تبلیغات

د سیرې مانا او ډولونه یې ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً(احزاب/۲۱)–په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي .)) د […]

د سیرې مانا او ډولونه یې

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً(احزاب/۲۱)په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي .))

د پېغمبراکرم(ص) سيرت د پېژندنې یوه زېرمه ده،چې مسلمان باید خپل لید له هغې لارې سم او بشپړ کړي .

یوه لنډه سریزه وایم او هغه دا چې پر موږ مسلمانانو دا د خدای پېرزوینه ده او د نورو ادیانو د لارویانو په پرتله زموږ د مسلمانانو ویاړنه ده،چې یو خوا د پېغمبراکرم ډېری خبرې مو په لاس کې دي او د کاڼي کرښه ده،چې دا خبرې د پېغمبر دي؛یعنې متواتر او ډاډمنې دي، حال دا چې نور ادیان داشان ادعا نشي کړای،چې په غوڅ ډول ووایي،دا جمله د ساري په ډول د حضرت موسی(ع) یا حضرت عیسی(ع) ده،جملې یې ډېرې دي؛خو دومره ډاډمنې نه دي . موږ له خپل پېغمبره متواترې خبرې لرو.

بلخوا زموږ د پېغمبر تاریخ ډېر روښانه او مستند دی . په دې اړخ کې هم د نړۍ نور مشران راسره ګډون نه لري ان د پېغمبراکرم د ژوند دقیقې شېبې په غوڅ ډول زموږ په لاس کې دي،چې د یو چا په هکله هم داسې نه دي . کال، میاشت، د زوکړې ورځ او ان د زوکړې اومه ورځ یې، د شېدو خوړنې پېر یې،هغه پېر،چې په دښته کې يې تېر کړی، تر بلوغ مخکې پېر، له عربستانه بهر سفرونه یې، تر نبوت مخکې يې،چې کومې بوختياوې درلودې،واده یې پر کوم کال و،چې اولادونه یې و،تر خپلې مړینې مخکې یې څومره اولادونه مړه شوي دي،پر کومو کلنو مړه شوي او داسې نور،چې ورپسې د رسالت او بعثت پېر ته رارسي،چې دلته معلومات لاپسې دقیقېږي . دا چې دلته ستره پېښه پېښېږي : لومړی پرې چا ایمان راوړ؟ دویم او درېم څوک ول؟ پلاني پر کوم کال ایمان راووړ؟ کومې خبرې د هغه او نورو ترمنځ وشوې؟ څه کارونه یې وکړل؟څه طریقه یې درلوده؟حال دا چې حضرت عیسی (ع)،چې د شریعت څښتن و او په ټولو سترو پېغمبرانو کې موږ ته نږدې دی، که قرآن هغه نه وای تایید کړی او داچې مسلمانانو د قرآن په حکم ،هغه یو حقیقي الهي پېغمبر نه واى ګڼلی؛نو ناشونې وه،چې حضرت عیسی (ع) په دنیا کې اثبات او تاييد شوی وای . خپله مسیحیان له تاریخي اړخه په زېږدیزه نېټه ګروهه نه لري،چې د ساري په ډول ووايي،د حضرت عیسی (ع) د زوکړې له نیټې ۱۹۷۵( ژباړن : دا کتاب په ۱۹۷۵ کې کښل شوی.) کاله تېر شوي،دا یوه قراردادي خبره ده، نه حقیقي.دا چې د حضرت عیسی له زوکړې ۱۹۷۵ کاله تېر شوي وي دا یوه قراردادي خبره ده او تاریخ یې نه تاييدوي . احتمال لري تر دې نېټې دوه یا درې سوه کاله مخکې یا وروسته زېږېدلی وي . یو جغرافیايي مسیحی،نه ایماني مسیحی،چې پر حضرت عیسی (ع) ایمان هم نه لري وايي: ایا په نړۍ کې مسیح هم و یا داچې یوازې افسانوي شخصیت دی،چې جوړ کړی یې دی؟  د مسیح په وجود شکمنېږي .

 البته دا خبرې موږ ته هسې “اوتې بوتې” دي . قرآن د حضرت عیسی(ع) وجود تایید کړی او داچې موږ پر قرآن ایمان لرو؛نو پر دې مطلب کله هم اړنګ نه کوو.همداراز د حضرت عیسی (ع) حواریون څوک ول؟ انجیل په کوم تاریخ او تر حضرت عیسی څو سوه کاله وروسته د کتاب په بڼه شو؟ څو انجیله ول؟ دا ټول هر څه نا څرګند دي .

خو موږ مسلمانانو ته دا منبع،که د پېغمبراکرم چلن وي یا وینا؛په ډېر څرګند او غوڅ ډول شته . دا هماغه مطلب و،چې ددې ویینې په سریزه کې مې غوښتل،چې ویې وایم .

موږ موظف یو،چې د پېغمبراکرم له ویناوو،چلن،قول او کړ- فعله ګټنه وکړو،چې هم راته لارښود او هم لاسوند- سند دی.

ددې مطلب د توضیح په هکله باید ووایم،چې لومړی ویینه به د ویناوو په هکله وکړم،چې بیا د چلن په هکله هم ویینه وکړم .

 د پېغمبر اکرم  ژورې خبرې

 د مشرانو په خبرو کې ستر څیز دا دی،چې ډېر دقیق ټکي پکې ایښوول شوي،چې خلک پرې پوه شي،په تېره بیا پېغمبر اکرم د خپلو خبرو په هکله وايي:((خدای راته جامع کلمات راکړي دي .)) (امالي شیخ طوسي۹۹،۹۸/۲ )؛يعنې خداى راته داسې ځواک راکړى،چې په يوې وړوکې خبرې کې د نړۍ هومره مطلب ويلاى شم [ او د پښتنو په څرګندنه : سيند په کوزه کې ځايولاى شم.]

ټولو د پېغمبراکرم خبرې واورېدې؛خو ټولو و نه شو کړاى؛لکه څرنګه چې باید وي،هماغسې د آنحضرت د خبرو ژورو ته ورسي؟ کله هم نه . نهه نوي سلنه هم ورته نشو رسېدای . خپله پېغمبراکرم د دې وړاندوینه کړې وه،چې مفهوم یې دی :کومې خبرې چې راڅخه اورﺉ؛نو ضبط او ویې ساتئ او راتلونکي کهول ته یې وسپارﺉ او تر تاسو،چې ممبر ته مې ناست یاست راتلوونکى او ډېر لرې کهول به مې د خبرو په مانا غوره پوه شي .

د شیعه او سني ګډو سندونو د پېغمبراکرم دا حدیث را اخستې دی : ((خدای دې دهغه بنده څېره خوشحاله کړي،چې خبره مې واوري،ثبت یې کړي او هغو ته یې ورسوي،چې له ما یې نه وي اورېدلي .)) آنحضرت بیا وايي: ((فَرُبّ حامل فقه غیر فقه و رب حامل فقه الی من هو افقه منه)). په دې جمله کې ډېری ټکي دي؛یعنی راتلونکي ته اشاره ده. “فقه”؛یعنې ژوره پوهېدل؛خو دلته موخه هغه جمله ده،چې ژوروالی ولري . له “فهم”سره د “فقه” توپیر دا دی،چې “فهم” مطلق پوهېدو ته وايي او “فقه”ژور فهم ته وايي. کله چې “فقه” کلام ته وويل شي؛يعنې هغه خبره،چې ډېر ژوروالی لري. آنحضرت وايي : (( داسې خلک شته،چې د ژورې خبرې وړونکي وي؛خو خپله ژور نه دي .)) تل جملې رانقلوي؛خو خپله د جملې په ژوروالي نه پوهېږي. بیا آنحضرت وايي،داسې خلک شته ،چې جمله،فقهي وړي؛يعنې هغه جمله یې،چې له ما اورېدلې،حفظوي یې،خپله فقیه هم دی؛خو هغه ته یې نقلوي،چې خپله تر ده هم فقیه دی؛يعنې هغه ته یې نقلوي،چې له ده ژور دی او د فکر ژوروالی یې ډېر دی او په هغه څه پوهېږي،چې دا نقل کوونکي پرې نه پوهېږي .

وینو،چې په هره برخه کې دقیقا پېړۍ په پېړۍ د پېغمبراکرم خبرو ته لا ژوروالی موندل شوی دی( نه وایم،چې پیدا کړی یې دی).په لومړۍ او دویمه پېړۍ کې د درېمې پېړې هومره د پېغمبراکرم د خبرو په ژوروالي دومره څوک نه پوهېدل او په درېمه پېړۍ کې د څلورمې پېړۍ هومره او په څلورمه کې د پینځمې پېړۍ هومره څوک د آنحضرت د خبرو په ژوروالي نه پوهېدل . د اسلامي علومو تاریخ دا چار راښيي. که اخلاق ، فقه،معارف او فلسفه ولولئ او عرفان ته وګورئ؛نو وینئ،چې پېغمبراکرم په هره برخه کې،چې څه ویلي،هغه مفسرین،چې په وروسته پېرونو کې راغلي؛نو واقعاً ښه په دې توانېدلي،چې د پېغمبراکرم د خبرې ژوروالي ته ورسي. د رسول اکرم اعجاز په همدې ځای کې دی . که خپله فقه په پام کې ونیسو او د زر کالو وړاندې نابغه په پام کې ونیسو،د ساري په ډول : د رسول اکرم د خبرو د مانا په فهم کې شیخ صدوق،شیخ مفید او شیخ طوسي په پام کې ونیسو،وینو،چې تر شیخ صدوق،شیخ مفید او شیخ طوسي نهه سوه کاله وروسته شیخ مرتضی انصاري په ښه بڼه د رسول اکرم د خبرو شننه کوي . ددې مانا دا ده،چې شیخ مرتضی تر شیخ طوسي ډېر پوهېده؟ نه! د شیخ طوسي تر وخته د شیخ مرتضی انصاري د وخت د پوهې لمن لا پسې پراخه شوې او پوهه مخکې تللې ده او تر زرو کالو پخوا اوس په ښه توګه کړای شي د رسول اکرم د خبرو په ژورو پوه شی . راتلونکې هم دا شان ده،دوه یا درې سوه کاله وروسته به داسې کسان راپیدا شي،چې تر شیخ مرتضي انصاري به لا ژور د رسول اکرم په خبرو پوه شي .

 د پېغمبر اکرم ژور چلن

د رسول اکرم د چلن تفسیر او مخونې ته هم  کټ مټ همدا مطلب دی؛ لکه څرنګه چې د آنحضرت خبره مانا لري او خبره یې یو مانا ته ادا شوې؛نو د پېغمبراکرم چلنونه هم ټول مانا او تفسیر لري او باید ژوره ځېرنه پکې وکړو.

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً(احزاب/۲۱) په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي .))

په تېره بیا هغه تعبیر،چې قرآن یې وايي،چې د پېغمبر په ژوند کې خلکو ته غوره بېلګه ده. پېغمبراکرم هغه مرکز دی، چې موږ ترې باید د خپل ژوند لار راوباسو. څوک دې راشي او د رسول اکرم(ص) ویناوې دې رانقل کړي؛نو دا په یوازې ځان بسیا نه ده.ډېری راویان دي،چې څه نه درک کوي . دا چې راشو د پېغمبراکرم تاریخ رانقل کړو،چې په پلاني ځای کې یې داسې وکړل؛نو دا بسیا نه ده؛بلکې د رسول اکرم د کړووړو تفسیر او مخونه مهمه ده. په پلاني ځای کې آنحضرت داسې چلن کړی و ؟موخه یې څه وه؟ نو؛لکه څرنګه چې د رسول اکرم وینا ژوروالي او تفسیر ته اړتیا لري؛همدا شان چلن یې هم ژوروالي او تفسیر ته اړتیا لري .د ځان په هکله خواشیني يو چې موږ د “اخرالزمان پېغمبر” امتیان يو؛خو که څوک مو وپوښتي؛نه مو د پېغمبراکرم څو خبرې یادې دي او نه یې سیرت .

 د “سيرت” مانا

لومړی به سيرت مانا کړم،چې دا مو نه وي مانا کړى؛نو د رسول اکرم سيرت نشم تفسیرولای .

سيرت په عربۍ کې د “سِیر” له مادی دی . “سیر”؛یعنې تګ،تلل او پر لاره تګ. “سيرت”؛یعنې پر لار د تګ ډول . سيرت د “فِعلة” په وزن دى او “فِعلة” په عربۍ کې ډول راښيي،د ساري په ډول : “جلسه”؛يعنې ناسته او جلسه؛یعنې سبک او د ناستې ډول او دا دقیق ټکی دی .

“سیر” یعنې تلل،چلن؛خو “سيرت”؛یعنې د چلن ډول او سبک،څه چې مهم دي،د پېغمبر اکرم د چلن د سبک پېژندنه ده. هغوی چې سيره کښلې،د پېغمبر اکرم چلن یې کښلی دی .کوم کتابونه،چې موږ د “سيرت” په نامه لرو،سیر دي،سيرت نه دي . د ساري په ډول : د “حلبیه سيرت” سیر دی،سيرت نه ده.نوم یې سيرت ه؛خو په واقع کې سیر دی،په چلن کې د پېغمبر اکرم سبک نه،د پېغمبر اکرم د چلن اسلوب نه، د پېغمبر اکرم میتود نه؛بلکې د پېغمبراکرم چلن پکې کښل شوى .

 سبک پوهنه

د میتود مسئله ډېره مهمه ده.د ساري په ډول : د شعر په هکله وايو،چې “رودکي” ته هم شاعر وایو همداشان “سنايي”،”مولوي”، “فردوسي”،”صایب” او “حافظ” ته هم شاعر وایو. هغه سړی،چې د شعر سبک ته نه وي ننوتى،ټول ورته شعر ښکاري . وايي : شعر،شعر دی او توپیر نه کوي؛خو پوهان پوهېږي،چې بېلابېل سبکونه لري، په هندي سبک کې شعر لرو،د خراسان په سبک شعر لرو او د عرفان په سبک شعر لرو او داسې نور. په شعرپوهنه کې سبک پوهنه مهمه ده. “ملک الشعرای بهار” په سبک پوهنه کې کتاب هم کښلی ،ان په نثر کې هم سبک پوهنه شته او په شعر پورې ځانګړې نه ده. سبک پوهنه بې له شعرپوهنې او نثرپوهنې ده . انسان هغه وخت نثر پېژندلای شي،چې د نثر بېلابېل سبکونه لاس ته راوړي،شعر هغه وخت پېژندلای شي،چې د شعر بېلابېل سبکونه لاس ته راوړي .

هنر ته راځو.هغه چې په هنر نه پوهېږي؛نو یوه ودانۍ ورته یوازې ودانۍ ښکاري،کاشي کاري ورته تشه کاشي کاري ښکاري؛خو هنرمند ته ورشئ،وبه وینئ،چې په نړۍ کې په لس ګونو هنرونه شته او صنعتونه او هنرونه هر یو ځان ته سبک لري . د اسلامي هنر په هکله یو کتاب کښل شوی،چې اسلامي هنر ځانګړی سبک لري .

له دې پورته تفکراتو ته راځو. هغه چې په دې هکله پوه نه وي،ارسطو یو فیلسوف،عالم او اندیال دی،”ابوریحان بیروني” یو عالم او اندیال دی،فرانسیس بیکن یو اندیال عالم دی. استورات میل،دکارت او هګل هم همداشان . بلې ډلې ته ځو،شیخ صدوق یو عالم دی،همدا شان شیخ کلیني،اخوان الصفا او خواجه نصیرالدین طوسي هم هر یو عالمان دي؛ خو په دې اړه پوه سړی پوهېږي،چې د دې علماوو په سبک،میتود او طریقه کې له ځمکې تر اسمانه توپیر دی . د یو عالم سبک استدلالي او قیاسي دی؛يعنې په ټولو مسایلو کې د ارسطو له منطق-سول لاروي کوی،داسې که طب یې په خدمت کې کېږدې؛نو د ارسطويي منطق له لارې طب لاس ته راوړي او که فقه ورته ورکړې؛نو په ارسطويي منطق استدلال کوي،که ادبیات،صرف او نحوه ورته ورکړې،ارسطويي منطق پکې کاروي؛ځکه سبک یې داسې دی،سبک یې تجربي سبک دی؛ لکه د ډېرو نویو علماوو په شان . وايي،د ابوریحان بیروني او بوعلي سينا بلخي د سبک توپیر دا دی،چې د بوعلي سینا سبک ارسطويي منطق دی؛خو د ابوریحان ډېر حسي او تجربي دی،په دې چې دا دواړه هم پېري او دواړه نابغه هم دي،د یو سبک عقلي او د بل نقلي دی. ځینې نور اصلا عقلي سبک نه لري،په ټولو مسایلو کې یې ډاډ یوازې پر منقولاتو دی او بې له منقولاتو په بل څه هم ډاډ نه لري . د ساري په ډول : که مرحوم علامه مجلسي وغواړي طب ولیکي؛نو د منقولاتو له مخې یې لیکي،که سعد (بختورتوب) او نحس (سپېره توب) هم غواړي ولیکي؛بیا هم په منقولاتو استناد کوي . د یوه سبک منقول،د بل معقول،د یو حسي او د بل استدلالي،د نننیو په وینا : د یو دیالکتیکي دی؛يعنې څیزونه په بهير او حرکت کې ویني او د یو سبک ستاتیک دی؛يعنې حرکت اصلا په هستۍ کې ښکېل نه ګڼي؛نو څو ډوله سبکونه شته دی .

اوس چلن ته راځو.په چلنونو کې هم سبکونه شته.سيرت پوهنه یعنې سبک پوهنه.لومړی دا چې یو کلیت (ټوليزواله) لري : د نړۍ  سلاطین په ټولیز ډول د ټولو اړپیچونو-اختلافونو سره سره یو سبک او یوه سيرت او ځانګړې طریقه لري . فیلسوفان هم ځانګړی سبک لري،ریاضت کښي هم ځانګړی سبک لري . پېغمبر اکرم هم ځانګړی سبک لري .

ومې ویل : هنر،شعر او تفکر بېلابېل سبکونه لري، په عمل کې سبکونه بېلابیل دي،دا هغو ته دي،چې سبک لري . ډېری خلک سبک نه لري. ډېر خلک،چې شعر وايي،سبک نه لري،په سبک نه پوهېږي ، ډېری هنرمندان اصلا سبک نه پېژني. ډېری خلک په تفکر کې اصلا سبک او منطق نه لري، یو ځل په عقل استناد کوي او بل ځل په نقل،یو ځل حسي او بل ځل عقلي کېږي . دوی د منطق خاوندان نه دي او ټيټ دي او زه ورسره څه کار نه لرم . په چلن کې هم ډېری خلک سبک نه لري .که راته وویل شي،د چلن سبک دې راوښیه او خپله سيرت دې بیان کړه،طریقه دې بیان کړه،ته د ژوند د ستونزو په هواري کې کومه طریقه کاروې؟ نو ځواب ورته نه لرو.

هر څوک په ژوند کې ځان ته موخه لري،هر څه چې وي،د یوه موخه ستره وي او د بل پرېوتې،د یوه موخه خدای او د بل دنیا وي . په پای کې انسانان هم موخې لري .ځینې اصلاً خپلې موخې ته سبک نه لري،طریقه یې ځان ته نه ده ټاکلې،په طریقې نه پوهېږي؛خو ځینې شته،چې په کوم لار ځي،ورته سبک او طریقه لري . ډېر لږ خلک داسې وي که نه ډېرى خلک بې منطقه دي،بې سبکه دي او پر کړنو یې اړ دوړ واکمن وي .

د پېغمبراکرم سيرت؛یعنې د پېغمبر(ص) سبک،هغه میتود،چې پېغمبراکرم په عمل او طریقه کې خپلو موخو ته کاراوه. زموږ ویینه د پېغمبر(ص) د موخو په اړه نه ده،چې د پېغمبر اکرم موخې موږ ته غوڅې او څرګندې دي؛بلکې د سبک په هکله یې ده؛يعنې هغه طریقه،چې پېغمبر خپلې موخې ته کاروله.د ساري په ډول : آنحضرت(ص) تبیلغ کاوه، د تبیلغ طریقه یې څرنګه وه؟ د تبیلغ سبک یې څرنګه و؟ رسول اکرم په هماغه حال کې،چې مبلغ و او اسلام یې تبیلغاوه،د خپلې ټولنې یو سیاسي مشر هم و. چې مدینې ته راغی؛نو ټولنه یې جوړه کړه،حکومت یې جوړ کړ او خپله د ټولنې مشر و.په ټولنه کې د رسول اکرم د مشرۍ او سمبالنې سبک او میتود څرنګه و؟ رسول اکرم په هماغه حال کې قاضي هم و او په خلکو کې یې ورمند- قضاوت هم کاوه؛نو قضاوت یې پر کوم سبک و؟ رسول اکرم د نورو په شان کورنۍ ژوند درلود،مېرمنې یې درلودې،اولاد یې درلود، په مېرمن پالۍ کې يې سبک څرنګه و؟ له اصحابو او یارانو سره یې معاشرت څرنګه و؟ رسول اکرم سرسخت دښمنان درلودل؛نو له دښمنانو سره یې چلن څرنګه و؟ او نورو په لس ګونو سبکونه،چې باید روښانه شي .

 په چلن کې بېلابېل سبکونه

د ساري په ډول : اساساً د ځینو ټولنیزو او سیاسي مشرانو سبک یوازې زور دی؛يعنې بې له زوره په بل څه ډاډ او ایمان نه لري، دا یې سول- منطق دی . بې له زوره،چې هر څه وي، شاته یې غورځوي؛يعنې هغه سیاست،چې اوسمهال امریکائیان یې په نړۍ کې کاروي،دوی ګروهمن دي،چې ستونزې یوازې په زور هوارېدای شي،بې له زوره هر څه شا ته واچوه. ځینې نور په سیاست او سمبالنه- مدیریت کې تر ټولو ډېر په ټګۍ برګۍ ډاډ لري؛لکه د انګریزانو سیاست .

د بل چا میتود ممکن په رښتیني مانا اخلاق وي او د بل په ظاهره اخلاقي وي . په سیاست کې د حضرت علي (ک) او معاویه بن ابي سفيان د سيرت ترمنځ توپیر په همدې کې و. د هغه وخت ډېری خلکو د معاویه سیاست ته غوراوی ورکاوه او ویل یې،چې سیاست؛یعنې څه چې معاویه بن ابي سفيان کوي،راتلل او حضرت علي (ک) ته یې ویل : ولې هغه لار نه کاروې،چې معاویه یې کاروي،چې کار دې پر مخ ولاړ شي؟ ته یوازې په دې غم کې اوسه،چې کار دې مخې ته ولاړ شي، څه،چې کېږي،هغه به کېږي،په یو ځای کې دې سړی پور واخلي،له دې یې واخلي،بل ته دې ورکړي،ژمنې دې وکړي او بیا دې ترې پر شا شي. پرېږده،چې کار دې مخې ته ولاړ شي،تر ټولو مهم دا دي . تر دې،چې ځینو ته توهم پیدا شو،چې ښايي،حضرت علي (ک) په دې لارو چارو نه پوهېږي او معاویه هوښیار دی او حضرت علي دا هوښیارتیا نه لري، چې حضرت علي په ځواب کې وویل : (( تاسې ولې تېروځئ،پر خداې قسم ،معاویه تر ما هوښیار نه دی،تاسې انګېرئ،چې زه غدر نه کاروم،په لارو چارو یې نه پوهېږم . هغه ټګي برګي کاروي او فسق او فجور کوي،که داسې نه وای،چې د خدای غداري نه خوښېږي؛نو تاسې به هغه وخت لیدلي ول،چې په واقعي مانا(زه هوښیار یم که نه)،چې تاسې معاویه ته هوښیار ویاست؛نو هغه وخت به تاسې لیدلي وه،چې داهیه-هوښیار څوک دی،زه یم که معاویه؟ زه څرنګه په سیاست کې له ټګۍ برګۍ کار واخلم،حال دا چې پوهېږم ټګي برګي او خیانت،فسق او فجور دي او دا فسق او فجور د کفر په حد کې دي او په قیامت کې به هر غدار له یو بېرغ سره محشورېږي،زه کله هم چل نه کاروم .))

دې ته سبک وايي.هغه سبک،چې په زور ډاډ کوي،هغه سبک،چې ځان بې خبره ښيي او ځان په مړو اچوي . یو زوړ سیاستوال و،چې څو کاله مخکې مړ شو او پر دې قضیه مشهور و. زه اوس نه پوهېږم ایا په رښتیا ساده و  که نه؛خو ځینې وايي ځان یې ساده ښووه او لومړى وزیر هم و. یو سترملا یې ونیو،بیا ورپسې ورغلل،چې صېبه ولې مو دا کار کړی؟ ده ورته وویل : دا کار چا کړی؟

ځان په ناپوهۍ،بې خبرۍ او مړو کې وهل، دا هم یو سبک دی او ځینې له دې لارې خپل کارونه پر مخ بیايي.

ځینې په سبک کې لرلیدي- دور اندیشه دي،ځینې غوڅ او ځینې نور یې نه وي .ځینې په سبک کې وګړیز دي؛يعنې په یوازې ځان تصمیم نیسي. ځینې اساسا دې چمتو نه دي،چې په یوازې ځان تصمیم ونیسي،که څه هم مطلب ورته بشپړ روښانه وي؛خو بیا هم په یوازې ځان تصمیم نه نیسي او په تېره بیا دا د پېغمبراکرم په سيرت کې هېښنده ده. د نبوت په مقام کې په هغه مقام کې،چې اصحاب پر رسول اکرم دومره ایمان لري او وايي که راته حکم وکړې،چې ځان په سیند کې واچوو؛نو دا کار به وکړو؛نو آنحضرت(ص) نه غواړي سبک یې وګړیز وي او په مسایلو کې یوازې تصمیم ونیسي؛دا ځکه ددې کار تر ټولو لږ تاوان دا دی چې خپلو اصحابو ته یې شخصیت نه دی ورکړی؛يعنې ددې مطلب دا دی،چې اساساً فکر نه لرئ،پوهه او شعور نه لرئ،یوازې اوزار یاست، زه یوازې حکم کوم او تاسې پرې عمل کوئ؛نو ددې کار لازمه دا ده،که سبا بل هر څوک مشر شو؛نو همدا شان عمل به کوي او وايي به : د مشر لازمه دا ده،چې یوازې مشر فکر او څرګندونه وکړي او بې له مشره نور دې بې ارادې اوزارونه وي او عمل دې کوي .

خو رسول اکرم د نبوت په مقام کې دا شان کار نه کوي . شورا جوړوي، چې اصحابو څه وکړو؟ “بدر” راپېښېږي؛ نو شورا جوړوي،”احد” راپېښېږي؛نو شورا جوړوي او وايي، دوی تر مدینې رارسېدلي، سلا مو څه ده؟ له مدینې بهر ورسره جګړه وکړو که په همدې مدینه کې پاتې شو او په دننه کې خپله وضع مضبوطه کړو،څه موده به کلابند شو،که بریالي نشول؛نو ماته خوړلي به بېرته ستانه شي. د ډېرو پوخمنګو او تجربه کارو تشخیص دا و،چې مصلحت دا دی په مدینه کې پاتې شو.ځوانانو ویل: په مدینه کې پاتې شو او را دې شي او موږ دې کلابند کړي، نه! بهر ځو،هر څرنګه،چې وي، ورسره جنګېږو. تاریخ لیکي : پخپله رسول اکرم مصلحت نه لیده،چې له مدینې ووځي او ویل یې که په مدینه کې پاتې شو؛نو بریا مو ډېره ده؛يعنې اند یې له پوخمنګو او تجربه کارو سره یو و؛خو ویې لیدل،چې اصحاب،چې هماغه ځوانان ول،ویې ویل : نه! رسول الله! له مدینې وځوو او د احد په کنډو کې ورسره جګړه کوو.غونډه پای ته ورسېده،ویې لیدل،چې رسول اکرم وسله راوخسته،راغلل او ورته یې وویل : رسول الله! دا چې تاسې راڅخه نظر وغوښت موږ دا شان نظر ورکړ؛خو په عین حال کې موږ ستاسې تابع يو،که تاسې مصلحت نه وینئ؛نو موږ د خپل نظر پر خلاف په مدینه کې پاتې کېږو. رسول اکرم وویل : (( پېغمبر،چې وسله واغوسته او را بهر شو؛نو سمه نه ده،چې وسله بېرته کېږدي،اوس چې باید بهر ولاړ شو؛نو بهر ځو.))

موخه دا ده،چې دا بېلابېل سبکونه او طریقې دي،چې په بېلابېلو برخو کې دې وڅېړل شي . دا لنډ لړلیکونه ول،چې تاسې ته مې وویل .

عملي ثابت سول – منطق

ومو ویل،چې “سیر”غير له “سيرت” دی . سیر؛ یعنې چلن . هر څوک په نړۍ کې؛لکه څرنګه،چې وینا لري چلن هم لري؛خو سيرت ځانګړي اسلوب یا سبک ته وايي،چې د سبک،اسلوب او سول درلودونکي وګړي یې په خپل سیر کې کاروي . ټول خلک سیر لري؛خو سيرت نه لري؛يعنې دا شان نه ده،چې ټول خلک دې په خپل چلن کې له ځانګړي سوله پلوي وکړي او په خپل چلن کې یو لړ اصول ولري،چې دا اصول یې د چلن کچه وي . دوه جملې هغو ته وایم ،چې له منطق سره اشنايي لري : په اندیز سول کې،ټول خلک فکر کوي؛خو ټول خلک سولیز فکر نه کوي . سولیز فکر کول؛يعنې انسان د “سول- منطق”په نامه یو لړ کچې لري،چې د سول په علم کې څرګند دي او تفکر یې د همدې معیارونو پر بنسټ وي . ډېر لږ دي،چې کله تفکر کوي؛نو دا حساب یې په لاس کې وي،چې تفکر یې له دې کچو سره اړخ ولګوي . همداراز لږ خلک پیدا کېږي،چې چلن یې د سول درلودونکی وي؛يعنې د یو لړ مشخصو معیارونو پر بنسټ وي،چې له دې معیارونو،اصول او دریځونو کله هم نه جلا کېږي که نه د ډېری خلکو چلن سول نه لري او لکه څرنګه،چې فکر یې سول نه لري او اړ دوړ پرې واکمن دی؛نو پر چلن یې هم اړ دوړ واکمن وي .

بل مطلب دا دی،چې ویینه مو نیمګړی پاتې نشي،که کله هم علمي نومونې- اصطلاحات وایم،هڅه کوم،چې لنډ یې ووایم،چې د ډېری لوستونکیو له وضع سره اړخ ولګوي اوځکه یې وایم،چې په نه ویلو کې  يې مطلب نیمګړی پاتې کېږي .

 د منطق وېش

په حکمت او فلسفه کې دا خبره ویل شوې،چې حکمت دوه ډوله دی : نظري او عملي . الهیاتو،ریاضیاتو( ریاضي، هندسه،نجوم،موسیقي) او طبیعياتو( فیزیک،څارويپوهنه،بوټې پوهنې) ته نظري حکمت یا نظري فلسفه وايي او په مقابل کې اخلاقو،سیاست او تدبیر منزل ته عملي حکمت وايي. په سول کې دا شان خبره نه ده شوې؛خو مطلب سم دی؛لکه څرنګه ،چې فلسفه دوه ډوله ده : نظري او عملي منطق؛يعنې د بشر معیارونه هم دوه ډوله دي : نظري معیارونه( هماغه معمولي منطق) او عملي معیارونه . عملي معیارونه هماغه دي،چې د “سيرت” یا طریقې نوم  مو پرې ايښی دی.

 ایا کړای شو په عمل کې ثابت سول ولرو؟

و مې ویل :ځینې وګړي سول درلودونکي وي او ځینې نه . دلته دا مسئله رامخې ته کېږي او په تېره بیا ممکن د ځوانانو پاملرنه دې مطلب ته راماته شي،چې ایا یو انسان کړای شي په عمل کې په ټولو وختونو او ځايو کې یو سول ولري،یو ثابت مظبوط سول،چې ترې وانه وړي؟

موږ د رسول اکرم (ص) په هکله دا شان خبرې کوو،چې آنحضرت(ص) داسې تن و،چې په عمل کې یې سيرت درلوده، طریقه او اسلوب یې درلود،سول یې درلود او زموږ د مسلمانانو دا دنده ده،چې د رسول اکرم سيرت وپېژنو،عملي سول یې راوسپړو؛دا ځکه چې په عمل کې ترې باید ګټنه وکړو.

اوس ،ایا یو انسان کړای شي د عمر له پیله تر پایه یو سول ولري،چې هغه سول ورته آر- اصل او اصالت ولري؟ یا اصلا بشر نشي کړای ثابت سول ولري؛يعنې انسان د وخت او ځاى د شرایطو او د ژوند د شرایطو تابع وي،په تېره بیا د پاټکیزو- طبقاتي دریځونو تابع وي او د ټولن وټیزو-اجتماعي اقتصادي په هر شرایطو کې،چې وي؛نو جبراً له یوه ځانګړي سوله دې لاروي وکړي؟

دا مهمه مسئله ده،چې په نننۍ نړۍ کې نوموتې ده. مارکسیسم پر دې بنسټ دی. مارکسیسم،فکر،ګروهې او ایمان ته د ټولن وټیزو او په تېره بیا د پاټکیز موقعیت پر وړاندې په کوم اصالت قایل نه دی او وايي : اساسا انسان نشي کړای په بېلابېلو شرایطو کې یو شان فکر وکړي او یو سول وکاروي،انسان په خاورين کور او ماڼۍ کې دوه سوله لري،په ماڼۍ کې یو شان او په خاورين کور کې بل شان فکر کوي،ماڼۍ انسان ته یو ډول سول ورکوي او خاورين کور بل شان . یو بې برخې کس،چې ټول عمر تر تېري او زندۍ لاندې و او بېلابېلې بې برخېتوبونه یې لیدلي او لا اوس هم پرې تېرېږي؛نو دا سړي که وغواړو که نه؛نو یو ډول فکر کوي؛يعنې د ژوند وضع یې ورته یو ډول فکر رامنځ ته کوي او وايي، عدالت، مساوات،برابري او آزادي . دا یې واقعاً فکر دی؛ځکه د وضع غوښتنه یې دا ده،چې دا شان فکر وکړي . د همدې کس په وضع کې که بدلون راشي او که دا خاورين مېشتى ماڼۍ مېشتى شي او خاورين کور يې ماڼۍ شي،بهرني شرایط ورته بدلون مومي؛نو په دې بڼه کې فکر يې هم بدلېږي او وايي،چې نه دا خبرې سمې نه دي او د مصلحت غوښتنه بل څه ده، مساوات سمه خبره نه ده،د څه آزادیو مخه دې هم ونیول شي او عدالت هم بل شان تفسیروي؛یعنې د ژوند وضع،چې بدله شوه،ګټې یې بدلې شوې او دا چې انسان نشي کړای له خپلو ګټو تېر شي؛نو فکر یې هم بدلېږي . ددې ښوونځي له مخې، د بشر د فکر د ساعت ستنه داسې جوړه شوې،چې خپلې ګټې یې مقناطیس دى،که ګټې یې په بېوزله پوړ کې وي؛نو هماغه لوري ته ورګرځي او که ګټې یې بدلې شوې او د شتمنو لوري ته شوې؛نو دا ستنه هم که وغواړو که نه،جبراً د شتمن پوړ لوري ته ورګرځي .

 طالب او په لمانځه کې اقتداء

پخوا به موږ ټوکې کولې؛خو اوس وینو،چې ځینو ورته فلسفه جوړه کړې ده او وایي،چې دا ټوکې نه دي او جدي دي . یوه ټوکه وه او هغه دا چې یو طالب به ویل :زه تل په هغه پسې اقتدا کوم،چې پيسې راکړي او لمونځ مې هم سم دی . ورته وویل شول :که څوک پيسې درکړي او ورپسې اقتداء وکړې؛نو په پېسو پسې اقتدا کوې . ویې ویل :څوک چې پيسې رانه کړي،دا مې ګروهه کېږي،چې هغه فاسق دى او که ورپسې لمونځ وکړم؛نو لمونځ مې باطل دی؛خو که پيسې راکړي؛نو ګروهه مې بدلېږي او وایم،چې دا کس عادل دی او ورپسې اقتدا هم کوم او لمونځ مې هم سم دی .ګروهه مې د پېسو تابع ده.

موږ تل دا ټوکه ګڼله، اوس وینو،نه په نړۍ کې دا پخپله یو فلسفه ده او هغه دا چې د بشر د فکر د ساعت ستنه داسې جوړه شوې،چې د خپلو ګټو او مصلحتونو پر خلاف فکر نشي کړای،د تاریخ جبر دی، د اقتصاد جبر دی او بې له دې ورته څه شوني نه دي .

 ددې څرګندونې د نيمګړتيا تاریخې بېلګې

  دا هم یوه خبره ده؛خو ادعا ده او له کوم ځایه پوه شو،چې دا ادعاوې سمې دي که ناسمې؟په عمل کې باید پوه شو. واقعاً راولاړ دې شو او تجربه يې کړو،چې ایا همدا شان دي؟ په وګړیو یې تجربه کړو، چې وګورو د وګړیو وجدان یې واقعاً د خپلو ګټو لوبڅی دی؟ واقعاً بشر دا شان جوړښت لري؟د بشر وجدان تر دې بريده د ګټو لوبڅی دی؟ ایا دا د بشر د سپکاوۍ وروستۍ کچه نه ده؟ سل په سلو کې  دا ضدانساني څرګندونه نه ده؟ ځو او ورپسې ګرځو. انصافاً زه او خدای،چې مطلب دا شان نه دی،چې سول نه لري،ایمان نه لري؛نو د هغوی په شان کې بې شکه همداشان ده؛خو نشو ویلای،چې بشر الزاماً او اجباراً همدا شان دی،دا ځکه په سل ګونو ضد دلایل ورته موندلای شو.

 حضرت علي (ک)

علي الوردي عربي لیکوال دی او مارکسیستي لوهې- تمایلات هم لري. پخپله شیعه دی او پخپل کتاب کې هم شیعي لوهې لري او هم مارکسیستي او سره له دې،چې مذهبي لوهه هم لري؛کله نا کله د مارکسیسم پر ضد هم خبره کوي،وايي : انصاف دا دی،چې حضرت علي پخپل ژوند د مارکس دا آر نقض کړ،چې یو انسان نشي کړای په خاورين کور او ماڼۍ کې یو شان فکر ولري،که وغواړو که نه فکر یې بدلېږي او د فکر د ساعت ستنه یې د ټولنیزې وضع پر لوري څرخي . حضرت علي وښووه،چې دا شان نه ده . دا ځکه موږ حضرت علي په بېلابېلو ټولنیزو پوړونو کې وینو، بېخي په صفري ټکي کې او بیا بېخي په هسکه څوکه کې؛یعنې یوه ورځ حضرت علي (ک) وینو،چې د یو کارګر په څېر مزدوري کوي،ګهیځ له کوره وځي،نيالګي کري او ونې خړوبوي او مزدوري یې اخلي . دلته موږ حضرت علي د کارګر په څېره کې وینو،یو شان فکر کوي . همدا حضرت علي،چې بیا اسلام  پراختیا ومونده [او ډېر مالونه د مسلمانانو لاس ته ورغلل او ان په دې وخت کې هم هماغسې فکر کوي]،چې کله اسلام پراختیا وموندله،اسلامي نړۍ شتمنه شوه او ډېر غنایم ورته راغلل، په دې هم ګروهمن یو،چې په اسلامي نړۍ،چې د شتمنیو دا نېز راغی؛نو د سل ګونو مسلمانانو ایمانونه یې هم له ځان سره پوپناه کړل . موږ په ډېری کسانو ددې آر له اغېزې نمښته-انکار نه کوو؛خو ومو وویل،چې دا د یو ټولیز آر په توګه نه منو. د رسول اکرم ډېر لږ شمېر ياران د بې حساپه شتمنيو او غنيمتونو تر لاسه کولو وروسته،د اسلام د عادلانه ژوند له ليکې واوړېدل؛خو که دا آر سم وای؛العیاذ بالله د رسول اکرم ټول اصحاب کرام په هم همدې لار تللي وای او څومره،چې شتمني او مقام راته؛نو د شتمنۍ او مقامونو دې نېز به ټول له ځان سره ورک کړي ول؛خو موږ ګورو دا ستر نېزونه،چې په څپو شول،ځینې یې بیخي له ځایه ونه خوځول .

حضرت سلمان (رض)

دې مقامونو او شتمنیو،چې حضرت سلمان (رض) له ځایه ونه خوځاوه پر”مداین” واکمن سلمان هماغه د رسول اکرم د وخت سلمان دی. خلیفه،حضرت سلمان د مداین والي وټاکه؛ځکه ایرانی و او مداین هم یو وخت د پخواني ایران پلازمېنه وه او د خلیفه د سیاست غوښتنه هم دا وه،چې له خپلو ایرانیانو ورته یو مسلمان واستوي،چې هغوى له توکمیزه اړخه ونه ډار شي او ونه وايي،چې ولې یې زموږ هم توکمى نه دى رالېږلی.په دې پلازمېنه کې یو وخت خسرو پرویز،یزدګرد او انوشیروان واکمني درلوده،چې په زرګونو مریان او وینځې یې درلودې. د اسلام  د روزل شوي سلمان د کور ټول سامان یوه ګڼده وه،چې خپله یې پر شاه کړه او دا هغه وخت  و، چې مسلمانانو ته تر فتح وروسته ډېری غنایم لاس ته ورغلي ول .

 حضرت ابو‌ذر غفاري (رض)

علي الوردي وايي : د حضرت علي ژوند د مارکس څرګندونه نقض کړه. زه وایم،چې د حضرت سلمان او حضرت ابو‌ذر ژوند هم د مارکس څرګندونه نقض کړه . ايا حضرت ابو‌ذر د حضرت عثمان (رض) د پېر تر نیمې پورې نه و؟ په هماغه وخت کې،چې نورو له خلیفه سل زره دیناره او د سل زرو دینارو انعامونه اخستل او خپل جیبونه یې ډکول او ځان ته یې د مېږو او اسونو رمې او مریان او وینځې اخستې. حضرت ابوذر یوازې “پر نېکيو امر او له بدیو منع” کوله او بې له دې یې بل څه نه درلودل . د حضرت ابوذر ژبه،چې له سلوګونو تېرو تورو تېره وه ویې نشو کړای،چې ژبه یې ټپه کړي . شام ته یې وشړه،بیا هم ونشوه،ښه سم یې وواهه؛خو بیا هم ونشوه.

حضرت عثمان (رض) یو مریى  درلود،د پیسو کڅوړه يې ورکړه او ورته یې وویل :که دا پيسې دې ابوذر ته ورکړې او که قانع دې کړ،چې درنه  يې واخلي؛نو ازاد به دې کړم . غوړ ژبى مریى حضرت ابوذر (رض) ته ورغی او ډېره هڅه یې وکړه،چې کڅوړه ورکړي؛خو ابوذر (رض) ورته وویل : لومړی دې دا روښانه شي،چې دا د څه پيسې دي؟که برخه مې راکوې؛نو د نورو څرنګه؟ که د نورو برخه ورکوي،چې اوس غواړي ماته یې هم راکړي . که د نورو برخه وي؛نو د غلا ده،که زما برخه ده؛نو د نورو برخه کومه  ده؟ که د نورو برخه ورکړي او زما برخه  هم راکړي؛نو منم یې؛خو یوازې ماته یې ولې راکوي؟

چې هر څه یې وکړل ویې نه منله. په پای کې دا مریى له دیني دریمڅې ورننوت او ویې ویل : ایا نه غواړې یو بنده آزاد شي؟ ویې ویل :ولې نه . مريي وویل : زه د حضرت عثمان مریى یم، دا یې راسره شرط کړى که دا پيسې واخلې؛نو آزاد به مې کړي زما آزادۍ ته دا پيسې واخله. ورته یې وویل : ډېر مې زړه غواړي،چې آزاد شې؛خو خواشینې یم که دا پيسې واخلم؛نو ته خو به آزاد شې؛خو زه به د حضرت عثمان بنده شوى يم .

 رسول اکرم (ص)

علي الوردي وايي : د حضرت علي عملي ژوند د مارکس څرګندونه نقض کړه. زه وایم نه یوازې د حضرت علي ژوند؛ بلکې تر هغه مخکې د رسول اکرم ژوند هم دا څرګندونه نقض کړې وه.د ابوطالب د درې وخت رسول اکرم ته وګورﺉ او د مرګ پر مهال رسول اکرم ته وګورﺉ . په ابوطالب دره کې رسول اکرم دی او لږ شمېر اصحاب،چې په دره کې بندیان دي؛اوبه ،ډوډۍ او نورې اړتیاوې نه ورسي او دومره پرې سخته وه او هغه مسلمانانو،چې په پټه مسلمانان شوي ول او په مکه کې اوسېدل،په دره کې یې له ځینو مسلمانانو او په تېره بیا له حضرت علي سره اړیکې نیولې وې او ده ته یې لږ څه خواړه ورکول او دا لږ خواړه یې په شعب کې په ټولو مسلمانانو ویشل . لسمه هجري پېړۍ رارسي او په دې وخت کې د نړۍ حکومتونه پرې شمېري او د رسول اکرم پر وړاندې د خطر احساس کوي .نه یوازې ټول عربي ټاپووزمه یې تر ولکې لاندې ده؛بلکې د نړۍ سیاستوال وړاندوینه کوي،چې ډېر ژر به دا ځواک له دې عربي ټاپووزمې ګردې نړۍ ته خپور شي. په دې حال کې د لسم هجري کال د رسول اکرم او د بعثت د لسم کال د رسول اکرم په روحیه کې هیڅ توپیر نشته،چې د ابوطالب له درې راوته .

د هجرت پر لسم کال د رسول اکرم شهرت نور هم زیات شو،یو عرب یې لیدو ته راځي او غواړي ورسره خبرې وکړي، دا کس دومره د رسول اکرم تر اغېز لاندې راغی،چې ژبه یې بنده شوه،رسول اکرم خپه شو او له مخې سره یې په غېږ کې ونیو،ويې ویل : ((  مه وارخطا کېږه له څه وېرېږې؟ څه چې انګېرې له هغو ظالمو نه یم،زه د هغې ښځې زوى یم، چې پخپله یې اوزه رالوشوله،زه دې لکه د ورور په شان یم،څه چې دې په زړه دي، راته یې ووایه .))

ایا دې وضع،واک،نفوذ،پراختیا او امکاناتو وکړاى شول،چې لږ هم د رسول اکرم په اروا کې بدلون راولي؟ نه! و مې ویل : یوازې رسول اکرم دا شان  نه دی؛بلکې د رسول اکرم او حضرت علي مقام له دې خبرو ډېر پورته دی او باید د حضرت سلمان،حضرت ابوذر،حضرت عمار، حضرت اویس قرني (رضى الله عنهم) او په نورو داسې سل ګونو کسانو پسې ولاړ شو.

 شیخ انصاري

راځئ په شیخ انصاري پسې ولاړ شو، دى ديني مرجع وه . پر کومه ورځ چې مري، د ځوانۍ د منګ د بېوزلي طالب العلم په شان یې توپیر نه و کړی .کور ته یې،چې ولاړل،ویني،بېوزله ژوند يې کاوه . چا ورته وویل : ډېرې پېسی درته ځي راځي،ولې ترې څه نه اخلې؟ ويې یل :څه داسې غټ هنر به مې کړی وي،چې دا کار وکړم . لږ تر لږه زما کار د خرو د وړو راوړو په شان دى،چې له اصفهانه کاشان ته توکي راوړي، ایا دا کسان چې خلک ورته پيسې ورکوي،چې له اصفهانه کاشان ته ورته په خرو مالونه راوړي،کله مو اورېدلي،چې دې خلکو به له دې پیسو سره خیانت کړی وي . زه امانتوال یم او د خلکو په مالونو کې د لاس وهنې حق نه لرم .

د مرجعیت مقام پوټى هم ددې ستر انسان روح تر خپل اغېز لاندې نه دی راوړی .

دا مسئله له کوم ځایه رابرسېره کړو،چې ایا بشر کړای شي په عملي سول کې ثابت او یکنواخت سول ولري؟باید وګړي مطالعه کړو. مارکس تېروتى او مطالعات یې نېمګړي دي، په تېره بيا چې د “په تول پوره” خلکو په هکله یې مطالعه نه درلوده،که دا کار یې کړی وای؛نو دا شان لاپه به یې نه کوله .

دا یو آر دی،چې دا شان کسان هم په نړۍ کې شته ،چې رسول اکرم یې په سر کې دی،چې دوی عملي سول او سيرت لري او د یو لړ معیارونو درلودونکي دي،چې له دې معیارونو سرغړونه نه کوي؛یعنې ټولنیز شرایط،وټیزه-اقتصادي وضع او پاټکیز- طبقاتي موقعیتونه په دې وسمن نه دي،چې دا اصول ترې واخلي .

 برهان او شعر

  په نظري سول کې موږ برهان او شعر لرو.برهان دهغو دلایلو په څېر دی،چې په ریاضیاتو کې مطلب وړاندې کونې ته کارول کېږي . یوه زده کړيال ،چې ریاضیات وايي او د مثلثاتو احکام ورته ويل کېږي،چې د مثلث ټولیزه زاویه له ۱۸۰ درجو سره مساوي ده او ناشونې ده، چې ۱۸۱ یا ۱۷۹ شي او برهان ورته راوړي . د ښوونکي دا واک شته،چې یو ځل برهان راوړي او ووايي : د مثلث زاویې له ۱۸۰ سره مساوي دي او بیا وايي : له ۱۲۰ سره مساوي دي؟ دا اختیار ورسره نشته. نظري عقلي اصول د انسان په اختیار کې نه دي او بشر یې باید تابع وي . که انشټاین هم دې نړۍ ته راوړل شي او د هغه ښوونکي په شان برهان راوړي؛نو زده کوونکي یې غندي،دا ولې؟ ځکه د زور خبره کوي او د زور خبره عقل نه مني . څه چې عقل نه مني؛نو د نړۍ تر ټولو مضبوط کسان یې هم پر خلاف خبرې نشي کړای ؛ځکه دلته خبره د برهان ده.

راځو شعر ته . شعر د موم په څېر د انسان په لاس کې دی . انسان کړای شي هر څه ته د خپلې لوهې له مخې له تشبیه،استعارې او تخیله یو څه جوړ کړي . شعر دی،سول او برهان خو نه دی . د ساري په ډول : شاعر ته وایه د پلاني څیز ستاینه وکړه؛نو ستايي یې،ورته ووایه،چې همدا وغنده؛نو غندي یې.

یو شاعر ته ووایه،چې مسافرت وستایه؛نو وايي هو! مسافرت ښه دی،په ځای په ټپه کېناستل څه مانا لري؟

درخت اګر متحرک بُدی ز جای به جای

نـــــه جــــــور ارّه کشیدی و نه جــفای تبر

 دا ونه ګورﺉ،چې اره کوي يې او پر تبر یې وهي؛دا ځکه ځای پر ځای نو ولاړه ده . که مسافره وه؛نو دا شان به نه وه. ورته ووایه اوس راشه پر عکس یې شعر ووایه،چې پر ځای ناست ښه دی، وايي : تېږه چې پر ځای وي؛نو درنه ښکاري،دې غره ته وګوره، چې پر ځای ولاړ دی؛خو دا باد وینې،چې د چا پروا هم نه ساتي؛ځکه تل په حرکت کې دی . دا ډول شعر ویل؛يعنې په تخیل یو څیز له بل سره تشبیه کول دي . تېروتنه دې ونشي،شعر د تخیل په مانا وایم، زه هر نظم ته شعر نه وایم،منظوم کلام نه وایم، د سول په څرګندنه -اصطلاح شعر وایم؛یعنې په تخیل د مسئلو جوړول . تخیل؛ مقیاس او میزان نه لري .

یو پاچا یو دښمن درلود،په پای کې یې وموند او راځوړند يې کړ او ډېره موده همداسې راځوړند و. څوک یې مرید و او دده په ستاینه کې یې شعر ووایه او په خلکو کې خپور شو او څوک پوه نشو،چې چا ویلی دی،که څه هم بیا جوته شوه،چې دا شعر د چا دی؟ویې ویل: وا وا،په ژوند کې هم سر لوړى اوسېده او په مړینه کې هم تر ټولو پورته يې . چا چې دا راځوړند کړی و، ددې شعر په اورېدو یې وویل :کاش کې زه یې راځوړند کړی وای او دا شعر یې راته ویلی وای .

شعر دی، هر ډول یې ویلای شو.

د وګړیو عملي سول هم همداسې دی .ځینې په عملي سول کې د برهان په څېر کلک او مضبوط دي،له کومو اصولو،چې پلوي کوي؛نو هیڅ واک یې ترې نشي اخستای . زور،تمه،ټولنیز شرایط،وټیزه اوضاع او پاټکیزه وضع ناشوني دي،(چې دا اصول ترې واخلي)،ټینګ اصول د برهاني او ریاضي اصولو په څېر د وګړي په واک کې نه دي،چې بدلون پکې راوړي، د سړي په زړه نه دي او په عاطفې پورې هم تړلي نه دي .

رسول اکرم؛یعنې هغه چې دا شان اصول لري،حضرت علي ؛يعنې  هغه چې دا شان اصول لري،امام حسین؛یعنې داسې کس،چې دا شان اصول لري؛بلکې لارویان یې هم دا شان دي . حضرت سلمان،حضرت ابوذر، حضرت عمار،حضرت مقداد؛یعنې هغوى چې دا شان اصول لري؛خو په ژوند کې د ځینو اصول د شاعر د اندیزو اصولو په شان دي . پيسې ورکړه،فکر یې بدلېږي،ژمنه ورسره وکړه،فکر یې بدلېږي؛ځکه فکر یې مبداء او آر نه لري؛نو یو له غټو مطلبونو،چې موږ باید د پېغمبر اکرم د سيرت په سریزه کې پرې ویینه وکړو،دا ده،چې ایا اصلاً اسلام دا شان دین دی،چې له مخې یې انسان دا شان فطرت او خورزون- خټه لري؛لکه څرنګه چې کړای شي، په نظري سول کې له پولادين سوله لاروي وکړي؛ نو همداراز په عملي سول کې هم کړای شي داسې ځای ته ورسي،چې یو واک یې هم نشي خوځولای .

د ایمان په هکله یې ویلي : (( مؤمن د هغه غره په څېر دی،چې هیڅ څیز او بادونه یې له ځایه نشي خوځولای . ))

دا توند بادونه څه دي؟ بې برخیتوب یو څوک له ځایه خوځوي او بل سوکالي له ځایه خوځوي .

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى‏ حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى‏ وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ(حج/۱۱) او په خلكو كې څوك داسې دى، چې خداى يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې)  لمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همدا چې (دنيا ورته مخه كړي،ګټه او) خير ورته ورسېږي؛ نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره ورته كوم كړاو ورسېږي (؛نو كفرته) مخ اړوي (او په دې توګه) دنيا او اخرت دواړه له لاسه وركوي .))

 د زهد تعریف

حضرت علي (ک) په نهج البلاغه (٤٣٩ حکمت) کې د زهد په کې وايي: (( الزهدُ کلهُ بین کلمتین من القران)) زهد د قرآن په دوو جملو کې بیان شوى(؛یعنې زهد،هسې خوشې د وچسري وګړي په شان کېدل نه دي، زهد د انسان په اروا پورې تړاو لري)، د حدید په سورت کې راغلي : ((لِكَيْلاَ تَأْسَوْا عَلَى‏ مَا فَاتَكُمْ وَلاَ تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ (حدید/۲۳)- دا ځكه څه مو چې له لاسه وركړي، پرې خپه نشئ او څه يې چې دركړي (زړه ورپورې ونه تړئ او) خوشحالي پرې ونه كړئ.)) دا چې داسې پړاو ته ورسېدې؛ که درسره نړۍ وه او که درڅخه واخستل شوه،مه خپه کېږﺉ،د دنیا خپګان دې تاسې وانخلي او که څه نه لرﺉ او دنیا درته مخه کړه، خوشحالي پرې مه کوﺉ . په بله وینا : که ټوله دنیا مو په لاس کې وي او له لاسه مو ولاړه شي؛نو ته هماغه اوسه؛لکه چې څه هم درسره نه ول او که ټوله دنیا هم درکړي،هماغسې اوسه .

حضرت علي (ک) زهد هماغه څیز تعریفوي،چې د مارکس په شان وګړي يې نشي کړای،چې د بشر په هکله انګېرنه وکړي . دوی وايي : ناشوني دي،څنګه چې حضرت علي د زهد تعریف کړى،بشر هماغسې زاهد ووسي؛يعنې بشر دې داسې ستر شخصیت ولري،چې تر پاټکيزو او ګټو هاخوا- مافوق اوسي؛ خو د اسلام دین پر همدې بنسټ دی . د اسلام دین یا په نننۍ څرګندنه-اصطلاح د اسلام “اومانیزم” پر دې بنسټ دی،چې انسان کړای شي،زاهد ووسي؛خو نه هغه زاهد،چې موږ یې وايو؛بلکې هغه زاهد،چې حضرت علي تعریف کړی دی : (( لِكَيْلاَ تَأْسَوْا عَلَى‏ مَا فَاتَكُمْ وَلاَ تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ)) .

نو پایله دا شوه،چې سيرت؛يعنې عملي سول،چې بې له نظري سوله دی او پر ټولن وټیزو شرایطو او بېلابېلو پاټکیزو مقامو سربېره هم، دا شونې ده،چې انسان ثابت سول ولري؛يعنې د اسلام تز دا دی او په اسلام کې رښتینو روزل شویو هم وښووله،چې بشر کړای شي دغسې وي .

 متدولوژي- میتود پوهنه

ومو ویل :په عملي سول کې د نظري سول په څېر سبکونه او میتودونه بېلابېل دي؛يعنې د هوارۍ هغه لارې سره توپیر کوي،چې وګړي یې پلټي. د ساري په ډول : ومو ویل : د یو سول، زور دی،د بل مینه او اخلاق دي، د بل لرلیدي او تدبیر دی، د بل ګړنديتوب او سملاسي تصمیم دی او ځنډ پکې نه کوي،د بل ټګي برګي ده،بل ځان په ناپوهۍ وهي. اوس د خبرو په پایله کې همدومره وایم،چې په نظري سول کې ځینې د قیاس تابع ول،ځینې د حسي او تجربي سول او ځینې نور د شمېرنې تابع ول . قیاسیانو،تجربیان نفې کول او تجربیانو،قیاسیان او وضع په همدې حالت وه .

په اوسني پېر کې یو ښه کار وشو،چې د متدولوژۍ په نامه پوهه رامنځ ته شوه،چې وايي : هغوى،چې “قیاسي میتود” او نور نفي کوي؛نو سخته تېروځي او هغوی چې “تجربي او قیاسي میتود” نفي کوي،تېروځي.هغوى چې نه د دیالکتیک میتود مني او نه استاتیک؛نو دوی هم تېروځي . غټه خبره دا ده،چې انسان خپل ځای وپېژني،چې کوم ځای د قیاسي اسلوب دی،کوم د تجربي او کوم د بل .

دا سریزه مې ځکه وویله،چې په عملي سول کې هم کټ مټ همدا مطلب دی .په نظري سول کې ځینې اسلوبونه په ټولیز ډول پرېښوول شول؛ځکه هغه علمي اسلوب نه ول؛لکه انسان چې په علمي مسایلو کې وغواړي د نورو او ان د مشرانو په خبرو ډاډ وکړي او وايي :دا مطلب خو ارسطو ویلی،چې بې له دې بل څه نه دي او د هیڅ عالم خبره حجت نه ده .

 بختورتوب او سپېره توب

په عملي سول کې هم ډېری سبکونه له بیخه منسوخ دي او اسلام یې هم منسوخ ګڼي. د ساري په ډول : رسول اکرم پخپلو کارونو او میتود کې له سعد (بختورتوب) او نحس (سپېره توب) ګټنه کړې ده؟ دا غټه مسئله ده. را دې شو او د رسول اکرم سيرت له پیله تر پای وګورو،د سني او شیعه ټول کتابونه مطالعه کړو او وګورو،چې رسول اکرم پخپلو کارونو او میتود کې له سعد او نحس ګټنه کړې ده  که نه؟د ساري په ډول : داسې یې ویلي،چې دونۍ- دوشنبه ده او سفر پکې ښه نه دی یا دا چې نن د اختر دیارلسمه ده او که څوک ووت؛نو سټ به یې غوڅ شي.؟ د امامانو په سيرت کې څرنګه؟ موږ کله هم نه وینو،چې رسول اکرم او امامانو په عمل کې له دې خبرو لږه هم ګټنه کړي وي؛بلکي پرعکس یې وینو. په نهج البلاغه کې دي،چې حضرت علي د خوارجو جګړې ته ته،حضرت اشعث بن قیس په منډه راغی او حضرت علي ته یې وویل : امیر المؤمنینه! هیله کوم ،صبر وکړﺉ،مه ځی،په خپلوانو کې مې یو ستورپوه دی،څه ویل غواړي .ورته یې ویل : را دې شي . ستورپوه راغی او ویې ویل : امیر المؤمنینه! زه “ستورپوه” یم او د سعد او نحس د پېژندنې کارپوه یم،پخپلو حسابونو دلته رارسېدلی یم که همدا اوس وخوځېدی او د جګړې پر لوري روان شی؛نو هرومرو به ماتې وخورﺉ او ډېری اصحاب به مړه شي. حضرت علي ورته وویل :که چا تصدیق کړې؛ نو پېغمبر به یې تکذیب کړی وي،دا څه اوتې بوتې وايې؟ ملګرو! (( سیروا علی اسم الله)) وویاست، د خدا په نامه،پر خدای ډاډ او توکل وکړﺉ او وخوځېږﺉ . ددې کس د څرګندونې پر خلاف سملاسي روان شئ .

پوهېږو،چې په یوې جګړه کې هم حضرت علي (ک) ددې جګړې هومره بريمن نشو.

دا حدیث په وسایل کې دی  : عبدالمالک بن اعین،امام صادق ته راغی. عبدالمالک د زُراره ورور دی او خپله هم له سترو راویانو او عالم سړی دى . هغه نجوم لوستي ول؛ځکه یې په دې څیزونو عمل کاوه . لږ لږ یې احساس کړه،چې ځان ته یې سر خوږی جوړ کړی دی . د ساري په ډول : له کوره راوځي،ګوري،چې نن میاشت په عقرب کې ده،که ولاړم شم؛نو دا شان به وشي،بله ورځ ګوري،چې پلانی  ستوری یې مخې ته راووت . دا یې احساس کړه،چې خپلې پښې او لاسونه یې پخپله تړلي دي . یوه ورځ امام صادق ته راغی،ویې ویل : د رسول الله زوىه! په احکامي نجومو اخته شوی یم( که څه هم د ریاضي نجوم بې له احکامي نجومو دي، تېروتنه دې ونشي،دوه ډوله نجوم لرو، د ریاضي نجوم؛يعنې د خسوف او کسوف نجوم او ددې په شان نور،چې د ریاضیاتو له برخې دي او بل احکامي نجوم،چې بې اعتباره دي)، زه په دې هکله کتابونه لرم او لږ لږ دا احساسوم،چې پرې ککړ شوی یم،چې دا کتابونه ونه ګورم؛نو په یو کار کې هم تصمیم نشم نیولای،زما به څه مکلفيت وي؟ امام صادق ورته په حيرانتیا وویل : ته خو مې له اصحابو یې،ته خو مې د روایتونو راوي یې؛خو بیا هم په دې څیزونو عمل کوې؟ هو! د رسول الله زوىه! امام صادق ورته وویل : همدا اوس کور ته ولاړ شه او ټول هغه کتابونه وسوځوه او په یو ټکي یې هم عمل ونه کړې .

په دې برخه کې پر یو لړ روایاتو سربېره،موږ نور روایتونه هم لرو،چې په المیزان تفسیر کې تر دې آیت لاندې ((فِي أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ (فصلت/۱۶) )) ويل شوي دي . له ټولیزو روایاتو،چې له امامانو رارسېدلي،دا مطلب استنباطېږي،چې دا چارې اساساً اغېز نه لري او که لري یې، اغېز یې پر خدای د توکل او پر رسول اکرم او اهلبيتو يې په توسل له منځه ځي؛نو ځکه رښتینی مسلمان په عمل کې ددې چارو څه پروا نه کوي،که په سفر ځي،صدقه دې ورکړي او پر خدای دې توکل وکړي او د خدای په اولیاوو دې توسل وکړي او ددې چارو پروا دې نه ساتي. تر دې ټولو پورته تاسې وینئ،چې د رسول اکرم او امامانو په تاریخ کې داسې یو ځل هم شوي ،چې په دې چارو یې عمل کړی وي؟

سيرت؛یعنې دا شان څیزونه،ایا هغوى په عملي سول کې له داسې چارو ګټنه کړې که نه؟

زموږ په خراسان ولایت کې هم دا شان څیزونه مشهور ول او زموږ استاد خدای مرحوم میرزا علي شیرازي یې جرړه را ایستلې ده. زموږ په ځاى (فریمان) کې دا ډېره خپره وه او ښايي اوس هم وي،چې کې څوک په سفر وځي او لومړى تن،چې مخې ته ورشي،سید وي؛نو نحس دی او په غوڅ ډول دا سړی به له سفره راستون نشي او که بل پردی ورسره مخ شي؛نو دا به بختور سفر وي . په رښتیا هم همداسې ګروهمن ول . مرحوم میرزا علي شیرازي وویل : دا یوه جرړه لري : د عباسیانو په پېر کې به سادات- د رسول اکرم اولاده په پټه ګرځېدل او د چا په کور کې به یې،چې وموندل،له ګرد کور سره به یې وژل . لږ لږ دا فکر په خلکو کې پیدا شو،چې “سید” په دې مانا نحس دی او دا یو سیاسي نحس دی،نه اسماني؛يعنې د هر چا په کور کې به،چې سید- د پېغمبراکرم اولاده پیدا شوه،هغه کور به یې خرابوه. دا سیاسي نحس د خلکو په فکر لږ لږ پر تکویني او اسماني نحس بدل شو. عباسیان هم له منځه ولاړل او ساده ښځو دا وپتیېله،چې سید نحس دی او په تېره بیا په سفر کې .

یو مسلمان دې خپل فکر په دې موهوماتو نه ستړی کوي . توکل د څه لپاره دی؟موږ هم د توکل خبرې کوو او هم د توسل او هم له تورې پیشو وېرېږو. سړی،چې ووايي توکل او په تېره بیا،چې ووايي توسل او ولایت؛نو دا خبرې دې نه کوي . دا خپله یو آر دی : خیانت او ټګي برګي او له وهمونو ګټنه د رسول اکرم په سيرت کې باطله ده.

“سيرت” او د اخلاقو نسبیت

مخکېنۍ ویینه مو دا وه، په بېلابېلو مکاني او زماني شرایطو کې او په بېلابېلو ټولنیزو اوضاعو کې  او په جلا جلا پاټکیزو موقعیتونو کې ایا انسان ته دا شونې ده،چې ثابت عملي سولونه او معیارونه ولري او دا ځکه اړین و،څه مې چې وویل، که بې له دې وي؛نو د قرآن په تعبیر “اسوه” او د بشپړ انسان او امام،مشر او مقتدا ویینې به بېخي مانا نه درلوده.(او داسې به یې ویل) یو انسان ،چې یو زر او څوارلس پېړۍ مخکې  پر ځانګړي سول عمل کاوه،زه خو اوس د هغه په شرایطو کې نه یم او هغه خو زما په شرایطو کې نه و او هر شرایط ځان ته ځانګړی سول غواړي . ددې خبرې مانا دا ده،چې هیڅ انسان نشي کړای بېلګه وسي. ځکه مې تېره ویینه وکړه،چې دا مطلب مې ځوابولی وي او د خدای په مرسته په راتلوونکي ویینه کې به یې لا روښانه کړم؛ځکه زموږ په پېر کې یو مسئله خپره شوې او دا چې سم پرې نه دي پوهېدلي؛نو یو لړ بدې ښوونې یې رامنځ ته کړې دي او هغه د اخلاقو د نسبیت مسئله ده .دا چې څه ښه دي او څه بد،انسان دې څرنګه وي او څرنګه دې نه وي،دا یو نسبي چار دی که مطلق؟ که دا ویینه ډېره نوموتې نه وه؛نو نه مې ویله.

ایا اخلاق نسبي دي؟

ځینې ګروهمن دي،چې په ټولیز ډول اخلاق نسبي دي؛يعنې د اخلاقو ښې او بدې کچې نسبي دي . په بله وینا: انسانتوب نسبي چار دی . د یو څیز د نسبیت مانا دا ده،چې دا څیز په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې بدلېږي . يو څیز په یو وخت او شرایطو کې له اخلاقي اړخه ښه دی او همدا څیز په بل وخت او ځای کې د اخلاقو ضد دی .یو څیز په یو اوضاع او احوال کې انساني دی او همدا څیز په بله اوضاع او احوال کې انساني ضد دی . دا د اخلاقو د نسبیت مانا ده،چې نن ډېره خپره ده.

یو مطلب دی،چې اوس یې اصله مدعا وایم،بیا یې پر شاوخوا رڼا اچوم او هغه دا،چې د اخلاقو لومړني اصول او  د انسانیت لومړني معیارونه هیڅ نسبي نه دي او مطلق دي؛خو ثانویه-دويمني معیارونه نسبي دي او په اسلام کې هم له دې مسئلې سره مخ یو. د نبوي سیرت په هکله،چې کومه ویینه کوم؛نو دامطلب به تدریجي څرګند کړم .

د رسول اکرم په سیرت کې یو لړ اصول وینو،چې دا باطل اصول دي؛ يعنې رسول اکرم پخپل سیرت او طریقه کې پخپل عملي سول کې کله هم له دې طریقو په هیڅ شرایطو کې ګټنه نه ده کړې؛لکه څرنګه،چې نورو امامانو هم له دې اصولو او معیارونو ګټنه نه ده کړې . دا د اسلام له نظره او په ټولو شرایطو،وختونو او ځایونو کې بد دي .

 د مسلمينو پانګه

مسلمانان د بېلګې لپاره پانګې لري او هغه دا چې پېغمبراکرم معصوم-سپين لمنى ګڼي او د معصومیت-سپين لمنتوب پېر یې د رسول اکرم۲۳ کلن پېر دی . دا سمه ده،چې رسول اکرم په ۲۳ کلن پېر کې په بېلابېلو شرایطو کې و،چې په همدې بېلابېلو شرایطو کې د رسول اکرم سيرت راته ډېری زده کړې کوي؛خو د رسول اکرم پر ۲۳ کلن پېر سربېره (د جابر بن ثمرة د حديث له مخې،چې د امت خلفاء دولس تنه دي) ۲۵۰ کاله نور هم لرو؛يعنې په ټولیز ډول ۲۷۳ کاله د معصومیت پېر لرو او د معصوم له سیرې ګټنه کړای شو. د رسول اکرم له بعثته د امام عسکري تر مرګه؛يعنې ۲۶۰ سپوږمیز.له هجرته،چې ۲۶۰ کاله تېر شوي، د غیبت صغری پیل دی،چې عموم (خلک) امام ته لاسرسی نه لري . دا ۲۶۰ کاله او له بعثته تر هجرته هغه ۱۳ کاله ورباندې کړو؛دا ټول د سپين لمنۍ او عصمت پېر دی . په دې ۲۷۳ کالو کې شرایط او اوضاع څو ګرایه بدله شوې او په دې ټولو پېرونو کې معصوم و؛نو موږ په بېلابېلو شرایطو کې کړای شو،سمه طریقه استنباط کړو.

 باطل شوي اصول

الف: د غدر- خیانت اصل

ځینې وصول وینو،چې له رسول اکرمه تر امام عسکري پورې،ټولو باطل کړي دي،پوهېږو چې دا غوڅ معیارونه دي،چې په ټولو شرایطو کې باید نفې شي .

هغوی،چې وايي : اخلاق په مطلق ډول نسبي دي،موږ یې پوښتو: د ساري په ډول : خیانت یو له هغو معیارونو دی،چې ممکن وګړي یې پخپلو سیرو کې وکاروي . د نړۍ ډېری سیاستوال خپلو موخو ته د رسېدو په موخه د خیانت آر کاروي . د ځینو ټول سیاست د خیانت پر بنسټ دی او ځینې یې یوه برخه کاروي؛يعنې وايي : په سیاست کې اخلاق مانا نه لري او باید پرېښوول شي . یو سیاسي سړی لاس ورکوي، ژمنه کوي،قسم خوري او دې ټولو ته تر هغه ژمن دی،چې ګټې یې پکې وي،همدا چې ګټې يې یو لوري ته شوې،بل لوری سملاسي خپله ژمنه ماتوي .

“چرچیل” په هغه کتاب کې،چې د دویمې نړيوالې جګړې د تاریخ په هکله یې کښلی او پر  ایران د متفقینو د برید په اړه وايي : ((که څه هم موږ له ایرانیانو سره تړون کړی و او تړون مو ورسره درلود او د تړون له مخې مو داسې باید نه وای کړی .)) بیا ځان پخپله ځوابوي او وايي:(( خو دا معیارونه،پر تړون وفا کول،په کوچنیو مقیاسونو کې سم چار دي، دوه تنه،چې سره تړون کوي دا سمه ده؛خو په سیاست کې،چې کله د یو ملت د ګټو خبره رامنځ ته کېږي دا خبرې هسې موهومات دي . ما نشو کړای،چې د برتانیا له ګټو سترګې پټې کړم،په دې نامه،چې دا کار د اخلاقو ضد دی او هغه دا چې موږ له یو هېواد سره تړون کړی او ماتول یې د انسانیت د اصولو پر خلاف دي . دا خبرې اساساً په ټولیزو مقیاسونو او په پراخو شعاعو کې سمې نه دي .)) دا هماغه د خیانت آر دی،چې د حضرت علي (ک) مخالف د قاسطينو د جبهې مشر پخپل سیاست کې ترې مطلقاً پلوي کوله .

 بې له رسول اکرم،څه چې حضرت علي د نړۍ له نورو سیاستوالو بېلوي،دا دی،چې هغه پخپله طریقه کې د خیانت له آره لاروي نه کوله، که څه هم په دې بيه وي،چې له لاسه هر څه ووځي او ان خلافت هم . دا ولې؟ دا ځکه وايي : زه ددې اصولو ساتندوی یم،زما د خلافت فلسفه ددې انساني اصولو ساتندويي ده،د صداقت ساتندويي ده، د امانت، وفا او رښتینولۍ ساتندويي ده،زه همدې ته خیلفه یم؛نو دا به څرنګه ناشونې وي،چې دا ټول زه له خلافته بلهار کړم؟! نه یوازې پخپله داسې دی؛ بلکې هغه حکم،چې مالک اشتر ته یې کښلی،دا فلسفه یې پکې څرګنده کړې ده،ورته وايي:(( مالکه! له هر چا سره دې،چې تړون وکړ،ان که له جنګي کافر سره هم وي،هسې نه،چې مات یې کړی،چې هغوی پخپله ژمنه ولاړ وي،ته هم پرې ولاړ اوسه،که هغو ماته کړه نور؛نو تړون نشته .)) قرآن هم وايي : ((اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ-(توبه/۷)؛ نو كه له تاسې سره پر ژمنې ولاړ وو؛ نو تاسې هم ورسره ولاړ وسئ .))

حضرت علي بیا وايي : (( مالکه! له هر چا سره،چې ژمنه کوې، که دې د وینو تږې دښمن وي،کفار،مشرکین او که د اسلام دښمنان وي؛نو تړون ورسره مه ماتوه.)) بیا څرګندوي او وايي : (( ځکه اصلاً د بشر ژوند پر همدې بنسټ دی،که دا مات شي او درانده ونه ګڼل شي؛نو څه به پاتې نشي .))

اوس هغوی،چې وايي،اخلاق په مطلق ډول نسبي دي،زه یې پوښتم: تاسې یو مشر ته،د خیانت آر هم نسبي ګڼئ؟یعنې وایئ : په یو ځای کې دې خیانت وکړي او په بل ځای کې نه،په ځينې شرایطو کې د خیانت آر سم دی او په نورو ځایونو کې نه؟ یا نه،د خیانت آر په مطلق ډول محکوم او غندل شوى دی .

 ب : د تېري آر

د تېري آر څرنګه؟؛یعنې له بريده ورتېرېدل،ان که دښمن هم وي . که دښمن مو مشرک وي او د ګروهې او دین ضد مو وي؛نو کوم بريد پکې نشته؟ (( وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُوا(بقره/۱۹۰) او د خداى په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ،چې له تاسې سره جنګېږي او تېرى مه كوئ .))

 دلته اساساً خبره د کافر ده. له کافرانو او مشرکینو سره،چې جنګېږئ؛نو بريد له لاسه مه ورکوﺉ . دا څه مانا لري،چې بريد له لاسه مه ورکوﺉ؟ دا یې په تفسیرونو کې ویلي او په فقه کې یې هم بیان کړي چې: رسول اکرم تل په جګړو کې دا سپارښتنه کوله او حضرت علي هم ،چې دښمن ټپي شو او د ساري په ډول لاس ونه لري،چې درسره وجنګېږي،ورسره کار مه لرئ . پلاني سپین ږیري په جګړه کې ګډون نه دی کړی ورسره کار مه لرﺉ . ماشومانو سره یې کار مه لرﺉ . اوبه پرې مه بندوﺉ،چې دا کارونه نن ډېر معمول دي .( د ساري په ډول : د زهرجن ګازونو کارول+اتمي وسلې) هغه مهال دا ګازونه نه ول؛خو په هغه وخت کې ددې انساني ضد کارونو مثال د اوبو بندول ول. دا له بريده تېرېدل دي . ان وګورﺉ،چې قرآن په ځانګړي ډول د قریشو د کفارو په هکله څه حکم کوي؟ دوی نه یوازې مشرک،بوت لمانځي او دښمنان ول؛بلکې شل کاله له رسول اکرم سره جنګېدلي هم ول او په دې لار کې یې خپل ټول زور وهلی و. د رسول اکرم تره همدوی وواژه، د پېغمبران خپلوان دوى ووژل،د مکې په پېر کې یې څومره پخپله رسول اکرم،اصحاب او خپلوان یې وکړول، د پېغمبر اکرم غاښ همدوی مات کړ،د پېغمبر اکرم تندی همدوی مات کړ او کوم کارونه یې ونه کړل؛خو په پای کې د مکې د سوبې وار رارسي. مائده وروستى سورت دی،چې پر رسول اکرم نازل شوى . د دښمن پاتې شوني پاتې دي؛خو اوس واک له مسلمانانو سره دی . قرآن کريم وايي :

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى‏ أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى( مایده/۸)‏- مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت ونکړئ؛ عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى . ))

دا کوم آر دی؟(مطلق که نسبي)؟ دا ویلای شو،چې له بريده تېرېدل په یو ځای کې جایز دي؟ نه!

تېری په یو ځای کې هم جایز نه دى . هر څه پوله لري او له هغه بريد هاخوا دې تېری ونشي. په جګړه کې د تېري پوله څه دی؟ پوښتم :له دښمن سره څه ته جنګېږې؟ یو وخت وايي : غواړم زړه مې پرې تش کړم، دا خو په اسلام پورې نه ده تړلې؛خو یو وخت وايي : له دښمن سره جنګېږم،چې د بشریت له لارې خنډ هاخوا کړم . سمه ده .  خنډ،چې دې هاخوا کړ،نور بسیا ده. کوم ښاخ،چې اغزې نه لري؛نو ولې یې اخوا کوې؟! دا د بريد مانا ده.

 ج : د انظلام (تېري ته غاړه ایښوول) او استرحام(دښمن ته سوال او زاري کول) آر :

انظلام او استرحام له هغو اصولو دي،چې رسول اکرم او اوصیاوو یې له دې آره لاروي نه ده کړې . په دې مانا : که په یو ځای کې یې دښمن پیاوړی لیده؛نو دا دوه لارې یې کارولې: یا دا چې استرحام وکړي؛يعنې ورته سرټیټي شي او ورته سوال او زارۍ پیل کړي،چغې او سورې ووهي،چې راباندې ولورېږه؟ کله هم نه! انظلام څرنګه؟؛یعنې ظلم ته غاړه کېږدي . دا هم ناشونې ده.

دا یو لړ اصول دي،چې رسول اکرم،اوصیاوو یې او په اسلام کې روزل شویو کله هم دا اصول نه دي کارولي؛خو یو لړ اصول دي،چې تل یې کارولي ،که څه په نسبي ډول وي . دلته ده،چې په ځینو مواردو کې د نسبیت مسئله نوموتې کېږي .

 د واک آر او د زور کارونې آر

د واک په نامه یو آر لرو او بل آر د زور کارونې دی . د واک- اوکوب آر؛يعنې تکړه توب او تکړه توب ددې لپاره دى،چې دښمن تمه ونه کړي؛نه داچې دښمن پرې تېری وکړي . قرآن وايي:

((وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ(انفال/۶۰) او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګرته) تكړه اسونه(چمتوكړئ)،چې پرې د خداى او خپل  دښمنان ووېروئ .

د پارکالۍ- اقتدار آر،د ځواکمنۍ آر او د ځواکمن توب آر تر دې بريده دي،چې دښمن وېرېږي،چې یرغل ونه کړي . ټولو مفسرینو ویلي، د  “تُرْهِبُونَ” موخه دا ده،چې دښمن ځان ته دا اجازه ورنه کړي،چې یرغل وکړي .

اوس،دا آر یو مطلق آر دی که نسبي؟ اسلام دا آر په ځانګړي وخت کې معتبر ګڼي که په ټولو وختونو کې؟ په ټولو وختونو کې،چې دښمن وي،د واک- قدرت آر هم شته؛خو د واک کارونې په نامه بل آر هم لرو.د واک کارونه بې له واک او تکړه توبه ده او د زور کارونې په مانا ده. اسلام د زور کارونه جایز ګڼي که نه؟ رسول اکرم پخپله سيرت کې زور هم کارولې که نه؟هو! کاراوه یې؛خو په نسبي ډول؛ یعنې په یو ځای کې یې زورکارونې ته هله اجازه ورکوله،چې بله کومه لار به نه وه پاتې.

حضرت علي په نهج البلاغه کې د رسول اکرم په هکله یو جمله لري او د پېغمبر سيرت په یوه برخه کې بیانوي او وايي:(( “طبیبًُ” پېغمبر د خلکو طبیب-ډاکتر و.)) که څه هم څرګنده ده،چې موخه یې د بدن ډاکتري نه وه،چې خلکو ته یې نسخې لیکلې وای؛بلکې موخه یې د اروا او ټولنې ډاکتري ده . (( طبیب دوار بطبه)). په لومړنۍ تشبیه کې،چې يې له ډاکتر سره تشبیه کوي،غواړي ووایي : د رسول اکرم طریقه داسې وه؛لکه یو ډاکتر یې،چې له خپلو ناروغانو سره لري . یو ډاکتر له ناروغ سره څرنګه چلن کوي؟ زړه سوی له هغو ځانګړونو دی، چې ډاکتر یې د ناروغ پر حال کوي . حضرت علي په نهج البلاغه کې وايي : (( هغوى،چې خدای پرې لورنه کړې او پاک پاتې شوي،د ګناه پر ناروغانو دې ولورېږي .))

ګناهکاران د لورنې وړ دي،دا یعنې څه؟ دا چې د لورنې وړ دي؛نو څه ورته ونه وایو؟ که نه، که ناروغ د لورنې وړ وي،په دې مانا،چې کنځل ورته مه کوه او پر وړاندې یې بې پروايي هم مه کوه او درملنه یې وکړه. د رسول اکرم طریقه د معالج ډاکتر په څېر وه؛خو وايي : ډاکتر له ډاکتر سره توپیر لري . موږ پر ځای ناست او ګرځنده ډاکتر لرو. یو ډاکتر د ناروغانو کتنځی لري او که ناروغ ورته راغی؛نو نسخه ورکوي او که څوک رانغی؛نو ورسره کار نه لري . بل ګرځنده ډاکتر وي،په دې قانع نه دی،چې ناروغان ورته راشي،پخپله ناروغانو ته ورځي. رسول اکرم په اخلاقي او مانیزو ناروغانو پسې ته.په ټول ژوند کې يې همدا کار و. “طایف” ته یې سفر څه ته و؟ په مسجد الحرام کې چې په دې او هغې پسې ته،قرآن یې ورته لوسته،دا رامات کړه او بل ته بلنه ورکړه؛نو اساساً دا څه ته ول؟ د حرام په میاشتو کې یې،چې خوندیتوب مونده او د عربو ټبرونه به راتلل،چې د بوتپالۍ د دود له مخې حج وکړي او په “منى” او “عرفات”  او په تېره بیا په “عرفات” کې راټولېدل او رسول اکرم هم له دې فرصته ګټنه کوله او هلته ورته . “ابولهب” به هم ورپسې و او ویل یې: ((خبرو ته یې غوږ کېنږدﺉ،خپل وراره مې دی،خبر یم،چې دروغجن دی-العیاذبالله- لېونی دی،داسې  او هغسې دی.)) خو رسول اکرم به خپل کار کاوه. دا د څه لپاره ول؟ (حضرت علي) وايي : د پېغمبر اکرم طریقه؛لکه د ډاکتر په شان وه؛خو د ګرځنده ډاکتر په څېر، نه د ثابت ډاکتر په شان،چې پر ځای ناست وي؛که څوک راغی او و یې پوښتلم؛نو ځواب به یې ورکړم او که  ویې نه پوښتلو،موږ نور مسوولیت نه لرو.

نه! رسول اکرم خپل مسوولیت له دې خبرو ډېر پورته ګاڼه .په روایتونو کې راغلي :حضرت عیسی (ع) یې ولید،چې د يوې بدلمنې ښځې له کوره راووت،خلکو په حيرانتیا وویل : روح الله! دلته دې څه کول؟ ویې ویل: ((ډاکتر د ناروغ کور ته ځي.)) دا ډېره ستره خبره ده.

حضرت علي وايي: (( طبیبُ دوّار بطبه،قد احکم مراهمه و احمی مواسمه))

حضرت علي د میتودونو او سیرو نسبیت دا شان يادوي . رسول اکرم له خلکو سره په نرمۍ چلن کاوه که په تاوتریخوالي؟ حضرت علي وايي : (( په دواړو طریقو؛خو د هر یو ځای یې پېژانده ،هم یې ملهم درلودل او هم یې میسم – توده اوسپنه درلوده)). میسم؛يعنې د جراحۍ او داغولو آله او اوزار . په یو لاس کې یې ملهم و او په بل کې يې د داغولو اوزار. په یو ځای کې، چې په ملهمو کار کېده؛نو په دې به یې درملنه کوله او که په ملهمو نه کېده؛نو چوپ به نه ته پاتې کېده،چې ډېر ښه،که یو فاسد غړی په ملهمو نه ښه کېږي،باید داغي شي او له دې لارې یې درملنه وشي او په جراحۍ دې غوڅ شي او لرې دې ګوذار شي؛ نو په یو ځای کې یې له زوره او په بل ځای کې یې له نرمۍ کار اخسته او هر یو یې پخپل ځاى کې کارول؛نو د واک آر یو مطلب دی او د زور چارې بل مطلب دی . په اسلام کې آر دا دى : اسلامي ټولنه باید تر ټولو مضبوطه ټولنه وي،چې دښمن ونه کړای شي،سرچینو،پانګو،ځمکو،خلکو او فرهنګ ته یې سترګې خړې کړي .

اوس نو دا نسبي آر نه دی،مطلق آر دی؛خو واک یو نسبي آر دی،چې په یو ځای کې دې وکارول شي او په بل ځای کې نه .

 په ژوند کې د سادګۍ آر او له وېرونې ډډه کول

په ژوند کې سادګي،یو له هغو اصولو ده،چې له یوه اړخه مطلق او له بل اړخه نسبي ده . رسول اکرم ته په ژوند کې د سادګې ټاکنه یو آر و. د رسول اکرم د سیرت او حالاتو په هکله ګڼې سرچینې لرو.موږ د حضرت علي له خولې د رسول اکرم سیرت اورېدلی، د امام صادق،د امامانو او د ګڼو اصحابو له خولې مو د آنحضرت سيرت اورېدلی دى. په دې هکله دوه روایتونه دي،چې تر ټولو اوږده دي،چې راوي يې امام حسن دی، چې له خپل ناسکه ماما یې رانقل کړي دي. لږ به مو اورېدلي وي،چې امام حسن ناسکه ماما درلود،چې “هند بن ابی هاله” نومېده. ده ته رسول اکرم زوى ویلی و او د فاطمې بي بي ناسکه ورور ګڼل کېده؛ یعنې د خدیجې بي بي د مخکېني مېړه زوى و، د حضرت اسامه بن زید په شان ورته آنحضرت زوى ویلی و،چې د اسامه مور زینب بن جحش وه. اسامه کوچنی و او یوازې د رسول اکرم د مدینې پېر یې درک کړی دی؛خو هند مشره و او دیارلس کاله یې په مکه کې هم د رسول اکرم خدمت کړی او د مدینې په لسو کلونو کې هم و او ان د رسول اکرم په کور کې د آنحضرت د زوى په شان و. د رسول اکرم د حالاتو جزیيات يې ویلي او امام حسن رانقل کړي دي .په روایاتو کې دي،چې امام حسن لا ماشوم و،چې هند ته یې وویل : هنده! نیکه مې پېغمبر راته هماغسې راوښيه؛لکه چې لیدلی دې و.هند کوچني امام حسن ته وویل او امام حسن هم کټ مټ همدا نورو ته نقلوي او په روایتونو کې مو شته .که څوک غواړي؛نو دا جملې د المیزان تفسیر په شپږم ټوک کې شته.د رسول اکرم د ژوند ځینې برخې نامتو صحابي حضرت ابوسعید خدري (رض) هم رانقل کړي دي .

یوه غونډله-جمله،چې تقریبا ټولو ویلې،دا ده،چې رسول اکرم په ژوند کې د سادګۍ طریقه ټاکلې وه،په ټولو څیزونو کې،په خوراک، اغوستو،کور،معاشرت او له خلکو سره په چلن کې یې سادګي غوره کړې وه.په ټولو ځانګړونو کې یې د سادګۍ له آر ګټنه کوله او دا د رسول اکرم په ژوند کې یو آر و. وېرول،چې پخپله یوه طریقه ده،رسول اکرم ترې ډډه کوله.د نړی ډېری زورواکي له دې طریقې ګټنه کوي او ځینو خو د وېرې دا طریقه تر دې رارسولې،چې وايي، څوک دې فکر هم نه کوي .

د “میلوان جیلاس” کښلی کتاب مې ولوست،چې په بل تاریخ کې مې نه و لوستي.وایي : “محمد خان قاجار”،چې په کرمان کې و او هغه ټولې وژنې یې وکړې او ډېری یې ړانده کړل او ډېر ورانى یې وکړ،یوه ورځ ورته یو سرتېری راغی او ویې ویل : پلانی  سرتیری دې وژني. حکم یې وکړ،چې په دې اړه پلټنه وکړﺉ،جوته شوه،چې دا خبره دروغ وه. ددې سرتېري او د بل سرتېري د کومې انجلۍ په سره شخړه وه او هغه بل سرتېرې انجلۍ کړې وه او ده هم غچ اخستنې ته پر ضد یې داسې راپور خپور کړ. “فتح علي شاه”،چې په هغه وخت کې یې کوچنی نوم “بابا خان” و،ځایناستې یې و. ورته وویل شول : خبره دا شان ده، هم د پلټنې حکم يې وکړ؛خو خبره دروغ وخته . “محمدخان” وویل :اوس څه وکړو؟ ورته وویل شول :سړي دروغ ویلي او سزا دې ورکړه شي . ده ورته وویل : څه چې ته وايې، د عدالت د سول له مخې سمه خبره ده؛خو د سیاست د سول له مخې سمه نه ده. د عدالت د سول له مخې دې سزا ورکړل شي؛خو ته چې دا څو ورځې پلټنې کوې،خبر یې،چې زما د وژنو خبرې روانې دي،یو وايي،چې ته مې وژنې او بل وايي چې نه،څو ورځې کېږي،چې زما د وژنې فکرونه کوي او یوه ورځ به مې وهم وژنئ، دا ټول دې یوځای ووژل شي؛ځکه زما د وژنې فکر یې مغزو ته راغلی و.

“چنګیز خان” به څه کول؟ “تیمور” به څه کول؟ کوچنۍ درجه یې دا ده،چې لږ تر لږه د خلکو له اوهامو یې ګتنه کوله،برم یې رامنځ ته کاوه،چې خلک تر اغېز لاندې راولي.

 د حضرت علي بیان

حضرت علي په نهج البلاغه (صبحى صالح :١٩٢ خطبه) کې یوه جمله لري،چې د رسول اکرم سيرت تفسیروي . فرعون ته د حضرت موسی (ع) او حضرت هارون (ع) ورتګ رانقلوي او وايي،دوی ته چې دنده ورکړه شوه،چې د شپنو په جامو کې  فرعون ته ورشي.(( و علیهما مدارع الصوف)) دواړو د وړیو جامې اغوستې وې،چې خورا ساده وې،((و بایدیهما العصی)) او له هر یوه سره همسا وه،چې ددې دوو ټوله پانګه وه.اوس دا دوه تنه،لاس په همسا،له اروايي ځواک او واک په درلودو وړينې جامې یې پر تن د فرعون مخې ته درېږي، ورته وايي : پيغام او يو رسالت لرو او راغلی يو، چې درته يې ووایو .

د مطلب آر یې غوڅ او څرګند نیولی،چې موږ پخپل دې رسالت کې بریالي يو او راغلي یو،چې درباندې غاړه خلاصه کړو.

وايي :لومړی تا ته راغلي یو، که له فرعونۍ دې لاس پر سر شې او رښتینې اسلام راوړې( اسلام؛يعنې هماغه حق دین،چې په ټولو وختونو کې و او د پېغمبراکرم په لاس د خپل کمال حد ته ورسېد.قرآن ټول اسلام ګڼي او تعبیر یې اسلام دی) موږ درته د ملک او عزت ډاډمنتیا درکوو؛خو د اسلام په کړۍ کې . فرعون شاوخوا ته ګوري او وايي(( الا ترون هذین؟)) دا دواړه نه وینئ،چې زړې جامې او دوه وچ لرګي یې په لاس کې نیولي دي؟ د مسئلې آر ورته څرګند دی،چې دوی بریالي دي،اوس راغلي او راته شرطونه ږدي که اسلام دې راوړ؛نو ذلیله به نشې.

اوس د فرعون سول څه دی؟(( فهلا القی علیهما اساور من ذهب اینها)) که په رښتیا هم دا شان راتلونکې لري؛نو د دوى حالت څرنګه دی؟ د سرو زرو غرونه او جواهر یې کوم دي؟ تشکیلات یې کوم دي؟ حضرت علي وايي:(( اعظاماً للذهب و جمعه و احتقاراً للصوف اولُبسهِ)) پيسې ورته سترې ښکاري او ساده لباس ورته کوچنی ښکاره شوى . له ځان سره فکر کوي که دوى رښتیا هم له الهي مبداء سره تړلي دي،خدای دې راشي او ورته دې زموږ لس ګرایه خزانې، جواهر او برم ورکړي؛نو ولې یې نه ورکوي؟

بیا دې فلسفې ته اشاره کوي،چې خدای ولې پېغمبران دا شان مبعوثوي او ورته پيسې،ظاهري تجهیزات او واک نه ورکوي؟ وايي : که خدای دا ورکړي،نور نو په واقع کې اختیار له منځه ځي. که خبره د جبري ایمان وي،ټول به ایمان راوړي؛خو دا به نور ایمان نه وي .ایمان هغه دی،چې خلک یې د حقیقت او اختیار له مخې ومني. که نه پخپله د حضرت علي تعبیر دی،چې خدای کړای شي څاروي ته ايل کړي (؛ لکه حضرت سلیمان ته یې،چې دا کار کړی و) او چې کله دا دوه فرعون ته راشي ؛نو مرغۍ یې پر سر روانې وي او څاروي ورته سر ټیټ کړي،چې خلکو ته څه اړنګ هم پاتې نشي او اختیار په ټولیز ډول له منځه ولاړ شي.حضرت علي وايي :په دې حالت کې به (( لا لزمت الاسماء معانها)) دا ایمان به ایمان پاتې نشي. ایمان هغه دی،چې هیڅ جبر پکې نه وي،معجزه هم د دلیل تر بريده وي . کله چې د دلیل تر بريده وي،قرآن وايي :ایه ،معجزه ؛ خو که د معجزې له بريده بهر دلیل وغواړي،وايي :پېغمبرانو د معجزې جوړونې کارخانه نه ده راوړې . هغه راغلی،چې خلکو ته خپل ایمان وړاندې کړي او دا چې  د خپل رسالت او نبوت د صدق لپاره له ځان سره شاهد او ګواهي هم ولري؛نو خدای د دوی په لاس معجزه هم راښکاره کوي، دومره چې غاړه خلاصه کړي،نوره معجزه بندېږي؛نه دا چې یوه معجزه دلته وکړي او بله هلته، یو ووايي : دا معجزه وکړه بل ووايي : دا وکړه. څرګنده ده،چې مسئله دا شان نه ده. حضرت علي وايي : که داسې وای؛نو ایمانونه به ایمانونه نه ول .

بله جمله یې دا ده،خدای کله هم خپل پېغمبر ته دا شان برم نه ورکوي، خدای داسې ځواک پېغمبرانو ته نه ورکوي،چې د خلکو واهمې پرې اغېزمنې کړي او پېغمبران هم دا طریقې نه کاروي . (( و لکن الله سبحانه جعل رسله اولی قوة في عزایمهم))خدای،چې هره قوه پېغمبر ته ورکړې،په همت کې یې ورته ورکړې،په اراده کې یې ورکړې،په اروا کې یې ورکړې،چې همساء په لاس او په وړینو جامو راځي او د فرعون پر وړاندې درېږي او په داسې واک خبرې کوي،(( و ضعفه فیما تری الاعین من حالاتهم)) بیا وايي،(( مع قناعه تملا القلوب و العیون غني،و خصاصةٍ تملا الابصار و الاسماع اذی))

(ښايي ونشم کړای،چې دا تعبیر درته ژباړه او تفسیر کړم؛خو زړه مې غواړي،چې ویې کړای شم او تاسې یې هم درک کړﺉ). خدای ورته په دننه کې ځواک،اراده او هوډ ورکړ او په یو قناعت،چې زړونه او سترګې له بې اړئ ډکوي . یو تن وینئ،چې غواړي په “درلودو” سترګې ډکې کړي،چې څه لرم او څه نه لرم ،بل په دې سترګې ډکوي، چې (( نه لرم؛خو مړه خوا یم او پروا یې هم نه کوم)). حضرت علي وايي :پېغمبرانو هم سترګې ډکولې؛خو په (( نه یې لرم او مړه خوا یم))؛نه دا چې دومره باغونه لرم،دا کور لرم،دومر اسونه او نوکران راپسې راروان دي . په دې څیزونو یې پروا نه کوله او په ډېره سادګۍ کې ول او همدې سادګې به دا برم ټوټې ټوټې کاوه.

  اسکندر او دېوژن

د  د یوژن په نامه یو مشهور حکیم و،چې د ورځې یې څراغ په لاس کې نیولی و،ورته وویل شو :څراغ دې ولې په لاس کې نیولی دی؟ ویې ویل: په څه پسې ګرځم . ورته وویل شو :په څه پسې؟ ویې ویل : په سړي پسې .

تردې ورورسته،چې اسکندر ایران سوبه کړ او ډېری فتوحات یې وکړل؛نو ټول راغلل او پر وړاندې یې سر تیټي شول . دیوژن ورته رانغى،د اسکندر زړه هم طاقت ونه کړ او ورپسې ولاړ.دیوژن په دښته کې ویده و،چې د اسونو اوازونه یې واورېدل،لږ څه راپورته شو ویې کتل او نوره څه پروا یې ونه کړه او بېرته سملاست،پر اس سپور اسکندر یې سر ته ودرېد او ورته یې وویل : ودرېږه، دوه درې خبرې یې ورسره وکړې،هغه هم ځواب ورکړ. په پای کې اسکندر وویل :څه رانه وغواړه. ويې یل :یو څه درنه غواړم او هغه دا چې خپل سیورې دې له دې ځایه لرې کړه،زه دلته لمر ته پروت يم او تا راباندې سیورى کړ. اسکندر،چې د لښکرو له مشرانو سره بېرته ستون شو؛نو دې مشرانو وویل : څومره سپک سړی و، د عالم دولت یې درشل ته راغلی و او هغه ترې څه هم ونه غوښتل؛خو د دیوژن د اروا پر وړاندې مات شوي اسکندر وویل :که اسکندر نه وم؛نو ښه مې راتلل،چې دیوژن ووسم .

حضرت علي وايي :پېغمبران په نهایت قناعت او سادګۍ کې ول او دا یې سیاست و،الهي سیاست د دوی زړونه ډکول؛ خو نه په ظاهري برم ؛ بلکې په مانیز برم ،چې له سادګۍ سره یو ځای و. پېغمبر اکرم دومره له دې برمه کرکجن و،چې ټول ژوند یې له دې قضیې ډک دی .که رسول اکرم به چېرته ته او ځینو غوښتل،چې ورپسې روان وي؛ نو ددې کار اجازه یې نه ورکوله . که سپور به و او یو ورپسې پیاده روان و؛نو ورته یې ویل:(( په دې دوو کې یو یې باید غوره کړې،یا ته مخکې شه،زه به درپسې یم یا زه ځم ته راپسې بیا راشه.)) که شونې وه،چې دواړه سپاره شي ورته یې ویل:(( راځه دواړه یوځای سپاره شو)). دا چې زه سپور یم او ته پیاده،داسې نه کېږي . ناشونې وه،چې دې کار ته یې اجازه ورکړې وای،چې خپله سپور وي او بل دې ورپسې پیاده روان وي . که په یو ناسته کې کېناسته؛نو ویل یې: ((ګرد کېنئ،چې ناسته مو پورته او ښکته و نه لري .که زه د ناستې په سر کې کېنم؛نو تاسې مې د برم او جلال برخه ګرځئ او زه داسې نه غواړم))چې رسول اکرم ژوندی و،له دې آره یې تېری ونه کړ،په تېره بیا دايې  یو مشر ته اړین او لازم چار ګڼل .

وینو،چې حضرت علي هم پخپل خلافت کې په نهايي درجه دې آر ته پاملرنه کوي .یو مشر په تېره بیا که مانیز او روحاني اړخ هم ولري، اسلام ورته دا اجازه نه ورکوي،چې ځان ته په پړبس-جلال او برم قایل وي، اصلاً پړبس او برم یې په هماغه مانیزۍ کې دي،چې په هماغه قناعت کې یې دي،په اروا کې یې دي،نه په جسم او ظاهري تشکیلاتو کې .حضرت علي د خپل خلافت په پېر کې مداین ته راغى،چې د انوشیروان پخوانۍ ماڼۍ پکې وه، دې ماڼۍ ته ورننووت،ورته یې کتل،یو تن په عربي شعر ویلو پیل وکړ،چې دنیا بې وفا ده،چې ولاړه…. حضرت علي ورته وویل :دا څه وايي،د قرآن دا آیتونه ووایه :

((كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ. وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ. وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ( دخان/۲۷،۲۶،۲۵) – (په پاى كې ټول ورک شول او) څومره ډېر باغونه او چينې يې پرېښووې او كښتونه او ښكلي او ګرانبيه ماڼۍ او نور ډېر پرېمانه نعمتونه، چې يې پكې چړچې کولې!))

کله چې حضرت علي ایران ته راننووت او ایرانیان خبر شول،چې حضرت علي راځي؛نو د بزګرانو ځینې مشران یې هر کلي ته راغلل او مخې ته یې ورمنډې کړې . حضرت علي ورته غږ کړ :دا څه کوﺉ؟ و یې ویل : دا مو د درناوۍ دود دی،چې خپلو مشرانو ته یې کوو او مخې ته یې منډې وهو او درناوي ته مو هم داشان کوو. حضرت علي وویل : په دې کار ځان سپکوئ او هغه مشر ته یې هم بسپه- ذره ګټه هم نه رسي،دا څه کارونه دي،چې کوئ یې ؟ له دې تشریفاتو آزاد یم،تاسې هم انسانان او آزاد یاست،زه هم بشر یم او تاسې هم بشر یاست .

سادګي د رسول اکرم د ژوند له اصولو ځنې وه او د عمر تر پایه یې ورته پاملرنه کوله . په حدیث کې راغلي :(چې اهل سنتو هم رانقل کړی)،حضرت عمر (رض) د رسول اکرم خونې ته راننوځي، آنحضرت له خپلو مېرمنو سره خبرې کوي،ځینو مېرمنو یې وویل :حالت مو ډېر ساده دی،موږ زر او ګاڼې غواړو،له غنایمو موږ ته هم راکړﺉ . رسول اکرم ورته وویل:(( زما ژوند ساده دی، چمتو یم طلاقې مو کړم او څه درته درکړم. که ساده ژوند راسره تېروﺉ؛نو تېر یې کړﺉ او که غواړﺉ،چې طلاقې مو کړم .))ټولو وویل :نه! ساده ژوند درسره تېرو.

لیکي حضرت عمر (رض)،چې خبر شو،رسول اکرم یې له مېرمنو خپه شوى،ولاړ،چې له آنحضرت سره خبرې وکړي . وايي : د پېغمبر کور مخې ته یو تورپوټکی ولاړ و آنحضرت ورته ویلي ول : څوک به نه راپرېږدې . حضرت عمر ورته وویل : آنحضرت ته ووایه ،چې زه راغلی یم. ولاړ او بېرته راغی او حضرت عمر ته یې وویل :ځواب یې را نه کړ.بیا ولاړ او راغی او اجازه یې وغوښته،بیا يې هم آنحضرت اجازه ورنه کړه، درېم ځل یې ورته وویل :راشه . حضرت عمر وايي : ورغلم؛نو رسول اکرم په داسې یوه خونه کې پروت دی،چې پر ځمکه یې تشې د کجورو پاڼې وې،چې ورننوتم؛نو له خپل ځایه وخوځېد،ومې لیدل،چې دې پاڼو یې بدن تغمې کړى،ډېر خپه شوم. بیا وايي( او ښايي په ژړا) یا رسول الله! ولې باید داشان وي؟ ولی دې کسری او قیصر په نعمتونو کې ډوب وي او تاسې چې د خدای پېغمبر یاست؛داشان حالت ولرئ؟ آنحضرت له ځایه پورته شو، ويي ویل : (( دا څه وایې؟ تا انګېرلي، زه چې هغه نه لرم؛نو دا راته بې برخېتوب دی؟ او انګېرلې دې ده،چې هغوى ته دا نعمت دی؟ قسم پر خدای هغه ټول به د مسلمانانو په برخه شي؛خو دا چا ته ویاړنه نه ده .))

وګورﺉ د رسول اکرم ژوند څرنګه و،چې ومړ،له ځانه یې څه پروېښول؟ چې حضرت علي ومړ؛نو له ځانه یې څه پرېښي ول؟ رسول اکرم،چې له دنیا ځي،یوازې یوه لور لري . هر انسان د بشري عاطفې له مخې که له دې کچو پلوي وکړي،اخر لور یې ده او زړه یې غواړي لور ته یې څه زېرمه ولري؛لکه کور او ژوند؛خو پر عکس یوه ورځ د فاطمې بي بي کور ته راننوځي،ویني،چې لور یې د سپینو زرو بنګړی په لاس کړی او یوه پرده یې هم راځوړنده کړې ده . له لور سره له دې دومره مینې سره سره،بې خبروبېرته ستنېږي . فاطمه بي بي احساسوي،چې پلار یې دا دومره هم ورته نه خوښوي،دا ولې؟ دا ځکه د اهل صفه- چوترې پېر دی. فاطمې بي بي تل سرښندنه کوله او د دنیا مال یې تل په نورو وېشه،د رسول اکرم په ستنېدو سملاسي یې خپل بنګړی له پردې سره یوځای د چا په لاس خپل پلار ته استوي او ورته وايي : رسول الله! لور دې را استولي،وايي،چې څرنګه سلا وینئ هماغسې یې ولګوﺉ . د رسول اکرم څیره راوغوړېده او ویې ویل : (( پلار دې ترې ځار شي .))

د فاطمې بي بي د واده شپه ده.د واده شپې ته یې ورته نوى کمیس پېرودلی و او یو پخوانی کمیس یې هم درلود. یو بېوزلى د واده پر شپه د فاطمې بي بي د کور مخې ته ودرېد،ویې ویل : لوڅ یم،څوک شته،چې پټ مې کړي؟ نور څوک پر دې بېوزلي غوږ نه ګروي،د کور ناوې فاطمې بي بي یې غږ واورېد،ولاړه او په پټ ځاې کې یې دا کمیس وایست او زړې جامې یې واغوستې او نوى کمیس یې بېوزلي ته ورکړ.وپوښتل شوه :نوی کمیس دې څه کړ؟ ویې ویل :د خدای په رضا مې ورکړ.

فاطمې بي بي ته دا څه اهمیت او عظمت- اوکوب لري؟ جامې څه ته وايي؟ تشکیلات او برم څه ته وايي؟ فاطمه بي بي که په “فدک” پسې ځي له دې امله دي،چې اسلام د حق غوښتنه واجب ګڼي؛ که نه فدک څه ارزښت لري؟ که په فدک پسې نه وای تللې؛نو ظلم- تېرون ته به يې غاړه ایښې وه او “انظلام” به و؛ که نه د فدک په شان سل نور یې د خدای په لار کې ورکول . دا چې زورمټۍ- ظلم ته دې غاړه کېنښول شي؛نو فاطمې بي بي خپل حق وغوښت؛يعنې فدک فاطمې بي بي ته حقوقي بڼه درلوده نه وټیزه او توکيزه(اقتصادي او مادي).د فدک د وټیزې او توکیزې بڼې ارزښت یوازې دومره و،که فدک ورسره وي؛نو د نورو به یې ډېر لاسنیوی کړی و.

هو! فاطمې بي بي دا شان د واده شپه درلوده؛خو د مړینې پر مهال یې پاکې سوتره جامې واغوستې. حضرت “اسماء بنت عمیس” وايي: یوه ورځ( د رسول اکرم تر وفات پینځه اویا ورځې یا پینځه نوي ورځې وروسته)،چې د بي بي حالت ښه دی، پاڅېده،غسل یې وکړ او بیا یې وویل:((اسماء هغه جامې مې راوړه!)) خوشحاله شوم،چې د بي بي حالت لا ښه شوې؛خو بي بي ورته یوه جمله وویله،چې د اسماء ټولې هیلې تويې ولاړې : (( زه اوس مخ پر قبله سملم،څه شېبه راسره خبرې مه کوه،لږه شېبه چې تېره شوه، غږ راباندې وکړه؛که ځواب مې در نه کړ؛نو پوه شه،چې مړه يم .)) څه شېبه وروسته اسماء چغې کړې او حضرت علي او حسنینو ته یې غږ کړ.

د وسیلې د ګومارنې څرنګوالی

د وسیلې د ګومارنې څرنګوالی له هغو مسایلو دی،چې د رسول اکرم له سیرې یې باید زده کړو. انسان دې لومړی پخپلو موخو کې؛يعنې په موخو کې دې مسلمان وي؛يعنې موخه دې یې سپېڅلې،ستره او الهي وي . دویم دا چې همدې موخو ته د وسیلې په ګومارنه کې هم واقعاً مسلمان وي . ځینې د موخې له اړخه مسلمان نه وي؛يعنې په ژوند کې بې له خوراک څښاک او خوندپالۍ بله موخه نه لري،یوازې ددې موخې په هکله فکر کوي،چې څرنګه ژوند وکړي،چې لا ډېر په اسرهت – رفاه کې وي .په حقیقت کې موخې یې د یو څاروي د موخې له پولې تېرېدنګ– تجاوز نه کوي. دوی ته نه یوازې مسلمان نشو ویلای؛بلکې انسان هم ورته نشو ویلای . یو انسان له هغه اړخه،چې انسان دی، د حیواني شهوتونو له پولو پورته،اند دې ولري او که انسان رښتینى مسلمان وي،ټولې موخې یې په یوه کلمه کې راغورچاڼېږي،چې هغه خدای  او رضا یې ده.

په بل پړاو کې انسان خامخا- زازو خپلو پاکو،سپېڅلو او سترو موخو ته یوه وسیله کاروي . اوس مسئله دا ده،همدا بسیا دي،چې موخه دې انساني وي او له دې پورته،چې موخه دې الهي وي؟ که موخه الهي وي؛ نو باک نه لري،دې موخې ته له هرې وسیلې ګټنه کړای شو؟فرض دا دی، چې موخه مو الهي موخه ده . ايا سپیڅلې موخې ته هره وسیله که څه هم ناسپېڅلې او ناوړه وي،ترې ګټنه کړای شو؟ که نه،سپیڅلې موخې ته دې سپېڅلې وسیله وکارول شي،نه ناسپېڅلې او ناوړه.څو بېلګې یې وړاندې کوو.

 د دین په تبلیغ کې له نامشروع وسیلې ګټنه

موخه د دین تبلیغ دی،څومره ښه . یو وخت په یو کار کې مو موخه خپل ځان وي،کار ځان ته کوم، د ځان اسرهت،بښګلوۍ- رفاه او ګټې ته یې کوم؛خو یو وخت ځان ته نه؛بلکې دین ته کار کول غواړم،په دې حالت کې ایا جایز دي،چې له هرې وسیلې ګټنه وکړم؟ که غواړم خپلو ګټو ته کار وکړم،د ساري په ډول : کار مې په (دولتي) اداره کې نښتی او تاسې ته راځم،چې ستونزه مې هواره کړﺉ،درته دروغ وایم،چې د ستونزې غوټه مې خلاصه شي،دلته به مې ټول ملامتوي، چې د ستونزې هواري ته غوړه مالي کوي،دروغ وايي،تورونه تپي؛خو په یو وخت کې موخه بل څه وي،غواړم جومات جوړ کړم،ځان ته یې نه جوړوم او په دې جوړونه کې ناسپېڅلې موخه هم نه لرم،نیت مې کړى،چې په پلاني ځای کې خلکو ته جومات جوړ کړو. جومات جوړونې او سامان ته اړتیا لري،نور کړاوونه لري،ممکن اداري ستونزې ولري او له خلکو دې هم پيسې واخستل شي . یو خیرغوښتي سړي مټې رانغاړلي،چې جومات جوړ کړي،په یو سړي پسې ځي او دروغ ورته وايي،چې لږې پيسې ترې واخلي . بل ته هم دروغ وايي . د بل غوړه مالي کوي او بوس ورلاندې کوي،چې پيسې ترې واخلي او په همدې بڼه له نورو هم بسپنه راټولوي . اوس موږ دې ته څه وايو؟ ښايي ډېری خلک دا عمل سپېڅلى او یو ډول سرښندنه وګڼي او وايي :کمبخت ګهیځ تر ماښامه ځان ته څه نه کوي او مټې یې رانغاړلي،چې جومات جوړ کړي . دې کار ته څومره منډه ترړه وهي،له هرې لارې،چې جومات ته پيسې راغونډوي؛نو رښتیا هم، چې د لوی سینې خاوند او سرښندويه دى .

دا کار سم دی که نه؟

د حدیث جعلول

په تاریخ کې پېښ شوي،دا چې خلکو ته لارښوونه وکړي،له رسول اکرم یا کوم امامه جعلي حدیث رانقلوي،حال دا چې دا کس شخصي موخه نه لري؛بلکې غواړي خلکو ته لارښوونه وکړي،انګېري که دا شان جعلي حدیث رانقل کړم . خلک به یې ښه ومني. د ساري په ډول : له ځان سره وايي :دا چې خلک دومره غیبتونه او بېځایه خبرې کوي او ددې لپاره،چې خلک له دې چارو منع کړم،راشه د پلانۍ دعا په هکله یو جعلي حدیث جوړ کړم،چې خلک یې د غیبت او بېځایه خبرو پر ځای ووایي یا دا چې د قرآن شریف پلانی  سورت که څوک څلویښت ځل پر له پسې ووايي؛نو پلانۍ اغېزه لري .

دا څه ښه کا دی؟ موخه سپېڅلې ده؛خو یو غواړي په دروغو او جعل دا سپېڅلې موخه عملي کړي،دا سمه ده که نه؟ په تاریخ کې ډېری داسې ول،چې دا کار یې کړی . یو حدیث دی،چې د تفسیر په زیاترو کتابونو کې یې کښلی او د مجمع البیان په سریزه کې هم راغلی،چې دا حدیث،”ابیّ بن کعب” د قرآن شریف د سورتونو د فضایلو په هکله ځانګړی رانقل کړی . د ساري په ډول : د ((سبح اسم)) سورت ته ځانګړی فضیلت يادوي . ((هل اتیک حدیث الغاشیه)) ته بل فضیلت او ((لم یکن الذین کفرو)) ته بل ثواب،بقرې سورت ته بل او آل عمران ته بل او ټول یې هم له رسول اکرمه روایت کړي دي .چا وپوښته: دا څرنګه خبره ده،چې دا حدیث یوازې ته روايتوي او بې له تا ان یو تن هم نه دی روایت کړی؟ ویې ویل : که رښتیا راباندې ویاست، دا حدیث مې د خدای رضا ته جعل کړی دی،ومې لیدل،چې خلک په ناستو کې د جاهلیت شعرونه، افسانې او تاریخونه وايي او خپل وخت هسې تېروي،دا چې ددې چټي کار پر ځای مې خلک د قرآن تلاوت ته هڅولي وي؛نو حدیث مې د رسول اکرم له خولې رانقل کړ،دا خو کوم باک نه لري؟!

بل راځي،پلانۍ موخې ته یو جعلي خوب وايي او انګېري،چې په دې خوب به خلکو ته لارښوونه وکړم . ايا دا کارونه سم دى،چې انسان دې سپېڅلې موخې ته له ناسپېڅلو وسایلو ګټنه وکړي؟

نه! دا کار غلط دی.

نن مې  د المیزان تفسیر لوسته،ده(مرحوم علامه طباطبايي) هم د نبوت د تبلیغ ادب،چې له قرآنه یې استنباط کړی (په ټوليز ډول پېغمبرانو او له هغوى رسول اکرم کومو ادابو ته پاملرنه کوله .) پخپل تفسیر کې يې راوړي،چې انبیاوو کله هم پخپله سيرت او طریقه کې،حق ته د رسېدو لپاره له باطلو ګټنه نه ده کړې ؛بلکې  له خپله حقه يې ګټنه کړې ده.

 د قرآن داستانونه حقیقت نه لري؟

ځینې مصریانو د قرآن د ځینو داستانونو په هکله هسې تشه لاپه شاپه کړې او کله نا کله د غیر مصریانو په کلماتو کې هم تر سترګو کېږي،چې پلانى داستان د نړۍ په تاریخ کې نه دی پیدا شوى . ښه دی، نه دې وي پیدا شوى ايا ټولې پېښې،چې په نړۍ کې پېښې شوي،د تاریخ په کتابو کې شته ؟ کوم تاریخي کتابونه،چې موږ یې اوس لرو،څه د پاسه درې زره کاله پخواني دي؛يعنې د اسلام له پېره حدوداً یو زر او څلور سوه کاله را پدېخوا ویلای شو،چې د نړۍ تاریخ تر یو بريده روښانه دی. له هغه مخکې موږ اصلاً تاریخ نه لرو،د څلور یا پینځه زره کالو پخوا تاریخ نه لرو،چې ورته له تاريخه مخکې پېر وايي .

ځینو د قرآن د ځینو قيصو په هکله ویلي،چې د قرآن موخه سپېڅلې ده،پانیاتۍ – پند او عبرت ته قيصې رانقلوي . قرآن خو د تاریخ کتاب نه دی،چې  پېښې ولیکي،پېښې ښکوم- پند ته يادوي،چې کله موخه، ورم- پند وي،نور نو توپیر نه کوي،چې دا پېښه چې رانقلوي، رښتیاهم پېښه شوې وي، یا د داستان په بڼه یې نقل کړي،چې پایله ترې واخلي. خو داسې نه ده،چې د نړۍ ډېرى حکیمانو ډېر سترپانیات- نصیحتونه د څارويو له خولې رانقل کړي دي او ټول خلک پوهېږي،چې واقعیت نه لري؟ د “کلیله او دامنه” د داستان په شان،چې سوې داسې ویل، ګېدړې داسې وویل،زمري داسې وویل،چې کله غواړي ووایي،انسان دې پوهند او پرسد-هوښیار وي او جثه او زور له عقل،فکر او هوش سره برابري نشي کړای،وايي: سوې په وړوکي ځان او کم ځواکۍ، سترځواکى زمری په هغه څاه کې راځوړندوي . دا ښکوم- پند او نصیحت ته وايي که نه دا شان داستان هډو شوى نه دی،چې زمرى دې پکې وي او ګېدړه او سوې له یوه بل سره خبرې کړې وي . ځینو غوښتل دا شان خبره وکړي،چې ووايي–العیاذ با لله–اصلاً دې ته اړتیا نشته، چې موږ د قرآن د قيصو په هکله ددې لوري فکر وکړو،چې ایا د قرآن قيصې تاریخ دی او که پانیاتۍ- پند او عبرت ته یو ډول تمثیل دی.

خو دا هسې تشه لاپه شاپه ده. دا ناشوني دي،چې انبیاوو د نبوت په سول کې د یو حقیقت لپاره –العیاذ با لله –ناپېښ شوی چاراو دروغ ووايي،که څه هم د تمثیل په بڼه وي .

د نړۍ په ادبیاتو کې دا شان خبرې ډېرې دي . بې له دې،چې د څارويو په ژبه یې ویلي،ان هغوی،چې د څارويو په ژبه هم نه دي؛نو دوی هم له تمثیل ګټنه کړې ده. ان د شيخ”سعدي” داستانونه،چې په “ګلستان و بوستان” کې راغلي،معلوم نه دي،چې اصلا تاریخي ارزښت لري که نه؟ د ساري په ډول  وايي : په “هندوستان” کې،چې وم،د “سومنات بوتخانې” ته ولاړم،هلته یې زند او پازند ویل،بوتان مې مات کړل، داسې او هغسې مې وکړل . اصلاً معلومه نه ده،چې “سعدي” پخپل عمر کې هلته تللى وي  که نه. پردې سربېره، که د “سومنات” بوتخانې ته هم تللى وي،هلته زند او پازند څه کول؟ یا وايي په “کاشغر” کې،چې وم؛ یو ماشوم مې ولید،چې د نحوې پلانى کتاب یې لوسته، ورته مې وویل،هغه راته داسې وویل،د هغه موخه پند ورکول دي . د “سلطان محمود” او “ایاز” له خولې خبرې يې واقعیت نه لري .

ناشوني دي،چې قرآن کريم ،پېغمبراکرم،امامان او په دین کې روزل شوي سپېڅلې موخې ته له ناسپېڅلي چار کار واخلي، د ساري په ډول: له یو تشمنځي-پوچ چار، له یو باطل چار،له یو بې حقیقته چاره ګټنه وکړي که څه هم تمثیل وي . موږ اړنګ نه لرو د قرآن ټولې قيصې؛لکه څرنګه،چې قرآن رانقل کړي،عین واقعیت دی. کوم داستان،چې قرآن رانقل کړى وي؛نو دې ته اړتیا نشته،چې په تاریخ کې یې په تایید پسې وګرځو.د نړۍ تاریخونه دې له قرآنه تاييدونه واخلي.علامه طباطبايي د المیزان په تفسیر کې دا آر د قرآن د آیتونو په دلیل زبادوي- اثباتوي،چې اساساً د پېغمبرانو په سيرت کې دا شان څیز نشته، چې خپلې سپېڅلې موخې ته له یو ناسپېڅلي چار ګټنه وکړي .

 په اوسنيو او ړومبنيو کې دوه باطلې خبرې خپرې دي

په دې هکله یوه خبره  د اوسنيو ترمنځ  او بله د مخکېنيو ترمنځ راپیدا شوې او دواړو حقیقت دومره  ټکنى کړى،چې خدای ترې خبر دی .څه چې په اوسنيو کې نوموتې شوې او ډېره ډډه هم پرې کوي،چې له پېرنګیانو اخستل شوې او مصریان یې په دې تعبیر بیانوي : ((الغایاتُ تُبرّرُ المبادی))؛يعنې موخه وسیله مباحوي؛نو هڅه کوه،چې موخه دې سپېڅلې وي،سپېڅلې موخې ته دې هره وسېله کارولای شې،ان که ناسپېڅلې هم وي . څه چې په ځینو ړومبنيو کې مو تر یوه بريده معمول شوي،دا دي،چې حدیث رانقلوي،که بدعتوال مو ولیدل،که وګړي مو ولیدل،چې په دین کې بدعت رامنځ ته کوي ((فباهتوهم- مبهوت يې کړﺉ))؛یعنې چې په دین کې داسې څیزونه ننباسي، چې د دین نه وي . ((ادخال ما لیس فی الدین فې الدین)) ورته بدعت وايي؛يعنې يو څوک يو څیز،چې د دین برخه نه وي،د دین په نامه دین ته ورننباسي،چې خلک وانګېري،چې دا د دین برخه ده. پرعکس یې هم شته.څه،چې د دین برخه وي،داسې څه وکړي،چې خلک وانګېري،چې د دین برخه نه ده. دواړه حالتونه یې بدعت دي . ( ددې حدیث تر يادونې مخکې د یو ټکي ویل اړین ګڼم.)

 بدعت او نو چاري

نن نوچارۍ ته بدعت ویل کېږي. بې له دینه نوچاري کوم باک نه لري، څوک په شعر کې نوچارې وي او څوک په هنر کې او څوک په فلسفه کې نوچاري کوي؛دا کوم ممانعت نه لري؛خو په دین کې نوچاري مانا نه لري؛ځکه موږ د دین راوړونکي نه يو ان امام هم د دین راوړونکی نه دی. امام د پېغمبر وصي او د علم خزانه يې ده . څه چې پېغمبر ویلي، هغه یې بیانوي . پخپله پېغمبر هم د دین راوړونکی نه دی . خدای په پرښتې او کله هم بې له پرښتې ، پېغمبر ته دین وحې کوي،پېغمبر یې خلکو ته ابلاغوي او ټول یې یو ځای امام ته وايي . د دین راوړونکی ان پېغمبر هم نه دی . په دین کې نوچاري غلط چار،بدعت دی او حرام دى.

هو! نوې استنباطونه سمه ده،چې دا نو چاري نه ده.اخباریین (اهل حديث) انګېري،چې اجهتاد،نوچاري ده او وايي : ټول اجتهاد بدعت دی . دوی تېروتنه کوي،اجتهاد؛ یعنې حُسن استنباط. ممکن یو مجتهد یو مطلب نوى استنباط کړي،چې مخکې خپله هغه او یا نورو بل شان استنباطاوه. دا د استنباط مسئله ده، نه د نو چارۍ . نن مطلقې نوچارۍ ته بدعت وايي او له بدعت ملاتړ هم کوي او د ساري په ډول وایي :پلانی  بدعت راوړونکی دی؛خو تېر دې نه وځوو. اصلاً دا نومونه-اصطلاح غلطه ده. په موږ کې له پخوا بدعت؛يعنې په دین کې نو چاري،((ادخال فی الدین ما لیس فی الدین)) وه . بل څه ته دې بدعت ونه وايو او وروسته ووایو،چې بدعت کوم باک نه لري.

 داځکه چې ځینې ځوانان تېروتنه ونه کړي . که نن “نوچارۍ” ته بدعت وایي،که دا بدعت په هنري،شعري ،فلسفي یا علمي مسایلو کې وي؛نو نه یوازې بدعت نه دی؛بلکې کمال دی؛خو په دین کې د نوي څيز د راوړولو په مانا، (نه د اجتهاد په مانا)نوچاري، تر ټولو ستره ګناه ده.په یو حدیث کې راغلي:(( که څوک د بدعتي لیدو ته ولاړ شي؛نو دین یې خراب کړی دی .))(کافي.۵۴/۱)

یعنې که څوک په دین کې بدعت رامنځ ته کړي؛نو په نورو حرام دي،چې ليدو ته یې ولاړ شي .

د بدعتوالو په هکله یو حدیث لرو،چې پکې راغلي: بدعتوال مو،چې ولید ((فباهتوهم)) (کافي،۳۷۵/۲). ((باهتوهم)) د ((بهت)) له مادې ځنې دی او دا ماده په دوو ځايونو کې کارول کېږي . یو د مبهتولو، غندلو او حيرانولو په ځاى کې( چې خپله په قرآن کې راغلي،حضرت ابراهیم (ع)،چې د خپلې زمانې له جبار سره مباحثه وکړه،په پای کې ((فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ))،هغه د ابرهیم د سول پر وړاندې پاتې راغی،هک پک شو،محکوم شو) او بل د بهتان؛يعنې دروغ جوړولو په ځاى کې، چې ددې آیت له مخې پوهېږو،چې((سُبْحَانَكَ هذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ))،ستر بهتان؛يعنې ستر دروغ. شیخ انصاري څرګندوي،چې ددې مانا دا ده،که بدعتوال سره مخ شوی ((باهتوهم)) په مضبوط سول ورسره مخ شئ، هک پک یې کړﺉ؛لکه څرنګه،چې حضرت ابراهیم (ع) د خپلې زمانې له “نمرود” سره مباحثه کړې وه او مبهوت یې کړ.(( فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ)). په سول د بدعتوالو مخې ته ودرېږﺉ،چې خلک پوه شي بدعتوال دى او دروغ وايي،ورسره مباحثه وکړﺉ او ویې غندﺉ .

ځینې راغلل له دې حدیثه یې داسې ګټنه وکړه :که بدعتوال مو ولیدل؛ نو دروغ ویل جایز دي،هر څه چې ورته ویاست، هر دروغ،چې ورپورې تړﺉ؛يعنې دا چې د بدعتوالو غندنه یو سپېڅلې موخه ده؛نو دې کار ته له هرې ناسپېڅلې وسیلې هم ګټنه کړای شو،چې ددې چار کړۍ پراخېږي هم . پاخه خلک کله هم داسې خبره نه کوي .

د “اماره نفس” چلونه عجیبه دي . یو وخت د انسان نفس داسې مکر کوي،چې خپله هم پرې نه پوهېږي . د پېرنګیانو پېښې کوونکي وايي،((الغایاتُ تُبرّرُ المبادی))،موخه دې سپېڅلې وي،چې موخه ښه وه،باک نه لري وسیله چې هر څه وي . د ړومبنيو پېښې کوونکي هم وايي((باهتوهم))حق لرو،څه مو چې زړه غواړي وایو یې؛نو هغه وخت وګورﺉ،چې دین پر کومې بلا اخته کېږي .

حضرت علي او د وسېلې ګومارنه

د حضرت علي سیاست ولې نرمښت نه درلود؟ اړنګ نشته،چې موخه یې سپېڅلې وه. خو د عباسيانو وړاندیز څه و؟ د  حضرت مغیره بن شعبه وړاندیز څه وه؟(چې بیا د معاویه بن ابي سفيان له ځانګړو یارانو او د حضرت علي له سرسخته دښمنانو شو) د حضرت علي د خلافت په لومړیو کې یې له حضرت علي سره خبرې وکړې . لومړى یې په سیاستمدارانه ډول حضرت علي ته وړاندیز وکړ،چې ګروهه مې دا ده،تاسې اوسمهال د معاویه په هکله یوه خبره هم مه کوﺉ او ان تثبیت یې کړﺉ،پرېږده،چې ډاډه شي،همدا چې حالاتو ټيکاو وموند( او اوبه رڼې شوې)،له یو مخې یې اخوا کړﺉ. حضرت علي ورته وویل : داسې کار نه کوم؛ځکه که وغواړم معاویه،ان لنډې مودې ته هم تثبیت کړم،مانا یې دا ده،چې معاویه ان په دې لنډه موده کې هم صالح ګڼم او زه هغه صالح نه وینم او په دې هکله خلکو ته دروغ هم نه وایم او تپل هم نه کوم .

چې ویې لیدل،خبره یې اغېز نه لري؛نو حضرت علي ته یې وویل :ما هم فکر کړى و،چې همدا کار به وکړﺉ،تاسې په حقه یاست. دا یې وویل او ولاړ. حضرت ابن عباس وویل : لومړۍ څرګندونه یې،چې وکړه؛نو ګروهه یې وه؛خو دویمه یې ګروهه نه وه. حضرت مغیره دا وویل او معاویه بن ابي سفيان ته ولاړ.

حضرت علي ورسره ولې ونه منله؟ دا ځکه چې حضرت علي د انبیاوو په طریقې او لارې روان و او د سیاست هغه لوبې یې نه درلودې . ولې ځینې د حضرت علي سیاست نه مني؟ دا ځکه چې سیاست یې نرمښت نه لري،موخه وسېلې لري.موخه یې حق وه اوچې غواړي دې حق ته ورسي؛نو په هر قدم کې له حقې وسېلې کار اخلي؛خو که فرض کړو،چې د نورو موخه حق ده؛نو د وسایلو دومره پروا نه کوي او وايي،چې موخې دې سمه وي .(نور یې څه پروا مه کوه)

رسول اکرم او د وسېلې ګومارنه

 د ثقیف د ټبر ځینې خلک رسول اکرم ته راغلل او ویې ویل : رسول الله! غواړو مسلمانان شو؛خو درې شرطونه لرو او ویې منه،یوه دا چې اجازه راکړه،چې تر یو بل کال پورې هم دا بوتان ولمانځو،دویم دا چې لمونځ راته ډېر سخت دی( د عرب،لویۍ اجازه نه ورکوله،چې رکوع او سجده وکړي،دا ځکه لمونځ خشوع او خضوع ده؛نو له دې مخې یې طبیعت ته ګرانه وه.) درېم دا چې راته مه وایه،چې ستربوت مو پخپلو لاسونو مات کړﺉ .

رسول اکرم ورته وویل : (( په دې درې واڼو کې،اخرنى وړاندیز،چې ویاست ستر بوت پخپلو لاسونو نشو ماتولای؛نو کوم باک نه لري،بل څوک به ورپسې واستوم،چې مات یې کړي؛خو دوه نور،بیخي ناشوني دي .))

رسول اکرم لږ هم داسې فکر ونه کړ،چې دا ټبر خو څلویښت کاله بوت لمانځى و، اوس راغلى،چې مسلمان شي،پرېږده، چې یو کال نور هم بوت لمانځنه وکړي او کال وروسته دې مسلمان شي؛ځکه ددې کار مانا پر کار  يې خوښي ښوول دي  . که يې  ویلي وای : رسول الله! یو شواروز مو پرېږده،چې بوت لمانځنه وکړو او بیا به مسلمانان شو؛نو ناشونې وه،چې رسول اکرم ورسره منلې وای . که یې ویلي وای،چې یو شواروز مو پرېږده،چې لمونځ و نه کړو او بیا مسلمانان شو او لمونځ وکړو؛نو ناشونې وه،چې پېغمبر اکرم ورسره منلې وای . رسول اکرم له هرې وسېلې ګټنه نه کوله .

 د دین په ګټه د خلکو له ناپوهۍ ګټنه

زما په اند خورا هېښنده خو دا ده،چې له ناسپېڅلې وسېلې ګټنه یو مطلب دی،بل داچې د خلکو له ناپوهۍ د حق لپاره ګټنه کېدای شي که نه؟

د دین په ګټه د خلکو  ناپوهي کارونه :

ښايي لږ کسان پیدا شي،چې ووايي دا کار کوم باک نه لري . وايي:دا کمبخته یو ناپوه او بې خبره دی او د همدې بې خبرۍ،په نړۍ کې یې ځان ته ګروهې پیدا کړي دي . د ساري په ډول : پلاني د شهر بانو بي بي له لارې یوه ګروهه پیدا کړې ده، اوس زموږ څه کار دی،چې له دې خوبه یې راویښ کړو؟ هغه له همدې لارې ګروهه پیدا کړې،چې شهربانو په رښتیا هم په کربلا کې د حضرت سجاد مور وه او بیا چې امام حسین شهید شو،سملاسي په اس سپره شوه او د عمر سعد خلک ورپسې شول او په تېښته بریالۍ شوه.

د حضرت سجاد مور تر زېږون وروسته مړه شوه او په کربلا کې نه وه، تاسې په یو مقتل کې هم نه وینئ،چې ویلي یې وي،د حضرت سجاد( که شهربانو وي او که بل څوک) مور په کربلا کې وه. دا یوه جعلي افسانه ده او ځینې هم پرې ګروهمن دي .اوس ځینې وايي،چې زموږ پکې څه کار دی،که دروغ وي؛نو وي دې؛خو اوس پرې خلکو ګروهه پیدا کړې ده.دا سمه ده که نه؟؛یعنې خلک د غفلت له خوبه،له ناپوهۍ او د یو لړ خرافاتو،په پاې کې سمې ګروهې ته رسېدلي،موږ حق لرو دا تثبیت او لاسلیک کړو که نه؟

حضرت علي (ک) وايي : طبیب دوّار بطبه،قد احکم مراهمهُ و احمی مواسمه . یضع من ذلک حیث الحاجه الیه من قلوب عُمیٍ و اذان صُم و السنتةٍ بُکمٍ)

وګ : نهج البلاغه /١٠٧ خطبه د فيض الاسلام ژباړه ٣٢١ مخ .

 رسول اکرم،یو لړ وسایل او اوزار کارول،په یو ځاې کې يې واک او داغل شوې اوسپنه کاروله او په بل ځای کې یې ملهم کارول . په یو ځای کې يې په تاوتریخوالی او په بل ځای کې یې په نرمۍ چلن کاوه. بیا داسې تعبیروي : په ټولو ځایونو کې یې،چې له دې اوزاور ګټنه کوله؛نو دا کار یې د خلکو ویښتیا او باخبرۍ ته کاوه. توره یې په هغه ځاې کې وهله،چې خلک راویښ کړي،نه دا چې ويده یې کړي .اخلاق يې په هغو ځایونو کې کارول،چې د ویښوالي او خبرۍ لامل یې شي. توره یې په هغه ځاې کې کاروله،چې،ړوند پرې بینا کړي، د کوڼ غوږونه خلاص کړي او ګونګه ژبه په خبرو کړي؛یعنې ټول اوزارونه يې د خلکو د ویښتیا لپاره ول .

 د رسول اکرم د زوی مړینه او د لمر د تندر نیونه

د ا حادیثو په کتابونو کې راغلي،چې د رسول اکرم اتلس میاشتینۍ زوى ابراهیم ومړ. رسول اکرم یې په ویر اوښکې تويې کړې او وايي :(( زړه سوځي او اوښکې تويوي، ابراهیمه! موږ ستا له کبله ویرجن یو؛خو د پالونکي له رضا پرته څه نه وايو.)) ټول مسلمانان خپه ول او د رسول اکرم خپګان رانغاړلي ول . په همدې ورځ د تصادف له مخې لمر هم تندر نیولی و . مسلمانانو اړنګ ونه کړ،چې د لمر دا تندر نیونه له رسول اکرم سره د پورتنۍ نړۍ همغږي ده،لمر ځکه تندر ونیو،چې د رسول اکرم زوى ومړ.

دا خبره چټک په مدینه کې خپره شوه،حال دا چې پېغمبر خلکو ته نه و ویلي،چې – العیاذ بالله- د لمر تندر نیونه  زما د زوى د مړينې له کبله وه.

پېغمبراکرم څه کوي؟ رسول اکرم نه غواړي د خلکو له دې کمزورۍ د خلکو لارښوونې ته ګټنه وکړي، د خلکو دا ناپوهي د اسلام په ګټه وکاروي او غواړي د خلکو له علم او معرفته ګټنه وکړي . پېغمبراکرم نه غواړي د خلکو له ناخبرۍ ګټنه وکړي؛بلکې  غواړي  د خلکو له ویښتیا ګټنه وکړي؛ځکه قرآن حکم کوي :

((ادْعُ إِلَى‏ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ(نحل/۱۲۵) د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او له هغوى سره په غوره چلن  استدلال او بحث وكړه.))

پېغمبر اکرم پر ممبر کېناست، ويې ویل:(( د لمر دا تندر نیونه زما د زوى له کبله نه وه.))

داسې څوک چې ان له خپلې چوپتیا هم ناوړه ګټنه نه کوي،داسې باید وي،ولې؟ځکه اسلام داسې څیزونو ته اړتیا نه لري . هغه خلک دې د دروغجنو خوبونو،جوړونو او له داسې چوپتیاوو ګټنه وکړي،چې دین یې سول نه لري،برهان او دلیل نه لري او د دین د حقانیت نښې یې روښانه او څرګندې نه وي .اسلام دا شان څیزونو ته اړتیا نه لري .

 دویم : څوک چې له داسې وسایلو ګټنه کوي،په نهایت کې تېروتنه کوي مشهور متل دی،چې تل ټول په ناپوهۍ کې نشو پاتې کولای،(لمر په ګوته نه پټېږي)،ځینې خلک تل په ناپوهۍ کې پاتې کولای شو او ټول خلک هم په یو وخت کې په بې خبرۍ او ناپوهۍ کې پاتې کولای شي؛خو ګرد سره  د تل لپاره په ناپوهۍ کۍ نشو پروېښولای. له دې که تېر شو،خدای یې اجازه نه ورکوي . که دا آر هم نه و او پېغمبر غوښتای،چې دین یې تر ابده تلپاتې وي،په دې نه پوهېږي،چې سل، دوه سوه یا زر کاله وروسته به خلک بل شان ورمند-قضاوت کوي؟!

او تر دې ټولو پورته خدای یې اجازه نه ورکوي .

 حق موخې ته حقه وسیله

حق ته باید له حقه ګټنه وشي . ددې خبرې مانا دا ده: که زه پوه شم،چې چې ناسمه او ناحقه خبره او دروغ ووایم یا یو داسې حدیث درته ووایم، چې پوهېږم دروغ دی،چې له دې لارې نن شپه ټول ګناه کوونکي مو توبه ګار شي او ټول د شپې په لمانځه پيل کړي؛خو په عین حال کې اسلام راته د داسې کار اجازه نه راکوي . ايا اسلام موږ ته اجازه راکړې،چې دروغ ووایو،چې خلک د امام حسین په ویر اوښکې تويې کړي؟ څوک یې،چې اوري،په دې نه پوهېږي،چې دا دروغ دي ، د امام حسین په ویر په اوښکو تویولو کې هم څه اړنګ نشته،چې اجر او ثواب لري. ايا اسلام راته ددې کار اجازه راکړې؟ نه! کله هم نه . اسلام دې دروغو ته اړتیا نه لري .له باطل سره د حق اغږل،حق له منځه وړي . انسان،چې حق له باطل سره ونښلاوه؛نو حق نور نه درېږي، حق نشي زغملای،چې له باطل سره پاتې شي .

موخه مې دا ده،همدې آر ته نه پاملرنه ده،چې له بېلابېلو اړخونو یې دین ټکنی کړی دی؛لکه څرنګه،چې موخه مو سپېڅلې وي؛نو دې سپېڅلې موخې ته دې هم سپېڅلې وسیلې وګومارو. د ساري په ډول : دروغ ونه وایو،غېبت و نه کړو، تور ونه تړو. نه یوازې د ځان په ګټه؛ بلکې د ددین په ګټه هم دروغ ونه وایو؛يعنې د دین په ګټه بې دیني ونه کړو؛ځکه دروغ ویل بې دیني ده . د دین په ګټه دروغ ویل،د دین په ګټه بې دیني کول دي . د د ین په ګټه تور لګول، د دین په ګټه بې دیني کول دي . د دین په ګټه غیبت کول، د دین په ګټه بې دیني کول دي. دین اجازه نه ورکوي،چې،ان خپلې ګټې ته هم بې دیني وکړي . (( ادْعُ إِلَى‏ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ)) د پېغمبراکرم تبلیغي سیرت څرنګه و، چې تر ټولو مهمه سيرت یې دى . پېغمبر اکرم اسلام څرنګه تبلیغاوه؟څرنګه یې لارښوونه کوله؟ دا ویینه به په راتلوونکي کې راوڅپړم .

 حضرت علي او په دښمن د اوبو بندول

موږ باید د دین په مشرانو کې؛يعنې د معصومینو او سپين لمنو په احوال کې غور او تفکر وکړو او وګورو،چې څرنګه ول؟ دا ډېر فکر ته اړتیا لري . د “صفین” جګړه د “فرات” د کڅ تر غاړې وشوه. د حضرت معاویه بن ابي سفيان لښکرې ګودر نیسي . بیا حضرت علي راځي او لښکرې یې بې اوبو پاتې کېږي،معاویه بن ابي سفيان ته لیک استوي،چې لومړی؛خو موږ خبرو اترو ته راغلي يو او خدای دې د مسلمانانو ترمنځ دا شخړه هواره کړي، ولې دې په داسې کار لاس پورې کړ؟

حضرت معاویه بن ابي سفيان انګېري،چې ستره بریا یې ترلاسه کړې،حضرت علي ویني،چې دا کار ګټه نه لري؛نو د برید حکم کوي او پر هماغه ورځ تر ماښام د مخه د حضرت معاویه بن ابي سفيان لښکري پر شا تمبوي او د حضرت علي لښکرې  ګودر نیسي او لښکرې یې وايي: موږ هم ورسره هماغسې کوو او ګوټ اوبه به راڅخه ونه څښي.حضرت علي وایي : خو زه دا کار نه کوم؛ځکه اوبه هغه څیز دی،چې خدای،مسلمان او کافر دواړو ته ایښې دي . دا څه د مړانې او باتورۍ کار خو نه دی،هغوی هغسې وکړ،تاسې یې مه کوئ.

حضرت علي نه غواړي په نامړانه او بې غېرته چار بریا لاس ته راوړي . دا  د مشرانو د سیرې ټکي دي .

د امامانو او پېغمبر اکرم په سیرت کې دا ډېر تر سترګو کېږي،چې دښمن سره په مخامخېدنه کې یې له خپلو اخلاقي مکارمولاس نه اخسته.دا راښيي،چې دوی په بله کچه کې ول او په بله کچه یې فکر کاوه. دوی ځان د حق ساتندویان ګڼل.

 امام حسین او وسېلې ګومارنه

امام حسین ته دا مسئله نه ده،چې مړشي یا مړنشي،مسئله دا ده،چې دین مړ نشي،یو آر هم مړ نشي که څه هم د دین کوچنى آر وي . د عاشورا ګهیځ دی . “شمر بن ذی الجوشن”،چې ښايي په بد سرشتۍ- خورزونۍ-خټه کې بل سارى ونه لري،بیړه لري،چې د جګړې تر پیل مخکې راشي او حالت وګوري .ویې انګېرل،چې د کېږدیو شاته راشي او پر خیانت لاس پورې کړي؛خو نه پوهېده،چې امام حسین وار د مخه حکم کړی و،چې کېږدۍ په منحني ډول یو له بل سره نږدې ولګوي او شاته یې کندې وباسی او وچو دورمو ته دې پکې اور واچول شي،چې دښمن له شا برید ونه کړي . ذی الجوشن، چې دا حالت ولید له غوسې تک سور واوخوت او په کنځل یې پیل وکړ،د امام حسین یارانو یې ځواب ورکړ؛خو نه په کنځل. یو صحابي وویل : ابا عبدالله!اجازه راکړﺉ،چې په یو غشي یې مړ کړم . ویې ویل : نه . يار يې وانګېرل؛لکه چې امام حسین له دې اړخه پوه نشو،چې هغه څرنګه سړی دی؟ ورته یې وویل :  د رسول الله زویه! زه یې پېژنم، چې کینه کښ دی .ورته یې وویل: هو پوهېږم . يار يې وویل : ولې راته اجازه نه راکوﺉ؟ ورته یې وویل : نه غواړم د جګړې پیلوونکی وسم،چې مو ترمنځ جګړه نه وي پیل شوي،لا تر اوسه د دوو مسلمانو ډلو په بڼه یو له بل سره مخ یو،چې هغوی په جګړې لاس پورې نه کړي،زه جګړه نه کوم . دا آر په قرآن کې راغلی دی:

((الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى‏ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى‏ عَلَيْكُمْ(بقره/۱۹۴) د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده (كه دښمنانو يې حرمت مات كړ او جګړه يې درسره وكړه؛ نو تاسې هم حق لرئ،چې هماغسې وكړئ ) او ټول حرمتونه د قصاص ( وړ) دي  او که ( په ټوليزه توګه) چا درباندې تېرى وكړ؛ نو ورته تېرى پرې وكړئ.))

حضرت علي (ک) هم په صفین کې په همدې آيت استناد وکړ او ویې ویل،چې زه ددې آیت په استناد پیل نه کوم او که هغوی پیل کړه؛نو دفاع به وکړم . امام حسین هم د “شمر” په هکله هم دې ته پاملرنه کوي او وايي : مخکې تر دې،چې جګړه د دښمن له خوا پیل شي؛ نه ښايي،موږ  یې پیل کړو. دا هغه ټکي دي،چې د امام حسین مانیز مقام راښيي،چې هغوى څرنګه فکر درلود: یو کوچنی آر،که څه هم مستحب وي، و دې نه لتاړل شي .

خو دښمن په دې فکر کې نه دی،ورځ لږه لږه په تېرېدو ده، د عمر سعد لښکر چمتو کېږي . امام حسین د لښکر ښې اړخ- میمنه جوړوي، د لښکر کیڼ اړخ – میسره جوړوي، بېرغچي جوړوي،زړه جوړوي او په دې فکر کې نه دی،چې هغوى دېرش زره کسان دي او موږ دوه اویا . د لښکر ښی اړخ زهیر ته ورکوي او چپ یې حبیب ته او بېرغ خپل ورور حضرت ابوالفضل عباس ته ورکوي او په ټولې مړانې د دېرش زریزه لښکر مخې ته درېږي؛خو دښمن اصولي نه دی،آر نه لري،مړانه او مرجوړي- نامردي ورته نوموتې نه ده. د عمر سعد سترګې د دنیا نېنګلۍ- تمې او حکومت تړلي دي او ټول کارونه یې د غوړه مالۍ او د عبیدالله د خوښې راماتونې ته دي،څه وکړم،چې عبیدالله ته ځم لا ډېر راڅخه راضي وي او د رای په حکومت(راکونه کې) کومه ستونزه راته پېښه نشي .

لومړی غشی خپله د سعد زوى د امام حسین د لښکرو پر لوري ولي او وايي : خلکو! تاسې ټول د امیر په مخکې شهادت ورکړﺉ،چې لومړی غشی ما د امام حسین پر لوري وایشت. د سعد زوى لږ تر لږه څلور زره غشي ویشتونکي لري . غشي؛لکه د باران د امام حسین د یارانو پر سر ورېږي . لیکي،چې د امام حسین غشي ویشتونکي یارانو هم یو زنګون پر ځمکه کېښود او غشي ایشتل یې پیل کړل،په دوی کې،چې به یو کس پر ځمکه مړ کېده؛نو د دښمن به څو کسه مړه کېدل،ښايي د امام حسین ډېری یاران په همدې غشي ویشتنه کې شهیدان شوي وي.

جګړه امام حسین پیل نه کړه،په یو غشي پیل او په یو پای ته ورسېده. د عمرسعد په غشي پیل او په درې سري زهرجن غشي هم پای ته ورسېده. ((فوقف لیستریح ساعة)) امام حسین ودرېد،چې لږه دمه وکړي. دښمن،چې کله یې هم فکر نه کاوه،چې امام حسین یو کس دی او له نږدې دې ورسره وجنګېږو؛ځکه پوهېدل که امام حسین څومره هم کمزوری شي،مخامخ ورسره څوک نشي جنګېدای،له لرې څخه امام حسین په تېږو ولي، د امام حسین تندی پرې ماتېږي،په لمنه د تندي وینې پاکوي،دلته دی،چې د عاشورا جګړه پای ته رسي، امام حسین له اسه پر ځمکه راپرېوځي،نور یې نه وایم ،چې څه وشول؛خو دومره وایم،چې یو وخت واورېدل شول،چې وايي: باسم الله و بالله و علی ملة رسول الله .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!