بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الزُمر سورت زمر سورت پينځه اويا (75) آيتونه لري، په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر ډېر مطالب یې د الله تعالی او قيامت په هکله دى. «زُمَر» د ډلې په مانا دى او د نامې ايښوونې لامل يې ددې سورت ٧١ او ٧٣ آيتونه دي، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الزُمر سورت
زمر سورت پينځه اويا (75) آيتونه لري، په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر ډېر مطالب یې د الله تعالی او قيامت په هکله دى.
«زُمَر» د ډلې په مانا دى او د نامې ايښوونې لامل يې ددې سورت ٧١ او ٧٣ آيتونه دي، چې وايي: (( دوزخيان او جنتيان به ډلې ډلې دوزخ او جنت ته ورننووځي.))
په دې سورت کې په پنځون کې د الله تعالی تدبير، روزنې، عبادت او په تېره په عبادت کې اخلاص ته ځانګړى پام شوى دى.
د قيامت پر ورځ د شاهدانو او د دوسيو پر بنسټ د الله تعالی ورمندون-قضاوت او جنت ته د جنتيانو او دوزخ ته د وزخيانو ورلېږل هغه چارې دي ، چې په دې سورت کې خبرې پرې شوې دي.
بسم الله الرحمن الرحيم
د لوراند او لورين الله په نامه
ټکي:
بسم الله الرحمن الرحيم؛ يعنې د هغه الله په نامه، چې تل ټولو ته بښنه کوي. بې له الله تعالی نور څوک ورکړه او بښنه نه لري او که لري يې هم؛ نو د مينې پر بنسټ نه وي؛ بلکې که څه ورکوي؛ نو يا د ګټې لپاره وي او يا د راکړې په تمه وي. د مثال په توګه: که غوا ته واښه ورکوي؛ نو د غوښې او شيدو تمه ترې لري، که چرګې ته دانه ورکوي؛ نو د غوښې او هګۍ تمه ترې لري، که څوک څه توليدوي؛ نو د خپلې ګټې لپاره وي؛ خو الله تعالی داسې نه دى او تل ټولو ته ورکړه او بښنه لري؛ خو د راکړې تمه نه لري.
د ((بسم الله)) ويل او تر چارو مخکې د الله تعالی نامه يادول تر اسلام مخکې هم و؛ لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي: نوح عليه السلام او سليمان عليه السلام هم ((بسم الله)) وويله.
په ((بسم الله)) کې د ((ب)) توری د هغه د نامې په اخستو مرسته ترې غوښتل دي او هغوى چې الله تعالی يادوي؛ نو:
١_ الله تعالی يې پېژندلى، ايمان پرې لري او لوراند او لورين يې ګڼي.
٢_ په ځان کې اړتيا، پناه غوښتنه او مرسته غوښتنه احساسوي.
٣_ څوک يې چې نامه اخلي؛ نو ورسره مينه کوي او ترې مرسته غوښتل، د خپل خلاصون لامل ګڼي.
٤_ څوک چې د الله تعالی نامه اخلي؛ نو د الله تعالی له مخالفينو، طاغوتانو او بوتانو کرکه کوي او توکل يې يوازې پر الله تعالی او ورته هيلمن دى.
٥_ انسان د ((بسم الله)) په ويلو ځان او خپلې چارې بيمه کوي او ځان په ناپايه ځواک پورې ورنښلوي.
امام صادق (رح) وايي:
((رحمان «لوراند» د الله عام صفت دی، چې مؤمن او کافر دواړه پکې رانغاړي؛ خو رحيم يوازې د الله لپاره ځانګړى دى، چې يوازې مؤمنان پکې رانغاړي[1].))
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ (۱) = د (دې) كتاب (تدريجي) لېږنه د ناماتي حكيم الله له لوري ده.
إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ (۲) = په حقيقت كې موږ (دا) كتاب په حق درلېږلی؛ نو الله په داسې حال كې ولمانځه، چې [خپل] دين دې يوازې ده ته نږه كړى وي.
ټکي
((نزول)) سوکه سوکه او ((انزال)) يودمي راتګ ته وايي، چې په دې آيت کې د قرآن د دواړو ډولونو راتګ ته اشاره شوې او دا خبره د ((إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ )) په آيت کې هم راغلې، چې قرآن يو ځل يودمي او يو ځل د ٢٣ کالو په ترڅ کې راغلى دى.
((عزت)) د ناماتۍ او ځواکمنۍ په مانا او عرب هغو ځمکو ته “اعزاز” وايي چې بېلچه او مېتى پکې کار نه کوي؛ يعنې دا ځمکه ناماتې ده. هغه غوړ لاس، چې اوبه پرې اغېز نه کوي، وايي، چې عزيز لاس دى؛ يعنې اوبه پرې اغېز نه کوي. الله تعالی، استازى يې او مؤمن عزيز دی؛ يعنې هېڅه يې پښه نشي ښويولاى.
د ((عزت)) کلمه ٨٨ ځل په قرآن کې راغلې، چې ٤٦ ځل یې د حکمت ترڅنګ راغلې. (( العزيز الحکيم))
هو ګرانو! رښتينى عزيز يوازې الله تعالی دى؛ ځکه عزت هله تلپاتې وي، چې د حکمت ترڅنګ وي. الله تعالی ځواکمن واکمن دى، له غيبو او شهودو خبر دى او د رزق ويش يې په واک دى.
روايت دى: (( فمن اراد عز الدارین فلیطع العزیز: څوک که د دنيا او اخرت عزت غواړي؛ نو الله ته دې غاړه کېدي.[2]))
په دوو آيتونو کې د ((کتاب)) کلمې پرله پسې راتګ [ = “دا کتاب د ناماتي الله له لوري دی” او” کتاب حق دی”] ښيي، چې د وګړي او ټولنې واقعي عزت، الله تعالی او حق ښوونځي ته غاړه ايښوول دي او بې د وحې له ښوونځي نور ښوونځي يا بېځايه سخت دريځه يا خرافي وي او له فطرت سره بېخي اړخ نه لګوي.
هو! د انسان په لاس منځته راغلي ښوونځي نشي کړاى ناماتې او عزيزه ټولنه جوړه کړي ، چې بيا په درېیم آيت کې وايي:((نږه دين د الله دى. ))
که څه نږه عبادت کول، پېغمبر اکرم ته خطاب دى؛ خو دا آيت ټول رانغاړي.
د ((دين)) کلمه سزا، ملت، کړنلار، عبادت او لاورۍ ته کارېږي[3]؛ خو دلته د عبادت په مانا ده. ( فاعبد الله مخلصاً له الدين ))
که څه په دويم آيت کې دين د عبادت په مانا دى؛ خو بده به نه وي، چې دين ته يوه لنډه کتنه وکړو، چې عبادت يې يوه برخه ده.
دين د لارې او کړلارې پر مانا دى. د باطل او حق لار. قرآن بوت نمانځو ته وايي: ((لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ[4]= ستاسې لپاره ستاسې دين او زما لپاره زما دين دى.))؛ نو د هر چا دود، دستور او کړلار یې دين دى؛ خو څه چې ارزښت لري، حق پېژندل او پرې تګ دى.
حق دين هغه دى، چې له عقل سره سمون وخوري. بوت نمانځو په خپلو لاسونو له کاڼو او ډبرو بوتان توږل او عبادت یې کاوه، چې قرآن ورته وايي دا کار مو له عقل سره اړخ نه لګوي: (قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ[5]) -[ (ابراهيم) وويل: ((ايا څه چې په خپله توږئ، عبادت يې كوئ؟! ]
بوت لمانځو به د خپل کار په مخونه کې ويل: ((إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا[6]= نيکونه مو هم بوتپال وو.
که پام مو وي، چې هر څه؛ لکه تلويزون، يخچال او داسې نور څيزونه، چې اخلو؛ نو ورسره لارښود کتاب هم وي. انسان د الله تعالی مخلوق دى او لارښود کتاب ته اړتيا لري، چې الله تعالی د کتاب په بڼه رالېږلى او لکه څنګه چې پوهېږو، لارښود کتاب يې جوړونکى ليکي؛ نو زموږ د ژوند کړلار دې هم هغه الله تعالی وليکي، چې يې پنځولي يو؛ هغه زموږ له اړتياوو خبر دى او زموږ د اړتيا د لرې کولو وس هم لري.
حق دين هغه دى، چې د انسان ټولو اروايي، توکيزو، مانيزو (مادي او معنوي) او جسمي اړتياوو ته کړلار ولري.
حق دين هغه دى، چې د لاروي د پرمختګ او تکامل لامل وګرځي او د وخت په تېرېدو يې له کاره و نه غورځوي او بېلارې يې نه کړي او احکام يې تل ټولو ته نوي و تازه وي.
امام حسين (رض) په کربلا کې وايي: (( هيهات منا الذله ))؛ يعنې کله به هم ذلت و نه منم. دا شعار په ټولو ځايونو او وختونو کې ټولو انسانو ته ښکلى او په زړه پورې دى.
په لمانځه کې له الله تعالی مننه، په روژې د وږيو يادول، په جهاد له مال، دين او ځانه دفاع، په خمس او زکات له بېوزليو سره مرسته، پر نېکيو امر او له بديو منع ، په لمانځه او لمبلو د پاکوالي ساتل، سلام اچول، د نورو او مور و پلار درناوى او پر ژمنه وفا کول، کله هم راڅخه نه هېريږي او د ځلاند لمر په څېر د بشريت او انسانيت په اسمان کې ځلېږي او خلکو ته رڼا، قوت او انرژي ورکوي او هغوى چې د بشر په لاس له منځ ته راغليو ښوونځيو لاروي کوي؛ نو ډېر ژر به پښېمانه شي.
هو ګرانو! لکه څنګه چې د روغتيايي چارو په باب د طبيب خبرې ته غاړه ايښوول پکار دي؛ نو د تلپاتې نېکمرغۍ لاس ته راوړو په موخه خو د الله تعالی خبرې ته غاړه ايښوول پکار او پکار دي. الله تعالی تر طبيبانو هم خورا پوه او خورا مهربان دى او يوازې الله تعالی پوهېږي، چې انسان څه ته اړتيا لري او کوم چار فرض، کوم چار مستحب، کوم حرام او کوم مکروه دى.
پېغامونه:
۱- د قرآن نزول، له الهي عزت سره ټکر نه لري. (تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ)
۲_ عزيز الله خپل عزيز کتاب د عزيز پېغمبر له لارې د خلکو لارښوونې ته رالېږلې. (تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ )
۳- د اسماني کتاب پر قدر دې پوه شو؛ ځکه د حکیم الله تعالی له لوري نازل شوی او د عزت او حکمت نښه یې ده. (مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ)
۴_ د طاغوت عزت ظاهري او له استبداد او زورزیاتي سره وي؛ خو الهي عزت د حکمت له مخې دى. ( الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ)
۵_ الله تعالی عزيز او ناماتى دى؛ نو خبره او دين يې هم د نورو ښوونځیو او خبرو په مقابل کې ناماتى دى. (الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ )
۶- که څه قرآن سوکه سوکه په ۲۳ کلونو کې نازل شو (تَنزِيلُ الْكِتَابِ)؛ خو د بعثت په پیل کې یو دمي او ګرد د پېغمبر اکرم (ص) پر زړه نازل شوی دی. (إِنَّا أَنزَلْنَا)
۷_ قرآن عزت پنځی او حکمت ښوونکى دى؛ ځکه د عزيز او حکيم الله تعالی له لوري دى. ( الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ )
۸_قرآن، د الله تعالی په څېر حق او ثابت دی. (بِالْحَقِّ)
۹- ټول قرآن حق دى ، ناسمې او خيالي خبرې پکې نشته. (بِالْحَقِّ)
۱۰_ خلکو ته د حق وړاندې کول، د قرآن د رالېږلو فلسفه او دليل دى. (بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ )
۱۱_ عبادت دې د حق په بهير کې وشي. (بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ )
۱۲_ لکه څنګه چې د تکوین او پنځون موخه د الله تعالی عبادت دى (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ[7]) د تشریع، د کتاب د نزول او قرآن موخه هم د الله تعالی عبادت دى (أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ)
۱۳_ د کتاب نزول یو نعمت دی؛ نوځکه د الله تعالی شکر پکار دى تَنزِيلُ الْكِتَابِ…. فَاعْبُد) او د کاڼي کرښه ده، چې تر ټولو غوره شکر عبادت دى.
١۳_ نږه عبادت له خيالونو، هوسونو او خرافاتو لرې دى.( مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ)
١۵_ غوره عبادت نږه عبادت دى، چې یوازې الله پاک ته د ورنژدې کېدو په نیت وشي. ( فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ)
أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ (۳) = پوه شئ! نږه دين او په اخلاص بنده ګي يوازې د الله حق دى او هغوى چې د الله پر ځاى نور پالندويان نيولي (او وايي:) موږ ځکه دوی لمانځو، چې الله ته مو ورنژدې كړي؛ البته الله د قيامت پر ورځ په څه ( توحید او شرک) كې چې دوی (مشرکانو او مسلمانانو) اختلاف درلود، ترمنځ به يې پرېكړه وكړي. په رښتینه كې الله دروغجن (او له حقه) منکر ته سمه لار نه ورښيي.
ټکي:
په تېر آيت کې د الله استازي ته وويل شول، چې سوچه عبادت کوه. (فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا) او په دې آيت کې ټولو خلکو ته وايي: ټول ديني عبادتونه دې د الله پاک لپاره وي. (لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ)
پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول: موږ بېوزليو ته مال او ورکړه ددې لپاره کوو، چې نامه مو په نېکه ياده شي. رسول الله وويل: (( الله يوازې د اخلاص له مخې کارونه قبلوي.)) او بيا يې ورته د (أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ) آيت ولوست[8].
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: الله ته د نږدېدو لارې، پر الله او استازي يې ايمان، جهاد، اخلاص، لمونځ، روژه، زکات، حج يا عمره، صله رحم، پر خپلوانو زړی سوی او په پټه او ښکاره د نېکو کارونه کول دي[9].
د بوت لمانځنې جرړې يې داسې بيان کړي:
الف: د خپلو مشرانو درناوۍ ته یې د دوی مجسمې (پژۍ) جوړولې او د وخت په تېرېدو دا مجسمې په مستقل ډول لمانځل کېدې.
ب: بوت نمانځو ګومان کاوه، چې انسان نېغ په نېغه له الله سره اړيکه نیوای نشي او د دې کار لپاره سپېڅليو واسطو ته اړتيا ده؛ نوځکه یې د سپېڅليو وګړيو انځورونه او تمثالونه جوړول چې د وخت په تېرېدو یې د بوتانو بڼه غوره کړه .
دروغجن ته ((کاذب)) وايي؛ خو ((کفار)) هغوى ته ويل کېږي ، چې کفر او د کفران کړلار يې تل خپله کړې وي او داچې “کاذب” او “کفار” دواړه ترڅنګ راغلي؛ ښايي يو دروغ کړاى شي، انسان تل بېلارې کړي او ان يو دورغ کړاى شي يوه ټولنه کافره کړي؛ لکه څنګه چې يهودي او مسيحي عالمانو، حضرت محمد (ص) د خپل زوى په څېر پوره پېژنده؛ خو خلکو ته يې دروغ ويل، چې دا هغه وعده راکړ شوى پېغمبر نه دى او په دروغو او حق پټولو يې ټولنه د کږلارۍ کندې ته ورګوذاره کړه.
پېغامونه:
١_ د تبليغ او روزنې يوه لار په مخاطب کې ننګېرنه-احساس راپارول دي. ( د (الا ) ټکى؛ يعنې باخبر، چې مهمه خبره ده).
٢_ټول بشري ښوونځي پر خرافاتو او هوسونو ککړ دي؛ خو د الله تعالی دين نږه دى.( لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ )
٣_ الله تعالی ته نږه او د اخلاص له مخې دين ارزښت لري. (لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ )
٤_کږلاري خپلې کږلارۍ ته مخونه ورکوي. بوت پالي د بوتانو عبادت الله ته د نږدېدو واسطه ګڼي. ( مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا)
٥_ الله غوښتنه او پلټنه، ان د مشرکانو په خټه کې اغږل شوى چار دى. (لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)
٦_ که څه الله تعالی ته د رسېدو لپاره پر واسطه ټينګار شوى (وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ[10])؛ خو په دې خبره هم پوهېدل پکار دي، چې هر څه د واسطه کېدو وړتيا نه لري. (مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)
٧_ الله تعالی ته نږدېدل، هر انسان ته په زړه پورې وي. (لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ)
٨_ ځينو بوتپالو،الله مانه او بوتان يې الله ته د نږدېدو وسيلې ګڼلې. ( إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)
٩_ مشرکان پر شفاعت ګروهن ول؛ خو بوتان يې شفيعول. (إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)
١٠_ د قيامت ورځ د شخړو د پاى ورځ ده.(يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ)
١١_ انسان دې ځان الهي لارښوونې ته چمتو کړي ، دروغ او کفر انسان له دې وړتيا لرې کوي. (لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ )
١٢_ دروغ د کږلارۍ تر ټولو غښتلى بنسټ دى.( كَاذِبٌ كَفَّارٌ)
١٣_ الله ته د بوتانو واسطه کول ناسمه ګروهه ده. (كَاذِبٌ)
١٤_ بوتپالو ګومان کاوه، چې بوتان عقل او پوهېدنه لري. (مَا نَعْبُدُهُمْ) د (( هم )) کلمه د شعور خاوندانو ته کارېږي.
لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاء سُبْحَانَهُ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (۴) = كه الله غوښتي واى، چې (څوک) زوی ونیسي؛ نو له خپل مخلوق نه يې، چې چا ته خوښه وه، غوره كړى به يې و، هغه له دې پاك دى (چې اولاد ولري)! هغه ايكي يو لاسبر الله دى؛
پېغامونه:
١_ الله تعالی نه زوى لري؛ ( لم يلد) او نه يې چاته زوى ويلی. (وْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا)
٢_ ( نعوذ باالله) که الله زوى غوښتى؛ نو تر ټولو غوره به يې خوښ کړى واى؛ نه له تيږو او لرګيو. (انْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ )
٣_ زوى غوښتل د اړتيا نښه ده او الله تعالی له دې هر څه پاک دى. (سُبْحَانَهُ)
٤_ زوى غوښتل د جسمانیت، ویشنې، ورته (شبيه) او کورودانې درلودو نښه ده، حال دا الله تعالی ايکي يو دى، ویشل کېدونی نه دی، مېرمن او ورته نه لري.( الْوَاحِدُ)
٥_ زوى غوښتل جسمي او روحي اړتيا ده، حال دا الله قهار دى. (الْقَهَّارُ)
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ (۵) = هغه اسمانونه او ځمكه په حقه (سم) پيدا كړي، شپه پر ورځ او ورځ پر شپه رانغاړي او لمر و سپوږمۍ يې اېل كړي، [چې] هر يو تر يوه ټاكلي وخته چلېږي، خبر وسئ، چې هغه ځواکمن ډېر بښونكى دى.
پېغامونه:
١_ د ځمکې او اسمانونو پنځون ناڅاپي چار نه دى. (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ )
٢_ هم الهي کتاب او احکام يې حق دي (إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ- زمر٣) او هم د هستۍ نظام. (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ)
٣_ الله تعالی هم پنځګر دى (خلق) هم مدبر او په خپل تدبير شپه په ورځ کې ورننباسي. (يُكَوِّرُ)
٤_ لمر و سپوږمۍ تل په حرکت کې دي. (كُلٌّ يَجْرِي)
٥_ لمر، سپوږمۍ او نور اسماني کرات، په ځانګړي او ټاکلي وخت، کړۍ او مدار کې حرکت کوي. (لِأَجَلٍ)
٦_ د اسماني د کراتو حرکت د ټاکل شوي حساب له مخې دى. (مُسَمًّى)
٧_ پام مو دى، چې تېر آيت د ((قهار)) او دا آيت د ((غفار)) په کلمه پاى ته ورسېد او موخه يې دا ده، چې وېره او هيله دې يو د بل ترڅنګ وي.
