تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَهَذَا عَلِيٌّ مَوْلَاهُ د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى لړلیک من کنت مولاه. 1 د يارانو مبارکي… 14 د خم غدير پر ورځ.. 15 رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووله. 15 (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت… […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَهَذَا عَلِيٌّ مَوْلَاهُ

د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى

لړلیک

من کنت مولاه. 1

د يارانو مبارکي… 14

د خم غدير پر ورځ.. 15

رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووله. 15

(يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت… 16

د خم غدير پر ورځ راغلى دى.. 16

(اليوم اکملت لکم دينکم) آيت… 16

د خم غدير پر ورځ نازل شوى دى.. 16

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛. 17

ځکه د خم غدير پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو. 17

من کنت مولاه

صحيح ترمذي[1] په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: ما له ابي الطفيل څخه اورېدلي، چې له ابي سريحه_ او يا زيد بن ارقم _ څخه يې روايتاوه، چې رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) همدا روايت شعبه له ميمون ابي عبدالله له حضرت زيد بن ارقم له رسول الله څخه هم رانقل کړی دى.

علي بن سلطان هم په مرقاة[2]په شرح کې له جامع څخه رانقل کړي، چې ترمذي، نسائي او ضياء له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

صحيح ابن ماجه[3] په خپل سند د براء بن عازب د خولې وينا راخستې، چې ويلي يې دي: له رسول الله سره د حج له سفره راستانه شوو او په لار کې يې حکم وکړ، چې په جمعه لمونځ کوو او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو همدسې ده!. و يې ويل: آيا زه پر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو!. بيا يې وويل: ((نو پوه شئ دا د هر هغه چا ولي دى، چې زه يې ولي يم؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه.))

حضرت براء وويل[4]: له رسول الله سره په سفر کې وو، چې کله د خم په ډنډ کې راټول شوو؛ نو ټول تم شوو او غږ شو: الصلاة جامعة او مراد يې دا و، چې ټول بايد را ټول شو، بيا يې د خداى نبي ته د ونو تر سيوري لاندې ځاى جوړ کړ، د ماسپښين تر لمانځه روسته يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا خبر نه ياست، چې زه له مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟)) ورته وويل شول: هو! بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه.)) حضرت براء وايي: تر دې پېښې روسته حضرت عمر، حضرت علي وليد او ورته يې وويل: د ابوطالب زويه! مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې. بيا عبدالرحمن _؛ يعنې احمد بن حنبل _ وايي: دا حديث موږ له هبه له براء بن عازب څخه رانقل کړی دى[5].

صحيح ابن ماجه[6] په خپل سند له ابن سابط_ چې هماغه عبدالرحمان دى _ له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و، چې سعد يې کتو ته ورغى، چې د حضرت علي خبره را منځ ته شوه، چې په دې ترڅ کې معاويه بن ابوسفيان علي ته کنځلې وکړې، چې سعد په دې کار غوسه شواو و يې ويل: په هغه پسې کنځلې کوې، چې رسول اکرم يې په اړه ويلي دي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) او بيا مې ترې واورېدل، چې و يې ويل: ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته؛ خو بې له پېغمبرۍ)) او د خيبر په جګړه کې يې وويل: ((نن به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او استازى يې پرې ګران دى.))

ليکوال: دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٤ مخ کې په ټکيو کې په لږ اړپېچ راوړى او د سند تر راوړو روسته يې له عبدالرحمان بن سابط له سعد څخه ويلي: ناست وم، چې په علي پسې يې سپکې سپورې وکړې. ما ورته وويل: له رسول الله مې د علي درې داسې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو پر ځمکه له هر تېرايستونکي به را ته ښه وه؛ ړومبى دا چې ((ته ما ته داسې يې؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) دويم داچې وا مې ورېدل: د خداى نبي وويل:

 ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او استازى يې پرې ګران دى.)) درېیم دا چې رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

مستدرک الصحيحين[7] په خپل سند له ابي الطُفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه رانقل کړی، چې ويلي يې دي: رسول الله له حجة الوداع څخه راستنېده؛ نو خم غدير ته، چې راورسېد؛ نو حکم يې وکړ، چې د ونو تر سيورې لاندې ورته د ناستې ځاى جوړ کړي او بيا يې وويل: ((ګواکې تلو ته يې بللى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر يادګارونه پرېږدم، چې يو تربله ستر دي؛ د خداى کتاب او زما عترت؛ نو ګورم، چې څنګه چلن به ورسره کوئ؛ ځکه هغوى يو له بله نه بېلېدونکي دي، چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني؛ خداى زما مولا او زه د هر مؤمن مولا يم.)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه ولي يم؛ نو دا يې ولي دى؛ خدايه! مل شې د هغه چې د علي ملتيا کوي او ملا ما ته کړې د هغه چې ملاتړ يې نه کوي او د علي د دښمن دښمن وسه.))

حاکم وايي: دا حديث د صحت لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې په رسميت پېژني؛ خو بيا هم دواړو نه دى رانقل کړی. بيا وايي: ددې حديث د صحت شاهد د سلمة بن کهيل له ابي الطفيل د خولې حديث دى، چې په خپله د بخاري او مسلم د صحت په شرايطو برابر حديث دى او بيا يې د حديث د سند تر ذکر روسته حديث رانقل کړی، چې سلمة بن کهيل له پلاره له ابي الطفيل له ابن وائله له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې اورېدلي يې دي، چې ويل يې: پېغمبر اکرم د مکې او مدينې په منځ کې په هغه ځاى کې تم شو، چې سترې سترې ونې پکې وې او بيا يې ورته تر ونو لاندې جارو کړاى شو، پېغمبر اکرم تر ماښامه هلته پاتې شو او بيا يې خطبه وويله. د خداى تر ستاينې او نصيحتونو روسته يې وويل: ((خلکو! په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښوول؛ نو که لاروي مو ترې وکړه؛ نو بې لارې به نشئ؛ هغه د خداى کتاب او زما عترت او اهلبيت دي. آيا خبر ياست، چې زه پر هر مؤمن تر هغه وړ يم (او درې ځل يې دا جمله تکرار کړه) د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.))

دا روايت يې د درېیم ټوک په ٥٢٣ مخ کې هم له بلې لارې له حضرت زيد بن ارقم څخه رانقل کړی او ويلي يې دي: موږ له رسول الله سره له مکې ووتو، چې د خم غدير سيمې ته ورسېدو او هلته يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې جارو کړئ. هغه ورځ خورا ګرمه وه، چې داسې ګرمي مې لا ما په ژوند کې نه وه ليدلې. رسول اکرم د خداى تر ستاينې روسته وويل: ((پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمه ژوند کوي او نږدې دى، چې د خداى بلنې ته ټټر ووهم؛ په تاسې کې داسې څه پرېږدم، چې که لاروي مو ترې وکړه؛ نو تر ابده به بې لارې نشئ؛ د خداى کتاب)) او بيا پاڅېد او علي يې يې لاسه ونيو، و يې ويل: ((خلکو! څوک پر تاسې په واک کې وړ دى؟)) ورته وويل شول: خداى او رسول يې. رسول الله: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) (بيا وايي) دا حديث صحيح السند دى[8].

 (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٦ مخ) په خپل سند له خثيمة بن عبدالرحمان څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: ما له سعد بن مالک _ هغه وخت، چې يو چا ورته وويل: داچې له علي دې سرغړونه کړې؛ نو په تاپسې خبرې کوي _ څخه واورېدل، چې و يې ويل: پر خداى قسم، چې په سرغړونه کې مې فکر شو، چې پر غلطه وم او علي پر سمه و؛ ځکه علي ته درې څيزه ورکړل شوي، چې که يو يې هم ما ته راکړل شوى و؛ نو په دنيا کې به تر ټولو نعمتونو راته غوره و؛ ړومبى داچې رسول الله په خم غدير کې د خداى تر ستاينې روسته وويل: ((آيا پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو وړ يم؟)) ورته وويل شول: هو! بيا رسول اکرم وويل: ((خدايه! د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ د علي د دوستانو دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) دويم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ د علي سترګې خوږېدې، چې رسول اکرم يې راوغوښت او هغه ورته وويل: سترګې مې درد کوي. رسول الله مبارک يې په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې او دعا يې ورته وکړه او چې ژوندى و؛ نو سترګو يې خوږ و نه کړ او خيبر يې هم سوبه کړ. درېیم دا چې رسول اکرم خپل تره او نور له جوماته بهر کړل؛ نو عباس ورته وويل: موږ چې دې ترونه او خپلوان يو؛ نو له جوماته مو باسې او علي ته پکې ځاى ورکوې؟ پېغمبر اکرم وويل: ((ما نه پخپله خوښه تاسې ايستي ياست او نه مې پخپله خوښه علي ته پخپل جومات کې ځاى ورکړى؛ بلکې د خداى حکم و، چې پلي مې کړ.))

مستدرک الصحيحين[9] په خپل سند له رفاعة بن اياس ضبى له پلاره له نيکه روايت کړى، چې ويلي يې دي: د جمل په جګړه کې له علي سره وو، چې علي په طلحة بن عبيدالله پسې يو کس ولېږه، چې ما وويني؛ نو چې طلحه راغى، حضرت علي ورته وويل: پر خداى دې قسم، چې د خداى له رسوله دې وا نه ورېدل، چې و يې ويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى؛ د دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وسه.)) و يې ويل: هو اورېدلي مې دي. علي ورته وويل:؛ نو ولې راسره جګړه کوې؟ و يې ويل: د رسول الله دا خبره مې هېره کړې وه. دا خبره يې وکړه او ولاړ [10].

مستدرک الصحيحين[11] و ايي: دا حديث، چې له بريده اسلمي نقلوم، د بخاري او مسلم د شرطونو پر بنسټ معتبر دى او بيا يې سند حضرت ابن عباس او بريده اسلمي ته رسوي او وايي: له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته تللي وو (تردې چې وايي) رسول الله ته راغلم او په علي پسې مې خوله راوسپړله، چې ناڅاپه د رسول اکرم څېره له غوسې واوخوته او و يې ويل:((بريده! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟)) ورته مې وويل: هو! را ته يې وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى)) (د حديث تر پايه).

مستدرک الصحيحين[12] په خپل سند له ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده له عبدالله بن بريده اسلمي روايت کړى، چې ويلي يې دي: له پلار سره مې روان وم، چې يوه ډله مو مخې ته راغله، چې په علي پسې يې بدې ردې ويلې، چې پلار مې ورته وويل: ما هم ستاسې په څېر په علي پسې سپکې سپورې کولې او زړه مې ترې خوړ؛ په يو سفر کې له حضرت خالد بن وليد سره وو، خورا غنيمت مو لاس ته راوړ، علي هم له غنميته په خمس کې يوه وينځه واخسته؛ نو داچې خالد بن وليد له علي سره دښمني درلوده؛ نو ما ته يې وويل: دا ښه فرصت دى، چې ته ګټه ترې پورته کولاى شې؛ ځکه خالد هم خبر و، چې زما او د علي اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛ نو راته يې وويل: ژر رسول اکرم ته ځان ورسوه او له علي ورته سر وټکاوه. زه هم چې مدينې ته راغلم؛ نو هر څه مې رسول الله ته وويل: عادت مې و، چې د خبرو پر مهال به مې تل سرښکته و؛ نو چې سر مې راپورته کړ؛ نو و مي ليدل، چې د رسول الله رنګ له غوسې سور اوختى او راته يې وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې ولي او مشر دى.)) دا خبره مې، چې له رسول الله واورېده؛ نو علي ته مې په زړه کې کينه له منځه ولاړه. [13]

ابونعيم[14] له بريده رانقل کړی: ((دچاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.))

متقي[15] هم داسې راوړي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى))

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت (النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم) د آيت په تفسير کې له ابي شيبه، احمد او نسائي له بريده روايت کړى، چې ويلي يې دي: له علي سره يمن ته جهاد ته ولاړو او د هغه جفا له لامله، چې علي راسره کړې وه؛ نو په زړه کې مې ورته کينه درلوده او چې د خداى استازي ته راغلو؛ نو د علي ګيله مې ورته وکړه. و مې ليدل، چې پېغمبر اکرم له غوسې سور اوختى، راته يې وويل: ((بريده! آيا پر مؤمنانو وړ نه يم؟)) ورته مې وويل: هو! راته يې وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې هم مولا دى.))

امام احمد بن حنبل[16] په خپل سند له ميمون بن عبدالله روايت کړى، چې ويلي يې دي: حضرت زيد بن ارقم راته خبرې کولې او ما ورته غوږ نيولى و: يوه ورځ په يوه بېدیا کې له رسول الله سره وو، چې نوم يې ((خم)) و، چې حکم يې وکړ: ټول د لمانځه لپاره راټول شئ؛ ډېره ګرمه ورځ وه، تر لمانځه روسته يې خطبه وويله او بيا يې وويل: ((آيا نه پوهېږئ، چې تر هر مؤمن پر هغوى وړيم؟)) ټولو وويل: هو!. بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه د دښمتانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه. [17]))

هيثمي[18] له عمر او ذى مرو زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: رسول اکرم د خم غدير پر ورځ خطبه وويله او بيا يې وويل:

((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى. خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه او مرسته د هغه وکړې، چې د علي مرسته کوي.))

ليکوال: متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: طبراني له عمروذى مروزي بن ارقم دواړو څخه رانقل کړی دى.

اما احمد بن حنبل[19] په خپل سند له عطيه عوفي څخه روايت کړى، چې ويلي دي: زيد بن ارقم ته مې وويل: خسر مې راته ستا له خولې د خم غدير په اړه حديث رانقل کړی؛ خو خوشحاله به شم، چې پخپله يې ستا له خولې واورم، چې زيد وويل: تاسې د عراق داسې او هغسې ياست. ما ورته وويل: له ما مه ووېرېږه. بيا زيد وويل: هو موږ په جحفه کې وو، چې د خداى نبي له خپلې کېږدۍ راووت او حال دا، علي يې له مټه نيولى و، و يې ويل: ((ايها الناس! آيا خبر نه ياست، چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم؟)) خلکو ورته وويل: ولې نه خبر وو. بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو تر دې روسته يې علي ولي دى. خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) راته يې وويل: دا هغه څه وو، چې په خپله مې اورېدلي ول.

امام احمد حنبل[20] په خپل سند له حضرت علي روايتوي، چې رسول اکرم د خم غدير پر ورځ وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

امام احمد حنبل[21] په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي:له ابن عباس سره ناست وم، چې يوه نهه کسيزه ډله راننوته او و يې ويل: ابن عباسه! يا له موږ سره ولاړ شه او يا دې کور خالي کړه، چې درشو. حضرت ابن عباس ورته وويل: زه درځم. دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و. وايي: هغوى ولاړل او پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شو، چې څه يې ويل، چې ناڅاپه مو پام شو، چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي او روان دى او وايي: تون لعنت دې پر هغوى وي، چې په هغه چا پسې بد رد وايي، چې خداى پر لسو ځانګړنو پسوللى و او بيا يې يوه يوه وشمېرله تر دې چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى. [22])) (د حديث تر پايه)

امام احمد حنبل[23] په خپل سند له سعيد بن مسيب بن وهب څخه روايت کړى، چې علي د رسول اکرم پينځه که شپږ اصحابو ته قسم ورکړ او هغوى هم شهادت ورکړ، چې د خداى استازي ويلي ول: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.))

امام احمد حنبل[24] په خپل سند له ابي اسحاق له سعيد بن وهب او زيد بن يثيع څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي په رحبه (کوفه) کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه څه ووايي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي ول. دا مهال د سعيد له اړخه شپږ کسان او د زيد له اړخه هم شپږ کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې رسول اکرم د خم غدير پر ورځ د علي په اړه وويل: ((ايا خداى پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه دى؟)) ټولو وويل: ولې نه همدسې ده. رسول اکرم وويل: ((خدايه! شاهد وسه د چاچې ته مولا يې؛ نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. [25]))

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٢ او ٤٠ مخونو کې او احمد بن حنبل روسته تردې چې له ابي اسحاق له سعيد بن وهب او له زيد بن يثيع څخه رانقل کړی، وايي: دې حديث ته ورته يو بل حديث له ابي اسحاق له عمروذى مر څخه روايت شوى؛ خو په دومره توپير، چې په پاى کې يې راغلي دي: ((خدايه مرسته وکړې د هغوى چې د علي مرسته کوي.)) بيا يې درېیم حديث له ابي طفيل له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې د پورتني حديث په څېر دى.

امام احمد حنبل[26] په خپل سند له عبدالرحمان بن ابي ليلي روايت کړى، چې ويلي يې دي: له علي سره په رحبه (کوفه) کې وم، چې خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) عبدالرحمان وايي: هغه دولس تنه پاڅېدل، چې د بدر په جګړه کې يې ګډون کړى و او داسې يې راته څېرې يادې دي؛ لکه همدا اوس مې، چې سترګو ته مخامخ وي او ټولو وويل:په خم غدير کې مو د خداى له استازي واورېدل: ((آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟ آيا زما مېرمنې د هغوى ميندې نه دي؟)) ټولو وويل: هو همداراز ده! بيا يې وويل: ((اوس چې داسې ده؛ نو د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.))

امام احمد حنبل[27] په خپل سند له زياد بن زياد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: وا مې ورېدل، چې علي بن ابيطالب خلکو ته قسم ورکوي، چې هغه کسان دې له ځايه پاڅي، چې د خم غدير پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) دا مهال دولس تنه بدري پاڅېدل.

 امام احمد حنبل[28] په خپل سند له زاذن ابن عمر څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي:

((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال دريالس تنه پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم نو علي يې هم مولا دى.))

امام احمد حنبل[29] په خپل سند له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي خلکو ته قسم ورکړ او و يې ويل: هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((خدايه! د چاچې زه مولا يم؛ علي يې هم مولا دى؛ خدايه د وستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه)) دا مهال شپاړس تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه.

ا مام احمد حنبل[30] په خپل سند له ابي الطفيل څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي په رحبه کې خلکو ته وويل: هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال دېرش تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه. ابونعيم ويلي: يوه ډله پاڅېده او ليېنه يې ورکړه، چې د خداى استازي حال دا، علي له لاسه نيولى و، وويل: ((آيا پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟)) خلکو ورته وويل: همداراز ده رسول الله! بيا يې رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه! د دښمنانو يې دښمن او دوستانو يې دوست وسه.)) وايي: په زړه کې مې اړنګ-شک و او راووتم، چې حضرت زيد بن ارقم مې مخې ته راغى او ورته مې وويل: علي داسې خبره وکړه. زيد راته وويل: له دې خبرې څوک سترګې نشي پټولاى؛ دا خبره ما پخپله د خداى له رسوله اورېدلې ده.

امام احمد بن حنبل[31] په خپل سند له رياح بن حارث څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په رحبه کې يوه ډله علي ته راغله او ورته يې وويل: السلام عليکم يا مولانا! علي وويل: زه څنګه ستاسې مولا يم حال دا، عرب ياست؟ ورته يې وويل: موږ د خداى له استازي واورېدل، چې د خم غدير پر ورځ يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) رياح وايي: همداچې دا ډله له علي بېله شوه؛ نو زه ورپسې ولاړم او پوښتنه مې ترې وکړه: څوک ياست؟ و يې ويل: موږ انصار يو.

ددې حديث تر نقلولو روسته په لږ اړپېچ له بلې لارې همدا حديث رانقل کړی دى. هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٣ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: احمد او طبراني رانقل کړی دى: د خداى له استازي مو واورېدل چې ويل يې: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) اوس ابو ايوب له موږ سره دى. بيا ابو ايوب خپله پګړۍ له خپل تندي اوچته کړه او و يې ويل: ما له رسول الله اورېدلي، چې و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) بيا وايي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي.

امام احمد بن حنبل[32] په خپل سند له ابن بريده له پلاره روايتوي، چې ويلي يې دي: رسول اکرم جګړې ته ولېږلو او علي يې زموږ مشر کړ؛ نو چې راستانه شو، راته يې وويل: ((له مشر سره مو سفر او ناسته پاسته څنګه وه؟)) زما نه يادېږي، چې ما شکايت وکړ او که بل چا. زما تل دا عادت و، چې سترګې به مې لاندې وې؛ خو چې سترګې مې راپورته کړې؛ نو و مې ليدل، چې د خداى د نبي څېره له غوسې سره شوې او وايي: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې ولي دى.))

