بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د څښتن نمانځنې ژمنه أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿یس/۶۰﴾ = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟! وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿یس/۶۱﴾ = او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د څښتن نمانځنې ژمنه
أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿یس/۶۰﴾ = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟!
وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿یس/۶۱﴾ = او داچې (یوازې) ما ونمانځئ، چې دا سیده لار ده؟
له شيطان نمانځنې مراد، د شيطان د وسوسو او سپارښتنو منل دي؛ ځكه هېڅوك بې له ((الله)) يا هغه چې الله یې د اطاعت حكم كړى دى د اطاعتېدنې وړتيا او لياقت نه لري.
له امام باقر (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك د یو وياند خبرې ته غوږ كېدي، دا يې نمانځلى ، كه وياند د الله له لوري خبرې وكړي؛ نو اورېدونكي، الله نمانځلى دى او كه وياند د ابليس له لوري وي؛ نو اورېدونكي، ابليس نمانځلى دى)) او همداراز يې وويل: چې څوك د پالوونكي په سرغړونه كې د يو چا ومني؛ نو نمانځلى یې دى. الله ، چې له بنيادمو كومه ژمنه اخستې، مطلب يې هغه سپارښتنه ده، چې د پېغمبرانو له خولې يې ورته كړې، چې د ابليس به نه منئ؛ لكه چې دا خبره یې كړې ده:
يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ ( اعراف / ۲۷) = بينادمه! شيطان مو و نه غولوي؛ هماغسې چې ستا پلار و مور يې له جنته راواېستل…
او دا سپارښتنه يې:
وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿زخرف/۶۲﴾ = او شيطان مو د الله له لارې منع نه كړي، چې ستاسې ښكاره دښمن دى.
په قرآن کریم او رواياتو كې د دې دښمنۍ په اړه ډېرې خبرې شوي دي.
له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو:
[ نو د الله بندګانو، د الله له دښمنه وډار شئ، هسې نه شيطان مو پر خپل رنځ (ښاڅمنۍ – تكبر) اخته كړي او په خپلې بلنې مو له خپل ځايه راپاڅوي او خپل سپاره او پلي درنه راچاپېر كړي. پر ځان مې قسم، په ليندۍ كې يې د ګواښ غشي ايښي او ليندۍ يې ښه كش كړې او له نژدې مو په غشيو ولي؛ ځكه يې ويلي: (( پالوونكيه! داچې زه دې بېلارې كړم، زه پر ځمكه (توکیز نعمتونه) ښكلي ور انځوروم او ټول بېلارې كوم؛ خو بې له نږه بندګانو دې)) ]. (له نمونه تفسیر، 18 – 422 مخ + المیزان تفسیر، ۷ ټ، ۱۰۲ مخ په ګټنې)