هم خبر كړه،چې د خپل مال ساتلو ته دې له مکې بهر راووځي.))

“ضمضم” ژر ځان مکې ته ورساوه او پر خپل اوښ ودرېد او چغې يې كړې: ((“محمد” او ياران يې راوتلي،چې مالونه مو خپل (مصادره) كړي،فكر نۀ کوم مالونه به مو ګوتو ته راشي.))

ټول جنګيالي او ننګيالي جګړې ته چمتو شول. يوازې “ابولهب” ګډون و نۀ کړ او پر خپل ځاى يې “عاص بن هشام” ته څو زره درهمه وركړل، چې په  جګړه كې ګډون وكړي.

“اميه بن خلف”چې د قريشو له مشرانو و، نۀ غوښتل په دې جګړه كې ګډون وكړي؛ځكه ورته يې ويلې وو،چې “محمد” ويلي:((اميه به د مسلمانانو په لاس وژل كېږي.))

 د ټبر مشرانو،چې وليدل له جګړې دداسې شخصيت سرغړونه، د قريشو پر تاوان  ده؛نو يو پتنوس يې اميه ته ولېږه،چې په کې يې رانجه اېښې وو.د قريشو جنګيالو ورته وويل:((اوس چې ددې سيمې د خلكو او د خپل تجارتي مال له دفاع ډډه كوې او د ښځو په څېر ناست يې؛نو دا رانجه واخله او د ښځو په څېر يې پورې كړه او له ځانه د سړي نوم لرې كړه.)) دې خبرو د “اميه” په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله،بېواكه پاڅېد او د جګړې سامان يې راواخيست او له كاروان سره راووت.(181)*

د قريشو مخې ته خنډ

د حركت نېټه وټاكل شوه.د قريشو مشرانو ته ورياد شول، چې د “بني بكر” د ټبر په څېر سرسخت دښمن هم لري. كېداى شي له شا پرې بريد وكړي. د “بني بكر” د ټبر دښمني له قريشو سره د وينې تويدنې پر سر وه، چې “ابن هشام” په خپل سيره كې په تفصيل راوړې ده.(182)*

په دې  وخت كې “سراقه بن مالك” د “بني كنانه” له ټبره،چې د “بني بكر” له ځوځاته و،قريشو ته ډاډ وركړ،چې زموږ له لوري ډاډه اوسئ،موږ به درباندې يرغل و نۀ کړو او “قريش” په ډاډه زړۀ له مکې ووتل.

د مسلمانانو مشر د قريشو له كاروان سره مقابلې ته له مدينې راوتلى او په “ذفران” كې يې سنګر نيولى و. د كاروان د تېرېدو په تمه و، چې ناڅاپه نوى خبر راورسېد:د مکې خلك د خپل مال ژغورلو ته له مکې بهر راوتلي او په همدې شاوخوا كې راټول شوي،چې ډېر ټبرونه ورسره په لښكر كې دي.

پېغمبر اکرم ځان په دوه لارۍ كې وليد،چې ياران يې د تجارتي مالونو نيولو ته راوتلي دي او له داسې لښكر سره يې د جګړې وس نۀ درلود،چې له يوه پلوه هم ورسره د پرتلې وړ نۀ و او بل خوا كه ستانه شي؛نو د شرم خبره ده او دښمن به د مسلمانانو د مركز پر لور (مدينې) پرمختګ وكړي؛نو ځكه پېغمبر اکرم پريکړه وکړه د همدې يارانو په مرسته  تر وروستۍ سلګۍ مقاومت وكړي.

د پام وړ خبره خو دا ده،چې د اسلام سرتېري ډېرى د انصارو ځوانان وو او يوازې 74 تنه مهاجر وو او “انصارو” په “عقبه” كې له پېغمبر اکرم سره دفاعي تړون لاسليك كړى و،نۀ جنګي؛يعنې ژمنه يې كړې وه،چې په  مدينه كې به له پېغمبر اکرمه د خپلو كسانو په څېر ساتنه وكړي؛خو دا چې ورسره له مدينې راووځي او له دښمن سره يې وجنګېږي؛داسې تړون يې نۀ و تړلى؛ نو اوس به مشر څه كوي؟

 بې له دې يې هېڅ چاره نۀ درلوده، چې پوځي شورا جوړه كړي او عامه افكارو ته مراجعه وكړي او له دې لارې مخې ته پروت خنډ لرې كړي.

پوځي شورا

پېغمبر اکرم پاڅېد او و يې ويل:(( په دې باب مو څه نظر دى؟))

 لومړى حضرت “ابوبكر” پاڅېد او ويې ويل:((د قريشو مشرانو او ننګياليو په دې لښكر كې ګډون كړى،قريشو هېڅكله نۀ پر كوم دين ايمان راوړى او نۀ د عزت له لوړو څوكو راكوز شوي او بله دا،چې موږ له مدينې په پوره تيارۍ نۀ يو راوتلي (؛يعنې جګړه ونۀ کړو) ))

 پېغمبر اکرم: (( كېنه!))

 بيا حضرت “عمر” پاڅېد او همدا خبرې يې وكړې،چې رسول اکرم ورته د كېناستو حکم وكړ.

 بيا حضرت مقداد(رض) پاڅېد او ويې ويل:(( د خداى استازيه! زړونه مو له تا سره دي او څه،چې خداى تاته حکم كړى؛هماغسې وكړه. پر خداى قسم موږ به هېڅكله هغه ځواب در نۀ کړو،چې بني اسراييلو موسى ته وركړى و؛ چې کله موسى “بني اسرائيل” جهاد ته راوبلل؛نو بني اسراييلو ورته وويل: “كليم الله” تۀ  او خداى دې ولاړ شئ او جهاد وكړئ،موږ به درته دلته ناست يو”؛خو موږ درته د بني اسرائيلو پر خلاف خبره كوو او وايو:”د خداى له عنايت سره جهاد وكړه! موږ به هم ستا په مشرۍ جنګيږو.”))

پېغمبر اکرم د حضرت مقداد د خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ورته يې دعا وكړه.

تر اوسه به هر چا خپل نظر څرګنداوه او د پوځي شورا له جوړولو موخه د انصارو پر نظر ځان پوهول وو؛ځكه که څو انصارو په دې باب هوډ نۀ واى کړى؛نو د يوه كار په باب هم هوډ نۀ شو كېدای. تر اوسه څومره كسانو چې نظر وركړې و؛ټول مكيان وو. پېغمبر اکرم د انصارو د نظر پوهېدو ته بيا وويل:((خپل نظر مو ووياست.))

  حضرت “سعد بن معاذ” انصاري (رض) پاڅېد او ويې ويل:(( په خيال مې ستاسې مطلب موږ يو؟))

 رسول اکرم وويل:(( هو!))

 حضرت معاذ:((رسول اکرمه! موږ پر تا ايمان راوړى او ته مو تصديق كړى يې،چې دين دې حق دى او په دې باب مو تا ته وعدې او ژمنې هم دركړي؛نو څه چې سلا ګڼې او پرېکړه کوي، موږ به دې اطاعت كوو. قسم پر هغه خداى،چې تۀ يې د خلكو لارښوونې ته رالېږلى يې،كه په دې سمندر كې (بحر احمر ته اشاره) ننوځي؛نو موږ به هم درپسې در شو،موږ ټول ستا پليوني يو،موږ د خداى په حکم هغې لوري ته بوځه، چې تۀ يې سلا ګڼې.))

د حضرت “سعد” په خبرو د پېغمبر اکرم رنګ له خوشحالۍ واوښت، چې ددې ننګيالي مسلمان وروستۍ خبرې دومره هڅوونكې وې،چې رسول اکرم بې ځنډه د حركت حکم وكړ او ويې ويل:(( حركت وكړئ! زېرى دې درباندې وي ،چې يا به له كاروان سره مخ شئ او مالونه به يې ضبط كړئ او يا به له هغه لښكر سره مخ شئ،چې د كاروان ساتنې ته راغلى دى.))

وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتِيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ= او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه،چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛خو خداى غواړي،چې حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرانو جرړه پرېكړي (؛نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره ونښلولئ او هغه ستر برى مو په برخه شو)؛ (183)*

زه اوس د قريشو د وژنې ځاى وينم، چې درانه زيانونه ور اوښتي دي. د اسلام ټولي د پېغمبر اکرم په مشرۍ حرکت وکړ او د “بدر” اوبو ته نژدې يې سنګر ونيو.

د دښمن پر احوال ځان پوهول

سره له دې،چې ننني جنګي دودونه له پخوانيو هغو سره خورا توپير لري؛ خو د استخباراتو ارزښت او ځان د دښمن پر رازونو،جنګي فنونو او د سرتېرو پر استعداد پوهول، تر پخوا هم زيات شوي دي؛البته نن هر هېواد استخباراتي روزنې او ښوونې لري او دې کار ته يې پوهنتونونه جوړ كړي دي. نن ستر هېوادونه خپل پرمختګ د استخباراتي چارو پايله بولي؛ او ځكه خپلې استخباراتي شبكې ورځ تربلې زياتوي؛نو ځكه د اسلام پوځي ستنه په داسې ځاى كې كېښوول شوه، چې د هر ډول پوځي رازونو د رابرسېرېدو مخنيوى وشو. بېلابېلو ډلو د قريشو او كاروان په باب د استخباراتو پر لاس ته راوړو لاس پورې كړ،چې رارسېدلي استخبارات داسې  وو:

الف: لومړى پېغمبر اکرم په خپله له يو ننګيالي سرتېري سره ووت، چې يو كلي ته ورسېدل.د ټبر مشر ته ورغلل او ورته يې وويل:(( له قريشو،”محمد” او يارانو يې څه خبر لرئ؟))

  ورته يې وويل: ((خبر رارسېدلى،چې “محمد” او ياران يې پردې ورځ له مدينې راوتلي دي؛ نو كه خبريال رښتيا ويلي وي؛ نو هغه او ياران  به يې اوس په داسې ځاى كې وي (هماغه ځاى يې  چې د اسلام پوځي ټولي پکې مورچل نيولى و) او همداسې خبر رارسېدلى، چې “قريش” پر داسې ورځ له مکې راوتلي دي او كه خبريال رښتيا ويلي وي؛ نو اوس بايد پلانۍ سيمې ته رارسېدلي وي (هغه ځاى، چې قريشو پکې اړولې وو) ))

ب: د حضرت علي په مشرۍ د ګزمې ټولى جوړ شو،چې حضرت “زبير بن عوام” او حضرت “سعد بن ابي وقاص” هم پکې وو.

 د بدر د اوبو غاړې ته ورغلل، چې ځان په خبره ښه پوه كړي؛دا سيمه د استخباراتو د بدلولو ځاى و. دې ټولي دوه مريان ونيول،چې د اوبو وړونکي اوښان ورسره وو او پېغمبر اکرم ته يې بوتلل. تر پلټنې وروسته پوه شول: يو د “بني الحجاج” و او بل د “بني العاص” مريى و او دنده يې درلوده،چې  قريشو ته اوبه  ورسوي.

پېغمبر اکرم وپوښتل:((“قريش” چېرې دي؟))

  ورته يې وويل:((د هغه غره شاته دي،چې پردې دښتې پروت دى.))

 بيا يې د سرتېرو د شمېر په باب وپوښت. ويې ويل: (( سم شمېر يې راته نۀ دى معلوم.))

 وپوښتل شول: ((د ورځې څو اوښان وژني؟ )) يو يې لس او بل نهه اوښان وويل.

 پېغمبر اکرم وويل:((شمېر يې له نهه سوه تر زرو پورې دى.))

 بيا يې د هغوى د مشرانو په باب وپوښت. ورته يې وويل: (( “عتبه بن ربيعه”، “شيبه ربيعه”، “ابوالبختري بن هشام”، “ابوجهل بن هاشم”، “حكيم بن خرام” او “اميه بن خلف” او…. دي.))

 پېغمبر اکرم په دې وخت كې اصحابو ته وويل: ((د مکې ښار خپل  څيرلى  ځيګر بهر راغورځولى دى.))

 بيا يې حکم وكړ دا دوه تنه بنديان کړئ،چې نورې پوښتنې هم ترې وشي.(184)*

ج: دوو تنو ته دنده وسپارل شوه، چې د بدر كلي ته ورننوځي او ځان د كاروان پر احوال پوه كړي؛هغوى ولاړل او د اوبو په څنګ كې داسې كېناستل،چې ګواكې تږي دي او اوبو څښلو ته راغلي دي. له نېكه مرغه د اوبو پر غاړه دوو ښځو سره خبرې كولى. يوې بلې ته وويل:(( پور مې ولې نۀ راكوې؟ ښه پوهېږې،چې اړمنه يم.)) بلې ورته وويل: ((سبا يا بله ورځ كاروان رارسي او زه هم كاروان ته كار كوم، چې راغى؛ نو پور به دې دركړم.))

دا دواړه ددې خبر پر اورېدو خورا خوشحاله شول او ځان يې پېغمبر اکرم ته  ورورساوه او،چې څه يې اورېدلې وو،پېغمبر اکرم ته وويل؛ اوس آنحضرت (ص) ددې اطلاعاتو په درلودو،د كاروان د راتګ پر مهال پوه شو؛نو په کار ده تيارى ونيسي.

ابوسفيان څرنګه له جګړې وتښتېد؟

“ابوسفيان”،چې د كاروان مشر و او د تګ پر مهال پرې مسلمانانو بريدكړى و؛پوهېده چې په راتګ كې به هم پرې بريد وكړي؛ نو ځكه يې د اسلام له واکمنۍ په لرې سيمه کې كاروان دمه كړ او په خپله په خبره د ځان پوهولو لپاره د “بدر” كلي ته ننووت. هلته يې “مجدى بن عمرو” وليد، ورته يې وويل:((په دې شاوخوا كې خو دې  كوم شکمن سړى نۀ دى ليدلى؟))

  ورته  يې وويل:((داسې كوم څيز،چې زما شك پرې راشي،نۀ مې دى ليدلى،يوازې دوه اوښ سپاره مې وليدل،چې دلته راغلل،اوښان يې څملول، اوبه يې وڅښلې او بېرته ولاړل.))

 “ابوسفيان” د ابو غاړې ته راغى او د اوښ بچې،چې هلته پرتې وې،را واخېستې او ويې چولې،چې پکې يې د کجورې زړى وكوت او ډاډمن شو دا كسان د مدينې وو؛نو په بيړه يې ځان كاروان ته ورساوه او د كاروان د تګ لار يې بدله كړه او دوه يې خپلې او دوه پردۍ كړې او په بيړه يې ځان د اسلام له واكمنې سيمې وايست او يوه كس ته يې دنده وركړه،چې قريشو ته خبر ورسوي،چې كاروان د مسلمانانو له يرغله بچ شوى او پر كومه،چې راغلي ياست،پر هماغې ستانه شئ او د “محمد” کار دې خپله عربو ته پرېږدي.

د كارون له بچ كېدو د مسلمانانو خبرېدل

مسلمانانو ته د كاروان د تېښتې خبر راورسېد.ځينې، چې سوداګريز مال ته يې سترګې خړې كړې وې خورا خپه شول. خداى يې د زړونو ټينګښت ته دا آيت نازل كړ.(185)*

انفال ٧ آيت:  او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛ خو خداى غواړي چې حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرو جرړه پرې كړي (؛ نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره و نښلولئ او هغه ستر برى مو په برخه شو)؛

په قريشو كې د نظر اختلاف

کله چې يې د “ابوسفيان” استازي پېغام د ټبر مشرانو ته ورساوه؛نو تر منځ يې عجيبه اختلاف راپيدا شو.

د “بني زهره” او “اخنس بن شريق” ټبرونه له خپلو هم ژمنو سره بېرته ستانه شول؛ځكه و يې ويل:((زموږ مطلب د “بني زهره” د تجارتي مال ساتل وو، چې دا كار شوى دى.))

 طالب د “

ابوطالب” زوى،چې قريشو په زور له ځان سره راوستى و،د خولې تر جګړې وروسته په دې خبره بېرته وګرځېد،چې د بني هاشمو زړونه له “محمد” سره دي.

د “ابوجهل” نظر له “ابوسفيان” سره توپير درلود؛ځكه “ابوجهل” ټينګار كاوه:موږ بايد د بدر سيمې ته ولاړ شو او هلته درېو ورځې پاتې شو،اوښان حلال كړو،شراب وڅښو او نجونې وګډو،چې د ځواک ډندوره مو د ټولو عربو غوږو ته ورسي،چې بيا راته څوك هسک و نۀ ګوري.

د “ابوجهل” غولوونكيو خبرو د قريشو مشران دې ته راوهڅول،چې له دې ځايه ولاړ شي او پر هغه لوړه واړوي،چې د دښتې شاته پرته ده. ډېر سخت باران وورېد او د قريشو د پرمختګ مخه يې ونيوه؛خو باران د بېديا پر ځوړي (العدوه الدنيا) چې رسول اکرم پکې اړولى وو، هېڅ ناوړه اغېز ونۀ کړ.

“بدر” يوه پراخه سيمه ده،چې جنوبي برخه يې لوړه (العدوه القصدى) او شمالي برخه (العدوه الدنيا) يې ټيټه ده. په دې پراخه دښته كې خورا زياتې اوبه وې،چې تل د كاروانو دمه ځاى و.

حضرت “حباب بن منذر”، چې كار ازمېيلى او تجربه كار سړى و، پېغمبر اکرم ته و ويل:((د خداى په حکم مو دلته اړولي او كه دا ځاى مو جګړې ته مناسب ليدلى دى؟))

 آنحضرت (ص) ورته وويل:((په دې باب د خداى له لوري ځانګړى حکم نۀ دى راغلى،كه كوم بل مناسب ځاى دې په نظر كې وي؛نو ووايه او كه د جنګي غوښتنو اړتيا وي،چې ځاى بدل كړو.))

حضرت حباب وويل:(( سلا دا ده،چې د هغو اوبو څنګ ته واړوو، چې دښمن اړولي او بيا يې غاړې ته ډنډ جوړ كړو،چې څارويو او ځان ته اوبه ولرو.))

   د پېغمبر اکرم دا نظر خوښ شو او د حركت حکم يې وركړ. دا پېښه جوتوي،چې پېغمبر اکرم په ټولنيزو چارو كې سلامشورې او د عامه افكارو پامنيوي ته خورا ارزښت وركاوه.(186)*

“عريش” يا د بولندويۍ برج

حضرت “سعد بن معاذ” رسول اکرم ته وويل:((غوره به دا وي، چې پر لوړه غونډۍ درته څپرګى جوړ كړو، چې ټول ميدان مو تر سترګو لاندې وي او ساتندويان يې وساتي او د مشر حکم يوازې ځانګړي وګړي بولندويانو ته ورسوي، پردې سربېره،كه د اسلام لښكر دا جګړه وګټله؛نو ډېره به ښه وي او كه يې بايلوده او ووژل شول؛نو د خداى استازيه! تۀ او ساتندويان به دې په يو لړ “ځنډنيو” عملياتو د دښمن د پرمختګ مخه ونيسئ او ځان به پر تېزو اوښانو مدينې ته ورسوئ،هلته خورا مسلمانان دي،چې زموږ له حاله بې خبره دي او كه خبر شول؛نو هرومرو به ستاسې ملاتړ وكړي او کومه ژمنه، چې يې درسره كړې،تر وروستۍ سلګۍ به پرې ودرېږي.))

رسول اکرم حضرت “سعد بن معاذ” ته دعا وكړه او حکم يې وكړ، چې د بولندويۍ مركز د غر له پاسه جوړ كړئ.

د قريشو حركت

د هجرت پر دويم كال د رمضان مياشتې اولسمه وه،چې “قريش” د شګو له غونډۍ “بدر” ته راكوز شول، پر قريشو چې د پېغمبر اکرم سترګې ولګېدى؛نو اسمان ته يې وكتل او ويې ويل:(( خدايه! “قريش” په كبر تا او ستا د پېغمبر نۀ مني.خدايه! د مرستې ژمنه دې،چې كړى؛نو نن يې عملي كړه او هلاك يې كړه.))

د قريشو شورا

د قريشو لښكر د بدر په يوه سيمه كې راټول شو؛خو د مسلمانانو له ځواک او شمېره خبر نۀ وو،د مسلمانانو د سرتېرو پر شمېر پوهېدو ته يې “عمير بن وهب” ته دنده وركړه،چې د شمېر په اټکل كې ماهر و. هغه په خپل اس د مسلمانانو د لښكر له غونډه تاو راتاو شو او بېرته ستون شو او راپور يې وركړ،چې د مسلمانان شمېر د 300 په شاوخوا كې دى او و يې ويل:((بايد يو بل چكر هم ووهم،چې ووينم د غونډ شا ته يې نور مرستندويان شته او كه نۀ؟)) هغه ټوله دښته کچ كړه، پاس ولاړ، لاندې راغى او بوږنوړى خبر يې يووړ او ويې ويل:((مسلمانان مرستندوى تازه دمي سرتېري نۀ لري؛خو داسې كسان مې وكتل، چې تاسې ته يې له مدينې د مرګ سوغات راوړى دى؛يوه ډله مې وليده،چې بې له خپلو تورو بله پناه نۀ لري او څو يې په تاسې كې يو نۀ وي وژلى؛مړ به نۀ شي او چې په خپل شمېر يې دركې ووژل؛نود دې جګړې ګټه به څه وي؟ نور تاسې پوهېږئ،چې څه هوډ کوئ.)) (187)*

“واقدي” او “مجلسي” رانقل كړي:(( نۀ ګورئ، چې چوپ دي او خبرې نۀ کوي،اراده او هوډ يې له څېرو څرګندېږي،د وژونكي او زهرجن مار په څېر ژبې په خولو كې چور لوي.)) (188)*

په قريشو كې درز

د “عمير بن وهب” خبرو په قريشو كې غوغا ګده كړه. د اسلام د دښمن پر لښكر له وېرې رپ ولګېد.

 “حكيم بن حزام” ، “عتبه” ته  ورغى او ورته يې وويل:((عتبه! تۀ د قريشو ښاغلى يې،”قريش” د خپلو سوداګريزو مالونو ساتلو ته راوتلي وو، چې په دې كار كې كامياب شوي دي او بې د “خضرمي” له ديت او د هغو مالونو له بيې، چې مسلمانانو مخکې چور كړي وو،تاسې يې ديت له خپل لوري وركړئ او له “محمد” سره له جګړې ډډه وكړه.))

 د “حكيم” خبرو پر “عتبه” څه عجيبه اغېز وكړ. هغه پاڅېد او خپلو خلكو ته يې وويل: (( خلكو! تاسې د “محمد” كار عربو ته وسپارئ،عرب به د دين ټغر راټول كړي او د ځواک رېښې به يې پرې کړې؛ نو موږ به يې هم له شره خلاص شو او كه “محمد” په دې لار كې بر لاسى شو؛ نو له لوري يې موږ ته شر راو نۀ رسي؛ځكه موږ ورسره ځواکمنۍ سره سره له جګړې ډډه وكړه؛نو ښه به وي،له كومې لارې،چې راغلي يو،پر هماغې ستانه شو.))

 حكيم د عتبه نظر “ابوجهل” ته ورساوه. ګوري،چې هغه د زغرې اغوستو په حال كې دى.”ابوجهل” په خبرو يې سخت غوسه شو. “ابوجهل” يو تن د “عمرو خضرمي” ورور،”عامر خضرمي” پسې ولېږه او پيغام يې ور واستاوه،چې هم ژمني دې؛يعنې “عتبه”،خلك ستا د ورور له ديت اخېستو ژغوري،تا د خپل ورور وينه په خپلو سترګو ليدلې ده،پاڅېږه او هغه تړون،چې قريشو دې له ورور سره كړى و،خلكو ته ورپرياد كړه او په خلكو كې خپل ورور ته وير او ژړا وكړه. ابوعامر پاڅېد او سر يې لوڅ كړ او په چغو چغو يې وويل:(( وای عمره! وای عمره!))

د ابوعامر چغو،سورو او وير، د قريشو په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله او “قريش” يې جګړې ته هوډمن كړل او پر ټولو يې د “عتبه” نظر شا ته واچاوه او په خپله عتبه هم،چې د جګړې مخالف و،د خلكو د احساساتو تر اغېز لاندې راغى،ناڅاپه پاڅېد،د جګړې جامې يې واغوستى او ځان يې جګړې ته چمتو كړ.(189)*

ځينې وخت احساسات او بې بنسټه راپارونې،د عقل رڼا تتوي او له انسانه لار ورکوي،هغه سړى چې د سولې پلوى و،داسې احساساتي شو، چې د جګړې د ډګر مخکښ شو.

جګړه هرومرو کېدونکې ده

“اسود مخزومي”تريخ سړى و، سترګې يې د مسلمانانو پر جوړ كړي ډنډ ولګيدې ، ژمنه يې وكړه،چې له دې درېو چارو به يوه هرومرو كوي:((يا به له ډنډه اوبه څښي او يا به يې خرابوي او يا به وژل كېږي؛د مشركانو له ليكې راووت او د ډنډ پر غاړه د اسلام  له ستر افسر حضرت “حمزه” سره مخ شو. دواړه لاس و ګريوان شول، حضرت”حمزه”يې په يوه ګوزار پښې ورغوڅې كړې. “اسود مخزمي” د  خپل ځېل د ترسره كولو لپاره؛ ځان د اوبو ډنډ ته ورنږدې كړ،چې اوبه وڅښي؛خو حضرت “حمزه” په يو بل ګوزار په اوبو كې وواژه،چې دې پېښې جګړه هرومرو کېدونې كړه؛ځكه د يوې ډلې هڅونې ته بې له وينې تويونې بله چاره نۀ شته.(180)

لاس پر لاس نښته

په جګړه كې د عربو  پخوانى دود و،چې لاس پر لاس به پېلېده او بيا به غځېده. د “اسود مخزومي” تر وژل كېدو وروسته، د قريشو درې ننګيالي جګړې ته راووتل او جګړې ته يې جنګيالي وغوښتل، (“عتبه” او ورور يې “شيبه” د “ربيعه زامن” او “وليد” د “عتبه” زوى) دا درې تنه په وسله سمبال او پر خپلو اسونو سپاره ډګر ته راغلل.

 د مسلمانانو له لښكره درې ننګيالي سرتېري (“عوف”، “معوذ”، “عبدالله رواحه”) ډګر راغلل. عتبه چې پوه شو چې د مدينې ځوانان دي؛ نو ورته يې وويل: (( موږ له تاسې سره كار نۀ لرو.))

بيا يو تن چغه كړه:((محمده! هغه څوک راولېږه، چې زموږ له ټبره او انډول مو دي.))

 پېغمبر اکرم، حضرت عبيده، حضرت “حمزه” او حضرت علي ته مخ كړ او ورته يې وويل:(( پاڅېږئ !))

دوى هم ځان په وسله سمبال كړ او د جګړې ډګر ته يې ورودانګل. درېواړو ځانونه معرفي كړل. عتبه درېواړه مبارزې ته ومنل او ويې ويل: (( دوى زموږ سيالان دي.))

ځينې وايي،چې:((په دې جګړه كې هر يو سرتېرى خپل سيال ته ورغاړېووت: حضرت علي،چې تر ټولو تنكى و؛ له وليد (د معاويه ماما) سره ونښت. منځنى،چې پکې حضرت “حمزه” و؛ له “عتبه” سره ونښت (چې د “معاويه بن ابوسفيان” د مور له لوري نيكه و) او حضرت “عبيده”، چې په دې ټولو كې زوړ و؛ له خپل همزولي “شيبه” سره لاس و ګرېوان شو.))

خو “ابن هشام” و ايي:(( د “حمزه” سيال، شيبه و او د عبيده، عتبه و.))

 اوس بايد وليدل شي، چې په دې دوو نظرونو كې كوم يو سم دى؟

د لاندې مطلب تر پوهېدو وروسته به پوه شو، چې كوم يو سم دى .

1 _  تاريخ پوهان وايي:(( حضرت علي او حضرت “حمزه” په هماغه لومړۍ شېبه كې خپل سيالان له منځه يووړل او بيا دواړه د حضرت “عبيده” مرستې ته ورغلل او د هغه سيال يې وواژه.)) (181)* 

2_ حضرت علي په يو ليك كې “معاويه بن ابوسفيان” ته ليكلي وو:

(( هغه توره، چې يوه ورځ مى پرې ستا نيكه (عتبه د هنده پلار، هنده د معاويه مور) ستا ماما (وليد د عتبه زوى) او ستا ورور (“حنظله”) وژلى وو؛ اوس هم راسره ده.))؛يعنې اوس هم د پخوا په څېر هماغسې زړور او زورور يم. (182)*

دا ليك راښيي حضرت علي د “معاويه بن ابوسفيان” د نيكه په وژلو كې لاس درلود او بل خوا پوهېږو حضرت “حمزه” او حضرت علي خپل سيالان په هماغه لومړۍ شېبه كې ووژل؛نو چې د حضرت “حمزه” سيال د معاويه نيكه (عتبه) وي؛نو حضرت علي نور نۀ شي ويلاى : معاويه! نيكه دې زما په توره ووژل شو؛نو له ناچارۍ بايد داسې ووايو د حضرت “حمزه” سيال “شېبه” و او د “عبيده” سيال “عتبه” و، چې “حمزه” او علي د خپلو سيالانو تر وژلو وروسته په عتبه پسې ولاړل او  و يې واژه.

د لوى بريد پيلېدا

د قريشو ننګيالو وژنه ددې لامل شوه،چې لوى بريد پېل شي. د قريشو ډله ييز يرغل پېل شو. پېغمبر اکرم د بولندوى له سنګره  امر وكړ، چې له بريده ډډه وكړئ او يوازې په غشيو د دښمن د پرمختګ مخه ونيسئ. بيا د بولندويۍ له سنګره کېووت او په خپله امسا يې د سرتېرو ليكي منظمې كړې،چې په دې وخت كې “سواد بن عزيه” د سرتېرو په ليكه كې مخکې درېدلى و، پېغمبر اکرم په خپله تعليمي امسا پر ګېډه وواهه او و يې ويل:(( د سر تېرو له ليكې مخکې مۀ درېږه!)) په دې وخت كې سواده وويل:(( زه دې په ناحقه ووهلم او قصاص غواړم.))

 پېغمبر اکرم بې ځنډه خپله لمن جګ كړه، ويې ويل:(( راشه غچ دې واخله! ټولو د پېغمبر اکرم غبرګون ته كتل.))

 سواد راغى او د پېغمبر اکرم سينه يې ښکل كړه او د پېغمبر اکرم لاسونه يې له غاړې تاو کړل ويې ويل:(( مطلب مې دا و،چې د ژوند په وروستۍ شېبه كې مو سينه ښکل كړم.)) (183)*

بيا پېغمبر اکرم د بولندويۍ سنګر ته ولاړ او له ايمانه په ډك زړۀ يې د خداى درشل ته مخ كړ او و يې ويل:((خدايه! كه دا ډله نن هلاكه شوه؛ نو پر ځمكه به بيا هيڅوك هم ستا عبادت و نۀ کړي.)) (184)*

د لوى بريد ځانګړنې تر يوه حده په تاريخ كې ثبت شوي؛ خو دا څرګنده ده،چې پېغمبر اکرم به د بولندويۍ له سنګره راكوزېده او مسلمانانو ته يې لازمې لارښوونې كولې،چې يو ځل يې د مسلمانانو په منځ كې په لوړ غږ وويل:((قسم پر هغه خداى،چې د “محمد” ژوند يې په لاس كې دى،چا چې نن له سړې سينې كار واخېست او صبر يې وكړ او جګړه يې يوازې د خداى لپاره وي او په دې لار كې ووژل شي؛ نو خداى به يې جنتي كړي.))

د پېغمبر اکرم خبرو پر سرتېرو دومره اغېز وكړ، چې ځينو غوښتل له واره شهيدان شي؛نو ځكه يې د جګړې جامې واېستې او مخ پر جګړه ته يې منډې كړې. حضرت “عمير حمام” رسول اکرم وپوښته:(( زما او د جنت ترمنځ څومره واټن دى؟))

 د خداى رسول ورته وويل:(( له كفر سره مبارزه.))

 څو كجورې يې درلودې،چې لرې يې ګوزارې كړې او د جګړې ډګر ته يې ور ودانګل.

 بيا پېغمبر اکرم يو موټى خاورې راواخېستې او د قريشو پر لور يې وشيندلې، و يې ويل:(( مخونه مو تور شه!)) (سيرۀ “ابن هشام” : ١/٦٢٨) او بيا يې د بريد حکم وكړ.

ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې پر مسلمانانو د بري لمر راوخوت، دښمن پر بډو د تېښتې ګوتې ووهلې. د اسلام سرتېري،د ايمان په زور جنګېدل؛نو ځكه له څه نۀ ويرېدل او هيڅ  شي بې هم د پرمختګ مخه نۀ شوه نيواى.

