بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه کابو کول د ګناه مخ نيوونکي اړمونه لکه په موټر کې چې برېک يو اړين څيز دى او له ټکره يې ژغوري؛نو دغسې د انسان غريزې هم بايد کابو کړاى شي، انسان بايد ځينو ټکيو ته پام وکړي،چې له ګناه وژغورل شي او دادي : ١- د ډول ډول […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د ګناه کابو کول
د ګناه مخ نيوونکي اړمونه
لکه په موټر کې چې برېک يو اړين څيز دى او له ټکره يې ژغوري؛نو دغسې د انسان غريزې هم بايد کابو کړاى شي، انسان بايد ځينو ټکيو ته پام وکړي،چې له ګناه وژغورل شي او دادي :
١- د ډول ډول څيزونو په هکله فکر کول . ٢- په هرځاى کې خداى ته پاملرنه .
٣- ځان پېژندنه او خپلې وګړې ته پاملرنه .٤- پر معاد او د حساب پر ورځې ايمان . ٥- پېغمبر اکرم او امامانو ته زموږ د کړنو د وړاندې کولو په اړه پاملرنه. ٦- د مړينې نږدې ليدل .٧- د ګناه له ناخوالو وېره. ٨- ګناه ته په شا کولو کې د عبادت ونډې ته پاملرنه .
اوس پرې لنډه ویینه کوو:
١- د ډول ډول څيزونوپه هکله فکر کول :
د ګناه د پايلو په هکله فکر کول د “توبې” عامل دى .د دنيا د پوپناه کېدو په هکله فکرد “زهد”عامل دى .د خداى د نعمتونو په هکله فکر کول، له خداى سره د مينې لامل ګرځي. د عبرت ناکو پېښو په هکله فکر کول د”تواضع” لامل دى. د مړينې په هکله فکر کول د ځاني غوښتونو د کابو کېدو لامل دى .د مشرانو د حال و احوال په هکله فکر کول د پرتلنې او ودې لامل دى . د کار د پايلو په هکله فکر کول، له ګناه د خونديتوب لامل دى .د خداى د عذاب په هکله فکر کول، له خدايه د وېرې لامل دى .د کمزورتياوو په هکله فکر کول د توکل لامل دى.د تاريخ په ګرېوان کې سر ښکته کول د “عبرت” لامل دى .د پيدايښت په هکله فکر کول، پر خداى د ايمان لامل دى. د اخلاقي مفاسدو په هکله فکرکول د”تهذيب” لامل دى.د نورو د کړاوونو په هکله فکر کول د “زغم” لامل دى.د مور و پلار د نېکيو په هکله فکرکول له هغوى سره د”احسان” لامل دى .
دفکر له ځانګړنو دي چې :
“فکر” بې ريا عبادت دى؛ځکه نه ښکاري.فکر بې وسيلې عبادت دى.لمونځ، روژه او حج وسيلو ته اړتيا لري؛خو فکر وسيلې ته اړتيا نه لري.په ټوليزه توګه سم فکر نېغ په نېغه له بې لاريو اوګناهونو د ژغورنې لامل دى او د هيندارې په شان د ښو او بدو ښوونکى دى.
حضرت علي (ک) وايي:
الفكر مرآة صافية [1]= فکر پاکه هينداره ده.
ما زل من احسن الفكر [2]= څوک چې غوره فکر لري؛ نو ښوى به نشي.
٢- په هرځاى کې خداى ته پاملرنه :
پر خداى ايمان دلودل او په هرحال کې يې يادونه او په دې ګروهه، چې موږ ټول يې په محضر کې يو؛نو دا چار انسان له ګناه ژغوري. دا ګروهه انسان کابو کوي او بل هيڅ څيز د انسان د حيواني غريزو مخه نشي نيولاى. پر خداى ايمان او په هر حال کې يې د قدرت يادونه، د نورو ځواکونو په پرتله د ګناه جرړې له بېخه اوباسي.
امنيتي سازمانونه او پوليس پر معنوياتو له ډډې او ايمان پرته وګړي او ټولنه نشي سمولاى. پرخداى ايمان او په دې ګروهه،چې خدای پر هر څه پوهېږي او په هرځاى کې دى؛نو دا ګروهه به انسان ته پولادينې جامې ورواغوندي او دننه به يې داسې پياوړى کړي چې د ګناهونو به پرې هېڅ زور ونه رسي .
که پوليس څومره هم پياوړي شي؛ نو له پټوګناهونو مخنيوى نشي کولاى؛ خو که څوک پياوړى او قوي ايمان ولري؛ نو انسان به له هر راز پټو او ښکاره ګناهونو وژغوري. په آيتونو او روايتونو کې له ګناه په مخنيوى کې د ايمان پر ونډې خورا ټينګار شوى دى.قرآن وايي :
أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى [3]= آيا نۀ ْ پوهېږي،چې خداى يې (ټول كړه وړه) ويني ؟
إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ [4]= بېشكه ستا پالونكى ( ظالمانوته ) په څارنځي كې دى.
خداى (( بصير))[؛يعنې ليدونکى] دى دا کلمه په قرآن کې ٥١ ځل او خداى ((سميع )) [؛يعنې اورېدونکې] دى. دا کلمه په قرآن کې ٤٩ ځل راغلې ده .
له دې آيتونو جوتېږي،چې موږ ټول د لوى خداى په محضر کې يو؛ که موږ ځانته يو او که نه،هر کار چې کوو او که وغواړو چې د يو مطلب په هکله فکر وکړو؛نو هغه زموږ په مغزو او فکر خبر دى او ګناهکار ته په څارنځي کې ناست دى. يو موټر چلوونکى چې څلور لارې ته رسېږې؛ نو د ټرافيک د سرې نښې په ليدلو د پوليس د جريمې له وېرې درېږي .
د خداى په محضرکې او پر وړاندې يې، آيا غوره نه ده، چې انسان ځان کابو کړي؟ او له الهي سزاګانو ووېريږي؟ د پېغمبر اکرم وينا ده:(( أسمَع السّامَعين أبصَر النّاظِرين = خداى تر ټولو زيات اورېدونکى او لېدونکى دى.))
حضرت علي (ک) وايي : ((اتّقوا مَعاصِى اللّه فى الخَلوات، فانّ الشّاهِد هو الحاكم =له ګناه په پټه او ښکاره ډډه وکړئ؛ځکه هغه د ټولو حکمونو ليدونکى دى.[5]))
يو تن “امام حسين” ته راغى او ورته يې وويل:د رسول الله زويه! ګناهکار يم،ګناه نشم پرېښوداى، ما ته نصيحت وکړه. امام حسين ورته وويل: (( لومړى پينځه کارونه وکړه او بيا چې دې څه زړه غواړي؛ و يې کړه: د خداى روزي مه خوره. د خداى له واکمنۍ ووځه. داسې ځاى ته ولاړشه ،چې خداى دې نه ويني .”عزرائيل” دې چې په روح پسې راغى؛نو و يې شړه او د دوزخ مالک چې اور ته بوتلى؛نو د اور پر لوري مه ځه؛لومړى دا ټول کارونه وکړه او بيا چې دې زړه غواړي؛نو هومره ګناهونه کولاى شې. [6]))
“غفلت” او مستي ګناه ته لار هواروي او د خداى ياد له ګناه څخه د ژغورنې لامل دى.
