تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رحمان بابا وايي : راحت بې زحمته نه دی چا موندلی غم ښادي د دې دهر خور و ورور دي حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنو په اړه وايي: غائبا منكره. حاضرا معروفه. مقبلا خيره. مدبرا شره. فى الزلازل و قور و فى المكاره صبور. و فى الرخاء شكور. لايحيف […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رحمان بابا وايي :

راحت بې زحمته نه دی چا موندلی

غم ښادي د دې دهر خور و ورور دي

حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنو په اړه وايي:

غائبا منكره. حاضرا معروفه. مقبلا خيره. مدبرا شره. فى الزلازل و قور و فى المكاره صبور. و فى الرخاء شكور. لايحيف على من يبغض و لا ياثم فيمن يحب. يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه

« بدي یې غایبه او نېکي یې حاضره ده. خیر یې خلکو ته ورمخه کوي او شر یې ور شا کوي. په زلزلو او توپآنونو کې، دروند او پرځای ولاړ دی او په کړاونو کې زغمناک او په سوکالۍ کې منندوی دی. څوک یې چې ښه نه ایسي تېری پرې نه کوي، او د خپل ملګري او دوست په پار ګناه نه کوي او مخکې تردې چې شاهدي پرې ووایي، په حق منښته – اعتراف کوي.»

د نړی په هکله د متقیانو ځانګړی لید، چې د دوی د وقار لامل دی

رحمان بابا وايي :

که نظر کا څوک په کار د درویشانو

خود به وویني وقار د درویشانو

خو په کړاوونو «زلازلو» کې د متقیانو د «وقور» والي او درونتوب دویم دلیل، هغه لید دی چې دوی یې د دنیا او پکې ژوند په اړه لري. که انسان د نړی د ستونزو په اړه، ځانګړې فلسفه ولري او له ځان سره یې دا مساله حل کړې وي، چې ولې نړۍ د ګردو پر مراد نه چورلي؛ نو بیا به د ستونزو زغم ورته اسان شي.

 ایا دا چار د خدای له بېوسۍ او ناوړه تدبېره راولاړ شوی، خدای داسې نه غوښتل؛ خو دغسې وشو؟ یا دا چې نړۍ د یوې (راسپړل شوې یا نا راسپړل شوې) موخې په دلیل چې خالق په پام کې ورته نیولې په تراخو او ستونزو اخږل شوی یوه نړۍ ده؟ مسلماُ، مؤمنان دویمي حق بولي. هو؛ خدای داسې دنیاوې هم لري چې رنځ او کړاو پکې نشته، لکه د ملکوت نړۍ چې پرښتې پکې خدای نمانځي؛ خو دا په نورو ځانګړنو بله دنیا ده. موږ هم که پرښتې وای په هماغه دنیا کې اوسېدو؛ خو فعلاُ دغسې نه ده او انسانان یو او په مادي نړۍ یا د طبیعت په څا کې اوسو.

که په دې عالم کې وکړای شو، چې د شر ستونزې ته فلسفي هواری پیدا کړو یا یې ونشو کړای، خو موږ چې د خدی تعالی په تدبير او حکمت ډاډمن یو، پوهېږو چې په نړۍ کې د شر او ستونزو پیدایښت څه بې حسابه چار نه دی او یوه موخه لري. او که انسانان ځانونه له نړۍ سره سم همغږي او انډول کړي؛ نو همدا ستونزې د خپلې نېکمرغۍ سپرلی کولای شي. او ددی پرځای چې تل ترې تریخ کومې وي او پر ځمکه او اسمان لعنت وایی، ګټه ترې اخلي او په بله وینا همدا دنیا چې یو قوم ته جهنم دی متقی انسان ته جنت دی:

رحمان بابا وايي :

هر بهار لره خزان په جهان شته دی

خزان نه لري بهار د درویشانو

د جنت د باغ ګلونه به یې هېر شي

که څوک وویني ګلزار د درویشانو

من كه صلحم دائما با اين پدر        اين جهان چون جنتستم در نظر

(مثنوى، څلورم دفتر، 3263 بيت)

بنسټیز ټکی دادی چې انسان دې له هستۍ سره همغږي او سوله وکړي. ددې کار لپاره باید د هستۍ له خدای سره همغږی وشي، چې په دې توګه له دې هستی سره همغږي چې د خدای مخلوق ده، بالطبع ترلاسه شي. یوازې په دې حالت کې دي، چې انسان ددې پرځای چې له نړۍ سره په دښمنۍ او تقابل کې واوسي، په دوستۍ، سوله او صفا کې به ژوند وکړي.

دا همغږي؛ یعنې په هستۍ کې د چارو د چورلېدو په راز پوهېدل او د صانع خطا پوش ( او ستارالعیوب) د سترګې له درېڅې د نړۍ لیدنه (به ددې لامل شي چې) پر انسان د ژوند سپرلۍ رامه کړای شي، لکه چې غمونه او ښادۍ دواړه به یې مرستندویه شي.

 داسې هم کېدای شي چې کله په دنیا کې ښادۍ د انسان دښمني وي. نباید ګومان وکړو چې رنځونه تل د انسان د پرمختګ خنډ دي؛ بلکې کله ښادي او پر مراد جوړې چارې، چار ستونزمنوي. شته داسې کسان چې په نړی کې د ورکړي مهلت، انعام او احسان په دلیل، غولیدلي او غافل شوي[1] او دا استدراج دی.

په نړۍ کې د ځینو ستونزو فلسفه همدا ده، چې ویده وخوځوي او ویښ یې کړي او دا یوازې په دې نړۍ لید کې سم راځي چې ګروهن وي، چې په نړۍ کې یو خوب دی، ویښوالی او څارنه ده او خدای کله انسانان په سختو ټکانونو له خوبه راویښوي،همدغسې پر ځینو د خوب او مړینې عذابونه ورلېږي. مولانا بلخي هم له غم و ښادۍ دغسې یوه پوهیدنه درلوده، یعنې سترګې پرانستل یې پایله اخسته:

رحمان بابا وايي :

لږ راحت په ډېر زحمت سره موندای شي

د دې دهر خس حرام دي که وړیا دي

د دنیا ښادي بې غمه موندای نشي

لږ خیرات د شوم له کوره په بلا دي

يك لحظه داغم مى‏كشى، يك دم به باغم مى‏كشى        پيش چراغم مى‏كشى تا وا شود چشمان من‏

چون منزل ما خاك نيست، گرتن بريزد باك نيست        انديشه‏ام افلاك نيست، اى وصل تو كيوان من‏

(كليات شمس، غزل 1805)

که انسان دا مساله له دې لارې حل کړې نه وي؛ البته د نړۍ ستونزو ته به څه ځواب پیدا نکړای شي. په ماتریالیزم او مادي پال مسلک کې، په رښتیا د نړۍ ستونزو، رنځونو او خپګانونو ته څه مخونه نشته؛ خو دا چې  څوک ځان ناګاره کړي او دا مسایل ونه پوښتي او د ځواب په لټه کې هم نه وي – چې په یو ډول نه یو ډول همدا کار کوي – په ماتریالیزم کې اړین یو د ناګارۍ او غفلت وزلي رادبره کړو؛ ځکه که دا پوښتنې راولاړې شي، هډو ځواب به ونه مومي. هغوی چې ډېر حساس دي شونې ده ځان وژنې ته مخه کړي او د عمر تر پایه (د بې ننګۍ ډهولونه وهي، هسې نه چې هغه بانګ یې، د غوږونو پردې ورڅېرې کړي) تریخ کومی پاتې شي او ومومي او خپلې پوښتنې ته ځواب ونه مومي. هم دا چې متقي تل خدای په پام کې نیولی وي؛ نو همدا يې په نړۍ کې د تسکین او ډاډ لامل دی. په ژوند کې ستونزې لرې کولای نشو، دا انګېرلای نشو چې انسان به په نړۍ کې هیڅ ستونزه ونلري؛ خو له « ډاډ » سره په ملتیا پر ستونزو برېمنېدای شو.

 

[1] په دې اړه اميرالمومنين علي (ک) وايي: كم من مستدرج بالاحسان اليه و مغرور بالستر عليه و مفتون بحسن القول فيه و ما ابتلى الله احدا بمثل الاملاء له (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 116).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!