د انساني ژوند اوه ګوني پړاوونه حج : ٥ آيت :(( يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى […]
د انساني ژوند اوه ګوني پړاوونه
حج : ٥ آيت :(( يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ = خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ،چې) موږ تاسې له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)،بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز] ،چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم، چې [خپل قدرت] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت قادر يو) او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا مو د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده،چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ،په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي،چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پرهېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه او شاړه وينې؛ خو چې كله باران پرې ووروو (؛ نو) وخوځېږي او راډډه شي او هر ډول ښکلي بوټي راټوكوي.))
حج : ٦ ٦ آيت : ((وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ = او دی هغه ذات دى، چې ژوندي يې کړئ، بيا مو مړه كوي، بيا مو (په قيامت کې) راژوندي كوي، په رښتيا انسان ډېر ناشكره دى.. ))
(( وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ(حج/۷) = او دا چې قيامت راتلونكى دى [او] شك پكې نشته او الله هرومرو خلک له قبرونو راپاڅوي.))
دې آيتونو، د انسان حرکت په يو اوه پوړيزه پېر کې تشريح کړی دی :
لومړى پړاو :هغه مهال ،چې خاورې و.
شونې ده ،چې دلته له خاورې مراد هغه خاوره وي ،چې آدم ترې پيداشو او هم شونې ده،چې دې ته اشاره وي ،چې ګردسره انسانان له خاورو دي؛ځکه ټول خواړه،چې څاڅکى ( نطفه) جوړوي او ورپسې تغذيه کوونکي مواد يې له خاورو اخستل کېږي .
البته ،بېشکه د انسان د بدن د پاموړ برخه له ((اوبو))او يوه برخه له ((اکسيجن))او (( کاربن )) څخه جوړه شوې ده،چې له خاورو اخستل شوې نه ده؛ خو داچې د بدن دګردو غړيو اصلي ستنې له خاورينو موادو جوړ شوي دي ؛ نو دا تعبير ، بيخي سم دى ،چې : انسان له خاورې دى.
دويم پړاو: د څاڅکي يا نطفې پړاو دى .
ددې ساده او ناڅيزه موجود خاوره او له حس ،حرکت او ژوندونه تشه، پر څاڅکي او مړي، هغه څاڅکى ،چې له راز ونو ډک ذره بيني ژونديو موجوداتو ځنې جوړ شوى،چې په نارينه کې ((سپرم )) او په ښځه کې (( اووم)) نومول شوى دى . دا لا مبو وهوونکي ذره بيني موجودات ، دومره واړه دي،چې شونې ده، د يو تن نارينه په څاڅکي کې په ميليونونو ((سپرمونه )) وي!
په زړه پورې خوداچې معمولاً انسان تر زوکړې روسته يو آرام او تدريجي حرکت لري؛ يعنې يو ((کمي تکامل )) وهي، حال داچې په ذيلانځ ( رحم) کې چټک ټوپونه او (( کيفي بدلون)) لري.
په زيلانځ کې پرله پسې او هېښنده تحولات ،دومره عجيب دي؛ لکه يو ساده پرپرکى پر يوې الوتکې واوړي! ،چې څو مياشتې روسته نن امبریولوژي (جنين پوهنه) د يوې پراخې پوهې بڼه خپله کړې او د دې علم ،پو هان بريالي شوي،چې جنين په بېلابېلو پړاوونو کې وڅېړي او پټ رازونه يې راوسپړي او په اړه يې ډېرى عجايب رابرسېره کړي.
په درېيم پړاوکې،څاڅکي د (( علقې)) پړاو ته رسي او حجرات يې د يو بې شکله (( توت)) په څېر ( د پړندې وينې په توګه ) يو د بل تر څنګ وي ،چې په علمي ژبه کې (( مورولا)) نو مېږي .
تر لنډې مودې روسته ،تشه ويشل کېږي ،چې د جنين د برخو د ويش پيلامه ده ( او جنين ته په دې پړاو کې (( لاستولا)) وايي )
په څلورم پړاو کې، جنين لږ لږ ، د ژول شوې غوښې بڼه اخلي ؛خو د بدن غړي پکې مشخص نه وي.
خو ناڅاپه د (( جنين)) په پوټکي کې بدلونونه راپيداکېږي او بڼه يې هغه متناسب چار ته اوړي ،چې بايد و يې کړي او لږ لږ د بدن غړي راښکاره کېږي؛ خو هغه جنينونه ، چې له دې پړاوه تېر نشي او هماغسې په خپلې پخوانۍ بڼې او يا نيمګړي پاتې شي، غورځېږي او له ليکې وځي. شونې ده،چې د (( منخلقة وغير مخلقة)) غونډله دې پړاو ته اشاره وي؛ يعنې ((کامل الخلقه )) او ((غير کامل الخلقه )) [ پوره پنځونه اونيمګړې پنځونه ] په زړه پورې داچې قرآن ددې څلورو پړاوونو په يادولو پسې د (( لښين لکم)) غونډله راوړې،دې ته اشاره ده چې : دا چټکې او هېښنده اوړېدنې ،چې لاملېږي،چې داوبو يو کوچنى څاڅکى په پوره انسان اوړي، پر ټولو څيزونو د خداى پر قدرت يو څرګند دليل دى .
بيا يې تر زوکړې روسته د جنين پنيځم، شپږم او اووم پړاوونو (؛يعنې وړکتوب، بلوغ، او زړښت) ته اشاره کړې ده .
دا ټکى د يادولو وړ دى،چې : له خاورې د يو ژوندي موجود په بڼه د انسان پيدايښت،پخپله يو ستر ټوپ دى او د جنين بېلابېل پړاوونه ،پرله پسې ټوپونه شمېرل کېږي او هم له موره د انسان زوکړه،پخپله يو مهم ټوپ دى او د بلوغ او زړښت پړاوونه هم ټوپ شمېرلېږي .
په پورته آيت کې له (( قيامت)) ځنې د (( بعث)) تعبير؛ لکه چې د ټوپ همدې مفهوم ته اشاره وي ،چې په قيامت کې هم ترسره کېږي.
دې ټکي ته هم اشاره اړينه ده :
داچې قرآن د جنين د بېلابېلو پړاوونو په باب خبرې کوي ؛ خو هغه مهال نه ((جنين پوهنه امبريالوژي)) وه او نه خلکو د دوه ځانيتوب په هکله پاموړ معلومات درلودل،چې داچاره پخپله يو ژوندى ګواه دى ،چې دې ستر کتاب له وحې او طبيعت هاخوا نړۍ سرچينه نيولې ده .
ارذال العمر: (( ارذل)) له (( رذل)) څخه اخستل شوى؛ پټ،ناکاره او نامطلوب څيز ته وايي او له (( ارذل العمر)) نه مراد د انسان د عمر ناکاره وخت دى، چې ښه بوډاتوب ته رسي ا و د قرآن په وينا خپلې پوهې بيخي له لاسه ورکوي او د يو کوچني په څېرېږي.
په هرحال ، د عمر په دې برخه کې بايد خداى ته پناه يوسو او هم ددې کلونو يادونه اړينه ده،چې له غفلته مو را وباسي ،چې: په پيل کې څه وو ! اوس څه يو؟ او په ګانده کې به څه شو ؟!
((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ -ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ -ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ -ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ -ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ [1]= او په رښتيا موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى؛ بيا مو د یوه څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [=زيلانځ] كې كېښود؛ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ نو بيا مو دا (علقه) پر مضغه [= د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څيز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بیا مو په یوه بل جوړښت کې پيدا كړ؛ نو مبارک دى هغه الله چې خورا ښه پنځګر دى. تاسې تر دې (پړاوونو) روسته هرومرو مرئ؛ بيا هرو مرو د قيامت پر ورځ راپاڅول كېږئ.))
[1] مؤمنان : ١٢ -١٦ آيتونه