تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا ( اسراء/۸۵) ژباړه: او د ((روح )) (د څرنګتيا) په باب دې پوښتي، ووايه : ((روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا ( اسراء/۸۵)

ژباړه: او د ((روح )) (د څرنګتيا) په باب دې پوښتي، ووايه : ((روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده .))

روح څه دى؟: دا كلمه په قرآن كې ډول ډول كارېدلې ده: كله د سپېڅلي روح پر مانا ده، چې پېغمبران يې د خپلو چارو په كولو كې پياوړي كول (بقره-253)، كله الهي مانيز ځواك ته ويل شوې، چې مؤمنان پياوړى كوي (مجادله-22)، كله (( د وحې د ځانګړې پرښتې)) پر مانا راغلې او په ((امين)) ياده شوې (شعرا-193)، كله له ځانګړو پرښتو، يوه ستره پرښته يا له پرښتو غوره مخلوق (نباء- 38 او قدر-4) پرمانا ياده شوې او كله د قرآن او اسماني وحې پر مانا (شورى-52) او كله هم د انساني روح پر مانا راغلې ده( سجده- 9 او حجر-29).

په پورته آيت كې او ترې بهر د شتو قراينو له ټوله ګټنه كېږي، چې پوښتوونكيو، د انسان د روح حقيقت پوښته؛ همدا ستر روح، چې له څارويو مو جلا كوي او غوره شرف مو دى او زموږ ټول وس، واک او کاروندويي – فعاليت ترې راولاړېږي او په مرسته يې په ځمكه او اسمان كې غورځې پرځې كوو، د علومو خوالې راسپړو او د ژویو ژورو ته ورننوځوو. غوښتل يې، چې د هستۍ په دې هېښنده څيز پو شي، او دا، چې د روح جوړښت د مادې د جوړښت په څېر نه دى او كوم آرونه، چې پر مادې واكمن دي او فزيكي او كيمياوي خواص لري؛ خو پر روح بې له دې دي؛ نو ځكه پېغمبر (ص) ته دنده وركول كېږي، چې په يوې لنډې او مانا ډكې غونډله كې ووايي: (( روح د امر له نړۍ دى))؛ يعنې پنځون او خلقت يې له خوالو ډك دى. ورپسې ددې لپاره، چې په دې ځواب هک اریان نشي، زياتوي، چې له پوهې مو ډېره لږه برخمني پر برخه ده. نو ځكه د حېرانتيا ځاى نه دى، چې د روح پر خوالو ونه پوهېږئ، كه څه تر ټولو څيزونو درنژدې دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر (رح) او امام صادق (رح) څخه په يو روايت كې لولو: (( روح د خداى له مخلوقاتو ځنې دى، چې ليده كاته او قوت لري او ملاتړ كوي. خداى يې د پيغمبرانو او مؤمنانو په زړونو كې ږدي)). په يو بل روايت كې يو له دې امامانو راغلي: (( روح، له ملكوت او باطني نړۍ ځنې دى، او د خداى له قدرته دى)). ځينو نورو رواياتو، روح تر جبرائيل او ميكائيل لوړ ښوولى دى، چې له پيغمبر (ص) او امامانو سره مل و او دوى يې په خپله لار او د دندو په كولو كې له هر ډول كږلېچه ساتل. دا روايات، له هغه څه سره مخالفت نلري، چې د آيت په تفسير كې مو وويل؛ بلكې ورسره همغږي دي؛ ځكه د انسان روح، مرتبې او درجې لري. د روح هغه درجه، چې په پيغمبرانو او امامانو كې ده، يوه سرباندې- فوق العاده اوچته مرتبه ده، چې له اغېزو يې له ګناه خونديتوب او هم سرباندې پوهه ده او ښكاره ده، چې د روح دغسې درجه به تر ټولو پرښتو اوچته وي، ان له جبرائيل او ميكائيل نه[1]. البته ددې نظر تر څنګ، يو شمېر مفسران د قرآني آيتونو او د يهودو په هكله د راغليو شان نزولونو پر بنسټ، ګروهه لري، چې د يهودو……. يا لږ تر لږه له پېغمبر (ص) سره همپېري يهودو، جبرائيل خپل دښمن ګاڼه او د عذاب پرښته يې نوموله. تر دې، چې په اړه يې ويل: خداى امر ورته كړى و، چې نبوت د اسرائيل (يعقوب) په ځوځات كې كړه؛ خو هغه د اسماعيل ځوځات ته وركړ. دې مطلب ته په پاملرنې، په تېره دا، چې يهود، د پوښتنې طراحان وه او د جبرائيل په اړه يې ځانګړې ګروهه درلوده او له دې امله، چې د عذاب پرښته وه او د بخت النصر په لاس يې د بني اسرائيلو د واكمنۍ د زوال ګزارش وركړى و او په نبوت كې يې خيانت كړى و؛ نو ځكه ويلاى شو، چې له روح نه يې مطلب هماغه ((روح الامين)) دى او يهودو له دې لارې غوښتل، چې د جبرائيل په هكله د پېغمبر(ص) پر نظر پوه شي، كه نظر يې ورسره موافق و، له تاييده يې ګټه واخلي، كه نه په مخالفت ورسره لاس پورې كړي. له همدې امله يې قريشو ته يې وروښول، چې پېغمبر (ص) د روح په اړه وپوښتي. د ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) د غونډلې تفسير ښه څرګند دى او هغه دا، چې د وحې امين د پالوونكي له مامورينو ځنې دى او، چې هر چار كوي، د خداى په امر يې كوي. كه قوم له منځه وړي يا كه حضرت محمد (ص) په رسالت وياړي، دا ټول د خداى په اجازې دي او له فرمان يې الهام اخلي. په دې حال كې كوم دليل نلرئ، چې دښمن يې وګڼئ او ورسره پر دښمنۍ لاس پورې كړئ.[2]

 

رسول الله ( صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي :

علي! څوك چې ويده شي؛نو روح يې خپل “نړۍ پال” ته ځي؛نو چا چې د خپل “نړۍ پال” پر وړاندې څه وكتل؛نو هغه حق دى،بيا ځواكمن او بريمن خداى يې روح بدن ته د ورستنېدو امر كوي او روح د ځمكې او اسمان ترمنځ ګرځي او څه چې دلته ګوري؛نو هغه د پرېشانۍ خوبونه دي[3] .

  1. حضرت عايشه بي بي وايې: رسول الله (ص) ته مې وويل: تر تا وروسته له واره باس ته ولاړم،چې بې د مشکو له بوى پکې هيڅ څه هم نه ول. رسول الله (ص) راته وويل : ((زموږ د پېغمبرانو بدنونه د جنتيانو د روح په څېر ‏دي او څه چې ترې راوځي،ځمکه راکاږي يې.[4]))
  2. دنيا ته کازمني – لېوالتيا غم اوخپګان زياتوي او ورته ناکازمني او زهد د جسم او روح د ارامۍ لامل دى[5] .
  3. مؤمن تل له ناوړه عاقبته ډارېږي او د خداى د رضا په باب تر هغه يقين نلري، څو يې روح له تنه وتلى او د مرګ پرښته يې ليدلې نه وي .[6]

حضرت علي (ک) وايي :

  • مسلمان دې په جنابت کې نه ویدېږي؛ بلکې بې اودسه دې نه ویدېږي، که اوبه ونه مومي؛ نو په خاوره دې تیمم وکړي؛ځکه د مؤمن روح د خدای لوري ته ورخېژي، خدای یې مني او برکت ورکوي، که پردې مهال یې مرګ رارسېدلی وي؛ نو ښکلې بڼه ورکوي او که عمر یې پاتې وي؛ نو له امینو پرښتو سره یې تنې ته ورستنوي.

 

  • یو سړی حضرت علي (ک) ته ورغی، و یې ویل: ځینې وایي، کوم بنده چې زنا وکړي مؤمن نه دی، کوم بنده چې شراب وڅښي مؤمن نه دی، کوم بنده چې سود وخوړ مؤمن نه دی، هغه بنده چې په ناحقه یې بل وواژه ایمان نلري. د دې خبرې [منل] راته ګران دي او ټټر یې راتنګ کړې، تردې چې انګېرم دا د خدای بنده چې نمونځ کوي او که ومرم خاورو ته مې سپاري ( او که ومري) خاورو ته یې سپارم [ او یو پر بل اسلامي دودونه پلي کوو] [ نو څنګه] په یوې کوچنې ګناه له ایمانه وځي؟
  • امیرالمؤمنین حضرت علي (ک) ورته وویل: ورور دې رښتیا درته ویلي، پخپله مې له پېغمبره (ص) واورېدل، چې خدای خلک درې پوړۍ پیدا کړي او په درېیو مقامونو کې یې ځای پر ځای کړي دي، قرآن وایي: ((فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ = نو (د ښي لاس) نېکمرغه یاران؛ (د ښي لاس) نېکمرغه یارن څوک دی او (د کیڼ لاس) بدمرغه یارن، (د کیڼ لاس) بدمرغه یاران څوک دي! او (درېمنۍ ډله) د مخکښانو مخکښان (دي) . همدوی (خدای ته) ورنژدې دي.[7]))
  • هغوی چې خدای د ((مخکښانو مخکښ)) یاد کړي، مرسل او (( غیرمرسل)) پېغمبران دي او خدای پینځه روحه پکې ایښې دي :
  • ۱ ـ روح القدس ۲ ـ د ایمان روح ۳ ـ د قوت (بدني ځواک) روح. ۴ ـ د شهوت (توکيزو څوبتیاوو ) روح ۵ ـ د بدن روح (د ژوند لامل، چې په تلو یې ژوند پای ته رسي).
  • په روح القدس د پېغمبرۍ او رسالت مقام ته ور رسي؛ د ایمان په روح د خدای عبادت کوي او څه ورسره نه شریکوي،د قوت په روح له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي او خپل ژوند تنظیموي؛ د شهوت په روح د خوارک څښاک خوندونه مومي او د ښځو له حلالې نکاح برخمنېږي؛ د بدن په روح خوځي او واده کوي. د دې پوړیو خلکو ګناهونه بښل شوي دي، خدای تعالی وایي: ((تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ = موږ له دې رسولانو، ځینې تر ځینو غوره ګرځولي دي او له دوی له ځینو سره خدای پخپله خبرې کړې دي او ځینو ته یې لوړې پوړۍ ورکړې دي او عیسی د مریمې زوی ته مو څرګندې نښې ورکړې او په سپېڅلي روح ( روح المقدس ) مرسته مو ورسره وکړه.[8]))
  • بیا یې د ګردو پېغمبرانو په باب وویل: ((وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ= او ( له خپل لوري) یې په یوه روح سره غښتلي ( او پایند) کړي دي[9]))؛ یعنې په دې روح یې عزتمن او پر نورو یې اوچت کړي ، دوی بښل شوي دي.
  • بیا یې د (( ښي لاس)) یاران یاد کړي، دوی رښتینې مؤمنان دي او څلور روحونه یې پکې ایښې دي :د ایمان روح، د قوت روح، د شهوت روح او د بدن روح؛ مؤمن بنده پوره دا څلور روحونه لري، تر هغه چې ځینې حالات ورپېښ شي.
  • ویې پوښتل : څه حالات؟
  • علي (ک) وویل: ړومبی یې هغه حال دی چې خدای تعالی ویلي : ((مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا = او ځینې هومره عمر کوي، چې د ژوند ناکاره پړاو ( او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو وروسته ، بیا پر هېڅ نه پوهېږي[10]))
  • د دغسې یو تن ټول روحونه کمېږي؛ خو له ایمانه نه وځي؛ ځکه (څه ګناه یې کړې نه ده او ) خدای دغسې کړی، نه د نمانځه وخت پېژني، نه د شپې د نمانځه وس لري او نه د روژې نیونې او دا پخپله د ایمان د روح کمښت دی؛ خو انشا الله څه زیان نه ور رسي.
  • د شهوت روح یې هم کمېږي، داسې که د آدم ښکلې لوڼې یې تر مخ تېرې شي، زړه به ورپورې ونه تړي؛ خو لا تر اوسه د بدن روح ( د ژوند لامل) پکې پاتې دی او تر مړینې خوځښت لري، د بوډا دا حال په خیر دی؛ ځکه خدای دې حال ته وررسولی دی (دویم ) او کله انسان د ځواکمنۍ او ځوانۍ [ او د عقل او ارادې د واکمنۍ] په پېر کې داسې حالات پیدا کوي، چې په ګناه لاس پورې کوي، د (( قوت روح)) یې ګناه ته هڅوي، د (( شهوت روح)) یې ګناه ښکلې وربرېښووي او د (( بدن روح)) یې واګې راکاږي، چې ( د دې ټولو لاملونو په لاسنیوي) په ګناه کې یې ورګوزار کړي او د ګناه پر مهال ایمان له ده او دی له ایمانه جلا کېږي او چې توبه یې کړې نه وي ‎، ایمان یې نه راستنېږي، که توبه یې وکړه او ولایت ( او د اولوالامر اطاعت) ته یې غاړه کېښووله، خدای یې توبه ومني او که ګناه یې له سره کړه ( نو په لوی لاس یې) له ولایته لاس اخستی ( د خپل مولی له لاروۍ یې لاس پر سر شوی) او خدای به یې دوزخي کړي [ او دا وه، د هغه حدیث مانا چې پوښتونکي اورېدلی و].
  • د (( کیڼ لاس) [بدمرغه] یاران؛ یهود او نصارا دي، خدای تعالی یې په اړه وايي: ((الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ. الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ چاته چې موږ اسماني کتاب ورکړی؛ نو هغه [= پېغمبر اکرم (ص)] د خپل اولاد غوندې پېژني (؛خو) یوه ډله یې حقیقت پټوي او پخپله پوهېږي. دا ستا د پالونکي له لوري حق (حکم) دی؛ نو هسې نه په اړه یې له شکمنو وسې[11])).
  • داچې دې ډلې څه پېژندل، نټه یې ترې وکړه؛ نو خدای په دې رنځ اخته کړل، چې د ((ایمان روح)) یې ترې واخست او په تنه کې یې یوازې درې روحه ورپرېښوول: د قوت روح، د شهوت روح او د بدن روح. بیا یې دوی په څارویو پورې اړوند وګڼل ویې ویل: (( دوی یوازې د څارویو په څېر دي[12] .)) ځکه څاروي (هم) د قوت په روح پېټي وړي، د شهوت په روح واښه خوري او د بدن په روح خوځي .
  • پوښتونکي حضرت علي (ک) ته وویل: [ په دې څرګندونو ] دې زما زړه راژوندی کړ.

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

[1] نمونه، 12: 250 مخ

[2] منشور جاويد، 3/ 208 او 215 مخونه

[3] ( روضة الواعظين ۲\۴۹۲)

[4] (د سنن النبي کتاب)

[5] ( الخصال ١\ ٧٣)

[6] ( تاويل الايات الظاهره : ٥٢٤ مخ )

[7] [واقعه ( ۵۶) ۸- ۱۱ ایتونه:]

[8] [بقره (۲) – ۲۵۳ آیت:]

[9] [مجادله ( ۵۸) – ۲۲ آیت:]

[10] [حج (۲۲) – (۵) آیت:]

[11] [بقره (۲) – ۱۴۶ او ۱۴۷ آیتونه:]

[12] [فرقان (۲۵) – ۴۴ آیت:]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!