فخر رازي[33] د مائدې سورت د (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت تر تفسير لاندې ليکي: لسم _؛ يعنې د آيت په نزول کې لسمه وجه _ د علي په فضليت کې راغلې او تر راتلو روسته يې رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) بيا حضرت عمر، حضرت علي ته وويل: مبارک دې شه چې زما، د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې. بيا وايي: دا خبره _ دا چې دا آيت د علي په فضيلت کې راغلى دى _ مې له حضرت ابن عباس، براء بن عازب او محمد بن علي نقل کړې ده.

ابي نعيم[34] په خپل سند له عميرة بن سعد څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: علي پر منبر ناست و، چې د رسول الله اصحابو ته، چې ابوسعيد، ابوهريره، انس بن مالک (رضى الله عنهم) او نهه تنه نور ول، قسم ورکړ، چې آيا تاسې د خداى له رسوله نه دي اورېدلي چې و يې ويل: ((د چاچې مولا وم؛ علي يې ولي دى.)) ټول پاڅېدل او و يې ويل: له رسول الله مو دا خبره اورېدلې ده؛ خو په دوى کې يو کس پا نه څېد، چې علي ورته وويل: څه فکر دې وکړ، چې پا نه څېدې؟ ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! زوړ شوى يم او راڅخه هير شوي دي. علي وويل: خدايه! که دروغ وايي؛ نو پر نه رغېدونکي رنځ يې خسي کړې. د هغه سړي د دوو سترګو په منځ کې يوه غوټه راووته، چې پګړۍ به هم نه شوه پټولاى[35].

حلية الاولياء[36] د عمرو بن عبدالعزير د تاريخ په پاى کې په خپل سند له يزيد بن عمر بن مورق څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: په شام کې وم، چې عمر بن عبدالعزيز خلکو ته تنخوا ورکوله، چې زه هم ورغلم او راته يې وويل: له کوم ټبر يې؟ ورته مې ويل: قريش! و يې ويل: په قريشو کې له کوم ټبر يې؟ و مې ويل: بني هاشم! پوښتنه يې وکړه: په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې؟ چوپ پاتې شوم او ځواب مې ور نه کړ، چې بيا يې پوښتنه وکړه: په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې؟ ورته مې وويل: د مولا علي له پرګې؟ پوښتنه يې وکړه: علي څوک دى؟ بيا چوپ شوم. بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته يې وويل: پر خداى چې زه هم د علي مينوال يم.

 بيا وايي: ځينو راته رانقل کړی، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې ولي دى.)) بيا يې ويل: مزاحمه دې سړى ته دې څومره ورکړې؟ و يې ويل: سل که دوه سوه درهمه. عمر وويل: دې سړي ته پنځوس ديناره ورکړه. ابي داوود وايي: شپېته ديناره ورکړه، چې د علي مينوال دى. بيا يې وويل: خپلې سيمې ته ستون شه اوچې څومره مې ستا په څېر کسانو ته ورکړي، هملته به يې درلېږم.

 خطيب[37] په خپل سند له انس څخه روايت کړى، چې ويلي يې دي: له رسول الله مې واورېدل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

خطيب[38] په خپل سند له حضرت ابي هريرة څخه روايتوي، وايي: څوک چې د ذي الحجه پر اتلسمه روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب به ورکړ شي؛ ځکه د خم غدير ورځ ده او پر دې ورځ رسول اکرم علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل: ((آيا زه د مؤمنانو ولي نه وم؟)) خلکو ورته وويل: هو رسول الله! ته زموږ ولي يې. بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) بيا حضرت عمر بن خطاب راغى او علي ته يې وويل: بخ بخ لک يا بن ابيطالب چې زما او د هر مسلمان مولا شوې، چې بيا د (اليوم اکملت لکم دينکم) آيت راغى. (د حديث تر پايه)

د بغداد تاريخ[39] په خپل سند له فضل بن ربيع له پلار يې له منصور او هغه هم له خپل پلار له خپل نيکه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

خصايص نسائي[40] په خپل سند له ابي الطفيل له زيد بن ارقم څخه روايت کړى، چې و يې ويل: رسول الله چې له حجةالوداع څخه راستون شو؛ نو په خم غدير کې تم شو او حکم يې وکړ، چې ترنو لاندې ځمکه جارو کړئ او بيا يې وويل: ((ګواکې بلل شوى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر ګران بيه څيزونه پرېږدم، چې يو يې تر بله ستر دى؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت؛ نو ګورم، چې تر ما روسته به ورسره څرنګه چلن کوئ او هغوى دواړه زما ځايناستي دي چې دواړه يو له بله نه بېلېږي، چې د قيامت پر ورځ مې د کوثر د حوض تر غاړې وويني؛ خداى زما مولا او زه د هر ولي مؤمن يم)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) ما يزيد ته وويل: آيا دا هر څه دې په خپله له رسول الله اورېدلي دي؟ و يې ويل: په هغه دوحات (ونو) کې به داسې څوک نه ول، چې په سترګو به يې نه وي ليدلي او په غوږونو به يې دا خبره نه وي اورېدلي.

خصايص نسائي[41] په خپل سند له سعد څخه روايت کړى، چې وايي: رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

خصايص نسائي[42] په خپل سند له سعد څخه روايتوي، چې رسول اکرم علي له لاسه ونيو، خطبه يې وويله او بيا يې وويل: ((آيا خبر نه وئ، چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم؟)) ټولو ورته ووويل: هو خبر وو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

خصايص نسائي[43] په خپل سند له سعد څخه روايت کړى، چې له رسول الله سره د مدينې پر لار وو؛ نو چې کله د خم غدير سيمې ته راورسېد؛ خلک يې ودرول او حکم يې وکړ، چې مخکې تللي راستانه او شاته پاتيو ته په تمه شئ او همداچې ټول راټول شول، د خداى نبي وويل: ((خلکو! ستاسې ولي او د واک خاوند څوک دى؟)) خلکو ورته وويل: خداى او رسول يې! خداى او رسول يې! خداى او رسول يې! بيا رسول الله علي له لاسه ونيو او په جيګ غږ يې وويل: ((د چاچې خداى او رسول يې ولي وي؛ نو علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.))

خصايص نسائي[44] په خپل سند له عمرو بن سعد څخه روايت کړى: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال شپږ تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه.

خصايص نسائي[45] په خپل سند له شريک له ابي اسحاق له زيد بن يثيع څخه روايت کړى، چې وايي: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم شپږ تنه اصحاب پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) شريک وايي: ما ابي اسحاق ته وويل: آيا له براء بن عازب څخه دې اورېدلي، چې داسې خبره يې له رسول الله نقل کړې ده؟ و يې ويل: هو!

خصايص نسائي[46] په خپل سند له عمروذى مر څخه روايت کړى، چې وايي: په رحبه (کوفه) کې وم، چې علي د رسول الله مبارک اصحابو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى.)) دا مهال ديارلس کسان پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه، چې د خداى له استازي يې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او خدايه مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي))

رياض النضره[47] وايي: او له هغه _؛ يعنې له رياح _ روايت شوى چې ويلي يې دي: يوه ورځ علي په يوه ډله کې ناست و، چې يو سړى، چې معلومېده له سفره راغلى، وويل: السلام عليک يا مولاى! علي ورته وويل: څوک يې؟ و يې ويل: ابو ايوب انصاري يم. علي وويل: ځاى ورکړئ. اصحابو ځاى ورکړ او ابو ايوب کېناست او و يې ويل: د خداى له استازي مې واورېدل: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) محب طبري وايي: دا روايت بغوي په خپل معجم کې راوړى دى.

رياض النضره[48] وايي: ابن السمان له حضرت عمر څخه روايت کړى، چې وايي: رسول اکرم وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى)) او په ١٧٠ مخ کې يې له عمر څخه روايت کړى، چې وايي: علي د هغه مولا دى، چې رسول الله يې مولا و. بيا وايي: له سالم څخه روايت دى، چې يو سړي حضرت عمر ته وويل: ته ولې له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د خداى د نبي له يوه صحابي سره يې نه کوې؟ ورته يې وويل: ځکه هغه مې مولا دى.

ابن حجر[49] وايي: طبراني او نورو په خپل صحيح سند روايت کړى، چې د خداى استازي په خم غدير کې تر ونو لاندې وويل: ((خلکو! پالونکي خبر کړى يم، چې پېغمبران د تېر پېغمبر په نيمه عمر کوي او ګواکې ما ته ژر بلنه راکړه شي او زه يې ومنم، زه مسئول يم او تاسې هم مسئول ياست او ټوو پوښتل کېږي؛ نو ستاسې نظر څه دى؟)) ورته وويل شول: موږ ليېنه ورکوو، چې خپله دنده دې ښه او بشپړه تر سره کړه؛ خپل کوښښ دې وکړ او د ټولو ښېګڼه غواړى وې، خداى دې خېر درکړي. رسول الله وويل: ((آيا شهادت نه ورکوئ، چې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد د خداى بنده او استازى يې دى، جنت يې حق، اور يې حق، تر مړينې روسته قيامت حق، قيامت راتلونکى او هېڅ شک پکې نشته، ټول خلک به د قيامت پر ورځ له قبرونو راپاڅي؟)) ټولو ورته وويل: ولې نه! شهادت مو ورکاوه او ورکوو به يې. رسول الله مبارک وويل: ((خلکو! خداى زما مولا او زه د مؤمنانو ولي يم او زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم او د واک خاوند يې هم يم؛ نو د هر چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. خلکو! زه درنه مخکې ځم، موږ او تاسې به د قيامت پر ورځ د حوض کوثر تر غاړې وينو، چې له بصرې تر صنعا (شام او يمن) پلن او پکې د اسمان د ستوريو هومره د نقرې جامونه دي او هلته مو چې سره وليدل؛ نو دوو څيزونو پوښتنه به درڅخه کوم؛ نو پام مو وسه، چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې اکبر ثقل يې د خداى کتاب دى، چې له يوه اړخه د خداى په لاس کې او له بل اړخه ستاسې په لاس کې دى؛ نو منګولې پرې ولګوئ، چې بې لارې نشئ او بل يې عترت او زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى، چې دوى به تر هغه يو له بله بېل نشي، د حوض کوثر تر غاړې درسره وويني.))