د حقوقو رعايت

د دوو ډلو د حقوقو رعايتول لازم وو: يوه هغه، چې په مكه كې يې له مسلمانانو سره نېكي او ښه كړي وو؛لكه “ابي البختري”،چې  له مسلمانانو سره يې د اقتصادي چاپېربندۍ په لرې كولو كې خورا كوښښ كړى و او بله ډله هغه، چې په زور له مكې جګړې ته راوستل شوي وو؛خو د زړۀ له كومې د اسلام د پرمختګ پلويان وو؛لكه ډېرى “بني هاشم”؛ لكه “عباس” د پېغمبر اکرم تره او دا،چې د اسلام پېغمبر د رحمت پېغمبر و؛نو حکم يې وركړ ددې دوو ډلو د وينې له تويولو دې ډډه شي.

د امية بن خلف وژل كېدل

“امية بن خلف” او زوى يې حضرت “عبدالرحمن بن عوف” نيولي و او دا،چې هغه او حضرت “عبدالرحمن بن عوف” سره دوستان وو؛نو و يې غوښتل ژوندى يې د جګړې له ډګره وباسي،چې په اسيرانو كې  راشي.   

حضرت “بلال” حبشي پخوا د “اميه” مريى و او دا،چې حضرت “بلال” په مريتوب كې ايمان راوړى و او “اميه” ډېر سخت ځورولى و؛هغه به حضرت “بلال” پر ګرمو شګو څملاوه او پر سينه يې ورته غټ ګټ اېښود،چې له اسلامه يې واړوي،چې د حضرت  “بلال” ځواب به “احد” ، “احد” و.  حضرت “بلال” په همدغې ظلم او تېري كې شپې او ورځې  سبا كولې، چې حضرت “ابوبكر” واخېست.

 د بدر په جګړه كې د حضرت “بلال” سترګې پر”اميه” ولګېدې او ګوري،چې حضرت “عبدالرحمن بن عوف” يې پلوي كوي؛نو په مسلمانانو يې چغې كړى:(( د خداى يارانو! “اميه” د كفر له مشرانو دى،چې بايد ژوندى پاتې نۀ شي))؛پر “اميه” له هر لوري مسلمانان راټول شول او  له زوى سره يې وواژه.

پېغمبر اکرم امر وكړې و، چي “ابوالبختري” چې د اقتصادي چاپېربندۍ په ماتولو كې يې له بني هاشمو سره مرسته كړې وه،بايد ونۀ وژل شي. ( طبقات: ٢/٢٣)حضرت “مجذر”  يو مسلمان، “ابوالبختري” نيولى و او غوښتل يې ژوندى يې پېغمبر اکرم ته وسپاري؛خو هغه هم ووژل شو.

د اوختيو زيانو کچه

په دې جګړې كې 14 تنه مسلمانان او 70 تنه “قريش” ووژل شول او 70 تنه هم اسيران شول، چې مشران يې دا وو:

“نضر بن حارث”،”عقبه بن ابي محيط”،”ابوغره”،”سهيل بن عمرو”، “عباس” او “ابوالعاص”.

وګورئ: (د “ابن هشام” سيره : ٢/ ٧٠٦- ٧٠٨؛ د واقدي و مفازي: ١/ ١٣٨ – ١٧٣)

د بدر شهيدان د جګړې د ډګر په ګوټ كې خاورو ته وسپارل شول،چې اوس يې هم قبرونه پاتې دي.

 بيا پېغمبر اکرم امر وكړ،چې د قريشو مړي راټول كړي او په څاه كې يې واچوئ؛چې د “عقبه” مړى يې څاه ته ووړ؛ نو د زوى (ابوحذيفه) سترګې پر پلار ولګېدى،چې رنګ يې له اوختى و.

 پېغمبر اکرم پرې پوه شو او ورته يې وويل:(( آيا شکمن يې؟)) ابوحذيفه: نۀ؛خو په خپل پلار كې مې علم،فضل او صبر ليدلى و او ګومان مې كاوه، چې دا لاملونه به يې اسلام ته راكاږي؛خو اوس ګورم، چې ګومان مې ناسم و.))

هغوی ‏تر تاسې ښه اوري

د بدر جګړه پاى ته ورسېده. د قريشو 70 تنه ووژل شول او 70 تنه يې اسيران او نورو دوه خپلې او دوه پردۍ كړې.

 رسول اکرم حکم وكړ،چې د مشركانو مړي په څاه كې واچوئ،چې واچول شول؛نو پېغمبراکرم هر يوه ته په خپل نامه غږ كړ:

(( “عتبه”،”شيبه”، “اميه”،”ابوجهل” ! …. آيا خداى،چې څه ژمنه دركړې وه،ومو ليده؟ ما خو څه چې خداى ژمنه راكړې وه،حق وليده.))

 په دې وخت كې ځينو مسلمانانو رسول اکرم ته وويل:(( ايا له مړيو سره خبرې كوئ؟ ))

 پېغمبر اکرم وويل: ((هغوى تر تاسې ښه اوري؛خو يوازې ځواب نۀ شي ورکولاى.))

“ابن هشام” وايي:

 ((پېغمبر اکرم وويل:” تاسى څومره د پېغمبر اکرم بد خپلوان وئ،زه مو دروغجن ګڼلم او نه مو منلم؛خو نورو ومنلم. زه مو له وطنه وشړلم؛خو نورو ځاى راكړ. جګړه مو وكړه او نورو مې مرسته وكړه.آيا څه چې خداى درسره ژمنه کړې وه،حق مو وليده؟”))

شعر مطلب ته د ابديت رنګ وركوي

له مړيو سره د پېغمبر اکرم خبرې،سني او شيعه محدثينو او تاريخپوهانو راخيستې او “حسان بن ثابت” د رسالت د وخت شاعر د بدر جګړې ته يوه قصيده ويلې چې دې حقيقت ته يې پکې اشاره كړې، چې ژباړه يې داده:

(( هغوى چې مو يو ځاى په څاه كې واچول. پېغمبر اکرم ورته وويل:” ايا زما كلام مو حق و نۀ موند او د خداى حکم په زړونو كې ځاى پيدا كوي؛ خو هغوى ځواب ورنۀ کړ او كه د خبرو كولو وس يې درلوداى؛ نو داسې به يې ورکاوه،چې هو:رښتيا دې وويل او ستا نظر پر حقه و.))

 له دې بله څرګنده خبره نۀ شته،چې پېغمبر اکرم وويل:(( تاسې تر هغوى ښه اورېدونکي نۀ ياست؛خو هغو د ځواب وس نۀ لري)):((ما انتم باسمع منهم)) او تر دې بله څرګنده خبره نۀ شته،چې پېغمبر اکرم هر يوه ته په خپل نامه غږ وكړ او د ژونديو په څېر خبرې يې ورسره وكړې؛نو هېڅ مسلمان حق نۀ لري ووايي دا پېښه نۀ منم.)) (186)*

د بدر په غزا پسې

ډېر اسلامي تاريخپوهان ګروهمن دي،چې په بدر كې لاس په لاس او ډله ييز بريد تر ماسپښينه و او د جګړې اور هله مړ شو، چې قريش وتښتېدل او پېغمبر اکرم د شهيدانو تر ښخولو وروسته،د مازدګر لمونځ وكړ او له لمر پرېواته مخکې له هغه ځايه ولاړ.

په دې وخت كې پېغمبر اکرم د خپلو يارانو له لومړي اختلاف سره مخ شو؛هغوى د غنيمت پر ويشلو وران شول او هر چا ځان غوره ګانه؛ د بولندويۍ سنګر ساتندويانو ويل،چې:((موږ پېغمبر اکرم ساته او كوم عمل به تر دې غوره وي؟)) غنيمت راټولوونكيو هم ځان تر نورو غوره باله او هغوى،چې په تښتېدليو دښمنانو پسې شوي وو او د غنيمت راټولوونكيو ډلو ته يې د غنيمت راټولو لار پاکه كړې وه،ويل:((موږ تر ټولو وړ يو.))

 لښكر ته دا ډېره بده ده، چې د ډلګيو ترمنځ يې اختلاف او درز راشي. پېغمبراکرم د راپېښې ستونزې هواري ته ټول غنيمت “عبدالله بن كعب” ته وسپاره او ځينو ته يې دنده وركړه،چي د غنيمت په راوړو كې ورسره مرسته وكړي، چې بيا چاره يې وسنجوو.

 د عدالت او انصاف قانون خو وايي،چې ټول لښكر په دې غنيمت كې يو هومره برخه ولري؛ځكه ټولو په جګړه كې ونډه درلوده او يوې ډلې هم بې د بلې ډلې له مرستې،پرمختګ نۀ شو كړاى؛نو ځكه پېغمبر اکرم غنيمت پر ټولو برابر ووېشه او شهيدانو ته يې هم برخه بېله كړه، چې د هغوى كورنۍ ته يې وركړي.د پېغمبر اکرم دې عمل حضرت “سعد بن ابي وقاص” غوسه كړ او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( زه چې د “بني زهره” له مخورو يم، د مدينې له باغوالو او اوبوالو سره دې يو شان وګڼلم؟))

  پېغمبر اکرم سخت غمجن شو او ويې ويل:(( له دې جګړې زما موخه د زورورو پر وړاندې د بېوزليو دفاع او ملاتړ دى. زه دې ته رالېږل شوى يم،چې له هر ډول توکمپالنې او موهوماتو سره مبارزه وكړم او خلكو ته د قانون پر وړاندې د ټولو يو رنګوالى وښيم.))

په لار كې د دوو اسيرانو وژل كېدل

په لار كې يې پېغمبر اکرم ته اسيران راوستل. د “صفراء” په تنګي كې “نضر بن حارث” اعدام شو، چې د پېغمبر اکرم له سختو دښمنانو و ا و په “عرق الظبيه” كې “عقبه بن ابي معيط” د پېغمبر اکرم په حكم ووژل شو.(187)*

اوس پوښتنه دا ده، چې د اسلام حکم د جنګي اسيرانو په باب دا و،چې اسيران د مسلمانانو او مجاهدينو مريان دي او په مناسبه بيه په بازار كې پلورل كېږي؛نو ولې پېغمبر اکرم له دې دوو سره بيل چلن وكړ؟هغه پېغمبر چې د بدر د اسيرانو په باب يې مسلمانانو ته وويل: (( له اسيرانو سره نېكي وكړئ.)) (188)*؛نو ولى يې د دوى په باب داسې پرېکړه وکړه؟ “ابوعزيز” (د بدر په جګړه كې د قرېشو بيرغوال) وايي:(( له هغې ورځې چې پېغمبراکرم د اسيرانو سپارښتنه کړې وه؛نو زموږ درناوى يې كاوه.تر څو يې موږ نۀ وو ماړه كړي؛په خپله يې خوړو ته لاس نۀ ووړ))؛نو له دې خبرو پوهېږو،چې ددې دووتنو وژل د اسلامي عمومي مصالحو له مخې وو، نۀ غچ اخېستنې؛ ځكه هغوى د كفر مشران وو او د اسلام پر ضد يې نقشې اېستې او نورې قبيلې يې له اسلام سره مبارزې ته هڅولې؛نو پېغمبر اکرم ډاډ درلود كه دوى خوشې كړي؛نو بيا به هم خپلو خطرناكو هڅو لاس وانخلي.

مدينې ته پېغمبر اکرم د دوو تنو لېږنه

پېغمبر اکرم حضرت “عبدالله رواحه” او حضرت “زيد حارثه” ته دنده وركړه، چې ژر تر ژره  ځان مدينې ته ورسوي او پر مسلمانانو زېرى وكړي، چې اسلام بريالى شو او د كفر مشران؛ لكه “عتبه”،”شيبه”، “ابوجهل”، “زمعه”،”ابوالبختري”،”اميه”،”نبيه”،”منبه” او… وژل شوي دي.

دوى په داسې وخت كې مدينې ته ورسېدل،چې مسلمانان د پېغمبر اکرم د لور (د حضرت “عثمان” د مېرمنې) له ښخولو راستنېدل،چې په دې وخت كې د پېغمبر اکرم د لور د مرګ غم او د مسلمانانو د بري خوښۍ سره يوځاى شوې؛نو ځكه پر مشركانو،يهودانو او منافقانو د وحشت او وېرى رپ ولګېد؛ځكه تصور يې نۀ کاوه،چې مسلمانان به دومره لوى برى تر لاسه کړى او كوښښ يې كاوه په خلكو كې اوازه خپره كړي او ووايې،چې د مسلمانانو د برياليتوب خبره تشه  اوازه او دروغ ده؛خو چې د اسلام لښكر سرلوړى مدينې ته راننووت؛ نو ټول پوه شول،چې مسلمانان بريمن او سرلوړي راګرځېدلې دي.

 

د خپلو مشرانو له وژل كېدو د مکيانو خبرېده

“حيسمان خزاعي” لومړى تن و،چې مکې ته ورسېد او خلك يې د بدر له خونړۍ جګړې او د مشرانو له وژل كېدو خبر كړل.

“ابورافع”(چې په هغو ورځو كې د “عباس” مريى و او وروسته مسلمان شو) وايي:((په هغو ورځو كې،چې د اسلام لمر د “عباس” كور روښانه کړ؛ نو ما “عباس” او ښځې يې (ام فضل) اسلام منلى و؛خو له وېرې مو خپل ايمان پټ كړى و. چې د اسلام د دښمنانو د مرګ ژوبلې خبر راورسېد؛ نو موږ خورا خوشحاله شو؛خو “قريش”،يهودان او پلويان يې خورا زيات خپه وو.))

 “ابولهب” چې په دې جګړې كې ونډه  نۀ وه اخېستى او د خپل ځان پر ځاى يې بل څوک لېږلى و، د “زمزم” د چينې پر غاړه ناست و،چې  ناڅاپه خلكو خبر کړ: ابوسفيان راغى.

 “ابولهب” وويل:((ورته ووايه چې ژر را سره وګوري.))

 هغه راغى او د “ابولهب” په څنګ كې کېناست او د بدر کيسه يې ورته  ټكى په ټكى وكړه. کيسه نۀ وه،سم تندر و، چې پر “ابولهب” راپرېووت. “ابولهب” اوه ورځې تبې كولې او په ځانګړې ناروغۍ ومړ.

 د بدر په جګړه  د پېغمبر اکرم د تره “عباس”كې ونډه اخېستل د اسلام د تاريخ يو مشكل دى. هغه په دې جګړه کې د مسلمانانو اسير شو او بل خوا يې خلك د “عقبه” تړون كې د پېغمبر اکرم مرستې ته رابلل؛خو د دې تاريخي مشكل د حل لار د “عباس” د مريي “ابورافع” خبرې دي، چې وايي:((هغه د خپل ورور “ابوطالب” په څېر د پېغمبر اکرم پر دين پوره ايمان درلود؛خو د ورځنيو مصلحتونو غوښتنه وه،چې له خلكو ايمان پټ كړي او له دې لارې له خپل وراره سره مرسته وكړي او د دښمن له خطرناكو نقشو يې؛ لكه د  “احد” په جګړه كې مخکې له مخکې خبر ک ړي هغه لومړى تن و، چې پېغمبر اکرم يې د قرېشو له نقشې خبر كړ.))

 د 70 تنو د مرګ خبر د مكيانو پر  كورونو د غم ورېځې راخپرې کړې. (189)

په مكه كې پر وير او ژړا بنديز ولګېد

دا چې “ابوسفيان” خلك پارېدلي  او قارېدلي وساتي او تل د قريشو غچ اخستو ته چمتو وي؛نو امر يې وكړ:((څوك حق نۀ لري وير او ژړا وكړي او يا شعر ووايي.)) او د خلكو هڅونې ته يې اعلان وكړ: (( تر هغه، چې مو د قريشو غچ نۀ وي اخستى؛نو نارينه حق نۀ لري له خپلې ښځې سره كوروالى وكړي.))

