تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ روغ او ناروغ زړونه حضرت علي (ک)، امام حسن (رض) ته کاږي: فانى اوصيك بتقوى الله اى بنى و لزوم امره و عماره قلبك بذكره و الاعتصام بحبله. و اى سبب اوثق من سبب بينك و بين الله ان انت اخذت به؟ احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

روغ او ناروغ زړونه

حضرت علي (ک)، امام حسن (رض) ته کاږي:

فانى اوصيك بتقوى الله اى بنى و لزوم امره و عماره قلبك بذكره و الاعتصام بحبله. و اى سبب اوثق من سبب بينك و بين الله ان انت اخذت به؟ احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت

«زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله سره دې ډاډمنه وزله ده؛ که منګولې پرې ښخې کړې؟»

دا زوی ته د علي (ک) ړومبي وصیتونه دي.

رحمان بابا وايي :

چې تقوی دیانت نه لري رحمانه

ددې هسې همنیشنو نشین مه شه

د «تقوی» لنډه مانا

یو ډول دنننی ساتونکی د «تقوا» لنډه مانا ده. که یو انسان ددې دننني ساتونکي درلودونکي نه وي، یو دباندېنی ساتونکی به ورته ګټور نه وي.

ټولې موعظې، یادونې، امر و نهې هله ګټورېږي، چې انسان له دننه امر کوونکی یا نهې کوونکی ولري:

من لم يجعل له من نفسه واعظا، فان مواعظ الناس لن تغنى عنه شيئا (بحار الانوار:۷۸ټ،۱۷۳مخ)

په واقع کې همدا دنننی امر و نهې کوونکی دی چې بهرنی حکم مني او انسان ته کار وراسانوي، چې بې له دې استازي، دیني مشران، او بزرګان چې هر څه ووایي، نا اورېدلي او نااغېزمن پاتېږي. د تقوی اغېزې ډېرې او درجې یې بېلابېلې دي. د تقوی مراتب پر الهي احکامو له عملي کولو پېلېږي او تر روستي پړاوه، چې په حقیقت کې الهي قرب دی، غځېږي. په قرآن کې هم له انسانانو دوه ډوله تقوی غوښتل شوې ده. په یوه ځای کې وایي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ (التغابن/۱۶)

اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ (آل عمران/۱۰۲)

رحمان بابا وايي :

چې تقوی او دیانت یې شي په بهره

دهغو د سعادت ستوري قرین دي

 

د الهي تقوا د حق پوره کول، د تقوی روستۍ مرتبه ده او تر خپلې وسې وسې تقوا خپلول یې، ړومبی مرتبه ده او د دواړو ترمنځ، ډېرې مرتبې او منزلونه دي. له امام صادق (رح) روایت شوی:  تقوا درې درجې لري: ړومبی تقوای بالله؛ د خلافو پرېښوول، چې د شبهاتو له پرېښوولو اوچته ده او دا خاص الخاص تقوا ده. دویمه، له خدایه تقوا ده چې د شبهاتو پرېښوول چې د حرامو له پرېښوو اوچته ده او دا خاصه تقوا ده او درېیمه تقوا؛ د عذاب له ډاره تقوا ده، چې د حرامو برېښوول دي او دا د عامو تقوا ده[1].

ورپسې یو ښکلی مثال راغلی دی:

«تقوا په یو ښار کې د بهېدلو اوبو په څېر ده او دا درې ګونې درجې، د هغو ونو په څېر دي چې د ویالې پرغاړه راټو کېږي. هر ونه د خپلې جرړې او اصل له مخې له ویالې ځانګړې اندازه اوبه روي….؛ نو ځکه تقوا د طاعاتو لپاره داسې ده لکه اوبه چې ونو ته وي او د ونو او مېوو طبیعت د رنګ او خوند له اړخ د ایمان له اندازو او کچو سره ورته دی[2]

رحمان بابا وايي :

باړه وتړه هاله کښت و زراعت کړه

تقوی دار شه هاله طمع د جنت کړه

 

د زړه ډولونه؛ اباد او ویجاړ زړونه یا د قرآن په تعبیر روغ او ناروغ زړونه

د علي(ک) ورپسې خبره داده چې زړونه د خدای په یاد او پر الهي دین باندې پر منګولو لګولو ابادېږي . د علي (ک) په کلام کې دا ټکی نغښتی، چې په خلکو کې دوه ډوله «زړونه» دي؛ اباد زړه او ویجاړ زړه. د زړه ابادولو شرط دادی، چې په زړه کې یې د خدای یاد او ذکر کېني.

د زړه له ابادۍ او ویجاړۍ بېلابېلې انګېرنې انځورولای شو. د یوې ساده او ړومبی انځورنې له مخې، که یو څیز اجزاوې ولري او خپرې ورې شي؛ نو ورانی رادبره کېږي او که اجزاوې یو د بل ترڅنګ شي او څیز په ړومیی بڼه واړوي، د ورانۍ ځای ابادي نیسي.

مولوی د پاچا او مینزې په قصه کې همدا تعبیر کاروي؛ وایي کله چې پاچا پر مینزې میین شو او ویي پېرله، مینزه ناروغه شوه او طبیبان یې له درملنې بیوسې شول. بیا مینزې ته الهي طبیب راغی او واقعي درد یې تشخیص کړ او :

گفت هر دارو كه ايشان كرده‏اند        آن عمارت نيست ويران كرده‏اند

بى خبر بودند از حال درون        استعيذ الله مما يفترون‏

(مثنوى، لومړی دفتر 105 -104 بیتونه)

یعنې درد ناپېژاندو طبیبانو د ابادۍ او جوړونې پر ځای ورانی کړې؛ ځکه د چار حقیقت یې نه دی پېژندلی، جاهلانه ورسره چلېدلی او په خپل ګومان او وهم یې په درملنې لاس پورې کړ؛ نو ځکه یې ناروغي لا ډېره کړه.

تر هغه چې څوک د انسان د زړه او روح جوړښت ونه پېژني، اجزاوې، خواړه او درمل یې ونه پېژني او د زړه د ناروغیو له ډولونو ناخبره وي؛ نو البته د زړه د ابادۍ او روغتیا په هکله سمه خبره نشي کړای. ابادي او وراني، د روغتیا او ناروغۍ انډول دي. دا دواړه تعبېرونه په قرآن کې راغلي. خدای په قرآن کې ناروغ زړونه او هم روغ زړونه ښوولي دي:

فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضًا(بقره/۱۰) = په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده او خداى يې ناروغي لاپسې زياته كړه.

يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ(شعراء/۸۸) = پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (شعراء/۸۹) = خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه خداى ته ورشي

رحمان بابا وايي :

هغه ژوی چې بې خدایه محبت کا

همګي واړه بې ځایه محبت کا

محبت بې خدایه واړه د زړه رنځ دی

که مدام له چنګ و نایه محبت کا

 

د اولیاء الله په ارشاد او لارښوونه زړونه ابادېږي

خو څنګه زړه ته ابادي راستنولای شو؟ ددې پوښتنې ځواب باید له اولیاء الله او د زړونو له خاونده (صاحبدلان) واورو، چې همدوی د زړونو طبیبان دي:

اين طبيبان بدن دانش‏ورند        بر سقام تو ز تو واقف‏ترند

(مثنوى، څلورم دفتر)

هم ز نبض و هم ز رنگ و هم ز دم        بو برند از تو به هر گونه سقم‏

پس طبيبان الهى در جهان        چون ندانند از تو بى گفت دهان (…)؟

(مثنوى، څلورم دفتر)

كاملان از دور نامت بشنوند        تا به قعر باد و بودت در دوند

(مثنوى، څلورم دفتر)

اولیأء الله چې الهي طبیبان دي، د زړه د روغتیا او ناروغۍ شرایط پېژني او نورو ته یې هم ورپېژني.

د «زړه» مانا او د «خپرېدو» آفت

لکه چې مخکې وویل شول، د یوې ټولګې د اجزاوو خپرېدل یې، سمي یا سلامتي په خطر کې اچوي. د انسان زړه هم تل ددې آفت په درشل کې دی، ځکه زړه د غوښتنو او پوهېدنو له ټولګې بل څیز نه دی.

له «زړه» مطلب، د بدن کوم غړی یا د روح کوم اندام نه؛ بلکې یو مرکزیت دی چې پکې ډول ډول غوښتنې او پوهېدنې شته. ددې په څېر چې له «ذهن» څخه مو مطلب هغه زېرمتون نه دی چې بېلابېل معلومات پکې راټول کړای شوی وي؛ بلکې په خپله بېلابېل معلومات عین ذهن دی.

زړه هم پر همدې قیاس او پرتلنې له ډول ډول چارو جوړه یوه ټولګه ده؛ نو ځکه د خپرېدو ډ‌ېره وړتیا او استعداد لري؛ یعنې شونې ده یوه غوښتنه یې یوې خوا ته راکاږي او بله غوښتنه یې بلې خوا ته. مازې چې دا خپرېدل ترسره شو، د زړه مرګ پیل شوی دی.

چې کله په زړه کې راټولېدنه، تجمع او تمرکز نه وي، هر فکر او څوبتیا روح خپل لوري ته راګاږلی شي. بېلابېلې زړه تړنې د پوروړیو په څېر له انسانه راتاوېږي او یو څه ترې غواړي او په دې توګه انسان په ګڼو لوریو او ټوټو ویشي؛ نو دلته د انسان بشپړتیا په خطر کې وي، د وجود هره برخه یې او د زړه هره ټوټه یې کوم کس یا کوم ځای ته ورسپارل کېږي. یو له بله د اجزاوو لرې کېدنه او بېلابېلو ځایونو ته د زړه ورسپارېدنه، په رښتینه کې د زړه وراني ده.

هوش را توزيع كردى بر جهات        مى نيرزد تره‏اى آن ترهات‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 1084 بيت)

جمع بايد كرد اجزا را به عشق        تا شوى خوش چون سمرقند و دمشق‏

(مثنوى، څلورم دفتر 3289 بیت)

 

 

[1] مصباح الشریعه،۳۸مخ

[2] مصباح الشریعه،۳۸ مخ، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، بېروت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!