۲۱ ـ باید په خپل زړه کې هم خلکو ته اړتیا وننګېرې او هم ترې مړه خوا توب : په پستو خبرو او ورین تندیتوب کې ورته اړتیا او په حیثیت او پت ساتنې کې مړه خوا توب[1]. ۲۲ ـ نه پر (خلکو) غوسه وکړئ او نه (څوک) غوسه کړئ، پر ګردو سلام واچوئ او […]
۲۱ ـ باید په خپل زړه کې هم خلکو ته اړتیا وننګېرې او هم ترې مړه خوا توب : په پستو خبرو او ورین تندیتوب کې ورته اړتیا او په حیثیت او پت ساتنې کې مړه خوا توب[1].
۲۲ ـ نه پر (خلکو) غوسه وکړئ او نه (څوک) غوسه کړئ، پر ګردو سلام واچوئ او خوږ ژبي وسئ ( او پاکې خبرې وکړئ) .
۲۳ ـ له کریم او باعزته انسان سره چې لورنه او مینه وشي، نرمېږي او پر لئیم او پست چې پېرزوینه وشي، سخت زړی کېږي.
۲۴ ـ ایا حقیقي دینپوه دروښیم؟ رښتونی دینپوه هغه دی، چې خلکو ته په ګناه کې ازادي ور نه کړي او له الهي رحمته یې نهیلي نه کړي او د خدای له ناڅاپي سزا یې بې غمه نه کړي . د نورو چارو په پار له قرآنه لاس وانخلي. په هغه عبادت کې څه خیر نشته، چې ښندنه ورسره نه وي او بې اندې پوهه ګټوره نه ده او قرآن چې په ځیرنه او تامل ونه لولې؛ نو خیر پکې نشته.
۲۵ ـ سکه، کله چې خدای تعالی خلک ( په قیامت کې) راټول کړي، یو غږ به وشي: خلکو! نن له تاسې هغه خدای ته ډېر ورنژدې دی، چې له خدایه ډېر ډارېده او هغه د خدای درشل ته ورګران دی، چې کړه وړه یې ښه ول او هغه د خدای پر وړاندی لوړ مقامی دی، چې په رغبت او مینه یې خدای ته ډېر کار کړی وي او درشل ته یې له تاسې هغه ډېر عزتمن او ګران دی، چې خورا پرهېزګار ( او ځانساتی) وي.
۲۶ ـ هغو خلکو ته هېښنده یم، چې د ناروغۍ له وجهې له شکمنو خوړو ډډه کوي؛ خو د اور له ډاره له ګناه ځان نه ساتي!؟
او له هغو هم چې په خپلو پیسو مریان پېري؛ خو په احسان آزاد وګړي نه پېري!؟
بیا یې وویل: په رښتیا د نېکۍ او بدۍ حقیقت په خلکو پېژندل کېږي، که غواړې نېکي وپېژنې؛ نو نېکچاری وسه ، چې نېکچاري وپېژني او که غواړې بدي وپېژنې؛ نو بدي خپله کړه، چې بدچاري وپېژنې.
۲۷ ـ په رښتیا، له دوو څيزونو درباندې ډارېږم: اوږدې هیلې او د ځاني غوښتنو لاروي؛ اوږدې هیلې آخرت (درنه) هېروي او ځاني غوښتنې د حق د لارې خنډ دی .
۲۸ ـ حضرت علي (ک) په بصره کې د (( وروڼو) په اړه وپوښتل شو، ورته یې وویل: وروڼه دوه ډوله دي: یو ډاډمن او (ثقه) او بل ظاهري ( چې یوازې په معاشرت او لیده کاتو کې ورسره مخېږو) . ډاډمن وروڼه، پناه ځی، لاس وپښې، خپلوان او شتمني ده؛ نو پر کوم ورور، چې ډاډمن یې، مال او مرسته دې ترې مه سپموه ، له دوست سره یې دوست او له دښمن سره یې دښمن وسه ،راز یې وساته، نیمګړتیاوې یې پټې کړه او نېکي یې رابرسېره کړه؛ خو پوښتونکیه! پوه شه چې دوی ډېر لږ دي .
خو ظاهري وروڼه؛ داچې له شتونه یې برخمنېږې او له ناستې ولاړې یې خوند اخلې او پرې خوښېږې؛ نو ځکه دا خوند له لاسه مه ورکوه [ او اړیکه ورسره مه پرې کوه] او تردې ورهاخوا هیلمن ورته مه وسه، چې تر هغې ورین تندي او خوږ ژبې وي؛ نو ته هم همدغسې ورسره وسه.
۲۹ ـ د خپل دوست له دښمن سره دوستي مه کوه، چې له خپل دوست سره به دې دښمني کړې وي.