په جګړه كې د “اسود مطلب”، درې زامن هم وژل شوي وو،چې د غم او غوسې په اور كې سوځېده.ناڅاپه يې د يوې ښځې د وير او ژړا غږ واورېد؛ نو خوشحاله شو او ګومان يې وكړ،چې مړيو ته ژړا ازاده شوه. يو كس يې ولېږه، چې پر خبره ځان پوه كړي. بيا خبر شو،چې د ښځې د ژړا لامل يې د اوښ وركېدل دي،چې د “ابوسفيان” د قانون له مخې پرې بنديز نۀ و. هغه خورا خپه شو او په هماغه وخت كې يې څو مصرع شعر ووايه، چې ژباړه يې داده:

 (( آيا هغه په خپل ورك شوي اوښ پسې ژاړي؟ د اوښ وركېدل يې د شپې خوب ته نۀ پرېږدي. نۀ! په دې ورځ كې دا سمه نۀ ده،چې هغه په خپل اوښ پسې وژاړي؛بلكي پکار ده په هغو مړيو پسې وژاړي،چې په مړينه يې عزت او عظمت له منځه ولاړل.)) (180)*

د بنديانو په باب وروستى هوډ

په دې جګړه كې اعلان شوه،چې لوستي اسيران دې اوو تنو ماشومانو ته ليك لوست زده كړي؛نو هله به ازاد شي او يا دې تر څلور زرو درهمو پورې وركړي، چې ازاد شي او نشتمن اسيران دې بې له فديي ازاد شي. دا خبر چې مکې ته ورسېد؛نو د اسيرانو په خپلوانو كې خوشحالي شوه. د هر اسير خپلوانو درهم راټول كړل او مدينې ته يې د خپل بندي خوشې كېدو ته ولېږل . “سهيل بن عمرو”،چې د فديې په وركولو ازاد شو؛نو ځينو مسلمانانو له پېغمبر اکرم نه وغوښتل،چې اجازه وركړي،د “سهل” مخکي غاښونه وباسي،چې د اسلام پر خلاف خبرې و نۀ کړاى شي.

 رسول اکرم اجازه ورنۀ کړه او ويې ويل:(( دا كار مثله كول دي،چې په اسلام كې روا نۀ دي.))

“ابي العاص” د پېغمبر اکرم زوم او د حضرت “زينب” مېړه، د مکې له شريفو او سوداګرو ځنې و،چې د جاهليت پر مهال يې د پېغمبر اکرم  له لور سره واده وكړ. ښځې يې اسلام راوړ؛خو په خپله يې اسلام را نۀ ووړ، د بدر په جګړه كې ونډه درلوده او اسير شو؛ ښځه يې “زينب” په مكه كې وه؛ نو د خپل مېړه ازادۍ ته يې هغه غاړه كۍ مدينې ته ولېږله،چې خپلې مور يې (خديجې بي بي) د واده په لومړۍ شپه ور ډالۍ كړې وه.

د پېغمبر اکرم سترګې، چې د خپلې لور پر غاړه كۍ ولګېدې؛نو ډېر سخت يې وژړل؛ ځكه د حضرت خديجې بي بي مرستې او فداكارۍ وريادې شوې، چې په ډېرو تنګسو كې يې خپل مال او شتمني د اسلام په لار كې لګولي وو.پېغمبر اکرم د مسلمانانو د مالونو د درناوي لپاره، خپلو يارانو ته مخ كړ او ويې ويل:((دا غاړه كۍ ستاسې ده او واک يې هم ستاسې دى. كه خوښه مو وي؛دا غاړه كۍ مه قبلوئ او “ابي العاص” بې فديي ازاد كړئ.))

 د پېغمبر اکرم  يارانو دا وړانديز ومانه او پېغمبر اکرم له “ابي العاص” سره ژمنه وكړه، چې “زينب” به ازاده كړي او مدينې ته به يې راولېږي. هغه هم په خپله كړې خبره ودرېد او په خپله يې هم اسلام راووړ.(181)*

د ابن ا بي الحديد معتزلي شافعي خبره:

“ابي الحديد” وايي:((د “زينب” کيسه مې خپل استاد “ابوجعفر بصري علوي” ته وکړه. هغه دا کيسه تصديق كړه او زياته يې كړه:”آيا د فاطمې مقام له “زينب” لوړ نۀ و؟ آيا غوره نۀ وه، چې خلفاوو د فاطمې خوشحالۍ ته “فدك” بېرته وركړې و؟ كه فرضا د فدك ځمكه د مسلمانانو وه؟))

 وايي: ما وويل:((د پېغمبر اکرم د روايت له مخې،”پېغمبران څه په ميراث نۀ پرېږدي.” فدك د مسلمانانو ځمكه وه؛نو څنګه كېداى شي،چې پېغمبر اکرم به د مسلمانانو ځمكه خپلې لور ته وركړې وه.))

 استاد مې وويل:((مګر د “زينب” غاړه كۍ،چې د “ابوالعاص” ازادېدو ته رالېږل شوې وه، د مسلمانانو مال نۀ وه؟))

 وايي:((ما وويل:پېغمبر اکرم د شريعت خاوند و او د  حكم د تنفيذ چارې يې په لاس كې وې؛خو خلفاوو داسې اختيار نۀ درلود.))

 استاد په ځواب كې راته وويل:(( زه نۀ وايم،چې خلفاوو دې “فدک” په زور له مسلمانانو اخېستى واى او فاطمې ته دې يې وركړى واى. زه خو وايم:د وخت خليفه ولې مسلمانان پردې راضي نۀ کړل،چې فدك دې فاطمې ته وركړ شي؟ ولې يې د پېغمبر اکرم په څېر خپلو اصحابو ته و نۀ ويل:”خلكو! “فاطمه” ستاسې د پېغمبر لور ده،هغه غواړي د پېغمبر اکرم د وخت په څېر،چې د فدك خاونده وه، اوس يې هم خاونده شي؛ نو ايا حاضر ياست چې فدك فاطمې ته وركړئ؟!”))

 “ابن ابي الحديد” په پاى کې ليكي:((ما د خپل استاد ددې منطقي ځواب پر وړاندې هېڅ خبره نۀ درلوده او د هغه د خبرو لا پخلي ته مې وويل:”ابوالحسن عبدالجبار هم پر خلفاوو ستاسې په څېر نيوكه لري،كه څه هم د خلفاوو چلن د شرع له مخې و؛خو د “زهرا” درناوى پکې نۀ دى  شوى.)) (182)*

سرچینه : د رسول اکرم ژوند

لیکوال شیخ جعفر سبحاني

_۱ اعلام الورى/ 35 – 40 او همداسې بحار الانوار،19 ټوك \8- 11

2- دا قصه محمد علي (ک) سالمين په حياه محمد كتاب په 24 او 25 مخونو كې راخيستې ده]

3- بحارالانوار: 22ج/ 155

4_  بحار 15ج/ 392

5-  تحف العقول/ 25 او سيره ابن هشام 3ج/412

6-  سيره ابن هشام، 3ج/ 412

7- فتوح البلدان، ابوالحسن بلاذرى/ 457 او 459 مخونه.

8-اعراف/125

9- نازعات / 24

10_ قصص/38

11_  تفسير برهان 1/535

12- سوره انبياء/ 51-70 آيتونه ،كامل ابن اثير/ 53-62،بحار 12ج/ 14-55

13_ سعد  السعود/ 41-42 او بگار 12ټوك/118

14_ سوره بقره/ 126

15_ تفسير قمى/ 52 مخ او بحار 12ټوك/100مخ

16_ بحار، 12ټوك/ 112 چې له قصص الانبياء نه يې راخيستى دى

17_سوره ابراهيم(ع)/35

18_ سوره بقره /126

19_ كامل ابن اثير 2ج/ 1 او 21

20_ سيره حلبي، لومړى ټوك/ 26

21_ ابن اثير 2ټوك/ 21-25

22_ تاريخ طبرى، 2ټوك/ 13

23-كامل ابن اثير 2ج/ 10

24_ كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8

25_ سيره حلبى 1ج/4

26_ سيره ابن هشام 1ج/ 153 او بحار الانور 16ج/ 9-74

27_كامل، 1ج/253

28_ مجمع البيان 5ج/ 464-466

29_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 43-62،كامل/ لومړى/ 260-263،بحار 15ټوك/ 130-146

30_: تاريخ طبرى، 2ج/ 7-8،سيره حلبى 1ج/59.

31_(مريم سورت 18-33 آيتونه)

32_ سوره مريم 18-33

33_ يعقوبي تاريخ 2ټوك/5، بحارالانور، 15ټوك/ 248، سيره حلبى 1ټوك/ 64

34_ سيره حلبي، 1ټوك/93

35_ سيره حلبى 1ټوك/ 97

36_انسان العيون فى سيره الامين والمامون، 1ټوك/ 93-100

37_ وګورئ: بحارالانور، 15ټوك/ 384   او مناقب، ابن شهر اشوب، 1ټوك/119

38_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 162-163

39_ بحارالانور 15ټوك/ 442

40_ سيره حلبي، 1ټوك/ 106

41_ بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

42_ د ابن شهر اشوب مناقب 1ټوك/24

43_ سوره مريم/ 24-25

44_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 167

45_ سيره حلبى، 1ټوك/ 125

46_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 168

47_ سوره الضحى/ 6

48- تاريخ طبرى، 2ټوك/ 7-8 مخ

49_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 179مخ

50_ طبري تاريخ، 1ټوك/ 33-34  او  د ابن هشام سيره 1ټوك/ 180-183

51_ نهج البلاغه عبده، 3ټوك/ 92

52_  سيره ابن هشام، 1ټوك/ 186

53_  نهج البلاغه د محمد عبده شرحه 3ټوك/ 214 مخ

54_ سره ابن هشام ، 1ټوك/ 166

55_ بحار 16ټوك/ 22مخ

56_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 158،كامل ابن اثير 2ټوك/ 24

57_ بحار، 16ټوك/ 22

58_ تاريخ يعقوبى 2ټوك/ 16 د نجف چاپ

59- الخراج/186 او بحار 16ټوك/ 4

60_ بحار ، 16ټوك/ 18

61-سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 26

62_ بحار، 16 ټوك/19

63_بحار، 6ټوك/ 104

64_بحار، 6/104

65_ سيره ابن هشام 1/ 204

66_ مناقب 1/30، بحار 16/16

67_ سيره حلبى، لومړى ټوك/ 123

68_ مناقب ابن شهر اشوب، لومړى ټوك/ 140

قرب الاسناد، 706

الحضال، 2ټوك، / 37

بحار الانوار، 22/ 151-152

تاريخ طبري 2/ 35بحار 22/ 166

69_ امالى شيخ/ 247

70_الاصابه ، 1/ 545، اسدالغاابه، 2/ 224

71_ مقاتل الطالبين، 26  ، تاريخ كامل، 371

سيره ابن هشام، 1/ 236

72_ نهج البلاغه، 190 خطبه.

73_  تاريخ الخميس 1/ 258

74_ نهج البلاغه و 190 خطبه. ، فيض الاسلام / 775

75_ نهج البلاغه

76_ صحيح بخاري، لومړى ټوك، كتاب العلم/3، بحارالانور 18/194

77_ سوره علق

78_ سيره ابن هاشم، 1/ 236  او  صحيح بخارى 1/3

79_ سيره ابن هشام، 1/ 240

80_ بحار 16/8

81_ نهج البلاغه عبده 2/ 182

82_ سيره ابن هشام، 1/ 245-262

83_ تاريخ طبرى 2/61

84_ سيره ابن هشام، 1/263

85_سوره شعرا 214 آيت

86_ سيره حلبى 1/ 321

87_ تاريخ طبري 2/62-63 ، تاريخ كامل2/40-41

مسند احمد 1/111،شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد 13/210-221

88_ سيره حلبى، 1/321

89_ سيره حلبى، 1/321

90_ سيره ابن هشام 1/265

91_ سيره ابن هشام  1/ 265-266

92_ سيره ابن هشام 1/266-267

93_ تاريخ طبرى 2/ 66-67  ، سيره ابن هشام 1/295-296

94_ سوره ص / 4-7

95_ سيره ابن هشام 1/313  او تاريخ طبرى 2/ 72

96_ سيره ابن هشام 1/ 298-299

97_ وګورئ: بحارالانوار ،  18/ 204

98_ سيره ابن هشام، 1/ 318

99_ طبقات ابن سعد” 3/233

100_ ابن اثير،كامل 2/45

101_ سيره ابن هشام، 1/ 320

102_ سيره ابن هشام 1/314

103_اسدالغابه 1/301 ،الاصابه، 4/ 64 ،الاستيعاب 4/62

104_ سو ره واقع / 10 او 11 آيتونه ، سوره توبه / 100 آيت

105_سوره حديد/ 10

106_ حليه الاولياء 1/158-159

طبقات ابن سعد، 4/225

الاستيعاب 4/63

الاصابه 4/64

الدرجات الرفيعه / 228مخ.

107_ طبقات ابن سعد، 4/ 223

108_ طبقات ابن سعد، 4/221-222 او 226 مخونه

الدرجات رفيعه/ 225-226 مخ او همداسې 229-230

109_سوره يس/ 78-79

110_تاريخ كامل، 2/47-51

111_سوره زخرف/320

112_  سيره ابن هشام، 1/361

113_سوره عبس/ 33-37

114_سوره نساء / 56

115_ سوره قصص/57

116_عنكبوت /56

117_سيره ابن هاشم، 1/321  او تايخ طبرى 2/70

118_ ابن اثير،كامل 2/52-53

119_تاريخ كامل، 2/54-55  او تاريخ طبرى 2/73

120_ سيره ابن هشام 1/338  او امتاع الاسماع /21

121_ سيره ابن هشام 1/371

122_سيره ابن هشام 1/300-301

123_ سيره ابن هشام، 1/270

124_سيره ابن هشام ، 1ټوك/ 350 ، تاريخ طبرى 2ټوك/ 78

125_سيره ابن هشام 1ټوك/ 374  ،تاريخ طبرى 2ټوك/ 79

126_ تاريخ يعقوبى، 2ټوك/ 19،

تاريخ كامل،2ټوك/ 61،طبقات ابن سعد، 1ټوك/ 208 – 210

127_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 374 – 380

128_سيره حلبى، لومړى ټوك/ 125

129- وګورئ: طبقات كبرى، لومړى ټوك/ 202-203 ، طرايف، 85مخ ،الحجه/ 61

130_ “مجمع البيان” 7ټوك/ 37، الحجه/ 57 او همداسې،

مستدرك حاكم، 2ټوك/ 623

131_ ديوان ابوطالب/ 32 او “سيره ابن هشام” ، 1/ 373

132_ ابن ابى الحديد، 14/74، ديوان ابوطالب/ 173

133- سيره حلبى، 1/390 ،تاريخ الخميس، 1/339

134_طرايف، سيد محمد ابن طاووس / 85

135_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد، 14/ 76

136_ مجمع المبيان، سوره “اسراء” 3/ 395

137_طبقات ابن سعد، 1/ 210 – 212 او البدايه والنهايه 3/137

138_ وګورئ: طبقات، 1/216 ، سيره ابن هشام، 1/422

139_ تاريخ طبرى، 2/86

140- سيره ابن هشام، 1/131

141_ سيره ابن هشام 1/ 448-450

142_ اعلام الوري/ 37، بحارالانور، 19/10-11

143_طبقات ابن سعد، 7/210

144_طبقات كبرى، 1/227-228 ،سيره ابن هشام، 1/ 480-482

145_سوره انفال/30

146_ طبقات كبرى، 1/228 ، تاريخ طبرى 2/100

147_ سيره حلبى، 2/32

148_بحارالانوار 19/50 ،اعلام الورى/39

149_ تاريخ طبرى، 2/100

150_ طبقات كبرى، 1/229

151_ مسند احمد 1/ 87 ، كنزالعمال 6/ 407 ،الغدير 2/ 44 – 45

152_سوره توبه /40

153_كامل 2/ 73

154_ سيره ابن هشام 1/ 491 ، تاريخ كامل 2/75

155_ تاريخ طبرى 2/ 104

156_ ابن اثير،تاريخ كامل، 2/ 74

157_بحار، 9/ 75 او 88 مخ

158_ ابن اثير، تاريخ كامل، 2/ 75

159_ امتاع الاسماع/ 48

160_تاريخ طبرى 1/ 106

161_ اسدالغابه، 4/ 99

162_ بحار 19/ 108

163_  سيره ابن هشام  1/ 500 – 501 او بحار: 19/ 126

164_ صحيح بخارى، لومړى ټوك

165_ سيره ابن هاشم، 1/ 496 او تايخ الخميس، 1/ 345

او سيره حلبى، 2/ 76

166_سيره حلبى، 2/ 76-77

167_ مستدرك حاكم، 3/ 385، د صفين پېښه

168_ينابيع الموده، 1/ 226

169_مرجع  الذهب، 2/ 287 – 288

170_ طبقات ابن سعد 1/ 241 – 242

اعلام الورى الهدى/ 81 – 82

171_ سيره ابن هشام 1/ 606

172_ كامل 2/ 80

173_ سوره بقره/ 144

174_ سوره بقره/ 143

175_ سوره بقره/ 143

176_ تحفه الاجله فى معرفه القلبه / 71، 1319 كال چاپ

177_ صدوق، من لا مفيد، 1/ 88  او ابواب قبله، 3/ 218

178_ مغازى واقدى، 1/ 20

179_ امتاع الاسماع/ 62-63

180_سوره حج/ 39

181_تاريخ طبرى، 2/138 او تاريخ كامل 2/82

182_ سيره ابن هاشم، 2/ 249 – 248

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست