تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ ﴿۱﴾ د سپوږمۍ چاودنې ټاکلى وخت راورسېد او سپوږمۍ وچاوده . (۱) وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ﴿۲﴾ او كه (دا ځېلي خلک هره) نښه او معجزه وګوري (؛نو) مخ اړوي او وايي: (( دا خو له […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ ﴿۱﴾ د سپوږمۍ چاودنې ټاکلى وخت راورسېد او سپوږمۍ وچاوده . (۱)
وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ﴿۲﴾ او كه (دا ځېلي خلک هره) نښه او معجزه وګوري (؛نو) مخ اړوي او وايي: (( دا خو له پخوا راهيسې سترې كوډې دي .)) (۲)
وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ﴿۳﴾ او دوی (د الله آيتونه) دروغ وګڼل او په خپلو ځاني غوښتنو پسې ولاړل خو هر کار (خپل خپل ځای) نیسي (او یوه پایله لري)‏ (۳)
وَلَقَدْ جَاءهُم مِّنَ الْأَنبَاء مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ ﴿۴﴾ او په يقين دوی ته (د مخكېنيو پېغمبرانو او امتونو) هغه مهم خبرونه وررسېدلي، چې (له بديو) د مخنيوي لپاره پکې پوره عبرت دى.  (۴)
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ﴿۵﴾ (دا آيتونه) څرګند حكمت دى؛ خو(ځېلي خلكو ته) خبرونه څه ګټه نه لري. (۵)
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَى شَيْءٍ نُّكُرٍ ﴿۶﴾ نو مخ ترې واړوه او هغه ورځ درياده كړه، چې الهي بلونكي خلك يو نااشنا څيز ته وبولي (د كړنو د حساب بلنې ته)! (۶)
خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ ﴿۷﴾ دوى (له هيبته) خړ سترګي له قبرونو د خورو ورو ملخانو په څېر راوځي . (۷)
مُّهْطِعِينَ إِلَى الدَّاعِ يَقُولُ الْكَافِرُونَ هَذَا يَوْمٌ عَسِرٌ ﴿۸﴾ د بلونكي پر لوري به ځغلي؛كافران وايي : ((نن (څومره) سخته ورځ ده!)) (۸)
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ ﴿۹﴾ تر دوى مخكې د نوح قوم (هم زموږ نښې) دروغ وګڼلې او زموږ بنده (= نوح) يې دروغجن وګاڼه او ويل يې: (( (دا) لېونى دى. )) او ( په ډول ډول کړاوونو د خپل رسالت له غځونې) منع شو!. (۹)
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانتَصِرْ ﴿۱۰﴾ نو خپل پالونکي ته يې دعا وكړه : ((ماتې مې وکړه؛نو مرسته مې وكړه (او بريالى مې كړه)!)) (۱۰)
فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاء بِمَاء مُّنْهَمِرٍ ﴿۱۱﴾ نو د اسمان دړې مو په جړۍ اورښت پرانستې؛ (۱۱)
وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاء عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ﴿۱۲﴾ او له ځمكې مو چينې راوخوټولې او (د ځمكې او اسمان) اوبه د ټاكل شوي كار لپاره ګډې شوې.  (۱۲)
وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ ﴿۱۳﴾ او دی مو د تختو او مېخونو په جوړه شوې بېړۍ کې سپور كړ؛  (۱۳)
تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاء لِّمَن كَانَ كُفِرَ ﴿۱۴﴾ چې زموږ تر نظر لاندې چلېده،(دا) د هغه پېغمبر بدل اخستل وو، چې (انکار او) بې قدري يې شوې وه (۱۴)
وَلَقَد تَّرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۱۵﴾ او په يقين، موږ دا پېښه (بېړۍ) يوه نښه پرېښووله؛نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟ (۱۵)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۱۶﴾ نو (وګوره چې) زما عذاب او زما  ګواښنه څرنګه وه! (۱۶)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۱۷﴾ او په يقين موږ قرآن پند اخستو ته اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟! (۱۷)
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۱۸﴾ د عاد قوم (هم خپل پېغمبر) دروغجن وګاڼه؛ نو (وګورئ، چې) زما عذاب او زما ګواښنه څنګه وه! (۱۸)
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ﴿۱۹﴾ په رښتینه کې موږ په يوه پرله پسې شومه ورځ کې ډېره سړه توپاني سیلۍ پرې وروالوځوله. (۱۹)
تَنزِعُ النَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنقَعِرٍ ﴿۲۰﴾ چې خلك يې پورته کول،په داسې شان يې غورځول؛لكه چې د رايستل شويو کجورو پراته ډډونه وي .(۲۰)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۲۱﴾ نو (وګوره،چې) زما عذاب او زما ګواښنه څرنګه وه! (۲۱)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۲۲﴾ او په يقين قرآن مو د پند اخستو ته اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟ (۲۲)
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ ﴿۲۳﴾ د ثمود قوم (هم ګواښګرندي او) ګواښونه دروغ وګڼل، (۲۳)
فَقَالُوا أَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَّفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ ﴿۲۴﴾ نو ويې ويل : ((ايا په هغه پسې ولاړ شو، چې زموږ په څېر يو بشر دى؟! كه داسې مو وكړل (؛ نو) بېشكه موږ په غلطۍ او لېونتوب کې یو. (۲۴)
أَؤُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ ﴿۲۵﴾ ايا زموږ له منځه يوازې پر ده (= صالح) وحې راکېوته؟! (نه!)؛ بلكې هغه ډېر دروغجن ځانمنى دى)) (۲۵)
سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ ﴿۲۶﴾ سبا به پوه شي،چې څوك ډېر دروغجن ځانمنى دى! (۲۶)
إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ﴿۲۷﴾ په حقيقت كې موږ د دوی ازمېښت ته یوه اوښه ورلېږو، او [صالح ته مو وويل:] پر دوى څارن (او غبرګون ته يې څارو) وسه او له زغمه كار واخله! (۲۷)
وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ الْمَاء قِسْمَةٌ بَيْنَهُمْ كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ﴿۲۸﴾ او خبر وركړه، چې (د كلي) اوبه د دوى (او اوښې) ترمنځ وېشل شوي (يوه ورځ د اوښې وار او بله ورځ د دوى وار) او هر يو دې په خپل وار اوبو ته ځي (۲۸)
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَى فَعَقَرَ ﴿۲۹﴾ نو دوی (د اوښې وژلو ته) خپل ملګري ته ورغږ كړ؛ نو دغه کار يې پر غاړه واخست او اوښه يې ټپي كړه (او ويې وژله) (۲۹)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۰﴾ نو (وګوره، چې) زما عذاب او زما ګواښنه څنګه وه! (۳۰)
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ ﴿۳۱﴾ په حقيقت كې موږ یوه (مرګوني) كړيكه پرې وکړه؛ نو د شپول د پروړې په څېر ځپ ځپ شول .(۳۱)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۳۲﴾ او په يقين موږ قرآن د پند اخستو ته اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟ (۳۲)
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ ﴿۳۳﴾ د لوط قوم (د خپلو پېغمبرانو پرله پسې) ننګونې دروغ وګڼلې؛ (۳۳)
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ نَّجَّيْنَاهُم بِسَحَرٍ ﴿۳۴﴾ په حقيقت كې موږ کاڼي وروونکې سیلۍ پرې وروالوځوله (او هلاك مو كړل)؛ خو د لوط كورنۍ مو په سپېده چاود کې وژغورله . (۳۴)
نِعْمَةً مِّنْ عِندِنَا كَذَلِكَ نَجْزِي مَن شَكَرَ ﴿۳۵﴾ (او دا) ززموږ له لوري يوه لورنه وه، څوك چې شكر كاږي (؛ نو) همداسې بدله وركوو (۳۵)
وَلَقَدْ أَنذَرَهُم بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ﴿۳۶﴾ او په يقين (لوط) دوى زما له سخت عذابه وېرولي ول؛ خو د ګواښونو په اړه يې شک او شخړې وكړې . (۳۶)
وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَن ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۷﴾ او په يقين له لوط نه یې وغوښتل چې خپل مېلمانه ورپرېږدي، چې خوند ترې واخلي؛ خو موږ د دوی سترګې ورړندې كړې او (ورته مو وويل:) ((زما د عذاب او اخطارونو (خوند) وڅكئ. )) (۳۷)
وَلَقَدْ صَبَّحَهُم بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ﴿۳۸﴾ او په يقين،چې سهار وختي پایښتی او  ثابت عذاب ونیول. (۳۸)
فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۹﴾ نو (ورته مو وويل : ) زما د عذاب او زما د اخطارونو (خوند) وڅكئ! (۳۹)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۴۰﴾ او په يقين موږ قرآن د پند اخستو ته اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟ (۴۰)
وَلَقَدْ جَاء آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ﴿۴۱﴾ او په يقين فرعونيانو ته (هم ګواښګرندي او) ګواښونه ورغلي ول . (۴۱)
كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِرٍ ﴿۴۲﴾ (خو) زموږ ټولې نښې يې دروغ وګڼلې؛ نو داسې مو راونيول؛ لكه د يوه ناماتي ځواكمن د نېونې په څېر.  (۴۲)
أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِّنْ أُوْلَئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَاءةٌ فِي الزُّبُرِ ﴿۴۳﴾ ايا ستاسې كافران ترهغوی غوره دي (چې ومو ويل) يا په اسماني كتابونو كې امان درته ليكل شوى دى؟(۴۳)
أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُّنتَصِرٌ ﴿۴۴﴾ يا وايي : موږ يو موټى او غښتلې ډله يو،چې ځانونه به وژغورو؟! (۴۴)
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ ﴿۴۵﴾ (خو پوه دې شي،چې) ژر به دا ډله ماته وکړي  او وبه تښتي! (۴۵)
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ ﴿۴۶﴾ بلكې د واقعي مجازاتو ژمنځاى يې قيامت دى او د قيامت (عذاب) ډېر سخت او ډېر تريخ دى . (۴۶)
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ ﴿۴۷﴾ بېشكه ګناهګاران په بېلارۍ او  لېونتوب كې دي . (۴۷)
يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ ﴿۴۸﴾ پر هغه ورځ، چې پړمخي په اور كې راښکودل كېږي (او ورته ويل كېږي:) د دوزخ د تاو (خوند) وڅكئ! (۴۸)
إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿۴۹﴾ په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي . (۴۹)
وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ ﴿۵۰﴾ او زموږ امر د سترګې رپ په څېر يوازې يو ځل وي .(۵۰)
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۵۱﴾ او په يقين موږ لا وړاندې ستاسې په څېر (وګړي) هلاك كړي؛ نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟! (۵۱)
وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ ﴿۵۲﴾ او د دوی کړه وړه، ‏په كړنليكونو كې يې كښل شوي دي؛ (۵۲)
وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ ﴿۵۳﴾ او هر کوچنى او غټ (چار) ليكل شوى دى . (۵۳)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ ﴿۵۴﴾ په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او ويالو کې دي؛ (۵۴)
فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ ﴿۵۵﴾ په رښتياني مقام كې، د واکمن او زورور الله په نزد. (۵۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!