٨_ د الله تعالی بښنه د عجز او کمزورۍ له کبله نه؛ بلکې د بشپړ ځواک په درلودو يې بښي.( هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ)
٩_ د اسمانونو، ځمکې او سپوږمۍ و لمر حرکت، شپه او ورځ، د الله تعالی د عزت او پېرزو ښکارندوى دي. (خَلَقَ – يُكَوِّرُ – سَخَّرَ – هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ )
خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَر(۶) = هغه تاسې له يوه ژوي پيدا كړئ، بيا يې له هغه د ده جوړه پيدا كړه او (د خپل قدرت له زېرمو) یې تاسې ته له څارويو [د اوښ، غوايي، مېږې او وزې] اته جوړې درولېږلې (او پیدا کړې). هغه ستاسې د میندو په ګېډو كې تاسې ته په درېګونو تيارو (د جنين کڅوړه، زيلانځ، ګېډه) كې يو په بل پسې (څاڅکى، علقه، مضغه) يوه بڼه دركوي. همدا الله ستاسې پالونكى دى، چې (د هستۍ) واكمني يوازې د هغه ده، بې له ده لمانځوړ نشته؛ نو څنګه (له حقه) اوړئ؟!
ټکي:
له ((انزل)) څخه موخه مکاني نزول نه؛ بلکې له پورتني مقامه لاندېني مقام ته یو نعمت دى چې ورکول کېږي. د ((نزل)) کلمه د مېلمه مېلمستيا ته کارېږي يا هغه ړومبى څيز، چې د مېلمه مېلمستيا پرې کېږي؛ لکه د(نُزُلاً مِّنْ عِندِ اللّهِ[11]) آيت او يا داچې د څارويو د ژوند سرچينه هغه اوبه دي، چې له اسمانه راځي او د ټولو نعمتونو زېرمه پورته ده. (وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ [12])
دلته له ((ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ)) څخه موخه د انعام سورت ١٤٣- ١٤٤ آيتونه دي ، چې وايي:
((مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ. وَمِنَ الإِبْلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ))
د څلور ډوله څارویو جرړه ده: مېږې، اوزه، اوښ او غوا
په څارويو کې مېږه، اوزه، غوا او اوښ دى، چې د انسان په خوراک، جامو ، کار او اقتصاد کې مهمه وڼده لري.
((ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ)) په زرګونو د اوبدولو کارخانې، څرمن جوړولو، لبنياتو، ګنډلو او د ميليونونو انسانانو لپاره يې کار رامنځ ته کړى دى.
د امام باقر (رح) د وينا له مخې، له درې ګونو ظلماتو (تیارو) موخه، د ګېډې تياره، د زيلانځ-رحم تياره او د تخمدان تياره ده[13].
او امام حسين (رض) هم په عرفه دعا کې «درې ګونو تیارو» ته اشاره کړې ده: ((ثم اسکنتنى فى ظلمات ثلاث بين لحم و جلد و دم: غوښه، پوټکی او وینه))
له کږلاريو د ژغورل کېدو لار اندنه ده
د شپږم آيت په پاى کې مو ولوستل: ((فَأَنَّى تُصْرَفُونَ)) ولې پر کږه روان ياست ؟ ولې په خپل پنځون کې د الله تعالی لاس نه ګورئ؛ هغه مهال چې د مور په ګېډه کې وئ؟! په رښتيا څومره، چې انسان ځير کېږي؛ نو د الله تعالی ځواک، حکمت او محبت ته يې ورپامېږي. که ځان ته مو پام وي؛ نو و به ګورئ، چې موږ پخپله ځان نه دى جوړ کړى؛ نو جوړونکى لرم او زما جوړونکى دې پوه او وسمن وي او راسره مينه ولري. زما له ټولو اړتياوو خبر او راپوره کولای يې شي او هغه يوازې زما حکيم، لوراند، پالونکى او ستر الله تعالی دى.
هر ماشوم، چې وزېږي؛ نو تر ټولو ړومبۍ اړتيا يې خواړه وي؛ نو که د دنيا ټول متخصصان راټول شي، چې ددې ماشوم د خوړو لپاره کړلار جوړه کړي؛ نو څه به جوړوي ؟ خواړه دې يې له څه جوړ شوي وي؟ د تودوخې په کومه کچه کې دې وساتل شي ؟ او څنګه او د چا په واسطه ماشوم ته ورکړل شي ؟ د ماشوم يوازې يو کار زده وي او هغه هم رول دي، نه څه ژولاى او نه څه پوکلاى شي؛ نو تر مور به بل څوک مهربانه وي او له شيدو به کوم خواړه ورته ګټور وي ؟ ماشوم تل له مور سره وي، چې په مينه خواړه ورکوي، چې نه تودولو ته اړتيا لري او نه سړولو ته؛ نو لږ په ګرېوان کې سر ښکته کړئ، چې که دا نعمتونه نه وو؛ نو څه به کېدل؟ که مور شيدې نه درلودې او د روولو پر ځاى يې پوکې کاوه او که نه يې شو کړاى چې په ژړا خپله لوږه څرګنده کړي او که د ماشوم ټولې اړتياوې د مور په شيدو کې نه واى او که د مور مينه نه واى او که داسې سختۍ يې نه شوې زغملاى؛ نو څه به کېدل؟
نو کوم ځواک به وي، چې دا ټولې اړتياوې وپېژنې او په دقيق توګه يې پوره کړي ؟
الله تعالی! نه زه خبر وم، چې څه ته اړتيا لرم او نه مې مور و پلار خبر وو، چې کوم خواړه راته ګټور دي او ته وې، چې تر زېږون مخکې دې راته د مور سينه له شيدو، زړه يې راته له مينې ډک کړ او تر ټولو غوره خواړه دې راکړل.
امام حسين (رض) په عرفې دعا کې دې خبرې ته اشاره کوي: (( الله! مهربانه مور دې زما پالندويه کړه او تر ټولو غوره خواړه دې راکړل. ))
داچې په ډېری نعمتونو روږد شوي يو؛ نو په قدر يې نه پوهېږو؛ خو داچې له لاسه يې ورکړو. الله! مل مو شې، چې له نعمتونو دې ښه ګټنه وکړ، هېر دې نه کړو، له مور و پلار سره نېکي وکړم او لکه څنګه چې ته راته ښه او غوره الله يې،زه دې هم ښه بنده ووسم.
پېغامونه:
١_د ټولو انسانانو جنس يو دى؛ که ښځه ده که نر او له هر توکمه، چې وي. (نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ)
٢_ که څه ښځه او نر بدني توپيرونه لري؛ خو روح او انساني شخصيت يې يو دى. (نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ)
٣_ زوجيت (جوړه توب) د الله تعالی پر پنځون سربېره نعمت هم دى، چې الله تعالی انسان ته ورکړى دى (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا) او په رښتيا که میندې د شلو کالو لپاره يوازې نر او يا يوازې لوڼې وزېږوي؛ نو څومره ناورين به وي.
٤_ انسان د خپلې نوغې د پاینې لپاره واده ته اړتيا لري. (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا )
٥_ نس او شهوت د انسان ړومبنۍ اړتياوې دي، چې الله تعالی پام ورته کړی دی . (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الْأَنْعَامِ )
۶- په څارویو کې، څلور څاروي (پسه، اوزه، غوا، اوښ) د انسان په خوړو کې ځانګړې ونډه لري. (ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ)
۷_ د انسان پنځون په څو پړاوونو کې کېږي. (خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ)[14]
ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ.ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ[15]= بيا مو د څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [= زيلانځ] كې كېښود؛ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ نو بيا مو هغه (علقه) پر مضغه [=د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څېز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بل ځل مو هغه په نوې بڼه پيدا كړ؛ نو ډېر ستر دى هغه الله، چې خورا ښه پيداكوونكى دى.))
۸_ په تياره کې انسان خورا بېوسه دى؛ خو الله تعالی په تپه تياره کې کارنده-فعال دى. (خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ)
۹_ د ژوند ټول نعمتونه د الله تعالی له لوري دي؛ ځکه هغه هم پنځګر، هم څښتن،هم پالونکی او هم معبود دى.(ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ)
إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (۷) = كه کافر شوئ (ناشكري وكړئ)؛ نو په رښتینه كې الله له تاسې بيخي مړه خوا دى او هغه خپلو بندګانو ته ناشكري نه خوښوي او كه شكر وباسئ؛ نو دا درته خوښوي او يو ګناهګار هم د بل د ګناه پېټى نه اخلي، بيا ستنېدل مو يوازې د خپل پالونكي لوري ته دي، چې د خپلو كړنو له (حقيقت او پايلو) به مو خبر كړي؛ (ځكه) چې هغه د سينو په پټو خوالو پوه دى.
ټکي:
په تېر آيت کې د انسان او نورو ژويو د پنځون او رزق خبره وشوه او په دې آيت کې د انسان دندې او د نعمتونو په اړه مننې ته اشاره شوې ده او په دې خبره پوهېدل پکار دي، چې الله تعالی دې کارونو ته پوټى قدرې اړتيا هم نه لري او که موږ کور مخ په لمر جوړوو؛ نو دا په دې مانا نه ده، چې لمر راته اړتيا لري. الله تعالی نه يوازې موږ ته؛ بلکې هېڅ څه ته هم اړتيا نه لري؛ لکه څنګه چې وايي: ((فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ= نو په حقيقت کې الله له نړيوالو مړه خوا دی. ))
په دې آيت کې له کفره موخه، د نعمت ناشکري ده؛ ځکه د شکر خبره يې هم مخې ته شوې ده.
الله تعالی راسره خورا مينه لري؛ نوځکه راته کفران او ناشکري نه خوښوي؛ خو دا موږ يو، چې له ځان سره مينه نه لرو او د نعمت ناشکري کوو.
په آيت کې وويل شول، چې هر څوک به خپل کرلي رېبي او د رېبولو ځاى هم قيامت دى؛ نو آيت په (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) پاى ته رسېدلى، چې ووايي: د هغې ورځې قاضي له هر څه باخبر دى.
پېغامونه:
١_ د الله تعالی له لوري د عبادت حکم، مخلوقاتو ته د الله تعالی د اړتيا په مانا نه دى. (إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ)
٢_ خپل کفر او کږلاري پر الله تعالی مه ورتپئ. (لَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ) ( ځينو کفارو او مشرکانو به خپل شرک او کفر د الله غوښتنه او کار ګاڼه ) (لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا[16])
٣_ الله تعالی کږلاري هم خپل بندګان ګڼي. (لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ)
٤_ شکر د الله تعالی د رضا د لاس ته راوړو کونجي ده.( وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ)
٥_ په تبليغ کې ګام په ګام پرمختګ پکار دى. الله تعالی په ړومبي ګام کې وويل: هغه اړتيا نه لري. په دويم ګام کې يې وويل: هغه ستاسې په کفر خوښ نه دى. په درېیم ګام کې يې وويل: خپل ايمان او شکر به مو په خپله ګټه شي او په پاى کې وايي: که سرغړنه مو وکړه؛ نو ګوري به درسره. (غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ)
٦_ الله پاک عادل دى او هر څوک به د خپلې ګناه سزا ويني. (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ)
٧_ څوک خپله پړه پر بل نشي اچولى. (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى)
٨_د ګناهګارانو د ګواښلو ترڅنګ د بښنې لار هم پرانځئ. (فَيُنَبِّئُكُم) وايي: تاسې له خپلو کړنو خبروي او نه وايي: کړنو ته مو سزا ورکوي.
٩_ د ثواب او سزا ډېروالى او لږوالى مو په کړنو پورې تړاو لري. (بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
١٠_ د سزا او ثواب د څومره والي ټاکل په دقيق الهي علم پورې اړه لري. (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)
١١_ الهي علم هم ژور، هم پراخ، هم په ظاهر او هم په باطن دى. (عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)
١٢_ الله تعالی له نيتونو خبر دى. (عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)
وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ (۸) = او چې کله انسان ته كوم كړاو ورسي (؛ نو) خپل پالونكى په ښو زاریو بلي، بيا چې خپله پېرزوينه پرې وكړي نو هغه څه هېر کړي چې تردې مخکې یې په اړه دعا کوله او الله ته معبود ګوټي سیالان جوړ کړي، چې (خلك) د الله له لارې پرې تېر باسي. ووايه: ((په خپل كفر دې لږ برخمن شه، چې [په پايله كې] له دوزخيانو ځنې يې.))
ټکي:
((ضُرٌّ)) هر ډول تاوان ته وايي. ((خَوَّلَهُ)) له ((خول)) څخه اخستل شوى، چې د سترې ورکړې په مانا دى.
((مُنِيبًا)) که له ((توبې)) اخستل شوى وي؛ يعنې انسان وار په وار الله تعالی ته توجه کوي او که له ((ناب)) څخه وي؛ يعنې انقطاع؛ يعنې انسان الله تعالی ته پوره توجه کوي ، چې په ظاهره همدا دويمه مانا يې سمه او ترې مراد دى.
په تېرو آیتونو کې الله پېژندنه د ښکارندو له لوري اوڅار وه، او په دې آیت کې الله پاک ته توجه د فطرت او دننه له لارې اوڅار ده.
پېغامونه:
١_ قرآن پر هغوى نيوکه کړې، چې يوازې د سختۍ پر مهال الله تعالی يادوي او له سختۍ روسته يې الله تعالی هېر شي. (وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا)
٢_انسان د ټينګې نه دى، لږه سخته یې وارخطا کړي. (مَسَّ)
٣_ ستونزې انسان ويښوي او فطرت ته يې ورمخه کوي. (ضُرٌّ دَعَا) (ستونزې انسانان توبې او دعا ته اړ باسي.)
٤_ د زړه له کومې دعا ستونزې له منځه وړي. ( مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً)
٥_ زیانونه دهغه له لوري نه؛ خو نعمتونه یې دي. (نِعْمَةً مِّنْهُ)
٦_ هوسايي د عفلت لامل ده. (عْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ)
٧_بې ظرفيته انسانان د هوساینې پر مهال تېرې ستونزې هېروي. (نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ)
٨_ الله تعالی هېرول د شرک لامل دى او څوک چې د سوکالي په پار الله تعالی هېر کړي؛ نو د الله تعالی پر ځاى په نورو پسې ځي. (نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا)
٩_د انسان شرک، پراخ؛ خو ناپايښتی دى او هره ورځ په يو څه پورې زړه تړي. (أَندَادًا ) د ګڼو معبودانو په مانا دى.
١٠_ د الله تعالی پر ځاى بل ته مخ اړول، نور په اشتباه او کږلارۍ کې اچوي. (لِّيُضِلَّ)
١١_ د انسان کږلاري ګام په ګام وي: لومړى: نسيان (نَسِيَ) دويم: شرک: (جَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا) درېیم: نور کږلارول. (لِّيُضِلَّ)
١٢_هر برى الله تعالی ته د ورنږدېدو نښه نه ده. (تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ)
۱۳- مشرک، کافر دی. (جَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا… تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ)
١۴_ د دنيا برى، د اخرت په پرتله خورا لږ دي. (تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا)
١۵_ د ناشکرۍ او کفر سزا له دوزخيانو سره يو ځاى کېدل دي. (إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ)
أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (۹) = (؛نو دغسې څوك غوره دی) يا هغه چې د شپې له لوري په سجده او ولاړه پر عبادت بوخت وي (او) د آخرت له عذابه وېرېږي او د خپل پالونكي رحمت ته هيلمن وي؟! ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))
ټکي:
په تېر آيت کې د دوزخيانو او د اور د اصحابو په هکله خبرې وشوې، په دې آيت کې پر مؤمنانو خبرې کېږي. په تېر آيت کې يې وويل: ځينې يوازې د کړاو پر مهال الله تعالی ته مخه کوي او د هوساینې پر مهال الله تعالی هېروي؛ خو په دې آيت کې وايي: مؤمنان تل الله يادوي که هوسا وي که په تنګسه کې.
امام باقر (رح) وايي: له (قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا) څخه مراد تهجد لمونځ ته پاڅېدل دي[17].
پېغامونه:
١_شپه د عبادت غوره وخت دى. (قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ)
٢_ د ګټور علم نښه د الله تعالی بندګي ده. (سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ) (علم او عبادت دې يو د بل ترڅنګ وي. هو ګرانو! د شپې پاڅېدونکي عابدان، چې الهي رحمت ته هيلمن دي، واقعي عالمان دي)
٣_ د عبادت غځېدا ارزښت لري. (سَاجِدًا وَقَائِمًا ) د “اسم فاعل” په بڼه راغلى، چې د تلتیا – استمرار په مانا دى.
٤_ الهي انسانان هم د اخرت له عذابه وېرېږي او هم د الله تعالی لورنې ته هيلمن دي. (يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو)
٥_ وېره مو د خپلو کړنو پايله ده. (يَحْذَرُ الْآخِرَةَ)؛ خو د الله تعالی رحمت ته هيلمنېدل د هغه فضل دى. (وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ)
٦_ د روزنې يوه لار د بديو او ښېګڼو او د ښو او بدو خلکو پرتله کول دي. (امن هو قانت ) (هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ)
٧_ نصيحت منل د روغ عقل نښه ده. (إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)
قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ (۱۰) = ووايه: (( (زما) مؤمنو بندګانو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځانونه وساتئ؛ هغوى چې په دې دنيا كې نېكي وكړي، ورته ښه بدله ده او د الله ځمكه پراخه ده، (كه د كفر د مشرانو تر زورزياتي لاندې وئ؛ نو مهاجرت وكړئ) چې زغمناک اجر بې حسابه پوره پوره تر لاسه كوي.))
ټکى:
پاک نبي (ص) وويل: (( له یوې ډلې سره په قیامت کې حساب کتاب نه کېږي او بې له سوال و ځوابه جنت ته ځي، بيا پېغمبر اکرم (ص) ((د إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ)) آيت ووايه[18].
پېغامونه:
١_ نېکيو ته په بللو کې، د مخاطب درناوى وکړئ (يَا عِبَادِ)
٢_يوازې ايمان بسيا نه دى؛ بلکې تقوا او له ګناه ځان ژغورل دې هم ورسره وي.( آمَنُوا… اتَّقُوا)
٣_هغه نېک چار اخروي اجر لري، چې کوونکى يې د ايمان او تقوا خاوند وي. ( آمَنُوا… اتَّقُوا)
٤_ نېکي وکړئ ، چې الله تعالی يې هم درسره وکړي. (لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا… حَسَنَةٌ) په نورو آيتونو کې هم راغلي: (إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ [19]= که نېکي مو وکړه؛ نو له ځان سره به مو کړې وي.) (هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ[20]= ايا د نېكۍ بدله بې له نېكۍ بل څه كېداى شي؟!)
٥_ تقوا ساتنې ته کله هجرت هم پکار وي.( آمَنُوا اتَّقُوا….. َأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ)
٦_ هجرت د الهي پېرزوينو د لاس ته راوړو سريزه ده. (أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ….. أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ)
٧_ هجرت، صبر او پراخه سينه غواړي. (أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ)
قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ (۱۱) وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ. (۱۲) قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (۱۳) = ووايه: (( په رښتینه كې امر راته شوى، چې الله په نږه ګروهې سره ولمانځم. او [بل دا] امر راته شوى، چې [ ددې امت] لومړنى مسلمان وسم.)) ووايه: ((په حقيقت كې كه له خپل پالونكي سرغړونه وکړم ( نو د قيامت) د سترې ورځې له عذابه وېرېږم!))
له دينه د تېښتې او دين ته د ورتګ لاملونه
دا درې آيتونه سترې زده کړې لري.که ګورو، چې خلک له دينه تښتي؛ نو بايد په لاملونه پسې يې وګرځو:
١_ دين دې بې له خرافاتو او وګړیزو خوښیو سم خلکو ته وروپېژنو.
٢_ځينې د دين مبلغان او عالمان پخپله پر دين عمل نه کوي.
٣_هغوى چې ځان د اسلام مدعیان بولي، په خپله هر ډول قانون ماتوي.
پورتني آيتونه وايي: پېغمبره! خلکو ته ووايه: زما دنده نږه بندګي ده.
لکه: چې کله کوم مچ په اوبو کې پرېووځي؛ نو خلک يې له څښلو ډډه کوي؛ نو همداسې که په دين کې هم خرافات ګډ شول؛ نو خلک ترې ډډه او تېښته کوي. نږه دين هغه دى، چې هېڅ ډول وګړیزې، توکمیزې او ګوندیزې خوښې پکې نه وي.
او کله هم له دينه د تېښتې لامل دادى، چې د دين مبلغان او عالمان خلکو ته مسئلې کوي او په خپله پرې حملې کوي؛ نو په آيت کې الله تعالی خپل استازي ته دنده ورکړې، چې خلکو ته ووايي: زه په دين کې په عمل کې مخکښ يم. (أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ)
او هغوى مخکښان دي، چې ميېن، رښتيني او سرښندويه وي او همدوی د بشر لارښووونکي کېدای شي. په پاى کې وايي: پېغمبره! خلکو ته ووايه: زه درسره توپير نه لرم، تبيعض نشته؛ان که ما هم تېروتنه وکړه؛ نو د الله پر عذاب به اخته شم. (إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ) قانون د ټولو لپاره دى او د هېڅ چا تېښته ترې نشته.
زموږ دنده هم داده. موږ دې دين له خرافاتو بېل وساتو. محمدي اسلام وپېژنو او عمل پرې وکړو او نورو ته يې ور وپېژنو، ددې خبرې هېرول نه دي په کار، چې د نږه اسلام پېژندل يوازې د قرآن او د پېغمبر اکرم (ص) د اهلبيتو له لارې کېداى شي او د دوى د لارې د عادلو او له ځاني غوښتنو پاکو فقهاوو تقليد او لاروي وکړو.
موږ ته نه دي په کار، چې په عمل کې نورو ته په تمه شو، باید په خپله مټې رابډ وهو.
له الله تعالی وېره دې زموږ د چارو چورليځ وي او هېڅ مقام دې ځان بيمه او خوندي و نه ګڼي؛ لکه څنګه چې پېغمبراکرم وايي: (( ان که زه هم تېروتنه وکړم؛ نو د الله پر عذاب به اخته شم. ))
پېغامونه:
١_ الله تعالی مو چورلیځ کړئ، ملا وتړئ او د مشرکانو هلې ځلې، چې د دين د خرابولو لپاره يې کوي، له منځه يوسئ او په خپل چار کې يې نهيلې کړئ. (قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ)
٢_ پېغمبر يو کار او خبره هم له ځانه نه کوي. ( أُمِرْتُ …. أُمِرْتُ)
٣_مشر دې په کمالاتو کې مخکښ وي. ( أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ)
٤_ که څوک ورسره موافق و که نه، پېغمبر اکرم ( ص) به نږه عبادت کاوه. ( أُمِرْتُ… مُخْلِصًا… أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ)
٥_ له الله تعالی وېره غوره اخلاق يا مکارم الاخلاق دى؛ ځکه پېغمبر اکرم پرې د منښتې – اعتراف دنده درلوده. ( قُلْ إِنِّي أَخَافُ)
٦_د الله تعالی د عدل په محکمه کې انبياء له نورو انسانانو سره توپير نه لري. (إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ)؛ ځکه کچه د کړنو، لاروۍ او له الله تعالی څخه د سرغړونې سنجول دي.
٧_پر قيامت ايمان له ګناه څخه د ژغورنې لامل دى. ( إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ)
قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي (۱۴) فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ(۱۵) = ووايه: ((زه خو الله په خپلې نږه ګروهې سره لمانځم. نو بې له ده، څه چې ستاسې خوښه وي، و يې لمانځئ.)) ووايه: ((واقعي زيانمن هغوی دي، چې د قيامت پر ورځ يې ځانونه او خپله کورنۍ زيانمن كړل، خبر وسئ چې همدا ښكاره تاوان دى.))
ټکي:
((خسارت)) د آریزې پانګې له لاسه ورکول دي. هغه يخ پلوری، چې پېرېدونکی و نه لري؛ نو نه يوازې ګټه نه کوي؛ بلکې آریزه پانګه یې هم له لاسه وځي او اوبه کېږي. (( خسران نفس )) د نفس د هلاکت په مانا دى، چې وړتیاوې یې هم له لاسه ووځي.
داچې په پينځلسم آيت کې ((خسارت )) درې ځل تکرار شوى، کېداى شي موخه ترې د انسان راويښول وي، چې په قيامت کې د نفس خسارت و نه کړي.
بې له الله تعالی په بل پسې تلل،که هر څه او هر څوک وي تاوان دى. په سوادګرۍ کې انسان باید يا ګټه وکړي يا تاوان او یا لږ تر لږه تاوان وکړي؛ خو مشرکان قيامت بېلي؛ نو تاوان يې ښکاره او څرګند دى او پردې سربېره، په آخرت کې د نفس تاوان او خسارت جبرانوړ نه دى.
پېغامونه:
١_ کفارو ته خپل دريځ په ټينګه ووايئ. (قُلِ)
٢_د ايکي يو الله تعالی عبادت د انبياوو تر ټولو ستره خبره ده. ( قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ)
٣_ انبياوو الهي دندې د زړه له کومې ترسره کولې ( په تېرو څو آيتونو کې مو ولوستل: ( إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا) په دې آيت کې وايي: ( قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا )
۴- ددې سورت له پېله تر اوسه څلور ځل د اخلاص کلمه تکرار شوې او کېداى شي ددې لپاره وي، چې د تاريخ په اږدو کې د دين او ديندارانو تر ټولو ستر آفت په دين کې د خرافاتو، بدعتونو او وګړیزو خوښیو ورګډېدل دي. ( مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي)
۵_ د الهي قوانينو د پلي کولو ړومبى بنسټيز شرط اخلاص دى او بايد په دې لار کې د نورو وګړیزو سليقو او بدعتونو ته تسليم نشو. (مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي)
۶_ په تبليغ کله تریخ ګواښ او غوسه هم په کار راځي. ( فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم) لکه څنګه چې په بل ځاى کې وايي: (اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ [21]=څنګه مو چې خوښه وي، هماغسې وکړئ)
۷_ مشر دې پردې خبره پوه وي، چې ټول خلک غاړه ورته نږدي. ( فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم)
۸_ له الله تعالی بېلېدل تاوان دى، توپیر نه لري چې له چا سره یوځای کېږي. ( مَا شِئْتُم)
۹_ ځان بايلل تر ټولو ستر تاوان دى. ( قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ)
۱۰_ انسان د خپلې کورنۍ پازوال دى. ( وَأَهْلِيهِمْ)
١۱_ واقعي ګټه او تاوان د قيامت پر ورځ معلومېږي. (خَسِرُوا….. يَوْمَ الْقِيَامَةِ)
١۲_ حق خبره تر هغه خلکو ته وکړئ، چې درسره يې و مني. (أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ….)
لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ (۱۶) = دوی ته به له پاسه هم د اور چترۍ وي او تر لاندې یې هم. دا هغه (سزا) ده، چې الله پرې خپل بندګان وېروي. (زما) بندګانو! نو (له سرغړونې) مې ځان وژغورئ.
پېغامونه:
١_ په دنيا کې شرک په آخرت کې عذاب راوړي. ( مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ)
٢_هغوى چې الله تعالی خوشې کړی او نورو ته يې ورمخه کړې؛ نو تاوان يې کړى او سزا يې داده، چې له هرې خوا ترې اور راتاو شي. مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ…)
۳- دوزخ له اور او تیارو ډک دی. (فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ)
۴_ د الله پاک اخطارونه یې د مینې له لامله دي. ( يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ)
۵_ د قيامت پر خطرونو ايمان، د تقوا لامل دى. ( ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ… فَاتَّقُونِ )
۶_ تقوا د دوزخ له اوره د خلاصون لامل دى. ( ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ… فَاتَّقُونِ )
وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ (۱۷) = او هغو كسانو ته زېرى دى، چې د طاغوت له نمانځنې يې ډډه او الله ته يې ورمخه كړې وي؛ نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛
الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (۱۸) = هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دوی هغه خلك دي، چې الله سمه لار ورښوولې او همدا دوى عقلمن دي.
ټکي:
((اجتناب)) له يو څه لرېوالى او بېلېدل دي. ((طاغوت)) له ((طغيان)) څخه اخستل شوى، چې له پولې د تېرېدو په مانا دى؛ نوځکه هغه ته طاغوت وايي، چې له پولې واوړي، سرغړاندي؛ لکه شياطين، بوتان، باطل معبودان، ظالم واکمنان او هغه لار، چې د الله تعالی پر ځاى بل ته رسي[22].
له طاغوته مخ اړول، الله تعالی ته د مخ کولو لپاره لار پرانځي؛ لکه څنګه چې په آية الکرسي کې راغلي: (( فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ[23]))
د طاغوت له عبادته موخه، د ظالمانو او سرغړاندو لاروي ده؛ ځکه روايت دى: چاچې له کوم ظالمه لاروي وکړه؛ نو په حقيقت کې د هماغه عبادت يې کړى دى[24].
په اتلسم آيت کې پر هغوى زېرى شوى، چې د خورا غوره (احسن) خبرو لاروي کوي او په بل ځاى کې غوره خبره، الله تعالی ته بلنه ګڼي (وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ [25]) غوره بلونکی رسول اکرم (ص) بولي: ( أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ [26]) نوځکه باید له احسن ویناوو لاروي وکړو چې بېشکه الله پاک ته بلنه ده او الله تعالی ته غوره بلنه، دهغه د پېغمبر بلنه ده؛ نو له احسن لاروي، یعنې د وحې او رسول اکرم (ص) لاروي.
پېغامونه:
١_ د الله تعالی د مخلصو بندګانو يوه ځانګړنه له طاغوته ځان ژغورل دي.( اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ… فَبَشِّرْ عِبَادِ)
٢_له طاغوته مخ اړول، الله تعالی ته د ورمخ کولو سريزه ده. (اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ… وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ)
٣_ د توبې شرط له طاغوتانو مخ اړول او له طاغوته لاروي د توبې مخنيوى کوي. ( اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ… وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ)
٤_غوره ټاکنه خورا برکتونه لري. ( د (( بشر)) کلمه مطلق ده، چې ډول ډول زېري رانغاړي)
٥_هغوى د هرې خبرې د اورېدو حق لري، چې خبرې ته پام وکړي؛ نه ویاند ته او شخصیت ځپلي هم نشي( يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ)
٦_ انسان دې د نورو خبرو ته غوږ کېدي او سينه دې يې پراخه وي. (يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ…)
٧_اسلام د ازداۍ بيان ته په پراخه سينه هرکلى وايي.( يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ)
٨_ عقل باطني حجت دی او په پټو سترګو تقليد منع دى. ( يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)
٩_غوره ټاکنه د قرآن د پاموړ ده. ( فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)
١٠_ هغوى د هرې خبرې اورېدو حق لري، چې له علمي او منطقي نظره د احسن خبرې د تشخيص وړتيا ولري. (يَسْتَمِعُونَ…. فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)
١١_هغه خبره، چې ګټه او ښه پکې نه وي، داورېدو وړتيا نه لري. ( يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)
١٢_يوازې په ښه والي مه قانع کېږئ؛ بلکې په غوره توب پسې ولاړ شئ ( فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)
١٣_ د احسن ټاکنه بې له الهي توفیقه ناشونې ده.( فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)
١٤_ الله تعالی هغوى ته لارښوونه کوي، چې د حقیقت ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي او خبرو ته غوږ کېږدي. (يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ…. أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ)
١٥_هغوى بې عقله دي، چې بې څېړنې او بې فکره کوم ښوونځى غوره کوي. ( أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)
١٦_ تر ټولو ډاډمنه ټاکنه د پوهې له مخې ده. (فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ…. أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ )
أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِي النَّارِ (۱۹) = پر چا چې د عذاب خبره (او ژمنه) پخه شوې وي (ايا د ژغورنې وړ دى)؛ نو ايا ته هغه ژغورلاى شې، چې په اور كې دى؟!
لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ (۲۰)= خو هغوى چې (ځانونه یې) د خپل پالونكي له (عذابه) ساتلي وي، ورته (هسکې جنتي) ماڼۍ دي، چې له پاسه پرې نورې جوړې شوې ماڼۍ دي، لاندې ترې ويالې بهېږي. (دا) د الله ژمنه ده، چې الله له (خپلې) ژمنې نه اوړي.
ټکي:
((غُرف)) د ((غرفة)) جمع ده او د هغه ودانۍ په مانا ده، چې په پورتني پوړ کې جوړېږي او همداراز د هغه اوبو په مانا هم ده، چې له خپل ځايه راپورته شي او په مورګو واوړي.
پېغمبر اکرم (ص) به د ځېلي وګړيو لارښوونې ته، ډېر زړه سوځاوه؛ نو الله تعالی ورته وايي: ډېر زړه مه خوره؛ ځکه د داسې خلکو په هکله الهي قانون (سنت) پرېکنده عذاب دى او خلاصون يې ستا په واک کې نه دى.
پېغامونه:
١_ ځينې انسانان په خپل ځېل د الهي بښنې دریڅې بندوي. ( حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ)
٢_ کږلاري، په حقيقت کې اور دى؛ ځکه ددې پر ځاى چې ووايي: ته کږلاري نشې ژغورلى. وايي: ته نشې کړاى هغوى وژغورې، چې په اور کې دي. (تُنقِذُ مَن فِي النَّارِ)
٣_وېره او هېله دواړه دې يو د بل ترڅنګ وي. په شپاړسم آيت کې مو ولوستل: (لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ) اور د دوزخيانو د سر له پاسه دى او په دې آيت کې لولو: ( لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ) د تقوا د خاوندانو لپاره غُرفې (ماڼۍ) دي ، چې د پاڅه پرې نورې غُرفې هم دي.
٤_ الهي ژمنې او زېري هرمرو پېښېدونکې دي؛ خو شونې ده په الهي اخطارونو او عذابونو (وعید) کې عفوه او لورنه رامخې ته شې او عمل پرې ونشي. (وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ (۲۱) = ايا نه وينې، چې الله له اسمانه اوبه وورولې؛ نو د چينو په بڼه یې د ځمکې [په لاندېنیو پوړیو] کې نناېستې بيا په دې اوبو رنگارنگ کروندې راټوکوي، بيا (دا زرغون كښتونه ټول) وچېږي؛ نو ژيړبخن یې وینې، بيا يې مات مات او بوس کړي؟! په رښتيا په دې (ادلون بدلون) كې عقلمنو ته (د دنيا د نه پايښت) يو عبرت دى.
ټکي:
((سلک)) له ((سلوک)) څخه اخستل شوى، چې د ننوتو، دخول او نفوذ په مانا دى او ((يهيج)) له ((هيجان)) څخه اخستل شوى، چې ځغلنده او په ځغاسته حرکت ته وايي. دا کلمه چې کله کوم کښت، يا نبات ته ورمنسوب شي؛ نو د وچېدو پیل به يې وي. ((حطام)) د وچو نباتاتو ټوټو او “بوسو” ته وايي.
((الباب)) د ((لب)) جمع ده، چې د ماغزو او عقل په مانا ده. ((ينابيع)) د ((ينبوع)) جمع ده، چې د چينې په مانا ده.
د الله تعالی ځواک او حکمت ته لنډه کتنه
ټول خلايق د الله تعالی د ځواک نښې دي؛ خو په ټولو مخلوقاتو کې انسان ځانګړې ځانګړنې لري. الله تعالی د انسان سترګه له ژل، غوږ يې له نرمو هډوکو او ژبه يې له غوښې جوړه کړې؛ نوکوم ځواک کړاى شي، له ژل ليدل، له هډوکیو اورېدنه او له غوښې وينا جوړه کړي ؟
د انسان د لاس ډېر جوړ شوي غړي يوازې د يوې لنډې مودې لپاره کار کوي؛ هغه هم نه هومره کارايي لري؛ لکه څومره يې چې د انسان طبيعي غړي لري؛ خو د الله تعالی په لاس جوړ شوي غړي د ټول عمر لپاره کار کوي.
د تاريخ په ترڅ کې په ميلياردونو انسانان دنيا ته راغلل؛ خو د يوه هم د ګوتو کرښې له بل سره ورته نه وې او نه دي.
تر اوسه لا انسان له خاورې بې له خښتې، سراميک او کاشي هېڅ هم نه دي جوړ کړي؛ خو الله تعالی له همدې خاورې ډول ډول مېوې جوړوي.د رعد سورت په ٤ آيت کې وايي: ((وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ= او هماغه دى، چې ځمكه يې وغوړوله او غرونه او سيندونه يې پکې رامنځ ته كړل او په هغې كې يې د هر ډول مېوو جوړې پيدا كړې، پر ورځې د شپې (توره پرده) ورخوروي، پدې (چارو) كې هغو خلكو ته نښې دي، چې فكر كوي.))
هو ګرانو! ځينې خلک يوازې د نس مړولو لپاره مېوه غواړي؛ خو هوښيار ددې هر څه په ليدو، خپل عقل پياوړى کوي او د الله تعالی ځواک پکې ويني؛ ځکه له يوې خاورې او اوبو له يوه خوند او رنگ څخه ډېر څه نشي جوړېداى؛ خو د الله تعالی ځواک ترې ډول رنګونه، بڼې او خوندونه جوړوي.
الله حکيم دى؛ يعنې ټولې چارې يې پرځای او موخه لري او يو کار يې هم بې ځايه نه دى.
پېغامونه:
١_ له طبيعي ښکارندو غافل مه تېرېږئ ( أَلَمْ تَرَ)
٢_ د الله پېژندنې يوه لار، په طبيعي ښکارندو کې اندنه ده. (أَلَمْ تَرَ)
٣_ باران د چينو او تر ځمکې لاندې اوبو سرچينه ده. (أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ)
٤_طبيعي عوامل؛ لکه باران د الله تعالی د ارادې پلي کوونکي او بستر دى. (د بوټو زرغونول، د الله کار دى؛ خو په اوبو. ) ( يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا )
٥_ د الله تعالی ځواک ته پام وکړئ، چې له يو ډول اوبو او خاورې ډول ډول بوټي، مېوې، خوندونه، رنګونه او بڼې راټوکوي. (زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ)
٦_ په هستۍ کې هر څه د الله تعالی په اراده کېږي. (فَسَلَكَهُ – يُخْرِجُ – يَجْعَلُهُ)
٧_هوښيار هغه دى، چې په طبيعي ښکارندو کې په اندنه، ځان جوړونکي ته يې ورسوي. ( لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ)
۸- هغوی چې د هستۍ د سرچینې او موخې په باب یې اندنه نه کوي، بې عقله دي. ( لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ)
۹- دیني معارف او پوهاوی، منطق او استدلال لري چې په عقل د درک او پوهېدو وړ دي، نه دا چې بې دلیله چارې وي. ( لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ)
۱۰ – مومن، عقلمن، او کافر ، ځېلي او بې عقله دی. ( لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ)
٨_ نصيحت منل، د هوښيارانو چار دى. ( لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ)
أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (۲۲) = نو ایا هغه چې الله یې سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې ده؛ نو (په پايله كې) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا برخمن دى (د مړ زړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس،چې له سخت زړۍ الله نه یادوي! همدوى په ښكاره بېلارۍ کې دي.
ټکي:
((شرح صدر))؛ يعنې پراخه سينه او دې خبرې ته اشاره ده، چې د انسان روح د حقيقت د درک لپاره کږلېچونه نه لري او حق په اسانه مني. که چا ورته ترخه وکړه؛ نو په اسانه يې بښي. که وغواړي له خپل ماله تېر شي؛ نو په اسانه تېرېږي او دا حالت الهي پېرزو ده، چې دا چار دې په دعا او نېکچاریو له الله تعالی وغوښتل شي.
په قرآن کې (( شرح صدر)) هم د اسلام لپاره راوړل شوى، چې الهي نور ته د رسېدو زمينه ساز دى ( شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ….) او هم د کفر لپاره راوړل شوى، چې الهي غضب او عذاب راکوزوي (وَلَكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ [27])
موسى عليه السلام تر پېغمبرېدو روسته تر ټولو ړومبۍ دعا دا وکړه: ( رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي)
حضرت علي وايي: پراخه سينه د رياست تر ټولو ستر اوزار ده.
د سخت زړۍ د درملنې لپاره په روایتونو کې راغلي، حضرت رسول اکرم (ص) چې دا آیت ولوست، وپوښتل شو: په زړه کې د رڼا د ورننوتو نښه څه ده؟ ویې ویل:
«اَلتَّجافِي عَنْ دارِ الغُرُورْ وَ اَلاِنابَهُ اِلَي دارِ الخُلُودْ وَ الاِستِعدادُ لِلْمُوتْ» = پر غولوونکي دنیا زړه نه تړل، تلپاتې اخرت ته پاملرنه او د مرګ تر رارسېدو مخکې ورته چمتووالی[28].
پېغامونه:
۱- اسلام، پر برهان او دلیل ولاړ دین دی. (شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ)
۲- د الهي ربوبیت غوښتنه ده چې حق منونکي او د پراخې سینه خاوندانو ته هدایت کوي (فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ)
۳_ حق ته تسلیمېدل او ديني احکام پر ځان پلي کول ستر روح ته اړتيا لري ، چې الهي ورکړه ده. ( شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ)
۴_ څوک چې پراخه سينه لري؛ نو پر الهي رڼا حق او باطل پېژني. ( فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ)
۵_ د زړه کينه پر زړه د الهي رڼا د لګېدو مخنيوى کوي. ( لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم) [ د تنګ زړۍ پر ځای – یې چې د سینه پراخۍ مقابل اړخ دی – سخت زړي راوړې ده، ځکه تنګ لوښی څه نا څه ماتېږي؛ خو سخت زړی نه]
۶_ اهل تسليم ټول يوه موخه لري؛ خو کږلاري هر يو په يوه لار روان وي. ( د صدر ټکى ، چې د ايمانوالو ځانګړنه ده، په مفرده بڼه راغلې؛ خو د قلوبهم ټکى ، چې د سخت زړیو لپاره دى؛ د جمع په بڼه راغلى دى.)
۷_ د زړه رڼا او پراخه سينه د الله تعالی له لوري ده (شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ) او کږلاري پخپله انسان منځ ته راوړي. (فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ)
اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاء وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (۲۳) = الله غوره وینا (قرآن) د ورته او بیاځلي کتاب په بڼه نازل کړی چې په اورېدو یې له خپل پالونکي د وېرېدونکیو غوني زېږيږي، بیا د الله په یاد د دوی غوني او زړونه نرمېږي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته یې چې خوښه شي، هغه ته يې ورښيي او څوك چې الله بېلارې كړي؛ هېڅ لارښود ورته نشته.
ټکي:
((حديث)) د وينا او خبرې په مانا دى او په دې آيت کې له حديثه مراد قرآن دى او کېداى شي ((احسن الحديث)) توب يې د جامعيت، هراړخیزتوب، حقانيت، پايښت، فصاحت او بلاغت له لامله وي.
د «متشابه» کلمه خپله هم متشابه ده، یعنې څو ماناوې لري. یوه مانا د محکم او څرګندو آیتونو په اړه د ځینو آیتونو څو اړخیزتوب دی، چې په دې مانا کې متشابه، د ځینو آیتونو صفت دی. « هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ (آل عمران/۷) » خو په دې آیت کې د متشابه مانا یو بل ته د آیتونو شباهت (ورته والی) دی، چې په دې شان د ټولو آیتونو صفت او ځانګړنه ده.
دلته ((متشابه)) په دې مانا ده، چې ټول آيتونه سره هم وزن دي او داسې نه دي، چې سورتونه او يا آيتونه پورته او ښکته وي او پردې سربېره، د قرآن ټول مطالب همغږي دي او ټکر نه لري.
((مثانى)) د ((مثنيه)) جمع ده، چې د ګرايش، لیوالتیا او څوبتیا په مانا ده؛ يعنې د قرآن آيتونه يو بل ته ليوالتیا او څوبتیا لري او ځينې آيتونه نور آيتونه تفسيروي او په بل تعبیر، یو مفهموم د بېلابېلو الفاظو په چوکاټ کې تکراروي؛ نو يو مطلب په ډول ډول ټکيو وايي او کېداى شي د ((مثنى)) جمع، د مکرر،بیاځلي او تکرار په مانا وي[29].
پېغامونه:
١_ قرآن، غوره وينا او ترې بله غوره وينا نشته. ((أَحْسَنَ الْحَدِيثِ)) (؛ ځکه تر ټولو رښتينه وينا ده) ((وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا [30])) فصل الخطاب (إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ [31]) او اخره خبره ده (فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ [32])
٢_ د قرآن ټول آيتونه همغږي لري او هېڅ ډول ټکر پکې نشته ( مُّتَشَابِهًا).
٣_له الله تعالی وېره، د مؤمنانو په څېره او بدن کې څرک وهي او څېره يې د باطن او سیرت ښکارندوى ده. (تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ)
٤_ مؤمن د وېرې د آيتونو په اورېدو وېرېږي ( تَقْشَعِرُّ ) او د لورنې آيتونو په اورېده هيلمنېږي ( ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ)
٥_ قرآن د الهي ښيون – هدایت کتاب دى. ( كِتَابًا….. ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ)
٦_الله تعالی ټولو ته د ښيون اسباب چمتو کړي؛ خو ځينې ښيون او ځينې کږلاري ټاکي. ( ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ…. يَهْدِي…. يُضْلِلْ )
أَفَمَن يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ (۲۴) = ايا څوك چې د قيامت پر ورځ له سخت عذابه په خپل مخ [ډالولو] ځان ساتي (د هغه په څېر دى، چې له عذابه خوندي دى) ؟! او [مشرکو] ظالمانو ته ويل كېږي: ((د خپلو کړنو سزا وڅكئ!))
كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمْ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ (۲۵) = تر دوى مخكېنيو خلکو هم (زموږ آيتونه) دروغ ګڼلي وو؛ نو له یوه داسې لوري (الهي) عذاب ورغى، چې په (حسي درک) ورته نه ځېرېدل.
فَأَذَاقَهُمُ اللَّهُ الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (۲۶) = نو الله په دنيوي ژوند كې (هم) خواري وروڅكله او كه پوهېداى؛ نو د اخرت عذاب خو هرومرو تردې هم ډېر لوى دى!
ټکي:
کېداى شي په ٢٤ آيت کې د ((بوجهه )) په کلمه کې د ((وجه)) مانا د لار او طريقې په مانا وي؛ لکه د (وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا [33]) په آيت کې چې د څېرې په مانا نه دى؛ يعنې هرڅوک دې په خپلو شونتیاوو او واک، خپله لار له بديو بېله کړي او ځان دې له خطره وژغوري.
٢٤ آيت راهنما تفسیر دغسې ژباړلى: « نو آيا هغه چې د قيامت پر ورځ (لاس یې له کاره لویدلی او) خپل مخ سخت عذاب ته ورډالوي(د هغه په څېر دى چې له عذابه خوندي دی؟ او پر هغه ورځ ) ظالمانو ته ویل کېږي: (( وڅکئ هغه چې لاس ته مو راوړي )).
١_ الهي تقوا په دنيا او اخرت کې له الهي عذابه ژغورنه ده. ( يَتَّقِي بِوَجْهِهِ)
٢_ د مجرمانو يو عذاب رټنه او سپکاوى دى. ( قِيلَ لِلظَّالِمِينَ)
٣_ د قيامت پر ورځ به هغه ګناوې د انسان پر غاړه وي، چې په پوهه يې ترسره کړې وي. (تَكْسِبُونَ)
٤_د کفارو او تېرو طاغوتانو له عبرته ډک تاريخ، راتلونکيو ته زده کړه ده. (مِن قَبْلِهِمْ)
٥_ د الله تعالی چې څنګه خوښه وي؛ کفارو ته سزا ورکوي، چې سوچ يې هم نشي کړای. ( مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ)
٦_ټولې سزاوې خو يوازې په آخرت کې نه دي، ځينې په دنيا کې هم پر الهي عذاب اخته کېږي. ( الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)
٧_د قيامت عذاب، ستر او تل دى. (لَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ)
٨_کفار او دروغجنوونکي، د قيامت له عذابه خبر نه دي، چې داسې کارونه کوي؟! ( لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (۲۷) = او په يقين موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول بېلګې راوړي دي، ښايي پند واخلي؛
قُرآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (۲۸) = (دا) یو عربي (لوستونی) قرآن دى [چې] هېڅ كوږوالى او ناسمي پكې نشته، ښايي ځانونه وساتي.
پېغامونه:
١_ په خلکو کې د تبليغ پرمهال مثال، بېلګه، متل او تمثيل تر استدلاله ډېر ګټور دى. ( ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ)
٢_د خلکو لارښوونه ده، چې ارزښت لري، که په استدلال وي که په مثالونو. ( ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ….. مِن كُلِّ مَثَلٍ)
٣_په قرآن کې ټول هغه مثالونه راغلي، چې د انسان د لارښوونې لپاره ګټور وي. ( كُلِّ مَثَلٍ…. يَتَذَكَّرُونَ)
٤_ د انسان خټه او فطرت پاک دى؛ خو کله لوغړن شي، چې ددې دوړو څنډل او د پاکيو رايادول په کار دي. ( يَتَذَكَّرُونَ )
٥_قرآن د ويلو، له عبرته ډک او ژغورندوی کتاب دى. ( هَذَا الْقُرْآنِ….. قُرآنًا عَرَبِيًّا) ( د قرآن کلمه په دوو آيتونو کې پرله پسې تکرار شوې ده. )
٦_۲۳ آیت چې قرآن احسن الحديث نومولې؛ مالومېږي د بهترینې خبرې یوه له نښو، له کږلیچ لرې څرګند مثالونه دي، قرآن د فصاحت او شفافيت څښتن دى، چې د تر ټولو غوره وينا یې نښه ده. (ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ… مِن كُلِّ مَثَلٍ….. قُرآنًا عَرَبِيًّا… غَيْرَ ذِي عِوَجٍ)
٧_د ښيون کتاب دې روڼ او فصيح وي. ( عَرَبِيًّا ) د ( فصيحاً) په مانا دى.
٨_ په هره ليکنه کې غلطۍ وي او پکې راوځي او عموماً سمونې ته اړتيا لري؛ خو قرآن بشپړ او له نيمګړتيا لرې او سوچه دى. (غَيْرَ ذِي عِوَجٍ)
٩_ تقوا د تلپاتې يادونو پايله ده. ( لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ….. لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ) ( د مضارع فعل د دوام او استمرار نښه ده.)
١٠_ په فرهنګي او ديني چارو کې د اغېز احتمال بسيا دى او د کار پر اغېز سل په سلو کې ډاډ په کار نه دى. ( لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ)
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (۲۹) = الله يوه بېلګه راوړي: يو سړى دى، چې يو له بل سره څو تنه ناسازه پرې شريكباڼې دي (او هر يو يې يو كار ته ګوماري) او (بل) سړى دى، چې يوازې د (يوه) تن په واك كې دى؛ ايا دا دواړه برابر دي؟! ستاېنه يوازې الله ته ده؛ بلكې ډېر يې نه پوهېږي.
ټکي:
په تېر آيت کې يې وويل: موږ په قرآن کې هر ډول مثالونه راوړو، چې خلکو ته يادونه وشي او دا آيت غوره مثال دى، چې د مشرکانو څېره يې انځور کړې او سرګردانه یې ښوولي دي.
دا مثال هغه مثال ته ورته دى، چې يوسف عليه السلام په زندان کې مشرکانو ته ووايه:
((أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ [34]= آيا ګڼ اربابان غوره دي که يو بريمن الله ؟ )
((متشاکسون)) بدخويه شريکانو ته ويل کېږي، چې تل يو له بل سره په شخړو کې دي.
هو ګرانو! د توحيد مشران، د ايمان تر سيوري لاندې د ټولو سترو او ظالمو ځواکونه په مقابل کې په مړانه درېږي؛ خو “غير موحد” مشران ډارن دي او په وړوکي ګواښ او خطر تښتي .
پېغامونه:
١_ موحد تل د يو الله تعالی د خوښۍ په فکر کې وي؛ خو مشرک هره شېبه د څو کسانو د خوښۍ په فکر کې وي. (فِيهِ شُرَكَاء _ سَلَمًا لِّرَجُلٍ)
٢_ په ديني او د الله پېژندنې په ويېنو کې له مثال او متله کار اخستل منع نه دي؛ لکه څنګه چې په دې آيت کې الله تعالی ته تسليمېدل، بادار ته د مريي تسليمېدو ته ورته شوى دى. ( سَلَمًا لِّرَجُلٍ)
٣_ بې د الله تعالی له لارې نورې ټولې لارې په ټکر کې دي؛ ځکه د خلکو غوښتنې او سليقې خورا ډېرې دي. ( شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ)
٤_ د حقايقو روښانېدل د شکر لازمي ځای دى. (هَلْ يَسْتَوِيَانِ _ الْحَمْدُ لِلَّهِ)
٥_د عقل او فطرت په نزد د مؤمن ډاډېینه او د مشرک هېښنه، روښانه ده. (هَلْ يَسْتَوِيَانِ)
٦_ ډېر خلک د کفر له آفته ناخبره دي. ( بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ)
إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ (۳۰)= بېشكه ته مرې او هرومرو دوى [هم] مري.
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ (۳۱) = بيا په حقيقت كې تاسې د قيامت پر ورځ د خپل پالونكي په نزد خپلمنځي شخړې كوئ.
ټکي:
په قيامت کې به يوه شخړه دا وي: بېلارې بېوزله به مستکبرانو ته وايي: (لَوْلَا أَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ [35]= که تاسې نه وئ؛ نو موږ به ايمان راوړى و.) د کفر مشران به بېلاريو ته وايي: ( قَالُوا بَلْ لَمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ [36]= تاسې په خپله ايمانوال نه وئ او همداراز وايي: (أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَى [37]= آيا موږ وو ، چې ستاسې د ښيون مخنيوى مو وکړ ؟)
پېغامونه:
١_ له الهي سنتو ځنې چې یو یې مرګ دی، ان الله تعالی ته پر ګرانو پېغمبرانو هم پلی کېږي( إِنَّكَ مَيِّتٌ).
٢_پېغمبران په عادي ژوند کې د عادي انسانانو په څېر دي ( إِنَّكَ مَيِّتٌ).
٣_ له خپلوانو او کورنۍ سره هم په غوڅه خبره پکار ده ( إِنَّكَ مَيِّتٌ).
٤_ د ترخو پېغامونو د اورولو لپاره له خپلو پېل وکړئ ( إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ).
قيامت بېلابېل پړاوونه لري:
په يو پړاو کې به خلک يو له بل سره شخړه کوي. (تَخْتَصِمُون )
په يو پړاو کې به له شخړو منع شي. ( لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ [38])
په يو پړاو کې پر شوڼدو ټاپه لګول کېږي ( نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ [39])
سپاره: ۲۴
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ (۳۲) = نو تر هغه ستر ظالم څوك دى، چې پر الله یې دروغ وتړل او چې رښتيا (خبره) ورغله، دروغ يې وګڼله؟!ايا كافرانو ته په دوزخ كې هستوګنځى نشته؟!
ټکي:
په آيت کې له ((صدق)) څخه مراد، د الله تعالی خبره ده ، چې د الله استازي ته وحې او د قرآن په بڼه خلکو ته وروړاندې شو.
((مثوى)) له ((ثواء)) د همیشني هستوګنځي په مانا دى.
پېغامونه:
١_ د ټولنې پر کلتور، فرهنګ او فکر تېرى بدترین ظلم دى. (فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى اللَّهِ)
٢_کافران خبرې ته پام نه کوي او بې ځنډه د حق له خبرې سره مخالفت کوي. (كَذَّبَ… إِذْ جَاءهُ)
٣_د تبليغ په لار کې پر پوښتنو وجدان راويښ کړئ. ( فَمَنْ أَظْلَمُ….. أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ)
وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (۳۳) = او چا چې رښتيا (خبره) راوړه او (هغه) چې باور يې پرې وكړ (؛ نو) همدا دوى متقیان دي.
لَهُم مَّا يَشَاءونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ جَزَاء الْمُحْسِنِينَ (۳۴) = چې څه وغواړي، دوی ته له خپل پالونكي سره چمتو دي؛ دا د نېكانو بدله ده.
ټکي:
په قرآن کې صدق او رښتيولي ډول ډول اړخونه لري:
الف: په وينا او خبره کې رښتينولي. ( جَاء بِالصِّدْقِ) ( په همدې آيت کې)
ب: پر ژمنه وفا ( إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ [40])
ج: په تړون کې وفا ( صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ [41])
د: په عمل او کړنلار کې وفا ( أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا [42])
او هغه ته ((صديق)) وايي، چې په ټولو اړخونو کې لازم صداقت ولري؛ یعنې هر اړخيز رښتين وي.
پېغامونه:
١_ ديني مبلغ هله ستاينوړ دى، چې تر ټولو مخکې، پخپله پر خپلو خبرو عمل وکړي. ( جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ)
٢_د دين تبليغ يوازې په پېغمبرانو پورې ځانګړی نه دى. ( جَاء بِالصِّدْقِ…. أُوْلَئِكَ ) ( د « أُوْلَئِكَ» کلمه راغلې نه «هو») لکه چې په بل ځای کې وايي: « أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِ[43] = زه او زما لاروي په پوهې او لیدانې (خلک) د الله تعالی لوري ته رابولو»
٣_ د الهي پېغامونو تبليغ، د متقيانو ځانګړنه ده. (جَاء بِالصِّدْقِ… الْمُتَّقُونَ)
٤_په جنت کې د نعمتونو د موندنې وزله د جنتيانو خپله اراده او خوښه ده. ( لَهُم مَّا يَشَاءونَ)
٥_ په جنت کې الهي پېرزوېنې محدوديت نه لري. ( لَهُم مَّا يَشَاءونَ)
٦_متقين دي، چې نيکان دي. ( هُمُ الْمُتَّقُونَ _ الْمُحْسِنِينَ)
لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ (۳۵) = چې الله بدترین اعمال چې کړي وو(د دوى د ايمان او صداقت په سيوري كې) ترې ورژوي او د دوی د ښو كړنو غوره اجر وركړي.
پېغامونه:
۱- د تقوا او احسان مقام، د ځینو بدو کارونو له کولو سره څه ټکر نه لري. (د «عَنْهُمْ» ضمیر په تېر آیت کې متقینو او محسنینو ته ورګرځي) (لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا)
۲_ د ديني مبلغانو اجر دادى، چې الله تعالی يې له تېروتنو تېرېږي. جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ….. لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ)
۳_ د الله تعالی له پېرزوېنو همدا بس چې پر بدترینو ګناهونو پرده اچوي ( لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ) او د نېکیو ثواب بشپړ ورکوي. (يَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ)
۴_ له ګناه پاکېدل، د الهي پېرزوینو د موندنې سريزه ده. (ړومبى «يُكَفِّر» بيا « يَجْزِيَهُمْ» )
۵_ الله تعالی متقیانو او محسنینو ته د دوی د ښو کارونو په بیه کې بدله ورکوي ( او منځنیو کارونو ته یې هم د غوره کار بدله ورکوي) (بِأَحْسَنِ الَّذِي)
أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (۳۶) = او [کافران] تا په غیر الله ډاروي، ايا الله د خپل بنده (ژغورنې او ملاتړ ته) کافي نه دی؟! او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي؛ نو هېڅ لارښود ورته نشته.
وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انتِقَامٍ (۳۷) = او چا ته چې الله سمه لار وروښيي؛نو هېڅوك يې نشي بېلارولاى،ايا الله بريمن څارنوال (مدعي العموم) نه دى؟
ټکي:
بوت لمانځو د الله تعالی استازي ته ويل: که زموږ د بوتانو سپکاوى دې وکړ؛ نو بلا به درورسي، چې دا آيت راغى او خپل استازي ته يې ډاډ ورکړ: ( أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ )
قرآن په بېلابېلو بڼو له ډول ډول دسيسو، د پېغمبر خوندېينه مطرح کړې؛ لکه (وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ [44]= الله دې د خلکو له شره ساتي.) (إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ [45]= (ځکه) موږ تا د ملنډو وهوونكيو له شره ژغورو او درته بس يو؛.) لکه څنګه چې الله تعالی خپل نور استازي هم ژغورلي وو؛ نوح عليه السلام يې له ډوبېدو، ابراهيم عليه السلام يې له اوره، موسى عليه السلام يې د فرعون له خطره او عيسى عليه السلام يې له غر غره کېدو ژغورلى و.
زموږ دنده په هر شرايطو کې د الله تعالی بندګي ده. روايت دى: (( من اصبح و همومه هم واحد کفاه الله هموم الدنیا و لاخرة – د چا چې ټولې هلې ځلې او کوښښ د الله تعالی بندګي وي؛ نو الله تعالی يې د دنيا او اخرت غوښتنې پوره کوي[46]. ))
پېغامونه:
١_ که انسان د الله تعالی بنده وي؛ نو (بيمه او) خوندي کېږي او الله تعالی يې ټولو چارو ته بسيا دى. (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ)
٢_ د دښمن د ګواښ په مقابل کې له الله تعالی څخه په مرسته غوښتو ځان ډاډمن کړئ. (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ)
٣_ ترهګري او ډار اچول، د کافرانو اوزار دي. (وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ)
٤_ هدایت (ښیون) او ضلالت (بېلارېتوب) د الله تعالی په لاس کې دى. ( يُضْلِلِ اللَّهُ _ يَهْدِ اللَّهُ) خو د هدایت موندنه یا ترې بې برخې کېدنه، د انسان په لاس کې ده لکه چې وایو: (يَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ [47]= څوك چې توبه وكاږي (؛ نو) سمه لار ورښيي) إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ [48] = په رښتيا الله له پولي اووښتي دروغجن ته سمه لار نه ورښيي)
٥_د امکاناتو له لږوالي مه وېرېږئ؛ که د الله تعالی بنده ياست؛ نو يو ځواک به مو خراب نه کړي. ( فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ)
٦_انسان هغه موجود دى، چې په کږلارۍ او سخت زړۍ کې ځان هغه ځاى ته رسولاى شي، چې بيا يې يو لارښود هم سمې لارې ته نشي را ايستى. ( فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ) او په ايمان کې ځان هغه ځاى ته رسولاى شي، چې هېڅ پېښه يې هم له حقه نشي کږولاى. ( فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ)
٧_ د الله تعالی له لوري، د انسان بېلارېدل، بې سریزې نه ده، د انسان د خپلو کړنو پايله ده. (ذِي انتِقَامٍ)
٨_ د الله تعالی ملاتړ کله له بنده د ملاتړ په بڼه وي (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ) او کله هم له مخالفينو د غچ اخستنې په بڼه وي. ( ذِي انتِقَامٍ)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ (۳۸) = او كه دوی وپوښتې: ((چا اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي؟)) هرومرو وايي: ((الله)). ووايه: ((ايا دا معبودان، چې د الله پر ځاى بلئ (او لمانځئ) ستاسې پرې څه ګومان دی، چې كه الله ما ته څه زيان رسول غواړي؛ نو دوى یې لرې كولاى شي؟! يا كه ما ته څه لورنه وغواړي ایا دوي يې مخه نيولاى شي؟!)) ووايه: ((الله راته بسنه کوي او (ټول) بروسګر يوازې پر هغه بروسه كوي.))
ټکي:
د لورنې په مقابل کې د (( ضُرُ)) کلمه، هر ډول زیان ته وايي.
د ((هُن )) ضمير د مونث لپاره دى او دلته د بوتانو لپاره کارېدلى؛ ځکه عربو به ستر بوتان مونث ګڼل؛ لکه ((لات))، ((منات)) او ((عزى)).
په قرآن کې څو ځل دا خبره راغلې، چې مشرکانو د الله تعالی پر خالقيت ګروهن وو[49].
پېغامونه:
١_بوتمانځو د الله تعالی پر خالقيت ايمان درلود. (خو د بوتانو لپاره پر ربوبيت، مديريت، څارنې، نظارت او شفاعت قايل وو ) ( لَيَقُولُنَّ اللَّهُ)
٢_بوتان د الله تعالی د ارادې پر خلاف هېڅ هم نشي کړاى. ( هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ _ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ)
٣_ د عبادت وړتيا هغه لري، چې د هرې ګټې او تاوان رسولو وسه ولري( هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ _ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ)
٤_د زیان دفع کول، د ګټې تر راجلبولو مهمتر دي. (كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ) تر (مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ) څخه مخکې راغلی دى.
٥_ يوازې پر الله تعالی توکل او مرسته ترې غوښتل جواز لري. ( د ((عليه)) کلمه تر (( يتوکل )) مخکې راغلې، چې د انحصار نښه ده. )
٦_الله تعالی د خپلو استازيو هراړخيز ملاتړی دی. (حَسْبِيَ اللَّهُ) ( ((حسبى)) مطلق راغلى، چې هر څه رانعاړي؛ له ټولو خطرونو يې ساتي او ټولو موخو ته يې رسوي.)
قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ (۳۹) = ووايه: (( (زما) قومه! تاسې په خپله کفري کړنلار وسئ، زه هم خپله دنده عملي كوم؛ نو ژر به پوه شئ، چې
مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ = (۴۰) (په دنيا كې پر) چا رسوا كوونكى عذاب راځي او (بيا په آخرت كې) همېشنی عذاب پرې پرېوځي!))
ټکي:
د (فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ) له غونډلې ګټنه کېږي، چې د (اعْمَلُوا) (څه مو چې خوښه؛ و يې کړئ ) حکم د ګواښ نښه او د رټولو لپاره ده، نه اجازې ته.
((مکانت)) د مقام او منزلت په مانا دى، چې ناحسي چارو ته کارېږي؛ لکه څنګه چې د ((مکان)) کلمه د محسوساتو لپاره کارېږي. البته کېداى شي که له ((مکنت)) څخه وي؛ نو د ځواک مانا هم ورکوي.
له (عَذَابٌ يُخْزِيهِ) څخه مراد په دنيا کې عذاب او له (عَذَابٌ مُّقِيمٌ) څخه مراد اخروي عذاب دى[50].
پېغامونه:
١_ مشر بايد له مينناکۍ سره سره پرېکنده وي. (يَا قَوْمِ) د مينې او (فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ) د پرېکندتوب نښه ده.
٢_ پر الله تعالی ايمان او توکل د دښمن په مقابل کې د دریځ ملاتړ دى. (حَسْبِيَ اللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ…. فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ) او هغوى کړاى شي پرېکنده ووسي ، چې پر الله تعالی توکل او ايمان ولري.
٣_ هر څوک په خپل چار کې ګرو او ښکېل دى. ( اعْمَلُوا _ إِنِّي عَامِلٌ)
٤_ الهي مشران د حق له دریځه يو ګام هم نه روسته کېدل او کفار يې له جوړجاړي نهيلول. ( إِنِّي عَامِلٌ)
إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ (۴۱)= په حقيقت کې موږ دا (اسماني) كتاب، په حقه پر تا د خلكو (د لارښوونې) لپاره نازل كړى؛ نو چاچې سمه لار غوره كړه؛ نو د ځان په ګټه يې ده او څوك چې بېلارې شي؛ نو يوازې پر خپل زيان بېلارېږي او ته پرې په زور د لارښوونې پازوال نه يې.
ټکى:
ځينې ناسم انګېري، چې د الله استازي ته يو لړ آيتونه القا کېدل او بيا به هغه په خپلو کلمو خلک ته بيانول؛ خو داسې نه ده او په کتاب کې شته ټولې کلمې د الله تعالی له لوري دي. ( إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ)
پېغامونه:
١_قرآن د پېغمبر اکرم پر مهال هم د کتاب په بڼه و. (الْكِتَابَ)
٢_ د الله کتاب د ټولو لپاره دى. ( لِلنَّاسِ)
٣_ هم د قرآن ټول مطالب حق او اړونه پکې نشته او هم يې نزول حق دى. (بِالْحَقِّ)
٤_ انسان د لارې په ټاکنه کې ازاد دى.( فَمَنِ اهْتَدَى _ مَن ضَلَّ) ( الله تعالی څوک کفر او ايمان ته نه اړ باسي)
٥_ الله تعالی او استازى يې زموږ ايمان ته اړتيا نه لري. ( فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ….) او که چا ايمان راووړ؛ نو خپله به يې ګټه کړې وي.
٦_ د پېغمبر اکرم دنده ابلاغ دى؛ نه اجبار. ( ان پېغمبران د ګروهې د تپلو حق نه لري) ( وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ)
٧_ واقعي او بشپړ ښيون، يوازې د الله تعالی د کتاب تر سيورې لاندې دى. ( إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ…. فَمَنِ اهْتَدَى)
٨_ الله تعالی خپل استازي ته د کفارو د کړاوونو په مقابل کې ډاډ ورکوي. (وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ)
اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (۴۲) = الله د مړينې پر وخت له ساکښو ساه اخلي او له هغوی (هم) چې مړه شوي نه دي، د خوب پر وخت (ساه ترې اخلي)؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يوه ټاكلي وخته بېرته ورلېږي، بېشكه په دې كې انديالو ته (د الله د قدرت) څرګندې نښې دي.
ټکي:
((يتوفى)) له ((وفى)) څخه اخستل شوى، چې پوره د يوه چار کولو ته وايي، چې په مړينه کې هم پوره د ساه اخستو ته وايي.
پوښتنه: د انعام سورت په ٦١ آيت کې وايي: (( تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا))؛ يعنې زموږ پرښتې ساه اخلي او په سجده سورت ١١ آيت کې وايي: ((يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ))؛يعنې “ملک الموت” مو ساه اخلي او د لته وايي: الله مو ساه اخلي؛ نو کومه خبره سمه ده ؟
ځواب: امام صادق (رح) وايي: الله تعالی حضرت عزرائيل ((ملک الموت)) ته مرستيالې پرښتې ټاکلي، چې د خلکو ساه واخلي او ورته يې تسليموي او هغه هم کومې ساه ګانې چې اخستې ورسره یوځای یې الله ته تسلیموي[51].
په حدیث کې لولو: د خوب پر مهال، روح په بدن کې پاتېږي؛ خو نفس (سا) اسمان ته خېژي او د ” نفس او روح” اړیکه د لمر او د لمر د وړانګې اړیکه ده. که الله تعالی وغواړي او مرګ یې رارسېدلی وي، روح هم له بدنه جلا او له نفس سره یوځای کېږی، که نه نفس له اسمانه راکوزېږي او له روح سره یوځای کېږي.[52]
پوښتنه: د مړينې پر مهال، چې ساه له بدنه ووځي؛ نو چېرې ځي؟
ځواب: تر مړينې روسته روح له ((مثالي قالب)) نومي بدن سره يو ځاى کېږي چې د همدې بدن په څېر دی او په برزخ کې له همدې مثالي بدن سره سزا او ثواب مومي او په خوب کې هم روح په همدې سپک او “مثالي قالب ” خوب ويني او شاوخوا پرې ګرځوو.
د ديني مشرانو په ويناوو کې هم “مړينه او قيامت”، “خوب او ويښتيا” ته ورته شوي دي.
په حدیث کې لولو: ((کما تنومون تموتون: پر الله قسم، لکه څنګه چې ويدېږئ، مرئ او څنګه چې ويښېږئ، بېرته راژوندي کېږئ.[53]))
د انسان بدن لکه موټر او روح یې موټروان (موټر چلوونکی) دی، کله موټر چالان وي او موټرچلوونکي یې هم د اشټرنګ شا ته ناست وي، چې دا د ویښتیا حالت دی. کله موټر چالان وي؛ خو چلوونکی کوزېږي او ځي چې دا د خوب حالت دی، ځکه زړه، معده او پښتورګي کار کوي؛ خو روح جلا کېږي او له مشابه (ورته) بدن سره یوځای شوی او شاوخوا ته ځي. دا هماغه بدن دی چې په خپل خوب کې پرې ګرځو راګرځو او مثالي قالب ورته ویل شوی او دومره سپک او چابک (ګړندی) دی چې بې وزلې او واسطې اسمانونو ته الوتای، سمندرونو کې لامبو وهلای او په یوه شېبه کې د نړۍ شاوخوا ته تلای شي.
کله موټر چالان نه وي او هم چلوونکی بېلېږي، چې دا د مرګ حالت دی.[54]
لقمان حکيم خپل زوى ته وويل: (( که کړاى دې شول، چې خوب او ويښتيا له ځانه لرې کړې؛ نو مړينه او معاد به دې هم له ځانه لرې کړي واى[55]. ))
پېغامونه:
١_ جسم او روح دوه خپلواک حقيقتونه دي او د مړينې او يا خوب پر مهال يو له بله بېلېږي او روح تر مړينې روسته له الله تعالی سره پاتېږي (اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ).
٢_ مړينه او خوب سره وروڼه دي. (حِينَ مَوْتِهَا _ فِي مَنَامِهَا)
٣_که پوه وای، چې هره شپه ساه راڅخه وځي؛ نو له غرور،ګناه او غفلته به مو ځان ژغوره. ( وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا)
٤_ زموږ مرګ او ژوند د الله تعالی په واک کې دي؛ ځکه الله تعالی د روح اخستل، ساتل او بېرته ورکول ځان ته ورمنسوب کړي دي. (اللَّهُ يَتَوَفَّى _ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ _ يُرْسِلُ…..)
٥_څوک هم تل ژوندى نه وي او ټول د ټاکل شوي وخت لپاره ژوندي وي. (أَجَلٍ مُسَمًّى)
٦_ټول ويدېږي او راويښېږي؛ خو يوازې اندیالان ترې زده کړه کوي. (لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ)
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاء قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ (۴۳) = ايا [کافرانو] د الله پر ځاى نور سپارښتګر نيولي؟! ورته ووايه: ((ايا (هغوى به شفاعت وكړي) كه هېڅ يې په واك كې نه وي او نه درك او پوهه لري؟!))
ټکي:
شفيع دې د شفاعت لپاره د الله تعالی جواز ولري ( مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ [56]) ؛ خو بوتان به څه جواز ولري؟ شفيع دې د الله تعالی حبيب او د الله تعالی پرې خوښه وي؛ خو بوتان داسې نه دي.
په يونس سورت ١٨ آيت کې راغلي، چې مشرکان وايي: ( هَؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا )؛ يعنې دا بوتان مو شفيعان دي او بيا په زمر سورت درېیم آيت کې وايي: ( مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى = د بوتانو عبادت ددې لپاره دى، چې موږ الله ته نږدې او شفيعان مو شي.)
دا آيت وايي: څنګه له هغه موجوداتو د مرستې تمه لرئ، چې نه عقل لري او نه ځواک ؟!
پېغامونه:
١_ ځينو مشرکانو بوتان، الله نه ګاڼه؛ بلکې بوتان يې د الله درشل ته شفيعان ګڼل. ( اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاء)
٢_ د الله تعالی او انسان ترمنځ واسطه دې په اړتيا پوه وي او د مرستې ځواک دې ولري؛ خو بوتان داسې نه دي. ( لَا يَمْلِكُونَ – وَلَا يَعْقِلُونَ)
قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۴۴) = ووايه: ((شفاعت بشپړ د الله (په واک کې) دی؛ (ځكه) د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د هغه ده، بيا یې لوري ته ورستنول كېږئ.))
ټکى:
پوښتنه: مګر نور تر الله تعالی پر موږ ډېر لوراند دي، چې الله د عذاب اراده کوي؛ خو شفاعتګر به يې شفاعت کوي؟
ځواب: دا آيت وايي: ټول شفاعتونه په الله تعالی پورې ځانګړي دي او که پېغمبر او امام شفاعت کوي؛ نو ددې ټولو پېرزوېنو سرچينه الله دى (مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ [57])؛ خو ددې پېرزوینو بهير الهي اولياء دي. (قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا)
پېغامونه:
١_ د قرآن روزنيزه کړنلار داده، چې ټولې فاسدې انګېرنې له منځه يوسي او ټولې انګېرنې پر الله تعالی ورټولې او متمرکزې کړي؛ نو هغوى چې هاخوا او دې خوا ځي او غواړي “عزيز” شي، وايي: (( إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا[58]= ټول عزتونه د الله دي))؛ نو ولې په بل پسې ځئ او هغوى چې هاخوا او دې خوا ځي، چې ځواک لاس ته راوړي، وايي: (( أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا [59]= ټول قدرتونه د الله دي)) او هغوى چې هاخوا او دې خوا ځي، چې واسطه ورته راوړي، وايي: ( قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا)
٢_ پنځون او پکې ټول دخیل لاملونه د الله تعالی په واک کې دي . ( لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ….. لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ)
وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ (۴۵)= او چې د توحید او ايکي يو “الله” خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي او چې نور معبودان ياد شي (؛نو) یو دم پر خوشحالۍ شي.
ټکي:
که څه ددې آيت مخاطبان هغه کسان دي، چې پر اخرت ايمان نه لري؛ خو داسې مسلمانان شته ، چې له نږه محمدي اسلامه کرکه او تېښته کوي؛ نو همداچې وايو: ((قصاص الهي قانون دى)) له څېرې يې رنګ وتښتي؛ خو همدا چې وايو: ((نړیوال حقوق)) رنګ يې تازه شي. چې کله لمانځه ته درېږي، چې يوازېنى مخاطب يې الله تعالی دى؛ نو سخته ورته پرېوځي؛ خو چې درس ورکوي یا کومې غونډې ته وېنا کوي، چې مخاطب یې غیر الله دی؛ نو روح يې تازه وي.
دې آيت ته ورته د اسراء سورت ٤٦ آيت دى، چې وايي:((وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْاْ عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا = او زړونه يې مو په پردو کې رانغښتلي، چې پر قرآن پوه نشي او غوږونه يې درنوو او چې په قرآن كې خپل پالونكی په يووالي يادوې؛نو په كركه شا وګرځوي.))
پېغامونه:
١_ که له الهي احکامو سره مو مينه درلوده؛ نو پوه شئ، چې پر اخرت هم ايمان لرئ. (اشْمَأَزَّتْ… يَسْتَبْشِرُونَ)
٢_ توحيد او معاد سره نږدې اړيکې لري. (ذُكِرَ اللَّهُ…… اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ)
٣_ د الله تعالی ذکر د زړه ټکور دى؛ خو د ځينو لپاره ځورونکی دى. (اشْمَأَزَّتْ)
قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (۴۶) = ووايه: ((یا الله! (اى) د اسمانونو او ځمكې څيرونكيه (او پنځوونکیه او) پر پټو او ښكاره و پوهېدونكيه! ته به د خپلو بندګانو ترمنځ په هغه څه كې پرېکړه کوې، چې دوی پکې اړپیچ کاوه.))
پېغامونه:
١_ ديني مشران او مبلغان، چې کله له سرسخته کفارو سره مخامخ شي؛ نو له الله تعالی دې مرسته وغواړي. ( قُلِ اللَّهُمَّ)
٢_ ځينې د الله تعالی پرځاى، پر نورو زړه تړلى او د الله تعالی د نامې له اخستو کرکه لري؛ خو ستاسې پام دې الله تعالی ته وي. ( اشْمَأَزَّتْ…. قُلِ اللَّهُمَّ)
٣_ سره له دې، چې هستي د هغه ده (فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) او يوازې هغه دى، چې له غيبو او شهودو خبر دى (عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ) او د ټولو برخليک یې په لاس کې دى (أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ)؛ خو د ځينو زړه د الله تعالی پر ځاى نورو ته خوشحاله دى. (مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ)
٤_ پر غيبو او شهودو علم، د قيامت پر ورځ د الله تعالی د ورمندون – قضاوت بنسټ دى. (عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ…. تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ)
٥_ د اسمانونو پنځون تر ځمکې مهم دى. ( السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) ( په قرآن کې د اسمان نامه تر ځمکې مخکې راغلې ده )
٦_ الله تعالی له پټو او ښکاره و ټولو خبر دى. ( عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ)
٧_تل به د موحدانو او مشرکانو ترمنځ اړپېچ وي. (كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ)
٨_ خلک که څومره اړپېچ هم ولري؛ خو بيا هم د الله تعالی بندګان دي. ( عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ)
وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِن سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ (۴۷) = او كه ظالمان په ځمكه كې د ټولو څيزونو خاوندان وي او په څېر يې نور (هم) ورسره وي؛ نو هرومرو یې دا (ټول) د قيامت د سختې ورځې له عذابه د ژغورنې لپاره په تاوان کې ورکول! او د الله له لوري به دوی ته هغه څه ورښكاره شي، چې (هېڅ) يې ګومان نه كاوه.
ټکي:
د ((لو)) کلمه د نه کېدوني چار لپاره کارېږي. لکه : (لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا [60]= که په ځمکه او اسمانونو کې خدايان وو؛ خو نشته.) يا په بل ځاى کې دي: (وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ [61]=پېغمبره ! که بد خويه وې؛ خو نه يې.) او په دې آيت کې هم راغلي: ((که ظالمانو د ځمکو دوه ګرايه شتمني درلوده او فديه يې ورکړې واى؛ نو ګټه يې نه درلوده؛ خو هغوى ته د داسې کار فرصت نشته.))
د قيامت پر ورځ د سهار پاڅېدونکيو لپاره داسې ثوابونه وي، چې هېڅ څوک هم ترې خبر نه دي. ( فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ [62]) او د کفارو لپاره هم داسې عذابونه دي، چې څوک يې انګېرلاى نشي. (وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ)
او پر هغه ورځ به انسان ته وويل شي:
((لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ (ق/۲۲) (ورته ويل كېږي) په يقين، ته خو له دې (ورځې او سترې محاكمې) په ناخبرۍ کې وې؛ نو موږ دې پرده درنه لرې كړه او نن دې نظر (ښه) تېز دی))
پېغامونه:
١_ په قيامت کې څوک په مال او شتمنۍ ځان نشي خلاصولاى. (لَو)
٢_ په الهي محکمه کې هېڅ څوک هم مجرمان نشي ژغورلاى. (تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ _ لَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا…..)
٣_ د حب ذات غريزه پر حب مال برلاسې ده. (مَا فِي الْأَرْضِ… لَافْتَدَوْا بِهِ)
٤_که نن د یوه درهم لپاره سرغړونه کوو؛ نو بايد پوه شو، که سبا د ځمکې دوه ګرايه شتمني هم ولرو؛ نو خلاصون به مو نه وي. ( وَمِثْلَهُ مَعَهُ)
٥_ د الله تعالی ورمندون – قضاوت د انسان د ګناهونو په بربنډولو دی ، چې منکر نشي. (تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ… وَبَدَا لَهُم)
٦_ د انسان محاسبات او شمېرانې اړخیز، جامع او واقعي نه وي. ( بَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ) (ځکه په قيامت کې داسې څيزونه روښانېږي ، چې د انسان په فکر کې هم نه وي. )
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون (۴۸) = او (پرهغه ورځ به) دوی ته د خپلو ناوړه كړنو (پايلې) ورڅرګندې شي او هماغه څه به ترې ورچاپېره شي، چې ملنډې یې پرې وهلې.
پېغامونه:
١_ د قيامت ورځ، د څرګندېدا او رابرسېرنې ورځ ده او هره خواله به ښکاره شي. (بَدَا لَهُمْ)
٢_ د مجرم مخې ته د جرم ښکاره کېدل، تر ټولو ړومبۍ کړونه ده. (بَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا)
٣_ په الهي ځواک به ړومبى هغه څه رابرسېره شي، چې د ظالمانو په محاسبه کې نه ول (مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ) او بيا به هغه څه ښکاره شي، چې هغوى پخپله بد شمېرل. ( بَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ)
٤_ الهي پرغز د ظالمانو ټول وجود رانغاړي. (حَاقَ بِهِم)
٥_ سرغړونه او کږلاري، هله سخت الهي پرغز راوړي، چې:
الف: له ظلم سره وي. (ظَلَمُوا)
ب: په لوى لاس او مخونې سره وي. (كَسَبُوا)
ج: دوام ومومي. (كَانُوا)
د: د الهي احکامو له سپکاوي سره وي. (يَسْتَهْزِئُون)
یا یو خلاف کار ، هغه مهال جرم کېږي چې له ظلم، ملنډو، لاسي، تعمد او تلتیا سره وي (ظَلَمُوا، كَسَبُوا، كَانُوا، يَسْتَهْزِئُون)
فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (۴۹) = نو چې کله انسان ته څه زيان ورسي؛ نو موږ (ستونزاوارۍ ته) بلي (دعا راته کوي)، بيا چې له خپل لوري کوم نعمت ورکړو، وايي: ((دا (نعمت) خو ما ته يوازې د خپلې كارپوهۍ له مخې راكړاى شوى دى.)) (نه داسې نه ده)؛ بلكې دا (نعمت) يو ازمېښت دى؛ خو ډېر يې نه پوهېږي.
ټکى:
په قرآن کې څو ځل دا خبره راغلې، چې انسان يوازې د خطر پر مهال الله تعالی ته مخه کوي او همداچې خطر له منځه ولاړ؛ نو الله تعالی هم هېروي، چې دا ډېره ستره ناشکري ده.
پېغامونه:
١_ انسانان ماتېدوني موجودات دي. (مَسَّ الْإِنسَانَ)
٢_ انسان دومره کمزورى دى، همداچې په ستونزو کې راګېر شي؛ نو چغې وهي. (مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا)
٣_ د ژوند تراخه مو د خپلو کړنو پايله ده او ازمېينوزله هم ده (مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ)؛ خو نعمتونه د الله تعالی پېرزوینه ده (نِعْمَةً مِّنَّا)
٤_ په ژوند کې تراخه او ستونزې، انسان خپلې کمزورۍ ته ورمتوجې کوي او د الله پلټنې فطرت يې ويښ او زرغونوي. (فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا)
٥_ د زړه له کومې عبادت، د الله تعالی د رضا لامل ګرځي.(دَعَانَا…. خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً)
٦_هوساينه د غفلت او غرور تومنه ده. (خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً…. إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ)
٧_ انسان ناشکره موجود دى. (خَوَّلْنَاهُ… إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ)
٨_ د الله تعالی له نعمتونو او پېرزوېنو سترګې پټول رټل شوي؛ نه داچې علم او پوهه د انسان د ژوند په پراختيا کې ونډه نه لري. (قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ) ( د الله نيوکه هم ددې لپاره وه، چې هغوى خپله شتمني او نعمتونه د خپل علم او تدبير پايله ګڼله او د الله تعالی پر پېرزوینو ګروهن نه وو. )
٩_ په ژوند کې نعمتونه او تراخه ازمېينوزلې دي؛ خو ډېری خلک په دې خبره نه پوهېږي. ( عِلْمٍ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) ( کېداى شي علت يې د منندوی او نامنندوی پېژندل وي)
قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ (۵۰) = په رښتيا دا (خبره) تر دوى مخكې خلكو (هم) كوله؛ خو لاس ته راوړونو يې د دوی (له الهي عذابه) ونه ژغورل.
فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَؤُلَاء سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ (۵۱)= نو دوى (پخوانيو) ته د خپلو كړنو ناوړه (سزا) ورسېده او ددې ډلې (= د مكې وسېدونكي) ظالمان به هم ژر د خپلو كړنو پر بدۍ (سزا) اخته شي او دوى (د الله) بېوسوونكي نه دي (او د الهي عذاب له منګولو تښتېداى نشي).
ټکي:
په ټوليز ډول، ٥٠ آيت وايي: څه چې مجرمانو په دنيا کې لاس ته راوړي، په اخرت کې يې په کار نه راځي؛ خو په نورو آيتونو کې د لاس ته راوړيو مصاديق بيان شوي؛ لکه:
(لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ [63]) هېڅکله يې شتمنۍ پکار نه راځي.
( مَا أَغْنَى عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ [64]) هېڅکله يې ډله په کار نه راځي.
( لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ [65]) هېڅکله يې تدبير په کار نه راځي.
“قارون” هم خپله شتمني د خپل تدبير، سياست او اقتصاد پايله ګڼله او ويل يې: ( إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي [66])؛ خو قرآن په دې آيت کې وايي: ( قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ) دا خو څه نوې خبره نه ده او تر دوی مخکې کسانو هم کړې ده.
پېغامونه:
١_ له تاريخي بېلګو د ځان او نورو روزلو ته ګټه واخلئ. (قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)
٢_ تاريخ تر ټولو سترګواه دى، چې شتمني د الهي پرغز پر مهال، که په دنيا کې وي، که په اخرت کې، د انسان په کار نه راځي. ( فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ) (چې کله قارون په ځمکه کې ډوب شو؛ نو هېڅ چا و نشو ژغورلى[67].)
٣_ الهي قوانين قانونمند دي او وګړى، وخت او ځاى پرې اغېز نه لري. د تېرو په تړاو: (فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا) او د راتلونکيو په اړه: (سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا)
٤_ په قيامت کې د خلاصون اسباب، بې له شتمنۍ او ځواکه نور څيزونه دي. ( فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ)
٥_ انسان پخپلو کړنو خپل برخليک ټاکي. (مَا كَسَبُوا)
٦_مجرمان له دې بېوسې دي چې ځانونه له الهي عذابه وژغوري. ( مَا هُم بِمُعْجِزِينَ)
أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (۵۲) = ايا نه پوهېږي، چې د الله چا ته خوښه شي، روزي يې پراخوي او یا (یې) تنګوي؟! په رښتيا په دې (پراخولو او تنګولو) كې ايمانوالو ته (د حكمت) نښې دي.
أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (۵۲) = ايا نه دي پوه شوي، چې د الله چا ته خوښه شي، روزي يې پراخوي او یا (یې) تنګوي؟! البته په دې (پراخو او تنګولو) کې ایمانوالو ته (د حكمت او قدرت) نښې دي.
ټکي:
په ٤٩ آيت کې مو ولوستل: انسان الهي نعمتونه، د خپلې پوهې او تخصص پايله ګڼي. (إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ) او په دې آيت کې وايي: دا یې ناپوهي ده.
روايت دى: کله الله تعالی د هوښيارو رزق تنګ او د کم هوښه انسانانو ډېر کړي، چې وښيي هر څه په زرنګۍ او هوښیارۍ لاس ته نه راځي[68].
پېغامونه:
١_ که څه د رزق لاس ته راوړنې ته کار او کوښښ شرط دى؛ خو روستی علت او بسيا شرط نه دى. (أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ) ( پر خپلو شوونتیاوو، وسمنیو او مالونو ډډه ونه وهوو، چې د بل ځواک لاس هم شته)
٢_ دا چې الهي مينه يې تر غوسې مخکې ده؛ نو د رزق پراختيا، د رزق تر تنګۍ مخکې راغلې ده. (يَبْسُطُ الرِّزْقَ _يَقْدِرُ)
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (۵۳) = ووايه: (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست! د الله له رحمته مه نهيلېږئ؛ (ځكه) چې الله [د توبې په شرط] د ټولو (ګناهونو) آثار (اغېزې) بښي، يوازې هغه لورین بښونكى دى.
ټکي:
تېر آيتونه مغرور ته ګواښ و؛ خو دا آيت پر پښېمانه شويو ګناهګارانو زېرى کوي.
ددې آيت په ټولو کلمو کې الهي مينه او پېرزوېنې نغښتې دي:
١_ د الله استازی په ځغرده زېرى کوي: (قُلْ)
٢_ الله تعالی انسان خپل مخاطب کړى دى. (يَا)
٣_ الله تعالی ټول خپل بندګان او د خپلې لورنې د لاس ته راوړو وړ ګڼي. (عِبَادِيَ)
٤_ ګناهګارانو پر ځان ظلم کړی او الله تعالی ته یې کوم زیان رسولی نه دی. ( أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ)
٥_ د الله تعالی له لورنې نهيلي حرامه ده. (لَا تَقْنَطُوا)
٦_ د الله تعالی لورنه محدوده نه ده. (رَّحْمَةِ اللَّهِ) ( هو ګرانو ! د ((رحمتى)) پر ځاى د ((رَّحْمَةِ اللَّهِ)) کلمه ، د لورنې د جامعيت ښکارندوى ده؛ ځکه د ((الله)) نامه خورا جامع نامه ده.)
٧_ د لورنې ژمنې هرومرو ترسره کېږي. (إِنَّ اللَّهَ)
٨_ د الله تعالی کار همیشنۍ بښنه ده. (يَغْفِرُ) ( د مضارع فعل د دوام، تلتیا او استمرار نښه ده )
٩_الله تعالی ټولې ګناوې بښي. (الذُّنُوبَ) چې کله جمع له (الف او لام) سره يو ځاى شي؛ نو هر څه رانغاړي. لکه: د ((مساجد)) کلمه ؛ يعنې جومات؛ خو د ((المساجد))کلمه ټولو جوماتونو ته وايي او دلته هم ((ذنوب)) د ((ذنب))؛ يعنې د ګناه جمع ده؛ خو د ((الذُّنُوبَ)) کلمه د ټولو ګناهګانو په مانا ده.
١٠_ الله تعالی د ټولو ګناهونو پر بښنه ټينګار کوي. (جَمِيعًا)؛ ځکه سره له دې چې د ((الذُّنُوبَ)) کلمه د ټولو ګناهګانو په مانا ده؛ خو بيا يې هم د ټينګار لپاره د ((جميعاً)) کلمه راوړې ده.
١١_ الله تعالی خورا بښاند او لوراند دى. (إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ)
الله تعالی له دې ټولې مهربانۍ سره اعلانوي چې په تېرو آيتونو کې ګواښنې د غچ او کينې له لامله نه، بلکې د انسانانو د روزنې لپاره وې.
د قرآن په فرهنګ کې اسراف پراخ مانا لري، چې پر مال او شتمنۍ سربېره، د نفس او ځان اسراف هم پکې دى؛ يعنې انسان له وړتیاوو د ګټنې پر مهال، د منځلارۍ له بريده اوړي او افراط او تفریط خپلوي.
داچې قرآن وايي: الله تعالی ټولې ګناوې بښي؛ نو مراد يې دا نه دى، چې انسان دې ګناه کوي او ووايي: الله تعالی يې بښي؛ بلکې مراد يې دادى، چې ګناه که څومره هم ستره وي، د بښنې وړ ده او انسان ته په کار نه دي، چې د الله تعالی له لورنې نهيلي شي، چې البته د الهي بښنې د لاس ته راوړو لار، توبه او د ګناه جبران دى، چې په راتلونکي آيت کې راغلی دی.
پېغامونه:
١_ الهي احکام او قوانين معتدل، منځلاري او د عدالت له مخې دي او د خلکو سرغړونه، د اعتدال له بريده اوختل دي. (أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ)
٢_ په الهي بښنې کې د ګناه ډول او اندازه توپیر نه لري. (الذُّنُوبَ جَمِيعًا)
٣_ان مجرمانو او ګناهګارانو ته په کار نه دي، چې د الله تعالی له لورنې نهيلي شي.(لَا تَقْنَطُوا)
٤_ د مغفرت هيله، د بښل کېدو سريزه ده. ( لَا تَقْنَطُوا…. إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ)
٥_د ګناه بښل، الهي لورنه ده. ( رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ)
٦_ يوازې الله تعالی دى، چې ټول ګناهونه بښي.( إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ) ( د “انه الغفور” پر ځای)
وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ (۵۴) = او مخكې تردې،چې تاسې ته عذاب درشي (؛نو) د خپل پالونكي لوري ته ورستانه شئ او غاړه ورته كېږدئ (؛كه نه) بيا به مرسته درسره ونشي.
ټکى:
تېر آيت د الله تعالی د لورنې او مغفرت په هکله خبرې وکړې، چې د خلکو راستنېدو ته لار هواره کړي او دا آيت د توبې حکم کوي او داچې د توبې پر ارزښت د خلکو سر خلاص کړي؛ نو د عذاب خبره هم رامنځ ته کوي.
پېغامونه:
١_ له الهي بښنې د برخمنېدو شرط، توبه ده. (يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا…. أَنِيبُوا)
۲- باید توبه له تسلیمېدو سره وي، که نه نفاق دی. ( أَنِيبُوا…. أَسْلِمُوا)
۳- د الهي بښنې شرط، تسلیمېدل او د الهي احکامو لاروي ده. (أَسْلِمُوا)
۴_ فرصتونه غنيمت وګڼئ، چې د عذاب تر راتګ مخکې توبه قبلېږي (مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ) ( هو ګرانو! د عذاب پر مهال توبه ګټه نه لري؛ لکه څنګه چې فرعون د ډوبېدو پر مهال توبه وکړه؛ خو ګټه يې ورته نه درلوده.)
٣_ د الله تعالی درشل ته له ستنېدو پرته يوه لار هم د خلاصون او بري نه ده. ( ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ)
وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ العَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (۵۵) = او مخكې تردې، چې تاسې ته ناڅاپي (الهي) عذاب درشي او خبر هم نه وسئ (؛ نو) په هغو غوره لارښوونو پسې ولاړ شئ، چې د خپل پالونكي له لوري درلېږل شوي دي!))
ټکى:
الله تعالی خپلې ټولې چارې ښه او بشپړې ترسره کړي؛ ځکه څه یې چې پيدا کړي، غوره يې پېدا کړي. (أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ [69])، (أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ [70])، ( فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ [71])
کيسې يې تر ټولو غوره دي. ( أَحْسَنَ الْقَصَصِ [72])
حکم يې تر ټولو غوره دى. ( أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا [73])
او له موږ يې هم غوښتي:
کارونه مو بشپړ او ښه ترسره کړو.( أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا [74]) تر ټولو غوره خبره کړنلار کړو. ( فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ [75])
د بدۍ ځواب په خورا غوره طريقه ورکړو. (ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [76])
غوره او ښه خبره وکړو. ( يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [77])
د خلکو د درناوي ځواب په غوره ډول ورکړو.( فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا [78]) د پلارمړي مال په غوره او ښه شان وساتو. ( لَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [79])
له خلکو سره په ښه دود خبرې او ويينه وکړو. (جَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [80])
پېغامونه:
١_ په تبلیغاتي دود کې، د بلنې فلسفه هم وویل شي (د قرآن لارويان شئ؛ ځکه هم غوره وينا ده او هم مو د پالونکي وينا ده). ( اتَّبِعُوا أَحْسَنَ…. رَّبِّكُم) هو ! د نورو لار، نه غوره ده او نه راباندې کوم حق لري؛ نه مو پېژني او نه راسره مينه کوي؛ نه له تېرو او راتلونکيو سم خبر لري او نه يې د ډېرى غرايزو او غوښتنو له لامله، خبره ډاډمنه ده.
٢_يوازې توبه بسيا نه ده؛ بلکې عمل هم په کار دى. (أَنِيبُوا…. أَسْلِمُوا… اتَّبِعُوا)
٣_ دا چې د انسان عمر لږ او ظرفیت یې محدود دى او له کماله ډکې سپارښتنې ډېرې دي؛ نو هوښيار هغه دى، چې احسن وټاکي. ( أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم)
٤_ د انسان لپاره قرآن بشپړ، احسن او ښکلى کتاب دى. (أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ…)
٥_ الهي احکام د انسان د ودې او پرمختګ لامل دي. (أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم)
٦_د پېښې مخه، تر راپېښېدو یې مخکې ونيسئ. (توبه د عذاب تر راتګ مخکې) ( قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ العَذَابُ)
٧_کله الهي عذابونه ناڅاپه وي. (بَغْتَةً)
٨_ الهي پرغز- قهر د بشري محاسبانو ورهاخوا دى. ( وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ)
أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَى علَى مَا فَرَّطتُ فِي جَنبِ اللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ (۵۶)= (دا لارښوونې ددې لپاره دي، چې) هسې نه څوك (د قيامت پر ورځ) ووايي:((افسوس زما پر ناغېړۍ، چې د الله (د لارښوونو) په باب مې كړې وه او په رښتینه كې زه ( یې د آيتونو) له ملنډو وهوونكيو ځنې وم!))
ټکي:
((حسرت)) د سختې پښېمانۍ، ((تفريط)) په چارو کې د ناغېړۍ او ((جَنب)) د اړخ او لوري په مانا دى.
په روايتونو کې دي، چې دولس ګوني امامان ((جنب الله)) دي او له لسو په ډېرو روايتونو کې راغلي، چې د “جنب الله” ملاتړ نه کول ،له حضرت علي کرم الله وجهه ملاتړ نه کول دي[81].
امام باقر (رح) وايي:(( په قیامت کې سخت حسرت به د هغو عالمانو لپاره وي ، چې په دنيا کې يې په خپل علم عمل نه وي کړى. ))
پېغامونه:
١_ قيامت د حسرت او پښېمانۍ ورځ ده. (يَا حَسْرَتَى)
۲- د توبې پرېښوول، حق ته نه تسلیمېدل او د وحې لاروي نه کول، ناغیړي او لنډون دی (فَرَّطتُ)
۳_ له هغه څه دې لاروي وشي، چې د الله تعالی له لوري او له الله سره په اړيکه کې وي. (جَنبِ اللَّهِ) ( د الله کتاب، د الله استازي، د الله اولياء)
۴_ په دنيا کې پر حق ملنډې وهل، د قيامت پر ورځ پر ځان ملنډې وهل دي. ( يَا حَسْرَتَى _ السَّاخِرِينَ)
۵_ قيامت د منښتې ورځ ده. ( فَرَّطتُ _ كُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ)
۶_ د ناغېړیو او لنډونو جرړه ، د الهي احکامو سپک ګڼل او تر دې بدتر ملنډې پرې وهل دي.( لَمِنَ السَّاخِرِينَ)
أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ (۵۷)= يا ووايي: (( كه الله سمه لار راښوولې واى؛نو هرومرو به له متقیانو ځنې وم.))
أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ (۵۸) = يا چې عذاب وويني، ووايي: (( كاش بل وار (دنيا ته) ورستون شوى واى؛ نو له نېكانو ځنې کېدم!))
ټکى:
که څه مجرم په ٥٧ آيت کې وايي: الله راته ښيون و نه کړ ، چې په دې لار ولاړم، چې په ٥٩ آيت کې ځواب ورکول کېږي، چې موږ درباندې خپله غاړه خلاصه او ښيون مو کړى؛ خو ته په خپله دروغجنوونکى او کبرجن وې.
پېغامونه:
١_ مجرم په قيامت کې د ځان سپینولو په لټه کې دی؛ نو خپله پړه پر الله اچوي، چې ښيون دې راته و نه کړ.(لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي)
٢_انسان خپلې ژغورنې ته، الهي ښیون ته اړتیا لري. مجرمان به هم يوه ورځ پوه شي، چې خلاصون په الهي ښيون کې دى. (أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)
٣_ تقوا د الهي ښيون د منلو نښه ده. ( أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)
٤_ خلک به د قيامت پر ورځ د تقوا په خوند او ارزښت پوه شي. (أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)
٥_د قيامت پر ورځ ګناهګاران متقينو ته خړ خړ ګوري.(…. لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)
٦_ له ګناه د مخينوي لار، د قيامت د وېرونکيو پېښو يادول دي. (أَوْ تَقُولَ…. أَوْ تَقُولَ)
٧_تقوا او احسان د خلاصون دوه لاملونه دي. (لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ…. فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ)
٨_ ګناهګاران په قيامت کې هيله کوي، چې دنيا ته ورستانه شي، چې (له ځان او نورو سره ) احسان وکړي. ( لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً…. ) ( د ((لو)) کلمه د ناشوني کار لپاره کارېږي.
٩_ دنيا ته ستنېدل ناشوني دي. ( لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً….) ( د ((لو)) کلمه د ناشوني کار لپاره کارېږي.
بَلَى قَدْ جَاءتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ(۵۹) = (ورته ويل کېږي) هو! په يقين چې زما آیتونه تا ته درغلل؛ نو تا هغه دروغ وګڼل او لويي دې وکړه او كافرانو ځنې شوې.
ټکي:
مجرم په قيامت کې ډول ډول خبرې او منښتې کوي:
١_ پر ناغېړۍ منښته. ( فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ)
٢_ پر نورو د ملنډو وهلو منښته. ( لَمِنَ السَّاخِرِينَ)
٣_ د ښيون هيله. ( لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي)
٤_دنيا ته د راستنېدو هيله. ( لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً)
الله تعالی يې منښته مني؛ خو په دې آيت کې یې درېیمې خبرې ته ځواب ورکوي، چې موږ تاته ښيون وکړ او غاړه مو درباندې خلاصه کړه؛ خو تا په خپله و نه منله او د څلورمې خبرې ځواب په بل ځاى کې ورکوي، چې که هغوى دنيا ته ورستانه شي؛ بيا هم سرغړونه کوي. ( وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ [82])
پېغامونه:
١_ الله تعالی پر ټولو غاړه خلاصه کړې. (بَلَى قَدْ جَاءتْكَ آيَاتِي)
٢_ بې فکره او بې ځنډه دروغجنول، د تکبر او ځېل نښه ده. (فَكَذَّبْتَ) (د ((ف)) توری هله کارېږي، چې کار په ځغاسته او بې ځنډه وشي.)
وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُواْ عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ (۶۰) = او د قيامت پر ورځ به هغه كسان تور مخي ووينې، چې پر الله يې دروغ تړلي دي، ايا د سرغړاندو (وړ) هستوګنځى په دوزخ کې نه دی؟!
ټکي:
پر الله تعالی د دروغو تړلو بېلګې ډېرې دي؛ لکه:
الف: الله ته پر شريک قايلېدل.
ب: الله له بل سره تشبيه او ورته کول.
ج: پرښتې د الله اولاد ګڼل.
د: خپله پړه پر الله اچول.
ه: د خدايي يا پېغمبرۍ ادعا.
و: په الهي قوانينو کې بدعت او اړونه.
په روايتونو کې راغلي: (( که چا کوم حديث جعل کړ او هغه يې دولس ګونو امامانو ته ورمنسوب کړ؛ نو په حقيقت کې پر الله يې دروغ تړلي؛ ځکه د اهلبيتو خبره د پېغمبر او د پېغمبر خبره د الله ده.[83]))
پېغامونه:
١_هغوى چې پر الله تعالی دروغ تړي؛ نو د قيامت پر ورځ يې سزا داده، چې مخ يې تور شي. ( كَذَبُواْ عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ)
٢_ که څه طبيعي توروالى نيمګړتيا نه ده (؛ لکه د سترګو او وېښتانو توروالى)؛ خو عارضي او اکتسابي توروالى، د سپکاوي او نيمګړتيا نښه ده. (وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ)
٣_ د زړه ا و څېرې واقعي توروالى، په قيامت کې معلومېږي. ( وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ)
٤_پر الله تعالی دروغ تړل، تکبر دى. (كَذَبُواْ عَلَى اللَّهِ…… لِّلْمُتَكَبِّرِينَ)
وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (۶۱) = او الله پرهېزګاران [په تقوا کې] د خپلې بريا له لامله ژغوري، نه سختي وررسي او نه غمجنېږي.
ټکى:
په تېر آيت کې د هغوى د مخ تورۍ خبره وه، چې پر الله تعالی دروغ تړي او په دې آيت کې د متقیانو د بري خبره ده.
پېغامونه:
١_ تقوا د خلاصون او ژغورنې نښه ده. ( وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوا بِمَفَازَتِهِمْ)
٢_متقيانو ته هېڅ ډول بدني او بهرنۍ بدي نه وررسي. ( لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ)
٣_ متقيان هېڅ ډول دنننی خپګان نه لري.( وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ)
اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ. (۶۲) = الله د ټولو څيزونو پنځوونکی او پر هر څه څارن دی.
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (۶۳) = د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې له ده سره دي او هغوى چې د الله په آيتونو کافران شوي (؛ نو) همدا دوى زيانمن دي.
ټکى:
مشرکانو د الله تعالی پر خالقيت ايمان درلود؛ لکه چې د همدې سورت په ٣٨ آيت کې مو ولوستل؛ خو بوتانو ته پر څارنه او ساتنه قايل وو.
پېغامونه:
١_ واقعي موحد/یوپال دې پر هر اړخيز توحيد ګروهن وي:
په خالقيت کې توحيد ( خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ)
په ربوبيت کې توحيد ( عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ)
په عبادت کې توحيد ( أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ…)[84]
٢_ په پنځون او پايښت کې ټول ورته اړتيا لري. (خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ)
٣_ الله تعالی د ټولو څيزونو پنځګر دى او بيا يې هم پنځولاى شي. (خَالِقُ… لَهُ مَقَالِيدُ)
٤_د کافرانو انکار، الله تعالی ته څه تاوان نشي رسولى؛ ځکه هغه د اسمانونو او ځمکې خاوند دى. ( وَالَّذِينَ كَفَرُوا… أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ)
قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ (۶۴) = ووايه: ((ناپوهانو!؛ ما ته امر کوئ، چې بې له الله (=غیرالله) ولمانځم؟))
وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۶۵) = او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده: كه شرك دې وكړ؛ نو (ټولې) كړنې دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو ځنې شې.
بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُن مِّنْ الشَّاكِرِينَ (۶۶) = بلكې يوازې الله ولمانځه او له منندویانو ځنې وسه.
ټکي:
تر توحيد روسته، دا شرک دی چې عبادت له منځه وړي. په دې آيت کې شرک او د بقره سورت په ٢١٧ آيت کې ارتداد د اعمالو د حبط لامل ښوول شوى دى. (وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَـئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)
که څه ددې آيتونو مخاطب پېغمبراکرم (ص) دى؛ خو په دې چارو کې ټول خلک له پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم سره شریک دي او پېغمبر اکرم ته د موضوع د ارزښت له لامله خطاب شوى ، که ان پېغمبر هم یوه شېبه شرک وکړي، کړه وړه به یې پوپناه او زیان به ومومي.
زړګنی عبادت له اندنې راولاړ دی
د الله تعالی تر پېژندو روسته مو آریزه دنده، دهغه عبادت دى. بايد د هغو نعمتونو له لامله يې وپېژنو، چې راکړي يې دي او د زړه له کومې يې عبادت وکړو. که څوک د عکاسۍ يوه کمره ډالۍ راکړي؛ نو د ټول عمر لپاره ورسره مينه کوو؛ خو الله تعالی موږ ته دوې کمرې راکړي؛ دوه ښايسته سترګې، چې د ټول عمر لپاره له هر ګوټه انځور اخستنه کوي او د دنيا ښکلا پرې لیدای شو. الله تعالی دا دوې کمرې په داسې ځاى کې ايښي، چې په غوره بڼه ساتل کېږي او پردې سربېره، ساتنې ته يې باڼه او وريځې راکړي؛ دا دوې کمرې له وړوکتوبه، له هستۍ سره، زموږ اړيکه ټينګوي.
که د الله تعالی په هر راکړي نعمت کې فکر وکړو؛ نو له الله تعالی سره به مو مينه لاپسې نوره هم ډېره شي، چې زموږ دا مينه له الله تعالی سره زموږ ړومبۍ اړيکه ده.
بله اړيکه شکر دى. که د يوې کمرې ډالۍ مننه غواړي؛ نو د سترګو په څېر ښايسته نعمت خو څو وارې شکر غواړي.
د الله تعالی شکر کله په ژبه وي او کله په عمل. لکه: د سترګو له لامله عملي شکر دادى، چې د پاکوالي يې خيال وساتو او په چټلیو اوبو يې و نه وینځو او بسيا رڼا ور و رسوو، په خپلو سترګو ګناه و نه کړو. مور و پلار ته په مينه کتنه، قرآن، کعبې او دينې عالمانو او مشرانو ته په مينه کتل هم عبادت دى.
قرآن وايي: ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ[85]= نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ هماغه (الله) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.
لمونځ تر ټولو ستر عملي شکر دى، چې په ټولو اديانو کې و. رسول اکرم وايي: (( په هغه دين کې خير نه وي، چې لمونځ پکې نه وي.))
په رښتيا که لمونځ نه وي؛ نو ښېګڼې به اغېز نه لري؛ لکه څنګه چې که تار نه وي؛ نو ستنه ګټه نه لري.
راشئ هر ورځ څو شېبې له الله تعالی سره خبرې وکړو او د زړه حال ورته ووايو. په رښتيا! آيا کله مو فکر کړى، چې له هر چا سره خبرې کوو؛ خو له الله تعالی سره د خبرو لپاره وخت نه لرو ؟ که موږ له الله تعالی سره مينه لرو؛ نو بايد لمونځ وکړو؛ ځکه هر ميېن غواړي له خپل معشوق سره خبرې وکړي.
داچې ټول يو شان وکړاى شي، له الله تعالی سره خبرې وکړي؛ نو الله تعالی ورته لارښوونه کړې، چې ټول مخ پر قبله، په يوه ژبه لمونځ وکړئ او دا لمونځ به هله زموږ د پرمختګ لامل شي، چې د جومات په څېر په سپېڅلي ځاى او وخت کې ترسره شي او که لمونځ نعمت وي؛ نو له لمانځه سره، د بېوزليو لاسنیوی خو “نعمت الله خان” دى.
څوک چې لمونځ کوي؛ نو له غوره ځواکمن سره په اړيکه کې دى او هغه چې له الله تعالی سره په اړيکه کې وي؛ نو وېره يې له څه ده ؟
قرآن وايي: (وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ [86])؛ يعنې له صبر او لمانځه مرسته وغواړئ. چې د الله استازي ته به کومه ستونزه ورپېښه شوه؛ نو له لمانځه يې مرسته غوښته. لمونځ دومره ارزښت لري، چې په کربلا کې د عاشورا پر ورځ امام حسين (رض) د دښمن تر غشيو لاندې په خپل وخت لمونځ وکړ.
پېغامونه:
١_جهل او ناپوهي د کږلاريو سرچينه ده. (أَفَغَيْرَ اللَّهِ… أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ)
٢_هېڅکله د بې عقلو غوښتنو ته مه تسليمېږئ.( تَأْمُرُونِّي… أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ)
٣_ د الله تعالی عبادت دې د الله تعالی د معرفت پر بنسټ وي. ( أَفَغَيْرَ اللَّهِ… أَعْبُدُ افغيرالله اعبد…. أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ)
٤_ بې عقله د نورو، ان د پېغمبرانو د کږلارولو په هڅه کې دي. (تَأْمُرُونِّي… أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ)
٥_ د اسلام پېغمبر روستى پېغمبر دى. (الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ) ( په قرآن کې هېڅکله د اسلام پېغمبر ته د ((من بعد)) غونډله – جمله نه ده راغلې.
٧_ شرک له هېچا، ان له پېغمبرانو هم منلوړ نه دى. (لَئِنْ أَشْرَكْتَ)
٨_ د شرک خطر ډېر جدي دى. ( درې ځل مفتوحه لام د ټینګار نښه ده). (لَئِنْ ، لَيَحْبَطَنَّ ،لَتَكُونَنَّ)
٩_ له تاوانه د ژغورل کېدو يوازېنۍ لار د ایکي يو الله تعالی عبادت ده. ( لَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ… بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ)
وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (۶۷) = او الله یې؛ څنګه چې ښايي ونه پېژانده او د قيامت پر ورځ یې ټوله ځمكه (د قدرت) په ګورت كې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي. هغه پاك دى او تر هغه ډېر لوړ دی، چې دوى يې ورسره شريكوي.
ټکى:
امام صادق (رح) وايي: له ((يمين)) څخه مراد، د الله تعالی د قدرت لاس دى[87].
ټکي:
د الله تعالی فرمانونه دوه ډوله دي:
١_ مولوي او باداري حکمونه، چې الله تعالی پکې مولا، بادار او د واک خاوند دى او عقل يې پر خوالو نشي پوهېداى؛ لکه د کعبې د طواف حکم. ( وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ [88])
٢_ ارشادي حکم، چې عقل يې هم راز درک کولای شي او د الله تعالی حکم د عقل په حکم (امر) ارشاد دى؛ لکه ( كُن مِّنْ الشَّاكِرِينَ)؛ ځکه د نعمت د خاوند شکر د عقل حکم دى.
پېغامونه:
۱- د ایکي یو الله لمانځنه، له تاوانه ژغورنه ده. (لَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ… بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ)
۲- د منندوینې غوره لار، د الله پاک عبادت دی. (فَاعْبُدْ وَكُن مِّنْ الشَّاكِرِينَ)
۳_توحيد له سمې پېژندنې او قدرپېژندنې راولاړېږي؛ خو شرک د نه پېژندنې او نه قدرونې پايله ده. (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ)
۴_اسمان او ځمکه د الله تعالی د ځواک په مقابل کې ناڅيزه دي. (قَبْضَتُهُ _ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ)
۵_ د الله تعالی ښه پېژندو ته يې مطلق ځواک ته پام پکار دى. ( وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا… وَالسَّماوَاتُ…)
٤_ هر څه د الله تعالی په واک کې دي؛ نو په نورو پسې ورتګ د څه لپاره؟ (و وَالْأَرْضُ….. وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ…… سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ)
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ (۶۸) = او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال بېسدېږي (او مري)، بې له هغوى چې د الله خوښه وي، بياچې بل ځل پکې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه دوى (انسانان حساب او جزا ته) سترګې پر لار ولاړ وي.
ټکي:
ددې آيت په ټينګار، د دنيا د عمر پاى او د قيامت پېلېدل، په نفخه/پوکلو دي. دا نفخه/پوکل کله په شپېلۍ کې د پوکي په بڼه (فَإِذَا نُقِرَ فِي النَّاقُورِ)[89]، کله د (الْقَارِعَةُ: ځپنده)[90]، کله د ( الصَّاخَّةُ: سخت هیبتناک غږ )[91] او کله د (صَيْحَةً: سخته کړیکه [92]) په بڼه راغلې ده.
په روايتونو کې په شپېلۍ کې د پو کولو دنده د حضرت اسرافيل دنده ښوول شوې ده.[93]
په شپېلۍ کې تر پوکي روسته به ټول مړه شي؛ خو د ( إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ) استثنايي غونډله – جمله، د الله تعالی د ځواک ښوول دي؛ يعنې د الله تعالی لاس تنګ نه دى او هغه مهال، چې ټول مري؛ نو که الله تعالی وغواړي؛ نو ځينې ژوندي هم ساتلى شي؛ لکه څنګه چې ځينو روايتونو، هغه مهال حضرت جبرائيل، حضرت اسرافيل، حضرت ميکائيل او شهيدان ژوندي کسان ښوولي دي[94].
پېغامونه:
۱- الله پاک ته د انسانانو مرګ او قیامت اسان دی، لکه په شپېلۍ کې پوکل دي. (نُفِخَ… فَصَعِقَ)
۲_قيامت به هرومرو راځي. ( سره له دې چې قيامت په راتلونکي کې راپېښېدونکى دى؛ خو اړوند افعال يې د ماضي په بڼه کارول شوي، چې د هرومرو توب نښه ده.) ( نُفِخَ… فَصَعِقَ)
۳_ قيامت يوازې په انسانانو او په ځمکمېشتو پورې محدود نه دى. (مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ)
۴_ د ړومبۍ او دويمې شپيلۍ ترمنځ ډېر واټن دی. (نُفِخَ…. ثُمَّ نُفِخَ) ( د ((ثم)) کلمه د ډېر واټن په مانا دى.)
۵_قيامت ناڅاپه او يودمي دى. ( فَإِذَا…)
وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (۶۹) = او پر (هغه ورځ) به ځمكه د خپل پالونكي په پلوشو ځلانده شي او كړنليكونه به كېښوول شي او پېغمبران او شاهدان به راوستل شي او د دوی ترمنځ به په حق پرېكړه وشي او تېرى به پرې ونشي.
ټکي:
له ((نور رب)) څخه مراد يا د عدالت او حق رڼا ده، چې پر هغه ورځ به پرې الله تعالی ځمکه او اسمانونه رڼا کوي او يا مراد بې له لمر و سپوږمۍ بله رڼا ده، چې الله تعالی یې پر هغه پیدا کوي؛ البته مرحوم طباطبايي په الميزان تفسير کې وايي: له ((نور رب)) څخه مراد، د قيامت پر ورځ د پټو حقايقو رابرسېرنه ده او بيا د خپلې خبرې پخلي ته د ق سورت ٢٢ آيت ګواه راوړي: (( لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ))
روایت[95] دی: د قيامت پر ورځ د لمر و سپوږمۍ رڼا نه وي؛ نو له (( نور رب)) څخه مراد د مؤمنانو د څېرې رڼا ده او بيا دا آيت ګواه راوړي: (( يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ [96] )
پېغامونه:
١_ په قيامت کې د کړنليکونو ورکول، د انبياوو راغوښتل او پر حق ورمندون – قضاوت هرومرو پېښېدونکي دي. ( د (( قُضِىَ ))، (( ُوضِعَ )) او ((جيىء)) کلمې د مجهولې ماضي په قالب کې راغلي، چې د هرومرو کېدونکي چار نښه ده.
٢- د قيامت پر ورځ ګڼ شاهدان دي. (انبياء، امامان، پرښتې، د بدن غړي، ځمکه، وخت او….) (الْكِتَابُ – بِالنَّبِيِّينَ -الشُّهَدَاء)
٣_ په دنيا کې د انسان ټولې کړنې د شاهدانو تر څارنې لاندې دي؛ ځکه په قيامت کې د ګواهۍ شرط، پر اعمالو څارنه ده. ( وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء)
٤_ که څه د قيامت پر ورځ له انبياوو هم پوښتنه کېږي؛ خو دلته يې له احضاره مراد، د کتاب او شهيدانو ترڅنګ پر خپل امت د شاهدۍ لپاره دي. ( وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء)
۵- الله پاک د کړنلیکونو د لاسوندونو، د پېغمبرانو او شاهدانو د ګواهۍ له مخې قضاوت کوي او پرېکړې کوي. (وُضِعَ الْكِتَابُ… وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ)
وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ (۷۰) = او هر چا ته به د خپلو كړنو پوره بدله وركړه شي او پر كړنو يې (الله) ښه خبر دى.
وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاؤُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا بَلَى وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ (۷۱) = او كافران ډله ډله دوزخ ته ورشړي، چې ور ورسي؛ نو ورونه يې پرانستل شي او د دوزخ ساتونكي ورته وايي: ((ايا ستاسې له خپلو څوک استازي درغلي نه وو، چې ستاسې د پالونكي آيتونه یې درلوستى او ددې ورځې له مخامخېدو یې خبر کړي واست؟!)) (كافران) وايي: ((هو (راغلي وو؛ خو موږ يې مخالفت وكړ.) او پر كافرانو د عذاب خبره (او ژمنه) جوته شوې ده.))
قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ (۷۲) = (کافرانو ته) ويل کېږي: ((د دوزخ پر ورونو ننوځئ، تل به دلته وسئ؛ نو د سرغړاندو هستوګنځى څومره بد دى!))
ټکي:
((سيق)) له ((سوق)) څخه اخستل شوى، چې مخ پر وړاندې وړو ته وايي او بازار ته ((سوق)) ځکه وايي؛ چې د بازار راښکودنې او جاذبې انسان هلته ورکاږي.
د ((زمر)) کلمه د ډلې په مانا ده او ددې آيت نامه ايښوونه هم د ٧١ او ٧٣ آيتونو له لامله ده[97].
پرښتې، دوزخيان دوزخ ته ورکاږي. ( وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ [98])
پېغامونه:
١_ د الله تعالی په ثواب او عذاب کې لږوالى او کمښت نشته. (وُفِّيَتْ) د بشپړې وفا په مانا دى.
٢_په قيامت کې هېڅوک هم له سزا او ثوابه مستثنا نه دی.( كُلُّ نَفْسٍ)
٣_ الله تعالی د هر چا له کړنو ښه خبر دى. (أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ) د شاهدانو او ګواهانو راغوښتل، د محکمې د نظام لپاره دي؛ نه داچې الله ځان پوه کړي.
٤_دوزخ ته د وزخيانو ورکښل یې سپکاوى دى، چې په خپله يو ډول کړونه ده. ( سِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا)
٥_ د دوزخ ورونه تړلي وي؛ خو همداچې دوزخيان ورورسي؛ نو ناڅاپه پرانستل شي، چې ډېره وېرونکې ننداره ده. ( جَاؤُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا)
٦_دوزخ ګڼ ورونه لري. (أَبْوَابُهَا) په بل ځاى کې لولو: ( لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ [99])
٧_ په قيامت کې پرښتې له دوزخيانو سره نېغ په نېغه خبرې کوي.( قَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا)
٨_ دوزخ ځانګړي چارواکي لري. (خَزَنَتُهَا)
٩_پر ټولو مجرمانو غاړه خلاصه شوې ده. ( يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ)
١٠_انبياوو د الهي آيتونو پر بيانولو سربېره، خلکو ته خبردارى هم ورکړى و. ( يَتْلُونَ… يُنذِرُونَكُمْ)
١١_ قيامت د منښتې ورځ ده. ( قَالُوا بَلَى)
١٢_ عذاب د انسانانو د خپلو کړنو پايله ده. (حَقَّتْ…..عَلَى الْكَافِرِينَ)
١٣_ د کفر جرړه تکبر دی. ( الْكَافِرِينَ…. الْمُتَكَبِّرِينَ )
وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاؤُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ (۷۳) = او هغوى چې د خپل پالونكي له سرغړونې ډډه كوله؛ نو ډله ډله د جنت خوا ته بېول كېږي، چې ور ورسي؛ نو ورونه يې ورته پرانستل شوې وي او ساتونكي يې ورته وايي: ((پر تاسې دې سلام وي! ښه راغلاست؛ جنت ته ورننوځئ او همېشه همدلته وسئ!))
ټکي:
په ٧١ آيت کې مو ولوستل: همداچې دوزخيان دوزخ ته ورسېدل؛ نو د دوزخ ورونه به پرانستل شي، (جَاؤُوهَا فُتِحَتْ)؛ خو په دې آيت کې وايي: (وَفُتِحَتْ)؛ يعنې جنتيان جنت ته رسي؛ خو مخکې ورونه ورته پرانستي دي.
شيخ صدوق د خصال په کتاب کې د حضرت علي کرم الله وجهه له خولې روايتوي: ((جنت اته ورونه لري، چې هر ور يې د يوې ډلې لپاره ځانګړى دى؛ يو د انبياوو او صديقانو، بل د شهيدانو او صالحانو او پينځه وره يې زما لارويانو ته خلاص دي او يو ور هغوى ته خلاص دى، چې په زړه کې کينه راته نه لري. [100]))
پوښتنه: سره له دې چې د انسان عمر، بد او ښه کړه وړه يې په دنيا کې محدود دي؛ خو ولې په قيامت کې عذاب نامحدود دى، چې قرآن وايي: دوزخيان او جنتيان به تل په جنت او دوزخ کې پاتې شي.
ځواب: ړومبى داچې په جنت کې تل پاتېدل پېرزوېنه ده او له عدل سره ټکر نه لري.
دويم: په دوزخ کې تل پاتېدل، د ټولو دوزخيانو لپاره نه دي؛ بلکې ډېر مجرمان تر سزا ليدو روسته جنت ته ځي.
درېیم داچې د سزا درونوالى او سپکوالى د عمل په درونوالي او سپکوالي پوره اړه لري؛ نه د ګناه د کولو په وخت پورې. ليدلي به مو وي، چې يو کس په يوه شېبه کې د انسان وژنې ته اقدام کوي او ان که بریالی هم نشي؛ نو محکمه يې د ټول عمر لپاره زندان ته لېږي. تاسې په خپله ووياست، آيا يو بېلر ته اور اچول، پوره ټانک ته له اور اچولو سره برابر دي ؟ هو ګرانه ! هغه چې د ټول عمر لپاره له الله سرغړونه کړې؛ نو تل به په عذاب کې وي.
پېغامونه:
١_ جنت ته د ننووتو لار پاکي او تقوا ده. ( سِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ)
٢_جنت ډېر ورونه لري. (أَبْوَابُهَا)
٣_ (سَلَامٌ عَلَيْكُمْ) پر جنتيانو د پرښتو سلام دى، چې په دنيا کې هم د داسې سلام سپارښتنه شوې ده.
٤_ جنت ته د ننووتو لار پاکي او تقوا ده، اوس که دا پاکي له پېله وه او که تر توبې روسته.( طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا)
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاء فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ (۷۴) = او وايي: ((ستاېنه يوازې د هغه الله ده، چې خپله ژمنه یې راسره رښتینی کړه او (د جنت) ځمكه يې په ميراث راکړه، چې په جنت كې، چېرې مو چې خوښه وي، مېشتېداى شو؛ نو د نېکانو بدله څومره ښه ده!))
ټکى:
په دې آيت کې له ((ارض)) څخه مراد د جنت ځمکه ده.
پېغامونه:
١_ د نعمت تر لاس کولو روسته ((الْحَمْدُ لِلَّهِ)) ويل د جنتيانو ځانګړنه ده. ( قَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ)
٢_د هستوګنې د ټاکنې حق د جنتيانو نعمت او امتياز دى. ( نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاء)
٣_ هر څوک په نېکو کړنو ځان د الله تعالی له ثوابونو برخمنولای شي. (أَجْرُ الْعَامِلِينَ)
وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۷۵) = او (پر هغه ورځ) پرښتې وينې، چې له عرشه ګرچاپېره كړۍ شوې او د خپل پالونكي له ستاينې سره تسبيح وايي او د دوی (بندګانو) ترمنځ په حق پرېكړه کېږي او (په پاى كې) ويل کېږي: ((ستاېنه يوازې ((د نړۍ پالونکي)) الله ته ده.))
ټکى:
د ((حافين)) کلمه له ((حاف)) څخه اخستل شوې، چې د احاطې او رانغاړلو په مانا ده او ((عرش)) د الله تعالی د ځواک او ارادې هډه ده.
پېغامونه:
١_ الهي اولياء پرښتې ليداى شي. (تَرَى الْمَلَائِكَةَ)
٢_عرش د پرښتو ځاى دى. ( حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ)
٣_پرښتې د الله تعالی حکم پلي کولو لپاره تل چمتو دي. ( حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ)
٤_ پرښتې تل د الله تعالی پر ذکر بوختې دي. (يُسَبِّحُونَ)
٥_ حمد او تسبيح سره مقرون او نژدې دي. ( يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ)
٦_ پرښتې د انسانانو په څېر، د الله تعالی تر روزنې لاندې دي. (رَبِّهِمْ)
٧_په قیامت کې د الله تعالی د ورمندون – قضاوت بنسټ حق او عدل دى. ( قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ) په دنيا کې د حق پر بنسټ چلن پکار دى؛ نوځکه به د قيامت پر ورځ له حق سره وسنجول شو. ( قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ)
٨_ هغه ذات ستاينوړ دى، چې ټوله هستي پالي. (الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)
[1] ( تفسير مجمع البيان )
[2] ( مجمع البيان )
[3] (قاموس المحيط )
[4] ( کافرون:٦ )
[5] ( صافات/٩٥ )
[6] ( زخرف/ ٢٢ او ٢٣ آيتونه )
[7] ( ذاريات/ ٥٦)
[8] ( تفسير: درالمنثور )
[9] (نهج البلاغه ١٠٩ خطبه )
[10] (مائده:٣٥)
[11] آل عمران /١٩٨
[12] حجر:٢١
[13] ( مجمع البيان تفسير)
[14] ( په مؤمنون سورت ١٣ او ١٤ آيتونو کې، دا پړاوونه بيان شوي دي. ( نطفة، علقة، مضغة)
[15] (مؤمنون\١٤-١٣)
[16] انعام\١٤٨
[17] (کافي٣/٤٤٤)
[18] تفسير نورالثقلين
[19] (اسراء/٧ )
[20] الرحمن/٦٠
[21] ( فصلت /٤٠)
[22] (تفسيرنمونه ٢/٢٨٠ )
[23] (بقره /٢٥٦)
[24] ( تفسير مجمع البيان )
[25] (فصلت /٣٣)
[26] (يوسف/ ١٠٨)
[27] ( نحل /١٠٦)
[28] نورالثقلین تفسیر
[29] و ګ: (فرقان او نمونه تفسيرونه)
[30] (نساء /٨٧)
[31] ( طارق /١٣)
[32] ( اعراف /١٨٥)
[33] (بقره/١٤٨)
[34] ( يوسف/٣٩)
[35] (سبا/ ٣١)
[36] (صافات /٢٩)
[37] (سبا /٣٢)
[38] (ق /٢٨)
[39] (يس/٦٥)
[40] (مريم/ ٥٤)
[41] ( احزاب /٢٣)
[42] ( بقره /١٧٧)
[43] یوسف/۱۰۸
[44] (مائده/٦٧)
[45] (حجر /٩٥)
[46] (تفسير روح البيان)
[47] ( شورى/ ١٣)
[48] (غافر /٢٨)
[49] پر همدې آيت سربېره وګورئ: عنکبوت: ٦١ او ٦٣ آيتونه. لقمان:٢٤. زخرف: ٩ او ٨٧ آيتونه.
[50] (تفسير الميزان )
[51] (بحار٦/١٤٤ )
[52] مجمع البیان تفسیر
[53] ( تفسير مخزن العرفان )
[54] ( د زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ، د مفسر ((معاد)) کتاب)
[55] ( تفسير مخزن العرفان )
[56] (بقره /٢٥٥)
[57] ( يونس /۳)
[58] (يونس /٦٥)
[59] (بقره /١٦٥
[60] (انبياء /٢٢)
[61] ( آل عمران /١٥٩)
[62] ( سجده /١٧)
[63] (آل عمران /١٠)
[64] (اعراف /٤٨)
[65] ( طور/٤٦)
[66] ( قصص/٧٨)
[67] ( قصص /٨١)
[68] (تفسير روح البيان )
[69] (سجده /٧)
[70] (مؤمنون /١٤)
[71] (تين /٤)
[72] (يوسف /٣)
[73] ( مائده/٥٠)
[74] (هود/٧)
[75] ( زمر /١٨)
[76] (فصلت/٣٤)
[77] ( اسراء /٥٣)
[78] (نساء /٨٤)
[79] (اسراء/٣٤)
[80] (نحل/١٢٥ )
[81] (تفسير اطيب البيان )
[82] (انعام/٢٨)
[83] ( تفسير برهان )
[84] ( زمر/٦٤)
[85] (قريش ٣-٤)
[86] (بقره /٤٥)
[87] (توحيد صدوق:١٦١)
[88] ( حج /٢٩)
[89] (مدثر/٨)
[90] ( قارعه /١)
[91] (عبس /۳٣)
[92] ( يس /٥٣)
[93] ( تفسير نورالثقلين)
[94] (تفاسير نورالثقلين، الميزان او درالمنثور)
[95] اطيب البيان تفسير
[96] (حديد /١٣ او تحريم/٨)
[97] ( تفسير مجمع البيان)
[98] ( ق/٢١)
[99] ( حجر/٤٤)
[100] ( تفسير الميزان)
-
ټیګونه:
- په کره او معیاري پښتو ژبه د قران کریم لیکلی ژباړه او تفسیر
- په کره پښتو کې د قرآن کریم ترجمه او تفسیر
- په کره لیکلی پښتو کې د قرآن کریم ژباړه او تفسیر
- د الزمر سورت پښتو ترجمه او تفسیر
- د قرآن كريم ترجمه او تفسير په پنبتوژبه کی
- د قرآن کریم پښتو ترجمه او تفسیر
- د قرآن کریم تفسیر په پښتو ژبه
- د قرآن کریم لیکلی پښتو ترجمه او تفسیر
- سورة الزم پښتو ژباړه او تفسیر
- قرآن کریم پښتو ترجمه او تفسیر
- قرآن کریم ترجمه او تفسیر مکمل په پښتو ژبه