تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الاحقاف د منتخبو آیتونو شرح د احقاف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت موخې دادي : ١- د قرآن ستریا.٢- د هر ډول شرک او بوتپالۍ پر ضد پرېکنده مبارزه . ٣- معاد او د پالونکي محکمه. ٤- په احقاف(شګلنه) سيمه کې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الاحقاف د منتخبو آیتونو شرح

د احقاف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت موخې دادي : ١- د قرآن ستریا.٢- د هر ډول شرک او بوتپالۍ پر ضد پرېکنده مبارزه . ٣- معاد او د پالونکي محکمه. ٤- په احقاف(شګلنه) سيمه کې د عاد قوم داستان ته يوه اشاره . ٥- د پېغمبر(ص) عامې بلنې ته اشاره (تردې،چې بې له انسانانو، پېريان هم رانغاړي ) . ٦- د مؤمنانو هڅونه او د کافرانو ګواښنه . ٧- پېغمبر(ص) خورا زغم او د تېرو سترو پېغمبرانو په سيرت پسې تلو ته وربوللي (نمونه، ۲۱ ټ/ ۲۹۵ مخ)

 قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴﴾ = ورته ووايه : (( دا د الله پر ځاى نيولي معبودان،چې بلئ (او نمانځئ) راویې ښيئ،چې په ځمكه كې يې څه څيز پيدا كړی، يا د اسمانونو په پنځون كې يې څه برخه درلوده؟! كه رښتيني ياست، تردې (قرآن) مخكې اسماني كتاب يا (له تېرو پاتې) کوم علمي اثر راوړئ (چې د وينا پر رښتينولۍ مو دليل وي). ))

 1_ د كتاب يا له تېرو پاتې د علمي اثر د راوړو غوښتنه: له دې آيته ګټنه كېږي، چې دليل بايد يا نقلي اړخ ولري، چې د اسماني وحې له لوري دى يا عقلي او منطقي اړخ يا د پوهانو شهادت او ګواهي وي. مشركان د بوتانو په اړه، په خپله ادعا كې نه پر وحې او اسماني كتاب متكي ول او نه يې د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې د بوتانو برخه درلودل جوتولاى شوه، چې په دې عقلي دليل يې الوهيت جوت كړي او نه يې وينا د تېرو علومو كوم اثر تاييدوي، دين او مسلك يې يوازې يو موټى ناوړه کږنې او انګېرنې – خرافات او دروغجنې انګېرنې دي. (نمونه، 21: 302 مخ) علي (ك) خپل زوى امام حسن مجتبى (ع) ته په خپل مشهور وصيت كې ويلي: (( زويه پوه شه، كه دې د پالوونكي شريك واى، پېغمبران يې هم راتلل او د هغه د پاچاهۍ او ځواك اثار دې ليدل او د هغه كړنې او ځانګړنې دې پېژندې؛ خو ستا الله ايكي يو دى؛ هاغسې، چې پخپله یې خپل ځان وصف كړى دى)). سره له دې څنګه شونې ده، چې بل خداى هم شتون ولري، چې نه یې په هستۍ كې د اکر – وضع او جوړښت اثار وينو او نه يې د استازيو كومه نښه، چې دا یې بيخي له حكمتوالي سره اړخ نه لګوي؛ ځكه دا لاملېږي، چې انسانان يې نه پخپله وپېژني او نه يې عظمت او ځواك وپېژني. پردې سربېره، د ايكي يو الله د ګردو پېغمبرانو بلنه د دوو خدايانو له فرضي شتون سره اړخ نه لګوي؛ ځكه هغه الله ، چې پېغمبران یې له لوري دي، شونې نه ده، چې كوم خلاف مطلب د خلكو په خولو كې واچوي او په دروغو توحيد ته بلنه وكړي؛ ځكه دا هم د الله له حكيم والي سره سازګار نه دى؛ البته د الله د ايكي يو توب د جوتولو لار، يوازې په همدې پورې را ايساره نه ده او نور دلايل هم لري؛ خو داچې د يو الله نمانځنې ته د بلنې په باب ټول پېغمبران يوه خوله دي، چې دا پخپله يو خپلواك دليل دى (پيام قرآن، 3: 199 مخ)؛ نو ځكه د ((أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ)) (راوښيئ، چې د ځمكې یې څه پنځولي) غونډله عقلي دليل ته اشاره ده او((اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا)) (تردې وړاندې اسماني كتاب راته راوړئ) اسماني وحې ته اشاره ده او ((أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ)) (له تېرو پاتي علمي اثر) د تېرو پېغمبرانو يا يې وصيانو سنتو يا د مخكينيو پوهانو آثارو ته اشاره ده. له امام باقر (رح) د ((أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ)) په تفسير كې روايت شوى: ((مطلب ترې د پېغمبرانو د ځايناستیو علم دى)). (نمونه، 21: 302 مخ.)

قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۹﴾ = ووايه : (( زه (د الله) د استازيو (له لړۍ) لومړنى استازى نه يم او نه پوهېږم،چې له ما او تاسې سره به څه وشي، زه ایله په هغه څه پسې روان يم،چې پر ما وحې كېږي او زه يوازې يو ښكاره گواښگرندى يم .))

9_ د مشركانو ډېرى نيوكو ته يو ځواب: ددې آيت ډېرې لنډې او له مانا ډكې غونډلې، د مشركانو ډېرى نيوكو ته يو ځواب دى؛ لكه كله د پېغمبر اکرم(ص) له بعثته هک پک ول ، چې څنګه شونې ده يو بشر له الله سره اړيكه پيدا كړي. كله يې ويل، چې ولې خواړه خوري او په كوڅو او بازار كې ګرځي، كله يې هېښنده معجزې غوښتې او هر يو غوښتنې درلودې، كله يې تمه درلوده، چې پېغمبر اکرم(ص) دې د غيبي علم مركز وي او ټولې ګانده – راتلوونكې پېښې دې ورته ووايي او كله هک پک ول، چې ولې پېغمبر اکرم توحيد او ايكي يو معبود ته بلنه كوي. دا آيت دې ټولو پلمو ته په لنډه ځواب وركوي او وايي: زه لومړى تن نه يم، چې خلك توحيد ته رابولم تر ما وړاندې ډېر پېغمبران راغلي، چې ګرد سره بشر ول. جامې يې اغوستې، خواړه يې خوړل، يو يې هم د مطلق غيبي علم مدعيان نه ول؛ بلكې ټولو ويل: د غيبو له پېښو هومره خبر يو، چې الله را ښوولي او يو يې هم د خلكو هوسي وړانديزونو ته تسليم شوي نه ول. ټول بايد پوه شي، چې پېغمبراکرم (ص) هم د الله د بندګانو يو بنده دى او پوهه او ځواک يې د الله په غوښتنې پورې محدود دى. مطلقه پوهه او ځواک يوازې د پالوونكى دى. دا هغه واقعيات دي، چې بايد خلك پوه شي، چې بې ځايه نيوكې پاى ته ورسوي. پام مو وي، چې دا آيت له هغو نورو آيتونو سره څه ټكر نه لري، چې ښيي پېغمبر (ص) له غيبو خبر و؛ ځكه دا آيت خپلواكيز او استقلالي غيبي علم نفې كوي؛ خو نور آيتونه په الهي ښوونو د پېغمبر د غيبي علم خبرې كوي. (نمونه، 21: 310 مخ)

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَكَفَرْتُمْ بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰﴾ = ووايه : ((غور وكړئ، كه دا (قرآن) د الله له لوري وي او نه یې منئ او د بني اسرائيلو يو تن ګواه (لکه عبدالله بن سلام) هم په ورته یې (= تورات) ګواهي ورکړې وي؛ نو ايمان یې راوړی او تاسې یې هماغسې پر انکار ټينګ ولاړ ياست [ايا ظالمان نه ياست؟] په حقيقت كې الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. ))

10_ د قرآن پر رښتينتوب له بني اسرائيلو يو شاهد: ډېری مفسرانو ويلي، چې له دې شاهده منظور، د يهودو مشهور عالم، ((عبدالله بن سلام)) دى، چې په مدينه كې مسلمان شو. روايت شوى، چې په يوه پېښه كې یې (چې پېغمبر(ص)، يو تن مسلمان او يو شمېر يهود ناست ول) لومړى له يهودو منښته – اعتراف واخسته، چې په دوی کې همدا پر تورات ډېر پوه دى. بيا يې د پېغمبراکرم(ص) پر نبوت منښته وكړه، چې دا هماغه پېغمبر دى،چې په تورات او انجيل كې یې د راتلو زېرى شوى دى. بيا یې د اسلام دين ومانه او د پېغمبر (ص) ملګرى شو او د يهودو له ليكي وووت. (نمونه، 21: 313 مخ)

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَا سَبَقُونَا إِلَيْهِ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ ﴿۱۱﴾ = او كافرانو د مؤمنانو په اړه وويل: ((كه [اسلام ـ ايمان] څه ښه څيز واى (؛ نو په منلو كې یې) رانه ورمخکې كېداى نه شول)) او چې په دې (قرآن) يې سمه لار و نه مونده؛ نو وايي: (( دا خو پخواني دروغ دي .))

11_ په ديني چارو كې د ځانپالو سول- منطق: مفسرانو دې آيت ته څو شان نزوله ويلي او له ټوله يې ګټنه كېږي، چې بېوزليو، تشلاسو او بېديامېشتو په بیړه د اسلام هركلى وكړ؛ ځكه نامشروع ګټې يې نه درلودې، چې په خطر كې ولوېږي او په مغزو كې يې د پېسمنۍ – كبر بادونه هم نه لګېدل او تر مړو ځانپالو يې زړونه پاك ول. داچې دې پاړکۍ – طبقې د اسلام تود هركلى وکړ؛ نو دا ددې دين يو پياوړى ټكى ګڼل كېږي؛ خو سرغړاندو يې د كمزورۍ ټكى وباله، ويې ويل: دا څه دين دى، چې لارويان يې ګڼ شمېر بېوزلي، لاس اړي، مینزې او مريان دي؟! كه دا يو معقول ښوونځى وي؛ نو د ټولنې د ټيټې پوړۍ خلكو به هركلى ورته نه وايه؛ خو موږ، چې د لوړې پوړۍ خلك يو او د ټولنې سترګې او ډيوې يوو، پر څټ ترې پاتې شو. نن هم ددين باب په پېسمنو – كبرجنو شتمنو كې دا انددود دى او وايي: دين د بېوزليو او پښو لوڅو په درد خوري او دواړه يو بل ته ښه دي، موږ په لوړه كچه كې يو. قرآن په دې آيتونو كې بسیا ځواب وركړى دى. (نمونه، 21: 317 مخ.)

وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۵﴾ = او انسان ته مو له خپل موروپلار سره د ښېګڼې سپارښتنه كړې؛ مور يې په سختۍ د یو پیټې په څېر پر ځان زغملی او په تکلیف يې زېږولى او د پر ګېډه كېدو او له تي پریکون يې دېرش مياشتې دی، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايي: ((پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم.))

15_ انسانه! له مورو پلار سره دې نيكي وكړه: دې آيت، ټول انسانان له مورو پلار سره نېكۍ كولو ته وربللي او ددې مطلب هڅونې ته يې هغو سختيو ته اشاره كړې، چې مور یې د دوه ځانۍ، زېږون او تي وركولو پر مهال زغمي. پام مو وي، چې دا آيت د دوه ځانيتوب لږ تر لږ وخت (؛يعنې شپږ مياشتې) او پرې سربېره د تي وركولو حد اكثر وخت (يعنې دوه كاله= 24 مياشتې) ته اشاره لري، چې ټولې دېرش مياشتې كېږي. په تاريخ كې ډېر ځل ښوول شوي، چې ځينو ښځو تر شپږو مياشتو دوه ځانيتوب روسته زېږون كړى او اولاد يې هم روغ رمټ پاتې شوى دى. (الميزان، 18: 205 مخ) په هر حال مور دېرش مياشتې (دوه ځانيتوب او تي وركولو وختونه) د خپل اولاد په باب ستره سرښندنه او فداكاري كوي. د څاڅكي د غوټه كېدو له لومړيو ورځو، د مور حالت اوړي او يو په بل پسې تكليفونه ورباندې ورځي، چې هومره جنين وده مومي، د مور له تنه ډېر مواد اخلي او ان پر هډوكيو او اعصابو يې اغېز پرې باسي. كله يې خوب، خواړه او دمه ګډوډېږي او د دوه ځانيتوب په روستيو وختونو كې تلل، ان كېناستل او پورته كېدل ورته ستونزمنېږي؛ خو په زغم او له اولاد سره د مينې په پار، چې به زېږېږي او په غېږ كې به ورته خاندي، دا ټولې نادودې زغمي. د زېږون وخت د مور د ژوند سختې شېبې دي، تر دې، چې كله مور خپل ځان تر اولاد بلهاروي. په هر حال، دا دروند بار، چې ځمكې ته ورسېد، بل سخت پېر پيلېږي؛ د شپې او ورځې د خپل اولاد څارنه، داسې پېر، چې مور بايد د خپل كوچني ټولې اړتياوې پوره كړي. كه درد لري، د درد ځاى ښوولاى نشي او كه له لوږې، تندې، تودوخې او يخنۍ په تكليف دى؛ خو ويلاى یې نشي؛ خو داچې وژاړي او مور بايد په څېړنه، ځيرنه او زغم يوه يوه اړتيا يې په ګوته او ورپوره يې كړي. داچې دلته قرآن د مور له كړاوونو خبره كوي او د پلار په اړه څه خبره نشته، په دې پار نه ده، چې پلار مهم نه دى؛ بلكې داچې د مور برخه ډېره ده؛ نو ډېره ډډه پرې وهل شوې ده؛ له همدې امله په رواياتو كې هم د مور په باب ډېر ټينګار شوى دى. بل ټكى داچې آيت پر څلوېښت كلنۍ ټينګار كوي؛ ځكه انسان غالباً په څلوېښت كلنۍ كې د عقلي كمال پړاو ته رسي او ويلي دي، چې ډېرى پېغمبران په همدې عمر كې پر نبوت ټاكل شوي دي. په يو حديث كې راغلي: ((چې څوك څلوېښت كلن شي او له ګناه توبه ونه كاږي؛ نو شيطان يې پر مخ خپل لاس وركاږي او وايي: پلار مې له دې هغه ځار، چې بيخي نه ژغورل كېږي.)) (نمونه، 21: 326 مخ)

وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُونَ ﴿۲۰﴾ = او پر هغه ورځ، چې كافران اور ته وروړاندې كړاى شي (ورته ويل كېږي : ) تاسې خپل ټول نعمتونه په خپل دنيوي ژوند کې وړي او ګټه مو ترې اخستې ده؛ خو نن به د سپكوونكي عذاب سزا ځکه دركړاى شي، چې په ځمكه كې مو ناحقه سرغړونه كوله او له دې لامله، چې له پولو اوښتئ.

20_ زهد؛ د آخرت زېرمه: بېشكه په نړۍ كې له الهي نعمتونو ګټنه يو رټل شوى چار نه دى؛ خو په توکیزو خوندونو كې ورډوبېدل، د الله د ياد او قيامت هېرول، يا له دې خوندونو بې قيد او شرطه ګټنه او د نورو د حقوق لتاړل رټل شوي دي. دا مانا کړن- تعبير يوازې د قرآن په دې آيت ليدل كېږي او دې ته اشاره ده، چې كله انسان له دنيوي خوندونو سترګې پټوي يا دومره ګټه ترې اخلي، چې خپلې الهي دندې پرې وكړاى شي. په دې حال كې ته وا خوندونه يې آخرت ته زېرمه كړي؛ خو ځينې شته، چې د څارويو په څېر، بې قيدو شرطه، ترې ګټه اخلي او ټول پوپنا كوي او نه يوازې څه آخرت ته نه زېرموي؛بلکې د ګناه پېټی هم ځان ته چمتو كوي. په يو روايت كې لولو، چې د علي (ك) د ځيګر كباب او پستې ډوډۍ ته زړه وشو، يو كال پرې تېر شو؛ خو دا هيله يې پوره نه شوه. يوه ورځ روژه وه او امام حسن (ع) ته يې د كباب پخولو امر وكړ،چې د روژه ماتي وخت شو د کور وره ته ګدا راغى. علي (ک) وويل: (( دا خواړه ورته يوسه، هسې نه د قيامت پر ورځ مې په كړنليك كې ولوستل شي:(( اذهبتم طيباكم فى حياتكم الدنيا و استمتعتم بها)). )) (نمونه، 21: 346 مخ.)

وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۲۱﴾ = او د عاديانو رور (= هود) درياد كړه، چې كله يې په شګلنه سيمه (احقاف) كې خپل قوم باخبر كړ، سره له دې چې په يقين تر ده (هود) مخكې او روسته ويروونكي (پېغمبران) تېر شوي ول (او ويې ويل): ((بې له الله بل څه مه نمانځئ (؛ ځكه) چې پر تاسې د سترې ورځې له عذابه وېرېږم.))

21_د احقاف سيمه: ((احقاف)) روانو شګو ته وايي، چې د باد لګېدو له امله په مستطيلي ډول تاوې راتاوې يو پر بل ډېرۍ كېږي. له دې مانا کړن- تعبيره څرګندېږي، چې د عاد قوم سيمه يو ستره شګلنه سيمه ده. داچې دا سيمه چېرې ده، بېلابېلې خبرې شوي؛ خو سمه يې دا ده، چې یمن ته نژدې د عربستان ټاپووزمې سهيل ته پرته سيمه ده. (نمونه، 21: 351 مخ)

فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۴﴾ = نو چې كله يې هغه (الهي عذاب) د پلنې ورېځې په بڼه وليد،چې د ناوونو او ډنډونو پر لوري يې راروانه ده (؛ نو خوشحال شول او) ويې ويل:(( دا راته یوه باراني ورېځ ده، (خو ورته وويل شول:) )) بلكې دا هماغه څه دي،چې راتلو ته یې مو بيړه كوله دا يوه سیلۍ ده، چې پكې دردناك عذاب (نغښتى) دى!

تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۵﴾ = د خپل پالونكي په حكم هر څه ځپي (هو!) سهار يې كړ (؛ نو داسې شول) چې بې له هستوګنځيو يې نور څه نه ليدل کېدل، په همدې توګه د مجرمانو ډلې ته سزا وركوو.

24 او 25_ د عاد قوم د عذاب په اړه څو ټكي: مفسرانو ويلي، چې څه موده پر عاد قوم ورښت ونشو او هوا ګرمه، وچه او سينه تنګې شوې وه. د اسمان له څنډو تكې تورې پراخې وريځې راښكاره شوې او چې د عاد قوم سترګې پرې ولګېدې؛ نو په خوشحالۍ يې ورمنډې كړې او د خوړونو، ناونو او ډنډونو پر غاړه ودرېدل، چې د بركتي باران ننداره وكړي او مزاج يې جوړ شي؛ خو ژر ورته وويل شول، چې دا باراني وريځ نه؛ بلكې هماغه بوږونوونکی عذاب دى، چې راتلو ته مو یې بېړه كوله. هو! توپان پرې ولګېد او دوى او شتمنۍ يې وځپلې او په لريو بېدياوو يا سمندر كې يې وغورځول. ځينو ويلي. هله يې پام شو، چې دا توره وريځ له دوړو ډكه سيلۍ او توپان دى، چې سيمې ته یې رارسېدلى، څاروي او شپانه يې چې په شاوخوا بېدياوو كې ول، له ځمكې يې پورته كړل، کېږدۍ يې ونړولې او دومره يې پورته كړې، چې د ملخ په څېر معلومېدې، چې دا ننداره یې وليده، وتښتېدل؛ نو خپلو كورونو ته ولاړل او په ځان پسې يې ورونه وتړل؛ خو باد ورونه راوايستل او دوى يې پر ځمكه وځپل يا يې له ځان سره پورته كړل او روانې شګې (احقاف) يې پرې راخپرې كړې. په (حاقه_7) كې راغلي: (( [چې الله ] دا سيلۍ پرې پرله پسې اوه شپې او اته ورځې ورالوځولې وه (او كه هلته واى)؛ نو تا به پرهغه (وخت) خلك ليدلي واى، چې د کجورو [د ورستو او تشو] ډډونو غوندې پرځمكه پراته دي! )) تر شګو لاندې يې چغې وهلې. ورپسې باد، شګې يووړې او تنې یې ښكاره شوې، راپورته يې كړې او په سمندر كې يې ورګوزارې كړې. (نمونه، 21: 355 مخ)

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۷﴾ = او په يقين ستاسې په چاپېريال كې مو ډېر ښارونه تباه كړي او په بېلابېلو(ډولونو) مو (د خپل قدرت) نښې (اوسېدونکیو ته یې) ورڅرګندې کړي په دې هېله، چې راوګرځي .

 27_ ستاسې د چاپېريال د اباديو پوپنا كېدل: قرآن د مكې په شاوخوا كې له څو پرتو قومونو يادونه كړې، چې د كفر او ناپاسلې – ناشكرۍ له امله په الهي عذاب كې رانغاړل شوي ول. د عاد قوم، په احقاف سيمه كې، چې د عربي ټاپووزمې په سهيل كې پرته وه. د ثمود قوم په حجر سيمه كې، چې د ټاپو وزمې په شمال كې پرته وه، د سبا قوم په يمن كې، چې پر دردناك برخليك اخته شو، د لوط قوم د شام پر لار پروت او همدا راز د ((شعيب)) قوم، چې په ((مدين)) كې اوسېده، چې د ډېر ګناه او كفر له لامله پر ډول ډول عذابونو اخته شول. (نمونه، 21: 361 مخ.)

وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ ﴿۲۹﴾ = او (درياد كړه) چې څو تنه پېريان مو ستا پر لور درواړول، چې قرآن واوري؛ نو چې پر وړاندې یې حاضر شول (يو بل ته يې) وويل: (( (د اورېدو پر مهال) چوپ شئ (او واورئ) .)) او چې (د قرآن لوستل) پاى ته ورسېدل؛ نو د خپل قوم لوري ته خبروونكي ورستانه شول.

قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۳۰﴾ = ويې ويل: (( قومه ! په حقيقت كې داسې يو كتاب مو واورېد، چې تر موسى روسته رالېږل شوى او تر ده له مخکې راغليو کتابونو له نښو سره همغږى دى، حق او سمې لارې ته لارښوونه كوي.

يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۱﴾ = قومه! د الهي بلونكي بلنه ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې (الله) مو له ځینو ګناهونو درتېر شي او له دردناك عذابه مو بچ کړي.

وَمَنْ لَا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۳۲﴾ = او څوك چې د الهي بلونكي بلنه ونه مني؛ نو (دا) په ځمكه کې الله بېوسولاى نشي [چې له عذابه يې وتښتي] او بې له خدايه یې څوك مرستندوى هم نشته. دغسې خلك په څرګنده بېلارۍ کې دي.))

 29 تر 32_ پيريان ايمان راوړي: د دې آيتونو په شان نزول كې ډول ډول روايات راغلي؛ لكه رسول الله (ص) له زيد بن حارثه (رض) سره له مكې ځنې په طايف كې د عكاظ بازار ته ورغى، چې خلك اسلام ته راوبلي؛ خو چا يې بلنه و نه منله او كلي ته په راستنېدو يو ځاى ته راورسېد، چې د ((پيريانو دره)) یې ورته ويله. په پخه شپه كې د قرآن پر لوست لګیا شو. په دې وخت كې يو شمېر پيريان له دې ځايه تېرېدل، چې د پېغمبر (ص) د قرآن تلاوت يې واورېد، غوږ يې كېښود او يو بل ته يې وويل: چوپ شئ، چې د آنحضرت (ص) تلاوت پاى ته ورسېد، ايمان يې راووړ او خپل قوم ته د مبلغاتو په توګه ورستانه شول او اسلام ته يې راوبلل. يوې ډلې يې ايمان راووړ او پېغمبر (ص) ته راغلل او رسول الله (ص) هم اسلام ورزده كړ. دلته دا آيتونه او د جن سورت آيتونه رانازل شول. په دې آيتونو كې پاموړ ټكى، هغه دود دى، چې په خپل قوم كې یې د اسلام تبليغ ته خپل كړى و. لومړى يې د قرآن د حقانيت خبره اوڅار كړه او په درېيو دلايلو يې دا مطلب جوت كړ. بيا يې پر هڅونې لګيا شو او پر دې اسماني كتاب د ايمان په سيوري كې يې د آخرت له عذابه د ژغورنې زېرى وركړ، چې هم پر معاد ټينګار دى او هم د دنيا د ناپايښته ارزښتونو پر وړاندې د آخرت اصيلو ارزښتونو ته پاملرنه درلودل دي. په درېيم پړاو كې يې ايمان ته د ورشا كولو خطرونه ورياد كړل او په استدلال او خواخوږۍ يې ګواښنه ورته وكړه او ددې ښكاره بېلارۍ پايلې يې ورته وويلې. بېشكه دا تبليغاتي دود هر چا او هرې ډلې ته اغېزمن دی. (نمونه، 21: 365 مخ)

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۳۵﴾ = نو صبر وكړه؛ لكه څنګه چې “اولوالعزمه” [= ټينګ هوډيو] استازيو صبر كړى و او (عذاب) ته يې بيړه مه كوه؛ (ځكه) پر هغه ورځ، چې دوى هغه څه وويني، چې ورته يې ژمنه ورکړاى شوې وه (؛نو احساسوي،چې) ګنې (په دنيا كې) يله د ورځې يو ساعت تم شوي وو. دا (ټولو ته د پيغام) رسول (دي)؛ نو ايا بې له سرغړاندو بل څوك هلاكېږي ؟!

 35_ اولوالعزم پېغمبران: داچې اولوالعزم پېغمبران څوك دي، مفسرانو پرې ډېرې خبرې اترې كړې دي. ((عزم)) ټينګې او پخې ارادې ته وايي؛ نو اولوالعزم؛ يعنې د ټينګې او پخې ارادې درلودونكي. دې ته په پامنيوي، چې د نوي شريعت او دين درلودونكي پېغمبران له خورا ستونزو سره مخ ول او له دې سره د مبارزې لپاره هوډ او ټينګه اراده پکار وه؛ نو ځكه دې لړ پېغمبرانو ته اولوالعزم ويل شوي او دا آيت هم همدې مانا ته اشاره لري. د قرآن له آيتونو او د اهل بيتو له رواياتو ګټنه كېږي، چې اولوالعزم پېغمبران دا دي: حضرت نوح (ع)، حضرت ابراهيم (ع)، حضرت موسى (ع)، حضرت عيسى (ع) او حضرت محمد (ص). له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((پينځه تنه ستر پېغمبران او رسولان دي او دوى اولوالعزم پېغمبران دي او د نبوت او رسالت ژرنده يې پر چورليز چورلي، دوى نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او محمد (عليهم السلام) دي)) . ددې پېغمبرانو (په تېره د اسلام د پېغمبر) ژوند د سختو پېښو پر وړاندې د بې حده مقاومت ښوونكی دی او دې ته په پامنيوي، چې تل د حق بهير دغسې ستونزې لري؛ نو بايد د حق لارويان په دغسې بهير كې ترې الهام واخلي. موږ معمولاً د اسلام تاريخ له راڼه ځايه تېرو تيارو ورځو ته وينو او دا كتنه، چې له تېرو څخه ګاندې – راتلونکې ته ده، واقعيتونه بل ډول ښكاره كوي. بايد ځانونه پر هغه ورځ وګڼو، چې پېغمبر يوازې او يو تن و او ان نژدې خپلوان يې پر مخالفت د مبارزې په لومړي سر كې وو او داسې يې په ټولنيزه، وټيزه او سياسي محاصره او كلابندۍ كې نيولي ول، چې ټولې لارې یې پر پېغمبر او ډېرو لږو يارانو وربندې كړې وې. ځينې له لوږې مړه شول، ځينې ناروغۍ له پښو راوغورځول، ياران يې ورته ربړول او آنحضرت(ص) یې جسمي او روحي ځوراوه، تردې چې وژنې ته یې ملا وتړله، كوډګر، شاعر او لېونى يې ورته ووايه او د اسلام منځه وړو ته يې هره وزله كاروله؛ خو سره له دې، پېغمبر خپل زغم او څوار ته دوام وركاوه او په پاى كې يې ددې ونې خوږه مېوه وڅكله او دين يې نه يوازې په عربي ټاپوزمي، چې د نړۍ په لروبر كې خپور شو او نن يې د بريا غږ (اذان) د نړۍ له ګوټ ګوټه په پينځو لويو وچو كې اورېدل كېږي؛ نو دا ده د ((فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ)). (نمونه، 21: 377 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!