کنزالعمال[50] په دې عبارت راوړى دى: ((داسې پېغمبر نه دى راغلى، چې د پخواني پېغمبر په نيمه به يې ژوند نه وي کړى او نږدې ده، چې ما ته هم بلنه راکړه شي او زه يې هم ومنم، ستاسې نظر څه دى او او زما په اړه څه وياست؟)) ورته وويل شول: تا د ټولو ښېګڼه غوښته. رسول الله وويل: مګر داسې نه وه، چې شهادت مو ورکړى و، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمديې بنده او استازى دى او شهادت مو ورکړى، چې جنت، دوزخ او له مړينې روسته ژوند حق دى؟)) ټولو ورته وويل: ولې نه شهادت ورکوو. رسول الله وويل: ((زه هم درسره شهادت ورکوم؛ پوه شئ، چې زه به درنه مخکې حوض کوثر ته ولاړ شم او تاسې به هم راپسې راشئ، چې بر يې له صنعا (يمن) تر بصرا (شام) پورې دى او د اسمان د ستوريو هومره جامونه پکې دي؛ نو ګورم، چې تر ما روسته له ثقلين سره څرنګه چلن کوئ؟)) وپوښتل شو: ثقلين څه دي؟ رسول الله وويل: ((يو يې د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل اړخ يې له تاسې سره دى؛ نو منګولې پرې ولګوئ، چې بې لارې نشئ او دويم يې عترت زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى، چې هغوى دوه يو له بله نه بېلېدونکي دي، چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني او ما له خدايه هغوى ته همداراز غوښتي؛ نو ترې مخکې نشئ، چې ورک به شئ او کوښښ مه کوئ، چې څه ورزده کړئ؛ ځکه هغوى تر ټولو پوه دي؛ نو د هر چاچې زه ولي او د واک خاوند وم؛ علي يې ولي او د واک خاوند دى؛ نو خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))

متقي بيا وايي: دا روايت طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم او هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٦٣مخ) کې په لږ اړپېچ له حضرت زيد بن ارقم څخه په لږ اړپېچ داسې رانقل کړی: رسول اکرم په جحفه کې واړوله او بيا يې د خداى تر ستاينې روسته خلکو ته وويل: ((داسې پېغمبر نه پېژنم، چې الخ بيا وايي: له دې هم په يوه لنډ روايت کې راغلي، چې د سپينو زرو د جامونو پرځاى پکې د سرو زرو جامونه راغلي دي، بيا وايي: روايت دى، چې کله د خداى نبي له حجة الوداع راستون شو؛ نو په خم غدير کې تم شو او حکم يې وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى جارو کړئ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل: ((ګواکې بلل شوى يم او ما هم و منله)) (او په پاى کې وايي) ما يزيد ته وويل: آيا دا حديث دې په خپله له رسول الله اورېدلى دى؟ را ته يې وويل: تر هغو ونو لاندې به داسې څوک نه و، چې د خداى د رسول غږ به يې په خپلو دوو غوږونو نه وي اورېدلى او په سترګو به يې نه وي ليدلاى.

کنزالعمال[51] په دې عبارت راوړى: ((لطيف او خبير څښتن خبر راکړى، چې پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمايي ژوند کوي او نږدې ده، چې و بلل شم او زه هم بلنه ومنم او زه تاسې او خپل ځان مسئول ګڼم؛ نو اوس مې د دندې په اړه څه وياست؟)) ورته وويل شول: شهادت ورکوو، چې خپل رسالت دې ښه ترسره کړ او کوښښ او جهاد دې وکړ او د ټولو ښېګڼه دې وغوښته. بيا رسول اکرم وويل: ((آيا شهادت ورکوئ، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد د خداى بنده او استازى دى، جنت حق دى، اور حق دى، مرګ حق دى او تر مړينې روسته راژوندي کېدل حق دي، قيامت راتلونکى دى او اړنګ پکې نشته او خداى به ټول خلک له قبرونو راژوندي کوي؟ خلکو! خداى زما مولا او زه د ټولو مؤمنانو مولا يم او تر هغوى وړ او واک يې لرم؛ نو د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ نو خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن و سه. خلکو زه درنه مخکې تلونکى يم او تاسې به راسره د هغه حوض تر غاړې ووينئ، چې بر يې له بصرا (شام) تر صنعا (يمن) پورې او د اسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه پکې دي او هلته مو چې راسره وليدل؛ نو زه به درنه د ثقلينو پوښتنه کوم؛ نو ګورم، چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې يو يې اکبر ثقل؛ د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى سره او بل يې له تاسې سره دى؛ نو منګولې پرې ولګولئ، چې بېلارې نشئ او نور درباندې واکمن نشي او بل يې زما عترت اهلبيت دي، چې لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى، چې دوى به هېڅکله يو له بله بېل نشي، د حوض کوثر تر غاړې راسره وويني.))

 کنزالعمال[52] وايي: ((علي بن ابيطالب د هغه مولا دى، چې زه يې مولا وم.))

کنزالعمال[53] په دې عبارت رانقل کړی: ((پوه شئ! خداى زما ولي او زه د هر ولي مؤمن يم او د چاچې ولي وم؛ نو علي يې مولا دى.))

کنزالعمال[54] داسې عبارت راوړى دى: ((خدايه! د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هر هغه چاچې د علي مرسته کوي.))

کنزالعمال[55] داسې عبارت راوړى دى: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))

کنزالعمال[56] وايي: له ميمون بن عبدالله روايت دى: له زيدبن ارقم سره وو، چې يو سړي د علي په اړه پوښتنه وکړه. زيد ورته وويل: له رسول الله سره د مکې او مدينې ترمنځ په سفر کې وو، چې په خم غدير نومې ځاى کې تم شو، بيا د جمې د لمانځه لپاره اذان وشو، خلک راټول شول او رسول اکرم د خداى تر ستاينې روسته وويل: ((خلکو! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم او د واک خاوند يې نه يم؟)) ورته وويل شول: هو همداسې ده او موږ شهادت ورکوو، چې ته د هر مؤمن واک او اختيار لرې او تر هغوى وړ يې. بيا رسول الله مبارک وويل: ((پوه شئ! د چاچې زه مولا وم دايې مو لا دى.)) دا مهال يې علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وښود.

بيا يې وويل: ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (بيا وايي: دا خبره د ابن جرير طبري ده)

کنزالعمال[57] له عبدالرحمان بن ابي ليلى روايت کړى، چې وايي: حضرت علي خطبه وويله او بيا يې خلکو ته وويل: ستاسې دې پر اسلام قسم وي او هغه کسان دې پاڅي، چې د خم غدير پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي و ي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي له مرستې ځان ژغوري)) دا مهال لس او څو تنه نور پاڅېدل او شهادت يې ورکړ؛ خو هغوى چې پا نه څېدل او شهادت يې ور نه کړ؛ نو تر مړينې مخکې يا ړانده شول او يا د برګي پر ناروغۍ اخته شو. (خطيب ددې کسانو نوم ذکر راوړى دى)

کنزالعمال[58] له حضرت علي روايتوي او وايي: رسول اکرم وويل:

((آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟)) ورته وويل شول: هو، همدسې ده. بيا پاک نبي وويل: ((د چاچې زه ولي يم؛ هغه يې ولي دى)) (له ابن عاصم څخه روايت شوى دى))

کنزالعمال[59] له جابر بن سمرة روايتوي، چې ويلي يې دي: په جحفه کې په خم غدير کې وو، چې و موليدل رسول اکرم علي له لاسه نيولى، وايي: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى)) (روايت له ابن ابي شيبه شوى دى))

کنزالعمال[60] له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي: په جحفه کې په خم غدير کې له رسول الله سره وو، چې د جهينيه، مزينة او د غفار د ټبر ډېر خلک راټول شوي وو، چې رسول الله مبارک له خپلې کېږدۍ راووت او په خپل لاس يې درې ځل اشاره وکړه او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) (بزار)

کنزالعمال[61] له جرير بجلي روايتوي او وايي: د حج په موسم کې له رسول الله سره وو، هغه د حجة الوداع سفر و، چې خم غدير ته راورسېدو، چې د جمې د لمانځه لپاره غږ وشو، ټول لمونځ ته راټول شول؛ مهاجر او انصار ټول سره راټول شوي ول، پېغمبر اکرم زموږ د ټولو په منځ کې ولاړ و او و يې ويل: ((خلکو! پر څه شهادت ورکوئ؟)) ورته وويل: پردې چې بې له خدايه بل خداى معبود نشته!. بيا يې وپوښتل: ((نور پر څه شهادت ورکوئ)) ورته وويل شول: داچې محمد د خداى بنده او استازى دى!. بيا يې وپوښتل: ((ولي مو څوک دى؟)) ورته وويل شول: خداى او استازى يې! بيا يې وپوښتل: (ولي مو څوک دى؟)) او بيا يې دواړه لاسونه بډ وهل او علي يې له لاسونو ونيو او په جيګ غږ يې وويل: ((د چاچې خداى او استازى يې مولا دى؛ نو دا يې هم مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (د حديث تر پايه) (طبراني)

کنزالعمال[62] وايي: حضرت علي وايي: رسول اکرم په خم غدير کې تر ونې لاندې کېږدۍ ووهله او بيا له کېږدۍ راووت او علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل: ((خلکو! آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې پالونکى څښتن مو معبود دى؟)) ورته وويل شول: هو شهادت ورکوو. بيا يې وپوښتل: ((آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې ستاسې د واک خاوند خداى او استازى يې دى؟ او داچې پېغمبر مو مولا دى؟)) ورته وويل شول: هو شهادت ورکوو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى او په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم، چې که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو هېڅکله به بېلارې نشئ؛ يو د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل يې له تاسې سره دى او دويم يې زما اهلبيت دي.))

کنزالعمال[63] له عمير بن سعد څخه روايت کړى، چې وايي: علي په رحبه (کوفه) کې خلکو ته چې زه هم پکې وم، قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلي وي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا اتلس تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې دا خبره مو د خداى له استازي اورېدلې ده. (طبراني په اوسط کې راوړى دى)

حضرت زيد بن ارقم: حضرت علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازى اورېدلى وي: ((ايا خبر نه ياست چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم او د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا دولس تنو پر دې خبره شهادت ورکړ [64].

ابي اسحاق له عمرو ذى مرو له سعيدبن وهب له زيد بن يثيع: وا مو ورېدل، چې علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاځي، چې په خم غدير کې يې د خداى له استازي اورېدلې وي: ((زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم، د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى خدايه د دوستانو يې دوست او دښمانو يې دښمن وسه او مرسته د هغه و نه کړې، چې د علي مرسته نه کوي)) بيا ديارلس تنو شهادت ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له استازي اورېدلې ده[65].

 سعد: د خداى له استازي مې د علي درې ځانګړنې واورېدې، چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وه؛ لومړى: رسول الله علي ته وويل: ((داسې راته يې؛ لکه هارون، چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) دويم: ورته يې وويل: ((سبا به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛ هغه چې هېڅکله له جګړې نه تښتي.)) درېیم: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې ولي دى. [66]))

علي وايي: د خم غدير پر ورځ يې رسول الله له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. [67])) (د حديث تر پايه)

اصابه وايي[68]: ابن عقده د موالات په کتاب کې له حبة بن جوين روايتوي، چې وايي: د خم غدير ورځ وه، چې رسول الله حکم وکړ: جارچييان دې غږ کړي (الصلاة جامعة) ابن جوين تر هغه حديث روسته د (من کنت مولاه فعلى مولاه) روايت داسې رانقلوي، چې د علي لاس يې پورته او دومره يې پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر هغه ورځ مشرک وم.

دا روايت ابن اثير جرزي هم په اسدالغابه (لومړي ټوک، ٣٦٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: له يعقوب بن يوسف (تردې چې وايي) له حبة بن جوين عرني بجلي روايت شوى، چې و يې ويل: د خم غدير پر ورځ د خداى رسول د جماعت د لمانځه حکم وکړ او دا وخت لا نيمه ورځ تېره شوې وه. د خداى تر ستاينې روسته يې وويل: ((خلکو! خبر ياست، تر تاسې ډېر زه ستاسې واک لرم؟)) خلکو ورته وويل: هو خبر يو. بيا رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) او بيا يې د علي لاس دومره پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر دې ورځ مشرک وم.

ابن عقده د موالات په کتاب کې د عمرو بن يعلي مره له لارې له پلار له نيکه روايت کړى، چې ويلي يې دي:علي، چې کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې د خداى له نبي اورېدلي وي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې پکې زيد که يزيد بن شراجيل انصاري هم پاڅېد او شهادت يې ورکړ[69].

دا روايت ابن اثير جرزي هم د اسد الغابه د پينځم ټوک په شپږم مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ابوموسى را ته خبر راکړى (همداراز يې راويان شمېرلي، چې رارسېدلى) ابوالعباس ابن عقده (تردې چې وايي) له عمرو بن عبدالله بن مره له پلار له نيکه روايت دى، چې وايي: د خداى له رسول مې واورېدل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه)) او بيا چې کله علي کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې له رسول الله اورېدلي وي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې پکې د خداى د استازي صحابي ابو ايوب (هغه چې په مدينه کې يې رسول الله ته په خپل کور کې ځاى ورکړ) او بل ناجية بن عمرو خزاعي هم و. (د جرزي د وينا له مخې) چې د اسدالغابه دويم ټوک همدا روايت رانقل کړی دى.

اصابه وايي: ابن عقده هم _ د عمرو بن عبدالله بن يعلي بن مره له پلار له نيکه څخه _ روايت کړى، چې وايي: چې کله علي کوفې ته راغى؛ نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې اولس تنو شهادت ورکړ، چې حضرت عامربن ليلي غفاري هم پکې و [70].

اصابه[71] وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې د موسى بن اکتل بن عمير نميري له لارې روايتوي، چې وايي: تره مې عامر بن عمير موږ ته د خم غدير حديث رانقل کړی دى.

اصابه[72] وايي: ابوالعباس بن عقده د ((جمع طرق)) په کتاب کې د (من کنت مولاه فعلى مولاه) حديث د ابراهيم بن محمد، چې زما په آند ابن ابي يحيى په سند دى، له جعفر بن محمد له پلاره او ايمن بن عبدالله بن يا ليل څخه رانقل کړی، چې وايي: د خداى له رسول مې واورېدل، چې ويل يې: د چاچې زه مولا وم الخ او بيا يې وويل: دا روايت ابوموسى استدراک کړى دى.

ابن اثير د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٢٧٤ مخ کې ويلي:

((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

اصابه وايي: ابن عقده د موالات په کتاب کې د (من کنت مولاه فعلى مولاه) په راويانو کې د حضرت عبدالرحمن بن عبدرب انصاري نوم هم راوړى او بيا يې حديث د حضرت اصبغ بن نباته له لارې داسې رانقل کړی دى: علي، چې په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې يوازې هغه کسان دې پاڅي، چې پخپله يې د خم غدير پر ورځ د رسول اکرم وينا اورېدلي وي، چې لس او يو څو نور تنه پاڅېدل، چې پکې ابو ايوب، ابو زينب او عبدالرحمن بن عبدرب انصاري (رضى الله عنهم) هم وو او و يې ويل: شهادت ورکوو، چې رسول اکرم د خم غدير پر ورځ وويل: ((خداى زما ولي دى، زه د مؤمنانو ولي يم او د هر چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې ولي دى. [73]))

دا روايت يې د اووم ټوک د لومړي قسم په ٧٨ مخ کې هم راوړى او پکې راغلي: شهادت ورکوو، چې د خم غدير پر ورځ حال دا، رسول اکرم علي له لاسه نيولى و، وويل: ((شهادت نه ورکوئ، چې ما د خداى رسالت تر سره کړ؟)) ورته وويل شول: هو شهادت ورکوو. رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او دا زياتوالى هم پکې راغلى: ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي مرسته نه کوي.)) دا روايت طحاوي هم د مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٧ مخ کې او د (و انصر من نصره و اخذل من خذله) غونډله يې هم راوړې ده.

اصابه[74] له ابو العباس بن عقده (د موالات د کتاب خاوند)څخه روايتوي: سعد بن طالب ابو غيلان راته وويل: ابواسحاق را ته وويل: يوې ډلې، چې نومونه يې نشم اخستى راته روايت کړى، چې حضرت علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغوى دې له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې له رسول الله اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) چې يوه ډله پاڅېده او شهادت يې ورکړ، چې حضرت عبدالرحمن بن مدلج هم پکې و.

همدا مانا ابن شاهين له ابن عقده نقل او ابو موسى استدراک کړى دى.

ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٣٢١ مخ کې راوړى، چې پکې راغلي: شهادت يې ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له نبي اورېدلې او هغوى چې پردې شهادت پرده واچوله او شهادت يې ور نه کړ؛ نو تر مړينې مخکې ړانده شول او يا په کوم آفت ککړ شول.

اصابه[75] وايي: ابوالعباس بن عقده د موالاة په کتاب کې د ابا قدامه انصاري نوم اخستى _ ابوالعباس په خپل کې د غدير د حديث د نقلولو لارې شمېرلې دي _ اود محمد کثير له فطر له ابي الطفيل له لارې روايت کړى چې وايي: موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغوى دې پاڅي چې د خم غدير په کيسه کې وو چې اتلس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ چې پکې ابو قدامه انصاري هم و.

ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٧٦ مخ کې راوړى او د سند تر راوړو روسته يې ويلي دي: ابي الطفيل: موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي چې د خم غدير په پېښه کې وو چې بيا اوولس کسان پاڅېدل ابوقدامه انصاري هم پکې و، شهادت يې ورکړ، چې له رسول الله سره له حجة الوداع څخه راستنېده او ماسپيښين و، چې رسول الله مو وليد او حکم يې وکړ، چې د ونو ښاخونه سره وتړئ او بيا يې پرې څادرونه هوار کړل او بيا جارچيانو د لمانځه غږ کړ، ټولو لمونځ وکړ او بيا رسول اکرم د خداى تر ستاينې روسته وويل: ((خلکو! خبر ياست، چې خداى زما مولا او زه د مؤمنانو مولا يم او پر مؤمنانو تر هغوى وړ او واک يې زما په لاس کې دى؟)) (دا خبره يې څو ځلې وکړه او هر ځل ورته خلکو) وويل: هو خبر يو.

بيا حال دا، ستا لاسونه يې په خپلو لاسونو کې وو، وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) او دا دعا يې درې ځلې وکړه.

اسدالغابه[76] وايي: ابو احمد عسکري په خپل سند له عمارة بن يزيد له عبدالله بن علاء له زهري (تردې چې وايي) څخه روايت کړى، چې وايي: له اباجنيدة جندع بن عمرو بن مازن څخه مې واورېدل، چې د خداى له استازي يې اورېدلي دي:

((کور دې د هغه وسوځي، چې په لوى لاس په ما پورې دروغ تړي.)) او همداراز مې ترې واورېدل: _ او که داسې نه وي؛ نو خداى دې زما دواړه غوږونه کاڼه کړي _ له حجة الوداع څخه د راستنېدو پر مهال، چې په خم غدير کې يې خطبه وويله او حال دا، علي يې له لاسه نيولى و، وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو دا يې ولي دى، خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) عبدالله وايي: ما زهري ته وويل:دا حديث په شام کې چا ته مه وايه؛ ځکه هلته د اوبو څښکلو په څېر علي ته کنځلې کوي. په ځواب کې يې راته وويل: پر خداى، چې د علي په فضيلت کې دومره حديثونه لرم، چېکه مې ورته وويل؛ نو و به مې وژني.

(اسدالغابه: درېیم ټوک، ٣٠٧ مخ) په خپل سند له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي: علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې په تاسې کې دې يوازې هغه کسان له خپل ځايه پاڅي، چې په خم غدير کې يې په خپله له رسول الله اورېدلي وي: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا لس او يو څو نور تنه، چې پکې ابوايوب انصاري، ابوعمرة بن محصن، ابوزينب، سهل بن حنيف، خزيمه بن ثابت، عبدالله بن ثابت انصاري، حبشى بن جناده سلولى، عبيده بن عازب انصاري، نعمان بن عجلان انصاري، ثابت بن وديعه انصاري، ابوفضاله انصاري او عبدالرحمن بن عبدرب (رضى الله عنهم) پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې موږ د خداى له استازي واورېدل، چې ويل يې: ((عزوجل څښتن زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او پوه شئ! زه چې د هر چا ولي وم؛ نو علي يې مولا دى؛ نو خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او د هغه ملاتړ شې، چې د علي ملاتړ وي.))

له همدان څخه د برد په نامه يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او وا يې ورېدل، چې (عمرو) حضرت علي ته کنځلې کوي، چې ورته يې وويل: زما سپين ږيرو د خداى له استازي اورېدلي چې ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) نو آيا دا حديث صحيح دى که باطل؟ عمرو وويل: حق دى او زه به تردې درته ډېر ووايم او هغه داچې د رسول الله په اصحابو کې د حضرت علي هومره يو هم فضيلت نه لري [77].

طحاوي[78] په خپل سند له محمد بن عمر بن علي له پلار حضرت علي روايتوي، چې وايي: پېغمبر اکرم په خم غدير کې له خپلې کېږدۍ راووت او زه يې له لاسه ونيوم او و يې ويل: ((خلکو! آيا تاسې نه وئ، چې ويل مو چې پالونکى مو الله دى؟)) ورته وويل شول: هو موږ وو. رسول الله: ((آيا هغه خلک نه وئ، چې ويل به مو چې واک مو د خداى او د خداى د استازي په لاس کې دى او دا چې خداى او استازى يې ستاسې مولا دى؟)) خلکو وويل: هو همداراز ده. رسول الله: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى او زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛ که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو تر ما روسته به هېڅکله بې لارې نشئ، چې يو يې د خداى کتاب او بل يې زما اهلبيت دي.))

مناوي[79] د غدير حديث يې له ديلمي په دې ټکيو راوړى: (د چاچې زه پېغمبر وم؛ نو علي يې ولي دى) او وايي: نو ځکه حضرت ابابکر _ د دارقطني د وينا له مخې _ وويل: علي د رسول الله عترت دى.

هيثمي[80] حضرت عمار ياسر: حضرت علي بن ابيطالب د مستحب لمانځه پر رکوع و، چې سوالګر يې مخې ته ودرېد او حضرت علي خپله په لاس ګوته سوالګر ته ورکړه. پېغمبر اکرم چې راغى؛ نو سوالګر ورته کيسه وکړه، چې بيا دا آيت راغى: (انما وليکم الله و رسوله والذين آمنوا الذين يقيمون الصلاة و يوتون الزکاة و هم راکعون) رسول اکرم آيت ووايه او بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (طبراني)

(هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٥ مخ) حضرت زيد بن ارقم: د خداى نبي حکم وکړ، چې تر ونو لاندې ځاى جارو او ابپاشي کړئ او بيا يې موږ ته خطبه وويله او په خداى قسم، چې تر قيامته پورې د هر څه وړاندوينه يې راته وکړه او بيا يې وويل: ((خلکو! څوک دى، چې ستاسې واک يې په لاس کې دى؟)) خلکو ورته وويل: خداى او استازى يې! رسول الله: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو دا يې مولا دى.)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او ټولو ته يې وښود او بيا يې وويل: ((خدايه! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه!)) (وايي) دا روايت طبراني او بزار تر دې هم بشپړ رانقل کړی دى.

هيثمي[81] وايي: له داود بن يزيد اودي له پلاره روايت کړى، چې وايي: حضرت ابوهريرة، چې جومات ته راننوت؛ نو خلک ترې راتاو شول، چې دا مهال يو ځوان پاڅېداو و يې ويل:پر خداى مو قسم، چې آيا د خداى له رسوله دې اورېدلي چې: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))؟ حضرت ابوهريره وويل: شهادت ورکوم، چې د خداى له استازي مې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې وايي: حضرت انس بن حويرث وايي: پېغمبر اکرم وايي:

((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى.)) (وايي): دا روايت طبرانې رانقل کړی او رجال يې ډاډمن دي.

 حميد بن عمارة: له خپل پلاره مې واورېدل، چې ويل يې: د خداى له استازي مې اورېدلي: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (دا خبره يې په داسې حال کوله، چې علي يې له لاسه نيولى و[82]. (بزار)

حضرت ابن عباس: د خداى رسول وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى. [83])) (طبراني)

د يارانو مبارکي

امام احمد بن حنبل[84] په خپل سند له حضرت براء بن عازب څخه روايتوي، چې وايي: په يوه سفر کې له رسول الله سره وو، چې په خم غدير کې تم شو (حديث ته هماغسې ادامه ورکوي؛ لکه څنګه چې په صحيح ابن ماجه کې راغلى) بيا يې علي له لاسه ونيو او رسول الله وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دښمنانويې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) حضرت براء بن عازب وايي: حضرت عمر، چې حضرت علي وليد؛ نو ورته يې وويل: د ابوطالب زويه مبارک دې شه، چې د تل لپاره د مؤمن او مؤمنې مولا شوې.

(فخر رازي په کبير تفسير کې) د مائدې د سورت د (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت په تفسير کې وايي: ددې آيت لسمه وجه او شان نزول دادى، چې د علي په فضيلت کې نازل شوى او تر نازلېدو روسته يې د خداى نبي د علي لاس ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) چې بيا عمر راغى او علي ته يې وويل: مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې.

خطيب بغدادي[85] په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي، چې وايي: څوک چې د ذي الحجه په اتلسمه روژه شي؛ نو د شپږ مياشتو د روژو ثواب به ورته ليکل کېږي؛ ځکه د خم غدير ورځ ده، چې پر هغه ورځ رسول الله علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا د مؤمنانواو تر هغوى وړ نه يم؟)) ورته وويل شول: هو يې! بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) تر دې روسته حضرت عمر بن خطاب راغى او و يې ويل: بخ بخ لک يابن ابيطالب چې د تل لپاره زما او د هر مسلمان مولا شوې. بيا خداى دا آيت راولېږه: (اليوم اکملت لکم دينکم)

فيض القدير[86] په شرح کې يې وايي: چې کله حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم له خولې واورېدل، چې علي ته وايي: من کنت مولاه فعلى مولاه)؛ نو راغلل او علي ته يې وويل: د ابوطالب زويه! د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې.

محب طبري[87] وايي: عمر وايي: يو څو بېدیاني عربان په جنګ ورته راغلل، چې حضرت عمر، حضرت علي ته وويل: اباالحسنه! په دوى کې ورمندون-قضاوت وکړه. علي هم په هغوى دوو کې ورمندون وکړ. په هغوى کې يو نيوکه وکړه او و يې ويل: دا به په موږ کې ورمندون کوي. حضرت عمر له ځايه پاڅېد او هغه يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: هغه پېژنې، چې څوک دى؟ دا زما او د هر مؤمن مولا دى او د چاچې هغه مولا نه وي؛ نو مؤمن نه دى.

رياض النضره[88] وايي: حضرت عمر (هغه سړي ته چې شخړه يې ورسره راغلې وه) وويل: په موږ کې به هغه سړى _ علي ته يې اشاره وکړه_ ورمندون کوي. سړي وويل: هغه سړى به په موږ کې ورمندون کوي؟! حضرت عمر له ځايه ورپاڅېد او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل: خبريې، چې څوک ښيې؟ دا زما او د هر مسلمان مولا دى.

رياض النضره[89] سالم وايي: يو سړي حضرت عمر ته وويل: ته له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د رسول اکرم له يو صحابي سره يې هم نه کوې. عمر ورته وويل:ځکه هغه زما مولا دى.

 حضرت عمر: علي د هغه مولا دى، چې رسول الله يې مولا و[90]. (ابن السمان)

د خم غدير پر ورځ

 رسول الله د علي پر سر پګړۍ کېښووله

ابي داوود طيالسي[91] په خپل سند د حضرت علي له خولې وايي: د خم غدير پر ورځ رسول اکرم راته پګړۍ پر سر کړه، چې شا ته راځنګېده (بيا وايي): خداى د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه، چې د خم غدير د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده.

کنزالعمال[92] علي وايي: رسول اکرم راته د خم غدير پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه، چې شا ته هم ځنګېده؛ (وايي چې په يو بل نقل کې راغلي) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې وويل: د بدراو حنين پر ورځ مې خداى په هغو پرښتو مرسته وکړه، چې زما د خم غدير د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي: پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده (په بل نقل کې راغلي) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده (د حديث تر پايه)

ابن اثير جرزي[93] په خپل سند له عبدالاعلى ابن عدى روايتوي، چې وايي: د خم غدير پر ورځ رسول الله علي راوغوښت او پر سر يې ورته پګړۍ کېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل: تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى.

 (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت

 د خم غدير پر ورځ راغلى دى

واحدي[94] وايي: ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل: موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل: موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل: ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل: علي بن عابس له اعمش له ابي حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري روايت کړى، چې د (يا ايهاالرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) آيت د خم غدير پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه نازل شوى دى.

(فخر رازي په کبير تفسير کې) د مائدې د سورت د (يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک) د آيت په تفسير کې وايي: لسم _؛ يعنې له هغو وجهو لسم، چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه بيانوي _ دادى، چې د علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛ نو رسول اکرم هغه له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) او تر دې روسته، چې حضرت عمر، حضرت علي وليد؛ نو ورته يې وويل: د ابوطالب زويه! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې. (فخر رازي وايي) دا خبره د حضرت ابن عباس، براء بن عازب او محمد بن علي ده.

(اليوم اکملت لکم دينکم) آيت

 د خم غدير پر ورځ نازل شوى دى

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (اليوم اکملت لکم دينکم) تر آيت لاندې ليکي: ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي سعيد خدري رانقل کړی، چې ويلي يې دي: چې کله رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛ نو جبراييل راغى او د (اليوم اکملت لکم دينکم) آيت يې راوړ.

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (اليوم اکملت لکم دينکم) تر آيت لاندې ليکي: ابن مردويه، خطيب او ابن عساکر له حضرت ابي هريره روايت کړى، چې د خم غدير ورځ؛ يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛ نو پاک نبي وويل: ((د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا خداى دا آيت راولېږه: (اليوم اکملت لکم دينکم)

خطيب بغدادي[95] په خپل سند له حضرت ابي هريره کړى، چې وايي: څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د خم غدير ورځ ده، چې پر هغه ورځ رسول الله، علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم؟)) ورته وويل شول: هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست! بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې ولي دى.)) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل: بخ بخ لک يابن ابيطالب! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې. بيا سبحان څښتن د (اليوم اکملت دينکم) آيت راولېږه. (د حديث تر پايه) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې رانقل کړی دى.

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛

ځکه د خم غدير پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو

شبلنجي[96] وايي: امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې رانقل کړی، چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل: د (سئل سائل بعذاب واقع) آيت د چا په اړه راغلى دى؟ سفيان ورته وويل: له ما دې داسې څه وپوښتل، چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو رانقل کړي، چې د خم غدير ورځ شوه؛ نو رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم جارچيانو ته حکم وکړ، چې د لمانځع غږ وکړئ او چې ټول راټول شول؛ نو رسول اکرم علي له لاسه ونيو او و يې ويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې ولي دى.)) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو، پر اوښ سپور د خداى رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل: محمده! د خداى له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو، چې بې له خدايه بل خداى نشته او داچې ته پېغمبر يې؛ موږ هم درسره ومنله. حکم دې وکړ، چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله. حکم دې وکړ، چې زکات ورکړئ؛ و مو منله. حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ و مو نيوله. حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ و مو کړ؛ خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ، چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.))؛ نو آيا دا خبره د خداى ده او که له ځانه دې کړى ده؟ د خداى نبي ورته وويل: قسم پر خداى چې بې له هغه بل خداى نشته، چې دا خبره بې له خدايه د بل چا خبره نده. دا مهال حارث شا کړه، چې ستون شي او و يې ويل: خدايه! که محمد رښتيا وايي؛ نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب ککړ کړه. تر اوسه لا پر خپل اوښ نه و سپور شوى، چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پرځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيت راغى: (سئل سائل بعذاب واقع للکافرين ليس له دافع من الله ذى المعارج)

[1]

[1]

[1] (صحيح ترمذي: دويم ټوک، ٢٩٨ مخ)

[2] (پينځم ټوک، ٥٦٨ مخ)

[3] (صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب نبي، ١٢ مخ)

[4] دا روايت احمد بن حنبل په خپل مسند (څلورم ټوک، ٢٨١ مخ) کې داسې راوړى دى

[5] دا روايت متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: ابن ابي شيبه رانقل کړی دى. محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک، ١٦٩ مخ) کې ورته رواړى او ويلي يې دي: ابن السمان رانقل کړی او همداراز محب طبري هم د احمد حنبل په څېر روايت راوړى دى او ويلي يې دي: احمد په مسند کې راوړى؛ خو له (د دښمن يې دښمن وسه) تر غونډلې روسته يې زيات کړي: ((ملا تړ شې د هغه چې د علي ملاتړ وي او د دوست يې دوست وسه.)) شعبه وايي: ياد مې نه دي، چې داسې يې وويل او که و يې ويل: ((د د‌ښمن يې دښمن وسه.))

[6] (صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب الرسول، ١٢ مخ)

[7] (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١٠٩ مخ)

[8] متقي هم په کنزالعمال (لومړي ټوک، ٤٨ مخ) حاکم ته ورته حديث رانقل کړی او ويلي يې دي: طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى دى.

[9] (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ٣٧١ مخ)

[10] ليکوال: دا روايت متقي هم په کنزاالعمال (شپږم ټوک، ٨٣ مخ) کې په لږ اختلاف رانقل کړی او ويلي يې دي، چې له ابن عساکر مې رانقل کړی دى.

[11] (مستدرک الصحيحين: درېیم ټوک، ١١٠ مخ) ليکوال: دا حديث احمد بن حنبل هم د مسند په پينځم ټوک، ٣٤٧ مخ، متقي هم په لنډه په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي، چې احمد بن حنبل، ابن حبان، سمويه، حاکم، او سعيد بن منصور له حضرت ابن عباس له ابن بريده روايت کړى. متقي هم د دويم ځل لپاره د شپږم ټوک په ٣٩٧مخ او همداراز نسائي په خصايص (٢٢ مخ) کې له حضرت بريده له دوو لارو رانقل کړی دى. ابن حجر هم په صواعق کې (٢٦ مخ) کې له حضرت ابن عباس له بريده له دوو لارو رانقل کړی او تر نقلولو مخکې يې ويلي: دا روايت ذهبي صحيح ګڼلى او همداراز علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ذهبي له بريده رانقل کړی او صحيح يې ګنلى دى.

[12] (مستدرک الصحيحين: دويم ټوک، ١٢٩ مخ)

[13] ددې حديث تر نقلولو روسته حاکم وايي: دا روايت د مسلم او بخاري د اعتبار معيارونه لري؛ خو په دې عبارت يې نه دى رانقل کړی او بيا وايي: په دې باب د ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده د حديث په پرتله بل صحيح حديث نشته او بيا يې همدا حديث له بلې لارې له اعمش له سعد بن عبيده له بريده رانقل کړی دى.

[14] ابونعيم په حلية (څلورم ټوک، ٢٣ مخ) او ويلي يې دي: احمد او نسائي له براء او بيا هم احمد له بريده او ترمذي، نسائي او ضياء له زيد بن ارقم څخه روايت کړى. احمد بن حنبل هم په مسند (پينځم ټوک، ٣٥٨ او ٣٦١ مخونو) کې په لنډه له بريده رانقل کړی دى. محب طبري په رياض النضره (دويم ټوک، ١٧٢ مخ)کې له بريده رانقل کړی او ويلي يې دي: ابوحاتم رانقل کړی او مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٨ مخ کې راوړى او يلې يې دي: احمد، نسائي او حاکم له بريده رانقل کړی او په شرح کې يې ويلي دي: هيثمي په بل ځاى کې وايي: ددې روايت رجال ډاډمن دي او په بل ځاى کې يې ويلي: ددې حديث رجال صحيح دي. (مناوي)

[15] متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک، ١٥٢ مخ)

[16] (امام احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٧٢ مخ)

[17] دا روايت يې د مسند څلورم ټوک په ٣٧٢ مخ کې له ميمون بن عبدالله څخه په نورو ټکيو رانقل کړی، چې ويلي يې دي: له زيد بن ارقم سره وو، چې د فسطاط د سيمې يو سړي حديث وپوښته، چې زيد ورته وويل: د خداى استازي وويل: ((آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم؟)) ورته وويل شول: هو! بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى.)) بيا وايي: دا حديث طبراني او احمد يوازې له زيد څخه رانقل کړی، چې بزار هم رانقل کړی دى.

[18] (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٤ مخ) بيا وايي: دا حديث احمد او طبراني يوازې له زيدڅخه رانقل کړی او بزار هم رانقل کړی دى.

[19] (اما احمد بن حنبل؛ مسند: څلورم ټوک، ٣٦٨ مخ) ليکوال: دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: له عطيه عوفي له زيد بن ارقم څخه روايت دى، چې په “جحفه” کې د “خم غدير” په سيمه کې د خداى رسول علي له مټه ونيو او بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې ولي دى.)) (د ابن جرير خبره ده)

[20] (امام احمد حنبل؛ مسند: لومړى ټوک، ١٥٢ مخ) هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٧ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: احمد رانقل کړی او ويلي يې دي، چې ټول رجال يې ډاډمن دي.

[21] (د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٣٣٠ مخ) دا روايت نسائي هم د خصايص په ٨ مخ، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ او د ذخاير په ٨٦ مخ کې يې راوړى او په ذخاير کې يې ويلي: دا ټول روايت احمد، حافظ او ابوالقاسم دمشقي د موافقات او اربعين طوال په کتاب کې راوړى او همداراز په ذخاير کې يې ويلي: نسائي يې هم يوه برخه راخستې ده. س

[22] هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١١٩ مخ) کې رانقل کړي او ويلي يې دي: احمد او طبراني د کبير او اوسط په کتابونو کې راوړى دى.

[23] (د امام احمد حنبل مسند: پينځم ټوک، ٣٦٥ مخ) دا روايت نسائي د خصايص په ٢٢ مخ، هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې احمد هم رانقل کړی او ټول رجال يې سم دي.

[24] (د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ١١٨ مخ)

[25] دا روايت هيثمي د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٠٧ مخ کې راوړى او پکې راغلي: د سعيد له اړخه شپږ تنه او د زيد له پلوه اوه تنه پاڅېدل او ليېنه-شاهدي يې ورکړه اوبيا وايي: دا روايت عبدالله او بزار پوره رانقل کړی دى.

[26] (د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ١١٩ مخ) دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلوارلسم ټوک په ٢٣٦ مخ او هيثمي هم په مجمع کې راوړى او ويلي يې دي: ابويعلي رانقل کړی او رجال يې ډاډمن دي او عبدالله بن احمد هم رانقل کړی دى. متقي هم د کنزاالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧مخ کې رانقل کړی او ويلي يې دي: ابويعلي، ابن جرير، سعيد بن منصور رانقل کړی. ابن اثيرجرزي په د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې او طحاوي هم د مشکل آثار د دويم ټوک په ٣٠٨ مخ کې رانقل کړی دى.

[27] (د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٨٨ مخ) دا روايت محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٠ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او هيثمي ويلي: احمد يې راويان ډاډمن ګڼلي دي.

[28] (د امام احمد حنبل مسند: لومړى ټوک، ٨٤ مخ) ليکوال: دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: احمد بن حنبل په مسند او ابن ابي عاصم په خپل سنن کې رانقل کړی دى.

[29] (د امام احمد حنبل مسند: پينځم ټوک، ٣٠٧ مخ) دا روايت محب طبري د رياض النضره د شپږم ټوک په ١٧٠ مخ او هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٦ مخ)کې راوړى او په پاى کې يې هيثمي ويلي دي: راوي وايي: زه له هغوى وم، چې دا شهادت مې پټ کړ او ړوند شوم او بيا يې ويلي: طبراني د کبير او اوسط په دوو کتابونو کې د شهادت د پټولو او د علي له ښېرو پرته رانقل کړی او بيا يې ويلي: د اوسط روايان ټول ډاډمن دي.

[30] (مسند ا مام احمد حنبل: څلورم ټوک، ٣٧٠ مخ) ليکوال: دا روايت نسائي د خصايص په څلورم مخ کې له ابي الطفيل له عامر بن واثله له دوو لارو رانقل کړی دى، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په١٦٩ مخ کې رانقل کړی او په نقل کې يې راغلي: خلک پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه او په پاى کې يې راغلي: ابونعيم وويل: ما له فطر څخه چې ددې روايت راوي و، وپوښتل: د هغه د مړينې او ددې خبرې ترمنځ څومره واټن و. و يې ويل: سل ورځې. بيا وايي: ابوحاتم دا حديث رانقل کړی او ويلي يې دي: د ابو نعيم مراد د علي مرګ و.

[31] (مسند امام احمد بن حنبل: پينځم ټوک، ٤١٩ مخ)

[32] (د امام احمد بن حنبل مسند: پينځم ټوک، ٣٥٠ مخ) ليکوال: دا روايت نسائي د خصايص په ٢١ مخ، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې راوړى او متقي په پاى کې راوړي: دا مې چې واورېدل؛ نو په زړه کې علي ته کينه مې له منځه ولاړه او تر دې روسته مې هېڅکله ورپسې بدرد و نه ويل. دا روايت هيثمي په مجمع (نهم ټوک، ١٠٨ مخ) کې راوړى او په پاى کې يې ويلي چې ويې ويل: تر دې روسته به دې د علي په اړه خپه نه کړم. بيا هيثمي وايي: دا روايت بزار هم رانقل کړی او ټول رجال يې ډاډمن دي.

[33] (فخر رازي؛ کبير تفسير)

[34] (ابي نعيم؛ حلية الالياء: پينځم ټوک، ٢٦ مخ)

[35] دا کيسه هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې راوړې او ويلي يې دي: طبراني د اوسط او صغير په دوو کتابونو کې راوړې او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٣ مخ کې راو ړې اوويلي يې دي: طبراني په اوسط کې راوړې ده.

[36] (حلية الاولياء: پينځم ټوک) ليکوال: دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٣٨٣ مخ کې په لږ اختلاف رانقل کړی دى.

[37] (د بغداد تاريخ: اووم ټوک، ٣٧٧ مخ)

[38] (د بغداد تاريخ: اتم ټوک، ٢٩٠ مخ)

[39] (د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٣٤٣ مخ)

[40] (خصايص نسائي: ٢١ مخ) ليکوال: دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: ابن جرير رانقل کړی او دې ورته يو بل روايت يې له عطيه عوفي له ابي سعيد خدري رانقل کړی دى.

[41] (خصايص نسائي: ٢٢ مخ)

[42] (خصايص نسائي: ٢٥ مخ) ليکوال: دا روايت هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک، ١٠٧ مخ) کې په لنډه راوړى او ويلي يې دي: بزار رارانقل کړی او ټول رجال يې ډاډمن دي.

[43] (خصايص نسائي: ٢٥ مخ)

[44] (خصايص نسائي: ٢٢ مخ)

[45] (خصايص نسائي: ٢٣ مخ)

[46] (خصايص نسائي: ٢٦ مخ)

[47] (رياض النضره: دويم ټوک، ١٦٩ مخ)

[48] (رياض النضره: دويم ټوک، ١٢٩ مخ) دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې دارقطني هم رانقل کړی دى.

[49] (ابن حجر؛ صواعق محرقه: ٢٥ مخ)

[50] (کنزالعمال: لومړى ټوک، ٤٨ مخ)

[51] (کنزالعمال: لومړى ټوک، ٤٨ مخ) بيا کنزالعمال وايي: دا روايت حکيم ترمذي په نوادر الاصول او طبراني په کبير کې له ابي الطفيل له حذيفه بن اسيد څخه رانقل کړی دى. او بيا يې وويل: دا حديث طبراني رانقل کړی او کنزالعمال هم د دويم ځل لپاره د درېیم ټوک په ٦١ مخ کې رانقل کړی او يې ويلي: له ابي الطفيل عامر بن واثله له حذيفه بن اسيدغفاري څخه د هيثمي په څېر حديث رانقل کړی دى.

 همداراز ابن اثير په اسدالغابه (درېیم ټوک، ٩٢ مخ) کې راوړى او ويلي يې دي: له ابي الطفيل عامر بن واثله له حذيفه بن اسيد غفاري او عامر بن ليلي بن ضمرة روايت دى، چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم، چې له حجة الوداع راستون شو، د “خم غدير” پر ورځ يې وويل: ايها الناس! لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى. (د حديث تر پايه)

 همداراز ابن حجر په اصابة (څلورم ټوک، ٦١ مخ) کې په لنډه رانقل کړی دى.

[52] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٣ مخ) دا روايت محمالي هم په امالي کې له حضرت ابن عباس څخه رانقل کړی دى.

دا روايت مناوي هم په فيض القدير (څلورم ټوک، ٣٥٨ مخ) او کنوزالحقايق (٩٢ مخ) او علي بن سلطان هم د مرقات پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى دى.

[53] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) بيا متقي وايي: دا روايت ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې له حضرت زيد بن ارقم له براء بن عازب څخه رانقل کړی دى.

[54] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) متقي وايي: طبراني له حبشي بن جناده رانقل کړی دى. دا روايت هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: د “خم غدير” پر ورځ مې د خداى له رسوله واورېدل: ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى.)) (د حديث تر پايه) هيثمي وايي: دا روايت طبراني رانقل کړی او ټول رجال يې ډاډمن دي. محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٩ مخ کې راوړى او ويلي يې دي: مخلص ذهبي رانقل کړی دى.

[55] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٤ مخ) متقي وايي: دا روايت طبراني له ابي عمرو له ابن ابي شيبه له حضرت ابي هريرة او د خداى د رسول له دولس نورو اصحابو رانقل کړی او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له ابي ايوب او له نورو اصحابو کرامو رانقل کړی، حاکم له حضرت علي او حضرت طلحه رانقل کړی او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له علي او دېرشو نورو اصحابو رانقل کړی او ابونعيم د فضائل الصحابه په کتاب کې له سعد او خطيب له انس څخه رانقل کړی دى.

[56] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٠ مخ)

[57] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ)

[58] (کنزالعمال: شپږ م ټوک، ٣٩٧ مخ)

[59] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ)

[60] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٨ مخ)

[61] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) ليکوال: دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په لنډه او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې په لږ اختلاف رانقل کړی دى.

[62] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٣٩٩ مخ) (ابن جرير، ابن ابي عاصم او محاملي په امالي کې راوړى او محاملي صحيح ګڼلى دى)

[63] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣ مخ) ليکوال: هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې رانقل کړی او ويلي يې دي، چې سند يې صحيح دى.

[64] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣مخ)

[65] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٣ مخ) (ابن بزار، ابن جرير او خلعي په خلعيات کې راوړى او هيثمي وايي: ددې حديث ټول رجال ډاډمن دي

[66] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٥ مخ) (متقي وايي: دا روايت ابن جرير طبري رانقل کړی دى)

[67] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٤٠٦مخ) بيا وايي: (راهويه او ابن جرير رانقل کړی دى)

[68] (اصابه: لومړى ټوک، لومړى قسم، ٣١٩ مخ)

[69] (اصابه: درېیم ټوک، لومړى قسم، ٢٩ مخ)

[70] (اصابه: څلورم ټوک، لومړۍ برخه١٦٩ مخ) دا روايت يې د شپږم ټوک په ٢٢٣ مخ کې هم رانقل کړی او ابن اثير جرزي د اسدالغابه د درېیم ټوک په ٩٣ مخ کې راوړى او بيا وايي: د (من کنت مولاه فعلى مولاه) تر غونډلې روسته يې ويلي وو: ((د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.))

[71] (اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٤ مخ)

[72] (اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٤٣ مخ)

[73] (اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٦٩ مخ)

[74] (اصابه: څلورم ټوک، لومړى قسم، ١٢٨ مخ)

[75] (اصابه: اووم ټوک، لومړى قسم، ١٥٦ مخ) بيا اصابه وايي: دا روايت ابو موسى استدراک کړى دى.

[76] (اسدالغابه: لومړى ټوک، ٣٠٨ مخ)

[77] (ابن قتيبة؛ الامامه و السياسه: ٩٣ مخ)

[78] (طحاوي؛ مشکل ا لاثار: دويم ټوک، ٣٠٧ مخ)

[79] (مناوي؛ فيض القدير: شپږم ټوک، ٢١٨ مخ) ليکوال: دا روايت مناوي هم د کنوزالحقايق په ١٤٧ مخ کې په دې عبارت راوړى: (د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى.) او په پاى کې وايي: ديلمي ويلي دي.

[80] (هيثمي؛ مجمع: اووم ټوک، ١٧ مخ)

[81] (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٥ مخ) (وايي): دا روايت ابويعلي او ورته يو بل روايت بزار او طبراني په اوسط کې رانقل کړی دى.

[82] (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٧ مخ)

[83] (هيثمي؛ مجمع: نهم ټوک، ١٠٨ مخ)

[84] (د امام احمد بن حنبل مسند: څلورم ټوک، ٢٨١ مخ)

[85] (خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٢٩٠ مخ)

[86] (فيض القدير: شپږم ټوک، ٢١٧ مخ) دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او هغه روايت دى، چې په اصل کې دارقطني له سعد بن ابي وقاص رانقل کړی دى.

[87] (محب طبري؛ ذخائر العقبى: ٦٨ مخ) وايي: دا روايت ابن سلمان په موافقات کې راوړى دى. دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٠٧ مخ کې له دارقطني روايت کړى دى.

[88] (رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ) وايي: ابن سمان رانقل کړی دى.

[89] (رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ) دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې رانقل کړی دى.

[90] (رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٠ مخ)

[91] (ابي داوود طيالسي؛ مسند: لومړى ټوک، ٢٣ مخ) دا روايت بيهقي هم د سنن په ١٤ مخ کې او بن حجر د اصابه د څلورم ټوک، لومړي قسم په ٤١ مخ کې راوړى، چې پکې راغلي: توره پګړۍ وه پر وليو مې راځنګېده. بيا وايي: دا بغوي روايت کړى دى.

[92] (کنزالعمال: شپږم ټوک، ٦٠ مخ) بيا وايي: دا روايت ابن ابي شيبه، ابو داوود طيالسي، ابن منيع او بيهقي رانقل کړی دى.

[93] (ابن اثير جرزي؛ اسد الغابه: درېیم ټوک، ١١٤مخ) دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په٢١٧ مخ کې راوړى دى.

[94] (واحدي؛ اسباب النزول: ١٥٠ مخ)

[95] (خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ: شپږم ټوک، ٢٩٠ مخ)

[96] (شبلنجي؛ نورالابصار: ٧١ مخ) دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې رانقل کړی؛ خو د هغه په نقل کې سفيان د جعفر بن محمد نوم نه دى راوړى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست