تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  د سورة النجم  د منتخبو آیتونو شرح   د نجم سورت ټوليزه منځپانګه ددې سورت موخه، د درې ګونو آرونو يادول دي : په ربوبيت کې د خداى ايکي يوتوب (او وحدانيت)، معاد او نبوت، سورت په نبوت پيلېږي او پر پېغمبر اکرم(ص) د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

 د سورة النجم  د منتخبو آیتونو شرح

 

د نجم سورت ټوليزه منځپانګه

ددې سورت موخه، د درې ګونو آرونو يادول دي : په ربوبيت کې د خداى ايکي يوتوب (او وحدانيت)، معاد او نبوت، سورت په نبوت پيلېږي او پر پېغمبر اکرم(ص) د خداى وحې تصديقوي او ځانګړنې يې څرګندوي،ورپسې د خداى د وحدانيت خبره کوي،بوتان او د خداى ګوماني شريکان سخت نفې کوي ،بيا څرګندوي،چې ټول پيدايښت  او د هستۍ تدبير ( ژوندي کول، مړه کول،خندول، ژړول، شتمنول، نشتمنول،هلاکول،عذاب،بلنه او ډار) خداى ته ورګرځي . دا سورت معاد، سجدې او عبادت ته په اشارې پاى مومي  (الميزان، 19: 26 مخ)

وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى ﴿۷﴾ = او هغه (جبرائيل) په لوړه څنډه كې و.

 ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى ﴿۸﴾ = بيا نژدې شو او راكېووت،

فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى ﴿۹﴾ = تر دې چې (له پېغمبر سره يې) واټن د دوو لينديو هومره يا لږ و،

فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى ﴿۱۰﴾ = نو (دلته الله) چې څه وحې كول، خپل بنده ته يې وحې كړل.

مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى ﴿۱۱﴾ = څه چې (د پېغمبر پاک) زړه وليدل، ترې منکر نشو.

أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى ﴿۱۲﴾ = ايا څه يې چې ليدلي، په باب يې شخړه ورسره كوئ؟!

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى ﴿۱۳﴾ = او په يقين، هغه يې په بل ځل راكېووتو كې وليد،

عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى ﴿۱۴﴾ = له سدرة المنتهى (کوزنۍ ډېرې برکتي ونې) سره،

عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى ﴿۱۵﴾ = چې څېرمه ورته جنت الماوى (د جنتي ګلبڼ روستى دمه ځاى) دى.

إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى ﴿۱۶﴾ = په هغه وخت کې، چې سدرة المنتهى يو څه [= تتې رڼا] پوښلې وه،

مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى ﴿۱۷﴾ = نظر (يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد (څه يې، چې وليدل واقعيت و).

لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى ﴿۱۸﴾ = په يقين، د خپل پالونكي (ځينې) سترې نښې يې وليدې.

  7 تر 18_  معراج؛ له دوست سره نژدې ليده كاته: دې آيتونو او مخكې آيتونو، پر پېغمبراکرم (ص)  وحې تصديق كړې او ځانګړنه يې څرګندوي؛ خو د اهلبيتو له امامانو ډېرى روايات وايي، چې له دې آيتونو منظور، د هرې وحې د ځانګړنو ويل نه؛ بلكې د هغې نژدې وحې څرګندول دي، چې خداى د معراج پر شپه خپل پېغمبر ته ورولېږله او د آيتونو ظاهر هم دا روايات تاييدوي؛ البته مفسران ددې آيتونو د كليمو او غونډلو په تفسير كې سخت اړپېچ لري. خداى په اووم آيت كې وايي: ((او هغه په لوړه څنډه كې و)). افق د څنډې پر مانا دى او له ((افق اعلى)) مراد اسمان دى؛ نو د آيت مانا داسې كېږي، چې پېغمبراکرم (ص)  د معراج پر شپه د اسمان په اوچته څنډه كې و او بيا ښه نژدې او ښه ورنژدې شو… او خداى چې څه وحې كول، خپل بنده ته يې وحې كړل. څه چې د پېغمبر اکرم پاك زړه وليدل، دروغ يې پكې و نه ويل او مشاهداتو يې پوره حقيقت درلود؛ البته په دې آيتونو كې دقيق ويل شوي نه دي، چې پېغمبراکرم څه د زړه په سترګو وليدل؛ خو له (18) آيته ګټنه كېږي، چې په دې روحاني سفر كې یې د خداى ځينې سترې نښې مشاهده كړې؛ البته شونې ده، مراد، له متعال خداى سره ديدار وي؛ خو نه د سر په سترګو؛ بلكې د زړه په سترګو؛ روحاني كتنه، نه جسمي. خداى د سر په سترګو ليداى نشو؛ خو د زړه په سترګو يې ليداى شو. روایت شوى، امام رضا (رح) وپوښتل: ايا پېغمبر(ص)  خداى وليد؟ ويې ويل: ((هو! په زړه يې وليد. اورېدلي دې نه دي، چې خداى وايي: ((مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى)) پېغمبر اکرم، خداى په سترګو و نه ليد، په زړه يې وليد)) په ديارلسم آيت كې يې بل ديدار او كتو ته اشاره شوې ده؛ د معراج په ترڅ كې د ((سدرة المنتهى)) ترڅنګ، چې په زړګني او روحاني مشاهداتو وشو. ((سدر)) (بېره) مشهوره ونه ده او ((منتهى)) د يوه ځاى نامه ده او ته وا منظور ترې د اسمانونو انتها او روستۍ برخه ده؛ ځكه وايي ((جَنَّةُ الْمَأْوَى هغه جنت، چې مؤمنان پكې مېشتېږي)) يې ترڅنګ دى او جنت په اسمان كې دى. په قرآن كې بل آيت نلرو، چې ددې ونې په هكله يې خبره كړې وي او ته وا خداى غواړي، چې راز ډوله خبره وكړي؛ په رواياتو كې ويل شوي، چې سدر، په اووم اسمان کې يوه ونه ده، چې د انسانانو كړنې ورلېږل كېږي.( الميزان، 19: 29 مخ) له پېغمبراکرم (ص)  په يو روایت كې لولو: ((د هغې (ونې) پر هره پاڼه مې يوه پرښته وليده، چې ولاړه وه او د خداى تسبيح يې كوله)). په بل حديث كې ترې لولو: ((سدرة المنتهى ته ورسېدم او ومې ليدل، چې د هرې پاڼې تر سيوري لاندې يو امت دى)) نو مراد، د ځمكې ونو ته ورته ونه ده؛ بلكې د خداى د قرب ترڅنګ يو ستر سايبان (چترۍ، څپرګي) ته اشاره ده، چې پرښتې یې پر پاڼو تسبيح وايي او په سيوري كې يې نېك امتونه دي. (نمونه، 22: 497 مخ) په 16 آيت كې وايي، چې ((يو څه سدرة المنتهى پوښلې وه)). خداى، ددې غونډلې مطلب څرګند كړى نه دى؛ خو په رواياتو كې راغلي، هغه مهال، چې د خداى او پېغمبر اکرم ترمنځ پرده اوچته شوه او خداى يې د زړه په سترګو وكوت، د خداى رڼا د بېرې ونه وپوښله. (الميزان، 19: 32 مخ) په هرحال، موږ د معراج له حقيقته ناخبره يو او چې په اړه یې ډول ډول ځانګړنې او توصيفونه راغلي، يو ډول تشبيه ده، چې ژبه ددې ډول سترو پېښو له ويلو بېوسې ده.

الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى ﴿۳۲﴾ = هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛ خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛نو شك نشته،چې ستا د پالونكي بښنه پراخه ده،هغه تاسې له هغه وخته ښه پېژني،چې له ځمكې يې راپيدا كړئ او چې لا د خپلو ميندو په ګېډو كې ((پټ)) وئ؛ نو خپل ځانونه پاك مه ګڼئ (او ځانونه مه ستايئ) او الله ښه پوهېږي،چې رښتينى پاک څوک دى.

32_ له ((لَّمَمَ)) منظور: ((لمم)) ګناه ته د ورنژدېدو پر مانا ده او كوچنيو ګناهونو ته هم ويل كېږي. په آيت كې شته قراين شاهدي وركوي، چې لمم د هغو ګناهونو پر مانا ده، چې كله يې انسان كوي، بيا يې پامېږي او پرېږدي يې. ددې آيت په تفسير كې له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې لولو: ((مطلب هغه ګناه ده، چې انسان يې كوي، بيا څه موده ترې ډډه كوي؛ خو بيا يې كوي (او همېشنى چار يې نه وي).)) په بل روایت كې ترې لولو: ((لمم هغه دى، چې انسان يوه ګناه وكړي، بيا ترې له خدايه بښنه غواړي)) هو! شونې ده، چې نېكچاري څه ښويېدنه ولري؛ خو ګناه يې د طبيعت پر خلاف ده. تل يې روح او زړه پاك دی او ګناهونه جانبي عوارض لري؛ نو چې په مازې ګناه وكړي، پښېمانېږي او له خدايه بښنه غواړي. (نمونه، 22: 537 مخ)

32_ ځان ستاينه مه كوئ: ددې ناغوره كړنې آريزه سرچينه، د ځان نه پېژندل دي؛ ځكه كه انسان ځان ښه وپېژني او وپوهېږي، چې د خداى د ستریا پر وړاندې خورا كوچنى او كړنې يې د درونو مسووليتو پر وړاندې ناڅيزه او خداى بې شمېره نعمتونه هم وركړي؛ نو كله هم د ځان ستاينې لار نه خپلوي. ښاڅمني- غرور، پېسمني- كبر، غفلت، ځان غوراوی او جاهلي اندونه هم ددې ناوړه چار سرچينې دي. داچې ځان ستاينه د انسان پر خپل كمال د ګروهې څرګندوونكې ده؛ نو د روسته پاتېوالى يې لامل دى؛ ځكه په كمزوريو او نيمګړتياوو منښته، د تكامل رمز دى؛ نو ځكه همېش د خداى دوستان او وليان د الهي دندو پر وړاندې پر خپلو نيمګړتياوو منښتي ول او خلك يې د ځان ستاينې او د خپلو كړنو له ستر ګڼلو منع كول. له امام باقر(رح) نه په يو روایت كې لولو: ((نه ښايي يو مو هم د خپل لمونځ، روژې، زكات، حج او عمرې په زيادښت ووياړي؛ ځكه خداى متقیان ښه پېژني)) (نهج البلاغه، 184 خطبه) علي (ك) د متقیانو د غوره ځانګړنو په اړه وايي: ((له خپلو لږو كړنو ناخوښي دي او ډېر عبادت يې په پام كې لږ ښكاري. تل ځان تورن بولي او له خپلو كړنو ډارن دي او چې څوك یې په پاكۍ وستايي؛ نو له دې ستاينې ډارېږي او وايي: زه خپل ځان ښه پېژنم او تر ما مې پالوونكى ښه پېژنې. پالونكيه! په هغه څه مې مه نيسه، چې زما په اړه یې وايي؛ تر هغه مې غوره وګرځوه، چې انګېري یې او هغه ګناهونه مې وبښه، چې ترې ناخبره دي)). (نمونه، 22: 542 مخ)

وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى ﴿۳۹﴾ = او دا چې انسان ته يې يوازې هڅه ده.

 39_ انسان بې له خپلو كړنو بل څه نلري:  مرحوم علامه طباطبايي تردې آيت لاندې په ((الانسان)) كې ډېر مهم ټكي ته اشاره كوي. دلته لام، د حقيقي مالكيت ښوونكى دى. هو! انسان يوازې د خپلو ښو يا بدو كړنو خاوند او مالك دى، چې تر ابده ورپاتېږي؛ خو نور څيزونه، چې انسان فكر كوي، مالك يې دى (؛لكه شتمني، مقام، اولاد او…..) اعتباري او انګېرل شوي مطالب دي، چې په نړۍ كې ورسره دي او بايد د مرګ پر مهال يې پرېږدي. داچې په قرآن او رواياتو كې لولو، چې په قيامت كې ګناهګار مؤمنان د شافعانو په شفاعت كې رانغاړېږي او ګناهونه يې بښل كېږي، له تېر مطلب سره په ټكر كې نه دى؛ ځكه په نړۍ كې يې پر خداى د ايمان په چاپېريال كې ښكلې هڅې كړې وې، چې اوس په شفاعت كې رانغاړېږي او ددې ايمان په سيوري كې له شفاعته برخمنېږي او كه ايمان یې نه درلود، بيخي يې شفاعت نه كېده. په همدې توګه، مؤمن تر مرګ روسته، ده ته د نورو مؤمنانو له دعاوو او د نېكو چارو له ورډالۍ شوي ثوابه برخمنېږي. همدغسې، چې څوك د ښه يا بد دود بنسټګر وي، تر مرګ روسته يې د هغو كسانو په ثواب او عذاب كې شريك دي؛ چې دده پر دود تللي وي؛ ځكه ددې دود بنسټ ايښوو ته يې هڅه كړې ده. (الميزان، 19: 47 مخ)

وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَى ﴿۴۹﴾ = او داچې هغه د”شعرا” ستوري پالونكى دى (چې ناپوهانو به نمانځه).

 49_ د شعرا ستورى: د شعرا ستورى د اسمان يو ځلاند ستورى دى، چې په يماني شعرا هم مشهور دى؛ ځكه په سهيل خوا كې و او داچې يمن د عرب ټاپوزمې په سهيل كې و؛ نو په دې نامه یې  ياداوه. معمولاً دا ستورى په اسمان كې ګهيځ مهال د جوزا د فلكي بڼې ترڅنګ ځلاند ښكارېږي او پوره پاملرنه ور اوړي. دا عجيب الخلقه ستورى، د سرباندې ځلا په پار د ستوريو پاچا يادېده. ډېرې هېښتياوې لري. د قرآن ټينګار (چې الله د شعرا ستوري پالوونكى دى) د خزاعه ټبر په څېر د عربو راويښوول ول، چې نمانځه یې او ګروهن ول، چې د ځمكې پر مخ د ژویو پيلامه ده. مخلوق يې د خالق او مربوب يې د رب پر ځاى كړى و. پاموړ خو داچې د سورت په پيل كې، پر هغه ستوري قسم خوړل شوى، چې لوېږي او دلته د شعرا د پالوونكي خبره ده. كه دا دواړه آيتونه يو د بل ترڅنګ كېدو؛ نو څرګندېږي، چې ولې شعرا معبودېداى نشي؛ ځكه دا هم لوېږي او د پنځون د قوانينو په ولكه كې دى. (نمونه، 22: 562 مخ)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!