تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ الف،لام،  راء،  دا د مضبوط او له حكمته ډك كتاب آيتونه دی. (۱) أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ الف،لام،  راء،  دا د مضبوط او له حكمته ډك كتاب آيتونه دی. (۱)
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ مُّبِينٌ ﴿۲﴾ ايا خلكو ته هېښنده برېښي،  چې موږ له همدوی،  يوه سړي ته وحې وکړه،  چې: ((خلك [د كفر او ګناه له پايلو] ووېروه او مؤمنانو ته زېرى وركړه،  چې د خپل پالونكي په نزد ښه مخينه،  رښتینی مقام او سترې بدلې لري؟!)) كافرانو وويل:  ((بېشکه دا خو ښكاره كوډګر دى))  (۲)
إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الأَمْرَ مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ ﴿۳﴾ په رښتینه کې ستاسې پالونكى هغه الله دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو[= شپږو پړاوونو] كې پېدا كړل،  بيا يې پر عرش مخه کړه[ د (قدرت) پر تخت كېناست] او (د نړۍ) چارې سنبالوي،  بې اجازې يې هېڅوک سپارښتنه نشي کړاى؛  دا ((الله)) ستاسې ((پالونكى)) دى؛  نو و يې لمانځئ ايا (ناخبر يئ او) خبرې ته ځير نه ياست؟! (۳)
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ ﴿۴﴾ تاسې ټول دهغه لوري ته ورستنېږئ،  د الله ژمنه حق ده؛  بېشکه د پنځون پيل او پای له الله سره دی (چې په دې بهیر کې) صالحو مؤمنانو ته په انصاف بدله وركړي او كافرانو ته د خپل كفر په سزا كې د تودو اوبو څښاک او دردناك عذاب دی. (۴)
هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵﴾ (الله) هغه دى، چې لمر يې ځلولى او سپوږمۍ يې روښانه كړې او هغې (سپوږمۍ) ته يې (د نري كېدو غټېدو) پړاوونه ټاكلي، چې تاسې د كلونو په شمېر او (د چارو په) حساب پوه شئ،  الله دا ټول په حق (او تدبیر) پيدا كړي؛  (او) پوهانو ته د خپل (ځواک) نښې ښيي. (۵)
إِنَّ فِي اخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ ﴿۶﴾ په رښتيا د شپې او ورځې په تلو راتلو كې او څه چې،  الله په اسمانونو او ځمكې كې پېدا كړي،  پرهېزګارانو ته (د عبرت) نښې دي (۶)
إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ ﴿۷﴾ په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامختيا (او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او په دنیوي ژوند خوښ او ډاډه شوي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل) دي؛  (۷)
أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمُ النُّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۸﴾ (نو) د دوی هستوګنځى د خپلو كړنو له لامله اور (دوزخ) دى! (۸)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۹﴾ په رښتيا د دوی پالونکی،  صالح مؤمنان د خپل ایمان په بدله کې،  له نعمتونو ډک جنتونو ته ورسیخوي،  چې تر ونو او ماڼيو لاندې يې ويالې بهېږي،  (۹)
دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾ هلته به د دوی نارې ((سبحانک اللهم))(= یا الله پاک یې)،  هرکلی یې ((سلام)) او روستۍ دعا یې ((الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (ستاېنه یوازې د نړۍ پالونکي الله ته) وي. (۱۰)
وَلَوْ يُعَجِّلُ اللّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُم بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۱﴾ او كه الله هم د خلکو په څېر،  چې د ښېګڼو په لاس ته راوړو كې بيړه كوي، د دوى په مجازاتو كې بيړه كوله (؛  نو ژر) د دوی عمر پاى ته رسېده (او ټول له منځه تلل)؛  نو زموږ پر مخامختيا نهيلي،  موږ دوی په خپلو سرغړونو كې لالهانده پرېږدو. (۱۱)
وَإِذَا مَسَّ الإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَّسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۲﴾ او چې كله انسان ته زيان (او خپګان) ورسي؛  نو موږ [په ټولو حالاتو کې: ] په اړخ ملاست يا په ناستې يا ولاړې بلي؛  خو چې كړاو ترې لرې كړو؛  نو داسې درومي،  ته وا دوی هېڅكله موږ بللي نه يو،  په دې ډول بېځایه لګښتګرو ته د دوی خپل كړه ښايسته شوي (چې ددې کړنې په بدرنګوالي نه پوهېږي). (۱۲)
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُواْ وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ وَمَا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۳﴾ او په رښتيا موږ له تاسې مخكېني امتونه هله هلاک کړل، چې دوی ظلم ‏خپل كړ او (سره له دې،  چې) د دوی استازیو دوی ته څرګند دلايل راوړل؛  خو ايمان يې رانه وړ، موږ دغسې مجرمانو ته سزا وركوو! (۱۳)
ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلاَئِفَ فِي الأَرْضِ مِن بَعْدِهِم لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ بيا موږ تر دوی روسته تاسې په دې هېواد کې ځايناستي كړئ، چې وګورو څنګه چلن كوئ. (۱۴)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵﴾ او چې كله دوی ته زموږ څرګند آيتونه ولوستل شي؛  نو زموږ پر ليدنه (او د قيامت پر ورځې) نهيلي وايي:  ((بې له دې بل قرآن راوړه،  يا يې بدل كړه (او د بوتانو د غندنې آيتونه ترې لرې كړه))) ووايه:  ((ما ته نه ښايي،  له ځانه پكې بدلون راولم،  ما ته چې څه وحې كېږي،  زه يې يوازې لاروى يم؛  (ځکه) كه زه د خپل پالونكي له حكمه غاړه غړوم؛  نو د لويې ورځې (قيامت) له عذابه وېرېږم!))  (۱۵)
قُل لَّوْ شَاء اللّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَدْرَاكُم بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۱۶﴾ ووايه : ((كه الله غوښتاى؛  نو ما دا آيتونه تاسې ته نه لوستل او (الله هم زما له لارې) تاسې ترې نه خبرولى،  ما خو ددې تر (راوړو) له مخه،  ستاسې په منځ كې يو عمر تېر كړى دى (او هېڅكله مې هم كوم يو آيت نه و راوړى) ولې عقل نه کاروئ؟!)) (۱۶)
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۷﴾ نو نو تر هغه به ستر ظالم څوك وي،  چې پر الله یې دروغ وتړل يا يې دهغه آيتونه دروغ وګڼل؟! په رښتيا چې مجرمان ژغورل كېداى نشي. (۱۷)
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللّهَ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱۸﴾ او (مشرکان) بې له الله هغه څه لمانځي،  چې نه له دوی څه زيان (تمبولاى شي) او نه څه ګټه وررسولاى شي او وايي:  ((دا الله ته زموږ سپارښتګر دي.)) (ورته) ووايه:  ((ايا الله له داسې څيزه خبروئ،  چې په اسمانونو او ځمكې كې یې نه پېژني؟! [؛  یعنې بیخي نشته])) هغه ته پاکې ده او له هغه څه لوړ دى چې دوى يې (ورسره) شريكوي!  (۱۸)
وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلاَّ أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُواْ وَلَوْلاَ كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۹﴾ او (په پيل كې) ټول خلك يو امت و،  بيا دوی اختلاف وكړ (بېلابېلې ګروهې او مسلکونه يې جوړ کړل) او كه ستا د پالونكي له لوري (د سزا په وركړه كې د تلوار نه كولو) پرېکړه له مخكې نه واى شوې (؛ نو) د دوی ترمنځ چې په كومو څيزونو كې اختلاف و،  (په همدې نړۍ کې) پرېكړه كېده (او بيا بېلاریو ته سزا وركول کېده).  (۱۹)
وَيَقُولُونَ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلّهِ فَانْتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ ﴿۲۰﴾ او وايي:  ((ولې د هغه د پالونكي له لوري كومه معجزه (چې موږ یې غواړو)  پرې نه نازلېږي؟!)) (ورته) ووايه:  ((پر پټو پوهېدل،  د الله ځانګړنه ده (او همداراز معجزې هم) يوازې له الله سره دي (او په حكم یې دي؛  ښه ده نو) څارو وسئ او زه هم درسره څارو يم! (تاسې د هغې معجزې پر تمه وسئ او زه به هم ستاسې د مجازاتو په انتظار كې يم!) )) (۲۰)
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ ﴿۲۱﴾ او چې كله موږ پر خلكو تر كړاو رسولو روسته كوم ډول رحمت وڅكو؛ نو سملاسي زموږ د نښو په اړه په چلونو او دسيسو لاس پورې كوي (او دا رحمت ناروا او ناسم تفسيروي،  ورته) ووايه:  ((الله په خپل چل (= تدبير او د چل په سزا ورکولو) كې تر تاسې ګړندى دى؛  ځکه زموږ استازي (= پرښتې) ستاسې چلونه ليكي.)) (۲۱)
هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُواْ بِهَا جَاءتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءهُمُ الْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُاْ اللّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۲۲﴾ (الله)  هغه دى،  چې تاسې په وچه او سمندر كې ګرځوي (د تگ راتگ وس درکوي) چې كله تاسې په بېړيو كې له ښکلې وږمې (او موافق باد) سره (د خپل مقصد پر لور) خوشحاله او سوکاله سفر کوئ او (بيا) ناڅاپه مخالف توند باد راوالوځي او له هر لوري څپې څپاندېږي او مساپر انګېري چې راګېر شول (؛  نو په دې وخت کې) دوی الله په اخلاص بلي:   ((كه موږ له دې کړکېچه وژغورې؛  نو بېشکه له منندويانو به وو.))  (۲۲)
فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَينَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۳﴾ نو چې الله دوی وژغوري (بيا) په ناحقه پر ځمكه سرغړونه كوي. خلكو! دا سرغړونه ستاسې پخپل زيان ده،  د دنيوي ژوند خوندونه (لنډمهالي دي؛  خو) ستنېدل مو يوازې زموږ لوري ته دي؛  نو تاسې به د خپلو کړنو له (حقيقت او پايلو) خبر كړو. . (۲۳)
إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاء فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالأَنْعَامُ حَتَّىَ إِذَا أَخَذَتِ الأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۴﴾ په حقيقت كې د دنيوي ژوند بېلگه، د هغو اوبو په څېر ده، چې له اسمانه مو ورولي، چې ورپسې له ځمكې پرې (ډول ډول) بوټي راټوكېږي،  چې خلك او څاروي يې خوري،  تردې چې ځمكې خپله ښېرازي ترلاسه کړه او ښه ښکلې شوه او خاوندانو يې وګڼله،  چې اوس ترې ګټنه کړاى شو. (ناڅاپه) د شپې يا ورځې پرې زموږ حكم (ساړه يا تندر) راپرېوځي او (کښتونه) داسې رېبو،  ته وا پرون هلته له سره څه (دغسې كښت) نه و! په دې توګه،  موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو،  چې (په بېلګه كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي) (۲۴)
وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۲۵﴾ او الله تاسې دارالسلام [= د سولې او سلامتيا كور،  جنت] ته رابولي او څوك چې وغواړي (او وړ يې وبولي؛  نو) سمه لار ورښيي. (۲۵)
لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلاَ يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلاَ ذِلَّةٌ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۶﴾ هغوى ته چې نېكي كړې وي، (د جنت) نېکه (بدله) شته او څه زیاتوالی او نه به دوی مختوري شي او نه خوار! دوى تلمېشتي جنتيان دي. (۲۶)
وَالَّذِينَ كَسَبُواْ السَّيِّئَاتِ جَزَاء سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ مَّا لَهُم مِّنَ اللّهِ مِنْ عَاصِمٍ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۷﴾ او هغوى چې بدي وكړي؛  نو د خپلې بدۍ هومره به بدله ومومي او د دوی پر مخونو به خواري خوره وي او هېڅوك به يې د الله (له عذابه) و نه ژغوري. پر مخونو به يې داسې تروږمۍ خوره وي؛  لكه چې د شپې تورې پردې،  پرې غوړېدلې وي! دوى تلمېشتي دوزخيان دي. (۲۷)
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُواْ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ ﴿۲۸﴾ او (درياد كړه) پر هغه ورځ،  چې دوى ټول راټولوو،  بيا به مشركانو ته ووايو: ((تاسې او معبودان مو په خپلو ځايونو كې وسئ (چې حساب درسره وشي.))) نو دوی يو له بله بېلوو (او له هر يوه بېل بېل پوښتو) او معبودان يې (ورته) وايي: ((تاسې (خو په رښتینه کې) موږ نه يو لمانځلي! (۲۸)
فَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَافِلِينَ ﴿۲۹﴾ نو همدا بس دی، چې الله زموږ او ستاسې ترمنځ شاهد دی،  په رښتيا موږ خو ستاسې له عبادته بېخي خبر نه وو.)) (۲۹)
هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَّا أَسْلَفَتْ وَرُدُّواْ إِلَى اللّهِ مَوْلاَهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۳۰﴾ هلته به هر څوك د خپلو تېرو کړنو بدله ومومي او د خپل مولا او حقيقي پالندوى ((الله)) لوري ته ستنول کېږي او هغه ټول دروغ به ترې ورک شي، چې دوی له ځانه جوړ کړي وو. (۳۰)
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ ﴿۳۱﴾ (ورته) ووايه: ((څوك تاسې ته له اسمان او ځمكې روزي دركوي؟ يا د اورېدو او ليدو حسونه، د چا په واک کې دي؟ او څوك ژوندى (بچى،  مؤمن،  عالم، كښت) له مړي (هګۍ، كافر، جاهل، دانې) او مړى (؛  لكه نطفه) له ژوندي (؛  لكه حيوان) راباسي؟ او څوك (د نړۍ) چارې سنبالوي؟))؛  نو ژر به ووايي:  ((الله (داسې کوي) ))؛  نو ووايه:  ((ايا (پر بېلارۍ ټينګار کوئ او د حقيقت پر خلاف له تگه) ډډه نه کوئ؟! (۳۱)
فَذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلاَّ الضَّلاَلُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿۳۲﴾ نو (په دغو ټولو صفتونو سره خو) همدا “الله” ستاسې حقيقي پالونكى دى!؛ نو تر حق روسته بې له بېلارۍ نور څه دي؟! نو څرنګه (له حقه) اړول کېږ‌ئ؟!)) (۳۲)
كَذَلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ فَسَقُواْ أَنَّهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۳۳﴾ همداسې پر سرغړاندو، ستا د پالونكي خبره رښتينې شوه، چې (تر دومره ځېل او ګناه روسته) ايمان نه راوړي. (۳۳)
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ قُلِ اللّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۳۴﴾ (ورته) ووايه: ((ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته،  چې د پنځون پنځګر او راستنوونکی وي)) (ورته) ووايه:  ((يوازې الله دى،  چې لومړى پيدا کول هم کوي او دويم ځل هم؛  نو څنګه (له حقه) اړول كېږئ؟))  (۳۴)
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لاَّ يَهِدِّي إِلاَّ أَن يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۳۵﴾ (ورته) ووايه:  ((ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته، چې د حق لوري ته لار وښيي؟!)) ووايه: (( (يوازې) ((الله)) د حق لوري ته لار ښيي ايا څوك چې د حق لوري ته لار ښيي، د لاروۍ وړ دى يا هغه چې په خپله لار نه مومي؛  خو داچې لار ور وښوول شي؟!؛  نو پر تاسې څه شوي، څرنګه (د عقل پرخلاف) پرېكړې كوئ؟)) (۳۵)
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلاَّ ظَنًّا إَنَّ الظَّنَّ لاَ يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ عَلَيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾ او د دوی ډېر يوازې په ګومان (او بې بنسټه انګېرنو) پسې روان دي (سره له دې، چې) ګومان په هېڅ ډول (انسان) له حقه مړه خوا كولاى نشي؛ (او حق ته يې نشي رسولاى) په رښتيا الله د دوی پر کړنو ښه پوه دى. (۳۶)
وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَى مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لاَ رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۷﴾ او داسې نه ده،  چې دا قرآن د غیر الله له لوري په دروغو جوړ شوی وي؛  بلکې له وړاندې راغليو کتابونو تصدیق،  شرح او څرګندونه ده (او) شک پکې نشته چې د نړۍ د پالونکي له لوري دى. (۳۷)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ ايا دوى وايي: ((پېغمبر دا (قرآن) له ځانه جوړ کړی))؟! ووايه:  ((كه رښتوني ياست؛  نو په څېر يې يو سورت راوړئ او (ددې كار لپاره) بې له الله هرڅوك (خپلې مرستې ته) راوبلئ!))  (۳۸)
بَلْ كَذَّبُواْ بِمَا لَمْ يُحِيطُواْ بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿۳۹﴾ (خو دوی د پوهې له مخې له قرآنه انکار ونکړ؛) بلکې هغه څه يې دروغ وګڼل، چې پر هغه (قرآني پوهاویو) و نه پوهېدل او تراوسه يې حقيقت، پايله او باطن ورڅرګند شوى نه دى؛  همداراز تر دوى مخکېنيو هم (خپل پېغمبران) په دروغو ګڼلي ول؛  نو وګوره، چې د ظالمانو د کار پاى څنګه وه.(۳۹)
وَمِنهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُم مَّن لاَّ يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ ﴿۴۰﴾ او له دوی ځينې په قرآن ايمان راوړي او ځينې ایمان ‎ نه راوړي او ستا پالونكى سرغړاندي ښه پېژني. (۴۰)
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۴۱﴾ او كه دوی تا دروغجن وګني؛  نو ووايه:  ((زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړنې، ستاسې لپاره دي،  څه چې كوم،  تاسې يې له پړې پاک ياست او څه چې تاسې كوئ،  زه يې له پړې پاک‏ يم.)) (۴۱)
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُواْ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۴۲﴾ او له دوی ځينې تا ته غوږ ږدي (؛  خو ته وا هېڅ نه اوري او كاڼه دي؛  خو) ايا ته به کاڼه واوروې،  كه په هېڅ هم نه پوهېږي؟!   (۴۲)
وَمِنهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ أَفَأَنتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُواْ لاَ يُبْصِرُونَ ﴿۴۳﴾ او له دوی ځينې تا ته درګوري (؛ خو ته وا چې هېڅ نه ګوري) ايا که دوی نه ويني؛ نو ته ړندو ته لار ښوولاى شې؟! (۴۳)
إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۴۴﴾ په رښتيا، الله پر خلكو هېڅ ظلم نه کوي؛ خو خلك پخپله پر ځانونو ظلم كوي. (۴۴)
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُواْ إِلاَّ سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِلِقَاء اللّهِ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ ﴿۴۵﴾ او (درياد كړه) پر هغه ورځ چې دوی راټول كړي،  داسې (ننګېري) چې ګوندې (په نړۍ يا قبر كې) د ورځې یوازې يو ساعت، په خپلو منځونو کې پېژندګلوۍ ته تم شوي وو! په رښتيا هغوى زيانمن شول،  چې (د قيامت ورځ او) د الله ليده يې دروغ ګڼلي ول او (حقيقت ته) يې لار و نه مونده.(۴۵)
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۶﴾ او كه موږ تا ته (ستا پر ژوند) د هغو مجازاتو يوه برخه دروښيو،  چې موږ له دوی سره دهغوی ژمنه ‏كړې او يا (تردې له مخه،  چې پر عذاب ککړ شي) تا له نړۍ بوځو،  په هرحال،  راتګ يې زموږ لوري ته دى؛  بيا الله د دوی پر کړنو شاهد دى (۴۶)
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۴۷﴾ او هر امت ته يو استازى دی؛  نو چې د دوی استازى راشي،  ترمنځ يې په انصاف پرېکړه کېږي او تېرى پرې نه کېږي. (۴۷)
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾ او (مشرکان) وايي:  ((كه رښتيني ياست (نو) دا ژمنه (الهي سزا) څه وخت ده؟)) (۴۸)
قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۴۹﴾ (ورته) ووايه:  (( (ان) زما په واك كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته (تاسې خو لا څه كوئ)؛  خو څه چې الله وغواړي،  (دومره پوهېږم،  چې) هر امت او قوم ته يوه نېټه ده،  چې نېټه یې پوره شي (او د مجازاتو يا مرګ حكم يې وشي؛) نو نه يوه ګړۍ ځنډېږي او نه مخكې كېږي.)) (۴۹)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُهُ بَيَاتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۰﴾ (ورته) ووايه:  ((غور وكړئ، كه د الله عذاب د شپې يا د ورځې درشي (؛  نو ځان ترې بچولاى شئ؟!) ))؛  نو ګناهګاران څه په بيړه ترې غواړي؟! (۵۰)
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنْتُم بِهِ آلآنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۵۱﴾ بيا ايا چې کله (عذاب) درپرېوځي؛  ايمان پرې راوړئ؟! (تاسې ته ويل كېږي:) همدا اوس (ایمان راوړئ)؟ سره له دې،  چې مخكې ستاسې ‏ورته بيړه وه! (؛  خو اوس څه ګټه لري؟!).  (۵۱)
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ ذُوقُواْ عَذَابَ الْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلاَّ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۵۲﴾ بيا به ظالمانو ته وويل شي:  ((همېشنى عذاب وڅكئ! ايا له خپلو كړنو پرته سزا دركول كېږي؟!)) (۵۲)
وَيَسْتَنبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ وَمَا أَنتُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۵۳﴾ او تا پوښتي:  ((ايا دا (عذاب) حق دی؟)) (ورته) ووايه:  ((هو! پر پالونكي مې قسم،  چې بېخي رښتيا دی او تاسې يې مخه نشئ نيولاى.)) (۵۳)
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الأَرْضِ لاَفْتَدَتْ بِهِ وَأَسَرُّواْ النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُاْ الْعَذَابَ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۵۴﴾ او چاچې ظلم كړى وي او د ځمكې د مخ د ټولې شتمنۍ واك ورسره وي (نو دا ټوله به له عذابه) د ژغورل كېدو لپاره وركړي او چې عذاب وويني (؛  نو پښېمانېږي؛  خو) خپله پښېماني پټوي (هسې نه،  ښه رسوا شي) او د دوی ترمنځ په انصاف پرېكړه كېږي او تېرى به پرې ونشي. (۵۴)
أَلا إِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَلاَ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۵۵﴾ پوه شئ! په حقيقت کې په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي،  د الله دي،  پوه شئ،  په رښتینه كې د الله ژمنه رښتينې ده؛  خو ډېر خلک ‏نه پوهېږي.(۵۵)
هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۵۶﴾ ژوندي كول او مړه كول كوي او يوازې د هغه پر لوري ورستنېږئ. (۵۶)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾ خلكو! په يقين تاسي ته د خپل پالونكي له لوري نصيحت راغلى،  چې د زړونو د ناروغيو درملنه او مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى. (۵۷)
قُلْ بِفَضْلِ اللّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُواْ هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۵۸﴾ ووايه :  ((بايد (مؤمنان) د الله په فضل او رحمت خوشحالي وکړي،  چې دا تر هغو څيزونو غوره دی،  چې دوی یې راټولوي (او زیرموي)‏.)) (۵۸)
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ ﴿۵۹﴾ ووايه : ((غور وكړئ، كومه روزي، چې الله تاسې ته راكوزه كړې،  (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ؟!)) ووايه:  ((ايا الله تاسې ته اجازه دركړې، که پر الله دروغ تړئ (او له ځانه،  حلال او حرام كوئ؟!).)) (۵۹)
وَمَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ ﴿۶۰﴾ پر الله دروغجن د قيامت ورځې (د جزا) په باب څه ګومان لري؟ په حقيقت كې الله خو پر خلكو فضل (او بښنې) لوروي؛  خو ډېر يې شكر نه باسي.‏ (۶۰)
وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِن قُرْآنٍ وَلاَ تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلاَّ كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۶۱﴾ (نبي!)  او ته چې په هر حالت (او فکر) کې يې او چې د قرآن هره برخه لولې (او خلکو!) څه چې کوئ (؛  نو) موږ درباندې شاهدان يو،  ان په هغه بهير کې (هم) چې تاسې په خپلو کړنو کې ښه ډوب ياست،  د يوه بڅري هومره څيز،  ستا له پالونکي،  په ځمکه او اسمان کې پټېداى نشي او تردې لا ډېر کوشنی او یا ډېر لوی هم،  (دا ټول) په څرګند کتاب (لوح محفوظ) کې (ثبت) دي. (۶۱)
أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۲﴾ پوه شئ! د الله پر دوستانو نه وېره شته او نه به غمجنېږي؛ (۶۲)
الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ﴿۶۳﴾ هماغوى چې ايمان يې راوړى او دوی (د الله د فرمان له مخالفته) ځانساتنه کوله؛ (۶۳)
لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۶۴﴾ پرهیزګارانو مومنانو ته د دنيا په ژوند او اخرت كې زیري زیري (ښاد او خوشحاله) دي، د الله ژمنې نه بدلېږي، همدغه ستره بريا ده. (۶۴)
وَلاَ يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۵﴾ او  تا دې د دوی (مخالفانو) خبرې غمجن نه کړي! (؛  ځكه) چې عزت ټول د الله (په واک کې) دی او هغه ډېر پوه اورېدونكى دى. (۶۵)
أَلا إِنَّ لِلّهِ مَن فِي السَّمَاوَات وَمَن فِي الأَرْضِ وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ شُرَكَاء إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ ﴿۶۶﴾ خبر وسئ ! په حقيقت کې د اسمانونو او ځمكې وسېدونكي،  ټول د الله دي او هغوى چې یو څیز ورسره شریکوي (په سول،  منطق او دليل) پسې نه ځي،  دوى يوازې د بې بنسټه انګېرنو لارويان دي؛  او يوازې تش اټکلونه کوي. (۶۶)
هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُواْ فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۶۷﴾ (الله) هغه (ذات) دى،  چې شپه يې ستاسې ارامتيا ته جوړه كړه او ورځ يې روښانه كړې ده (چې د ژوند پر چارو بوخت وسئ) بېشكه په دې كې هغو خلكو ته نښې دي،  چې اورېدونکي غوږونه لري.  (۶۷)
قَالُواْ اتَّخَذَ اللّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ هُوَ الْغَنِيُّ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَانٍ بِهَذَا أَتقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ (مشرکانو) وويل: ((الله ځان ته) زوى نيولى)) هغه (له هر ډول نيمګړتيا او اړتيا) پاك دى! هغه موړ (او غني) دى! په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي، ټول د ده دي،  تاسې ددې [ادعا] لپاره هېڅ دليل نه لرئ ايا په څه چې نه پوهېږئ،  پر الله يې (په دروغو) تړئ؟ (۶۸)
قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ ﴿۶۹﴾ ووايه : ((څوك چې پر الله دروغ تړي، (هېڅكله) بریمنېدای نشي؛   (۶۹)
مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۰﴾ (له دروغو ګټنه) په دنيا كې لږه برخمنېدا ده، بيا د دوی راستنېدل زموږ لوري ته دي، بيا به د دوی د كفر په سزا كې د سخت عذاب (خوند) وروڅكوو!)) (۷۰)
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللّهِ فَعَلَى اللّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُواْ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءكُمْ ثُمَّ لاَ يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُواْ إِلَيَّ وَلاَ تُنظِرُونِ ﴿۷۱﴾ او د نوح قيصه ور ولوله،  چې خپل قوم ته یې وويل:  ((زما قومه! كه په تاسې كې زما وسېدل او د الله په آيتونو نصيحت كول درته سخت (او د زغملو وړ نه) وي،  (څه چې مو له لاسه كېږي،  و يې كړئ) ما پر الله توكل كړى دى؛  نو خپل کار (او فكر) او د خپلو معبودانو قدرت مو راټول كړئ (داسې چې) هېڅ شی درځنې پټ پاتې نشي،  (د خپلو چارو ټول اړخونه وسنجوئ!) بيا زما په باب پرېکړه وکړئ (او ژوند مې پاى ته ورسوئ) او (يوه شېبه) مهلت مه راكوئ! (؛  خو ددې چارې وس نه لرئ.) (۷۱)
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۷۲﴾ نو كه تاسې (زما د بلنې له منلو) مخ واړاوه (؛ نو ناسم كار به مو كړى وي؛  ځكه) زه له تاسې اجر نه غواړم،  زما اجر يوازې پر الله دى او امر راته شوى،  چې له مسلمانانو [= د الله حکم ته له غاړه ايښوونکیو] څخه وسم.)) (۷۲)
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلاَئِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ ﴿۷۳﴾ نو  دوی هغه (نوح) دروغجن وګاڼه او موږ دی او په بېړۍ كې ورسره خلك وژغورل او دوى مو (د كافرانو پاتوړي او) ځايناستي كړل او چاچې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي ول،  ډوب مو كړل؛  نو وګوره څوك چې وېرول شوي وو (او الهي انذار ته يې ارزښت ورنه کړ) پايله يې څنگه وه! (۷۳)
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَآؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ بِمَا كَذَّبُواْ بِهِ مِن قَبْلُ كَذَلِكَ نَطْبَعُ عَلَى قُلوبِ الْمُعْتَدِينَ ﴿۷۴﴾ بيا موږ تر ده روسته خپل خپل قوم ته (نور) استازي ولېږل چې دوی ته یې څرګند دلایل راوړل؛  خو څه چې دوی مخكې دروغ ګڼلي وو،  ايمان یې پرې را نه ووړ،  دغسې موږ د تېري ګرو پر زړونو ټاپه وهو (چې پر څه پوه نشي) (۷۴)
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَى وَهَارُونَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُواْ وَكَانُواْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ ﴿۷۵﴾ بيا موږ تر دوی روسته موسى او هارون (دواړه روڼه) له خپلو نښو (او نهه ګونو دلایلو) سره فرعون او د ده (د قوم) مشرانو ته ولېږل؛  خو هغوى لويي وكړه (او حق ته يې غاړه كېنښووله؛  ځكه) ګناهګاره ډله وه. (۷۵)
فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُواْ إِنَّ هَذَا لَسِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۷۶﴾ نو چې دوی ته زموږ له لوري حق ورغى،  ويې ويل:  ((دا خو ښكاره كوډې دي.)) (۷۶)
قَالَ مُوسَى أَتقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءكُمْ أَسِحْرٌ هَذَا وَلاَ يُفْلِحُ السَّاحِرُونَ ﴿۷۷﴾ موسى (دوی ته) وويل:  ((ايا چې حق تاسې ته درغې (دې ته کوډې وایئ او پوښتئ)؟! ايا دا كوډې دي؟ حال دا كوډګر (هېڅكله) بريا نه مومي)) (۷۷)
قَالُواْ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاء فِي الأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ ﴿۷۸﴾ (فرعونيانو موسى ته) وويل: ((ايا ته ددې لپاره راغلی یې، چې موږ د خپلو پلرونه له لارې واړوې او په دې هېواد کې ستريا (او رياست) ستاسې د دواړو وي؟ او موږ ستاسې د دواړو [خبره] نه باوروو.)) (۷۸)
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ ﴿۷۹﴾ او فرعون وويل:  (((ولاړ شئ) او ټول پوه ګوډګران راولئ.)) (۷۹)
فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُواْ مَا أَنتُم مُّلْقُونَ ﴿۸۰﴾ نو چې كوډګران (د سيالۍ ډګر ته) راغلل،  موسى ورته وويل: ((څه (د كوډو وزلې) چې غورځولاى شئ،  و يې غورځوئ!)) (۸۰)
فَلَمَّا أَلْقَواْ قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللّهَ لاَ يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۱﴾ نو چې دوی (خپل منترونه) واچول،  موسى ورته وويل:  ((دا څه چې تاسې واچول،  كوډې دي،  چې ژر به يې الله شنډې كړي؛  ځكه الله (هېڅكله) د بدچاريو چارې نه سموي. (۸۱)
وَيُحِقُّ اللّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ ﴿۸۲﴾ او الله،  حق په کلماتو،  قدرت،  خپلو قوانینو (او کړې ژمنې) عملي كوي، كه څه د مجرمانو بد ايسي (۸۲)
فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلاَّ ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۸۳﴾ (په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل،  چې هسې نه،  و يې ځوروي؛  ځكه فرعون په ځمکې (مصر) کې یو متکبر او باغي و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې و،  چې پر هېڅ پوله نه تمېږي. ۸۳)
وَقَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِن كُنتُمْ آمَنتُم بِاللّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ ﴿۸۴﴾ او موسى وويل: ((زما قومه! كه تاسې پر الله ايمان راوړى وي او فرمان ته يې تسليم ياست؛  نو بروسه پرې وكړئ)) (۸۴)
فَقَالُواْ عَلَى اللّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۸۵﴾ ویې ویل: ((موږ يوازې پر الله بروسه لرو. پالونكيه! ظالمانو ته مو د ربړونې او ازمېښت (وزله) و نه گرځوې؛ (۸۵)
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۸۶﴾ او موږ په خپل رحمت د الله ناپېژاندو له (شره) وژغوره. (۸۶)
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُواْ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۷﴾ او موږ موسى او رور ته يې وحې وكړه:  ((په مصر كې خپل قوم ته كورونه جوړ كړئ،  چې [د امنیت په پار] يو بل ته مخامخ (او راغونډ) وي او لمونځونه وكړئ او مؤمنانو ته (د بري) زېرى وركړئ.)) (۸۷)
وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلأهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّواْ عَن سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُواْ حَتَّى يَرَوُاْ الْعَذَابَ الأَلِيمَ ﴿۸۸﴾ او موسى وويل: ((پالونكيه! تا فرعون او د قوم مشرانو ته يې د دنيا په ژوند كې ښكلا او (زښته ډېره) شتمني وركړې ده. پالونكيه! په پايله كې دوى (ستا بندګان) ستا له لارې اړوي. پالونكيه! شتمني يې تالا والا كړه او (پر حقايقو له پوهېدنې) یې سخت زړي کړه،  چې دردوونكى عذاب یې لیدلی نه وي؛  نو ايمان نه راوړي.)) (۸۸)
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِيمَا وَلاَ تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾ الله وويل: ((ستاسې د دواړو دعا قبوله شوه؛  نو ټینګ ودرېږئ او د ناپوهانو پر لار مه ځئ.))  (۸۹)
وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنتُ أَنَّهُ لا إِلِهَ إِلاَّ الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَاْ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۹۰﴾ او (په پايله كې) موږ بني اسراييل (د نيل) له سينده پورې اېستل؛  نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له لامله ورپسې شول،  ان چې (فرعون) پر ډوبېدو شو،  و يې ويل:  ((ايمان مې راووړ (په دې)،  چې بې له هغه معبود نشته،  چې بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې) ایمان پرې راوړى دى او زه له تسليم شويو ځنې يم.)) (۹۰)
آلآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۹۱﴾ (فرعون ته وویل شو:) اوس (ايمان راوړې)؟! حال دا، تا لږ وړاندې سرغړونه کوله او له سرغړاندو ځنې وې! (۹۱)
فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ ﴿۹۲﴾ خو نن ستا جوثه (له اوبو) ژغورو (او پر لوړه دې غورځوو)چې راتلونكيو ته عبرت شې! او بېشكه ډېر خلك زموږ له نښو بې پروايي کوي.(۹۲)
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُواْ حَتَّى جَاءهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۹۳﴾ او (بيا) په رښتيا موږ بني اسراييل په غوره او سمو ځايونو كې هستوګن كړل او پاک خواړه مو ور پر برخه کړل،  نو په اختلاف یې لاس پورې کړ او دا هله وو،  چې (د تورات پر احکامو او پوهاویو څه) پوهه ور پر برخه شوه،  په حقيقت کې ستا پالونکى به د قيامت پر ورځ د هغو څيزونو په اړه پرېکړه وکړي،  چې دوی پکې اختلاف کاوه. (۹۳)
فَإِن كُنتَ فِي شَكٍّ مِّمَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَؤُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءكَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۹۴﴾ نو که ته په هغه څه کې شکمن يې، چې موږ تا ته نازل كړي؛ نو له هغوى وپوښته، چې تر تا مخکې یې (اسماني) كتاب لوستی دی. په یقین حق ستا د پالونكي له لوري تا ته راغلى دى؛ نو ځکه هېڅكله له شكمنو ځنې مه وسه! (۹۴)
وَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِ اللّهِ فَتَكُونَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۹۵﴾ او له هغوى (هم) مه كېږه،  چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل،  چې له زيانكارانو به شې. (۹۵)
إِنَّ الَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۹۶﴾ (او پوه شه) په رښتینه کې هغوى چې ستا د پالونكي خبره [د عذاب ژمنه] ورباندې رښتیا شوې (او د كړنو په سزا کې يې پر سمه لار د تلو توفيق ترې اخستل شوى دى؛  نو هېڅكله) دوی ايمان نه راوړي. (۹۶)
وَلَوْ جَاءتْهُمْ كُلُّ آيَةٍ حَتَّى يَرَوُاْ الْعَذَابَ الأَلِيمَ ﴿۹۷﴾ او كه څه هم دوی ته هره معجزه راشي (ايمان نه راوړي) خو هله چې مخامخ دردناك عذاب وویني!(؛  ځكه زړونه يې د ګناهونو تورتمونو نيولي او رڼا ته د تلو لار نه لري.) (۹۷)
فَلَوْلاَ كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلاَّ قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ آمَنُواْ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الخِزْيِ فِي الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۹۸﴾ نو ولې يوې سيمې هم (په داسې وخت كې) ايمان را نه ووړ،  چې ايمان يې ورته ګټور واى؟؛ خو د يونس قوم چې كله يې ايمان راووړ (؛  نو) موږ ترې په دنيوي ژوند کې رسوا كوونكى عذاب لرې كړ او (د مرګ) تر وخته مو برخمن كړل.   (۹۸)
وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لآمَنَ مَن فِي الأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُواْ مُؤْمِنِينَ ﴿۹۹﴾ او که ستا پالونكي غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛  نو) د ځمكې ټولو وسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛  نو ايا ته خلك اړ باسې،  چې ايمان راوړي؟! (؛  نو اجباري ايمان څه ګټه لري؟!) (۹۹)
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۱۰۰﴾ او (خو) هېڅوك بې د الله له (توفيق، مرستې،  لارښوونې او) اجازې ايمان راوړاى نشي او(الله د شک،  كفر او ګناه) چټلي پر ناپوهانو اچوي. (۱۰۰)
قُلِ انظُرُواْ مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۱﴾ ووايه : ((په اسمانونو او ځمكې كې چې څه (د الله آيتونه او د توحيد نښې) دي په غړېدلو سترګو ووینئ))؛  خو دا نښې او ننګونې هغوى ته ګټورېداى نشي، چې (د ځېل له لامله) ايمان نه راوړي. (۱۰۱)
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلاَّ مِثْلَ أَيَّامِ الَّذِينَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِهِمْ قُلْ فَانتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ نو ايا دوى د تېرو په څېر،  تېرو (بدو) ورځو ته څارو دي؟! ووايه:  ((انتظار وباسئ؛  زه هم درسره له انتظار كوونكيو ځنې يم!)) (۱۰۲)
ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُواْ كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ بيا (د عذاب پر مهال) خپل استازي او مؤمنان ژغورو؛  ځکه موږ د مؤمنانو ژغورنې ته ژمن یو. (۱۰۳)
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي شَكٍّ مِّن دِينِي فَلاَ أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۴﴾ ووايه : ((خلكو! كه زما په دين (او ګروهه) كې شكمن یاست؛  نو تاسې چې د الله پر ځای معبودان لمانځئ؛  خو زه يې نه لمانځم (؛  بلكې) يوازې هغه الله لمانځم،  چې تاسې مړه كوي او حكم راته شوى،  چې له مؤمنانو ځنې وسم.(۱۰۴)
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۵﴾ او ما ته (حكم شوى چې) ځان یومخیز پر دغه دین برابر کړه (چې له هر ډول شركه خالي دى) او له مشركانو ځنې مه وسه! (۱۰۵)
وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۶﴾ او د الله پرځای هغه څه مه لمانځه،  چې ګټه او زيان در رسولاى نشي او كه داسې وكړې؛  نو په دې حال کې به له [مشرکو] ظالمانو شې. (۱۰۶)
وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلاَ رَآدَّ لِفَضْلِهِ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۷﴾ او كه الله (د ازمېينې يا د ګناهونو په سزا كې) څه کړاو درورسوي؛  نو بې له هغه يې څوک ایسته کوونکی نشته او كه كومه ښېګڼه درته وغواړي؛  نو هېڅوك يې د فضل مخه نيولاى نشي،  د هغه چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي خپل فضل) پرې لوروي او هغه لورین بښوونكى دى.)) (۱۰۷)
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ ﴿۱۰۸﴾ (ورته) ووايه:  ((خلكو! په رښتيا تاسې ته د خپل پالونكي له لوري حق راغلى دی؛  نو چا (یې) چې (په رڼا كې) سمه لار خپله کړه؛  نو يوازې یې د ځان (پر ګټه) سمه لار ومونده او څوك چې بېلارې شو؛  نو یوازې په خپل زيان بېلارېږي او زه پر تاسې څارن نه يم.)) (۱۰۸)
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ او (یوازې) دهغه څه لاروي وکړه،  چې وحې يې درته کېږي او زغمناک وسه،  چې الله (د بريا) پرېکړه وکړي او هغه ډېر غوره پرېکړه کوونکى دى. (۱۰۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!