تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غافر سورت غافر سورت پینځه اتیا (۸۵) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه «غافر» له درېیم آیته اخستل شوې، چې الله تعالی یې «غافِرِ الذَّنْبِ» د ګناهونو بښونکی ښوولی دی. ددې سورت بله نامه، «مؤمن» ده؛ ځکه یوه وګړي د فرعون په حکومت کې کار […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

غافر سورت

غافر سورت پینځه اتیا (۸۵) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه «غافر» له درېیم آیته اخستل شوې، چې الله تعالی یې «غافِرِ الذَّنْبِ» د ګناهونو بښونکی ښوولی دی. ددې سورت بله نامه، «مؤمن» ده؛ ځکه یوه وګړي د فرعون په حکومت کې کار کاوه او خپل ایمان یې پټ ساتلی و، چې له موسی علیه السلام سره مرسته وکړای شي. ددې سړي کیسه، چې په «مؤمن آل فرعون» مشهور دی، په ۲۸ آیت کې راغلې ده.

ددې سورت منځپانګه د حضرت موسی، حضرت نوح او عاد او ثمود قومونو پر کیسو سربېره، د توحید، معاد او الهي حکمت د پوهاویو او شاوخوا ۲۰ آیتونه یې د مؤمن آل فرعون په اړه دي، چې د قرآن په بل ځای کې نه دي راغلي.

په قرآن کې اووه پرله پسې آیتونه په «حم» پېلېږي، چې دا سورت یې ړومبی هغه دی او نور یې دادي: فصّلت، شوری، زخرف، دخان، جاثیه او احقاف، چې کله ورته «حوامیم» ویل کېږي.

په روایتونو کې، په تهجد لمونځ کې د «حوامیم» سورتونو پر تلاوت ټینګار شوی او له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم نه رانقل شوي، چې «حوامیم» د قرآن ماغزه دي.

په حدیث کې لولو: «حوامیم» د قرآن تاج او خوږبویه ګلان یې دي او الله تعالی ددې سورتونو پر لوستوونکي (قاري)، ګاونډیانو، خپلوانو او دوستانو یې پېرزوینې لوروي او عرش او کرسي استغفار ورته کوي.[[1]]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

حم«1» = حا، ميم

 تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ«2» = د  كتاب (قرآن) لېږنه د ناماتي پوه الله له لوري ده.

غافِرِ الذَّنْبِ وَ قابِلِ التَّوْبِ شَدِیدِ الْعِقابِ ذِی الطَّوْلِ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ إِلَیْهِ الْمَصِیرُ«3» = هماغه چې (د ګناه) د پايلو بښونكى او توبه قبلوونكى، سخت عذابى (او) پانګوال دى، بې له ده بل معبود نشته، يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدا ده.

ټکي:

*د روایتونو له مخې، مقطعه توري ‏یو تأویل لري، چې بې الله تعالی هېڅوک هم پرې نه پوهېږي. [2]؛ خو د ځینو نورو روایتونو له مخې، (په دې تورویو پسې آیتونه، چې د قرآن نزول په هکله دي) الله تعالی خپل مخالفین ننګوي، چې ما قرآن له همدې توریو‏ چې ستاسې په واک کې دي، تالیف کړی؛ تاسې هم که کولای شئ، ورته یې راوړئ.

* «ذِی الطَّوْلِ» دوې ماناوې لري: د فضل او ورکړې څښتن، چې د الهي مینې خواله ده او د ځواک څښتن، چې د الهي پرغز- قهر خواله ده.

*هغه آیتونه چې په «تَنْزِیلُ الْکِتابِ» پيل شوي، د الله تعالی نامه یې له یو لړ ځانګړنو سره ویلې ده؛ لکه:

«تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»[3]

«تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»[4]

«تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»[5]

«تَنْزِیلَ الْعَزِیزِ الرَّحِیمِ»[6]

«تَنْزِیلٌ مِنْ حَکِیمٍ حَمِیدٍ» [7]

«تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ» [8]

نو پردې بنسټ، د وحې سرچینه، د ځواک، حکمت، لورنې او ربوبیت څښتن دی او هغه ستاینوړ دی.

مغفرت په قرآن کې

* په قرآن کریم کې مغفرت ته یو لړ لاملونه ویل شوي دي؛ لکه:

ایمان. «آمَنّا بِرَبِّنا لِیَغْفِرَ لَنا» [9]

تقوی. إِنْ تَتَّقُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [10]

له انبیاوو لاروي. فَاتَّبِعُونِی… یَغْفِرْ لَکُمْ [11]

له خلکو تېرېدنه او پر تېروتنو یې سترګې پټول. وَ لْیَعْفُوا….یَغْفِرَ اللّهُ لَکُمْ [12]

قرض الحسنه او خلکو ته پور ورکول. إِنْ تُقْرِضُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [13]

جهاد. تُجاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ… یَغْفِرْ لَکُمْ [14]

عبادت. أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [15]

له کبیره ګناهونو ځان ساتنه. إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ….نُکَفِّرْ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ[16]

دعا، استغفار او پخپله د انسان انابه – پښېماني. ظَلَمْتُ نَفْسِی… فَغَفَرَ لَهُ[17]

انسان ته د الهي الیاوو دعاوې. یا أَبانَا اسْتَغْفِرْ لَنا… [18]

پېغامونه:

1- مطالبو ویلو ته نوې کړنلار، اورېدو ته انګېزه ده. «حم تَنْزِیلُ»

2- قرآن سوکه سوکه نازل شوی دی.( «تَنْزِیلُ» سوکه سوکه نزول ته وايي).

3-د ویونکي برم، نباید د مخاطب د پوهېدو په کچه کې د خبرې د نزول خنډ وي.( عزیز الله تعالی، خپله خبره نازلوي.) (تَنْزِیلُ… مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ)

4- د عزیز الله تعالی خبره هم عزیزه او ناماتې ده او یو منطق یې هم نشي ماتولی.( تَنْزِیلُ الْکِتابِ… اَلْعَزِیزِ)

5-قرآن د الله تعالی د علم او عزت یوه پلوشه ده. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»

6- قرآن د مسلمانانو عزت او د دوی د پوهولو وزله ده. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»

7-د کتاب نزول، د مغفرت ویل ، الهي خبرداری، ټول د انسان د کمال په لار کې او لله (ج) ته رسېدل دي. «تَنْزِیلُ – غافِرِ – شَدِیدِ – إِلَیْهِ الْمَصِیرُ»

8-د کتاب نزول د مبدأ و معاد پېژندو ته دی.( تَنْزِیلُ الْکِتابِ… لا إِلهَ إِلاّ هُوَ إِلَیْهِ الْمَصِیرُ)

9- قرآن د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په پېر کې د کتاب په بڼه او مکتوب و ( تَنْزِیلُ الْکِتابِ)

10-له الهي پېرزوینې برخمي، د آسماني کتاب تر سیوري لاندې ده. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ – غافِرِ الذَّنْبِ»

11- هم کتاب او قانون پکار دی، هم حساب و کتاب، هم بښنه او سزا ورکول په خپل ځای کې پکار دي. «تَنْزِیلُ – غافِرِ الذَّنْبِ – شَدِیدِ الْعِقابِ»

12- بښنه د بریالیو او ځواکمنو وګړیو له لوري، ښکلې او په زړه پورې ده.(مشران بښل کوي).«الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ غافِرِ الذَّنْبِ»

13-هېڅوک د وحې د نزول مخه نشي نیوای؛ ځکه هغه عزیز او ناماتی دی، «مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ» او پوهېږي، چې پر چا یې ورنازلوي. «الْعَلِیمِ»

14-هغه مسیر، چې اسلام معرفي کوي‏، د الله تعالی او د الله پر لوري دی. (مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ…إِلَیْهِ الْمَصِیرُ)

15- د الله تعالی لورنه یې پر غوسې ورمخکې ده.( غافِرِ الذَّنْبِ… شَدِیدِ الْعِقابِ)

16- ګناه کله په صالحو کړنو بښل کېږي. «غافِرِ الذَّنْبِ» (؛ لکه «إِنَّ الْحَسَناتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّئاتِ»[19]) آیت او کله په توبه. «قابِلِ التَّوْبِ»

17- مؤمن دې د خوف او رجا ترمنځ وي؛ ځکه الله تعالی هم بښاند دی او هم سزا ورکوونکی. ( غافِرِ الذَّنْبِ… شَدِیدِ الْعِقابِ)

18-الهي مینه او غوسه دې یو د بل ترڅنګ ولیدل شي، چې نه نهیلي رامنځ ته شي او نه غرور.( غافِرِ الذَّنْبِ… شَدِیدِ الْعِقابِ)

19-الهي عذاب زموږ د خپلو کړنو پایله ده، ګنې هغه خو تل پر موږ پېرزوینه لري.«شَدِیدِ الْعِقابِ ذِی الطَّوْلِ»

20-د الله تعالی پېرزوینه همیشنۍ ‏ده. «ذِی الطَّوْلِ»

ما یُجادِلُ فِی آیاتِ اللّهِ إِلاَّ الَّذِینَ کَفَرُوا فَلا یَغْرُرْکَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلادِ«4» = يوازې هغوى زموږ په آيتونو كې شخړه كوي، چې (د كينې له لامله) كافران شوي؛ نو هسې نه په ښارونو كې د دوی اوښتل رااوښتل (او قدرت ښودنه یې) تا وغولوي!

ټکي:

* «جدل» په لغت کې د پړي تاوولو/ کروړه کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه خبرو اترو ته وايي، چې دواړه لوري غواړي، د خبرې په تاوولو راتاوولو یو بل ته په خبرو کې ماتې ورکړي.

شخړې او ویینې

* شخړه دوه ډوله ده:

الف) نېکه شخړه، چې د انبیاوو سیرت دی، چې د خلکو ښیون – هدایت ته یو ډول ویینه ده؛ لکه څنګه چې کفارو نوح علیه السلام ته ویل: ته زموږ ښیون ته خورا شخړې او هڅې کوې. «یا نُوحُ قَدْ جادَلْتَنا فَأَکْثَرْتَ جِدالَنا» [20]

ب) باطله شخړه، د حق له منځ وړو یا کمرنګولو او د ډول ډول کږو کړلارو د رامنځته کولو لپاره وي. «وَ جادَلُوا بِالْباطِلِ لِیُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ»[21]

*په علمي او ګروهیزو مسلو کې دې له شخړو ډډه وشي؛ خو په نېکه طریقه؛«وَ لا تُجادِلُوا أَهْلَ الْکِتابِ إِلاّ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ»[22]

«جادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ»[23]

د نېکې شخړې بېلګې

(الف) ابراهیم علیه السلام، نمرود د الله تعالی لمانځنې ته راوبله او ورته یې وویل: هغه الله ولمانځه، چې ژوند او مرګ یې په لاس کې دی. نمرود وویل: مرګ او ژوند زما په لاس کې هم دی. کولای شم د یوه وګړي د غرغره کولو حکم وکړم او یا یو غر غره کېدونی ازاد کړم.

حضرت ابراهیم وویل: الله تعالی ‏نظام داسې جوړ کړی، چې لمر له ختيځه راخېژي ، ته یې له لویدیځه راوخېژوه، نمرود هک پک شو. [24]

 (ب): قرآن کریم څو ځل مخالفانو ته ویلي، چې زما په څېر یو کتاب، یا زما د سورتونو په څېر لس سورتونه یا زما په څېر یو سورت راوړئ؛ نو زه به خپله بلنه بېرته واخلم او ورته یې ویلي، چې ازاد یاست او له هر چا مرسته اخستای شئ؛ خو پوه شئ، چې هېڅکله نشئ کولای، په څېر یې یو سورت هم راوړئ.[25]

(ج) باطله شخړه، د شیطان په هڅونه ده. «إِنَّ الشَّیاطِینَ لَیُوحُونَ إِلی أَوْلِیائِهِمْ لِیُجادِلُوکُمْ»[26]

 

د شخړې مفاسد:

1.د ورکلارۍ لامل دی.«ما ضل قوم بعد هدی کانوا علیه الا اوتوا الجدل» [27]یوه ښیون شوې ډله هم کږلارې نشوه؛ خو په ناروا شخړو.

2.د الهي پرغز- قهر لامل دی.«من جادل فی خصومه بغیر علم لم یزل فی سخط الله حتی ینزع» [28] څوک چې بې پوهې، د دښمنۍ په اړه شخړه وکړي، په الهي پرغز کې دی؛ خو داچې له شخړې لاس پر سر شي.

3.د پښېمانۍ تومنه ده.«ایاک و اللجاجه فان اولها جهل و آخرها الندامه»[29]له ځېل نه لرې وسه، چې د شخړې لاره چاره او زمینه ده، چې پیل یې ناپوهي او پای یې پښېماني ده.

د ویېنې او نېکې شخړې کړنلار

1.له سیاله دې دلیل وغواړي. «قُلْ هاتُوا بُرْهانَکُمْ»[30]

2.له پیله دې ځان غوره و نه ویني. «إِنّا أَوْ إِیّاکُمْ لَعَلی هُدیً أَوْ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ»[31]

3.څه چې حق دي و یې مني، که څه د مصلحت په پار یې رد کړي. «فِیهِما إِثْمٌ کَبِیرٌ وَ مَنافِعُ لِلنّاسِ وَ إِثْمُهُما أَکْبَرُ»[32]

4.سیال ته د فکر کولو فرصت ورکړي. «وَ إِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِکِینَ اسْتَجارَکَ فَأَجِرْهُ» [33]

5.ادب او متانت رعایت کړي. «لا تَسُبُّوا الَّذِینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ فَیَسُبُّوا اللّهَ عَدْواً»[34]

6.منصف وي او ټول په یوه سترګه و نه ویني. «فَرِیقٌ مِنْهُمْ»[35]

  1. منطقي خبره وکړي. «قَوْلاً سَدِیداً»[36]

8.نرمې خبرې وکړي. «قَوْلاً لَیِّناً»[37]

پېغامونه:

1-له حق سره د شخړې یوازېنی لامل کفر دی.( ما یُجادِلُ… إِلاَّ الَّذِینَ کَفَرُوا)

2-تمه مه لرئ، چې حق خبره موټول ومني. «یُجادِلُ فِی آیاتِ اللّهِ»

3-د کفارو کړنلار، په باطله شخړه ده.( «ما یُجادِلُ» مضارع فعل، د دوام نښه ده).

4- انبیاء هم تذکر او موعظې ته اړتیا لري. (فَلا یَغْرُرْکَ…)

5-کفارو ته مه په ګونډو کېږئ او انفعالي او اغېزمنېدونی دریځ مه نیسئ. «فَلا یَغْرُرْکَ تَقَلُّبُهُمْ»

6-د کفارو تحرکات یو مهلت دی، چې الله پاک ورکړی ، چې لوښی یې ډک شي، مه وارخطا کېږئ. «فَلا یَغْرُرْکَ»

7- کفار له هڅې لاس نه اخلي، غفلت مه کوئ. «تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلادِ» (پوځي مانورونه، سیاسي کنفرانسونه، نړیوال تړونونه او نوښتي ‏سفرونه، چې د استکبار مشران یې کوي، د «تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلادِ» مصداقونه دي).

8-د اسلامي ټولنې مشرتابه دې د کفارو له تحرکاتو خبر وي. «تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلادِ»

کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَ الْأَحْزابُ مِنْ بَعْدِهِمْ وَ هَمَّتْ کُلُّ أُمَّهٍ بِرَسُولِهِمْ لِیَأْخُذُوهُ وَ جادَلُوا بِالْباطِلِ لِیُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ فَکَیْفَ کانَ عِقابِ«5» = تر دوى مخكې د نوح قوم او ورپسې (نورو) قومونو هم (خپل پېغمبران) دروغجن ګڼلي وو او هر امت خپل استازي ته (ناوړه) هوډ كړى و، چې و يې نيسي (او و يې ځوروي) او د حق منځه وړو لپاره يې په باطلو شخړو لاس پورې كړى و؛ خو ما دوی (په خپل پرغز) راونيول (او سخته سزا مې وركړه)؛ نو (ووينه، چې) زما سزا څنګه وه!

ټکي:

* په «ص» سورت ۱۲ آیت کې، تر نوح علیه السلام روسته، د ګوندونو او قومونه نومونه داسې ویل شوي دي:

«کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَ عادٌ وَ فِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتادِ وَ ثَمُودُ وَ قَوْمُ لُوطٍ وَ أَصْحابُ الْأَیْکَهِ أُولئِکَ الْأَحْزابُ»

پېغامونه:

1-د نورو له ستونزو خبرېدل، د ډاډ او پایېنې لامل دی.( کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ…)

2-د ګوندونو جوړېدل او ډېروالی یې د حقانیت نښه نه ده.( کَذَّبَتْ… اَلْأَحْزابُ)

3-د انبیاوو د مخالفو ګوندونو کړلارې دادي:

دروغجنول. «کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ»

دسیسه. «هَمَّتْ کُلُّ أُمَّهٍ بِرَسُولِهِمْ»

ناوړه تبلیغات. «جادَلُوا بِالْباطِلِ لِیُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ»

4-د تاریخ په پیل کې ژوند ټبریز و؛ خو سوکه سوکه تشکیلاتي شوی دی. «قَوْمُ نُوحٍ وَ الْأَحْزابُ مِنْ بَعْدِهِمْ»

5-د انبیاوو مخالفین کله طاغوتان وو،«فرعون» کله قبایل،«قومهم»او کله ګوندونه.«احزاب»

6- الله تعالی د پېغمبرانو ملاتړ دی.( کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ… فَکَیْفَ کانَ عِقابِ)

7-ټول مخالفین، له آسماني مشرتابه سره په مبارزه کې په یوې موخې پسې دي. «هَمَّتْ کُلُّ أُمَّهٍ بِرَسُولِهِمْ لِیَأْخُذُوهُ»

8-مخالفین، یوازې د آسماني مشرتابه په وژنه «لِیَأْخُذُوهُ» او له منځه وړو قانع دي«لِیُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ».

9-د مخالفینو معامله له الله تعالی سره ده. «فَأَخَذْتُهُمْ فَکَیْفَ کانَ عِقابِ»

10-الهي سزاوې کله په دنیا کې هم ورکول کېږي. «فَأَخَذْتُهُمْ»

وَ کَذلِکَ حَقَّتْ کَلِمَهُ رَبِّکَ عَلَی الَّذِینَ کَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحابُ النّارِ«6»=  او همداسې ‏پر كافرانو ستا د پالونكي پرېكړه رښتينې شوه، چې دوى دوزخيان دي.

اَلَّذِینَ یَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَ مَنْ حَوْلَهُ یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یُؤْمِنُونَ بِهِ وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا رَبَّنا وَسِعْتَ کُلَّ شَیْءٍ رَحْمَهً وَ عِلْماً فَاغْفِرْ لِلَّذِینَ تابُوا وَ اتَّبَعُوا سَبِیلَکَ وَ قِهِمْ عَذابَ الْجَحِیمِ«7» =هغه پرښتې چې عرش پر اوږو وړي او هغه (پرښتې) چې په چاپېر کې يې دي، ټولې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم پر هر څه خپور دى؛ نو هغه كسان وبښه، چې توبه يې ايستلې او ستا پر لار روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته!

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې مو ولوستل، چې خلک د انبیاوو د بلنې په مقابل کې دوې ډلې شوې؛ نو ځینې بښل کېږي او ځینې پر پرغز- قهر اخته کېږي.دا آیت له لومړۍ ډلې د پرښتو ملاتړ ته اشاره کوي.

عرش څه دی؟

* په قرآن کې شل ځل د الله تعالی عرش ته اشاره شوې ده. په لغت کې،«عَرش»، د دنګو پښو تخت ته او «کرسی» د لنډو پښو تخت دی. چې کله لولو: «وَسِعَ کُرْسِیُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ» کرسۍ یې هستي رانغاړلې؛ نو عرش به یې څنګه وي ؟

عرش یا د الهي ځواک کنایه ده او یا د الهي احکامو د صدور ځای او له «حاملان

عرش» مراد هغه پرښتې دي، چې شمېر یې اته تنه ښوول شوی دی. «یَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّکَ فَوْقَهُمْ یَوْمَئِذٍ ثَمانِیَهٌ»[38]

*د ویلو ده، چې د عرش حقیقت موږ ته روښانه نه دی؛ خو شونې ده د آیتونو له ټولګې، دې ټکي ته ورسو، چې هستي یو مرکز لري او الله تعالی پر دې مرکز بشپړه احاطه لري. «اسْتَوی عَلَی الْعَرْشِ» او د الهي ارادې پلي کېدل، د هغو پرښتو له لارې دي، چې ددې بولندوینې (مرکز) په شاوخوا کې دي.

* امام صادق(رح) وویل:عرش، هماغه علم دی، چې الله تعالی پرې خپل پېغمبران خبر کړي دي.«العرش هو العلم الذی اطلع الله علیه انبیائه و رسله[39]

* د عرش کلمې  ترڅنګ یو لړ آیتونه اوڅار دي، چې له راټولونې یې انسان د بولندوینې مرکز ته رسي؛ لکه: (اِسْتَوی عَلَی الْعَرْشِ)

(یُغْشِی اللَّیْلَ النَّهارَ… لَهُ الْخَلْقُ وَ الْأَمْرُ) [40]

«یُدَبِّرُ الْأَمْرَ[41]

… یُفَصِّلُ الْآیاتِ[42]

«یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ وَ ما یَخْرُجُ مِنْها وَ ما یَنْزِلُ مِنَ السَّماءِ وَ ما یَعْرُجُ فِیها»[43]

د شپې او ورځې راتګ، د چارو سبمالنه، د آیتونو تفصیل، د هستۍ له ټولو ذراتو خبرېدل، هغه څه چې له آسمانه رانازلېږي او څه چې آسمان ته ورخېژي، ګرد ددې خواله ده، چې دا ټولې چارې په الهي عرش کې کېږي.

* مرحوم علامه طباطبایی وايي: عرش، د حقایقو یو حقیقت او د بهرنیو چارو یو چار او د نړۍ د سمبالنې مرکز دی.[44]

* امام صادق(رح) وویل:عرش او کرسي، د غیبي نړۍ له سترو ورونو ځنې دي.«العرش والکرسی بابان من اکبر ابواب الغیوب»

*له عرش مراد، فیزیکی تخت نه دی؛ ځکه تخت پر اوبو نه تړل کېږي. «وَ کانَ عَرْشُهُ عَلَی الْماءِ»[45]؛ بلکې مراد دادی، چې هغه ورځ چې لا ځمکه او آسمان نه و او نړۍ ټوله اوبه وه، د الله تعالی د واکمنۍ ولکه پر اوبو وه او د آسمانونو او ځمکې تر پنځون روسته،د ځمکې او آسمانونو د بولندوینې مرکز آسمانونو ته ولېږدول شو.

پېغامونه:

1-پر کفارو الهي پرغز- قهر یو الهي قانون دی. «کَذلِکَ حَقَّتْ کَلِمَهُ رَبِّکَ»

2-الهي سزا هسې په هسې نه، بلکې د عدل او حق پر بنسټ ده. «حَقَّتْ کَلِمَهُ رَبِّکَ»

3- مجرمانو ته سزا ورکول د ربوبیت یو چار دی. «حَقَّتْ کَلِمَهُ رَبِّکَ»

4-د تېرو د ورکاوي لامل یې کفر و. «حَقَّتْ کَلِمَهُ رَبِّکَ عَلَی الَّذِینَ کَفَرُوا»

5-مؤمنان دې پر ځان وویاړي، چې د الهي درشل مقربان ورته تل دعاوې کوي. «یَحْمِلُونَ الْعَرْشَ.. وَ یَسْتَغْفِرُونَ»

6- اسلام د انسان فکر له خوراک، څښاک او جامو څخه، عرش، پرښتو، تسبیح او تمجید ته لوړوي. «یَحْمِلُونَ الْعَرْشَ – یُسَبِّحُونَ»

7-یوازې الله تعالی ناپایه دی، ان الهي عرش هم محدودیت لري. «حَوْلَهُ»

8-حمد او تسبیح، څو ځل په قرآن کې یو د بل ترڅنګ راغلي او د رکوع او سجدو په ذکرونو کې یو د بل قرین او نژدې دي. «یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ»

9-د دعا کولو اداب دادي: لومړی تسبیح او تحمید، «یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ» ورپسې ستاینه، «وَسِعْتَ کُلَّ شَیْءٍ رَحْمَهً وَ عِلْماً» او بیا دعا. «فَاغْفِرْ»

10-د مسوولیت درونوالی مو د الله تعالی له تسبیح او تحمید او د بېوزلیو له یاده و نه باسي. عرش لېږدونکې پرښتې الله تعالی یادوي،«یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ» او هم اړمنو ته دعاوې کوي. «یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

11- په دعا کې سنخیت او تړاو پکار دی. ایمانوالې پرښتې، مؤمنانو ته دعاوې کوي. (یُؤْمِنُونَ… یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا)

12- ایمان د «عالم ملک» او «عالم ملکوت» ترمنځ نښلونوزله ده. «یُؤْمِنُونَ بِهِ وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

13- نورو ته د هغو وګړیو استغفار منل کېږي، چې پخپله ایمانوال وي. «یُؤْمِنُونَ بِهِ وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

14-د پرښتو او انسان ترمنځ اړیکه شته.(امام سجاد په صحیفه سجّادیه کې د پرښتو پر ډلو درود وايي او دعاوې ورته کوي او) په دې آیت کې عرش لېږدونکې پرښتې، پر انسانانو درود وايي. «یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

15-نورو ته دعا کول، یو منل شوی قرآني ارزښت دی. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

16-د پرښتو په دعاوو کې هغوی رانغاړلېږي، چې ایمانوال وي او عمل پرې کوي. ( آمَنُوا… اِتَّبَعُوا)

17-یوازې توبه بسیا نه ده، عملي لاروي پکار ده. «تابُوا وَ اتَّبَعُوا»

18-د ژغورنې لار، د الله تعالی لاروي ده. «وَ اتَّبَعُوا سَبِیلَکَ وَ قِهِمْ عَذابَ الْجَحِیمِ»

رَبَّنا وَ أَدْخِلْهُمْ جَنّاتِ عَدْنٍ الَّتِی وَعَدْتَهُمْ وَ مَنْ صَلَحَ مِنْ آبائِهِمْ وَ أَزْواجِهِمْ وَ ذُرِّیّاتِهِمْ إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«8»= پالونكيه! دوى، نېک پلرونه، ښځې او اولادونه يې د جنت هغو همېشنيو باغونو ته ورننباسه، چې تا ژمنه ورسره كړې (؛ځكه) چې يوازې ته ناماتى حكيم يې.

 

ټکي:

*د یوې کورنۍ د غړیو د یوځای والي په اړه، چې ټول جنتیان وي، د قرآن په بل ځای کې هم لولو: «أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ»[46] مؤمن ځوځات یې په جنت کې له پلار نیکونو سره وریوځای کوو.

* انبیاوو او پرښتو خپلې دعاوې په «رَبَّنا» او «رَبِّ» پیل کړې دي:

د حضرت آدم دعا: «رَبَّنا ظَلَمْنا أَنْفُسَنا»[47]

د حضرت نوح دعا: «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ لِوالِدَیَّ[48]

د حضرت ابراهیم دعا: «رَبِّ اجْعَلْ هذا بَلَداً آمِناً»[49]

د حضرت یوسف دعا: «رَبِّ قَدْ آتَیْتَنِی مِنَ الْمُلْکِ» [50]

د حضرت موسی دعا: «رَبِّ إِنِّی لِما أَنْزَلْتَ إِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیرٌ[51]

د حضرت سلیمان دعا: «رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ»[52]

د حضرت عیسی دعا: «رَبَّنا أَنْزِلْ عَلَیْنا مائِدَهً»[53]

د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم دعا: «رَبِّ أَعُوذُ بِکَ مِنْ هَمَزاتِ الشَّیاطِینِ»[54]

د مؤمنانو دعا: «رَبَّنا ما خَلَقْتَ هذا باطِلاً سُبْحانَکَ فَقِنا عَذابَ النّارِ[55]

او په دې آیت کې د پرښتو دعا، چې وايي: «رَبَّنا وَ أَدْخِلْهُمْ جَنّاتِ»

پېغامونه:

1-د الهي اولیاوو په دعا کې رانغاړېدو ته وړتیا پکار ده.( أَدْخِلْهُمْ… وَ مَنْ صَلَحَ)

2-یوازې له دوزخه خلاصون بسیا نه دی، جنت ته ورننووتل ارزښت دی. «قِهِمْ عَذابَ الْجَحِیمِ – أَدْخِلْهُمْ جَنّاتِ»

3-لومړی له بدیو پاکي، بیا د کمالاتو لاس ته راوړل. «قِهِمُ – أَدْخِلْهُمْ»

4-جنت ته ورننووتل، وړتیا غواړي. «أَدْخِلْهُمْ جَنّاتِ… وَ مَنْ صَلَحَ»

5-بې وړتیا او بې صلاحیته اړیکه ارزښت نه لري؛ خو د ضابطې او کچې ترڅنګ یې ارزښت لاپسې ډېرېږي.(صلاحیت درلودل ضابطه او قانون دی او له خپلو سره یوځای کېدل، اړیکه ده.) «مَنْ صَلَحَ مِنْ آبائِهِمْ»

6- الله تعالی، پر ورکړه ځواک لري؛ خو ورکړه یې حکیمانه ده. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

7-له خپلوانو سره نږدې ژوند یو الهي نعمت دی.( أَدْخِلْهُمْ.. وَ مَنْ صَلَحَ…)

8-عزّت یوازې الله تعالی ته ځانګړی دی. «إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ»

وَ قِهِمُ السَّیِّئاتِ وَ مَنْ تَقِ السَّیِّئاتِ یَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَ ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ«9» = او دوی له (اخروي) سزاګانو وژغوره او چې څوك پر هغه ورځ (قيامت) له سزاګانو وژغورې؛ نو په يقين، تا لورنه پرې کړې او دا هماغه ستره بريا ده!

ټکي او پېغامونه:

1- پاکتوب هم د انسان همت او ارادې ته اړتیا لري، «نَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوی» [56]او هم له بدو وګړیو، چارو او ځایونو لرېوالي ته اړتیا لري، «فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ» [57] «فَلا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ» [58]او هم الهي مرستې او پېرزوینو ته. «وَ قِهِمُ السَّیِّئاتِ»

2-یوازې توکیزه بریا،الهي لورنه نه ده، له ګناهونو بیمه کېدل او خوندېینه هم یوه له هغوی ځنې ده.«وَ مَنْ تَقِ السَّیِّئاتِ یَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ»

3-ستره بریا خو هله وي، چې له توکیزو او مانیزو آفتونو لرې وي. «السَّیِّئاتِ» (هم مانیز آفات سیّئه دي. «مَنْ کَسَبَ سَیِّئَهً» [59]، او هم توکیز آفات. «وَ إِنْ تُصِبْکُمْ سَیِّئَهٌ یَفْرَحُوا بِها» [60]؛ لکه څنګه چې حسنه، هم دنیوي مصداقونه لري او هم اخروي. «رَبَّنا آتِنا فِی الدُّنْیا حَسَنَهً وَ فِی الْآخِرَهِ حَسَنَهً» [61])

4-له ګناه د خوندېینې توفیق دې له الله تعالی وغوښتل شي. «وَ قِهِمُ السَّیِّئاتِ»

5-بری مو خپل هنر مه ګڼئ؛ بلکې د هغه لورنه یې وګڼئ. «فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَ ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»

6- بریا په دنیوي هوساینه کې نه؛ بلکې په تقوا کې ده. (مَنْ تَقِ السَّیِّئاتِ… ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ)

إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا یُنادَوْنَ لَمَقْتُ اللّهِ أَکْبَرُ مِنْ مَقْتِکُمْ أَنْفُسَکُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَی الْإِیمانِ فَتَکْفُرُونَ«10» = په حقيقت کې كافرانو ته (د قيامت پر ورځ) ورغږ شي: چي [نن] ستاسې خپلو ځانونو ته کومه غوسه راځي (؛ نو) د الله غوسه تردې، هغه وخت لا ډېره وه، چې ” ايمان ته بلل كېدئ؛ خو انكار مو كاوه.

ټکي:

* په قرآن کې دوه ځل د «یُنادَوْنَ» کلمه  کارېدلې، چې دواړه یې دوزخیانو او سپکاوي ته یې ده.

* یوه یې په دې آیت کې او بله یې په فصلت سورت ۴۴ آیت کې. «یُنادَوْنَ مِنْ مَکانٍ بَعِیدٍ»

په تېرو آیتونو کې مؤمنانو ته د پرښتو دعا اوڅار شوه او په دې آیت کې، کفارو ته د الله تعالی غوسه اوڅار ده. په هغه ځای کې د پراخه الهي لورنې خبره وه «وَسِعْتَ کُلَّ شَیْءٍ رَحْمَهً» او دلته د سترې الهي غوسې خبره ده. «لَمَقْتُ اللّهِ أَکْبَرُ» هو، هم یې لورنه ستره ده او هم یې غوسه.

پېغامونه:

1- په دوزخ کې پر اور سربېره، روحي کړاو او سپکاوی هم شته دی. «یُنادَوْنَ لَمَقْتُ اللّهِ أَکْبَرُ»

2-که نن مو کفر غوره کړ؛ نو سبا به ځانته غوسه یو. «مَقْتِکُمْ أَنْفُسَکُمْ»

3- الله تعالی غاړه خلاصوي (اتمام حجّت) کوي. «إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَی الْإِیمانِ»

4- د دوزخیانو د سزا سرچینه ‏کفر دی. «فَتَکْفُرُونَ»

قالُوا رَبَّنا أَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَ أَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنا بِذُنُوبِنا فَهَلْ إِلی خُرُوجٍ مِنْ سَبِیلٍ«11» = (كافران) وايي: ((پالونكيه! تا دوه ځل مړه او دوه ځل ژوندي كړو؛ نو پر خپلو ګناهونو اعتراف کوو؛ نو ايا (له دوزخه) د وتو كومه لار شته؟))

ټکي:

*له دوو ځل مړه کېدو مراد، ظاهرا د ژوند په پای کې مرګ او د برزخ په پای کې مرګ دی او له دوو ځلو راژوندي کېدو مراد، تر برزخ روسته او په قیامت کې را ژوندي کېدل دي، که څه ځینو ویلي دي: له دوو مرګونو مراد، یو د انسان تر زیږېدو مخکې او یو د عمر په پای کې دی او له دوو ځلو پیدا کېدو مراد، په دنیا کې د انسان تر زیږېدو مخکې او په قیامت کې دي او دلیل ته یې د «کُنْتُمْ أَمْواتاً فَأَحْیاکُمْ ثُمَّ یُمِیتُکُمْ ثُمَّ یُحْیِیکُمْ» [62]آیت راوړی دی؛ خو څه مو چې وویل، غوره دي؛ ځکه په آیت کې مړه کول مطرح دي، نه تر زیږېدو مخکې مړ والی.

*دنیا ته د دوزخیانو د بیاستنېدو غوښتنه، څو ځل په قرآن کې اوڅار شوې ده:

کله وايي: آیا د ستنېدو کومه لار شته ؟ کله هیله کوي، چې کاش دنیا ته ستانه ‏او نېکچاري شوي وای او کله عاجزانه وايي: پالونکیه! دنیا ته مو ستانه کړه، چې نېکې کړنې وکړو، لاندې آیتونو دا حقایق وايي:

«هَلْ إِلی مَرَدٍّ مِنْ سَبِیلٍ» [63]آیا ستنېدو ته کومه لار شته ؟

«لَوْ أَنَّ لِی کَرَّهً فَأَکُونَ مِنَ الْمُحْسِنِینَ»[64] کاش یو بل عمر وای، چې له نېکچاریو ځنې وو.

«رَبَّنا أَخْرِجْنا مِنْها فَإِنْ عُدْنا فَإِنّا ظالِمُونَ»[65] پالونکیه! موږ له دې ځایه وباسه، که بیا مو داسې وکړل؛ نو ظالمان ( او د عذاب وړ) به یوو.

«رَبِّ ارْجِعُونِ لَعَلِّی أَعْمَلُ صالِحاً» [66]پالونکیه! موږ ستانه کړه، چې نېکې کړنې وکړو.

«فَارْجِعْنا نَعْمَلْ صالِحاً»[67]موږ ستانه کړه، چې نېک عمل وکړو.

پېغامونه:

1- د «اثْنَتَیْنِ» د کلمې  تکرار، له اوره د وتو د هیلې ترڅنګ، ددې نښه ده، چې کافران وايي: پالونکیه! څو ځل دې ژوندي کړي او مړه کړي یو، بیا مو هم ژوندي کړه او و مو ژغوره. «أَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَ أَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ»

2- کفار به یوه ورځ پر الهي ځواک ایمان راوړي. هغوی چې ویل: «ما یُهْلِکُنا إِلاَّ الدَّهْرُ» [68]، نن وايي: «أَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَ أَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ»

3-په دنیوي محکمه کې، پر جرم منښته کول، کله په سزا کې د تخفیف لامل شي؛ خو په آخرت کې داسې نه ده. «فَاعْتَرَفْنا بِذُنُوبِنا فَهَلْ إِلی خُرُوجٍ مِنْ سَبِیلٍ»

4-که تر مرګ مخکې توبه، په موقع وي، پایله به یې د پرښتو دعا او الهي پېرزوینه وي، (فَاغْفِرْ لِلَّذِینَ تابُوا…)؛ خو که د مرګ پر مهال او ترې روسته وي؛ نو اغېز نلري او مجرم به مثبت ځواب لاس ته را نه وړي. «فَهَلْ إِلی خُرُوجٍ مِنْ سَبِیلٍ»

5-د دوزخیانو عجز، بېوسي او اړتیا دومره ده، چې د خپل خلاصون لپاره ان یوې شېبې ته له دوزخه پر وتو هم قانع دي. «فَهَلْ إِلی خُرُوجٍ مِنْ سَبِیلٍ»

ذلِکُمْ بِأَنَّهُ إِذا دُعِیَ اللّهُ وَحْدَهُ کَفَرْتُمْ وَ إِنْ یُشْرَکْ بِهِ تُؤْمِنُوا فَالْحُکْمُ لِلّهِ الْعَلِیِّ الْکَبِیرِ«12» = دا (سزا) له دې لامله ده، چې كله په نړۍ کې توحید او د يو الله خوا ته بلل کېدئ (؛ نو) تاسې منكرېدئ او كه نور څه شریک ورسره یادېدل (پر شريك) مو ايمان راووړ (اوس) نو پرېكړه يوازې د ستر لوړ مقامي الله په واک كې ده (چې د خپل عدل له مخې سزا دركړي).

ټکي:

*ډېر داسې کسان چې نږه مؤمنان نه دي او د اسلام او ایمان ترڅنګ، په ځواکونو پورې یې هم زړه تړلی دی؛ په خپلو ویناوو او کړنو کې د اسلام د منلو ترڅنګ، د ده او هغه ، د خیتځ او لویدیځ قوانینو ته یې هم پام وي او د کفارو په غونډو کې پر دوی یو ډول کمزورۍ، سپکاوۍ، یوازېتوب او خېجلتیا سیوری کړی وي او کله خو یې چار داسې ځای ته رسي، چې په یوه رسمي غونډه کې د حضور په پار لمونځ هم نه کوي.

پېغامونه:

1-مجرمانو ته د سزا ورکولو پر مهال، د دوی د خپلې سزا او پرېوتو پر علت پوه کړئ. (ذلِکُمْ بِأَنَّهُ إِذا…)

2- کفر، د دایمي عذاب دلیل دی.( فَهَلْ إِلی خُرُوجٍ مِنْ سَبِیلٍ ذلِکُمْ بِأَنَّهُ… کَفَرْتُمْ)

3- شرک، کفر دی. «دُعِیَ اللّهُ وَحْدَهُ کَفَرْتُمْ»

4-په قیامت کې قضاوت یوازې د الله تعالی دی. «فَالْحُکْمُ لِلّهِ»

5-هېڅکله هغه موجودات، چې له الله تعالی سره یې شریک ګڼئ له هغه سره پرتلنوړ نه دي، ؛ ځکه هغه «الْعَلِیِّ الْکَبِیرِ» دی.

6- فکر مه کوئ، چې شرک الله تعالی ته کوم تاوان رسوي.( إِنَّ الشِّرْکَ… فَالْحُکْمُ لِلّهِ الْعَلِیِّ الْکَبِیرِ)

هُوَ الَّذِی یُرِیکُمْ آیاتِهِ وَ یُنَزِّلُ لَکُمْ مِنَ السَّماءِ رِزْقاً وَ ما یَتَذَکَّرُ إِلاّ مَنْ یُنِیبُ«13» = [الله] هغه ذات دى، چې تاسې ته خپلې نښې درښيي او له اسمانه (ارزښتمنه) روزي درته رالېږي او بې له توبه ګاره (څوك له دې حقايقو) پند نه اخلي.

فَادْعُوا اللّهَ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ وَ لَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ«14» = نو الله په نږه ايمان وبلئ، که څه د کافرانو ښه نه اېسي.

ټکي:

*تېرو آیتونو، شرک او سزا ته یې اشاره وکړه او دا آیت خلک توحید ته رابلي.

*په دې آیت کې وايي: یوازې توبه ګاران پند اخلي او په رعد سورت ۱۹ آیت کې وايي: یوازې عقلمن پند اخلي:

«إِنَّما یَتَذَکَّرُ أُولُوا الْأَلْبابِ»؛ نو پردې بنسټ، واقعي عقلمن هماغه توبه ګاران ‏دي او واقعي توبه ګاران ‏هماغه عقلمن دي.هو، باید اوښکه د معرفت پر بنسټ وي. «تَری أَعْیُنَهُمْ تَفِیضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ» [69]

* په قرآن کې درې ځل د (وَلَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ) غونډله – جمله او دوه ځل د «وَ لَوْکَرِهَ الْمُشْرِکُونَ» او «وَلَوْکَرِهَ الْمُجْرِمُونَ» غونډلې ترسترګو کېږي او دا ددې څرګندوی ده، چې د کافرانو، مشرکانو او مجرمانو د خوښۍ راماتولو په فکر کې دې و نه وسو او د دوی د بد ایسېدو په پار دې له خپلې دندې لاس پر سر نه شو.

پېغامونه:

1- هستي، د توحید له نښو ډکه ده؛ نو ولې په نورو پسې ځئ.( وَ إِنْ یُشْرَکْ بِهِ تُؤْمِنُوا… هُوَ الَّذِی یُرِیکُمْ آیاتِهِ)

2- الله تعالی پرله پسې، د خپلو آیتونو په ښوولو او د باران په ورښت، خلک خپل ځواک، حکمت او علم ته متوجه کوي او غاړه خلاصوي‏.( یُرِیکُمْ آیاتِهِ… یُنَزِّلُ)

3-د رزق سرچینه آسمان دی، لمر، وریځ او چاپېریال، ژوند ته د رڼا، باران او اکسیجن چمتو کوونکي دي. «مِنَ السَّماءِ رِزْقاً»

4-لومړی لاره چاره ‏چمتو کړئ او بیا بلنه ورکړئ.( یُرِیکُمْ آیاتِهِ… فَادْعُوا اللّهَ)

5-لومړی پېژندنه، بیا عمل. (یُرِیکُمْ آیاتِهِ… فَادْعُوا…)

6-ستاسې دعا او نږه څرګندونه مو، د ودې لامل دی، نه د الله تعالی د ستریا لامل.( اَلْعَلِیِّ الْکَبِیرِ هُوَ الَّذِی یُرِیکُمْ… فَادْعُوا اللّهَ مُخْلِصِینَ)

7-وزلې مهمې نه دي، هوډ او اراده مهمه ده. (الهي آیات د معرفت وزلې دي؛ خو که په زړه ړوند انسان یې و نه غواړي؛ نو نه پوهېږي. هو، د انابه او توبې حالت، د الهي آیتونو د درک او ترې د اغېزمنېدو لاره چاره او زمینه ده.) «وَ ما یَتَذَکَّرُ إِلاّ مَنْ یُنِیبُ»

8-هر ډول نظریې، قانون، سلیقې، لېوالتیاوې،د پلار نیکونو روږد او دود، هر ډول ګواښنه، تبلیغ او تطمیع دې ستاسې پر توحیدي دین اغېز و نه کړي. «مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ»

9-یوازې الله تعالی د دعا ستاینوړ دی. «فَادْعُوا اللّهَ»

10- اخلاص د دعا منل کېدو شرط دی. «فَادْعُوا اللّهَ مُخْلِصِینَ»

11-د کفارو او نورو سوچونو والاوو د خوښۍ په فکر کې مه وسئ. «وَ لَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ»

 

رَفِیعُ الدَّرَجاتِ ذُو الْعَرْشِ یُلْقِی الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلی مَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلاقِ«15» =هغه (د صالحو بندګانو) درجې لوړوي، د عرش خاوند دى، پرخپلو بندګانو يې چې چا ته خوښه شي، پخپل امر روح (= وحې) ورلېږي، چې خلك د مخامخېدو له ورځې [= قيامته] ووېروي.

یَوْمَ هُمْ بارِزُونَ لا یَخْفی عَلَی اللّهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ لِمَنِ الْمُلْکُ الْیَوْمَ لِلّهِ الْواحِدِ الْقَهّارِ«16» = (پر هغه) ورځ چې خلک او کړنې یې ښكاره شي (او) د دوی هېڅ څه به له الله پټ نه وي (او ويل كېږي:) نن ټولواکي د چا ده؟ (په ځواب كې ويل كېږي:) د یوازېني برلاسي الله.

 

ټکي:

* لوړاوی او ستریا دوه ډوله ده:

الف)مکاني؛ لکه د «یَرْفَعُ إِبْراهِیمُ الْقَواعِدَ» [70] آیت؛ د کعبې د بنسټنو جیګول، مکاني دی.

ب)مقامي؛ لکه: «یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا… دَرَجاتٍ»[71]

* «رَفِیعُ الدَّرَجاتِ»دوه ډوله مانا کولای شو:

یو داچې، الله تعالی د لوړو او غورو درجو او مقام څښتن دی، بل داچې الله تعالی د خلکو درجې د دوی د وړتیا له مخې پورته کوي؛ لکه د «یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا» او «رَفَعَ بَعْضَکُمْ فَوْقَ بَعْضٍ» [72]آیتونه، په دې مانا دي، چې الله تعالی ځینو ته پر ځینو، د کړنو په پار یې غوراوی ورکوي.

*له روح مراد یا پخپله وحې ده، چې د ټولنې د مانیز ژوند لاملېږي او یا د وحې چارواکې پرښته. په بل ځای کې لولو: «وَ کَذلِکَ أَوْحَیْنا إِلَیْکَ رُوحاً مِنْ أَمْرِنا»[73]و «یُنَزِّلُ الْمَلائِکَهَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلی مَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا» [74]

*داچې قرآن او وحې په روح نومول شوې، «یُلْقِی الرُّوحَ»، څرګندېږي چې وحې د خلکو د حیات او ژوندون لامل دی او پېغمبران خلک مانیز ژوندون ‏ته رابلي. «دَعاکُمْ لِما یُحْیِیکُمْ»[75]

* امام صادق(رح) وویل: د قیامت ورځ، د ځمکمېشتو او آسمانمېشتو د کتو ورځ ده.[76]

* د وحې رالېږونکی الله تعالی، د عرش څښتن دی.

وحې اخستونکي، هغه نږه بندګان دي، چې حکیم الله تعالی یې ټاکي. «مَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ»

د وحې موخه او موضوع خبرداری دی. «لِیُنْذِرَ»

د وحې واسطه، ‏ځانګړې پرښته ده. «یُلْقِی الرُّوحَ»

*په روایتونو کې لولو: د «لِمَنِ الْمُلْکُ» پوښتنه د الله تعالی له لوري ده او د «لِلّهِ الْواحِدِ الْقَهّارِ» ځواب د انبیاوو او الهي اولیاوو له لوري دی.[77]

*په قیامت کې د خلکو حاضرېدل، په دې بڼه، چې د عادلانه قضاوت لپاره پکې د ابهام یو ټکی هم پاتې نشي، د یو لړ چارو په پار دي:

الف) د ځمکې هوارېدل او د غرونو له منځه تګ. «قاعاً صَفْصَفاً» [78]

ب) له قبرونو راوتل. «وَ إِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ» [79]، «وَ أَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقالَها»[80]

ج) د کړنلیکونه پرانستېدل. «وَ إِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ» [81]

د) د کړنو انځورېدل. «یَنْظُرُ الْمَرْءُ ما قَدَّمَتْ یَداهُ»[82]

ه) د پټو چارو رابرسېرېدنه. «بَدا لَهُمْ ما کانُوا یُخْفُونَ مِنْ قَبْلُ[83]

و) د بدن د غړیو ګواهي. «تَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ»[84]

پېغامونه:

1- الله تعالی، وړ انسانان کمال ته رسوي. «رَفِیعُ الدَّرَجاتِ»

2- اخلاص، د درجې د لوړوالي لاره چاره او زمینه ده.( مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ… رَفِیعُ الدَّرَجاتِ)

3- د نړۍ له مطلق واکمن نه د درجې ورکړه ارزښت لري. «رَفِیعُ الدَّرَجاتِ ذُو الْعَرْشِ»

4- په ځانګړې پرښته د وحې نزول، د الله تعالی په ارادې دي. «مِنْ أَمْرِهِ»

5- وحې لاس ته راوړو ته د پېغمبر ټاکل، د هغه په ارادې پورې اړوند دي. «مَنْ یَشاءُ»

6- د وحې د لاس ته راوړ شرط، د الله تعالی بندګي ده. «مِنْ عِبادِهِ»

7- د پېغمبرانو آریزه دنده، خبرداری دی. «لِیُنْذِرَ»

8- قیامت د لیدو کتو ورځ ده. «یَوْمَ التَّلاقِ» (له پالونکي سره ملاقات. «مُلاقُوا رَبِّهِمْ»[85])

9- له معاد سره د خلکو آشنايي او پرې ایمان راوړل، د وحې له موخو ځنې دي. (یُلْقِی الرُّوحَ… لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلاقِ)

10- د قیامت پر ورځ، د خلکو ټولې خوالې او حقایق څرګندېږي او نټې ته ځای نه پاتېږي. «هُمْ بارِزُونَ»

11- په قیامت کې توکم، ژبه، ټبر، مقام او پانګه ګرده له منځه ځي او یوازې انسانیت اوڅارېږي. «هُمْ بارِزُونَ»

12- په قیامت کې د الله تعالی ځواک، علم او قهاریت ټولو ته ملموس دی او ټول پرې منښته کوي. (…. لِلّهِ الْواحِدِ الْقَهّارِ)

13- ځواک، د یووالي تر سیوري لاندې دی. «الْواحِدِ الْقَهّارِ»

اَلْیَوْمَ تُجْزی کُلُّ نَفْسٍ بِما کَسَبَتْ لا ظُلْمَ الْیَوْمَ إِنَّ اللّهَ سَرِیعُ الْحِسابِ«17» = نن هر چا ته د خپلو كړنو بدله وركول كېږي، نن ظلم نشته؛ په رښتيا الله چټکحسابى دى.

ټکي:

*په تېر او دې آیت کې د قیامت په اړه شپږ ټکي اوڅار شوي دي:

الف) د ټولو خلکو شتون. «هُمْ بارِزُونَ»

ب) د ټولو اندونو او کړنو رابرسېرېدنه. «لا یَخْفی عَلَی اللّهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ»

ج) د حق ځواک پلوشه. «لِمَنِ الْمُلْکُ الْیَوْمَ لِلّهِ الْواحِدِ الْقَهّارِ»

د) هر چا ته خپله سزا ورکول کېږي ‏. «تُجْزی کُلُّ نَفْسٍ»

ه) مطلق عدالت. «لا ظُلْمَ الْیَوْمَ»

و)چټک حساب. «سَرِیعُ الْحِسابِ»

قیامت خورا مهمه ورځ ده، په دې او تېر آیت کې څلور ځل د «یوم» کلمه  راغلې ده؛ «یَوْمَ هُمْ بارِزُونَ» ، «لِمَنِ الْمُلْکُ» ، «الْیَوْمَ تُجْزی» ، «لا ظُلْمَ الْیَوْمَ»

* ظلم یو لړ نښې لري:

 الف) د خلکو زحمتونه نالیدي ګڼل.

ب) لږه لاسباړه ورکول.

ج) تر حق یې مجرم ته ډېره سزا ورکول.

او په قیامت کې دا یو یې هم نشته او پر چا ظلم نه کېږي. «لا ظُلْمَ الْیَوْمَ»

*په روایتونو کې لولو چې د «لا ظُلْمَ الْیَوْمَ» له غونډلې – جملې مراد دادی، چې په قیامت کې به د مظلوم غچ، ټس او تقاص، له ظالمه اخلو.[86]

*په دنیا کې د محکمه کېدو د پېر اوږدوالی یا د مجرم د نټې او جرم پټونې په پار دی؛ خو په قیامت کې ځمکه، وخت، د بدن غړي، پرښتې او کړنلیک ګرده ګواه دي او نټې او جرم پټولو ته ځای نه پاتېږي.

یا له ځانه د مجرم د دفاع په پار ده؛ خو پر هغه ورځ ټول، پر خپلو سرغړونو منښته کوي او له ځانه کومه دفاع نه لري.

یا د وګړیو او دوسیو د احضار په پار دي؛ خو پر هغه ورځ ټول حاضر او دوسیې پرانستې دي.

یا د قاضي د سوچ او استیناف په پار دي؛ خو له الله تعالی خو څه هم پټ نه دي.

یا د زندانونو د ظرفیت نه درلودو په پار دي؛ خو پر هغه ورځ خو دوزخ نه ډکېږي.

یا د هغو خنډونو په پار دي، چې د مجرم پلویان یې محکمې ته پیدا کوي ؛ خو هلته کومه واسطه او ملاتړ نشته.

نو پردې بنسټ، الله تعالی په قیامت کې، چټکحسابی دی. «إِنَّ اللّهَ سَرِیعُ الْحِسابِ»

پېغامونه:

1-په قیامت هېڅوک هم له حساب و کتابه مستثنی نه دي. (تُجْزی کُلُّ نَفْسٍ…)

2-سزا او ثواب د کړنو پر بنسټ دي.( تُجْزی… بِما کَسَبَتْ)

3-هغو سرغړونو ته سزا ورکول، چې په پوهې او لوی لاس وي. «کَسَبَتْ»

4- معمولاً خپلسري ځواکونه ظالمان دي؛ خو سره له دې چې الله تعالی یوازېنی قهار ځواک دی؛ خو ظلم نه کوي.(قهّاریت یې له عدالت سره دی). (اَلْواحِدِ الْقَهّارِ… لا ظُلْمَ الْیَوْمَ)

5-معمولاً په محکمې کې ګڼه ګوڼه، یا د قضاوت د چارو د ځنډېدو لاملېږي، چې هغه خو «سَرِیعُ الْحِسابِ» دی او یا د خلکو حقوق په سمه توګه نه ورکول کېږي، چې «لا ظُلْمَ الْیَوْمَ» پر هغه ورځ ظلم نشته.

وَ أَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْآزِفَهِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَی الْحَناجِرِ کاظِمِینَ ما لِلظّالِمِینَ مِنْ حَمِیمٍ وَ لا شَفِیعٍ یُطاعُ«18»= او دوی له نژدې (پېښېدونكې) ورځې (قيامته) وېروه، چې زړونه به تالو ته رسېدلي وي او په خپلو غمونو کې به ډوب وي، د ظالمانو به نه كوم رښتينى دوست وي او نه كوم سپارښتګر، چې سپارښت يې ومنل شي.

یَعْلَمُ خائِنَهَ الْأَعْیُنِ وَ ما تُخْفِی الصُّدُورُ«19»= (الله) د سترګو پر خيانت او د سينو پر پټو خوالو پوهېږي.

ټکي:

* «أزفه» د رانږدېدونکي په مانا ده او له نږدې ورځ مراد، د قیامت ورځ ده؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «إِنَّهُمْ یَرَوْنَهُ بَعِیداً وَ نَراهُ قَرِیباً[87]

* «کاظِمِینَ» له «کظم» اخستل شوی او په مشکو کې تړلو ته وايي او «کاظم» هغه چاته ویل کېږي، چې زړه یې خپه دی؛ خو خوله یې چوپ وي او خپله غوسه او خپګان کابو کوي.

*نامحرم ته کتل، نورو ته په سپکاوي کتل او فساد ته د هڅونې لپاره کتل، د سترګو د خیانت بېلګې دي.

امام صادق(رح) د «یَعْلَمُ خائِنَهَ الْأَعْیُنِ» آيت په اړه وپوښتل شو؛ نو آنحضرت وویل: مراد، تر سترګو لاندې کتل دي.«ینظر الی الشیء و کانه لا ینظر فذلک خائنه الاعین»[88]

* امام کاظم (رح) وویل: داسې مؤمن به نه وي، چې تر ګناه کولو روسته خپه نشي او که خپه نشو، مؤمن نه دی او شفاعت ورته نشته او ظالم دی. بیا یې د «ما لِلظّالِمِینَ مِنْ حَمِیمٍ وَ لا شَفِیعٍ یُطاعُ» آیت تلاوت کړ.[89]

پېغامونه:

1- مرگ او قیامت رانږدې دي، ځان دې ورته چمتو کړو. «یَوْمَ الْآزِفَهِ»

2- مجرم په قیامت کې، نه مري او نه هوسا کېږي. «إِذِ الْقُلُوبُ لَدَی الْحَناجِرِ» (په بل ځای کې لولو: «وَ یَأْتِیهِ الْمَوْتُ مِنْ کُلِّ مَکانٍ وَ ما هُوَ بِمَیِّتٍ[90] له هر لوري مرګ ورځي؛ خو نه مري.)

3- په قیامت کې، د مجرم زړه له خواشینۍ او غمه ډک وي؛ خو ویلی یې نشي. «کاظِمِینَ»

4- مجرم په قیامت کې یوازې دی. (نه نږدې او خواخوږی ‏ملګری لري او نه ځواکمنه ‏واسطه او شفاعتګر). «ما لِلظّالِمِینَ مِنْ حَمِیمٍ وَ لا شَفِیعٍ»

5-ارزښتونه د انګېزو پر بنسټ دي. له بېلابېلو انګېزو سره یوه کتنه کولای شي، چې عبادت ووسي یا خیانت. «خائِنَهَ الْأَعْیُنِ»

6-په دې چار ایمان، چې الله تعالی د هر څه له باطنه خبر دی، انسان له ظلمه ژغوري. (ما لِلظّالِمِینَ مِنْ حَمِیمٍ… یَعْلَمُ خائِنَهَ الْأَعْیُنِ)

7- الله تعالی پر ظاهر هم پوهېږي او‏ له باطنو هم خبر دی. «خائِنَهَ الْأَعْیُنِ وَ ما تُخْفِی الصُّدُورُ»

وَ اللّهُ یَقْضِی بِالْحَقِّ وَ الَّذِینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لا یَقْضُونَ بِشَیْءٍ إِنَّ اللّهَ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ«20» = او الله په حق حکم چلوي او کوم معبودان، چې د الله پر ځاى لمانځل کېږي، د هېڅ څيز په اړه پرېکړه نشي كړاى (؛ځكه) يوازې الله اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى.

پېغامونه:

1-پر حق قضاوت الهي چار دی. «وَ اللّهُ یَقْضِی بِالْحَقِّ»

2-قضاوت ته پوهه پکار ده. (یَعْلَمُ خائِنَهَ الْأَعْیُنِ… وَ اللّهُ یَقْضِی بِالْحَقِّ)

3-پر حق قاضي دې لیدونکی او اورېدونکی وي.( یَقْضِی… هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ)

4-غیرالله معبودان یا د قضاوت وس نه لري او یا پرحق قضاوت نه کوي.«وَ الَّذِینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لا یَقْضُونَ بِشَیْءٍ»

5-یوازې الله تعالی حقیقي لیدونکی او اورېدونکی دی. «إِنَّ اللّهَ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»

أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ کانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ کانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ آثاراً فِی الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَ ما کانَ لَهُمْ مِنَ اللّهِ مِنْ واقٍ«21» = ايا (دوى) په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې تر دوى وړاندې د تېر شويو خلكو پاى يې لېدلې واى؟ تر دوى ډېر ځواكمن وو او پر ځمكه يې (مهم لرغوني) آثار پرېښي دي؛ خو الله دوی د خپلو ګناهونو په پار ونيول او هېڅوك نه وو، چې د ((الله)) له (عذابه) يې وژغوي!

ټکي:

*په تېر آیت کې د په حق قضاوت خبره وه او په دې آیت کې وايي: د په حق قضاوت یوه بېلګه، د تاریخ مجرمانو ته، الهي غوسه ده.

پېغامونه:

1-ګرځېدل او سفر کول دې موخه ولري. «أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا – فَیَنْظُرُوا»

2- تجربه او علم، سفر او ګرځېدو ته اړتیا لري. «یَسِیرُوا – فَیَنْظُرُوا»

3-تاریخ د ښاندې، شناخت او معرفت یوه سرچینه ده.( أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا…)

4-د اسلام له پېغمبر سره د کفارو د مخالفت دلیل، پر خپل ځواک د دوی غولېدل ‏وو؛ نوځکه قرآن ورته وايي: موږ تر تاسې ځواکمن ورک کړي دي. «أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً»

5-د نورو عبرت ته د لرغونو آثارو ساتل پکار دي. «فَیَنْظُرُوا – آثاراً فِی الْأَرْضِ»

6- له تاریخه عبرت واخلئ. (کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ…)

7-یوازې نن مه ګورئ، پایلې یې ګورئ.( عاقِبَهُ…)

8-پر خپل ځواک او آثارو مه غولېږئ. «کانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ آثاراً»

9-طاغوتي ځواکونه د الهي پرغز- قهر مخنیوونکي نه دي.( أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً… فَأَخَذَهُمُ اللّهُ)

10-ځواک او شونتیاوې د بري کچې نه دي.( أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً… فَأَخَذَهُمُ اللّهُ)

11- گناه د الهي پرغز لامل دی. «فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ» (د تمدنونو ځوړ او د ولسونو ورکېدل د دوی ‏د ګناهونو سزا ده)

12-د الهي پرغز ‏په راتګ سره، له هېچا هم هېڅ ډول دفاع نه منل کېږي. «مِنْ واقٍ»

ذلِکَ بِأَنَّهُمْ کانَتْ تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَکَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللّهُ إِنَّهُ قَوِیٌّ شَدِیدُ الْعِقابِ«22» = دا (سزا) له دې سببه ‏وه، چې خپلو استازیو يې څرګندې نښې ‏وروړې؛ خو دوى منكرېدل؛ نو الله هم ونیول ‏(او سزا يې وركړه؛) چې هغه زورور سخت عذابى دى.

پېغامونه:

1- په تاریخ کې د انبیاوو رالېږل، یو الهي قانون ‏دی.( کانَتْ تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ…)

2- انبیاء په خلکو پسې ورتلل او دې ته په تمه نه وو، چې خلک به ورشي.«تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ»

3- تر هغه چې الله تعالی اتمام حجت نه وي کړی، یو قوم یا وګړي ته سزا نه ورکوي. (تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ…فَکَفَرُوا… فَأَخَذَهُمُ اللّهُ)

4-ټولو انبیاوو معجزې درلودې او په دلیل او اعجاز کې یې د ابهام او ناڅرګندتیا یو ټکی هم نه و. «تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ»

5-کفر او سرغړونه د تمدنونو د ځوړ او شیندل کېدو لاملونه دي. (فَکَفَرُوا… فَأَخَذَهُمُ اللّهُ)

6- الله تعالی ته د کفارو ځپل او ورکول خورا آسان دي. «إِنَّهُ قَوِیٌّ شَدِیدُ الْعِقابِ»

وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا مُوسی بِآیاتِنا وَ سُلْطانٍ مُبِینٍ«23» = او په يقين موږ موسى له خپلو نښو او څرګند دليل سره ولېږه؛

إِلی فِرْعَوْنَ وَ هامانَ وَ قارُونَ فَقالُوا ساحِرٌ کَذّابٌ«24» = فرعون، هامان او قارون ته؛ خو دوی وويل: (( (دا) ډېر دروغجن كوډګر دى.))

فَلَمّا جاءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنا قالُوا اقْتُلُوا أَبْناءَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ وَ اسْتَحْیُوا نِساءَهُمْ وَ ما کَیْدُ الْکافِرِینَ إِلاّ فِی ضَلالٍ«25» = نو چې دوی ته زموږ له لوري حقيقت وروړاندې شو، و یې ويل: ((د هغو كسانو زامن ووژنئ او ښځې (لوڼې) يې (خدمت ته) ژوندۍ پرېږدئ، چې له ده (= موسى) سره يې ايمان راوړى؛)) خو د كافرانو چل يوازې په بېلارۍ كې وي (سر نه نيسي او له منځه ځي).

ټکي:

* په تېرو آیتونو کې مو ولوستل، چې ولې پر ځمکه نه ګرځئ او چکر نه وهئ، چې د ظالمانو پایله ووینئ او عبرت ترې واخلئ. په دې آیت کې یې بېلګې ته د فرعون، هامان او قارون ځپل اوڅار کړي دي.

*سره له دې چې قرآن د حضرت موسی او فرعون کیسه څو ځل کړې ده؛ خو هر ځل د کیسې یو نوی اړخ راوړاندې کوي. په دې سورت کې د هغه چا ګټورې او اغېزمنې ونډې ته اشاره شوې ده، چې د فرعون په دربار کې و؛ خو خپل ایمان یې پټ کړی و او د «تقیه» په چوکاټ کې یې خورا ستره ونډه ترسره کړه.

*د انبیاوو د راتګ او د خلکو د کفر د کلیاتو تر ویلو روسته، دا آیتونه د حضرت موسی او مخالفانو په کیسه کې یې څرګندې نښې ښيي.

* د«آیات» او «سُلْطانٍ» کلمې ، چې هره یوه یې په ځینو ځایونو کې ځانته راغلې؛ خو چې سره ‏یوځای وي؛ نو د حضرت موسی او فرعون په اړه دي؛ یعنې حضرت موسی فرعون ته هم یو لړ معجزې وروړاندې کړې او هم یې په دلیل او برهان ورسره خبرې وکړې.

پېغامونه:

1-د دین تبلیغ او له حقه دفاع ته د قدرت په مرکزونو کې ورننووتل او نفوذ پکار دی.( وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا مُوسی… إِلی فِرْعَوْنَ)

2- پېغمبرانو د طاغوتانو په مقابل کې دوې مهمې وسلې درلودې: معجزه «بِآیاتِنا» او روڼ منطق. «سُلْطانٍ مُبِینٍ»

3-د خلکو د راماتېدو بنسټونه توپیر لري، ځینې په معجزه ایمان راوړي او ځینې په منطق. انبیاوو دواړه درلودل. «بِآیاتِنا وَ سُلْطانٍ مُبِینٍ»

4-د انبیاوو د مبارزې سرټکی، د فساد او کفر له مشرانو سره مبارزه ده؛

که د زور، حکومت او سیاسي ځواک په چوکاټ کې وي، «فِرْعَوْنَ»

که د تدبیر، تدارک، شیطنت او فرهنګي ځواک په چوکاټ کې وي، «هامانَ»

که د پانګې، شتمنۍ او وټیز ځواک په چوکاټ کې وي «قارُونَ»

5-له استکبار سره مبارزه، د انبیاوو د مبارزې منځپانګه ده. ( أَرْسَلْنا مُوسی… إِلی فِرْعَوْنَ وَ…)

6- انبیاوو مړانه درلوده او د ټولو ځواکونو پر ضد ‏درېدل. «إِلی فِرْعَوْنَ وَ هامانَ وَ قارُونَ»

7-د فساد بېلګې خلکو ته وروپېژنئ. «فِرْعَوْنَ وَ هامانَ وَ قارُونَ»

8-د انبیاوو مخالفینو، معجزه کوډې او پېغمبران دروغجڼ ګڼل. «فِرْعَوْنَ وَ هامانَ وَ قارُونَ فَقالُوا ساحِرٌ کَذّابٌ»

9- حق او حقیقت د دین ګوهر دی. «جاءَهُمْ بِالْحَقِّ»

10- انسان د حق لار پېژندو ته وحې، نبوت او الهي پېرزوینو ته اړمن دی. «بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنا»

11-د انبیاوو مخالفین هم په ژبه د شخصیت ترور کوي. «فَقالُوا ساحِرٌ کَذّابٌ» او هم یې عملاً پر ضد پاڅون کوي. (اُقْتُلُوا…)

12-د حق د پلویانو وژل او شهیدول، په تاریخ کې د ټولو کبرجنو کړنلار ده.(اُقْتُلُوا…)

13-که څه دښمن، پر انبیاوو د خلکو پر ایمان خپه دي؛ خو څه یې چې ډېر خپه کوي، له انبیاوو سره د خلکو عملي ملتیا ده. «آمَنُوا مَعَهُ»

14- دښمن،ځوانان او مېرمنې موخه کوي.( اُقْتُلُوا أَبْناءَ… وَ اسْتَحْیُوا نِساءَهُمْ)

15- کافران چلونه کوي؛ خو مقصد ته نه رسي او نقشې او چلونه یې په سیند لاهو کېږي. «وَ ما کَیْدُ الْکافِرِینَ إِلاّ فِی ضَلالٍ»

16- الله تعالی د فرعوني دسیسې خنثی کولو کیسې په کولو، د اسلام پېغمبر او مؤمنانو ته تسل او ډاډ ورکوي. «وَ ما کَیْدُ الْکافِرِینَ إِلاّ فِی ضَلالٍ»

وَ قالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِی أَقْتُلْ مُوسی وَ لْیَدْعُ رَبَّهُ إِنِّی أَخافُ أَنْ یُبَدِّلَ دِینَکُمْ أَوْ أَنْ یُظْهِرَ فِی الْأَرْضِ الْفَسادَ«26» = او فرعون وويل: (( ما پرېږدئ، چې موسى ووژنم او هغه دې خپل پالونكى (مرستې ته) وبلي (چې و يې ژغوري)! (؛ ځكه) وېرېږم، چې دين به مو بدل كړي يا به په (دې) هېواد كې فساد راولاړ كړي!))

ټکي:

*په تېر آیت کې د بني اسراییلو د ځوانانو د وژل کېدو خبره وه، ته وا دا کار د فرعون په نزد بسیا نه و او فرعون ته د خطر آریز مرکز، پخپله حضرت موسی و؛ نو په دې آیت کې د حضرت موسی د وژلو خبره اوڅاروي.

*د حضرت موسی وژل کېدو به په عمومي افکارو کې ستونزمنه انګازه جوړوله؛ نو فرعون له خپلو درباریانو سره سلامشوره وکړه. داچې فرعون وايي: «ذَرُونِی» ما پرېږدئ، ددې نښه ده، چې د فرعون سلاکاران ‏د موسی پر وژولو خوښ نه وو.

پېغامونه:

1-د طاغوتانو منطق، د حق مشرانو وژل دي. «قالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِی أَقْتُلْ مُوسی»

2-د کبرجنو کړنلار، یا درغجنول دي «فَقالُوا ساحِرٌ کَذّابٌ» یا ګواښنه ده «ذَرُونِی أَقْتُلْ مُوسی» او یا سپکاوی. «وَ لْیَدْعُ رَبَّهُ»

3-د فرعون حکومت استبدادي، خپلسری او بې قانونه حکومت و. «أَقْتُلْ مُوسی»

4- مجرم خپل جنایت ته مخونه ورکوي. (فرعون د خلکو د دین بدلېدو وېره د حضرت موسی د قتل دلیل ګڼي.) (أَقْتُلْ… إِنِّی أَخافُ)

5-طاغوتان ځانونه د خلکو خواخوږي ښيي. «إِنِّی أَخافُ أَنْ یُبَدِّلَ دِینَکُمْ»

6- طاغوت، چې په هر ځای کې خپل حکومت په خطر کې وويني؛ نو ځان د خلکو او دین ملاتړ او سمونپالی ښيي.(إِنِّی أَخافُ أَنْ یُبَدِّلَ دِینَکُمْ أَوْ أَنْ یُظْهِرَ… اَلْفَسادَ)

7-د فرعون له نظره، دین یعنې طاغوت ته تسلیمېدل. «یُبَدِّلَ دِینَکُمْ»

8-امنیت او ارامي راوستل، د دیني او سمونپالو حرکتونو ځپنې ته د طاغوت لاسوندونه ‏دي.( أَقْتُلْ مُوسی… أَخافُ أَنْ یُبَدِّلَ دِینَکُمْ أَوْ أَنْ یُظْهِرَ… اَلْفَسادَ)

9- طاغوت، د تاریخ سمونپالي مفسد معرفي کوي. «یُظْهِرَ فِی الْأَرْضِ الْفَسادَ»

10- طاغوت، خپله پاتېدنه د شته حالاتو په ساتنه کې ګڼي او له هر سمونپالي حرکت سره مخالفت کوي. «إِنِّی أَخافُ أَنْ یُبَدِّلَ دِینَکُمْ»

11- انبیاوو به په سیاسي او ټولنیزو چارو کې ونډه اخسته؛ نوځکه طاغوت کړول. «یُبَدِّلَ دِینَکُمْ أَوْ أَنْ یُظْهِرَ فِی الْأَرْضِ الْفَسادَ»

 

وَ قالَ مُوسی إِنِّی عُذْتُ بِرَبِّی وَ رَبِّکُمْ مِنْ کُلِّ مُتَکَبِّرٍ لا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسابِ«27» = او موسى وويل: ((په رښتینه كې زه له هر كبرجنه، چې د حساب پر ورځ ايمان نه راوړي، خپل او ستاسې پالونكي ته پناه وړم.))

ټکي:

*حضرت موسی د «عُذْتُ بِرَبِّی وَ رَبِّکُمْ» په ویلو سره، الله تعالی ته د پناه وروړو ترڅنګ، خلکو ته وویل، چې فرعون ستاسې ‏خدای نه دی.

*دا متل ((چې چېرې دې نمک وخوړ؛ نو نمکدان یې مه ماتوه)) په هر ځای کې سم نه دی؛ ځکه حضرت موسی، کلونه کلونه د فرعون پر دسترخوان و؛ خو داچې فرعون حق و نه مانه؛ نو په پایله کې په الهي پرغز- قهر اخته شو.

پېغامونه:

1- د دښمن د ګواښنو په مقابل کې، الله تعالی ته پناه یوسئ. «إِنِّی عُذْتُ بِرَبِّی»

2-هغه ته پناه یوسئ، چې ټولې چارې مو د هغه په لاس کې دي او ټول یې تر ربوبیت لاندې یو. «بِرَبِّی»

3-پخپله فرعون مهم نه دی؛ بلکې فرعوني ځانګړنه مهمه ده، چې کبر دی او باید الله تعالی ته ترې پناه یوسو. «کُلِّ مُتَکَبِّرٍ»

4- انبیاء مېړني وو. حضرت موسی د وژنې د ګواښنې په مقابل کې، فرعون ته وویل: ته کبرجن یې. «مُتَکَبِّرٍ»

5-پر حساب و کتاب ایمان نه درلودل، انسان کبرجنوي. «مُتَکَبِّرٍ لا یُؤْمِنُ»

وَ قالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ یَکْتُمُ إِیمانَهُ أَ تَقْتُلُونَ رَجُلاً أَنْ یَقُولَ رَبِّیَ اللّهُ وَ قَدْ جاءَکُمْ

بِالْبَیِّناتِ مِنْ رَبِّکُمْ وَ إِنْ یَکُ کاذِباً فَعَلَیْهِ کَذِبُهُ وَ إِنْ یَکُ صادِقاً یُصِبْکُمْ بَعْضُ الَّذِی یَعِدُکُمْ إِنَّ اللّهَ لا یَهْدِی مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ کَذّابٌ«28» = او د فرعون له كورنۍ يو سړي، چې خپل ايمان يې پټ ساته، وويل: ((ايا يو سړى له دې لامله وژنئ، چې وايي: “الله” زما پالونكى دى او په يقين، ستاسې د پالونكي له لوري یې ښکاره دلايل درته راوړي؟! او كه دروغجن وي؛ نو دروغ يې پر خپله غاړه او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي. په رښتيا الله له پولي اووښتي دروغجن ته سمه لار نه ورښيي.

ټکي:

* د مؤمن آل فرعون کیسه یوازې په دې سورت کې اوڅار شوې ده. هغه د فرعون یو خپلوان و، چې په پټه یې پر حضرت موسی ایمان راوړی و؛ خو خپل ایمان یې پټ کړ، چې پخپل وخت، د حضرت موسی په ګټه خبره وکړي او یا کوم کار ورته وکړي.

دا وګړی بې د فرعون له مېرمنې یو بل وګړی دی او هغه وګړی دی، چې په چټکه یې د ښار له لرې ځایه حضرت موسی ته ځان ورورساوه او د نیول کېدو له دسیسې یې خبر کړ.

ارواښاد هر یو فخررازي او مراغي په خپلو تفسیرونو کې وايي: هغه د فرعون له درباریانو ځنې او د پولیسو مشر و.

*د هغه حدیث له مخې چې شیخ صدوق په امالي کې او فخر رازي په خپل تفسیر کې راوړی دی، صدّیقون/رښتین درې تنه دي: حبیب نجار(مؤمن آل یس)،مؤمن آل فرعون و علیّ بن ابی طالب، چې د دوی ‏غوره دی.

* مؤمن آل فرعون، د حضرت موسی په باب د سترو لقبونو کارونې پر ځای، هغه یو ناپېژاندی وګڼه او و یې ویل:«رَجُلاً»، چې فرعون یې پر ایمان پوه نشي.

* «اسراف» له بریده هر ډول اوختو ته وايي، که په لګښت کې له بریده اوختل وي که په چلن او اخلاقو کې وي.

هغه چې د انبیاوو معجزې او دلایل نالیدي وګڼي، مسرف دی.

*په اسلامي متونو کې، ابوطالب، د حضرت علي کرم الله وجهه پلار، له مؤمن آل فرعون سره ورته شوی دی.[91]

پېغامونه:

1-د الهي مرستې یوه پلوشه، چې الله تعالی ته د پناه وروړو له لامله پیدا کېږي، په مخالفینو کې د پلویانو پیدا کېدل دي. ( عُذْتُ بِرَبِّی… قالَ رَجُلٌ)

2-د تاریخي شخړو او استدلالونو یادیزې ژوندۍ وساتئ.(قرآن د مؤمن آل فرعون د مجادلې ‏کړنلار وايي). (وَ قالَ رَجُلٌ…)

3-د تاریخ په رانقلولو کې، آریزو عناصرو ته پاملرنه ‏وکړئ؛ نه نامو او لقبونو ته. «رَجُلٌ مُؤْمِنٌ»

4- په ظلم حکومت کې د یوې مهمې دندې ترسره کولو لپاره کار کول، پروا نه لري. «رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ»

5-فاسد نظام، تشکیلات، ټولنه او چاپېریال، پر جرم د انسان د ککړېدو لپاره د اجبار دلیلېدای نشي.(په فرعوني نظام کې هم مؤمن وګړي موندل کېږي.) «وَ قالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ»

6-کله مهمو کارونو او سترو موخو ته د رسېدو لپاره، تقیه او د ګروهې پټول پکار دي. «یَکْتُمُ إِیمانَهُ»

7-له بدیو د منع یو برکت دادی، چې یو پېغمبر له وژل کېدو ژغوري او دا هم ټولنه ژغوري. «أَ تَقْتُلُونَ رَجُلاً»

8-مؤمن، بې توپیره نه دی؛د مظلوم ملاتړی دی او د ظالم پر خلاف غږ پورته کوي.«أَ تَقْتُلُونَ رَجُلاً»

9-ویده وجدانونه په پوښتنه راویښ کړئ.( أَ تَقْتُلُونَ…)

10- په طاغوتي نظام کې د الله تعالی د نامې تبلیغ هم جرم دی. «أَ تَقْتُلُونَ رَجُلاً أَنْ یَقُولَ رَبِّیَ اللّهُ»

11- مؤمن په منطق دفاع کوي.( أَ تَقْتُلُونَ… جاءَکُمْ بِالْبَیِّناتِ)

12- په تبلیغ کړنلار کې، تعصب مه کوئ.(مؤمن آل فرعون وویل: موسی یا رښتیا وايي یا دروغ، که رښتیا وايي او چې د څه ژمنه کوي، پېښېږي به او که دروغ وايي؛ نو خپله غاړه یې بنده.) (إِنْ یَکُ کاذِباً… وَ إِنْ یَکُ صادِقاً)

13-د دروغو تاوان خپله دروغجن ته ور رسي. «إِنْ یَکُ کاذِباً فَعَلَیْهِ کَذِبُهُ»

14- اسراف او دروغجنول، د ښیون – هدایت دوه مخنیونکي دي. «لا یَهْدِی مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ کَذّابٌ»

یا قَوْمِ لَکُمُ الْمُلْکُ الْیَوْمَ ظاهِرِینَ فِی الْأَرْضِ فَمَنْ یَنْصُرُنا مِنْ بَأْسِ اللّهِ إِنْ جاءَنا قالَ فِرْعَوْنُ ما أُرِیکُمْ إِلاّ ما أَری وَ ما أَهْدِیکُمْ إِلاّ سَبِیلَ الرَّشادِ«29» = (هغه ایمانوال د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ) (زما) قومه! نن ستاسې واكمني ده (او) په دې ځمكه کې لاسبري ياست، كه موږ ته د الله عذاب راشي؛ نو څوك به موږ بچ كړي؟)) فرعون وويل: ((زه يوازې خپله ګروهه دروړاندې کوم او یوازې سمه لار درښیم (چې هغه د موسى وژل دي) )).

پېغامونه:

1- مؤمن پر خلکو زړه سواند دی.(د «یا قَوْمِ» تعبیر له 29 تر 41 آیتونو پورې شپږ ځل راغلی ‏دی)

2-په تبلیغي کړنلار کې له عاطفې کار واخلئ. «یا قَوْمِ»

3-د مؤمن نښه، ان د کفر په رژیم کې هم، په ډګر کې حضور دی؛ نه انزوا او ګوښیتوب.( یَکْتُمُ إِیمانَهُ… یا قَوْمِ…)

4-پر خپل ځواک اډانه مه کوئ، چې یوازې نن زموږ په لاس کې دی. «لَکُمُ الْمُلْکُ الْیَوْمَ»

5- په فرعوني نظام کې ایمانونه پټ او سرغړاندۍ څرګندې دي. «یَکْتُمُ إِیمانَهُ – ظاهِرِینَ فِی الْأَرْضِ»

6-په ځواک، نشه ‏وګړیو ته ګواښنه او خبرداری پکار دی. «فَمَنْ یَنْصُرُنا مِنْ بَأْسِ اللّهِ»

7-د انبیاوو بلنې ته د بې توجهۍ پایله الهي پرغز- قهر دی. «فَمَنْ یَنْصُرُنا مِنْ بَأْسِ اللّهِ إِنْ جاءَنا»

8-خبرداري ته د خطر د احتمال ویل بسیا دي. «بَأْسِ اللّهِ إِنْ جاءَنا»

9- ‏په تبلیغي دود او خلکو ته په خبردارۍ ‏کې، ځان هم په خطر کې وننګېرئ. «جاءَنا» د«جاءکم» پرځای.

10- طاغوت، خبرداریو ته پام نه کوي.( یا قَوْمِ… قالَ فِرْعَوْنُ ما أُرِیکُمْ…)

11-پرله پسې «زه» ویل، د طاغوت نښه ده. «أَهْدِیکُمْ ، أُرِیکُمْ ، ما أَری»

12- طاغوت بې له ځانه، بل هېچا ته د نظر څرګندونې پر حق قایل نه دي. «ما أُرِیکُمْ إِلاّ ما أَری»

13- طاغوت ادعا کوي، چې خلک سیده لار ته ښیونوي او ټولنه سموي. «ما أَهْدِیکُمْ إِلاّ سَبِیلَ الرَّشادِ»

14- انسان فطرتاً نېکمرغي، وده او ښیون غواړی ‏‏او طاغوتان هم له همدې فطري انګېزې ناوړګټنه کوي. «إِلاّ سَبِیلَ الرَّشادِ»

15- طاغوتان له دینه د دین پرخلاف ګټنه کوي.(فرعون د «رشاد» کلمه  کاروي، چې مکتبي او ښوونځیز اړخ لري).

وَ قالَ الَّذِی آمَنَ یا قَوْمِ إِنِّی أَخافُ عَلَیْکُمْ مِثْلَ یَوْمِ الْأَحْزابِ«30» = او هغه ايمانوال سړي وويل: ((زما قومه! په حقيقت كې زه پر تاسې (د هغې ورځې له راتلو) وېرېږم؛ لکه د (پېغمبرانو د مخالفو) ډلو (د هلاکت) ورځ؛

مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَ عادٍ وَ ثَمُودَ وَ الَّذِینَ مِنْ بَعْدِهِمْ وَ مَا اللّهُ یُرِیدُ ظُلْماً لِلْعِبادِ«31» = لكه د نوح قوم، عاد، ثمود او تر دوی روسته قومونو (ناوړه) حالات (چې ټول د خپل كفر په سزا كې هلاك شول) او (که نه) الله پرخپلو بندګانو تېرى نه غواړي.

ټکي:

* د نوح، عاد او ثمود تر قومونو روسته له هلاک شویو قومونو مراد، چې په ۳۱ آیت کې ورته اشاره شوې، د لوط قوم او اصحاب ایکه (د حضرت شعیب قوم) دي، چې په ۱۳ آیت کې اوڅار شوي دي.

* د فرعون په مقابل کې، چې په چل ول یې ویل: «إِنِّی أَخافُ عَلَیْکُمْ» مؤمن آل فرعون هم وویل: «إِنِّی أَخافُ عَلَیْکُمْ» زه ستاسې پر عاقبت ډارېږم.

پېغامونه:

1-د مخالفینو د خبرو په پار مو له تبیلغي او ارشاده لاس مه اخلئ.( قالَ فِرْعَوْنُ… قالَ الَّذِی آمَنَ)

2-یوازېتوب،پر نېکیو امر او له بدیو منع ته عذرېدای نشي. «قالَ الَّذِی آمَنَ»

3- تبلیغ د ایمان یوه اړتیا ده. «قالَ الَّذِی آمَنَ یا قَوْمِ»

4- مبلغ دې زړه سواند وي. «یا قَوْمِ»

5-مبلغ دې له تاریخه خبر وي. «مِثْلَ یَوْمِ الْأَحْزابِ»

6-په تبلیغي کړنلار کې دې کله ټولیزې خبرې وشي او کله دې بېلګې او مصداقونه وویل شي.( مِثْلَ یَوْمِ الْأَحْزابِ مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَ…)

7-ستر خطر خو هغه دی، چې له حقه انکار، د انسان روږد شي. «دَأْبِ»

8-الهي پرغز- قهر یوازې په قیامت پورې ځانګړی نه دی؛ ځینې امتونه په همدې نړۍ کې پر عذاب اخته شوي دي. «مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَ عادٍ وَ ثَمُودَ»

9-د سرغړاندو ورکول یو الهي قانون ‏دی. «قَوْمِ نُوحٍ وَ عادٍ وَ ثَمُودَ وَ الَّذِینَ مِنْ بَعْدِهِمْ»

10-په تبلیغي کړنلار کې، په هر ځای کې چې کومه سزا اوڅارېږي؛ نو داچې په تاوتریخوالي تورن نشئ، د سزا علت وویاست. ( نُوحٍ وَ عادٍ وَ ثَمُودَ… وَ مَا اللّهُ یُرِیدُ ظُلْماً لِلْعِبادِ) د هغوی ورکېدل یې د عدل له مخې وو.

11-الهي پرغز ‏زموږ د خپلو کړنو له لامله او د عدل او حکمت پر بنسټ دی. «وَ مَا اللّهُ یُرِیدُ ظُلْماً لِلْعِبادِ»

12- الله تعالی پر خپلو بندګانو، ان د ظلم اراده هم نه کوي. «مَا اللّهُ یُرِیدُ ظُلْماً لِلْعِبادِ»

13-خورا ناوړه ظلم هغه دی، چې انسان پر خپل تر لاس لاندې ظلم وکړي. «ظُلْماً لِلْعِبادِ»

وَ یا قَوْمِ إِنِّی أَخافُ عَلَیْکُمْ یَوْمَ التَّنادِ«32» = ( زما) قومه ! زه پرتاسې د هغې ورځې (له عذابه) وېرېږم، چې خلك به يو بل په نارو سورو (مرستې ته) رابولي!

یَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِینَ ما لَکُمْ مِنَ اللّهِ مِنْ عاصِمٍ وَ مَنْ یُضْلِلِ اللّهُ فَما لَهُ مِنْ هادٍ«33» = هغه ورځ، چې مخ په څټ به تښتئ او هېڅوک به نه وي، چې (د الله له عذابه) مو وژغوري او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي (او پر خپل حال پرېږدي)؛ نو هېڅ لارښود ورته نه شته.

ټکي:

* «تناد» له «نداء» اخستل شوی او یو بل ته د غږ کولو په مانا دی.

د قیامت پر ورځ چغې سورې راپورته دي؛

مؤمن غږ کوي، راشئ کړنلیک مې ولولئ. «هاؤُمُ اقْرَؤُا کِتابِیَهْ» [92]

کافر، په چغو او سورو خپل حسرت په «یالَیْتَنِی»[93]او «یاوَیْلَتی» [94] څرګندوي.

جنتیان، دوزخیانو ته غږ کوي، چې ولې دوزخ ته ولاړئ ؟ «ما سَلَکَکُمْ فِی سَقَرَ»[95]

او دوزخیان له جنتیانو مرسته غواړي، چې هغه څه موږ ته هم راورسوئ، چې الله تعالی در روزي کړي دي. په هر حال له هر لوري چغې او غږونه دي.

*په الله تعالی د مجرمانو له ورکلارولو مراد، د دوی ‏پر خپل حال پرېښوول دي؛ نه داچې له سمې لارې یې کاږه او ورکلاري کړي. کټ مټ د هغه اولاد په څېر، چې پلار ورته غوسه وي او له لارښوونې یې بې برخې شي او دا چار یې د بدمرغۍ او ورکاوي لامل شي.

پېغامونه:

1-په تبلیغي کړنلار کې دې تمه و نه لرو، چې په لومړي تذکر او یادوني به پایلې ته رسو؛ بلکې تکرار پکار دی. ( «یا قَوْمِ» تکرار شوی دی.)

2- په تبلیغی کړنلار کې، عواطف مه هېروئ. «یا قَوْمِ»

3- په تبلیغي کړنلار کې، د خبرداري له ځواکه ګټنه وکړئ.( «إِنِّی أَخافُ» تکرار شوی دی)

4- په تبلیغي کړنلار کې، هم په دنیا کې الهي پرغز- قهر وریادوئ.( قَوْمِ نُوحٍ وَ عادٍ…) او هم په قیامت کې الهي پرغز‏. «ما لَکُمْ مِنَ اللّهِ مِنْ عاصِمٍ»

5- په قیامت کې تېښته اغېزمنه نه ده.( تُوَلُّونَ… ما لَکُمْ مِنَ اللّهِ مِنْ عاصِمٍ)

6-ښیون او ورکلارول، د الله تعالی په لاس کې دي، که څه سریزې یې د انسان په لاس کې دي.«مَنْ یُضْلِلِ اللّهُ فَما لَهُ مِنْ هادٍ»

وَ لَقَدْ جاءَکُمْ یُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَیِّناتِ فَما زِلْتُمْ فِی شَکٍّ مِمّا جاءَکُمْ بِهِ حَتّی إِذا هَلَکَ قُلْتُمْ لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولاً کَذلِکَ یُضِلُّ اللّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتابٌ«34» = او په يقين تردې مخكې يوسف تاسې ته له ښکاره دلايلو سره درغلى و؛ خو څه یې چې دروړي وو، په اړه يې شكمن وئ، تردې چې ومړ (؛ نو) تاسې ويل: ((الله به هېڅکله په هغه پسې كوم بل استازى را و نه لېږي!)) همداسې ‏الله هر پوله ماتى [او] بدګومانه شكمن بېلارې كوي؛))

ټکي:

* مؤمن آل فرعون، د خلکو ښیون او راویښولو ته، لومړی د تېرو تاریخ اوڅار کړ: هسې نه پر هغه بلا چې د نوح، عاد او ثمود قومونه ککړ شول، تاسې هم پرې ککړ شئ، بیا یې د بني اسراييلو مخینه ورته وویله، چې تاسې د حضرت یوسف په اړه داسې او هغسې وکړل.

*له بریده هر ډول اوختنې ته «اسراف» وايي او په دې آیت کې له «مُسْرِفٌ» مراد، هغه کس دی، چې له حق سره مخالفت ته یې پښه ټینګه کړې ده. [96]

پېغامونه:

1-د پلارنیکونو چلن، د راتلونکیو ځوځاتونو په لېوالتیاوو او ځېلونو کې اغېزمن دي. مؤمن آل فرعون وویل: که نن پر حضرت موسی ایمان نه راوړئ، ډېر لرې تللي نه یاست، تاسې پر حضرت یوسف هم ایمان نه و راوړی. «جاءَکُمْ یُوسُفُ مِنْ قَبْلُ»

2-حضرت یوسف ډېرې معجزې درلودې. «بِالْبَیِّناتِ»

3- که شک د څېړنې او حرکت سریزه شي، ارزښت لري او که پرځای د ولاړېدو او د ناوړګومانۍ لامل شي؛ نو یو آفت دی. «فَما زِلْتُمْ فِی شَکٍّ»

4- شک یو طبیعي حالت دی؛ خو بېځایه شک نامنلی چار دی. «فَما زِلْتُمْ فِی شَکٍّ مِمّا جاءَکُمْ بِهِ»

5-مرګ ټولو ته دی، ان پېغمبرانو ته. «حَتّی إِذا هَلَکَ»

6-تر حضرت یوسف روسته، د «ختم نبوت» ګروهه ددې لامل شوه، چې ډېری د حضرت موسی بعثت و نه مني. «قُلْتُمْ لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولاً»

7-د نورو پر جرم خوښي مو ورسره په جرم کې شریکوي. (حضرت یوسف، تر حضرت موسی څلور سوه کاله مخکې ژوند کاوه؛ خو داچې روستي ځوځاتونه د خپلو نيکونو پر کفر خوښ وو؛نو الله تعالی مخاطب کړي دي). [97]«قُلْتُمْ لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ»

8-د پېغمبر خاتمیت، د الله تعالی په خوښه دی، نه د خلکو په غوښتنه. «قُلْتُمْ لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولاً»

9- الله تعالی خلک بې لارښود او بې حجته نه پرېږدي. (د آیت نیوکه پر هغوی ده، چې بې دلیله وايي: لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ… رَسُولاً ).

10-د الله تعالی قانون‏ دی: هغه پر خپل حال پرېږدي، چې له حق سره مخالفت ته یې پښه ټینګه کړې وي. «کَذلِکَ یُضِلُّ اللّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتابٌ»

11- څوک چې د انبیاوو لار و نه مني او حرکت و نه کړي؛ نو وړتیاوې او پېرزوینې به یې تویې ولاړې شي. «مُسْرِفٌ مُرْتابٌ»

12-د انسان پرېوتل، پړاو په پړاو دي: په یوه پړاو کې شک او اړنګ کوي، «مُسْرِفٌ مُرْتابٌ»؛ خو په بل پړاو کې دورغجنول کوي. «مُسْرِفٌ کَذّابٌ[98]

13-د الله تعالی فیض عام دی، دا وګړي دي، چې په خپلو روحیاتو او ناوړه کړنو ځانونه بې برخوي. «یُضِلُّ اللّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتابٌ»

اَلَّذِینَ یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللّهِ بِغَیْرِ سُلْطانٍ أَتاهُمْ کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ وَ عِنْدَ الَّذِینَ آمَنُوا کَذلِکَ یَطْبَعُ اللّهُ عَلی کُلِّ قَلْبِ مُتَکَبِّرٍ جَبّارٍ«35» = هغوی چې د الله په آيتونو كې شخړې كوي، بې له دې، چې كوم دليل ورته راغلى وي. (؛نو دا شخړه) د الله او مؤمنانو په نزد ‏ستره دښمني ده، همداسې الله د هر كبرجن سرغړاند پر زړه ټاپه لګوي.

ټکي:

* «سُلْطانٍ» د حجت او برهان په مانا او «مقت» سختې غوسې ته وايي.

*دا آیت هغو آیتونو ته تفسیر دی، چې: الله تعالی پر زړونو ټاپه لګوي او دلته وايي: د الله ټاپه د هر كبرجن سرغړاند پر زړه ده.( یَطْبَعُ اللّهُ…)

پېغامونه:

1-د ناپوهۍ، بې فکرۍ او بې دلیلۍ له مخې شخړه، د شک، اړنګ او له الهي ښیونه د بې برخېدو لاملېږي. «یُضِلُّ اللّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتابٌ اَلَّذِینَ یُجادِلُونَ»

2-شخړه هم ځانګړي خویونه او کړنلار لري او بې دلیله شخړه نامنلی کار دی. (یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللّهِ بِغَیْرِ سُلْطانٍ…)

3- انبیاء څرګند دلیلونه لري، «جاءَکُمْ بِالْبَیِّناتِ»؛ خو مخالفان یې دلیل نه لري. «بِغَیْرِ سُلْطانٍ»

4- دلیل او برهان، پر نورو د یوه ډول واکمنۍ لاملېږي. «بِغَیْرِ سُلْطانٍ»

5- بې دلیله شخړه کوونکي، د الله تعالی په نزد له محبوبیته بې برخې دي. «مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ وَ عِنْدَ الَّذِینَ آمَنُوا»

6-الهي پرغز- قهر قانونمند دی. «کَذلِکَ»

7-بېځایه کبر، انسان د الهي پېرزوینې له لاس ته راوړو بې برخوي. «یَطْبَعُ اللّهُ عَلی کُلِّ قَلْبِ مُتَکَبِّرٍ جَبّارٍ»

8-په هغه نظام کې چې واکمن یې کبرجن سرغړاند فرعون دی، د خلکو ښیون ته دې داسې کلمې  وکارول شي، چې خلک یې مصداق پیدا کړي. «یَطْبَعُ اللّهُ عَلی کُلِّ قَلْبِ مُتَکَبِّرٍ جَبّارٍ»

9-د حضرت موسی له رسالته د انکار دلیل (چې په تېر آیت کې راغلی و)، کبرجنه روحیه وه. «مُتَکَبِّرٍ جَبّارٍ»

10- مؤمنان دې د بې منطقو شخړه کوونکیو په مقابل کې ‏دریځ ونیسي، ترې کرکجن ‏او ورته ‏غوسه شي.( یُجادِلُونَ… بِغَیْرِ سُلْطانٍ أَتاهُمْ کَبُرَ مَقْتاً… عِنْدَ الَّذِینَ آمَنُوا)

وَ قالَ فِرْعَوْنُ یا هامانُ ابْنِ لِی صَرْحاً لَعَلِّی أَبْلُغُ الْأَسْبابَ«36» = او فرعون وويل: ((هامانه! يو [لوړ] برج راجوړ كړه، چې ښايي پر وزلو لاسبرى شم،

أَسْبابَ السَّماواتِ فَأَطَّلِعَ إِلی إِلهِ مُوسی وَ إِنِّی لَأَظُنُّهُ کاذِباً وَ کَذلِکَ زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَ صُدَّ عَنِ السَّبِیلِ وَ ما کَیْدُ فِرْعَوْنَ إِلاّ فِی تَبابٍ«37» = اسمانونو ته (د ورختو) په وزلو، چې د موسى له معبوده ‏خبر شم او په حقيقت کې یې دروغجن انګېرم)) او دغسې فرعون ته خپل ناوړه كړه وړه ښايسته کړای شو او له [سمې] لارې واوړېد او د فرعون (او د ده ملګرو) چلونه بې له زيان او هلاكته څه نه وو.

ټکي:

* «صرح» هغه دنګې ودانۍ ته وايي، چې له لرې ښکاري او«تصریح» هم هغه خبرې ته وايي، چې څرګنده وي. «تَبابٍ» په تاوان کې تلتیا او استمرار دی؛ لکه څنګه چې «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»؛ یعنې پرله پسې هلاکت او مطلق ورکاوی دې پر ابولهب وي.

*د مؤمن آل فرعون نصیحت اغېزمن شو. هغه فرعون چې د«أَقْتُلْ مُوسی» شعار یې ورکاوه او ویل یې چې موسی ‏وژنم او بې له ما څوک نظر نه ورکوي، «ما أُرِیکُمْ إِلاّ ماأَری»؛ نو د مؤمن آل فرعون تر هڅو روسته، د حضرت موسی د وژلو پرځای، د دنګ برج جوړولو په فکر کې شو، چې د حضرت موسی، معبود ‏پیدا کړي.

پېغامونه:

1- طاغوت چې د منطق په ډګر کې مات شي؛ نو پر جنجالي چارو لاس پورې کوي. (اِبْنِ لِی صَرْحاً…) (د دنګ برج له جوړولو یې مراد جنجال و؛ ځکه د آیت په آخر کې وايي: «کَیْدُ فِرْعَوْنَ»)

2- دنیاپالي هر څه توکیز ګڼي. (فرعون، الله تعالی په آسمانونو کې او د الله پېژندنې لار یې یوازې په حس او لیدو کې ګڼله) «فَأَطَّلِعَ إِلی إِلهِ مُوسی»

3-خلک غولول او ځواک ښودل، د طاغوت کړنلار ده. «ابْنِ لِی صَرْحاً»

4- تبلیغ او بلنه بې اغېزې نه ده. (فرعون په پیل کې د حضرت موسی د وژلو هوډ وکړ.«ذَرُونِی أَقْتُلْ مُوسی»؛ خو د مؤمن آل فرعون په خبرو له پرېکنده هوډه، ګومان ته ورسېد.«لَأَظُنُّهُ کاذِباً»

5-کافر ته هر څوک کافر ښکاري. (داچې فرعون پخپله د دروغو ادعا درلوده او ویل یې: زه مو پالونکی یم. «أَنَا رَبُّکُمُ الْأَعْلی» حضرت موسی یې هم دروغجن ګاڼه). «لَأَظُنُّهُ کاذِباً»

6-انسان ته د بدیو ښایسته وربرېښول، د شیطان یوه کړنلار ده. «زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ»

7- چا چې خپله بدي ښکلې ولیده، په ارزونې کې کږېږي، د ځان او کړنلارې د بدلون په فکر کې نه کېږي او له حق لارې کږېږي.( زُیِّنَ… وَ صُدَّ عَنِ السَّبِیلِ)

8-مه خپه کېږئ، د طاغوت دسیسې پایله نه لري او یوازې په خپل تاوان یې دي.«إِلاّ فِی تَبابٍ»

وَ قالَ الَّذِی آمَنَ یا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِکُمْ سَبِیلَ الرَّشادِ«38» = او هغه ایمانوال وويل: (( (زما) قومه! راپسې راشئ، چې سمه (د کمال او ودې) لار دروښيم.

یا قَوْمِ إِنَّما هذِهِ الْحَیاهُ الدُّنْیا مَتاعٌ وَ إِنَّ الْآخِرَهَ هِیَ دارُ الْقَرارِ«39» = (زما) قومه! دا دنيوي ژوند يوازې (ناڅيزه) ګټنه ده او په حقيقت كي يوازې اخرت پایښتی ‏هستوګنځى دى.

 

پېغامونه:

1-کله دې تقیه ماته او خپله ګروهه وویل شي.(مؤمن آل فرعون، چې تر څه مودې خپل ایمان پټ ساتلی و، تقیه یې ماته کړه او د فرعون پر خلاف یې دریځ ونیو او خلکو ته یې وویل: زما لارویان شئ.) «وَ قالَ الَّذِی آمَنَ یا قَوْمِ اتَّبِعُونِ»

2-د مؤمن دنده، د نورو رابلنه ده. «وَ قالَ الَّذِی آمَنَ یا قَوْمِ اتَّبِعُونِ»

3-د خلکو بلنې ته، کله یوازې راپاڅئ او نورو ته مه په تمه کېږئ. «قالَ الَّذِی آمَنَ»

4-په طاغوتي زندۍ چاپېریال کې د دین تبلیغ دومره ارزښتمن دی، چې الله تعالی یې په قرآن کې یادونه کوي او یاد او یادیزه یې ژوندۍ ساتي.( وَ قالَ الَّذِی آمَنَ…)

5-د مؤمن له خبرې لاروي، له الله تعالی او استازي یې لاروي ده. «اتَّبِعُونِ»

6-په تبلیغي کړنلار کې، دښمن بې وسلې کړئ او ښکلي شعارونه یې ښکار کړئ.

(په ۲۹ آیت کې مو ولوستل، چې فرعون ویل: «ما أَهْدِیکُمْ إِلاّ سَبِیلَ الرَّشادِ» یوازې د ودې لار ته مو ښیونوم. په دې آیت کې لولو: مؤمن آل فرعون هم وايي: «أَهْدِکُمْ سَبِیلَ الرَّشادِ» (هو، ودې او نېکمرغۍ ته رسېدل، د ټولو انسانانو ارمان دی؛ خو کبرجن له دې ارمانونو ناوړګټنه کوي او مؤمنان دې له دې فطري اړتیا په سمه توګه ګټنه وکړي. «اتَّبِعُونِ أَهْدِکُمْ سَبِیلَ الرَّشادِ»

7-د دنیا له ځګي، د آخرت د ځګي تشخیص، وده ده.( سَبِیلَ الرَّشادِ یا قَوْمِ إِنَّما…)

8-د دنیا پر ناپایښتۍ او د قیامت پر پایښتۍ ایمان، د نېکمرغۍ او ودې لاره چاره او زمینه ده. (سَبِیلَ الرَّشادِ… اَلْحَیاهُ الدُّنْیا مَتاعٌ)

9- دنیا د لنډمهالو بریاوو وزله ده. «مَتاعٌ» (دا کلمه  هغه څه ته ویل کېږي، چې لږه ګټنه ترې کېږي.)

10-د دنیا او آخرت د ارزښتونو په پرتلنه دې حقایق سم درک کړو.( مَتاعٌ… دارُ الْقَرارِ)

11-د دنیا ځلبل لنډمهالی دی، ابدي نړۍ ته سوچ پکار دی. «مَتاعٌ – دارُ الْقَرارِ»

12- په تبلیغي کړنلار کې، د خلکو طبیعي او فطري غوښتنې له پامه مه غورځوئ. (همېشنی ژوند، د انسان طبیعي او فطري غوښتنه ده او مؤمن آل فرعون، دې غوښتنې ته رسېدل، د حق لارې په لاروۍ کې ګڼي.) (یا قَوْمِ…اَلدُّنْیا مَتاعٌ وَ إِنَّ الْآخِرَهَ هِیَ دارُ الْقَرارِ)

مَنْ عَمِلَ سَیِّئَهً فَلا یُجْزی إِلاّ مِثْلَها وَ مَنْ عَمِلَ صالِحاً مِنْ ذَکَرٍ أَوْ أُنْثی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولئِکَ یَدْخُلُونَ الْجَنَّهَ یُرْزَقُونَ فِیها بِغَیْرِ حِسابٍ«40» = څوك چې بد كار وكړي؛ نو د خپلو كړنو هومره بدله وركول كېږي او څوك چې نېكې چارې وكړي؛ كه نارينه وي که ښځينه؛ خو چې ايمان ولري؛ نو همدا دوی جنت ته ورننوځي (او) هلته بې حسابه ((روزي)) ورکول کېږي.

پېغامونه:

1-سزا او ثواب د کړنو پر بنسټ دي (نه د خیال او هیلو پر بنسټ). «مَنْ عَمِلَ»

2- الله تعالی عادل دی او سزا یې تر جرم ډېره نه ده. «مِثْلَها»

3- انسان مختار پنځول شوی دی.( مَنْ عَمِلَ سَیِّئَهً… مَنْ عَمِلَ صالِحاً)

4-ښه او بدکار بې ثوابه او بې سزا نه دی، که کوشنی وي که ستر. «سَیِّئَهً – صالِحاً»

5-د ښه او بدو کړنو او د ثواب او سزا پرتلنه، د پېژندو غوره لار ده.(عَمِلَ سَیِّئَهً… عَمِلَ صالِحاً)

6- ښه کار د انسان په جنسیت (نارینه که ښځینه) پورې اړه نه لري. «مَنْ عَمِلَ صالِحاً مِنْ ذَکَرٍ أَوْ أُنْثی»

7-ښو کارونو ته د انګېزې رامنځ ته کولو لپاره ، هڅونه پکار ده.( مَنْ عَمِلَ صالِحاً…

فَأُولئِکَ یَدْخُلُونَ الْجَنَّهَ)

8-ښځینه او نارینه د تکامل لار په وهلو او الهي پېرزوینو لاس ته راوړ کې یو رنګ دي. «مِنْ ذَکَرٍ أَوْ أُنْثی»

9- ایمان او عمل یو له بل سره چارسازي او په یوازې، یو یې هم بسیا نه دی. «عَمِلَ – وَ هُوَ مُؤْمِنٌ»

10- ایمان د کړنود منل کېدو شرط دی.( عَمِلَ… وَ هُوَ مُؤْمِنٌ)

11-جنت ته د ورننووتو لپاره ایمان پکار دی. «وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولئِکَ یَدْخُلُونَ الْجَنَّهَ»

12-د الله تعالی ثواب بې حسابه دی.(لورنه تر غوسې مخکې ده).«بِغَیْرِ حِسابٍ» (له«بِغَیْرِ حِسابٍ» مراد، د ثواب ډېروالی دی؛ نه بې حساب و کتابه توب یې.)

وَ یا قَوْمِ ما لِی أَدْعُوکُمْ إِلَی النَّجاهِ وَ تَدْعُونَنِی إِلَی النّارِ«41» = او (زما) قومه! څه دي، چې زه مو ژغورنې ته بلم؛ خو تاسې مې اور ته بلئ؟!

تَدْعُونَنِی لِأَکْفُرَ بِاللّهِ وَ أُشْرِکَ بِهِ ما لَیْسَ لِی بِهِ عِلْمٌ وَ أَنَا أَدْعُوکُمْ إِلَی الْعَزِیزِ الْغَفّارِ«42» = دې ته مې بلئ، چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك کړم، چې هېڅ يې نه پېژنم؛ خو زه مو ناماتي ډېر بښونكي الله ته وربولم!

ټکي:

* مؤمن آل فرعون، رو رو د تقیه پرده لرې کوي او هر شېبه د الله پر لوري بلنه رڼوي.

* له 29 آیته تردې ځایه څو ځل د «یا قَوْمِ» تعبیر راغلی، چې د فرعوني رژیم پر مهال، د خلکو ښیون ته د مومن آل فرعون زړه ‏سواندي راښيي.

*په دې دوو آیتونو کې دوه ځل د «أَدْعُوکُمْ» او دوه ځل د «تَدْعُونَنِی» غونډله – جمله راغلې، چې ټول له مضارع فعل سره دي او دا په حق او باطل دوو ټلوالو کې د بلنې غځېدا، تداوم، تلتیا او استمرار دی.

پېغامونه:

1- که زړه سواندي، ایمان او څوار – استقامت وي؛ نو انسان په یوازې ځان د ډېرو کږلاریو پر ضد ‏پاڅي، نیوکه او اعتراض کوي. «أَدْعُوکُمْ»

2- حق او باطل تل په ټکر او شخړه کې دي. «أَدْعُوکُمْ – تَدْعُونَنِی»

3-باطلو ته د بلونکیو ډېروالی دې، ستاسې د بلنې په ایکي یوازېتوب اغېز نه پرېباسي. ( «تَدْعُونَنِی» جمع ده او «أَدْعُوکُمْ» مفرد دی).

4-فاسد نظامونه، د مؤمنانو د ا نحراف په فکر کې دي. «تَدْعُونَنِی»

5- د حق لارې پایله ژغورنه ده ‏او د باطلې لار پایله، دوزخ دی. «إِلَی النَّجاهِ – إِلَی النّارِ»

6-حق ته په بلنه کې یوازې په عادي وګړیو پسې مه ورځئ؛ بلکې د کفر او شرک په مشرانو پسې ورشئ. «أَدْعُوکُمْ إِلَی النَّجاهِ وَ تَدْعُونَنِی إِلَی النّارِ تَدْعُونَنِی لِأَکْفُرَ بِاللّهِ وَ أُشْرِکَ»

7- مشرک منطق او برهان نه لري. «أُشْرِکَ بِهِ ما لَیْسَ لِی بِهِ عِلْمٌ»

8-د کږلاریو وګړیو جذب ته له خورا غوره تعبیرونو ګټنه وکړئ.(داچې و یې ویل: پر ما څه وشو؟ «ما لِی» و یې نه ویل:«ما لکم» پرتاسې څه کېږي او همداراز، د ودې او نېکمرغۍ لارې ته د بېلاریو د جذب لپاره د ژغورنې، عزیز او غفار تعبیرونه دي‏).

9-له شرک او کفره توبه او راستنېدل، یو منل شوی چار دی. «أَدْعُوکُمْ إِلَی الْعَزِیزِ الْغَفّارِ»

10- الهي مغفرت د الله تعالی ‏د بېوسۍ په پار نه؛ بلکې په عین ځواکمنۍ کې خورا بښاند دی. «الْعَزِیزِ الْغَفّارِ»

لا جَرَمَ أَنَّما تَدْعُونَنِی إِلَیْهِ لَیْسَ لَهُ دَعْوَهٌ فِی الدُّنْیا وَ لا فِی الْآخِرَهِ وَ أَنَّ مَرَدَّنا إِلَی اللّهِ وَ أَنَّ الْمُسْرِفِینَ هُمْ أَصْحابُ النّارِ«43» = پخه خبره همدا ده، ما چې کوم څیز ته وربلئ (؛ نو) بلنه یې نه دنیوي وړتیا لري او نه آخروي او په رښتيا ورتګ مو يوازې د الله لوري ته دی او بېشکه چې پوله ماتي دوزخيان دي.

ټکي:

* «جَرَمَ» مېوې پرې کولو او راشلولو ته وايي او «لاجَرَمَ»؛ یعنې: ناپرېکونی او پرله پسې او بې له دې بل څه نه دي.

*دا آیت هم د مؤمن آل فرعون د ښیونپالو ویناوو دوام دی.

*د«لَیْسَ لَهُ دَعْوَهٌ» غونډله څو ډوله مانا کولای شو:

الف) بوتان او طاغوت هیڅ دعا نشي قبولولای.

ب) بوتان او طاغوت د بشر ژغورنې ته کوم پیغام نه لري.

ج) بوتان او طاغوت زموږ د وربلنې ارزښت نه لري.

پېغامونه:

1-په ګروهیزو چارو کې، ایمان او پرېکندتوب پکار دی. «لا جَرَمَ»

2-نېکیو ته په امر او له بدیو په منع کې، په دلیل خبرې کوئ.(بوتان، خلک ځان ته رابللای نشي). «لَیْسَ لَهُ دَعْوَهٌ»

3- اسراف یوازې په مال کې نه؛ بلکې پر هغو بوتانو پابندۍ ته ټینګار دی، چې یوازې جمادات دي، د وړتیاوو او انساني ځواک تویول هم اسراف دی. «أَنَّ الْمُسْرِفِینَ هُمْ أَصْحابُ النّارِ»

فَسَتَذْکُرُونَ ما أَقُولُ لَکُمْ وَ أُفَوِّضُ أَمْرِی إِلَی اللّهِ إِنَّ اللّهَ بَصِیرٌ بِالْعِبادِ«44» = (اوس) څه چې تاسې ته ‏وايم؛ نو ژر به درياد شي! او خپل چار الله ته ورسپارم؛ ځكه الله د خپلو بندګانو د حالاتو لیدونکی دی.))

فَوَقاهُ اللّهُ سَیِّئاتِ ما مَکَرُوا وَ حاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذابِ«45» = نو الله هغه (مؤمن سړى) د دوى له ناوړو دسيسو وساته او فرعونيان پخپله په ډېر((بد عذاب)) كې راګېر شول.

ټکي:

* «تفویض»، الله تعالی ته د چارو سپارنې ته وايي او دا حالت تر توکل لوړ دی؛ ځکه په وکالت کې، موکل کولای شي د وکیل پر چارو څارن ووسي؛ خو په تفویض کې خپلې ټولې چارې الله تعالی ته ورسپارو. [99]؛ البته الله تعالی ته د چارو تفویض او ورسپارل د مؤمن آل فرعون شعار و، هغه مهال یې چې د حضرت موسی د وژنې مخنیوي، د خلکو راويښولو او تبلیغ ته خپلې ټولې هڅې وکړې؛ نو دا ډول تفویض دی، چې پایله یې ډول ډول الهي مرستې ‏دي. «فَوَقاهُ اللّهُ»

*له دې دوو آیتونو ګټنه کېږي، چې آل فرعون، دا مؤمن ګواښه او هغه ته یې دسیسې جوړولې؛خو الله تعالی له ټولو دسیسو او خطرونو وساته.

* امام صادق(رح) وايي: فرعونیانو، مؤمن آل فرعون وواژه او له «فَوَقاهُ اللّهُ» نه مراد، دادی، چې الله یې دین وساته.[100]

پېغامونه:

1- مبلغ باید ‏هیلمن وي او راتلونکې دې روښانه وویني.( فَسَتَذْکُرُونَ…)

2- په تبلیغ کې دې کله ګواښل هم وي. «فَسَتَذْکُرُونَ ما أَقُولُ لَکُمْ» (په راتلونکي کې به په الهي عذاب له غفلته راووځئ).

3- مبلغ دې پر خپلو موخو ډاډمن وي. «فَسَتَذْکُرُونَ ما أَقُولُ لَکُمْ»

4-باید د ګواښنو او دسیسو «مَکَرُوا» په مقابل کې الله تعالی ته پناه یووړل شي. «أُفَوِّضُ أَمْرِی إِلَی اللّهِ»

5-مبلغ دې مانیزه اډانه ولري. «أُفَوِّضُ أَمْرِی إِلَی اللّهِ»

6- خپلې چارې هغه ته وسپارئ، چې له حاله مو بشپړ خبر وي. «بَصِیرٌ بِالْعِبادِ»

7-پر الله تعالی د توکل او د خپلو چارو ورسپارلو پایله، بې ځنډه الهي ځواب دی. «فَوَقاهُ اللّهُ»

8-که الله تعالی اراده وکړي؛ نو په یوه فاسد او چلي رژیم کې، یو مؤمن وګړی ساتي او ملاتړ یې کوي‏. «فَوَقاهُ اللّهُ»

9-په الهي پېرزوینه، هم د ایمانوالو ځان او ایمان له دسیسو ساتل کېږي او هم دسیسچیان له منځه ځي.( فَوَقاهُ اللّهُ… وَ حاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ)

10-د ظالمانو ملګرتیا، انسان ورسره په سزا کې شریکوي. «وَ حاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ»

11-الهي عذابونه درجې لري. «سُوءُ الْعَذابِ»

اَلنّارُ یُعْرَضُونَ عَلَیْها غُدُوًّا وَ عَشِیًّا وَ یَوْمَ تَقُومُ السّاعَهُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذابِ«46» = ( د دوزخ ‏) اور هر سبا و بیګا ور وړاندې كېږي، او پر كومه ورځ، چې ساعت (قيامت) جوړ شي (؛ نو غږ به وشي:) ((فرعونيان ډېر ((سخت عذاب)) ته ورننباسئ!))

ټکي:

*تر مرګ روسته او برزخي عالم ته په ورننووتو، مجرمان سهار ماښام، اور ته چې راتلونکی ځګی یې دی، وروړاندې کېږي او سخته اندېښنه مومي او دا حالت به تر قیامت ورځې پورې وي، چې رسما د دوزخ اور ته ورننوځي.[101]

پېغامونه:

1-د مرګ او قیامت ترمنځ یو پېر دی، چې ګنهګار انسان پکې خپل ځګی په اور کې ویني.(اَلنّارُ یُعْرَضُونَ عَلَیْها…)

2- مجرم سهار ماښام په برزخ کې کړول کېږي.( اَلنّارُ یُعْرَضُونَ عَلَیْها…)

3-الهي عذابونه بېلابېل دي.(په تېر آیت کې «سُوءُ الْعَذابِ» و او په دې آیت کې «أَشَدَّ الْعَذابِ» دی ).

وَ إِذْ یَتَحاجُّونَ فِی النّارِ فَیَقُولُ الضُّعَفاءُ لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا إِنّا کُنّا لَکُمْ تَبَعاً فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنّا نَصِیباً مِنَ النّارِ«47» = او (درياد كړه) چې کله دوى په اور (دوزخ) كې په وراشه (او شخړه) لګيا شي؛ نو کمزوري سرغړاندو ته وايي: ((په رښتینه كې موږ ستاسې لارويان وو؛ نو ايا د اور څه برخه رانه لرې كولاى شئ؟))

ټکي:

* د«احتجاج» کلمه  چې د قرآن په هر ځای کې راغلې، د کږلاریو وګړیو له لورې وه. «وَ إِذْ یَتَحاجُّونَ فِی النّارِ»

*په تېرو آیتونو کې آل فرعون ته د الله تعالی پرغز- قهر و، دا آیتونه د تاریخ د کبرجنو او فرعونانو خبرې اترې یې له خپلو شاوخوا غوړه مالو ملاتړو سره بیانوي. هو، په یو شمېر ‏وګړيو کې د سپکاوي احساس او ځان ته په ټیټه کتل یې د طاغوت غاړه ایښودو ته اړباسي؛ خو دا چار د عقل، منطق او وحې له نظره نامنل شوی دی؛ لکه چې کله د ژوند ستونزې ځینې کسان سرغړونو ته اړباسي؛ حال دا باید په صبر، زهد او هڅو یې خپلې ستونزې اوارې ‏کړې، نه چې سرغړونه یې کړې وای.

پېغامونه:

1-د دوزخیانو د خبرو اترو یادول، د هوښیارۍ او ویښتیا لامل دی. «إِذْ»

2-یو له بل سره د دوزخیانو شخړې او دښمنۍ دوامدارې دي. «یَتَحاجُّونَ»

3- د دوزخ اور له هومره دروندوالي او درد سره، د انسان د پوهې او درک ځواک له منځه نه وړي. «یَتَحاجُّونَ»

4- دوزخیان یو له بل سره شخړې کوي او مرستې غواړي. «یَتَحاجُّونَ فِی النّارِ»

5-دنیوي ستونزې، طاغوت ته د غاړې ایښوونې جواز نه؛ بلکې دا غاړه ایښوونه انسان دوزخ ته ورکاږي.( فِی النّارِ فَیَقُولُ الضُّعَفاءُ…)

6- په دوزخ کې مجرمان یو بل پېژني، دنیا رایادوي او د خبرې کولو وس لري. «یَتَحاجُّونَ – فَیَقُولُ»

7-د بېځایه تقلیدونو او لارویو پایله دوزخ دی. «إِنّا کُنّا لَکُمْ تَبَعاً»

8-خطر خو هلته دی، چې انسان په خپل ټول وجود د باطل لاروی وي.«تبع» (؛ یعنې کټ مټ لاروی وم، د «تابع» پرخلاف)

9-له باطل لاروي، ستونززېږې ده، پام مو وي، چې په چا پسې ځو. «إِنّا کُنّا لَکُمْ تَبَعاً»

10- مجرم په قیامت کې له بې کسۍ، بل مجرم ته پناه وړي. «فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنّا»

11- مجرم له ناچارۍ، د عذاب د یوې برخې په تخفیف قانع دی. «نَصِیباً مِنَ النّارِ»

قالَ الَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا إِنّا کُلٌّ فِیها إِنَّ اللّهَ قَدْ حَکَمَ بَیْنَ الْعِبادِ«48» = سرغړاندي وايي: ((په حقیقت کې موږ ټول په (دوزخ) كې يو؛ ځكه الله (په عدالت) د (خپلو) بندګانو ترمنځ پرېكړه كړې ده.))

وَ قالَ الَّذِینَ فِی النّارِ لِخَزَنَهِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّکُمْ یُخَفِّفْ عَنّا یَوْماً مِنَ الْعَذابِ«49» = او دوزخيان د دوزخ ساتونكيو ته وايي: ((له خپل پالونكي وغواړئ، چې يوه ورځ خو عذاب رانه سپک کړي (چې لږ څه هوسا شو). ))

 

پېغامونه:

1- په قیامت کې د کافرانو د مرستې غوښتنې ځواب منفي دی او هېڅوک د بل پېټی نه پر اوږو کوي. (څوک چې پخپله په اور کې دی، څنګه به بل بچ کړای شي). «إِنّا کُلٌّ فِیها»

2- یوه ورځ به کبرجن، عاجزانه پر خپله خوارۍ منښته وکړي. «إِنّا کُلٌّ فِیها»

3- مال او مقام، دوزخ ته له ورننووتو مخنیوونکی نه دی. «الَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا إِنّا کُلٌّ فِیها»

4- د الله تعالی په قضاوت کې خبرې نشته. «قَدْ حَکَمَ بَیْنَ الْعِبادِ» (د نن کبرجن واکمنان، د سبا محکومان دي).

5- په 44 آیت کې مو ولوستل: «إِنَّ اللّهَ بَصِیرٌ بِالْعِبادِ» دلته لولو: «إِنَّ اللّهَ قَدْ حَکَمَ بَیْنَ الْعِبادِ»؛ یعنې ورمندګر/قاضي هغه څوک دی، چې پخپله په هرڅه پوهېږي.

6- په تېر آیت کې یې وویل: کمزوري له کبرجنو مرسته غواړي.په دې آیت کې وايي: ټول د دوزخ له ساتندویانو مرسته غواړي. «قالَ الَّذِینَ فِی النّارِ»

7- په قیامت کې، انسان پرښتې ویني او خبرې ورسره کوي.(د دوزخ چارواکي، پرښتې دي.) «وَ قالَ الَّذِینَ فِی النّارِ لِخَزَنَهِ جَهَنَّمَ»

8- دوزخ خپل چارواکي لري. «لِخَزَنَهِ جَهَنَّمَ»

9- د کافر چار داسې ځای ته رسي، چې د خپل کړاو چارواکي ته پناه وروړي. «قالَ الَّذِینَ فِی النّارِ لِخَزَنَهِ جَهَنَّمَ»

10- په عذاب کې تخفیف یوازې د الله تعالی په لاس کې دی. «ادْعُوا رَبَّکُمْ»

11- دوزخیان له همېشنۍ ژغورنې نهیلي دي او د عذاب په څومره والي او څرنګولي کې په لږ تر لږه تخفیف قانع دي. «یُخَفِّفْ – یَوْماً»

12- د دوزخ عذاب، نه لرې کېدونی دی او نه تخفیف لري. «یَوْماً مِنَ الْعَذابِ»

قالُوا أَ وَ لَمْ تَکُ تَأْتِیکُمْ رُسُلُکُمْ بِالْبَیِّناتِ قالُوا بَلی قالُوا فَادْعُوا وَ ما دُعاءُ الْکافِرِینَ إِلاّ فِی ضَلالٍ«50» = ورته وايي: ((ايا ستاسې پېغمبرانو معجزې دروړې نه وې؟)) وايي: ((هو!)) (ساتونکي) وايي: ((؛ نو دعا وکړئ او د كافرانو دعا يوازې (د ځان) د تباهۍ لپاره ده (چې هېڅ ګټه نه وررسوي). ))

 

ټکي:

*هغه ایمان ګټور نه دی، چې د الهي پرغز- قهر په لیدو راوړل شي. «فَلَمْ یَکُ یَنْفَعُهُمْ إِیمانُهُمْ لَمّا رَأَوْا بَأْسَنا»[102]

د مرګ پر مهال هم توبه اغېزمنه نه ده. فرعون د ډوبېدو پرمهال توبه وکړه؛ خو خطاب ورته ووشو، اوس توبه کړې؛ حال دا مخکې دې سرغړونه کوله: «آلْآنَ وَ قَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ» [103]په دوزخ کې دعا او زارۍ بې ګټې دي. «وَ ما دُعاءُ الْکافِرِینَ إِلاّ فِی ضَلالٍ»

پېغامونه:

1-الهي پرغز ‏او عذاب تر اتمام حجت روسته دی. «أَ وَ لَمْ تَکُ تَأْتِیکُمْ رُسُلُکُمْ»

2- د انبیاوو راتګ، د پالونکي له لوري یو همېشنی قانون ‏دی. «تَکُ تَأْتِیکُمْ»

3- مبلغ دې په خلکو پسې ورشي. «تَأْتِیکُمْ»

4-ټولو انبیاوو معجزې درلودې. «رُسُلُکُمْ بِالْبَیِّناتِ»

5-قیامت د منښتې ورځ ده. «قالُوا بَلی»

6-په دوزخ کې د کافر دعا ځای نه نیسي. «وَ ما دُعاءُ الْکافِرِینَ»

إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ یَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهادُ«51» = په حقيقت كې موږ هرومرو د خپلو استازيو او مؤمنانو (هم) په دنيوي ژوند كې مرسته كوو او(هم) پر هغه ورځ، چې شاهدان ودرېږي.

یَوْمَ لا یَنْفَعُ الظّالِمِینَ مَعْذِرَتُهُمْ وَ لَهُمُ اللَّعْنَهُ وَ لَهُمْ سُوءُ الدّارِ«52» = هغه ورځ چې ظالمانو ته د دوی عذرغوښتنه هېڅ ګټه نه لري، لعنت او بد كور ورپر برخه دى.

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې مو ولوستل: په پیل کې مؤمن آل فرعون خپل ایمان پټاوه او بیا یې د فرعون په طاغوتي نظام کې په یوازې ځان خلکو ته لارښوونه کوله، آل فرعون هڅې وکړې چې له خپلې ګروهې یې واړوي؛ خو الله تعالی یې دین خوندي کړ.

دا آیت چې ددې کیسې روستی آیت دی، وايي: فکر مه کوئ، چې زموږ ملاتړ یوازې هغه ته ځانګړی و؛ بلکې له ټولو انبیاوو او مؤمنانو ملاتړ مو دود دی که څه په سختۍ کې وي.

* ما د معاد په نامه یو کتاب لیکلی او د قیامت د ګواهانو نامې مې له قرآن او سنتو راوړي دي، د شاهدانو لړلیک دی: الله تعالی، انبیاء، امامان، پرښتې، ځمکه، وخت او د انسان د بدن غړي، چې دا ټول د انسان پر ویناوو او کړنو ګواهي ورکوي.

* قیامت بېلابل تمځایونه او نندارې لري؛ په یوه تمځي کې ظالمانو ته د بښنې غوښتو اجازه نه ورکول کېږي، «وَ لا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُونَ»[104] او په دې آیت کې وايي: که بښنه و هم غواړي؛ نو ګټه ورته نه لري. «لا یَنْفَعُ»

پېغمبران او الهي نصرت

* په قرآن کې د الهي نصرت او بري خبره، ډېری د انبیاوو او مؤمنانو په اړه ده، موږ یې یو ګوټ راوړو، چې ددې آیت یو مصداق وي، چې وايي:«إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا»او د «إِنْ تَنْصُرُوا اللّهَ یَنْصُرْکُمْ» آیت.

*د نوح علیه السلام نصرت: «فَنَجَّیْناهُ وَ مَنْ مَعَهُ فِی الْفُلْکِ»[105].

*د ابراهیم علیه السلام نصرت: «یا نارُ کُونِی بَرْداً وَ سَلاماً»[106].

*د لوط علیه السلام نصرت: «إِذْ نَجَّیْناهُ وَ أَهْلَهُ أَجْمَعِینَ»[107].

*د یوسف علیه السلام نصرت: «وَ کَذلِکَ مَکَّنّا لِیُوسُفَ فِی الْأَرْضِ یَتَبَوَّأُ مِنْها حَیْثُ یَشاءُ» [108].

*د شعیب علیه السلام نصرت: «نَجَّیْنا شُعَیْباً وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ» [109].

*د صالح علیه السلام نصرت: «نَجَّیْنا صالِحاً وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ»[110].

*د هود علیه السلام نصرت: «نَجَّیْنا هُوداً وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ» [111].

*د یونس علیه السلام نصرت: «وَ نَجَّیْناهُ مِنَ الْغَمِّ»[112].

*د موسی علیه السلام نصرت: «وَ أَنْجَیْنا مُوسی وَ مَنْ مَعَهُ أَجْمَعِینَ» [113]

*د عیسی علیه السلام نصرت: «إِنِّی مُتَوَفِّیکَ وَ رافِعُکَ إِلَیَّ» [114].

*د رسول اکرم صلی الله علیه و آله نصرت: «إِنّا فَتَحْنا لَکَ فَتْحاً مُبِیناً» [115].

*د مؤمنانو نصرت: «وَ لَقَدْ نَصَرَکُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَ أَنْتُمْ أَذِلَّهٌ»[116].

«ثُمَّ أَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ عَلی رَسُولِهِ وَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ»[117].

«هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ لِیَزْدادُوا إِیماناً»[118].

په انبیاء سورت کې د حضرت نوح، یونس، زکریا او ایوب علیهم السلام د دعاو په اړه لولو: همداچې الله ته یې ورغږ کړ، دعا یې ومنل شوه: «فَاسْتَجَبْنا»[119] او په شوری سورت 26 آیت کې لولو: «وَ یَسْتَجِیبُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ» الله د هغوی دعا مني،چې ایمانوال او نېکچاري وي.

* د پېغمبرانو او مؤمنانو په اړه الهي نصرت په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي:

کله په زړونو کې په مینې او ورماتېدنې «وَ لِیَرْبِطَ عَلی قُلُوبِکُمْ» [120]( «یُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثّابِتِ فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا»[121]

کله د دعا په منل کېدو، «فَاسْتَجابَ لَهُ رَبُّهُ»[122]، «رَبِّ لا تَذَرْ عَلَی الْأَرْضِ مِنَ الْکافِرِینَ دَیّاراً»[123]

کله په معجزه او استدلال، «أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیِّناتِ»[124]

کله د واکمنۍ په ورکړې، «آتَیْناهُمْ مُلْکاً عَظِیماً» [125]

کله په جګړه کې په بري، «لَقَدْ نَصَرَکُمُ اللّهُ فِی مَواطِنَ کَثِیرَهٍ»[126]

کله د زړه په ډاډ او ټکور، «فَأَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ عَلَیْهِ وَ أَیَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْها»[127]

کله د دښمن په هلاکت او ترې په غچ، «فَأَغْرَقْناهُمْ» [128]

کله په غیبي مرستو او د پرښتو په نزول، «أَ لَنْ یَکْفِیَکُمْ أَنْ یُمِدَّکُمْ رَبُّکُمْ بِثَلاثَهِ آلافٍ مِنَ الْمَلائِکَهِ مُنْزَلِینَ[129]

کله د دښمن په زړه کې په وېرې، «وَ قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ»[130]

کله یې د فکر، فرهنګ ‏او لارویانو په خپرېدو، «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ» [131]

کله له خطرونو په خلاصون، «فَأَنْجَیْناهُ وَ أَصْحابَ السَّفِینَهِ»[132]

کله یې پرخلاف د د سیسو، دوکو او چلونو په خنثی کولو، «وَ أَنَّ اللّهَ مُوهِنُ کَیْدِ الْکافِرِینَ» [133]

پېغامونه:

1-د انبیاوو او مؤمنانو نصرت یو الهي قانون دی. (پر باطل د حق بری، یوه الهي ژمنه ده). «إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا»

2-په الهي نصرت کې شک مه کوئ. «إِنّا لَنَنْصُرُ» ( «إِنّا» او د لام توری د ټینګار نښه ده)

3-په پرېکنده الهي ژمنو، مؤمنانو ته انګېزه، هیله او ډاډ ورکړئ.( إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا…)

4-الهي نصرت هر اړخیز دی؛ د دښمن د دسیسو په خنثی کولو کې، د پلویانو په ډېرېدو کې او… «لَنَنْصُرُ» مطلق راغلی دی.

5-زېری او خبرداری یو د بل ترڅنګ چارسازي دي. (لَنَنْصُرُ رُسُلَنا… لا یَنْفَعُ الظّالِمِینَ)

6- ایمان انسان ارزښتمنوي، د انبیاوو ترڅنګ یې دروي او په الهي نصرت کې یې ورنغاړي. «رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا»

7-د دنیا سختۍ او کړاوونه یو څو ګړۍ او څو ورځې وي؛ په همدې نړۍ کې هم د حق پلویان بریالي دي. «لَنَنْصُرُ رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا»

8-انسان تل الهي نصرت ته اړمن دی او هېڅکله د هغه له پېرزوینو مړه خوا نه دی. «فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ یَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهادُ»

9-الهي نصرت همیشنی دی. «فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ یَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهادُ»

10-که څه یوازې د الله تعالی ګواهي بسیا ده؛ خو څومره چې د ګواهانو شمېر ډېر وي؛ نو مؤمنانو به سرلوړي او سرغړاندي به سرکوزي وي. «یَقُومُ الْأَشْهادُ»

11- په قیامت کې گواهان ښه ډېر دي. «الْأَشْهادُ»

12-ظالمان هغوی دي، چې ایمان نه لري.( «الظّالِمِینَ» د «الَّذِینَ آمَنُوا» په مقابل کې دی)

13- په قیامت کې هم روحي عذاب دی «لَهُمُ اللَّعْنَهُ» او هم بدني. «سُوءُ الدّارِ»

وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی الْهُدی وَ أَوْرَثْنا بَنِی إِسْرائِیلَ الْکِتابَ«53» = او په يقين موږ موسى ته لارښوونه وکړه او بني اسرائيل (= د يعقوب ځوځات) مو د كتاب (تورات) پاتوړي وګرځول؛

هُدیً وَ ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ«54» = (چې) عقلمنو ته لارښود او پند و.

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې د انبیاوو او مؤمنانو د نصرت خبره وه، دلته ته وا‏ د «رُسُلَنا» بېلګه حضرت موسی او «الَّذِینَ آمَنُوا» بېلګه بني اسرائیل ښيي.

* «الباب» د «لب» جمع ده او نږه عقل ته وايي.

پېغامونه:

1-ښيون د الله تعالی له لوري یوه الهي ډالۍ ده.«ایتاء»د«عطا/ ورکړې»په مانا ده. «آتَیْنا مُوسَی الْهُدی»

2- هادي دې مخکې ښیون شوی وي. «آتَیْنا مُوسَی الْهُدی»

3-ټول خلک، ان انبیاء الهي ښیون ته اړمن دي. «آتَیْنا مُوسَی الْهُدی»

4-که غواړئ، ښیون مو همېشنی شي؛ نو و دې لیکل شي او د الهي ادیانو د تلپاتېینې لامل یې آسماني کتابونه دي. «آتَیْنا مُوسَی الْهُدی وَ أَوْرَثْنا بَنِی إِسْرائِیلَ الْکِتابَ»

5-ښیون که له تذکر سره نه وي؛ نو هېر به شي. «هُدیً وَ ذِکْری»

6-د آسماني ښوونې درک ته، عقل او تقوا پکار ده. «هُدیً لِلْمُتَّقِینَ»[135]، «هُدیً وَ ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ»

7-په عقل، انسان له وحې ځنې نه مړه خوا کېږي؛ بلکې دواړه یو د بل بشبړوونکي دي. «هُدیً وَ ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ»

8- د نېکمرغۍ عناصر څو څیزونه دي:الف)الهي پېرزوینه او ښیون. «وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَی» ب) معصوم مشر. «مُوسَی» ج) آسماني قانون. «الْکِتابَ» د)تذکّر او له غفلت لرېوالی. «ذِکْری») نږه عقل. «لِأُولِی الْأَلْبابِ»

9-ویښتوب او نصیحت منل، د نږه عقل نښه ده. «ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ»

10-د آسماني کتابونو ښوونې، د عقل له مخې دي. «ذِکْری لِأُولِی الْأَلْبابِ»

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ بِالْعَشِیِّ وَ الْإِبْکارِ«55» = نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه (د خپلو چارو د پایلو) لپاره دې بښنه وغواړه او هر سبا و بیګا ‏د خپل پالونكي ثنا او پاكي وايه.

ټکي:

* عقلي او نقلي دلیلونه پردې ګواه دي، چې انبیاء معصوم دي؛ ځکه که معصوم نه وو؛ نو مطلق لاروي به ترې واجب نه وه او لاروي به ترې مشروطېده؛ لکه څنګه چې له موروپلار لاروي، په دې پورې مشروط ده، چې اولاد شرک او کږلارۍ ته ور نه کاږي.

دا یو خوا؛ پېغمبر او امام ته مو د اړتیا دلیل دادی، چې له کږلارۍ مو وژغوري؛ نو که هغه هم له سرغړاندو ځنې وي؛ نو د الله تعالی حجت پر موږ بشپړ نه دی، حال دا، قرآن وايي: «فَلِلّهِ الْحُجَّهُ الْبالِغَهُ»[136]

په هر حال، هغه رسول، چې الله تعالی وايي: ((لاروي یې زما لاروي او کړول یې زما کړول دي)) باید معصوم وي؛ نو په داسې ځایونو کې چې د پېغمبر اکرم د ګناه خبره شوې ده، ودې ویل شي، چې له ګناه مراد ((ترک اولی)) دی؛یعنې غوره چار یې پرېښی نه کوم، واجب چار.

څو بېلګو ته پام وکړئ:که په یوه غونډه کې چې مخور وګړي پکې ناست وي، یوڅوک د پښو د درد له لامله، خپلې پښې وغځوي او په غونډه کې له ټولو ناستو بښنه وغواړي. که په تلویزون کې ویاند ټوخی وکړي او بښنه وغواړي. که کوربه لومړی درجه خواړه نه وي چمتو کړي او بښنه وغواړي، حال داچې ټول پوهېږو، چې د رنځور پښې غځونه، د ویاند ټوخل او د لومړۍ درجې خواړه نه چمتوکول، ګناه نه ده؛ خو داچې انسان، ځان د لیدونکیو او مشرانو په محضر کې ویني، باید ډېره هڅه یې کړې وای؛ نو بښنه غواړي؛ نو هره بښنه غوښتنه د سرغړاندۍ نښه نه ده؛ بلکې کله د ادب او د مشرانو د شتون له لامله ده.

د پېغمبرانو عصمت او استغفار

* که تاسې له یوه تت څراغ سره یوې سترې خونې ته ننوځئ؛ نو یوازې ستر څیزونه به وینئ؛ خو که له یوه پیاوړي څراغ سره ورننوځئ؛ نو ان د کجورې زڼی او خورا کوشني څیزونه به هم وینئ.

که په انسان کې د ایمان رڼا تته وي؛ نو انسان یوازې ستر ګناهونه ویني؛ خو که په وجود کې یې د ایمان رڼا ډېره وي؛ نو کوشنۍ تېروتنې هم ورته ښکاري ‏او ځان به ترې ساتي.

الهي پېغمبران د بشپړ ایمان او لوړې درجې تقوا په درلودو سره، له کوشنیو ګناهونو هم ځان لرې ساتي؛ نوځکه وایو، چې هغوی معصوم دي.

*کله د قرآن د آیتونو خطاب، پخپله پېغمبر ته دی؛ خو مراد یې نور خلک دي. په اسراء سورت 23 آیت کې، الله تعالی خپل استازي ته په خطاب کې وايي: «إِمّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَکَ الْکِبَرَ أَحَدُهُما أَوْ کِلاهُما فَلا تَقُلْ لَهُما أُفٍّ» کله له والدینو ځنې، یو یا دواړه یې بوډاګان شول، هغوی ته اُف مه وایه. حال داچې ټول پوهېږو، چې د اسلام پېغمبر، موروپلار په ماشومتوب کې له لاسه ورکړي وو او د «عِنْدَکَ الْکِبَرَ» خطاب ته کوم ځای نه پاتېږي؛ نو «عِنْدَکَ» یې امت ته دی. تر بحث لاندې آیت کې چې وايي: «وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ»که څه پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته خطاب شوی دی؛ خو آریز مخاطبان یې د پېغمبر د امت ګناهګاران دي، چې خپلو ګناهونو ته دې بښنه وغواړي او که مخاطب یې پخپله پېغمبراکرم وي؛ نو مراد دادی، چې د امت ګناهونو ته دې بښنه وغواړه.

د انبیاوو استغفار په قرآن کې

د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د پېغمبرانو د استغفار خبره شوې، چې ځینې یې دلته راوړو:

*د حضرت آدم استغفار: «رَبَّنا ظَلَمْنا أَنْفُسَنا وَ إِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنا»[137]

*د حضرت موسی استغفار: «رَبِّ إِنِّی ظَلَمْتُ نَفْسِی فَاغْفِرْ لِی»[138]

* د حضرت سلیمان استغفار: «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ هَبْ لِی مُلْکاً» [139]

*د حضرت نوح استغفار: «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ لِوالِدَیَّ»[140]=.

* د حضرت داود استغفار: «وَ ظَنَّ داوُدُ أَنَّما فَتَنّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ»[141]

*د حضرت یونس استغفار: «سُبْحانَکَ إِنِّی کُنْتُ مِنَ الظّالِمِینَ»[142]

* د حضرت محمّد (ص) استغفار «وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ»[143]

پېغامونه:

1- د پېغمبرانو د نصرت په اړه، د الله تعالی د ژمنې په پامنیوي، ( إِنّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا…) دا آیت وايي: څوار – مقاومت وکړه. «فَاصْبِرْ»

2- د صبر انګېزه، الهي ژمنو ته رسېدل دي. «فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»

3- پېغمبر هم دنده درلوده، چې استغفار وکړي. «وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ»

4- د الله تعالی سپېڅلتیا ویل، که له ستاینې سره وي؛ نو ډېر ارزښت لري. «وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ»

5- په دعا او عبادت کې، وخت مهم دی. (سَبِّحْ… بِالْعَشِیِّ وَ الْإِبْکارِ)؛ لکه څنګه چې په یوه بل آیت کې وايي: «وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ» [144]، «أَقِمِ الصَّلاهَ لِدُلُوکِ الشَّمْسِ»[145])

6- تسبیح او حمد، هغه مهال د ودې، روزنې او د توحید د پیاوړتیا لاملېږي، چې هر سهار و ماښام او همېشه وي، نه لنډمهالي. «بِالْعَشِیِّ وَ الْإِبْکارِ»

إِنَّ الَّذِینَ یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللّهِ بِغَیْرِ سُلْطانٍ أَتاهُمْ إِنْ فِی صُدُورِهِمْ إِلاّ کِبْرٌ ما هُمْ بِبالِغِیهِ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ«56» = په حقيقت كې هغه كسان، چې د الله په آيتونو كې بې له کوم ورکړای شوي ‏لاسونده، شخړه كوي (نو) په زړونو كې يې يوازې كبر (او غرور) دى او هېڅكله به خپلو غوښتنو ته و نه رسي؛ نو الله ته پناه يوسه؛ (؛ ځكه) يوازې هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى.

ټکي:

* اسلام، نیت، روحیې، انګېزې او هغه څه ته چې په زړه کې تېرېږي، آریز ارزښت ورکوي؛ نوځکه که خورا غوره کار، له اخلاص سره نه وي، بې ارزښته او باطل دی.

په عبس سورت کې په لسو پرله پسو آیتونو کې پر هغه سړي نیوکه شوې، چې د یوه ړوند په لیدو یې څېره بړوسه شوه. (خو ړوند ته ستا موسکا یا بړوسوالی توپیر نه کوي؛ ځکه یو یې هم نه ګوري)؛ خو داچې د بړوسوالي ريښه یې په سپکاوي کې وه، قرآن پرې کلکه نیوکه کړې ده.

هو، باطن او زړه ته تر ظاهره ډېره پاملرنه کوئ. په دې آیت کې له هغه کبر او ځان ستر ګڼلو خبره ده، چې د کبرجنو په زړه کې ده.

پېغامونه:

1-له کوزې به هماغه راوځي، چې پکې وي. د بې منطق شخړو جرړه، د زړه په کبر کې ده. ( یُجادِلُونَ….فِی صُدُورِهِمْ… کِبْرٌ)

2-له حق سره د شخړې انګېزه، ځان ته په جیګه کتو کې ده، نه په منطق کې. «بِغَیْرِ سُلْطانٍ أَتاهُمْ إِنْ فِی صُدُورِهِمْ إِلاّ کِبْرٌ»

3- انسان که ځان و نه څاري؛ نو کبر به یې ټول وجود راونغاړي، داسې چې په زړه کې به یې بې له کبره بل هېڅه هم پاتې نشي. «إِنْ فِی صُدُورِهِمْ إِلاّ کِبْرٌ»

4-هغوی چې د کبر له مخې ځېل کوي او منطق نه لري؛ نو خپلې موخې ته چې ریاست او باداري ده، و به نه رسي. «ما هُمْ بِبالِغِیهِ»

5-د کبر یوازېني درمل، الله تعالی ته پناه وروړل دي. «فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ»

6-هغه ته پناه یوسئ، چې اورېدونکی او لیدونکی دی (او کټ مټ د ملاتړ او دسیسو د شنډولو وس لري). «إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»

لَخَلْقُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ أَکْبَرُ مِنْ خَلْقِ النّاسِ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ«57» = بېشکه د اسمانونو او ځمكې پنځون د خلكو د پنځون په پرتله ډېر ستر (،ستونزمن او مهمتر) دى؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي.

پېغامونه:

1-که د هستۍ ستریا ته وګورو؛ نو هېڅکله به ځان ستر و نه ګڼو.( إِنْ فِی صُدُورِهِمْ إِلاّ کِبْرٌ… لَخَلْقُ السَّماواتِ…)

2- باید کبرجن وګړي مات کړئ. «لَخَلْقُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ أَکْبَرُ» څه ته کبر کوې ؟!

3-هغه لیدل ناپوهي ده، چې عبرت پکې نه وي.( لَخَلْقُ السَّماواتِ… لا یَعْلَمُونَ)

4-د کبر جرړه، ناپوهۍ او غفلت دی. «وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»

وَ ما یَسْتَوِی الْأَعْمی وَ الْبَصِیرُ وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ وَ لاَ الْمُسِیءُ قَلِیلاً ما تَتَذَکَّرُونَ«58» = او نه ړوند او سترګور سره برابر دي او نه صالح مؤمنان له بدكارانو سره (؛ خو) ډېر لږ شانته پند اخلئ.

پېغامونه:

1- کبر د حق لیدو او حق منلو ستر مخنیوونکی دی.(کبرجن د ړوند په څېر دی).«ما یَسْتَوِی الْأَعْمی وَ الْبَصِیرُ»

2- ایمان او لیدانه پر کړنې ورمخکې دي.( آمَنُوا وَ عَمِلُوا…)

3- چورلیځ، علم او تذکر دی، نه شمېرنې.( أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ…قَلِیلاً ما تَتَذَکَّرُونَ)

4- بې اعتنا پر حقایقو ړوند دی.( اَلْأَعْمی… قَلِیلاً ما تَتَذَکَّرُونَ)

5-ډېری خلک نه پوهېږي او لیدونکي او نصیحت منونکي خورا لږ دي.( أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ… قَلِیلاً ما تَتَذَکَّرُونَ)

6- په تېر آیت کې مو ولوستل:«ډېری خلک نه پوهېږي»په دې آیت کې یې وویل:«لږ خلک نصیحت مني »؛ نو پوهېدل مهم نه دي، هوښیارتوب مهم دی. «قَلِیلاً ما تَتَذَکَّرُونَ»

إِنَّ السّاعَهَ لَآتِیَهٌ لا رَیْبَ فِیها وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یُؤْمِنُونَ«59» = بېشکه قيامت هرومرو راتلونكى دى، چې هېڅ شك پكې نشته؛ خو ډېر خلك ايمان نه راوړي.

ټکي:

*داچې قیامت، ناڅاپه او چټک راولاړېږي، د «السّاعَهَ» نامه پرې ایښوول شوې او چېرې چې له الف و لام سره راشي، د قیامت په مانا دی؛ خو بې له الف و لام نه د وخت په مانا دی؛ که لږ وخت وي؛ لکه «لا یَسْتَأْخِرُونَ ساعَهً وَ لا یَسْتَقْدِمُونَ»[146]؛ یعنې یوې شېبې ته یې هم مرګ مخکې شاته کېدای نشي او که مطلق وخت وي؛ لکه «فِی ساعَهِ الْعُسْرَهِ»[147]

*که څه د قیامت په اړه ځینو شک او استبعاد کړی؛ خو د الهي حکمت، عدالت، ځواک او علم په پامنیوي، نه ښايي څوک پکې شک او اړنګ وکړي. «لا رَیْبَ فِیها»

پېغامونه:

1-د ځینو د ټینګار په اړه ‏چې پوښتي:«د قیامت وخت کله دی؟» قرآن یې وخت کله هم نه اوڅاروي، څه چې دي، د قیامت د پېښېدو آر دی. «إِنَّ السّاعَهَ لَآتِیَهٌ»

2- د قیامت یاد، د تذکر او غفلت لرې کوونې غوره وزله ده. «قَلِیلاً ما تَتَذَکَّرُونَ – إِنَّ السّاعَهَ لَآتِیَهٌ»

3-د قیامت په اړه د کافرانو د شک او اړنګ په مقابل کې، په ځغرده د حق پیغام وویاست.«لا رَیْبَ فِیها»

4-د قیامت په پېښېدو کې د خلکو شک، د الله تعالی د علم او ځواک په اړه ناپوهي ده. «أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»

وَ قالَ رَبُّکُمُ ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ إِنَّ الَّذِینَ یَسْتَکْبِرُونَ عَنْ عِبادَتِی سَیَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ داخِرِینَ«60» = او ستاسې پالونكي وويل: ((ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم، په رښتینه كې هغوى چې زما له لمانځنې سرغړونه کوي (؛ نو) ژر به په خوارۍ او سپكاوۍ دوزخ ته ورننوځي!))

ټکي:

* پوښتنه: سره له دې چې الله تعالی د استجابت ژمنه کړې،«ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ»؛ نو ولې مو ځینې دعاوې نه منل کېږي ؟

ځواب: الف) ځینې کړنې؛ لکه ګناه، ظلم، د حرامې مړۍ خوړل او د هغوی نه بښل، چې بښنه راځنې غواړي، د دعا د منل کېدو مخنیونکي دي.

ب) کله زموږ د دعا منل کېدل، په پنځون غونډال کې ګډوډي راولي؛ لکه یو زده کوونکي، چې د جغرافیا په ازمېینه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سمندورونو ‏ سطحه لوړه ده که د غرونو؟ داچې په تېرو کې یې لیکلي وو، چې د سمندورونو سطحه لوړه ده! له الله یې غوښتي و، چې ددې دواړو ځایونو سطحې سره بدلې کړه، چې هغه د کامیابېدو نمره واخلي!

په هر حال، لکه څنګه چې قادر دی،حکیم هم دی.

ج)کله هماغه دعا نه منل کېږي؛ خو مشابه او ورته یې منل کېږي.

د)کله د دعا اغېز د انسان په ګانده، کورنۍ، ځوځات یا قیامت کې پایله ورکوي او سملاسي نه منل کېږي.

* هره دعا چې نه منل کېږي، په حقیقت کې دعا نه ده؛ ځکه دعا د خیر غوښتو په مانا ده او زموږ ډېری غوښتنې شر دي، نه خیر.

په قرآن کې د دعا آداب

1.دعا دې له ایمان او نېکچارۍ سره وي. «یَسْتَجِیبُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ[148]

2.په اخلاص دې وي. «فَادْعُوا اللّهَ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ»[149]

3.په تضرع او پټه دې وي. «ادْعُوا رَبَّکُمْ تَضَرُّعاً وَ خُفْیَهً» [150]

4.له وېرې او هیلې سره دې وي. «وَ ادْعُوهُ خَوْفاً وَ طَمَعاً»[151]

5.په ځانګړي وختونو کې دې وي. «یَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَداهِ وَ الْعَشِیِّ[152]

پېغامونه:

1-له الله تعالی سره خبرې کول، د انسان د روزنې او ودې لاملېږي. «قالَ رَبُّکُمُ ادْعُونِی»

2-د انسان د دعا او د الله پاک د ربوبیت ترمنځ نږدې اړیکه ده.( د قرآن ډېری دعاوې له «رَبَّنا»سره راغلي دي). «رَبُّکُمُ ادْعُونِی»

3- الله تعالی له موږ غوښتي، چې درشل ته یې دعا وکړو. «قالَ رَبُّکُمُ ادْعُونِی»

4-په دعا کې یوازې الله تعالی رابلئ، نه د الله تعالی ترڅنګ نور هم. «ادْعُونِی»

5-الله تعالی زموږ له اړتیاوو خبر دی؛ خو له موږ یې د دعا غوښتنه ددې نښه ده، چې ستاسې غوښتل یو لړ آثار او اغېزې لري. «ادْعُونِی»

6-د دعا او منل کېدو ترمنځ هېڅ واټن نشته. «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ» (ان د «فاء» توری ‏یا «ثم» نه دی راغلی. که یې ویل: «فاستجب»؛ یعنې څه موده روسته یې قبلوم او که یې ویل:«ثم استجب»؛یعنې تر ډېرې مودې روسته.)

7- د دعا منل کېدو لپاره واسطې ته اړتیا نشته. «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ»

8-د دعا منل کېدل یوه الهي ژمنه ده. «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ»

9-که کومه دعا و نه منل شوه؛ نو هرومرو به مو په ګټه نه وه؛ ځکه و یې ویل: «أَسْتَجِبْ لَکُمْ»، څه مو چې په ګټه دي، منم یې.

10- دعا نه کول د کبر نښه ده. «یَسْتَکْبِرُونَ»

11- دعا کول د کبر درمل دي‏. «یَسْتَکْبِرُونَ عَنْ عِبادَتِی»

12- دعاعبادت دی. «یَسْتَکْبِرُونَ عَنْ عِبادَتِی»

13- دعا یو ځانګړی او الهي عبادت دی. «عِبادَتِی»

14-د الله تعالی سزا عادلانه او د انسان د کړنو له مخې ده. نننی کبر، د سبا سرکوزي ده. «یَسْتَکْبِرُونَ – داخِرِینَ»

اَللّهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ اللَّیْلَ لِتَسْکُنُوا فِیهِ وَ النَّهارَ مُبْصِراً إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَی النّاسِ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَشْکُرُونَ«61» = الله هغه (ذات) دى، چې شپه يې تاسې ته (تياره) كړه، چې پكې ارام وكړئ او ورځ يې رڼا (كړه؛ ځكه) چې الله پر خلكو پېرزوينې والا دى؛ خو ډېر خلك منندوی نه دي.

ټکي:

*په تېر آیت کې، دعا او عبادت ته وبلل شو، په دې آیت کې الله تعالی د خپلو نعمتونو یو برخه وايي، چې د معرفت، عشق او لمانځنې روح راکې ژوندي کړي.

* په قرآن کې څو څیزونه ډاډوزلې ښوول شوي، چې څو ته یې اشاره کوو:

الف) د الله تعالی یادول. «أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ»[153]

ب) د پېغمبراکرم (ص) دعا. «إِنَّ صَلاتَکَ سَکَنٌ لَهُمْ»[154]

ج) غیبي مرستې. «هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ[155]

د) مېرمن/ مېړه. «لِتَسْکُنُوا إِلَیْها»[156]

ه) کور. «اللّهُ جَعَلَ لَکُمْ مِنْ بُیُوتِکُمْ سَکَناً»

و) شپه، چې آرام او هوساینې ته غوره وخت دی. «جَعَلَ لَکُمُ اللَّیْلَ لِتَسْکُنُوا فِیهِ»

پېغامونه:

1- عبادت او دعا دې د هغه درشل ته وشي، چې د شپې و ورځې پنځګر او زموږ د اړتیاوو پوره کوونکی دی.( اُدْعُونِی… اَللّهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ اللَّیْلَ…)

2- شپه ارام ته او ورځ هڅې او نشاط ته ده. «اللَّیْلَ لِتَسْکُنُوا فِیهِ وَ النَّهارَ مُبْصِراً»

3 – پنځون، موخه لري. «لِتَسْکُنُوا» ( الله پاک شپه خوب ته پیدا کړې ده)

4- استراحت د کار سریزه ده.( «لِتَسْکُنُوا» تر «النَّهارِ مُبْصِرَهً» مخکې راغلی دی).

5- شپه و ورځ یو د بل ترڅنګ نعمت دی. «اللَّیْلَ – اَلنَّهارَ»

6-په دنیا کې د الله تعالی فضل، مؤمن او کافر رانغاړي. «لَذُو فَضْلٍ عَلَی النّاسِ»

7-الله تعالی د چا پوروړی نه دی، څه چې درکوي، پېرزوینه یې ده. «لَذُو فَضْلٍ»

8-د فضل نښه یې داده، سره له دې چې پوهېږي، ډېری خلک نامنندوی دي؛ خو بیا هم خپله پېرزوینه نه سپموي. «لَذُو فَضْلٍ عَلَی النّاسِ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَشْکُرُونَ»

9-اکثریت د حقانیت نښه نه ده. «أَکْثَرَ النّاسِ لا یَشْکُرُونَ»

10- الله تعالی زموږ مننې ته په تمه نه دی؛ زموږ دنده ده، چې مننه یې وکړو.«لَذُو فَضْلٍ عَلَی النّاسِ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَشْکُرُونَ»

11- شپه و ورځ دوه نعمتونه دي، چې د مننې وړتیا لري. )جَعَلَ لَکُمُ اللَّیْلَ… وَ النَّهارَ…وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَشْکُرُونَ(

ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ خالِقُ کُلِّ شَیْءٍ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ فَأَنّی تُؤْفَکُونَ«62» = دا الله ستاسې پالونكى دی! چې د هر څيز پنځګر دى، بې له ده بل معبود ‏نشته؛ نو څنګه (له حقه) اړول کېږئ؟

کَذلِکَ یُؤْفَکُ الَّذِینَ کانُوا بِآیاتِ اللّهِ یَجْحَدُونَ«63» = دغسې د الله له آیاتونو نمښتي (له سمې لارې) اړول کېږئ.

ټکي:

* «افک» له حق لارې کږېدو ته وايي. دروغو ته هم «افک» وايي؛ ځکه د حق پرخلاف دي.«جحد» د هغه څه انکار دی، چې زړګنی باور پرې لرو او یا د هغه څه زبادول دي، چې زړګنی باور پرې نه لرو. [158]

پېغامونه:

1- لومړی حق وښيئ، بیا نیوکه کوئ.( ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ… فَأَنّی تُؤْفَکُونَ)

2-هغه به کږلاری شي، چې د هستۍ سرچینې ته زړه و نه سپاري. «رَبُّکُمْ – تُؤْفَکُونَ»

3-هغه لمانځوړ دی، چې پر خلکو ربوبیت لري او د هر څه پنځګر دی.( رَبُّکُمْ خالِقُ… لا إِلهَ إِلاّ هُوَ)

4- صنعت گران او تولیدوونکي د الله تعالی په اوزارو او شونتیاوو خپل خلاقیت څرګندوي؛ نو د هر څه حقیقي پنځګر هغه دی. «خالِقُ کُلِّ شَیْءٍ»

5-بې د الله تعالی او د هغه پر ایکي یووالي او ربوبیت له لارې چې پر هره لار ورشو، پر کږه تللي یو. «فَأَنّی تُؤْفَکُونَ»

6-د کږلاریو ورکلاريو او غره وګړيو سپکاوی وکړئ، چې فکر ونکړي، غوره وګړي دي.(کَذلِکَ یُؤْفَکُ الَّذِینَ…)

7-د حق نټه، د کږلارۍ سریزه ده.( تُؤْفَکُونَ… کانُوا… یَجْحَدُونَ)

اَللّهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ قَراراً وَ السَّماءَ بِناءً وَ صَوَّرَکُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ وَ رَزَقَکُمْ مِنَ الطَّیِّباتِ ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ فَتَبارَکَ اللّهُ رَبُّ الْعالَمِینَ«64» = الله هغه (ذات) دى، چې ځمكه یې تاسې ته د امن، ارامۍ او تمېدو ځاى درګرځولې او اسمان يې چت، او تاسې یې انځور كړئ؛ نو ډېر ښكلي يې انځور كړئ او له پاکو څيزونو يې روزي درکړه (؛ نو) همدغه الله ستاسې پالونکى دى؛ نو له خيره ډک او پايند دى، هغه الله چې د نړۍ پالونکی دى.

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې د زماني نعمتونو؛ لکه شپې و ورځې خبره وه، دا آیت مکاني نعمتونه؛ لکه ځمکه او آسمانونه اوڅاروي.

*الله پېژندنې ته، آفاقي او طبیعي آیتونو ته هم پاملرنه پکار ده.( اَلْأَرْضَ… وَ السَّماءَ او هم ځاني او انفسي آیتونه ته. صَوَّرَکُمْ… رَزَقَکُمْ…)

*د انسان پنځون او ورته د خپل روح د ورکړې په اړه، الله تعالی ځان ته مبارکي ویلې ده: «فَتَبارَکَ اللّهُ أَحْسَنُ الْخالِقِینَ» په دې آیت کې هم چې د انسان نېک پنځون اوڅار دی، الله تعالی ځان ته مبارکي وايي: «فَتَبارَکَ اللّهُ رَبُّ الْعالَمِینَ»

پېغامونه:

1- ځمکه په پیل کې څپڅپاندې وه، الله تعالی د بشر هستوګنې ته ارامه کړه. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ قَراراً»

2- پنځون، موخه لري. «لَکُمُ الْأَرْضَ»

3- ځمکه له خپلو ټولو حرکتونو سره ارامه ده. «قَراراً»

4- په موجوداتو کې الله تعالی، غوره بڼه انسان ته ورکړې ده.«صَوَّرَکُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ»

5- د څېرې ښکلا یو الهي نعمت دی. «فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ»

6- څه چې الله تعالی زموږ رزق کړي، طیبات، په زړه پورې او پاک دي او که انسان له ناطیباتو ګټه کوي؛ نو دا یې خپله ناوړټاکنه او ځېل دی.«رَزَقَکُمْ مِنَ الطَّیِّباتِ»

7- ښکلې څېره او طیب رزق، د الهي ربوبیت یوه پلوشه ده. (فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ وَ رَزَقَکُمْ…ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ)

8- د ځمکې ارامېدل، د آسمانونو جوړېدل، ستاسې پنځون، په طیباتو روزي درکول، ګرد مو ودې ته دي. «ذلِکُمُ اللّهُ رَبُّکُمْ»

9- د الله تعالی وجود، د برکت او لورنې تومنه ده. «فَتَبارَکَ اللّهُ»

10- ټوله هستي د الله تعالی تر ربوبیت لاندې او د کمال پر لوري په حرکت کې ده. «رَبُّ الْعالَمِینَ»

هُوَ الْحَیُّ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ«65» = دی هماغه ژوندى دى، بې له ده معبود نشته؛ نو په نږه ګروهه يې دربله (او ولمانځه)، ستاېنه يوازې د هغه الله ده، چې نړۍ پال دى.

 

پېغامونه:                

1-واقعي ژوندون او حیات، الله تعالی ته ځانګړی دی. «هُوَ الْحَیُّ» (د نورو ژوند محدود، فاني او په نورو پورې تړلی دی).

2- لومړی ښانده، پېژندنه، شناخت او معرفت، بیا دعا او لمانځنه.( فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ… رَزَقَکُمْ… هُوَ الْحَیُّ…لا إِلهَ إِلاّ هُوَ… فَادْعُوهُ مُخْلِصِینَ)

3- باید معبود ژوندی وي. «هُوَ الْحَیُّ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ»

4-چې بې له هغه معبود نشته؛ نو یوازې هماغه لمانځئ. «لا إِلهَ إِلاّ هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِینَ»

5-د پالونکي ستاینه، د دعا له ادابو ځنې ده.( فَادْعُوهُ… اَلْحَمْدُ لِلّهِ…)

6-د دعا او ربوبیت ترمنځ نږدې اړیکه ده.( فَادْعُوهُ… رَبِّ الْعالَمِینَ)

7-د الله تعالی ستاینه، د ده د ربوبیت په پار ده.( «الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ»

8-هستي مخ پر کمال ده. «رَبِّ الْعالَمِینَ»

قُلْ إِنِّی نُهِیتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ لَمّا جاءَنِی الْبَیِّناتُ مِنْ رَبِّی وَ أُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعالَمِینَ«66»= ووايه: ((په رښتيا زه خو د هغو معبودانو له عبادته منع شوى يم، چې تاسې يې د الله پر ځاى نمانځئ؛ ځكه ما ته د خپل پالونكي له لوري څرګند دلايل راغلي او امر راته شوى، چې د نړۍ پالونکي ته غاړه كېږدم.))

ټکي:

*دا آیت او دوه مخکې آیتونه، په «رَبِّ الْعالَمِینَ» سپېڅلیو کلمو پای ته رسېدلي دي. 64 آیت د الله تعالی د ذات تر زباد روسته وویل: «رَبُّ الْعالَمِینَ»، 65 آیت تر توحید و اخلاص روسته وویل: «رَبِّ الْعالَمِینَ» او دا آیت تر هر ډول شرک نفې کولو روسته، «رَبِّ الْعالَمِینَ» اوڅار کړی دی. هو، د الله پېژندنې طبیعي او منطقي بهیر دادی، چې لومړی الله تعالی وپېژنو، بیا یې پر ایکي یو والي ایمان راوړو او بیا د ایکي یو والي او توحید خنډونه لرې کړو.

پېغامونه:

1- یوازې زړګنۍ ګروهه بسیا نه ده، ژبنۍ څرګندونه هم لازم ده. « قُلْ»

2- خپل دښمنان نهیلي کړئ. «قُلْ إِنِّی نُهِیتُ»

3- وحې، بې کمېدو ډېرېدو خلکو ته ویل شوې ده. «قُلْ إِنِّی نُهِیتُ»

4- دلیل او بینه چورلیځ دی، نه د خلکو او چاپېریال تمې.(د څرګندو دلایلو په شتون کې شرک ته د غاړې ایښودو ځای نه پاتېږي). «جاءَنِی الْبَیِّناتُ»

5- الهي امرونه او نهې کوونې، د منطق او استدلال پر بنسټ دي.( نُهِیتُ… لَمّا جاءَنِی الْبَیِّناتُ)

6- د پېغمبر اکرم (ص) دریځونه د وحې پر بنسټ دي. «نُهِیتُ – أُمِرْتُ»

7- «تولی و تبری» دې یو د بل ترڅنګ وي.(چې ډول ډول شرکونه مو له ځانه لرې کړې نه وي، واقعي یوپالی کېدای نه شو). ( نُهِیتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِینَ تَدْعُونَ… وَ أُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ)

8- هغه ته ورتسلیمېدل وړ دي، چې د نړۍ پالونکی دی. «أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعالَمِینَ»

9- واقعي عبادت، الله تعالی ته تسلیمېدل دي. («أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعالَمِینَ» د«اعبد لرب العالمین»پر ځای راغلی دی).

10- الله تعالی ته تسلیمېدل د انسان د ودې لامل دی. «أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعالَمِینَ»

هُوَ الَّذِی خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَهٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَهٍ ثُمَّ یُخْرِجُکُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّکُمْ ثُمَّ لِتَکُونُوا شُیُوخاً وَ مِنْکُمْ مَنْ یُتَوَفّی مِنْ قَبْلُ وَ لِتَبْلُغُوا أَجَلاً مُسَمًّی وَ لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ«67» = الله هغه ذات دى، چې تاسې يې [لومړى] له خاورې پيدا كړئ، بيا له څاڅكي، بيا د وينې له (ځوړندې) بوټۍ، بيا تاسې (د مور له نسه) د ماشوم په بڼه راباسي، بيا (ژوند كوئ) چې د خپلې ودې بريد ته ورسئ، بيا (دوام وركوئ) چې زاړه شئ او (په دې ترڅ كې) له تاسې ځينې كسان دي، چې (د کوچنیتوب، بلوغ او زړښت درې ګونو پړاوونو) ته تر وررسېدو مخكې مري او ددې لپاره (مو ساتي)، چې تاسې (د مرګ) تر ټاكلې نېټې ورسئ او ښايي له عقله کار واخلئ.

ټکي:

* الله تعالی په دې آیت کې د انسان پنځون، ژوند او مرګ په اووو پړاوونو کې ویلی دی.

*له خاروې د انسان پنځون دوه ډوله مانا شوی دی:

الف) لومړی انسان له خاورې پیدا شوی دی.

ب) شته انسانان له څاڅکي او څاڅکی له خوړو او خواړه د خاورې له غذايي توکیو رامنځ ته شوي دي.

* په تېرو آیتونو کې دعا، معرفت، اخلاص، شکر او د الله تعالی تسلیمېدو ته اشاره شوې ده. دا آیت دې پړاوونو ته د رسېدو لپاره د زمینه سازۍ په موخه دي.

پېغامونه:

1- د بشر د پنځون پیل له خاورې دی، نه تکامل موندلي حیوانات. «خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ»

2- الهي ځواک، له بې ساه خاورې، ساه کښ موجود جوړوي. «خَلَقَکُمْ مِنْ تُرابٍ»

3- الهي ځواک، له خاورې اندیال انسان جوړوي. «مِنْ تُرابٍ – تَعْقِلُونَ»

4- د پنځون پړاوونه، سوکه سوکه ترسره کېږي.( ثُمَّ… ثُمَّ… ثُمَّ)

5- له خاورې او څاڅکي د انسان پنځون، د الله تعالی په لاس دي؛ خو دا موږ یو چې باید په خپله هڅه ځان یو ځای ته ورسوو. «ثُمَّ لِتَبْلُغُوا»

6- د انسان ژوند د تکامل پړاوونه وهي. «تُرابٍ – طِفْلاً – شُیُوخاً – یُتَوَفّی»

7- زموږ ساه اخستل د الله تعالی په لاس کې دي. «یُتَوَفّی»

8- مرگ ورکېدل نه، له بدن نه د روح اخستل دي. «یُتَوَفّی»

9- د انسان تکامل محدودیت نه لري.(ددې په پامنیوي، چې د ودې څومره والی په آیت کې نه دی ټاکل شوی، هرڅوک د ځواک او شدت یو لړ پړاوونو ته رسېدلای شي.) «لِتَبْلُغُوا أَشُدَّکُمْ»

10- د هر چا عمر له مخکې ټاکل شوی دی. «أَجَلاً مُسَمًّی»

11- د تعقل غوره لاره چاره او زمینه، په خپله د انسان پنځون دی. ( مِنْ تُرابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَهٍ… لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ)

هُوَ الَّذِی یُحْیِی وَ یُمِیتُ فَإِذا قَضی أَمْراً فَإِنَّما یَقُولُ لَهُ کُنْ فَیَکُونُ«68» = الله هماغه ذات دى، چې ژوندي كول او مړه كول كوي او چې كله د يوه كار پرېکړه وكړي؛ نو همدومره ورته وايي چې “شه”؛ نو (بس) وشي.

ټکي:

* په قرآن کې، اته ځل د «کُنْ فَیَکُونُ» غونډله راغلې، چې د مطلق الهي ځواک خواله ده.

*په دې آیت کې له «قول الهي» مراد، د یوه چار پر شتون د الله تعالی تکویني اراده ده؛ نه داچې خبرې کولو ته اړتیا وي. «فَإِنَّما یَقُولُ لَهُ کُنْ فَیَکُونُ»

پېغامونه:

1-مړه کول او ژوندي کول یوازې د هغه په لاس کې دي. «هُوَ الَّذِی»

2-پر مړه کولو او ژوندي کولو د الله تعالی ځواک یو رنګ دی. «یُحْیِی وَ یُمِیتُ»

3-د الله تعالی ځواک مطلق دی او یو چار هم د هغه د ځواک له ولکې بهر نه دی.(د«أَمْراً» کلمه  د هر چار په مانا ده).

4- د الله تعالی اراده پرېکونې او نه ماتېدونې ده. «کُنْ فَیَکُونُ»

أَ لَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللّهِ أَنّی یُصْرَفُونَ«69» = ايا تا هغوى لیدلي نه دي، چې د الله په آيتونو كې شخړه كوي، چې څنګه (له حقه) اړول کېږئ؟!

اَلَّذِینَ کَذَّبُوا بِالْکِتابِ وَ بِما أَرْسَلْنا بِهِ رُسُلَنا فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ«70» = هغوى چې (اسماني) كتاب او هغه څه یې دروغ وګڼل، چې موږ له خپل استازيو سره لېږلي؛ نو ژر به (د خپلو كړنو پر پايلو او حقیقت) پوه شي!

ټکي:

*په دې سورت کې درې ځل د بېځایه شخړې خبره اوڅار شوې ده:

الف) په 35 آیت کې، ستره ګناه او پر زړه د ټاپې وهل کېدو لامل ښوول شوی دی.

ب) په 56 آیت کې، د شخړې انګېزه، د شخړه مارانو په زړه کې کبر ګڼي.

ج) په دې آیت کې د شخړه مارانو کږلاري اوڅار شوې ده. [159]

پېغامونه:

1-د تېرو ځیلي قومونو له تاریخ سره آشنايي، نننیو قومونو ته عبرت او د ډاډ لامل دی. «أَ لَمْ تَرَ»

2-په قرآني آیتونو کې شخړه کول، له لارې کږېدل دي.( یُجادِلُونَ… یُصْرَفُونَ)

3-په تبیلغي کړنلار کې، خبرداری هم له مثبت ځګي برخمن دی. «فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ»

إِذِ الْأَغْلالُ فِی أَعْناقِهِمْ وَ السَّلاسِلُ یُسْحَبُونَ«71» = چې د دوی په غاړو کې به زندۍ وي او په ځنځيرونو راښكودل كېږي؛

فِی الْحَمِیمِ ثُمَّ فِی النّارِ یُسْجَرُونَ«72» = (لومړى) په سرو اوبو كې (غورځول کېږي) بيا په اور كې وريت او سوځول كېږي.

ټکي:

* «أغلال» د «غل» جمع ده او هغه ځوړندی دی، چې د سپکاوي لپاره د چا په غاړه کې اچول کېږي.

«سلاسل» د «سلسله» جمع ده، د زنځیر په مانا او «یُسْحَبُونَ» پر ځمکه راکښودو ته وايي. «یُسْجَرُونَ» اور بلولو ته وايي.

د قیامت او هغو عذابونو انځور، چې د وحې له لارې ویل شوي، د خبرداري، روزنې او تقوا پیدا کېدو لاملېږي.

 فلسفي ایمان دا آثار نلري، چې انسان یې یوازې په عدالت او حکمت لاس ته راوړي؛ لکه څنګه چې د دور او تسلسل په نفې د الله تعالی زباد، د تقوا او هڅې نه لاملېږي، که څه دا عقلي ویینې، په خپل ځای کې خپله کارونه لري.

*په دې آیت کې د کافرانو د عذاب ډولونه اوڅار شوي دي:

الف) په زنځیرونو او زولنو کې بدني کړاوونه.( اَلْأَغْلالُ…)

ب) دوزخ ته یې د وړو څرنګوالی، چې په سپکاوي دی (دوزخ ته په سپکاوي بېیول کېږي). «یُسْحَبُونَ»

ج) لومړی جوشېدلې اوبه او بیا د دوزخ اور. «فِی الْحَمِیمِ ثُمَّ فِی النّارِ»

د) د دوزخ بل اور کله هم نه سړېږي. «یُسْجَرُونَ»

ه) له خیالي شریکانو سوال، د دوی د سرکوزۍ تومنه ده. «قِیلَ لَهُمْ أَیْنَ»

پېغامونه:

1-ځیلیان د عذاب پرمهال، پر خپله کږلارۍ پوهېږي.( فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ إِذِ الْأَغْلالُ…)

2- شخړه او حق دروغجنول، انسان پر بېلابېلو کړاوونو اخته کوي. ( یُجادِلُونَ… کَذَّبُوا…إِذِ الْأَغْلالُ)

3-د انسان جیګ رېبل او کبر به یوه ورځ پر ذلت اوړي. (سرغړونې، غرورونه او شرکونه بې ځوابه نه پاتېږي). (اَلْأَغْلالُ… یُسْحَبُونَ…)

ثُمَّ قِیلَ لَهُمْ أَیْنَ ما کُنْتُمْ تُشْرِکُونَ«73» = بيا ورته ويل كېږي: ((هغه[اوس] چېرې دي، چې تاسې له الله سره سيالان نيول؛

مِنْ دُونِ اللّهِ قالُوا ضَلُّوا عَنّا بَلْ لَمْ نَکُنْ نَدْعُوا مِنْ قَبْلُ شَیْئاً کَذلِکَ یُضِلُّ اللّهُ الْکافِرِینَ «74» = هماغه معبودان، چې تاسې د الله پر ځاى لمانځل ؟!)) وايي: ((رانه ورك شول؛ بلكې (اوس پوه شوي يو، چې) پخوا مو (هم) کوم څيز نه لمانځه)) الله كافران همداسې بېلارې پرېږدي.

پېغامونه:

1- قیامت تمځایونه او پړاوونه لري. « ثُمَّ فِی النّارِ…. ثُمَّ قِیلَ لَهُمْ»

2- قیامت د حقایقو د رابرسېرنې او د شرک د بې اغېزېتوب ورځ ده. «ضَلُّوا عَنّا»

3- غیرالله ورکېدوني دي. «ضَلُّوا عَنّا»

4- د قیامت پېښې، مشرکان داسې اندېښمنوي، چې یو ځل وايي:

معبودان مو ورک شول او بل ځل وايي: موږ بیخي کوم معبود نه لمانځه.( ضَلُّوا عَنّا… لَمْ نَکُنْ نَدْعُوا)

5- دروغجن حافظه نه لري « ضَلُّوا عَنّا… لَمْ نَکُنْ نَدْعُوا مِنْ قَبْلُ شَیْئاً»

6- الله تعالی بې دلیله څوک نه ورکلاروي.(الهي ورکلاري، د کافرانو د کفر سزا ده). «یُضِلُّ اللّهُ الْکافِرِینَ»

ذلِکُمْ بِما کُنْتُمْ تَفْرَحُونَ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ بِما کُنْتُمْ تَمْرَحُونَ«75» = دا(عذاب) تاسې ته ددې لامله دى، چې په ځمكه كې مو په ناروا خوښي او مستي كوله او له دې لامله چې (سخت پر ځان) وياړېدئ.

اُدْخُلُوا أَبْوابَ جَهَنَّمَ خالِدِینَ فِیها فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَکَبِّرِینَ«76» = (كافرانو ته ويل كېږي) د دوزخ پر ورونو ورننوځئ، همیش ‏پکې وسئ؛ نو د سرغړاندو هستوګنځى څومره بد دى!

ټکي:

* «فرح» طبیعي خوشحالۍ ته او «مرح» بې خرته خوشحالۍ ته وايي، چې د انسان د مستۍ او غرور لاملېږي.

* «مَثْوَی» له تلتیا – استمرار سره هستوګنه ده؛ یعنې همېشنی هستوګنځی.

اسلام او تفریح

* اسلام د فطرت دین دی او له تفریح او خوشحالۍ سره، چې د انسان غریزي غوښتنه ده، مخالفت نه لري، پر څه چې نیوکه کېږي، بېځایه تفریح او خوشحالۍ دي، چې قرآن یې څو ته اشاره کوي:

الف: د هغوی خوشحالي، چې جهاد ته د نه تګ په پار خوشحاله وو. «فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلافَ رَسُولِ اللّهِ» [160]

ب: د دنیوي بریاوو په اړه خوشحالي، چې له آخرته پکې غفلت وي. «فَرِحُوا بِالْحَیاهِ الدُّنْیا»[161]

ج: د شتمنۍ لاس ته راوړو په پار خوشحالي. قارون ته وویل شول: «لا تَفْرَحْ»

د: د مؤمنانو د کړاو په پار خوشحالي. «إِنْ تُصِبْکُمْ سَیِّئَهٌ یَفْرَحُوا بِها»[162]

ه: د علم درلودو په پار خوشحالي. «فَرِحُوا بِما عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ»[163]

خو که خوشحالي د حق، الهي پېرزوینو، خلکو ته د چوپړ او کمالاتو ته د رسېدو په پار وي؛ نه یوازې ناوړه چار نه؛ بلکې یو ارزښت هم دی. «قُلْ بِفَضْلِ اللّهِ وَ بِرَحْمَتِهِ فَبِذلِکَ فَلْیَفْرَحُوا»[164]

پېغامونه:

1-د الهي پرغز- قهر او سزا دلایل دې وویل شي، چې د مجرمانو پوروړي نشئ او نور هم په غوږ ووهل شي. «ذلِکُمْ بِما کُنْتُمْ»

2-بېځایه تفریح او سرمستي د الهي پرغز لاملونه دي. «کُنْتُمْ تَفْرَحُونَ»

3- تفریح دې د حق پر بنسټ، د نه غافلېدو هومره او د توحید په کړۍ کې وي. (تَفْرَحُونَ… بِغَیْرِ الْحَقِّ)

4-نننۍ بېځایه خوشحالۍ، چې د تجاوز، غصب، تصاحب، وژنې، لوټلو او پر مقدساتو د ملنډو پر بنسټ دي، یوه ورځ به يې پایله د لاس کړۍ، زولنۍ، دوزخ او سپکاوی وي.( ذلِکُمْ بِما کُنْتُمْ تَفْرَحُونَ… بِغَیْرِ الْحَقِّ)

5-د خوشحالۍ بنسټ که حق وي؛ نو منل شوی چار دی؛ خو که د باطل پر بنسټ وي؛ نو رټلی او کږلی چار دی.( تَفْرَحُونَ… بِغَیْرِ الْحَقِّ)

6-دوزخ ګڼې تبمې لري. «ادْخُلُوا أَبْوابَ»

7- تکبر، د دوزخي کېدو لامل دی. « مَثْوَی الْمُتَکَبِّرِینَ »

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ فَإِمّا نُرِیَنَّکَ بَعْضَ الَّذِی نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّیَنَّکَ فَإِلَیْنا یُرْجَعُونَ«77» = نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د الله ژمنه رښتينې ده او كه د هغه عذاب يوه برخه دروښيو، چې له دوی سره یې ژمنه كوو يا تا (د دوی له عذابه مخكې) وفات کړو؛ نو (مهمه نه ده؛ ځكه) يوازې زموږ لوري ته راګرځول كېږي.

ټکي:

*په سورت کې ددې په ترڅ کې چې درې ځل د کفارو د شخړې خبره شوې ده، [165] الله تعالی، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: صبر کوه، چې د الله ژمنه حق ده.

هم د دښمنانو ګواښنه اړینه ده او هم د دوستانو ډاډ او تسلي. تېر آیتونه، د شخړه کوونکیو کفارو په اړه وو او دا آیت د پېغمبر اکرم او مؤمنانو تسلۍ ته دی.

له خلکو سره د پېغمبر اکرم چلن

*له خلکو سره د پېغمبر اکرم ټول چلنونه د الهي حکم له مخې وو،نه یې وګړیزه سلیقه او دا چلنونه په بېلابېلو ځایونو کې له بېلابېلو وګړیو سره بېلابېل وو. هغه آیتونه چې په دې اړه دي، په دوو ډلو یې ویشلی شو:

لومړۍ ډله آیتونه: هغه آیتونه، چې له خلکو سره د نرم چلن خبره کوي.

دویمه ډله آیتونه: هغه آیتونه دي، چې کږلاریو او نااهلو سره د توند چلن خبره کوي.

دلته له دواړو ډلو بېلګې راوړو:

لومړۍ ډله آیتونه: هغه آیتونه چې له خلکو سره د نرم چلن خبره کوي.

«فَاصْبِرْ» (تر ویینې لاندې آیت).

«وَ اخْفِضْ جَناحَکَ لِمَنِ اتَّبَعَکَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ» [166]

«وَ صَلِّ عَلَیْهِمْ إِنَّ صَلاتَکَ سَکَنٌ لَهُمْ»[167]

«ادْعُ إِلی سَبِیلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَهِ وَ الْمَوْعِظَهِ الْحَسَنَهِ» [168]

«فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَ شاوِرْهُمْ» [169]

«ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ» [170]

«تَعالَوْا إِلی کَلِمَهٍ سَواءٍ بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمْ»[171]

«فَبایِعْهُنَّ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ»[172]

«قُلْ أُذُنُ خَیْرٍ لَکُمْ» [173]

«إِذا جاءَکَ الَّذِینَ یُؤْمِنُونَ بِآیاتِنا فَقُلْ سَلامٌ عَلَیْکُمْ»[174]

«لَوْ کُنْتَ فَظًّا غَلِیظَ الْقَلْبِ لاَنْفَضُّوا مِنْ حَوْلِکَ» [175]

«وَ إِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَها»

«بَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللّهِ فَضْلاً کَبِیراً»[177]

دویمه ډله آیتونه: هغه آیتونه دي، چې له کږلاریو او نااهلو سره د توند چلن خبره کوي.

«فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ»[178]له هغوی مخ واړوه.

«فَلا تُطِعِ الْمُکَذِّبِینَ وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُونَ» [179]

«جاهِدِ الْکُفّارَ وَ الْمُنافِقِینَ وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ» [180]

«هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ»[181]

«لَئِنْ لَمْ یَنْتَهِ الْمُنافِقُونَ وَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَ الْمُرْجِفُونَ فِی الْمَدِینَهِ لَنُغْرِیَنَّکَ بِهِمْ ثُمَّ لا یُجاوِرُونَکَ فِیها إِلاّ قَلِیلاً» [182]

«لا تُصَلِّ عَلی أَحَدٍ مِنْهُمْ ماتَ أَبَداً وَ لا تَقُمْ عَلی قَبْرِهِ»[183]

«ذَرْهُمْ فِی خَوْضِهِمْ یَلْعَبُونَ» [184]

«لا تَقُمْ فِیهِ» [185]په هغه(ضرار جومات) کې هېڅکله (لمانځه ته) مه درېږه.

«لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ وَ دَعْ أَذاهُمْ»

پېغامونه:

1-د مجرمانو په غوږ تاوولو او سزا ورکونې کې د الهي ځواک یادول، د هیلې او صبر لاملونه دي. «فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَکَبِّرِینَ فَاصْبِرْ»

2-د مجرمانو په سزا کې ځنډ دې د شک او اړنګ لامل نشي. «فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»

3-د الهي ژمنو حقوالی، د صبر او ډاډ لامل دی. «فَاصْبِرْ»؛ ځکه «إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»

4- پېغمبر اکرم (ص)، په دنیا کې د کفارو سزا ته په تمه دی؛ خو الله تعالی په حکمت چلي او د پېغمبراکرم تمې یې حکمت نه ګډوډوي. «فَإِمّا نُرِیَنَّکَ.. أَوْ نَتَوَفَّیَنَّکَ»

5-د ناخوالو په اړه صبر برید نه لري او د عمر ترپایه صبر پکار دی.( فَاصْبِرْ…فَإِمّا… نَتَوَفَّیَنَّکَ»)

6- الله تعالی مجرمانو ته په سزا ورکولو کې بیړه نه کوي.( فَإِمّا نُرِیَنَّکَ… أَوْ نَتَوَفَّیَنَّکَ)

7-شونې نه ده، مجرمان په دنیا کې بشپړه سزا وویني؛ نو سزا ته بله نړۍ پکار ده.«بَعْضَ الَّذِی نَعِدُهُمْ»

8- الهي چارې مهالویش لري او هره یوه یې په خپل ټاکلي وخت کې کېږي. (نُرِیَنَّکَ…أَوْ نَتَوَفَّیَنَّکَ)

10- مرګ ټولو ته دی، ان پېغمبرانو ته. «نَتَوَفَّیَنَّکَ»

11-هېڅوک له الهي ځواکه تښتېدای نشي. «فَإِلَیْنا یُرْجَعُونَ»

12- په قیامت کې الله تعالی ته د خلکو ورستنېدل اجباري دي. «یُرْجَعُونَ»

وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلاً مِنْ قَبْلِکَ مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنا عَلَیْکَ وَ مِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ عَلَیْکَ وَ ما کانَ لِرَسُولٍ أَنْ یَأْتِیَ بِآیَهٍ إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ فَإِذا جاءَ أَمْرُ اللّهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَ خَسِرَ هُنالِکَ الْمُبْطِلُونَ«78» = او په يقين موږ تر تا مخكې استازي لېږلي وو، د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه او د يوه استازي هم دا حق نه و، چې بې د الله له اجازې کومه معجزه راوړي؛ نو چې د الله حكم راشي (؛ نو) په حقه به پرېكړه وشي او هلته به باطل ګروهي زيانکاران وي.

ټکي:

*د روایتونو له مخې، د انبیاوو شمېره، یو لک و څلرویشت زره دي؛ خو په قرآن کې یوازې د ۲۶ انبیاوو نامې راغلي دي: حضرت آدم، نوح، ادریس، صالح، هود، ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یوسف، لوط، یعقوب، موسی، هارون، شعیب، زکریا، یحیی، عیسی، داود، سلیمان، الیاس، الیسع، ذاالکفل، ایوب، یونس، عُزیر او محمّد علیهم السلام.[187]

*د روزنې او ارشاد یوه لار، د تېرو د تاریخ او مثبتو بېلګو ښوول دي او قرآن څو ځل دا کړنلار کارولې ده.

پېغامونه:

1-د اسلام پېغمبر، د انبیاوو خاتم دی.( «مِنْ قَبْلِکَ» څو ځل په قرآن کې راغلی؛ خو «من بعدک» یو ځل هم نه دی راغلی).

2-د انبیاوو له تاریخ سره آشنایي، د پېغمبر اکرم د تسلۍ، ټکور او صبر لامل دی. (فَاصْبِرْ… مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنا عَلَیْکَ)

3-هغه کیسې دې وشي او تدبر دې پکې وشي، چې حق وي او موخه یې حق دودول وي. «مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنا عَلَیْکَ»

4-کیسې کولو ته په سپکه مه ګورئ، قرآن څو ځل کیسې کړي دي. «قَصَصْنا»

5-هغه د انبیاوو تاریخ نقلولای شي، چې انبیاء یې رالېږلي دي. «قَصَصْنا – لَمْ نَقْصُصْ»

6- قرآن د تاریخ کتاب نه دی؛ ګنې د ټولو انبیاوو کیسې به یې کړې وې. «مِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ»

7-د تاریخ په ویلو کې، عبرتونه تر شمېرنو مهم دي. «مِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ»

8-د خپلې نامې په نه یادېدو مه خپه کېږئ، د ډېری انبیاوو نامې په قرآن کې نه دي راغلي.«مِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ»

9-د انبیاوو معجزې په الهي اجازه دي، نه د خلکو په تمه او د ځاني غوښتنو له مخې. «إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ»

10-هغوی تاوان کوي، چې د انبیاوو د تاریخ او معجزو په اړه بې توپیره دي. (قَصَصْنا… یَأْتِیَ بِآیَهٍ… خَسِرَ هُنالِکَ الْمُبْطِلُونَ)

11-د انبیاوو او مخالفینو ترمنځ روستۍ پرېکړه به په قیامت کې کېږي. «فَإِذا جاءَأَمْرُ اللّهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ»

12- قیامت د الله پاک د قضاوت او د باطلپالو د سرکوزۍ ورځ ده. «قُضِیَ بِالْحَقِّ وَ خَسِرَ هُنالِکَ الْمُبْطِلُونَ»

13-واقعي تاوان، د قیامت تاوان دی. «خَسِرَ هُنالِکَ»

14-تر باطلپالۍ بدتر، هغه وګړي دي، چې د باطلو پر لاروۍ سربېره، موخه یې د انبیاوو د موخو او هڅو خنثی کول وي. «الْمُبْطِلُونَ»

15- د انبیاوو مخالفین ، باطلپالي دي. «الْمُبْطِلُونَ»

اَللّهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَنْعامَ لِتَرْکَبُوا مِنْها وَ مِنْها تَأْکُلُونَ«79» = الله هغه (ذات) دى، چې تاسې ته یې څاروي پيدا كړي، چې پر ځينو يې سواره شئ او له ځينو يې خوړنه وکړئ.

وَ لَکُمْ فِیها مَنافِعُ وَ لِتَبْلُغُوا عَلَیْها حاجَهً فِی صُدُورِکُمْ وَ عَلَیْها وَ عَلَی الْفُلْکِ تُحْمَلُونَ«80» = او (پردې سربېره) په دوی كې درته نورې ګټې هم شته، چې د زړونو کومه اړتیا پرې پوره کړئ او پر دوی او پر بېړيو هم ورسپرېږئ.

وَ یُرِیکُمْ آیاتِهِ فَأَیَّ آیاتِ اللّهِ تُنْکِرُونَ«81» = او هغه د خپل (قدرت) نښې دروښيي؛ نو د الله له كومې نښې منكرېږئ؟!

ټکي:

*د معرفت او منندوینې رامنځ ته کولو او پیاوړي کولو ته غوره لار، الهي نعمتونو ته پاملرنه ‏ده او دې چار ته غوره نعمتونه هغه دي، چې په هر ځای او وخت کې ټولو ته د لیدو او ګټنوړ وي.

* «أنعام» د «نعم» جمع ده او په آر کې د اوښ په مانا دی؛ خو د غواوو، اوښانو او پسانو ټولګې ته هم ویل کېږي.

*د څارویو ګټې یوازې په سورلۍ او خورونه – تغذیه کې نه رالنډېږي‏؛ پوټکی، کولمې، وړۍ، وژغني، شیدې او ایوه کول یې نورې ګټې دي. ان فضوله توکي (سوټې او پچې) یې سونتوکي او طبیعي سره ده. همداراز څاروي د وړیو اوبدلو، تاروریشلو، څرمنې او د لبنیاتو د کارخانو په رامنځ ته کولو کې څرګنده ونډه لري‏.

پېغامونه:

1-د هستۍ په پنځون کې، چورلیځ انسان دی.( جَعَلَ لَکُمُ الْأَنْعامَ… وَ لَکُمْ فِیها مَنافِعُ)

2-که څاروي اېل‏ نه وو؛ نو د بشر ژوند به شل و؛ سره له دې چې ځواک یې تر موږ ډېر دی؛ خو الله تعالی راته ایل کړي دي. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَنْعامَ لِتَرْکَبُوا»

3- اسلام د ځینو څارویو له غوښې د ګټنې سپارښتنه کړې او د خامخورۍ ستاینه یې نه ده کړې. «وَ مِنْها تَأْکُلُونَ»

4-د څارویو برکتونه یوازې په هغو چارو پورې ځانګړي دي، چې موږ ترې ګټنه کوو.(د «مَنافِعُ» کلمه  نکره راغلې ده).

5-انسان، څاروي ته اړتیا لري «لِتَبْلُغُوا عَلَیْها حاجَهً فِی صُدُورِکُمْ» (؛ خو څاروی، انسان ته اړتیا نه لري.)

6-په اوبو کې په بېړۍ لېږد رالېږد، یو بل الهي نعمت دی. «وَ عَلَیْها وَ عَلَی الْفُلْکِ تُحْمَلُونَ»

7-په الهي نړۍ لید کې، ټولې ګټنې او نعمتونه د شناخت، ښاندې او بندګۍ سریزې دي. «آیاتِ اللّهِ»

8-انسان نامنندوی دی؛ له نعمتونو ګټنه کوي؛ خو د نعمت له څښتنه منکر دی. «فَأَیَّ آیاتِ اللّهِ تُنْکِرُونَ»

9-د الله تعالی پېژندو نښې د ټولو د سترګو مخې ته دي. «فَأَیَّ آیاتِ اللّهِ تُنْکِرُونَ»

أَ فَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ کانُوا أَکْثَرَ مِنْهُمْ وَ أَشَدَّ قُوَّهً وَ آثاراً فِی الْأَرْضِ فَما أَغْنی عَنْهُمْ ما کانُوا یَکْسِبُونَ«82» = نو ايا دوی په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري تر دوی د مخكې خلکو پای څه وه؟ سره له دې، چې تر دوى په شمېر كې زيات ول، په مټ کې غړیالي او په ځمكه كې يې زيات (لرغوني) آثار پرېښي وو؛ خو لاس ته راوړنې يې په کار رانغلې (چې له الهي عذابه يې بچ کړي).

پېغامونه:

1-د موخې لپاره ګرځندوینه ‏ستایل شوې ده.( أَ فَلَمْ یَسِیرُوا… فَیَنْظُرُوا)

2-د قرآن یوه نیوکه پر هغوی ده، چې تجربې، عبرت او زده کړې ته هجرت نه کوي. (أَ فَلَمْ یَسِیرُوا… فَیَنْظُرُوا)

3- تاریخ د حقایقو د پېژندو یوه سرچینه ده.( فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ… مِنْ قَبْلِهِمْ)

4-کفارو ځکه له پېغمبراکرم سره مخالفت کاوه، چې پر خپل ځواک او د وګړیو پر ډېروالي غره وو؛ نوځکه قرآن وايي: موږ تر تاسې پیاوړي ورک کړي دي. (کانُوا أَکْثَرَ… وَ أَشَدَّ)

5-له انبیاوو سره مخالفت او د الهي قوانینو پرېښوول، د تمدنونو د ځوړ او راپرځېدو لاملونه دي.(أَ فَلَمْ یَسِیرُوا…)

6- هر تمدن او پرمختګ د بري او نېکمرغۍ کچه نه ده. (قُوَّهً وَ آثاراً فِی الْأَرْضِ فَما أَغْنی عَنْهُمْ…)

7-د راتلونکیو عبرت ته، د تېرو قومونو د آثارو ساتل پکار دي. «فَیَنْظُرُوا»

8-په خپلو شمېرانو – محاسباتو کې د وګړیو او ټولنو نن ته مه ګورئ، پایلو ته یې ګورئ. (کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ…)

9- د وګړیو ډېروالی او ځواک له الهي پرغزه مخنیوونکي نه دي. «أَکْثَرَ مِنْهُمْ وَ أَشَدَّ قُوَّهً»

10-بشري تمدن تل مخ په پرمختګ نه دی؛ ځینې پخواني قومونو ډېر متمدن وو.«قَبْلِهِمْ کانُوا أَکْثَرَ مِنْهُمْ وَ أَشَدَّ قُوَّهً وَ آثاراً»

11-څه چې لاس ته راوړو، د الهي پرغز- قهر په مقابل کې ‏پوچ دي. «فَما أَغْنی عَنْهُمْ ما کانُوا یَکْسِبُونَ»

فَلَمّا جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَرِحُوا بِما عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَ حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ«83» = نو چې د دوی استازيو څرګند دلايل وروړل؛ نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له ده يې نور هېڅ ګڼل)؛ خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول، چې ملنډې یې ورپورې وهلې.

فَلَمّا رَأَوْا بَأْسَنا قالُوا آمَنّا بِاللّهِ وَحْدَهُ وَ کَفَرْنا بِما کُنّا بِهِ مُشْرِکِینَ«84» = نو چې زموږ (د عذاب) سختي یې وليده، و يې ويل: (( په ایکي یو الله مو ايمان راوړ او په هغو معبودانو کافران شول، چې (تر دې پخوا) موږ ورسره شريكان كړي وو.))

 

ټکي:

*د بشري تاریخ په اوږدو کې، ځینې وګړي، د هغو علمونو په پار چې د تمدن، پرمختګ او د شتمنۍ د لاس ته راوړو لامل وو او د هغې پوهې په پار چې د خپل پلار نیکونو او تېرو قومونو د ګروهو په پار یې لري، ځانونه له الهي وحې مړه خوا ګڼي.هو، کم ظرفیته انسانان، همداچې څو ټکي زده کړي او یا کوم مدرک یا مقام لاس ته راوړي؛ نو غره شي.

* په قرآن کې درې ځل د «نَصِیباً مِنَ الْکِتابِ» غونډله – جمله راغلې، چې د کتاب پر یوې برخې د پوهې درلودو په مانا ده او په درې واړو ځایونو کې، یو شمېر وګړي، پر کږلارۍ اخته شوي؛ ځکه بسیا پوهه یې نه درلوده؛ بلکې د پوهې له یوې برخې برخمن وو؛

په یوه ځای کې وايي: هغوی چې د علم یوه برخه یې پر برخه ده، حق ته شا کوي.[188]

په بل ځای کې وايي: هغوی د حق پر ځای ورکلاري وپېرله.[189] او په بل آیت کې وايي: دې ډلې پر الله او استازي یې د ایمان پر ځای، پر بوتانو او طاغوت ایمان راووړ. [190]

په هر حال، لږ علم، انسان غره، ځان بایلی او دین پلوری کوي. په دې آیت کې هم وايي: لږ علم د حق منلو مخنیوونکی دی. «فَرِحُوا بِما عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ»

* قرآن علم ته درې پړاوونه ویلي دي:

الف) ګټوره علم، چې د انسان د مانیزې ګټې لامل شي؛ لکه څنګه چې حضرت موسی، حضرت خضر ته وویل: آیا اجازه راکوې، چې په سفر کې دې ملګری شم، چې هغه څه رازده کړې، چې پرې پوهېږې او زما د ودې لامل دی.[191]

ب) بې ګټې علم؛ لکه د کهف اصحابو پر شمېر پوهېدل، چې آیا درې تنه وو، که پینځه، که اوو؛ ځکه مهم یې دین خوندي ساتنې ته هوډ و.[192]

ج) مضر علم؛ لکه د ښځې او مېړه په منځ کې بېلتون راوستو ته د کوډو علم. [193]

پېغامونه:

1- اتمام حجت او غاړې خلاصونې ته د پېغمبرانو رالېږل یو الهي قانون دی. «جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ»

2- انبیاء په خلکو پسې ورتلل. «جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ»

3- علمي غرور،د حق منلو مخنیوونکی دی. «جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَرِحُوا بِما عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ»

4-بشري علوم او تجربې، د الهي ښوونې ځایناستېدای نشي او انسان له انبیاوو څخه نه مړه خوا کوي.( جاءَتْهُمْ… بِالْبَیِّناتِ… عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ)

5-انبیاء د پوهانو لپاره هم حجت دی. «جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَرِحُوا بِما عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ»

6-الهي پرغز- قهر او عذاب تر اتمام حجت روسته دی. ( جاءَتْهُمْ… بِالْبَیِّناتِ… حاقَ بِهِمْ…)

7- ټولو انبیاوو معجزې درلودې. «جاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ»

8- په قیامت کې د کافرانود تېښتې لار نشته. «حاقَ بِهِمْ»

9-پر خپل عمل غره کېدل، پر الهي ژمنو د ملنډو وهلو لامل دی.(عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ… یَسْتَهْزِؤُنَ)

10-هغه خوشحالي ارزښت نه لري، چې انسان د تکامل پر لار له تګه وژغوري. (فَرِحُوا بِما عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ… یَسْتَهْزِؤُنَ)

11-په الهي عذاب د پېغمبرانو ملاتړ یو الهي قانون دی. «حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»

12-الهي پرغز‏ د انسانانو د کړنو پایله ده. «حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»

13-د نن د ملنډو پایله، د سبا د هراړخیز پرغز لامل دی. «وَ حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»

14-ناوړه چارې هغه مهال پر الهي پرغز اوړي، چې همیشنۍ وي.«کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»

15-د انبیاوو د معجزو، برهان او استدلال په باب د مخالفینو منطق، ملنډې وهل دي. (رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ… یَسْتَهْزِؤُنَ)

16-په وارخطایۍ کې ایمان ارزښتمن نه دی، که څه واقعي وي. «فَلَمّا رَأَوْا بَأْسَنا قالُوا آمَنّا»

17-ځینې تر هغه ایمان نه راوړي، چې عذاب یې نه وي لیدلی. «فَلَمّا رَأَوْا بَأْسَنا قالُوا آمَنّا»

18- شرک بنسټ او جرړه نه لري،مشرکان هم پر خپل شرک کافرېږي. «کَفَرْنا بِما کُنّا بِهِ مُشْرِکِینَ»

فَلَمْ یَکُ یَنْفَعُهُمْ إِیمانُهُمْ لَمّا رَأَوْا بَأْسَنا سُنَّتَ اللّهِ الَّتِی قَدْ خَلَتْ فِی عِبادِهِ وَ خَسِرَ هُنالِکَ الْکافِرُونَ«85» = خو زموږ (د عذاب) د سختۍ په ليدو د دوی ايمان ورته ګټور نشو؛ د الله (دا قانون او) دود (له وخته راهيسې) پخپلو بندګانو كې (چلن) دى او هلته كافرانو زيان وكړ.

ټکي:

* د متوکل عباسي په پېر کې یو نصراني سړي له یوې مسلمانې ښځې سره زنا وکړه؛ نو حد یې چې پرې جاري کاوه؛ نو مسلمان شو. یحیی بن اکثم وویل: ایمان یې ستونزه هواره کړه او حد جاري کول په کار نه دي، متوکل، امام هادي (رح) ته لیک ولیکه او مسله یې ورسره شریکه کړه.

امام (رح) وویل: «یضرب حتی یموت» داچې یو کافر سړي پر مسلمانې ښځې تجاوز کړی؛ نو سزا یې قتل دی.علماوو یې پر ځواب نیوکه وکړه او و یې ویل: په قرآن او سنتو کې خو داسې فتوا نشته. متوکل بیا امام هادي (رح) ته لیک ولیکه او دلیل او سند یې ترې وغوښت.

امام (رح) یې په ځواب کې په (فَلَمّا رَأَوْا بَأْسَنا قالُوا آمَنّا بِاللّهِ… فَلَمْ یَکُ یَنْفَعُهُمْ إِیمانُهُمْ) آیت استناد وکړ او و یې لیکل: داچې هغه نصراني تر محکومیت روسته او د سزا پر مهال ایمان راوړی؛ نو ایمان یې ورته ګټه نه لري او حد ترې نه ساقطېږي. [194]

پېغامونه:

1-پرېشانۍ فطرت غوړوي‏ او کفار په ایمان پسې وروړي؛ خو د پرېشانۍ ایمان کوم ارزښت نه لري. «فَلَمْ یَکُ یَنْفَعُهُمْ إِیمانُهُمْ»

2- ایمان دې اختیاري وي، نه د پرېشانۍ او ناچارۍ له مخې. «فَلَمْ یَکُ یَنْفَعُهُمْ إِیمانُهُمْ»

3-د کفارو د برخلیک نقلول، راتلونکیو ته عبرت دی.( قالُوا آمَنّا… فَلَمْ یَکُ یَنْفَعُهُمْ إِیمانُهُمْ)

4-الهي انعامونه او سزاوې قانونمندې دي. (رَأَوْا بَأْسَنا… سُنَّتَ اللّهِ…)

5-د پرېشانۍ د ایمان نه چارسازي توب یو الهي قانون دی. (سُنَّتَ اللّهِ الَّتِی…)

(د الله تعالی قانون په ټولو ټولنو کې ټولو وګړیو ته یو رنګ دی. «وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً[195])

6-د مرګ پرمهال، انسان ته تاوان مخې مخې ته کېږي. «خَسِرَ هُنالِکَ»

7-د پرېشانۍ ایمان تاوان دی؛ ځکه انسان ته د عمل فرصت نه ورکوي.(قالُوا آمَنّا… خَسِرَ هُنالِکَ الْکافِرُونَ)

8- په تېرو اووه آیتونو کې مو ولوستل: «خَسِرَ هُنالِکَ الْمُبْطِلُونَ» او دلته لولو:«خَسِرَ هُنالِکَ الْکافِرُونَ» ؛ نو څرګندېږي، چې کافران باطلپالي او باطلپالي کافران دي.

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

[1] نمونه تفسیر

[2] – مجمع البیان تفسیر

[3] – زمر،1.

[4] – غافر،2

[5] – فصّلت،3

[6] – یس،5.

[7] – فصّلت،42

[8] – واقعه،80

[9] – طه،73.

[10] – انفال،29

[11] – آل عمران،31.

[12] – نور،22.

[13] – تغابن،17

[14] – صف،11-12

[15] – نوح،3-4.

[16] – نساء،31

[17] – قصص،16

[18] – یوسف،97.

[19] – هود،114.

[20] – هود،32.

[21] – غافر،5.

[22] – عنکبوت،46.

[23] – نحل،125.

[24] – د بقره سورت 258 آیت مضمون.

[25] – د یونس سورت 38 آیت او د بقره سورت د 22 او 23 آیتونو مضمون

[26] – انعام 121

[27] – نهج الفصاحه: حدیث: 2648

[28] – هماغه سرچینه، حدیث: 2865

[29] – هماغه سرچینه، حدیث: 1008

[30] – بقره 111

[31] – سباء 24

[32] – بقره 219

[33] – توبه 6

[34] – انعام،108

[35] -.آل عمران،23.

[36] – احزاب،70.

[37] – طه،44

[38] – حاقّه،7.

[39] – معانی الاخبار،ص 29.

[40] – اعراف،54

[41] – یونس،3.

[42] – رعد،2.

[43] – حدید،4

[44] – المیزان تفسیر

[45] – هود،7.

[46] – طور،21.

[47] -.اعراف،23.

[48] – نوح،28

[49] – بقره،126-128

[50] – یوسف،101

[51] – قصص،24

[52] – نمل،19.

[53] – مائده،114.

[54] – مؤمنون،97.

[55] – آل عمران،191-194

[56] – نازعات،40.

[57] – مائده،42

[58] -.نساء،140.

[59] – بقره،81

[60] – آل عمران،120

[61] – بقره،201

[62] – بقره،28.

[63] – شوری،44.

[64] – زمر،58.

[65] – مؤمنون،107.

[66] – مؤمنون،100.

[67] – سجده،12

[68] – جاثیه،24.

[69] – مائده،83

[70] -.بقره،127.

[71] – مجادله،58.

[72] – انعام 165

[73] – شوری 52

[74] – نحل 2

[75] – انفال 24

[76] – نورالثقلین تفسیر

[77] – المیزان تفسیر

[78] – طه 106

[79] -.انفطار،4.

[80] – زلزله،2.

[81] – تکویر،10.

[82] – نباء،40.

[83] -.انعام،28.

[84] – یس،65.

[85] – هود،29.

[86] – مجمع البیان تفسیر

[87] – معارج،6-7.

[88] – نورالثقلین تفسیر

[89] – نورالثقلین تفسیر

[90] – ابراهیم،17.

[91] -.نمونه تفسیر

[92] – حاقه،19.

[93] -.نبأ،40.

[94] – فرقان،28

[95] – مدثر،42.

[96] – راهنما تفسیر

[97] – اطیب البیان تفسیر

[98] – غافر،28

[99] – نمونه تفسیر.

[100] – نورالثقلین تفسیر

[101] – نورالثقلین او مجمع البیان تفسیرونه

[102] – غافر،85.

[103] – یونس،91.

[104] – مرسلات،36.

[105] – یونس،73.

[106] – انبیاء،69.

[107] -.صافّات،134

[108] – یوسف،56.

[109] – هود،94.

[110] – هود،66.

[111] – هود،58.

[112] – انبیاء،88.

[113] – شعراء،65.

[114] -.آل عمران،55

[115] – فتح،1.

[116] – آل عمران،123.

[117] – توبه،26.

[118] – فتح،4.

[119] – انبیاء،76،84،88 و 90

[120] – انعام،11.

[121] – ابراهیم،27.

[122] -.یوسف

[123] – نوح،26

[124] – حدید،25

[125] -.نساء،54.

[126] – توبه،25

[127] – توبه،40.

[128] -.اعراف،136

[129] -.آل عمران،124.

[130] – حشر،2.

[131] – صف،9.

[132] – عنکبوت،15

[133] – انفال،18.

[135] – بقره،2.

[136] – انعام،149.

[137] – اعراف،23.

[138] – قصص،16.

[139] – ص،35.

[140] – نوح،28.

[141] – ص،24

[142] – انبیاء،87.

[143] -.غافر،55.

[144] – آل عمران،17.

[145] – اسراء،78.

[146] – اعراف،34.

[147] – توبه،117.

[148] – شوری،26

[149] – مؤمن،14

[150] – اعراف،55.

[151] – اعراف،56.

[152] -.انعام،52.

[153] – رعد،28.

[154] – توبه،103.

[155] -.فتح،4

[156] – روم،21

[158] – مفردات راغب

[159] – نمونه تفسیر

[160] – توبه،81.

[161] – رعد،26.

[162] – آل عمران،120

[163] – غافر،83

[164] – یونس،58.

[165] – غافر،35،56 و 61.

[166] – شعراء،215

[167] – توبه،103

[168] -.نحل،125

[169] – آل عمران،159.

[170] -.فصّلت،34.

[171] – آل عمران،64

[172] – ممتحنه،12.

[173] – توبه،61.

[174] – انعام،53.

[175] – آل عمران،159

[177] -.احزاب،47.

[178] – سجده،30.

[179] – قلم،8-9

[180] – توبه،73.

[181] – منافقون،4

[182] – احزاب،60

[183] – توبه،84.

[184] – انعام،91.

[185] – توبه،108

[187] – نمونه تفسیر

[188] – آل عمران،23.

[189] – نساء،44

[190] -.نساء،51

[191] – کهف،66

[192] – کهف،22.

[193] – بقره،102

[194] – نورالثقلین تفسیر

[195] – احزاب،62؛فاطر،43 و فتح،23

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست