تبلیغات

      بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه كهيعص ﴿۱﴾ كاف، ها، يا، عين، صاد. (۱) ذِكْرُ رَحْمَةِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا ﴿۲﴾ (دا) ستا د پالونكي، پر خپل بنده؛ ذکریا د لورنې یادونه ده (۲) إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاء خَفِيًّا ﴿۳﴾ چې كله یې خپل پالونكى په پټه پټه […]

 

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
كهيعص ﴿۱﴾ كاف، ها، يا، عين، صاد. (۱)
ذِكْرُ رَحْمَةِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا ﴿۲﴾ (دا) ستا د پالونكي، پر خپل بنده؛ ذکریا د لورنې یادونه ده (۲)
إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاء خَفِيًّا ﴿۳﴾ چې كله یې خپل پالونكى په پټه پټه وباله . (۳)
قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُن بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا ﴿۴﴾ و يې ويل: ((پالونكيه ! په رښتيا هډوكي مې كمزوري شوي او د سر (وېښته) مې له زړښته سپين پړک وهي او پالونكيه! ما چې کله هم له تا څه غوښتي (؛ نو) بې برخې شوى نه يم. (۴)
وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِن وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا ﴿۵﴾ او په حقيقت کې ترځان روسته له خپلوانو وېرېږم (چې ستا د دين پاسوالي به و نه کړاى شي) او (بلخوا) مېرمن مې شنډه ده؛ نو له خپل لوري يو ځايناستى را پربرخه كړه؛ (۵)
يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا ﴿۶﴾ چې زما او د يعقوب د ځوځات پاتوړی وي او پالونكيه! ټولمنلی یې وګرځوه.))  (۶)
يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَل لَّهُ مِن قَبْلُ سَمِيًّا ﴿۷﴾ زكريا ! په رښتيا موږ د يو داسې هلك زېرى دركوو، چې نامه يې يحيى ده او تر ده مخكې یې څوك همنامی نه و. (۷)
قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِيًّا ﴿۸﴾ ويې ويل: ((پالونكيه! څنگه به مې زوى وشي؟! چې مېرمن مې شنډه ده او د زړښت له روستي پړاوه وراوښتی یم!)) (۸)
قَالَ كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا ﴿۹﴾ (پرښتې) وویل: (((حکم) دغسې دى، ستا پالونكي ويلي، چې دا (كار) راته اسان دى او تردې مخكې مې داسې پيدا كړې، چې هېڅ څیز نه وې.)) (۹)
قَالَ رَبِّ اجْعَل لِّي آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا ﴿۱۰﴾ زكريا وويل: ((پالونكيه! څه نښه راوټاكه.)) و يې ويل: ((ستا نښه داده، چې په روغ رمټه ژبه به درې شپې ورځې (له خلكو سره) خبرې ونکړاى شې.))  (۱۰)
فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ مِنَ الْمِحْرَابِ فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا بُكْرَةً وَعَشِيًّا ﴿۱۱﴾ نو (زكريا) له عبادتځي خپل قوم ته راوووت او په اشارې يې ورته وويل: (((ددې پېرزوېنې په شكرانه كې) سبا و بیګا د الله سپېڅلتيا وايئ.)) (۱۱)
يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا ﴿۱۲﴾ يحيى! (د الله) كتاب ټينګ ونيسه او موږ په کوشنيوالي كې حکمت [نبوت او كافي عقل] وركړ. (۱۲)
وَحَنَانًا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا ﴿۱۳﴾ او  (همداراز) موږ له خپل لوري زړه سواندي، مينه او (بدني او روحي) سپېڅلتيا وركړه او هغه پرهېزګار و. (۱۳)
وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّا ﴿۱۴﴾ او له خپل مور و پلار سره نېکچاری و؛ او زورور سرغړاند نه و.  (۱۴)
وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا ﴿۱۵﴾ او پر ده دې سلام وي؛ پر كومه ورځ چې وزيږېد او پر هغه ورځ چې مري او پر هغه ورځ چې ژوندى راپاڅول کېږي! (۱۵)
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا ﴿۱۶﴾ او په دې (اسماني) كتاب كې د مريم (قيصه) ياده كړه، چې له خپلې كورنۍ، (د بيت المقدس) په ختيځ كې ګوښې شوه؛   (۱۶)
فَاتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا ﴿۱۷﴾ نو پرده نیولې ترې پټه ناسته وه (چې د ناستې ځاى يې له هر پلوه عبادت ته چمتو وي)؛ نو په دې وخت كې موږ خپل روح (= جبرئيل) ورولېږه، چې په بشپړ انساني بڼه ورڅرګند شو.  (۱۷)
قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَن مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا ﴿۱۸﴾ مريم (سخته وډارېده) و يې ويل: ((كه ته پرهېزګار يې (؛ نو) ستا له شره لورين الله ته پناه وړم !))   (۱۸)
قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا ﴿۱۹﴾ ويې ويل: ((زه ستا د پالونكي استازى يم، (راغلى يم چې) يو پاک (او پرهېزګار) هلك درکړم.)) (۱۹)
قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا ﴿۲۰﴾ مريم وويل: ((زما به څنګه زوى وشي، چې نه كوم انسان لاس راوړى او نه هم بدلمنې وم؟)) (۲۰)
قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَّقْضِيًّا ﴿۲۱﴾ (الهي پرښتې) وويل: ((همداسې ده، ستا پالونكي ويلي دي: دا (كار) راته اسان دى. (زه یې خپل ځواك ښوولو ته پیدا کوم) او ددې لپاره چې خلكو ته یې يوه نښه وګرځوو؛ او له لوري مو یوه لورنه وې او دا كار کېدونی دى (او ګړپر پكې نشته)!)) (۲۱)
فَحَمَلَتْهُ فَانتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا ﴿۲۲﴾ نو [مریم پر خپل ماشوم (عیسی)] دوه ځانې شوه او يو لرې ځاى ته ورسره ولاړه.
(۲۲)
فَأَجَاءهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا ﴿۲۳﴾ نو د زېږون درد د کجورې د ونې تر ډډ راورسوله؛ (دومره خپه شوه، چې) و يې ويل: ((كاش تردې له مخه مړه واى او بېخي هېره شوې واى !)) (۲۳)
فَنَادَاهَا مِن تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا ﴿۲۴﴾ نو (عیسی په ګېډه کې) له لاندې ورغږ كړ: (( (مورې!) مه خپه كېږه ! ستا پالونكي تر تا لاندې یوه (خوندوره) چينه دربهولې ده؛
(۲۴)
وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا ﴿۲۵﴾ او د کجورې د ونې ډډ دروخوځوه، چې تازه كجورې درتويې شي؛ (۲۵)
فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا ﴿۲۶﴾ نو (دا خوندور خواړه) وخوره او (دا پاكې رڼې اوبه) وڅښه او خپلې سترګې دې (پردې نوي زوكړې) يخې كړه! نو كه كوم انسان دې وليد؛ نو په (اشاره) ورته ووايه: ما د لوراند الله لپاره نذر روژه نيولې ده؛ نوځكه نن له هېچا سره خبرې نه کوم. (او پوهه شه، چې دا زيږېدلى ماشوم به په خپله ستا دفاع وكړي.) ))
(۲۶)
فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا ﴿۲۷﴾ نو ماشوم په غېږ خپل قوم ته ورغله، (خلكو) وويل: ((مريم! په رښتيا ډېر هېښنده (بدغونی او له چتې وتلې) كار دې كړى دى ! (۲۷)
يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا ﴿۲۸﴾ د هارون خورې !! ستا خو نه پلار بد سړى و او نه دې مور بدلمنه وه !)) (۲۸)
فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا ﴿۲۹﴾ نو (مريم) هغه (نوزیږي) ته اشاره وكړه؛ خلكو وويل: ((په زانګو کې پروت له یوه ماشوم سره څنګه خبرې وکړو؟!)) (۲۹)
قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا ﴿۳۰﴾ (عيسى په خبرو شو او) و يې ويل: ((په رښتيا زه د الله بنده يم، (اسماني) كتاب یې راكړى او پېغمبر كړى يې يم.  (۳۰)
وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا ﴿۳۱﴾ او  په هر ځاى كې چې وم، بركت به راسره وي او تر ژونده يې د لمانځه او زكات سپارښتنه راكړې ده؛ (۳۱)
وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا ﴿۳۲﴾ او (همداراز) له خپلې مور سره يې په نېكۍ كولو (سپارښتنه راكړې) او سرغړاند بدمرغه كړى یې نه يم. (۳۲)
وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا ﴿۳۳﴾ او پر ما دې (د الله) سلام وي، پر هغه ورځ چې وزيږېدم او پر هغه ورځ چې مرم او پر هغه ورځ چې ژوندى راپاڅول کېږم!)) (۳۳)
ذَلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِي فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿۳۴﴾ دا عيسى د مريمې زوى دی (چې ځانګړنې یې وویل شوې) دا یې په اړه هغه ريښتيانۍ خبره ده، چې دوى پكې شكمن دي. (۳۴)
مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍ سُبْحَانَهُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۳۵﴾ هېڅکله الله ته نه ښايي، چې څوك په زوی ولۍ ‏ونيسي، هغه پاك دى! هغه كه د كوم كار پرېكړه وكړي؛ نو همدومره ورته وايي چې: ((شه!)) نو بس شي. (۳۵)
وَإِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۳۶﴾ او په حقيقت كې “الله” زما پالونكى دى او ستاسې (هم) دى؛ نو هغه ولمانځئ چې دا سمه لار ده؛ (۳۶)
فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِن بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِن مَّشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۳۷﴾ نو (تر عيسى روسته) په لارويانو کې يې (بېلابېلو) ډلو په خپلو منځونو کې اختلاف وکړ؛ نو هغو ته تباهي ده، چې لوى ورځې (قيامت) ته له ورحاضرېدو منکر شوي دي.
(۳۷)
أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا لَكِنِ الظَّالِمُونَ الْيَوْمَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۳۸﴾ پر هغه ورځ چې زموږ لوري ته راځي (؛ نو) دوی به څومره ښه اورېدونكي او څومره ښه ليدونكي وي!؛ خو نن دا ظالمان په ښكاره بېلارېتوب کې دي. (۳۸)
وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۹﴾ او دوی د پښېمانۍ (او ارمان) له هغې ورځې خبردار کړه، چې (د حساب و كتاب) ټولې چارې پای ته ورسي؛ خو اوس ترې په غفلت كې دي او ايمان نه راوړي.  (۳۹)
إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿۴۰﴾ په رښتینه کې موږ ځمكه او څه چې پكې دي، په ميراث وړو او يوازې زموږ لوري ته راستنول كېږي. (۴۰)
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا ﴿۴۱﴾ او په دې كتاب كې ابراهيم ياد كړه، چې هغه ډېر رښتينى پېغمبر [او نېک خویه] و. (۴۱)
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنكَ شَيْئًا ﴿۴۲﴾ چې كله يې خپل (مورني) پلار (يا تره) ته وويل: ((پلاره! ولې هغه څه لمانځې، چې نه اوري او نه ویني او نه دې كومه ستونزه اواروي؟! (۴۲)
يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا ﴿۴۳﴾ پلاره ! په رښتیا ما ته له (الهي) پوهې (داسې حقايق) را پر برخه شوي، چې تاته درکړ شوي نه دي؛ نو راپسې راځه، چې سمه لار دروښيم. (۴۳)
يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا ﴿۴۴﴾ پلاره ! شيطان مه لمانځه؛ ځكه شيطان خو له لوراند (الله) څخه سرغړونکی ‏دى. (۴۴)
يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمَن فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا ﴿۴۵﴾ پلاره ! له دې ډارېږم، چې د لوراند (الله) له لوري، څه عذاب در و رسي او په پاى كې د شيطان ملګرى شې !)) (۴۵)
قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْراهِيمُ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا ﴿۴۶﴾ (آزر) ويل: ((ابراهيمه! ته نو زما له معبودانو اوښتی یې؟ كه (له دې كاره) لاس وانخلې؛ نو هرومرو به دې په کاڼو وولم! او (ځه) اوس مې تل له مخې لرې شه!))  (۴۶)
قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا ﴿۴۷﴾ (ابراهيم) وويل: ((پر تا سلام، زه به ژر له خپل پالونكي بښنه درته وغواړم؛ ځكه هغه تل راباندې لوراند دى. (۴۷)
وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَأَدْعُو رَبِّي عَسَى أَلَّا أَكُونَ بِدُعَاء رَبِّي شَقِيًّا ﴿۴۸﴾ او زه تاسې او ستاسې هغه معبودان پرېږدم، چې د “الله” پرځاى يې لمانځئ او خپل پالونكي ته دعا کوم او هيلمن يم، د خپل پالونكي په دعا كې کمبخته نه وسم.))  (۴۸)
فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا ﴿۴۹﴾ نو چې كله ابراهیم له دوى او له هغه څه چې د الله پرځاى يې لمانځل، ځان ګوښی کړ (؛ نو) موږ اسحاق او يعقوب ورډالۍ كړل او هر يو مو (ستر) پېغمبر كړ. (۴۹)
وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا ﴿۵۰﴾ او موږ خپله لورنه ور پر برخه كړه او دوی مو (په ټولو امتونو كې) رښتوني نومیالي کړل.   (۵۰)
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا ﴿۵۱﴾ او په دې (اسماني) كتاب كې د موسى ياد وكړه؛ ځكه هغه (د الله غوره شوی) اخلاصمند استازى پېغمبر و. (۵۱)
وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا ﴿۵۲﴾ او موږ د طور (غره) له ښي اړخ، ورغږ کړ او هغه مو خپلې همخوالۍ ته رانژدې كړ. ۵۲)
وَوَهَبْنَا لَهُ مِن رَّحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا ﴿۵۳﴾ او موږ په خپلې لورنې، رور يې هارون ته هم د نبوت مقام ورډالۍ کړ (چې مرستیال یې وي) (۵۳)
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا ﴿۵۴﴾ او په دې (اسماني) كتاب كې اسماعيل (هم) ياد كړه، چې د ژمنې رښتونى او استازى پېغمبر و؛   (۵۴)
وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا ﴿۵۵﴾ او تل يې خپلې كورنۍ ته د لمانځه او زكات امر كاوه؛ او د خپل پالونکي په نزد ټولمنلی و.   (۵۵)
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا ﴿۵۶﴾ او په دې كتاب كې ادريس (هم) ياد كړه، چې ډېر رښتين (او ستر) پېغمبر و؛ (۵۶)
وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا ﴿۵۷﴾ او هغه مو لوړ پوړى کړ.  (۵۷)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَن خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا ﴿۵۸﴾ دوی له هغو پېغمبرانو دي، چې الله پرې لورنه کړې، د آدم او د هغوی له ځوځاته، چې له نوح سره مو (په بېړۍ كې) سواره كړل او د ابراهيم او اسراييل [= يعقوب] له ځوځاته او له هغوى چې لارښوونه مو ورته وكړه او غوره مو كړل او چې كله د لوراند (الله) آيتونه ورلوستل كېدل؛ نو په ژړا به (پر ځمكه) په سجده پرېوتل. (۵۸)
فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا ﴿۵۹﴾ نو په دوی پسې (بد) ځايناستي راغلل، چې لمونځ يې ضايع كړ او په شهوتونو پسې ولاړل؛ نو ډېر ژر به د (خپلې) بېلارۍ له (سزا) سره مخ شي؛ (۵۹)
إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا ﴿۶۰﴾ خو هغوى چې توبه وباسي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو دغسې خلك جنت ته ورننوځي او هېڅ ظلم به نه پرې کېږي (او له بدلې یې څه نه کمېږي) (۶۰)
جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدَ الرَّحْمَنُ عِبَادَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّهُ كَانَ وَعْدُهُ مَأْتِيًّا ﴿۶۱﴾ هغو همېشنيو جنتونو ته ورننوځي، چې لوراند (الله) یې خپلو بندګانو ته پسې شا ژمنه وركړې؛ ځکه ژمنه یې هرومرو راتلونکې (ترسره کېدونې) ده. (۶۱)
لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا ﴿۶۲﴾ هلته به بې له سلامه چټي خبرې نه اوري او هلته به سبا و بیګا‏ خپله روزي ورپر برخه وي. (۶۲)
تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا ﴿۶۳﴾ دا هغه جنت دى، چې موږ يې خپلو پرهېزګارو بندګانو ته په ميراث ورکوو. (۶۳)
وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَلِكَ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا ﴿۶۴﴾ او (د وحې تر ځنډ روسته، جبرييل پېغمبر ته وويل: ) موږ يوازې ستا د پالونكي په حكم راكوزېږو، هغه زموږ د راتلونکي، تېر او حال واکمن دى او ستا پالونكى هېڅكله هېروونكى نه و (او نه دى). (۶۴)
رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا ﴿۶۵﴾ (او هغه) د اسمانونو، ځمكې او ټولو هغو څيزونو پالونكى دى، چې د دوی ترمنځ دي، و یې لمانځه او په لمانځنه کې يې زغمناك وسه، ايا كوم همنامى (او سيال) یې پېژنې ؟ (۶۵)
وَيَقُولُ الْإِنسَانُ أَئِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا ﴿۶۶﴾ او (منکر) انسان وايي: ((ايا تر مړينې روسته په رښتيا په ګانده کې (له قبره) ژوندى راوځم؟)) (۶۶)
أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا ﴿۶۷﴾ او ايا (دا) انسان نه يادوي، چې موږ تردې مخكې له نشته پيدا کړ؟! (۶۷)
فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا ﴿۶۸﴾ نو ستا پر پالونكي قسم، چې هرومرو به يې له شيطانانو سره راغونډ، بيا به يې په ګونډو له دوزخه راچاپېر كړو! (۶۸)
ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى الرَّحْمَنِ عِتِيًّا ﴿۶۹﴾ بيا به له هرې ډلې هغه راوباسو، چې د لوراند (الله) په مقابل کې تر ټولو زيات سرغړاند و. (۶۹)
ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِالَّذِينَ هُمْ أَوْلَى بِهَا صِلِيًّا ﴿۷۰﴾ بيا ښه پوهېږو، چې كوم كسان تر ټولو زيات په اور (دوزخ) كې د سوځېدو وړ دی.   (۷۰)
وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا ﴿۷۱﴾ او (بې استثنا) تاسې ټول جهنم ته ورننوځئ، ددې حکم پوره کول، ستا د پالونکي پر غاړه دى. (۷۱)
ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا ﴿۷۲﴾ بياپرهېزګاران (له دوزخه) ژغورو او ظالمان په (دوزخ) كې پر ګونډو پراته پرېږدو.   (۷۲)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا ﴿۷۳﴾ او چې كله زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي (؛ نو) كافران، مؤمنانو ته وايي. (( (بايد وليدل شي، چې) په موږ او تاسې کې د چا مقام غوره او اکاړې يې ډولي او پرتمينې دي؟!)) (۷۳)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَاثًا وَرِئْيًا ﴿۷۴﴾ او موږ تر دوى مخكې څومره پېړۍ پېړۍ (خلک) پوپنا كړل، چې تر دوى يې وزلې هم غوره وې او په ظاهري شان او پرتم كې هم ترې ښه ښکارېدل. (۷۴)
قُلْ مَن كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضْعَفُ جُندًا ﴿۷۵﴾ (ورته) ووايه: ((څوك چې په بېلارېتوب کې وي؛ نو بايد لوراند (الله) تر هغه مهلت او برخمني وركړي، چې الهي عذاب په خپلو سترګو وويني يا(ددې دنيا) عذاب يا د قيامت (عذاب)!(پر هغه ورځ) به پوه شي، چې د چا مقام ډېر ناوړه او لښكر (يې) ډېر بېوسې دى!)) (۷۵)
وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَّرَدًّا ﴿۷۶﴾ او الله هغوی ته لا زیاته لارښوونه کوي، چې د ښیون لار يې نېولې او (له انسانه) ((پاتېدونې چارې)) ستا د پالونكي په نزد ‏غوره ثواب او غوره پايلې لري. (۷۶)
أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا ﴿۷۷﴾ ايا تا هغه وليد، چې زموږ پر آيتونو كافر شو، و يې ويل: ((ما ته خو به هرومرو (ډېر) مالونه او اولادونه راكړاى شي))؟!  (۷۷)
أَاطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ﴿۷۸﴾ ايا (د نړۍ) له غيبو خبر شوی يا يې له لوراند (الله) كومه ژمنه اخستې ده؟ (۷۸)
كَلَّا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ﴿۷۹﴾ هېڅكله داسې نه ده، وینا به يې وليكو او اوږد عذاب به ورپربرخه كړو! (۷۹)
وَنَرِثُهُ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا ﴿۸۰﴾ او څه چې (د شتمنيو او اولاد په اړه) وايي (؛ نو دا ټول) به راپاتې شي او يوازې تش لاس به راشي. (۸۰)
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِّيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا ﴿۸۱﴾ او (کافرانو) د الله پر ځاى ځان ته معبودان ونيول، چې ګنې د دوی د درنښت او اعتبار سبب شي (څومره ناوړه ګومان!) (۸۱)
كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا ﴿۸۲﴾ هېڅكله (داسې نه ده!) ژر به (معبودان) د دوی له لمانځنې نټه وکړي او اپوټه د دوی پرخلاف دریځ به ونیسي. (۸۲)
أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا ﴿۸۳﴾ ايا نه ګورې، موږ شيطانان پر كافرانو ورخوشې کړي، چې دوی په وسوسو ګناهونو ته ښه وهڅوي؟  (۸۳)
فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ﴿۸۴﴾ نو پر دوی (عذاب راکیوتو ته) بيړه مه كوه، چې موږ یې (کړنې او د عمر شېبې) په ځير شمېرو.   (۸۴)
يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَنِ وَفْدًا ﴿۸۵﴾ (دریاد کړه) پر هغه ورځ، چې متقیان ډلې ډلې (او په درناوي) د لوراند (الله) لوري ته راغونډ كړو.   (۸۵)
وَنَسُوقُ الْمُجْرِمِينَ إِلَى جَهَنَّمَ وِرْدًا ﴿۸۶﴾ او ګناهګاران (به) تندې اخستي د دوزخ پر لور وشړو. (۸۶)
لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ﴿۸۷﴾ دوی د شفاعت واك نه لري؛ خو هغه چې (په ايمان او توحيد) له لوراند سره ژمنه لري. (۸۷)
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا ﴿۸۸﴾ او ويي ویل: ((لوراند (الله) څوك په زوی ولۍ نیولی.)) (۸۸)
لَقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا ﴿۸۹﴾ په رښتيا تاسې خو ډېره بده خبره کړې ده ! (۸۹)
تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ﴿۹۰﴾ نژدې ده، چې له دې (خبرې) اسمان وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړي وړي راپرېوځي؛ (۹۰)
أَن دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا ﴿۹۱﴾ ځکه لوراند (الله) ته په زوی ‏قايل شول! (۹۱)
وَمَا يَنبَغِي لِلرَّحْمَنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا ﴿۹۲﴾ او د لوراند (الله) دا شان نه دی چې څوك زوی ونيسي! (۹۲)
إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا ﴿۹۳﴾ څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په بنده گۍ د لوراند (الله) لوري ته ورتلونکي دي.  (۹۳)
لَقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ﴿۹۴﴾ په رښتيا الله دا (ټول) حساب كړي او په ځير يې شمېرلي دي.   (۹۴)
وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا ﴿۹۵﴾ او دوى ټول به د قيامت پر ورځ ایکې یوازې هغه ته ورشي. (۹۵)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا ﴿۹۶﴾ دا باوري ده، چې لوراند (الله) ډېر ژر د نېکانو مومنانو مینه (د خلکو) په زړونو کې اچوي. (۹۶)
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِ قَوْمًا لُّدًّا ﴿۹۷﴾ نو موږ يوازې دا [= قرآن] ستا په ژبه اسان كړى، چې متقیانو ته زیری پرې وركړې او سرسخت دښمنان پرې وگواښې. (۹۷)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ﴿۹۸﴾ او موږ تر دوى مخكې څومره (بې ايمانه او ګناهګار) قومونه هلاك كړي، ايا د کوم یوه یې (څه نښه) ننګېرې؟! او يا يې (چېرې) ګونګسى او زګېروې قدرې (هم) اورې؟! (۹۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!