تبلیغات

په دې نړۍ کې انسان خپلې ټولې غوښتنې شاته پرېښې دي . د شخصيت ټولې غوښتنې يې پوره شوې او د نه ځانمنۍ او د دوستۍ پر بنسټ د ولاړ ژوند زده کړى يې ترسره کړې؛ په دې نوې نړۍ يا ((ملکوتي نړۍ)) کې انسان کړاى شي،چې بې قيد او شرطه عشق، مينه او ټولې […]

په دې نړۍ کې انسان خپلې ټولې غوښتنې شاته پرېښې دي . د شخصيت ټولې غوښتنې يې پوره شوې او د نه ځانمنۍ او د دوستۍ پر بنسټ د ولاړ ژوند زده کړى يې ترسره کړې؛ په دې نوې نړۍ يا ((ملکوتي نړۍ)) کې انسان کړاى شي،چې بې قيد او شرطه عشق، مينه او ټولې سپېڅلې ځانګړنې ولري . په ((ملکوتي نړۍ)) کې مېشتېدل په رښتيا د ارامتيا پړاو دى. انسان په دې ځاى کې د عشق له لارې د پر له پسې زيات درک خاوندېږي او پوهه يې پرعقل او آګاهۍ بدلېږي. هغه په خپل فيزيکي بدن کې بندي نه دى او د ((اختري بدن)) له بندېزونو، غوښتنو او احساساتو هم ازاد شوې. خپل ځان د خداى د ذات ټوټه ګڼي. هو نازولو ! په دې نړۍ کې انسان ځان دغسې احساسوي. انسان په ((ملکوتي نړۍ)) کې له خپلې لوړې مرتبې کړاى شي،چې تېر او راتلونکي ته وګوري.الهي برنامو او خپلې ونډې ته په غور ځير شي، چې ښايي په دې نويو برنامو کې يې ترسره کړي او ځان ځمکني ژوند ته چمتو کړي او د ښوونکي، لارښود او سپېڅلې سړي تر نامه لاندې فيزيکي نړى ته بېرته را وګرځي . ډېر به حيران ياست که ووايم : زياتې تجربې چې نن پر تاسې راځي ( ؛لکه جسماني ناروغۍ، ټکرونه، مالي کړکېچونه او …)، تاسې د ملکوتي نړۍ په ارامه فضا کې پخپله خوښې کړي . هلته تاسې دا تشخيص کړي و، چې تباهي او (فلاکت) ستاسې د روح د بشپړتيا لازمه ده . دې نړى ته په راتګ مو هېر شو چې تاسې پخپله خپل تقدير ليکلى دى او اوس دا ټولې نېکۍ دي چې ترې منډې وهي؛ نو ځکه د ژوند مهم قانون او اصل؛ ((منل)) دي . څه چې پر تاسې را‌ځي، و يې منئ او پوه شئ چې د ژوند په هر شېبه کې خير او نېکي پټه ده. په کوچنيوالي کې مې سخته ټوخله پېداکړه؛ مور مې راته د ټوخي درمل راکړ چې ډېر تريخ و، راته يې وويل : زويه ! دا ترخه درمل وخوره ! درته ښه دي . د مور پر خبرو مې باور وکړ او ترخه درمل مې وڅکه او ښه شوم. د هرې ترخې پېښې په منځ کې خير او نيکي نغښتې ‏ ده څه ، چې مخې ته درځي. خوشحاله اوسئ او مخې ته ولاړ شئ، بلې غاړې ته ولاړ شئ د خداى پر لور ولاړ شئ. درې وړانديزونه ١- د ورځې مو چې څه فکرونه، خبرې او کړه وړه تر سره کړي؛ نو هر شپه پرې يوه کتنه وکړئ او له ټولو تېروتنو توبه وکړئ. توبه؛ زړه بدلوي او ژوند له زړه راولاړېږي . زړه چې بدل شي؛نو انسان ژوندى کېږي او له دې لارې تږى او لېوال کېږي،چې خپل ژوند خداى ته ځانګړى کړي . وايي چې : د يو پاچا نوکر سخت ناروغ شو. پاچا يې پوښتنې ته ورغى؛ نوکر د پاچا په ليدو خپه او په ژړا شو. پاچا هک پک ‏شو او ورته يې وويل: ولې خپه يې؟ زه درته د ډاډ لپاره راغلى يم، که څه کار دې وي، راته يې ووايه، ژمنه کوم چې غوښتنه به دې پوره کړم. نوکر ورته وويل :کاشکې! ما کړاى شواى چې خپل ژوند مې له سره بېرته پيل کړى واى؟ پاچا وويل: که داسې شونې واى ؛ نو څه به دې کړى واى؟ نوکر وويل: يواځې د خداى خدمت به مې کاوه چې ژوند او “مړينه” يې په لاس کې ده. څرنګه چې وويل شو : توبه زړه بدلوي او زړه چې بدل شو؛ نو انسان هم بدلېږي. له خدايه وغواړئ، چې تېروتنې مو وبښي او په ځان کې د بدلون وس او توفيق ترې وغواړئ . ٢- بښنه وغواړئ؛ خو تر دې مخکې بايد تاسې هغه کسان وبښئ،چې ‏ بدي یې درسره کړې ده. ‏عيسى عليه السلام وايي: خدايه! ومو‏ بښه؛ لکه څرنګه چې د نورو تېروتنې مو بښلې وې . هغوی ‏چې راسره بدي کړې،څو موږ يې ونه بښو،له خدايه بښنه نشو غوښتى.راځئ مخکې تردې چې څوک راڅخه بښنه وغواړي، ويي بښو او پرېږدو چې ‏بښنه مو ازاده وي. (( مالينا)) له خپل پلار سره په کور کې ناسته وه؛غله یې چې پر کور راوختل؛نو پلار يي ورته وواژه او ((مالينا)) يې ړنده کړه . لس کاله وروسته ((مالينا)) د سرک پرغاړه ناسته وه، د پښو غږ يې تر غوږ شو ورته يې وويل: پام کوه! ړنده يم . سړي وويل: پوهېږم چې ‏ړنده يې . زه هغه سړى يم چې ستا پلار مې وواژه او ته مې ړنده کړې،نن مې هم پر چا بريد وکړ،زه يې وويشتم او د مړينې په حال کې يم؛خو تر مړينې مخکې له تا بښنه غواړم. ((مالينا)) په غوسه شوه؛خو ځان يې کابو کړ او ورته يې وويل: زه تا بښم؛ خو ته بايد له ټولو ګناهونو توبه وکړې،کېداى شي چې خداى درباندې ولورېږي. ((مالينا)) يې چې پر سر لاس کېښود؛ نو سړى مړ شوى و. ٣- په دې نړۍ کې بايد د(( اختري نړۍ)) ژبه زده کړو. موږ ټول هلته ور روان يو. اختري ژبه د عشق ، پاکوالي او ارامتيا ژبه ده. عشق؛يعنې د ځان پرېښوول او نورو ته خير ښـېګڼه رسول؛ نشتمنو ‏ته خپل هر څه پرېښوول. هغوی غوره ‏دي چې د نورو لاسنېوى کوي او خپل ژوند يي نورو ته وقف کړى وي . (( لئوکاديا)) په روغتون کې کار کاوه؛ يوه ورځ ورته د روغتون مشر وويل: دا چې په ناروغيو اخته نشې،ارومرو دستانې اغونده . ((لئوکاديا)) ورته وويل : نه! زه يواځې په لاسونو کار کوم او وروسته يې وينځم. د روغتون مشر وويل: ته به ناروغ شې ! که څه دې پکار وي، راته يې ووايه. ورته يې وويل : دلته خوشحاله يم، دلته ناروغان لږ دي، نور هم راولېږئ . څومره چې په درناوي د نورو خدمت وکړو، خداى ته نږدې کېږو؛ځکه چې خداى تاسې سپیڅلي ‏کړي ياست، چې نورو ته برکت شئ، نورو ته چې برکت شوئ، خداى به موږ نور هم ‏سپیڅلي کړي؛نو خپل غوره څيزونه د خداى په نامه د نورو نېکمرغۍ ته ډالۍ کړئ . د نورو لاسنيوى وکړئ؛ نو پر دې لار چې سم شو او رښتينې عمل وکړو؛ نو پر ټوله ځمکه به بل نوى لمر راوخېژي.  پوښتنې پوښتنه : دوه کاله مخکې مې پلار مړ شو او ورپسې مې مور هم مړه شوه ؛نو آيا دا کېداى شي چې مور به مې په ((اختري نړۍ ))کې له پلارسره ليدلي وي او آيا دا کېداى شي چې زه هم تر مړينې وروسته ورسره ووينم ؟ ځواب : موږ کلونه کلونه په ((اختري نړۍ)) کې ژوند کوو، په طبيعي توګه موږ خپل خپلوان تر مړينې وروسته ګورو؛ نو هلته يواځې نه يو او تر څنګ به يې ټولې ځمکنۍ اړيکې هېرې کړو. پوښتنه : آيا له ارواحو سره اړيکې ټينګېداى شي؟ که دا کار په خپلو حدودو کې وي، څه باک ‏نه کوي، ډېر خلک دي چې د يو نږدې کس پر “مړينه” ډېر ناقراره وي او غواړي چې پوه شي ‏په ((اختري نړۍ)) کې خوشحاله او ژوندى دى او که نه ؟ دې موخې ته ورسره اړيکې ساتل څه باک نه ‏کوي؛ خو تر دې مخکې تګ ښه نه دى؛ ښايي دا کار ارواح وځوروي او په نوي چاپېريال کې ورته اوسېدانه ستونزمنه کړي . زه يوه مور پېژنم چې يو زوى يې ښوونځي ته ولېږه، چې د شپې به هم هلته و. دې مور به تل له زوى سره په ټېلفون خبرې کولې؛اوښکې به يې تويولې او ورته به يې ويل : ډېر مې يادېږې . زوى به پردې خبرو سخت ځورېده او په ښوونځي کې به تل د مور په چورت کې و. نوي ځاى او نوي يارانو ورته خوند نه ورکاه، خپل فکر يې هم نشو کابو کولاى، ان تردې چې لوست يي هم نشو کولاى. زوى د مور اوښکې او خپګان نشو هېرولاى . په دې توګه که موږ هم له تلليو ارواحو سره اړيکې ونيسو او خپل وير او خپګان ورته ووايو؛ نو د هغې مور په څېر به مو ډېر د ناپوهۍ کار کړى وي.هېر مو نشي؛ څرنګه چې ددې ژوند ماښام راورسي؛ نو د بل نوي ژوند سبا پيلېږي،چې موږ يې مړه بولو؛ ژوندي دي او ښايي چې هلته خورا کارونه ولري؛نو ورسره تر اړيکو ټينګولو وروسته پرېږدئ، چې په ((اختري نړۍ)) کې په ارامۍ خپل ژوند وکړي. ځينې خلک د ارواحو پر عالم د پوهېدونکيو له مرستې پرته له ارواحو سره اړېکې ټينګوي . په داسې وختونو کې نور ارواح د اصلي روح پر ځاى راښکاره کېږي او دا کار ډېر پېښيږي، ډېر ارواح غواړي چې له ځمکې سره اړيکې ولري او د اصلي روح پر ځاى راښکاره کېږي.هغه کسان چې له مړينې يي لږه موده کېږي، ورسره اړېکې ټينګول اسانه دي . تر څه مودې وروسته کېداى شي، چې ارواح د ((اختري نړۍ)) لوړو پوړيو ته و خېژي او اړېکې ټينګول ورسره ناشوني کېږي .که غواړئ له ډېرې موده مخکې مړ شوي سره اړېکې وساتئ، ښايي پر ځاى يې هغه روح درته ځواب ووايي، چې تر اوسه پورې يې زړه په ځمکې پورې تړلى او کوښښ به کوي، چې تاسې ته ځان د هغه بل روح په بڼه ‏وښيي. ځېنې کسان په نېغه له روح سره اړېکې ټينګوي او دا کار ناوړه پاېلې لري؛ ځکه له ارواحو سره د اړيکو پرمهال يو ((ور)) خلاصېږي او ددې کار پر پاى ته رسېدو دا ((ور)) بايد وتړل شي . څوک چې پر دې لارو چارو نه پوهېږي؛ نو ((ور)) ترې پرانستى پاتې کېږي او په ځمکې پورې زړه تړلي روحونه د هماغې سړي شاوخوا ته راټولېږي او ښايي، چې دا ارواح ورته خورا زيانونه ورسوي. لازمه ده چې پر دې چارو د پوه کس تر لارښوونې لاندې دا کار ترسره شي او که نه ‏سترې ستونزې به رامنځ ته کړي . ددې لپاره چې زړه ته مو ډاډ ‏راشي، چې ارواح هلته خوشحاله دي او که نه، يواځې ددې موخې لپاره ورسره اړېکې ټينګول کومه خبره نه ده، بې له دې ‏هېڅ اجازه نه لرو، چې مزاحمت يې وکړو او يا هم ورسره اړېکې ټېنګې کړو. پوښتنه : زموږ نږدې خلک چې مړه شي؛ نو ورسره به مو چلن څنګه وي؟ کوم کسان چې مړه شوي، موږ نشو کړاى،چې غږ يې واورو يا يي حالات ووينو؛خو هغوى موږ لېدلاى او اورېدلاى شي.هغوى مو خبرې نه اوري؛ خو ‏فکرونه مو اورېداى شي؛ځکه کوم کسان چې موږ مړه بولو،هغوى پر بدن سربېره ذهنونه هم دي،چې ذهن يي زموږ له ذهن سره اړېکې ټينګولاى شي. هغوى زموږ فکرونه اوري؛ نو په هکله يې بايد خپل فکرونه کابو کړو. ورته عشق او نېکې پېرزونې ولېږئ، وير او خپګان مۀ کوئ؛ تل يې په دعاګانو کې ياد کړئ او ورته د نېکمرغه سفر هيلې ډالۍ کړئ . زموږ چلن له مړينې سره بايد د هغې مېرمنې په څېر وي، چې مېړه يې لرې ځاې ته په سفر تللې وي او يا د هغې مور په څېر وي، چې زوى يې لرې پر مسافر‌ۍ تللې وي . بېشکه دا څېر مورګانې او مېرمنې تل ورته ډاډ، ښادي، نېکمرغۍ، هېلې او پېرزونې لېږي. که ورته له غم او وير ډکې پېرزوينې ولېږئ؛نو تللى کس سخت ځوروي؛ ځکه چې بېرته راستنېداى هم نشي،چې خپلو نږدې خلکو ته ډاډ ورکړي او ورته ووايي : ما څومره ستاسې دا ډول چلن ځوروي. زه يوه مېرمن پېژنم چې خاوند يې په ډېر لرې ښار کې کار کاوه، مېرمنې يې د زړه سکته وکړه او په روغتون کې بستره شوه، لومړى يې وويل : هېله کوم مېړه مې له دې پېښې مۀ خبروئ،هغه به ورخطا او پرېشانه شي، زه ژر ښه کېدونکې يم او پخپله به ورته ليک وليکم. له مړينې سره مو چلن هم بايد دغسې وي . تل بايد د نېکۍ، مينې او خلوص فکرونه ډالۍ کړو.که هر راز غم راباندې راشي،کېداى شي ‏د کورنۍ د ګټې سړى مو له دنيا سترګې پټې کړي؛نو بايد په زړورتيا يې وزغمو چې پر موږ او زموږ پر تلليوکسانو تپې تيارې راپرې نه وځي. پوښتنه : تاسې وويل چې : مړينه د خواږه خوب په څېر ده او د مړينې پرمهال له موږ مخکې مړه شوي مو هرکلي ته راځي؛ نو څرنګه ځينې خلک د مړينې پر مهال له مړينې سره لاس او ګرېوان وي؟ ځواب : روح له بدنه په دوو لارو وځي : لومړى دا چې په ډېره ارامۍ او خوښۍ وځي . دويم دا چې د وتو پر مهال ډېر پرېشانه وي. “مړينه” د زېږېدنې په څېر يو طبيعي څېز دى، د طبيعي زېږېدنو په څېرغېر طبيعي زېږېدنې هم وي او که زېږېدنه سخته او غېر طبيعي وي؛ نو ډاکتران د سزارين عمليات ترسره کوي. دا څېر غېر طبيعي “مړينه” هم شته او پر هغو کسانو راځي، چې له مړينې وېرېږي او په ژوند پورې نښتې وي. په واقع کې په يو څه پورې يې زړه کلک تړلې وي؛ نوله تاسې غواړم او يوځل يې بيا وايم چې : له مړېنې مه وېرېږئ او دوستي ورسره وکړئ . “مړينه” دا څېر ((ور)) وبولئ چې د ډېرې ښکلې، خوږې، ځلاندې او شتمنې نړۍ پر لور پرانستل کېږي او له حده زيات پر هېڅ څېز زړه مه تړئ، هېڅ څوک او هېڅ څېز په تاسې پورې اړه نه لري او تل د زړه له کومې دا دعا کوئ : خدايه ! هر څه ستا دي، څه هم ‏ زما نه دي ،زه هم ستا يمه، په “مړينه” کې، په ژوند کې او تل تر تله به ستا يمه . پوښتنه : آيا پر طالع لېدلو د مړينې د دقيقې نېټې وړاندوينه کړاى شو؟ ځواب : (( طالع پوهنه )) يو څه نښې ښيي؛خو دا ټولې وړاندوينې په بشپړ او غوڅ ډول ‏نه پښېږي .طالع لېدنه يواځې د مړينې احتمالي وخت اټکلوي . طالع لېدنه د رياضياتو په څېر غوڅ ځواب نه لري . په طالع لېدنه کې خورا لاملونه شته او کېداى شي، چې طالع لېدونکى په خپلو محاسباتو کې دا لاملونه له پامه وغورځوي او پايله يې سمه و نه خېژي.((طالع پوهنه)) د پوهې ‏په پرتله،هنر ته ډېره ورته ده او په طالع لېدونکې سړي پوري هم اړه لري . په ټوله کې ويلاى شو: ځينې داسې پېرونه ‏شته، چې پکې له جسمه د روح د وتو احتمالونه ښکاري؛خو په دقيقه توګه ‏څوک هم د مړينې د وخت غوڅه وړاندوينه نشي کړاى. پوښتنه : “مړينه” په کوم عمر کې ښه وي؟ ځواب: ځينې له فرانسوي ليکوال ((اناتول فرانس)) سره يوه خوله دي چې وايي: انسان بايد په ځوانۍ کې مړ شي. هغه ګروهمن ‏ و چې : انسان بايد د پتنګ په څېر ژوند وکړي، ښکلا وڅکي او سملاسې پښې وغوځوي؛خو زه پردې ګروهمن ‏نه يم. راته ښوونه شوى، چې د فزيکي بدن ترمړينې مخکې انسان بايد دننني کمال، بلوغ او بشپړتيا ته ورسېږي،‏روح په خورا زحمتونو او کړاوونو فزيکي جسم لاس ته راوړى؛ نو بايد د ځوانمرګۍ فکرونه و نه کړو او په سپېڅلي عمر؛يعنې اويا کلنۍ کې مړه شو بدن د اروا د بشپړتيا وسيله ده، بايد پاک او سپېڅلې يې وساتو، هره ګړۍ خداى ياد کړو، د خداى او د بندګانو په لار کې يې له خپل بدنه کار واخلو. پوښتنه : غوره مړينه کومه ده؟ ځواب : مخکې مو وويل : مړينه دوه ډوله ده : ارامه او طبيعي مړينه، پرېشانه او غېر طبيعي مړينه. غوره “مړينه” طبيعي “مړينه” ده؛خو طبيعي “مړينه” ډول ډول وي. د عمر په تېرېدو انسان زړېږي، د بدن رګونه نرمي له لاسه ورکوي، د زړه کار کمېږي؛ تنګو، سختو سورو او رګونو ته وينه پمپ کول هم سختېږي،د وينې ګرځېدل کمېږي او د بدن بېلابېلې برخې په کافي اندازه وينه نه تر لاسه کوي او په دې توګه د بدن په غړيو کې اختلال رامنځ ته کېږي او د بدن سيستم ځينې دندې له لاسه ورکوي او په پاى کې د بدن “مړينه” رارسېږي، چې دا طبيعي “مړينه” ده . بله “مړينه” په مغزو کې د وينې تويدنه ده چې پکې د مغزو کوچني رګونه کمزوري کېږي او زړه،چې پر کوم فشار وينه رګونو ته لېږي؛نو نۀ يې شي زغملاى او شلېږي. دې مړينې ته ((مغزي سکته)) وايي او يو ډول طبيعي “مړينه” بلل کېږي. درېم ډول “مړينه” د زړه ده . د وخت په تېريدو، زړه خپل ځواک ‏او وس له لاسه ورکوي او دومره کمزورى شي،چې له کاره غورځېږي. دا څېر “مړينه” ډېرى د شپې منځ ته راځي او انسان په خوب کې مري . دا ټولې طبيعي مړينې دي او مطلوبې بلل کېږي؛ خو تر ټولو غوره “مړينه” هغه ده چې د انسان په ذهن او خوله کې د ((الله تعالى)) نوم وي او مړ شي. پوښتنه: د هغو کسانو “مړينه” څنګه ده چې ناڅاپه او يا هم په ټکر کې له منځه ځي؟ ځواب : څوک چې په ټکر کې مړ شي، ناڅاپه يې روح له بدنه بېلېږي؛ځکه چې دلته “مړينه” په چټکۍ سره راځي، داسې هم کېداى شي چې روح نه پوهېږي چې له بدنه بېل شوې دى؛ لکه چې و مو ويل : په(( اختري نړۍ)) کې د ژغورنې ټولګي شته، ددې ټولګيو دنده د داسې روحونو لارښوونه ده. په ((اختري نړۍ ))کې د ژغورنې دا روحونه؛ لکه د بازانو په څېر الوتنې کوي او هر نوي روح ته لارښوونه کوي . که څوک په ناڅاپي توګه د ټکر له امله مړ شي او نېک ژوند يې تېر کړې وي او د خلکو خدمت يې کړى وي، سملاسي ډوب وېده کېږي او د خپل وګړتیا – شخصيت د فريکونسۍ پر بنسټ د ((اختري نړې)) په پورتنيو پوړيو کې راوېښېږي . په ځينو ټکرونو کې انسان څو ورځې بېسده ‏وي، حال دا چې بايد په څنګ کې يې کېنو او دعا ورته وکړو او د امکان په صورت کې ورته د هغه ((اعتقادي کتاب)) په لوړ غږ ولوستل شي، دا کار به ورسره په دې کې مرسته وکړي، چې يا يې روح له بدنه ووځي او يا ورته راوګرځي. که انسان ‏بشپړ‏ بېسده ‏پروت وي او ستاسې غږ هم وا نه وري، ښايي چې دعا به خپل اغېز کړى وي. پوښتنه: دهغو کسانو “مړينه” به څنګه وي، چې پر دار راځوړندېږي او يا هم پر برقي چوکۍ له منځه ځي ؟ ځواب : دا څېر خلک د خپلې خوښې پر خلاف له دې نړۍ لېږل کېږي، هغوى “مړينه” نه غواړي ؛ خو پر زور د مړينې خونې ته وړل کېږي. د ژوند په وروستيو شېبو کې يې زړه له وېرې، وحشت ، غچ او کرکې ډک وي؛ نو په داسې حال کې چې مړه شي، د سرګردانه روح په څېر به وي او پر ځمکه به تل چورلي او ناوړو ‏ځايونو ته به ځي،چې ګناهونه پکې کېږي. دا ارواح د داسې انسانانو په لټه کې وي،چې د کمزورې ارادې خاوندان وي؛ نو له ټولو پېغلو او زلمو غواړم چې پر ګناهونو ککړ ځايو ته له تلو ډډه وکړي؛ډېر بې ګناه او معصوم خلک هم شته،چې د غلط ورمند- قضاوت له امله پر اعدام محکومېږي؛ په تاريخ کې وينو چې ځينې شريف انسانان د وطن پالۍ له امله اعدامېږي . د مړينې پر مهال نه ښايي چې په زړه کې کېنه اوغچ ولرو، له ټولو سره بايد مينه ولرو، په پاى کې موږ ټول يو يو؛ خو په ښکاره کېداى شي، چې ډول ډول بدنونه ولرو؛ خو په اصل کې ټول يو څېر يو، زموږ ذات له عشق او مينې ځنې جوړشوى دى؛ نو هرڅه ومنئ ! ان “مړينه” هم ، پرېږدئ چې زړه مو مينه او عشق هرې خوا ته خپورکړي. پوښتنه : هغوى چې ځان وژني “مړينه” به يې څنګه وي؟ ځواب : هغوى چې ځان ووژني، تر مړينې وروسته يې روح سملاسي په ځمکې پورې تړل کېږي .تر ځان وژنې وروسته دا ډول روحونه د فيزيکي بدن په پرتله خورا ناقراره او خپه وي؛ خو ډېر ژر يې دې ټکي ته پام کېږي،چې هغه يواځې فزيکي بدن نه ؛ بلکې شعور دى او شعور يې پر ځان وژنې له منځه نشي تلاى، پوه به شي چې نشي مړ کېداى، هغه غم او اضطراب يې چې د ځان وژنې له لارې له منځه وړه اوس لاپسې ډېر شوى دى . فيزيکي بدن د بشر د ټولو وجود يواځې يوه برخه ده. د فيزيکي بدن له منځه وړل داسې دي چې ګنې څوک پښه او يا لاس له ځانه غوڅ کړي، دا انسان پردې سربېره چې د وجود يوغړى يې له لاسه ورکړى، خپل پاتې عمر هم په خپګان او پرېشانۍ کې تېروي، په دې توګه هغه چې ځان وژني، ترمړينې وروسته به پوه شي چې ددې پر ځاى چې ستونزې يې اوارې شوي وي، لاپسې زياتې شوي دي. داسې احساسوي او وايي چې : ښه به واى چې د ځان وژنې پرځاى مې خپلې ټولې ستونزې بيا لېدلې واى او يا مې له يو سپېڅلي انسان څخه مرسته او لارښوونه غوښتې واى او يا مې خداى ته دعا کړې واى،چې لار يې راته ښوولى واى . ژوند ستر نعمت دى چې خداى رابښلى او يواځې هغه يې له موږه بېرته اخلي؛ نوکه موږ قانون تر پښولاندې کړو؛ نو په ځواب کې يې بايد ډېر دروند قيمت ورکړو. پوښتنه : چا چې ځان وژلى وي ؛نو ورسره مرسته کړاى شو؟ ځواب : هو موږ کړاى شو چې ورسره ستره مرسته ‏وکړو، ترځان وژنې وروسته هغه په يوه کړۍ کې وي او زموږ لاسنېوي او مرسته ور رسي. عشق يو ډول زېږنده، پنځګره او ستره قوه ده. له لورنې،مينې، زړۀ سوانې او پر نېکو پېرزوينو او سپېڅلېو فکرونو يې ارامولاى شو. کړاى شو د دعا له لارې پرېښتې دې ته اړ کړو، چې پر درد او کړخت يې ملهم کېږدي .کړاى شو د مراقبې له لارې ورته د الهي مينې څپې ولېږو، چې ارام يې کړي او دنننۍ قوه يې را وېښه کړي؛ دا يې له زنځيره د خلاصېدو يواځينۍ لار ده، چې پخپله يې د ځان وژنې له کبله له ځانه چاپېر کړې و. پوښتنه : د هغوکسانو د مړينې په اړه ‏مو خبرې وکړې چې د رشد، ودې، بشپړتيا او له بديو څخه د نېکيو پر لور د بدلون په حال کې وو. انسانان زېږېږي، په فيزيکي بدن کې ژوند کوي، له ((اثيري قرينې )) تېرېږي، د اختري نړۍ له طبقو تېرېږي له ټولو زنګونو او چټليو پاکېږي؛ نو ددې لارې پاى څه ده؟ ځواب : ددې لارې پاى ؛ رڼا، فلاح او ژغورل دي . هغوى چې له ځانمنۍ او نورو ناوړو خويونو څخه پاک شوي،پردې لار ځي، دا کسان د جنت خوندونه نه غواړي، دوى تل خداى ته کار کوي او ځان د بشريت په چوپړ کې په کړاوونو کې اچوي، ځان ته ‏څه هم نه غواړي او هېڅ تمه او توقع نه لري؛ ان نه غواړي چې څوک ترې مننه هم وکړي؛ ځکه پوهېږي چې دوى په خپله کار نه کوي؛ بلکې د خداى زور دى چې ځغلي ، خپل هر څه د خداى په لار کې لګوي. تر مړينې وروسته دا خلک د رڼا پر لار ځي او د هستۍ لوړو مرتبو ته رسېږي هلته له خپل خداى سره يو ځاى کېږي او له تلپاتي تړون سره پاتې کېږي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست