تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې   حضرت علي (ک) وايي : نزلت انفسهم منهم فى البلاء كالتى نزلت فى الرخاء. و لولا الاجل الذى كتب لهم لم تستقر ارواحهم فى اجسادهم طرفه عين شوقا الى الثواب و خوفا من العقاب په سختیو او سوکالۍ کې یې حالات یو ډول دي، که د مرګ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې  

حضرت علي (ک) وايي :

نزلت انفسهم منهم فى البلاء كالتى نزلت فى الرخاء. و لولا الاجل الذى كتب لهم لم تستقر ارواحهم فى اجسادهم طرفه عين شوقا الى الثواب و خوفا من العقاب

په سختیو او سوکالۍ کې یې حالات یو ډول دي، که د مرګ ټاکلې ژمنه نه وای؛ نو ثواب ته کازمني – لېوالتیا او د عذاب د وېرې له امله یې ساه ان د سترګو رپ هومره هم په تن کې نه ایسارېده[1].

د متقیانو ځانونه، اسان خوښي نه دي، لکه څومره چې له سوکالۍ سره مینه لري له سختیو سره یې هم. دوی ځانونه د قیامت په هکله دومره د یقین مقام ته رسولي، که ښايي داسې وای چې ارواح تر ټاکلې مودې د تن تخته بنده شي، د ثواب له شوقه او د عذاب له ډاره یې د تن خرقه تشوله او د آخرت کور ته یې ورځغاستل.

متقیان سختي خوښوي او ځانونه یې له سختیو سره مینه لري او له ستونزو نه تښتي؛ خو په بل ځای کې حضرت علي (ک)، کمیل ته د الهي ولیانو په باب وایي: (( واستلانوا ما استوعره المترفون و انسوا بما استوحش منه الجاهلون [2] = څه چې غټ خېټي او پلن څټي  ستونزمن بولي، دوي یې اسان ګڼي او څه چې ناپوهان ترې ډارېږي ، دوی ورسره مینه لري.))

  د سختۍ او اسانۍ راز څه دی؟

سختي او اساني دوه نسبي چارې دي؛ ځکه ځینې چارې یو ډلې ته ستونزمنې او بلې ته اسانې دي. او ان یو کار یو انسان ته په دوو حالاتو کې دوه حکمه پیدا کوي. د خدای په اطاعت او له ګناه په ډډه کولو کې د خدای د ځانګړو بندګانو هڅې او سرښندنې، شونې ده، چې را ته هېښوونکي – عجیب و غریب وي او هم سوچ کوو چې دا بې کچه مینه او زغم د بشري وس ورهاخوا یو څیز دی؛ خو د مطلب واقعیت دادی، چې بشر په یوه قالب کې نه پاتېږي او نه ځاییږي او دومره ارت او پراخ ظرفیت لري چې سمندرونه څښای شي او همدغسې «هل من مزید» وایي. انسان دومره هسکېدای شي، چې هیڅ ستونزه ورته ستونزه ونه برېښي او دومره حقارت او سپکتوب خپلولای شي چې په ډېر لږ باد، ورپېږي، وډار شي، وژاړي او وتښتي، د مولانا په وینا:

آن نفسى كه با خودى، خود تو شكار پشه‏اى        و آن نفسى كه بيخودى پيل شكار آيدت‏

جمله‏ى بى‏قرارى‏ات از طلب قرار توست        طالب بى‏قرار شو تا كه قرار آيدت‏

(كليات شمس، غزل 323)

اساني او سختي دوه مطلق چارې نه دي، دا موږ یو چې د ځانونو په اړولو، اسان او سخت احکام هم اړوو: په قرآن کې د انسان مرتبې او ځانګړنې یادی شوې دي:

خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ (انبياء/۳۷) = (هو!) انسان تلواري پنځول شوى دى.

وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا (نساء/ ۲۸) = او انسان ضعيف (او كمزورى) شته شوى دى .

إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا إِلَّا الْمُصَلِّينَ (معارج/۱۹- ۲۱) = په رښتيا، انسان حريص او بى حوصلې پيدا شوى دى، چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي،او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)، خو بې له نمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)

دا ځانګړنې، په ظاهره رټل شوې او مذمومې ځانګړنې دي. بلخوا پوهېږو چې انسان ددې ځانګړنو په عین درلودو کې، نېکې او ښې ځانګړنې هم لري لکه خدای خوښوونکی او خدای لټوونکی فطرت لري او د علیین تر هسکې څوکې ورختای شي.

د انسان د روزنې او هدایت – ښیون اهمیت

اوس څنګه دا دواړه ځانګړنې سره یو ځای کېدای شي؟

د دوې راټولېدل راښیي چې انسان بېلابېل استعدادونه لري او د هر یوه په پیاوړي کولو او روزنې، یوه وګړه پیدا کوي. انسان په پیل او تر روزنې او مجاهدت وړاندې داسې دی چې نیکي کول ورته ستونزمن دي لکه پر لوړه ورختل او بدي کول ورته پر ځوړي ځغلېدل دی؛ خو ځان چې نوې وګړه ومومي او نیکي کول ورته اسان او بدي ورته سخته شي؛ دا هماغه لار ده چې د الهي اولیاوو په نزد په عصمت او سپین لمنتوب پای ته رسي. دوی داسې دي، چې بدي کول له وسې یې ورهاخوا کار برېښي او کړای یې نشي او په مقابل کې اشقیا – بدلاري او بدمرغه له نېکۍ کولو بېوسي دي.

زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ (آل عمران/۱۴)

انسان بدیو ته څوبمن – لیوال دی او دا مطلوبې او خوږې مومي، که پېغمبرانو، مصلحانو او حکیمانو اخطارونه ورکړي نه وای، د انسان وضع تر نن خورا ناوړه او پیکه کېده. د انساني نفس داستان داسې دی چې له خورا ښو ځایونو راغلی او خورا بدترینو ځایونو ته هبوط او ورلوېدای شي. او په همدې پار، روزنه یې د ژغورنې سبب سازه ده. په روزنه، د انسان روح بدلېږي او بل هویت او وګړه مومی او دا ادلون بدلون یې د ښو چارو پر کولو ورسمولای او له بدیو یې منع کولای شي. د خاورو مارغه له اوبو ورېږي او مرغاوۍ له خاورې، هماغه څه چې دا دفع کوي بل یې راجذبوي:

ماهيان را بحر نگذارد برون        خاكيان را بحر نگذارد درون‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 3071 بیت)

سمندر کبان دباندې نه پرېږدي او خاورین دننه

د اخلاقو عالمانو ویلي، چې د اخلاقو له علمه مطلب دادی، چې انسان ددې عمل د بنسټونو په عملي کولو، داسې واوړي، چې په اسانۍ نېکې چارې وکړي. یو څوک په خورا سختۍ رښتیا وایي او یا چاته څه مال ورکوي او بل څوک په مینه او خوښی دا چارې کوي، دواړه انسانان دي؛ خو یو وحشي طبع او بل د روزل شوې طبع خاوند دی. د امام علي (ک) او امام حسین (رض) په څېړ وګړې فداکاري او شهادت یو خورا اسان او خوږ چار انګېري، او دا چار دومره چې موږ ته ستونزمن ښکاري، دوی ته سخت نه دی، د حافظ په وینا په نڅا د معشوق توري ته ورځي.

زير شمشير غمش رقص‏كنان بايد رفت        كان كه شد كشته‏ى او نيك سرانجام افتاد

(ديوان حافظ، غزل 111)

 ( باید د غم توري ته په نڅا ورشو، ځکه هغه چې ووژل شو، پای یې ښه وه)

او د مولوی په وینا:

كار پاكان را قياس از خود مگير        گرچه ماند در نبشتن شير و شير

(مثنوى، دفتر اول، بيت 263)

« له ځان سره د پاکانو کار مه پرتله کوه؛ که څه په لیکلو کې شیر(زمری) او شیر (شیدې) یو رنګ دي.»

ولې اولیاء الله غم و خپګان نه لري؟

په قرآن کې راغلي:

أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (یونس/۶۲) = پوه شئ! د خداى پر دوستانو نه وېره شته او نه به غمجنېږي .

دا چې الهي اولیاء غم و خپګان نلري، مانا یې څه ده؟ دا ځکه چې نور انسانان ترې جوړ شوي او نوې ځانګړنې یې پيدا کړي دي. په همدې پار د بهرنیو پېښو پر وړاندې، داسې غبرګونونه ښيي، چې د نورو له غبرګونونو سره اړخ نه لګوي، همدا غبرګونونه د انسان نیمګړې یا پوره، سپکه یا درنه مجبوره یا اختیارمنه وګړه راښکاره کوي.

د انسان له بشپړتیا مطلب

تکامل (بشپړتیا) یعنې تپلی چار په یوه طبیعي چار اړول، او په دې لار کې په بیړه تلل. او چې انسان دې برید ته ونه رسي او دغسې وانوړي، نشو ویلای چې تکامل یې موندلی دی. دا تکامل هغه وخت دی، چې له ضمیر او رضایته یې غوښتنه راوخوټېږي او انسان په حقیقت کې دنیا ته شا او اخرت ته ورمخ کړي، نه دا چې په دننه کې یې د شهواتو لمبې ژبغړاندې او سرغړاندې شي؛ خو نوموړی په زور، د یادو… برغولی پرې کېدي:

شرط تبديل مزاج آمد بدان        كز مزاج بد بود مرگ بدان‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 43 بیت)

« په دې یې د مزاج د اوړېدو شرط راغی، چې په دې یې له بد مزاجه مرګ و»

د انسان مزاج یعنې شخصیت او وګړه یې باید واوړی، چې کمال ومومي. مولوی د ابدال (چې الهي اولیاوو یوه ډوله او پوړۍ ده) په ښوونه کې وایي:

كيست ابدال آن كه او مبدل شود        خمرش از تبديل يزدان خل شود

(مثنوى، درېیم دفتر ، 4000 بیت)

ابدال هغه دی چې واوړي، یعنې عوض شي او د وجود ناپاک شراب یې په سرکه واوړي او حلال شي، د وجود ناپاکي اوچټلي یې ولاړه شي او پر ځای یې پاکي کېني. انبیاء راغلي چې دا ادلون بدلون راولي او خلک واړوي.

ځان پېژندنې ته یو مناسبه کچه

د ځان پېژندنې له غوره کچو ځنې یوه داده چې انسان له ځان سره سوچ وکړي چې د تېر وخت په پرتله څه ستونزې ورته اسانې او څه اسانۍ ورته ستونزمنې شوې دي که هیڅ  توپیر یې کړی نه و په یو روحي ټپه ولاړ حالت اخته شوی دی.

له کاملانو، عاشقانو، بلاکشانو او رندانو سره ناسته پاسته به انسان له دغسې غفلتونو او تمونو بچ کړي.

حضرت علی (ک) وايي :

و لولا الاجل الذى كتب لهم لم تستقر ارواحهم فى اجسادهم طرفه عين شوقا الى الثواب و خوفا من العقاب =  که د مرګ ټاکلې ژمنه نه وای؛ نو ثواب ته کازمني – لېوالتیا او د عذاب د وېرې له امله یې ساه ان د سترګو رپ هومره هم په تن کې نه ایسارېده.

د مرګ د مقدروالي سمه څرګندونه

علي (ک) په دې خطبه کې اشاره کړې، چې اجل، لیکل شوی او مقدر دی. او هم یې اشاره کړی، چې که اجل مقدر نه وای، د متقیانو ارواح له تنو تښتېدې. په قرآن او روایاتو کې ډېر راغلي چې هر څه مقدر دي او اجل هم د الهي مقدراتو ځنې یوه برخه ده او په عملي کېدو کې یې هیڅ ادلون بدلون نه راځې . (په دې باب وګورئ: په حدیثي ټولګو کې اړوند بابونه)

هرومرو د ځینو په اذهانو کې دا پوښتنه راولاړېږي، چې څنګه د هغه کسانو مرګ مقدر وبولو، چې له دښمن سره جګړې ته ورځي او که نه ورتلل ژوندي پاتېدل؟ یا هغه چې خپله ناروغي نه درملوي او مري، په درملنه یې خپله مړینه پرڅټولای شوه؟ بلخوا اورېدلي مې دي چې ځینې وایي، چې د مرګ نېټه دې پوره نشي، و به نه مرې. لکه که څوک ټکر وکړي او ومري، مرګ یې د ټکر له لامله نه؛ بلکې نېټه یې پوره شوې وه. داسې که دا سړی په کور کې هم وای، په هماغه وخت مرګ وررسېده. هو سمه ده چې مرګ، مقدر دی؛ خو باید په ځیرنه او دقت د تقدیر پر مانا پوه شو. دا د تقدیر په باب یو باطل او چټي انځورنه ده او داسې یې نه ګڼي چې هر څه راونغاړي، توپیر او تبعیض پکې راولي، حال دا چې تقدیر یو رانغاړونکی چار دی او هیڅ کار ترې وتلی نه دی. یوازې مړینه مقدره نه؛ بلکې درملنه هم مقدره ده، رغېدل هم مقدر دي. یوازې د هلاکت په ګړنګ کې ورغوځېدل مقدر نه دي. له هلاکته مخنیوی هم مقدر دی وهلم جداً. په روایت کې دي:

« لايكون شى‏ء فى السماوات و لا فى الارض الا بسبع، بقضاء و قدر و اراده و كتاب و اجل و اذن فمن زعم غير هذا فقد كذب على الله اورد على الله عز و جل[3]=  په نړۍ کې هر څه د اوو څیزونو په منګولو کې دي: قضا، قدر، اراده، مشیت، کتاب، اجل او اذن؛ نو څوک چې بې له دې وانګېري پر خدای یې دروغ ورتړلي دي او یا یې د خدای خبره دروغ ګڼلې ده»

هم هغه انسانان چې په تېرو وختونو کې د نري رنځ له لامله مړه شوي مرګ یې له تقدیره وتلی نه و او هم زموږ په پېر کې پر نري رنځ ناروغانو درملنه د تقدیر له کړۍ وتلې نه ده. که درملنه د تقدیر له کړې وباسو؛ نو بد به پوهېدلي یو. د ځینو خامه انګېرنه داده چې یوازې د عمر اوږدوالی مقدر دی او پاتې عوامل داسې کتارېږي چې له دې ځانګړي اوږدوالي سره اړخ ونه لګوي. دوی غور نه کوي، چې همدا عوامل دي، چې د عمر اوږدوالی ټاکي. د عمر اوږدوالی د دوی تابع دی، نه دوی د عمر د اوږدوالي. او په دې ټوګه هر ډول عوامل چې کتار شي (چې دا عین تقدیر دی) انسان یې مناسب عمر مومي. پردې سربېره د سړي اختیار هم د عالم له مقدراتو ځنې دی؛ نو ځکه د اختیار کارول د تقدیر مخرب نه ، بلکې عین تقدیر دی. د اسلام پېغمبر (ص) وپوښتل شو: ناروغ ته د شفا دعا کول، د تقدیر پر خلاف یو چار دی؟ ورته یې وویل: عین تقدیر دی. او حضرت علي (ک) له یو چاود دېواله راپاڅېد او ويې ویل، له الهي قضا، الهي قدر ته پناه وړم؛ یعنې له یوه تقدیره بل تقدیره ته.

تقدیر، د پېښو یو تفسیر دی نه علت یې

ښه ده چې دا ټکی بیا ووایم چې «تقدیر» د هستی د ځواک کومه برخه نه ده. تقدیر له هستۍ یو تفسیر دی. موږ په ځانګړنو علتونو او لاملونو زیږېږو او په علتونو او لاملونو هم مرو، او د تقدیر نظریه، ددې عواملو او اسبابو تفسیر دی. لکه څنګه چې جبر و اختيار په نړۍ کې زموږ د کړنو تفسير دی، نه په نړۍ کې دوه ځواکونه.

که د هستۍ له ټولګې مو تفسير دا وی، چې هر څه عبث او چټي دي، نو د پېښو د مقدروالي پلوي مو کړې ده او پر تقدير ګروهن نه يو او که له هستۍ مو تقسير دا وي، چې هر څه پکې له حساب وکتاب سره دي او هيڅ کار چټي او عبث نه وی؛ نو پر تقدير ګروهن شوي یو. اوس دا چې پر دې کې کوم يو نظر معقول دی او کوم يو نا معقول، دا بيله خبره ده.

د مطلب نچوړ دا دی چې تقدير، داسې يو څيز نه دی، چې پر هستی واکمن وي، د هستۍ نظام او کړنه يې، عين تقدير دی چې ورته شوی.

د لولا الاجل مانا

 علي (ک) وايي:«که د خدای له لوري انسانانو ته ټاکلی اجل نه وای؛ نو د متقيانو ارواح د ثواب له شوقه او د عذاب له ډاره له تنو يې تښتېدل»

او دا خبره يعنې که خدای انسان د اوس په څېر نه و پنځولی، د متقيانو روح له تنو يې وته. خدای د انسان په پيدايښت کې او د پيدايښت له لارې يې، خپل تقدير پکې بهوي. نړۍ بي د نړۍ د موجوداتو بل څه نه ده او تقدیر هم پر موجوداتو ور زیات څه نه دی. که یو ساعت داسې جوړ کړئ چې په خاصو وختونو کې زنګ ووهي؛ نو د ساعت جوړښت اجازه نه ورکوي، چې په هغو خاصو وختونو کې چوپ شي او زنګ ونه وهي، دا یې عین دنننی تقدیر دی، نه پرې له دباندې کوم حکم او د ده  د طبیعي بهیر ځنډونګی. تاسې یې په جوړېدو، د ساعت پر جوړښت زیات څه نه ورږدئ. یعنې له دباندې تقدیر پرې نه ورپیټی کوئ. ساعت یو ځل د زنګ وهلو لپاره جوړېږي، خدای هم تاسې یو ځل پیدا کوي چې دغسې اوسو چې یو. د انسان پیدایښت یعنې د تقدیر او اجل پیدایښت یې. تقدیر او اجل، بې د انسان له پیدایښته کوم چار نه دی. په فلسفي وینا، دلته جعل بسیط دی نه مرکب.

متقیان هم ځانګړی بدني او روحي جوړښت لري او همدا یې د اجل عین تقدیر دی. که داسې نه وای، روح یې له بل ځای سره د تړاو او له بلې نړۍ سره د مینې په پار، له بدنونو یې وته او د ملکوت په بڼه الوته. د انسان بدني جوړښت داسې دی، چې، له جنت سره د شوق  پر وړاندې، مقاومت کوي او دا شوق چې څومره هم ډېرېږي بیا هم روح له بدنه نه بېلوي.

موږ د نورو کړاوونو د نارغیو پر وړاندې هم دغسې یو مقاومت لرو. هره ناروغي ټولیز مقاومت را څخه اخستای نشي. دا جوړښت داسې دی، څو د شوق و خوف ګوذار یو ځانګړې پړاو ته ونه رسي، له بدنه روح دباندې کولای نشي.

* حکیمانو مرګ په طبیعی او غیر طبیعي ویشلی دی

حکیمانو دوه ډوله اجل و مرګ را پېژندلی دی: یو طبیعي اجل و مرګ او بل غیر طبیعي او غیر اختیاري مرګ. طبیعي اجل دادی چې بدن یوه ځای ته ورسي، چې خپله له نفسه (روح) او یا نفس ترې جلا شي او اخترامي اجل یعنې غیر طبیعي مرګ دادی، چې په یوه پېښه کې انسان خپل روح له لاسه ورکړی. د مثال او د ذهن د تقریب لپاره، خوب په پام کې ونیسئ. انسان چې ستړی شي، بې اختیاره خوب ورځي یا په خوب کې، چې د بدن خوب پوره شو، بې له دې چې څوک یې راویښ کړي، خپله له خوبه راپاڅي. موږ په دې نړۍ کې، ویده یو، کله دومره ویدېږو چې په خپله را پاڅوو؛ یعنې دومره ژوند کوو چې مرو؛ یعنې دا مرګ، زموږ د ژوند د ونې مېوه ده. کله هم د راوېښېدو وخت نه دی، څوک غږ راته کوي او خوځوي مو او راواېښېږو؛ یعنې یوه پېښه کېږي او مرو او په بله وینا د ژوند له ونې مو اومه او خام واڼي. ډېر مرګونه دا ډول دي. لومړی ډول یې یوازې کمال ته د ورسېدلو نفوسو دی. د فلاسفه وو په تعبیر نفس د کمال داسې درجې ته ور رسي، چې نور بدن ته څه اړتیا نلري. بدن د نفس د اړتیاوو لرې کوونکی (دافع) او د ده د قواوو فعلیت ته رسوونکی ګڼل کېږي، په داسې پړاو کې چې نفس ټوله لازمه ګټه ترې کړې او نوره څه اړتیا ورته نلري، خوشې کوي یې، لکه یو سپور چې خپله سپرلۍ پرېږدي.

په دې اړه د مولوی خبره اورېدونکې ده:

اين جهان همچون درخت است اى كرام        ما بر او چون ميوه‏هاى نيم خام‏

سخت گيرد خامها مر شاخ را        زانكه در خامى نشايد كاخ را

چون بپخت و گشت شيرين لب گزان        سست گيرد شاخها را بعد از آن (…)

سختگيرى و تعصب خامى است        تا جنينى كار خون آشامى است‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 1293 -1297 بیتونه)

مېوه چې ورسېده او پخه شوه، په خپله سسېږي او لوېږي، او مولانا له دې مسالې اخلاقي ګټنه کوي او وایي: هغوی چې ځانونه یې په دې دنیا پورې سخت او ټینګ ورنښلولي، همدا یې د خامۍ او امه توب نښه ده؛ خو هغوی چې بالغ او پاخه شوي، خپله پوهېږي، چې باید د دنیا له تنګ زیلانځه یو ارت ځای ته ولاړ شي. کله یو شمېر نفوس د کمال یوې مرتبې ته وررسي (چې دې مرتبې ته د ور رسېدو له ځانګړنو، له ثواب سره شوق او له عذابه ډار دی) چې د پخې مېوې په څېر له ښاخه رالوېږي، له بدنه جلا کېږي او د صدر المتالهین په تعبیر، نفس په غښتلي کېدو، له بدنه منصرف او مستغني کېږي او پر خپل حال یې پرېږدي، چې له منځه ولاړ شي. دا لومړی ډول مرګ دی. البته ډېری خلک دا ډول نه مري. موږ هم د دواړو تشخیصولو ته هیڅ دقیقه ضابطه او کچه نلرو؛ خو له عقلی پلوه پوهېږو، چې دواړه مرګونه، میسر دی. بل ډول مرګ، د بدن د کور ویجاړېدل او آفت پکې وردننه کېدل دي، او په دې وخت کې نور نفس ته د پاتېدو کوم ځای نه پاتېږي، په لومړي ډول کې د نفس تلل د بدن د ورانۍ لاملېږي او په دویمني کې بدن د نفس تللو لاملېږي.

ملا صدرا په دې اړه یو شعر راوړي:

جان عزم رحيل كرد گفتم كه مرو        گفتا چه كنم؟ خانه فرومى‏آيد[4]

«روح د تلو هوډ وکړ، ورته مې وويل مه ځه، ويې ويل، څه وکړم کوټه رالوېږي»

او وايي دا مضمون له اخترامي مرګ (غير طبيعي) سره مناسب دی نه له طبيعي سره. د مولانا راوړل شوی شعر له طبيعي مرګ سره مناسب دی او هم وايي:

چون بيفزايد مى توفيق را        قوت مى بشكند ابريق را

 (مثنوي، درېیم دفتر)

او يا:

خانه‏خرابى گرفت زانكه قنق[5] زفت بود        هيچ نگنجد فلك در در و دهليز من‏

(كليات شمس، غزل 2065)

«خونه مخ پر خرابېدو شوه؛ ځکه مېلمه آفتي و، په وره او دهليز کې مې فلک نه ځاييږي.»

له آخرت سره شوق، له عذابه ډارېدل، د خدای ياد، زهد او له الهي کلام سره مينه د نفس او طبيعي مرګ چمتو کېدنې دي. نفس هومره له حقه مړېږي چې له بدنه را تاو دېوال سوری کوي، چې دا سوري کول عين واقعي مرګ دی[6].

د متقيانو له بدنه يې، د ارواحو د جلا کېدنې راز

نژدې ده چې د متقيانو ارواح له بدنونو يې جلا شي، راز يې علي (ک) په را روسته غونډله – جمله کې څرګندوي:

«عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم =  خالق يې داسې په زړونو کې ستر دی، چې بې له خدايه يې هر څه په سترګو کې واړه دي.»

علي (ک) د خپل ملګري په اړه همدې تعبير ته ورنژدې تعبير کارولی او مخکې مو اشاره ورته کړې وه: «عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم» (نهج البلاغه، کلمات قصار ۲۸۹)

«دا چې دنيا يې په سترګو کې کوچنی ده، لامل شو چې په سترګو کې مې ستر وبرېښي..»

په بله وينا خدای يې دومره په زړونو کې په ستريا او هيبت ناست دی، چې پر نورو څېزونو يې ځای ورتنګ کړی؛ نو ځکه د دنيا له لاسه ورکول کوم حسرت و افسوس ورته نه ګڼل کېده.

علي (ک) په يوه بله خطبه کې د الهي انبياوو عليهم اسلام په سترګو کې ددنيا د ناڅيزوالي په اړه څه خبرې لري، چې مناسبه ده ځينې برخې يې راولو.

د حضرت موسی (ع) په باب وايي:

و ان شئت ثنيت بموسى كليم الله عليه و سلم اذ يقول «رب انى لما انزلت الى من خير فقير» والله ما ساله الا خبزا ياكله لانه كان ياكل بقله الارض. و لقد كانت خضره البقل ترى من شفيف صفاق بطنه، لهزاله و تشذب لحمه.

پر خدای قسم! موسی (ع) له خدایه یوه ټیکله ډوډۍ وغوښته چې لوږه یې لرې شي. موسی (ع) د ځمکې سابه باب – سبزیجات وخوړل، تردې چې د ډنګرۍ او د بدن د غوښو د اوبېدو له امله یې د سبو شنه په ګېډه کې ښکارېدل. (نهج‏البلاغه، 160 خطبه)

د عیسی علیه السلام په اړه وايي :

و ان شئت قلت فى عيسى بن مريم عليه‏السلام، فلقد كان يتوسد الحجر و يلبس الخشن و ياكل الجشب. و كان ادامه الجوع و سراجه باليل القمر. و ظلاله فى الشتاء مشارق الارض و مغاربها و فاكهته و ريحانه ما تنبت الارض للبهائم. و لم تكن له زوجه تفتنه و لا ولد يحزنه و لا مال يلفته و لا طمع يذله، دابته رجلاه و خادمه يداه

او که غواړې د مریمې د زوی عیسی (ع) بېلګه درته راوړم. عیسی(ع) به تر سر لاندې تېږه ایښووه، پېړې جامې یې اغوستې، وچه ډوډۍ یې خوړه، د لوږې پر مهال یې ښوروا ، لوږه و او په شپه کې یې ډیوه سپوږمې و او په ژمي کې یې سرپناه د ځمکې لر و بر ، میوه او ګلان یې هماغه ول، چې ځمکې څارویو ته راټوکول، ښځه یې نه درلوده، چې ترې راتاو وي، اولاد یې نه درلود، چې غمجن یې کړي، څه شتمني یې نه درلوده، چې ورباندې بوخت شي، تمه یې نه درلوده، چې خوار او ذلیل یې کړي، سپرلۍ یې دوه پښې او چوپړیال یې دوه لاسونه وه.

(نهج البلاغه ۱۶۰ خطبه)

د رسول الله (ص) په باب وايي :

فتاس بنبيك الاطيب الاطهر صلى الله عليه و آله، فان فيه اسوه لمن تاسى و عزاء لمن تعزى. و احب العباد الى الله المتاسى بنبيه و المقتص لاثره. قضم الدنيا قضما و لم يعرها طرفا. اهضم اهل الدنيا كشحا و اخمصهم من الدنيا بطنا. عرضت عليه الدنيا فابى ان يقبلها. و علم ان الله سبحانه ابغض شيئا فابغضه و حقر شيئا فحقره و صغر شيئا فصغره… و لقد كان صلى الله عليه و آله و سلم ياكل على الارض و يجلس جلسه العبد و يخصف بيده نعله و يرقع بيده ثوبه و يركب الحمار العارى و يردف خلفه. و يكون الستر على باب بيته فتكون فيه التصاوير فيقول يا فلانه- لاحدى ازواجه- غيبيه عنى فانى اذا نظرت اليه ذكرت الدنيا و زخارفها…

نو په خپل نېک او پاک پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) پسې اقتدا وکړه، چې بېلګه غواړیو ته یې ژونددود یوه بېلګه او عزت غواړیو ته د ویاړنې لامل دی او خدای ته هغه خورا ګران دی چې په رسول الله(ص) پسې ولاړ شي او پر پل یې پل کېدي. پېغمبر(ص) له دنیا خوله ډکه نه کړه او دنیا ته یې د سترګې په کونج کې وکتل، تشي یې تر ټولو خلکو ننوتي او ګیډه یې تر ټولو تشه وه. دنیا یې وروړاندې کړه؛ خو ویې نه منله او چې پوه شو د خدای یو څه نه خوښېږي؛ نو ده هم ښه ونه ګڼل او کوم څیز چې خدای بې ارزښته بللی؛ نو ده هم بې ارزښته وباله او څه چې خدای کوچنی ګڼلی، ده هم کوچنی وګاڼه، که د خدای او پېغمبر یې یو بد ګڼلی څیز ښه وبولو یا کوم څیز چې دواړو سپک ګڼلی، موږ یې ستر وبولو؛ نو له خدای سره د دښمنۍ او له احکامو یې د سرغړونې لپاره همدا راته بسیا دي. پېغمبر(ص) پر ځمکه خواړه خوړل، د مریانو په څېر کېناسته، خپلې څپلۍ او جامې یې په خپله ګنډلې، پر بې کتې خره سپرېده او ډېر ځل یې بل هم په ځان پسې سپراوه. په خونه کې یې یوه انځوریزه پرده راځوړنده وه، خپلې یوې مېرمنې ته یې وویل: ” دا پرده مې له سترګو لرې کړه، چې ورته وینم، دنیا او ښکلا یې رایادېږي. ” (نهج البلاغه ۱۶۰ خطبه)

 علي (ک) د انبياوو د حالاتو تر څرګندولو وړاندې يوه غونډله وايي چې له موضوع سره مو سخت مناسبت لري او دا چې:

و كذلك من عظمت الدنيا فى عينه و كبر موقعها من قلبه آثرها على الله تعالى فانقطع اليها و صار عبدا لها  (نهج البلاغه،۱۶۰خطبه)

« او دغسې ده، د چا په سترګو کې چې دنیا ستره وي او په زړه کې یې په عظمت ورناسته وي، پر خدای یې غوره بولي، ورو به ځغلي او بنده به یې شي»

و كذا من ابغض شيئا ابغض ان ينظر اليه و ان يذكر عنده  ( نهج البلاغه،۱۶۰خطبه)

هو، د چا چې څه نه خوښېږي، ورکتل او یادول به یې هم نه خوښېږي.»

د انسان که کوم څیز ښه نه ایسېده؛ نو نامه، نښه او څه چې ورپورې تړاو لري بد یې ایسي، او کوم څیز یې چې ښه ایسي، په اړه یې چې څه یادېږي، خوښېږي یې. دا مانا که د چا په زړه کې خدای کېني، دنیا یې له سترګو غورځي او ورته کوچنی کېږي، یو ډېر مهم مطلب دی، چې باید له روزنیز پلوه ورته پام وکړو او له بیخه د اخلاقو په باب د دیني ښوونو آریز ټکی باید همدلته ولټوو.

د ښو او بدو اخلاقو په اړه ډېرې ویینې او سپارښتنې شوي، چې باید رذایل له ځانه لرې او فضایل په زړونو کې ځای پر ځای کړو. باید دنیا کوچنی وګڼو. باید په دنیا کې زهد خپل کړو؛ خو ډېره لږه یې دې ټکي ته پاملرنه کړې چې:

ديو بر دنياست عاشق، كور و كر        عشق را عشق دگر برد مگر (مثنوی، پنځم دفتر)

«دیو پر دنیا ړوند و کوڼ عاشق دی؛ خو یو عشق بل عشق له منځه وړي».

د اسلامي اخلاقو او ارسطو یي اخلاقو توپیر

که غواړو چې له ځانه ځانګړې زړه تړنه (دلبستګی) وڅڼدو باید بله زړه تړنه پیدا کړو. که کوم عشق وي، باید یو بل عشق راولو چې هغه له ډګره وباسی.

معمولا انګېرنه مو (چې د ارسطو میراث دی) دا ده که انسان له ذهني او عقلي اړخ د یو کار په سموالي ښه والي خبر او قانع شو، له عملي اړخ هم به غاړه ورته کېدي. هغوی ویل، ستونزه د علم (او جهل ده) ده او هغوی چې پر نېکیو عمل نه کوي، دلیل یې دادی لکه چې ښایي نېکۍ یې نه دي پېژندلي. د مطلب واقعیت دادی دا چې د اخلاقو عالمان په یوه ډول د ارسطویي اخلاقو لارویان وو او له دیني فرهنګه پر راولاړ شویو اخلاقو او کچو پسې ولانړل؛ نو ددې ټکي له درکه غافل شول خو د غزالی په څېر ډېر لږو د اخلاقو عالمانو دې ټکي ته پام وروګرځاوه او ویلای شو، چې تقریباً غزالي و، چې اسلامي اخلاق یې دود کړل.

ابن مسکویه او نراقي – د جامع السادات مؤلف – او نور ډېر مشایر د ارسطویي اخلاقو لارویان وو، بې له دې چې پام وکړي، ارسطویي اخلاق،«انسانی- یونانی» اخلاق و، نه الهي. د ارسطو اخلاق د یونان د هغې زمانې له ټولنېزو ارزښتونو اخستل شوي او له هغو پوهېدنو سره انډول دي، چې له «فاضله مدینې» یې درلوده. له آیاتونو او روایاتو سره ددې انساني پوهېدنی تلفیق او ګنډل، یو ناانډوله ګډوله معجون رادبره کړ، چې چېرې هم د چا په درد ونه خوړ او څوک یې د اسلامي فرهنګ په تاریخ کې اخلاقي نه کړ او په بدل کې یې د سعدی د ګلستان په څېر کتاب تر ټولو دودېزو اخلاقي کتابونو اغېزمن واقع شو، سره له دې چې سعدي د اخلاقو د عالمانو په څېر کومه داعیه نه درلوده. ګومان نه کوم چې له اخلاقی پلوه د خواجه نصیرالدین طوسي د ناصري اخلاقو په څېره پېچلیو کتابونو د «کیمیای سعادت» هومره پر چا اغېز کړی وي.[ د مؤلف علم اخلاق کتاب ولولئ]

اسلامي اخلاق چې له دیني متونو ځنې اخستل شوي، واقعاً ډېر لږ د پاملرنې وړ وه. په زړونو کې د خدای کېناستل او مینه ورسره کول به ددې لامل شي چې له غیرالله سره مینه – چې د ګردو رذایلو سرچینه ده – وڅنډي. او دا له الله سره مینه کول دي چې د ټولو فضایلو سرچینه ده، نه یوازې پوهېدنه او حکیمېدل:

هر كه را جامه ز عشقى چاك شد        او ز حرص و عيب كلى پاك شد

(مثنوى، دفتر اول، بيت 23)

« د چاچې له عشقه جامه څیرې شوه؛ نو چورلټ له حرص و عیبه پاک شو»

 او دا له «الهي ولیانو» سره له ناستې پاستې تر لاسه کېږي. له خدای سره مینه او عشق به، پر نورو څېزونو ځای تنګ کړي؛ یعنې لازم نه دي چې یو انسان کېني او له عقلي پلوه ځان قانع کړي چې پلانی څیز بد او پلانی څیز حقیر او سپک دی. د یو څیز حقیر ګڼل، داسې چار نه دی چې د انسان یې په تکلف تر لاسه کړي؛ بلکې باید د نفس په ستر کېدو او د طبع په صرافت یو څیز کوچنی وبرېښوي.

کله چا ته په درناوی قایل نه یو؛ خو په ظاهره یې محترم بولو. دا یوه تړونېزه (قراردادي) او اختیاري مساله ده؛ خو واقعي سپکه لیدنه اختیاري نه ده. ستر ارواح، دنیا حقیره نه ګڼي؛ بلکې حقیره یې مومي.ستر لیدل هم همدغسې دي یعنې نه کېږی چې د چا زړه له دنیا سره له مینې ډک وي، قبله، خدای او معبود یې دنیا وي؛ خو ووایي دا چې علي (ک) راته ویلي، دنیا کوچنی ووینه، زه یې هم کوچنی وینم. په زړه کې د خدای کېناستل، او په څنګ کې یې د ګردو څېزونو کوچني کېدل، که په چا کې پیدا شي، یو خورا آریز نعمت دی، چې په طبیعي ډول نورې ښې ځانګړنې به ترې راوخټېږي.

له همدې امله د خدای یادول هم، مطلوب او ښه دي. همدا یادول دي چې زړونه ډاډمنوي. د خدای د حضور ننګېرل او دا ننګېرنه چې انسان د خدای پر وړاندې دی، ګرد څېزونه تحت الشعاع او تتوي. د خدای له ولیانو سره ناسته پاسته او مینه هم، دغسې یو اغیز لري او د خدای پر وړاندې د کېناستو یوه مرتبه ده.

هر كه خواهد همنشينى خدا        تا نشيند در حضور اوليا

(مثنوى، دفتر دوم، بيت 2163)

«څوک چې له خدای سره ملګرتوب غواړي؛ نو د اولیاوو په حضور کې دې کېنی» نو ځکه سریزه او د امام ددې خبرې (=عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم) پایله کټ مټ یو له بل سره اړخ لګوي او هغه علت او معلول دی چې سل په سلو کې یو له بل سره انډول لري. اوس باید پوه شو، چې  د غیرالله د کوچنې کېدنې دقیقه مانا څه ده او ولې باید له دنیا ماړه شو او څرنګه یو انسان دغسې ارت ظرفیت پیدا کوي، چې بې له «الله» نور هر څه ورته واړه کېږي او له بیخه څه حکمت دی چې د اسلام شریعت او نورو شرایعو،دنیا رټلې، کوچنی ګڼلې او له انسانه یې هم غوښتي چې دنیا کوچنی وګڼي؟ دا د الله سترکېدنه او د غیرالله کوچنی ګڼه، له نورو ارزښتونو او د اسلام له اخلاقي احکامو سره څه اړیکه لري او ددې مانا څه ده چې د دنیا مینه، د ګردو رذایلو سرچینه ده؟

[1] همام چې ددې خطبې مخاطب و، دغسې برخلیک یې درلود. سیدرضی د همدې خطبې په پای کې راوړي، چې امام خطبه پای ته ورسوله، همام بې هوښه پر ځمکه راولوېد او له نړۍ ولاړ. امام وویل: دا هغه څه و، چې زه پر ده ډارېدم او سترګې پر لار وم چې دغسې یوه پېښه به ور پېښه شي او بیا یي وویل، څرګند نصایح له خپل اهل سره دغسې کوي. یو له حاضرینو امیرالمؤمنین ته وویل: که خبرې دې پر ځانونو اور بلوي او په زړونو کې اغېزمنې وي؛ نو ولې پر تا اغېز نه کوي او د مرګ دې نه لاملېږي؟  په ځواب کې یې ورته وویل: هر چاته ټاکلې نېټه ده، چې په اړه یې څه اختیار نلري، بیا دا خبرې مه کوه او دې شبهوته اهمیت مه ورکوه؛ ځکه دا شیطان د رپرخوله کړي دي.

[2] نهج البلاغه، کلمات قصار

[3] كتاب التوحيد، باب فى انه لا يكون شى فى السماء و الارض الا بسبعه، اصول كافى، ج 1، حديث 1

[4] صدرالدين محمد شيرازى، الحكمه المتعاليه فى الاسفار العقليه الاربعه، ،۹/ ۵۲
[5]  قنق یعنې میلمانه

[6] زموږ په تاریخ کې داسې بزرګان شته، چې په همدې دنيوې ژوند کې يې، د بدن د بې واکه کېدو (خلع قدرت) وس درلود. شيخ شهاب الدين سهروردي، په حکمة الاشراق کتاب کې وايي: « حکيم، هله حکيم پېژنو چې اختيار، خپل بدن پرېږدي» او روسته وايي: « دې فيلسوف ډولو ته پام وراړوئ، څه چې دوی وايي، مطلب تر دې خورا اوچت او ستر دی فالامر اعظم مما قالوا» حکمة الاشراق، د مؤلف وصيت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!