بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فصّلت سورت فصلت سورت مکي دی او څلور پنځوس (54) آیتونه لري. د سورت نامه له درېیم آیته اخستل شوې او «حم سجده» هم ورته وايي؛ ځکه په «حم» پيل شوی او له هغو څلورو سورتونو لومړی سورت دی، چې واجبه سجده لري. د سورت منځپانګه داده: قیامت، د تېرو قومونو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
فصّلت سورت
فصلت سورت مکي دی او څلور پنځوس (54) آیتونه لري. د سورت نامه له درېیم آیته اخستل شوې او «حم سجده» هم ورته وايي؛ ځکه په «حم» پيل شوی او له هغو څلورو سورتونو لومړی سورت دی، چې واجبه سجده لري.
د سورت منځپانګه داده: قیامت، د تېرو قومونو تاریخ، د قرآن عظمت او په هستۍ کې الهي نښې.
په حدیث کې لولو: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، هره شپه تر خوب مخکې ملک او حم سجده (فصلت) سورتونه لوستل.[1]
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
حم«1» تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ«2»= 1 حا، ميم. 2 (دا قرآن) د لوراند او لورين الله له لوري یوه لېږنه ده؛
کِتابٌ فُصِّلَتْ آیاتُهُ قُرْآناً عَرَبِیًّا لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ«3»=يو کتاب دى، چې آيتونو يې هر مطلب پر خپل ځاى، په عربي لوستوني (= واضح)، پوهانو ته څرګند کړي دي.
بَشِیراً وَ نَذِیراً فَأَعْرَضَ أَکْثَرُهُمْ فَهُمْ لا یَسْمَعُونَ«4»= (هغه) زېرګری او ګواښګرندی (دى)؛ خو د دوی ډېر مخ اړونکي شول، چې د دوی (د زړه) په غوږونو (د قرآن غږ) نه اوري.
ټکي:
* د«انزلنا» کلمه د دفعي او یودمي نزول په مانا او د «تَنْزِیلٌ» کلمه د سوکه سوکه نزول په مانا ده او شونې ده د «انزلنا»او«تنزیل» د دوو کلمو د تعبیر له جمع کولو ویلای شو، چې د قرآن منځپانګه یوځل پر قدر شپه د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله پر زړه نازله شوې؛ خو الفاظ او چوکاټ یې سوکه سوکه نازل شوي دي.[2]
*په هر ځای کې چې د قرآن د نزول خبره ده، هلته روزنه، پرېکندتوب، عزت، حکمت او لورنه په کار ده.
«تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ» [3]
«تَنْزِیلُ الْکِتابِ لا رَیْبَ فِیهِ» [4]
«تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ» [5]
«تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»[6]
«تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ حَمِیدٍ» [7]
پېغامونه:
1- قرآن سوکه سوکه او په بېلابېلو صحنو کې نازل شوی دی. «تَنْزِیلٌ»
2- د قرآن سوکه سوکه نزول او له نزوله یې موخه، د الله تعالی له پراخې او ابدي لورنې راولاړ دی. «تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»
3- قرآن کریم د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په پېر کې د یوه کتاب په بڼه و. «کِتابٌ»
4-کله د یوه کتاب یا وګړي نمانځل په کار وي.( «فُصِّلَتْ، آیاتُهُ، عَرَبِیًّا، نَذِیراً، بَشِیراً»د قرآن ځانګړنې دي.)
5-قرآن هغه څه په ځغرده او څرګنده ویلي، چې د انسان ښیون او ودې ته ګټور دي (؛ لکه اوامر؛ نواهي، کیسې، عبرتونه، استدلالونه، مثالونه، د نعمتونو یادول، د بشر راتلونکی، د قیامت پېښې، د عزت او ځوړ لاملونه او…). «فُصِّلَتْ آیاتُهُ»
6- نه یوازې منځپانګه؛ بلکې د قرآن الفاظ هم د الله تعالی دي.( تَنْزِیلٌ… قُرْآناً عَرَبِیًّا)
7-د قرآن په تفصیل او روڼوالي هغه خلک ښه پوهېږي، چې په عربي پوهېږي.
«قُرْآناً عَرَبِیًّا لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ» (شونې ده له«یَعْلَمُونَ» مراد، د عربي ژبې پوهه وي)
8-قرآن ټولو خلکو ته نازل شوی دی «هُدیً لِلنّاسِ» [8]؛ خو یوازې د پوهې خاوندان او متقیان ترې برخمنېږي. «لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ – هُدیً لِلْمُتَّقِینَ»
9- علم یوازې په لیک لوست نه؛ بلکې پر حقیقت پوهېدل دي. «لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ» (ددې په پامنیوي، چې د صدر اسلام ډېری ښیون شويو لیک لوست نه شو کړای).
10-وېره او هیله یو د بل ترڅنګ پکار ده. «بَشِیراً وَ نَذِیراً»
11- اکثریت، د حقانیت دلیل نه دی. «فَأَعْرَضَ أَکْثَرُهُمْ»
12-له قرآنه د خلکو د مخ اړونې دلیل یې ناپوهي ده.( لِقَوْمٍ یَعْلَمُونَ… فَأَعْرَضَ أَکْثَرُهُمْ)
وَ قالُوا قُلُوبُنا فِی أَکِنَّهٍ مِمّا تَدْعُونا إِلَیْهِ وَ فِی آذانِنا وَقْرٌ وَ مِنْ بَیْنِنا وَ بَیْنِکَ حِجابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنا عامِلُونَ«5»= او و یې ويل: ((زړونه مو له هغه څه په پردو کې دي، چې ته موږ وربلې او په غوږونو درانه يو او زموږ او ستاسې ترمنځ پرده ده؛ نو ته په خپل كار بوخت وسه، موږ به (هم) خپل کار كوو))
ټکي:
* «أَکِنَّهٍ» د «کنان» جمع د هغه ټوکر/زړوکي په مانا دی، چې یو څه پکې رانغاړي.[9]
«وَقْرٌ» د غوږ درونوالي ته وايي.
* کفارو د پېغمبراکرم او قرآن پر ضد پینځه سخت دریځونه درلودل:
الف) مخ اړونه. «فَأَعْرَضَ أَکْثَرُهُمْ» (تېر آیت)
ب) حق منلو ته زړګنی چمتووالی نه درلودل. «قُلُوبُنا فِی أَکِنَّهٍ»
ج) پر پېغامونو ځان کڼول. «فِی آذانِنا وَقْرٌ»
د) د خنډونو د شتون اعلام. (؛یعنې د ځانوینۍ او دنیاپالۍ خنډونه او…) «بَیْنِنا وَ بَیْنِکَ حِجابٌ»
ه) پر خپله لار او دریځ پښه ټینګول. «فَاعْمَلْ إِنَّنا عامِلُونَ»
پېغامونه:
1-د الله تعالی چار، پېرزوینه او د لورنې له سرچینې د وحې رالېږل دي. «تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»؛ خو د کفارو کړنلار ځېل او مخ اړونه ده. «قُلُوبُنا فِی أَکِنَّهٍ»
2-که پر زړه یوه پرده وي؛ نو ګواښنوړ دی؛ خو که پردې پرې ډېرې وي؛ نو ښیونچار ناشونوي.( «أَکِنَّهٍ» د جمع په بڼه دی).
3-که مخاطب چمتو نه وي؛ نو وحې، الهي لورنه، اسماني کتاب، زېري او ګواښنې څه ګټه نه لري.( د تېر آیت په پامینوي).
4-د حق منلو لومړی شرط، حق اورېدل دي، چې کینه کښو ځان ترې بې برخې کړی دی. «فِی آذانِنا وَقْرٌ»
5-((موسی به دین خود،عیسی به دین خود)) د هغو وګړیو خبره ده، چې پر زړونو یې د تعصبونو او ځېلونو پردې پرتې وي. «مِنْ بَیْنِنا وَ بَیْنِکَ حِجابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنا عامِلُونَ»
قُلْ إِنَّما أَنَا بَشَرٌ مِثْلُکُمْ یُوحې إِلَیَّ أَنَّما إِلهُکُمْ إِلهٌ واحِدٌ فَاسْتَقِیمُوا إِلَیْهِ وَ اسْتَغْفِرُوهُ وَ وَیْلٌ لِلْمُشْرِکِینَ «6»= ووايه: ((زه خو ستاسې په څېر يو بشر يم (توپير مې دادى، چې زما د پالونكي له لوري دا حقيقت) راته وحې كېږي، چې ستاسې معبود ايكى يو معبود دى؛ نو خپل ټول پام هغه ته ورواړوئ او بښنه ترې وغواړئ او پر مشركانو افسوس!
اَلَّذِینَ لا یُؤْتُونَ الزَّکاهَ وَ هُمْ بِالْآخِرَهِ هُمْ کافِرُونَ«7»= هماغوى، چې زكات نه وركوي او له اخرته منكر دي.))
ټکي:
*ددې په پامنیوي، چې د زکات حکم پر دویم هجري کال په مدینه کې راغلی او دا سورت مکي دی؛ نو په دې آیت کې له زکات نه مراد، وټیزې- اقتصادي مرستې دي.
په احادیثو کې لولو: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم سوگند یاد کړ: زکات نه ورکول، خیانت او شرک دی [10] او څوک چې د قیراط هومره زکات هم ورنکړي، نه بشپړ مؤمن دی، نه بشپړ مسلمان دی او نه کرامت لري او څوک چې زکات نه ورکوي؛ نو یا یهودي مري یا نصراني. [11]
*د قرآن په فرهنګ کې، ځینو الهي احکامو ته بې پروايي، له کفر او شرک سره برابره ده.
د حج پرېښوولو په اړه وايي: وَ لِلّهِ عَلَی النّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطاعَ إِلَیْهِ سَبِیلاً وَ مَنْ کَفَرَ… [12] حج پر هغه واجب دی، چې وس یې لري. په کافي کې راغلي دي: قلت فمن لم یحج منا فقد کفر فقال:لا،لکن من قال:لیس هذا هکذا فقد کفر. [13] ددې روایت له مخې، حج پرېښوول، کفر نه؛ بلکې د حج د وجوب نټه، کفر دی.
د لمونځ نه کولو په اړه رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي:«ما بین المسلم و بین الکافر الا ان یترک الصلاه الفریضه متعمدا»[14]هغه مسلمان د کافر په څېر دی، چې په لوی لاس لمونځ ونکړي.
په دې آیت کې د زکات نه ورکولو په اړه وايي: «وَیْلٌ لِلْمُشْرِکِینَ اَلَّذِینَ لا یُؤْتُونَ الزَّکاهَ» زکات نه ورکول د شرک په څېر دي).
* زکات د اسلامي حکومت بودجه ده او نه ورکول یې د توحیدي نظام په رسمیت نه پېژندل دي، چې د شرک په څېر دی.
پېغامونه:
1-د خورا سختو ځېلونو په باب هم له خپلې موخې مه پر شا کېږئ.(مشرکانو د ګواښنو د عملي کېدو غوښتنه درلوده، «فَاعْمَلْ إِنَّنا عامِلُونَ» الله تعالی وايي: هغوی ته ووایه چې زه مو د سزا پازوال نه یم؛ یوازې د وحې د ابلاغ پازوال یم.( قُلْ إِنَّما أَنَا بَشَرٌ…)
2- د مخالفینو د ځیلي روحیې کمولو لپاره، ګډو ټکیو ته اشاره وکړئ. « أَنَا بَشَرٌ مِثْلُکُمْ »
3- توحید د انبیاوو د بلنې سرټکی دی. «أَنَّما إِلهُکُمْ إِلهٌ واحِدٌ»
4- الله تعالی ایکي یو دی؛ نو پر لار یې پښه ټینګه کړئ. «إِلهُکُمْ إِلهٌ واحِدٌ فَاسْتَقِیمُوا إِلَیْهِ»
5- راتلونکی مو د توحید پر لار په پاینې او تېر مو د الله تعالی درشل ته په استغفار او بښنې غوښتو جبران کړئ. «فَاسْتَقِیمُوا إِلَیْهِ وَ اسْتَغْفِرُوهُ»
6- زکات نه ورکول او بېوزلي له پامه غورځول، د شرک او کفر ترمنځ راغلي دي او خورا خطري چار دی. «وَیْلٌ لِلْمُشْرِکِینَ اَلَّذِینَ لا یُؤْتُونَ الزَّکاهَ وَ هُمْ بِالْآخِرَهِ هُمْ کافِرُونَ»
7- له معاده منکرېدل، د زکات نه ورکولو لامل دی. «لا یُؤْتُونَ الزَّکاهَ وَ هُمْ بِالْآخِرَهِ هُمْ کافِرُونَ»
8- د زکات نه ورکولو سرچینه یا دنیاپالي ده، چې یو ډول شرک دی او یا پر قیامت باور نه درلودل دي، چې کفر دی.«مشرکین- کافِرُونَ»
إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ«8»=په حقيقت كې نېکانو مؤمنانو ته نه پرې کېدونى [= بې منته] اجر دى.
قُلْ أَ إِنَّکُمْ لَتَکْفُرُونَ بِالَّذِی خَلَقَ الْأَرْضَ فِی یَوْمَیْنِ وَ تَجْعَلُونَ لَهُ أَنْداداً ذلِکَ رَبُّ الْعالَمِینَ«9»= ووایه: ايا تاسې له هغه ذاته نټه کوئ، چې ځمکه يې په دوو ورځو (او پړاوونو) کې شته کړه او (له ځانه) په (معبود ګوټیو) سيالانو ورته قايلېږئ؟ چې همدا خو د نړۍ پالونکی دى.
ټکي:
* «مَمْنُونٍ» د پرې شوي یا منت شوي په مانا دی.
*په تېر آیت کې مو ولوستل، چې کفارو په پینځو عبارتونو خپل ځېل اوڅار کړ او ویل یې: پر زړونو مو پردې او غوږونه مو درانه دي او… او په دې آیت کې الله تعالی خپل استازي ته وايي: د سخت زړیو څرګندونو ته پام مه کوه او په پوښتنه کولو او استدلال دې چار پرمخ بیایه. «قُلْ أَ إِنَّکُمْ لَتَکْفُرُونَ»
*په دوو ورځو کې د ځمکې له پنځونه مراد، په دوو پړاوونو او پېرونو کې دی. د آسمانونو، ځمکې، شپې و ورځې، میاشت او کال تر پیدایښت مخکې مراد، ورځ مانا نه درلوده، چې ووایو، چې ځمکه یې په دوو ورځو کې پنځولې ده.
*د الله تعالی ځواک یې په حکمت عملي کېږي. سره له دې چې الله تعالی کولای شي آسمانونه، ځمکه او څه یې چې ترمنځ دي، په یوه اراده وپنځوي او څو ځل یې په «کُنْ فَیَکُونُ»غونډله/ جمله، ددې ځواک خبره کړې؛ خو د آسمانونو او ځمکې پنځون یې په څو پړاوونو کې کړی او دا چار ددې څرګندوی دی، چې ځواک کارول دې له مصلحت سره وي او د پنځون مصلحت یې په څو پړاوونو کې و.
پوښتنه: په اوو ځایونو کې قرآن وايي: پنځون په شپږو ورځو کې و؛ څلور ځایه د ځمکې او آسمانونو د پنځون په اړه [15]درې ځایه د ځمکې، آسمانونو او څه یې چې ترمنځ دي. [16] ؛ البته له دویمنیو درېیو آیتونو پوهېدای شو، چې لومړي آیتونه هم د ځمکې، آسمانونو او څه چې د دوی ترمنځ دي، په اړه دي. دلته پوښتنه اوڅار ده او هغه داچې په دې آیت کې وايي: ځمکه په دوو ورځو کې پنځول شوې ده او په 12 آیت کې وايي: آسمانونه هم په دوو ورځو کې پنځول شوي دي او په ۱۰ آیت کې وايي: ستاسې روزي په څلورو ورځو کې تقدیر شوه، چې ټولټال اته ورځې کېږي او د شپږو ورځو له آیتونو سره ټکر او منافات لري.
ځواب: پنځون او د روزۍ تقدیر سره توپیر لري؛ نو ددې دواړو ټولټال، چې اته ورځې کېږي، سم نه دي؛ بلکې دې آیتونو، د پنځون له شپږو ورځو څخه یوازې څلورو ورځو ته اشاره کړې او دې آیتونو هغو دوو ورځو ته اشاره نه ده کړې، چې په آسمانونو او ځمکه کې د نورو چارو د پنځون په اړه دي.
پېغامونه:
1-د کافرانو د ګواښنې ترڅنګ د مؤمنانو ستاینه هم پکار ده.( وَیْلٌ لِلْمُشْرِکِینَ… إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا…)
2- ایمان او نېکچاري یو له بله جلا نه دي. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»
3- ایمان تر عمل مخکې دی.( «آمَنُوا» تر «عَمِلُوا» مخکې راغلی دی).
4-هغوی چې په دنیا کې بې منته چارې کوي، په جنت کې یې انعام بې منته دی. «لَهُمْ أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ»
5-ستر الله تعالی په جنت کې د ابدي هومره نعمتونو منت نه ږدي.(نو څومره ناوړه ده، چې موږ د یوه کوشني او لنډمهاله احسان په پار منت ږدو). «أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ»
6-د کفارو د بلنې غوره لار، د الهي پېرزوینو ویل دي. (لَتَکْفُرُونَ بِالَّذِی خَلَقَ…)
7-د ځمکې پنځون سوکه سوکه او په دوو پړاوونو کې و. «خَلَقَ الْأَرْضَ فِی یَوْمَیْنِ»
8-څنګه هغه الله تعالی ته پر شرک قایلېږئ، حال داچې هغه د ځمکې په پنځون کې شریک نه درلود. «خَلَقَ الْأَرْضَ فِی یَوْمَیْنِ وَ تَجْعَلُونَ لَهُ أَنْداداً»
9-پنځوونکی هماغه ایکي یو پالونکی دی. خَلَقَ… رَبُّ الْعالَمِینَ
وَ جَعَلَ فِیها رَواسِیَ مِنْ فَوْقِها وَ بارَکَ فِیها وَ قَدَّرَ فِیها أَقْواتَها فِی أَرْبَعَهِ أَیّامٍ سَواءً لِلسّائِلِینَ«10»= او په هغې (ځمكه) كې يې له پاسه درانه ټينګ غرونه مېخ كړل او په هغې كې يې بركت او د غوښتوونكيو د اړتيا هومره خوراك توكي برابر كړل (او دا چارې) په څلورو ورځو (او پړاوونو) كې ترسره شوې.
ثُمَّ اسْتَوی إِلَی السَّماءِ وَ هِیَ دُخانٌ فَقالَ لَها وَ لِلْأَرْضِ ائْتِیا طَوْعاً أَوْ کَرْهاً قالَتا أَتَیْنا طائِعِینَ«11»= بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو (د حال په ژبه) وويل: ((البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.))
ټکي:
* «رَواسِیَ» د «راسیه» جمع او د ټینګو غرونو په مانا دی. «سَواءً» د برابر په مانا او «سَواءً لِلسّائِلِینَ» په دې مانا دی، چې ځواکونه له اړتیاوو سره برابر دي.
«طوع» د رغبت او لېوالتیا په مانا او«کره» د بې رغبتۍ او نالېوالتیا په مانا دی.
* د «اسْتَوی» عبارت چې کله له «علی» توري ترڅنګ راشي، د حکومت او ولکې په مانا دی؛ لکه د «الرَّحْمنُ عَلَی الْعَرْشِ اسْتَوی»[17] آیت؛ خو چې کله د «إِلَی» د توري ترڅنګ راشي؛ نو د پاملرنې او قصد په مانا دی؛ لکه همدا آیت. [18]
* پنځون تکاملي پړاوونه لري:
۱) پنځېدل. «خَلَقَ الْأَرْضَ»
۲) استقرار، ټیکاو او تثبیت. «جَعَلَ فِیها رَواسِیَ»
۳) په ځمکه کې د ګټورو څیزونه ایښوونه. «بارَکَ فِیها»
۴) د ټولو د اړتیاوو تامین. «سَواءً لِلسّائِلِینَ»
* ځمکه او غرونه د برکت سرچینې دي؛ د ځمکې ګټې دادي: د خوراکتوکیو تامین، د بوټیو راټوکېدنه، د اوبو چاڼول، د ګندونو او چټلیو ښخول، یوه دانه پکې وکره، یو وږی درکوي. غرونه هم یو لړ برکتونه لري؛ لکه کانونه، د واورو ساتنه، د ودانیزو ډبرو تامینول، د ځمکې د لړزې مخنیوی، د توپانونو کابو کول او مسافرو ته لارښود نښه او…
* ځینې«أَرْبَعَهِ أَیّامٍ» څلورو فصلونو ته اشاره ګڼي او ویلي یې دي د فصلونو بدلېدل د ځمکمېشتیو د روزۍ په تامین کې ګټور دي.
*پوښتنه: که روزي ټولو ته ده؛ نو دا دومره وږي د څه لپاري دي؟
ځواب: په ابراهیم سورت کې له 32 تر 34 آیتونو پورې الله تعالی وايي: موږ باران درلېږلی او مېوې مو ټوکولي، چې ستاسې رزق شي. بېړۍ، نهرونه، لمر، سپوږمۍ، شپه او ورځ مو دراېل کړي او چې څه تاسې غوښتي، درکړي مو دي او که الهي نعمتونه وشمېرئ، شمېریلای یې نشئ؛ خو نیمګړی سنبالښت- منجمنټ، ناعادلانه ویش، اسراف، تبذیر او ظالمانه چارې، دا بدمرغۍ دروړي او په پای کې وايي: «إِنَّ الْإِنْسانَ لَظَلُومٌ کَفّارٌ»
پېغامونه:
1- د غرونو پنځونه تصادفي چار نه دی؛ بلکې له کړلارې سره وو او موخه لري. «جَعَلَ فِیها رَواسِیَ»
2- د رزق تقدیر او په ځمکه کې د برکتونو ایښودل، د ربوبیت یو چار دی. «رَبُّ الْعالَمِینَ – بارَکَ فِیها – قَدَّرَ فِیها»
3- الله تعالی ټولو هغو موجوداتو ته چې پر ځمکه ژوند کوي، د حکمت له مخې ورته پکار هومره روزي ټاکلې ده. «قَدَّرَ فِیها أَقْواتَها»
4- د روزیو تقدیر زموږ تر پنځون مخکې و. «قَدَّرَ فِیها أَقْواتَها فِی أَرْبَعَهِ أَیّامٍ» موږ نه وو، زموږ غوښتنه نه وه او بې زموږ له ویلو یې پېرزو راباندې کړې ده.
5- ټول ځمکمېشتي، خپلو اړتیاوو پوره کولو ته، یوشان او برابر حق لري. «سَواءً لِلسّائِلِینَ»
6- روزۍ ترلاسه کولو ته دې هڅه وشي.(د «لِلسّائِلِینَ» کلمه د غوښتنې نښه ده او واقعي غوښتنه له هڅې او غورځو پرځو سره ده).
7- ټولو خلکو ته، بسیا او لازم قوت مقدر شوی دی «لِلسّائِلِینَ»
8- په پیل کې آسمانونه د لوګي او غاز په څېر وو. «وَ هِیَ دُخانٌ»
9- په څو تېرو آیتونو کې مو ولوستل: کفارو، رسول الله صلی الله علیه و آله ته ویل: پر زړونو مو پردې او غوږونه مو درانه دي؛ خو دا آیتونه وايي: آسمانونه او ځمکې الهي حکم اوري او خاضعانه اطاعت کوي. «أَتَیْنا طائِعِینَ»
10- هستي شعور لري او خطاب ورته کېږي. «أَتَیْنا طائِعِینَ»
فَقَضاهُنَّ سَبْعَ سَماواتٍ فِی یَوْمَیْنِ وَ أَوحې فِی کُلِّ سَماءٍ أَمْرَها وَ زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا بِمَصابِیحَ وَ حِفْظاً ذلِکَ تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ«12»= نو (الله له لوګي) په دوو ورځو (او پړاوونو) كې اوه اسمانه پوره جوړ كړل او په هر اسمان کې يې د هغه اړوند كار (مناسب تدبير او قانون) وحې كړ او موږ د دنيا اسمان په څراغونو [= ستوريو] وپسوله او خوندي کړ، دا د پوه ځواکمن الله سنجونه او سنبالنه ده.
ټکي:
* که څه الله تعالی کولای شول، په یوې ارادې هر څه وپنځوي؛ خو د حکمت غوښتنه یې وه، چې آسمانونه په دوو پړاوونو او پېرونو کې وپنځوي.
*په دې آیت کې ستوري په څو نامو اوڅار شوي:
د آسمان ښکلا.«زینه»
د آسمانونو ساتنه. «حِفْظاً»
د آسمان څراغ. «بِمَصابِیحَ»
*په صافات سورت کې لولو: «إِنّا زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا بِزِینَهٍ الْکَواکِبِ وَ حِفْظاً مِنْ کُلِّ شَیْطانٍ مارِدٍ لا یَسَّمَّعُونَ إِلَی الْمَلَإِ الْأَعْلی وَ یُقْذَفُونَ مِنْ کُلِّ جانِبٍ دُحُوراً وَ لَهُمْ عَذابٌ واصِبٌ»[19]
رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: اهل بیت مې ځمکمېشتو ته امانوزلې دي؛ لکه څنګه چې ستوري آسمان مېشتو ته امانوزلې دي.[20]
پېغامونه:
1- الله تعالی آسمان اووه پوړه کړی دی. «فَقَضاهُنَّ سَبْعَ سَماواتٍ»
2- الهي ځواک ته، د ځمکې پنځون او د اووګونو اسمانونو پنځون توپیر نه لري. دواړه یې په دوو پړاوونو کې وپنځول.( فَقَضاهُنَّ… فِی یَوْمَیْنِ)
3-سره له دې چې په هر آسمان کې ځانګړې ځانګړنه ده؛ خو ټول په یوې سرچینې پورې تړلي دي.( أَوحې…)
4-هر آسمان خپله کړلار لري.( «أَمْرَها»؛ یعنې په هر آسمان پورې اړوند چارې)
5-څومره ستوري چې ګورو او روسته به رابرسېرېږي، د لاندېني آسمان ښکلا ده او موږ له نورو اسمانونو خبر نه لرو. «زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا بِمَصابِیحَ»
6- ستوري د آسمانونو ساتونکي دي. «حِفْظاً»
7-الهي مقدراتو ته څوک لاسرسی نه لري. «تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ»
8-هستي د الهي علم او ځواک ښکارندوی ده. «ذلِکَ تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»
9-الهي مقدرات حکیمانه او عادلانه دي. «ذلِکَ تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنْذَرْتُکُمْ صاعِقَهً مِثْلَ صاعِقَهِ عادٍ وَ ثَمُودَ«13» = نو كه دوی مخ واړاوه؛ نو ووايه: ((د عاد او ثمود د تندر په څېر مو په یوه تندر وېروم!))
إِذْ جاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَیْنِ أَیْدِیهِمْ وَ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلاّ تَعْبُدُوا إِلاَّ اللّهَ قالُوا لَوْ شاءَ رَبُّنا لَأَنْزَلَ مَلائِکَهً فَإِنّا بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ«14»=چې کله دوی ته استازي له وړاندې روسته (او له هرې خوا) ورغلل (او راويې بلل) چې يوازې “الله” ولمانځئ، و يې ويل: (( كه زموږ پالونكي غوښتاى (چې استازي راولېږي؛نو) هرومرو به يې پرښتې رالېږلې واى؛ نو موږ ستا رسالت نه منو.))
ټکي:
*پېغمبرانو ته د کفارو او مشرکانو یوه پلمه دا وه، چې ویل یې: که الله غوښتای چې موږ ښیون کړي؛ نو یوه پرښته به یې استازې رالېږلې وه؛ نه داچې زموږ په څېر یې یو پېغمبر راټاکلی دی.
حال دا، پېغمبر باید زموږ له خپل جنسه وي، چې زموږ د ژوند بېلګه وي او زموږ اړتیاوې درک کړي.
پېغامونه:
1-الهي مشران دې، د خلکو د کږلاريو وړاندوینه وکړي او د درملنې په فکر کې یې وي.«فَإِنْ أَعْرَضُوا»
2-د کبرجن سمونې ته، ګواښل اړین دي. «أَنْذَرْتُکُمْ»
3- انبیاوو چې هر زېری او ګواښ کاوه، د الله تعالی له لوري و. «فَقُلْ أَنْذَرْتُکُمْ»
4-ټولې سزاوې په قیامت کې نه دي.( مِثْلَ صاعِقَهِ عادٍ…)
5-تاریخ ثابت قوانین لري.( صاعِقَهً مِثْلَ صاعِقَهِ عادٍ…)
6-الهي قهر تر اتمام حجت روسته دی. «إِذْ جاءَتْهُمُ الرُّسُلُ»
7- پېغمبران او د یني مبلغان دې په ټولنه کې کارنده شتون ولري او هراړخیزې هڅې وکړي. «إِذْ جاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَیْنِ أَیْدِیهِمْ وَ مِنْ خَلْفِهِمْ»
8-د پرلپسې پېغمبرانو راتګ، د خلکو ښیون ته د الله تعالی ځانګړی پام ښيي.( مِنْ بَیْنِ أَیْدِیهِمْ…)
9-د انبیاوو د بلنې سرټکی، توحید ته بلنه ده. «أَلاّ تَعْبُدُوا إِلاَّ اللّهَ»
10- هر کبرجن خپلې کږلارۍ ته پلمه او مخونه درلوده.( لَوْ شاءَ رَبُّنا…)
11-له انبیاوو سره خورا سخت مخالفتونه کېدل.(په «فَإِنّا بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ» غونډله/ جمله کې ډول ډول ټینګارونه کارېدلي دي).
12-د کفارو مخالفت، له الهي ښوونځي سره و، نه پخپله له پېغمبر اکرم سره. «بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ»
فَأَمّا عادٌ فَاسْتَکْبَرُوا فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ قالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنّا قُوَّهً أَ وَ لَمْ یَرَوْا أَنَّ اللّهَ الَّذِی خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ کانُوا بِآیاتِنا یَجْحَدُونَ«15»=خو د عاد قوم په ناحقه په ځمكه کې لويي وكړه، ويل يې: ((څوك تر موږ ډېر زورور دى؟)) ايا نه پوهېدل، هغه الله ترې ډېر زورور دی، چې دوی یې پيدا كړي؟ او (ددې ګومان له لامله يې) تل زموږ له آيتونو انکار کاوه.
ټکي:
* عاد قوم د جزیرة العرب په سوېل کې وسېده، پیاوړي او جنګیالي وګړي وو او دنګې دنګې ودانۍ او کلاوې یې درلودې او دا چارې یې د کبر لامل شوې.[21]
*ځواک که له الله تعالی وګڼو او الله تعالی ته یې وغواړو؛ نو ارزښت لري.
حضرت لوط، له فساده د خلکو ژغورنې ته له الله تعالی ځواک غوښته. «لَوْ أَنَّ لِی بِکُمْ قُوَّهً»[22]
اسلام خلکو ته سپارښتنه کوي، چې دښمن ډارولو ته هر ډول ځواک چمتو کړئ. «وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّهٍ»[23]؛ خو که ځواک د غرور او کبر وزله شوه؛ نو پایله به یې د عاد قوم وي.
