تبلیغات

د ژوند وروستۍ سلګۍ پر مدينې د غم او ژړا ورېځې خپرې وې. د پېغمبر اکرم ياران په ژړغونو سترګو او خپګان د پېغمبر اکرم له كوره بهر راټول شوي وو،چې د پېغمبر اکرم د ناروغۍ پر احوال ځان پوه كړي. ټولو دا خبره كوله،چې د پېغمبر اکرم د ژوند وروستۍ سلګۍ دي. د پېغمبر […]

د ژوند وروستۍ سلګۍ

پر مدينې د غم او ژړا ورېځې خپرې وې. د پېغمبر اکرم ياران په ژړغونو سترګو او خپګان د پېغمبر اکرم له كوره بهر راټول شوي وو،چې د پېغمبر اکرم د ناروغۍ پر احوال ځان پوه كړي. ټولو دا خبره كوله،چې د پېغمبر اکرم د ژوند وروستۍ سلګۍ دي. د پېغمبر اکرم ځينو يارانو علاقه درلوده، چې خپل ګران مشر له نږدې وګوري؛خو د ناروغۍ حالت يې داسې و،چې په كومه كوټه كې پروت و؛نو بې له اهل بيتو نور څوك تلاى راتلاى نه شول.

حضرت “فاطمه” بي بي د خپل پلار له بسترې سره ناسته وه او نوراني څېرې ته يې په كتو وه،چې د پلار پر تندي يې د مرګ خوله راماته شوې ده . “زهرا” بي بي په غمجن غږ دا شعر ووايه:

((وابيض يستسقى الغمام بوجهه))

((ثمال ايتماى عصمه للارامل))

((يعنې هغه نوراني څېره،چې په درناوي يې له ورېځو بارلن غوښتل كېږي. هغه شخصيت،چې د پلار مړيو او كونډو پناه ځاى و.))

پردې مهال پېغمبر اکرم سترګې پرانيستې او په ټېټ غږ يې ورته وويل: (( دا شعر “ابوطالب” زما په باب ويلى؛خو غوره ده د آل عمران سورت 144 آيت ووايي:”محمد”(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوى وو؛نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛نو هېڅكله به خداى ته زيان و نه رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي.”)) (434)

پېغمبر اکرم خپلې لور ته خبره كوي

تجربې ښوولې،چې پر خپل اولاد د سترو شخصيتونو عواطف د كار او بوختيا له امله كمېږي؛ځكه سترو موخو او نړيوال افكارو کې فكر دومره بوخت كړى وي،چې اولاد او كورنۍ يې له ياده ترې ايستلې وي؛ خو ستر معنوي شخصيتونه له دې قاعدې او قانونه مستثنى دي او يو كار يې د بل تر سيورى نه شي راتلاى.

له لور سره د پېغمبر اکرم مينه،د انساني عواطفو ستره بېلګه وه. تر دې، چې پېغمبر اکرم به د خپلې لور، بې مخه ښې چېرې نه ته او، چې له سفره به راستنېده؛نو له هر څه د مخه به يې ليدو ته ورته. د خپلو ښځو په مخ كې يې د هغې خورا درناوى كاوه او خپلو يارانو ته يې ويل:

(( “فاطمه” زما د وجود ټوټه ده،زما خوشحالي يې په خوشحالۍ كې ده او غوسه مې يې په غوسه كې ده.)) (435)

د “زهرا” بي بي وړكتوب ورته حضرت حضرت “خديجه” وريادوله، چې د خپل مېړه لپاره يې خپله شتمني لګولې وه او هغه مهال، چې ټولو دروغجن باله، رښتين باله.

د ناروغۍ په ورځو كې “فاطمه” بي بي د پلار په څنګ كې وه،چې اشاره يې ورته وكړه،چې خبره درته كوم.د پېغمبر اکرم لور سر ورټيټ كړ. بيا پېغمبر اکرم ورته په غوږ كې خبره وكړه،چې د شاوخوا كسانو وا نه ورېده؛ خبره يې،چې پاى ته ورسېده؛ نو “زهرا” بي بي په ژړا شوه. پېغمبر اکرم ورته بيا اشاره وكړه او “زهرا” بي بي ورټيټه شوه او بيا يې په غوږ كې ورته خبره وكړه،چې دا ځل “زهرا” بي بي خوشحاله شوه او و يې خندل. دې ژړا او ورپسې خندا،خلك حيران كړل. له فاطمې بي بي يې وغوښتل ددې علت ورته ووايي؛خو “زهرا” بي بي ورته وويل:(( زه د پېغمبر اکرم راز نه ښكاره كوم.))

د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته،حضرت عايشې بي بي په دې باب “زهرا” بي بي وپوښتله؛نو ورته يې وويل:(( پلار مې په لومړي ځل راته وويل: “زه به د همدې ناروغۍ له امله مرم”؛نو په ژړا شوم او بيا يې راته وويل:” ته زما په اهل بيتو كې لومړى تن يې،چې په ما پسې به راشې”،چې دې خبرې خوشحاله كړم او ومې خندل.)) (436)

پېغمبر اکرم د ژوند په وروستيو شېبو كې سترګې پرانستې او ويې ويل:(( ورور ته مې غږ كړئ،چې څنګ ته مې كېني. ))

ټول پوه شول،چې حضرت “علي” غواړي.حضرت “علي” يې تر څنګ كېناست. حس يې كړه،چې پېغمبر اکرم له ځايه جېګېدل غواړي.”علي” (ک) له بسترې يې راجګ كړ او خپلې سينې ته يې تكيه كړ.(437) ډېر وخت نه و وتلی،چې په پېغمبر اکرم كې د ځنكدن نښې راپيدا شوې.

يو سړي حضرت “ابن عباس” وپوښته:((پېغمبر اکرم د چا په غېږ كې سا وركړه؟ )) حضرت “ابن عباس” وويل:(( د حضرت “علي” په غېږ كې.)) هماغه سړي وويل :((حضرت عايشې بي بي خو ويلي،چې زما په غېږ كې يې ساه وركړه.)) “ابن عباس” د عايشې بي بي خبره و نه منله او و يې ويل: (( د “علي”په غېږ كې يې ساه وركړه او حضرت “علي” (ک) او زما ورور “فضل” ورته غسل وركړ.)) (438)

ځينو محدثانو رانقل كړي:پېغمبر اکرم خپله وروستۍ خبره داسې وكړه: ((لا، مع الرفيق الا علي.))

لکه چې د وحې پرېښتې پېغمبر اکرم خپلې خوښې ته پريښى و،چې رغېږي او په دنيا كې اوسېدل غواړي او كه د مرګ پرېښته دې ساه واخلي؛ خو پېغمبر اکرم ددې جملې په ويلو د مرګ پرېښتې ته وويل، چې د خپل جانان ليدو ته تلل غواړي او د هغو كسانو ليدو ته تلل غواړي،چې د نساء سورت په 69 آيت كې يې يادونه شوې ده:

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا= او څوك،چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي، چې خداى پرې خپل نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رېښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي.))

پېغمبر اکرم دا جمله وويله او سترګې يې پټې كړې.(439)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست