تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة المعارج د منتخبو آیتونو شرح د معارج سورت ټوليزه منځپانګه د معارج سورت ټوليزه منځپانګه :دې سورت د قيامت ورځ په دردناکو عذابونو ياده کړې،چې کافرانو ته به چمتو وي  (الميزان، 20: 5 مخ) سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ = یو غوښتونكي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة المعارج د منتخبو آیتونو شرح

د معارج سورت ټوليزه منځپانګه

د معارج سورت ټوليزه منځپانګه :دې سورت د قيامت ورځ په دردناکو عذابونو ياده کړې،چې کافرانو ته به چمتو وي  (الميزان، 20: 5 مخ)

سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ = یو غوښتونكي پېښېدونكی عذاب وغوښت.

لِلْكَافِرِينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ ﴿۲﴾ = چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نيولاى نشي.

 1 او 2_ سملاسي د علي (ک) د ولايت منکر ته عذاب: له امام صادق (رح) نه روايت شوى، ((د خم غدير پر ورځ، چې رسول الله (ص) علي (ك) پر خلات منصوب كړ او په اړه يې وويل: (( د چا چې مولا يم؛ نو علي یې هم مولا دى))، بيا دا خبر په ښارونو كې خپور شو. يوه ورځ ((نعمان بن حارث فهري)) رسول الله (ص) ته راغى او ويې ويل: راته دې پردې د شهادت امر وكړ، چې خداى يو دى او ته يې استازى يې، موږ دا چار وكړ. بيا دې راته د جهاد، حج، روژې، نمونځ او زكات سپارښتنه وكړه، دا مو هم ومنل؛ خو په دې راضي نشوې تردې، چې دا ځوان (حضرت علي) دې خپل ځايناستى كړ او و دې ويل؛ د چا چې مولا يم، علي يې هم مولاى دى: نو دا خبره ستا ده يا د خداى له لوري ده؟! پېغمبراکرم (ص) وويل: پر هغه خداى قسم، چې بې له هغه بل معبود نشته، دا د خداى له لوري ده. نعمان مخ واړوه او ويې ويل: خدايه، كه دا ستا له لوري حق خبره وي، له اسمانه يوه ډبره راووروه؛ نو له اسمانه يوه ډبره پرې راولوېده، ويې واژه او دا آيتونه رانازل شول)). (نمونه، 25: 7 مخ.)

تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿۴﴾ = پرښتې او روح [= د الله مقربه پرښته] پر هغه ورځ ورخېژي، چې د پنځوسوو زرو كالو هومره ده،

 4_ د پنځوس زرو كالو هومره ورځ: د پنځوس زرو كالو مانا کړن –  تعبير په دې پار دى، چې د قيامت ورځ د دنيوي كالونو په كچه هومره ده؛ البته دا د ګناهګارانو، ظالمانو او كافرانو په هكله ده. له دې امله پر يو حديث كې لولو، چې پېغمبر (ص) ته وويل شو: دا ورځ څومره اوږده ده؟ ويې ويل: (( پر هغه قسم، چې د محمد ساه يې په لاس كې ده، هغه ورځ مؤمن ته سپكه او اسانه ده؛ په دنيا كې د يوه فرض نمانځه تر كولو اسانه ده)) بايد پام مو وي، چې دا آيت د سجدې سورت له پينځم آيت سره (چې د قيامت ورځ يې زركاله ګڼلې) ټكر نلري؛ ځكه هغه آيت د قيامت له پنځوس تمځايونو يوه ته يې اشاره ده او دا آيت د قيامت ټولې ورځې ته(نمونه، 25: 16 مخ او الميزان، 20: 8 مخ) ؛نو ځكه چا چې څه ډول په دنيا كې عمل كړى، د قيامت په تمځايونو كې به ځنډ شي او په پايله كې هغه، چې په نړۍ كې يې په پرانستې غېږ الهي او امر منل او ستړيا يې نه ننګېرله، د قيامت له تمځايونو به په خوشحالۍ تېر شي او هغه چې الهي او امر يې پر ځان پېټى ګڼل او احياناً له پلي كولو يې سرغړونه كوله، د قيامت له تمځايونو به سخت تېر شي او تېرېدل به ورته خورا اوږده وي. (منشور جاويد، 9: 311 مخ.)

إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا ﴿۱۹﴾ = په رښتيا، انسان حريص او بې حوصلې پيدا شوى دى،

 19_ انسان؛ حريص او بېوسې: خداى په انسان كې ځواكونه، غريزې او ځانګړنې پنځولي، چې په توانیز ډول – بالقوه د بشپړتيا، پرمختګ او نېكمرغۍ وزلې ګڼل كېږي او پخپل ذات كې بدې نه دي؛ خو كه همدا ځانګړنې په انحرافي بهير كې شي او ناوړه ګټنه ترې وشي، د بدمرغۍ، شر او فساد لامل به شي. د بېلګې په توګه، حرص يو ځواک دى، چې انسان ته اجازه نه وركوي، چې ژر له هڅو لاس واخلي او د نعمت په لاس ته راوړو موړ شي. كه دا ځانګړنه د پوهې او روحي كمالونو په بهير كې په كار ولوېږي، بېشكه يې د پرمختګ لاملېږي؛ خو كه د شتمنۍ، شهوت او شهرت په بهير كې وكارېږي، د شر او بدمرغۍ يې لاملېږي. (نمونه، 25: 29 مخ او الميزان، 20: 14 مخ.)

الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ ﴿۲۳﴾ = هغوى چې تل خپل نمونځونه كوي؛

 23_ نمانځه ته پاملرنه؛ د ځان سازو انسانانو اوچته ځانګړنه: نمونځ، د ځان سازو انسانانو ړومبۍ ځانګړنه ده، چې له خداى سره پرې اړيكه ساتي او ددې مانع ګرځي، چې په خپل غفلت، ښاڅمنۍ – غرور او شهواتو كې ډوب او د شيطان او ځاني غوښتنو په منګولو كې راګېر شي. ښكاره ده، چې پر نمانځه له مراومته منظور دا نه دی، چې تل د نمانځه پر حال وي؛ بلكې پر ټاكلي وختونو يې كوي. له آره هر ښه چار هله پر انسان رغنده اغېز غورځوي، چې تداوم ولري. پېغمبر اکرم(ص) په يوه حديث كې وايي: (( مطلب دا دى، كه انسان پر ځان څه نوافل لازموي؛ نو تل دې دوام وركړي)) له امام باقر(رح) نه په يو روايت كې لولو: (( دا آيت، نفلو ته اشاره ده او ۲۹ آيت فرض نمونځونو ته شاره ده.)) (نمونه، 25: 30 مخ.)  په هر حال، خداى د ځان سازو انسانانو ځانګړنې، نمانځه ته يې په پاملرنې پيلوي او د همدې ځانګړنې په يادولو يې پاى ته رسوي او ښيي، چې په دې ځانګړنو كې، نمانځه ته پاملرنه، خورا مهمه ده. (نمونه، 25: 39 مخ)

وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿۲۹﴾ = او هغوى چې (په جنسي چارو كې) پاكلمني دي،

 29_ پاكلمني: قرآن كريم، پاكلمنۍ ته لوړ اهميت وركړى او په اسلامي رواياتو كې هم په ډېرو هېښنده تعبيرونو اوڅار شوى دى. په دې باب امام صادق (رح) وايي: (( خداى د ګېډې او لمن تر عفته په لوړ كوم څيز نمانځل شوى نه دى)) او دليل يې دا دى، چې تر دې سخت كوم چار نشته، چې ګېډه له حرامو خوړو او لمن له ګناهونو وساتل شي. په بل روايت كې لولو، يو تن امام باقر (رح) ته وويل: زه د (مستحبي) چارو په كولو كې كمزورى يم او لږې (مستحبي) روژې نيسم؛ خو هڅه كوم، چې يوازې حلال وخورم او يوازې حلال كوروالى وكړم. امام ورته وويل: ((كوم يو جهاد د ګېډې او لمن تر عفته اوچت دى؟)) له پېغمبراكرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: امت مې ډېر د ګېډې او لمن په بې عفتۍ دوزخي كېږي. همداراز روايت شوى،چې حضرت نبي (ص) هغه ته جنت تضمين كړى، چې خپله ژبه او لمن له حرامو وساتي، له امام صادق (رح) په يو روايت كې لولو: ((… د خلكو د ښځو په اړه عفت ولرئ، چې ښځې مو هم عفت ولري)) همداراز له رواياتو ګټنه كېږي، چې انسان بايد د ناپاكلمنۍ له سريزو هم ډډه وكړي؛ لكه حرام ليدل، نامحرمو ته لاس وركول او….( بحار الانوار، 68: 268 مخ.)

فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ ﴿۴۰﴾ = د ختيځونو او لوېدیځونو پر پالونكي قسم، چې بېشكه موږ وسمن يو،

40_ د ختيځونو او لوېديځونو پالونكى: د قرآن مجيد په آيتونو كې كله مشرق (ختيځ) او مغرب (لويديځ) په مفرد بڼه (بقره_115) ، كله په تثنيه (دوه ختيځه او دوه لويديځه) (رحمٌن_17) او كله (لكه همدا آيت) د جمع په بڼه (ختيځونه او لويديځو نه) راغلي. څرګندنه داچې لمر هره ورځ له نوي ځايه راخېژي او په نوي ځاى كې پرېوځي؛ نو ځكه د كال د ورځو په شمېر، ختيځ او لويديځ لرو. بلخوا، په دې ټولو ختيځ او لويديځ كې، دوه ختيځه او دوه لويديځه ممتاز او ځانګړي دي، چې يو د اوړي په پيل كې (؛يعنې په شمالي مدار كې د لمر ښه راپورته كېدل) او بل د ژمي په پيل كې؛ يعنې په جنوبي مدار كې د لمر ښه راكېوتل (چې يوه ته د راس السرطان مدار او بل ته راس جدى وايي) او داچې دا دواړه پوره مشخص او ټاكل شوي دي، ځانګړې ډډه پرې وهل شوې ده. پردې سربېره، دوه ختيځه او دوه لويديځه هم مشخص دي، چې منځلاري ختيځ او لويديځ هم نومېږي (د پسرلي په لومړيو او د مني په لومړيو كې، چې په ګرده نړۍ كې شپه او ورځ سره برابره وي) چې ځينو په ((رحمٌن_17)) كې ((رب المشرقين و رب المغربين)) اشاره ورته بولي؛ خو چې هلته په مفرد بڼه ياد شوى، مطلب په ټوليز ډول پخپله ختيځ او لويديځ دى. (نمونه، 25: 45 مخ.)

يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ ﴿۴۳﴾ = پر هغه ورځ، چې په منډه له (خپلو قبرونو) راوځي؛ لكه د ډبرينو بوتانو پر لور، چې ورځغلي؛

 43_ ته وا خپلو بوتانو ته ورځغلي: آيت، په قيامت كې د مشركانو وضع انځوروي، چې كله د الهي عدل نياوتون ته ورځغلي؛ نو دا ځغاسته يې د خوشحالۍ يا وير پر ورځ خپلو بوتانو ته له ورځغاستې سره ورته كړې ده؛ خو دا چېرې او هغه چېرې؟! دا په حقيقت كې پر هغوى ملنډې وهل دي، چې په نړۍ كې یې پوچې ګروهې درلودې. (نمونه، 25: 48 مخ.)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!