پېغامونه:
1- په تبلیغي مبارزه کې، د کلیاتو او ټولیزوالي تر ویلو روسته، د مطالبو شرح (هم) لازم ده. (فَأَمّا عادٌ…)
2- د تاریخ په نقل کې یوازې هغه څه ته پام وکړئ، چې د عبرت تومنه ده. (قرآن د عاد قوم په اړه د شمېر او ټبر خبره نه ده کړې). (فَأَمّا عادٌ…)
3- کبر د هلاکت تومنه ده.( صاعِقَهِ عادٍ… فَاسْتَکْبَرُوا)
4- د قهار او برلاسی الله په مقابل کې د کمزوري انسان کبر، بیخي بېځایه چار دی. (فَاسْتَکْبَرُوا… بِغَیْرِ الْحَقِّ)
5- د کبر انګېزه، پر ځواک غره کېدل او د سیال نه درلودل دي. «مَنْ أَشَدُّ مِنّا قُوَّهً»
6- د ځان ستر ګڼلو درملنه، الهي ځواک ته پاملرنه ده. (مَنْ أَشَدُّ مِنّا قُوَّهً…اَلَّذِی خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ)
7- ځواک د حقانیت نښه نه ده. (مَنْ أَشَدُّ مِنّا قُوَّهً…)
8- خپل پنځون، د جنیني پېر او ماشومتوب کمزوریو او د نن اړتیاوو ته کتل، انسان له کبره لرې کوي. «الَّذِی خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ»
9- هغه لامل چې کفار یې ورک کړل، کفر او ځېل ته د دوی د پښې ټینګول وو. «کانُوا – یَجْحَدُونَ»
فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ رِیحاً صَرْصَراً فِی أَیّامٍ نَحِساتٍ لِنُذِیقَهُمْ عَذابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ لَعَذابُ الْآخِرَهِ أَخْزی وَ هُمْ لا یُنْصَرُونَ«16»=نو موږ په څو سپېرو ورځو كې سړه او سخته توپاني سیلۍ پرې وروالوځوله، چې په دنيا كې د رسوا کوونکي عذاب خوند وروڅكو! او اخروي عذاب خو ډېر رسوا كوونكى دى او مرسته به ورسره ونشي.
ټکي:
* په«حاقه» سورت کې تر ۶ آیت روسته، د عاد قوم په اړه وايي: عاد قوم په یوه سوړ او زهرجن باد هلاک شو، چې اووه شپې او اته ورځې پرې ولګېد او د کجورې د ونې د ډډ په څېر پر ځمکه راپرېوتل.
پېغامونه:
1- د طبیعت عوامل، د الهي احکامو پلي کوونکي دي. «فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ رِیحاً»
2- د الهي عذاب لامل، د خلکو خپلې کړنې دي. «کانُوا بِآیاتِنا یَجْحَدُونَ – فَأَرْسَلْنا»
3- د الله تعالی په اراده، د باد رغوونکې ونډه په سوځوونکې ونډه بدلېږي. «رِیحاً صَرْصَراً»
4- الهي قهر، کله په یوه شېبه کې یو قوم له منځه وړي او کله سوکه سوکه او په څو شواروزو کې. «فِی أَیّامٍ»
5- ښې او بدې پېښې چې په ورځ یا شپه کې پېښېږي، هغه ورځې او شپې په مبارکو او سپېرو ویشي. «أَیّامٍ نَحِساتٍ»
6- د آخرت په پرتله، د دنیا تراخه د څکلو هومره دي. «لِنُذِیقَهُمْ»
7- د کبر پایله، ذلت او خواري ده.( فَاسْتَکْبَرُوا… عَذابَ الْخِزْیِ)
8- هغوی چې په «إِنّا بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ» [24] شعار د انبیاوو سپکاوی کوي، په دنیا او آخرت کې به خوار شي. «الْخِزْیِ – أَخْزی»
وَ أَمّا ثَمُودُ فَهَدَیْناهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمی عَلَی الْهُدی فَأَخَذَتْهُمْ صاعِقَهُ الْعَذابِ الْهُونِ بِما کانُوا یَکْسِبُونَ«17»=او د ثمود (قوم)؛ نو موږ سمه لار ور وښووله؛ خو د سمې لارې پر ځاى يې (د بېلارۍ) ړوندتوب غوره كړ؛ نو ځكه د خپلو كړنو له لامله د رسواګر عذاب تندر پرې ورپرېووت؛
وَ نَجَّیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا وَ کانُوا یَتَّقُونَ«18»= او موږ متقي مؤمنان وژغول.
ټکي:
* د ثمود قوم پېغمبر، صالح علیه السلام و. هغوی د مدینې او شام ترمنځ (وادي القری) ژوند کاوه او د بزګرۍ شونتیاوې او پیاوړی بدني ځواک یې درلود.
*ځینو آیتونو، د ثمود قوم هلاکت په تالنده او ځینوپه زلزله ویلی، چې کېدای شي، یوځای وي. «صاعِقَهُ الْعَذابِ»
پېغامونه:
1- تاریخ د عبرت غوره زده کړه ده.( وَ أَمّا ثَمُودُ…)
2- د خلکو ښیون یو الهي قانون دی. «فَهَدَیْناهُمْ»
3- د ځینې انسانانو کفر، بې فکره، بې سوچه، بې دلیله او په بیړه دی.( فَاسْتَحَبُّوا…)( «فاء» توری، په کفر کې د بیړې نښه ده.)
4- انسان آزاد او ټاکونکی دی.( فَاسْتَحَبُّوا الْعَمی عَلَی الْهُدی…)
5- کفر پر زړه ړوندوالی دی. «الْعَمی»
6- په کفر کې د بیړې پایله، په عذاب کې بیړه ده.( فَاسْتَحَبُّوا… فَأَخَذَتْهُمْ)
7- الله تعالی تر عذاب مخکې غاړه خلاصوي. (فَهَدَیْناهُمْ… فَأَخَذَتْهُمْ)
8- چې انبیاء دې سپک کړل، په قیامت کې به سپک شې. «الْعَذابِ الْهُونِ»
9- تر غفلت او کفر بدتر یې دوام دی.( کانُوا…)
10- د الله عذاب یا پېرزوینه، د انسان په کړنو پورې اړه لري. «یَکْسِبُونَ»
11- ایمان او تقوا د خلاصون خواله ده. «وَ نَجَّیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا وَ کانُوا یَتَّقُونَ»
12- ایمان تجدید او له سره کېدو ته اړتیا نه لري؛ خو تقوا په هره شېبه کې او هر فکر، عمل او هوډ ته پکار ده.( «آمَنُوا» ماضي؛ خو «یَتَّقُونَ» مضارع راغلې ده)
وَ یَوْمَ یُحْشَرُ أَعْداءُ اللّهِ إِلَی النّارِ فَهُمْ یُوزَعُونَ«19»=او هغه ورځ (درياده كړه)، چې د الله غلیمان اور (دوزخ) ته ورغونډ كړاى شي؛ نو دوی په لیکه لیکه ورشړي؛
حَتّی إِذا ما جاؤُها شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَ أَبْصارُهُمْ وَ جُلُودُهُمْ بِما کانُوا یَعْمَلُونَ«20»=چې هلته ورشي (؛ نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به د دوی پر كړنو ګواهي لي.
ټکي:
* «یُوزَعُونَ» د بندي کېدو په مانا دی؛ یعنې لومړی تن یې ترهغه پورې ساتي او بندي کوي، چې روستی یې راورسي، بیا یې د دوزخ پر لوري روانوي او ویشل کېږي.
پېغامونه:
1-د قیامت د صحنو بیابیا ویل، د خبرداري او روزنې لامل دی.(قرآن، پېغمبر ته دنده ورکوي، چې دغه ورځ خلکو ته وریاده کړي) (وَ یَوْمَ…)
2-هغوی د دوزخ پر لوري ورروانېږي، چې له الله تعالی او دین سره یې دښمني جوته شوې وي. «یُحْشَرُ أَعْداءُ اللّهِ إِلَی النّارِ»
3- انسان په کفر او ځېل ، د الله تعالی دښمنېږي. «أَعْداءُ اللّهِ»
4- کفار د دنیوي عذاب پر څکلو سربېره، په اخروي عذاب هم اخته کېږي.(یُحْشَرُ… إِلَی النّارِ)
5-دوزخیان د دوزخ پر لوري په لار کې تښتېدای او خپرېدای نشي. «یُوزَعُونَ»
6-د بدن غړي د انسان له کړنو خبر دي؛ ځکه که خبر او پوه پرې نه وي؛ نو په قیامت کې ګواهي نشي ورکولای.( شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ…)
7- معاد بدني دی. «سَمْعُهُمْ وَ أَبْصارُهُمْ»
وَ قالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَیْنا قالُوا أَنْطَقَنَا اللّهُ الَّذِی أَنْطَقَ کُلَّ شَیْءٍ وَ هُوَ خَلَقَکُمْ أَوَّلَ مَرَّهٍ وَ إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ«21»=او د خپل (بدن) پوټكيو ته وايي: ((ولې تاسې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: ((هغه الله پر خبرو راوستوو، چې هر شى په خبرو راولي او هماغه پر ړومبي ځل پيدا كړي یاست او يوازې هغه ته ورستنېږئ.))
ټکي:
* په قیامت کې،ګواهان بېلابېل دي؛ لکه: الله تعالی، انبیاء، ځمکه، وخت، پرښتې، د بدن غړي او….، چې هر یو یې په روایت کې راغلي دي.
روز محشر هر نهان پیدا شود
هم ز خود هر مجرمی رسوا شود
دست گوید من چنان دزدیده ام
لب بگوید من چنان بوسیده ام
چشم گوید غمزه کردستم حرام
گوش هم بشنیده ام سوء الکلام
[ د محشر پر ورځ هر پټ ښکاره کېږي او هر مجرم په خپله سزا رسوا کېږي، لاس وايي چې ما دغسې غلا وکړه، شونډې وايي چې دغسې مې موچې واخیسته، سترګه وايي چې د سترګک له لاسه مې په حرامو لاس پورې کړ او غوږ هم منښته کوي چې بده خبره مې واورېده]
* هستي یو ډول منطق لري. «أَنْطَقَ کُلَّ شَیْءٍ» الله تعالی د دوزخ په اړه وايي: «تَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِیدٍ» [25] دوزخ وايي: بیا هم کوم مجرم لرئ؟ او د ځمکې او آسمانونو په اړه وايي:«قالَتا أَتَیْنا طائِعِینَ[26]موږ په لېوالتیا ستا پر لوري دردرومو.
نطق آب و نطق خاک و نطق گل
هست محسوس حواس اهل دل
جمله ذرّات زمین و آسمان
با تو می گویند روزان و شبان
ما سمیعیم و بصیریم و هُشیم
با شما نامحرمان ما خامشیم
[باطنیانو ته د اوبو، خاورې او خټې هر څه محسوس دي، د ځمکې او اسمان ټولې ذرې شپه ورځ درته وايي، چې موږ اورېدني، لیدوني او هوښیار یو، خو له تاسې ظاهروینو سره خاموش او چوپه خوله یوو]
پېغامونه:
1- قیامت له ځان سره د انسان د شخړې صحنه ده. «وَ قالُوا لِجُلُودِهِمْ»
2- شونې ده د هغو ګناهونو رسوايي ډېره وي، چې په پوټکي شوي وي.( «وَ قالُوا لِجُلُودِهِمْ» و یې نه ویل: قالوا لا بصائرهم و…)
3- په قیامت کې، د انسان د غړیو ګواهي د انسان پر خلاف او په ګټه یې نه ده.(په قرآن کې چې چېرته د بدن د غړیو خبره ده، په ګناهونو پورې اړوند ده).«لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَیْنا»
4- کفار د ګناه آر مني؛ خو له دې خپه کېږي، چې د خپل بدن غړي پرې ګواهي وايي. «لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَیْنا»
5-ګواهي ورکول او خبرې کول، د انسان پر کړنو د غړیو پوهه ده.«أَنْطَقَنَا اللّهُ»
6-هغه چې د پنځولو ځواک لري، په خبرو د راوستو ځواک هم لري. «أَنْطَقَ کُلَّ شَیْءٍ وَ هُوَ خَلَقَکُمْ»
7-لومړی پنځون، د معاد شونتیا ته غوره دلیل دی. «خَلَقَکُمْ أَوَّلَ مَرَّهٍ وَ إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»
وَ ما کُنْتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ یَشْهَدَ عَلَیْکُمْ سَمْعُکُمْ وَ لا أَبْصارُکُمْ وَ لا جُلُودُکُمْ وَ لکِنْ ظَنَنْتُمْ أَنَّ اللّهَ لا یَعْلَمُ کَثِیراً مِمّا تَعْمَلُونَ«22»= او تاسې چې (خپل ګناهونه) پټول، (نه مو انګېرله) چې ګنې غوږونه، سترګې او پوټکي به مو راباندې ګواهي ورکوي؛ بلکې (له دې لامله وو، چې) ګومان مو کاوه؛ الله ستاسې له ډېرو (پټو) چارو ناخبره دى.
وَ ذلِکُمْ ظَنُّکُمُ الَّذِی ظَنَنْتُمْ بِرَبِّکُمْ أَرْداکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ مِنَ الْخاسِرِینَ«23»= او همدا ستاسې (بد) ګومان و، چې پر خپل پالونكي مو درلود، چې هلاك یې كړئ او له زيانکارانو شوئ.
پېغامونه:
1- مجرمان د بدن د غړیو له ګواهۍ غافل دي؛ نوځکه ډاډه ګناه کوي.( وَ ما کُنْتُمْ تَسْتَتِرُونَ…)
2-په دنیا کې د بدن د غړیو شهادت او په قیامت کې یې ګواهي، د پټېدو او پکې د شک خبره نه ده،که څه مجرمان له دې مسلې غافل دي.( وَ ما کُنْتُمْ تَسْتَتِرُونَ…)
3-پردې ایمان چې موږ د الله تعالی په محضر کې یو، د انسان د ښیون او ودې غوره لامل دی. «ظَنَنْتُمْ أَنَّ اللّهَ لا یَعْلَمُ کَثِیراً مِمّا تَعْمَلُونَ»
4- په استدلال او له الله تعالی په مرستې غوښتو مو ګروهې پیاوړې او رڼې کړئ او پر الله تعالی ناوړګوماني مه کوئ. «ظَنَنْتُمْ بِرَبِّکُمْ»
5-پر هغه چا ناوړګوماني خورا رټلی او کږلی چار دی، چې تر پالندوینې لاندې یې یو. «ظَنَنْتُمْ بِرَبِّکُمْ»
6-د الله تعالی په اړه ناسم لید، د تاوانونو او د انسان د پرېوتو لامل دی.(ظَنَنْتُمْ… أَرْداکُمْ)
7-په ګروهیزو چار کې ګومان ارزښت نه لري. «ظَنَنْتُمْ بِرَبِّکُمْ أَرْداکُمْ»
فَإِنْ یَصْبِرُوا فَالنّارُ مَثْویً لَهُمْ وَ إِنْ یَسْتَعْتِبُوا فَما هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِینَ«24»= نو كه دوی زغم وكړي (يا يې و نه كړي؛) نو دوزخ يې هستوګنځى دى او كه بښنه وغواړي؛ نو و به نه بښل شي.
ټکي:
* «مَثْویً» تلپاتې هستوګنځي ته وايي او «یَسْتَعْتِبُوا» له «استیعاب» اخستل شوی او د خوښۍ او بښنې غوښتو په مانا دی.
پېغامونه:
1- صبر او چغې سورې د دوزخي کفارو لپاره ګټه نه لري. «یَصْبِرُوا – یَسْتَعْتِبُوا»
2- توبه او بښنه غوښتنه یوازې په دنیا کې چارسازي دي. «فَما هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِینَ»
3- په قیامت کې، ځینې خلک بښل کېږي او ځینې نه.«فَما هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِینَ»
وَ قَیَّضْنا لَهُمْ قُرَناءَ فَزَیَّنُوا لَهُمْ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ وَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِی أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ إِنَّهُمْ کانُوا خاسِرِینَ«25»=او موږ داسې (بدخويه) ملګري پرې ګومارلي ول، چې وړاندې روسته هر څه یې ورښايسته كړي ول او په اړه يې الهي حکم عملي شو او د پېريانو او انسانانو د ورکلاریو شويو قومونو پر برخليك اخته شول، چې مخکې ترې تېر شوي ول (؛ځكه) چې دوى زيانمن وو.
ټکي:
* «قَیَّضْنا» د رانغاړلو او پوښښ په مانا دی. د هګۍ له پاسه پوټکي ته قیض ویل کېږي.
«قُرَناءَ» د قرین جمع او د همناستي /ملګري په مانا دی.
پېغامونه:
1-فاسد دوستان، د انسان اند او وګړه پوښي. «قَیَّضْنا لَهُمْ قُرَناءَ»
2-ناوړه دوست او ملګری، یوه الهي سزا ده. «قَیَّضْنا لَهُمْ قُرَناءَ»»
3-ناوړه دوست، د شیطان په څېر د انسان ناوړتیاوې، ښکلې برېښوي. «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ أَعْمالَهُمْ» [27]، «فَزَیَّنُوا لَهُمْ»
4-کږلاري، د انسان له طبیعي او غریزي غوښتنو ناوړګټنه کوي.(انسان فطرتاً له ښکلا او ښېګڼو سره مینه لري؛ اغفالوونکي له دې چاره ناوړګټنه کوي او ناوړه چارې، ښکلې دربرېښوي، چې انسان یې په اسانۍ ومني.) «فَزَیَّنُوا لَهُمْ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ»
5-د تېرو ګناهونو د ښکلي لیدو پایله به دا شي، چې انسان ترې توبه ونکړي.«ما خَلْفَهُمْ» او د نن کړنو د ښو لیدو پایله داده، چې انسان خپلو کږو اندونو ته هیلمن ووسي. «فَزَیَّنُوا لَهُمْ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ»
6- انسان گام په گام پرېوځي؛ لومړی فاسد دوستان، ناوړچارې ښکلې وربرېښوي او ورپسې د الهي عذاب وړ شي. «حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ»
7-ګواښنه، خبرداری او سزا یو همېشنی الهي قانون دی. «حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِی أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ»
8-پېری یو مکلف او ټاکونکی موجود دی، چې د انسان په څېر مړینه لري او پر الهي عذاب قهر اخته کېږي. «خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ»
9-ناوړه ملګری د انسان په تاوان دی.( لَهُمْ قُرَناءَ… إِنَّهُمْ کانُوا خاسِرِینَ)
وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ وَ الْغَوْا فِیهِ لَعَلَّکُمْ تَغْلِبُونَ«26»=او كافران وايي: ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ.))
فَلَنُذِیقَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا عَذاباً شَدِیداً وَ لَنَجْزِیَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِی کانُوا یَعْمَلُونَ«27»=نو موږ هرومرو پر كافرانو سخت عذاب ورڅكو او هرومرو د دوی د ډېرو ناوړه كړنو له مخې سزا وركوو.
ذلِکَ جَزاءُ أَعْداءِ اللّهِ النّارُ لَهُمْ فِیها دارُ الْخُلْدِ جَزاءً بِما کانُوا بِآیاتِنا یَجْحَدُونَ«28»=دا اور د الله د دښمنانو سزا ده (چې) پکې به تلمېشتي وي زموږ له نښو یې چې انکار کاوه دا یې سزا.
ټکي:
* د «وَ الْغَوْا فِیهِ» جمله؛ یعنې په هره چټي خبره یا کړنه؛ لکه په شپېلي وهلو، چکچکو، شخړو، ګړپړ، شورزوږ، افسانې جوړولو، په اړنګ رامنځ ته کولو او بېځایه پوښتنو، د حق مسیر کوږ کړئ.
پېغامونه:
1-تل د دین پرخلاف ناوړه تبلیغات وو. «قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لا تَسْمَعُوا»
2-هغه چې منطقي خبره نه لري، خلک هم د منطقي خبرې له اورېدو منع کوي.( لا تَسْمَعُوا…)
3-قرآن ته غوږ ایښودل، ځانګړې جاذبه او اغېزمني لري، چې دښمنان ترې ډارېږي. «لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ»
4- پېغمبراکرم تل پر تبلیغ بوخت و او کفار په دې کار کړېدل.«لا تَسْمَعُوا»
5-دښمن هم خلک د قرآن له اورېدو منع کوي او هم ورسره د مبارزې لپاره له چټیاتو ګټنه کوي.( لا تَسْمَعُوا… وَ الْغَوْا)
6-چټیات د کفارو کاروزلې دي. «وَ الْغَوْا فِیهِ»
7-د حق کلام د خپرېدو پر لار پرازيټ خورول د کفارو چار دی. «وَ الْغَوْا فِیهِ»
8-دښمنان د بري په احتمال په کار لاس پورې کوي. «لَعَلَّکُمْ»
9- دښمن تل خپلو یارانو ته د بري زېری ورکوي. «تَغْلِبُونَ»
10-د هغو وګړیو سزا ډېره سخته ده، چې د قرآن پرخلاف ناوړه تبلیغات کوي، خلک یې له اورېدو منع کوي او د چټیاتو ویلو امر ورته کوي.( د «فَلَنُذِیقَنَّ و لَنَجْزِیَنَّهُمْ» غونډلو/ جملو په پیل کې د لام توری او په پای کې د نون توری او د «شدید» کلمه د خورا سخت عذاب د ډول ښکارندوی دی).
11- د کافرانو چټیات ویل او د حق پر لار خنډونه جوړول، تر کفره یې بدتر او د دوی د سزا بنسټ دی.(لَنَجْزِیَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِی…)
12-د قرآن دښمن، د الله دښمن دی. «ذلِکَ جَزاءُ أَعْداءِ اللّهِ»
13-د آګاهانه او همېشني انکار سزا، همېشنی دوزخ دی. «لَهُمْ فِیها دارُ الْخُلْدِ جَزاءً بِما کانُوا بِآیاتِنا یَجْحَدُونَ»
وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا رَبَّنا أَرِنَا الَّذَیْنِ أَضَلاّنا مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ نَجْعَلْهُما تَحْتَ أَقْدامِنا لِیَکُونا مِنَ الْأَسْفَلِینَ«29»= او كافران (چې عذاب وويني؛ نو) وايي: پالونكيه! ((د پېريانو او انسانانو هغه دوه ډلې راوښيه، چې موږ یې بېلارې كړي وو، چې لتاړ یې كړو، چې ډېر ذليل او خوار شي.))
پېغامونه:
1- کفار په قیامت کې، د خپلو ورکلاروونکیو لاملونو د پېژندو غوښتونکي دي، چې غچ ترې واخلي. «رَبَّنا أَرِنَا»
2- کفر، ضلالت او ورکلاري ده. (قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا… أَضَلاّنا)
3- کفار په قیامت کې، خپله پړه پر بل اچوي. «أَضَلاّنا»
4- پېری او انسان د بشر په کږلارۍ کې ونډه لري. «أَضَلاّنا مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ»
5- هغه ورکلاروونکي مشران، چې په دنیا کې د نورو پر سرسترګې وې، په قیامت کې یې لارویان هیله کوي، چې تر پښو لاندې یې وي. «نَجْعَلْهُما تَحْتَ أَقْدامِنا»
إِنَّ الَّذِینَ قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَهُ أَلاّ تَخافُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَبْشِرُوا بِالْجَنَّهِ الَّتِی کُنْتُمْ تُوعَدُونَ«30»= په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پرښتې پرې وركوزېږي (او ورته وايي): ((مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او په هغه جنت خوشحاله شئ، چې ژمنه یې درسره شوې وه!
ټکي:
*مؤمنانو ته د پرښتو څرګند راتلل، په آل عمران سورت ۱۲۵ آیت کې لولو: «بَلی إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا وَ یَأْتُوکُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هذا یُمْدِدْکُمْ رَبُّکُمْ بِخَمْسَهِ آلافٍ مِنَ الْمَلائِکَهِ مُسَوِّمِینَ»= هو! (نن هم) كه زغم ولرئ او تقوا غوره كړئ او دښمن همدا اوس بريد درباندې وكړي؛ نو الله به په پینځو زرو نښانمنو پرښتو مرسته درسره وكړي.
* دې آیت ته ورته په احقاف سورت ۱۳ او ۱۴ آیت کې لولو: «إِنَّ الَّذِینَ قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا فَلا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لا هُمْ یَحْزَنُونَ أُولئِکَ أَصْحابُ الْجَنَّهِ خالِدِینَ فِیها جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ» = په رښتینه کې هغوى چې وايي: ((الله مو پالونكى دى.)) بيا ټينګ پرې درېږي؛ نو هېڅ وېره پرې نشته او نه به غمجن شي. دوى جنتيان دي، چې د خپلو کړنو په بدل کې پکې تلمېشتي دي.
پېغامونه:
1-څه چې ایمان غوښتي او پایلې ته یې رسوي، څوار/مقاومت دی، ګنې ډېر مؤمنان دي، چې پایله یې ناوړه شوه. «قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا»
2- څوار/ استقامت د ایمان ترڅنګ ارزښت دی؛ ګنې کفارو هم خپلو باطلو ته پښه ټينګه کړې ده. «قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا»
3-ډېری د الله تعالی خالقیت مني؛ خو په چار سمبالنه کې نور هم ورشریکوي؛ مهمه داده، چې انسان د الله تعالی پر ربوبیت مقاومت وکړي؛ یعنې د غیرالله یوه کړلار او قانون هم و نه مني. «رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا»
4-اوږدمهاله څوار ارزښتمن دی. «ثُمَّ اسْتَقامُوا» (د «ثُمَّ» کلمه د اوږومهال لپاره دی)
5-انسان د ایمان او مقاومت له لامله، پرښتې ځان ته راجذبوي. «تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَهُ»
6-پرښتې، بې له پېغمبرانو پر نورو هم ورنازلېږي. «تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَهُ»
7- پر صبرناکو مؤمنانو پرښتې ورنازلېږي. «تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَهُ» او پر ګناهکارنو، شیاطین. «هَلْ أُنَبِّئُکُمْ عَلی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیاطِینُ تَنَزَّلُ عَلی کُلِّ أَفّاکٍ أَثِیمٍ» [29]
8-په حق لار کې زغم، هم له راتلونکې وېره له منځه وړي. «أَلاّ تَخافُوا» او هم په تېرو پښېماني. «لا تَحْزَنُوا»
9-ترټولو غوره آسماني ډالۍ، چې پرښتې یې زغمناکو مؤمنانو ته راکوزوي، روحي او اروايي ډاډ او هوساینه ده. «أَلاّ تَخافُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَبْشِرُوا»
نَحْنُ أَوْلِیاؤُکُمْ فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ فِی الْآخِرَهِ وَ لَکُمْ فِیها ما تَشْتَهِی أَنْفُسُکُمْ وَ لَکُمْ فِیها ما تَدَّعُونَ«31»=موږ د دنيا په ژوند او اخرت كې ستاسې مرستندوى (او دوستان) يو او څه چې وغواړئ او هيله يې وکړئ، هلته درچمتو دي.
نُزُلاً مِنْ غَفُورٍ رَحِیمٍ«32»= (دا) د خورا بښونكي او لورين (الله) له لوري (لومړنۍ) مېلمستيا ده.))
ټکي:
* «نزل» هغه څه ته ویل کېږي، چې د مېلمو له راتلو سره سم یې مېلمستیا پرې کېږي.
پېغامونه:
1- زغمناک مؤمن، آسماني دوستان لري. «نَحْنُ أَوْلِیاؤُکُمْ فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا»
2-د پرښتو ملاتړ ته پاملرنه، د مؤمنانو اندېښنه لرې کوي.«أَلاّ تَخافُوا وَ لا تَحْزَنُوا.. نَحْنُ أَوْلِیاؤُکُمْ»
3- په جنت کې د انسان ټولې غوښتنې پورې کېږي او لاسرس وړ دي. (وَ لَکُمْ فِیها ما تَشْتَهِی…)
4- په جنت کې هم توکیز خوندونه تامینېږي «تَشْتَهِی أَنْفُسُکُمْ» او هم مانیزې غوښتنې. «ما تَدَّعُونَ» او په بل ځای کې وايي: ((دَعْواهُمْ فِیها سُبْحانَکَ اللّهُمَّ… وَ آخِرُ دَعْواهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ[30]))
5-ټول جنتي نعمتونه، د الهي پېرزوینو یو ګوټ دی. «نُزُلاً»
6-الهي پېرزوینې یې له بښنې او پېرزوینو راولاړې دي (نه چې الله تعالی د انسان پورړوی دی).«نُزُلاً مِنْ غَفُورٍ رَحِیمٍ»
وَ مَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعا إِلَی اللّهِ وَ عَمِلَ صالِحاً وَ قالَ إِنَّنِی مِنَ الْمُسْلِمِینَ«33»= او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او وایي: ((زه له مسلمانانو يم ؟!))
ټکي:
* الله تعالی په زمر سورت ۱۸ آیت کې خلکو ته سپارښتنه کوي، چې خبرې ته غوږ ږدئ او له غورې یې لاروي وکړئ؛ دا آیت، غوره خبره، الله تعالی ته بلنه ګڼي؛ نو پردې بنسټ، خلک دنده لري، چې په خبرو کوونکیو کې د هغه په خبرو پسې وي، چې روح یې الله تعالی ته تسلیم، کړنې یې نېکې او بلنه یې د الله تعالی لوري ته وي.
پېغامونه:
1-د دین تبلیغ غوره خبره ده او انبیاء د هستۍ غوره ویاندان دي. (وَ مَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً…)
2-غوره خبره هغه نه ده، چې خورا علمي او خورا خوږه وي؛ بلکې هغه ده، چې خلک الله تعالی ته وروبولي او موخه ولري. «دَعا إِلَی اللّهِ»
3-هغه خبره ارزښت لري، چې ویاند یې عمل والا وي. «دَعا إِلَی اللّهِ وَ عَمِلَ صالِحاً» (بې عمله ویاند سخت رټل کېږي. «لِمَ تَقُولُونَ ما لا تَفْعَلُونَ» [31]، «أَ تَأْمُرُونَ النّاسَ بِالْبِرِّ وَ تَنْسَوْنَ أَنْفُسَکُمْ» [32]
4-هغه بلنه ارزښتمنه ده، چې پر عمل سربېره تسلیم، نشاط او خوښي ورسره وي. «إِنَّنِی مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
وَ لا تَسْتَوِی الْحَسَنَهُ وَ لاَ السَّیِّئَهُ ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِی بَیْنَکَ وَ بَیْنَهُ عَداوَهٌ کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ«34»= او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) په غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ته وا د خواخوږي دوست په څېر دی.
ټکي:
*د هغو کسانو په هکله چې خلک الله تعالی ته وربلي، بې توپیره، نا اهل او بدچلنه خلک پیدا کېږي؛ نو که د دین مبلغ ورسره په ښه خوی او پراخه سینه چلن ونکړي؛ نو څه پایله به لاس ته را نه وړي. دا آیت سپارښتنه کوي، چې د بديو ځواب په نېکیو ورکړئ او غچ اخستونکی مه وسه؛ لکه څنګه چې امام زین العابدین په مکارم الاخلاق دعا کې له الله تعالی غواړي، چې توفیق ورکړي، چې د هغو ښه ووايي، چې دده غیبت یې کړی، له بدیو یې ورتېر شي او له هغه سره تګ راتګ وکړي، چې له ده سره یې پرېښې ده. د پېغمبراکرم او اهل بیتو په سیرت کې د داسې چلنونو بېلګې ډېرې لیدل کېږي، چې مخالف یې ورته پلوي کړی دی.
*خلک څو ډلې دي:
هغه چې خپل دوست ساتي.
هغه چې خپل ملګری د ځان په اړه بې توپیره کوي.
هغه چې خپل دوست په دښمن اړوي.
هغه چې دښمن په دوست اړوي.
له مخالفانو سره چلندود
مخالفان څو ډلې دي، چې له هر یوه سره یې خپل چلن پکار دی:
* کله ځینې وګړي د ناپوهۍ له کبله د حق پر ضد درېږي او دښمني کوي، چې دا آیت له دې ډول وګړیو سره، په مینه او ښه چلن سپارښتنه کوي.
په نورو آیتونو کې هم په دې اړه راغلي دي:
1-«وَ إِذا خاطَبَهُمُ الْجاهِلُونَ قالُوا سَلاماً» [33]
2-«وَ إِذا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا کِراماً» [34]
*کله مخالفت، د اړنګ/ شک له مخې وي، چې له دې ډول مخالفتونو سره دې په استدلال چلن وشي او شک دې یې لرې کړای شي.
د الله تعالی په اړه شک. أَ فِی اللّهِ شَکٌّ…[35]
د قیامت په اړه شک. «إِنْ کُنْتُمْ فِی رَیْبٍ مِنَ الْبَعْثِ»[36]
پر پېغمبر اکرم د وحې او آسماني کتاب د راتګ په اړه شک. «إِنْ کُنْتُمْ فِی رَیْبٍ مِمّا نَزَّلْنا عَلی عَبْدِنا» [37]
*کله مخالفت د کینې له مخې وي، چې له دې وګړیو سره دې په سترګو پټولو، اغماض او تېرېدننې چلن وشي.
د یوسف علیه السلام روڼو په خپل حسادت او تېروتنې منښته وکړه، چې د حضرت یوسف له بښنې سره مخ شول.( إِنّا کُنّا خاطِئِینَ… لا تَثْرِیبَ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ [38])
هابیل د خپل رور قابیل د حسادت په باب وویل: که ته زما د وژلو قصد او نیت لرې، زه (هېڅکله) لاس پر داسې چار نه پورې کوم. «لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَیَّ یَدَکَ لِتَقْتُلَنِی ما أَنَا بِباسِطٍ یَدِیَ إِلَیْکَ لِأَقْتُلَکَ» [39]
* کله مخالفت د خپل مقام، موقعیت، هوساینې او توکیزو بریاوو ساتنې په پار وي؛ نو له دې ډول مخالفتونو په اړه غاړه خلاصونه بسیا ده او د «ذَرْهُمْ» [40](هغوی پر خپل حال پرېږده) او «فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ» [41](له دوی مخ واړوه) آیتونه اوڅار دي.
*کله مخالفت د کار ماتونې، سپکاوي او د خلکو د ایمان کمزورولو لپاره دی، چې له دې ډول وګړیو سره چلن، لاندې آیتونه، سخت چلن، د اړیکې پرېښوول، بندي کول او کله غرغره کول اوڅاروي؛ لکه:
«وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ» [42]له کفارو سره په سختۍ او شدت چلن کوه.
«إِذا سَمِعْتُمْ آیاتِ اللّهِ یُکْفَرُ بِها وَ یُسْتَهْزَأُ بِها فَلا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتّی یَخُوضُوا فِی حَدِیثٍ غَیْرِهِ[43].
«لا تَتَّخِذُوا الْیَهُودَ وَ النَّصاری أَوْلِیاءَ» [2]
«أُخِذُوا وَ قُتِّلُوا تَقْتِیلاً»[45]
*کله دښمني وسلواله وي، چې قرآن وايي:
فَاعْتَدُوا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدی عَلَیْکُمْ… [46]
*ځینو د شوری سورت ۴۰آیت «وَ جَزاءُ سَیِّئَهٍ سَیِّئَهٌ مِثْلُها» په تفسیر کې ویلي: مراد دادی، چې که د چا د بدۍ ځواب دې په بدۍ ورکړ؛ نو ته هم د هغوی په څېر یې؛ لکه څنګه چې د هماغه سورت په ۴۳ آیت کې وايي: «وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ إِنَّ ذلِکَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ» او څوک چې د خلکو بدۍ زغمي او ترې تېر شي؛ نو دا غوره هوډ دی.
پېغامونه:
1- الله تعالی ته د بلنې یوه لار داده، چې تاوتریخوالی له منځه یوسو او د نورو د بدۍ ځواب په نېکۍ ورکړو.( وَ مَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعا إِلَی اللّهِ… اِدْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ)
2- فکر مه کوئ، چې د وخت تېرېدل به چارې زړې کړي او هرڅه به هېر شي.
(مثبت او منفي چلنونه هېڅکله یوشان نه دي او اغېزې یې د انسان د روح په تل کې پاتېږي. «لا تَسْتَوِی الْحَسَنَهُ وَ لاَ السَّیِّئَهُ»
3- الله تعالی ته د بلنې یوه عملي بېلګه ( چې په تېر آیت کې راغلې وه) د خلکو د بدیو ځواب به نېکیو ورکول دي. «ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ»
4- له مخالفانو سره په چلن کې، یوازې نېک خوی بسیا نه دی، اخلاقي برید په کار دی«ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ» (په ښه توګه د دښمن د بدیو ځواب ورکول بسیا نه؛ بلکې خورا غوره اخلاقي کړنلارې ورته پکار دي).
5- واقعي کیمیا هغه نه ده، چې مس طلا کړي؛ بلکې هغه چلن دی، چې دښمنۍ په مینه واړوي. «ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ» (د مکې د سوبې پر ورځ د ځینو شعار ((غچ))! ((غچ)) ! و؛ خو پېغمبر اکرم وویل: نن د غچ ورځ نه؛ بلکې د لورنې ورځ ده).
6- په تبلیغ کې په پراخه سینه پایله اخستی شئ.(اِدْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ -… کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ)
7- د کار پایلې ته پاملرنه، د انسان انګېزه لوړوي.( که پوه شو، چې د ښه چلن پایله، پر دوستۍ د دښمنۍ اوړېدل دي؛ نو ددې کار انګېزه به راکې ډېره شي.( اِدْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ -… کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ)
8- په ښه او غوره چلن که دښمن، دوست نشو؛ نو لږ تر لږه حیا او خېجلتیا خو به ورشي. «کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ»
9- د دوست ارزښت د ده په ملتیا او خواخوږۍ کې دی. «وَلِیٌّ حَمِیمٌ»
وَ ما یُلَقّاها إِلاَّ الَّذِینَ صَبَرُوا وَ ما یُلَقّاها إِلاّ ذُو حَظٍّ عَظِیمٍ«35»= او دې (مقام) ته يوازې زغمناک رسېداى شي او (همداراز) دا (ځانګړنه) يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي.
ټکي:
*د دنیا پالو له لیدلوري، قارون ستره ګټه، برخمني او حظّ کړی دی.«إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِیمٍ»[47]؛ خو د قرآن له لیدلوري، ستره ګټه، برخمني او حظّ هغوی کړی، چې د نفس کرامت او پراخه سینه ولري. «وَ ما یُلَقّاها إِلاّ ذُو حَظٍّ عَظِیمٍ»
پېغامونه:
1-یوازې هغوی د نااهلانو ناوړه چلن زغملای شي، چې مخکې له مخکې یې ځانسازي او تمرین کړی وي.( وَ ما یُلَقّاها إِلاَّ الَّذِینَ صَبَرُوا…(د «صَبَرُوا» ماضي توب ددې نښه ده، چې دې خلکو مخکې له مخکې ځانسازي او تمرین کړی دی).
2-د صبر څوکو ته رسېدل څه آسان نه دی.(د «یُلَقّاها» کلمه تکرار شوې ده)
3-په اخلاقي چلنونو کې غچ او د مخالف په څېر چلن، د بې صبرۍ نښه ده. (اِدْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ… وَ ما یُلَقّاها إِلاَّ الَّذِینَ صَبَرُوا)
4-یوازې صابران ستره برخمني او حظّ لري.( إِلاَّ الَّذِینَ صَبَرُوا… إِلاّ ذُو حَظٍّ عَظِیمٍ)
وَ إِمّا یَنْزَغَنَّکَ مِنَ الشَّیْطانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ«36»= او كه تا ته د شيطان له لوري كومه وسوسه درلوېده (چې بدي په بدي ځواب کړه)؛ نو الله ته پناه يوسه (؛ ځكه) چې يوازې هغه پوه اورېدونكى دى.
ټکي:
* «نَزْغٌ» د فساد په نیت په یوه کار لاس پورې کولو ته وايي او د شیطان وسوسې او لمسونې ته یې هم نزغ ویل کېږي.
*په دې آیت او درې مخکې آیتونو کې د الله تعالی د لارې بلونکیو ته څلور ټکي اوڅار شول: [48]
په 32 آیت کې وايي: غوره خبره، الله تعالی ته وربلل دي؛ په دې شرط چې وربلونکی پخپله هم پر خپله خبره عمل کوونکی او د الله تعالی حکم ته تسلیم وي.
په ورپسې آیت کې وايي: که الله تعالی ته د وربلنې پر لار، د مخالفانو سره مخ شوې؛ نو غوره چلن ورسره وکړه، چې بدل یې کړې او داسې چلن ورسره کوه، ته وا هماغه مخالف دې؛ خورا صمیمي او خواخوږی ملګری دی.
په ورپسې آیت کې یې وویل: د دښمنیو او مخالفتونو نالیدي ګڼل، صبر ته اړتیا لري او په هغو وګړیو پورې ځانګړی دی، چې د الله تعالی ستره پېرزوینه پرې شوې وي.
په دې آیت کې وايي: که شیطان وسوسه کړې، چې له دښمن سره دې تاوتریخوالی وکړه؛ نو الله تعالی ته پناه یوسه.
*د شیطان وسوسې «نَزْغٌ»، بېلابېلې لارې او اوزار لري:
کله له بېوزلۍ په وېرولو دي. «الشَّیْطانُ یَعِدُکُمُ الْفَقْرَ» [49]
کله د کړنو پر ښکلیو برېښوولو دي. «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ أَعْمالَهُمْ»[50]
کله په پوچو ژمنو دي. «یَعِدُهُمْ وَ یُمَنِّیهِمْ» [51]
کله په دښمنۍ او کینه وي. «یُوقِعَ بَیْنَکُمُ الْعَداوَهَ وَ الْبَغْضاءَ»[52]
پېغامونه:
1-په انسان کې د غچ اخستو حس راپارول د شیطان سپارښتنه ده؛ خو په ښېګڼو د بدیو ځوابول د الله تعالی سپارښتنه ده.( اِدْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ… إِمّا یَنْزَغَنَّکَ)
2- د شیطان له وسوسو هېڅوک خوندي نه دي، ان پېغمبران. «وَ إِمّا یَنْزَغَنَّکَ»
3-د شیطان وسوسې تل وي.( «یَنْزَغَنَّکَ» مضارع فعل د استمرار خواله ده).
4- هر وسوسه ګر یو شیطان دی. «مِنَ الشَّیْطانِ نَزْغٌ»
5-د شیطان لاسبرۍ ته صبر مه کوئ؛ له کوشنۍ وسوسې سره سم، الله تعالی ته پناه وروړئ. «مِنَ الشَّیْطانِ نَزْغٌ»
6-د شیطان د وسوسو درمل، الله تعالی ته پناه وروړل دي. «وَ إِمّا یَنْزَغَنَّکَ.. فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ»
7- استعاذه او پناه وروړنه د انبیاوو د عصمت یو اوزار دی.( فَاسْتَعِذْ…)
8- هغه ته دې پناه وروړل شي، چې ټول کمالات پکې وي، اورېدونی او پوه وي. «فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ» (د «الله» کلمه د سپېڅلي ذات په مانا ده، چې ټول کمالونه لري)
9-سره له دې چې الله تعالی پر هر څه خبر دی؛ خو موږ دې خپله کمزوري او پناه وروړنه په ژبه څرګنده کړو.( فَاسْتَعِذْ… اَلسَّمِیعُ الْعَلِیمُ)
10-له الله تعالی پناه غوښتل، بې ځوابه نه پاتېږي. «السَّمِیعُ الْعَلِیمُ»
11- یوازې الله تعالی اورېدونی او مطلق پوه دی. «إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ»
وَ مِنْ آیاتِهِ اللَّیْلُ وَ النَّهارُ وَ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ لا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَ لا لِلْقَمَرِ وَ اسْجُدُوا لِلّهِ الَّذِی خَلَقَهُنَّ إِنْ کُنْتُمْ إِیّاهُ تَعْبُدُونَ«37»= او شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ د هغه (د قدرت) له نښو ځنې دي، تاسې مه لمر ته سجده وكړئ، مه سپوږمۍ ته؛ بلکې هغه الله ته سجده وكړئ، چې دا (څلور نښې) يې پيدا كړې دي كه يوازې هغه لمانځئ ؛
ټکي:
* الله تعالی هستي وپنځوله، «خالِقُ کُلِّ شَیْءٍ» [53]، بشپړ ولایت پرې لري، «لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ» [54]، ټوله هستي یې لښکر دی. «لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»[55]،ټول یې مطیع دي«کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ» [56]، ټول د هغه د ځواک، حکمت او لورنې نښې دي (وَ مِنْ آیاتِهِ…)او ټول هغه ته ورستنېدوني یو. «إِلی رَبِّکَ الْمُنْتَهی» [57]
* په ۳۲ آیت کې غوره خبره، د الله تعالی لوري ته وربلنه ښوول شوې او دا آیت د الله تعالی لوري ته د وربلنې کړنلار ښيي. دا آیت واجبه سجده لري.
* شپه و ورځ الهي آیتونه او د الله تعالی د ځواک نښې دي: د شپې ارام او پرلپسې په ورځې پسې یې راتلل، مهالویش یې، اوږدېدل او لنډېدل یې او د انسان له خوب او ارام سره یې تړاو.
* د ورځې یو لړ برکتونه دا دي:
د حیواناتو او نباتاتو وده، د اوبو تبخیر او ورپسې د ورېځو راپیدا کېدل، ورښت، د ونو مېوه نیول، د انرژۍ زېرمېدل، د حرکت او ګرځېدو رامنځ ته کېدل، او هغه ونډه چې ځمکه یې په خپل حرکت کې ترې لري، له لمر سره د ځمکې واټن، او د ځمکې چاپېریال چې د تودوخې کابو کوونکی دی. همداراز د سپوږمۍ شتون، چې ټولو ته یوه طبیعي او عمومي جنتري ده او په بېلابېلو پړاوونو کې د سپوږمۍ حرکتونه چې د سمندرونو په اوبو کې د جزومد رامنځته کوي، چې دا د الهي ځواک نښې دي.
پېغامونه:
1- شپه او ورځ د الهي ځواک او حکمت نښې دي.( وَ مِنْ آیاتِهِ اللَّیْلُ…)
2- طبیعت د الله پېژندنې غوره ټولګی دی.( وَ مِنْ آیاتِهِ اللَّیْلُ وَ النَّهارُ وَ…)
3- ان د هستۍ خورا ګټور موجودات هم لمانځوړ نه دي. «لا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ»
4- د خلکو په روزنه کې، ددې ترڅنګ چې له تېروتنو یې مخنیوی کوئ، سمې لارې هم په استدلال ورښيئ.( لا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ… وَ اسْجُدُوا لِلّهِ…)
5- لمر چې له هومره برم او ستریا سره لمانځوړ نه دی؛ نو ددې کوشنیو بوتان حساب خو څرګند دی. «لا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ»
6- د هستۍ خالق او پنځګر لمانځوړ دی، مخلوق معبودېدای نشي. «خَلَقَهُنَّ»
7- په خالقیت کې توحید، په عبادت کې د توحید دلیل دی.( خَلَقَهُنَّ… إِیّاهُ تَعْبُدُونَ)
فَإِنِ اسْتَکْبَرُوا فَالَّذِینَ عِنْدَ رَبِّکَ یُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّیْلِ وَ النَّهارِ وَ هُمْ لا یَسْأَمُونَ«38»= نو كه دوی (د پالونكي له لمانځنې) سرغړونه وکړي (باك يې نشته)؛ نو هغه کسان، چې ستا له پالونكي سره دي، شپه و ورځ یې ستايي او نه ستومانېږي.
پېغامونه:
1- له سجدې او عبادته سرغړونه، د کبر څرګنده بېلګه ده.( وَ اسْجُدُوا لِلّهِ… فَإِنِ اسْتَکْبَرُوا)
2- کبر د بندګۍ مخنیونکی دی.( وَ اسْجُدُوا… فَإِنِ اسْتَکْبَرُوا…)
3- د غوره بېلګو په وړاندې کولو سره، د کبرجنو غرور مات کړئ. که کبرجن انسانان سجده نه کوي، مهمه نه ده؛ ځکه پرښتې ورته نه ستړې کېدونې سجدې کوي.«فَالَّذِینَ عِنْدَ رَبِّکَ یُسَبِّحُونَ»
4- الله تعالی خپل پېغمبر ته د کبرجنو په اړه تسل ورکوي. «فَالَّذِینَ عِنْدَ رَبِّکَ»
5- که ټول انسانان هم الهي عبادت پرېږدي؛ نو پرښتې او هستي خو هغه ته تسلیم ده. «فَإِنِ اسْتَکْبَرُوا فَالَّذِینَ عِنْدَ رَبِّکَ یُسَبِّحُونَ»
6- تسبیح د پرښتو چار دی او ځمکمېشتي تسبیح کوونکي، د پرښتو په څېر دي.«یُسَبِّحُونَ لَهُ»
7- تسبیح د عبادت څوکه ده.(په تېر آیت کې د عبادت خبره وه، په دې آیت کې د تسبیح خبره ده)( إِیّاهُ تَعْبُدُونَ… یُسَبِّحُونَ لَهُ)
8- شپه او ورځ د الله پېژندنې او عبادت کوونې وزلې دي؛ نه داچې پخپله یې عبادت وشي.( یُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّیْلِ…)
9- د شپې پر عبادت ډېر ټینګار شوی دی.( د شپې نامه تر ورځې مخکې راغلې ده).«بِاللَّیْلِ وَ النَّهارِ»
10- پرښتې شپه و ورځ تسبیح وايي. («یُسَبِّحُونَ» کلمه د استمرار نښه ده او پردې سربېره، د شپې او ورځې کلمې هم د دوام نښه ده.)
11- پرښتې د الله تعالی په تسبیح کې اخلاصمنې دي،( یُسَبِّحُونَ لَهُ…) و یې نه ویل: «یُسَبِّحُونَهُ»؛ نو موږ دې هم اخلاص ولرو.
وَ مِنْ آیاتِهِ أَنَّکَ تَرَی الْأَرْضَ خاشِعَهً فَإِذا أَنْزَلْنا عَلَیْهَا الْماءَ اهْتَزَّتْ وَ رَبَتْ إِنَّ الَّذِی أَحْیاها لَمُحْیِ الْمَوْتی إِنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«39»= او دهغه (د قدرت) له نښو يوه داده، چې ته ځمكه وچه (او سپېره) وينې؛ خو چې د باران اوبه پرې و اوروو (؛ نو) وخوځېږي او وده كوي، بېشكه هغه چې دا (ځمكه) ژوندۍ كړه (؛ نو) هرومرو د مړيو ژوندی كوونکی دی؛ (ځكه) چې هغه پر هر څه وسمن دى.
ټکي:
*په حج سورت کې ځمکه په «هامِدَهً» تعبیر شوې؛ یعنې د وچې په مانا یاده شوې ده، (تَرَی الْأَرْضَ هامِدَهً فَإِذا أَنْزَلْنا عَلَیْهَا الْماءَ اهْتَزَّتْ وَ رَبَتْ وَ أَنْبَتَتْ… وَ أَنَّهُ یُحْیِ الْمَوْتی وَ أَنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ [58])؛ خو دلته وايي: «خاشِعَهً»؛ شونې ده په دې آیت کې د خشوع کلمه کبرجنو ته یو ډول پېغور وي، چې په تېر آيت کې یاد شو.
پېغامونه:
1-نرمه ځمکه د باران په ورېدو وده کوي؛ خو کلک زړونه د آیتونو په نزول بدلون نه مومي. «تَرَی الْأَرْضَ خاشِعَهً» او دا کبرجنو او ملحدانو ته یو خبرداری دی، چې هغوی تر ځمکې هم پرېوتي دي.
2- الله تعالی خپلې چارې په طبیعي لاملونو مخې ته بیايي.( أَنْزَلْنا…)
3-«مشت نمونه ی خروار است». هغه چې مړه ځمکه ژوندۍ کوي، په قیامت کې مړي هم ژوندي کولای شي. «لَمُحْیِ الْمَوْتی»
4-له معاده د انکار دلیل، له الهي ځواکه غفلت دی. «إِنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»
إِنَّ الَّذِینَ یُلْحِدُونَ فِی آیاتِنا لا یَخْفَوْنَ عَلَیْنا أَ فَمَنْ یُلْقی فِی النّارِ خَیْرٌ أَمْ مَنْ یَأْتِی آمِناً یَوْمَ الْقِیامَهِ اعْمَلُوا ما شِئْتُمْ إِنَّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ«40»= په حقيقت كې هغوى چې زموږ آيتونه (په پوهېدنې، مانا او ښوونه كې) اړوي، پټ راڅخه نه دي، ايا څوك چې په اور كې غورځول كېږي،غوره دى، که هغه چې د قيامت پر ورځ محشر ته ډاډمن راځي؟ څه چې غواړئ، و يې كړئ، بېشکه هغه مو د کړنو ليدونکى دى.
ټکي:
*د«الحاد» کلمه له «لحد» نه اخستل شوې او د هغې کندې په مانا ده، چې یوې خوا ته ورکږه وي.
«ملحد» له حق ځنې د منحرف/کږلاري په مانا دی.
پېغامونه:
1-مهلت ورکول یو الهي قانون دی، سره له دې چې د کږلاریو چارې له الله تعالی پټې نه دي؛ خو هغوی یې پر خپل حال پرېښي، چې خپلې کږلارۍ ته دوام ورکړي. (یُلْحِدُونَ… لا یَخْفَوْنَ عَلَیْنا)
2-کږلاري دوزخ ته وراچول کېږي. «یُلْقی فِی النّارِ»
3- جنتیان په ډاډ او برم جنت ته وردرومي؛ خو دوزخیان په زوره دوزخ ته وراچول کېږي. «یُلْقی فِی النّارِ – یَأْتِی آمِناً»
4-امنیت، مؤمنانو ته تر ټولو غوره ډالۍ ده. «یَأْتِی آمِناً»
5- هر ځای پرېښوول او ازادي ورکونه د انسان په ګټه نه ده. «اعْمَلُوا ما شِئْتُمْ»
6-د الله تعالی څارنه، کږلاریو ته ستره ګواښنه او ایمانوالو ته تسل دی. په دې آیت کې دوه ځل د الله تعالی څارنې ته اشاره شوې ده. «لا یَخْفَوْنَ عَلَیْنا – إِنَّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ»
إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا بِالذِّکْرِ لَمّا جاءَهُمْ وَ إِنَّهُ لَکِتابٌ عَزِیزٌ«41»=په حقيقت كې هغوى (به هم پټ راځنې نه وي) چې دا ذكر (= قرآن) وروړاندې شو (؛خو) و يې نه مانه! او په رښتيا دا يو عزتمن او پیاوړی كتاب دى،
لا یَأْتِیهِ الْباطِلُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ لا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ حَمِیدٍ«42»=چې باطل نه مخامخ ورتلاى شي او نه یې له شا (؛ ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (الله) له لوري یوه لېږنه ده.
ما یُقالُ لَکَ إِلاّ ما قَدْ قِیلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِکَ إِنَّ رَبَّکَ لَذُو مَغْفِرَهٍ وَ ذُو عِقابٍ أَلِیمٍ«43»=چې څه تا ته ويل كېږي، دا خو تر تا مخكې استازيو ته هم ويل شوي وو، په رښتيا ستا پالونكى (هغوى ته چې له دې ناسمو چارو لاس اخلي)، د پوره بښنې خاوند او (هم هغوى ته چې له دې چارو لاس نه اخلي) د درناك عذاب څښتن دى!
ټکي:
* ددې سورت 43 آیت دوه ډوله مانا کولای شو:۱- هر مطلب چې په وحې درته ویل کېږي، هماغه مطالب دي، چې تېرو انبیاوو ته هم ویل شوي دي.۲- مخالفان چې هره ناروا خبره درته کوي، کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې هماغه کلمې دي، چې نورو انبیاوو ته یې هم په خورا سپین سترګتوب کولې.
*په مجمع البیان تفسیر کې د قرآن د عزیز توب دا ماناوې راغلې دي:
الف) څوک یې په څېر راوړای نشي.
ب) الله تعالی یې له اړونې په خوندي ساتنه، عزیز کړی دی.
ج) خورا پیاوړي تعبیرونه لري.
د) وړ ده، چې خلکو ته دې عزیز وي.
په آسماني کتابونو کې د «عَزِیزٌ» نامه یوازې قرآن ته ځانګړې ده. «وَ إِنَّهُ لَکِتابٌ عَزِیزٌ»
امام صادق (رح) وویل: په هغو خبرونو کې چې قرآن د تېرو په اړه کړي او هغه وړاندوینې یې چې د راتلونکيو په اړه کړي، بېځایه خبره پکې نشته.[59]
په یوه بل روایت کې له امام باقر (رح) نه نقل شوي: نه په تېرو آسماني کتابونو؛ لکه تورات، انجیل او زبور کې داسې کوم مطلب شته، چې قرآن باطل کړي او نه به داسې کتاب ولیکل شي، چې قرآن ته ماتې ورکړي.[60] «مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ لا مِنْ خَلْفِهِ»
پېغامونه:
1- قرآن د ذکر او یادونې لامل دی. «کَفَرُوا بِالذِّکْرِ» (هغه څه انسان ته وریادوي، چې هېرېږي)
2-د ځینو خلکو کفر، د اسماني کتاب د ماتې لاملېدای نشي. «لَکِتابٌ عَزِیزٌ»
3- قرآن له راتلونکي خبر ورکوي. د تاریخ په ترڅ کې له دې دومره دښمنانو سره سره، د قرآن عزت او نه اړونه یې یو غیبي خبر دی. «عَزِیزٌ – لا یَأْتِیهِ الْباطِلُ»
4-په قرآن کې هېڅ ډول باطل نشته.(نه دروغ،نه ټکر،نه اړونه او نه…). «لا یَأْتِیهِ الْباطِلُ»
5-له قرآن سره په مبارزه کې ټولې تېرې او راتلونکې دسیسې بې اغېزې دي. (عَزِیزٌ…لا یَأْتِیهِ…)
6-باطل تفسیرونه، له قرآنه د ځینو انسانانو اخستنې دي؛ خو په خپله قرآن هماغسې کوټلی، مضبوط او استوار دی. «تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ»
7- قرآن چې د حکیم الله له لوري دی، حکیمانه، ټینګ او استوار دی. (منځپانګه، الفاظ،د نزول کړنلار او همداراز اغېز یې پیاوړی او استوار دی). «تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ»
8-الله تعالی حکیم دی. (تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ…) قرآن هم حکیم دی. «یس وَ الْقُرْآنِ الْحَکِیمِ» [61] او پېغمبر یې د حکمت ښوونکی دی. «یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَهَ» [62]
9- قرآن د الهي حکمت یوه پلوشه او د الله تعالی د ستاینوړۍ دلیل دی.«حَکِیمٍ حَمِیدٍ»
10- ان انبیاء هم تسل ته اړتیا لري او دا آیت پېغمبر ته یو ډول تسل دی. «ما یُقالُ لَکَ»
11-د انبیاوو په هکله د مخالفانو غبرګونونه یوشان دي.( ما یُقالُ لَکَ إِلاّ…)
12-دیني مشران دې، د مخالفانو د سپکو سپورو اورېدل وزغمي.( ما یُقالُ لَکَ إِلاّ ما قَدْ قِیلَ…)
13-د توبې لار تل پرانستې ده. «لَذُو مَغْفِرَهٍ»
14-الهي سزا او لورنې ته پاملرنه، د انسان د توبې لاره چاره او زمینه چمتو کوي. «لَذُو مَغْفِرَهٍ وَ ذُو عِقابٍ»
15-ګواښنه او هیله دې یو د بل ترڅنګ وي. (لَذُو مَغْفِرَهٍ… ذُو عِقابٍ)
16-د الله تعالی لورنه یې تر غوسې ورمخکې ده.[لومړی مغفرت (بښنه) اوڅار شوی او بیا عقاب (عذاب) ]
17-بښنه او سزا ورکونه، د ربوبیت له چارو ځنې دي. «إِنَّ رَبَّکَ لَذُو مَغْفِرَهٍ وَ ذُو عِقابٍ أَلِیمٍ»
وَ لَوْ جَعَلْناهُ قُرْآناً أَعْجَمِیًّا لَقالُوا لَوْ لا فُصِّلَتْ آیاتُهُ ءَ أَعْجَمِیٌّ وَ عَرَبِیٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِینَ آمَنُوا هُدیً وَ شِفاءٌ وَ الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ فِی آذانِهِمْ وَقْرٌ وَ هُوَ عَلَیْهِمْ عَمًی أُولئِکَ یُنادَوْنَ مِنْ مَکانٍ بَعِیدٍ«44»=او كه موږ (دا كتاب) عجمي قرآن ورلېږلى واى؛ نو دوی به هرومرو ويلي واى: ولې يې آيتونه څرګند بيان شوي نه دي؟ (كتاب) عجمي دى او (استازی) عرب دى؟! ووايه: ((دا (كتاب) مؤمنانو ته لارښوونه او درملنه ده او هغوى چې ايمان نه راوړي (؛ نو) غوږونه يې درانه او قرآن ورته د ړوندوالي (پټۍ) ده، حال يې داسې دى؛ لکه چې له لرې ورغږ کېږي.))
ټکي:
* د «أَعْجَمِیٌّ» کلمه له «عجمه» اخستل شوې او د نارسا، ګونګ او نامفهوم په مانا دی او داچې ناعربي ژبې، عربانو ته نامفهومه وې؛ نو ناعربي ژبو ته یې أعجمیّ ویل.
پېغامونه:
1- دښمن له پلمو لاس اخستونی نه دی؛ که قرآن عربي وي؛ نو وايي: غوږونه مو درانه دي «فِی آذانِهِمْ وَقْرٌ» او که عجمي وي؛ نو وايي: ولې څرګند نه دی. «لَوْ لا فُصِّلَتْ آیاتُهُ»
2- ایمان، د قرآن له ښیون او شفا څخه د برخمنۍ شرط دی. «لِلَّذِینَ آمَنُوا هُدیً وَ شِفاءٌ»
3- قرآن، د اخلاقي، کورنیو، ټولنیزو او…. رنځونو درمل دی. «شِفاءٌ»
4- هغه به ړوند وي، چې د قرآن پر لمر سترګې پټې کړي. «وَ هُوَ عَلَیْهِمْ عَمًی»
5- اغېزمنېدو ته چمتووالی پکار دی، هغه چې د روح لوښی یې مخ پورته او سرپرانستی وي، ان له آسمانه د باران یو څاڅکی هم راجذبوي؛ خو د هغه چې د روح لوښی یې سرتړلی او مخ پر لاندې وي، ان که د معرفت یو سمندر هم راتویې شي، څه به جذب نه کړي. الله تعالی هغوی ته چې د رسول الله ترڅنګ دي؛ خو څه نه مني، وايي: ته وا له کوم لرې ځایه ورته خطاب کېږي. «یُنادَوْنَ مِنْ مَکانٍ بَعِیدٍ»
وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی الْکِتابَ فَاخْتُلِفَ فِیهِ وَ لَوْ لا کَلِمَهٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّکَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ وَ إِنَّهُمْ لَفِی شَکٍّ مِنْهُ مُرِیبٍ«45»= او په يقين موږ موسى ته كتاب (تورات) وركړ؛ نو پكې اختلاف وشو او كه له مخكې ستا د پالونكي له لوري، په دې اړه حكم نه واى (چې بايد مهلت وركړ شي، چې حجت پرې بشپړ شي)؛نو د دوی ترمنځ پرېكړه كېده (او پخپلې سزا رسېدل) او په حقيقت كې دوى یې په اړه په انديښمن شك كې دي.
پېغامونه:
1- د انبیاوو له تاریخ سره آشنایي، پېغمبر اکرم او مسلمانانو ته ډاډ او تسل دی. (وَ لَقَدْ آتَیْنا…)
2- په تورات کې اړپېچ او اړونه شوې ده. «وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی الْکِتابَ فَاخْتُلِفَ فِیهِ»
3- ګناهګار ته مهلت ورکول، د ربوبیت یو چار دی، شونې ده خلک توبه او وده وکړي. «سَبَقَتْ مِنْ رَبِّکَ»
4- ګناهګار ته مهلت ورکول، د ربوبیت یو چار دی او که داسې نه وه؛ نو په لومړۍ کږلارۍ به د هر چا ژوند ته د پای ټکی ایښودل کېده.( لَوْ لا کَلِمَهٌ… لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ)
5- شک دې د څېړنې، پوښتنې او ډاډ ته د رسېدو سریزه وي؛ نه د ناوړګومانۍ او پلمو وزله. «لَفِی شَکٍّ مِنْهُ مُرِیبٍ»
مَنْ عَمِلَ صالِحاً فَلِنَفْسِهِ وَ مَنْ أَساءَ فَعَلَیْها وَ ما رَبُّکَ بِظَلاّمٍ لِلْعَبِیدِ«46»= څوك چې ښه چار وكړي؛ نو ګټه يې د ځان ده او چا چې د بدۍ لار خپله کړه؛ نو پر زيان يې ده او ستا پالونكى د بندګانو په حق کې ظالم نه دی.
ټکي:
*داچې د ستر الله له لوري یو کوشنی ظلم هم د ستر ظلم په شان دی؛ نو د «ظلام» کلمه کارېدلې، چې د ډېر ظلم کوونکي په مانا دی.
*د خوږو او تراخو پېښو جرړه مو په خپلو کړنو کې ولټوئ. «مَنْ عَمِلَ صالِحاً فَلِنَفْسِهِ وَ مَنْ أَساءَ فَعَلَیْها» او پر نورو پړه مه وراچوئ:
پر الله تعالی پړه مه اچوئ؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: همداچې پالونکی یې انسان وازمېیي او لورونه پرې وکړي؛ نو وايي: پالونکي مې نازولی یم او په نورو شرایطو کې وايي: پالونکي مې خوار کړم.( رَبِّی أَکْرَمَنِ… رَبِّی أَهانَنِ)؛ خو قرآن یې ځواب ورکوي: داسې نه ده؛ بلکې خواري مو ددې لپاره ده، چې د بېوزله او پلارمړي لاسنیوی مو ونکړ. «کَلاّ بَلْ لا تُکْرِمُونَ الْیَتِیمَ»[63]
پر خلکو پړه مه اچوئ؛ لکه څنګه چې مستضعفان په قیامت کې، کبرجنو ته وايي: «لَوْ لا أَنْتُمْ لَکُنّا مُؤْمِنِینَ» [64] تاسې پړه یاست، که تاسې نه وئ، موږ ایمان راووړ.
پر پلار نېکونو پړه مه وراچوئ. هغه مهال چې کږلاریو ته ویل کېږي، له هغه څه لاروي وکړئ، چې الله تعالی درنازل کړي، وايي: «نَتَّبِعُ ما وَجَدْنا عَلَیْهِ آباءَنا» [65] موږ له هغه څه لاروي کوو، چې پلار نېکونه مو پرې موندلي دي.
پر انبیاوو پړه مه وراچوئ؛ لکه څنګه چې کفارو انبیاء پړ ګڼل او هغوی ته یې ویل: «إِنّا تَطَیَّرْنا بِکُمْ»[66] موږ ستا شتون سپېره ګڼو او زموږ ټولې بدمرغۍ ستا له لوري دي.
پر موروپلار پړه مه وراچوئ؛ لکه څنګه چې قرآن، انسان واکمن ګڼلی او له والدینو یې د لاروۍ بریدونه ورټاکلي دي، وايي: «وَ إِنْ جاهَداکَ لِتُشْرِکَ بِی ما لَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ فَلا تُطِعْهُما»[67]که موروپلار دې هڅه وکړه، چې بې علمه په غیرالله پسې ولاړ شې؛ نو هېڅکله ترې لاروي مه کوه.
پر معبودانو پړه مه وراچوئ؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: «لا یَنْفَعُکُمْ شَیْئاً وَ لا یَضُرُّکُمْ»[68] دا بوتان هېڅ ګټه او تاوان نشي در رسولای.
د ښځې او سړي پر جنسیت پړه مه وراچوئ؛ ځکه قرآن وايي: «مَنْ عَمِلَ صالِحاً» [69])؛ یعنې آر، عمل دی، هرڅوک یې چې وکړي.
پر شیطان پړه مه وراچوئ؛ لکه څنګه چې شیطان وايي: پر ما پړه مه اچوئ او مه مې رټئ؛ بلکې ځانونه ورټئ، «دَعَوْتُکُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ» [70]دا تاسې یاست، چې زما بلنه مو په ازادۍ او آګاهۍ سره ومنله.
پر ملګري پړه مه وراچوئ؛ لکه څنګه چې کږلاري په قیامت کې یو بل ته مخ کړي او وايي: تاسې وئ، چې په سوګند او ځواک (د خیر او سمونې په نامه) په موږ پسې راتلئ؛ خو هغوی ځواب ورکوي: «بَلْ لَمْ تَکُونُوا مُؤْمِنِینَ»[71]؛بلکې پخپله ایمانوال نه وئ.
پر چاپېریال پړه مه وراچوئ؛ لکه څنګه چې د فرعون مېرمن د طاغوت، ډار او شتمنۍ په چاپېریال کې وه؛ خو یوه ته هم ورماته نشوه. «امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ»[72]، پرښتې هم د ځینو د ساه اخستو پر مهال، چې چاپېریال پړ ګڼي، وايي: «أَ لَمْ تَکُنْ أَرْضُ اللّهِ واسِعَهً» [73] آیا د الله تعالی ځمکه ارته نه وه، ولې مو هجرت ونکړ او په استضعاف کې پاتې شوئ؟
سپاره: ۲۵
إِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السّاعَهِ وَ ما تَخْرُجُ مِنْ ثَمَراتٍ مِنْ أَکْمامِها وَ ما تَحْمِلُ مِنْ أُنْثی وَ لا تَضَعُ إِلاّ بِعِلْمِهِ وَ یَوْمَ یُنادِیهِمْ أَیْنَ شُرَکائِی قالُوا آذَنّاکَ ما مِنّا مِنْ شَهِیدٍ«47»= قيامت (او د پېښېدو پر وخت یې) يوازې الله پوهېږي او څه مېوې چې له خپلو غوټيو راوځي او څه ښځینه، چې دوه ځانېږي او يا يې زېږوي؛ الله ته معلوم وي او هغه ورځ (درياده كړه) چې (الله) دوی ته ورغږ كړي: ((شريكان مې چېرې دي ( چې تاسې انګېرل)؟!)) وايي: ((موږ ستاسې درشل ته اعلان کړی، چې له موږه څوك پر شرك شاهدي نه وركوي.))
ټکي:
«أکمام» د «کم» جمع او د هغه څه په مانا ده، چې مېوه پوښي.«کم» لستوڼي ته وايي، چې لاس پوښي او«کمه» هغه څیز دی، چې سر پوښي؛ لکه ټوپۍ.
«آذَنّاکَ» له «ایذان» اخستل شوی او د اعلان په مانا دی.
*ددې آیت په شأن نزول کې راغلي، چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وپوښتل شو: قیامت کله دی؟ دا آیت نازل شو او ځواب یې ورکړ: د قیامت د راتګ پر وخت یوازې الله تعالی پوهېږي.
*پوهې څو ډوله دي: په ځینو ټول پوهېدای شي، ځینې یې الله تعالی پېغمبرانو او خپلو اولیاوو ته ورښوولې دي او ځینې یې ځان ته ځانګړې کړې، چې په دعا کې لولو:«و اسئلک بکل اسم اصطفیته من علمک لنفسک و استأثرت به فی علم الغیب عندک»[74]«یا الله! د هغې پوهې په پار، چې ځان ته دې ځانګړې کړې ده)) او د قیامت پر وخت پوهېدل، یوازې الله تعالي ته ځانګړي دي.
د قیامت غږونه
جنتیانو ته د سلام غږ: «نادَوْا أَصْحابَ الْجَنَّهِ أَنْ سَلامٌ عَلَیْکُمْ»[75]
پر دوزخیانو د جنیتانو غږ، چې موږ خو د الله تعالی ژمنه ومونده، تاسې څنګه؟«وَ نادی أَصْحابُ الْجَنَّهِ أَصْحابَ النّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنا ما وَعَدَنا رَبُّنا»[76]
د اوبو لپاره د دوزخیانو غږ. «نادی أَصْحابُ النّارِ أَصْحابَ الْجَنَّهِ أَنْ أَفِیضُوا عَلَیْنا مِنَ الْماءِ أَوْ مِمّا رَزَقَکُمُ اللّهُ»[77]
پر مشرکانو د الله تعالی غږ، چې شریکان مې چېرې دي. «یُنادِیهِمْ فَیَقُولُ أَیْنَ شُرَکائِیَ[78]
پر مؤمنانو د منافقانو غږ، چې موږ په دنیا کې یو له بل سره وو؛ نو لاسنیوی مو وکړئ. «یُنادُونَهُمْ أَ لَمْ نَکُنْ مَعَکُمْ»[79]
پېغامونه:
1-روزنې ته هیله او وېره پکار ده او دا هغه مهال دی، چې انسان د قیامت پېښېدو له وخته بې خبره وي. «إِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السّاعَهِ»
2- الله تعالی د هستۍ له جزئي چارو هم خبر دی. «أَکْمامِها»
3-د الله تعالی علم یوازې د جنین پر جنسیت نه؛ بلکې د جنین پر ټولو ځانګړنو دی. (وَ ما تَحْمِلُ مِنْ أُنْثی وَ…)
4-په هغه معبود پسې ولاړ شو، چې بیا خو یې ځواب وویلای شو. «أَیْنَ شُرَکائِی»
5- مشرکان څو ځل پوښتل کېږي؛ خو دوی خپله او د معبودانو بېوسي څرګندوي. «آذَنّاکَ»
6- په قیامت کې یو روحي عذاب، د پوښتنې په ځواب کې پاتې راتلل دي. «آذَنّاکَ ما مِنّا مِنْ شَهِیدٍ»
وَ ضَلَّ عَنْهُمْ ما کانُوا یَدْعُونَ مِنْ قَبْلُ وَ ظَنُّوا ما لَهُمْ مِنْ مَحِیصٍ«48»=او له دوی څه يې چې تر (دې) وړاندې لمانځل، تري تم شول او يقين يې وكړ، چې هېڅ د تېښتې لار نه شته.
لا یَسْأَمُ الْإِنْسانُ مِنْ دُعاءِ الْخَیْرِ وَ إِنْ مَسَّهُ الشَّرُّ فَیَؤُسٌ قَنُوطٌ«49»=انسان د خیر (او نعمت) له غوښتو نه ستومانېږي او كه كوم زيان ورورسي؛ نو بداندی نهيلېږي.
ټکي:
* «مَحِیصٍ» د تېښتې یا د تېښتې د ځای په مانا دی. ځینو د «یؤس» او «قَنُوطٌ» کلمې یو د بل مترادفې ګڼلې دي؛ خو امام فخر رازي (رح) وايي: یأس/نهیلي په زړه کې ده او قنوط؛ نورو ته د پښېمانۍ څرګندول دي.
* شونې ده په آیت کې له خیر مراد، د دنیا شتمني وي؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې لولو: که څوک له دنیا ولاړ او کوم خیر ترې پاتې شو؛ نو داسې او هغسې دې وکړي. «إِنْ تَرَکَ خَیْراً الْوَصِیَّهُ[80]
پېغامونه:
1- په قیامت کې حق داسې څرګندېږي، چې ټول باطل معبودان خپل رنګونه بایلي او ورکېږي او مشرکانو ته یې پوچي هم ورڅرګندېږي. «ضَلَّ عَنْهُمْ ما کانُوا یَدْعُونَ»
2- مشرک په قیامت کې، خپل تېر باطل او راتلونکې ډپ ویني.( ضَلَّ… مِنْ قَبْلُ… مِنْ مَحِیصٍ)
3- انسان د خیر له غوښتو نه مړېږي او نه ستړی کېږي او د حرص په پار – چې په خټه کې یې دی – ټول ښه څیزونه ځان لپاره غواړي. «لا یَسْأَمُ الْإِنْسانُ مِنْ دُعاءِ الْخَیْرِ»
4- انسان، کم ظرفیته دی او له ستونزو سره په لومړۍ مخېدنه کې خپلې مخې ته ډپ ویني. «فَیَؤُسٌ قَنُوطٌ»
وَ لَئِنْ أَذَقْناهُ رَحْمَهً مِنّا مِنْ بَعْدِ ضَرّاءَ مَسَّتْهُ لَیَقُولَنَّ هذا لِی وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً وَ لَئِنْ رُجِعْتُ إِلی رَبِّی إِنَّ لِی عِنْدَهُ لَلْحُسْنی فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا بِما عَمِلُوا وَ لَنُذِیقَنَّهُمْ مِنْ عَذابٍ غَلِیظٍ«50»= او كه موږ پر هغه د (بدني او روحي) زيان تر وررسېدو روسته له خپلې لوري د رحمت خوند وروڅكو، هرومرو وايي: ((د همدې وړ يم او ګومان نه كوم، چې قيامت به راشي او كه (فرض کړه) د خپل پالونكي لوري ته ورستون شم؛ نو بېشكه له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي))؛ نو هرومرو كافران د خپلو كړنو [له پایلو او حقیقته] خبروو او هرومرو د ډېر سخت عذاب (خوند) ورڅكو!
ټکي:
* دنیاپالي د غفلت او کله د انکار لامل دی. په کهف سورت ۳۵ آیت کې لولو: یو وګړی خپل بڼ ته ورننووت او همداچې ښېرازي یې ولیده، و یې ویل: دا بڼ له منځه تلونکی نه دی «ما أَظُنُّ أَنْ تَبِیدَ هذِهِ أَبَداً» او کوم قیامت هم نشته «ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً» او که قیامت ته ورستون کړای شم؛ نو تردې غوره بڼ به راکړي (لَأَجِدَنَّ خَیْراً مِنْها…) په دې آیت کې هم لولو: ځینې خلک همداچې یوې لورنې ته ورسي؛ نو له قیامته منکر شي او وايي: که فرض کړو، چې قیامت وي هم؛ نو تر ټولو غوره به زموږ برخه وي.
پېغامونه:
1- انسان، کم ظرفیته او مغرور دی او نعمت ته د رسېدو په لومړي پړاو کې بدمستي کوي.( لَئِنْ أَذَقْناهُ رَحْمَهً… لَیَقُولَنَّ هذا لِی) (لکه څنګه چې له شر سره په لومړۍ مخېدنه کې له دننه نهیلیږي، «فَیَؤُسٌ قَنُوطٌ» او چغې وهي. «إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعاً»[81])
2-الله تعالی د انسان پوروړی نه دی او هر نعمت چې انسان ته ورسي، د هغه پېرزوینه ده. «رَحْمَهً مِنّا»
3-د لورنې سرچینه له هغه ده «رَحْمَهً مِنّا»؛ خو د ستونزو سرچینه، د انسانانو خپلې کړنې او خویونه دي. «ضَرّاءَ مَسَّتْهُ» و یې نه ویل:«ضراء منا»
4-د دنیا خواږه او تراخه د څکلو او لمس کولو هومره لږ دي. «أَذَقْناهُ – مَسَّتْهُ»
5-کافر انسان خودخواه او ځانمنی دی او بریاوې خپل پرېکنده حق ګڼي. «هذا لِی» (لکه څنګه چې قارون وویل: پانګه مې د هغه پوهې په پار ده، چې لرم یې.«عَلی عِلْمٍ عِنْدِی»[82])
6- هوساینه او نعمت، د وړتیا او نېکپایلۍ نښه نه ده.(قرآن په دې آیت کې پر هغوی نیوکه کوي، چې ځان وړ ګڼي). «هذا لِی»
7-د انسان چې څومره ځان ته پام وي، له مبدأ او معاده غافلېږي. «هذا لِی وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً»
8-ترټولو لږ نعمت، ځینې انسانان باطلو ته ورکاږي، تردې چې وايي: نعمت مې حق دی. «هذا لِی» قیامت نشته. «وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً» که قیامت وي هم؛ نو ترټولو غوره به ما ته وي. «إِنَّ لِی عِنْدَهُ لَلْحُسْنی»
9- کفار منطق او استدلال نه لري او ګروهه یې د ګومان پر بنسټ ده. «وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ»
10- په قیامت کې اړنګ/ شک د کفر نښه ده.( وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً… اَلَّذِینَ کَفَرُوا)
11- دنیاپالي د ځان په هکله انګېرنې، پرېکنده څرګندوي (لَیَقُولَنَّ هذا لِی) خو څه چې په الهي پوهاویو او معارفو پورې اړوند وي، په یوه ډول شکمنۍ یې اوڅاروي. (وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً وَ لَئِنْ رُجِعْتُ…)
12- په قیامت کې انسان ته د خپلو کړنو حقیقت او باطن ورڅرګندېږي. «فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا بِما عَمِلُوا»
13- په قیامت کې لومړی انسان په خپل جرم پوهول کېږي او بیا سزا ورکول کېږي. (فَلَنُنَبِّئَنَّ… لَنُذِیقَنَّهُمْ)
14- هغه چې خپل ناسم اند کوټلی او پرېکنده ګڼي، باید پرېکنده او سخت ځواب واخلي. د «إِنَّ لِی عِنْدَهُ لَلْحُسْنی» غونډلې/جملې ځواب د «فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا» او «لَنُذِیقَنَّهُمْ مِنْ عَذابٍ غَلِیظٍ» غونډلې دي.
وَ إِذا أَنْعَمْنا عَلَی الْإِنْسانِ أَعْرَضَ وَ نَأی بِجانِبِهِ وَ إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعاءٍ عَرِیضٍ«51»=او چې پر (غافل او بې خبره) انسان لورنه وکړو (؛ نو) مخ اړوي او ځان (په كبر له حقه) لرې كوي او چې څه رنځ او خپګان ورورسي؛ نو (لرې كولو ته يې) اوږدې دعاوې كوي.
ټکي:
* د «نَأی» کلمه د لرې کېدو په مانا ده او چې له «جانب» کلمې سره یوځای وکارېده، د کبر او غرور کنایه ده. «نَأی بِجانِبِهِ»؛ یعنې د نعمت او هوساینې په پار مغرور شو او په کبر یې ځان لرې کړ. «عَرِیضٍ» د پلن او خپور په مانا او له زیاتې دعا کنایه ده.
پوښتنه: په49 آیت کې مو ولوستل: «إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ کانَ یَؤُساً» همدا چې انسان ته کوم شر ورسي، نهیلی شي؛ خو په دې آیت کې وايي: «إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعاءٍ عَرِیضٍ» همداچې انسان ته کوم شر ور ورسي؛ نو ډېرې دعاوې کوي؛ نو پوښتنه داده، چې څنګه نهیلی انسان دعاوې کوي ؟
ځواب: دې پوښتنې ته مفسرانو بېلابېل ځوابونه ورکړي دي:
په روح البیان تفسیر کې راغلي: ځینې خلک په ستونزو کې نهیلي او ځینې دعاوې کوي.
ځینو ددې پوښتنې په ځواب کې ویلي: انسان له عادي اسبابو نهیلېږي؛ خو له الله تعالی غوښتنه کوي؛ خو د آیت لحن رټل دي او له عادي اسبابو نهیلي او الله تعالی ته پاملرنه خو یو ښه چار دی او رټنه نه لري.
په نمونه تفسیر کې راغلي، چې انسان په پیل کې دعاوې کوي او سوکه سوکه نهیلېږي او دا دعا او نهیلي دوه پړاوه دي.
شونې ده، وویلای شو چې له دعا مراد، له الله تعالی مرسته غوښتل نه؛ بلکې هماغه نهیلي ده، چې په چغو او سورو یې څرګندوي؛ خو په یوه ځای کې وايي: نهیلی دی او په بل ځای کې وايي: د نهیلۍ په پار چغې سورې وهي؛ لکه د «إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعاً» آیت.
پېغامونه:
1-د ژوند په ډګر کې هوساینه یا ستونزې د انسان د ځانګړنو او روحي آفتونو د څرګندېدو په پار دي.( إِذا أَنْعَمْنا… وَ إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ)
2-هوساینه د غفلت لامل دی.( أَنْعَمْنا… أَعْرَضَ)
3- نعمتونه د الله تعالی دي «أَنْعَمْنا»؛ خو په ژوند کې مو ستونزې او ترخې پېښې، د انسانانو د ناوړه کړنو او ځانګړنو پایله ده. «مَسَّهُ الشَّرُّ» (شر، الله تعالی ته ورمنسوب شوی نه دی)
4-ناروزل شوی انسان، کم ظرفیته دی. «إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعاءٍ عَرِیضٍ»
5- د انسان د ژوند ستونزې او تنګلاسۍ د هغو نعمتونو په پرتله لږې دي، چې الله تعالی ورکړي دي.(نعمت ته «أَنْعَمْنا» کلمه راغلې؛ خو د شر کلمې ته «مَسَّهُ» راغلې، چې د ساده تماس/ څکلو په مانا ده.)
قُلْ أَ رَأَیْتُمْ إِنْ کانَ مِنْ عِنْدِ اللّهِ ثُمَّ کَفَرْتُمْ بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِی شِقاقٍ بَعِیدٍ«52»= ووايه: غور وکړئ كه دا (قرآن) د الله له لوري وي او ترې منكرېږئ؛ نو تر هغه به زيات بېلارې څوك وي، چې له قرآن سره په سخته دښمنۍ كې لوېدلى وي؟!
پېغامونه:
1- الله تعالی خپل استازي ته له ځېلي وګړیو سره د خبرو اترو دود ورښيي.(قُلْ أَ رَأَیْتُمْ إِنْ…)
2- عقلمن له احتمالي تاوانونو هم ځان بچوي. (که قرآن د الله تعالی له لوري وي؛ نو هغوی چې کفر کړی، څه به کوي ؟) (إِنْ کانَ مِنْ عِنْدِ اللّهِ… مَنْ أَضَلُّ…)
3- د کفر جرړه، له حق سره دښمني، مخالفت او ځېل دی.( کَفَرْتُمْ… شِقاقٍ بَعِیدٍ)
سَنُرِیهِمْ آیاتِنا فِی الْآفاقِ وَ فِی أَنْفُسِهِمْ حَتّی یَتَبَیَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَ وَ لَمْ یَکْفِ بِرَبِّکَ أَنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ«53»=ژر به موږ خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او د دوی په خپلو ځانونو كې وروښيو، چې ورڅرګنده شي، چې هغه حق دى؛ ايا بس نه دى، چې ستا پالونكى پر ټولو څيزونو شاهد دى؟!
أَلا إِنَّهُمْ فِی مِرْیَهٍ مِنْ لِقاءِ رَبِّهِمْ أَلا إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ مُحِیطٌ«54»=پوه شئ، چې دوى له خپل پالونكي سره د مخامخېدو په اړه شكمن دي؛ پوه شئ، چې هغه پر هر څه راچاپېر دى.
ټکي:
*الله پېژندنه پړاوونه لري: کله یې له آثارو (اغېزو) پر مؤثر (اغېزمن شویو) پوهېږو. «آیاتِنا فِی الْآفاقِ وَ فِی أَنْفُسِهِمْ» او کله په خپله الله تعالی مومو او واسطې لرې کوو. «أَ وَ لَمْ یَکْفِ بِرَبِّکَ أَنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»؛ لکه څنګه چې پخپله پر خپل ایکي یو والي شاهد دی. «شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ» [83]
حضرت امام حسین په عرفه دعا کې وايي: متی غبت حتی تحتاج الی دلیل یدل علیک…عمیت عین لا تراک.
*ولې په معاد کې شک کوو ؟ آیا هغه نه پوهېږي، چې څه مو کړي، چې سزا او انعام راکړي؟ «أَنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ» یا بیا پنځول نشي کولای؟ «أَنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ» هو، له دې اړنګونو او شکونو موخه، فسق او فجور ته لار پرانستنه ده. «یُرِیدُ الْإِنْسانُ لِیَفْجُرَ أَمامَهُ یَسْئَلُ أَیّانَ یَوْمُ الْقِیامَهِ» [84]
پېغامونه:
1-د الله تعالی د ځواک او حکمت پلوشې ناپایه دي. «سَنُرِیهِمْ» (؛ یعنې پر هغو آیتونو سربېره، چې په لاسرس کې دي، په راتلونکي کې به هم نښې وروښيو.)
2-د علمونو پرمختګ، د الله پېژندنې پر لوري یو ګام دی. «سَنُرِیهِمْ آیاتِنا فِی الْآفاقِ وَ فِی أَنْفُسِهِمْ»
3-ټوله هستي، د الله پېژندنې ټولګی دی. «فِی الْآفاقِ وَ فِی أَنْفُسِهِمْ»
4- الله پېژندنه، د تر ټولو نږدې موجود (انسان) او د هستۍ د تر ټولو لرې ټکي په پامنیوي، شونی چار دی. «فِی الْآفاقِ وَ فِی أَنْفُسِهِمْ»
5-الله تعالی پر ټولو غاړه خلاصوي.( سَنُرِیهِمْ آیاتِنا… حَتّی یَتَبَیَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ)
6-الله پېژندنه دې له موندنې او باور سره وي. «یَتَبَیَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ»
7-حق معبود یوازې، هغه دی. «أَنَّهُ الْحَقُّ»
8-په پوښتنه، ویده وجدانونه راویښ کړئ.( أَ وَ لَمْ یَکْفِ…)
9-د الله تعالی سپېڅلی ذات پر خپل ځان ګواه دی. «أَنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»؛ لکه څنګه چې الهي اولیاوو ویل:«یا من دل بذاته علی ذاته» (لمر چې راغې؛ نو د لمر دلیل شو)
10-که پر الله تعالی ایمان پرېکنده شي؛ نو پر معاد به ایمان جوت شي، چې د الهي ځواک، حکمت او عدالت پلوشه ده. ( أَلا إِنَّهُمْ فِی مِرْیَهٍ…)
«والحمدللّه ربّ العالمین»
[1] روح المعاني تفسیر
[2] – راهنما تفسیر.
[3] – واقعه،80 و حاقّه،43
[4] – سجده،2
[5] – جاثیه،2 و احقاف،2.
[6] – فصّلت،2.
[7] – فصّلت،42.
[8] – انعام،91
[9] – مفردات راغب
[10] – بحار، ۹۶ ټ، ۲۹ مخ
[11] – میزان الحکمه،د زکات ماده
[12] – آل عمران،97
[13] -برهان تفسیر
[14] – بحار، ۷۷ټ، ۵۸ مخ
[15] – اعراف،54،یونس،3،هود،7 و حدید،4.
[16] – فرقان،59،سجده،4 و ق،38.
[17] – طه،5.
[18] – مفردات راغب.
[19] – صافات،6-9.
[20] – کنزالدقائق تفسیر
[21] – نمونه تفسیر
[22] – هود،80.
[23] – انفال،60
[24] – فصلت،14
[25] -.ق،30.
[26] -.فصّلت،11
[27] – انفال،48.
[29] – شعراء،221
[30] – یونس،10.
[31] – صفّ،2.
[32] -.بقره،44
[33] – فرقان،63
[34] – فرقان،72.
[35] – ابراهیم،10
[36] – حج،5
[37] – بقره،23
[38] – یوسف،91-92
[39] – مائده،28.
[40] – انعام،91 و حجر،3.
[41] – مائده،42،نساء،63 و 81.
[42] -.توبه،73
[43] – نساء،140
[2] مایده/۵۱
[45] -.احزاب،61
[46] – بقره،194
[47] – قصص،79.
[48] – نمونه تفسیر
[49] – بقره،268
[50] – نمل،24.
[51] – نساء،120
[52] – مائده،91.
[53] – زمر،62
[54] – آل عمران،189
[55] – فتح،4.
[56] – بقره،116
[57] – نجم،42.
[58] – حج،5.
[59] – نورالثقلین تفسیر
[60] – نورالثقلین او قمي تفسیرونه
[61] – یس،1-2.
[62] – آل عمران،164
[63] – فجر،15-20.
[64] – سبأ،31
[65] – لقمان،21.
[66] -.یس،18.
[67] – لقمان،15.
[68] – انبیاء،66
[70] – ابراهیم،22.
[71] – صافّات،28
[72] – تحریم،11
[73] – نساء،97
[74] – بحار،ج 88،ص 175
[75] – اعراف،46
[76] – اعراف،44.
[77] – اعراف،50.
[78] – قصص،62.
[79] – حدید،14.
[80] – بقره،180
[81] – معارج،20.
[82] – قصص،78.
[83] – آل عمران،18.
[84] – قیامت،5-6.