تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نوې نړۍ خدایان په نوې نړۍ کې شرک؛ د «الله تعالی» یو شمېر ځانګړې ځانګړنې په «غیرالله» پورې ورځانګړې شوې دي سمه ده چې لویدیځ له څه وخته راروسته له خدایه په جدي ډول منکر شو، د خدای اوڅارول او ښکاره نمانځنه یې په زړه پورې نشوه او له هغه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نوې نړۍ خدایان

په نوې نړۍ کې شرک؛ د «الله تعالی» یو شمېر ځانګړې ځانګړنې په «غیرالله» پورې ورځانګړې شوې دي

سمه ده چې لویدیځ له څه وخته راروسته له خدایه په جدي ډول منکر شو، د خدای اوڅارول او ښکاره نمانځنه یې په زړه پورې نشوه او له هغه موجود نټه وشوه چې غیر مادی، پر هستۍ راچاپېر،پنځګر – خالق او د خلکو رازق دی؛ خو په ډېر ظریف ډول او په پټه د خدای صفات ځینو نورو موجوداتو ته ورکړای شول. داسې چې ډېرو لږو ومونده سره له دې چې «خدای ته د بې اعتنایۍ» ادعا کېږي، معبود پالنه یا بوتپالنه یا په دیني تعبیر «شرک» ژوندی او نوې بڼه یې موندلې ده. لازمه نه ده چې انسان تل یو بوت وتوږي او د خدای ټول اوصاف یو موهوم یا مصنوع موجود ته ورکړي او رسماً د خدای نامه پرې کېداي او سجده ورته وکړي، بلکې څه چې ډېر پېښېږي او خورا پټ او ناپېژنداي هم دي، دا دي چې د خدای اوصاف یو له بله بېل کړي او څو ځانګړي صفات یې یو بل موجود ته ورکړي، او په دې توګه یو خدای نه، چې ګڼ خدایان جوړ کړي؛ داسې خدایان چې د خلکو پر عقلونو او ژوند حکم وچلوي او خلک په عین شرک کولو کې، پوه نشي چې ګڼ خدایان او خپاره واره اربابان نمانځي. دا چار، زموږ په روزګار کې پېښ شوی دی. ټوله خبره مې داده، چې تل په زړه کې د خدای یادولو یوه مهمترینه ثمره داده چې انسان ددې ډول شرکونو پر وړاندې حساس او خوندي کوي. باید انسانان دا خپاره واره خدایان وپېژني او د الوهیت له مقامه یې راکوز کري.

د نوې نړۍ خدایان

زموږ په پېر کې څو خدایان د الوهیت پرمسند او مقام ناست دي او الوهیت یې ښه تبلېغېږي؛ داسې چې له ډېرې مودې را هېسې یې د خلکو عقلونه او اذهان ایل کړي دي.

دولت: بې مکلفیته د حق خاوند دی

ړومبی یې، د «دولت» خدای دی. په لوېدیځ کې ډېرو اندیالانو دې مانا ته لمن وهلې چې دولت له اخلاقو اوچت (فوق) یو موجود دی. دا د «هګل» په څېر فیلسوفانو تعبیر دی. دا نظریه پر «خدای – دولتۍ» قایله ده؛ یعنې «دولت» ته د خدای پر مقام قایل دي؛ خو لکه څنګه چې پوهېږو د الله تعالی یو له ځانګړو اوصافو دادی چې:

لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ(انبیاء/۲۳) = “الله” د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي.

البته دلته د اشاعره وو افراطي نظریه – چې خدای یې له حسن و قبح او اخلاقو اوچت باله – تر پام لاندې نه

ده؛ خو چورلټ له اخلاقو سره د خدای تړاو له اخلاقو سره د انسانانو تر تړاوه توپېر لري. انسانان ځینې مسوولیتونه پر غاړه لري، او ترمنځ یې حق او مکلفیتونه روان دي، چې یو یې هم د خدای په باب نه دی. څوک پر خدای څه حق نه لري، یوازی خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نه لري. خو زموږ په پېر کې ( له یوې نیمې پېړې راهیسې) یو شمېر فیلسوفانو دا نظریه دود کړې، چې په نړۍ کې د «حکومت» یا «دولت» په نامه یو بل موجود شته چې همدا خدایي صفت لري. یعنې دا موجود د خدای په څېر «حق» لري؛ خو «تکلیف» نه لري. دا نظریه ډېرو کسانو منلې ده.

* د علي(ک) پر سیاسي فلسفه کې دوه مهم آرونه:

(الف) بې له الله هیڅوک له حق سره یو اړخیز تړاو نلري.

 (ب) په سالم امت کې، کمزوري له زورورو، بې تړتړۍ خپل حق اخلي.

علي(ک) د «دولت» او د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه یو ډېر مهم ټکی یاد کړی، چې غالباً هېر شوی دی. دا غونډله یې مشهوره ده:

فالحق اوسع الاشياء فى التواصف و اضيقها فى التناصف( نهج البلاغه:۲۱۶مه خطبه)

د حق په اړه ډېرې خبرې کړای شو، اندیالو، فیلسوفانو او ادیبانو یې په اړه خبرې کړې دي؛ خو «په حق صفتي کېدل (اتصاف) او عمل کول پرې ډېر ستونزمن چار دی» له صراط پله د تېرېدو په څېر دي. په رښتیا هم تاریخ د علي(ک) په دې کلام ګواهي ورکوي، بیا وایي:

لا يجرى لاحد الا جرى عليه

«حق یو څېز دی، چې که د چا پرګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچولېدای شي».

یعنې هیڅوک له حق سره یو اړخیزه اړیکه نلري. داسې نه ده چې څوک یوازې حق لري؛ خو مکلفیت نلري، ټول یې پوروړي وي؛ خو دا د چا پوروړی نه وي ټول ورته لاس په نامه وي خو دا د هیچا پر وړاندې مسوولیت نلري. حق یو دوه اړخیز بهیر دی. حقیقتاً که په نهج البلاغه کې د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه دوه مهم آرونه راغلي وي؛ یو یې همدا دی چې وویل شو.

دویم آر (اصل) مالک اشتر ته د علي(ک) په لیک کې راغلی چې دلته په څرک اشاره ورته کوو: علي(ک) وایي:

تر یوه ځل ډېر مې له پېغمبراکرم(ص) اورېدلي چې ویې ویل:« یو امت هم د پاکیزګۍ مخ نه ویني؛ خو دا چې په دې امت کمزوري له زورورو خپل حق بې تړتړی واخلي.» د دویم آر جرړه باید د ړومبي آر په په جرړه کې ولټوو: زورور په کمزوریو یو اړخیز حق نلري. زورورو یعنې هغه کسان چې په ظاهره تر نورو په اوچتو ټولنیزو مرتبو کې ناست وي او د چارو واګې یې په لاس کې وي. د علي(ک) خبره داده، چې دا موقعیت دوی ته یو اړخیز حق نه ورکوي، یعنې دوی اجازه نلري څه چې غواړي، وکړي، او نور باید د دوی په اجازه خبرې وکړي، او هومره خبرې وکړي چې زورورو اجازه ورکړې وي. داسې نه ده. زورور او  چارواکي هم  څه چې لري په بدل کې باید ورکړي. دوی هم پوروړي دي. نور نباید خپل حق په التماس او زاریو ترې وغواړي؛ بلکې په زړورتوب او سر لوړۍ خپل حق ترې واخلي؛ بې له دې چې ولړزېږي، وهم یې ونیسي تړتړی او وډار شي.

هو، ویینه مو د ړومبي آر په اړه وه:

« د حق د توصیف کړۍ ډېره پراخ ده؛ خو ورباندې د عمل کولو کړۍ یې تنګه ده». او:

« حق یو څیز دی که د چا پر ګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچورلېدای شي.»

یوازې خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نلري. نور له دې اړخ مساوي وضع لري.

هیڅوک د ټولو اختیاراتو د درلودو ادعا نشي کړای؛ خو نور یې په اړه څه اختیار نلري. ؟

نو ځکه څوک چې په هر ځای کې په هرې نامې، یو موجود را اوچت کړي چې یوازې همدا د حق خاوند دی او نور حق ورباندې نلري؛ نو د خدایي لاپې یې کړي؛ که دا موجود د نېچه «زبر وګړ – سوپرمین» وي، که د هګل «دولت» وي، که د هیدګر «اتل» وي. دا «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» دي او له شرکه یې څه کم نه دي. «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» مانا یوازې دا نده، چې انسان رسماً د خدایي ادعا وکړي او د فرعون په څېر له نورو وغواړو چې و یې نمانځي. کافي ده، چې یو څوک ځان ته د خدای له ځانګړو صفاتو په یوه صفت قایل شي. په قرآن کې د خدای د کتابیانو په اړه وایي، چې خپل پوهان او شیخان یې نمانځل:

اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ(توبه/۳۱)

 امام صادق (رح) ددې آیت په تفسیر کې ویلي:

« پر خدای قسم احبارو او رهبانو خلک خپلې نمانځنې ته راونه بلل او که رابللي یې وای، نو چا ورسره نه منله؛ خو یو حلال یې ورباندې حرام او یو حرام یې ورباندې حلال کړ».

فعبدوهم من حيث لا يشعرون (بحار الانوار:۲ټ:۹۸مخ)

«؛ نو بې له دې چې پوه شي ویې نمانځل»

دا کلام د ډېر سوچ او تأمل وړ دی او په حقیقت کې وایي «تشریع» د خدای ځانګړی حق دی او څوک یې ځان ته ځانګړی کولای نشي یا دا چې له خدای سره پکې ورشریک شي.

د خدای یادول، او په یاد یې د زړه ابادول؛ یعنې دا چې تل دا ساده خو ډېر مهم ټکی ځان ته تلقین او له خپلو غوږونو یې تېر کړو، چې موږ انسانان خدای نه یو.

دا همغه مانا ده چې:

خفيفه على اللسان، ثقيله على الميزان

ویل یې اسان دي؛ خو وزن یې دروند دی؛ نو ځکه ډېر لږ یې د وړو وس لري یا ان ډېر لږ کسان یې د تشخیص قدرت لري.

په مارکسیستي او فاشیستي نظامونو کې دولت تر اخلاقو اوچت دی.

 د لويدیځ په حکومتي غونډالونو کې، دوه نظامونه راښکاره شول چې هر یو په یو ډول د الوهیت زنګ وکړانګاوه: یو نظام یې په اصطلاح لیبرالېزم بنسټ وګرځاوه، او بل یې له هګلي اندنو تعذیه کوله او په پای کې د مارکسېزم او فاشېزم په بڼه راښکاره شو. په حقیقت کې مارکسیستي او فاشسیتي نظامونو دولت له اخلاقو اوچت ګاڼه، له نظره یې دولت، «غیر اخلاقي» (= amoral)  دی.

نه ضد اخلاقي؛ یعنې کوم حسن و قبح چې د نورو لپاره دی، دولت ته نه دی که د نورو کړه وړه په حسن و قبح کې رانغاړلېږي؛ خو د دولت چلن، هوډ، کړنې داسې دي، چې د بشري اخلاقو په قضاوت او ورمندون کې نه رانغاړلېږي؛ نو ځکه له اخلاقو، حق او مکلفیت ورهاخوا او اوچتې دي؛ یعنې نور د دولت په تړاو مکلفیت لري؛ خو دولت د چا په تړاو مکلف نه دی. او دا چار، په واقع کې د الوهیت دعوا او په خدايي کې د تمې لاس وهل دي.

(۲) لیبرالېزم: قانون جوړونه (تقنین) یو مخې د انسانانو ده

بلخوا لیبرال دولتونو له بلې لارې د شرک په ګړنګ کې ورولوېدل. البته په لیبرالېزم کې د انسان انسان والی او کمزوري یې پوره تصدیق او منل شوې ده؛ خو په دې ښوونځي کې تقنین یا تشریع د انسان له اوصافو ځنې ګڼل شوې ده. په بله وینا په لیبرالېزم کې ټول ملت د خدای ځایناستی شو.

خدای وایي:

أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ(اعراف/۵۴)

تکوین او تشریع، پنځول او حکم کول یوازې د الله دي.

هیڅوک د خدای پر وړاندې خالق او پنځګر نه دی، که څوک وي؛ نو په طول یې دی. همداراز هیڅوک د خدای پر وړاندې آمر او ناهي ندي که څوک وي، په خدای پسې او په حکم به یې وي؛ نو ځکه هم «پیدا کونه» په الله پورې ځانګړې ده او هم «امر».

یوې ډلې ددې آیت په تاویل کې ویلي، چې «خلق» د اتصالیه مقادېرو عالم او مادي عالم دی، او «امر» د مجرداتو عالم دی. خو مفسرینو چې ددې آیت څرګنده مانا کړې همدا ده چې «تکوین» او «تشریع» دواړه د الله تعالی دي. هماغه موجود چې موږ انسانان یې پنځولي یو، قانون هم راته ږدي.

هو، لیبرالیزم لزوماً د خدای منکر نه دی. هم له بې خدایۍ سره یو ځای کېدای شي او هم پر خدای باندې د ګروهې له درلودو سره؛ خو له یو څیز سره د یو ځای کېدو وړ نه دی او هغه دا چې، تقنین خدای ته وروسپاري. په لیبرالېزم کې قانون جوړونه د ملت او د ملت د ټاکونکیو ده او په دې تقنین کې په هیڅ توګه د الهي امر و نهې ملاحظه نه کېږي؛ بلکې دا تقانین یو لړ عقلي موخو ته د ورسېدو لپاره صرفاً بشري ملاحظات دي؛ نو ځکه «خدای – ملتي» هم په واقع کې یو ډول شرک کول دي او په الوهیت کې د تمې لاس وهنه ده؛ یعنې که ګرده سره او بشپړ د تشریع او تقنین چار خلکو ته وروسپارل شي؛ نو البته خدایي ونډه ور پرېښوول شوې او دا په لویدیځ کې « الحادي اومانیزم= الحادي انسانپالي» ده.

خبره دا نه ده چې په لویدیځ کې خدای پالي نشته؛ بلکې خبره دا ده چې هلته لږ تر لږه یو ډول «خفي شرک = پټ شرک» رادبره شوی؛ یعنې د خدای ځانګړي اوصاف ویشل شوي او هره برخه یې واقعي یا موهوم موجود ته ورسپارل شوې او به همدې دلیل، له واقعي خدایه (الله تعالی) یو ډول استغنا یا غفلت تر لاسه شوی دی.

(۳) تاریخ: له اخلاقو اوچت او یو امتیازي موجود

په مارکسېزم کې – چې په لویدیځ کې بل اندیز – فکري بهیر دی – «تاریخ» ته خدایي ونډه ورکړای شوې ده.

حقیقتاً موږ په ټولو اوصافو چې خدای ته قایل یو په دې ښوونځي کې تاریخ ته قایل دي.

د بېلګې په توګه په دې ښوونځي کې، لومړی تاریخ تر اخلاقو اوچت دی؛ دویم اختیار ورکوونکی او امتیاز ورکوونکی دی. یعنې د دوی په ګومان د تاریخ حرکت ښه یا بد ګڼلای نشو؛ بلکې ښه او بد باید د تاریخ له حرکته واخلو. دا مطلب د هګلي – مارکسي اندنو له جرړو ځنې دی. البته دا ګروهه نامارکسیسته فیلسوفانو له علمي او عملي پلوه په ټینګه نقد کړې ده؛ خو دا فکر به په اسانۍ له اذهانو ونه وځي، په تېره هغوی چې په متافیزیکي لحاظ پر خدای دومره ټینګ ګروهه نلري، کله په دغسې موهومو خدایانو د توسل منګولې لګوي.

هو په مارکسیستي ادبیاتو کې د ارتجاع او ترقي مفهوم د تاریخ له مورینې زېږېږي. څه چې مخ پر ګانده – راتلونکي وي، د غوړېدو په حال کې دي، «ترقي» دي؛ نو ځکه ښه دی او څه چې مخ په تېرو وي او له تېرو ځنې وي، «ارتجاعي» ځنکندن او مرګي حال یې دی؛ نو ځکه بد دی. دا بد او ښه یوازې د تاریخ له بهیره اخستل کېږي؛ خو خپله تاریخ نه ښه دی او نه بد، بلکې تر ښو او بدو اوچت دی.

په دې ښوونځي کې د تاریخ دویمه ځانګړنه «امتیاز ورکونه» ده، چې دا چار په ادیانو کې یوازې د الله تعالی دی. په مارکسېزم کې د پلانۍ پاړکۍ – طبقې د حکومت حق بې له تاریخه له بل هیڅ ځای ترلاسه شوی نه دی. دا حق، یو تاریخي حق انګېرل کېږي؛ یعنې څنګه چې د کلیسا اربابانو د خپل حکومت حق، یو الهي امتیاز ګڼه، دوی هم د کارګرې طبقې د حکومت حق هغه حق پېژانده، چې د تاریخ له اړخ ورکړای شو دی.

 د مارکسیستانو په ګومان د تاریخ حرکت پر هغه ځای پای ته رسي چې کارګران واکمن شي؛ نو ځکه د واکمنۍ مقام د دوی حق دی او نور باید له مخې وایستل شي. البته د دې حق لاس ته راوړو ته یې مبارزه کوله او د دغسې حق او امتیاز تر منلو روسته یې مبارزه تنظیموله.

دا ډول خبرې عملي راپارولو ته بدې نه وې، ډېری یې تودول او د مبارزې او عمل ډګر ته یې را ایستل؛ خو ددې ګروهو بنسټ پر اوبو ولاړ و. او دا بنسټ هماغه مصنوع او بلکې موهوم خدای و، چې د حقوقو او امتیازاتو او هم د حسن و قبح ملاتړ یې باله.

 په دې منځومال کې فاشیزم تر ټولو بې پروا و، په ډاګه او رسماً یې ویل، چې په حکومتي مقام کې یې پر خدایي چوکۍ ډډه وهلې او ګرد حقوق او امتیازات ورسره دي، او خلک تش مریان دي، چې باید د دوی درناوی وکړي، دوی ځان ته پر مافوق الهي رسالت قایل وو.

هو په ټولیز ډول په دنیا کې چې هر موجود ځان د الله تعالی د ځانګړو ځانګړنو انځور وبولي، په یو ډول یې په الوهیت کې د تمې لاس وهلې دی. او که نور هم پر دوی باور وکړي، په شرک کې به یې برخوال وي.

دا ډول شرکونه په وګړیز چارو کې هم شته

دا شرک یوازې د حکومت او واکمنۍ په ډګر کې نه لیدل کېږي، زموږ هیلې، قضاوتونه او اخلاق هم دغسې کېدای شي، چې د الوهیت او شرک د بلنې بوی ترې راوخېژي. له قضا، یوه خدایي ضد او شرکي هیله، د داسې حکومتونو جوړول دي، چې هر څه یې په لاس کې وي او ټول حقوق یوازې د ځان بولي. بله بېلګه یې داده، چې یو شمېر خلکو ته په سرباندې – فوق العاده ځانګړنو قایل شي او تر بشر پورته یوه رتبه ورکړي. دا مانا د انساني وګړي او د ده په هیلو او قضاوتونو کې هم روانه ده.

په دنیا کې د انسانانو شان بندګي کول دي نه خدایي کول

انسانان دنیا ته خدایي کولو ته راغلي نه دي. موږ انسانان یو او د بشري کړو وړو لپاره مو په دنیا کې پښه ایښې ده او هر موجود، چې په دنیا کې نابشري اړخ خپل کړي، موږ انسانانو ته د قیادت، سیادت او مشرتابه مقام درلودای نشي؛ نو ځکه د مشرانو د کړو وړو شننه هم باید د بشري هوډونو او هیلو په چوکاټ کې ترسره شي، که نه زموږ او د دوی ترمنځ به یو ډول شلون، انقطاع، بېلتون او انفصال رادبره شي. د نړۍ ټولې پېښې، د تاریخ شننه او انساني کړه وړه باید پر همدې بنسټ وڅېړل شي.

له الهي منظره ټول موجودات دغسې دي، چې باید وي

په واقع کې څه چې په نړۍ کې روان دي، د خدای تقدیر دی: ناروغي، روغتیا، لاستنګي، مړښت. د اضدادو ډولونه او… دا نړۍ چې هره بڼه ومومي، د خدای تقدیر دی. په هستۍ کې یو څیز هم د خدای د قدرت او مدیریت له ولکې وتای نشي. که ټول خلک ماړه او غنیان شي، د خدای تقدیر دی، که ټول انسانان نارینه وي بیا هم د خدای تقدیر دی او قس علی هذا.

دم ګړۍ په هستۍ کې د خدای د مدیریت غوښتنه په موجوداتو کې تنوع او ډولاډولي او یو بل ته د ایل نظام عملي کول دي. دا هغه کتنه ده، چې موږ انسانان یې د خدای له منظره هستۍ ته کوو. له دې منظرې او مرتبې الهي تقدیر او قضا ټول څېزونه په ځان کې رانغاړلي او ټول موجودات هماغسې دي، چې باید دي.

انسانان باید له بشري منظره هستۍ ته وویني

خو موږ انسانان دې دنیا ته د خدایي کولو لپاره راغلي نه یو، یعنې نه یو راغلي چې له الهي هسک لید لوري ځنې هستی ته نظر وکړو او له دې منظره د خلکو د چارو په اړه  قضاوت – ورمندون وکړو او له دې لید لوري خپلې هیلې او کړنې تنظیم کړو؛ ځکه دا کار، خدایي کول دي او یو ډول شرک یا خطا ده، چې موږ ډېری انسانان یې کوو؛ بې له دې چې د چار حقیقت مو سم موندلی وي.

د خدای یادول ددې ناروغۍ درملنې ته ډېره ښه ده. دا تذکر او یادونه تل راتلقینوي چې موږ خدای نه یو؛ نو ځکه نباید خدایي چارې وکړو او هم نباید په سر کې الهي هیلې وپالو. همدغسې باید څنګه چې خدای، شیطان وشړه، موږ هم ددې الوهیتونو او دروغجنو خدایي کولو بلونکي او مدعیان وشړو او ورته ووایو چې له دې ځایه ووځه:

إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ ( الاعراف،۱۳)

انسان که له دې هسک لید لوري هستۍ ته وویني؛ ټول څېزونه به عالي ومومي. د خدای له لید لوري که په نړۍ کې تنګلاسي ده یا جګړه او فحشا او… هو، هماغه ده، چې باید وي. له دې منظره په دنیا کې څه بدي نشته:

جهان چون خط و خال و چشم و ابروست        كه هر چيزى به جاى خويش نيكوست‏

نو ځکه انسانان باید کېني او عالم دې نظاره کړي ؛ ځکه هر څیز پر ځای او ښه دي او د خدای په پېدایښت کې کمي او بد رنګي نشته.

 خو دا، په دنیا کې خدایي کول دي. په همدې پار، کله ویل کېږي که  دا فلسفي – عرفاني تیورۍ او نظریات د سیاست ډګر ته ورننوځي، فساد او آفتونه به راولاړ کړي. او که ددې مقولاتو برید سم ونه پېژندل شي او رعایت نشي، او عرفان لکه په دې ځانګړې مانا (یعنې د خدای په سترګو نړی ته کتل) د سیاست او حکومت بنسټ شي؛ نو په حقیقت کې په یو ډول هغه څه چې په دې عالم کې پېښېږي تجویز به یې کړي.

بلخوا پر هغه مسند او چوکۍ ډډه وهل، لاملېږي چې وګړی د سیاست په ډګر کې ځان ته یو ډول اختیارات او ځانګړي حقوق زیاد کړي؛ ځکه ځان د خدای ځایناستی او صدر عالم بولي.

موږ انسانان باید له خدایي کولو لاس ومینځو، موږ باید انسانیت او بلکې بندګي وکړو. په دنیا کې، ناروغي راته بده ده او باید مبارزه ورسره وکړو، فساد، فقر او…. ګرد سره ناوړه دي او باید لرې کولو ته یې هڅه وکړو. نباید ووایو دا ټول په احسن نظام کې یو ځای لري او په الهي تقدیر مقدر دي؛ نو د هیڅ څېز ترکیب او تړښت ته لاس نه وروړو.

د الهي امتحان ډګر ویجاړولای نشو

زموږ په ټولنه کې ځینو ویل، خدای یو شمېر خلک په لاستنګۍ او بله ډله په مړښت او پانګوالۍ امتحانوي؛ نو د نېستۍ او هستۍ نظام مه وېجاړوئ؛ ځکه د خدای د امتحان ډګر به ویجاړ کړئ.

 دا خبره که سمه وي یا ناسمه، په اړه یې یو حکم صادق ګڼلای شو: دا مدعا یو ډول خدایي کول او په الوهیت کې د تمې لاسوهنه ده. لومړی، دا څه مانا نلري چې څوک ګومان وکړي چې د خدای د امتحان ډګر هم ویجاړولای شو. که دا کار وکړای شو، باید وپوښتو، چې دا څنګه یو خدای دی چې لاسونه یې تړلي او نور یې په چار کې لاسوهنه کړای شي؟

دویم، موږ انسانان په هیڅ ډول د خدای کړلارې نه ویجاړوو. په دې ډګر کې له خدای سره په مقابل لوري کې نه یو، موږ بشري کړلارې جوړوو او له نورو انسانانو سره مقابل او مخامخ یو. انسانان د خدای ورکړي عقل په برید کې، باید له ناروغۍ، تنګلاسۍ او ټولو بدو چارو سره مبارزه وکړي او د ښو چارو پر کولو هم مکلف او موظف دي.

په  دې دنیا کې زموږ د انسانانو هیلې بشري هیلې دي او کړنې او قضاوتونه مو هم بشري دي.

بشري ورهاخوا ارمانونه درلودل، دا دي چې څوک هوس وکړي چې دا دنیا او تاریخ له سره جوړ کړي او وانګېري چې د ټول تاریخ او ټولې نړۍ له تېره تر ګاندې – راتلونکې مسوولیت ده ته ور ترغاړې دی.

دا چارې د خدای پر ذمه دي نه انسانانو. او که څوک وغواړي په دنیا کې دا کړلارې پلې کړي، په واقع کې د خدایي کولو پر مسند ناست دی.

موږ انسانان د خپل بشري وس هومره اندنه او عمل کوو، له هیچا سره هم د ټول تاریخ مسوولیت نشته. هیڅوک نه پوهېږي او بلکې پوهېدای نشي چې نننۍ کړلارې او هوډونه به یې سبا ته اغېز او پایله ولري؛ ځکه له چا سره هم د دنیا قدرتونه او معلومات راټول نشته، یوازې الله تعالی دی چې ګرد قدرتونه او معلومات ورسره دي. که څوک وغواړي بې معلوماتو او بې قدرته، د خدای کار وکړي، کټ مټ او عیناً یې په خدایي کولو کې هڅه کړې ده، البته بېوسې او عاجز دی او کار یې له وسې پوره نه دی؛ خو له ډېر جهالته د الوهیت هوس پالي.

اوس څرګندېږي چې انسان والی – یعنې د انسانیت پوله ساتنه – هومره اسان چار  نه دی. کله د انسان هوسونه او جګ رېبل ډېر زیانمن وي او د شرک تر پولي یې ورکاږي او دهغو انساني اغېزمنو چارو له کولو یې منع کوي،چې له وسې یې پوره دي. هغه کړلارې چې د الوهیت د انګېرنو پر بنسټ اوڅار شوې، سر به ونه نیسي؛ ځکه دا انګېرنې له بیخه چټي او باطلې دي.

یو شمېر زړونه، زړونه دي، یو شمېر کلي او شمېر ډیرانونه دي

 اوس د خدای یادولو او په یاد یې د زړه ابادولو مانا ښه موندای شو. هغوی چې د خدایي کولو په لټه کې دي، ویجاړ زړونه لري. نور دا زړه، زړه نه دی، کنډواله ده. عارفانو رازده کړي که د چا زړه، د سرو سپینو، غوا او خره په هوس کې وي، زړه یې، زړه نه دی، کلی دی. د سنایي په تعبیر:

ده بود آن نه دل كه اندر وى        گاو و خر گنجد و ضياع و عقار

خو یو شمېر زړونه له دې مرتبې هم کوز راغورځي، او نه پر کلي، چې کنډوالېږي. دا د هغو کسانو زړونه دي چې د الوهیت تمه لري. دا زړه نه؛ بلکې ډېران دی. او دا کنډواله یوازې پر خدای یادولو؛ یعنې په خدای پېژندو، د خدای د ځانګړو اوصافو پر پوهېدو او په ذکر یې درملیږي او رغېږي. دا چار په حکومتي او وګړیزو مقامونو کې په یو ډول روان دي.

د الله تعالی پر وحدانیت اعتراف له یوه  پلوه  د عملي حکمت برخه ده

 نو ځکه د خدای د وحدانیت منل له یوه اړخ د عملي حکمت د آرونو ځنې یوه برخه ده او خدای هم په قرآن کې پردې مانا ټینګار کړی دی:

لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا (اسراء/۲۲)

«د الله په شتون  کې، بل پر خدایي مه نیسئ.»

دا چار یوازې د خدای درګاه ته په درناوي، سجدې او دعا کې نه رالنډېږي. علي(ک) د پېغمبر اکرم(ص) د رالېږلو او بعثت په فلسفه کې وایي، خدای محمد(ص) راولېږه:

« ليخرج عباده من عبادته عباده الى عبادته و من عهود عباده الى عهده و من طاعته عباده الى طاعته و من ولايه عباده الى ولايته = چې خپل بندګان د بندګانو له نمانځنې خپلې نمانځنې او د بندګانو له ذمه وارۍ خپلې ذمه وارۍ او د بندګانو له طاعته خپل طاعت ته او د بندګانو له ولایته خپل ولایت ته راولي» (کافي:۸ټ،۳۸۶ مخ)

نو ځکه خدای توږنه، په دې ټولو بڼو کې شونې ده. البته د خدای توږنې خورا ساده ډول، بوتګري وه؛ خو په دنیا کې پېچلې مرتبې یې هم پرېمانه شته. یوه مرتبه یې داده چې څوک ادعا وکړي حق لري؛ خو مکلفیت نلري، یا څوک ادعا وکري، چې د نړۍ او تاریخ مسوولیت ورتر غاړې شوی، چې له بېخه یې سم کړي؛ یا څوک داسې کړلارې جوړې کړي  چې عملي کولو ته یې بې نهایت قدرت او معلوماتو ته اړمن دی.

اوس بېرته د علي(ک) وینا ته راګرځو چې یې ویلي:

« زړه دې د خدای په یاد اباد کړه، تیاره نفس دې د حکمت په رڼا رڼا کړه»

او ددې حکمت په سر کې، هماغه څه دي چې خدای په قرآن کې راوړي: « د الله په شتون کې، بل په خدایي مه نیسه».

دا کلام، ټولو انسانانو ته باخبري ورکوي، چې تل لټه وکړئ او ووېنئ چې څوک د خدايي مدعیان دي، دوی مه بولئ او په خپل برید کې یې د انسانانو په ځای کې کېنوئ.

وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِّيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا(مریم/۸۱) = او (کافرانو) د خداى پر ځاى ځان ته معبودان ونيول،چې ګنې د درنښت او اعتبار لامل يې شي (څومره ناوړه ګومان !)

كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا (مریم/۸۲) = هېڅكله (داسې نه ده !) ژر به (معبودان) له نمانځنې یې نټه (انکار) وکړي او پرخلاف به يې شي

د پورته آیتونو په تفسیر کې امام صادق (رح) ویلي:

« ليس العباده هى السجود و الركوع. انما هى طاعه الرجال. من اطاع المخلوق فى معصيه الخالق فقد عبده = دلته له عبادته مطلب سجدې او رکوع نه؛ بلکې د خلکو طاعت دی، څوک چې له مخلوقه په لاروۍ، له څخه خالق سرغړونه وکړي؛ نو مخلوق نمانځلی دی.»  (وسائل:۱۱ټ،۴۲۳مخ)

له خدایه غواړو چې پېر مو یوازې په خپل طاعت او چوپړ کې تېر کړي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!