تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الحج د منتخبو آیتونو شرح د حج سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت د منځپانګې مطالب پر شپږو برخو وېشلاى شو: 1_ د معاد په باب پرېمانه مطالب. 2_ له شرك او مشركانو سره مبارزه. 3_ خلك رابولي، چې د تېرو عبرتناك […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الحج د منتخبو آیتونو شرح

د حج سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت د منځپانګې مطالب پر شپږو برخو وېشلاى شو: 1_ د معاد په باب پرېمانه مطالب. 2_ له شرك او مشركانو سره مبارزه. 3_ خلك رابولي، چې د تېرو عبرتناك برخليك او ورته الهي عذابونه وڅېړي. 3_ حج او د ابراهيم (ع)  له وخته يې تاريخي مخينه، د قربانۍ پېښه او طواف. 5_ له ظالمانو سره مبارزه او له يرغلګر دښمن سره جګړه. 6_ د ژوند په بېلابېلو برخو كې پندونه، نمونځ، زكات، پر نېكيو امر او له بديو منع او پر خداى توكل ته هڅونه[1].

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ ﴿۱﴾ = خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛ [ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده !

 1_ د قيامت په درشل كې ستره زلزله كېږي: خداى په دې آيت كې ټولو خلكو – مؤمن، كافر، ښځې، نارينه، حاضر، ناسوب – غايب، هغوى چې شته او هغوى چې وي به – ته له دې اړخ، چې انسانان دي، وايي: چې ځانونه د خپل پالوونكي له غوسې بچ كړئ؛ كافر په ايمان راوړو او مؤمن په ديني فروعاتو كې د الهي لارښوونو له مخالفته په ډډې كولو سره. آيت، د تقوا رعايتولو علت، د قيامت د زلزلې سترتوب ښوولى دى. همداراز په دې علت دا زلزله، د قيامت زلزله ښوول شوې، چې د قيامت له نښو او سريزو ځنې ده. د آيت له ظاهره ښکاري، چې دا زلزله د شپېلۍ له لومړي پوكي مخكې ده. د زمر سورت په 68 آيت كې راغلي : ((شپېلۍ پوكولېږي ناڅاپه ټول راپاڅي او (حساب و كتاب ته) سترګې پر لار وي)). دا زلزله په دې دليل له قيامت وړاندې ده، چې آیت فرض كړې، چې خلك په عادي حالت كې دي (،ځينې ښځې دوه ځانې وي او ځينې يې تيخور ماشومان لري) چې ناڅاپه د قيامت زلزله پېښېږي، حالات او ورځې يې په داسې بڼه اړوي، چې په آيتونو كې اشاره ورته شوې ده. بېشكه دا زلزله د شپېلۍ له هغې پوكي وړاندې ده، چې ژوي پرې مري[2]. دا آيت، هغه حقيقت په سرپوښين ډول څرګندوي، چې د قرآن په ډېرى آيتونو كې راغلي؛ په قيامت سره په هستۍ كې يو سخت اوښتون – انقلاب او ونجون – بدلون پيلېږي: غرونه له بيخه رانړېږي، سمندرونه خپاره واره كېږي، ځمكه او اسمان سره خپلېږي؛ نوې نړۍ پيلېږي او خلك د قيامت په درشل كې په ستر ډار كې ډوبېږي، چې سر له پښو نه پېژني[3].

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّى وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۵﴾ = خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ،چې) موږ تاسې له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)،بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز] ،چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم، چې [خپل قدرت] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت قادر يو) او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا مو د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده،چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ،په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي،چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پرهېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه او شاړه وينې؛ خو چې كله باران پرې ووروو (؛ نو) وخوځېږي او راډډه شي او هر ډول ښکلي بوټي راټوكوي.  

 5_ د جسماني معاد دوه دلايل: په دې آيت كې د جسماني معاد دوو ټينګو او سولیزو- منطقي دلايلو ته اشاره شوې ده: يو د جينيني پړاو ونجون- ادلون بدلون او بل، د بوټو د ودې پر مهال د ځمكې اوښتنی – تحولات دي. قرآن په حقيقت كې خلكو ته د معاد نندارې سپړنه او کېنسته – تشريحوي، چې خلك په همدې نړۍ كې ورسره مخ دي او تل يې په سترګو ويني؛ خو ترې غافل دي. چې ويې پوهوي، نه يوازې تر مړينې روسته ژوند يو شونى چار دى؛ بلكې په همدې ژوند كې يې ورته نندارې هم وينئ. ايا د هغه له وسې پوره نه ده (چې مړه خاوره پر څاڅكي اړوي او بې ارزښته څاڅكى د ژوند په پړاوونو كې پرمخ وړي او هره ورځ د ژوند نوې جامې وراغوندي او مړاوې او وچه ځمكه داسې تكه شنه كوي، چې ژوند پكې سراسر څپې وهي) چې انسان نوي ژوند ته ورستون كړي؟![4].

5_ جنيني پړاوونه؛ علقة (پرنډه وينه) او مضغه (ژولې غوښه): دا آيت د انسان د ژوند اوه ګوني پړاوونه يادوي؛ خو د دوو پړاوونو (علقة او مضغه) څرګندونه يې لازمي ده: په درېيم پړاو كې يې، څاڅكى پر علقې (پرنډه وينې) اوړي او سلولونه يې د يوې بې بڼې توت په څېر (د پرنډې وينې په څېر) يو له بل سره يوځاى كېږي. تر لږې مودې تېرېدو روسته، د وېش جغوړى (چې د جنين د اړخونو د وېش پيلامه ده) راپيدا كېږي. په څلورم پړاو كې؛ يعنې مضغه (ژولې غوښه) جنين لږ لږ د ژولې غوښې پڼه خپلوي؛ خو د بدن بېل بېل غړي پكې جوت نه وي؛ خو د جنين پر پوټكي داسې تغييرات پيدا كېږي، چې كوم كار بايد وكړي، هماغه برخه يې تغيير مومي او لږ لږ د بدن غړي راښكاره كېږي. هغه جنينونه، چې له دې پړاوه تېر نشي او هماغسې په مخكېنۍ بڼه يا نيمګړي او ناقص پاتې شي؛ له ليكي ووځي او لوېږي. شونې ده، چې د (( مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ ))عبارت همدې پړاو ته اشاره وي[5].

وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُورِ ﴿۷﴾ = او دا چې قيامت راتلونكى دى [او] شك پكې نشته او الله هرومرو خلک له قبرونو راپاڅوي.

 7_ قيامت هرومرو راتلوونكى دى: ددې سورت (5) او(6) آيتونو د معاد د شونتيا خبره كړې او دې آيت يې د جوتيا خبره كړې او ټول يو ټكي ته ور رسي؛ داچې قيامت او د مړيو راژوندي كېدل نه يوازې شوني دي، چې بېشكه عملي به شي. هغوى چې له مرګه روسته ژوند په شونتيا كې شكمن وي، هر كال او هره ورځ يې په انسانانو اوبوټو كې ورته صحنې ويني؛ خو كه د خداى په قدرت كې شكمن وي، په خپلو سترګو يې څرګندې بېلګې ويني، ايا په پيل كې انسانان له خاورو پيدا نه شول؟ نو ځكه څه د هېښتيا ځاى دى، چې بل ځل له خاورو راپاڅي؟ ايا هر كال، تر وړاندې مو مړاوې ځمكې نه راژوندۍ كېږي؟ څه د تعجب ځاى دى، چې مړه انسانان له كلونو كلونو روسته ساه واخلي او له خاورو راپاڅي؟ او كه د داسې يو څيز په راپېښېدو كې شكمن وي، بايد پوه شي، چې پر هستۍ د واكمن غونډال – نظام، يوه موخه په پام كې ده؛ كه نه هرڅه خوشې او چټي وه؛ حال داچې دا له نادودو او ناكاميو سره اغږل شوى څو ورځېنۍ ژوند، ددې ارزښت نه لري، چې د هستۍ روستۍ موخه دې وي؛ نو ځكه بايد يوه بله پراخ او همېشنۍ نړۍ وي، چې وړ وي د هستۍ موخه وشمېرل شي[6].

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انْقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۱﴾ = او په خلكو كې څوك داسې دى، چې الله يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې) نمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همدا چې (دنيا ورمخه كړي، ګټه او) خير ورورسي؛ نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره كوم كړاو ورورسي (؛نو كفر ته) مخ وراړوي (او په دې توګه) دنيا او آخرت دواړه له لا سه وركوي، دا هماغه څرګند تاوان دى.

 11_ د درېيو بېلاريو ډلو غندنه: 3، 8 او 11 آيتونه د (( وَمِنَ النَّاسِ)) په عبارت پيل شوي او د درېيو ډلو وضعيت يې را برسېره كړى او غندلى دى. لومړۍ ډله (3 آيت)، بېلاري او ناخبره لارويان دي، چې بې پوهې د خداى په باب شخړه كوي او په هر سرغړاند شيطان (كه له پېريانو وي یا انسانانو، چې هر يو ځانته يوه لومه او نقشه لري) پسې ځي. دويمه ډله (8 آيت)، د لومړۍ ډلې بېلاروونكي مشران دي، چې د الهي ويناوو پر وړاندې په كبر، خلك د خداى له لارې اړوي. په ۱۱  آيت كې درېيمه ډله كمزورايمانه دي. دوى دين او ايمان د مادياتو تر لاسه كولو ته وزله كوي كه دا موخه يې پوره شوه؛ نو دين حق بولي، كه نه خوشې او بې بنسټه دى. يو شمېر مفسرانو ددې آيت په شان نزول كې روايت كړی: كله به يوه ډله بېديا مېشتي پېغمبر (ص) ته ورتلل، كه روغتيايي حالت به يې ښه و، اسونو به يې ښه بچي راوړي ول، ښځو به يې زامن زېږولي او شتمنۍ او څاروي به يې زيات شوي ول؛ نو خوشحالېدل او پر اسلام او پېغمبر(ص) يې ګروهه پيدا كوله؛ خو كه ناروغان ول، ښځو يې لوڼې زېږولې وې او شتمنۍ به يې زيانمنې شوې وې؛ نو زړه يې شيطاني وسوسو نيوه او ورته ويل، چې دا ټولې بدمرغۍ مو د منلي دين په پار دي. دې ډول خلكو، دين ته يوازې د خپلو توکیزو ګټو له دريڅې كتل او د دين د حقانيت كچه او محك يې د دنيا مخه كول ګڼل. دا ډول خلك زموږ په پير او هرې ټولنې كې هم شته، چې په شرك او بوتپالنې ككړ ايمان لري؛ خو بوت يې مېرمن، اولاد او شتمني ده. ښکاره ده، چې دا ډول ايمان او ګروهه، د غڼې تر تاره سسته ده[7].

مَنْ كَانَ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَنْصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنْظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ ﴿۱۵﴾ = څوك چې ګومان كوي الله به له خپل پېغمېر سره په دنيا او اخرت كې بيخي مرسته و نه كړي (او له دې اړخه غوسه وي؛ نو هر كار يې چې له وسې پوره وي، و دې يې كړي)، يو پړى دې د خپلې كوټې له چته راځوړند كړي او ځان دې زندۍ او پړى دې پرې كړي (او د مرګ تر بريده دې ځان ورسوي) و دې ګوري، چې ايا دا كار يې غوسه سړوي؟

 15_ د هغوى د غوسې سړولو لار، چې له پېغمبر (ص)  سره د خداى له مرستې كولو غوسه دي: مفسرانو، د آيت دلايلو او قراينو ته په پامنيوي په بېلابېلو بڼو تفسير كړى؛خو سم يې دا دى، چې آيت هغو مشركانو او كافرانو ته اشاره لري، چې د پېغمبر (ص) پر ضد يې تر هجرت وړاندې په مكه كې او تر هجرت روسته په مدينه كې له هېڅ ډول دسيسې لاس وانخست. په مكه کې يې د پېغمبر (ص) د وژنې هوډ وكړ او خداى ترې وژغوره او مدينې ته يې هجرت وكړ؛ بيا يې د بدر او احد په څېر په ګڼو جګړو كې د اسلام په له منځه وړو پسې راواخسته؛ خو خداى اسلام ورځ تر بلې پياوړى كاوه او د خپل پېغمبر لاسنيوى يې وكړ؛ نو ځكه يې له پېغمبر (ص) سره كينه زياتېده. خداى يې د كينې پر وړاندې وايي: كه ځان له غوسې هلاك كړئ؛ نو ټولې دسيسې مو پر زيان او ستاسې د كمزورۍ لامل به وي او د خداى د واک پر وړاندې څه كړاى نشئ[8].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۷﴾ = په حقيقت کې هغوى چې (د اسلام پر پېغمبر) ايمان راوړى او هغوى چې يهودي او صابئان [=ستور نمانځي يا د يحيى (ع) لارويان] نصارا، مجوسيان او مشركان دي؛ نو الله به د قيامت پر ورځ ددې ټولو ترمنځ پرېکړه وكړي (او حق به له باطله بېل كړي؛ ځکه) چې الله پر هر څه شاهد (او له هر څه خبر) دى .

17_ صابئان او مجوس: په دې آيت كې شپږ ډلې يادې شوي، چې د دوو ډلو څرګندونه یې پکار ده: 1_ صابئان: له آيته په لنډو ګټنه كېږي، چې دوى د ځينو اسماني مذاهبو لارويان ول، په تېره، چې په آيت كې، د يهودو او نصاراوو ترمنځ راغلي دي. ځينې يې د يحيى بن زكريا لارويان بولي، چې نوموړی مسيحيانو پاکوونکی یحیی نومولى دى او ځينې ګروهن دي، چې د يهودو او مسيحيانو له ګروهو يې يوه ګډوله جوړه كړې ده؛ نو ځكه يې مذهب د دواړو ترمنځ يو منځلارى مذهب بولي. صابئان روانو اوبو ته پر ډېر اهميت قايل ول؛ نو ځكه يې ډېرى د سترو ويالو ترڅنګ اوسېدل. وايي: د ځينو ستورو درناوى يې كاوه؛ نو ځكه پر ستورپالۍ تورن دي[9]. 2_ مجوس: يو مشهور قوم دى، چې د ((زرتشت)) لارويان شول او سپېڅلى كتاب يې (( اوستا)) نومېږي. د زرتشت ژوند ليك او د راښكاره كېدو وخت راته ناڅرګند دى. دې قوم خپل سپېڅلى كتاب پر ايران د اسكندر د يرغل پر مهال يو مخې له لاسه وركړ. ان، چې يوه پاڼه يې هم پاتې نشوه، تردې چې د ساساني پاچايانو پر مهال بيا وكښل شو؛ نو ځكه يې د مذهب پر واقعياتو پوهېداى نشو. دا جوته ده، چې مجوسيان د هستۍ تدبير ته د دوو مبداوو پر شتون ګروهن ول؛ يوه د خير مبدا او بله د شر. د لومړۍ نامه (( يزدان)) دى او د دويمې ((اهريمن))؛ رڼا او تياره. همدغسې جوته ده، چې پرښتې يې سپېڅلې ګڼلې؛ خو د بوتپالو په څېر يې بوت ورته نه جوړاوه، چې توسل پرې وكړي. همداراز څلور ګونې عناصر (په تېره اور) يې سپېڅلى ګڼه. په لرغونو زمانو كې مجوسيانو په ايران، افغانستان، چين، هند، او نورو هېوادونو كې اورتونونه درلودل. هستي يې په ((اهورا مزدا)) پورې تړله، چې هر څه پنځوي. له رواياتو ګټنه كېږي، چې يو پېغمبر یې درلود، و يې واژه او كتاب يې وسوځاوه. په ځينو رواياتو كې لولو، چې خداى يو پېغمبر او كتاب ورولېږه؛ خو د ګناهونو له لامله بېلاري شول، د خداى دين يې واړو او پر بدعت اخته شول[10].

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ﴿۱۸﴾ = ايا غور دې نه دى کړى، چې په اسمانونو او ځمكه كې ټول مخلوقات، لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، خوځنده او ډېری خلك الله ته سجدې کوي؟! ډېر داسې دي، چې (د سرغړونې له لامله) د عذاب وړ ګرځېدلي او الله ،چې څوك سپک كړي؛نو هېڅوك يې عزتمنولاى نشي؛[ځكه] الله چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي) هماغه كوي .

 18_ د ژویو سجده: د قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې، د هستۍ د ژویو د ټولیزې سجدې، تسبيح، ستاينې (حمد)، او نمونځ خبرې شوي او ټينګار شوى، چې دا څلورګوني عبادات په انسانانو پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې ان په ظاهر بې ساه ژوي هم پكې برخوال دي. ددې آيت د منځپانګې په پامنيوي، د هستۍ ژوي دوه ډوله سجدې لري: تكويني سجده او تشريعي سجده. د حق ارادې، د پنځون قوانينو او پر هستۍ واكمن غونډال ته د ژویو بې قيد و شرط غاړه ايښوونه تكويني سجده ده، چې د ژویو ټولې ذرې رانغاړي، ان د فرعونانو، نمروديانو او ځېلي منكرانو د مغزو ژوندينكې هم په تكويني سجده كې رانغاړلېږي. د يو شمېر څېړونكيو په وينا، د نړۍ ټولې ذرې يو ډول درك او شعور لري او ورسره جوخت، په خپلو شتو او نړۍ كې خداى ستايي او تسبيح يې وایي او سجدې او نمونځ لري[11]. كه دا ډول درك او شعور ومنو؛ نو د پنځون د قوانينو پر وړاندې يې تسليم او خضوع (عاجزي) بيخي نانټې – نه انکار کېدونکې ده. عقلمن، ځانخبري- با شعوره، با دركه او د ښاندې –معرفت څښتنان، چې د خپل پالوونكي پر وړاندې عاجزي كوي؛ نو تشريعي سجده ورته وايي. دلته دا پوښتنه راولاړېږي، كه انسانان د ژویو په ټولیزه سجده كې رانغاړلېږي؛ نو ولې په دې آيت كې په يوه شمېر انسانانو پورې ځانګړې شوې ده؟ دې ته په پامنيوي، چې په دې آيت كې سجده د تشريع او تكوين ترمنځ په يو هراړخيز مفهوم كارول شوې ده، ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي؛ ځكه د لمر و سپوږمۍ، ستوريو، غرونو، ونو او خځندو په باب تكويني سجده منظور ده؛ خو د انسانانو په هكله، تشريعي سجده ده، چې ډېرى يې كوي او يوه ډله ترې سرغړونه كوي او د (( وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ))مصداق دي[12].

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۵﴾ = هغوى چې كافران شوي او مؤمنان د الله له لارې او له هغه مسجد الحرامه منع كوي، چې موږ ټولو خلكو ته يو ډول گرځولى، كه پکې هستوګن وي او که له بهره راتلونکي (؛ نو د درناك عذاب وړ دي) او څوك چې پکې (له حقه) د هر ډول تېري هڅه وکړي؛ نو دردناك عذاب به وروڅكو.

 25_ په مسجد الحرام كې د ټولو يو رنګتوب: مفسرانو د ((سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ)) د غونډلې په تفسير كې ډول ډول څرګندونې كړې دي. ځينو ويلي، مطلب دا دى، چې په دې توحيدي مركز كې د عبادت په مراسمو كې ټول خلك يو رنګ دي او هېڅوك رښته – حق نلري، چې د خداى د كور ترڅنګ د بل د عبادت ربړیجن – مزاحم شي. ځينې په پراخه مانا ورته قايل شوي او ويلي يې دي، خلك نه يوازې د عبادت په مراسمو كې يو رنګ دي؛ بلكې د دمې او نورو اړتياوو لرې كولو ته بايد د مكې د چاپېريال له ځمكې او كورنو په برابره توګه ګټنه وشي. له همدې لامله، ځينو فقهاوو د مكې د كورنو پېر پلور او كرايه حرام كړي او دا آيت پرې دليل او شاهد بولي. په اسلامي رواياتو كې راغلي، چې نه بايد د مكې په كورنو كې د حاجيانو د مېشتېدو مخه ونيول شي. ځينو له دې رواياتو، دا كار حرام كړى او ځينو مكروه بللى دى؛ البته دا مطلب د فقهي سرچينو، رواياتو او تفسير له پلوه جوت نه دى؛ نو د حرامېدو پرېكړه يې ستونزمنه ده[13].

وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۲۶﴾ =  او (درياد كړه) چې كله مو ابراهيم ته (د كعبې) د خونې ځاى وټاکه (چې خونه جوړه كړي او ورته مو وويل : ) له ما سره هېڅ څيز مه شريكوه او خونه مې طواف كوونكيو او (عبادت ته) قيام كوونكيو، ركوع كوونكيو او سجده كوونكيو ته (د بوتانو له شتون او له هر ډول چټلۍ) پاكه كړه.

 26_ ابراهيم (ع) ته د كعبې د خونې ځاى ټاكلو مطلب: د رواياتو له مخې، خداى، ابراهيم (ع) ته د كعبې د خونې ځاى وروښود، چې د آدم (ع) په زمانه كې جوړه شوې وه او د نوح په توپان كې ويجاړه او اثار يې محوه شوي ول. يو توپان ولګېد او خاورې ترې لرې شوې او د خونې بنسټونه راڅرګند شول، يا يوه ټوټه ورېځ راغله او سيورى يې كړ يا په بله وزله، ابراهيم (ع)  ته د خونې آريز ځاى معلوم او په نښه شو او د خپل زوى اسماعيل (ع)  په همكارۍ يې له سره جوړه كړه[14]. داچې په آيت كې یې يو د بل تر څنګ د ((طائفين))، (( قائمين))، (( ركع)) او ((سجود))څلورګوني عنوانه راغلي؛ نو اټكلولاى شو، چې د خداى د خونې ترڅنګ، ستر عبادت همدا څلور كړنې دي: د خداى د خونې طواف ، نمونځ ته درېدل، خداى ته ركوع او سجده[15].

وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ ﴿۲۷﴾ = او خلك حج ته راوبوله، چې له لرې لرې لارې پلي او پر ډنګرو ډنګرو اوښانو سپاره درشي.

 27_ پلى يا سپور؛ حج وكړئ: په دې آيت كې يې پلي حاجيان تر سپرو ځكه ړومبي ياد كړي، چې د خداى پر وړاندې يې مقام اوچت دى؛ ځكه ددې سفر ستر كړاو زغمي. په همدې دليل له پېغمبره (ص)  په يو روايت كې لولو: (( چې څوك پلى حج ته ځي، په هر ګام كې اوه سوه نېكۍ لري او سپرو ته په هر ګام كې اويا نېكۍ دي)) ښايي په دې پار وي، چې د خداى د كور اهميت په نښه كوي، چې بايد د هر ډول اسانتیاوو په ګټنې ورشئ او سپرلۍ ته سترګې پر لار نشئ. د ((ضامر)) (ډنګر څاروى) تعبير، دې ته اشاره ده، چې دا لار، يوه لار ده، چې څاروى ډنګروي؛ ځكه له وچو، بې وښو بې اوبو او سوځنده بېدياوو تېرېږي. بلخوا، ددې لارې د ستونزو زغملو ته یوه خبرتيا هم ده؛ يا داچې بايد داسې څاروي غوره كړو، چې تكړه، چابك او زغمناك وي او د تمرين په ډګر كې ډنګر شوي وي او هډونه يې ټينګ وي. په دې لار كې غوښن څاروي نه كارېږي او البته په مېلو چړچو كې نازولي انسانان هم ددې لارې خلك نه دي[16].

لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ ﴿۲۸﴾= چې (د حج په دې ژوند سازه کړنلار كې) خپلې ګټې وويني او په څو ټاكليو ورځو كې (د قربانۍ‌ كولو پر مهال) پر هغو څارويو د الله نامه واخلي،چې ورروزي كړي یې دي؛نو پخپله یې هم ترې وخورئ او هم يې پر لاس اړو فقيرانو وخورئ .

 28_ د حج ګټې: په دې آيت كې د ((منافع)) په لفظ كې هېڅ ډول محدوديت نشته؛ ټولې ګټې، مانيز بركات، توکیزې پايلې، وګړنۍ او ټولنيزې ګټې، سیاسي، وټیزې او اخلاقي فلسفې رانغاړي. بايد د مسلمانانو هر ډول پرګنۍ د نړۍ له ګوټ ګوټه ورشي، چې شاهد او څارن وسي او چې څه يې په غوږونو اورېدلي، په سترګو يې وويني. له امام صادق (رح) روايت شوى، چې ددې كليمې په تفسير كې يې ويلي دي: (( دنیوي او اخروي دواړه ګټې رانغاړي))[17].

28_ ايام معلومات (ټاكلې ورځې): د اهلبيتو د امامانو د رواياتو له مخې، ټاكلې ورځې؛ ذى الحجې 10، 11، 12، او 13 ورځې دي، چې د تشريق ورځې هم ورته وايي او پر څارويو د الله له نامه يادولو مطلب، د قربانۍ پر مهال يې د الله يادول دي. دا كړه وړه د مشركانو د كړنو پر خلاف دي، چې پسونه او اوښان به يې د بوتانو په لار كې قربانول[18].

حُنَفَاءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ ﴿۳۱﴾ = (د حج کړنې) داسې (پرځاى كړئ) چې يوازې نږه د الله لپاره وي،څوك مه ورسره شريكوئ او څوك چې له  “الله”سره شريك ونيسي؛ نو داسې وګڼه،چې له اسمانه راولوېد او مارغان يې (په هوا کې) وتښتوي او يا یې باد په يوه لرې ژورځاى كې ورګوزار کړي .

 31_ شرك؛ د توحيد له اسمانه رالوېدل: په دې آيت كې، اسمان د توحيد كنايه ده او شرك له دې اسمانه د رالوېدو لامل دى. طبيعي ده په دې اسمان كې، ستوري، لمر او سپوږمۍ ځلېږي. د هغه پر حال دې خوشحالي وي، كه په دې اسمان كې د لمرو سپوږمۍ په شان نه وي؛ خو لږ تر لږه دې ځلاند ستورى وي. چې كله انسان له دې لوړې رالوېږي، له دې دوو برخليكونو ځنې، پر يوه يې اخته كېږي: په لار كې او مخكې تر دې، چې پر ځمكه ولوېږي، د مردارخورو مارغانو ښكار کېږي، په بله وينا: ددې ډاډمنې اډانې په له لاسه وركولو، د سركښو هوسونو په منګولو كې راګېرېږي، چې هر يو يې د شتون او هستۍ يوه برخه تښتوي او نابودوي او كه له دوى بچ شي؛ نو د يو مرګوني توپان په خوله كې ورپرېووځي او په يو لرې ځاى كې يې داسې پر ځمكه ځپي، چې بدن يې وران درنګ كېږي او هره برخه يې په لرې سيمې كې غورځي. ته وا دا توپان د شيطان كنايه ده، چې په څارنځي كې ناست دى. بېشكه څوك چې له اسمانه رالوېږي، هوډ کړای نشي او هره شېبه د نېستۍ پر پلو ور درومي او په پاى كې له منځه ځي. چې چا د ايمان د توحيد هډه له لاسه وركړه؛ نور د خپل برخليك واګې په لاس كې نېواى نشي او چې څومره په دې بهير كې پر مخ ولاړ شي، راپرځېدل يې ګړندي كېږي او په پاى كې ټوله انساني پانګه به له لاسه وركړي. په رښتيا تردې خو شرك ته څرګنده تشبيه نه موندل كېږي[19].

وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۳۶﴾ = او (د حج په مراسمو كې) چاغ اوښان مو په الهي شعايرو كې درشمېرلي، په هغو كې درته خير او بركت دى (قربانۍ ته) چې پر ليكه ولاړ وي؛ نو د الله نامه پرې ياده كړئ او (د ساه تر وتلو روسته يې) چې اړخونه پر ځمكه ولګېدل؛ نو پخپله یې هم ترې وخورئ او پر قانعو نشتمنو او تمه کوونکیو فقيرانو يې هم وخورئ او په دې توګه مو دغه څاروي درته اېل كړي، چې (د الله) شكر پر ځاى كړئ.

 36_ د قربانۍ لګښت: دا آيت په حج كې د قربانۍ غوښې ته درې لګښتونه يادوي: يو داچې پخپله حاجيان يې وخوري. د (( فَكُلُوا مِنْهَا )) ظاهر دادى، چې فرض دي، حاجيان له قربانۍ څه وخوري. ښايي دا د حاجيانو او اړمنو ترمنځ برابرۍ ته پاملرنه وي. دويم د لګښت ځاى يې ((قانع)) انسان دى. قانع هغه ته وايي، كه څه وركړې راضي او خوشحالېږي، غوسه كېږي نه او نه نيوكه كوي. درېيم د لګښت ځاى يې (( معتر)) دى. معتر هغه دى، چې په انسان پسې ورځي او غوښتنه كوي او ډېر ځل په وركړه نه خوشحالېږي او نيوكه هم كوي. له دې آيته او د همدې سورت له 28 آيته ښه ګټنه كېږي، چې په حج كې د قربانۍ پر مانيز اړخ سربېره، لازم دي، چې د قربانۍ غوښه په لازم ځای کې ولګول شي او هم حاجي او هم اړمن ترې ګټنه وكړي او مسلمانان جواز نلري، چې په منی كې د قربانۍ غوښه پر ځمكه غورځولې پرېږدي، چې ورسته يا تر خاورو لاندې شي، كه په هغه هېواد كې اړمن پيدا نشو بايد نورو هېوادونو ته ولېږدول شي، چې په لازم ځای کې ولګول شي[20].

لَنْ يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِنْ يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنْكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۷﴾ = هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه الله ته نه وررسي؛ خو (دا) ستاسې تقوا او پاكي ده، چې وررسي؛همداسې یې درته اېل كړي،چې د لارښوونې (په مننه كې) یې په ستريا ياد كړئ او نېكانو ته زېرى وركړه.  

 37_ د قربانۍ فلسفه: دا آيت، ددې پوښتنې ځواب دى، چې ايا خداى قربانۍ ته څه اړتيا لري او له آره د قربانۍ فلسفه څه ده؟ دا آيت وايي، چې خداى هډو د حاجيانو قربانيو ته اړتيا نه لري؛ بلكې موخه داده، چې حاجيان د تقوا د درجو په وهلو، د يو بشپړ انسان په بهير كې شي او ورځ تر بلې خداى ته ورنژدې شي. ټول عبادتونه انسانانو ته د روزنې ټولګي دي. قرباني له اړمنو سره د لاسنيوي، سرښندنې او تېرېدنې لوست ورښيي او د خداى په لار كې شهادت ته چمتو والى ورزده كوي. دې ته په پامنيوي، چې له وينې ګټنه كړاى نشو، دا تعبير، چې وينه یې هم خداى ته نه ورسي، په ظاهره د جاهلي عربو کړو وړو ته اشاره ده، چې كله به يې كوم څاروى قرباني كاوه، وينه به يې پر بوتانو او كله به يې د كعبې پر وره يا دېوالونو شيندله او ځينې ناخبر مسلمانان هم لېوال ول، چې په دې خرافي كړلار كې ورپسې ورشي. دا آيت رانازل شو او منع يې كړل. په خواشینۍ، چې اوس هم په ځينو ځايونو كې دا جاهلي دود شته، كه د كوم كور جوړولو ته قرباني وكړي؛ نو وينه يې پر چهت يا دېوال شيندي او ان د ځينو جوماتونو په جوړولو كې دا خرافي كړه وړه هم كوي او وينه يې پر جومات شيندي، چې د ناولتیا لامل يې ګرځي[21].

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ = پر هغوى چې جګړه تپل شوې، د جهاد اجازه وركړه شوې ده؛ ځكه تېرى پرې شوى او البته خدای یې پر بریمنېدو وسمن دی.

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۴۰﴾ = هماغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يوازې (له دې لامله) شړل شوي،چې وايي: ((الله مو پالونکی دى!)) او كه الله په ځينو خلکو د نورو مخه نه نيواى؛ نو صومعې، كليساوې، كنيسې او جوماتونه به ټول نړول شوي واى، چې د الله نامه پکې ډېره يادېږي او الله هرومرو له هغه سره مرسته كوي، چې د ده (له دين) سره مرسته وكړي، بېشكه چې الله ځواکمن ناماتى دى.

 39 او 40: د جهاد د تشريع فلسفه: په دې آيتونو كې د جهاد د فلسفې دوو مهمو برخو ته اشاره شوې ده: ړومبى، د ظالم پر وړاندې د مظلوم جهاد، چې جوت فطري او عقلي حق یې دى، چې ظلم ته غاړه كېنږدي، پاڅي وسله وكاروي، ظالم پر خپل ځاى كېنوي او ناولي لاسونه يې له خپلو حقوقو لنډ كړي. بل جهاد د هغو طاغوتيانو پر وړاندې دى، چې له زړونو د خداى يادولو او هغو عبادتځايونو د ړنګولو هوډ لري، چې اندونه راويښوي. ددې ډلې پر وړاندې هم بايد پاڅون وشي، چې له خاطرو الهي ياد و نه ايستاى شي او خلك د ځان مريان كړي. دا ټكى هم پاموړ دى، چې د جوماتونو او معابدو ړنګول، يوازې دا نه دي، چې په تخريبي وزليو يې ويجاړ كړي؛ بلكې ځينې وخت شونې ده ناسیده یا غير مستقيم دودونه وكاروي او دومره ناسالمې او چټي بوختياوې چمتو كړي يا ناوړه تبليغات وكړي، چې ولسي پرګنۍ له عبادتځايونو او جوماتونو زړه توري شي او دا مراكز پر كنډرو واوړي؛ نو ځكه دا هغوى ته خورا څرګند ځواب دى، چې وايي ولې اسلام مسلمانانو ته اجازه وركړې، چې خپلو موخو ته د وررسېدو لپاره وسله وكاروي او ولې اسلامي موخې په منطق نه پلې كېږي؟ ايا هغه ظالم يوازې په خبره اړولاى شو، چې خلك د حق ويلو په ګناه، له خپل كور او كلي شړي، هستي او شتمني يې اخلي او هېڅ قانون او سول- منطق ته غاړه نږدي؟! په هر حال، كه ذهني نظريات يوې خواته كړو او په انساني ټولنو كې شته واقعياتو ته ووينو؛ نو و به منو، چې په ځينو ځايونو كې بې له وسلې او زور كارونې بله څه چاره نشته، چې دا هم د منطق بېوسي نه ده؛ بلكې راښيي، چې ظالمان د سم منطق اورېدو ته څه چمتوالى نه لري. بېشكه په هرځاى كې، چې منطق اغېزمن وي؛ نو يې د ړومبيتوب حق دى[22].

الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ﴿۴۱﴾ = دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده.

 41_ د صالحانو د واكمنۍ دود: دا آيت د خداى د هغو يارانو په هکله تفسير دى، چې په وړاندې آيت كې د مرستې ژمنه وركړل شوې وه: تر واكمنۍ روسته، پر يو نوي طاغوت نه اوړي، له خداى سره يې اړيكه ټنيګه او له خلكو سره هم؛ ځكه نمونځ له خالق سره د تړاو نښه ده او زكات؛ له خلكو سره د تړاو يو رمز دى او پر نېكيو امر او له بديو منع د روغ رمټې ټولنې د جوړولو بنسټيزې ستنې شمېرل كېږي او ددې وګړيو پېژندنې ته همدا څلور ځانګړنې بسيا دي او تر سيوري لاندې يې نور عبادات، نېک كړه وړه او د يوې ايماني او پرمخیونې ټولنې ځانګړنې چمتو كېږي. په ځينو اسلامي رواياتو كې، دا آيت په حضرت امام مهدي او يارانو يې يا عمومي آل محمد (ص) تفسير شوى دى؛ لكه چې له امام باقر (رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( دا آيت آل محمد، مهدي او يارانو ته يې دى. خداى يې د ځمكې لر و بر په واكمنۍ كې راوړي، دين يې بريالى كوي، په مهدي او يارانو يې باطل بدعتونه له منځه وړي؛ لكه څنګه چې بدمرغۍ یا شقاوت او كینې حق مړ كړى و، د ظلم نښه به نه ليدل كېږي او پر نېكيو امر او له بديو منع كوي))؛ البته دا احاديث څرګند مصداقونه بيانوي او د آيت مفهوم ټول مؤمن، مجاهد او مبارز وګړي رانغاړي[23].

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿۴۶﴾ =    ايا په ځمكه کې نه ګرځي، چې زړونه يې پر حقيقت پوهېدونكي او غوږونه يې (د حق د اواز) اورېدونكي شوي واى؟! ځكه (ظاهري) سترګې نه دي، چې ړندېږي؛ بلكې په سينو كې پراته زړونه ړندېږي.  

46_ د انسان باطني ادراكات: په دې آيت كې د انسان د ادراكاتو ټولګه ((قلب)) (عقل) او (( آذَانٌ )) (غوږونه) ښوول شوي او دې ته اشاره ده، چې پر حقايقو د پوهېدو او درك لپاره تر دوو لارو ډېرې نشته: يا انسان بايد له دننه څه خوټارى ولري او چارې پخپله وڅېړي يا د مينه ناكو ناصحانو، د لارښوونكيو، الهي پېغمبرانو او د حق مېړنو خبرو ته غوږ شي يا په دواړو لارو حقايقو ته ورسي[24]. بل ټكى داچې قرآن وايي: ((ډېر داسې كسان شته چې سترګورې سترګې او اورېدونكي غوږونه لري؛ خو په واقع كې ړانده او كاڼه دي)). په حقيقت كې هغوى چې ظاهري سترګې له لاسه وركوي، ړانده نه دي او كله يې تر ټولو د زړونو سترګې سترګورې وي. واقعي ړانده هغوى دي، چې د زړونو سترګې يې ړندې شوې وي او حقيقت نه درك كوي. له پېغمبر اكرم (ص) نه په يوه روايت كې لولو: (( خورا ناوړه ړوندتوب، د زړه ړوندتوب دى)) همدغسې وايي: ((چې خداى له كوم بنده سره نېكي كوي، د زړه سترګې يې پرانځي، چې پټ څيزونه پرې وويني))[25].

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ ﴿۴۷﴾ = او په بيړه عذاب درنه غواړي، سره له دې، چې الله هېڅكله بې لوزي نه كوي او په حقيقت كې ستا د پالونكي په نزد (د قيامت) يوه ورځ ستاسې په حساب (د دنيا) له زرو كلونو سره برابره ده. 

47_ الهي حلم او زغم: مفسرانو د (( وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ )) په تفسير كې ډول ډول خبرې كړي؛ خو دا سمه په نظر رسي، چې خداى ته یوه ورځ او زر كاله يو شان او برابر دي او كه خداى د مشركانو په عذاب غوښتنې پسې سملاسي يې په عذاب كړي يا داچې زر كاله مهلت وركړي او بيا يې عذاب كړي؛ نو ورته يو شان ده او توپير نه لري او په پايله كې به پر الهي عذاب اخته شي؛ ځكه خداى كله هم له خپلې ژمنې نه اوړي[26]. په حقيقت كې دا آيت د خداى د ((حلم)) د صفت بيانوونكى دى[27]؛ ځكه حلم د مهلت وركولو او د ګناه د سزا د ځنډولو پر مانا ده[28]. بلخوا هغه بيړه كوي، چې ډارېږي، فرصت يې له لاسه ووځي او شونتياوې يې پاى مومي؛ خو هغه خداى، چې له ازله تر ابده پر هر څه وسمن او لاسبرى و او دى، بيړه ورته او څار نه ده او تل خپلې ژمنې ترسره كولاى شي[29].

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنْسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۲﴾ =  موږ چې تر تا مخكې هر استازى او نبي لېږلى؛ خو چې كله يې هيله كوله (چې د خپلو الهي موخو د پر مخ وړلو لپاره کومه طرح جوړه كړي؛ نو) شيطان پكې (ټکې) اچولې؛ خو الله د شيطان اچولې (ټکې) له منځه وړي، بيا خپل آيتونه ټينګوي او الله پوه حکيم دى.

52_ د رسول او نبي توپير: د (( وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ )) له غونډلې ښه ګټنه كېږي، چې د (( رسول)) او (( نبي)) ترمنځ توپير شته. په دې هكله ډېرې خبرې شوي؛ خو دا ډېره مناسبه برېښي ، چې رسول هغه پېغمبر ته ويل كېږي، چې د خپل دين تبليغ او بلنې ته مؤظف وي او لكه چې د رسولانو په ژوند ليك كې وينو، په دې لار كې يې له هر ډول هڅې درېغ كړى نه دى او ډول ډول ستونزې يې زغملي؛ خو (( نبي)) لكه چې له آريزې مادې يې څرګنده ده، هغه دى چې خلك له الهي وحې خبروي، كه څه په پراخ تبليغ يې مؤظف نه دى. نبي په رښتینه – واقع كې هغه طبيب ته ورته دى، چې ناروغان ورځي او درملنه او درمل ترې غواړي. د رسولانو او پېغمبرانو شرايطو سره توپير درلود او هر يو بېل بېل ماموريت درلود[30]؛ البته ځينې ستر مفسران د اهلبيتو د امامانو له رواياتو په لاسوند، پردې اند دي، چې ((رسول)) هغه دى، چې الهي وحې پرې رانازلېږي او پرښته ويني او خبرې ورسره كوي؛ خو ((نبي)) هغه دى، چې خوب ويني او په خوب كې وحې ورته كېږي[31].

52_ د پېغمبرانو په موخو كې د شيطان القائات او اچونې: په تفاسيرو كې ددې آيت په اړه ډول ډول خبرې شوي، تردې چې ځينې خبرې د پېغمبر اكرم (ص) د معصومیت له مقام سره (چې په غوڅو دلايلو جوت شوى دى) بيخي په ټكر كې دي. علامه طباطبايي د (( تَمَنَّى)) د لفظي مانا په پامنيوي، آيت په دوو بڼو تفسير كړى. لومړى داچې كه ((تَمَنَّى)) د زړګنۍ هيلې پر مانا وي. د آيت مانا داسې ده: موږ، چې درنه مخكې هر نبي او رسول لېږلى؛ خو هيله یې كوله، چې د خداى دين پرمختګ وكړي او خلك پرې ايمان راوړي، شيطان يې په دې بڼه په هيلو كې لاسوهنه كوله، خلكو ته يې د هغه د دين په اړه وسوسه كوله او ظالمان يې د هغه پر ضد راپارول او فاسدان يې غولول او په دې توګه يې پېغمبر نهيلاوه؛ خو خداى په پايله كې شيطاني تصرفات، ټکې او خلل له منځه وړه او خپل آيتونه يې تينګول او د خپل پېغمبر هڅې يې پايلې ته رسولې. د ((تمنى)) دويمه مانا ((لوستل)) دي؛ نو ځكه د آيت مانا داسې ده: چې تر تا وړاندې مو هر پېغمبر لېږلى، چې كله يې خلكو ته د خداى آيتونه لوستل؛ نو شيطان يې په زړونو كې بې لاروونكي شبهې او ټكې اچولې او وسوسه كول يې، چې پر خداى يې له ايمان راوړو واړوي؛ خو خداى، شيطاني ټكې باطلولې او خپل پېغمبر يې د وسوسو په ردلو لاسبراوه يا يې كومه نښه ورلېږله، چې رد یې كړي[32]. يادونې وړ ده، چې حاضره ژباړه، د ړومبۍ مانا له مخې ده. (په دې هکله د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ : علامه عسکري، نقش ایمه در احیای دین، لومړی ټوک، لومړي لس درسونه)

الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۵۶﴾ = پر هغه ورځ واكمني يوازې د الله ده او ترمنځ يې پرېكړه كوي؛ خو نېکچاري مؤمنان به له نعمتونو په ډکو جنتونو كې وي .

56_ په قيامت كې د خداى واكمني: پام مو وي، چې د خداى واكمني، يوازې د قيامت په ورځې پورې ځانګړې نه ده؛ بلكې نن او همېش خداى مطلق واكمن دى. داچې په نړۍ كې نور مالكان او واكمن شته (چې البته د واكمنۍ ټغر يې ډېر محدود او كمزورى دى او ظاهري اړخ لري)؛ نو شونې ده دا چار دا فكر راولاړ كړي، چې بې له خدايه بل واكمن او مالك شته؛ خو په قيامت كې دا حقيقت پوره څرګندېږي، چې يوازې خداى واكمن او مالك دى. په بله وينا، دوه ډوله حاكميت او مالكيت شته: حقيقي حاكميت، چې پر مخلوق د خالق حاكميت دى او بل د خلكو ترمنځ معمول اعتباري او قراردادي حاكميت. په نړۍ كې دواړه مالكيتونه شته؛ خو په آخرت كې، د قرار دادي او اعتباري واكمنۍ ټغر راټولېږي او يوازې د هستۍ د خالق حقيقي واكمني پاتېږي[33].

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۵۸﴾ = او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى، بيا وژل شوي يا په طبيعي مرګ ومري (؛ نو) الله غوره روزي وركوي او بېشكه يوازې الله غوره روزي وركوونكى دى.  

58_ د خداى په لار كې مرګ د شهادت په څېر دى: ځينو مفسرانو، دې آيت ته يوشان نزول راوړى، چې لنډيز يې دا دى، چې مدينې ته مهاجرين راغلل، ځينې يې په پنځیز – طبيعي مرګ له نړۍ ولاړل او ځينې يې شهيدان شول. په دې وخت كې، يوه ډله شهيدانو ته په ګرد سره فضايلو او ځانګړنو قايله شوه. دا آيت رانازل شو او دواړه يې په غوره الهي نعمتونو كې رانغاړلي وښوول. ځينو مفسرانو له دې تعبيره داسې پايله اخستې، چې مهمه، د خداى په لار كې ساه وركول دي، كه په شهادت وي که پنځیز مرګ. څوك چې د خداى لپاره او د خداى په لار كې ومري، د شهيدانو په ثواب كې رانغاړېږي[34]. له اميرالمؤمنين علي (ك) روايت شوى: (( ….. چې تاسې هر يو په خپله بستره كې ومرئ؛ خو چې د خداى، پېغمبر او نبوي كورنۍ حق مو پېژندلى وي؛ نو شهيد مړ شوئ او بدله يې له خداى سره ده او د خپل نيت له مخې، د نېكو كړنو ثواب دركول كېږي او نيت يې د تېرې تورې د را ايستو په څېر دى[35])) ددې ټكي يادونه اړينه ده، چې د خداى په لار كې هجرت، پراخه مانا لري او ټول هغه كسان پكې رانغاړېږي، چې د خداى په لار كې هجرت كوي؛ لكه د صدر اسلام مهاجرين يا هغوى چې حج ته ځي. همداراز هغوى چې د ديني علومو زده كړې يا ددين تبليغ يا پر نېكيو امر او له بديو منع ته او د كافرانو او اشرارو د لرې كولو لپاره له خپل ټاټوبي ووځي، په دې آيت كې رانغاړېږي[36].

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۶۱﴾ = دا (د الهي بريا ژمنه) ددې لپاره ده (چې هغه پر هر څه لاسبر دى، يوازې هماغه) الله دى، چې شپه په ورځ او ورځ په شپه كې ورننباسي او [پوه شه چې] الله اورېدونكى (او) ليدونكى دى .

۶۱_ د شپې او ورځې سوكه سوكه او سنجول شوې اوړېدنې: (( يُولِجُ )) د (( ايلاج)) له مادې په آر كې له (( ولُوج)) د ننووتو پر مانا ده. دا تعبير د كال په بېلابېلو څپركيو كې د شپې او ورځې سوكه سوكه او سنجول شوې اوړېدنو ته اشاره ده، چې له يوې كمېږي او پر بل ورزياتېږي؛ داسې يو پايښتى او سنجول شوى غونډال، چې له ميليونونو كلونو راهيسې په چلن كې دى. دا احتمال هم شته، چې دا تعبير لمر خاته او لمر پرېواته ته اشاره وي، چې د ځمكني چاپېريال د هوا د ځانګړو شرايطو په پار په ناڅاپي بڼه ترسره کېږي؛ بلكې د ګهيځ په پيل، د لمر وړانګې د هوا په پاسنيو پوړيو لګي او ورو ورو كوزنيو پوړيوته لېږدول كېږي؛ ته وا ورځ سوكه سوكه په شپه كې ورننوځي او د رڼا لښكر د تيارو پر لښكر لاسبرېږي او اپوټه، په لمر پرېواته كې، رڼا لومړى د هوا له كورنۍ پوړۍ راټولېږي او لږه تياره كېږي او سوكه سوكه له پاسنيو پوړيو د لمر تر روستۍ وړانګې راټولېږي او د تيارې لښكر هر ځاى ايلوي. كه دا موضوع نه واى او د لمر ختل او پرېوتل په يوه شېبه كې واى او له شپې نه ورځې ته او له ورځې نه شپې ته ناڅاپي لېږد، انسانانو ته هم له جسمي او روحي پلوه زيانمن و او هم له ټولنيز پلوه، چې دې چټك او برسريزې ونج – تغيير، ډېرې ستونزې راولاړولې. كېداى شي دا آيت دواړو ونجونو – تغيرونو ته اشاره وي[37].

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ أَنْ تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۶۵﴾ = ايا نه وینې، څه چې په ځمكه كې دي، الله [د ګټې لپاره] درايل كړي او (همداراز) هغه بېړۍ، چې په امر يې په سمندر كې چلېږي او اسمان [ = اجرام او اسماني ډبرې] تموي، هسې نه بې اجازې يې پر ځمکه راپرېوځي؟ په حقيقت كې الله پر خلكو خواخوږى لورين دى.

 65_ د بېړيو ګرځېدل؛ د خداى د لورنې يوه نښه: انسان ته د اسمان او ځمكې د ژویو ايلېدل په دې مانا دي، چې دا يې د انسان د ګټو او كمال په بهير كې ورايښي دي. په ځمكني نعمتونو كې يې په ځانګړي ډول په سمندرونو كې د بېړيو ګرځېدل راګرځېدل ځكه ياد كړي، چې بېړۍ په تېر او اوس كې د انسانانو او وستې – توکیو، د اړيكو او لېږد خورا مهمه وزله ده او تر اوسه يې يوې لېږديزې وزلې هم ځاى نيولى نه دى. كه پوره يوه ورځ په سمندرونو كې بېړۍ ودرېږي؛ نو يو مخې به د انسانانو ژوند ګډوډ شي؛ ځكه د وچې لارې د دومره وزليو او توکیو د ليږد وس نه لري. بيا خداى يو بل ستر نعمت ته اشاره كړې، چې هغه اسمان (كرات او اسماني ډبرې) ساتي، چې بې حكمه يې پر ځمكه ونه غورځي. له يوې خوا يې اسماني كرات په خپل مدار كې پر حركت راوړي، چې له مركزه د تېښتې او مركز ته د ورجذبېدو د قواوو د انډول له مخې يې ترمنځ څه ټكر رانشي. بلخوا د ځمكې تشیال يې داسې پنځولې، چې د لالهاندو او سرګردانو ډبرو غشي پرې و نه لګي، چې اوسېدونكيو ته يې څه خپګان پېښ نشي. هو! دا پر خپلو بندګانو د خداى لورنه ده، چې د ځمكې زانګو يې د خلكو امن او ارامۍ ته او له هر ډول خطره خالي پنځولې، چې نه لالهاندې اسماني ډبرې پرې راوغورځي او نه نور كرات ورسره په ټكر كې شي[38].

لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُسْتَقِيمٍ ﴿۶۷﴾ = موږ هر امت ته یو شريعت (او د عبادت يوه لار) ټاكلې، چې ورباندې روان دي؛ نو نه ښايي په دې کار کې شخړه درسره وكړي! د خپل پالونكي پر لور بلنه كوه؛ (ځكه) چې ته پرسمه لار يې.

 67_ په اسماني اديانو كې د نويو عباداتو فلسفه: په دې آيت كې له ټولو امتونو مطلب، تېر امتونه دي، چې یو په بل پسې تر اسلامي امته رارسېدلي دي؛ نه د رسول الله (ص) د زمانې امتونه؛ لكه عرب، عجم او روم. د ((  فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ)) غونډله مشركان او د پېغمبر (ع) د بلنې نمښتي – منکرین، د هغه د راوړي عبادت په اړه له شخړې منع كوي؛ لكه چې د كتابيانو ځينې كافرانو يا مشركانو، چې ځينې اسلامي عبادات ليدل، چې ورته نوي ول )؛ځكه ورته يې په تېرو اديانو؛ لكه يهودي دين كې ليدلي نه ول(؛ نو له پېغمبر (ص) سره يې شخړه كوله، چې دا عبادت دې له كومه راوړی دی؛ موږ خو يې په څېر په تېرو اديانو كې ليدلى نه دى او ته چې نن ددې عبادت راوړونكى يې، كه په رښتيا پېغمبر يې؛ نو بايد د تېرو اديانو مؤحدينو به پېژانده. خداى يې نيوكه ځوابوي: تېر هر يو امت، ځانګړى عبادت درلود، چې په هماغه بڼه يې خداى نمانځه. د يو امت عبادت بل ته نه لېږدول كېده؛ ځكه خداى په نوي شريعت، پخواني شرايع نسخول او غوره يې ترې راوړی؛ ځكه د روستيو امتونو اندونه تر وړاندېنيو پرمخیوني ول او تر مخكينيو يې د غوره او ښه پوره عباداتو وړتيا او استعداد موندلى و؛ نو له پېغمبر(ص) سره ناندرۍ مو څه مانا نه لري، چې ولې يې عبادت د تېرو امتونو له عباداتو سره ورته نه دى[39].

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَلِكُمُ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۲﴾ = او چې كله زموږ روښانه آيتونه ورولوستل شي (؛ نو) د كافرانو په څېرو كې به د نټې نښې وپېژنې او داسې برېښي، چې همدا اوس به پرهغو كسانو بريد وكړي، چې زموږ آيتونه ورلولي! ورته ووايه :(( ايا تردې له لا ډېر بد څيزه مو خبر كړم؟ (چې) اور دى، چې الله يې له كافرانو سره ژمنه كړې او څومره ناوړه پاى ده !))

 72_ منکر كافران؛ بې منطق او توند خويه دي: كافرانو به د الهي آيتونو د اورېدو پر مهال، د قرآن د ژوندي منطق او خپل جاهلي تعصب ترمنځ ټكر مونده او داچې حق ته يې غاړه نه ايښووله؛ نو بېواكه يې په څېرو كې د نټې نښې راښکارېدې؛ البته موضوع همدلته پاى ته نه رسېده؛ بلكې د سخت ځېل له امله يې د خداى د آيتونو لوستونكي ګواښل. سولیز – منطقي انسان، چې خلاف خبره واوري، په سول – منطق يې ځوابوي. د كافرانو دا ناسم غبرګون، پخپله ښيي، چې دوى په دليل او سول پسې نه ځي او جوتوي، چې يوازې ناپوهي او تعصب پرې واكمن دى. قرآن ددې بې منطقانو پر وړاندې پېغمبر (ص)  ته ډاډ وركوي: (( ووايه: ايا تردې لا له ډېر بد څيز مو خبر كړم؟ هماغه سوځنده اور [= دوزخ]، چې خداى يې له كافرانو سره ژمنه كړې ده…. ))؛  يعنې كه په انګېرنه مو داچې الهي آيات مو له ناسمو اندونو سره همغږي نه دي؛ نو بد دي؛ نو زه تر دې بدتر درښيم، چې هغه الهي دردناك مجازات دي، چې ستاسې د ځېل په پايله كې به مو له غاړې راونيسي[40].

يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿۷۳﴾ = خلكو! يو مثال راوړل كېږي؛ نو غوږ ورته كېږدئ : هغوى چې تاسې يې د “الله” پر ځاى بلئ، هېڅكله يو مچ نشي پنځولای، كه ټول ورته رایوځای هم شي او (دا لا څه) که یو مچ څه ترې وتښتوي؛ نو خلاصولاى يې ترې نشي . (؛ نو) غوښتونکى (طالب = عابد) او هم غوښتل شوی (مطلوب = معبود) دواړه بېوسې دي.

 73: دروغجن معبودان؛ مچ پنځولاى نشي: له امام صادق (رح)  نه په يوه روايت كې راغلي: (( د قريشو د مشركانو دود و، چې د كعبې پر شاوخوا بوتانو يې مشك او عنبر موږل او عاجزي يې ورته كوله… خداى [يې د پوهولو لپاره، چې بوتان د كوم څيز مالكان نه دي] يو شين څلور وزری مچ ورولېږه او پر بوتانو یې پراته مشك و عنبر وخوړل. خداى دا آيت په دې اړه رانازل كړ[41])). شونې ده، چې د آيت ددې غونډلې (= هغوى چې بې له ((الله)) يې بلئ، بيخي يو مچ پنځولاى نشي، كه څه ددې چار لپاره لاسونه سره يو كړي) تر لوست روسته ذهن ته پوښتنه راشي، چې نن انسان د پوهې په مرسته داسې نوېستنې – اختراعات كړي، چې څو ګرايه له مچه اوچت او غوره دي: د لېږد چټكې وزلې او داسې فضايې بېړۍ يې جوړې كړي، چې د سترګو په رپ كې اوږد واټونونه كچوي او داسې برېښنایزو ماغزو نوېستنه يې كړي، چې په يوه شېبه كې پېچلي رياضي معادلې حلوي؛ نو آيا دا آيت د اوسني پېر انسان په اړه هم صادق دى؟ په ځواب كې وايو: بېشكه د عقل دا هېښنده وزلې د بشري صنايعو پر سرباندې پرمختګ يو دليل دى؛ خو دا د يو ژوندي ژوي د پنځون د راز پر وړاندې يو ساده او ناڅيزه چار دى. كوم كتابونه، چې د مچ په څېر د كوچنيو حشرو د فېزيولوژي او بيولوژيكي فعاليتونو په هكله ويينې كوي، که په ځير یې وڅېړو؛ نو وبه وينو، چې د يو مچ د مغزو جوړښت، د اعصابو لړۍ يې او د هاضمې غونډال يې تر يوې خورا پرمختللې الوتكې څو څو ګرايه اوچت دى او له آره ورسره پرتله كېدونى نه دى. تر اوسه پوهانو ته د ژوندي ژویو ژوند، حس، حركت، وده او زوكړه يوه معما ده او ددې ژویو په جوړښت كې، چې كومې ريزه كارۍ شوي، نه حلېدونكي معماوې دي[42].

وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ﴿۷۸﴾ = او د الله په لار كې څنګه چې ښايي هغه شان جهاد وكړئ؛ ده (خپل چار ته) غوره كړي یاست او په دين (اسلام) كې يې څه سختي او دروند كار درباندې ايښى نه دى. د خپل پلار ابراهيم د دود (لاروي وکړئ) خداى تاسې په مخكېنيو كتابونو او په دې اسماني كتاب (قرآن) كې “مسلمانان” ونومولئ، چې (د الله) استازى درباندې شاهد وي او (تاسې) پر خلكو شاهدان اوسئ؛ نو نمونځ وكړئ او زكات وركړئ او له الله سره مو خپلې اړیکې مضبوطې کړئ (چې) دا مو پالندوى دى؛ نو څومره غوره پالندوى او ډېر ښه مرستندوى دى!

 78_ اخلاص؛ د خداى په لار كې د جهاد حق: مفسرانو د ((وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ)) تر تفسير لاندې ويلي، چې دلته جهاد له دښمنانو سره د وسلوالې مبارزې پر مانا نه؛ بلكې لكه څنګه چې له لغوي مفهومه يې ګټنه كېږي، د خداى په لار كې هر ډول هڅې، نېكيو كولو ته زيار ايستل، له سرغړاندو هوسونو او ځاني غوښتنو سره مبارزه ( اكبر جهاد= ستر جهاد) او له ظالمو دښمنانو سره د جګړې (اصغر جهاد= كوچنى جهاد) پر مانا ده. طبرسي په مجمع البيان كې له ډېرى مفسرانو را اخلي، چې د جهاد له حقه منظور، د نيت نږه توب او د خداى لپاره د كړنو كول دي. بېشكه، د ((جهاد حق)) پراخه مانا لري، چې څومره والى، څرنګوالى، ځاى، وخت او نور اړخونه رانغاړي؛ خو داچې له نفس سره په جهاد كې خورا سخت پړاو د اخلاص پړاو دى؛ نو ځكه يې ورباندې ډډه وهلې ده؛ ځكه د انسان په زړه او كړنو كې د غير الهي اندونو او نيتونو نفوذ دومره پټ دى، چې يوازې ځانګړي بندګان ترې بچېداى شي[43].

78_ ابراهيم (ع) ؛ د اسلامي امت پلار: ابراهيم (ع) ځكه د مسلمانانو پلار نومول شوی، چې خداى ته يې غاړه ايښې وه[44]. بلخوا، قرآن يې له خولې وايي: (( چې څوك راپسې راشي؛ نو له ما ځنې دى[45]))  او په دې خبره يې، خپل پلیوني په ځان پسې وتړل او همداراز ترې وايي: (( ما او اولاد مې د بوتانو له نمانځنې بچ كړه[46])). بېشكه له اولاده يې منظور، مسلمانان ول؛ ځكه څه مانا نه لري، چې د خپل ځوځات مشركانو ته دعا وكړي. قرآن هم په دې اړه وايي: (( ابراهيم ته ډېر نژدې (او منسوب) خلك هغوى دي، چې د ده لاروي يې كړې ده او (په هغه وخت كې يې لاروۍ ته با وفا ول، همداراز) دا پېغمبر او هغوى چې ايمان پرې راوړى دى (ابراهيم ته منسوب دي)[47] )). ددې آيتونو له ټوله څرګندېږي، چې ولې قرآن حضرت ابراهيم (ع) د اسلامي امت مانيز پلار او مسلمانان يې د ده مانيزه اولاده ګڼلې ده؛ ځكه نوموړی ړومبى مسلمان و او خپل پلیوني يې (چې مسلمانان ول) خپل اولاد ګڼلى دى.

 

[1] نمونه، 14: 4 مخ.

[2] الميزان، 14: 340 مخ.

[3] نمونه، 14: 7 مخ.

[4] نمونه، 14: 17 مخ.

[5] نمونه، 14: 24 مخ.

[6] نمونه، 14: 22 مخ.

[7] نمونه، 14: 33 مخ.

[8] اطيب البيان، ۹: ۲۷۶ مخ.

[9] نمونه، 14: 46 مخ.

[10] الميزان، 14: 359 مخ.

[11] د ډېرو معلوماتو لپاره د )سراء_44( آيت وګورئ

[12] نمونه، 14: 49 مخ.

[13] نمونه، 14: 62 مخ.

[14] نمونه، 14: 67 مخ.

[15] منشور جاويد، 11: 270 مخ.

[16] نمونه، 14: 70 مخ.

[17] نمونه، 14: 72 مخ.

[18] الميزان، 14: 371 مخ.

[19] نمونه، 14: 95 مخ.

[20] نمونه، 14: 108 مخ.

[21] نمونه، 14: 109 مخ.

[22] نمونه، 14: 119 مخ.

[23] نمونه، 14: 117 مخ.

[24] الميزان، 13: 390 مخ.

[25] نمونه، 14: 130 مخ.

[26] اطيب البيان، 9: 315 مخ.

[27] الميزان، 14: 391 مخ.

[28] مجمع البيان، 20: 93 مخ.

[29] نمونه، 14: 132 مخ.

[30] نمونه، 14: 144 مخ.

[31] الميزان، 14، 393 مخ.

[32] الميزان، 14: 392 مخ.

[33] نمونه، 14: 148 مخ.

[34] نمونه، 14: 150 مخ.

[35] نهج البلاغه، 232 خطبه.

[36] اطيب البيان، 9: 325 مخ.

[37] نمونه، 14: 153 مخ.

[38] نمونه، 14: 159 مخ.

[39] الميزان، 14: 407 مخ.

[40] نمونه، 14: 169 مخ.

[41] الميزان، 14: 416 مخ.

[42] نمونه، 14: 174 مخ.

[43] نمونه، 14: 181 مخ.

[44] البقره_131

[45] )ابراهيم_36

[46] ابراهيم_35

[47]  )آل عمران_68(.الميزان، 14: 414 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!