۳۰ ـ په بدګومانۍ د ورورۍ اړیکه مه پرې کوه او بې ګیلې ترې مه بېلېږه [چې څومره کړای شې له ځانه یې راضي او دوستي له منځه مه وړه].
۳۱ ـ ښایي مسلمان له درېیو تنو سره له ملګرتوبه ډډه وکړي: فاجر ( په دین کې بې بندو بار او ګناهکار)،احمق او دروغجن؛ فاجر خپلې کړنې ښې درته ځلوي او ښه یې ایسې، چې په څېر یې شې او په دیني او اخروي چارو کې دې لاسنیوی نه کوي؛ ملګرتوب یې د جفا او سخت زړۍ لاملېږي او ورته ورتلل دې د شرم او ننګ لامل ګرځي؛ خو احمق ( د لنډ فکرۍ په پار) نه د خیر لار درښیي او نه هیله ترې کېږي، چې بدي او شردر نه واړوي، که څه په دې لار کې ډېره هڅه کوي او کله د ګټې در رسولو پر ځای زیان در رسوي؛ نو د دغسې ملګري مرګ تر ژونده غوره دی، چوپتیا یې له خبرو اترو ښه ده، او لرېوالی یې تر ورنژدېدو ډېر ښه دي.
خو دروغجن، په رښتیا چې معاشرت او ناسته پاسته به دې خوندوره ورسره نه وي، ستا خبرې به نورو ته او د نورو به تاته در وړي، یوه کیسه به درته ووایي او بله به پیل کړي، تر دې چې په رښتیاوو یې هم باور نه کېږي، په خلکو کې دښمني رادبره کوي او په زړونو کې کينې شیندي، (؛ نو د دې ډول وګړیو په اړه) له خدایه وډارېږئ او ځان ته مو پام وي.
۳۲ ـ له عقلمن سره دې ملګرتوب څه باک نلري، که څه سخي او د ورکړې والا نه وي، په دې شرط، چې له عقله یې ګټه واخلې او له بدو خویونو یې ځان وساتې. سخي ملګری هم له لاسه مه ورکوه، که څه له عقله یې څه ګټه نه تر لاسه کوې، ته په خپل عقل له سخا او ورکړې یې ګټنه وکړه؛ خو چورلټ به له پست او لئیم احمقه ځان ساتې [؛ځکه نه عقل لري او نه سخا]
۳۳ ـ صبر (مقاومت) درې ډوله دی: پر کړاو او مصیبت صبر ( چې د مصیبت په دباو او فشار کې له پښو را و نه غورځي، ځان و نه وژني، نهیلي او له کاره زړه توري یې انزوا او لېونتوب ته رانه کاږي) پر طاعت صبر (دا چې د حق اطاعت او ځاني سرښندنه غواړي ، یا له ستونزو، سختیو او نادودو سره د مخامخېدو پر مهال و نه ډارېږي او د غره په څېر ودرېږي) او پر ګناه صبر ( چې د شهوت، غوسې او دبدبې پر وړاندې یې ونه ښویېږي)
۳۴ ـ څوک چې ځان له څلورو څيزونو بچولای شي؛ نو کله به هم پیکه پېښې ونه ویني، وپوښتل شو، چې کوم دي؟
ویې ویل: بیړه، ځېل، ځان ستر ګڼل او سستي (لټي).
۳۵ ـ کارونه درې ډوله دي: فرایض، فضایل او ګناهونه؛ فرایض د خدای حکم دی، اراده، رضا ، علم او تقدیر یې دی (البته دا ډول تقديرونه په زور نه دي او د انسان په خوښه او اختیار ترسره کېږي)، بنده به (هرومرو) دا چارې کوي او د خدای له عذابه به ژغورل کېږي .
فضایل د خدای حتمي حکم نه دی، یوازې اراده، رضا، علم او تقدیر یې دی، څوک یې چې په خپله خوښه وکړي؛ نو له الهي ثوابه برخمنېږي.
ګناهونه؛ نه د خدای حکم دی ،نه یې اراد ده او نه یې رضا ده؛ خو په علم او تقدیر کې یې شته، چې دا یې په خپل وخت کې مقدرکړي؛ نو بنده په خپله خوښه ګناهونه کوي ؛ نو خدای یې په پار سزا ورکوي؛ ځکه خدای ترې منع کړی و؛ خو ده کولې.
۳۶ ـ خلکو! په واقع کې خدای د هر نعمت په مقابل کې یو حق لري، چا چې ادا کړ، نعمت يې ورزیاتوي او څوک چې پکې لنډون وکړي؛ نو نعمت له زوال سره مخامخوي او په بیړه به د سزا لوري ته وردرومي؛ نو باید خدای مو له نعمتونو اندېښمن وویني ( په شکر کې له لنډونه اندېښنه) لکه چې له ګناهونو مو ډارن ویني.
۳۷ ـ څوک چې تنګلاسی شي او تنګلاسي د ځان په باب د حق پېرزوینه ونه ګڼي؛ نو هغه ثواب به یې تباه او له منځه وړی وي، چې هیله یې کېده ( چې په صبر بېوزلي د نفس د بشپړتیا او د مقام د لوړتیا لاملېږي) او پر چا چې خدای پراخي او سوکالي راولي او دا يو پټ دام ونه بولي، چې خدای د ده غافلګېرۍ ته ورایښی؛ نو یوه خطرناکه مساله یې ساده ګڼلې ده.
۳۸ ـ خلکو! له خدایه یقین وغواړئ او عافیت ( له سختیو خلاصون) چې عافیت اوچت نعمت دی او یقین غوره څیز دی، چې په زړه کې پاتېږي . زیانکار هغه دی، چې دیني زیان یې لیدلی وي [دین یې ټکنی شوی وي] او باید پر هغه حسرت وخوړل شي، چې له ښه یقینه برخمن شوی دی.
۳۹ ـ هغه د ایمان خوند څکي، چې پوه شي، څه چې وررسېدلي، شونې نه وه ور ونه رسي او څه چې وررسېدلی نه دي، شونې نه ده ورورسي [؛ یعنې پر الهي تقدیر دې پوره ګروهن وي].
۴۰ ـ مؤمن ته تردې سخت ازمېښت نشته، چې له درېیو خویونو بې برخې پاتې شي، وویل شول: کوم خویونه؟ ویې ویل: په مال کې ( له وروڼو سره) مساوات، د نورو په باب له انصافه کار اخستل او د خدای ډېر یادول؛ خو نه یوازې سبحان الله او الحمدالله ویل؛ بلکې په حرامو او حلالو کې خدای په پام کې نیول.
۴۱ ـ څوک چې په دنیا کې څه ورته بس دي، پرې خوښ وي؛ نو ډېر لږ څیز (هم) کفایت ورته کوي او څوک چې څه ورته بس وي؛ خو خوښ پرې نه وي؛ نو د دنیا هېڅ څیز به یې تنده ماته نه کړي.
۴۲ ـ مرګ ته غاړه ږدم؛ خو خواري او ذلت بېخي نه منم! صبر او نه تروري او بېتابي (موږ چې په خپل بدن کې د پیاوړي روح درلودونکي یو، مرګ ته په مینه ښه راغلاست وایو او ذلت ته غاړه نه ږدو، په ستونزو کې سم مقاومت کوو او بې صبرېږو نه).
دنيا دوه ورځې ده: یوه ورځ دې پر زیان ده او یوه ورځ دې پر ګټې. هغه ورځ دې چې پر ګټې ده؛ نو مه نېشه کېږه او ځان مه ورکوه او هغه ورځ دې چې پرزیان ده؛ نو غم مه خوره ؛ ځکه په دواړو کې ازمېیل کېږې.
۴۳ ـ په احسان یې ایل کړه.
۴۴ ـ د مؤمن په اخلاقو او طبیعت کې غوړه مالي او کینه نشته؛ خو د پوهې په تر لاسه کولو کې ( چې شونې ده استاد ته چاپلوسي وکړي یا د خپل سیال په پرمختګ کینه ورسره پیدا شي).
۴۵ ـ د کفر ستنې څلور دي : زړه تړل، ډارېدل، نارضایي او غوسه .
۴۶ ـ صبر او استقامت د موندنې کونجي ده او بریا په زغم وي، هرې غوښتنې ته وخت او شرایط وي، چې د تقدیر لاس یې خوځوي ( او چې وخت یې راورسي سریزې یې ورته چمتو کوي.)
۴۷ ـ ژبه د تلې (پله) ده، چې ناپوهي یې سپکوي او عقل یې درنوي. ( ناپوهه کړتن دی اوعقلمن لږې خبرې کوي.)
۴۸ ـ څوک چې په ناحقه خپله غوسه سړوي، خدای به په حقه د خوارۍ خوند وروڅکي، په رښتیا خدای د هغه کار دښمن دی، چې نه یې خوښېږي.
۴۹ ـ څوک چې له خدایه خیر وغواړي، نه سرګردانېږي او څوک چې سلا مشوره کوي، نه پښېمانېږي.
۵۰ ـ سیمې او ښارونه له هېواد سره د مینې له امله ابادېږي.
[1] [احمدجنتي :باید دې حقیقت ته یې ورپام وي ،چې یوخوا د ټولنې غړي او جلا ترې نه دی او بلخوا وګړه او پت لري ، چې ددې او هغه په احسان کې راګېر نه دی ؛خو نه ښایي د اړتیا ننګېرنه د پستۍ او خوارۍ او همداراز نه ښایي ، چې د مړه خواتوب ننګېرنه تر يو تندي راولاړه کړي]
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com