تبلیغات

په دې ويينه کې د قرآني آيتونه په رڼا کې د انسان پنځونه اوڅار شوې، چې د طبي څانګو زده کړيالان د امبريالوژي (( جنين پوهنې)) په برخه کې ترې ګټنه وکړاى شي . دلته مو د تفسير نمونه له ((11))، ((۱۴)) او ((۱۷)) ټوکونو مطالب راغونډ او ژباړلي دي او تمه ده د نوي […]

په دې ويينه کې د قرآني آيتونه په رڼا کې د انسان پنځونه اوڅار شوې، چې د طبي څانګو زده کړيالان د امبريالوژي (( جنين پوهنې)) په برخه کې ترې ګټنه وکړاى شي .

دلته مو د تفسير نمونه له ((11))، ((۱۴)) او ((۱۷)) ټوکونو مطالب راغونډ او ژباړلي دي او تمه ده د نوي کهول طبي زده ګړيالان د ديني سمې پوهېدنې په رڼا کې د هېواد د بيارغاونې په بهير کې د هېوادوالو د روغتيايي چارو په سمونه کې کارنده ونډه ولري .

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ (حجر/۲۶) =  او په يقين انسان مو د کړنګېدونکي توکي له بوی ناکې تورې خټې پيدا كړ))

او په حقيقت کې موږ انسان د بویناکې تورې خټې له وچ کودړې پيدا کړه . قرآن مجيد د انسان د خلقت په باب په لنډه تېر شوى؛ځکه موخه يې روزنيز مسايل دي او ددې ويينې مثالونه ،په ((سجده ))، ((مؤمنون))، ((ص)) او نورو سورتو نوکې هم راغلي دي .

البته پوهېږ و، چې قرآن د طبيعي علومو يو کتاب نه ؛بلکې د انسان سازۍ کتاب دی ؛نو ځکه تمه دې و نه لرو،چې :

په طبيعي علومو پورې اړوند جزئيات (لکه تکامل،اناتومي، جنين پوهنه ،ګياه پېژندنه …) پکې اوڅار شي ؛خو دا به ددي خنډ نه وي،چې د روزنيزو ويينو په انډول په قرآن کې ددې علومو ځينو برخو ته لنډه اشاره ولرو.

ددې لنډې سریزې په پامنيوي، پکار ده، چې پر دووڅيزونو ويينه ولرو:

١- له علمي پلوه د انواعو تکامل .

٢-د قرآڼ له ليدلوري د انواعو تکامل.

په لومړۍ ويينه کې بې له آياتو او رواياتو يوازې د طبيعي علومو په ځانګړو کچو پر مساله بحث کوو .

پوهېږو، چې د طبيعي علومو پوهان د ژوندي موجوداتو (بوټو، څارويو ) په هکله دوه فرضيې لري:

الف : ترانسفورميزم يا د انواعو د تکامل فرضيه ،چې وايي: په پيل کې ډول ډول ژوندي موجودات، په اوسنۍ بڼه نه ول؛ بلکې په يو ټوپ د وحیدالحجروي موجوداتو پيل د سمندرونو د تل په جبو کې پيدا شول؛ يعنې بې ساه موجودات په ځانګړیو شرايطوکې واقع شول ،چې لومړني ژوندي حجرات-ژوندینکې ترې وپنځېدل.

دې ژونديو ذره بيني موجوداتو سوکه سوکه تکامل وموند او بڼه يې له يو ډول نه پر بل ډول واوړېده، له سمندرونو ځنې بیدياوو او له دې ځايه هوا ته ولېږدول شول او ډول ډول بوټي او ډول ډول اوبني او ځمکني څاروي او مارغان رادبره شول .

دا ننني انسانان ددې تکامل خورا مکمله او پوره کړۍ،چې له ميمونه ورته موجوداتو او ورپسې انسان ډولي ميمونونه، راښکاره شول.

ب : ((فيکسيزم )) يا د (( انواعو د ثبوت )) فرضيه ،چې وايي: په پيل کې ډول ډول ساه کښ، هر يو په همدې اوسنۍ بڼه راښکاره شوي او بيخي يو ډول پر بل ډول اوختى نه دى او طبيعي ده، چې انسان هم خپلواک پيدايښت درلود،چې له پيله پر همدې بڼه پنځول شوى دى .

د دواړو لوريو پوهانو،د خپلې ګروهې ثبوت ته پرېمانه مطالب کښلي او په علمي ډګرونو کې يې پرې جګړې او شخړې هم کړې دي .

دا جګړې هله سختې شوې ،چې لامارک[1] او بيا ډاروين[2] د ((انواعو د تکامل)) په باب نوي دلايل راوړاندې کړل .

خو بېشکه چې د طبیعي علومو په ډګر کې ډېرى پوهان د تکامل د فرضيې پلويان دي .

***

د تکامل د پلويانو دلايل :

دلايل يې په درېيو برخو کې رالنډوو:

( لومړى) :

د تېرو ژونديو موجوداتو پر اسکلټونو او فوسيلونو له څېړنو يې دلايل راوړي ګروهن دي ،چې د ځمکې د بېلابېلو پوړيو څېړنې ښيي،چې ژوندي موجودات له خورا ساده بڼو، خورا پېچليو او پوره بڼو ته رااوختي دي.

يوازې د تکامل په فرضيې د فوسيلونو ترمنځ اړپېچ او توپير تفسيرولاى شو.

(دويم ) :

له ((پرتلېزې تشريح)) يې لاسوندنه راټول کړي او د اوږدو ویینو په ترڅ کې وايي:

د بېلابېلو څارويو اسکلټونه، چې يو له بل سره پرتله کړو؛ نو ډېر ورته والى پکې وينو، چې ښيي ټول له يوه آر او اصله راولاړ شوي دي .

( درېيم ) :

له ((جنين پوهنې)) يې قرائن ترلاسه کړي او  ګروهن دي :

که څاروي په جنيني حال ( چې لازم تکامل يې کړى نه وي ) يو د بل ترڅنګ کېدو؛نو و به وينو،چې تر تکامل مخکې جنينونه د مور په ګېډه يا د هګۍ په دننه کې څومره يوله بل سره ورته والى لري،دا هم تاييدوي ،چې په پيل کې داټول له يوه آره  اخستل شوي دي .

د انواعو د ثبوت د پلويانو ځوابونه :

خو د انواعو د ثبوت د فرضيې پلويان دې ټولو دلايلو ته يو ټوليز ځواب لري او هغه داچې :

له دې لاسوندونو يو هم قانع کوونکى نه دى؛ البته منکرېداى نشو، چې له دې درې ګونو قراينو هر يو،په ذهن کې د تکامل احتمال د (( ګوماني احتمال)) په نوم  مخونه ورکولای او تفسيروي ؛خو ډاډمن به نه وي .

په څرګنده توګه،د تکامل د فرضيې ثبوت او د يوې فرضيې له بڼې يې پر يوه علمي او غوڅ قانون اړول يا بايد د عقلي دليل له مخې وي او يا د ازمېښت حس او تجربې له لارې او بې له دې دوو لارو بله لار نشته .

خو پوهېږو، چې دې مسايلو ته عقلي او فلسفي دلايل څه لار نه لري او بلخوا دې مسايلو ته د ازمېښت او تجربې لاس هم لنډ دى،چې جوړې يې په ميليونونو کلونو مخکې پټې دي !

خو څه چې په حس او تجربه درک کوو، دادى چې د زمانې په تېرېدو په څارويو او بوټوکې په ټوپ ((میوټيشن)) سرسري بدلونونه راځي؛لکه په عادي پسونو کې ناڅاپه يو ورى زيږېږي،چې وړۍ يې د عادي پسه له وړۍ سره تو پيرلري،چې دا په پسونو کې د (( مرينوس)) د ځوځات سرچينه ګرځي .

او يا داچې د ټوپ له لامله د ځينو څارويو، د سترګو رنګ سومان يا يې د بدن پوټکى ادلون مومي .

خو تر اوسه هېچا داسې ټوپ ليدلى نه دى ،چې د حيوان د بدن په اصلي غړيو کې مهم بدلون رادبره کړي يا يو ډول پربل ډول واړوي .

نو ځکه موږ يوازې حدس وهلاى شو،چې شونې ده ،يوه ورځ د ټوپونو راغونډېدل د څاروي له تغييره سر راپورته کړي، د بېلګې په توګه خځنده څاروي پر مارغانو واړوي ؛خو دا يو پرېکنده حدس نه دی ؛ بلکې يوګوماني حدس دى ؛ځکه تر اوسه مو په حس او تجربه ليدلي نه دي ، چې ټوپونه په اصلي غړيو کې ادلون بدلون راوړى وي .

له تېرو پايله اخلو چې :

د ((ترانسفورمېزم)) دپلويانو درې ګوني دلايل دا نظريه د يوې فرضيې له بڼې ورهاخو کولاى نشي او له همدې کبله هغوى چې په ځير پر دغسې مسايلو بحث کوي ؛نو دا نظريه د (( انواعو د تکامل فرضيه)) بولي؛ نه قانون او آر .

 

 

[1] ( فرانسوي مشهور څاروى پوه،  چې د ١٨ پېړۍ په پاى او د ١٩ پېړى په سر کې اوسېده )

[2] (( انګليسي څاروى پوه ،چې په نولسمه پېړۍ کې وسېده )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!