تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ( الشمس/۹) ژباړه : چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين،چې بريالى شو.   څومره، چې په يوه باب د قرآن قسمونه ډېر او ټينګ وي، موضوع ډېر اهميت لري، د قرآن په همدې سورت كې اوږده او ټينګ سورتونه دي؛ په تېره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ( الشمس/۹)

ژباړه : چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين،چې بريالى شو.

 

څومره، چې په يوه باب د قرآن قسمونه ډېر او ټينګ وي، موضوع ډېر اهميت لري، د قرآن په همدې سورت كې اوږده او ټينګ سورتونه دي؛ په تېره دا، چې درې ځل د خداى پاك پر ذات قسم ياد شوى دى او په پاى كې په دې ټكي ډډه وهل شوې، چې بريا يوازې په تزكيه او پاكوالي كې ده او بدمرغي، ماتې او بې برخيتوب يې په پرېښوو كې دى. په رښتینه كې د انسان د ژوند مهمه موضوع همدا ده، چې د انسان بريا نه د انګېرنو او خيالونو په اېل كې ده، نه د شتمنۍ او مقام تر سيوري لاندې او نه د نورو وګړيو په كړنو پورې تړاو لري (لكه، چې مسيحيان انګېري، د هر انسان بريا د مسيح عليه السلام په سرښندنه كې رانغښتې ده) او نه يې په څېر؛ بلكې د ايمان او صالح كړنو په رڼا كې د پاكسازۍ او روح د لوړتيا په ايل كې ده. د انسان بدمرغي او ماتې نه په جبري قضا او قدر كې ده، نه په الزامي برخليكونو او نه ددې او هغه د فعاليتونو معلول ده؛ بلكې يوازې او يوازې د ګناه او د تقوى له بهيره د كږېدو له امله ده. په تواريخو كې راغلي د مصر د عزيز مېرمنې (زليخا)، چې كله يوسف (ع) د مصر د هېواد د خزانو خاوند او پرې واكمن شو، ورسره يې وليدل او ويې ويل: ((حرص او شهوت، پاچايان مريان كړل، او صبر و تقوا، بندګان پاچایان)) يوسف (ع) يې خبره تصديق كړه او دا الهي كلام يې ورته ووايه: ((چې څوك تقوى او زغم خپل كړي، خداى د نېكچاريو اجر نه ضايع كوي))

 

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست