تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه سُورَةٌ أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱﴾ (دا) يو ځانګړی سورت دى، چې درلېږلی مو دی او موږ يې (د قوانینو عملي کول) فرض كړي او په ده كې مو ښكاره آيتونه نازل كړي، چې پند واخلئ. (۱) الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
سُورَةٌ أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱﴾ (دا) يو ځانګړی سورت دى، چې درلېږلی مو دی او موږ يې (د قوانینو عملي کول) فرض كړي او په ده كې مو ښكاره آيتونه نازل كړي، چې پند واخلئ. (۱)
الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ، كه پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ؛ نو نه ښايي پر دوى دواړو د زړه سوي احساس (او دروغجنه مينه)، د الهي حكم د عملي كولو خنډ شي او بايد د سزا وركولو پر مهال یې د مؤمنانو يوه ډله سوب او څارنه وي. (۲)
الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ زناکار یوازې له زناکارې يا مشركې سره نكاح كوي او زناکاره یوازې زناکار يا مشرك نكاح کوي او دا [واده] پر مؤمنانو حرام شوى دى.(۳)
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴﴾ او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي بيا (د خپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان را نه ولي؛ نو اتيا کوړې يې ووهئ او هېڅ يې شاهدي مه منئ او همدا دوى پخپله فاسقان دي؛ (۴)
إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵﴾ خو هغوى چې تردې (تور) روسته توبه وباسي او ځانونه سم كړي (؛ نو الله يې بښي)؛ (ځكه) الله مهربان بښونكى دى. (۵)
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاء إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۶﴾ او څوك چې خپلې مېرمنې (په زنا) تورنوي او بې له خپله ځانه نور شاهدان نه لري؛ نو شاهدي يې داده، چې هر يو دې څلور ځل د الله پر نامه قسم وخوري، چې رښتوني دي.  (۶)
وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ وَيَدْرَأُ ﴿۷﴾ او پر پينځم (ځل شاهدي داده) چې (مېړه) ووايي: (كه په خپل تور ويلو كې) درغجن وي، پر هغه دې د الله لعنت وي. (۷)
عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۸﴾ او كه ښځه څلور ځل پر الله قسم وخوري، چې (مېړه يې) دروغ وايي؛ نو سزا نه وركول كېږي. (۸)
وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۹﴾ او پينځم ځل شاهدي يې داده، چې ووايي كه دی (مېړه يې) رښتونى وي؛ نو د الله غضب دې پر دې (مېرمنې یې) وي. (۹)
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ او كه پر تاسو د الله فضل او لورنه نه وى او دا چې الله حکیم توبه قبلوونکی دى (؛ نو ډېر به مو پر سخت الهي عذاب اخته کېدل)! (۱۰)
إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱﴾ په رښتینه كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې دا غټ دروغ جوړ كړي(؛ خو) ګومان مه كوئ، چې دا پېښه درته بده ده؛ بلكې [په نهايت کې] په خير مو ده، چا چې په دې كې څومره برخه اخستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې او له دوى هغه چې ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو ورته ستر عذاب دى! (۱۱)
لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ ﴿۱۲﴾ چې دا (تور) یې واورېد؛ نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان و نه کړ او ويې نه ويل: ((دا ښكاره دروغ دي؟!)) (۱۲)
لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاء فَأُوْلَئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۳﴾ ولې یې (د خپل تور زباد ته) څلور شاهدان را نه وستل؟ اوس يې، چې شاهدان راوستي نه دي؛ نو همدوى د الله په نزد دروغجن دي. (۱۳)
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۴﴾ او كه په دنيا او آخرت كې د الله فضل او لورنه درباندې نه واى؛ نو ددې کړې ګناه له لامله به سخت عذاب دررسېدلى واى!. (۱۴)
إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ (درياد كړه) چې كله مو هغه (ستر دروغ) خوله پر خوله كول او پخپلو خولو مو داسې څه ويل، چې ترې ناخبره وئ او دا مو كوشني ګڼل؛ خو د الله په نزد ستره (خبره) وه! (۱۵)
وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ ﴿۱۶﴾ ولې  ددې (تور) په اورېدو مو ونه ويل: ((راسره نه ښايي، په دې (موضوع) كې خبرې وكړو. (پالونکیه!) ته پاك يې، دا خو ستر تور دى؟)) (۱۶)
يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۷﴾ الله نصيحت درته كوي؛ كه مؤمنان ياست بيا هېڅكله داسې مه کوئ. (۱۷)
وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۸﴾ او الله درته (خپل) آيتونه څرګندوي او الله پوه حكيم دى.  (۱۸)
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۹﴾ بېشکه هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ او بدچارۍ خورول خوښوي (؛ نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. (۱۹)
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّه رَؤُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۲۰﴾ او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه واى او هم داچې الله ډېر خواخوږی لورین دى (؛ نو سخت عذاب به نيولي واست)!. (۲۰)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر پلونو ولاړ شي (؛ نو بېلارې كوي يې)؛ ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امر كوي او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه وى؛ نو هېڅكله مو يو هم پاک زړی کېدای نشو؛ خو د الله چې چاته خوښه شي، پاك زړی کوي يې او الله (دى چې) پوه اورېدونكى دى. (۲۱)
وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۲﴾ او ستاسې پانګوال او د پراخۍ خاوندان دې قسم نه خوري، چې له خپلو خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرينو سره به مرسته نه کوي؛ بلکې بايد عفوه او ګذشت وكړي او سترګې پرې پټې كړي، ايا نه مو خوښېږي، چې الله مو (ددې عفوې او تېرېدنې له لامله) وبښي؟ او الله لورین بښونكى دى.  (۲۲)
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۲۳﴾ بېشکه څوك چې پاكلمنې او (له هر ډول چټليو) ناخبرې او پاک زړې مؤمنانې تورونوي، په دنيا او آخرت كې له الهي رحمته لرې دي او ورته ستر عذاب دى! (۲۳)
يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾ پر هغه ورځ به یې ژبې، لاسونه او پښې، د دوی پر کړنو، د دوی پرخلاف ګواهي لي.(۲۴)
يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ ﴿۲۵﴾ پر هغه ورځ، الله ددوی رښتونې بدله پوره وركوي او دوی به پوه شي، چې یوازې الله څرګند حق دى. (۲۵)
الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۲۶﴾ ناپاكې ښځې د ناپاكو نارينه وو لپاره دي او (هم) ناپاكه نارينه د ناپاكو ښځو لپاره دي؛ سپېڅلې ښځې د سپېڅليو نارينه وو لپاره دي او (هم) سپېڅلي نارينه د سپېڅليو ښځو لپاره دي! دوى (د ناپاكانو) له تورونو پاك دي، دوى ته (الهي) بښنه او غوره روزي ده. (۲۶)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾ مؤمنانو! بې له خپلو كورنو، د نورو كورونو ته (تر هغه) مه ورننوځئ، چې (ځان معرفي او) اجازه واخلئ او پر كورنۍ يې سلام واچوئ، همدا درته غوره ده، ښايي پند واخلئ (۲۷)
فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸﴾ نو كه هلته مو څوك و نه موندل (چې اجازه دركړي)؛ نو (تر هغه) مه ورننوځئ، چې (په یوه ډول) اجازه درته وشي او كه درته وويل شي: “دروګرځئ!”؛ نو راوګرځئ (او خپه نشئ)، چې دا ستاسې پاکۍ ته ډېره غوره (طریقه) ده او څه چې كوئ، الله پرې ښه پوهېږي. (۲۸)
لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۲۹﴾ (خو) څه ګناه درباندې نشته، چې (بې اجازې هغو) ناهستوګنو كورونو ته ورننوځئ، چې په کې ستاسې د ګټې (يا كار) څه وي او الله ترې خبر دى، څه چې ښكاره كوئ او څه چې پټوئ. (۲۹)
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۳۰﴾ مؤمنانو ته ووايه: ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې واچوئ او خپل شرمځايونه وساتي))، چې دا درته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛ بېشکه دوى چې څه كوي، الله پرې ښه خبر دى. (۳۰)
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۱﴾ او مؤمنو ښځو ته ووايه: ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپله ګاڼه دې نه ښكاره كوي؛ خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)، يا خپلو روڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [= وينځو] يا خپلو بې شهوته نارينه وو چوپړیالانو ته چې جنسي څوبتیا نه لري يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي، چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) الله ته توبه وباسئ، ښايي بريا ومومئ.)) (۳۱)
وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۲﴾ او تاسې خپل بې واده نارینه و ښځې او خپل بې واده نېك مريان او وينځې (يو بل ته) واده كړئ. (او له فقر مه ډارېږئ) كه دوى تنګلاسي وي؛ نو الله به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او الله پوه پراختيا راوستونكى دى. (۳۲)
وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۳﴾ او هغوى چې د نكاح وس نلري (؛ نو) بايد پاكلمني وسي، چې الله يې له خپل فضله شتمن كړي او له مريانو مو چې څوك د ليكلي تړون له مخې د ځان ازادي غواړي؛ نو د ازادېدو تړون ورسره وليكئ، كه درمعلومه وي، چې په دوی كې خير (تر ازادېدو روسته د خپلواك ژوند وس) شته او له الله دركړې شتمنۍ، څه وركړئ او خپلې وينځې، چې پخپله پاك لمني غواړي؛ نو د دنيوي ګټو لپاره يې بدکارۍ ته مه اړ باسئ او چې څوك يې (زنا ته) اړ باسي؛ نو تر دې اړ ايستنې روسته، الله، اړ شويو ته مهربان بښونكى دى. (۳۳)
وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِّنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۳۴﴾ او په رښتیا موږ څرګندوونکي آیتونه، تر تاسې د تېرو خلکو بېلګې او پرهېزګارانو ته پند درلېږلي دي.  (۳۴)
اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳۵﴾ الله؛ د اسمانونو او ځمكې رڼا ده، دهغه د رڼا (ایمان او ښیون خصلیت) بېلګه؛ لكه په تاخچه كې (بله) ډيوه، ډيوه په يوې ښيښې كې وي، ښيښه (د دې رڼا له لامله) ته وا ځلنده ستوری دی. [ډېوه] د ښونه د بركتي ونې په تېلو بلېږي، چې نه ختيزه وي او نه لويديزه (چې تېل يې دومره صاف او راڼه دي، چې) نژدې وي، بې اوره (پخپله ولګي او) رڼا وكړي، (په دې توگه) د رڼا له پاسه رڼا وي او د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا لار ورښيي او الله خلكو ته دا بېلګې راوړي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتو وپوهېږې) او الله پر هر څه ښه پوه دى . (۳۵)
فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ﴿۳۶﴾ (دا بله ډيوه او د ښیون رڼا) په هغو كورونو (او جوماتونو) كې ده، چې الله يې د هسکولو (ستریا، عظمت، او درنښت) حکم کړی (چې د شيطان له لاسوهنو خوندي وي) او دده نامه پکې یاده شي او سبا و بېګا یې پكې تسبیح وویل شي. (۳۶)
رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ ﴿۳۷﴾ (په كورو كې داسې) سړي دي، چې سوداګري او راكړه وركړه يې د الله له ياد، د لمانځه له درولو او د زكات له وركولو نه بې پروا کوي، دوى له هغې ورځې ډارېږي، چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي. (۳۷)
لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۸﴾ (دوى دا چارې ځكه كوي، چې) الله يې د كړنو ډېره غوره بدله وركړي او خپلې لورنې پرې لا زياتې كړي او د الله چې چا ته خوښه شي، بې حسابه روزي وركوي (او له بې شمېره نعمتونو يې برخمنوي). (۳۸)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۳۹﴾ او هغوى چې كافران شوي، د كړنو بېلګه يې په هوار ډاګ كې د ځلوب (سراب) په څېر ده، چې تږي یې (له لرې) اوبه ګڼي؛ خو چې ورشي (؛ نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته الله مومي، چې حساب يې پوره ورکوي او الله ژرحسابى دى. (۳۹)
أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ ﴿۴۰﴾ يا (د کافرانو د كړنو) بېلګه لکه په یوه ژور سمندر كې تروږمۍ، چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او له پاسه پرې وريځ وي، يو پر بل باندې (څلور ډوله) تیارې، كه (په دغو تپو تيارو كې پرېوتى انسان د ژغورنې لپاره) خپل لاس راوباسي؛ نو یو یې هم لاس نه ویني (چې و یې ژغوري)! او الله چې چا ته څه رڼا وركړي نه وي؛ نو هېڅ رڼا ورته نشته. (۴۰)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۱﴾ ايا نه وينې، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او وزر غوړولي مرغان، د الله تسبيح وايي؟! هر يو (الله ته) پر خپل لمانځه او ثنا ستاېنې پوهېږي او څه چې دوی كوي، الله پرې پوهېږي. (۴۱)
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿۴۲﴾ او د اسمانونو او ځمكې واکمني او مالكيت يوازې د الله دى او (د ټولو موجوداتو) ورستنېدل يوازې د الله لوري ته دي. (۴۲)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِن جِبَالٍ فِيهَا مِن بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ ﴿۴۳﴾ ايا نه وينې الله (هر لوري ته ټوټې ټوټې) ورېځې شړي، بيا يې ټوټې سره يو ځاى كوي، بيا يې راغونډوي، چې ټینګه درنه وریځ شي؛ نو وينې، چې له منځه يې د باران څاڅكي راڅاڅي او (الله دى، چې) هلته له اسمانه (د يخ وهليو ورېځو) له غرونو ږلۍ وروي؛ نو چا ته يې چې خوښه شي، په دې (زيان) رسوي او چا ته يې چې خوښه شي، بلخوا یې ترې وړي؛ نژدې وي، [چې د ورېځو] د برښنا پړک يې سترګې وبرېښوي! (۴۳)
يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُوْلِي الْأَبْصَارِ ﴿۴۴﴾ الله شپې و ورځې اړوي را اړوي، بېشكه په دې (بدلون) كې سترګورو ته یو عبرت (سبق) دى. (۴۴)
وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۵﴾ او الله ټول خوځنده (لومړى) له اوبو پيدا كړل؛ نو ځينې يې په سینو خوځي، ځينې په دوو پښو درومي او ځينې په څلورو (پښو) درومي؛ الله چې څه وغواړي، پيدا كوي يې؛ ځكه الله پر هر څيز لاسبرى دى. (۴۵)
لَقَدْ أَنزَلْنَا آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴۶﴾ په رښتيا موږ څرګندونکي آيتونه نازل كړي او د الله چې چا ته خوښه شي، سمه لار ورښيي. (۴۶)
وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ او دوى وايي: ((موږ پر الله او استازي ايمان راوړی او اطاعت يې كوو))؛ خو تر دې ادعا روسته یې يوه ډله مخ اړوي او (په حقيقت كې) دوى مؤمنان نه دي. (۴۷)
وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۴۸﴾ او چې كله دوى الله او استازي ته و بلل شي، چې ترمنځ يې پرېكړه وكړي (؛ نو) یو دم يوه ډله يې (د استازي له حكمه) مخ اړوي. (۴۸)
وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ ﴿۴۹﴾ او كه حق يې پر خوا وي (او پر ګټه يې پرېكړه وشي) (؛ نو بيا) پېغمبر ته غاړه ايښوونکي [ګړندي] ور روان وي. (۴۹)
أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ بَلْ أُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۵۰﴾ ايا په زړونو كې یې ناروغي ده يا شكمن دي يا وېرېږي، چې الله او استازى به يې ظلم ورباندې وكړي؟! نه؛ بلكې ظالمان خو په خپله همدوی دي. (۵۰)
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵۱﴾ (خو) د مؤمنانو وينا چې كله الله او استازي ته یې وروبلل شي، چې ترمنځ یې پرېكړه وکړي؛ يوازې داده: ((وامو ورېده او (ستا حكم) مو ومانه.)) او همدا دوى رښتوني بريالي دي. (۵۱)
وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۵۲﴾ او څوك چې د الله او استازي یې ومني او د الله له (سرغړونې) ووېرېږي او ځان یې (له عذابه) وساتي؛ نو يوازې همدا دوى بريمن دي.(۵۲)
وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ قُل لَّا تُقْسِمُوا طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۵۳﴾ او په خورا ټینګار یې د الله په نامه لوړه وکړه، چې كه امر ورته وكړې (؛ نو) هرومرو به (جهاد ته له خپلو كورنو) راووځي؛ (خو ورته) ووايه: ((قسمونه مه خورئ، [له استازي] نږه اطاعت غوره دی، البته الله مو له كړنو ښه خبر دى.)) (۵۳)
قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۵۴﴾ ووايه : ((د الله اطاعت وكړئ او د استازي اطاعت وكړئ؛ خو كه ورشا كړئ؛ نو پېغمبر د خپلو كړنو پړ دى او تاسې د خپلو كړنو او كه اطاعت يې وكړئ(؛ نو) سمه لار به ومومئ او (د الله) پر استازي بې له څرګند پيغام رسونې نور څه (پازوالي) نشته.)) (۵۴)
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۵۵﴾ الله له تاسې نه، له هغو كسانو سره، چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، ژمنه كړې، چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛ لكه چې تر دوى مخكېنيو ته يې خلافت وركړى و او هرومرو به ورته هغه دین ځواکمن کړي، چې الله ورته غوره کړی او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او هېڅ څیز راسره نه شريكوي او څوك چې تردې روسته كافر شي؛ نو همدا دوى پوله اوښتي دي.  (۵۵)
وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۵۶﴾ او لمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د استازي [یې] امر منئ، ښايي لورنه درباندې وشي . (۵۶)
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۵۷﴾  ګومان مه کوه، كافران به (موږ) پر ځمكه بېوسې كړي (او د الهي سزا له منګولو به وتښتي)؛ هستوګنځى يې اور دى او البته څه ناوړه هستوګنځى دى.  (۵۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۸﴾ مؤمنانو! بايد چې مريان، وينځې او هغه ماشومان مو چې مړانې نه وي وهلي، په درېیو وختونو كې اجازه درڅخه واخلي: د سهار تر لمانځه مخكې او غرمه، چې كله تاسې (عادي) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر لمانځه روسته، (دا) درې وخته مو، د ځان بربنډولو وختونه دي؛ خو بې له دغو وختونو؛ نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر دوى (چې كه بې اجازې درشي؛ ځكه) تاسې يو بل ته بيا بيا ورتلونکي یاست (چې په پاك زړه يو د بل خدمت وكړئ) په دې توګه الله خپل آيتونه درڅرګندوي او الله ښه پوه حكيم دى،
(۵۸)
وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۹﴾ او چې كله کوشنیان مو مړانې ووهل؛ نو بايد اجازه (درنه) واخلي؛ لكه چې تر دوی مخکې یې (مشرانو) اجازه اخسته، په دې ډول الله درته خپل آيتونه بيانوي او الله ښه پوه حكيم دى.(۵۹)
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۶۰﴾ او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې چې د نكاح هيلمنې نه وي؛ نو كه دوى خپل ټكري كېدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛ په دې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نه کړي؛ خو پتمني ورته غوره ده او الله ښه پوه اورېدونكى دى. (۶۰)
لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا مِن بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون ﴿۶۱﴾ پر ړانده، ګوډ او ناروغ څه ګناه نشته (چې خواړه درسره وخوري) او هم پر تاسې څه ګناه نشته، چې له خپلو كورونو [= ستاسې د زامنو او ښځو كورونه، چې ستاسې خپل كورونه ګڼل كېږي، بې له ځانګړې اجازي] خواړه وخورئ او همداراز (كه) د خپلو پلرونو له كورونو يا د خپلو میندو له كورونو يا د خپلو روڼو له كورونو يا د خپلو خويندو له كورونو، يا د خپلو ترونو له كورونو يا د خپلو ترورګانو له كورونو يا د خپلو ماماګانو له كورونو يا د خپلو توړيو له كورونو يا له هغو كورونو، چې كونجیانې (او واك) يې ستاسې په لاس كې وي، يا د خپلو دوستانو له كورونو (خواړه وخورئ؛ نو پر تاسې يې وبال يې نشته) ددې هم څه ګناه نشته، چې په ګډه يو ځاى خواړه وخورئ يا بېلابېل؛ نو (ښوول شويو) كورونو ته چې ورننوځئ؛ نو يو پر بل سلام واچوئ، چې دا د الله له لوري بركتناكه او پاكه د خير دعا ده، الله په دې توګه (خپل) آيتونه درڅرګندوي، چې اندنه وکړئ.
(۶۱)
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۶۲﴾ مؤمنان خو یوازې هغوى دي، چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛ نو بې د هغه له اجازې چېرې نه ځي، هغوى چې اجازه درڅخه اخلي (؛ نو) همدا دوی پر الله او استازي يې ايمان لري؛ نو چې كله دوى د خپل كوم كار لپاره اجازه له تا وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه وي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركوه او له الله څخه بښنه ورته وغواړه، بېشكه چې الله لورین بښونكى دى. (۶۲)
لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ لکه يو بل ته چې غږ كوئ، استازي ته (هغسې) غږ مه كوئ، په تاسې كې الله هغوى ښه پېژني، چې د يو بل شاته پټېږي او يو په بل پسې له غونډې تښتي؛ نو باید د پېغمبر د فرمان له سرغړاندۍووېرېږي، چې هسې نه څه فتنه ور و رسي يا پر کوم دردناك عذاب اخته شي. (۶۳)
أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۶۴﴾ پوه شئ،بېشکه ‏په اسمانونو او ځمكه كې چې هر څه دي، يوازې د الله دي، پر هر حالت چې یاست، په رښتیا ‏هغه پرې پوهېږي او پر هغه ورځ (هم پوهېږي) چې (خلك) يې لوري ته ورستنېږي او (پر هغه ورځ به) دوی د خپلو کړنو (له پایلې او حقیقته) خبر کړي او الله پر هر څه ښه پوه دى. (۶۴)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!