امام محمد باقر وايي: ((درې مهمو څيزونه دي، چې خداى پر انسانانوفرض کړي دي:(١) له ايماني ورور سره انصاف او (٢) سرښندنه او(٣) په هرحال کې د خداى يادونه ده. [7]))
امام باقر زياتوي : (( د خداى يادونه داده چې ګناه ته د نږدې کېدو پر مهال انسان ته خداى ورياد شي او همدا کار يې له ګناه وژغوري او دا د خداى خبره ده چې وايي:[ إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ [8] = په رښتيا پرهېزګارانو ته، چې کله د شيطان کومه وسوسه ور ورسېږي (؛نوسملاسي خداى او دهغه مكافات او مجازات) رايادوي او(په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه ((ليد)) مومي]. ))
د خداى د ياد په هکله امام صادق وايي: ((د خداى له يادونې موخه دا ده : انسان چې له حلالو او حراموسره مخ شي؛که له خدايه اطاعت وي؛ نو کوي يې او که بې لاري او معصيت وي؛ نو ورته شا کوي.[9]))
دې ټکي ته پاملرنه لازمي ده، چې قرآن مالونه، شيطان، اولاد، سوادګري او له دنيا ډېره تمه، هغه عوامل بولي، چې د انسان د”غفلت” لامل ګرځي او د خداى د ياد په لار کې خنډېږي؛ نو د خداى ياد هغه وخت ګټور دى او انسان له ګناه ژغوري چې غفلت پکې نه وي.
٣- ځان پېژندنه او انساني وګړې ته پاملرنه:
انسان بايد ځان وپېژني؛انسان ځکه ګناه کوي چې له خپل ارزښته خبر نه دى. د ساري په توګه : که ماشوم پياله ماته کړي؛نو ورباندې به په غوسه شو؛ خو که د مېلمنو په مخ کې يې څه مات کړل؛نو ډېر په آرامۍ به ورته ووايو: خير دى چې مات شو، ښه دى چې خوږ نشوې . دلته د مېلمنو په مخ کې انسان خپلې وګړې ته پام کوي او همدا يې د کابوکېدلو لامل هم دى.
انسان د قرآن له نظره د “خداى خليفه” او د پرېښتو “مسجود” دى. خداى ورته هرڅه پيدا او تابع کړي دي چې قرآن وايي:
وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ [10]= او خداى له خپل لوري د اسمانونو او ځمكې د ټولو څيزونو(ګټې) تاسې ته اېل كړي دي، په رښتيا پدې كې انديالو ته (مهمې) نښې دي.
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [11]= او په رښتيا چې موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سپرليو) سپاره كړي دي او هغو ته موږ له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي.
دا آيتونه د انسان لوړ او ستره وګړه راښيي، چې ټول مانیز او توکیز نعمتونه ورته ورکړل شوي دي .خداى تعالى مؤمنانو ته وايي: [ توبه /:٣٨ ارضيتم بالحيوة الدنيا – آيا د دنيا پر ژوند راضي شوي يئ ]؟؛يعنې دا چې ته انسان يې، ستا وګړه تردې دنيا هم لوړه ده؛ځان پر دنيا مه پلوره.که څوک نوى موټر واخلي؛نو په خام سړک او دوړو کې به يې و نه ځغلوي . ته پرځمکه د خداى خليفه يې او تر ټولوغوره شته يي؛ نو دا به د خواشينۍ ځاى نه وي، چې ته ځان د ګناهونو ډنډ ته واچوې ؟ په رښتيا که ځان وپېژنو او خپلې وګړې ته پام وکړو؛نو همدا پام به موږ له ګناه وژغوري؛خو که ځان خوار او ځارځپلی کړو؛ نو ناولتيا او ذلت ته به هم غاړه کېږدو. [د زخرف سورت ٥٤آيت:فاستحف قومه- فاطاعوه، فرعون خپل قوم سپک کړ؛ نو هغوى ورپسې ولاړل]؛يعنې دا چې د فرعون استبداد او د قارون زبېښلو خلک بي وګړې کړل او هغوى يي له دنننه تش کړل، خلکو چې ځان ذليل او کوچنى وليد؛نو په فرعون پسې روان شول؛ خو که ځان يې پېژندلاى واى؛نو خپل ژوند به يې تر فرعون نه واى ځار کړى او د سپکاوۍ دې ننګېرنې دوی له خداى پرته د بل چا بندګۍ ته اړ کړل.
په روايتونو کې ځان پېژندنه
د حضرت علي (ک) وينا ده: انّه ليس لاَنفُسكم ثَمنٌ الاّ الجّنة فلاتَبيعوها الاّ بها [12] =ستاسې د ځان بيه جنت دى؛ نو له جنته يې پر لږ څيز مه پلورئ.
همداراز زياتوي: قبيح بذى العقل أن يكون بهيمة وقد امكنة أن يكون انساناً [13]= د عقل خاوند ته به دا ناوړه وي چې د څاروي په شان شي؛ دا ځکه چې ورته شونې ده چې انسان شي.
همداسې وايي : ما تكبّر الاّ وضيع [14]= بې شخصيته انسان به کبرکوي.
امام صادق وايي: القَلب حَرَم اللّه فَلا تَسكنوا حَرَم اللّه غَير اللّه= زړه د خداى حرم دى؛ بې له خدايه په حرم کې څوک مه پرېږدئ.
په رښتيا دا چې د انسان زړه د خداى حرم کېداى شي؛ نو ولې انسان د ګناه او له خدايه د سرغړونې له کبله ځان څاه ته غورځوي ؟
حضرت علي وايي : عجبت لمن ينشد ضالته، و قد اضل نفسه فلا يطلبها [15]= ډېرحيران يم چې څوک پخپل ورک شوي پسې ګرځي حال دا چې ځان يې ورک کړى او لټه ورپسې نکوي.
حضرت علي وايي : قلوب العباد الطاهرة مواضع نظر اللّه [16]= د بندګانو پاک زړونه د خداى د نظرځاى دى.
حضرت علي وايي : العارف مَن عَرف نَفسَه فَاعتَقها و نَزهّها عن كلّ ما يبعدها و يوبقها [17]= عارف هغه دى چې خپل روح وپېژني او آزاد يې کړي او هر څيز يې، چې له (کمال )څخه لرې کوي او د هلاکت لامل يې ګرځي، ځان ترې پاک کړي. حضرت علي وايي : و لبئس المتجر اَن تَرَى الدّنيا لنفسك ثمناً = دا به څومره ناوړه سوداګري وي چې انسان دنيا د خپل ځان له بيې سره يو شان وګڼي.[18]
له دې آيتونو او روايتونو دا پايله اخلو چې: انسان “ذاتي” او “اکتسابي” کرامت لري او بايد خپل کرامت وپېژني، خپلې وګړې ته پام وکړي، چې له ګناهونو وژغورل شي.
په قرآن کې ( ١٤٠٠) ځل د “معاد” او د ځانګړنو په هکله يې خبرې شوي دي. د قرآن شپږمه برخه، انسانان د قيامت او معاد يادونې ته رابولي. پر معاد ايمان پر تلپاتې ژوند ايمان درلودل دي،چې هرڅه د حساب له مخې دي. موږ چې په دې دنيا کې کوم کړه وړه کوو؛ايمان لرو چې دا ټول ثواب او عذاب لري او دا پر معاد د ايمان نښه ده؛يعنې زموږ يوه نيکي او بدي هم له منځه نه ځي؛ بلکې انسان د خپلو کړنو پازوال – مسؤول دى. دا شان ګروهه د انسان په روح پالنه کې ژور اغېز لري .
يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ [19] = پر هغه ورځ به هرڅوك خپل ښه اوبدكړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي،چې (كاشكې) دهغه اود بدوكړو ترمنځ يې ډېر(زماني) واټن واى ! خداى تاسې له خپلې (نافرمانۍ) وېروي (او په عين حال كې) خداى پرخپلو بندګانو مهربان دى.
خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ [20] = هغوى (له هيبته) خړ سترګي له قبرونو د خپرو ورو ملخانو غوندې راوځي .
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ. لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ [21] = پر هغه ورځ چې انسان له خپل وروره تښتي، او (همداراز له) خپلې موراو خپل پلاره، او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو؛ پر هغه ورځ به له هغوى هر تن په داسې كار (او حال) اخته وي،چې يواځې ځان ته به يې پام وي!
دا د قيامت د ورځې په هکله د سل ګونو آيتونو بېلګې وې؛دا هغه ورځ ده چې تېښته پکې نشته او د ټولو خلکو کړنې به يې په “کړنليکونو” کې ثبت وي. مهمه داده چې موږ معاد هېر نه کړو او تل يې ياد کړو.که څوک پرې غوڅ يقين ونه لري؛ يوازې ګومان يې هم د روزنې لپاره بسیا دى .
لِيَوْمٍ عَظِيمٍ. يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ. كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ [22]= [د قيامت] د سترې ورځې [د حساب] لپاره؟! هغه ورځ چې خلك به نړۍ پال ته درېږي. هېڅكله داسې نه ده (چې هغوى يې انګيري)؛بيشكه هغوى پر هغه ورځ د خپل پالونكي له (ليدو) بې برخې شوي دي.
پېغمبران،امامان او الهي اولياوو به تل معاد ياداوه او بلنه به يې له “مبدا” او معاده پېلوله او يوه شېبه به يې هم معاد له ياده نه وته.که تاوده خواړه يا تود لمر يې ليد؛ نو د قيامت ورځ وريادېده او د معاد يادونې به له ګناهونو ژغورل . “عقيل” د حضرت علي ورور و،چې له حضرت علي يې غوښتل چې له بيت الماله ورته زيات څه ورکړي.حضرت علي د عقيل لاس ته توده اوسپنه نژدې کړه چې چغې يې کړې.حضرت علي (ک) ورته وويل: ته له کوچنۍ اوسپنې دومره چغې وهې،چې د انسان په لاس کې د نيانځکې مثال لري، آيا ته دې خپل ورور هغه اور ته ورکاږې،چې د خداى له قهر او غضبه يې لمبې بلې شوي دي .
يوه ورځ “سلمان فارسي” (رض) په “کوفه” کې د “اهنګرانو” له بازاره تېرېده؛ يو ځوان يې وليد چې چغه يې کړه او بېسده شو؛خلک ترې راټول شول.خلکو چې حضرت سلمان وليد ورته يې وويل :کېداى شي دا ځوان د مغزو ناروغي ولري؛ تاسې ورته په غوږ کې دعاء ووايئ، ښايي روغ شي. حضرت سلمان چې رانږدې شو؛ځوان په سد کې شو. حضرت سلمان يې چې وليد؛ورته يې وويل : خلک چې کوم ګومان کوي، زه هغه شان ناروغ نه يم،د اهنګرانو له بازاره تېرېدم؛ومې ليدل چې هغوى پر “پلک” سرې اوسپنې وهي؛نو ما ته دا آيت را پر ياد شو:
((وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ [23]=او وهلو ته يې اوسپنيز ګورزونه [چمتو] دي)) د خداى له عذابه ووېرېدم او بېسده شوم. د حضرت سلمان ورسره ملګري شوه، څه موده يې ونه ليد؛خبر شو چې ناروغ شوى دى، پوښتنې ته يې ورغى؛نو ځنګدن يې و او”عزرائيل” ته يې وويل: يا مَلك الموت ارفِق بأخى – د مړينې پرېښتې! زما له ايماني ورورسره ګوذاره وکړه. عزرائيل وويل : ((إنّى بكلّ مؤمنٍ رفيق – زه پر ټولو مومنانو مهربان يم. [24]))
٥- د کړو وړو وړاندې کول:
خداى هره ورځ يا هره او ونۍ يو ځل په ځانګړي طريقه د انسانانو کړه وړه پېغمبرانو او امامانو ته رسوي؛ که کړنې يې نيکې وې پرې، خوشحالېږي او که بدې وې؛ نو د خپګان لامل يې ګرځي، چې دا له اسلامي ګروهو ځنې دي او له ګناه په ژغورنه کې مهمه ونډه لري.
انسان چې پردې بهير پوه شي؛نو هڅه کوي چې ګناه ونه کړي،چې خپل هغه عزيزان خوشحاله کړي؛ لکه څرنګه چې ديوې ادارې مامورين پوهېږي،چې ټول ښه او بد کارونه يې لوړو چارواکيو ته ځي؛نو کوښښ کوي چې د ښو کارونو له لارې لوړ چارواکي له ځانه خوښ کړي .
وَقُلِ اعْمَلُواْ فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ [25]= او (ورته) ووايه :(( (هركار چې غواړئ ) و يې كړئ ! خداى او پېغمبر يې او مؤمنان ستاسې كړه وړه ګوري! او ژر به د پټو او ښكاره و پوه ته وړاندې کړاى شئ؛ نو څه چې مو كول، د هغو له (حقيقت او پايلو) به مو خبركړي !))
د کړنو د وړاندې کېدو په هکله له امامانو ګڼ روايتونه راغلي او د “اصول کافي” په کتاب کې د((عرض لاعمال على النبى والائمه )) تر عنوان لاندې يو باب هم شته چې شپږ حديثونه لري.[26]
په دې روايتونو کې راغلي چې: د انسان نېکې او بدې کړنې هر سهار پېغمبر اکرم ته وړل کېږي او په ځينې نورو حديثونو کې راغلي چې : د هرې پنجشنبې په ورځ وړل کېږي. په ځينو نورو کې راغلي چې دا کړنې امامانو او په ځينو کې وايي چې حضرت علي ته وړل کېږي.
د مړينې يادونه ښاڅمني – غرور او پېسمني- کبر ماتوي او له ګناه د ژغورنې لامل هم دى.
پېغمبر اکرم وايي : ((اكثروا ذكرالموت فانه يمحض الذنوب [27]– مړينه ډېره يادوئ ؛ځکه چې ګناهونه څنډي.
د حضرت علي وينا ده: ((الموت الزم لكم من ظلكم [28]– د مړينې پيوند تر سيورې هم کلک دى .))(٢٧)
له خدایه وېره او د ګناه له پايلو وېره
له خدايه او د ګناه له پايلو وېره انسان له ګناهونو ژغوري .
پيغمبر اکرم وايي: ((مومن خپله ګناه؛ لکه د يوې سترې تيږې په شان ګڼې او وېرېږي چې پر سر يې را ونه لوېږي او کافر خپله ګناه؛ لکه د ماشي ويني چې له پوزې يې تېر شي.[29]))
امام صادق وايي:((څوک چې پوه شي،چې خداى يې ويني،خبرې يې اوري، پر نېک او بد کار يې خبر دى؛ همدا پوهه يې له ناوړو کارونو ژغوري او دا به هغه وي چې د خداى له مقامه به وېرېدلاى وي او خپل نفس به يې د هوسونوله ګناه څخه ژغورلى وي.[30]))
همداراز زياتوي: (( له خدايه داسې وېرېږه؛ لکه چې وينې يې اوکه ته يې نه وينې؛هغه خو تا ويني.[31]))
حضرت علي وايي:((لاتخف الا ذنبك– بې له خپلې ګناه له بل هيڅ څيز هم مه وېريږه.[32]))
امام صادق وايي:(( العجب ممن يخاف العقاب و لم يكف [33] – هغه ته حېران يم چې له الهي عذابه وېرېږي؛خو له ګناه ځان نه ژغوري.)) ؛يعنې له ګناه ډډه کول يې له الهي عذابه د وېرې نښه ده .
٨- د ګناه په مخنيوي کې د عبادتونو ونډه :
عبادتونه که سم وشي؛پر ډېرو مانیزو ګټو سربېره، د ګناه په مخنيوي کې هم اغېزمنه ونډه لري؛لکه څنګه چې په قرآن کې د روژې موخه تقوى او پاکوالى ښوول شوى دى .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [34]= [مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي چې ځان ساتي شئ.]
لمونځ يې له ګناهونو او بديو د لرېوالي وسيله ګڼلې ده .
اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ [35] = هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.
پېغمبر اکرم وايي:(( مثل الصّلوة كَمثل النَّهر الجارى كلّما صلّى كَفرت ما بَينهما [36]– لمونځ د روانو اوبو په شان دى.انسان چې لمونځ کوي نو د دوو لمونځونو په وخت کې يې کړي ګناهونه له منځه وړي.))
امام صادق وايي: ((مَن اَحبّ يَعلَم اَقُبِلتْ صلاتُه ام لم تُقبَل فَلينظُر: هل مَنعَت صلاتُه عَن الفَحشاء و المُنكر؟ فَبِقَدر ما مَنعَتْه قُبِلت منه [37]= څوک چې غواړي، پوه شي چې لمونځ يې قبول شوى اوکه نه؛نوبايد وګوري چې لمونځ له بديو او منکراتو ژغورلاى اوکه نه ؟ څومره يې چې ژغورلاى وي؛نو هومره به يې لمونځ هم قبول شوى وي. ))
حضرت علي د اسلامي عباداتو د فلسفې په هکله وايي: ((والصّلاة تَنزيهاً عن الكِبر…. و النَّهى عن المُنكر رِدعَاً لِلسُّفهاء [38] – خداى لمونځ له کبره د پاکوالي لپاره فرض کړ او له بديو منع يې ( له ګناه څخه ) د بې عقلو د ژغورنې لپاره فرض کړى دى. ))
مسلمان چې لمونځ او يا حج کوي؛ نو هغه څيزونه چې عبادت باطلوي،ورته ټينګه پاملرنه کوي. همدا پاملرنه د ګناهونو پر وړاندې د ازادۍ د پياوړتيا او د زغم پالنې تمرين دى؛ دا ځکه چې له ګناه ډډه کول، د انسان په ارادې او زغم پورې اړه لري .
[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]
[1] نهج البلاغه، ۵ حكمت.
[2] ميزان الحكمة، 7 /538.
[3] علق/۱۴
[4] فجر/۱۴
[5] نهج البلاغه،۳۲۴ حكمت
[6] بحار، 17 ټ، منهاج الشهاده، 311مخ
[7] بحار، 93 /379. ميزان الحكمه، 3 /425.
[8] اعراف/۲۰۱
[9] بحار، 93 / 154.
[10] جاثیه/۱۳
[11] اسراء/ ۷۰
[12] نهج البلاغه، ۴۵۶ حكمت
[13] اخلاق حجة الاسلام فلسفى، 2 /12.
[14] فهرست غرر،
[15] غرر و درر آمدى، 4 /340.
[16] غررالحكم، ميزانالحكمه، 8 /229.
[17] غررالحکم
[18] نهج البلاغه، خطبه 32.
[19] ال عمران/۳۰
[20] قمر/۷
[21] عبس/ ۳۴- ۳۷
[22] مطففین/ ۵- ۷
[23] حج/۲۱
[24] بحار، 22 /360
[25] توبه/۱۰۵
[26] كافى، 1 /219. وسائل ، 11 /101 (25 حديث). ميزان الحكمة، 7 /35.
[27] نهج الفصاحه، ۴۴۴حديث
[28] فهرست غرر، (مړینه)
[29] غرر الحكم. ميزان الحكمة، ج3 /182.
[30] كافى، 2 /70.
[31] كافى، 2 /67-68.
[32] غررالحكم. ميزان الحكمة، 3 /182
[33] بحار، 77 /237.
[34] بقره/۱۸۳
[35] عنکبوت/ ۴۵
[36] وسائل 3 /7
[37] مجمع البيان تر عنکبوت/ ۴۵ آیت لاندې
[38] نهج البلاغه، ۲۵۲ حكمت
-
ټیګونه:
- ٣- ځان پېژندنه او انساني وګړې ته پاملرنه:
- www.andyal.com
- اندیال
- انسان د قرآن له نظره
- پر معاد ايمان
- په روايتونو کې ځان پېژندنه
- په هرځاى کې خداى ته پاملرنه
- د اعمالو وړاندې کېدنه
- د حضرت سلمان ملګرى
- د خداى يادونه
- د ډول ډول څيزونوپه هکله فکر کول
- د کړو وړو وړاندې کول
- د ګناه په مخنيوي کې د عبادتونو ونډه
- د ګناه کابو کول
- د ګناه مخ نيوونکي اړمونه
- له خدایه وېره او د ګناه له پايلو وېره
- مشران او معاد