تبلیغات

ممبر او ویناوالي   ((الرَّحْمَنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ.(الرحمن/۱- ۴ )= لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولې دى،انسان (يې) پيدا كړ،او غږېدل يې ورزده کړل .)) د خبرو موضوع “ممبر او ویناوالي”ده . “خطابه”؛یعنې ویناوالي او ویناوالي هماغه ده،چې له فني او علمي اړخه په “منطق” کې ورته خطابه وايي . ویناوالي-خطابه د خبرو او کلام […]

ممبر او ویناوالي

 

((الرَّحْمَنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ.(الرحمن/۱- ۴ )= لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولې دى،انسان (يې) پيدا كړ،او غږېدل يې ورزده کړل .))

د خبرو موضوع “ممبر او ویناوالي”ده . “خطابه”؛یعنې ویناوالي او ویناوالي هماغه ده،چې له فني او علمي اړخه په “منطق” کې ورته خطابه وايي . ویناوالي-خطابه د خبرو او کلام له پینځګونو فنونو ځنې ده. په “منطق” کې پینځه صناعته دي؛یعنې په منطق کې خبرو ته پر پینځو هنرونو قایل دي،چې “صناعات خمس” ورته ویل کېږي،چې له “ارسطو” رارسېدلي دي،چې یو یې د ویناوالۍ فن دی . دلته وخت نشته،چې د ویناوالۍ او د فني برخو تاریخ ووایم،په تېره بیا ځینې منطقیينو لاپسې راڅپړلې ده، که یوازې د “بوعلي سينا بلخي” د شفا ویناوالي په پام کې ونیسو؛نو یو پېړ کتاب ترې جوړېږي؛په دې خبرې نه کوم او داسې ويينه کوم،چې یوازې نظري اړخ ونه لري؛ځکه د خبرو موضوع “ویناوالي او ممبر” دی او ممبر؛یعنې دیني ویناوالي؛نو خبرې د دیني ویناوالۍ په هکله دي؛نه د نورو ویناوالۍ په هکله او د نننۍ خبرو موضوع مې له اسلام سره د ویناوالۍ تړاو دی.

 

له اسلام سره د ویناوالۍ تړاو

له اسلام سره د “ویناوالۍ” تړاو له څو اړخونو دی . لومړی داچې “ویناوالي” یو فن دی؛یعنې یو هنر دی او هنر مطلقاً کړای شي له یو اند او ګروهې سره مرسته یا له یو اند او ګروهې سره په جګړه کې شي؛یعنې یو اند، فلسفه او دین په هنر یا صنعت پیاوړی کېدای شي او په هنر کمزورېدای هم شي .

 

د هنر او صنعت ترمنځ توپیر

که “شاه اصفهان” جومات ته ولاړ شئ او د “شیخ لطف الله” د جومات ګومبزه وګورﺉ؛نو وبه وینئ،چې دا له هغو ځایونو دی،چې علم،هنر او صنعت د دین مرستې ته راغلي دي؛یعنې یو خوا دیني ننګېرنو او بلخوا هنري ذوق یو بل ته لاسونه ورکړي او یو ديني شعار د هنر او صنعت په جامه کې انځور شوی دی .پخپله خط یو صناعي هنر دی . سترې قرآني کتیبې؛لکه د “بایسنقر کتیبه”،چې د “مشهد” په “ایوان مقصوره” کې کښل شوې،یو له هغو ځایونو دی،چې هنر او صنعت له ديني ننګېرونو سره مرسته کړې ده .

“ویناوالي” له دې مخې،چې یو هنر او فن دی او هنر او فن کړای شي ټولنیز اغېز ولري او ټولنیز لامل وشمېرل شي او یو اند او ګروهه هم مضبوطولای شي او هم یې کمزورولای شي . د “ویناوالي” هومره یو هنر هم ټولنیز اغېز نشي درلودای .که له دې اړخه “ویناوالۍ” ته وګورو؛نو له اسلام سره د ویناوالۍ اړیکه لکه د نورو ډېرو هنرونو او صنعتونو په څېر ده، په اسلام کې؛لکه څرنګه چې ډبرتوګي- حجارها او ډبرتوګونې رامنځ ته شوې،ایينه کاري او ایينه کاران رامنځ ته شول،کاشي کاران او کاشي کاري رامنځ ته شوه،معماران او معمارۍ رامنځ ته شوې؛نو همداشان اسلام خورا ویناوال هم وروزل،چې ډېری پر “خطیب” مشهور دي . تاسې د “رجال او تراجم” ډېری کسان وینئ،چې د خطیب په نامه مشهور دي،چې دا دي : “خطیب رازي”،”خطیب مصري”،”خطیب تبریزي” او “خطیب حصفکي” .

دا ټول هغه کسان ول،چې په خپل وخت کې او بیا وروسته پر ویناوالو مشهور شول،له ښه مرغه نن هم ښه ویناوال لرو. علامه “سید جمال الدین افغاني” پر نورو فضایلو سربېره یو برلاسی ویناوال هم و.په “مصر” کې یې داسې وینا وکړه،چې خلک یې رامات او پر ژړا کړل او خلک یې پر خپل حال وژړول .

په هر حال له دې اړخه له اسلام سره د ویناوالۍ اړیکه؛ لکه د نورو هنرونو په څېر ده . اسلام ډول ډول هنرمن،صنتعګر او ویناوال رامنځ ته کړل .

 

د ویناوالۍ په تکامل او بدلون کې د اسلام اغېز

له اسلام سره د “ویناوالۍ” بله اړیکه هغه نېغ په نېغ اغېز دى،چې اسلام د “ویناوالۍ” په بدلون او پر مختګ کې کړې ده. اسلام پر ویناوالۍ اغېز کړى، ویناوالي یې پورته او پر مخ وړې ده. څه چې په ژبې پورې اړه لري؛نو عرب یې لري؛لکه، شعر،ویناوالي او لیکوالي. عرب شاعر دی، د جاهلیت عرب شاعر و، که څه هم د مانا له مخې محدود وو؛ځکه اند او معلومات یې محدود وو؛خو بيا هم د همدې ماناوو په حدودو کې يې ښه شعر یې وایه؛خو په ویناوالۍ کې دومره پیاوړي نه ول . څومره،چې د جاهلیت اشعار لرو؛هومره ویناوالي نه لرو. که وي هم؛نو ډېرې کمې به وي . له جاهلي عربه د کتابت او لیکواليۍ هیڅ نه دي پاتې .

اسلام،چې راغى،پر درې واړو یې اغېز وکړ. پر شعر یې اغېز وکړ؛یعنې د شعر مانا یې پراخ کړه،( د مانا له اړخه اسلامي اشعار له جاهلي اشعارو سره خورا توپیر لري) پر ویناوالۍ یې اغېز وکړ او د کتابت او لیکوالۍ نوون- ابتکار یې هم رامنځ ته کړ.

د “جمهرة خطب العرب” په نامه یو کتاب دی،چې په اسلام او عربي جاهلیت کې د ویناوالۍ ټولګه ده.که جاهلي ویناوالي وګورﺉ؛نو د مانا له اړخه خورا ساده او بسیط دی؛خو چې اسلام راځي؛نو یو وارې ټوپ وهي . د جاهلیت د پېر ویناوالي او ویى له “اکثم بن صیفي” او له “قیس بن ساعده ایادي” رانقل شوي ،چې خورا ساده دي . که په اسلام کې د رسول الله مبارک ویناوو ته ځیر شئ؛نو بل شان دي،نورې ماناوې پکې راغلي دي؛پوهنیزې او مانیزې دي،ټولنیز مسایل،ستر حکمتونه او اخلاقي مسایل پکې دي،چې د جاهلیت په ویناوالۍ کې نشته .

اسلام پر درې واړو برخو اغېز وکړ. څرګنده ده،چې پخپله قرآن د بیان او فصاحت او بلاغت د اعجاز بېلګه ده او بیان له سترو الهي نعمتونو ځنې وګڼي :

((الرَّحْمَنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ.(الرحمن/۱- ۴ )= لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولې دى،انسان (يې) پيدا كړ،او غږېدل يې ورزده کړل .))

پر پېغمبر اکرم لومړي نازل شوي آیتونه د “قلم”،”کتابت” او “لیکوالۍ” نومونه اخلي .

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ.(علق/۱- ۵)= ولوله ،د خپل پالونكي په نامه ،چې (هر څه يې) شته كړي دي،انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [پالونكى] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،‏انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده . ))

نو په دې توګه که وغواړو که هم نه، په ویناوالۍ کې بدلون رامنځ ته کېږي او هم د کتابت فن خپرېږي . بې دلیله نه،چې مسلمانانو د ژبې پوهه،په تېره بیا د فصاحت او بلاغت نوون یې له ځانګړیو قاعدو سره وکړ.

پردې سربېره پخپله آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) لومړني ویناوال شمېرل کېږي، دلته وخت نشته،چې د خبرو بېلګې یې راوړم او له جاهلي کلمو سره یې پرتله کړم .

 

ویناوالي په دین کې

د ویناوالۍ او د اسلام تر منځ مضبوطه اړیکه ده او هغه داچې په یوه ځای کې ویناوالي او خبرې د دین برخه ګرځېدلې ده. دا کوم ځای دی؟ هغه د جُمعې لمونځ دی او ویناوالي؛لکه د لمانځه،روژې،حج او زکات په څېر له فرایضو ده.

 

د جُمعې لمونځ

اسلام اوونیز لمونځ لري، چې د جُمعې لمونځ دی . په قرآن کې راغلي:

(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ(جمعه/۹)= مؤمنانو! چې كله د جمعې پر ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي؛نو د خداى د ياد خوا ته وځغلئ او راكړه او وركړه پرېږدئ،كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده.!))

سني او شیعه مفسرین يوه خوله دي،چې د آیت موخه د جُمعې لمونځ دی.د جُمې لمونځ څه دی؟د جُمعې لمونځ هماغه د جُمعې د ورځې د ماسپښین لمونځ دی؛خو له نورو لمونځونو سره توپیر لري .

لومړی دا چې د ماسپښین ټول (فرض) لمونځونه څلور رکعته دي؛خو د جُمعې دوه رکعته دی . ولې دوه رکعته دی؟ پردې به بیا رڼا واچوم . دویم،چې فرض دي،چې پر جَمعه وشي؛خو نور لمونځونه (کله ماسپښین،مازېګر، ماښام، سهار او ماسخوتن) پر جَمعه کول فرض نه دي .

درېم : د جُمعې لمونځ،چې په هر ځای کې کېږي،په ټولو اړخونو کې یې تر دوو فرسخو پورې پر خلکو لازم دي،چې ګډون پکې وکړي؛خو دا چې عذر ولري .

څلورم : په هر ځاې کې،چې د جُمعې لمونځ کېږي؛نو د یو فرسخ تر شعاع پورې بل د جُعمې لمونځ کول حرام دي او یوازې هماغه یو د جُمعې لمونځ دې وي .

ووینئ،چې که داسې د جُمعې لمونځ وشي؛نو څه ډول لمونځ به وي؟!

دا لمونځ دوه رکعته دی،نه څلور، ولې؟ په احادیثو کې راغلي او له مسلماتو دي،چې :”و انما جُعلت الجمعه رکعتین لمکان الخطبتین”؛ یعنې دا عمومي لمونځ،چې بايد ټول پکې په یوځای کې راټول شي او د نورو د جَمعې د لمونځونو په څېر دې خپور و ور نه وي؛نو دا فرض ده،چې تر دې لمانځه مخکې دوه خطبې وویل شي او همدا دوې خطبې د دوو رکعتونو ځای نیسي .

و مې ویل : موږ په اسلام کې یوه ماده لرو،چې ویناوالي د دین او لمانځه برخه ده .حضرت علي (ک) وايي : (( خطبه لمونځ دی .)) امام،چې خطبه وايي،خلک یې باید واوري او چې له ممبره نه وي راکوز شوی؛نو ټول خلک داسې دي؛لکه په لمانځه کې،چې دي؛خو په ځینو توپیرونو او هغه دا چې دا واجب نه ده،چې د خطبې د ویلو پر مهال دې امام مخ پر قبله وي . دا دوه خطبې،چې دلته فرض دي، د ماسپښین د دوو رکعتو لمونځ پر ځای دي .

 

د جُمعې د اجتماع اصلي موخه

دا اسلامي حکم به مو نه وي اورېدلی او یا به مو لږ اورېدلی وي او هک پک به شئ،چې ددې اجمتاع موخه څه ده؟ لا به هک پک شئ که واورﺉ، چې ددې اجتماع موخه د هماغه دوو خطبو اورېدل دي؛نو دا خطبې باید څومره د اهمیت وړ وي او حیاتي بڼه به ولري . دومره اهمیت لري،چې د اذان غږ په هر ځای کې واورېدل شو او څوک چې په هر ځاى کې پر هر کار بوخت وي،باید لمانځه ته راشي او دا دوه خطبې واوري،بیا ورپسې دوره رکعته پر جَمع لمونځ وکړي او تر دې وروسته آزاد دی .

(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ. فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ (جمعه/۹،۱۰)= مؤمنانو! چې كله د جمعې پر ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي؛نو د خداى د ياد خوا ته وځغلئ او راكړه او وركړه پرېږدئ،كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده! نو چې لمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ.))

دا هم ووایم،چې په ماسپښین کې لومړی اذان ویل کېږي او تر اذان وروسته لمونځ کېږي او د جُمعې پر ورځ استثناً که د جُمعې لمونځ کېږي؛نو تر ماسپښین مخکې اذان کېدای شي، اذان داسې کړای شي،چې د دوو خطبو لومړی زوال پای ته رسېدلی وي .

د جُمعې د لمانځه اذان،چې وشو؛نو راکړه ورکړه حرامه ده : ((وَذَرُوا الْبَيْعَ)) دا د قرآن نص دی او د اسلام له مسلماتو دى،چې شیعه او سني په دې اړه کوم اړپیچ نه لري،چې که د جُمعې د لمانځه اذان وشي او هټۍ وال ګهاک ته څه سودا ورکوي؛نو سملاسي دې خپله راکړه ورکړه ودروي او لمانځه ته دې راشي. ((فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ))؛یعنې د خداى د ياد خوا ته وځغلئ او راكړه او وركړه پرېږدئ .

په دې وخت کې راکړه ورکړه حرامه ده او باید وځغلئ،چې دا خطبې واوري . د جُمعې په لمانځه کې دوه خطبې ویل کېږي، امام لومړی خطبه وايي، بیا لږ چوپ کېني او بیا درېږي او دویمه خطبه وايي.

 

د جُمعې د لمانځه د خطبو منځپانګه

داچې د جُمعې د لمانځه خطبې دومره اهمیت لري؛نو په دې خطبو کې باید څه وویل شي؟! لومړى باید د خدای ستاینه پکې وشي،دویم پر آنحضرت (ص) او امامانو درود وويل شي،درېم موعظه او یو لړ نور اړین مطالب،چې بیا به پرې رڼا واچوم . څلورم د قرآن د یو سورت ویل. دا هغه ماده ده،چې موږ یې په اسلام کې لرو.

دا چې پوه شو په دې اجتماع کې ګډون څومره اهمیت لري؛نو په روایت کې راغلي،چې ان واجب دي،چې پولیس دې بندیان هم تر ځانګړې څارنې لاندې له بنده راوړي،چې په دې اوونیز لمونځ کې ګډون وکړي او خطبې واوري او بېرته بند ته ستانه شي.

باید د امام پګړۍ پر سر وي . بل دا چې امام خطبه پر ولاړه وايي، په قرآن کې راغلي :

((وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ(جممعه/۱۱)= او چې كله هغوى راكړه وركړه يا لوبه وليده؛ نو د هغې لوري ته وخوځېدل او ته يې پر خپل حال ولاړ پرېښووې،ووايه :”څه چې له خداى سره دي،تر نندارې او راكړې وركړې غوره دي او خداى ډېر غوره روزي وركوونكى دى .”))

دا آیت هغه داستان ته اشاره کوي،حال دا چې پېغمبر پر ولاړه خطبه ویله او یو سوداګریز کاروان راورسېد او خلکو پېغمبر اکرم ځان ته پرېښود او په مال ‏پسې یې منډې کړې او انګېرل یې،چې هسې نه راوړل شوي توکي خلاص شي . موخه دې ټکي ته اشاره وه،چې ویې ویل: ((إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا))؛لکه څرنګه چې پر ولاړه دې خطبه ویله،تا یوازې پرېږدي . وايي د خطبې پر مهال کېناستل هغه بدعت دی،چې معاویه بن ابي سفيان رامنځ ته کړ.

دا چې د جُمعې امام یو څوک او خطیب یې بل څوک وي،یو خطیب وي او بل امام؛نو دا خپله یوه مسئله ده. ډېرى یا ټول پر دې قایل دي،چې یو کس دې هم خطیب او هم امام او د ځینو په ګروهه، د جُمعې د لمانځه د امام اصلي شرط دا دی،چې د خطبې پر ویلو وسمن وي . بل،حال دا چې امام پر ولاړه خطبه وايي؛نو پر توره یا نیزه باید ډډه ووهي .

 

د جُمعې د خطبې په هلکه د اتم امام روایت

د جُمعې په خطبه کې د خدای تر حمد او ستاېنې،پر پېغمبر اکرم او امامانو درود او د قرآن د یو سورت تر ویلو وروسته اړین دي،چې خطیب موعظه وکړي او مسلمانانو ته دې د اړتيا وړ مطالب ووايي . دا مطالب باید څرنګه وي؛نو له یو روایته ګټنه کوو:

په وسایل الشیعه ( ۱/ ۴۵۷) کې د جُمعې په خطبې پورې اړوند له “علل الشرایع” او “عیون اخبار الرضا” څخه یو روایت رانقلوي،چې “فضل بن شاذان نیشابوري” له امام رضا رانقل کړی دی :

((انما جُعلت الخطبه یوم الجمعة لان الجمعة مشهد عام))؛یعنې دا چې د جُمعې په لمانځه کې خطبه ایښوول شوی؛نوعلت یې دا دی،چې د اسلام له نظره د جُمعې ورځ یوه عمومي راټولېدنه ده،چې بايد پکې ګډون وکړي .

(( فاراد ان یکون للامیر سبب الی موعظتهم و ترغیبهم فی الطاعة و تر هیبهم من المعصیة)) خدای ددې حکم په تشریع غواړي،چې د خلکو مشر ته وسیله وي،چې خلکو ته موعظه وکړي،سر ایښوونې ته یې وهڅوي او له ګناه یې ووېروي .

(( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم)) خلک له دنیوي او دیني سازښتونو خبر کړي او د خلکو واقعي ګټې ووايي .

(( و یخبرهم بما یردُ علیهم من الافاق من الاحوال التي فیها المضرة و المنفعة)) بل دا چې په مسلمان مېشته لرې سيمو کې،چې ښه او بدې پېښې کېږي،خلکو ته دې ووايي،اسلام ته داسې پېښې رامخې ته کېږي،چې د زېري بڼه لري، اسلام یو ویا او پرمختګ لاس ته راوړي؛نو ښه ده،چې خلک ترې خبر شي او یو وخت اسلام ته ناورين راپېښ شي ؛ نو باید مسلمانان یو د بل له حاله خبر شي .

ولې باید دوه خطبې وویل شي؟ یوه څه بسیا نه وه؟ ایا په دواړو کې څه توپیر دی؟

په همدې روایت کې وویل شول:(( انما جُعلت خطبتین لیکون واحدة للثناء علی الله و التحمید و التقدیس لله عزوجل و الاخری للحوایج و الاعذار و الانذار و الدعا لما یرید ان یعلمهم من امره و نهیه و ما فیه الصلاح و الفساد))؛یعنې دا چې دوه خطبې فرض شوي دي،علت یې دا دی،چې په یو کې یې د خدای ستاینه وشي او په بله کې د خلکو اړیتاوې او ورته لارښوونه وشي؛لکه څرنګه چې د “وسایل الشیعة” خاوند ویلي، دې اړخ ته تل اړتیا نشته .

 

په اسلام کې موعظه

موعظه له خطابې- ویناوالۍ سره توپیر لري . ویناوالي صناعت دی او فني او هنري اړخ لري او پردې سربېره ویناوالي د ننګېرونو او عواطفو راپارونه ده؛خو موعظه یوازې د ځاني غوښتونو او شهوتونو ټیکاوولو ته ده او زیاتر د منع بڼه لري . که د ویناوالۍ موخه مطلق اقناع وګڼو؛نو وعظ او موعظه هم د خطبې یوه برخه ده. په هر حال، موعظه په هغه ځاى کې ویل کېږي او داسې ویى پکې ویل کېږي،چې موخه پکې منع او د شهوت او کينې ټیکاوول وي .

راغب اصفهاني وايي: (( الوعظ زجر مقترن بالتحویف))؛یعنې موعظه هغه منع ده،چې د کار له پايه ویرونه وي . بیا له “خلیل بن احمد” نقلوي،چې (( هو التذکر بالخیر فیما یرق له القلب))؛یعنې موعظه زړه ته د ښو رایادونه ده،په هغو ځایونو کې،چې د زړه د کلکوالي لامل ګرځي . موعظه هغه خبرې دي،چې د زړه د نرمۍ لامل ګرځي.

له ځانپالۍ،شهوتپالۍ،ربا او ریا څخه د خلکو منع او د مرګ، قیامت، او په دنیا او اخرت کې د اعمالو د پایلې يادول، موعظه ده.

خطبې ډولونه لري : خطبه ممکن حماسي،جنګي،سیاسي وي،قضايي او ممکن دیني او اخلاقي وي . کله د سرتېرو د توریالۍ د ننګېرنې راپارول وي،چې د جنګ جګړو په ډګرونو کې ویل کېږي او کله هم ددې لپاره وي،چې خلک له خپلو سیاسي او ټولنیزو حقوقو سره یې اشنا شي او کله هم د ترحم او لورونې د حس راپاروني ته وي، د ساري په ډول : هغه خطبې،چې په محکمو کې یې وکیلان مجرمانو ته په ورمندون کې د ترحم راماتونې ته کوي او کله هم خطبه د خلکو د دیني،اخلاقي او وجداني شعور ويښتیا ته ویل کېږي .

 

ولې تر ویناوالۍ موعظه ډېره ده؟

تر ویناوالۍ موعظه ځکه ډېره ده؛لکه،چې مې وویل : په اسلام کې بېلابېلې خطبې وې او داچې موعظې راکې ځای پیدا کړى او دا چې غونډې مو زیاتره د موعظې بڼه لري،ښايي علت یې دا وي،هغه غونډې او خطبې،چې د جُمعې په لمانځه کې ویل کېږي،په موږ کې هېرې شوي دي .څه چې اوس د “وعظ” د غونډو په نامه لرو، د هغو غونډو پاتې شوني دي،چې د متصوفه وو نوون و؛یعنې داچې رسماً یوه غونډه وشي او ځینې یې اورېدو ته راشي او یو تن پکې رسماً خلکو ته خبرې وکړي؛نو علی الظاهر دا کار په لومړي ځل د متصوفه وو په لاس دا نوون شوی او دا ښه کار دی او بیا نورو هم ددې په څېر غونډې جوړې کړې . موږ له پېړیو راهېسې د “موعظه غونډو” په نامه کتابونه لرو،چې له متصوفه وو راپاتې دي،کله د هغو غونډو په څېر ،چې شيخ سعدي او مولانا جلال الدين بلخي درلودې . شیعه وو په ځانګړي ډول د امام حسین په ویر کې دا کار لاپسې خپور کړ او څومره ښه یې وکړ.

ګومان کوم د وعظ غونډې په پيل کې له متصوفه وو تقلید شوى او د تصوف بنسټ هم پر منع او د نفس پر کړونې او تزکیې دى او له وعظ سره اړخ لګوي،زموږ خطیبان سره له دې،چې صوفیان نه دي؛خو په خپلو ویناوو کې زیاتره د زهد او له ځاني غوښتنو سره د مبارزې خبرې کوي .

 

وعظ او موعظه په نهج البلاغه کې

په نهج البلاغه کې د حضرت علي (ک) بېلابېلې خطبې راغلي دي،هم تبلیغي موعظه لري او هم حماسي او ټولنیزې خطبې. د مصر ستر مفتي؛ “شیخ محمد عبده” پر نهج البلاغه لنډه شرح لري او سریزه یې ورته کښلې : یو تصادف ددې سبب شو،چې زه اوزګار وم او د نهج البلاغې پاڼې راوړوم . دا کتاب مې چې ولوست؛نو ډول ډول خبرې مې پکې ولیدې،چې خورا اغېزمن یې کړم او ځان مې ددې کتاب د مطالعې پر مهال داسې لیده،چې تل له یوې نندارې بلې ته ځم او پردې يې په منظمه توګه بدلېږي . یوه ننداره مې مخې ته انځور شوه او داسې نارينه په سترګو لیدل،چې د پړانګ او زمري پوټکي یې اغوستي او برید ته چمتو دي،ځان مې په داسې حال کې لیده،چې دومره تر اغېز لاندې یم او لېوال یم د جګړې ډګر ته ولاړ شم او د دښمن وینه تويې کړم یا مې وینه تویې شي . بیا مې لیدل،چې ننداره بدله شوه،چې له واعظ سره مخ یم،چې پخپلو خبرو زړونه رانرموي،په بل ځای کې بیا ننداره بدله شوه او داسې مې وننګېرله،چې یو سیاسي او ټولنیز ویناوال ولاړ دی او د خلکو د عمومي ګټو په هکله خبرې کوي،په بل ځای کې وینم،چې یوې پرښتې له اسمانه لاس راښکته کړی او خلک پورته بيول غواړي .

هو! نهج البلاغه داسې ده، ډول ډول خطبې او موعظې پکې موندل کېږي : موعظه،توحید،معرفت،سیاسي خطبه او حماسه پکې ده. بېلګې ته د یوې حماسي خطبې لنډه برخه راخلم .

په “صفین” کې،چې د حضرت علي (ک) او معاویة بن ابي سفيان لښکرې مخ شوې؛نو حضرت علي یې خبر کړ،چې معاویه رامخکې شوى او شریع یې نیولې؛یعنې د اوبو ځای او موږ یې له اوبو بې برخې کړو یو،اجازه راکړﺉ،چې له مخې سره پر جګړې لاس پورې کړو او شریع بېرته ونیسو. آنحضرت وویل : نه! صبر وکړﺉ،که وکړای شو دا شخړه په خبرو اترو هواره کړو.

معاویه بن ابي سفيان ته یې لیک ولېږه،چې موږ دلته راغلي یو او بې له دې،چې تورې ته اړتيا شي، په خبرو اترو به اړپېچونه هوار کړو ؛خو ته رامخکې شوې او زما پر لښکر دې اوبه وتړلې،حکم وکړه،چې اوبه راپرېږدي .

خو هغه پرې غوږ ونه ګرو او دا یې ځان ته یو چانس ګاڼه . عمروعاص، چې د معاویه بن ابي سفيان سلاکار وزیر و، ورته یې وویل : علي رښتیا وايي،حکم وکړه،چې اوبه پرېږدي او پردې سربېره، علي داسې نه دی،چې تږی به پاتې شي او شریعه به درنه بېرته ونه نیسي . معاویه ورسره ونه منله . په پای کې د څو لیکونو تر لېږد وروسته حضرت علي (ک) ناچار شو او د برید حکم یې وکړ او او لښکر یې پر شا وتمباوه .

دلته باید وینې او غیرتونه راوخوټول شي،حضرت علي (ک) د خپل لښکر مخې ته ودرېد او د درې څلور غونډلو په ویلو یې معاویه بن ابي سفيان او لښکرې يې د اوبو له ځایه پر شا وتمبولې .

حضرت علي (ک) وايي : (( دا ټولګى رامخې ته شو او لکه وږي،چې ډوډۍ غواړي،درسره جګړه غواړي؛نو دوه لارې دي : یا په همدې ذلت کې پاتې شئ یا په دې تورو یې وینې تويې کړي،چې اوبه وڅکئ،ژوند په دې کې دی،چې مړه شئ؛خو بریا او مرګ په دې کې دی،چې ژوندي پاتې شئ؛خو سرټيټى او مغلوب .

دې درې څلور غونډلو يې غیرتونه راوپاورل او څه موده نه وه تېره، چې معاویه بن ابي سفيان پر شا وتمبېد.

بېلګې ته د امام حسین یوه خطبه هم وایم .

 

حسیني خطبې

امام حسین په هر اړخ ان په خطبو کې هم د خپل پلار بېلګه ده، کوم فرصت ، چې له حضرت علي سره د خلافت په پېر کې و؛نو داسې فرصت امام حسین ته په لاس ورنغی . کوم فرصت،چې امام حسین لاس ته راوړ،هماغه له مکې نه کربلا ته لنډ سفر او هغه اته ورځې وې،چې په کربلا کې و. د امام حسین جوهر په همدې لنډه موده کې ښکاره شو او له امام حسینه،چې کومې خطبې هم رارسېدلي؛نو زیاتره یې په همدې وخت کې ویلي دي،د امام حسین خطبې د پلار د خطبو بېلګه یې ده،هماغه مانا او هماغه روحيه . حضرت علي (ک) وايي: ژبه اروا ته اوزار او وسیله ده که د چا پر ژبه ماناوې رانشي؛نو ژبه کوم کار کړای شي او که مانا په اروا کې په څپو شي؛نو ژبه یې مخه نشي نیولای .

حضرت علي (ک) زیاتوي : موږ د خبرو امیران یو، د خبرو جرړې؛یعنې ماناوې او مطلبونه مو د بدن په ځمکه کې ځغلېدلي او د خبرو څانګو راباندې سیوری کړی دی .

د امام حسین لومړۍ خطبه هغه ده،چې له مکې څخه د کربلا د تګ پر مهال یې وویله :

“مرګ د ادم اولاد ته کښل شوی او ورته داسې سینګار شوى؛لکه چې یوه غاړکۍ پېغلې ته سینګار شوې وې ، مرګ د حق په لار کې مرګ ویاړ دی . زه څومره مین یم،چې له نیکونو سره مې یوځای شم! له نیکونو سره مې د یوځای کېدو شوق او مینه دومره ده؛لکه حضرت”یعقوب”،چې د حضرت “یوسف” لیدو ته لېوال و. څوک چې هوډ لري او چمتو وي،چې په دې لار کې لږ څه وبښي،څه وبښي؟ هماغه وینه،چې د زړه په سوریو کې یې ده،څوک چې چمتو وي،پخپله زړه ته غشی واخلي او هوډ لري،چې له خپل پالونکي سره وویني؛نو چمتو دې وي،چې سبا روانېږم .” وګ : لهوف ٢٥ او ٢٦ مخونه .

 

 

 

ممبر او خطبه

((الرَّحْمَنُ.عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (الرحمن/۱ – ۴ ) = لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولى دى،انسان (يې) پيدا كړ ‏او غږېدل يې ورزده کړل .))

 

په شیعه وو کې د عاشورا له پېښې سره د ویناوالۍ تړاو

په هېواد کې مو ویناوالي او ممبر د عاشورا د پېښې زېږنده ده. څنګه د عاشورا د پېښې زېږنده ده؟ امام حسین پخپل وخت کې د یو بهیر پر وړاندې پاڅون وکړ او شهید شو. د امام حسین د ویر په هکله هم روایتونه راغلي دي . دا د امامانو له خوا د عاشورا پر ژوندي ساتنه خورا سپارښتنه شوې ده او شاعرانو ته خورا سپارښتنه شوې،چې په دې هکله شعرونه ووايي او د خلکو ننګېرنې- احساسات راوپاروي . د امام حسین په ویر کې اوښکو تویولو ته د اجر او ثواب په هکله هم روایتونه راغلي دي .

دلته اړین دي،چې دوه مطلبه وویل شي : یو دا چې د امام حسین د پاڅون فلسفه څه وه؟ ولې یې پاڅون وکړ؟ د پاڅون انګېزه یې څه و؟ دا چې امامانو ویلي : د عاشورا پیښه باید ژوندۍ پاتې شي او هېره نشي؛ نو ددې فلسفه څه ده؟

د دین یو حکم هم بې حکمته نه دی .

دا دوه باید معلوم شي،که دا دوه معلوم شي؛نو پوه به شو،چې دا څومره ستر حکم دی او د عاشورا له پېښې باید ګټنه وکړو.

امام حسین ولې پاڅون وکړ؟ دا درې ډوله شنلى – تفسیرولای شو. یو دا چې ووایو : د امام حسین پاڅون یو عادي پاڅون و – العیاذ بالله- او شخصي ګټو ته و. دا هغه شنل – تفسیر دی،چې نه پرې مسلمان راضي کېږي او نه یې تاریخ مني .

دویم شنل- تفسیر،چې د ډېرو عوامو په ذهن کې دی،دا دی،چې امام حسین ځکه ووژل او شهید شو،چې د امت ګناهونه وبښل شي. د امام حسین شهادت د امت د ګناهونو د کفارې په بڼه پیښ شوی دی . د هغه ګروهې په شان،چې مسیحیانو د حضرت عیسی (ع) په هکله درلوده،چې عیسی (ع)؛ځکه غرغره شو،چې په امت کې د ګناهونو اغېزې خنثی کړي؛یعنې ګناهونه اغېزې لري او په اخرت کې پرې سړی ککړېږي . امام حسین‏؛ځکه شهید شو،چې په امت کې د ګناهونو اغېزې خنثی کړي او په دې برخه کې خلکو ته ازادي ورکړي . په حقیقت ددې ګروهې له مخې باید وویل شی،چې امام حسین ولیدل،چې یزیدیان، ابن زیادیان او شمر بن ذلجوشن په څېر وګړي شته؛خو شمېر یې لږ دی، امام حسین داسې غوښتل،چې دداسې وګړيو شمېره زیاته شي،داسې ښوونځى جوړ کړي،چې تر هغوی وروسته نور هم پیدا شي .

دا شان انددود او شنل دود – د تفسیر طریقه خورا خطرناکه ده. د امام حسین د پاڅون د بې اغېزې کولو او د امام حسین له موخې سره د جګړې او د امام حسین د ویر په هکله د راغلیو حکمونو د حکمت د منځه وړو په لار کې له دې انددود او شنل دود بل خطرناک څیز نشته . د امام حسین پېښه راته کږه شنل شوې ده،داسې یې شنلې،چې پایله يې همدا ده،چې وینو یې .

د مرجیه وو په هکله زید بن علي بن الحسین وايي : دوی داسې کار وکړ،چې په خپل فسق کې یې فساق د خدای د بښنې په تمه پلي کړ .

دا په هغه وخت کې د مرجیه وو ګروهه وه،هغه مهال د شیعه وو ګروهه د مرجیه وو پر ضد وه؛خو نن شیعه هماغه وايي،چې پخوا به مرجیه وو ویله . د شیعه وو ګروهه هماغه وه،چې د قرآن نص دی . (( الذین امنو او عملو الصالحات)) هم ایمان اړین دی او هم نېک عمل .

درېم تفسیر دا دی،چې په اسلامي نړۍ کې داسې حالت رامنځ ته شو او تردې راورسېد،چې امام حسین خپله دنده ګڼله،چې پاڅون وکړي،د اسلام ساتنه یې په خپل پاڅون کې ګڼله . پاڅون یې د حق په لار کې پاڅون و. د وخت له خلیفه سره یې شخړه پر دې نه وه،چې ته به نه یې او زه به یم،کوم کار،چې ته کوې،پرېږده،چې زه یې وکړم؛بلکې اصولي او بنسټیز اړپیچ یې ورسره درلود. که د یزید پر ځای بل چا هم وای؛همدا کارونه او طریقه به یې غوره کړې واى او که له امام حسین سره يې ښه چلن دود دردلود که بد؛نو امام حسین به بیا هم پاڅون کړی و.که امام حسین د یزید او یارانو پر کارونو نیوکه نه کوله؛نو یزید چمتو و،چې له امام حسین سره هر ډول لاسنيوى وکړي او چې کوم ځای یې غوښته ورته به یې ورکړی و، د ساري په ډول : که امام حسین ویل،چې د حجاز یا یمن یا عراق حکومت راکړه او مطلق واک یې هم راکړﺉ،چې څرنګه مې خوښه وي، هماغسې به لګښتونه کوم او څوک راباندې نیوکه نشی کړای؛نو یزید بیا هم دې کارته چمتو و.

د امام حسین جګړه،ګروهیزه او مسلکي جګړه وه او د ګروهې خبره پکې وه،د حق او باطل جګړه وه . د حق او باطل په جګړه کې له دې اړخه،چې امام حسین یو معلوم وګړى دی؛نو اغېز نه لري . خپله امام حسین پر دوو ویېو- کلمو دې مطلب ته د پای ټکې کې کېښود . په لار کې په یوه خطبه کې وايي : (( الا ترون ان الحق لایعمل به و الباطل لا یتناهی عنه، لیرغب المومن فی لقاء الله محقا))؛یعنې نه وينئ،چې پر حق چلن نه کېږي او له باطله مخنیوی نه کېږي؟ نو مؤمن په داسې وخت کې باید د خدای په لار کې شهید شي . و یې نه ویل : (( لیرغب الامام)) د امام دنده ده،چې په دې وخت کې شهادت ته چمتوشي . و یې نه ویل : ((لیرغب الحسین)) د حسین دنده ده،چې شهادت ته چمتو شي؛بلکې و یې ویل : (( لیرغب المومن)) د هر مؤمن دنده ده،چې پر دې حالت له ژونده مرګ غوره وګڼي . مسلمان له هغه اړخه،چې مسلمان دی،چې وویني پر حق چلن نه کېږي او د باطل مخه نه نیول کېږي؛نو دنده یې دا ده،چې پاڅون وکړي او شهادت ته چمتو شي .

دا درې ډوله شنل- تفسیر دی : یو تفسیر د حسین دښمن کړی، بل پخپله امام حسین کړی،چې پاڅون یې د حق په لار کې و. یو تفسیر یې هم ناپوهه دوستانو کړی،چې د دښمنانو تر تفسیره خورا خطرناک او بې لارې کوونکی دی او د امام حسین له اروا لرې دی .

راځو دویمې برخې ته،چې امامانو ولې پر ویرغونډو دومره سپارښته کړې؟ په دې دلیل،چې ومې ویل : امام حسین شخصي ګټو ته شهید نه شو، دې ته شهید نه شو،چې ځان د امت له ګناهونو بلهار – قربان کړي . امام حسین د حق په لار کې ووژل شو، له باطل سره د مبارزې په لار کې ووژل شو. امامانو غوښتل په نړۍ کې د حسین ښوونځی پاتې شي، د امام حسین شهادت د یو ښوونځي په بڼه ( له باطل سره د حق د مبارزې ښوونځی) تلپاتې شي او که وژاړو که نه د امام حسین پر حال څه اغېز لري او زموږ حال ته څه ګټه لري،چې کېنو وژاړو او بېرته پاڅېږو؟ امامانو غوښتل د امام حسین پاڅون د یو ښوونځي او روڼ مشال په بڼه تلپاتې شي .

دا د حق،حقیقت دوستۍ او حقیقت غوښتنې څراغ دی،د حق غوښتنې او آزادۍ غږ دى . دا د آزادۍ او له ظلم سره د مبارزې ښوونځی باید تلپاتې شي.د امامانو په وخت کې،چې دا حکم وشو؛نو د کارنده- فعال، ژوندی او اوښتیايي – انقلاب بهیر د رامنځ ته کېدو لامل شو.د امام حسین نوم د ظلم پر ضد د اوښتون شعار شو. یوه ډله اوښتیايي شاعران رامنځ ته شول؛”کمیت اسدي” او”دعبل خُزاعي” رامنځ شول، پوهېږي،چې دوی څوک ول؟ دوی دوه ویرنبولي – مرثیه خوانان ول . د “کمیت اسدي” شعرونو؛لکه د یو لښکر په شان امویانو ته زیان درلود. دده شعر به نړۍ خوځوله، د خلافت غونډال یې لړزاوه .

“عبدالله بن حسن بن علي” پر “عبدالله” مشهور د “کمیت” د شعرونو تر اغېز لاندې راغی او ددې شعرونو له کبله یې د خپل پټي قباله “کمیت” ته راوړه.”کمیت” ورته وویل : ‏ناشونې ده،چې وایې خلم؛ځکه زه د امام حسین ویرنبولی یم او یوازې خدای ته ویرنبولي کوم او پيسې نه اخلم. تر ډېر ټینګار وروسته یې واخست . څه موده وروسته “کمیت”، عبدالله ته ورغى او ورته یې وویل :څه درته وایم؛خو ژمنه راسره وکړه،چې منې به یې .عبدالله وویل :څه دي . کمیت وویل : ژمنه وکړه،چې منې به یې،د پټي قباله یې بېرته ورکړه او ویې ویل،چې دا بېرته واخله .

بني هاشمو “کمیت” ته پیسې راټولې کړی؛خو ده ورته وویل : ناشونې ده،چې وایې خلم .

دې کس د همدې ویرنبولۍ له کبله څومره کړاوونه ولیدل او په څومره بد حالت یې وواژه . “کمیت” یې د”یوسف بن عمر ثقفي” په کور کې په اته کسانو په تورو وواژه او وروستۍ خبره یې دا وه: (( اللهم آل محمد، اللهم آل محمد)) خدایه! نبوي کورنۍ! خدایه ! نبوي کورنۍ!

“متوکل” حکم وکړ،چې د امام حسین د قبر تر شاوخوا اوبه ډنډ کړئ، چې څوک یې زیارت ته ولاړ نشي او که څوک ورغی؛نو لاسونه یې غوڅ کړﺉ . ښايي وانګېرﺉ،چې متوکل ګرومجن و- اروايي عقده درلوده او له امام حسین سره یې خوراکینه درلوده . نه! هغه ورځ د امام حسین پر ویر د امامانو سپارښتنې او د “کمیت” په شان د کسانو د راټوکېدنې له کبله د امام حسین نوم د “متوکل” جرړې رانړولې او دا هر یو ورته لکه د یو لښکر په شان زیان لري . لیدل یې،چې د وژل شوي حسین نوم، د ژوندي حسین په شان هغه او د هغه په شان کسانو ته څه کم سر خوږی نه دی . امامانو د همدې سپارښتنو له لارې پرېنښوول،چې امام حسین مړ شي او د یو اند،اندې او له ظلم سره د مبارزې د ګروهې په بڼه یې ژوندی وساته .

متوکل له امام حسین سره شخصي دښمني نه درلوده؛خو لیدل یې،چې دې ویرنبولۍ د ښوونځي بڼه اخستې،چې متوکل نور متوکل نشي پاتې کېدای .

دا هم ووایم،چې له ټولو نیمګرتیاوو سره،چې په اوسني کار کې دي، خلک د زړه له کومې له امام حسین سره مینه لري . ځینې ناوړه نیت نه لري؛خو ویني،چې له دې پېښې ناوړه ګټنه کېږي،ګروهه یې دا ده،چې دا پېښه په ټولیزه توګه هېره شي او وايي،خلک ژاړي،چې اورېدلي یې دي پر دې ژړا ګانو یې ګناهونه بښل کېږي ګنې نه به یې ژړل .

نه! داسې نه ده او دا تېروتنه ده،مګر کړای شو،خلک په تطمیع وژړو؟ که داسې وي؛نو یوه ډله خلک راټول کړﺉ،چې پلاني ته وژاړﺉ،چې په بدل کې یې پيسې درکړم . چې انسان اغېزمن شوی نه وي،نه ژاړي . یا باید غم ولري یا باید شوق ولري . خلک د زړه له کومې له امام حسین سره مینه لري او د زړه له کومې یې په ویر کې اوښکې تویوي . په محرم او صفرکې خلک ژاړي او په نورو کې ولې نه ژاړي؟ چې غم نه وي، عشق نه وي،ننګېرنې نه وي؛نو اوښکې نه بهېږي . دا ننګېرنې ارزښتناکه دي او لکه څرنګه،چې پکار ده،هماغسې ګټنه مو ترې نه ده کړې او ګټنه مو پوره ګټنه نه ده او دا بل مطلب دی .

موږ ډېر څه لرو،چې ګټنه مو ترې نه ده کړې . ډېر سیندونه لرو،چې ګټنه مو ترې نه ده کړې؛نو باید ووایو،چې سیندونه په درد نه خوري . په زرګونو کانونه،تېل او نورې زېرمې لرو؛خو ګټنه ترې نه کوو.

که هېواد سمونه غواړي او د پرمختګ ،صنعت،آزادۍ پر لاره تلل غواړي؛نو خورا لنډه لار- که و نه وایو،چې بله لار نشته- دا ده،چې د امام حسین پر وړاندې د خلکو له رښیتنو ننګېرنو ګټنه وکړو.

په هر حال دا ممبر او ویناوالي،چې په موږ کې خپره ده، د عاشورا د پېښې او پر امام حسین د ویر په هکله د امامانو د سپارښتنو زېږنده ده. دین پالو او عقلمنو وویل،اوس چې موږ د امام حسین په نامه راغونډېږو،ولې له دې لارې له یوه بل آره ګټنه و نه کړو؟ په ترڅ کې بل آر هم پلى کړو؟ نو امام حسین د دوه چوکیو څښتن شو: د ویرنبولۍ چوکۍ او د ظالم پر خلاف د مظلوم په ګټه د ننګېرنو د څرګندونې چوکۍ. بله چوکۍ یې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع چوکۍ ده . څه چې په هېواد کې پخ ژبه “پر نېکیو امر او له بدیو منع” کېږي؛نو د امام حسین په نامه کېږي او دا څومره ښه کار دی او دا څومره ښه شوي،چې د امام حسین چوکۍ یې پر نېکو د امر او له بدیو د منع، د دین د اصولو او فروعو د چوکۍ په څنګ کې ایښې ده . د امام حسین پر وړاندې د خلکو له پاکو ننګېرنو یې څومره ښه ګټنه کړې ده .

په دې برخه کې باید څرنګه عمل وشي؟دا نو په ویناوال پورې اړه لري،هغه کړای شي اعتقادي اصول پکې ووايي،خلکو ته حلال او حرام ووايي، د خلکو د دین او دنیا ګټې ووايي . اوس،چې داسې ده؛نو ددې په هکله يې باید فکر وکړو او نیمګړتیاوې یې سمې کړو،هم د ویرنبولۍ له اړخه او هم د خلکو د ښیون- هدایت له اړخه .

 

پر نېکیو د امر او له بدیو د منع د سمونې اړتیا

په دې هکله باید څه وکړو او څرنګه عمل وکړو؟ زما په اند هماغه حکم،چې د جمعې د خطبې په هکله راغلی او کوم روایت مې،چې له اتم امامه رانقل کړ،خورا پراخ حکم دی .

 

د ویناوال – خطیب دندې

مخکې مې له امام رضا یو روایت ووایه،چې په درې برخو کې یې بیان کړی و،په لومړۍ برخه کې یې وویل : د جُمعې پر ورځ ټول راټولېږي او د مسلمانانو عمومي غونډه جوړېږي . اسلام غواړي دا د مسلمانانو مشر ته یوه وسیله وي،چې خلکو ته د خدای پر وړاندې د سر ایښوونې موعظه وکړي او له ګناهونو یې وویروي .

 

موعظه

د ویناولۍ او ممبر یوه دنده،موعظه ده؛لکه چې مې وویل : موعظه هغه وینا ده،چې زړه نرموي،کينه له منځه وړي ،د شهوت پر اور یخې اوبه اړوي،ځاني غوښتنې ټیکاووي- تسکینوي . څوک هم له موعظې مړه خوا نه دی او یوه ټولنه هم له موعظې مړه خوا نه ده. واقعي موعظه ،چې پر زړه کېني، بې د دین له لارې ناشونې ده. دیني موعظه ده،چې زړونه اغېزمنوي او زړونو ته خشوع ورکوي، پردې سربېره،چې موعظه باید د دین پر ژبه وویل شي،پخپله واعظ هم باید له خپلو خبرو اغېزمن شي او د زړه له کومې موعظه وکړي .

څوک هم له موعظې مړه خوا نه دی،ممکن یو وګړی د بل له ښوونې مړه خوا وي؛خو له موعظې یې مړه خوا نه دی؛ځکه پوهېدنه یو مطلب دی او له یو مؤمن واعظه اغېزمنېدل بل مطلب دی .

حضرت علي (ک) وايي: (( عظني)) ؛یعنې موعظه راته وکړه همداراز وايي : کوم اغېز،چې په اورېدو کې دی،په پوهېدنه کې نه دی .

تل باید غوره ډله خلکو ته موعظه وکړي، د خدای یادونه ورته وکړي، له مرګه یې خبر کړي،خلک د ګناهونو له اغېزو خبر کړي، د قبر او قیامت خبرې ورته وکړي،پام یې الهي عدل ته راوړوي . دا اړین چار دی او ټولنه کله هم له دې مړه خوا نه ده.

 

د ګټو وینه

دویمه برخه یې دا ده،چې خطیب باید خلک له دنيوي او دیني ګټو خبر کړي،چې اوسمهال څرنګه عمل وکړي،چې د دین په خیر او سازښت – مصلحت یې وي او هم یې د دنیا په خیر او سازښت وي .

دا ستر چار دی،تر موعظې کولو خورا سخت دی . که پخپله وګړى عمل والا وي،د زړه روڼتیا ولري،ایمان ولري او د موعظو پر څو خپرو پوه شي؛نو موعظه کړای شي او موعظه یې تر هماغه کچې ګټوره هم ده. که په موعظه کې وګړى د عمل والا وي او اخلاص ولري؛نو د ویېو ویل بسیا دي؛خو دا چې څوک وغواړي د خلکو دنیوي او دیني ګټې ووايي او له ګټو یې خبر کړي؛نو دا ستونزمن چار دی .

په دې کې دوه ستونزې دي : یو دا چې پراخ پوهه غواړي او بل دا چې ډېر اخلاص غواړي،چې څومره هم پر سترو دنیوي او دیني ګټو پوه وي،هماغه خلکو ته ووايي .

 

دیني اګاهي او ټولنیزه اګاهي

راځو پوهې ته . لومړی دا چې د دین په هکله بسیا پوهه ولري،پر اسلام پوره پوه وي، د اسلامي ښوونو پر اروا پوه وي، د اسلام ظاهر، باطن،پوټکى او زڼی په خپل ځای کې وپېژني،چې پوه شي د دین سازښت ؛یعنې څه؟

دویم : د ګټو وینې ته یوازې د دین پوهېدل او پېژندل بسیا نه دي،ټولنه باید وپېژني، د نړۍ له حالاتو خبر وي،پوه شي،چې په نړۍ کې څه تېرېږي او د ننني بهیرونو پر وړاندې د اسلامي ټولنې د سازښت غوښتنه څه ده او خلک له دې بهیرونو او واقعي ګټو خبر کړي .

په خواشینۍ چې موږ په دې برخه کې کمزوري یو،موږ د موعظې په برخه کې کمزوري نه يو او یا لږ تر لږه دېر کمزوري نه یو،په دې برخه کې لږه مطالعه لرو. د امام رضا دا وینا ارزښتمنه ده،چې وايي،خلک له دنیوي او دیني چارو خبر کړﺉ . د چا سروکار،چې یوازې له یو څو کتابونو سره وي؛لکه ادبیات،فلسفه او د مدرسې په ګوټ کې ناست وي؛نو نشي پوهېدای،چې په ټولنه کې څه تېرېږي او څه باید وکړي. انسان د مدرسې په ګوټ کې د ټولنې ګټې نشي تشخیصولای . د نړۍ له بدلېدونکي حالته ځان خبرول اړین دي .تېز حس غواړي،چې ان له همدا اوسه د راتلونکيو پېښو وړاندوینه وکړي او ټولنه له هغې پېښې داسې تېره کړي،چې له ګواښ سره مخ نشي . ښیون – هدایت بې د وړاندوینې له ځواکه ناشونې دی .

 

ښیون – هدایت څه ته وايي؟

ښیون- هدایت،لارښوونې ته وايي.یو قافله د یوې موخې پر لوري روانه ده او څوک پوښتي،چې د پلانۍ ځاى لار کومه ده او هغه یې هم ورته ښيي،چې دېخوا یا هاخوا ولاړ شه . دا لارښوونه ده،چې د لارې پر بلدتیا فرع ده. څوک د قافلې لارښودېدای شي؟ هغه چې پوه شي قافله پر کومه لار روانه ده او چېرې ځي. ټولنه هم لکه د قافلې په شان تل په حرکت کې ده. که وغواړو که نه دا قافله تل په حرکت کې ده. موږ باید پوه شو،چې قافلې څرنګه پر مخ یوسو؛ لکه د یو چلوونکي په څېر،چې موټر چلوي، په یو ځای کې باید موټر ودروي . په بل ځای کې باید ځغاسته ډېره کړي،په یو ځای کې یې باید راتاو کړي، په بل ځای کې ګېر بدل کړي او په یو ځای کې هم تم شي . دا ټول د موټر په چلونه یا ښیون کې اړین دي . د ټولنې په ښیون کې هم دا ټول اړین دي . دا ټول هر څه په معلوم وخت کې لازمېږي . دې ته د ټولنې سازښت پېژندنه وايي. که بې له دې وي؛نو ناشونې ده،چې څوک رښتيا د ټولنې لارښود وي او د ټولنې ګټې ووايي.

کله د ټولنې لارښودېدای شي؟چې پر دې ټولو پوه شو او د ټولو ځایونه وپېژنو او پوه شو،چې د ټولنې په کوم ځای کې تم شو او په کوم ځای کې تاو شو. ټولنه خوځون – حرکت او بدلونونه لري .کله ستر ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کېږي، ټولنه یو موړ ته رسي،چې ټولنې ترې باید تېره شي . هغه نوى حالت،چې اوس رامنځ شوی،نوى تمدن،چې رامنځ ته شوی،بېلابېلې اندې ،چې راپیدا شوي؛نو ټولنه مو له یو موړ ته رارسېدلې ده او د یو لاس اچوونکي پر وړاندې درېدلې ده او په اسانۍ او بې خطره باید له دې خطره تېره شي . یو دېوال مو مخې ته راغلى،چې باید تر څنګ يې تاو شو او خپله لار ووهو. پر کومه لار،چې روان یو، نه ښايي په پټو سترګو پرې ولاړ شو. پخوا دېوال نه و،اوس دېوال راپیدا شوی، مخې ته مو سیند دی، غر او تنګى دی .

په هر حال د ټولنې لارښود باید پوه شي،چې په کوم ځای کې ټولنه تاوه کړي او نوې لارې ته یې سمه کړي او د خپلي اصلي موخې پر لوري روانه شي . همداراز باید پوه شو،چې په کوم ځای کې ځغاسته ډېره کړو. په یو ځای کې د سیالۍ ډګر وي او ټول هڅه کوي،چې سیالي وګټي او مخکې شي؛نو دلته باید چټکتیا – سرعت او قوه زیاته کړو. نړۍ نن د پوهې او صنعت د سیالۍ ډګر ګرځېدلې ده . اوس،چې په ټولنه کې داسې سیالي رامنځ ته شوې؛نو باید هڅه وکړو،چې ټولنې خوځنده کړو،چې په دې سیالۍ وروسته پاتې نشي او کېناستل او نیوکې کول، دا کار وکړخ او هغه مه کوه؛نو دې ته ښیون- هدایت نه وايي .

په هر حال پراخې پوهې ته اړتیا ده،چې بېلابېل وختونه تشخیص کړو، باید پوه شي،چې په کوم ځای کې سنګر دى،چې پکې کېنو او کوم فرصت رامنځ ته شوی،چې ورنه ګټنه وکړو .

رسول اکرم وايي:(( ان لربکم فی ایام دهرکم نفحاتٍ، الا فتعرضو الها)) د الهي لورنې بادونه کله نا کله رالوځي . الهي لورنه لکه د باد په څېر خبر نه ورکوي،چې کله او په کومه شېبه کې راځم . هوښیار اوسئ،چې له دې بادونو ګټنه وکړﺉ،فرصتونه لکه د بادونو په څېر ژر تېرېږي، که له ګوتو و ووت؛نو بېرته لاس ته نه راځي. په خواشینۍ موږ په داسې حالت کې یو،چې ورځ پر ورځ فرصتونه له لاسه ورکوو.

(( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم )) ددې غونډلې- جملې موخه دا ده،چې خلک له دنیوي او دیني ګټو خبر کړو او لکه چې مې وویل،دوه شرطونه لري : پوهه او اخلاص . پوهه هم په دوه برخو کې ده : هم خپله د دین په هکله،چې په رښتيا اسلام پوه وسي او هم د نړۍ له حالاتو او ټولنیزو بهیرونو باخبر وي .

 

اخلاص

راځو اخلاص ته . “حاجي نوري” د “لؤ لؤ و مرجان” په نامه کتاب لري، چې ویرنبولانو- مرثیه خوانانو او ویرنبولۍ- مرثیه خوانۍ په هکله دی او د وعظ او واعظ په هکله نه دی . نوموړی دوې موضوع ګانې د ویرنبولۍ لومړی شرط ګڼي : اخلاص او رښتیا ویل . ددې کتاب په سریزه کې د یو هندي عالم نوم پر خورا درنښت یادوي او وايي : ده راته یو لیک راولېږه،چې په هندوستان کې ویرنبولان ډېر دروغ وايي او راڅخه یې غوښتي ول،چې په دې هکله کتاب ولیکم،چې د داسې دروغ ویلو مخه ونیول شي،دې هندي عالم انګېرلي،چې یوازې په هند کې ویرنبولي دروغ وايي او په عراق او ایران کې نه ویل کېږي او دلته هر سم ویل کېږي! نه پوهېږي،چې د درواغو ویرنلکینو خپرېدو ځای همدا دی او له دې ځایه هند ته تللي دي . دا هم زموږ د علماوو نیمګړتیا ده ، چې نیوکه نه کوي،که د پوهې خاوندانو د دې دروغو مخه نیولې واى؛ نو کار به تر دې بریده نه رارسېده .

نوموړی د اخلاص په هکله ویینه کوي او د مزدورۍ او پیسو اخستنې موضوع هم راوړاندې کوي . اخلاص؛یعنې دا چې عمل یوازې خدای ته وي او بله موخه و نه لري . که خدای ته نه وي؛نو دا څو ډوله دي : یو ډول یې پيسو ته دی او نور ډولونه هم لري،چې پر نورو به یې رڼا واچوم؛خو زما په اند،چې ددې اهمیت تر مزدورۍ خورا زیات دی .

 

د شخصیتونو دلالي

یو ډول یې دا دی : هغه چې پر ممبر کېني او د دې پر ځای،چې د دین مبلغ او لارښود وسي،د شخصیتونو دلالي کوي، ممبر یې د شخصیتونو د دلالۍ وسیله کړی وي . په خواشینۍ دا چار مو په ټولنه کې شته او له ممبره داسې ګټنې کېږي . د شخصیتونو دلالي، توپیر نه کوي،چې سیاسي شخصیتونه وي که روحاني یا نور وي او که د غونډې د مشر وي .

دا هر څه د ممبر د برم پر خلاف دي . البته هر څوک چې کوم کار کوي؛نو مخونه هم ورته کوي؛خو دومره پوه شئ،چې همدې دلالیو ممبر بې ارزښته او خراب کړی دی او ممبر باید له چټلیو پاک شي .

 

د خلکو پر خوښه غږېدل

(( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم )) که ددې وینا مصداق ،سازښت ویينه وي؛نو باید پوه شو،چې سازښت ویينه غیر له دې ده،چې د خلکو په خوښه وغږېږو او د خلک خوښ شي او ستاینه مو وکړي .

پوهېږﺉ،چې خلک ولې د خپل وخت له پېغمبرانو سره مخالف ول؟ دا چې پېغمبران به راتلل؛نو ولې ورسره ډېر مخالفتونه کېدل؟ او پېغمبرانو ولې په خپل وخت کې لږ لارويان درلودل؟ دا پېښه پټه – رمز لري . پټه یې دا ده،چې هغوی یوازې د خلکو له کمزوریو ټکیو سره مبارزه کوله او موږ د خلکو له کمزوریو ټکيو ګټنه کوو. پیغمبرانو غوښتل دا نیمګړتیاوې سمې کړي او له منځه یې یوسي؛خو موږ له همدې نیمګړتیاوو ګټنه کوو. دا چې خلک راڅخه خوښ وي؛نو په خوښه یې خبرې کوو . پوهېږو،چې پلانۍ قيصه دروغ ده او د خلکو د بې لارې او د بې ځایه غرور لامل هم ګرځي؛خو فکر کوو،که یې ووایم؛نو د خلکو پام به رامات کړم .

پغمبرانو د خلکو له نیمګړتیاوو سره مبارزه کوله او د خلکو سازښت یې هم په پام کې نیوه، نه دا چې خوښې ته یې وګوري،دا و، چې په خپل وخت کې یې لږ لارويان پیدا کول .

لنډه دا چې سازښت وینه د (( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم )) له مخې دوه څیزونه دي : پوهه او معلومات او بل اخلاص . پوهه او معلومات هم باید په دوه برخو کې وي : د دین په هکله پوره پوهه او بله د نړۍ له حالته او د ټولنیزو بهیرونو خبرتیا. د اخلاص په هکله مې هم دوه څیزونه وویل،چې ورځنۍ اړتیا مو ده : یو داچې ممبر د شخصیتونو دلالۍ ته نه وي او بله داچې د ټولنې له کمزوریو ټکیو سره د مبارزې وسیله وي؛نه دا چې له همدې کمزوریو ټکیو ګټنه وکړو .

 

خطیب باید خلک له پېښو خبر کړي

د امام رضا د حکم درېمه برخه دا ده : (( و یخبرهم بما یرد علیهم من الافاق من الاحوال التی فیها المضرة و المنفعة))؛یعنې د اسلامي نړۍ په لرې سیمو کې خلک له پېښو خبر کړي . “افاق” د “افق” جمع ده او موخه یې لرې سیمې دي . د اسلامي ټولنې په لرې سیمو کې ځینې پېښې رامنځ ته کېږي،چې خلک ترې بې خبره دي،خطیب باید دا خلکو ته ووايي. لنډه داچې د لرې سیمو دننني او بهرني حالات خلکو ته ووايي.پوهېږﺉ چې په نړۍ کې پر مسلمانانو څه تېرېږي؟ دا هر څه باید خطیب خلکو ته ووايي .

د ساري په ډول : د “الجزایر” مسئله رامنځ ته شوې،خطیب باید دا خلکو ته ووايي، نه دا چې خطیبان په دې هکله چوپ کېني یا که وايي؛نو هله یې وايي،چې د نړۍ په ورځپاڼو کې خپور شوی وي . دوی باید الجزایر ته خپل استازی واستوي او د لومړۍ درجې خبرونه ترې واخلي یا لږ تر لږ لومړۍ خبر باید له رسنیو واخلي . د فرانسې د پوځ پټ جنایتونه رابرسیره کړي،د فرانسې پټ لښکر؛لکه د یزید په شان دی، څه توپیر ورسره لري؟که د یزید د لښکر جنایتونه وايي؛نو د دوی جنایتونه هم باید ووايي،دوی هر څه وران کړل،ماشومان او ښځې یې ووژلې،کتابتونو ته یې اور واچاوه، ابادۍ یې ورانې کړې او کهول یې له منځه یووړ؛لکه څرنګه چې قرآن د ځینو په هکله وايي :

((وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ(بقره/۲۰۵) =( چې نښه يې داده ) چې پسې شا شو،پر ځمكه د فساد په خپرولو كې هڅه كوي ،كښتونه او څاروي له منځه وړي او خداى فساد نه خوښوي .))

د امام حسین داستان،چې موږ یې باید ژوندی وساتو،په حقیقت کې هوښیاري او ویښ اوسېدنه ده،چې ومو لیدل پر اسلام څه پېښ شول! موږ باید ددې پېښې په بیا بیا یادونې تل هوښیار وسو،چې هسې نه نور داسې کړاوونه پر اسلام راشي . پر عکس موږ داسې ګټنه نه ده کړې . په الجزایر کې پر اسلام ستر کړاوونه راغلل او موږ یو هم پرې خواشيني نشو.

 

د اندلس ناورين

څه موده مخکې مې د تقلید له يوه مرجع سره د اندلس د پېښې په هکله خبرې کولې او ورته مې وویل : پینځه سوه کاله مخکې پر اسلام او مسلمانانو داسې ستره پېښه رامنځ ته شوه . د اسلامي تمدن یو مرکز ونیول شو،څومره کسان ووژل شول او وسوځېدل . مسیحیانو په یو وار درې زره کسان وسوځول،دوه لکه مسلمان مهاجرو،چې هجرت يې کاوه او مسیحیانو ورته اجازه ورکړي ؛نو یو لک یې ترې په لار کې ووژل . “ګوستالومبون”،چې پخپله مسیحی دی،وايي : کوم جنایتونه،چې په اسپانیا کې مسیحیانو پر مسلمانانو وکړل؛نو په تاریخ کې يې ساری نه درلود. داسې ستر جنایت وشو او څه کتابونه،چې تر هغه وخته تر اوسه په عربۍ یا پارسۍ کې کښل شوي،یو کس هم دا نه دي کښلي،چې داشان پېښه په اسلامي نړۍ کې شوې ده، د زړه خواخوږي خو لا لرې خبره ده . څوک نه و،چې خلک له دې پېښې خبر کړي، ظاهراً د اندلس د تاریخ په هکله لومړی کتاب،چې په ایران کې کښل شوی د (( اندلس د تاریخ)) کتاب دی،چې ښاغلي آیتي کښلی دی .

 

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمان ورونه

پر ممبر باید داسې پېښې خلکو ته وویل شي . ایا پوهېږﺉ پر مسلمان مېشتو ښارونو څه تېرېږي؟ پوهېږﺉ په ختیځ ترکستان کې څه تېرېږي؟ پوهېږﺉ په کشمیر کې د مسلمانانو حالت څرنګه دی؟ د فلسطین له حالاتو خبر ياست؟ پوهېږﺉ نن اسراييل،اسلامي نړۍ ته څومره ستر ګواښ دی؟

دا خطر باید خلکو ته وویل شي او خلک باید هوښیار کړو. دا باید څوک ووايي؟ دولت یې ووايي؟ سیاسي احزاب یې ووايي؟ هغوى پخپلو مرامونو کې داشان څیزونه نه لري،دا هر څه باید خطیبان ووايي،هغوی یې باید ووايي،چې د اسلام ویندویان دي .

 

خطیب د اسلام ویاند

هر دولت او مقام یو ویاند لري،نن د دولت ویاند داسې وویل، یا د سپینې ماڼۍ ویاند داسې وویل . اسلام هم باید ویاند ولري . د دین ویاند، خطیبان او ممبر والا دي . امام رضا وايي: (( و یخبرهم بما یرد علیهم من الافاق من الاحوال التی فیها المضرة و المنفعة))څه چې په لرې سیمو کې پر مسلمانانو تېرېږي،خلکو ته یې ووایې. د امام رضا وینا جدي ده . موږ باید پوه شو،چې “ماتریالیسم” څه فعالیتونه لري، “صهیونیزم” څه فعالیتونه کوي . له دې خبرېدنه او ددې ویل فرض دي .

د امام حسین د ویر فلسفه دا ده او که داسې وي؛نو کړای شي،چې د اسلام ساتندوى وي که نه ژړا به امام حسین ته څه ګټه ورسوي؟ او هغه زموږ ژړا ته څه اړتیا لري؟ امام حسین غواړي،چې نوم یې ژوندی وي،ښوونځی یې ژوندی وي، د هغه په ښوونځي کې له هر باطل سره وجنګېږو،له کمونیزم سره وجنګېږو،له ظلم،بې عدالتۍ، فساد، فحشاء او جوارۍ سره مبارزه وکړو. (( ااشهدُ انک قد اقمت الصلواة و اتیت الزکوة و امرت بالمعروف و نهیت عن المنکر و جاهدت فی الله حق جهاد))

دا ټول ددې لپاره دي،چې امام حسین د یو ژوندي ښوونځي په بڼه خوندي وساتو. که پخپله امام حسین مړ دی؛نو ښوونځی خو یې ژوندی دی . د حسین په ښوونځي کې او تر نامه لاندې يې مبارزه وکړو او د حق پر لار قدم کېږدو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست