تبلیغات

     بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مور و پلار ته لارښود له ماشومانوسره چلندود اولاد روزنه  لیکوال :  اجر الدین اقبال  لړليک ماشوم او روزنه. 13 د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه. 13 د اولادونو ګانده مو د دوی د ماشومتوب په روزنه کې نغښتې ده. 14 روزنه له څه وخته پیل کړو؟. 16 د […]

 

 

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مور و پلار ته لارښود

له ماشومانوسره چلندود

اولاد روزنه

 لیکوال :  اجر الدین اقبال

 لړليک

ماشوم او روزنه. 13

د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه. 13

د اولادونو ګانده مو د دوی د ماشومتوب په روزنه کې نغښتې ده. 14

روزنه له څه وخته پیل کړو؟. 16

د اولادونو شمېر. 17

د دوه ځانۍ پېر. 18

وګړیز توپېرونه نالیدي ونه ګڼو. 19

د مور ونډه. 20

څه وخت ته ماشومتوب ویل کېږي؟. 21

ښوونځي ته تر شاملېدو وړاندې پېر (له زوکړې تر اوه کلنۍ) 22

د ماشوم ړومبۍ تجربې.. 22

ماشوم د مورشتون ته اړتیا لري.. 24

له تي د ماشوم غوڅول.. 25

په ماشومانو کې خپلواکي غوښتنه. 27

پوښتنې او ډېرې خبرې.. 28

کمکی توب؛ د لاروۍ پېر. 30

کوچنیانو ته د کیسو کول.. 31

ماشوم او لوبې.. 34

د کوچنیانو لوبوزلې.. 37

له کوچنیانو سره لوبې کول.. 39

له پېغمبر اکرم(ص)   نه یوه زده کړه. 39

د کمکیتوب مهمې ځانګړنې.. 40

د کوچنیانو نامعقولو غوښتنو ته غاړه مه ږدئ.. 42

د کوچنیانو شوخي.. 43

د ښوونځي پېر. 46

کوچنی او ښوونځی.. 47

کور او ښوونځی نوک واورۍ دي.. 47

له زده کړې او ښوونځي سره جوړجاړی.. 49

د کوچنیانو درسي مسئالې.. 51

کوچنیان او جنسي څوبتیاوې.. 56

د کورني چاپېریال پاک ساتنه. 57

له کوچنیانو سره د بدني تماسونو محدودول.. 58

د کوچنیانو پر اړیکو څارنه. 59

موروپلار ته سپارښتنه. 61

د کوچنیانو د ویدېدو په دود کې څارنه. 62

پر وخت خپلو اولادونو ته لارښوونه. 64

د کوچنیانو اروايي ارامي خوندي کړئ.. 66

د کوچنیانو دیني روزنه. 68

له زیادښته ډډه کول.. 69

پر دیني مسایلو سوکه سوکه پوهېدل.. 69

د کوچنیانو د دیني عواطفو پالل.. 72

د اولادونو په روزنه کې د ایمان ونډه. 72

لومړی جذب بیا ښوونه. 74

د عملي آدابو او سم ژونددود ښوونه. 77

یو تریخ حقیقت… 78

جزيي څیزونو ته مو ډېر پام وي.. 78

پاکوالی.. 80

په کور کې د نظم رعایتول.. 81

د بې ځایه لګښت مخنیوی.. 81

د نورو د حقوقو مراعاتول.. 82

ادب… 84

کوچنیانو ته دې وروښوول شي : 84

په کورنۍ کې همکاري.. 84

د کوچنیانو عاطفي روزنه. 86

عاطفه او په ژوند کې یې ونډه. 86

د اولادونو په عاطفي روزنه کې د کورنۍ ونډه. 87

د اولادونو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه. 88

په ځینو ټولنو کې ښځې ځان هېر کړی او له ځانه پردۍ شوې ده. 90

ښځې ته ستره ټاکنه. 91

د ساده توب او ستر فلسفه. 92

ښځې پر وړاندې د نارینه مسوولیت… 94

د مېړه مسوولیت… 95

د خپلې ټولنې ښځو ته د عبرت سبق.. 96

یو هېښنده داستان.. 97

د کوچني درناوی.. 99

ګلخنده. 100

کوچنیانو ته د پېغمبر اکرم(ص) عملي درناوی.. 102

په مینه او درناوي کې زیاد ښت (افراط) 104

دکوچني د بېځایه تمو پر وړاندې درېدل.. 107

کوچنی له سختو اوستونزوسره اشنا کول.. 110

پلارمړي کوچنیان.. 112

پېغمبر اکرم (ص) او بندي کوچنیان.. 114

د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول.. 117

د څاڅکي جوړېدو پر مهال د موروپلار د اندواغېز. 117

ښکلی او لوستونی روایت… 117

یوه هېښنده  کیسه. 118

په څاڅکي کې د خوړو اغېز. 119

تر څاڅکي جوړېدو روسته ځانګړې څارنې.. 120

د مور په زیلانځ کې د بر خلیک ټاکنه. 121

د مور د اندو هېښنده اغېزې.. 122

پر جنین د خوړو ښکاره او مانېزې اغېزې.. 124

د ماشوم زوکړه. 127

د ماشوم لومړۍ جامې.. 128

د ماشوم لومړي خواړه. 130

د ماشوم نامه ایښوونه. 131

پر اولادونو څرنګه نامې کېدو؟. 132

ممنوع نامې ایښوونې.. 133

ښو نامو ته عملي درناوی.. 134

په نامې ایښوونې کې مناسبتونه په پام کې نیول.. 135

د اولاد د زیري زېری ورکول.. 135

په اسلام کې د لور ارزښت… 136

په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول.. 139

د زوکړې د اوومې ورځې کړلارې.. 141

د مور شیدې.. 143

د مور د حالاتو، افکارو او ګروهو اغېز. 143

د ماشوم اروایي روغتیا 145

د ماشوم اروایي روغتیا ته د پېغمبراکرم (ص) پاملرنه. 148

د ماشوم عمومي پاکوالی او روغتیا 149

په وړوکتوب کې.. 150

د موروپلار او رزونپوهانو دندې.. 150

له کوچني سره مینه. 150

په نمانځه کې له کوچنیانو سره د پېغمبر(ص) هېښنده چلن.. 154

مینه دې څرګنده شي.. 156

د اولادونوښکلول.. 157

پېغمبراکرم (ص) له خپلو اولادونو سره خورا مینه درلوده. 159

کوچنیوته ډالۍ… 161

په کوڅه کې له کوچنیانو سره مینه. 162

کوچنیان به د پېغمبر(ص) کور ته ورتلل.. 163

علي مې روزلی دی.. 163

د کوچني دیني او ګروهيزه روزنه. 165

دین فطري دی.. 165

کوچني ته د پیغمبر اکرم (ص) د ګروهېزې زدکړې یوه بېلګه. 168

کوچنی اوعبادت… 170

له کوچني به ډېر عبادت نه غواړئ.. 173

په دیني ښوونو کې له کوچني او ژڼي سره ګوزاره کول.. 175

د پېغمبر اکرم (ص) د ګوزارې بېلګې.. 177

بې دیني د پلار د تاوتريخوالي پایله. 178

اسلام او د کوچني تنبیه او ډبول.. 180

وهل ډبول روستي درمل.. 182

په وهلو ډبولو پورې اړوند شرعي احکام. 185

غیر بدني تنبیهات (وهل ټکول ) 186

اولاد روزنه. 190

په وړکتوب کې د مور وپلار اوروزنپوهانو دندې.. 191

پر کـــــوچني د مینې اغېز. 192

د پېغمبر (ص) د زوی ویلي ښکلی داستان.. 192

کوچنی او لوبې.. 194

د کوچنیانو د لووزلو چمتو کول او لوبې ورسره کول.. 196

 

                                                               

 

 

 

ماشوم او روزنه

 

* د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه

په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د انسان په برخلیک کې د ماشومتوب اهمیت او ونډې ته لازمه پاملرنه نه کېده او موروپلار او روزنپوهان پردې ګروهه ول، چې ماشوم د یو انسان په برید کې د پاملرنې وړ نه دی او په دې توګه یې په روزنه کې هڅاندي نه ول؛ نو ځکه له ماشومانو سره په بې پروایۍ او تاوتریخوالي چلېدل او وهل ډبول یې د روزنې او ادبونې غوره وزله ګڼله. کله له ماشوم سره ډېر ځیګ او وحشي چلېدل او بې له دې، چې بدني او اروایي ځواک یې په پام کې ونیسي، سزا یې ورکوله.

دا ناسم دود نه یوازې زموږ په  ټولنه؛ بلکې په ګردو ټولنو کې پوره دود و. د ارواپوهنې او نویو روزنیزو پوهو رادبرېدل او د روزنیزو مسالو په اړه څېړنو دا ټکی راښکاره کړ :

[د انسان ډېری اروایي او اخلاقي ناودودې په ماشومتوب کې له ناسمې روزنې راولاړې شوې دي.]

د اروایي کینو راسپړل او د انسان په راتلونکي ژوند کې يې اغېز، دا مساله په ډاګه کړه، چې د غټوالي په پېر کې د انسان روحي او اروايي سلامتیا تر ډېره بریده په ماشومتوب کې ددې کینو د پیدایښت په مخنیوي کې نغښتې ده.

په نوې ښوونه او روزنه کې د ماشوم پالنه ځانګړی مقام لري او د روزنیزو فعالیتونو د منځ ټکی دی. د ماشوم د پېژندنې په هکله د بېلابېلو ارواپوهنیزو څانګو څېړنو، روزنیزو علومو او هم د ماشوم د ودې په جلاجلا پېرونو کې یې د ذهني او اروايي ځانګړنو له څېړنو په ډاګه شوي، چې باید د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه ولرو.

* د اولادونو ګانده مو د دوی د ماشومتوب په روزنه کې نغښتې ده

علمي څېړنې ښيي چې ماشومتوب، د ژوند د نورو پېرونو په پرتله بېخبنایي ونډه لري او ارواپوهان یې  د بنسټیز پېر په نامه یادوي. په دې پېر کې د یو سالم او نېکمرغه ژوند بنسټ ايښولی او په ګانده کې د ډېری ستونزو د رادبرېدو مخه نیوای شو، چې دا یو خورا مهم ټکی دی، چې باید په اړه یې تامل او سوچ وکړو.

ډېری لیدل کېږي، چې کورنۍ له خپلو تنکیو اولادونو سره په چلن کې له جدي او ټینګو ستونزو سره مخېږي، چې ښايي تل یې په اسانۍ حل کړای نشو. په یوه علمي څېړنه کې موندلای شو :

 [د تنکیو ځوانانو او ژڼو د ډېری ستونزو جرړه د ماشومتوب په روزنیزو نیمګړنو کې نغښتې ده.]

نو ځکه که کورنۍ د اولادونو په روزنه کې له سمو بنسټونو او دودونو کار واخلي؛ نو ډېری دا ډول ستونزې نه راولاړېږي.

د دې ستونزو یوه برخه په ماشومتوب کې د ناسمو عادتونو له بڼې نیوو راولاړېږي؛ کوم ماشوم چې روږدی شي تل په زور او دباو خپله خبره عملي کړي او د خپلو ناسولیزو غوښتنو پر وړاندې له هېڅ ډول مقاومت سره نه مخېږي، د چا پر وړاندې مسوول نه دی؛ نو چې عمر یې لوړېږي څرنګه تمه درلودلای شو، چې ځانمنی، توند، ځیږ، هوسپالی، راحت طلب او سرغړاند دې نه وي؟ دغسې یو وګړی به د موروپلار څه پروا او درناوی ونه لري.

اپوټه، کوم ماشوم، چې تل د خپلې کورنۍ له لوري په ډول ډول لارو چارو؛ لکه تاوتریخوالي او وهلو ډبولو سپکېږي؛ نو په ضمیر کې یې د سپکاوی کینه رادبرېږي، چې په ناځانخبري ډول یې د غچ اخستو پر لور ورکاږي. دغسې وګړی که د کوم مقام خاوند شي؛ نو د نورو سپکاوی پیلوي. تجربې او علمي څېړنې راښيي، دغه ډول وګړي، چې غټ شي او کورنۍ جوړه کړي؛ نو له خپلې مېرمنې او اولادونوسره استبدادي، سرزوري او سپک چلي. ددې چلن آریزه انګېزه هماغه اروايي کینه ده، چې په ناځانخبرۍ یې دې ډول چلن او دریځ ته راکاږي.

دا چار په هغو کارونو او دودونو کې هم رښتین دی، چې ماشومان یې په کورنیو او د خپل موروپلار په چلن کې ویني. کومه مینه او عادت چې په ماشومانو کې رادبرېږي په تېره که پکې پوخ او ټینګ شي؛ نو معمولاً د عمر تر پایه پکې پاتېږي او ځانګړیو لوریو ته یې ورکاږي، یا لږ تر لږه روزنه یې په جګو عمرونو کې ډېره ستونزمنه وي .

په هر حال په ماشومتوب کې چې کوچنی پر کومو ارزښتونه، عادتونه او خویونه روږدېږي؛نو معمولاً د ژوند تر پایه پکې پاتېږي. ددې لیکنې په جلاجلا ویینو کې به ددې واقعیت له ډېرو بېلګو سره اشنا شو.

نو ځکه، یو ځل بیا پر دې بنسټیز ټکي ټینګار کوم :

 [ که په ځوانۍ او غټوالي کې د خپلو اولادونو سم چلېدل غواړو او دا مو ورلورېږي،چې د انډولې وګړې پر بنسټ روغ رمټ ژوند ولري؛ نو باید په ماشومتوب کې یې روزنې ته ټینګه پاملرنه ولرو.]

او تل مو پام وي، چې د ماشوم روح د وترې ځمکې او زموږ چلن او کړنې د هغو تخمونو په څېر دي، چې په وترې ځمکه کې راټوکېږي او په راتلونکې کې ژر یا لرې ثمر ته رسي؛ نو ځکه په ځیر مو پام وي، چې څرنګه تخمونه پکې شیندو، چې په ګانده کې یې د ناکامیو مخه ونیسو.

همدغسې دې حقیقت ته په پامنیوي، موندلای شو، چې کورنیو ته د سمې روزنې ورزده کړه د ټولنې په فرهنګي او ټولنیزه وده کې څومره اغېزمنه ده.

 

* روزنه له څه وخته پیل کړو؟

امریکايي ارواپوه ډاکټر ((سیلوانوس ستال)) په خپل کتاب کې کاږي :

یو حکیم وپوښتل شو: روزنه څه وخته پیل کړو؟

 ورته یې وویل: له زوکړې شل کاله وړاندې! او که پایلې ته ونه رسېدئ؛ نو معلومېږي، چې باید لا مخکې مو  پیل کړې وه.

دا له حکمته ډکه او پاموړ خبره ده او مانا یې د شته نسل په اروايي ژوند کې د مخکېني نسل مانیز شتون دی. په دیني روایاتو کې هم لووي-شواهد شته چې اولادونو ته له موروپلاره د روحي او اخلاقي زمینو  لېږد تاییدوي . شته پرېمانه تجربې هم پر دې مساله لووي دی؛ که څه له علمي پلوه یې زور رسېدلی نه دی، چې په دقت او ځیرنه یې پولي وټاکي؛ نو ځکه نن چې کوم ماشوم زېږي، بېلابېلې ارثي زمینې ورسره ملې وي .

[کله هم په اولاد روزنه کې د ارثي زمینو ونډه او اهمیت نالیدی ګڼلای نشو.]

د تېرو څرګندونو له مخې په یو دقیق نظر کې، د ماشوم روزنه تر زوکړې یې  کلونه کلونه وړاندې پیلېږي او د وګړې لومړی تخم یې باید په موروپلا کې ولټو. نن چې په ښځې یا نارینه کې کومې لېوالتیاوې بڼه مومي او سوکه سوکه په ثابت خوی اوړي، ډېر ځل په راتلونکې کې له دوی نه په رازېږېدو اولادونو کې د دې لېوالتیاوو زمینه رادبره کوي. پر دې سربېره، د کوروالي پر مهال د موروپلار روحي حالات او په تېره د دوه ځانۍ پر مهال د مور روحي او عاطفي حالات په جنین کې د اروايي زمنیو په بڼې نیوو کې پرېمانه اغېز لري . په دې باب اسلامي سپارښتنې د ماشوم په برخلیک کې ددې لاملونو ونډه راښيي.

 

*  د اولادونو شمېر

موروپلار مخکې تردې چې د اولاد خاوند شي، باید بېلابېل اړخونه یې وسنجوي او تر څېړنې او سنجونې روسته اولاد راوړو ته هوډ وکړي، نه داچې بې هوډه یې اولاد وشي. په دې هوډ کې باید ولیدل شي، چې ایا د کورنۍ شونتیاوې او شرایط؛ لکه موروپلار ته د اولاد د روزنې وخت چمتو دی که نه، پر دې سربېره باید ټولنیزې شونتیاوې هم د اولادونو د شمېر په ټاکنه کې تر پام لاندې ونیول شي، که څه تکړه اولادونه یو انساني ځواک دی، چې ټولنې ته یو ګټور چار دی او په اسلامي ښوونو کې هم په دې باب سپارښتنې شته؛ خو که د نفوسو د ډېروالي له پلوه ټولنیز خنډونه او محدودیتونه وي؛ نو کورنۍ باید د بېخرته اولادونو د راوړو مخه ونیسي. اوس ټولنه مو په داسې شرایطو کې ده، چې د روغتیايي، ښوونې و روزنې، ورزش او ان د خوراکي توکیو  امکاناتو له کمښت سره مخ ده؛ نو ځکه:

[په اوسنیو شرایطو کې ټولنه مو د بېخرته اولادونو راوړو ته چمتو نه ده، که څه په کورنۍ کې مادي او روزنیز شرایط ورته چمتو وي.]

 

* د دوه ځانۍ پېر

مور په دې پېر کې پر بدني روغتیا سربېره باید خپلې اروايي روغتیا ته هم پاملرنه وکړي او چاپېریال یې ارام او خوشحاله وي؛ ځکه اروايي تاوتریخوالی او روحي خپګان پر جنین بد اغېز شیندي. په دې پېر کې پلار حساسه او خطرناکه دنده لري، او پام دې یې وي :

 [ مور چې په ګېډه کې کوم ماشوم پالي؛ نو ورسره مینه یې له هغې مینې اغېزمنه ده، چې مېړه یې له خپلې مېرمن سره لري.]

له کومو میندو سره، چې خپل مړونه ښه مینه کوي؛ نو مور هم د ژوند په لومړیو شېبو کې خپل نوی زېږېدلی ماشوم له خپلې مینې خړوبوي، چې دا چلن په ټولنه کې د سالمو کوچنیانو رادبرېدو ته لار هواروي. کورنۍ ستونزې او احیاناً د مېړه او مېرمن ترمنځ لانجې د ماشوم پر بدن او اروا ناوړه اغېزې لري او ماشوم د پالنې په لومړیو ګامونو کې له ستونزې سره مخوي.

په اسلامي ښوونو کې سپارښتنه شوې، چې مور دې  د دوه ځانۍ په پېر کې پر ځان د واکمن روحي او مانيزو شرایطو څارونکي وي او د خدای له یاد او د قرآن کریم له لوست دې غفلت ونه کړي؛ ځکه د مور د روحاني حالت غښتلتیا لاملېږي، چې پر جنین مانيزه رڼا هم ورواچوي او د جنین روحاني برخه  ورپیاوړې کړي .

په دې پېر کې دې مور خپل بدني روغتیا ته هم اهمیت ورکړي، سمه او بسیا خورونه، له سالمې او پاکې هوا ګټنه او له سختو او کړمنو فعالیتونو ډډه کول د ماشوم پر جسمي او اروايي روغتیا ژورې اغېزې لري.

[دا چې د انسان اروايي او اخلاقي حالات یې له بدني او مزاجي وضع سره نژدې اړیکه لري؛ نو د مور بدني روغتیا د ماشوم پر اروايي او اخلاقي وضعیت ډېره اغېزمنه ده او نه ښايي په ټیټه ورته وګورو.]

د زېږون ښکارنده هم د ماشوم په ژوند کې یوه حساس او ستونزمن چار دی او باید هڅه وشي، چې دا پړاو په سلامتۍ ووهل شي. په دې پړاو کې ناپامي، شونې ده د ماشوم بدن او اروا ته نه جبرانېدونکي تاوانونه ور واړوي. د دې پړاو په وهلو، ماشوم د امن او ارامۍ تېر چاپېریال پرېږدي او نوې نړۍ ته راځي.

 

* وګړیز توپېرونه نالیدي ونه ګڼو

یو مهم ټکی، چې نالیدلی دې و نه ګڼل شي، په ماشومانو کې د وګړیز توپېرونو شتون دی. نن چې له موره کوم ماشوم زېږي، دې ته په پامنیوي چې یو لړ جسمي او اروايي شرایط، چې له ارثي او یو شمېر نورو ناپېژاندو لاملونو اغېزمن دي، ځان ته ځانګړې ځانګړنې لري، داسې چې له نورو ماشومانو سره یې پرتله کولای نشو؛ نو ځکه:

[ د ماشوم د روزنې لارې چارې او ورسره زموږ د چلن څرنګوالي او هم کومې تمې، چې ترې لرو؛ نو دا باید د ماشوم له شرایطو او ځانګړو ځانګړو سره انډول وي.]

دې ټکي ته پام لاملېږي، چې موږ د یو یا څو تنو ماشومانو په اړه روزنيزو تجربو ته عمومیت ورنه کړو او په هر ډول شرایطو کې یې پایلو ته سترګې پر لار نه وسو؛ ځکه د یوه ماشوم په هکله یوه کړنلار او دود ګټورېدای شي؛ خو بل ته نه.

 دا توپيرونه ان په هغو خویندو او وروڼو کې هم لیدل کېږي، چې له یوه موروپلاره زېږېدلي وي؛ نو ځکه موروپلار دې هڅه وکړي، چې خپل هر اولاد د اروايي ځانګړنو له پلوه سم وپېژني او چې څومره یې له وسې پوره وي، په سمه روزنه کې یې زیار وباسي؛ خو له ټولو اولادونو دې یو ډول تمه نه لري او له نورو ماشومانو سره دې هم نه پرتله کوي، به بله وینا:

[تمه دې و نه لرو، چې د ټولو ماشومانو په باب د روزنې پایله، ان په یوې کورنۍ کې یو رنګ وي.]

 

* د مور ونډه

د ماشوم زوکړه، له موره یې د تړاو د پرېکون لومړی پړاو دی، چې نوم یې غوڅ شي؛ نو له خپلې مور سره یې فزیکي تړاو پرې کېږي او نسبي خپلواکۍ ته رسي؛ خو تر اوسه یې په مخ کې ډېر پړاوونه پراته دي، چې د یوه خپلواک انسان په توګه پخپلو پښو ودرېږي او خپلې اړتیاوې لرې کړي.

ماشوم یو بېوسې موجود دی، چې همېشنۍ څارنې ته اړتیا لري او شونې ده ډېره لږه شانته بې پامي سخت زیانونه ور واړوي؛ نو په دې حال کې مور یې د امنځي په څېر په خپله مینناکه غېږ کې ځایوي؛نو د مور چلن دې داسې وي، چې زېږېدلی ماشوم- چې نوې او ناپېژاندې نړۍ ته راغلی او هر څه ورته پردي دي- امنیت او ارامي وننګېري.

[دا ننګېرنه، د ماشوم بنسټېزه اروايي اړتیا ده.]

د پنځون غونډال له مور سره ددې کمزوري زېږېدلي ماشوم مینه هومره سکڼلې، چې مور یې په ساتنه کې هر ډول کړاو په اسانۍ زغمي او هېڅ ډول ښندنه نه سپموي او دا  په پنځون غونډال کې د حکمت او تدبیر ښکاره نښې دي. ته وا مور د پنځګر څښتن استازې او ماموره ده، چې دا بېوسی مخلوق وساتي، چې د مور په ملاتړ  په یو بل پسې د ودې او تکامل پړاوونه ووهي او ځوان منګی شي.

نه یوازې په انسان، چې په څارویو کې هم همدا حال دی.

مور د خپل زېږېدلي ماشوم ساتنې ته ځان په خطر کې اچوي او په ساتنه کې یې زیار ګالي او په دې لار کې هر ډول کړاوونه زغمي .

په انسان کې مورنۍ مینه او عاطفه تر څارویو پراخه او له ځانګړې ستریا برخمنه ده. معمولاً په څارویو کې تر هغې چې بچی پر خپلو پښو ولاړ نه وي؛ نو د مور له مینې برخمن دی، تر دې پړاوه روسته، چې بچی پر ځان بسیا شي؛ نو مور یې خوشې کوي او هر یو پر خپله لار ځي؛ خو په انسان کې مور ته خپل بچی د ژوند تر پایه د زړه له کومي ګران وي او په خپلې خوږې مینې کې یې رانغاړلی وي.

 

* څه وخت ته ماشومتوب ویل کېږي؟

معمولاً د زوکړې له وخته تر ۱۳-۱۲ کلنې پورې مودې ته د ماشومتوب  پېر ویل کېږي. دا پېر له دوو برخو جوړ شوی دی؛ په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې پېر او د ښوونځي پېر.

په اسلامي ښوونو کې هم د ودې پړاوونه په درېیو مشخصو اوه کلنو پېرونو ویشل شوي دي.

لومړي اوه کلونه، چې تقریباً په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې کلونو سره سر خوري او د ((سیادت او ښاغلیتوب وخت)) ورته وايي. دویم اوه کلونه یې د ((د اطاعت وخت)) یا د ((:ادبونې او ښوونې وخت)) دی او درېیم اوه کلونه یې د ((وزارت  پېر)) نومولي دي.

 په دې ویشنه کې هر پېر، ددې د آریزې ځانګړنې په پامنیوي نومول شوی دی.

 

* ښوونځي ته تر شاملېدو وړاندې پېر (له زوکړې تر اوه کلنۍ)

دا پېر د ماشوم د ژوند اوه لومړي کلونه دي، چې په کوچنیو پړاوونو ویشل کېږي . د ماشوم د زوکړې  لومړۍ دوه اونۍ یې د ((نوزېږۍ پړاو))، دوه یا درې لومړي  کلونه یې  د ((کوچنیتوب پړاو)) او له درېیو تر اوه کلنۍ یې د ((کمکیتوب پړاو)) نومولی دی.

 البته نورې ویشنې هم شته، چې په هرې یوې کې ځانګړي اړخونه په پام کې نیول شوي دي.

ارواپوهان او د ښوونې او روزنې عالمان دا یو بنسټیز پېر یادوي؛ ځکه په دې پېر په تېره لومړیو کلونو کې د ماشوم وګړه بڼه مومي او د ده د راتلونکیو عواطفو او چلنونو زمینې او لارې چارې  رادبره کوي.

 

د ماشوم ړومبۍ تجربې

ماشوم تر زوکړې روسته ځان له ناپېژاندې نړۍ سره مخامخ ویني. له هماغو لومړیو میاشتو، له ذهني او بدني ودې سره جوخت، د چاپېریال څیزونه یې نظر ځان ته را اړوي او د پلټنې حس پکې راپاروي . غواړي له خپل چاپېریال سره اشنا شي؛ په دې موخه تل هر  څه ته لاس وروړي او په لمسولو او پکې په ځيرنه، له بهرنۍ نړۍ یې ړومبۍ تجربې بڼه مومي.

په همدې پړاو کې، که کورنۍ په تېره مور، د ماشوم بریالیو او په زړه پورې تجربو ته لازمې چارې چمتو کړي، او ماشوم ته دا فرصت ورکړي، چې په لاس وروړو، د خپل چاپېریال څیزونه، سوکه سوکه وپېژني؛ نو په ماشوم کې د بریا، خوښ وینۍ او پر ځان د ډاډمنتیا ننګېرنه بڼه مومي، چې دا یې ژوند او چاپېریال ته د کتنې ړومبۍ ستنې دي.

خو که ماشوم څيزونو ته له لاس وروړو منع شي او کورنۍ په تېره مور یې دباندني څيزونه ګواښوونکي او خطرناک ورمعرفي کړي؛ نو په دې حال کې ماشوم، نړۍ یو خطرناک ځای ګڼي.

همدا انګېرنه لاملېږي، چې ماشوم له پیله د نړۍ او ژوند په اړه پیکه ننګېرنه پیدا کړي او امنیت پکې ونه ننګېږي[1]. له دې ځایه موندلای شو :

[کوچنی چې د ژوند په لومړیو کلونو کې په ظاهره ناخبره وي؛ خو کورنۍ چلن یې د شخصیت په جوړونه کې ډېر اغېزمن دی.]

د دې آفت د مخنیوي لپاره، باید د ماشوم په لومړیو کلونو کې د ژوند چاپېریال ساده او تر وسې وسې له قیمتي څیزونو او خطرناکو وزلو؛ لکه تېره څیزونو تش وي، چې مور اړه نشي ماشوم تل دې یا هغې وزلې ته له لاس وروړو منع کړي او و یې ډاروي.

 داچې دا همېشنۍ ډارونې او منع کول د ماشوم د ړومبیو تجربو په بهیر کې پېښېږي؛ ناوړه اغېزې ورشیندي . پردې سربېره، ماشوم دې بې خطره څیزونو او وزلو ته لاسرسی ولري، چې په اسانۍ لاس وروړي او په خپل ماشوم فکر یې وارزوي او په واقع کې، په دې چار خپله شاوخوا نړۍ راسپړي او پېژني؛ له همدې کبله دا چار له ځانګړي اهمیته وربرخمن دی.

دغسې د ماشوم د ژوند د پیل په پړاوونو کې یې نورې تجربې هم  ډېر اهمیت لري.  ځینې کورنۍ له پیله ماشوم په غوسه او ډبولو له ماشومانه چارو منع کوي، ځینې میندې په تاوتریخوالي د ماشوم متیازې کول کابو کوي او په ډول ډول پلمو یې وهي[2]. څېړنو ښوولې :

[کوم ماشوم، چې د ژوند په ړومبیو کلونو کې پر تشویش او اندېښمنۍ اخته کېږي یا یې موروپلار ډېر وهي ډبوي؛ نو شونې ده په راروستو پړاوونو کې له ډول ډول چلندیزو ستونزو سره مخ شي.]

له بېخه باید دې ټکي ته بنسټیزه پاملرنه ولرو، چې تر وسې وسې ماشوم په لومړیو کلونو کې ونه وهوو. په دې پړاو کې تشویق او هڅونه اغېزمنه ده.

 تجربې ښوولې، چې په دې عمر کې وهل ډبول، د ماشوم د لټۍ لاملېږي او په ګانده کې ډېرې چلندیزې ستونزې ورته راولاړوي.[3]

 

* ماشوم د مورشتون ته اړتیا لري

د ژوند په ړومبیو کلونو په تېره لومړي درېیو کلونو کې د مور شتون له ځانګړي اهمیته برخمن دی. په دې پړاو کې د مور شتون، چې ماشوم یې له ځانګړو پېرزوینو او مینو برخمن دی، په کوچني کې دا ننګېرنه راولاړوي، چې په نړۍ کې بې ملاتړه نه دی او د لزوم پر مهال به د مور له بې درېغه ملاتړه برخمن شي او دا د ماشوم امنیت خوندیینې ته ډېر اغېزمن دی. بلخوا ماشوم باید په دې پړاو کې له عاطفي اړخ اشباع او موړ شي، چې په دې باب هم مور یوازېنۍ ونډه لري.

[ماشوم باید د مور د مینې له سرچینې خړوب شي.]

دا چار د ماشوم په عاطفي وده کې ډېر اغېزمن دی، چې کله مور خپل ماشوم په مینه غېږ کې ټینګ نیسي او په خپلې بې سارې او ځانګړې مینې تی ورکوي؛ نو له عاطفي  اړخ یې مړوي، امنیت او ارامي وربښي[4]؛نو ځکه:

[کوم ماشومان چې د مور تی روي، پر روغتیايي اړخونو سربېره له اروايي او عاطفي روغتیا هم ډېر برخمن دي.]

څېړنو ښوولې، چې له شپږ میاشتنۍ تر درې کلنۍ د مور شتون نه یوازې د ماشوم په عاطفي وده؛ بلکې په بدني او عقلي وده کې هم ښه اغېز لري. د هغو ماشومانو بدني، عقلي او عاطفي وده، چې له شپږو میاشتنۍ تر درې کلنۍ د مور تر څنګ په نامناسبو روغتیايي او خوړیزو شرایطو کې وسي، تر هغو ماشومانو غوره ده، چې له موره لرې یې ښه روغتیايي او خوړیز شرایط درلودل[5].

 

* له تي ماشوم غوڅول

له تي غوڅول، له کورنۍ او مور سره د ماشوم د تړاو د پرېکون دویم پړاو دی. په دې پړاو کې د مور له بدن سره د ماشوم تړاو پرې کېږي او ماشوم ډېره خپلواکي مومي.(۱) ماشوم چې د مور تی روي، پر دې سربېره چې د مور له شیدو خورول کېږي، له پاملرنې او نازېدو یې هم برخمنېږي او ارامي مومي؛ نو ځکه نباید په دوه کلنۍ کې د ماشوم  تي غوڅول یوه ساده ښکارنده وبولو.

د مور له مینناکې غېږې سره د ماشوم مینه، پکې ارامي او همېشني نازېدنې یې، ماشوم ته یو ستونزمن پړاو دی او معمولاً دا چار په اسانۍ نه ترسره کېږي . په دې باب پاموړ ټکی دادی :

[ماشوم دې له تي داسې غوڅ نشي، چې وننګېري، په دې کار د مور له مینې بې برخې شوی دی.]

نو ځکه نباید ماشوم په تاوتریخوالي او یو دم له تي غوڅ شي؛ بلکې باید په نرمۍ، زغم او سوکه سوکه دا کار ترسره شي، چې ماشوم آرام آرام نوي شرایط ومني.

د اسلامي ښوونو له مخې د تي و رکولو موده دوه کاله ده، چې د لزوم په حال کې یې تر یوویشت میاشتو راتیټولای شو، چې دا یې لږ تر لږه موده ده او یوازې د اړتیا پر مهال او د امکاناتو په نشتون کې یې راټیټولای شو[6].

(۱) انسان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي؛ نو ددې تړاو د پرېکون درېیم پړاو پیلېږي، چې په ((له تي غوڅولو(اروايي فطام) یې نومولی دی.

 

په ماشومانو کې خپلواکي غوښتنه

ماشوم په لومړیو میاشتو او ان د ژوند په د وو لومړیو کلونو کې له کافي ځانخبرۍ برخمن نه دی  او ((خپل او پردی)) سره پوره بېلولای نشي او په دې باب نیمګړی تشخیص لري . د ارواپوهانو په آند، دا تشخیص د تي غوڅولو له وخته پیلېږي او په درې کلنۍ کې څرګندېږي(۱). د ماشوم سوکه سوکه ((ځان)) ته پامېږي او دا چارې یې د کړنو په ترڅ کې څرګند لیدل کېږي. ددې ښکارندې یوه نښه هغه مخالفتونه دي، چې ماشوم یې کوي . په درې کلنۍ کې دا مخالفتونه او سرغړونې ښه لیدل کېږي، داسې چې ورته د ویلو اپوټه چارې کوي. ته وا ماشوم په خپلو  مخالفتونو ځان زبادوي؛ په دې  عمر کې دا ډول مخالفتونه معمولاً لنډ مهاله وي او که سخت حالت او د ناروغۍ په بڼه نه وي؛ نو دا د ماشوم یو عادي او طبیعي چلن دی. بلخوا ماشوم د ځان اوڅارولو لپاره، په ځانښوونې، د نورو  پام رااړونې  او داچې تحسین او شاباس یې کړي، په یو لړ چارو لاس پورې کوي، چې خوند ترې اخلي.

پردې سربېره، ددې پوهې له ودې او په شخصیت ننګېرنې ماشوم هڅه کوي ازادي او خپلواکي  ترلاسه کړي، چې کله ماشوم ټینګار کوي  قاشوغه په لاس کې ونیسي او خواړه وخوري یا ځینې چارې پخپله وکړي، په واقع کې د خپلواکۍ د لاس ته راوړو په لټه کې دی. له (۳) تر (۷) کلنۍ، دا حالت پکې سخت دی او معمولاً خپلسری وي.

[خپلواکۍ ته لېوالتیا د ماشوم د ودې ثمره او په هماغه حال کې یې لازمه هم ده؛]

یعنې که دا حس ورکې وځپل شي؛ نو وده یې زیانمېږي. د ځوانۍ په منګ کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو څوبتیا خپلې لوړې څوکي ته وررسي؛ په دې پړاو کې، تنکی ژڼی په واقع کې له ماشومتوب سره وداع کوي او سوکه سوکه په خپلو پښو درېداي او خپلواک ټولنیز ژوند ته چمتو کېږي؛خو مخکې مو وويل، چې په ماشوم کې د خپلواکۍ غوښتنې د تخم وده د ژوند له لومړیو کلونو پیلېږي او باید موروپلار د دې څوبتیا د انډول ودې لپاره لاره چاره چمتو کړي او لازمې ازادۍ ورکړي او د ماشوم ازادي درنه او محترمه وبولي؛ خو نه ښايي  په اړه یې د زیادښت او افراط لار خپله کړي، چې دا چلن به ماشوم پر یوه هوسپالي او بې بندوباره موجود واړوي.

[داچې ماشوم شخصیت پیداکړي،پکار دي په ځینو ځایونو کې د خپلو  غوښتنو پر وړاندې د موروپلار یا خپل پالندوی مقاومت او درېدنه وننګېري؛]

یعنې پوه شي، چې پولې او بریدونه درانه وبولي او په بله وینا: مطلق او بې قیدوشرطه ازادي ونه ننګېږي؛ نو ځکه باید موروپلار تر شونې بریده ماشوم له خپلو کړنو منع نه کړي؛ خو په کومو ځایونو کې چې باید هرومرو یې منع کړي باید پرېکنده وي او پر خپل هوډ ټینګ ودرېږي او د ماشوم ټینګار، ژړا او چغو ته غاړه کېنږدي.

 

پوښتنې او ډېرې خبرې

ماشوم له دوه کلنۍ سوکه سوکه یوه یوه خبره زده کوي او پر خبرو لګیا کېږي او چې څومره یې یادې کړې هومره یې کړتې هم ورزیاتېږي؛ له همدې امله له (۳) تر (۷) کلنۍ موده د پرګویۍ په پېر هم مشهوره ده. خبرې یې ډېری د ځان په باب وي او سوکه سوکه یې پر ټولنیزه وده ورزیاتېږي- په تېره تر اوه کلنۍ روسته- نور هم رانغاړي .

غوره ده، چې له کوچني سره خبرو ته ډېر وخت وایستل شي او رو رو او یوه یوه خبره ورسره وکړای شي، ساده او د پوهېدو وړ کليمي ورته وکارول شي، کلیمې سمې وواست، چې هم یې اصطلاحات بډای شي او هم ښه اورېدونکي وروزل شي . په دې پېر کې د ماشوم تفکر او اندنه حسي اړخ لري. ويلي یې دي، چې ماشوم په سترګو، غوږونو او لاسونو او په بله وینا په خپل بدن فکر کوي؛ یعنې څه چې ویني یا یې د تجربې په کړۍ کې راځي، درک کوي یې؛ نو ځکه تر شوني بریده دې د هغو مفاهیمو له کارولو ډډه وشي، چې پوهېدل پرې پېچلې اندنې ته اړتیا لري.

بلخوا، په دې پېر کې ماشوم د چاپېریال او څیزونو پېژندنې ته سخته څوبتیا پیدا کوي او د وږي په څېر غواړي د  شاوخوا له رنګارنګ خوړو ځان موړ کړي؛ نو ځکه تل پوښتي او کله په پرله پسې پوښتنو خپله مور ستړې کوي.

دا ښکارنده په ماشوم کې د کنجکاوۍ نښه ده او ددې حس سمه روزنه د ماشوم پر اندیزه وده ژورې اغېزې لري؛ نو ځکه باید د ماشوم اطرافیان په تېره مور یې له پرله پسې پوښتنو ګروېکنو ستړې نشي او له زغمه دې کار واخلي او پوښتنې دې یې داسې ځواب کړي، چې ماشوم پرې پوه شي.

[ماشوم چې د خپلو پوښتنو ځوابونه اوري؛ نو ځان ته یوه نړۍ جوړوي او یو ډول ((نړی لید)) ترلاسه کوي.]

نه ښايي مور د ځان خلاصولو لپاره د ماشوم پوښتنې ناسمې ځواب کړي. دا پوښتنې هر څه رانغاړي؛ خو په پیل کې د ماشوم په شاوخوا څیزونو پورې اړوند وي او سوکه سوکه دیني او اخلاقي مسایل هم رانغاړي. کله په وړوکتوب کې د خدای، مرګ او په څېر یې ډېرې پوښتنې کوي، چې ځوابول یې هومره اسان کار نه دی او ډېر ظرافت ورته پکار دی. په دې باب پام مو وي، چې ماشومانو ته دا مسایل هومره جدي نه دي او که په یو ډول یې فکر پر پوهېدو وړ مسایلو ته ور واړو؛ نو څه ستونزه به رامخې ته نشي.

 بلخوا د خبرو په ترڅ کې ورته وويل شي، چې د پوښتنو پوره ځوابونه به د ښوونځي په زده کړو کې درکړل شي؛ خو په عین حال کې پوښتنې یې داسې ځواب شي، چې ماشوم پرې پوه شي؛ که څه دقیق ځواب یې هومره لازم نه دی؛ خو په هر حال نه ښايي پوښتنه یې په دروغو ځواب  یا په غلطه موهومي څیزونو ورزده کړای شي.

 

* کمکی توب؛ د لاروۍ پېر

ماشوم چې سوکه سوکه خپل چاپېریال ته سترګې غړوي، نو ځان له وسمنو مشرانو سره مخامخ ویني. ماشوم داچې ځان تر نورو بېوسی ویني، سپکاوی او بېوسي احساسوي، چې دا یو طبیعي چار دی او د کوچني په نسبي کمزورۍ پورې  اړوندېږي. ددې بېوسۍ درک یې د لویانو او مشرانو لاروۍ ته اړ باسي. په تېره موروپلار ورته ځانګړی مقام لري.

 بلخوا هغو کړنو او چلن ته لازمې کچې نه لري؛ نو هڅه کوي ځان له لویانو سره ورته کړي او له دې لارې د خپلې بېوسۍ او سپکاوي پر ننګېرنو برغولی کېدي، تر دې چې کله لیدل کېږي، د مور یوه کړنه کوي یا د پلار کومه سپارښتنه وايي. ماشوم د لویانو د کړنو په هکله ډېر حساس دي او سخت ترې اغېزمنېږي؛ نو ځکه (له ښوونځي تر شاملېدو مخکې) کورنۍ کړای شي،  ډېری د ژوند سم اصول، اخلاقي ارزښتونه او ښه کړه وړه ورزده کړي. دا ډول ښوونه، یوه غیرمستقیم او مشاهداتي ښوونه ده او بې له دې چې د کوچني مقاومت او مخالفت راولاړ کړي، د شخصیت په رغاونه کې یې ډېره اغېزمنېږي. دا مشاهداتي دود یې په تېره اخلاقي روزنه کې خورا اغېزمن دی او په راتلونکیو ویینو کې به یې په اړه خبرې وکړو.

په هر حال کوچنی په دې پېر کې د مشرانو له لاروۍ خوند اخلي او په ځانخبري او نا ځانخبري ډول د لویانو له کړنو او چلنه اغېزمنېږي.

 

* کوچنیانو ته د کیسو کول

په دې پړاو کې د کوچني روزنې ته یوه اغېزمنه وزله د کیسو کول دي. کوچنیان د کیسو  مینه وال دي او په هېښنده کیسو یې زړه بایلودی وي. همدا مینه او لېوالتیا پکې د اغېزمنېدو لاره چاره برابروي. له کیسو ډول ډول ګتنې کړای شو. لومړی داچې په کوچني کې د تخیل ځواک پیاوړی کولای شو.

[د کوچني د خلاقیت په وده کې د خیال ځواک پالنه اغېزمنه ده؛]

نو ځکه له هغو کیسو ګټنه کړای شو، چې د کوچني د تخیل ځواک پکې چکر وهلای شي. نباید په دې باب زیادښت او افراط وکړو، چې ماشوم پر یوه خیالي موجود واوړي؛ نو ځکه له دې ډول کیسو ځنې په ګټنهې کې څه اندېښمني راته پیدا نشي.

 بلخوا نباید خیالي وحشتناک موجودات، چې غالباً بچیان ترې ډارېږي پکې وکارېږي.

کیسې کول د ښوونې یو غیر مستقیمه طریقه ده، چې د همدې علت له مخې او هم داچې کوچنیان مینه  ورسره لري، په دې پېر کې ځانګړی اهمیت لري. هغه کیسې ورته ډېرې اغېزمنې دي، چې په عین جذاب والي کې د سم کردار او اخلاقي ارزښتونو بېلګې پکې رانغاړل شوي وي.

[باید د کیسو په ټاکنه او غوره کولو کې مو پام وي، چې کوچني ته بد ورزده نه کړي.]

کوچني ته په کیسو کې د ناسمو او خرافي مطالبو ویل زیانمن دي؛ ځکه فکر یې لا د بڼې نیوو په پړاو کې دی  او نه ښايي خرافات پکې ورګډ شي. کیسې باید په کوچنیانو کې د عزت نفّس، مړانې، انسان دوستۍ او ستریا په څېر ارزښتونه راوټوکوي او روحیه یې لوړه کړي او د کوچني په ذهن او اروا کې د ذلت، خوارۍ، بېوسۍ او تسلیمۍ روحیه وانه چوي.

کوچنیانو ته داسې کیسې وکړو، چې سمې بېلګې پکې راغلې وي او د نېکانو اخلاق پکې تشریح شوي وي، چې دا په غیر مستقیم ډول د انسانی ارزښتونو ورزده کړه ده او هم د کوچني د پوهېدو او درک کچه هم په پام کې ونیسو او له هغو کیسو ډډه وکړو، چې ناسمې بېلګې پکې اوڅار شوي وي. یا په بله وینا:

[د کوچنیانو په کیسو کې مو موخه دا وي، چې د نېکیو ښکلا ووایو نه د بدیو بدرنګوالی.]

باید د کوچني صفا روح او پاک احساسات د ښکلا او نېکیو په بوی وپالوو او ونازوو. تجربې ښوولې که کوچني ته ناسمې او غلطې بېلګې تشریح او نیوکه پرې وشي؛ نو په ناځانخبرۍ کې ترې اغېزمنېږي او نیوکې ته مو هومره پاملرنه نه کوي؛ لکه که کوچني ته نظم، پاکوالی او ادب ور زده کړو؛ نو غوره ده ددې څیزونو مثبتې او ښې اغېزې ورسره مطرح کړو او د کیسې محبوب شخصیت په همدغو اوصافو معرفي کړو، نه داچې د بې نظمۍ، چټلۍ او بې ادبۍ د ناوړو اغېزو په باب خبرې وکړو او که ددې ډول ناسمو او منفي چارو په باب خبرې هم کوو؛ نو لازم دي د مثبتو اړخونو تر رڼا لاندې یې ورتشریح کړو.

بل ټکی داچې کوچنی پر ټوليزو او انتزاعي مفاهیمو نه پوهېږي؛ نو ځکه:

[ددې پر ځای چې په ټولېز ډول د ارزښتونو په باب خبرې وکړو، باید بېلګې یې ورته راوړو.]

لکه کوچني ته ونه وایو چې نظم ښه دی؛ بلکې د نظم، اډون او ترتیب پر بېلګې ورته لګیا شوو؛ لکه تر لوبو روسته د خپل سامان راټولول، جامې، د ښوونځي سامان، کتابونه او بکسه په خپلو ځایونو کې ايښوول او….

په قرآن کریم کې چې د پېغمبرانو او صالحانو کیسې راغلي، کوچنیانو ته ترې ګټنه کړای شو؛ خو تېرو قومونو ته چې کومې سزاګانې ورکړای شوي، دا به ورته نه وایو یا به پکې زیادښت نه کوو؛ بلکې ډېر به د خدای د لورنو او د پېغمبرانو د زغم او تېرېدنې په اړه خبرې ورته کوو.

بل ټکی داچې نه ښايي د کیسې په پای کې نېغه پایله واخلو او لکه ووایو، له دې  پېښې یا داستانه پایله اخلو، چې ادب ښه دی یا انسان باید منظم وي او په څېر یې.

دا ډول پایلې لاملېږي، چې غیر مستقیم ښوونه په نېغه ښوونه واوړي او په پایله کې یې اغېزې کمېږي؛ نو ځکه پایله اخستل د خپله ماشوم پر غاړه ده. ماشوم په کیسه کې له شتو مضامینو په دې شرط، چې پوره څرګند او ماشوم ورباندې وپوهېدای شي اغېزمنېږي او نېغو پایلو اخستو ته اړتیا نه لري. له بېخه مو باید پام وي :

[د کیسې یوه مهمه ځانګړنه یې غیر مستقیم والی دی.]

غوره ده مور پر دې سربېره، چې پخپله پر  کومو کیسو پوهېږي (په دې شرط چې مناسبې وي) د کیسو له هغو ځانګړو کتابونو هم ګټنه وکړي، چې کمکیانو ته کښل شوي دی. دا کیسې دې کوچنیانو ته ووايي؛ خو د کتاب په ټاکنه کې دې ځیرنه وکړي.

[افسوس چې د کتابونو بازار په تېره د کمکیانو کتابونو سوداګریز اړخ نیولی او کله یو مخی له خپل آریز بهیره وتلی دي.]

ځینې دا ډ ول کتابونه د کمکیانو د ادبیاتو له کچو سره اړخ نه لګوي او ځینې یې بدې ښوونې لري، چې باید ډډه ترې وشي. غوره ده د کتاب لیکوال او خپرندویه ټولنې ته ځیر شو او په دې اړه له نظروال سره سلامشوره وشي.

افلاطون د خپل کتاپ ((جمهور)) په (۳۰-۲۹)مخونو کې د کوچني په روزنه کې د کیسو او افسانو ارزښت او اهمیت ته اشاره کوي؛ خو بې درنګه وايي، چې ډېری یې ډېرې بدې ښوونې لري او باید لرې یې وغورځو او له هغو داستانونو ګټنه وکړو، چې مسایل یې سم اوڅار  کړي دي.

 

* ماشوم او لوبې

د ماشومتوب یوه ځانګړنه لوبې کول دی.

[ارواپوهانو ماشومتوب د لوبو کولو پېر نومولی دی].

پدې پېر کې لوبې د فعالیت یو طبیعي روش دی. تر درې کلنۍ وړاندې  له لوبو سره یو ځای فعالیت پېلېږي او سوکه سوکه پراخېږي او نوښتیز او ابتکاري حالت خپلوي. له همدې امله ارواپوهانو، کمکیتوب د نوښتیزو لوبو پېر نومولی دی؛ یعنې کوچنی، چې سوکه سوکه کوم نوښتونه ښيي، خپلو لوبو ته ابداعي حالت ورکوي او ځیرک کمکیان ځانګړنو او نوښتي لوبو ته ورمخه کوي. د دې کمکیانو لوبې ډېرې پېچلې وي او له ښو موخو برخمنې وي.

په بېلابېلو عمرونو کې د کوچنیانو لوبې ځانګړې ځانګړنې لري. لومړی یې له شیانو سره لوبې وي او بیا انسانان رانغاړي، له ۳ او ۴ کلنۍ سوکه سوکه ډله ییزو او ټولنیزو لوبو ته ورمخه کوي.

کمکی په دې لوبو کې د ډله ییزو لوبو قواعدو او مقرراتو ته غاړه ږدي او له نورو سره همکاري کوي او په دې همکارۍ کې له نورو چلن زده کوي او سوکه سوکه د ټولنیز ژوند له آرونو، له نورو سره د سلوک له څرنګوالي او د عملي  انضباط له مراعاتولو سره اشنا کېږي او دا یې له ټولنېزې او اخلاقي ودې سره مرسته کوي. د لوبو پر مهال، کوچنی له ستونزې سره مخوي؛ نو له ناچارۍ یې هواروي. په دې توګه، هم د ستونزو پر وړاندې مقاومت او هم یې  حل لار زده کوي او هم یې پر ځان ډاډ زیاتېږي، پر دې سربېره:

[لوبه یو اغېزمن لامل دی، چې د کوچني نوښت راولاړوي او ذهني وده یې لا پراخوي.]

د کوچنیانو جنس هم د لوبو په غوره کولو کې ونډه لري. نجونې له دې امله چې ارامه روحیه لري؛ نو معمولاً له ګوډیانو او نانځکو سره د لوبو په څېر ارامې لوبې غوره کوي؛ خو هلکان سختې لوبې کوي، چې ډېرې هلې ځلې پکې کېږي.

کوچنیان د لوبو پر  مهال ښه پېژندای شو؛ په لوبو کې چې کومه ونډه اخلي او په دې  وخت کې چلن او کړه وړه یې دنننی حالت راڅرګندوي او له دې  پلوه ځانګړی اهمیت لري.

 کوم کوچنیان چې په کورنۍ کې له کافي پاملرنې برخمن نه دي یا د مور مېرې چلن ورسره کېږي، هغه کوچنیان، چې امنیت نه احساسوي یا ډېر تنبیه او ډبول کېږي، په لوبو کې د اندېښمنۍ او یوازیتوب حالت منعکسوي، چې باید لرې کولو ته یې هڅه وکړو.

 په هر حال د کوچنیانو لوبه د هندارې په څېر ده، چې د کوچني روحیات، وړتیاوې او اروایي زمینې او لارې چارې راښيي او باید د کوچنیانو په پېژندنې کې ترې ګټنه وکړو.

پر اروايي اړخونو سربېره، لوبې د کوچني په جسمي وده کې هم ډېر اهمیت لری.

[لوبې د کوچني له بدني او عصبي روغتیا سره مرسته کوي؛ غړي او حواس یې روزي.]

دا اړخ په هلکانو کې له ډېر اهمیته برخمن دی، چې ډېر خوځښت  او فعالیتونو ته اړتیا لري؛ له همدې  امله د کوچنیانو په تېره هلکانو چاپېریال باید داسې وي، چې له کافي خوځښته برخمنېدای شي.

  افسوس چې ښاري ژوند، په تېره اپارتماني ژوند داسې دی، چې د کوچنیانو دا اړتیا لرې کولای نشي. هغه کوچنیان، چې په اپارتمانونو او تنګو چاپېریالونو کې وسي؛ باید په پارک او چمنونو کې لوبې او ټوپونه ووهي.

 نه ښايي د ځان د سوکالۍ لپاره کوچنیان له لوبو  او خوځښته منع کړو؛بلکې باید هڅه وکړو داسې امکانات اوشونتیاوې چمتو کړو، چې کوچنیان په مناسبو چاپېریالونو کې پر لوبو  بوخت شي. په دې حال کې به د کوچنیانو اضافي قوت ولګېږي او عصبي هیجانات به یې راټيټ شي او په کورني چاپېریال کې به ډېره ارامي ومومي:

[نه ښايي د کوچنیانو له چغو او نارو سرو د خلاصون په موخه، کوڅو او سړکونو ته یې ور و شړو.]

 

* د کوچنیانو لوبوزلې

ماشوم له دویم کاله د زانګو پر ځای د کور د چاپېریال په لټه کې کېږي او د ډول ډول وزلو لاسرسي ته اړتیا پیدا کوي. په دې توګه، کوچنی هغو وزلو ته اړتیا مومي، چې لوبې ورسره وکړي. په کمکیتوب کې له لوبوزلو ګټنه خپلې هسکې څوکي ته رسي او ښوونځي ته په شاملېدو راټیټېږي؛ ځکه په ښوونځي کې تفریحي لوبې او ادمان په لوبوزلو  ځایناستېږي،که څه له لوبوزلو سره مینه تر تنکۍ ځوانۍ غځېږي(۱).؟ باورقی نشته

دلته پاموړ  ټکی دادی، چې له بریده هاخوا ډول ډول لوبوزلو ته اړتیا نشته؛ ځکه دا ډول لوبوزلې کوچني ته پر دوی د تمرکز مجال  نه ورکوي او تل یې پام له یوې وزلې بلې ته ورګرځي، ذهن یې خپرېږي او له ودې لوېږي. بلخوا د کوچنیانو لوبو ته ساده او مضبوطې وزلې مناسبې دي  او ګرانبیه او ځلبلي وزلو ته اړتیا نشته.

فرانسوي مشهور روزنپوه، مورس دُبس وايي:

((موږ غټان چې وینو، چې کوچنی ګډه وډه ګوډۍ یا زوړ او رنګ یې تللی لرګین اس خوښوي؛ نو دا راته عجیب او نامفهومه ښکاري؛ خو د کوچني دا کار دې راته یوه زده کړه وي. ګرانبیه لوبوزلې یوازې د هغه ځانښوونه مړوي، چې کوچني ته یې ور ډالۍ کړې  وي)).

پاموړ ټکی دادی، چې په دې کار موږ په خپل لاس خپل  کوچنیان له وړوکتوبه له لوکسیت،ځلبلیتوب او تجمل پالنې سره اشنا کوو او پر دې مسایلو یې روږدوو. دا روږدېدل د بوټانو، څپلیو، جامو او د ژوند د نورو وزلو په باب هم رادبرېږي او د کورنۍ د وټیز دباو لاملېږي. پر دې سربېره د ټولنې اقتصاد هم له دې ډول لارو چارو زیانمېږي، په تېره که پام وکړو :

[دا ډول ګرانبیه وزلې له صنعتي هېوادونو په لوړه بیه راځي او پایله یې داده، چې د بهرنیو پانګوالو جیبونه ډکېږي او زموږ ملي اقتصاد کمزورېږي.]

همداراز، کوچنیان چې پر دغسې چارو روږدي شي؛ نو تمه یې وي چې په ګانده کې لوکس، ځل بل او اشرافي ژوند ولري او که دغسې چار ورته برابر نشي او بې شمېره تمې یې پوره نشي یا په راتلونکي کورني ژوند کې ګوزارې کولو ته اړ شي؛ نو خپه کېږي او احیاناً روحیه یې ماتېږي او ډېر ځل جدي ستونزې ورته راولاړېږي، چې کله پر ناسازګارۍ پای مومي.

 دا مطلب د نجونو په باب له ډېر اهمیته برخمن دي. د مېړه او مېرمن د اړیکو د ناخوالو څېړنې ښيي، چې د دې ستونزو مهمه برخه وټیزه جرړه لري، چې د مېرمنې له بېخرته تمو راولاړه شوې ده. د دې بېخرته تمو تخم په وړوکتوب او تنکۍ ځوانۍ کې شیندل کېږي او راتلونکی ژوند یې له سختو ستونزو سره مخوي . په هر حال:

[په اشرافي روحیې سوکاله ژوند او ځل بل ژوند روږدېدل یو ناوړه چار دی، چې نباید په کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کې رادبره شي.]

کوچنیان باید د ژوند له طبیعي ستونزو او کړاوونو سره اشنا شي، چې د نړۍ له واقعیاتو سره په چلن کې مقاوم وي او په پایله کې ورباندې لاسبري شي او که نازولی وي؛ نو  یې ژوند له ناکامۍ او ستونزو سره مخېږي.

 

* له کوچنیانو سره لوبې کول

د کوچني په روزنه کې یوه بنسټیزه مساله داده چې موروپلار یا روزنپوه دې ځان د کوچنیتوب تر پولې راټیټ او له کوچني سره دې کوچني شي.

چون که با کودک سروکارم افتاد           هم زبان کودکان باید ګشتاد

په اسلامي ښوونه کې په دې اړه ډېرې سپارښتنې شته.

پېغمبر اکرم(ص) ويلي: ((من کان له وله صبا؛ څوک چې کوچنی لري؛ باید د روزنې په لار کې یې، ځان تر کوچنیتوبه راورسوي (ځان دې د کوچني له نړۍ سره همغږی کړي، هغه چلن دې خپل وکړي، چې دی پرې پوه شی).))

له کوچني سره لوبې کول پردې سربېره چې په خوند او ښادۍ کې یې ورډوبوي او مینه یې زیاتوي، په کوچني کې پر ځان ډادمني او ارزښمتنه ننګېرنه پیاوړې کوي. دغسې د لوبو په ترڅ کې نېغ په نېغ او په غیر مستقیم ډول ډېری اخلاقي اصول او آرونه ورښوولای شو او دا یو مناسب فرصت دی، چې نه ښايي له لاسه یې ورکړو؛ نو ځکه:

[د کوچنیانو د وګړې د پالنې یو دود، په لوبو کې ګډون کول دي]

د پېغمبر اکرم(ص) او دیني مشرانو د عملي ژوند له څېړنې څرګندېږي، چې دوی له کوچنیانو سره لوبو کولو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او دا یې د دوی  شخصیت روزنې ته مناسبه وزله ګڼله.

 

* له پېغمبر اکرم(ص)   نه یوه زده کړه

یادونه: دلته د اولاد  روزنې له کتابه د اتو غوزانو کیسه راوړل شي[7]

 

د کمکیتوب مهمې ځانګړنې

د ژوند لومړي اوه کلونه یو پېر دی، چې کوچنی پکې له جدي او رسمي ښوونې معاف او د عمل له ډېرې ازادۍ برخمن دی او نباید سخت او منظم مکلفیت وروتپل شي؛ نو ځکه ویل کېږي، چې ماشوم په دې پېر کې مکلفیت منونکی نه دی. په اسلامي روایاتو کې دا پېر په بېلابېلو تعبیرونو یاد شوی، چې د ماشوم د اروايي وګړې بېلابېل حالات راښيي. پېغمبراکرم(ص) دا پېر د کوچني د ((سیادت)) پېر نومولی؛ یعنې کوچنی په کې ((سید)) او ((ښاغلی)) دی. په بل روایت کې یې سپارښتنه کړې، چې ((اولاد مو په لومړیو اوو کلونو کې ازاد پرېږدئ، چې لوبې وکړي[8])).

 دغسې له علي(ک) روایت دی :[اولاد په لومړیو اوو کلونو کې د ریحان(کشمالیو) خوشبویه پاڼه درته ده[9]]

د دې تعبیرونو له ټولګې ـ چې د ارواپوهنې پرمختللې موندنې یې هم تاییدوي ـ معلومېږي، چې ماشوم په دې پېر کې له یوې خوا ډېر ارزښتمن موجود دی، چې باید په کورنۍ کې یې درنښت وشي او موروپلار پرې مینه وکړي او بلخوا نباید سختګیري ورسره وشي او د ښوونې او روزنې درنې کړلارې ورباندې وتپل شي. لوبې په دې پېر کې د ماشوم کار دی، د ارواپوهنې موندنې هم دا مطلب  تاییدوي او ټینګار پرې کوي؛ نو ځکه په دې وخت کې کورنۍ د ماشوم روزنې ته خورا مناسب ځای دی؛ ځکه یو ځای هم د عاطفې او مینې د مړولو له پلوه د کورنۍ د مینناک چاپېریال ځای نیوای نشي. پردې سربېره، ډېر ځل کوچنی په وړکتونونو کې رسمي کړلارې ستړی کوي.

همدغسې له دې تعبیرونو موندای شو، چې باید په دې پېر کې ډېر له تشویق او هڅونو ګټنه وکړو او بې له استثنایي مواردو له تنبیه کار وانخلو، په تېره  وهل ډبول، چې په دې پېر کې یو ناسم روزنیز دود دی.

[کوم ماشومان، چې په دې پېر کې ډېر تنبیه کېږي، په ګانده کې ډېرې چلنیزې ستونزې لري.]

په دې چاپېریال کې چې کوم تنبیهات په پام کې نیول کېږي، باید د کوچني له محدود جسمي او اروايي توان او وس سره انډول وي؛ نو ځکه په دې وخت کې د سختې تنبیه سپارښتنه نه کېږي.

په دې پېر کې دې موروپلار خپل ډېر وخت له ماشومانو سره تېر کړي او اړتیاوو ته دې یې ډېره پاملرنه وکړي. په دې عمر کې له ماشوم سره د موروپلار اړیکې له ځانګړې اهمیته برخمنې دي او باید ماشوم ددې اړیکو په سیوري کې د موروپلار له پوره مینې او امنیته برخمن شي.

[کوم ماشومان، چې د ښوونځي له شاملېدو وړاندې وخت کې له پوره امنیت او مینې ځنې نه برخمنېږي؛ نو داسې زیانونه ور اوړوي، چې خورا لږ یې  په راروستو وختونو کې د جبران وړ وي].

یو ارواپوه ((کارن هورنای[10]))، امنیت سالم ژوند ته بنسټیز شرط بولي او ګروهن دی، چې د موروپلار لاندې چارې د ماشوم امنیت په تېره له ښوونځي مخکې پېر ګواښي:

له ماشوم سره بې مینېتوب او ورته نه پاملرنه ، پرله پسې وهل ډبول یې، ژر له تي غوڅول، د اولادونو ترمنځ توکمیز  چلېدل، بې ځایه تنبیه او له حده ډېره سختګیري، بې ځایه نیوکې او پلمې لټول، ملنډې وهل، سپکاوی، شړل  او…

ان مصنوعي مینه هم ماشوم ته امنیت ورکولای نشي؛ بلکې په ماشوم کې د نا امنۍ د راپېداکېدو لاملېږي[11].

د دې پېر په روستیو کې یوه مهمه او بنسټیزه مساله، ښوونځي ته د شاملېدو او ورتلو لپاره د کوچني چمتو کول دي. ښوونځی یو نوی چاپېریال دی، چې کوچنی په ورننووتو، یوه نوې نړۍ ترلاسه کوي. نن د ((چمتووالي پېر ))چې ماشوم پکې تر ښوونځي ډېر د عمل ازادي لري، د کور او ښوونځي ترمنځ د نښلون یوه کړۍ ده، چې کوچني ته د چاپېریال بدلون سوکه سوکه او ارام ارام رامنځ ته شي. په دې پېر کې شتون اوحضور د کوچني پر ټولنیزه وده کې هم مرسته کوي او په ښوونځي کې یې له خپلو همزولو سره ټولنیزو اړیکو ته چمتو کوي.

[باید موروپلار داسې زمینه سازي وکړی، چې کوچني ته د ښوونځي چاپېریال، اندېښمنونکی نه وي.]

 

* د کوچنیانو نامعقولو غوښتنو ته غاړه مه ږدئ

لکه چې په تېرو ویینو کې څرګنده شوه، کوچنی چې سوکه سوکه لوییږې، ډول ډول اړتیاوې پیدا کوي او د غوښتنو لمن یې پراخېږي. موروپلار باید په معقول ډول دا طبیعي اړتیاوې ورپوره کړي. که یې ورپوره نه کړي یا موروپلار پاملرنه ورته ونه کړي؛ نو کوچني ته له چلنیز اړخ ستونزې راولاړېږي او له کوچني سره به د موروپلار اړیکې له ښه کیفیت او څرنګوالي برخمنې نه وي.

خو کوچنیان نامعقولې غوښتنې هم لري او غالباً په زور او دباو یې ترلاسه کوي. ژړا د کوچني په لومړیو کلونو کې وسله ده او په راروستو کلونو کې یې ژړا، چغې او غوسه ده. په دې  ډول مواردو کې:

[موروپلار او په تېره مور باید د کوچنیانو د نامعقولو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کوچني ژړا، چغو او سرو ته غاړه کېنږدي.]

که دا روش یې څو ځلي شي؛ نو کوچنی به ومومي، چې هر کار په ژړا او زارۍ نشي کړاي؛ نو له خپل روشه  به واوړي.

ځینې میندې دغسې مقاومت نه کوي او په پایله کې کوچنی نازولی، زرور او بد اموخته کېږي. معمولاً ددې ډول میندو د چلن علت دا دی، چې دوی د خپل ماشوم څو ځل ژړا زغملای نشي؛ نو ځکه یې غوښتنو ته غاړه ږدي. که دا ډول میندې پوه شي، چې په دې زړه سوي د خپل ماشوم وګړې ته څومره زیان وررسوي؛ نو کټ مټ به خپل چلن واړوي؛ نو ځکه:

[په دې پېر کې د کوچنیانو پر ازادۍ ټینګار پردې مانا نه دی، چې نامعقولو غوښتنو ته یې غاړه کېدو یا یې نازولي او بد اموخته کړو.]

په هر چار کې زیادښت، مبالغه او افراط سم نه دی، که  څه مینه درناوی او ازادي هم وي.

 

* د کوچنیانو شوخي

یوه مساله، چې له کوچني سره د موروپلار په اړیکو کې اغېز شیندي، د کوچنیانو شیطاني ده. ماشوم د ژوند د لومړیو کلونو په تېرېدو سوکه سوکه خپلواکه لار خپلوي او په ډېرې کنجکاوی لګیا کېږي. کله یې دا خوځښتونه د موروپلار د خپګان او غوسې لامېږي.

معمولاً موروپلار هغه کوچنیان خوښوي، چې چوپ، آرام او مطیع وي او دوی ونه کړوي. ددې ډول موروپلار ښه ایسي، چې کوچنی یې د لویانو په څېر چلن ولري؛ خو تردې غافل  چې ماشوم ،ماشوم دی او د غټانو په څېر کېدای نشي.

 سالم ماشوم، چې له پوره جسمي، ذهني او اروایي سلامتۍ برخمن دی، په طبیعي ډول اړتیاوې لري، چې له لویانو یې جلا کوي. ماشوم لوبو، ټوپ وهلو او له همزولو سره اړیکو درلودو ته څوبتیا لري او هر څه ته د لوبو په سترګه ویني؛ تردې چې ډېر ځل لوبو کولو ته دروغ وايي؛ خو دروغ یې رښتیاني دروغ نه دي، دروغ یې دروغجن دي! یعنې دروغ یې شخصي ګټې ته نه ؛ بلکې لوبو کولو ته دي، چې نور شاباس ورته ووايي او ځان ته یې هېښ کړي. لوبو کولو ته د بل وره ته سر وردننه کوي او فرصت لټوي. کوچنی د خپلو طبیعي څوبتیاوو د مړولو په لټه کې دی؛ نو ځکه:

[نه ښايي تمه ولرو، چې کوچنی رام، ایل او مطیع وي یا تل د لویانو تر څنګ په یوه ګوښه کې ارام او چوپ کېني.]

که داسې وکړي؛ نو باید د چارې په لټه کې یې شو؛ ځکه دا د کوچني طبیعي وضع نه ده.

له پېغمبراکرم(ص) نه په یوه روایت کې راغلي، چې په وړوکتوب کې د کوچني شیطاني او لانجمنتوب په غټوالي کې یې د عقل د زیاتوالي نښه ده[12].

همدغسې روایت ترې  شوی : ((څومره ښه ده، چې په کوچنیتوب کې د انسان اولاد سرغړاند او خوځنده وي، چې په لویوالي کې حلیم او زغمناک وي.))

 بیا یې وویل: ((وړ نه ده، چې کوچنی بې له دې وي[13]))

له  دې ښوونو څرګندېږي، چې په کوچني کې د فعالیت او شیطنت حالت یې د جسمي، اروايي او ذهني سلامتۍ راولاړ شوی او دغسې چارې – په تېره هلکانو ته چې له ډېر خوځښته برخمن دي- یو طبیعي چار دی او نباید د موروپلار د اندېښمنۍ لامل شي؛ بلکې باید په صبر، زغم او تدبیر دا ډول کړنې وزغمو او هڅه وکړو، چې سم بهیر ته یې ورکاږو، چې دا طبیعي کړنې یې په بې بندوبارۍ پای ته ونه رسي؛ لکه سمه ده چې کوچنی باید لوبې وکړي؛ خو باید زده کړي، چې نورو ته زیان ورونه رسوي، څاروی ونه ځوروي، ګاونډیان زیانمن نه کړي، په بڼونو او چمنونو کې ګلان راونه شلوي او…

تجربې ښوولي، چې دا ډول کارنده او خوځنده کوچنیان، که څه په وړوکتوب کې موروپلار ته ستونزې او خپګان رادبره کوي؛ خو په لویوالي کې له ډېر هوښ او استقامته برخمن دي؛ نو ځکه:

[باید له کوچنیانو په خپلو تمو کې له سره کتنه وکړو او د لویانو په سترګه ورته ونه وینو.]

 

 

 

د ښوونځي پېر

د ښوونځي پېر د ښوونې و روزنې له پلوه خورا ښه وخت دی. په دې پېر کې ماشوم له یوې خوا له آرامۍ او ثباته برخمن دی او بلخوا، اروايي ځانګړنې  یې ورکې د روزلو او ادب زده کولو لپاره پوره چمتوالی رادبره کوي.

په اسلامي ښوونو کې  دا پېر به بېلابېلو تعبیرونو یاد شوی، چې ټول په کوچني کې ددې اساسي ځانګړنو څرګندونکي دي.

 د اسلام پېغمبر(ص) ماشوم په دې دوره کې په ((عبد)) یاد کړی، چې د اطاعت او غاړې اېښوونې څرګندونکی دی. په بل روایت کې یې  دا وخت د ((ادبونې)) پېر نومولی ؛یعنې د روزنې او د ادب ور زده کولو وخت او په بل روایت کې یې، له مشرانو سره ملګرتوب او د اولاد ادب ورزده کولو پېر ښوولی دی.

له دې تعبیراتو راولاړېږي، چې لومړی:

[کوچنی په دې پېر کې روزنې ته ډېر ورمات وي؛]

دویم د کوچني  رسمي ښوونه له همدې پړاوه پیلېږي؛ نو ځکه د کوچني د ښوونې و روزنې لپاره نباید دا طلايي فرصت په اسانۍ له لاسه ورکړو.  باید په دې پېر کې د کوچني روزنې ته په ټینګه ملا وتړو او له شته ارامۍ او ثباته ډېره ګټه واخلو او هېر مو نه وي، چې په دې پېر کې شته ارامي تر توپان وړاندې ارامي  ده، او کوچنی ددې پېر په روستو کې د بلوغ او ځوانۍ منګ ته د ورسېدو د ناڅاپي بدلونونو په درشل کې کېږي او له نا ارامۍ او کړکېچ سره مخېږي. که په دې پېر کې د کوچني  سمه فکري، عاطفي او اخلاقي روزنه ونشي؛ نو د ژڼتوب پر  مهال به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، چې ښایي حل یې  هم هومره اسان نه وي.

 

* کوچنی او ښوونځی

کوچنی ددې پېر په پیلامه کې یو نوي چاپېریال ته ورننوځي، چې له کورني چاپېریال سره مهم توپېرونه لري. کوچني تر دې وخته په کورني چاپېریال کې له نورو سره په جوړ جاړي کې څه مهمه ستونزه نه درلوده؛ ځکه د کورنۍ غړي ډېر ورته تېرېدل او دا چار یې وراسان کړی و؛ خو په نوي چاپېریال کې له نورو سره د سازش لپاره باید ډېره هڅه وکړي، چې په انډیوالانو کې ټولمنلی شي. دا هڅې چې معمولاً له خنډونو سره مخېږي،  په ټولنیزه روزنه کې یې اغېزمنه ونډه لري.

[دا پېر د ملګرتوب او زده کړې وخت هم دی.]

کوچنی په دې عمر کې له همزولو سره د ملګرتوب سخته څوبتیا لري او دا کار په کورنۍ کې ناشونی دی؛ همدغسې معمولاً په کورني چاپېریال کې د علم زده کړه هم ده. ان که کوچني ته په کور کې د زده کړې شونتیاوې هم چمتو وي، مثلاً مور خپل ماشوم ته  ښوونه وکړای شي؛ خو بیا هم کوچنی په ښوونځي کې له شتونه مړه خوا کوي نه؛ ځکه له همزولو سره اوسېدل او ټولنيز ژوند ته غاړه ایښوول داسې څه نه دي، چې دا موخه په کورنۍ کې ترسره شي. بلخوا، ښوونځي ته تلل یوه بله مهمه ونډه هم لري او هغه داچې کوچني ته د اروايي تي غوڅولو (فطام) او د خپلواکۍ د نوي پړاو د لاس ته راوړو لپاره لاره چاره چمتو کوي، چې د کوچني د ودې لازمه ده.

 

* کور او ښوونځی نوک واورۍ دي

په دې پېر کې کور او ښوونځی هر یو خپله ځانګړې ونډه لري. په کور کې اړیکې خورا وګړیزي او عاطفي او په ښوونځي کې خورا ټولنیزې او منطقي وي؛ له همدې امله کور او ښوونځی د کوچني ودې ته د لازمو لاروچارو د چمتو کولو له پلوه نوک و ورۍ دي او باید یو له بله سره همکاري وکړي؛ نو ځکه د ښوونځي له ښوونکيو او مسوولینو سره د موروپلار همکاري او اپوټه یې له ځانګړې اهمیته برخمنه ده. څېړنو ښوولې ده:

[په کومو ښوونځيو کې چې موروپلار د ښوونځیو له مسوولینو سره ډېرې لږې اړیکې درلودلې دي، زده کړیالان له ډېرو چلیزو ستونزو سره مخ ول[14].]

د خواشینۍ ځای دی، چې زموږ په ټولنه کې له ښوونځیو سره د موروپلار اړیکه کمزورې ده او دا لنډون نه یوازې د کورنیو له خوا، چې کله د ښوونځيو د مسوولینو لخوا هم دی او د کورنیو له فرهنګي او روزنيزو همکاریو ښه هر کلی نه کېږي. دا بایدجریان او حالت واوړي او دواړه په تېره کورنۍ، د اولاد په سمه روزنه کې ددې اړیکو له اهمیت او اړتیا خبر شي او هڅه وکړي، چې خپلې دندې سمې ترسره کړي. فرانسوي مشهور روزنپوه موریس دُبس وايي:

((زموږ د ټولو هیله ده، چې د کور ورونه ښوونکي ته او د ښوونځي ورونه کورنیو ته پرانستل شي. کورنۍ او ښوونځي په یوازې ځان د کوچني پوره روزنه کړای نشي[15]))

غالباً کورنۍ انګېري که خپل اولادونه ښوونځي ته شامل کړي؛ نو په اړه یې د ښوونې او روزنې دنده ترسره کړې او نور یې تینګې ګډونوالۍ ته څه اړتیا نشته. حال دا د ښوونې او روزنې له دواړو خواوو په تېره د روزنې له پلوه ټینګه اړتیا ده، چې باید د ښوونځيو له مسوولینو سره اړیکه ولري. ښوونځی  یوازې د زده کړیالانو پالنه کړای نشي او هم نه په کورنۍ پورې اړوند کمښتونه جبرانولای شي؛نو ځکه:

[ له کورنیو او نورو بنسټونو مسوولیت لرې کولای نشو، چې یوازې پر ښوونځیو د ښوونې او روزنې درون پېټی ورکېدو.]

د بریا یوارینۍ لار د کورنیو، ښوونځیو او نورو بنسټونو ترمنځ پوره همغږي را دبره کول دی، که څه د ښوونځي ونډه له ځانګړي اهمیته برخمنه ده؛ په تېره ښوونکی د کوچني په وده کې ډېر اغېز او نفوذ لري. کوم ښوونکي، چې  بسیا  په خپله دنده کې ماهر وي او له خپلې دندې سره مینه ولري او زده کړیالان خپل اولادونه وبولي او مینه ورسره وکړي؛ نو په روزنه کې یې ډېره رغنده ونډه لوبولای شي.

د ښوونکيو او زده کړیالانو ترمنځ تودې او عاطفي اړیکې هم د زده کړیالانو په زده کړه ییزو بریاوو کې اغېزمنې دي او هم پر زده کړیالانو د ښوونکيو اغېزمنۍ ته لار هواروي او د ښوونکي له مخې ډېرې روزنیزې ستونزې له منځه وړي.

 

* له زده کړې او ښوونځي سره جوړجاړی

په دې پېر کې یوه بنسټیزه او مهمه مساله شته، چې نورې مسالې یې تر یوه بریده تر خپلې رڼا لاندې تتې کړې او دا له ښوونځي او زده کړې سره د کوچني روږدول دي؛ البته دا چار هومره اسان هم نه دی؛ خو دلته د ویلو ټکی دا دی :

[ناوړه کورني شرایط په ښوونځي کې د کوچني پرچلن او له دې نوي چاپېریال سره په سازګارۍ او جوړجاړي کې اغېز شیندي؛]

مثلاً که په کورنۍ کې له کوچني سره په مینه کولو کې افراط یا تفریط وشي؛ د روڼو او خویندو ترمنځ نامطلوبه سیالي وي؛ کورنۍ سره شړېدلې وي؛ یا موروپلار د خپلو اولادونو په اړه پر مهمو روزنيزو تېروتنو اخته وي؛ مثلاً کوچنی سپکوي، پر ځان ډاډمني پکې  کمزورې کوي او یا یې سخت ډبوي او….

په دې ټولو مواردو کې له ښوونځي او زده کړې سره د کوچني په سازګارۍ کې ستونزې راولاړېږي؛ البته دا په هغه حال کې  دي، چې کوچنی له طبیعي هوښه برخمن وي.

موروپلار دې هڅه وکړي، چې په لومړني ښوونځي کې دې  اولادونه له ښوونځي او سبق ویلو سره روږدي کړي. له ښوونځي او سبقه تښتېدونکي کوچنیان د کمزوریو، ناسازګارو او بدخویه زده کړیالانوپه نامو پېژندل کېږي او له ښوونځي او سبق ویلو سره روږدي شوي نه دي؛ البته نباید د دې روږدېدو په رادبره کولو کې افراط وکړو. تجربه راښيي، چې ځينې کوچنیان او تنکي ځوانان داسې پر ټولګي او ښوونځي روږدي دي، چې بې له کتاب او نمرو بل څه نه پېژني او په ښوونځي کې هم پر ښو زده کړیالانو پېژندل کېږي؛ خو د ژوند په ډګر کې کمزوري  او روسته پاتې دي[16]. له همدې امله نباید و انګېرو، چې د لومړي ښوونځي یو زده کړیال باید هر وخت پر درس او مطالعې بوخت وي او یو مخې له نادرسي مسالو لرې وي. په دې اړه منځلاري ډېر اهمیت لري، که نه په نورو برخو کې به د زده کړیال وده ګډه وډه شي.

[کوچنیان او په تېره ژڼي پر درسي مطالعې سربېره باید له نا درسي څېړنو- چې د فرهنګي ودې یې لاملېږي- هم برخمن شي.]

نن تر یوه بریده د ځینو رادیو و تلویزیون ځینو کړلارو دا تشه ډکه کړې؛ خو دا چار پر دې مفهوم نه دی، چې دا وزلې کوچنیان او ژڼي له فرهنګي څېړنو مړه خوا کوي.

‏* د کوچنیانو درسي مسئالې

داچې لومړني ښوونځي د کوچنیانو د زده کړې ړومبی پېر دی؛ نو په تحصیلي برخلیک کې يې ځانګړی اهمیت لري. د کوچنیانو تحصیلي او درسي بریا ته باید څو لاندې ټکي په پام کې ونیسو:

  • نه ښايي تل خپل اولادونه په سبقونو او ازمېیونو کې له ماتې او ناکامۍ وډار کړو. له ماتې ډار یې د بریا خنډېږي او په ویینو او پوښتنو ګروېکنو کې یې له ورګډېدو مخه نیسي او سوکه سوکه یې د سبق او ټولګي له کړۍ باسي.
  • کوچنیان باید یادکړي، چې انسان شونې ده کله موخې ته په ورسېدو کې له ستونزو سره مخ شي او په بیړه ور ونه رسي؛ نو ځکه د ماتې په حال کې باید بیا هڅه وکړي او له نه بریا نهیلی او زړه ماتی نشي.
  • باید پام مو وي :

[پر له پسې ماتې له انسانه پر ځان ډاډمنتیا لرې کوي.]

باید داسې لارې چارې چمتو کړو، چې کوچنیان بریاوې- که څه په یوې ځانګړې برخه کې وي- تجربه کړي. د بریا ترلاسه کول پر ځان ډاډمني رادبره کوي او دانسان روحي ځواک ورزیاتوي.

  • که کوچنی په کوم سبق کې څه ستونزه لري، باید د ښوونکي په همکارۍ یې لرې کړو ، چې کوچنی مخ پر ځوړ نشي او ورځ تر ورځې یې په دې اړه کمزوري ورزیاته نشي.
  • باید هره ورځ څو دقیقې له کوچني سره ځانته خبرې اترې وکړو او د ښوونځي، ټولګي او سبق له حالاتو یې وپوښتو.

[کوچنی د موروپلار پاملرنې، تایید او هڅونې ته اړتیا لري.]

باید د کوچنیانو خبرې ښه واورو او بې زغمه نشو، چې په دې توګه دوی هم له نورو سره د سمو اړیکو جوړېدل زده کړي[17].

  • مخکې تردې چې کوچنی د یوې ناکامۍ او ماتې له امله ټپسوری کړو، باید دیوې بریا له امله یې تایید، تشویق او وهڅوو، چې پر ځان ډاډمني یې زیانمنه نشي.
  • کوچنیانو ته چې کومې کورنۍ درسي دندې ورکول کېږي، باید څارنه پرې وکړو؛ خو په خپله یې دا دندې پر غاړه وانخلو او یا یې درسې پوښتنې ځواب نه کړو؛ بلکې ترې وغواړو، چې سبق بیا په دقت ولولي او راته یې څرګند او توضیح کړي؛ مثلاً که یو سوال حلولالی نشي، ورته ووایو، چې سوال بیا ولوله او واضح یې کړه یا د کومې جملې یا غونډلې پر مفهوم نپوهېږي دوه ځلي دې یې ووایي او توضیح دې یې کړي. که تر دې پړاو روسته بیا هم ستونزه یې هواره نشوه، پړاو په پړاو لار وروښیو یا ورته ووایو، چې له ښوونکي دې وپوښته او بیا پایله راته وایه.
  • چې کوچنی پر سبق ویلو لګیا وي؛ نو نباید په رادیو، تلويزیون او چغو سرو یې له سبقه پام واړو. که کوچنی ځان ته کوټه لري یا په کور کې اضافي کوټه وي؛ نو هلته دې پر سبق ویلو بوخت او روږدی شي؛ نو په دې حال کې به یې ټول پام سبق ویلو ته وي.

[ټول پام چې سبق ته ورواوړي؛ نو ښه یې زده کوي.]

۹- نباید کوچنیان یو له بل سره پرتله کړو. دوی جلا جلا استعدادونه او وړتیاوې لري. که کوم کوچنی په یوې برخې کې لږه وړتیا لري، نباید له امله یې ټپسوری کړو؛ بلکې  مرسته ورسره وکړو، چې په دې برخه کې ترشوني بریده خپلې کمزورۍ جبریان کړي؛ تمه دې ونه لرو، چې د هغه بل په څېر، چې په دې برخه کې وړتیا لري، پرمختګ وکړي.

[پرتله کول، د بل بریاوې د خپل اولاد پرمخ راایشتل،بې ځایه تمې ترې درلودل او وګړیز توپیرونه نالیدي ګڼل مهمې روزنیزې تېروتنې دي، چې کله ویجاړوونکې اغېزې لري.]

کوم کوچنیان، چې ډېر لږ استعداد او وړتیا لري، د چلن لار ورسره دا ده، چې پرمختګ ته یې که څه ډېر لږ وي پام وکړو او لا ډېرو پرمختګونو ته یې وهڅوو، په یقین چې دا کوچنیان په یوه یا څو برخو کې له اوچتو استعدادونو برخمن دي، چې سمه روزنه یې د ژوند لار ورهوارولای شي.

۱۰- که په کورنۍ کې یو اولاد له ښو بریاوو برخمن وي؛ نو نباید نور اولادونو ته په ټيټه وګورو. چې دا کار یې وګړه ټکنۍ کوي او پر ځان د  ډاډمنتیا ننګېرنه له لاسه ورکوي.

[د درسي روسته پاتېوالي یو خورا مهم لامل پر ځان د ډاډمنتیا له لاسه ورکول دي.]

۱۱- باید کوچنیان پر خپلو سبقونو پوهېدو ته وهڅوو، چې د طوطي په څېر یې له یادولو ډډه وکړي. کوچنیان په لومړني ښوونځي کې له پیاوړې حافظې برخمن دي او د نهه کلنۍ په شاوخوا کې یې حافظه خپلې روستۍ ودې ته وررسي. د حافظې دا پیاوړتیا لاملېږي، چې د لومړني ښوونځي زده کړیال هر مطلب ټینګ حفظ کړي؛ خو ژور پرې پوه نشي. ځينې مطالب دي، چې باید کوچنی ښه پرې پوه شي؛ لکه ریاضي. که کوچنی روږدی شي، چې دا ډول مطالب بې له پوهېډو یې یوازې حفظ کړي؛ نو په دې حال کې په راروستو پړاوونو کې به له ټینګو ستونزو سره مخ شي.

[د طوطي په څېر د مطالبو حفظول یو خورا مهم آفت دی، چې په تاسف زموږ روزنېز غونډال پرې اخته دي.]

۱۲- که ماشوم مو ښه هوښیار وي؛ نو دا خویې همېشنی ځانګړنه ده او نورو ته یې د هوښیارۍ بیاځلي ستاینې مه کوئ، چې دا چار یې له فعالیته غورځوي او پر ټپه یې دروي او هم د غرور او ځانمنۍ حس پکې راپاروي.

۱۳- که کوچنی مو له درسي پلوه لږه وړتیا لري یا له سبق سره یې مینه ډېره لږه وي او ښه سبق نه وايي؛ نو لټ او ناپوه ورته مه واست. دا ډ ول نومونې ناوړه اخلاقي او روزنیزې اغېزې لري او هم قانع کوي یې چې یو لټ او ناپوه دي، کوم ماشوم، چې ځان دغسې بولي؛ نو خپل فعالیت له لاسه ورکوي او پر ناکامۍ او نورو نامطلوبو حالاتو اخته کېږي.

۱۴- بیخي داسې کار و نه کړو، چې پر ښوونځي او ښوونکي د زده کړیال ډاډ او د رناوی راټیټ شي.

[له ښوونکي او ښوونځي سره د کوچني د مینې راکمېدل لاملېږي، چې کوچنی له سبقه زړه توری شی.]

که  کوم وخت یو ښوونکی له زده کړیالانوسره نامناسب چلي؛نو باید په لومړي پړاو کې له خپله ښوونکي سره موضوع اوڅار شي او د نه هوارېدو په حال کې د ښوونځي مدیر ته مراجعه وشي؛ په هر حال هېر مو نشي، چې کوچني ته ښوونکی د پلار یا دویمې مور په څېر دی او درناوی یې پر کوچني او کورنۍ فرض دی. کله کورنۍ د ښوونکي له وسې هاخوا تمې لري، چې د موروپلار او ښوونکي په اړیکو کې ځینې ستونزې راولاړوي [18] .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

* کوچنیان او جنسي څوبتیاوې

یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب کې ښه پوره زور اخلي.

[دا یوه خوشې انګېرنه ده، چې په کوچنیانو کې بیخي جنسي انګېزه نشته او په دې باب روزنې یا ټینګې څارنې ته اړتیا نلري.]

کوچنیان له لومړیو کلونو په مبهمه بڼه له دې دنننۍ انګېزې سره مخ وي، چې په چلن او کړنو  کې یې لږه  ډېره راڅرګندېږي، سوکه سوکه زور اخلي او د ځوانۍ منګ ته د وررسېدو په درشل کې، پوره راښکاره کېږي.

په دې باب بنسټیز ټکی دا دی :

[نباید د کوچني د ژوند چاپېریال داسې وي، چې جنسي راپارونې ته لمن ووهي او احیاناً له موقع وړاندې یې راوپاروي.]

داچې کوچنی د بدني، اروایي او عقلي ودې له پلوه له بسیا چمتووالي برخمن نه دی؛ نو له موقع وړاندې راپارونه یې جدي عوراض او خطرونه لري او له ډول ډول انحرافاتو سره یې مخوي.

په کومو کوچنیانو کې چې د جنسي بې لارېتوبونو لارې چارې چمتو کېږي، ځوانۍ ته د وررسېدو په منګ کې له ډېرو ستونزو سره مخېږي او ډېر ځل د تباهۍ او منځه تګ پر ګړنګ درېږي.

د کوچنیانو په جنسي روزنه کې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره باید څو آرونه په پام کې ونیسو:

* د کورني چاپېریال پاک ساتنه

((حیا)) خورا مهم آر  دی، چې موروپلار یې په مراعاتولو کوچنی له جنسي انحرافاتو بچ روزلای شي. د  جامو اغوستو دود، د کوچنیانو پر وړاندې نه بربنډېدل، په خبرو کې عفت، هغه الفاظ او کلیمې نه کارول چې په یو ډول جنسي مسالې رانغاړي، په جنسي چارو پورې اړوند کیسې، ټوکې او لطیفې ویل، د مېړه او مېرمنې د خپلمنځي اړیکو په پټولو کې هڅه کول او… هغه تدابیر دي، چې په کوچنیانو کې له وخته وړاندې جنسي څوبتیاوو د رارسېدو مخه نیسي.

په ځینو کورنیو کې چې  اولاد روزنې ته هومره اهمیت نه ورکول کېږي؛ نو موروپلار له خپلو اولادونو سره یو ځای فیلمونه ګوري، چې دا چار په پاکلمنو کوچنیانو کې تر  ایرو لاندې سکروټو ته پوکی وهل  دي.

هغه فیلمونه، چې پکې د عشق او عاشقۍ نندارې یا د مېړه او مېرمنې ځانګړې اړیکې ښيي یا د عاشقۍ کلیمې او غونډلې پکې کارېږي؛ نو دا چارې د کوچنیانو کنجکاوي راپاروي او د جنسي مسایلو وادۍ ته یې ورکاږي.

[پلار ته نه ښايي په کور کې داسې جامې واغوندي، چې د بدن یوه برخه یې لغړه وي.]

ځکه دا چار د لورګانو په روزنه کې نامطلوبې اغېزې لري، په تېره که پام مو وي، کوچنیان د مخالف جنس په اړوند مسالو کې کنجکاو وي او د سترګو په غلا یې د بدن اسرار راسپړي؛ نو ځکه د ځان وینځلو، جامو بدلولو، له خوبه  راپاڅېدو او… پر مهال دې پوره څارن وي، چې کوچنیان یې نیم بربنډ بدن ونه ویني.

[په کور کې د مور یا خویندو د نامناسبو جامو اغوستل لاملېږي، چې په هلکانو کې له وخته وړاندې جنسي څوبتیاوې راوپارېږي.]

* له کوچنیانو سره د بدني تماسونو محدودول

بله مساله، له کوچنیانو سره بدني تماس دی. نباید موروپلار له شپږو کلونو ورهاخوا کوچنیان (په تېره مخالف جنس) چې د تمیز وخت ته رسېدلي، له ځان سره سملوي او خپل نیم بربنډ بدن ورسره ولګوې.

 له امام صادق(رح) څخه په یوه روایت کې راغلي ((هغه مور، چې له خپلې شپږ کلنې لور سره خپل بدن وموښي؛ نو دا یو ډول زنا ده[19]))

 نو ځکه که کومه مور د اړتیا له مخې لور له ځان سره سملوي؛ نو داسې جامې دې واغوندي،  چې نېغ په نېغ یې بدن ورسره ونه لګي.

د اسلامي روایاتو له مخې نباید نامحرم نارینه یا هلک شپږ کلنه نجلۍ ښکل کړي یا یې په غېږ کې ونیسي او نباید نامحرمه ښځه تر اوو کلونو ورهاخوا هلک ښکل کړي[20].

همداراز سپارښتنه شوې( چې بې له ډېر کوچنی) د خپلو اولادونو شوندې مه ښکلوئ[21] دغسې روایت شوی، چې په شپږ کلنۍ کې دې د کوچنیانو بسترې  جلا شي[22].

نو ځکه، له کوچنیانو سره د تمیز تر وخت روسته (د شپږ کلنۍ په شاوخوا کې) په مینه کولو یا غېږ نیوو کې باید پولې او چوکاټ په پام کې ونیول شي، دا ټوله پاملرنه د دې لپاره ده :

[په انسان کې جنسي څوبتیاوې ډېرې پیاوړې زمینې او لارې چارې لري؛ نو که د راوپارولو لاملونه یې چمتو شي؛ نو ورپورې د اړوند بې لارېتوبونو مخنیوی یې څه اسان چار نه دی].

کوم کوچنیان چې په بدني تماسونو یا غیر اصولي مینه کې که څه ډېر لږ خوند ننګېري؛ نو همدا د جنسي خوند ننګېرنه یې، د جنسي راپارېدنې لامل ګرځي، او ډېرو تجربو او خوندونو اخستو ته یې ورکاږي او ډېر ځل یې له خپلو همزولیو یا تر ځان غټو کوچنیانو سره بیا ځلي کوي.

د کوچنیانو پر اړیکو څارنه

په دې باب مهمه مساله، یو له بل سره د کوچنیانو اړیکې دي. اړیکې یې باید په تېره تر پینځه کلنۍ او شپږ کلنۍ روسته تر څارنې لاندې وي او پر خپل حال خوشې پرېنښوول شي، په تېره په لومړني ښوونځي کې یې بسیا څارنه وشي :

[کوچنیان دې له زلمیانو یا هغوی چې د بلوغ په  درشل کې وي، نژدې او تر څارنې لرې اړیکې ونلري.]

تجربې ښوولې دا چې کوچنیان په دې عمر کې له لازمې عقلي ودې برخمن ندي او د ماشومتوب یو ډول سادګي لري؛ نو شونې ده،  هغه زلمي ترې ناوړه ګټنه وکړي، چې د بلوغ توپان راخستی وي یا له داسې مطالبو سره اشنا شي، چې په دې عمر کې ډېر زیانمن او بې لارې کوونکي وي؛ نو له همدې امله باید بسیا ځیرنه او څارنه  وشي، چې کوچنیان له هغو زلمیانو سره ملګرتوب ونکړي، چې له عمري پلوه ترې ډېر لوی وي او باید په کورنیو اړیکو کې هم لازم کنترول او څارنه وشي، چې له روغ رمټو اړیکو ځنې ډاډ ترلاسه شي.

[افسوس چې د ځینو پلرونو او په تېره میندو د ساده توب  او ناخبرۍ له امله، کله  غټان له کوچنیانو ناوړه ګټنه کوي او بې لارېتوب ته یې راکاږي.]

نو ځکه کوچنیان دې د خپلوانو، ګاونډیانو او ان هغو کورنیوته له ورتلو  په ټینګه ډډه وکړي، چې د موروپلار تر څارنې لاندې نه وي. دا مساله چې د نجونو په اړه ډېره زیان وراړوونکې ده، له خور اهمیته برخمنه ده، که څه  هلکان له دې خطره خوندي نه د ي؛ خو په هر حال :

[نباید د کوچنیانو اړیکې د  غټانو تر کنترول او څارنې وتلې وي او نه ښايي میندې خپل کوچنیان پر خپل حال پرېږدي.]

کله په دې اړیکو کې کوچنیان همجنسي څوبتیاوې پیدا کوي او د موروپلار  او لویانو تر څارنې لرې یو له بله جنسي خوندونه اخلي؛ نو ځکه موروپلار باید د خپلو اولادونو له دوستانو پوره ښانده او پېژندګلوي ولري.

نباید موروپلار خپل اولادونه له دې مسایلو پاک او مبرا وبولي او د غفلت پر خوب ویده وي. دوی باید تل دا احتمال په پام کې ولري، چې شونې ده نابالغ اولاد یې دې ډول بې لارېتوبونو ته ور ټېل وهل شي. نه یوازې له دوستانو سره یې د اولادونو اړیکې؛ بلکې په کورنۍ کې د خویندو او رورڼو ترمنځ اړیکې هم د موروپلار تر څارنې لاندې وي. که څه  محرم والی د محدودیت کچه راټیټوي؛ خو جنسي څوبتیا له منځه نه  وړي؛ نو ځکه ډډه لګول مو ورباندې بې غمولای نشي، چې له څارنې لاس ووینځو. په اړه یې ترخې تجربې شته، چې غالباً په دې باب د موروپلار له ناپوهۍ او ناخبرۍ راولاړې شوې دي.

* موروپلار ته سپارښتنه

په کورنۍ کې دې د کوچنیانو په شتون کې د مېړه او مېرمنې اړیکې یو مخې له جنسي اړخونو پاکې وي. معمولاً کوچنیان د تمیز تر وخت روسته د موروپلار د اړیکو په هکله حساسېږي او په کنجکاوۍ یې دنبالوي. موروپلار ته نه ښايي د کوچنیانو په شتون کې په یوه بستره کې ویده شي او که بېله کوټه نلري؛ نو له جلا جلا بسترو دې کار واخلي.

کوچنیانو ته دې ورزده کړي، چې د موروپلار د خوب کوټې ته دې په اجازې اخستو او ور وهلو ورننوځي او کله دې هم بې اجازې سر نه ورښکاره کوي.

 په اسلامي روایاتو کې ټینګې سپارښتنې شته، چې موروپلار دې کوروالي او هم ځانګړې خپلمنځي اړیکې د کوچنیانو په نشتون کې وپالي. پېغمبر اکرم(ص) له دې منع کړې، چې مېړه او مېرمن دې په داسې حال کې کوروالی وکړي، چې کوچنی په زانګو کې ویښ پروت وي . په بل روایت کې یې ويلي دي ((پر خدای قسم که مېړه له خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړي، حال دا ماشوم په دې کوټه کې ویښ وي او دوی ویني،  غږونه او کښار یې  اوري؛ نو دا ماشوم کله هم د بریا مخ نه ګوري؛ که هلک وي که نجلۍ، پر زنا به اخته شي (د بې لارېتوب لارې چارې به پکې چمتو شي) )).

امام صادق وايي: ((نباید مېړه له خپلې مېرمنې سره په د اسې حال کې کوروالی وکړي، چې کوم ماشوم په کوټه کې وي؛ ځکه دا چار به د زنا لامل شي[23]))

له دې ښوونو څرګندېږي، چې نبایدموروپلار موضوع ساده وګڼي او وانګېري کوچنیان له دې مسایلو ځنې پر څه نه پوهېږي یا څه ترې نه اغېزمنېږي. بېشکه دا ډول صحنې یا  غږونه د کوچنیانو پر ذهن او اروا، ان هغه مهال، چې کمکي  هم وي نامطلوبې اغېزې پرېباسي او د راتلونکيو بې لارېتوبونو زمینې جوړوي. دا مساله باید په هغو شرایطو کې ډېره د پاملرنې وړ وګرځي، چې موروپلار او اولادونه په یوه کوټه کې وسي.

[په دې شرایطو کې د موروپلار نه پاملرنه او بې احتیاطي غالباً جدّي روزنېزې ستونزې راولاړوي.]

نشتمنې کورنۍ، چې د سوکالۍ ډېرې لږې شونتیاوې لري او غالباً له ناچارۍ په یوې کوټې کې ویدېږي،  دا ستونزه پکې ډېره په سترګو کېږي. باید عقلمن موروپلار په هرو شرایطو کې داسې تدابیر ونیسي، چې په ټینګه د دغسې ستونزو د راښکاره کېدو مخه پرې ونیول شي.

* د کوچنیانو د ویدېدو په دود کې څارنه

جنسي څوبتیاوې په خلوت او په تېره د خوب پر مهال په بستره کې ډېرې راڅرګندېږي؛ نو ځکه باید هڅه وکړو، چې کوچنیان هله په بستره کې سملي، چې ښه ستړي شوي او خوب ته چمتو وي. شونې ده په بستره کې ویښ پاتېدل ځینو فکري او عملي بې لارېتوبونو ته لاره چاره جوړه کړي. باید کوچنیان پر ستوني ستاغ پرېوتو روږدي کړو او له پړمخ ویدېدو یې منع کړو. همدا راز نباید د خوب جامې یې تنګې وي یا روږدې شي، چې د بدن پر ځانګړو غړیو لاس ووهي. غوره ده روږدې شي، چې خپل لاسونه له بړستنې د باندې وباسي او تر ویدېدو مخکې ځان تش او اودسماتی وکړي او که خویندې او رورڼه په یوې کوټې کې ویدېږي د مور تر څارنې او کنترول لاندې دې وي، چې احیاناً د ځینو ناسمو اړیکو له امله یې ترمنځ څه ستونزه رانشي.

 بیا دا ټکی وایم :

[موږ نباید خپل کوچنیان پر خپل حال خوشې کړو او په خوشباورۍ او ساده توب یې له وضعیت او له نورو سره داړیکو او هم خپلمنځي اړیکو ځنې ناخبره پاتې شو.]

هوښیارې او باخبره میندې بې له دې چې د بدګومانۍ په زخمه کې راګېر شي یا د خپلو اولادونو د بې اعتمادۍ لاملونه چمتو کړي، په سنجول شویو تدابیرو، په نېغې او په تېره غېر مستقیمې څارنې تل د خپلو اولادونو له وضع باخبرې دي او که ډېر لږ څه بې لارېتوب پکې وویني، په مړانه او هوښیارۍ یې په ټکه سموي.

په دې عمر کې معمولاً یوه یادونه او د لزوم پر مهال یو ګواښ، چارسازی دی او سخت  غبرګون ته څه اړتیا نشته؛ مهمه دا ده چې په موقع او مخکې تر دې چې په کوچني کې یو ناوړه عمل د عادت په بڼه جرړه وځغلوي، له شتونه یې خبرې شي او په لومړیو پړاوونو کې یې له منځه یوسي.

په هر حال، په بستره کې ویښ پاتېدل، د بدن پر غړیو د لاس وهلو روږدېدل او پړمخ او ناسم ویدېدل په کوچنیانو کې د ناسمو حالات لپاره زمینه چمتو کوي او د بلوغ په پړاو کې یې ډېرې ستونزې جدي کېږي. غوره ده چې کوچنیانو ته وروښوول شي، چې کله ویدېږئ ځینې دعاګانې یا د قرآن لنډ سورتونه [لکه څلور ((قُل))] چې په دیني ښوونو کې یې هم سپارښتنه شوې، ولولي. دا چار یې روح آراموي او هم دا چې فکر یې د دعاګانو او سورتونو پر معنویاتو او حقایق بوختېږي؛ نو دا حال یې فکر غریزي مسایلو ته له ور اړولو مخه نیسي. پر دې سربېره دا کړنه یې د پرېشانه او خپه خوبونو له لیدو هم مخه نیسي، چې معمولاً کوچنیان یې په لیدو خپه کېږي.

* پر وخت خپلو اولادونو ته لارښوونه

چې کوچنیان ځوان منګي شي؛ تر ډېره بریده جنسي غریزې پکې راپارېږي؛ نو باید پر خپل وخت لارښوونو یې د بلوغ له نښو او عوارضو خبر کړو، چې لومړی یې له هغو اندېښمنیو او پرېشانیو وژغورو، چې معمولاً پر دې وخت ورمخې ته کېږي او داسې وروښیو، چې دا یو طبیعي چار دی، چې ټول ورسره مخېږي؛ دویم دا پر خپل وخت لارښوونو یې دوستانو ته له ورتلو، او یا د زیانمنو کتابونو له لوسته یې مړه خوا کړو.

کوچنیان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي؛ نو بدني او اروايي ادلون بدلون او نوي او ناپېژاندي عوراض ورمخې ته کېږی؛ نو ځکه په دې اړه یې خبرونه ډېره لازمه او اړینه ده او نباید دوی په یوه تیاره او مبهم حالت کې خوشې کړو او وانګېرو، چې دا خو حیا او عفت دی.

دې ته په پامینوي، چې  نجونې تر هلکانو څو کاله ژر د ځوانۍ منګ ته رسي او پېغلې کېږي؛ نو له خپلو لوڼو سره د میندو اړیکه ډېره حساسه ده. مور باید په مینه او زړه سواندۍ له نوې پېغلې لور سره وي او د لور د رازونو د محرم او باخبرې لارښودې په نامه خپله ونډه ترسره کړي.

[په دې هکله تر برید هاخوا او نامعقوله حیا ،اولادونو ته مهمې ستونزې راولاړوي او دوی نورو او نا ډاډمنو لارو چارو ته ورسیخوي]

البته په ډې ټولو پړاوونو کې باید لارښونې له عفت او د لازمو ظرافتونو له مراعاتولو سره ملې وي، چې فطري او طبیعي حیا یې له منځه ولاړه نشي.

مور باید خپلې لور ته له وړاندې روغتیايي مسایل او شرعي مکلفیتونه وروښيي. همدا  دنده د پلار هم ده چې خپل نوی زلمی شوی زوی ترې خبر کړي.

پر دې سربېره موروپلار دې سوکه سوکه خپل اولادونه له واده خبر کړي، چې دا یو لامل دی، چې د بنیادم ځوځات پرې غځېږي؛ خو دا چې زلمی پر دې وخت او پېغله  کورنۍ جوړښت ته لازمه تیاري نلري؛ نو باید په زغم دا پړاو تېر کړي، څو د واده شونتیاوې ورته چمتو شي موروپلار دې خپل اولادونه وپوهوي، چې په کورني ژوند او ګانده کې د بریا شرط، ځانساتنه، پاکي او د لنډ مهاله بې برخېتوب زغمل دي، چې په دې پړاو کې هر انسان ته ورمخې ته کېږي او له آره د نېکمرغه ژوند لازمه په ځینو پړاوونو کې د ځينو بې برخېتوبونو زغمل دي او هېڅ چاره ترې نشته.

[تر واده وړاندې له مخالف جنس سره اړیکه ،ډول ډول وګړیز او ټولنیز خطرونه او زیانونه لري، چې له دې نه د بچېدو لپاره ، حکیم خدای ترې منع کړي یو.]

کوم کوچنیان چې سم دیني روزل شوي وي، د دیني ایمان په ملاتړ او د خدای او قیامت ورځې په پامنیوي، په ډېره اسانۍ دا پړاو تېروي او څه مهمه ستونزه نلري . همدا راز په هغو کورنیو کې، چې د نارینه و او ښځې ترمنځ معقول او شرعي حریم وي او په کورنۍ اړیکو کې اختلاط، ګډون او بې بندوباري نه وي؛ نو چې کله هلکان او نجونې بالغې شي، په طبیعي ډول له مخالف جنسه لرې کېږي او واټن نیسي او په دې توګه د جنسي پارونو او هیجاناتو ځنې بچېږي.

دا چار هم د جنسي بې برخېتوب زغمل ورته اسانوي او هم د اروايي روغتیا له پلوه یې له نامطلوبو عوارضو خوندي ساتي.

همدغسې زلمیان او پېغلې باید د ناسمو دوستانو له خطرونو ځنې د څو بېلګو په یادولو، له مخکې  خبر کړو او له اروايي مقاومته برخمنې کړو، په تېره  نجونې ډېر ساده توب لري؛ نو باید په موقع ډېر معلومات او خبرتیاوې ورکړای شي.

* د کوچنیانو اروايي ارامي خوندي کړئ

په دې ویینه کې روستۍ ټکی دادي، چې څومره کوچنیان له اروايي او عاطفي اړخه ډېر آرام وي؛ نو ډېر لږ د جنسي بې لارېتوبو په ګړنګ کې پرېوځي. عاطفي کمښتونه،  تشویش، اندېښنې ،هېښتوب او د تودو کورنیو اړیکو نه درلودل هغه لاملونه دي، چې کوچنیان ډول ډول بې لارېتوبونو او خطرناکو  دوستیو ته ورکاږي.

 په واقع کې دا ډول انحرافات لنډ مهاله تسکین ورکوونکي لاملونه دي، چې دننني رنځونه یې د لنډ وخت لپاره هېروي؛ نو ځکه باید دا لاملونه، چې ډول ډول انحرافاتو ته لاره چاره جوړوي، تر شوني بریده له منځه یوسو او د کوچنیانو روحي او عاطفي اړتیاوې ورپوره کړو.

شړېدلې کورنۍ؛ هغه کورنۍ، چې د غړیو ترمنځ یې تودې، مینناکې او عاطفي اړیکې نه وي؛ هغه کورنۍ چې د کوچنیانو وګړه درنه نه بولي او…؛ نو خپلو اولادونو ته د ډول ډول بې لارېتوبونو لاره  چاره چمتو کوي.

[کوچنیان تر هر څه وړاندې د موروپلار تودو او مینناکو اړیکو ته  اړین دي.]

 

 

* د کوچنیانو دیني روزنه

په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې د کوچني دیني روزنه په دې پورې  اړوند ده، چې له دیني مسایلو سره یې مینه پیدا شي؛ په دې مانا کوچنی، چې په کورني چاپېریال کې منظم څه ویني؛ نو مینه ورسره پیدا کوي او همدا لومړنی مینه په راروسته پړاوونو کې پر دیني فرایضو عمل کولو او روږدېدو ته لاره چاره چمتو کوي. موروپلار او مشرانې خویندې او مشران روڼه، چې پینځه وخته نمونځونه کوي؛ نو دا چارې د کوچني په اروا کې دکاڼي کرښه کېږي او یو ډول روحي مینه ورسره پیدا کوي.

په کوچني کې د تقلید حس ته په پامنیوي، معمولاً لیدل کېږي، چې ماشوم له دوه کلنۍ په نمانځه کې د موروپلار د حرکاتو لاروي او پېښې کوي او ځینې کلیمې او اذکار مات مات  وايي . سوکه سوکه دا حرکتونه بشپړېږي او کوچنی کله کله د مور یا پلار تر څنګ پر نمانځه درېږي.

که موروپلار یې دا کړنه وهڅوي؛ نو د کوچني مینه لا ورسره زیاتېږي او په ذهن کې یې خوږه خاطره پاتېږي. همدا روحي اغېزې او خوږې خاطرې د کوچني په ګانده او راروسته درېځونو کې ډېرې اغېزمنې دي او په واقع کې د کوچني د دیني او الهي روزنې د بنسټ لومړۍ ډبره په همدې کلونو کې ايښوولېږي؛ نو ځکه نباید د کوچني دا ډول کړنې او حرکات بې اهمیته وبولو یا احیاناً څه پاملرنه ورته و نه کړو.

په کوچني کې ایمان راغوړېدا ته د دې روحي فرصت راپنځېدنه یو ارزښتمن چار دی او کوم موروپلار چې د خپلو کوچنیانو دیني روزنې ته پر اهمیت قایل وي، کله هم دا فرصت له لاسه نه ورکوي.

* له زیادښته ډډه کول

دلته د ټینګار یو ټکی دادی، چې نباید د موروپلار دیني مینه کوچنیان په دې هکله زیادښت ته اړ کړي، نباید موروپلار په دې پېر کې کوچنیان د ديني مکلفیتونو پر کولو ملزم کړي؛ بلکې د ځینو دیني مسایلو د کولو لپاره داوطلبانه زمینې چمتو کړي. په دې اړه هڅونې ډېرې ګتورې اغېزې لري او لاملېږي، چې د کوچني ړومبی دیني تجربې، خوندورې وي.

* پر دیني مسایلو سوکه سوکه پوهېدل

کوچنی باید سوکه سوکه له دیني مسایلو سره اشنا شي. په دې باب په اسلامي ښوونو کې سپارښتنې شته .

امام صادق(رح) وايي:((چې ماشوم درې کلن شو، ورزده کړئ، چې ((لااله ـ الاالله)) اووه ځل ووايي. بیا یې پر خپل حال پرېږدئ، څو د درېیو کلونو، اوو میاشتو او شلو ورځو شي، پر دې مهال ورزده کړئ، چې اوه ځل ووايي: ((محمد رسول الله)) او روسته یې تر څلور کلنۍ ازاد پرېږدئ. په دې وخت کې ترې وغواړئ، چې اووه ځل (صلی الله علیه وآله)) ووايي او بیا تر پینځه کلنۍ تم شئ. په دې وخت کې که کوچني خپل ښی او کیڼ وپېژانده؛ نو قبلې ته یې ودروئ او سجده ورزده کړئ. په شپږ کلنۍ کې رکوع، سجده او د نمانځه نورې برخې ورزده کړئ، چې پوره اوه کلن شو، ورته ووایئ، چې خپل لاسونه او مخ ووینځي (او سوکه سوکه اودس زده کړي) او  ورته وواست، چې نمونځ وکړي. بیا نو کوچنی پر خپل حال پرېږدئ، چې پوره نهه کلن شي. پر دې مهال سم اودس کول ورزده کړئ او نمونځ کولو ته یې اړ کړئ….))

البته  دا دستور هلکانو ته دی که نه نجونې ژر د مکلفیت عمر ته ور رسي؛ نو باید تر نهه کلنۍ وړاندې نمونځ زده کړي او تر وسې وسې ټینګار پرې  وکړي، چې د مکلفیت پر وخت نمونځ کول ورته ستونزمن نه وي؛ ځکه:

[د روږدو چارو کول راته سخت نه دي.]

په دې ټولو پړاوونو کې، په تېره نجونې چې باید تر هلکانو ژر پر عبادي مکلفیتونو عمل وکړي؛ نو لازم دي، دوی ګرد سره (هلکان او نجونې) د دې مکلفیتونو کولو ته په نرمۍ، مهربانۍ او هڅونې اړ کړای شي؛ خو سخت مکلفیتونه ترې و نه غوښتل شي؛ خو په عین حال کې موروپلار دې په دې باب له جدیته کار واخلي؛ داسې چې کوچنی و نه ننګېري، چې دیني مکلفیتونه جدّی یا اړینې چارې نه  دي.

د موروپلار هنر دادی، چې دا دواړه په ظاهر کې متضاد اړخونه سره یو ځای کړي؛ یعنې هم جدّیت او هم لورنه، چې کوچنی د دیني فرایضو کولو ته اړ کړای شي.

د روژې نیوو په باب  وضع په همدې ډول ده. غوره ده کوچنی مخکې تر دې چې د مکلفیت پړاو ته ورسي ،سوکه سوکه له روژې سره اشنا شي، چې  د مکلفیت پر مهال د روژې نیول ورته اسان وي. پر کوچنیانو د پېشمني خوړل او روژو نیوو ته یې هڅول او انعام ورکول ډېر ورته ګټور دي. تجربې ښوولې، چې معمولاً کوچنیان له دې کړ نلارو خوند اخلي او په مینه یې هر کلی کوي .

په هر حال:

[نباید د بلوغ تر وخته د دیني مکلفیتونو کول وځنډو؛بلکې له مخکې مخکې پکې مینه او لازم عادت را دبره کړو، چې د بلوغ پر مهال څه ستونزه ورته راولاړه نشي.]

کومې کورنۍ، چې د دې موخې لپاره له وړوکتوبه ګټنه نه کوي؛ نو معمولاً په بلوغ او ژڼیتوب کې له جدّي ستونزو سره مخېږي؛ ځکه چا چې د دیني مکلفیتونو ترسره کول د زلمیتوب یا ځوانۍ یا تر غټ عمرۍ پورې ځنډولي وي، که څه پر دیني کچو ګروهن هم وي، د عملي بوختیا او روحي چمتووالي د نشتون له امله په اسانه دیني احکام عملي کولای نشي. اغلب لوړ عمري، چې عبادي چارې نه ترسره کوي، داسې نه ده، چې دوی پر دیني بنسټونو بې ګروهې دي؛ بلکې دوی له مخکې لازمې تیارۍ ترلاسه کړې نه دي؛ نو ځکه یې اراده د ګروهو اېل نه ده؛ یعنې د ګروهې او کړنې ترمنځ یې واټن دی؛ خو دا چې له خورا ټینګ  ایمان او پیاوړې ګروهې برخمن شي؛ خو په سرسري ایمان او عادي ګروهه پر ځاني او دننني مقاومتونو لاسبري څه اسان چار نه دی؛ نو ځکه:

[د هغوی استدلال بیخي سم نه دی، چې ګروهن دي  کوچنی د ځوانۍ منګ ته تر وررسېدو روسته، باید پخپله خپله لار وټاکي او نباید له مخکې پکې د ځینو چارو؛ لکه دیني مکلفیتونو عادات وپنځوو.]

که دا استدلال سم وي؛ نو باید روزنه بلوغ ته د وررسېدو تر وخته وځنډوو؛ حال دا روزنه په یوې مانا په کوچني کې د عاداتو پنځول دي. دا عادتونه له دننني مقاومتونو ځنې د انسان اراده آزادوي او اراده یې د عقل ایلوي؛لکه پېشمني ته د راوېښېدو عادت. څوک چې پېشنمي ته په راوېښېدو روږدی وي، که نیت یې وکړي، په اسانۍ ورته راپورته کېږي؛ خو که ځان یې روږدی کړی نه وي، راپاڅېدل ورته ستونزمن دي او کېدای شي اراده یې د عقل تابع نشي او د دغسې چار توفیق ترلاسه نکړي؛ په تېره د لومړني ښوونځي پېر، چې د مطلوبو عاداتو د پنځولو وخت دی، چې نباید له دې چاره غفلت وکړو.

* د کوچنیانو د دیني عواطفو پالل

بله مساله، په دیني غونډو او مراسمو کې د کوچنیانو ګډون کول دي. جومات ته د کوچنیان بېول، که څه د جماعت نمونځ ونکړي، د کوچني او لوی اختر نمونځو ته یې بوتلل، د پېغمبر اکرم(ص) د زوکړې په غونډو او نورو دیني مراسمو کې یې ورګډول، د کوچنیانو د دیني مینې او عواطفو د پالنې لپاره ډېر ګټور دي، که څه دقت دې وکړو، چې دا کړ لارې یې تر وسې پورته نه وي، چې ستړي یې نه کړي، له بیخه مو پام وي :

[دیني احساس په انسان کې له فطري او ژورو ننګېرونو ځنې دی او که غوړېدا ته یې لاره چاره برابره شي؛ نو په بیړه وده کوي.]

د حمد، نعت او په ښه غږ د قرآن کریم د آیتونو په تېره لنډو سورتونو یادول د کوچني د دیني روحیې په پاللو کې اغېزمن دی. له آره که د کورنۍ فضا له مانيزو ارزښتونو ډکه وي او موروپلار هم په خپلو چارو او ژوند کې الهي ارزښتونه او دیني مکلفیتونه په ټینګه مراعات کړي؛ نو کوچنیان هم د دې وضع په کتو او غیر مستقیم ډول له دې مانیزې فضا اغېزمنېږي او په طبیعي توګه پکې دیني مینه پالل کېږي.

* د اولادونو په روزنه کې د ایمان ونډه

په وړوکتوب کې د ایمان غوړېدا په زلمیتوب کې یې ودې ته زمینه برابروي او ژڼۍ له ډېرو روحي، اخلاقي او ټولنیزو آفتونو او زیانونو بچوي.

[افسوس چې یو شمېر کوچنیان دیني مکلفیتونو او الهي ارزښتونو ته بې اعتنايي له موروپلاره زده کوي.]

دا ډول کوچنیان داچې په خپله روزنه کې د دیني اډانې له نه  درلودو بې برخې دي؛ نو غالباً له سختو ستونزو سره به مخ وي؛ ځکه له ایمانه برخمنېدل او له خدای سره زړګنۍ اړیکه او پر الهي احکامو عمل کول یوه ارزښتمنه اډانه ده، چې د انسان له مخې ډېرې ستونزې لرې کوي، ان هغه ستونزې، چې په راروستو وختونو کې د موروپلار او اولادونو ترمنځ رامخې ته کېږي او کله پر موروپلار روزګار ډېر ورتریخوي، معمولاً په هغو اولادونو کې نه رامخې ته کېږي، چې له دیني پوهې، معرفت او روزنې برخمن وي؛ ځکه پر دیني بنسټونو ایمان او ګروهه د دغسې ستونزو د راپیداکېدو مخه نیسي؛ نو ځکه:

[که د اولاد او کورنۍ، یوازې د دې نړۍ نېکمرغي په پام کې ونیسو؛ نو د اولادونو د یني رزونه ډېر حیاتي او ټاکوونکی عامل دی؛]

حال دا له دنیوي نېکمرغۍ هاخوا، د بنیادم همېشنۍ نېکمرغي هم د الهي احکامو په لاروۍ کې نغښتې ده.

هغوی چې د خپلو اولادونو له ښوونې او روزنې دغه اوچته او دنننۍ اداڼه لرې کوي؛ نو کوم غوره څیز یې ځایناستی کوي؟ ایا نباید  د سرغړاندو انسانانو په روزنه کې له دې بې ساري او بنسټیز لامله کار واخلو؟

په روستیو کلونو کې په صنعتي هېوادونو کې : د کوچنیانو ادبیاتو دین او خدای ته ور مخه کړې او راښيي، چې بشر دین او دیني ګروهې ته بل ځایناستی پیدا کړای نشو او له ناچارۍ شلېدلی رسۍ بېرته غوټه کوي او ماته ژمنه بیا له سره کوي.

* لومړی جذب بیا ښوونه

که څه د لومړني ښوونځي پر مهال کوچنی پر دې وسمن دی، چې د خپلو ګروهو د ټینګښت لپاره پر ساده استدلال پوه شي؛ خو نباید هېر کړو :

[په دې پېر کې هم د کوچني د دیني روزنې چار له دین سره د مینې پر پیاوړېدو ولاړ دی]

له دې امله باید هڅه وکړو، چې کوچنیان په دې پېر کې له دین سره خپله زړګنۍ مینه ټینګه  او ښه ورمات شي. ددې موخې لپاره باید له بې ځایه سختګېرۍ او سختۍ ډډه وکړو او په نرمۍ او ګوزاره ورسره وچلو. په دې باب ډېری اسلامي سپارښتنې شته. کوم پلار، چې خپله نوې پېغله لور د ګهیځ نمانځه ته راپاڅوي او پر تندي لاس ورکاږي او په مینه یې د سهار له خواږه خوبه راویښوي؛ نو د لور یې پلرنۍ مینه نه هېرېږي او په خوند عبادت کوي او لا ورته هڅېږي.

په اسلامي ښوونو کې موروپلار ته دستور ورکړای شوی، که پر هڅونې او د لازمو پړاوونو تر تېرېدو روسته بیا هم کوچني په لس کلنۍ کې فرض عبادات په تېره له نمانځه یې یو مخې سرغړونه کوله؛ نو موروپلار دې د اړتیا په برید کې له تنبیه کار واخلي، چې د کوچني پر ځاني مقاومت لاسبري شي او اولاد اړ کړي، چې دیني ښوونو ته غاړه کېږدي.

البته پوه موروپلار تر تنبیه روسته په مینه ورسره چلي، چې له ذهنه یې د تنبیه  ترخه خاطره  ولاړه شي او  تنبیه یې یوازې د وګړې په جوړښت کې ونډه ولري.

له دیني مفاهیمو د کوچنیانو پوهېدنه له لویانو سره یو رنګ نه ده، کوچنی معمولاً د  دیني ګروهو په منلو کې له څه ستونزو سره مخ نه دی او که په دې برخه کې څه استدلال کوي؛ نو په ساده دلایلو، چې کوچنی پرې پوه شي، پوښتنې یې ځواب، راضي او قانع یې کړو او نه ښايي ذهن یې له پوهې پر ور هاخوا استدلالونو ور ډک کړو.

بلخوا، پام مو وي چې له دیني مفاهیمو د کوچني پوهېدنه له لویانو سره یو رنګ نه ده. علمي څېړنو ښوولې : کومې پوهېدنې او اخستنې، چې کوچنی له خدای، قیامت، مرګ، معجزې او… لري له هغه څه  سره توپیر لري، چې موږ یې ترې لرو. کوچنیان د خپل ذهني ظرفیت په برید کې پر دې مفاهیمو پوهېږي او له مخې یې خپل ((نړۍ لید)) جوړوي.

له  دیني مفاهیمو یې پوهېدنه  توکیز او له انساني نړۍ سره اړخ لګوونکې ده. هغوی چې د کوچنیانو د دیني زده کړو په اړه فعالیت کوي؛ لکه ښوونکي، د دیني مضامینو ښوونکي، روزنپوهان او …. باید ځان پر دې مطلب پوره پوه کړي، چې پوه شي  کوچنیانو ته څه د یني مطالب، په کومو ادبیاتو، په کوم دود او د ودې په کوم پړاو کې ورزده کړي، چې هم پرې پوه شي او هم ورته  ویل شوي مطالب، پر زیانمنو پوهېدنو وانه وړي.

بلخوا، نباید له کوچنیانو سره په آخرت کې د ګناهکارانو د سزا په باب ډېرې خبرې وکړو.  دوی حساس او کمزوری روح لري، چې دا ډول ښوونې زغملای نشي. دا ښوونې غټانو ته دي، چې خپل سر غړاند نفس ته یې غاړه ایښودې او له پولو ور اوښتي دي. دې ډول خلکو ته د خدای د لورنې په اړه خبرې کول څه پایله نلري او نور یې هم سپین سترګي کوی. دوی ته باید د خدای د قهر او غوسې آیتونه ولوستل شي، چې ویجاړونکي هوسونه یې دړې  وړې او د ځانمنۍ اور یې مړ کړي؛ خو پاکلمني کوچنیان، چې د خپل پالونکي د اشنایۍ په درشل کې دي،  باید د خپل پالونکي له رحمت، پېرزوینې او احسان سره  آشنا شي، چې زړه یې د خدای په مینه کې راښکېل او په ژوند کې یې خپل ملاتړی وبولي.

په روایاتو کې راغلي، چې حضرت موسی(ع)  ته  وحې وشوه، چې ((زما د بندګانو په زړونو کې زما مینه واچوه)) ویې پوښتل : څنګه؟ ویې  ویل: ((زماد نعمتونو په وریادلو ))؛ ځکه د انسان ځان ښه ایسي او څوک چې نېکي ورسره کوي، ښه یې ایسي.

د الهي نعمتونو یادول او له کوچنیانو سره د خدای د احسان او نېکۍ یادول، خورا مناسبه لار ده، چې زړونه یې له خپل پالونکي سره اشنا شي.

 

 

 

* د عملي آدابو او سم ژونددود ښوونه

په تېر څپرکي کې مو د کوچنیانو د اخلاقي روزنې په اړه خبرې وکړې؛ په دې څپرکي کې به کوچنیانو ته د عملي آدابو او سم ژوند دود په باب ویینه وکړو. د ژوند پر عملي لارې او دود پوهېدل یوه قیمتي پانګه ده، چې کوچنیان یې له موروپلاره پاتوړی وړي.

[د ښه ژوند لازمه، د سمو آدابو او سم ژوند دود پېژندنه ده. وړوکتوب په تېره د لومړني ښوونځي وخت؛ یعنې د ژوند دویم اوه  کلونه دې زده کړو ته ښه وخت دی]

دې پېر ته چې د ((آدب یادولو)) او ((ښوونې)) پېر وايي، کوچنی زده کړې ته ډېر چمتو وي ؛نوځکه باید له دې فرصته د سم ژوند ادب ښوونې ته ګټه واخلو.

کوچنی باید په چاپېریال کې دې آدابو او عملي دودونو ته په ورکتو، په طبیعي توګه او سوکه سوکه یې زده کړي او د موروپلار په نېغو ښوونو یې بشپړ او سم کړي؛ نو ځکه:

[د عملي انظباط له ښوونې مطلب، یوازې د وینا او نېغې لارې ښوونه نده.]

باید دا عملي انضباط پر کورنۍ واکمن وي او تر هر څه وړاندې پخپله موروپلار د دې انضباط تابع وي، چې کوچنی بې له څه دوه زړۍ او تشویشه دې انضباط ته غاړه کېدي؛ خو دا مطلب هم د نېغو ښوونو د نفې پر مانا نه دی .

کوچنی په ډېری مواردو کې لارښوونې ته اړتیا لري، چې په دې اړه دې موروپلار د خپلو اولادونو له پرله پسې لارښوونو غفلت ونکړي.

یو تریخ حقیقت

پر اصل مطلب تر لګیا کېدو مخکې، باید دا ټکی یاد کړو، چې  متاسفانه په موږ کې ډېری د ژوند له سمو آدابو ناخبره دي یا په عمل کې هومره اعتنا ورته نه کوو. د دې ستونزې جرړه زموږ په ټولنیزه او کورنۍ روزنه کې ده. ځینې وګړي پر ځینو آدابو ډېر پابند او ځینو نورو ته بې پامه دي او  ان چا چې سبق هم ویلی وي دا ستونزه پکې لیدل کېږي.

[ته وا په ځینو ناسمو ادابو روږدېدل مو د دوی بدرنګوالی او زیانونه رانه پټ کړي  دي؛]

لکه یو څوک دی، چې تر خوړو وړاندې د لاسونو د وینځولو له اړتیا خبر نه وي؟ خو موږ څومره په عمل کې دا اړین آر مراعاتوو؟ څوک دی چې پوه نه وي، چې باید پر  واټ باندې پر خط کشي شویو ځایونو تېر شو او د پلي لارو په شتون کې پر واټ ولاړ نشو او… خو په سلو کې څو تنه دا چارې عملي کوو؟ ډېری کسان دي، چې ځان او کورنۍ ته د سګرټو له زیانه خبر دي؛ خو په دې ناوړه عادت کې راګېر دي.

دا ډول نه پاملرنې په طبيعي ډول زموږ اولادونو ته هم ورغځېږي او د ژوند د سمو اصولو په اړه یې بې اعتنا کوي.

* جزيي څیزونو ته مو ډېر پام وي

په ظاهره د ناڅیزو آدابو له نه مراعاتولو، چې کوم زیانونه را اوړي، تر هغو ډېر دي، چې په ظاهره مهم دي؛ ځکه په مهمو مواردو کې انسان  ناچار دی، چې ټینګه پاملرنه ورته وکړی؛ نو ځکه له دې اړخه ډېر زیان ور اوړي؛ خو په جزیي مواردو کې چې زیان ناڅیز بولو، انسان ډېر غفلت ترې کوي او له همدې امله ډېر زیانمنېږي.

په دې ډول مواردو کې، د بیا ځلي کولو له امله پر انسان ناڅیزه زیانونه ور ډېرۍ کېږي او پر ټولیز زیان اوړي؛ نو ځکه:

[د روزنې یوه موخه داده، چې د انسان جزيي مواردو ته ور پام کړي او پوه یې کړي، چې په ژوند کې یې مراعاتول له اهمیته برخمن دي.]

لکه غلا په خلکو کې یو بد او ناروا چار ګڼل کېږي؛ نو ځکه ډېری خلک ورته غاړه نږدي؛ خو د نورو د حقوقو لتاړلو ته مو پام نه  دی؛ چې په  واقع کې له غلا سره څه توپیر نلري؛ خو دا چار په خلکو کې د غلا په نامه مشهور ندی. په خلکو کې دا ډول بې نامه غلاګانې ډېرې دي او د ډېرو وګړیزواو ټولنیزو زیانونو او خپګانو لاملېږي.

 بله بېلګه یې کنځل دي. کنځل زموږ په عرف او  دود کې یو بد او رټل شوی چار دی او هغوی چې د اخلاقي اصولو پابند وي، ډډه ترې کوي؛ خو پېغور او ((نېش زبان)) چې یو ساده چار انګېرل کېږي او د کنځلو بدرنګوالی نلري، ډېری یو ډول پرې اخته یو او که په ټولنیز ژوند کې د دې چار ناوړه اغېزې وڅېړو، ښايي تر کنځلو څو ځل ډېرې وي.

 بله بېلګه یې اسراف او بېځایه لګښت دی. معمولاً عقلمن خپله شتمني نه سېځي یا خبلې پیسې نه ګوذاروي؛ خو د زیات لګښت له امله هره ورځ او هر ساعت څومره ډېرې پیسې لرې ګودارېږي او لوګی کېږي! که له کورنو او هوټلونو د خوړو ډکو غورځول شویو خلطوته پام وروګرځول شي ؛ نو وینا به مو در څرګنده شي.

موږ دلته ځینې جزيي موارد یا دوو، چې د کوچنیانو په روزنه کې پاملرنه ورته له ځانګړې اهمیته برخمنه ده او د سم ژوند دود له اجزاوو ځنې ګڼل  کېږي.

 

پاکوالی

کوچنیانو ته باید ور وښوول شي :

  • بې لاس وینځلو به پر دسترخوان نه کېني؛
  • پر دسترخوان به پښې نږدي؛
  • د خوړو پر مهال به دسترخوان په خوړو یا پاتې شونو یې نه ککړوي او احیاناً، هډوکي، زڼي او د خوړو پاتې شونې دې پر دسترخوان او ډوډۍ نږدي؛ بلکې په بل لوښي یا د خپلو خوړو د لوښي تر څنګ دې یې کېدي؛
  • د خوړو پر وخت دې خپلې جامې نه چټلوي؛
  • په خپل لوښي کې دې د خوړو ډېر لږ پاتې شوني هم نه پرېږدي.
  • تر خوړو روسته، د نورو پر وړاندې په خپلو غاښونو کې تار یا ډ کي مه وهئ.
  • تر خوړو روسته، په کاغذي لاسپاکي لاسونه او خوله مه پاکوئ، چې دا چار د روغتیا پر خلاف دی، پر ځای یې له اوبو او د لزوم په حالت کې له اوبو او صابونه ګټه واخلي؛
  • خواړه دې په سر خلاصو لوښو کې نه ساتي؛
  • تر شوني بریده دې له پاتې خوړو ګټنه ونه کړي؛ او د چمتو خوړو پر ځای چې پلورل کېږي، کورني خواړه وخوري.
  • تر اودسماتي روسته، کمود پاک کړئ، لاسونه په اوبو او صابون ووینځئ او بیخي خپلې متیازې ټينګې مه ساتئ؛
  • به انګړ یا بې فرشه ځایونو کې دې پښې یبل نه ګرځي او نه دې په چټلو پښو کوټې ته ورننوځي، چې کور چټلوي.
  • له څپلیو سره به کوټې ته نه ورننوځي.
  • په کوڅه او سرک کې به توکاڼي نه تو کوي او نه به چټلي اچوي.

په کور کې د نظم رعایتول

  • باید په کور کې هر څه ځان ته ځانګړی ځای ولري او څوک چې کوم څیز رااخلي، بېرته دې یې پر هماغه ځای کېدي.
  • هر څوک دې تر شوني بریده خپلې چارې پخپله وکړي؛ لکه د خپل کټ او بسترې جوړول، که پر سبق او مشق بوخت یاست، د کار پای ته رسېدو روسته دې خپل سامان راټول کړي او پر ځای دې یې کېدي او خپله دې یې څاري؛
  • د خوب او استراحت وخت دې یې معلوم وي او د ورځې دې هر ساعت بسترې ته نه ورځي او خوب دې یې هومره ډېر نه وي، چې لټ ترې جوړ شي؛
  • هومره تفریح، لوبې او د تلویزیون لیدل دې نه کوي، چې نور اصلي او تحصیلي کارونه ترې پاتې شي؛
  • چې کور ته راننووت؛ نو د ښوونځي جامې دې وباسي او د کور ځانګړې جامې دې واغوندي؛
  • ټول دې یو ځای پر دسترخوان خواړه وخوري.

* د بې ځایه لګښت مخنیوی

  • خوشې دې په کور کې یو څراغ هم بل نه وي؛
  • له تېلفونه دې نااړین کار وانخستل شي، چې د وخت او مال ضایع کېدنه ده.
  • د لاسونو، مخ، لوښو یا بدن په وینځولو کې دې له حده زیاتې اوبه ونه کارول شي؛ لکه که څوک لاسونه په اوبو او صابون ووینځي یا اودس کوي؛ نو د اوبو نل دې یو مخې خلاص نه پرېږدي.
  • د کور باغچې ته دې د اوبو په ورکړه کې زیادښت ونشي، په تېره چې اوبه لږې وي.
  • د خوړيزو توکیو د بې ځایه لګښت مخه دې ونیول شي او ډوډۍ او خواړه دې ونه غورځول شي، چې د نعمت ناشکري ده او عذاب لري.
  • چې څومره خوړای شئ، هومره خواړه له لوښي واخلئ؛
  • هر څوک دې خپلې شخصي وزلې داسې وساتي، چې تر ډېره وخته ګټه ترې  واخلي.
  • کوچنیان دې له قلم، کتابچې او د لیکلو له نورو وزلو سمه ګټنه وکړي او هم دې بې حسابه ورنکړای شي؛ لکه خپله کتابچه دې پوره ډکه کړي، داسې نه چې څو پانې یې ډکې کړي او نوره وغورځوي، دغسې د چټل لیکلو یا د تمرین حلولو لپاره له هغو کاغذونو کار واخلي، چې یو مخ یې ډک او بل یې تش وي.

د نورو حقوقو مراعاتول

  • که څوک پر سبق او څېړنې بوخت وي؛ نو د ده خیال دې وساتي او مزاحم دې یې نشي؛
  • که څوک ویده وي؛ نو نور دې چغې او نارې سورې نه وهي، چې خوب یې خراب نکړي؛
  • که یو ملګری د بل قلم، کاغذ، پرکار یا…. ته اړتیا لري ، په اجازه دې یې کار ترې واخلي؛ پر عمومي شتمنیو دې تېری نه کوي؛ لکه په چمن کې دې ګلونه نشلوي، په ښوونځي کې دې مېز او چوکۍ نه ماتوي، د ټولګي پر دېوال دې څه نه لیکي، په ملي بسونو کې چې سپرېږي، خطونه دې ورباندې نه راکاږي او نه دې یې سيټونه څیروي اود خلکو د کورونو پر دېوالونو دې څه نه لیکي؛
  • پر سړک تېرېدو دې پر خط کشي شویو ځایونو تېر شي او تل دې پر پیاده سړکونو ولاړ شي؛
  • څارویو؛ لکه سپیو او پیشوګانو ته دې زیان نه ور رسوي؛
  • په مېلمستیاوو کې دې د کوربه د کور سامان نه ګډوډوي یادې خوراک څښاک پر فرش نه غورځوي او…؛
  • پر خپلو دوستانو دې ملنډې نه وهي او نه دې یې ځوروي؛
  • کوچنیانو ته دې د ګرانبیه قرطاسیه باب او د لوبو سامان پېرلو ډډه وشي.
  • د وخت خیال وساتئ او بې ځایه یې مه تېروئ او د ګټورو چارو پر لګولو یې تېر کړئ.

 

 

* ادب

((ادب)) په انساني ژوند کې یوه خورا مهمه ظریفه مساله ده.  یو کار په بېلابېلو بڼو کولای شو؛ خو یوه  یې خورا ښکلې وي؛ یعنې د انسان حساس او ښکلا خوښوونکی روح یې خوښوي؛ نو  دا له ((ادب)) سره یو اړخ لګوونکی چار دی؛لکه  د نورو په مخ کې په بېلابېلو ډولونو کېناستای شو، خبرې کړای شو، ټوکې کړای شو او…. خو تر دې ټولو، هغه چې خورا ښکلي  وي باید غوره کړو.

کوچنیانو ته دې وروښوول شي :

  • بیخې دې په خبرو کې بد الفاظ نه کاروي.
  • نه دې څوک سپکوي او نه دې پرې ملنډې وهي؛
  • په ډکه خوله خبرې مه کوئ او هم په خوراک کې حرص مه کوئ؛
  • د مېلمه درناوی وکړئ، په ادب کېنئ او په ادب خبرې کوئ.

* په کورنۍ کې همکاري

کورنی چاپېریال، باید د غړیو ترمنځ، د زړه له کومي همکاریو بېلګه  وي:

  • پلار چې کله فارغ وي؛ نو د کور په چارو کې دې له خپلې مېرمنې سره لاسنیوی وکړي، اولاد دې هم د خپلو حالاتو په پامینوي د کور یوه چاره پر غاړه واخلي، ځینې میندې د خپلو اولادونو په اړه زړه سواندی وي او د هر کار له کولو یې معافوي؛ خو دا چلن دې نه کوي؛ ځکه اولاد یې لټ روزل کېږي.
  • مشر اولاد دې کشری اولاد څاري، سبق دې ورته وايي؛ خو هسې نه کشری اولاد، مشران خپل چوپړیالان وبولي.

 

 

د کوچنیانو عاطفي روزنه

* عاطفه او په ژوند کې یې ونډه

د کوچنیانو په روزنه کې له بنسټیزو موخو ځنې یوه هم، د دوی عاطفي روزنه ده. په دې ویینه کې له عاطفې  مطلب، په انسان کې هغه وړتیا، فطري او دنننۍ لېوالتیا ده، چې نور پر ځان ړومبی ګڼي. د دې فطرې وړتیا له مخې انسان وسمن دی، چې د مینې له مخې بل انسان ته دنننۍ لېوالتیا پیدا کړي او له دې لارې زړګنۍ مینه ورسره ومومي.

په انسان کې عاطفي وړتیا یې د ډ ېری کمالاتو د ودې لاملېږي. دا کمالات هغه امتیازات رانغاړي، چې په انسان کې د ((بل غوښتنې)) له مخې رادبره کېږي؛ لکه مینه او دوستي؛ سرښندنه او له ځانه تېرېدنه، عفو او ګذ شت، ورکړه او بخشش، لاسنیوی او همکاري، زړه سوی او غمرازي او په ټولنیز ډول نور پر ځان ړومبي ګڼل.

بې وفايي، هېرول، قدرناپېژندنه، د اړتیا پر وخت درناوی او بې له دې بې اعتنايي، تاوتریخوالی او دښمني، یوازې د ځان په فکر کې کېدل او له نورو ناخبري او… دا ګرد سره مهمې روحي او اخلاقي نیمګړتیاوې دي، چې په عاطفي نشتمنۍ کې جرړه لري.

له دې ځایه موندای شو، چې د انسان عاطفي روزنه تر کومې کچې په روحي سلامتۍ، د ټولنیزو اړیکو په ښه کولو او د ژوند د کچې د څرنګوالي په لوړولو کې اغېزمنه ده، تر دې :

[په انسان کې  عاطفي تشه په بل هېڅ څیز ډکولای نشو.]

 

* د اولادونو په عاطفي روزنه کې د کورنۍ ونډه

کورنۍ ړومبی او بنسټیز مرکز دی، چې باید په کوچنیانو کې انساني  عاطفه وروزي. د زوکړې پر مهال، عاطفه هغه تخم دی، چې باید په مساعد چاپېریال کې وده ومومي. په بله وینا: عاطفه په پيل کې، بالفعل حالت نلري او په ماشوم کې د یوه  صفت په بڼه فعاله نه ده؛ بلکې باید د فطرت له نورو اړخونو سره یو ځای، سوکه سوکه او د مساعدو شرایطو په چمتو  والي کې له ((قووې)) پر ((فعل)) واوړي؛ نو که کورنۍ عاطفې غوړېدا ته لازم شرایط ونلري(؛ یعنې کورنی چاپېریال له عاطفي پلوه کمزوری وي) د کوچني عاطفي روزنه له ستونزې سره مخېږي.

کومې کورنۍ، چې له عاطفي پلوه مطلوب وضعیت نلري یا هغه کورنۍ، چې بسیا خپلو کوچنیانو ته نه ورسي یا هغه ماشومان، چې په روزنتونونو کې لوییږي؛ نو دا چې له مناسبې عاطفي روزنې ځنې نه برخمنېږي، له خورا ستونزو سره مخېږي او مطلوبه اروايي روزنه نه مومي.

[بېشکه د کورنۍ یوه مهمه ونډه، د کوچنیانو عاطفي روزنه ده، چې بدیل یې پیدا کولای نشو.]

کومه مینه، چې مور او نژدې خپلوان؛ لکه پلار، خور، رور په تېره مور له خپل ماشوم سره کوي؛ نو جوته ده، چې بل هېڅوک یې ورسره نه کوي. یوه دایه او پرستاره د کوچني په ژوند کې د مور ونډه  درلودای نشي او نه یې تشه ډکولای شي.

چې مور په ځانګړې مینې کوچني په غېږ کې نیسي، تی ورکوي یا د ماشومتوب په ژبه خبرې ورسره کوي او له سترګو یې د مینې په برښنا کوچني ځلېږي، چې کله مور ماشوم د شپې غېږې ته رانژدې او نازوي یې او… نو په دې ټولو حالاتو کې مور د مینې خواږه خپل کوچني ته ورڅکي او د عشق او عاطفې تودوخه یې د بدن ذرې ذرې ته وررسوي او همدا د مینې او عشق تودوخه ده، چې په کوچني کې د عاطفې تخمونه پالي او د عشق له اکسیر او د مینې له کیمیا سره یې اشنا کوي.

  کوم کوچنیان، چې له کورنۍ دا مانیز  ځواک نه اخلي؛ نو عاطفي پالنه یې خورا کمزورې لا څه چې په نشت شمېر ده. څېړنو ښوولې : هغه کوچنیان، چې په روزنتونو کې یا د جګړې، یا د کورنۍ له منځه تلو یا په هر علت له کورنۍ لرې لوی شوې وي، که څه  توکیزې اړتیاوې یې ور پوره شوې وي؛ خو له سختې عاطفې تشې کړېږي، چې بېلګې یې په صنعتي هېوادونو کې ښه ترسترګو کېږي.

* د اولادونو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه

په واقع کې د دې ویینې آریز ټکی، د کوچنیانو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه ده.

عاطفه او احساس د ښځې د روح خورا مهمه ځانګړنه ده، چې ګردې فرعي ځانګړنې ترې راولاړې شوې دي. دا ځانګړنه د ښځې د روح په ښانده کې هومره اهمیت لري، چې بې  پېژندنې یې د ښځې روحیات ، ځانګړنې او وګړه پېژندای نشو. خدای تعالی ښځې ته د موروالي خطرناکه دنده ورسپارلې او تر نارینه له خورا مینې او عاطفې برخمنه ده.

دا موقعیت لامل شوی، چې د ښځې روح ډېر لطیف وي او د ((بل غوښتنې)) روحیه پکې ډېره پیاوړې وي . په ښځه کې دا فطري پانګه یو ګرانبیه نعمت دی، چې د دې په خپله وده او کمال کې او هم د بشري ټولنې په لوړتیا کې ډېره اغېزمنه ونډه درلودای شي.

[په کورنۍ کې د ښځې شتون، په واقع کې بله ډيوه ده، چې په کور کې د مینې رڼا خپروي او له عاطفي پلوه کورنی چاپېریال مړوي.]

د مېړه او مېرمنې ترمنځ، تر هر څه د مخه مېړه د مېرمنې د مینې له رڼا برخمنېدای او د خپلې روحي پیاوړتیا لپاره ترې ګټه اخلي؛ خو د ښځې آریزه ونډه هله ده، چې په کورنۍ کې د ((مور)) په نامې پر خپله ونډه لګیا وي.

[مورنۍ مینه د انساني مینې هسکه څوکه ده، چې ساری یې موندای نشو]

ته وا ښځه په پنځون غونډال کې دا خطرناکه دنده پر غاړه لري، چې د کورنۍ له لارې په کوچنیانو کې انساني او عاطفي  ارزښتونه وپالي او په عمل کې د مینې ،د بل ړومبي ګڼلو او سرښندنې سبقونه – چې د انسانیت او معنویت بنسټیز اړخونه شمېرل کېږي -زده کړي.

داچې مور ته د ځوځات پالنې درنه دنده ورترغاړې ده؛ نو دا هله ترسره کولای شي، چې له دغسې دننني ځواکه برخمنه وي او ټولې سختي چارې او کړاوونه ورباندې خواږه کړي، پر دې سربېره مور باید د مینې په تودوخه د خپلو اولادونو زړونه نرم کړي، روح یې لطیف کړي، چې په عمل کې یې له انساني نړۍ سره اشنا کړی؛ نو ځکه میندې په کورنۍ او بشري ټولنه کې د انساني مینې ډیوې او د انساني ارزښتونو د پاسوالۍ له پلوه یې د مشرۍ ونډه خوار مهمه ده.

[په جرات ویلای شو چې بې له سپېڅلې موره، روزنه له جدّی ستونزو سره مخ ده.]

اوس دې حیاتي او بنسټیزې ونډې ته په پامنیوي، دا پوښتنه اوڅارېږي، چې څنګه د راتلونکي ځوځات په وده کې له دې مینناکې سرچینې کار واخلو؟

په ځواب کې یې  دوو بنسټیزو مسوولیتونو ته اشاره کړای شو:

 یو مسوولیت د خپله ښځې دی او بل د نارینه یا په ټولیز ډول د ښځې پر وړاندې د ټولنې مسوولیت دی . لومړی د ښځې د مسوولیت په اړه ګړېږو.

په ځینو ټولنو کې ښځې ځان هېر کړی او له ځانه پردۍ شوې ده

متعال خدای چې ښځې ته د مینې پانګه او روحي ځانګړنې ورکړي؛ نو د نورو فطري پانګو په څېر، پخپله وده نه کوي یا دا چې په هرو شرایطو کې له زوال او منځه تګه بچ شي. په ښځه کې د دې لومړنۍ پانګې وده او غوړېدا په مساعدو شرایطو او مناسبه روزنه کې نغښتې ده او که پالنې ته یې لازم شرایط چمتو نشي؛ نو پانګه ځوړېږي او له منځه ځي.

دلته بنسټیزه مساله داده، چې لومړی ښځه باید سم ځان وپېژني او له دې خدای ورکړیو روحي ځانګړنو سره ځان اشنا کړي، چې په لاس ته راوړو کې یې هېڅ کړاو ګاللی نه دی؛ ځکه که ښځه د دې فطري پېرزوینو له شتونه ناخبره وي یا یې قدر و نه پېژني؛ نو له نورو څه تمه درلودای شو، چې په ښځه کې د دې الهي پېرزوینې درناوی وکړي؟

په دې باب تریخ واقعیت دا دی :

[افسوس ، په اوسني فرهنګ او تمدن کې، ښخه تر نورو  د خپلو اصیلو ارزښتونو په نټه کې ورمخکې شوې ده.]

او دا پېښه په اروپا کې تر صنعتي انقلاب روسته پیل شوې، چې ښځه- د ډېری لویدیزو تاریخپوهانو او پوهانو[24] په منښته- په پانګوالي غونډال کې پانګوالو ته یوه  وزله شوې او له شتونه یې په فیلمونو، سوداګریزو اعلانونو،  هټیو، هوټلونو او ان ټاکنیزو ډنډورو کې د خپلو موخو او پانګو ډېرولو لپاره کار اخلي.

نو په دغسې شرایطو کې ښځه څنګه د انساني عواطفو سرچینه، د کورنۍ مرکز او د راتلونکي نسل روزنپوه وي؛نو  پکار ده، چې ښځه په دغسې ټولنو کې لومړی ځان سم وپېژني، خپلې هېرې آریزې دندې رایادې کړي، خپل ړومبي فطرت ته ورستنه شي، چې سپېځلې مور شي؛ یعنې په یوه لاس زانګو وزنګوي او په بل نړۍ!

ښځې ته ستره ټاکنه

ښځې ته بنسټیزه مساله، چې باید تر هر څه وړاندې یې پخپله حل کړي دا ده، چې د ځان په باب له ټولنې څه تمه لري؟

ایا غواړي ټولنه د انساني وړتیا او په دې کې د شته ارزښتونو له کړکۍ وويني او په ارزښت ورته قایل شي؟

یا غواړي ټولنه د ځاني غوښتنو، شهوت او جنسي جاذبو له کړکۍ وویني او ظاهري او برسېرنو جاذبو ته یې ارزښت ورکړي؟

دې پوښتنې ته ځواب په ټولنه کې د ښځې برخلیک او وڼده په ګوتو کوي؛ نو ځکه ښځه چې دا پوښتنه ځوابوي، په یوه ستره ټاکنه لاس پورې کوي. دا ټاکنه؛ هم هغه لار، چې ښځه یې باید خپله کړي او هم هغه چلن، چې باید ټولنه یې ورسره ولري، ښکاره کوي؛ نو ځکه ښځه باید یو ځل د تل لپاره د دې پوښتنې پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

 که ښځه وغواړي د شهوت په سترګو وروکتل شي، باید ورځ تر ورځې پر خپلې برسېرنې او جنسي جاذبو ورزیاتې کړي او په ډول ډول طریقو ځان راوړاندې کړي او دا هماغه څه دي، چې پر ((ګټې او شهوت)) ولاړ فرهنګ یې ترې غواړي؛ البته بیخي شک نشته چې د دې فاجعې ړومبۍ بلهار پخپله ښځه ده او دا مسخېدل، ابتذال، چټيتوب او له ځانه پردیتوب دی .

خو که ښځه وغواړي د یوه ((انسان)) په نامې وروکتل شي؛ نو باید په دې حال کې له خپلو برسېرنو ښکلاوو او جاذبو سترګې پټې کړي، چې په ټولنه کې نه په ځاني غوښتنو؛ بلکې په مانیزو او انساني جاذبو اوڅار وي.

په ډاګه ده که ښځه پرېکنده او په جدّیت په دې بهیر کې قدم کېدي، ټولنه به هم په مناسب چلن ورسره اړه کړای شي. په بله وینا: د ښځې دا غوښتنه او هوډ ،ګرد چاپېره ترې یو دېوال دی، چې له آفتونو یې ساتي او د ده د راپرځېدواو ځوړتیا مخه نیسي، دغسې ښځه پاکه او بې الایشه ده، چې د زړه په کور کې یې د انساني لوړو عواطفو ډیوه بله ده او د خپلې کورنۍ محفل په خپلې رڼا رڼا کولای شي؛ بې له دې د اولادونو د عاطفي روزنې لپاره بله لار موندای نشو.

* د ساده توب او ستر فلسفه

په ټولنیزو مناسبتونو کې ښځې ته د ((ساده توب)) او ((ستر)) د آرونو مراعاتول اړین دي؛ دا ځکه چې له نارینه و سره په اړیکه کې یې انساني وګړه د برسېرنې جاذبې تر رڼا لاندې رانشي؛ ځکه:

[د جنسي څوبتیا ځواکمنۍ ته په پامنیوي، که په نارینه کې د دې څوبتیا هڅونې ته زمینه برابره وي؛ نو د دې څوبتیا هیجان او فعالیت  به د نارینه پاملرنه د ښځې ظاهري او غریزي اړخونو ته وروګرځوي او د انساني او سالمو اړیکو د ټینګېدو مخه به یې ونیسي.]

په بله وینا : که د ښځې ښکلاوې او ظرافتونه نارینه و ته ښکاره شي؛ نو په لومړۍ درجه کې به یې شهواني اړخونه ورته اوڅاروي، نه انساني وګړه ، مانیز او عاطفي اړخونه؛ ځکه ښځه به د جنسي ګټنې په لیکه کې ودرول شي او سوکه سوکه به ابتذال ته راښکودل شي او په پایله کې د ((ښځې ابتذال)) به په ټولنه کې یو دود شي، ټولنې ته د دې دود لومړی زیان دادی، چې د کورنیو بنسټ سستوي؛نو له آره مو دې ټکي ته پام وي :

[څومره چې د مېړه او مېرمن تر چوکاټ دباندې د جنسي څوبتیا د مړولو شونتیا چمتو  وي؛ نو هومره به د مېړه او مېرمنې ترمنځ مینه کمېږي.]

که ښځې په ټولنه کې د ((ساده توب)) او ((ستر)) لار خپله نکړي او په سینګار او ځانښوونې لاس پورې کړي؛ نو په دې حال کې نارینه ځان په ټولنه کې له راپاروونکیو او جذابو نندارو سره مخ ویني، چې زړه یې پردیو ښځو ته ورمات وي، په تېره که نارینه د ځاني غوښتنو له کابو کولو بېوسی وي؛ نو په هرو مخامخېدو کې یې له خپلې مېرمنې سره تړاو او تعلق راکمېږي او ان زړه به یې د دې او هغې په مینه کې راښکېل وي او په دې توګه به یې مېرمنې ته سیاله یا سیالانې ورپیدا شي او د کورنۍ تود مرکز به یې سوړ او ګډوډ کړي؛ نو ځکه :

[کومه ښځه، چې په ځان سینګارولو او د نورو د زړونو د راجلبولو لپاره په  ټولنه کې راښکاره کېږي؛ باید دا حقیقت ومني، چې په دې کړنو نورو ښځو ته د زړونو د راجلبولو جواز هم ورکوي، چې کېدای شي یوه یې پر خپل ځان بلا هم شي!]

په لوېدیځو هېوادونو کې د کورنیو د شړېدو لومړی درجه لامل همدا دی، چې کله بې بندوباري دود شي؛ نو لوګی یې تر ټولو وړاندې د کورنیو سترګې سوځوي، تر دې چې ډېری وګړي د کورنۍ جوړولو ته زړه نه ښه کوي، چې همدا اوس هم په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې د وګړیو نفوس مخ پر ځوړ روان دی.

[په کومه  ټولنه کې چې کورنی بنسټ مخ پر شړېدو وي، په واقع کې هر څه، په تېره روزنه، پکې مخ پر ورکاوي وي.]

نو له دې ځایه پوهېدای شو، چې د بې بندوبارۍ او د کورنیو د شړېدو ترمنځ ټینګه اړیکه شته.

ښځې پر وړاندې د نارینه مسوولیت

د ښځې په اړه د نارینه بنسټیز ګام دادی، چې ښځه سمه وپېژني او هغه جاهلي پوهېدنې او ناروا تعصبونه یې چې په باب لري، له خپل ذهنه لرې کړي. افسوس چې په کوچنیو او سترو مدني ټولنو کې له ښځو سره ناسم چلن شوی، چې  د ژوند کړۍ  یې ورتنګه کړې.

بشري ټولنه په خپل پرمختګ کې؛ لکه څنګه چې نارینه ته اړمنه ده، د ښځې شتون ته هم ده او یو یې هم په یوازېتوب ټولنه پرمخ بېولی نشي؛ نو ځکه:

[که په یوه ټولنه کې نارینه له ښځې ناروا ګټنه وکړي او له خپل سالم فطرته لرې شي؛ نو نه یوازې ښځې؛ بلکې نارینه هم ورسره زیانمنېږي.]

ښځې ته د ((ګټې او شهوت)) په سترګه لیدل، یو نا امنه چاپېریال را دبره کوي، چې یو شمېر پکې په سختو کړاوونو کې سوځي او یو شمېر، چې کمزورې روحیه لري، د تباهۍ په پاڼ کې لوېږي.

که نارینه په ټولنه کې له ښځې  د شهواني غوښتنو پر ځای روحي او اخلاقي کمالات وغواړي او دې کمالاتو ته پر ارزښت قایل شي؛ نو ښځو ته د ډېری ځان سینګارولو او ځانښوونې زمینې له منځه ځي؛ خو که په ټولنه کې د ښځو د سینګارولو حال همدغسې وي؛ نو له ځانه پردۍ کېږي او د نورو د هوسونو ښکار به وي؛ نو ځکه:

[نه یوازې ښځه؛ بلکې نارینه هم باید خپلې ځاني غوښتنې کابو کړي او د ښځې د انساني وګړې پالنې ته زمینه چمتو کړي.]

که نارینه ځان له سمونې معاف وبولي او ټوله پړه پر ښځې واچوي؛ نو کله هم د نارینه او ښځې په اړیکو کې شته ستونزه هوارولای نشي، ان که ښځه ((ساده توب)) او ((ستر)) رعایت کړي او له نارینه و سره په اړیکه کې له وقار او درونوالي هم کار واخلي؛ خو که نارینه سرغړاند نفس او ځاني غوښتنې کابو نکړي؛ نو ستونزه به هواره نشي؛ نو ځکه:

[د نارینه او ښځو په اړیکو کې، مسوولیت یو اړخیز نه؛ بلکې دوه اړخیز  چار دی.]

هم ښځه باید خپل ځان ومومي او د خپلو دننني کمالاتو په پالنه او د خپلې انساني وګړې پر ودې لګیا شي او هم نارینه باید د ځان د پاکوالي او د روحي او اخلاقي فضایلو د پالنې په فکر کې وي او باید د دواړو هڅې جوختې روانې وي، چې په پایله کې د نر او ښځې په اړیکو کې پخوانۍ ستونزه هواره شي.

*س د مېړه مسوولیت

باید په کور کې د ښځې درناوی وشي؛خو افسوس چې په ځینو کورنیو کې د ښځو واقعي ارزښت پېژندل شوی نه دی او نه یوازې مېړه، چې ان اولادونه یې هم پر وړاندې سپین سترګي کوي. د مېړه مهمه دنده ده ، چې د ښځې عزت وکړي او پاکو عواطفو ته یې پر ارزښت قایل شي. باید پر دې تریخ واقعیت منښته وکړو، چې غالباً موږ په کورنیو کې د ښځې له شان سره وړ چلن نه کوو او نه یې د روحي او عاطفي اړتیاوو د ورپوره کولو په فکر کې یو.

[افسوس چې ځینې وخت مېړه تر دې ځایه وړاندې ځي، چې ان مینه ورسره نه کوي او د خپګان په نړۍ کې یې یوازې پرېږدي.]

حال دا د مېړه او ښځې ژوند پر دوه اړخېزې مینې ولاړ دی او په هغه کورنۍ کې چې د دواړو ترمنځ مینه نه وي؛ نو د مړې ډیوې مثال لري، له هغو ښځو به تېر شو، چې خپل فطرت ته یې شاکړې، ځان یې بایللی او له ځانه پردۍ شوې ده.

په هر حال کورنۍ چاپېریال هله د انساني عواطفو له رڼا رڼا کېږي او له تودوخې یې تودېږي، چې د مېړه او ښځې ترمنځ دوه اړخیزه مینه وي او د دې موخې لپاره دا نارینه  دی، چې له خپلې مېرمنې سره په مینه کولو، د ښځې عاطفي سرچینه راوخوټوي او وبهوي، چې د اولادونو نوي ایښوول شوي نیالګي ترې خړوب او زرغون شي.

د خپلې ټولنې ښځو ته د عبرت سبق

 د هېواد ښځې دې له نړیوالې وضع سمه پوهېدنه ولري او د نورو هېوادونو له تجربو ګټنه وکړي، په تېره څه چې په روستیو پېړیو کې په صنعتي هېوادونو کې پېښ شوي دي. هېوادوالې دې خپل روحي او مانیز ارزښتونه ښه وپېژني او له هغو جریانونو دې ډډه وکړي، چې پایله یې د ښځې واقعي پوپنا کېدل او له ځانه پردیتوب دی.

 

یو هېښنده داستان

یوه ورځ پېغمبر اکرم جومات ته ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې ، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې ، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د خوښۍ په ولولو یې ورته ویل :

((کن جملی؛ موږ ته اوښ شه ))پیغمبر (ص) هم په عاجزۍ او مهربانۍ ټیټېده،پر اوږو او شا یې سپرول او ورسره هملوبی کېده، داچې جومات ته یې ورتګ وځنډېد؛ نو یارانو یې حضرت بلال (رض) ورولېږه، و یې لیدل، چې په کوڅه کې کوچنیان ترې راتاو دي او لوبې ورسره کوي، بلال (رض) دوی شړل؛خو پېغمبراکرم (ص) ترې منع کړ ویې ویل : ((د کوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي ))کوچنیانو له پېغمبر (ص) اکرم نه لاس وانخست . پېغمبر (ص) بلال (رض) ته وویل : زموږ کورته ورشه او څه راوړه، چې کوچنیانو ته یې ورکړو . بلال (رض) یې له کوره اته دانې غوزان راوړل .

پېغمبر (ص) په موسکا کوچنیانو ته وویل : اوښ مو په دې غوزانو پلورئ ؟

کوچنیانو په خوشحالۍ غوزان واخستل اوپېغمبر اکرم (ص) یې پرېښود .

رسول اکرم (ص) وویل ؛((رحم الله اخی یوسف باعوه بثمن بخس دراهم معدودته وبا عونی بثمان جوزات ؛ خدای مې دې پر رور یوسف ولورېږي، چې په نه بیه ؛ په څو درهمو یې وپلوره او زه یې په اتو غوزانو [25]))

دا ډېر هېښنده داستان دی، په دې اړه تردې اوچت مطلب راوړل کېدای نشي . د انسانیت مشر، موروپلار ، روزنپوهانو او هغوی چې د الهي روزنې د زده کړې په لټه کې دي ، یو ستر درس ورزده کړ او دا ټکی ډېر پاموړ دی، چې هېڅ څیز ددې مخه نیوای نشي، چې پېغمبر(ص) له کوچنیانو سره له لوبو ،خوشحالولو او غوښتنې ته یې له رغندې مثبت ځوابولو منع کړي . ان د جماعت نمانځه لومړی وخت، چې خورا فضلیت لري او چې بلال (رض) ماشومان ترې شړل، پیغمبراکرم (ص) یې منع کوي اوپه ډاګه ورته وایي !((دکوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي؛ یعنې پېغمبر (ص) و نه ویل، چې د کوچنیانو لوبې او غوښتنې ته یې ورپاملرنه یو ځانګړی وخت لري، اوس د نمانځه وخت دی، غوښتنه یې پرېږدو چې نمانځه ته ولاړ شو ، او یا یې و نه ویل: زه پېغمبر یم او له کوچنیانو سره لوبه راته بده او شرم دی او وګړه مې راټیټوي؛ بلکې خپله دا وینا یې په عمل کې زباته کړه، چې ((صغراث هم امرا ئنا ؛ کوچنیان زموږ امیران دي .[26]))

 

د کوچني درناوی

پېغمبر اکرم (ص) ویلي : ((د خپلو اولادونو درناوی وکړئ او په ادب او غوره دودونو یې وروزئ او هم ښه ورسره وچلېږئ ))

هر انسان د ذاتي مینې د غرېزې له مخې د ځان او خپل شخصیت مینوال دی او ښه یې راځي نور یې احترام وکړي،کوچنیان چې کوچني او حساس؟ انسانان دي، له دې قاعدې مستثنی نه دي او ښه یې ایسي، چې نور په تېره موروپلار یې په ارزښت ورته قایل وي او احترام یې وکړي .

احترام یو بنسټیز آر او د کوچني د شخصیت د ودې خورا مهم لامل دی ؛ نوځکه په الهي ادیانو کې د موروپلار یوه مهمه روزنيزه دنده ګڼل شوې ده او رسول اکرم (ص) دادنده په ډاګه په یوه لنډه غونډله کې ویلې ده :

((اکرموا اولادکم ؛ د اولادونومو درناوی وکړئ[27] ))

 او په بل روایت کې یې ځینې روزنيزې دندې په نښه کړي : ((مورو پلار ته نه ښایي خپل اولادونه په حماقت او ناپوهۍ تورن کړی[28]))یعنې نه ښایي اولادونه سپک او وکنځي او د احمق  ناپوه، بې شعوره ، بې عقله ، بې ارادې ، بېچاره ، لټ او ….. الفاظ ورته وکارول شي .

 

ګلخنده

مېلمه د کوربه کشری زوی وپوښت: څنګه یې ؟ کوچنی، چې شرمېده ترور شو اوځواب یې ور نه کړ ، پلار يې خپه شو او غوسه یې وويل : ((احمقه !ورته ووایه الحمدلله ښه یم )) زوی خپه شو اومېلمه ته یې وویل : احمقه !الحمدلله ښه یم !))

د کوم کوچني،چې نور درناوی او عزت وکړي، شریف انسان ترې جوړيږي او له نورو سره به همدغسې وچلي؛ خوپه ډېری ځایونو کې مور پلار عملاً  د خپلو کوچنیانو سپکاوی او بې احترامي کوي؛ لکه د سپرلیو په موټر کې یې پر چوکۍ نه کېنوي، چې کرایه یې ورکړي او معصوم کوچنی یا باید ودرېږي یا د موروپلار په غېږ کې کېني . د خبرو اترو پر وخت په ادب خبرې ورسره نه کوي ، د نورو په څېر ستړي مشي او سلام ورسره نه کوي ،په ادب غږ ورته نه کوي ، په کورني مسایلو کې سلا مشوره ورسره نه کوي ،چې خپلې دندې ترسره کړي ،لازمه مننه ترې نه کوي ،په تاوتریخوالي او بد اخلاقۍ ورسره چلي او ددې په څېر لاملېږي،چې کوچنی ځان سپک وننګېري اوپه  پای کې یو پست او جنایتکار انسان ترې جوړ شي .

یو عالم لیکي : ((موروپلار باید هڅه وکړي د خپل اولاد د زړه تل ته ورننوځي، چې مسایل هاغسې وویني، چې اولاد یې ویني ،پام یې وي، چې په زغم او نرمۍ خبرې ورسره وکړي او غږ یې تر هغو خبرو اترو لوړ نشي، چې له خپل همکار او مېلمه سره یې کوي او که کومه یادونه ورته لازمه شوه؛ نو په ورین تندي دې ورسره مطرح کړي، هسې نه خپګان راپېښ کړي[29] .

مورپلار ته نه ښایي خپلو اولادونو ته پېغور ورکړي ،ټپسوري یې کړي او و يې کنځي ؛ ځکه پخپله بدژبي او په ژبه نورو ته زیان وراړول ، ستره ګناه ده .

 پېغمبراکرم (ص) ویلي :((پر هر کنځل مار حرام دي، چې جنت ته به ورننوځي [30]))

په بل روایت کې وایي :((مؤمن پېغور نه ورکوي ،څوک نه لعنتوي ، کنځل نه کوي[31]))

بد ژبي پر کوچنیانو پرېمانه ناوړې اغېزې شيندي اوکه مور وپلار غواړي اولادونه یې احترام وکړي او مودب او باشخصیته شي ؛ نو باید خپلو کوچنیانو ته شخصیت او وګړه ورکړي اواحترام یې وکړي اوپه ناروا بدو خبرو ویې ونه ځوروي اوکله یې هم په وینا او عمل کې سپکاوی ونه کړي .

رسول اکرم (ص) ویلي ((اولادونو ته مو په درناوي ورغږ کړئ او په غونډه کې ځای ورکړئ اوپه تریو تندي ورسره ونه چلئ. [32]))

کوچنی دومره محترم او احترام یې مهم دی، چې رسول اکرم (ص) ان د تریو تندي اجازه هم نه ورکوي؛ خو افسوس، چې ‌ډېری مور پلار خپل کوچنیان کنځي او سپکوي یې او له آره اولاد انسان نه شمېري او په عین حال کې تمه  لري، چې ادبناک اوبا شخصیته وګړي ترې جوړ شي .

 

* کوچنیانو ته د پېغمبر اکرم(ص) عملي درناوی

وګړیو په تېره کوچنیانو ته د وګړې ورکولو یوه لار ورباندې سلام اچول دي . له دې امله په روایاتو کې راغلي،چې رسول اکرم (ص) پر ګردو مسلمانانو؛ لویو وړو،تور،سپین،سرو ،ازاد او مریي سلام اچاوه[33]

په تېره چې تل به پر کوچنیانو تېرېده، سلام یې پرې اچاوه او پرسرونو یې لاس ورته راکښود[34].

انس بن مالک (رض) وایي : موږ کوچنیان وو ،چې پېغمبر راغی او سلام یې راباندې واچاوه .په بېړه له یوې لارې تېرېده او پر څو کوچنیانو یې سلام واچو[35].

رسول اکرم(ص)ویلي: (( پینځه څیزونه دي،چې ژوندی یم،پرې به یې نږدم یو یې پر کوچنیانو سلام دی، چې تر ما روسته دود او سنت شي او خلک یې عملي کړي[36])) .

سهل بن عدي (رض) وایي : پېغمبراکرم (ص) ته یې څښاک راووړ ، حضرت ترې وڅښل، د آنحضرت په ښي خوا کې یو هلک و،کیڼ خوا ته یې مشران او بوډاګان ول ،آنحضرت هلک ته وویل :اجازه راکوې، چې اوبه دې بوډاګانو ته ورکړم ؟

هلک وویل :نه پر خدای قسم ،ستا له لاسه راکړې برخه به چاته ورنکړم ، پېغمبر هلک ته کټوری ورکړ[37].

پېغمبراکرم (ص) لکه څنګه چې د درناوي په پار خپلو اصحابو ته په کنیه غږ کاوه،پر کوچنیانو یې هم کنیه ورایښووله او په کنيه یې غږ ورته کاوه او په دې توګه یې شخصیت ورکاوه او د دوی زړونه یې ترلاسه کول[38] .

له حضرت (ص) سره دځینو کوچنیانو بیعت کول هم کوچنیانو ته دپیغمبر(ص) عملي درناوی دی .

د مناقب خاوند وایي :

حسنینو له پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ،که څه لا شپږکلن شوي نه وو[39] .

عبدالله بن جعفر او عبدالله بن زبیر له هغو کوچنیانو ځنې دي، چې په اوه کلنۍ یا اته کلنۍ کې یې له آنحضرت سره بیعت وکړ ، پېغمبر(ص)اکرم، چې ولیدل دواړه بیعت ته راغلي ؛نو په موسکا شو او لاس یې ور اوږد کړ او بیعت یې ورسره وکړ.[40]

هو ! د اسلام ستر پېغمبر(ص) په بېلابېلو فرصتونو او مناسبتونو کې د کوچنیانو احترام کاوه او د دوی وګړې او شخصیتونه یې غوره کول .

 

په مینه او درناوي کې زیادښت (افراط)

امام باقر(رح) ویلي : خورا ناوړه پلرونه هغوی دي، چې له خپلو اولادونو سره په مینه کولو کې افراط وکړي [41] .

لکه څنګه چې له کوچني سره مینه لازمه  او له پرېکنده حقوقو ځنې یې ده او مینه ورسره نه کول ناوړې پایلې لري ؛نو دغسې له اندازې ورهاخوا او بې ځایه مینه کول ورسره هم  زیانمن اوستونزه راولاړوونکې ده اوپه اړه یې یو ډول ظلم ګڼل کېږي؛ځکه وړاندې مو وویل، مینه د کوچني اروا ته لکه بدن ته خواړه دي ؛خو که تر بریده واوړي او بې ځایه ګټنه ترې وشي ؛نو پر زیان تماميږي .

په مینه او نازولو کې افراط او زیادښت د کوچني اروا ناانډولوي او ډېر ژر پر هر څه خپه کېږي اوپه  ځوانۍ او د ژوند په راروسته پړاوونو کې یې د بد مرغۍ لاملیږي .

ځینې کوچنیان له خپل برید ورهاخوا ځان ته پر شخصیت او وګړې قایل دي او د ځانمنۍ پر لور وردرومي او مور پلار هم ددې ناوړه حرکت زمینه او لاره چاره ورچمتوکوي ، ورځ پر ورځ یې پر بدمرغۍ ورزیاتوي او انګېري، چې د خپل اولاد خدمت کوي ،حال دا په باب یې ستره ګناه کوي !

رسول اکرم (ص) سره له دې چې کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ته په درناوي قایل و؛ خو چې کله به یې یوه روزنيزه تېروتنه ترې ولیده ، سملاسي یې مخه نیوه .

 حضرت جابر(رض) وایي : پیغمبر(ص) ته د ((جهینه)) ټبر استازي راغلل ،یو هلک یې غوښتل خبرې وکړي ، پېغمبر(ص) ورته وویل :تم شه مشر مو چېرې دی[42]؟

اوپه دې توګه رسول الله (ص) وپوهاوه ،چې دلته ستا د خبرو ځای نه دی؛ بلکې ادب او مصلحت ایجابوي ،چې تر دې مشر دې خبرې وکړي .

عمر، د ابي سلمه زوی وایي : د پېغمبر(ص) په غېږ کې وم او لاس مې د کاسې هرې خوا ته وړه ، پېغمبر اکرم (ص) چې ولیدم،راته یې وویل : هلکه ! ((بسم الله )) ووایه اوپه ښي لاس دې له خپلې مخې خوره[43].

هو! عمر د ابي سلمه کوچنی زوی، چې پلار مړی او اوس له مور سره د آنحضرت (ص) تر پالندوینې لاندې دی ؛خو چې ویني بې ادبې کوي ؛ نو سم له لاسه یې په سمونې لاس پورې کوي او په پام کې نه نیسي ،چې پلار مړی دی او خپه به شي؛ځکه د کوچني روزنه تر احتمالي خپګانه ډېره مهمه ده او په بله وینا په مینه کې افراط او بې ځایه نازول یې تر څو شېبو خپګانه ډېر زیانمن دي .

کوچني ته ازادي لازمه او اړینه ده؛خو نه ښایي له بریده واوړي او له خپل ځواکه یې ناوړې ګټنې ته اړ کړي .کوچنی د فطرت له مخې غواړي ازاد وي ،څه چې غواړي و یې کړي ،هر څه ته لاس وروړي ،څه چې له نورو سره دي ،ترې یې واخلي او هېڅوک یې د غوښتنو خنډ نشي؛خو دا چار د کوچني پر ګټه اومصلحت نه دی؛ ځکه ښه او بد نه پېژني او پر خپل خیر و شر نه پوهېږي ، دا روزنپوه دی، چې باید له لومړیو میاشتو یې غوښتنې واړوې،څه چې د ماشوم پرګټه او صلاح دي، په مینه دې ورسره وچلېږي او چې نه دي، په درایت او عقل دې یې مخه ونیسي .

 ماشوم دې باوري شي، چې په مطلق ډول ازاد او خوشې نه دی او هره غوښتنه یې منل کېدای نشي؛ بلکې په بدو چارو او ناروا غوښتنو کې ټینګ چلن ورسره وشي اوپوښتنه ګروېګنه ترې وشي .

((ژیلبرت روبن )) وایي:

((د کوچني له بریده ورهاخوا نازولتوب د سختې غوسې او سر زورۍ لامل ګرځي، نازولتوب له کوچنیانو بدمرغه او بې ارادې موجودات جوړوي [44]))

نو ځکه که کوچني مو له بل کوچني سره په لوبو کې په جنګ شو یا پر ځمکه راولوېد او له څه ځانګړې ستونزې سره مخ نشو ورته مه ترورېږئ، له ځمکې یې مه راپورته کوئ ؛ بلکې پرېږدئ، چې پخپله راپورته او چوپ شي اوچې چوپ شو ؛ نو هله یې د لوبو له سم څرنګوالي سره اشنا کړئ .

که ناروغ شو درملنه یې وکړئ، داسې نه چې له خپل کار او ژونده لاس واخلئ او دکټ تر څنګ یې ډډه وهئ او د خپګان اوښکې ورته تویوئ ، چې په پایله کې ماشوم له ځانه راضي او ډېر تمه کوونکی رادبره شي او که په غټوالي کې کومه ورځ لږ شانته ناروغ شي؛ نو پر تمه به وي، چې مور یا مېرمن یا…..له ماښامه تر ګهیځه کټ ته په خپګان ویښه ناسته کېني ،چې داپخپله یوه روحي ناروغي ده اوپه خپګان حضرت علي (ک) وایي: ((له ځانه راضي کېدل یو ناوړه روحي حالت دی [45]))

خو افسوس، چې یو شمیر میندې او پلرونه د ډېرې مینې له امله د خپلو اولادونو نیمګړتیاوې او بدې نه ویني یایي نالیدي ګڼي او د سمونې په لټه کې یې نه وي؛ نو ځکه انسان کله بې ادبه هلکان ویني،چې کنځل کوي، ملنډې وهي ،ګلونه او لښتې راشکوي ،د نورو مالونو ته زیان وراړوي او…،خو موروپلار یې نه یوازې له دې چارو ځنې نه منع کوي ؛ بلکې په خندا او بې ځایه پلویتوب یې هڅوي .

* دکوچني د بېځایه تمو پر وړاندې درېدل

کوچنیان کله نامعقولې او بېځایه غوښتنې لري،چې غالبا په زور او دباو یې تر لاسه کوي او ددې موخې لپاره په لومړیو کلونو کې د ژړا له وسلې اوپه راروستو کلونو کې له غوسې او چغو کار اخلي.

په دې ځایونو کې موروپلار،په تېره مور باید د اولاد د بېځایه او نامعقولو غوښتنو پر وړاندې ودرېږي او د ژړا و چغو سرو یې څه پروا و نه کړي ،په دې دریځ به ماشوم ومومي، چې هر کار په ژړا او زاریو نه کېږي اوپه پایله کې به په خپل چلن کې نوې کتنه وکړي .

ځینې میندې دغسې مقاومت نه کوي ،په پایله کې ماشوم ځانمني او بد روږدېږي او د سر زورۍ لار خپلوي .کوم اولاد چې نن په کور کې زور غږوي ،سبا به په ټولنه  کې هم زور غږوي .کوم هلک چې نن ځان ته غاوره دی او په کور کې نورځوروي ،وهل ډبول کوي ،پر حقوقو یې تېری کوي اوموروپلار یې هېڅ ورته نه وایي ؛نو سبا چې غټ شي ،په ټولنه کې هم پر نورو تېری کوي او بېځایه تمې به لري او په نهایت کې به په ټولنه کې ګوښی وي .تقریباَ ګردسره ارواپوهان او روزنپوهان دا موضوع تاییدوي:

ژان ژاک روسو وایي :((چې ماشوم پوه شو ،په ژړا او چغو خپل مطلب تر لاسه کولای شي؛نو هېڅکله له دې وسلې لاس نه اخلي ، ددې درد درمل او مخنیوی دادی چې ژړا ته یې پام ونه کړئ [46]))

         حضرت ابو سعید خدري (رض) وایي : (( یوه ورځ پېغمبر اکرم(ص) خپلې لور فاطمې کره ورغی،علي او فاطمه ویده ول او حسن او حسین یې هم  دواړو خواوو ته ويده ول . په دې وخت کې حسن له خوبه راویښ شو، اوبه یې وغوښتې . رسول اکرم(ص) پاڅېد او په کور کې یې له نوې لنګې مېږې شیدې راولوشلې او ورته یې راوړې ، په دې شېبه کې حسین هم له خوبه راویښ شو ، اوبه یې وغوښتې او هڅه یې کوله، چې له حسن مخکې اوبه وڅښي، تردې چې په ژړا شو . پېغمبر (ص)اوبه ورنه کړې ـــ ښکل یې کړ او و یې نازاوه ویې ویل ؛ رور دې تر تا مخکې اوبه غوښتې وې . فاطمې بي بي چې دا جریان څاره ، ویې ویل : لکه چې حسن ډېر درته ګران دی ؟ رسول الله (ص) ورته وویل : نه لورې ، دواړه راته یو رنګ دي ؛ خو حسن اوبه لومړی غوښتې وې [47]))

ددې روایت له مخې پېغمبر اکرم (ص) د حسین د غوښتې او ان ژړا پر وړاندې ودرېد؛ ځکه دلته له روزنیز پلوه د کوچني د خبرې منل ددې لامل ګرځي، چې د ځانمنۍ، سرزورۍ او بې عدالتۍ لوري ته ورټېل وهل شي.    

رسول اکرم(ص) په ځینو ځایونو کې د مصالحو په پار او داچې غوښتنو د مادیت او سوکالۍ رنګ او بوی درلود ، د وګړیو غوښتنې یې نه منلې،که څه غوښتنې غیر عادي او بې ځایه هم نه وې ، که څه خپلې لور یې ترې غوښتې .

په روایاتو کې راغلي ، چې فاطمې بي بي یو ځل د درون کورني کار په پار له پېغمبر (ص)څخه چوپړیال وغوښت ؛ خو پېغمبر اکرم د وینځې پر ځای ((ځانګړي تسبیحات )) وروښوول .

بل ځل یې یوه ((ګوته)) ترې وغوښته  او رسول اکرم (ص) ورته وویل : چې د شپې نمونځ دې وکړ؛ نو له خدایه دې خپله اړتیا وغواړه [48].)) او رسول اکرم (ص) په دې توګه خپله ځوانه لور له ډېرو نه ډېره د لوړو ارزښتونو پر لور ورسیخه کړه او دنیوي چارو ته یې بې اعتنايي وروښووله او دا یې هم راوښووله،چې لوړو مانيزو مسایلو ته ارزښت ورکوي .

 

 

 

 

 

* کوچنی له ستونزو سره اشنا کول

موسی بن جعفر (رح) ویلي :((ښه ده ماشوم سختو چارو ته وهڅوو،چې په غټوالي کې زغمناک شي.[49]))

داچې د انسان په ژوند کې لوړې ژورې،سختې او کړاوونه ماتې او ناکامۍ شته؛ نو پکار دي میندې،پلارونه، لایق او زړه سواندي روزنپوهان کوچنیان داسې وروزي،چې د ژوند په سختو وختونو کې د ستونزو پر وړاندې مبارزې او مقاومت ته جسمي او روحي چمتو والی ولري .

کوم کوچنیان، چې تل په نازو نعمت او مطلق سوکالۍ کې وسي او څه چې غواړي ورکول کېږي اوله کوچنۍ ستونزې سره نه مخېږي؛نو داډول کوچنیان په غټوالي کې ډېر کمزوري ،نازولي او ژر خپه کېدونکي رادبره کېږي ،چې دایوه ستره روزنيزه تېروتنه ده .

روسو وایي :((که هڅه مو وي، چې د کوچنيانو ټولې ستونزې هوارې کړئ ؛نو د سبا لپاره به  ډېری بدمرغۍ ورته چمتو کړئ ؛یعنې دوی به مو نازک او رقیق القلبه رادبره کړي وي او داسې به مو روزلي وي، چې د واقعي نارینه و له شانه سره نه ښایي .که یو تن له ټولو صدماتو او زیانونو معاف وبولو ؛نو دده د طبیعي جوړښت پر خلاف به چلېدلي یو . هو ! بیا هم ټینګار کوم ،داچې کوچنی ستر نعمتونه او نېکمرغۍ درک کړي ؛نو باید له کوچنیو رنځونو سره اشنا شي . دا یو بشري فطرت دی که جسم ډېر په سوکالۍ کې وي ،روح فاسدېږي .

څوک چې درد و رنځ و نه پېژني ،نه به د شفقت او مینې پر خوند پوه شي او نه به د لورنې پر حلاوت . د دغسې کس زړه له هېڅ څيزه نه اغېزمنېږي؛ نو په دې توګه د معاشرت او ناستې پاستې وړ نه دی ،په بنیادمو کې به د یوه  ((دیو)) په څېر وي. [50]))

یوه ورځ فاطمة الزهرا پېغمبر (ص) ته وویل :رسول الله په کور کې مو فرش نشته ؛یوازې د پسه پوټکی دی، چې د شپې پرې ويدېږو او د ورځې خپل اوښ ته پرې واښه اچو .

پېغمبراکرم(ص) ورته وویل له همدې وضع سره جوړجاړی وکړه ــ اوقانع وسه ــ موسی بن عمران (ع) له خپلې مېرمنې سره لس کاله وسېده او یوازې یوه قطواني[51] عبا (یا څادر )یې درلود [52]))

پېغمبر اکرم نه یوازې له خپلې لور سره یوه خوله کېږي نه او خپګان ورسره نه څرګندوي ؛ بلکې د حضرت موسی (ع) او دده د مېرمن زاهدانه ژوند وریادوي او د صبر اوقناعت سپارښتنه ورته کوي .

درنو میندو ،پلرونو  او روزنپوهانو ! اولادونه مو لوییږي اوپه پای کې رانه بېلېږي او په ژوند کې به له پېښو اوسختیو سره مخ شي ؛ نو همدا اوس یې راتلونکي ژوند ته چمتو کړئ او د بې ځایه او افراطي زړه سواندۍ،مینو او احترامونو پر ځای د مقاومت خپلواکۍ او پر ځان د ډاډمنتیا درس ور زده کړئ .

باید کله لوږه تنده ورکړو ،کله یې پر فرش یا ځمکه ويده کړو ،کله یې د سختو چارو کولو ته اړ کړو، چې له دې چارو  سره یې مینه پیدا شي ، چې په راتلونکې کې له ستونزو سره په مخامخېدو کې کمزوري او بېوسي نه وي.

* پلارمړي کوچنیان

کله په ټولنه کې په عادي ډول یا د جګړو او نورو پېښو له امله وګړي له نړۍ ځي او کوچني ماشومان ترې پاتېږي ،چې څارنې اومينې ته اړین وي . دوی چې خپل پالندوی له لاسه ورکړی، نباید بې پلاري او د مینې کمښت وننګېري؛بلکې باید د ټولنې هر یو تن يې  پر وړاندې ځان پازوال وبولي او زړه سواندي پلار او مهربانې مور په څېر ورباندې مینه او لورنه وکړي .

د اسلام انسان ساز ښوونځي په خپلو اخلاقي کړلارو کې په دې اړه خپلو لارویانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې کړي او د پلارمړیو پالندوینه یې غوره نېکې کړنې ګڼلې دي .

رسول اکرم (ص)ویلي :((خدای تعالی پلارمړي د پلار له نعمته د بې برخېدو په پار ، وګړي یې ورسره د نېکۍ لپاره هڅولي دي ؛نو څوک یې چې پر ساتنې لګیا شي، خدای به یې وساتي او څوک چې د مینې لاس ورباندې راکاږي،خدای به په جنت کې د هغو ويښتانو هومره ماڼۍ ورکړي، چې لاس یې ورباندې کاږلی او داماڼۍ به تر دنیا او څه چې پکې دي سترې دي،په دې جنت کې څه چې انسان وغواړي، چمتو دي او جنتیان پکې تلپاتې دي. [53]))

نه ښایي په اسلامي ټولنه کې پلار مړي ته تر خپل اولاده لږه پاملرنه وشي . نباید چې دبې پلار اولاد په مخ کې انسان خپل اولاد ښکل کړي یایې ونازوي یا څه ورکړي ؛ځکه په دې د پلار مړي زړه ماتېږي ؛بلکې دا باید د خپل اولاد په څېر ورته د هيلې یو لامل او د رحمت سیوری وي.

رسول اکرم (ص) چې پر کوچنیانو  په لورنه کې ایکې  یوازې و، له پلار مړیو کوچنیانو ،په تېره له هغوی سره، چې پلرونه یې داسلام په لار کې شهیدان شوي ول ، سرباندې او فوق العاده چلن درلود.

عبدالله بن جعفر (رض) وایي :((ښه مې یادېږي، چې پېغمبر اکرم(ص) مې مور ته راغی او زما د پلار له شهادته یې خبره کړه په ژړا یې زما او زما د رور پر سرونو د مینې لاس راښکود .

بیایې وویل :خدایه ! جعفر په ثواب او نېکۍ ستا لوري ته درغی ؛نو په ځوځات کې یې ځایناستی شه، هسې چې د خپلو ښو بندګانو په پاتې شونو کې ځایناستېږې . روسته یې وویل : اسماء زېری درکوم ،خدای جعفر ته دوه وزرونه ورکړي ،چې په جنت کې پرې الوزي ،مور مې وویل دامطلب خلکو ته ووایه .

پېغمبر(ص) پاڅېد، له  لاسه یې ونیوم او لاس یې زما پر سر راښکود، منبر ته وروخوت او زه یې پر ټيټ پاټکي په خپل مخ کې کېنولم او…له منبره راکوز شو،خپل کور ته ولاړ او زه یې هم له ځان سره بوتلم، امر  یې وکړ، چې خواړه ورته راولي،زما په رور پسې یې یو تن ولېږه او هغه یې هم راوست، خواړه یې راوړل او له پېغمبراکرم(ص) سره مو وخوړل ، چې ښه اوخوندور خواړه ول ،تردې روسته درې ورځې دپېغمبر (ص) په کور کې پاتې شوو ،چې آنحضرت (ص) به له خپلې هرې مېرمنې کره تله ،موږ  هم ورسره تلو او تر درېیو ورځو روسته خپل کور ته ستانه شوو،بیا پېغمبراکرم (ص) کور ته راغی او ما مې د خپل رور د پسه پر بیه ناندرۍ وهلې ،چې رسول الله (ص) دا حال ولید،و یې ویل : خدایه!راکړه ورکړه یې برکتي کړې او ددې دعا په برکت په ټول عمر کې مې راکړه ورکړه ګټوره وه. [54]))

د «موته» تر غزا روسته همداچې د اسلام لښکر مدینې ته رانژدې شو ؛نو پېغمبر اکرم (ص) او مسلمانان یې له ښاره دباندې ښه راغلاست ته ورغلل،پېغمبر (ص) پر خپلې سپرلۍ سپور و او لښکر ورسره و،په لار کې یو شمېر کوچنیان راورسېدل، چې د خپلو پلرونو او خپلوانو په لټه کې ول ،پېغمبر (ص) وویل :کوچنیان له ځان سره سپاره کړئ او د جعفر (رض) زوی راکړئ  او مخکې یې له ځان سره سپور کړ ورته یې وویل : ((عبدالله !خوشحال وسه، چې پلار دې په اسمان کې له پرښتو سره الوتنه کوي[55] .))

بشیر بن عقربه جهني(رض) وایي :د احد د غزا پر ورځ مې پېغمبر (ص) ولید ورته مې وویل :پلارمې څه شو ؟ راته یې وویل :شهید شو، خدای دې يې وبښي . و مې ژړل ،رسول الله (ص) ونیوم او لاس یې زما پر سر راښکود او له ځان سره یې سپور او بوتلم یې، راته یې وویل :نه غواړې زه دې پلار اوعایشه  [بي بي ] دې مور وي[56] ؟

 

پېغمبر اکرم (ص) او بندي کوچنیان

په هغو جګړو کې چې د پېغمبر اکرم (ص) ،کافرانو او مشرکانو ترمنځ کېدې ؛نو ډېری وخت د دښمن لښکرو ماتې خوړه او یو شمېر به د اسلام لښکرو ونیول ،چې ښځې اوکوچنیان به هم پکې ول .رسول اکرم (ص) له کوچنیانو سره په مینه چلېده او که لښکر به یې په کوم ځای کې بې مینې ورسره چلېدلی و؛نو نیوکه به یې پرې کوله . پېغمبر(ص) به د نیول شوي مور او اولاد د بېلتون مخه نیوه ،تر هغه چې اولاد یې بالغ شي .

چې کله به بې موره کوچنی ماشوم ونیول شو ؛نو پر مشرکانو یې نه پلوره او هغه نیول شوې ښځه چې ماشومان یې درلودل، له خپلو اولادونو سره یې پر مشرکانو پلورل[57]؛یعنې ماشوم یې له موره نه بېلاوه .

پېغمبر(ص) ته یې له یمنه یوه ډله اسیران راوستل ،په لار کې یې خواړه پای ته ورسېدل  او په اسیرانو کې یې یو نجلۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره وپلورله . همداچې پېغمبر (ص) ته راورسېدل ،نو ژړا یې واورېده. حضرت وویل : دا ولې ژاړي ؟ ورته وویل شول :یا رسول الله ! اذوقې ته مو اړتیا  وه ؛ نو د خپلو اړتیاوو لرې کولو لپاره مو ددې ښځې لور وپلورله ؛ نوځکه د خپلې لور په بېلتون کې ژاړي .رسول اکرم (ص) چې پوه شو ،سملاسي یې بیه ورولېږله چې لور یې راولي ، ولاړل او لور یې راوسته .پېغمبر اکرم (ص) وویل :((یا دواړه وپلورئ یا یې وساتئ [58]))

رسول اکرم (ص) به په جګړو کې نیول شوي نابالغ هلکان نه وژل . د بني قریظه و یو تن یهودي ((عطیه ))وایي . پېغمبر اکرم (ص) ته یې وروړاندې کړو ،هغوی چې په ځانګړې ځای کې وېښتان راشنه شوي ول ــ چې دبلوغ نښه ده- وژل یې او چې راشنه شوي نه ول، خوشې کول یې، داچې زه بالغ شوی نه وم ؛ نو پېغمبر(ص) راخوشې کړم[59].

 

 

 

 

 * د څاڅکي جوړېدو پر مهال د موروپلار د اندواغېز

نن د پوهې او تجربې  په پرمختګ دا مطلب جوت شوی چې : د څاڅکي د جوړېدو پر  مهال د موروپلار افکار د جنین د بڼې په څرنګوالي کې اغېز لري، تردې چې لیکلي  یې دي : یو نارینه د کوروالي پر مهال يو مار وانګېره ؛ نوکوم بچی چې له دې کوروالي وزيږېد ؛ بدن يې د مار او سر يې د انسان و[60].

 

ښکلی او لوستونی روایت

امام رضا(رح) ويلي :یو پاچا« دانیال» ته ورغی ورته يې وويل : ښه مې راځي، چې ستاسې په څېر یو زوی ولرم . دانیال ورته وويل :په زړه کې درته څنګه یم ؟

ورته يې وويل : خورا راته ستر او راباندې ګران يې.

دانیال وويل : د کوروالي پر مهال مې په فکر او یاد کې وسه او بڼه مې وانګېره.

پاچاهمدغسې وکړل؛نو زوی یې  چې وزيږېد دانیال ته ورته و[61].

 

یوه هېښنده  کیسه

حضرت موسی بن عمران علیه السلام – له څوکلونو شپونتوبه روسته – حضرت شعیب علیه السلام ته وويل : ناچار باید وطن، مور او کورنۍ ته مې ورستون شم ؛نو څه مرسته راسره کوئ ؟

 حضرت شعیب(ع) وویل : سږکال چې مېږو څومره تورو سپین بچي وزېږول؛نوستادې وي .

حضرت موسی(ع) هم دې ته په پامنيوي،چې پوهېده، چې د څاڅکي د جوړېدو پر مهال پر جنین چاپېریال او د موروپلار افکاراغېز لري ،یو هېښنده تدبیر یې و سنجاوه او هغه داچې د مېږو د دوه ځاني کېدو وخت چې راورسېد؛ نو د خپلې کونټۍ ځینې برخې  یې وتوږلې او نورې یې پر خپل حال پرېښوولې او کونټۍ یې د مېږو په شپغالي کې نېغه ودروله اوتوره و سپینه ټوټه يې پرې ور واچوله ،بيا يې پسونه ورخوشې کړل،په پايله کې پر هماغه کال ټول بچي  تور او سپین ول[62] .

لکه څنګه چې د څاڅکي د جوړېدو پر مهال د موروپلار افکار او انګېرنې د ماشوم پر جسم اغېز لري ، پر روح او اروايې هم ډېر اغېز شیندي،که موروپلار د کوروالي پر مهال ،ډاډمن ،پاکه روحیه،روغ رمټ او الهي افکار ولري ؛ نو د ماشوم روح به ترې برخمن شي او اپوټه که نشه او د خدای له یاده غافل یا په شیطاني افکارو کې ورډوب  وي؛ نو هډو ماشوم به يې له اروايي او مانیز پلوه پر ستونزو اخته وي؛نو ځکه اسلام سپارښتنه کوي، چې کوروالی د خدای په نامه پیل کړئ -چې اولاد پر شیطاني شرک اخته نشي – او د خدای پر یاد او اوداسه وي،چې زړه یې ډاډه او پاکه روحیه ولري ،چې ددې ډاډمنتیا او پاکۍ له ارزښتمنو برکتونو او پایلو برخمن شي .

هسې نه کوروالی په ناډاډمن چاپېریال کې او د تشویش پر مهال ، د شیطاني افکارو او ګډې وډې روحیې په درلودو یا د نشې او غفلت پر حال یا د مېرمنې د شرعي عذر درلودو پر مهال ترسره شي ،چې پر څاڅکي نامطلوبې اغېزې پرېباسي.

ډاګتر الکسيس کارل وايي: «که ښځه یا مېړه د کوروالي پر مهال نشه وي ؛نو دا یو واقعي جنایت دی؛ځکه په دې شرایطو کې چې کوم ماشوم زیږي ؛نو اغلب له لادرمله عصبي یا اروايي ناروغیو کړېږي[63] »

که د تاریخ د جنایتکارانو ژوندلیک وڅېړئ؛نو و به مومئ،چې د اغلبو څاڅکي یې په ناانډولو او نامناسبو حالاتو او له حرامو لارې جوړ شوي دي .

 

په څاڅکي کې د خوړو اغېز

لکه څنګه چې چاپېریال او د موروپلار اندې د جنین په جسم او روح کې اغېز شیندي؛نوکوم  خوراک څښاک، چې څاڅکی ترې جوړېږي، پر بچي هم اغېز پرېباسي؛نو ځکه موروپلار باید هڅه وکړي،چې د څاڅکي د جوړېدو په شپو ورځو کې دې د حرامو، ناپاکو او ورستو خوړو ډډه وکړي، چې د انسان پر ظاهري او باطني بد رنګوالي اغېز شیندي او پر ځای دې له حلالو،پاکو،قوي او هغو خوړو کار واخلي ، چې د ماشوم روح او جسم ښکلوي .

 امام صادق (رح) یو ښکلی ماشوم ولید ویې ويل : (( باید د کوروالي پر شپه ددې ماشوم پلار«بهي»خوړلی وي[64]))

نوځکه څوک چې د صورت او سیرت له مخې ښکلی اولاد غواړي باید په خپلو خوړو کې دقت او ځیرنه وکړي .

 

* تر څاڅکي جوړېدو روسته ځانګړې څارنې

تر څاڅکي جوړېدو مخکې پړاو له روزنيزو دندو او څارنو روسته،د دویم پړاو روزنيزې دندې او څارنې پیلیږي؛ یعنې له هغه وخته، چې څاڅکی جوړ او ماشوم وزېږي.

په دې وخت کې موروپلار،په تېره مور ځانګړې دندې لري، چې باید سخت یې ورپام وي او پوه دې شي، چې د ښځې په زیلانځ کې د نارینه د «سپرم» ورننووتل او د ښځې له «اوم» سره له یو ځای کېدو یې د ښځې مورنۍ پېر پیلېږي . یوه دوه ځانې مېرمن له همدې وخته، مور شوې او کوم څاڅکی یې چې په زیلانځ کې پالل کېږي، پر وړاندې یې خطرناک مسوولیت لري.

له کله نه چې د نارینه څاڅکی د ښځې زیلانځ ته ورننووت، د زوکړې تر وخته،له جنین سره د پلار اړیکه تقریبا پرې کېږي او د پلار خوراک څښاک او حالات یې پر جنین اغېز نه لري، شتون او نشتون یې ورته یو رنګ دي؛خو د مور په باب خبره اپوټه ده؛ځکه څه چې پر مور اغېز شیندي ،پر جنین یې هم اغېزکوي .

 ډاکتران وايي:تاثرات،انفعالات،غبرګون،خجالت، خوشحالۍ،خپګان،ډار،غم، مینه او کینه پر جنین ځانګړی اغېز لري؛ یعنې باید دوه ځانې ښځه د دوه ځانیتوب له لومړۍ شېبې په تېره تر څلورو میاشتو روسته یې خپل درون مسوولیت ته ورپام وي او پوه شي، چې په زیلانځ کې یې بچی د بدن یوه برخه ده او څه چې له جسمي او روحي پلوه مور ته ګټور یا زیانمن وي ؛نو جنین ته یې هم دی .

 د مور ښه او بد صفتونه؛ لکه ایمان ،تقوا، مینه، سخاوت ، مړانه ، ډاډ، غم، غوسه، تروري، بدویني، کینه، خیانت او په لنډو د مور ټولې ځانګړنې پر جنین اغېز لري او بچی یې له مخې جوړېږي او لکه چې  پېغمبراکرم(ص) ویلي : «اولاد د مور په زیلانځ کې نېکمرغېږي یا بدمرغېږي[65] »

د مور په زیلانځ کې د بر خلیک ټاکنه

مخکې مو وویل چې اولاد د مور په زیلانځ کې نېکمرغه او یا بدمرغېږي او له بېلابېلو اړخونو د ماشوم برخلیک د مور په لاس دی. امام باقر (رح)ویلي دي: «هغه پرښته چې د مور په زیلانځ کې د ماشوم د جوړولو چارې پرمخ وړي،خدای وحې ورته کوي : د ماشوم په اړه مې قضا او قدر وکښئ او… پرښتې وایي : څه وليکو؟ خدای وحې کوي : سر راپورته کړئ او د مور تندی یې ووینئ. د مور په تندي کې یې یوه تخته ویني،چې د ماشوم څېره،مخ ،عمر، ژمنه، نېکمرغي،بدمرغي او ټولې چارې یې پکې کښل شوې دي .پرښتې په تخته کې کښلي کاږي او د ادلون بدلون وړتیاوې پکې هم لیکي[66]»

په دې روایت کې له تندي مطلب د مور افکار او ترې راولاړ شوي محصولات دي؛یعنې افکار، انګېرنې،غم او غوسې، ډار، پاکۍ او ناپاکۍ د جنین په برخلیک کې اغېزمن دي اوکله جنین تر خپلې مور هم ډېر اغېزمنوي .

یو عالم لیکي:«که مور د کوروالي پر مهال داسې وډار شي، چې رنګ یې واوړي او ولړزېږي؛نو د ماشوم په بدن کې یې رټې ليدل کېږي[67] »

یو بل عالم وایي: «شونې ده د ماشوم تر زوکړې وړاندې،د مور غوسه جنین ته خورا زیان ورورسوي ،تردې چې پر یوه عصبي موجود یې واړوي او له دې ټکي باید پوه شو،چې څومره پکار دي،چې مور  دې د دوه ځانیتوب په پړاو کې له غم،خپګان او غوسې ډډه وکړي او خپله ډاډمني او آرامي وساتي.[68] »

د مور د اندو هېښنده اغېزې

د ایران په اسلامي جمهوریت کې یو پینځلن هلک (سید محمد حسین طباطبایي )د ټول قرآن شریف حافظ و او ددې فوق العاده نبوغ  لامل یې خپله مور داسې څرګندوي :

 «چې کله پر سید محمدحسین دوه ځانې وم ؛نو د قرآن پر یادولو بوخته وم اوپه دې موده کې مې درېيمه برخه قرآن یاد کړ.»

 طبیعي ده هغه مور، چې ټول فکر او پام یې د قرآن یادولو ته وراړولی وي؛ نو د جنین اغېزمني به یې هم دغسې وي . دا پېښه هغو میندو ته یو دلیل دی او ورښيي که یوه مور د دوه ځانۍ پر مهال له خدای سره مینه ، د قرآن لوست او له نفس سره جهاد ولري او د نورو له بې پتولو ډډه وکړي، غوږونه، سترګې او زړه له ګناه وساتي، له نامحرم سره ټوکې او ناسته ولاړه و نه لري،ځان یې له رذیله خویونو ساتلی وي او له پاکلمنۍ او حیا برخمنه وي او …

نو دا ټول په ماشوم کې د پاکۍ زمینه او لارې چارې چمتو کوي او نېکمرغۍ او کمال ته د ور رسېدو لپاره وړتیا پکې پیدا کوي.

ځکه د«پاکې ونې»مېوه پاکه  وي؛نو ځکه امام صادق (رح)ویلي: «طوبی لمن کانتامه عفیفة؛د پاکلمنې مور پر درلودونکي دې خوشحالي وي[69]»

اپوټه که مور د دوه ځانۍ پر مهال، ګناهکاره او بې حیا وي، ځان له نامحرمه نه ساتي، ناسته ولاړه او ټوکې ورسره لري، غیراخلاقي  او چټي فیلمونه ګوري،فاسده موسیقي اوري،غیبت کوي،تورونه تړي ، دروغ وایي، خیانت کوي، د خدای له یاده غافله وي، له قرآن سره کینه کښه  او شیطاني افکار ورباندې واکمن وي او … نو دا ټول پر جنین اغېز پرېباسي او د بدمرغۍ لارې چارې یې ورچمتوکوي.

د ناپېلیون په باب لیکي:«له جګړو او سوبو سره یې ډېره مینه درلوده ، تاریخپوهان یې د مور له خولې روایتوي ،چې کله پر ناپېلیون دوه ځانې وم؛ نو تل مې له خپل مېړه سره په جګړو کې برخه اخسته؛نو ځکه ناپېلیون جګړو ته سخت ورمات و[70]

له همدې امله د پېغمبراکرم(ص)په سیرت کې راغلي،چې دوه ځانو ښځو په تېره حضرت فاطمةالزهرا(س) ته یې اجازه ورکوله، چې کله ناکله د جګړې د ډګر لیدو ته یا نژدې ورشي[71]،چې د جهاد او د خدای په لار کې د تورو وهلو منظرې وګوري او ډاريې له منځه ولاړ شي او د جهاد مینه پکې ورننوځي او په دې توګه په خپل زیلانځ کې ماشوم وخوروي، چې سبا ټولنې ته تکړه، مېړنی ،د خدای په لارکې پر جهاد میېن زوی وروړاندې کړي.

پر جنین د خوړو ښکاره او مانېزې اغېزې

 د مور خواړه د جنین پر جسم او روح یو اغېزمن لامل دی،که مور د دوه ځانۍ پر مهال شراب وخوري او نشه شي؛نو په زیلانځ کې یې اولاد هم نشه کېږي.

     پوهان وايي: خواړه د ماشوم په طبیعي جوړښت،ښکلا،د غړیو په توازن او د وېښتانو په رنګ کې اغېز لري؛کومې میندې،چې په دوه ځانۍ کې د خوړو له پلوه پرکمښت اخته وي؛نو غالباً له جسمي او عقلي پلوه نيمګړي او پر سختو اروایي تشویشونو اخته اولاد زېږوي . د یوې شمېرنې له مخې،اتیا سلنه ناقص الخلقه ماشومان او هغه کوچنیان،چې د مغزي،عصبي او جسمي ودې پر نیمګړتیا اخته دي، د دوه ځانۍ په پړاو کې یې، میندو ښه خواړه خوړلي نه دي[72].

اسلامي روایاتو هم دې ټکي ته پوره پاملرنې کړي او د خوړو او مېوو په باب یې – په تېره د بهي او خرما په اړه، چې د ماشوم په ښکلا او خوش اخلاقۍ کې مهمه اغېزه لري- خپلو لارویانو ته لازمې سپارښتنې کړې دي[73].

لکه څنګه چې خواړه له طبيعي پلوه ځانګړنې لري او په جنین کې مثبت یا منفي اغېز لري،له مانېز پلوه هم ځانګړې اغېزې لري،چې باید د میندو پوره ورته پام وي . پاک او حلال خواړه پر مور او ماشوم یې مثبت او ښه اغېز لري او اپوټه ،حرام خواړه د ماشوم پر مانيز او روحي  جوړښت منفي او ډېر زیانمن اغېز لري.

«راوړي یې دي،چې د بحارالانوار خاوند ملا مجلسي،په وړوکتوب کې له خپل پلار سره جومات ته تله ؛خو یوه شپه چې د جومات انګړ ته ورورسېد؛نو تم شو او جومات ته ورنغی او پر لوبو شو، بلخوا د اوبو سقاو خپل ژی کېښود او د نمانځه لپاره جومات ته ورننووت،دې اوه کلن ماشوم ظاهراً میخ یا ستن پیداکړه او ژی یې سوری کړ، اوبو ترې دارې وهلې او دې ته یې خوند ورکاوه، نمونځ وشو او له ژي هم اوبه تویې شوې.

سقاو چې راغی او دا حال یې ولید، و یې ویل : چا دا کار کړی ؟

وویل شول : د مجلسي زوی!!

پلار یې خبر او ډېر خپه شو،کور ته ولاړ او خپله مېرمن یې له پېښې خبره کړه ورته یې وویل : مېرمنې! د څاڅکي تر جوړېدو وړاندې روسته مې د خوړو او نورو دستوراتو له پلوه هر څه مراعات کړي ؛نو که کوم لنډون شوی وي؛نو ستا له لوري به وي؛ځکه د هلک دا چار بې علته نه دی، فکر وکړه چې څه دې کړي؟ 

مېرمنې یې سوچ وکړ او وریاد شول،و يې ویل: سمه ده، پړه یم، چې پر دې زوی مې دوه ځانې وم؛ نو د څه کار لپاره د ګاونډي کور ته ورغلم او چې راستنېدم؛نو په کور کې یې د انار ونه وه؛نو داچې دوه ځانې وم ، تریو څیز ته مې اشتها راغله او خیال مې وکړ،چې دا انار تریو دی؛نو له ټټره مې ستن راوایسته او انار مې پرې سوری کړ او و مې روه ؛ خو انار خوږ و، پرېمېښود او ولاړم او د کور خاوند ته مې څه ونه ویل .

وایي : په ستن یې چې د انارو څومره اوبه رودلې  وې ،هماغې د هلک پر جنین اغېز کړی و او په اوه کلنۍ کې یې ژی په ستنه سوری کړ![74] ))

 یو ځوان خپلې مور ته وویل: کله ننګېرم، چې د باطنو پر نورانیت مې یوه توره کرښه ځغلي؛حرام خور نه یم، له بدچارو سره مې ناسته پاسته نشته، عبادت په لټۍ نه کوم ،تر پلټنې روسته دې پایلې ته ورسېدم ، چې و دې پوښتم،چې ښایي د دې لټۍ  او تورې کرښې عامل له تا رالېږدول شوی وي،حقیقت راته ووايه ،چې درمل یې وکړم.

 مور یې وویل : چې پر تا دوه ځانې وم ؛نو پلار دې په سفر کې و، د زردآلو وخت رارسېدلی و،له کور څخه نه وتم ، د زردآلو د پېرولو زمینه راته نه وه ،یوه ورځ جامو غوړولو ته بام سر ته وختم،سترګې مې پر هغو زردآلو ولوېدې،چې ګاونډي وچولو ته خپاره کړي ول،ددې زردآلو یوه لښته مې وخوړه او روسته پښېمانه شوم ؛خو خجالت مې ایسته، چې له ګاوندي بښنه وغواړم .

 ځوان وویل: مورې ! د مسالې علت پیدا شو او ګاونډي ته د بښنې اخستو لپاره ورغی [75] .

حرام خواړه جنین ناروغوي او ډېر وخت یې بې لارېتوب او ګناه ته راکاږي؛ نو ځکه مور  دې هڅه وکړي ،چې د دوه ځانۍ پرمهال دې حرام خواړه و نه خوري او پلار دې هم هڅه وکړي،چې خپلې مېرمنې ته د حلالې لارې خواړه چمتو کړي ،چې پاک اولاد یې پر برخه شي.

د ماشوم زوکړه

امام رضا(رح) وویل : انسان ته درې ځایونه خورا وحشت ناک دي :

۱-هغه ورځ، چې زېږي اونړۍ ویني .

۲-هغه ورځ چې مري او آخرت او آخرتیان ویني .

۳-هغه ورځ چې راپاڅي او داسې مسالې ویني،چې په نړۍ کې یې لیدلي نه وي[76].

د ماشوم د زوکړې وخت د مور او ماشوم په ژوند کې یوه خورا حساسه شېبه شمېرل کېږي؛ ځکه جنین باید هرومرو له  نهه میاشتني تمه له یو خطرناک پړاوه تېر شي او مور هم باید یو ستر کړاو وګالي،که څه ددې کړاو ګاللو یې دروند اجر شته.

پېغمبراکرم(ص) ویلي: «ښځه د زيږون پر مهال داسې اجر لري،چې عظمت اوستریا یې د درک وړنه ده[77] »

ښځې او ماشوم ته زېږون یو خورا ستونزمن چار دی؛ نو تر زوکړې روسته دواړه سخت استراحت او آرامۍ ته اړتیا لري او مور پر استراحت سربېره مناسبو خوړو ته هم اړتیا لري؛ لکه کجورې،چې له ظاهري او باطنی پلوه ښه اغېز لري .

پېغمبراکرم(ص) ویلي: « د ښځې تر زوکړې روسته ،لومړی خواړه دې یې کجورې وي؛ځکه که تردې ښه خواړه وای؛ نو خدای به د حضرت عیسی(ع) د زوکړې پر مهال پر مریم (س)خوړلي ول[78]

رسول اکرم(ص) د خدای تعالی له خولې وایي : «پر عزت، جلال، عظمت او لوړ مقام مې قسم ،که ښځه د زوکړې پر ورځ کجورې  وخوري؛نو اولاد یې که زوی وي که نجلۍ ، هرومرو به زغمناک وي.[79]»

د ماشوم لومړۍ جامې

ماشوم دې تر زوکړې روسته په تړمو اوبو او صابون ووینځي او په پاکه سپینه ټوټه کې دې یې راونغاړي ،په ښي غوږ کې دې یې اذان او کیڼ کې دې یې اقامه ورته ووایي، بیادې یې ښکل کړي؛لکه چې پېغمبراکرم (ص) د حسنینو په زوکړې کې همدغسې وکړل[80] .

پوهان ګروهن دي،تر زوکړې روسته د انسان لومړی غړی،چې کار پیلوي، غوږ دی. غوږ، غږ اوري او مغزو ته یې ورلېږي او ماغزه یې ساتي .

د زوکړې په لومړیو شېبو کې د اذان او اقامې ویلو مانا داده، لومړنی غږ، چې ماشوم یې واوري، باید د توحید او نبوت غږ وي. شونې ده وویل شي : ماشوم چې له زیلانځه نوی راوتلی،پر څه نه پوهېږي،شعور او درک نه لري او څه توپیر لري ،چې اذان واوري که ساز و آواز !!

ځواب یې دادی: ماشوم یې ښه اوري او خپل اورېدلي ضبطوي . په دې باب لاندې هېښنده داستان ته پام وکړئ:

«په امریکا کې یوه ۲۳ کلنه نجلۍ د مغزو پر ناروغۍ اخته شوه ، عملیات یې کړه،چې په سد کې شوه ؛نو په فرانسوي ژبه یوه مذهبي سندره ترې واورېدل شوه ،مور و پلار یې حیران شول،طبیب یې د تعجب علت وپوښت، ویې ویل : لور مو په ټکي فرانسوي نه پوهېږي، په فرانسوي ژبه کوم کتاب نلري ،فرانسوي ملګری نه لري .ناڅاپه  یې مور دا معما هواره کړه؛لور مې د درېیو میاشتو وه ، چې له دویمې نړیوالې جګړې نه امریکا ته یو شمېر فرانسوي کډوال راغلل ،په دوی کې یوه نرسه ښځه وه،چې د خپل مذهب په باب متعصبه وه او په ګاونډ کې مو پرېوته، کله موږ کره راتله ،ماشوم يې په غېږ کې نیوه او له ژړا يې د ماشوم  چوپولو ته ترانې ورته ويلې؛ نو څرګنده وه څه یې چې ورته ویلي، مذهبي رنګ یې درلود،له هغې ورځې یې په مغزو کې دا ترانې پاتې شوې،په ۲۳کلنۍ کې چې پر سد شوه،ترانه یې له مغزو څخه ژبې ته راغله او بېواکه یې له خولې راووته[81].

ددې ونډې او اغېز په پامینوي ،پېغمبراکرم(ص) سپارښتنه کوي،چې د ماشوم په غوږونو کې دې پر اذان او اقامې سربېره،د حمد، اخلاص، ناس، فلق، ایه الکرسي او حشر سورت روستي آیتونه ولولئ[82].

د عظیم الشان پېغمبر(ص) دې ته ورپام دی، چې نوزېږی ماشوم د اذان، اقامې او د قرآني آیتونو په دقیق مفهوم نه پوهېږي؛ خو دا الفاظ یې په مغزو او اعصابو کې ژور اغېز شیندي او د ماشوم په روح او اروا کې کرښه راکاږي او له دې کلیماتو سره یې مانوس او اشنا کوي.

د ماشوم لومړي خواړه

له حضرت انس (رض) روایت شوی : د ابوطلحه د مېرمن ام سلیم، چې ماشوم وزيږېد،پېغمبراکرم(ص) راته وویل : انسه! مور ته دې ورشه ورته ووایه:د خپل اولاد نوم،چې دې غوڅ کړ،څه ورپورې مه نښلوه او ماته یې راولېږه . انس وایي: پیغام مې ورساوه او ماشوم مې په لاس کې راونیو او حضرت(ص) ته مې راوست ، پېغمبر اکرم (ص)امر وکړ،چې درې دانې کجورې راوړه . دا چار مې وکړ . آنحضرت(ص) د کجورو زڼي لرې کړل او یوه یوه یې په خپله خوله کې وژوله، چې نرمې شوې،بیا یې د ماشوم خوله وازه کړه او په خوله کې  یې ورکېښووله… او په پای کې یې وویل:  ((ورشه او مور ته دې ووایه : خدای دې یې درته مبارک ،مهربان او پرهیزګار کړي[83] .))

ام المؤمنین عایشه(رض) وایي: « ماشومان  یې چې حضرت پېغمبر (ص)ته راوستل،حضرت  مبارکي ورکوله او خوله  یې وروازوله. [84]»

حضرت علي (ک) وایي : «د خپلواولادونوخو له مو په کجورو وازه کړئ.  پېغمبراکرم (ص) د حسنینوخوله په کجورو پرانسته[85]»

د ماشوم نامه ایښوونه

پر پلار د ماشوم ړومبی رسمي او لازمي حق دادی، چې ښه نامه ورباندې کېدي . رسول اکرم (ص) ويلي : « من حق الولد علی الوالدان یحسن اسمه ویحسن ادبه ؛پر پلار د اولاد له حقوقو ځنې یو دادی، چې ښه نامه پرې کېدي اوپه ښه ادب یې وروزي[86] »

پر اولاد د ښې نامې ایښوونه ،په ډېری روایاتو کې اولاد ته د پلار د ښې ډالۍ په نامه اوڅار شوې ده او پر ښې نامې ایښوونې د اسلام د ټینګار علت دادی، چې د هر چا لقب او نامه یې  د شخصیت ،اصالت او ګروهې ښوونکې ده او د عمر تر پایه یې ورسره وي،که ښکلې وي، په ټولنه کې یې د عزت او ویاړ لامل وي او که بده وي؛نو پرې خجالت  او کړېږي؛ نو ځکه ((پېغمبراکرم (ص) د وګړیو او ښارونو بدې نامې اړولې[87]))

امام صادق (رح) ویلي: « د رسول اکرم (ص) دود و،چې د خلکو او ښارونو بدې نامې یې اړولې»

په یوه روایت کې راغلي،چې د حضرت عمر(رض) د یوې لور نامه «عاصیة» یعنې ګناهکاره وه،رسول اکرم(ص)یې نامه وربدله کړه او «جمیله»؛ یعنې ښکلې یې ونوموله[88] .

سعید بن مسیب (رض) وایي : د ماما زوی مې وشو او نامه یې پرې «ولید» کېښووله . پېغمبراکرم (ص) وویل: د خپلو فرعونانو نامه مو پرې کېښووله؟ نامه یې بدله کړئ او عبدالله نامه یې پرکېښووله[89]. د کنزالعمال او اعلام الوری د روایت له مخې، رسول اکرم (ص) پردې نامې ایښوونې تر نیوکې روسته وویل : « په دې امت کې به د ولید په نامه[90] یو تن راشي،چې پر امت به یې شر پر خپل قوم د فرعون تر شره ډېر وي[91] »

پر اولادونو څرنګه نامې کېدو؟

پېغمبراکرم(ص) وویل : «پر اولادونه مو د پېغمبرانو نامې کېدئ او غوره نامې عبدالله او عبدالرحمن دي[92] »

رسول اکرم (ص) تر بعثت روسته ،پر یوازېني زوی، ابراهیم نامه کېښووله،د ابراهیم خلیل الله همنومی، چې د خدای یو غوره پېغمبر و او پر خپلو لمسیو یې د هارون علیه السلام – چې د موسی  علیه السلام رور او وزیر و- د زامنو نامې کېښوولې؛ یعنې حسن او حسین[93] .

باید داسې نامه کېدو،چې د ماشوم د ګروهې ښووونکې وي، داسې نامه چې شیطان غندي،داسې نامه چې د انسانیت اوچتو شخصیتونو او نامي سپېڅیلو ته یې ورمنسوبوي.

پېعمبراکرم (ص) ویلي : « که څوک څلور زامن لري او پر یوه یې هم زما نامه ایښی نه وي؛نو په حقیقت کې ظلم یې راسره کړی دی [94]»

ممنوع نامې ایښوونې

نه ښایي پر خپلو اولادونو داسې نامې کېدو،چې د ځانمنۍ او غرور بوی ترې راولاړېږي یا یې ناپاکیو او بدیو ته ورکاږي او یا يې بدنامو او ناپاکو ته ورمنسوب کړي،چې دا پخپله پر اولادونو یو ډول ظلم او بې احترامي یې ده.

خو افسوس یو شمېر پلرونه او میندې په نامې ایښوونه کې خپل شرعي او ټولنیز مسوولیت نه پلی کوي او پر خپلو اولادنو پرېوتي او بې منځپانګې ، د طاغوتانو، پاچایانو او د غیر اخلاقي فیلمونو د هلکانو او نجونو نامې ږدي،چې داچار له قرآن او نبوي سنتو سره اړخ نه لګوي او د شیطانانو،د دین او قرآن د دښمنانو د خوشحالۍ لامل ګرځي . دا ډول نامې ایښوونې یا له ناپوهۍ او د پردیو د فرهنګ پر وړاندې له ځان بایلنې راولاړې شوي او یا داچې د اسلامي نامو یو ډول بې احترامي کول او ترې کرکجنېدل دي .

ښو نامو ته عملي درناوی

ابورافع (رض) وايي: وامې ورېدل، چې پېغمبر اکرم(ص) وویل: «که پر چا مو د(محمد) نامه کېښووله؛نو مه یې وهئ او بې احترامي یې و نه کړئ[95]»

یعیش غفاري(رض)وایي : پېغمبر اکرم یوه اوښه درلوده،یوه ورځ یې وویل: څوک به یې ولوشي؟ یوه وویل:«مرة[96]» آنحضرت وویل :کېنه! بل راپاڅېد،چې اوښه ولوشي . پېغمبر اکرم (ص) وویل :نامه دې څه ده؟  هغه هم وویل :«مروة». آنحضرت وویل: کېنه. بیا بل څوک راولاړ شو. آنحضرت وویل: نامه دې څه ده ؟ویې ویل: «جمرة[97]» آنحضرت وویل:کېنه .  ورپسې یو بل تن راپاڅېد، پېغمبراکرم(ص) ورته وویل : نامه دې څه ده ؟ ویې ویل : «یعیش[98] » آنحضرت ورته وویل :و یې لوشه[99].

ابوحدرد (رض) وایي:پېغمبراکرم(ص) وویل: څوک به مې دا اوښ وشړي؟ یا داچې ویې ویل: څوک به يې مقصد ته ورسوي ؟ یو تن راپاڅېد، و یې ویل : زه . پېغمبر اکرم(ص) ورته وویل: نامه دې څه ده؟ ویې ويل :پلانی. آنحضرت (ص) وویل:کېنه – ته وا نامه یې سمه نه وه- ورپسې یو بل تن پاڅېد و یې ویل : زه . پېغمبر(ص)وویل:نامه دې څه ده؟ ويې ویل : «ناجیة[100]» آنحضرت وویل : وړ یې؛نو و يې شړه[101]

که موږ د پېغمبراکرم(ص) له دې سبقه عبرت واخلو؛ نو پر خپلو اولادونو به نامناسب او پردۍ نامې کېنږدو.

* په نامې ایښوونې کې مناسبتونه په پام کې نیول

 یو تن رسول ا کرم (ص) ته ورغی ويې ویل : پرون شپه مې لور وزیږېده څه نامه پرې کېدم؟ آنحضرت ورته وویل: پرون شپه د مریم سورت راباندې رانازل شو؛نو پر لور دې مریم نامه کېده؛هغه هم مریم پرې کېښووله[102] .

د زوکړې پر مهال که اسلامي مناسبتونه په پام کې ونیسو؛ نو کېدای شي پر اولادونو مو غوره نامې کېدو او په دې اړه به خپل شرعي مکلفیت ښه ترسره کړو.

د اولاد د زیري زېری ورکول

صالح اولاد که نجلۍ وي که هلک، ښو بندګانو ته د لورین پالونکي یوه ستره لورنه ده .

 پېغمبر اکرم (ص) وایي: « ښه اولاد د خدای له لوري یو خوږ بویه ګل دی، چې پر خپلو بندګانو کې یې وېشلی دی[103] »

امام صادق (رح)ویلي:« د نارینه له نېکمرغیو ځنې داده،چې صالح اولاد ولري[104] »

دې ته په پامینوي چې صالح اولاد،نعمت،نېکمرغي ، ویاړ او د انسان دهیلې لامل دی؛نو مناسبه ده انسان چې داولاد د زوکړې خبرواوري ددې سترنعمت په شکرانه کې ، خدای وستاېی او زیري ورکوونکي ته یې زېری وکړي.

ابو رافع (رض)چې پر رسول اکرم(ص) د  ابراهیم د زوکړې زېری وکړ؛ نو حضرت په زیري کې یو مریی ور ډالۍ کړ[105].

په اسلام کې د لور ارزښت

دلته پاموړ ټکی دادی،څه چې په روایاتو کې اوڅار شوي ،د ښه اولاد درلودل دي او د لور او هلک ترمنځ توپیر نشته؛ بلکې په ډېری ځایونو کې دیني فرهنګ لور ته په ډېر ارزښت قایل شوی دی . پېغمبراکرم(ص)ویلي:«ډېر غوره اولاد مو لوڼي دي[106]»

په بل ځای کې له آنحضرت نه روایت دی،چې وایي:« که څوک درې لوڼې ولري او ښه یې وروزي، ورباندې ولورېږي او ورته بسیاوي؛ نو هرومرو جنت پرې واجب دی،وويل شو:رسول الله! که دوه وي؟ آنحضرت وویل:که څه دوه وي . ځینو حاضرینو وننګېرله که ووایي که یوه وي ؛ نوڅنګه ؟ پېغمبر(ص) بیاهم ویل که څه یوه وي[107]»

امام صادق ویلي: «لوڼي حسنات دي او زامن نعمت؛ خدای حسناتو ته ثواب ورکوي او له نعمته پوښتي[108]))

سره له دې چې په دیني فرهنګ کې د لوڼې درلودل یو ډول ویاړنه ده ؛ ځکه له رسول الله(ص) سره همرنګېدل دي ،چې امام صادق (رح) ویلي: «کان رسول الله ابا بنات؛ پېغمبر د لوڼو پلار و[109]»

خو یو شمېرکسان پیداکېږي،چې د ناپو هۍ او تعصب  په پار د لور په زوکړې خپه کېږي،چې قرآن یې په اړه وایي : «اوچې یو تن ته یې د لور د زېږېدو زېری ورکول کېږي؛نومخ یې (له ډېرخپګانه )تور اوړي او(خپلې ښځې ته )له غوسې ډک وي(چې ولې دې لور راوړه![110]

د لور پر زوکړې خپګان؛یعنې پر حکیم ،وسمن، نیاومن او لورین پالونکي نیوکه،که نه څوک چې خدای حکیم او عادل بولي او ګروهن وي چې خدای د خپل حکمت او مصلحت له مخې بنده ته یو څيز ورکوي؛ نو ولې د حضرت حق تعالی په ورکړې خپه شي او د کور چاپېریال تاوتریخوالي ته وکاږي او ددې پر ځای چې له خپلې مېرمنې د ربړ ګاللو له امله مننه وکړي،په سپکوسپورو ورته پیل کړي ان د طلاق (او ورته د بنې راوستو) خبره هم کوي .

ایا ښځه پر یوې نابښونکې ګناه اخته شوې،چې پر وړاندې یې دغسي دریځ ونیول شي؟ نارینه انګېري، چې د هلک یا لور کېدو واک له ښځې سره دی؛خو نه پوهېږي چې داچار یوازې د خدای تعالی په واک کې دی او په دې چار کې ښځه  د مېړه په څېر یوه ګډونواله ده.

 قرآن وایي: «د اسمانونو او ځمکې (واکمني او)مالکیت یوازې د ((الله))دی،څه چې غواړي، پیداکوي یې، چا ته یې چې خوښه شي ، ښځینه اولاد وربښي او چا ته یې چې خوښه شي نارینه اولاد وربښي ، یا (که وغواړي)نارینه اوښځینه دواړه ورکوي اوچا ته یې چې خوښه شي شنډوي یې (؛ځکه)هغه پوه (او) وسمن دی[111]

 لور د پلار په باب د مینې،محبت او عاطفې ښکارندويه ده او په حقیقت کې باید ووایو، کوم پلار چې لور نلري؛نو له عمره  یې څه خوند اخستی نه دی .

پېغمبر اکرم (ص)ویلي : « لوڼې څومره ښې او لورینې دي[112] »

 هلک موروپلار ته څه ګټه لري،چې لور یې ورته نلري؟

ایا لور موروپلار ته ښه یادګار او د ښې نامې او شهرت لاملېدای نشي ؟ کوم زوی پېغمبر(ص) او خدیجې بي بي ته د فاطمې  ونډه درلودای شوه؟

نوځکه باید غلط او جاهلي افکار لرې او له بې ځایه تبعیضاتو سره مبارزه وکړو او د انبیاوو او الهي اولیاوو په څېر،چې د لور یا زوی زېری پرې کېده، په خورا پرانستې غېږ یې چلن ورسره کاوه او له خدایه یې ددې ستر نعمت پر وړاندې مننه کوله.

 د رسول اکرم(ص) په سیرت کې راغلي،چې د لور زېری به پرې وشو؛نو و یل یې: « یو خوږبویه ګل دی او روزي یې پر خدای ده .[113]»

یو تن له رسول اکرم (ص) سره ناست و، چا د لور زېری پرې وکړ، رنګ یې واوړېد، رسول اکرم(ص) وویل: څه شوي ؟ ويې ویل: خیر دی.  آنحضرت وویل: ووایه څه شوي؟ ویې ویل: له کوره، چې راوتم؛ مېرمن مې د زیږون پر درد اخته وه،خبر شوم لور يې زیږولې ده . پېغمبر(ص) وویل : « پر ځمکه ژوند کوي، اسمان پرې سیوری دی، خدای یې روزي ورکوي او په خپله یو ګل دی، چې یې بویوې[114] »

یو فرهنګ هم اسلام هومره لور ته پر اهمیت قایل نه دی، وګورئ چې د اسلام پېغمبر(ص) څومره لور پالنې ته پر ارزښت قایل دی، چې وایي :

 « من کانت له ابنة واحده کانت خیرا له من الف حجة والف غزوة والف بدنة والف ضیافة؛ څوک چې یوه لور لري،اجر یې تر زرو حجونو، زرو غزاګانو، زرو قربانیو او زرو مېلمستیاوو ډېره دی.[115] »

په بل روایت کې یې ویلي : « په کوم کور کې چې څو لوڼي وي، هره ورځ له اسمانه دولس برکتونه او رحمتونه پرې ورنازلېږي او ددې کور زیارت ته د پرښتو راکېوتل نه پرې کېږي او پلار ته یې په هر شواروز کې د یوه کال عبادت ثواب لیکي[116]. »

* په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول

داچې د پیدایښت له پلوه تر هلک نجلۍ عاطفي مینه غواړې ده او اسلام یې اړتیاوو او روحیاتو ته پوره پاملرنه درلودلې، او په فوق العاده ارزښت ورته قایل شوی؛نو ځکه دعاطفي اړتیاوو ورپوره کولو ته یې موروپلار او روزونکیوته ځانګړې سپارښتنې کړې دی.

رسول اکرم(ص) ویلي دي : «که څوک څه په بازار کې وپېري او خپلې ښځې او او لادونو ته یې یوسي،داسې دی لکه چې بېوزلیو ته یې د خیرات او صدقې پېټۍ وروړی وي او باید لومړی یې لوڼو او ښځو ته ورکړي، چې که څوک خپله لور خوشحاله کړي، ته وا د اسماعیل د زامنو یو مریی یې ازادکړی دی[117] »

په بل ځای کې وایي: « څوک چې لور ولري او و يې نه شړي او سپکاوی یې و نه کړي او زوی ترې وړاندې و نه بولي، خدای به یې جنتي کړي[118] »

واقعاً دا یو هېښنده روایت دی،باید پلرونه دې ټکیو ته ټینګه پاملرنه ولري او په کور کې یې د خپلو لوڼو احساساتو او عواطفو ته ورپام وی  هسې نه هلکان ورباندې ړومبي وبولي او د لوڼو په خپه کولو ځان له جنتی کېدو بچ کړي .

پېغمبراکرم (ص) ویلي : «خدای تر هلکانو پر نجونو لورین دی، څوک چې له خپلو محارمو ؛نجلۍ یا ښځه خوشحاله کړي ،خدای به یې د قیامت پر ورځ خوشحال کړي[119] »

 په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول د لوراند څښتن حکم دی؛ نو ځکه په حدیثي ټولګو کې یو ځانګړی باب ورته شته : « استحباب زیادة الرقه علی البنات اکثرمن الصبیان »؛ یعنې مستحب دي، چې تر هلکانو پر نجونو ډېره لورنه وشي»

* د زوکړې د اوومې ورځې کړلارې

مستحب ده پر اوومه ورځ د اولاد سر و خرول شي او د وېښتانو د وزن هومره يې سره یا سپین زر خیرات ورکړل شي.

له ټینګو مستحباتو ځنې، هلک او نجونې ته عقیة ده او مستحب ده، چې هلک ته ، نر څاروی او نجلۍ ته ښځینه څاروی وي او هم مستحب ده عقیقه پر اوومه ورځ وي، د هلک سنتول واجب دي او پر اوومه ورځ سنتول یې مستحب دي[120].

حضرت علي(ک) ویلي:« پر اوومه ورځ د اولادونو له لوري مو عقیقه وکړئ،که د دوی سرونه مو وخریېل؛نو د وېښتانو د تول هومره یې مسلمانانو ته سپین ورکړئ،چې رسول اکرم (ص) د خپلو اولادونو؛ حسنین په باب دغسې کړي ول[121] »

د ټول سر خریېل مستحب دي،که نجلۍ وي که هلک او مکروه ده، چې یو ځای یې وخریېل شي او بل یې نه [122] .

امام صادق(رح) ویلي : «یو ماشوم یې پېغمبر(ص) ته راوست،چې دعا ورته وکړي او د سر یوه برخه یې ورخریېلې وه او بله نه،رسول اکرم له دعا کولو ډډه ورته وکړه او امر یې وکړ،چې ټول سر یې ورته وخروئ[123] »

د عقیقي او سر وېښتانو د تول هومره د صدقې او خیرات ورکولو فلسفه داده ،چې ماشوم له کړاوونو او ناببره پېښو ساتي او په روایاتو کې دې مسالې ته په څرګنده اشاره شوې ده .

 پېغمبراکرم (ص) ویلي:« هر زیږېدلی د خپلې  عقیقې په ښکېل کې دی.[124]»‎

سره له دې، چې عقیقه یو مستحب چار دی؛خو په ځینو روایاتو کې واجب ګڼل شوې ده [125] .

نو ځکه رسول اکرم پخپله د خپلو اولادونو له لوري پسه ذبح کاوه[126].

 د عقیقي له غوښې به یې ګاونډیانو ته ورکوې او د ماشوم پر سر به عطر وهې او هم پر اوومه ورځ به پر ماشوم نامه ږدې.

په ځینو روایاتو کې  راغلي، چې د ماشوم تر زوکړې وړاندې به نامه پرې ږدې[127]  او په ځینو روایاتو کې د زوکړې لومړۍ ورځ ښوول شوې ده[128] ؛ خو د ټولو روایاتو له څېړنې دې پایلې  ته رسوو، چې پر ماشوم نامه ایښوونه د موروپلار یوه دنده ده ،چې غوره ده ډېر ژر تر سره شي ؛یعنې تر زوکړې وړاندې او که ونشوو ؛نو پر لومړۍ ورځ اوکه د څه لاملونو له مخې ځنډ شوه؛ نو پر اوومه ورځ دې کېښوول شي او که مخکې یې نامه پرې ایښې وي او مناسبه نه وي یا غواړي نامه یې واړوي،نوپه دې ورځ دې روستۍ نامه ورته وټاکي اوورباندې دې یې کېدي.

* د مور شیدې

قرآن کریم وایي :«میندې خپلو اولادونو ته پوره دوه کاله تی ورکوي[129] »

خدای د ماشوم روزي د مور په سینه کې ورایښې  او مور حق نلري بې له سم عذره او په خوشې پلمه خپل ماشوم له دې خدای ورکړې روزۍ بې برخې کړي او پر وچو شیدو او نورو یې روږدی کړي؛ځکه هېڅ شېدې او خواړه د مور د شېدو ځای نیوای نشي او نه د ماشوم جسمې اړتیاوې ور پوره کولای شي. پوهانو د تجربو له مخې لاس ته راوړي، چې د مور په شیدو کې داسې مواد شته چې د ماشوم اړتیاوې ورپوره کوي او دا ډول ځانګړی جوړښت د نړۍ په هېڅ یوې مادې کې نشته؛نو ځکه پېغمبراکرم (ص) دې واقعیت ته په پاملرنې پېړۍ مخکې ویلي دي :

 « لیس للصبی لبن خیرمن لبن امه؛ ماشوم ته د مور تر شیدو غوره شیدې نشته[130]

تی ورکوونکې ښځه باید د ځان او ماشوم د روغتیا او سلامتۍ لپاره ښه خواړه وخوري؛ لکه لبنیات،غوښه ، حبوبات، سبزیجات، مېوې؛ لکه مڼه، ناک، انګور، کجورې، هندواڼه،خربوزه او…چې له کمښت او ستونزې سره مخ نشي.

* د مور د حالاتو، افکارو او ګروهو اغېز

لکه څنګه چې د مور شیدې له مادي پلوه د ماشوم په جسمي جوړښت کې خورا مهم اغېز لري؛نو په دې موده کې د مور حالات او ګروهې هم د ماشوم پر روح او اروا مهم اغېز لري؛یعنې که مور د تي ورکولو په پېر کې له روحي او جسمي پلوه سالمه،آرامه او ډاډمنه وي، پاک او حلال خواړه وخوري، له ایمان، تقوا، مینې، سخاوت، د پالونکي له یاد، عفت، حیا، دندې پېژندنې، ادب، اخلاقو، پاکۍ او… برخمنه وي؛ نو دا ټولې ځانګړنې د اولاد پر روح اغېز شیندي او ښیون او سمونې ته یې ورچمتو کوي او اپوټه که یوه مور په دې پېر کې له روحي او جسمي پلوه ناروغه،پرېشانه او اندېښمنه وي،غوسه او خپه وي، حرام خواړه وخوري،په ګناه لاس پورې کړي، د خدای له یاده غافله وي، خپلې دیني او ټولنېزې دندې ترسره نه کړي،کېنه کښه وي،له غیبت ، تور او د نورو پت تويولو یې څه پروا نه وي ،له نامحرم سره ټوکې ټکالې  او راشه درشه ولري ،له پاکلمنتوبه برخمنه نه وی او له رذیلو خویونو ځان بچ نه کړي؛نو په رښیتا  چې دا ځانګړنې پر اولاد ډېرې بدې اغېزې شیندي؛ فساد او تباهۍ ته یې ورټېل وهي .

په تېره هغه مهال چې مور خپل ماشوم ته تی ورکوي او ماشوم په تي رودلو بوخت وي ؛نو باید خپلو حالاتو او کړچارو ته یې ډېر ورپام وي، هرومرو دې له غوسې، ګناه او شیطاني افکارو په ټینګه ډډه وکړي او په جسمي او روحي پاکۍ دې  د خدای پر یاد بوخته وي او پوه دې شي، چې د ستر عبادت په حال کې ده .

 پېغمبراکرم(ص) ویلي : « هر ځل چې ماشوم د مور تی روي؛نو په کړنلیک کې یې  د حضرت اسماعیل د اولادې د یوه مریي د ازادولو انډول ثواب ور کښل کېږي[131]

اسلام پر ماشوم د شیدو او د تي ورکوونکې ښځې د روحي او جسمي حالاتو  او افکارو اغېز ته پوره پام ورګرځولی او په لس ګونو روایاتو کې یې خپلو لارویانوته سپارښتنه کړې، چې ناپوهه،احمقه، ناپاکه، بدرنګه ،په دید کمزورې او اوښلنه دایه غوره نه کړي؛بلکې د ښکلې او ډېرې پاکې دایي سپارښتنه کوي او ډانګ پېییلي یې ویلي :«پوه شئ چې شیدې خپرېدونکې دي او د ماشوم طبیعت اړوي[132]

نوځکه کومې میندې چې پاک او وړ اولاد غواړي؛نو باید دتي ورکونې په پېرکې دې دخپلې پاکۍ په اړه هڅه وکړي.

د ماشوم اروایي روغتیا

د روزنې په باب یوه خورا مهمه مساله د ماشوم اروایي روغتیا ده، چې باید روزونکي پام ورته وکړي .

باید موروپلار هڅه وکړي،چې ماشوم یې غوسناک نشي؛ځکه پوهان وايي: غوسه ړومبی اخلاقي صفت دی،چې په ماشوم کې راڅرګندېږي، چې ماشوم وزیږي،ژاړي او دا ژړا یې د غوسې ژړا ده، دا د خطر لومړی زنګ دی، چې کړنګول کېږي او بسیا ده، چې که پام ورته ونشي او دا غوسه وپالل شي ؛نو چې  ماشوم ځوان شي؛ نو د اور یوه ټوټه روزل شوې ده او ټول وجود یې تاوتریخوالی دي . تی خور ماشوم ښې او خرابې جامې نه پېژني،ارزانه او قیمتی زانګو نه پېژني، د تعقل ،تفکر او څېړنې ځواک نلري؛ خو لوږه، تنده، ارام او ناارام چاپېریال، توندي او تاوتریخوالی،په څنګ کې یې چغې، درد او خپګان ننګېري او ډېره حساسه اروا لري؛يعنې که مور یې په نیمایي کې له خولې تی راوباسي خپه او په ژړا کېږي؛نوځکه یو ارواپوه وایي:

(( چې ماشوم په تي رولو پیل وکړ،پرېږدئ دومره یې وروي، چې خوب یې یوسي یا پخپله تی خوشې کړي او هېڅ ډول تکلیف ورته پیدانشي.))

 خو ماشوم چې نوی تی روي او غدوات شیدې راپرېږدي ؛خو ناڅاپه یو څوک د کور وروهي یا تیلفون زنګ وهي،مور سملاسي د ماشوم له خولې تی راکاږي، وځي ور پرانځي او ماشوم هم په چغو سر کېږي . مور په ناخبرۍ کې په دې کار په ماشوم کې د غوسې تخم وشینده او په غټوالي کې به غبرګون ولري.

دا چې د ماشوم اروایي روغتیا څه وخت پیل شي یو اروا پوه یې ځوابوي :

« اروایي روغتیا یې هم د عمومي روغتیا په څېر باید د زوکړې له لومړۍ شېبې پیل شي؛ یعنې نباید موروپلار د تي خور ماشوم په مخ کې په لوړ غږ او چغو خبرې اترې وکړئ، شاید داسې وانګېري، چې دا یو تي خور ماشوم دی او پر څه نه پوهېږي، همدا ماشوم سترګې او غوږونه لري او د زوکړې په لومړیو اوونیو کې ویني، اوري او لوړ غږونه،چغې یا ناڅایې پېښې یې پر اعصابو اغېزې شیندي .ټول پوهېږو چې تی خور ماشوم د ناڅاپي غږ په اورېدو څنګه غبرګون ښيي، ټکان خوري او ناڅاپه ژاړي او اپوټه، چې مور یې  للوللو ورته وايي او په غېږ یا زانګو کې یې اچولی وی؛نو څرنګه ښه آرام وي، چې دا ټولې چارې د اروايي روغتیا له پرېکنده آرونو ځنې دي او د ماشوم په راتلونکې چلن او وګړې ښه اغېز لري[133]. »

ډېری اروایي ناروغۍ، ځېلونه، ډار، اندېښنې، نهیلۍ، کرکې او بدوینۍ له همدې پېره راولاړېږي .

او اصولا د تي خورۍ پېر او وړوکتوب د ماشوم د اخلاقي، ټولنیز او دیني وګړې د بڼې نیوو خورا حساس او نازک پېر دی.

یو څیز چې د ماشوم اروا خرابوي او بدخويه يې راولاړوي، د ماشوم متیازو کولو ته بې پامي ده. فرض کړئ، چې د مور یو دوه میاشتینۍ یا یوکلن ماشوم په غېږ کې، یا په یوه غونډه کې دکومې مېرمن په غېږ کې یا په کوټه کې پر قالینې ناست دی؛ دا ماشوم نه پوهېږي، چې متیازې چټلې دي که متیازې وکړي، جامې  او قالینه چټلېږي او باید و یې ووینځو؛ نوځکه بولې کوي . په مازې چې د مور یې ورپام شي ، نارې سورې پيلوي او ماشوم ډبوي، معصوم ماشوم هم په ژړا شي؛نو ددې پېښې پایله څه کېږي؟

ایا ماشوم پوهېږي، چې یو بدچار یې کړی او دا ډبول یې په دې پار خوړلي، چې شاید د چا په غېږ یا پر فرش بولې وکړي ؟ نه ؛بلکې پر څه چې پوهېږي دادی، چې نباید متیازې وکړي او که و يې کړي، ډبول کېږي، په پایله کې هر وخت چې متیازې کوي له يو اندېښمن او تشویشي  حالت سره مخېږي او ډارېږي او همدا چار د ماشوم په روح کې د یو لړ جسمي،عصبي یا اروایي غوټو رادبرېدو لاملېږي.

* د ماشوم اروایي روغتیا ته د پېغمبراکرم (ص) پاملرنه

 د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) د یو بېلګه ښووند او مهربان پلار په توګه د ماشوم له اروایي روغتیا پوره پوهه درلوده او په دې باب یې پاموړ ټکي راښوولي دي :

ام الفضل د عباس بن عبدالمطلب مېرمن او د امام حسین دایه وایي: حسین تي خور و،چې یوه ورځ پېغمبراکرم (ص) رانه واخست او په غېږ کې  یې ونیو،ماشوم د حضرت جامې لمدې کړې، چټک مې ماشوم ترې واخست او ماشوم په ژړا شو. پېغمبر(ص)راته وویل : ام الفضل ! ارامه وسه! جامې مې اوبه پاکوي؛خو کوم څيز مې د حسین له زړه د کړاو او رنځ دوړې لرې کولای شي[134]؟

په روایاتو کې راغلي : چې پېغمبر(ص) ته به یې د دعایا نامې ایښوونې لپاره کوم ماشوم وربوت؛نو پېغمبر(ص) به د ماشوم د کورنۍ د درناوي په پار، ماشوم په غېږ کې ایښووه او ډېر ځل ماشوم یې په غېږ کې بولې کولې، ځینو چې لیدل؛ نو پر ماشوم به یې چغې کړې او په تونده یې غوښتل له متیازو یې منع کړی .

رسول اکرم تل ویل : «لا تزرموا بالصبی … د ماشوم د متیازو کولو مخه مه نیسئ»

بیا یې ازاد پرېښووه، چې متیازې یې پای ته ورسي، همداچې د ماشوم کورنۍ به ولاړه ؛نو پېغمبر اکرم(ص) به خپلې جامې وینځلې[135] .

په روایت کې چې د« لاتزرموا» کلمه راغلې ،له «ازرام» اخستل شوې او د بولو د پرې کولو پر مانا ده؛یعنې پېغمبر اکرم(ص) وایي:ماشوم چې په هر ځای کې په امتیازوکولو پیل وکړ، پرېږده یې چې تر پایه متیازې وکړي،داسې کوم چار مه کوئ ،چې د بولو مخه یې ونیسي او زړه او روح یې ټکنی شي.

امام صادق (رح) وویل: رسول اکرم (ص) د ماسپښین جماعت وکړ او دوه روستي رکعتونه یې په بېړه او لنډو،وکړل خلکو تر نمانځه روسته ترې وپوښتل:په نمانځه کې څه پېښ شول؟

آنحضرت ورته وویل:څه شوې چې مې پوښتئ ؟

وویل شول : دوه روستي رکعتونه دې ژر وکړل .

پېغمبر(ص) وویل: ایا د ماشوم چغې مو نه اورېدې؟![136]

 

* د ماشوم عمومي پاکوالی او روغتیا

رسول اکرم(ص) لکه څنګه چې د ماشوم د اروایي روغتیا په اړه حساس او دقیق و،دغسې د ماشوم د ظاهري ښکلا او عمومي روغتیا او پاکوالي په باب یې لازمې سپارښتنې کولې او غبرګون یې ښووه.

پېغمبراکرم(ص) وویل: د خپلو اولادونو چټلۍ مو ووینځئ؛ځکه شیطان یې بویوي او ماشوم په خوب کې ډارېږي او تاو راتاوېږي او مؤکلې پرښتې ځورېږي[137].

امام صادق (رح) وویل : « یو ماشوم یې پېغمبراکرم (ص) ته راوست، چې دعا ورته وکړي او دسر ټول وېښتان یې ورته خریلي نه ول؛بلکې یوه برخه یې خرېیلې وه- او دې حالت ماشوم بدرنګ ښووه- رسول اکرم(ص) ورته له دعا کولو ډډه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې ټول سریې ورته وخروئ[138] »

 

درېیم څپرکی

په وړوکتوب کې د موروپلار او روزنپوهانو دندې

* (الف) له کوچني سره مینه

عواطف او احساسات د انسان له مهمو فطري مسایلو ځنې دي، چې تخم یې د وګړیو په خټه کې شیندل شوی دی. معمولاً عاطفي لېوالتیاوې د ژوند په لومړیو اوونیو او ښایي لومړیو ورځو کې په خپور وور ډول ښکاره کېږي او د عمر تر پایه پاتېږي؛هغه مهال چې د کوچني د عقل او اندنې غونډال پوره ويده دی او هېڅ ډول د استدلال درک نه لري ؛خو احساسات او عواطف ویښېږی.

   په کوچني کې ددې عواطفو پالنه یوه ستره روزنيزه مساله ده ،چې له پيله باید په سم چاپېریال کې له مناسبو شرایطو سره تر څارنې لاندې ونیول شي، چې وده وکړي او خپل مطلوب تکامل ته ورسي.

د کوچني په خټه کې دوه ډوله غريزې او لېوالتیاوې شته؛یوه ډول یې بالقوه دي؛ لکه جنسي غریزه او له مال سره مینه، چې د وخت په تېرېدو د عمل ډګر ته راوځي او بل ډول یې بالفعل دي؛ لکه خوړو ته اړتیا او د مینې غوښتنه،کوچنی لکه څنګه چې خوړو ته اړتیا او لېوالتیا لري ، مینې ته هم اړتیا لري، د ماشوم  فطرت؛ لکه څنګه چې د لوږې او تندې د لرې کولو لپاره په تیونو پسې ځي، د مور د زړه د غږ او نازوونکي لاس په لټه کې هم دی، چې د مینې خوږ خوند وڅکي،په بله وینا انسان له جسم و روح ځنې یو جوړ شوی موجود دی،چې هر یو یې خوړو ته اړتیا لري. شیدې د جسم خواړه دي او مینه د روح خواړه دي او ماشوم چې مینې ته کومه اړتیا لري ، هډو شیدو ته تر اړتیا څه کمه نده .

  ماشوم د موروپلار مینې ته سخته اړتیا لري او که دا اړتیا پوره نشي کینه ورسره پیداکېږي او که دا کینه په یوه پړاو کې درمل نشي ، روح به یې ووژني.

د ټولنې ډېری مجرمان، سرغړاندي او بې لاري هغوی دي،چې په وړوکتوب کې مینه ورسره شوې نه ده او درناوی یې شوی نه دی او د مینې پر کمښت یا د سپکاوۍ پر کینې اخته شوي دي.

پولنډي څېړونکی ډاکتر((آلیس میلر)) ګروهن دی : « د تنکیو ځوانانو د تاوتریخوالي چلن،یوازې له دوی سره  د بدچلنۍ زوکړه نه ده؛ بلکې له کوچنیانو سره په مینه کې غفلت او لنډون هم د تنکیو ځوانانو د ناسم چلن یو آریز لامل دی[139]

هلک او نجلۍ، چې په کور او د موروپلار په توده غېږکې مینه و نه ویني ؛نو که یوه نجلۍ یا هلک یا سړی یا ښځه لږ شانته مینناک چلن ورسره وکړي ورجذبېږي او له کوره تښتي؛ځکه دوی د مینې تږي دي او تږی د اوبو په لټه کې وي،که یې پاکې اوبه وموندې ،ګټنه ترې اخلي،که نه په چټلیو اوبو خپله تنده ماتوي؛نوځکه ټولنه پر فساد اخته کېږي او رسوایي رامنځ ته کوي؛خو هغه کوچنیان چې په مینه ماړه شوي وي، اروایي خوشحاله،زړه یې هیلمن او بانشاطه،روح یې آرام او زړه یې پاک دی او دوی زړه سواندي، چوپړیالان، عادل، ډاډمن او د وګړې خاوندان دي او له نورو سره هاغسې چلي،چې له دوی سره شوی دی.

دې اهمیت ته په پاملرنې رسول اکرم (ص) پېړۍ پېړۍ مخکې کوچنیان تر خپلې ځانګړې پېرزوینې لاندې نیولي او خلکو ته یې مهمې سپارښتنې کړې دي: « له کوچنیانو سره مینه وکړئ او په مهربانۍ ورسره وچلئ[140]

« له ما ځنې نه دی هغه چې د لویانو احترام و نه کړي او پر کوچنیانو لورنه او مینه و نه کړي[141]

  امام صادق(رح) ویلي: د چاچې خپل اولاد ډېر ښه ایسي،پالونکی پرې ځانګړې لورنې لوروي[142]

پېغمبراکرم(ص) وپوښتل شو: «رسول الله ! له چاسره نېکي وکړم؟ ورته یې وویل : له موروپلار سره دې . سړي وویل:موروپلار نلرم. پېغمبر(ص) وویل:له اولاد سره دې نېکی وکړه،اولاد دې د موروپلارپه څېر حق درباندې لري[143]

 حضرت موسی بن عمران علیه السلام له پالونکي سره د مناجات پر مهال وویل : خدايه ! په نزد دې ښې کړنې کومې دي؟ خدای وویل: د کوچنیانو ښه ایسېدل[144]

هو د کوچنیانو ښه ایسېدل هومره مهم او ارزښتمن دي،چې په ګردو صالحو کړنو کې د خدای پر وړاندې اوچت عمل دی او له همدې امله د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) د الهي روزنې د سترې بېلګې په توګه له کوچنیانو سره هېښنده چلن درلود، چې په اړه یې کښل شوي دی :

 « کان رسول الله (ص) ارحم الناس  بالصبیان والعیال؛ رسول اکرم (ص) پر خپلو کوچنیانو او کورنۍ خورا لورین و[145]. »

انس (رض) د پېغمبر اکرم (ص)چوپړیال وایي: « پر خپلو مېرمنو او اولادونو مې تر پېغمبر(ص) خورا لورین لیدلی نه دی[146]. »

د پېغمبر اکرم (ص)د سیرت په باب یې کښلي دي : « والتطف بالصبیان من عادة رسول الله (ص) ؛کان اذا اصبح مسح علی رئوس ولده وولد ولده؛ له کوچنیانو سره مینه د رسول اکرم (ص) عادت او دود و، د حضرت کړنلاره وه،چې هر ګهیځ به یې د خپلو اولادونو او لمسیانو پر سر لاس راښکوده»[147] .

له « کان اذا اصبح» غونډلې ګټنه کېږي، چې لومړی : د پېغمبر اکرم (ص) نازول او مینه تل او هره ورځ وه او دویم دا آنحضرت د ګهیځ نازولو ته ځانګړې پاملرنه درلوده؛ځکه کوچنی تر څو ساعتونو خوب او محبت نه لیدو روسته؛لکه څنګه یې چې جسم خوړو ته اړتیا لري، روح یې هم مینې ته اړتیا لري او رسول اکرم (ص) یې په لومړیو وختونوکې دا اړتیا ورپوره کوله .

نازول د کوچني یو اروایي خواړه دي او چې  ماشوم یې غواړي ؛نو ژاړي  په مازې چې مور په غېږ کې ونیو او د مور د زړه غږ یې واورېد ؛نو آرامېږي، له همدې امله یې په وړوکتونونو کې د مور د زړه غږ صبط کړی او چې ماشوم ژاړي ،دافېته ورته چالانوي چې چوپ شي .

د عبدالله یربوعي (رض) لور وایي: پلار مې پېغمبر اکرم ته بوتلم او ویې ویل: ای رسول الله ! لور ته مې دعا وکړه . رسول اکرم په مینه په خپلې غېږ کې کېنولم او لاس یې زما پر سر کېښود او دعا یې راته وکړه[148].

* په نمانځه کې له کوچنیانو سره د پېغمبر(ص) هېښنده چلن

 پېغمبر اکرم(ص) دومره کوچنیانو ته ارزښت ورکاوه او مینه یې ورسره کوله، ان په نمونځونو کې چې باید په پوره پاملرنه تر سره شي، کوچنیانو ته یې پاملرنه او درناوی نه سپماوه.

عبدالله بن مسعود(رض) وايي: چې پېغمبر(ص) به په نمانځه کې سجدې کولې ؛نو حسنین به یې پر شا ورسپرېدل ،نورو چې دا پېښه څارله ، غوښتل یې مخه يې ونیسي؛خو پېغمبر اکرم (ص)اشاره کوله خوشې یې کړئ او مخه یې مه نیسئ او پر همدې څرنګوالي یې نمونځ پای ته رساوه، بیا یې پخپله غبږ کې کېنول او ویل یې: « د چا چې ښه ایسم؛نو دا دواړه دې هم ښه وایسي[149]

داچې پېغمبراکرم(ص) په جماعت نمانځه او د خلکو په مخ کې د کوچنیانو حالات رعایتول، علت یې دوه څيزونه دي:

لومړی: له کوچني سره مینه کول دکوچني مسلم حق دی او تامین یې هومره مهم او بنسټیز دي، چې ان په نمانځه کې یې رعایت هم لازم دی او دا پاملرنه د نمانځه له ثواب او فضیلته نه کموي؛ ځکه د تېر روایت له مخې له کوچنیانو سره مینه د خدای پر وړاندې اوچت عبادت دی.

دویم: رسول اکرم(ص) په قرآن کې د خدای د وینا له مخې ، د خلکو بېلګه ده او آنحضرت په دې چار د خپل ښوونځي لارویانو ته له کوچنیانو سره چلندود ښيي،تردې چې کله یو یهودی په نمانځه کې له امام حسین سره د پېغمبر اکرم چلن ویني ، هېښېږي او پېغمبر(ص) ته وایي: له کوچنیانو سره داسې چلئ؛چې بیخي ورسره نه چلو او رسول اکرم ورته وايي: تاسې هم که پر خدای او پېغمبر یې ایمان راوړی وای ، پر کوچنیانو به لورین وئ[150] یعنې کوم دین چې مې راوړی،پر کوچنیو د مینې او لورنې دین دی او څوک چې پردې دین ایمان راوړي، باید په څېر مې پر کوچنیانو لورین وي.

* مینه دې څرګنده شي

له اولاد سره مینه درلودل یو غریزي چار دی ؛یعنې په معمول او طبیعي ډول هر موروپلار له خپل اولاد سره مینه لري او ښایي ډېر لږ موروپلار پیداشي، چې خپل بچی به یې ښه نه ایسي؛ خو یوازې زړګنۍ مینه بسیا نده؛ بلکې باید په خوله او ژبه یې څرګنده کړو ؛ځکه هر څوک په تېره کوچنی غواړي نورو ته ګران وي او غواړي پوه شي، چې موقعیت یې د نورو پر وړاندې څنګه دی ،ایا مینه ورسره لري که نه ؟

په زړه کې مینه په بوتل کې د عطرو په څېر ده،که وغواړو د عطرو له ښه بویه برخمن شو او نور یې هم بوی کړي، باید د بوتل سر پرانزو او ګټنه ترې وکړو،که نه کوم عطر،چې څوک بوی نه کړي او پخپله هم ګټه ترې وانخلو ؛نوڅه ګټه لري، که څه بوتل یې په جېب کې ګرځوو.

کوچنی هغې مینې ته اړین دی،چې اغېزې یې د موروپلار، روزونکیو او چاپېریال په کړچارو کې څرګند وي او له ښکولولو،موسکا،په غېږ کې نیوو،نازولو،ټوکو ټکالو،لوبو،ډالۍ ورکولو څېر مسایلو یې پوهېږي، چې مینه یې ورسره ده او ددې مطلب له درکه خوند اخلي.

اسلام چې یو اوچت او غوره الهي دين دی ، دا ټګي یې په پام  کې نیولي او ددې هر یوه په اړه یې د کوچنیانو ولیانو ته ټینګې سپارښتنې کړې دي.

 

 

* د اولادونو ښکلول

ښکلول د مینې څرګندولو خوار غوره ډول او غوره دود دی، چې د اولاد تنده د مینې په شاتو ماته شي . ښکلول د هغې مینې یوه نښه ده، چې باید له اولاد په تېره په وړوکتوب کې ورسره وشي.

ښکلول د هغې لورنې ښکارندوی ده که په کورني جنت کې و نه موندل شي؛ نو د پالونکي جنت ته ورننووتل به ناشوني او یا ستونز من وي .

یو سړی پېغمبر اکرم(ص) ته ورغی و یې ویل: بیخي مې خپل یو ماشوم هم ښکل کړی نه دی،همدا چې سړی مخ پر روانېدو شو؛ رسول اکرم(ص) وویل: له نظره مې؛ داسړی دوزخي دی[151] .

ام المؤمنین عایشه بي بي وایي : یو بېدیانی پېغمبراکرم ته راغی و یې ویل : ایا کوچنیان ښکلوئ ؟ ځکه موږ یې نه ښکلوو. رسول اکرم (ص) وویل : څه وکړم، چې خدای دې زړه بې لورنې کړی دی[152]  .

ښکلول د زړه سوي نښه او د ایمان پولي ته د انسان د ورننووتو ځواک دی او نشتون یې د سخت زړۍ نښه او د ایمان له پولو او د پالونکي له لورنې وتل دي .

رسول اکرم (ص) حسنین  ښکلول، اقرع بن حابس (رض) چې دا پېښه ولیده،ویې ویل : زه لس اولادونه لرم او بیخي مې یو هم ښکل کړی نه دی.  پېغمبراکرم(ص) وویل: څوک چې و نه لورېږي ،لورنه پرې نه کېږي.

 او د روایت له مخې ،رسول اکرم(ص) ددې خبرې تر اورېدو روسته دومره خپه شو،چې رنګ یې واوخوت ورته یې وویل: که خدای دې له زړه نه لورنه اخستې ؛نو زه څه وکړم، څوک چې زموږ پر کوچنیو و نه لورېږي او د مشرانو مو درناوی و نه کړي، له موږ ځنې نه دی[153].

د اسلام ښوونځی او د دین مشران  اولاد ښکلولو ته په فوق العاده  ارزښت قایل شوي دي .

 رسول اکرم (ص) ویلي : څوک  چې خپل اولاد ښکل کړي ،خدای ورته یوه نېکي لیکي[154].

امام صادق (رح) ویلي :اولادونه مو ډېر ښکل کړئ؛ځکه هرې موچې ته مو په جنت کې یوه درجه ده،چې د هرې درجې تر منځ یینځه سوه کاله واټن دی[155] .

امام صادق  ویلي : پېغمبراکرم (ص)فاطمه ډېره ښکلوله[156].

او په بل روایت کې ،څو یې د فاطمې مخ ښکل کړی نه و،نه ویدېده[157].

رسول اکرم (ص) چې له سفره راستنېده، خپله لور فاطمه يې ښکلوله او چې فاطمه به ورتله ؛نو پېغمبر(ص) به له خپل ځایه ورپاڅېده،له لاسه یې نیوه ،ښکلوله یې او پر خپل  ځای یې کېنوله [158] .

 حضرت ابن عباس (رض) وایي : پېغمبر اکرم راغی، امام حسن یې پر یوې اوږې او امام حسین یې پر بلې اوږې و،پېغمبر(ص) یو ځل حسن او بل ځل  حسین ښکلاوه[159].

 انس (رض) وایي: پېغمبر اکرم (ص) پر خپلو مېرمنو او اولادونو خورا مهربان و،چې دغسې مې بل څوک لیدلی نه دی .

په ډېری روایاتو کې راغلي، چې پېغمبر اکرم(ص) به د حسنینو لمن پورته کوله ، ګېډې او د بدن نور ځایونه یې ورښکلول او ان په نمانځه کې یې د دوی له ښکلولو او ورسره له مینې ښوولو دریغ نه کاوه[160].

ابراهیم  زوی یې د تي خورۍ پر مهال له مدینې دباندې په «عوالي » سیمه کې و، پېغمبر اکرم ورتله او موږ هم ورسره تلوو . آنحضرت به کور ته ورننووت، ابراهیم به پر ځمکه  آرام پروت و، را وا به یې خیست ،په غېږ کې به یې ونیو ، ښکلاوه یې او بیابه راستنېده [161] .

* پېغمبراکرم (ص) له خپلو اولادونو سره خورا مینه درلوده

 حضرت عبدالله بن عمر(رض) وایي : پېغمبراکرم(ص) پر منبر وینا اوروله، چې امام حسین جومات ته راننووت،پښه یې په خپلو جامو کې ونښته راولوېد او پر ژړا شو،بې درنګه پېغمبر(ص) له منبره را کوز شو او په غېږ کې یې راونیو او و یې ویل : خدای دې شیطان ووهي،په حقیقت کې اولاد ازمېښتوزله ده،پر هغه خدای قسم، چې زما روح یې په لاس کې دی؛بېواکه له منبره راکوز شوم[162].

او په بل روایت کې راغلي، چې آنحضرت پر منبر د حنسینو ژړا  واورېده اندېښمن راکوز شو،بیا یې وویل : خلکو! اولاد خو یوازې ازمېښتوزله ده،په دوی پسې راولټېدم،حال دا عقل مې راسره نه و (؛یعنې کړه مې د عاطفې له مخې ول،نه عقل).

اولاد او ورته پاملرنه دومره اهمیت لري، چې پېغمبراکرم(ص) په مازې چې د خپل لمسي ژړا اوري، وینا پرې کوي او بې له کومې ملاحظې له منبره راکوزېږي او ځان خپل ګران زوی ته ورسوي، په غېږ کې یې رانیسي او خلکو ته اعلانوي او پر خدای قسم خوري، چې بېواکه له منبره راکوز شوم ؛یعنې بې اختیاره راکوز شوم یا داچې ویې ویل: له منبره راکوز شوم او عقل مې راسره نه و؛یعنې کړه مې د تفکر او تعقل له مخې نه؛ بلکې د عاطفې او احساساتو له مخې ول؛ځکه د عقل او عاطفې او د احکامو ترمنځ یې توپیر دی؛عقل د عدل او علم په څېر سوړ او بې مینې دی؛خو عاطفه ، له احساساتو،تودوخې،دوستۍ او دښمنۍ ډګه ده ،د عقل احکام د استدلال او برهان له مخې دي؛ خو عاطفه له محاسبې او استدلال سره څه کار نلري ، منطق نه پېژني ، عواطف یوازې عشق دی او عشق علمي او عقلي دلیل نه پېژني ،عاشق پر دلیل نه پوهېږي،عقل او منطق ته پاملرنه نه کوي ،ځان بايللی او مجذوب دی .

پېغمبراکرم (ص)په خپلې کړنې او وینا دا ټکی څرګندوي، چې د کوچني په اړه نباید تل د عقل او منطق له مخې چلن وشي؛بلکې کله باید عشق،عاطفه او مینه وکارېږي او مینه ورسره وشي.

* کوچنیوته ډالۍ

 کوچنیانو ته د مینې د څرګندولو یوه وزله او نښه ډالۍ ورکول دي.

ام المؤمنین عایشه بي بي وايي : پېغمبراکرم(ص) ته د سرو یوه ښکلې غاړه کې ورډالۍ شوه او په کور کې یې ټولې مېرمنې راټولې شوې وې او «امامة» د ابی العاص بن ربیع لور(او د پېغمبراکرم د لور له خوا لمسۍ ) د کور په یوې څنډې په خاورو کې لوبې کولې . رسول اکرم (ص) ښځو ته وویل: دا څنګه غاړه کۍ ده ؟ موږ ټولو وروکتل و مو ویل: تر اوسه مو تردې غوره او ښکلې لیدلې نه ده. آنحضرت (ص) واخسته و یې ویل:پر خدای قسم دا به په تاسې کې هغې ته ورپرغاړه کړم، چې تر تاسې ټولو راته ګرانه ده. عایشه بي بي وایي:په دې خبره سر راباندې وګرځېد،چې هسې نه بې له ما د بلې ښځې پر غاړه یې واچوي او نورو هم زما په څېر ننګيرنې درلودې،ټولې له سختې اندېښنې چوپ وې، ناڅاپه آنحضرت له ځایه راپاڅېد او «امامة» خوا ته ورغه او غاړه کۍ یې ورترغاړې کړه؛او یخې کېناستو[163].

همداراز پېغمبراکرم (ص) ته به چې مسلمانانو لومړۍ پخه شوې مېوه راوړه؛نو تر دعا روسته به یې خپل کوچنی اولاد راغوښت او مېوه یې ورکوله[164].

* په کوڅه کې له کوچنیانو سره مینه

چې رسول الله به له سفره راستنېده او په لار کې به له کوچنیانو سره مخ شو، درناوي ته یې درېده- حال دا پر سپرلۍ به سپور و- بیایې ویل : دوی راپورته کړئ او مخکې او شاته یې راکېنوئ او خپلو اصحابو کرامو ته یې هم ویل، چې له ځان سره ځینې کوچنیان درسپاره کړي،کوچنیان له دې خوشحالوونکې نندارې ډېر خوشحالېدل او خوند یې ورکاوه او تل یې دا خواږه خاطرات یادول او راروسته یې په ویاړ یو بل ته ویل[165].

له عبدالله بن جعفر(رض) څخه روایت شوی :ما او د عباس دوو زامنو – قثم او عبیدالله – په وړوکتوب کې لوبې کولې،چې پېغمبر(ص)پر یوې لار راسره مخ شو،و یې ویل : دا (عبدالله )راپورته کړئ او را یې کړئ همداسې وشول او زه یې پخپل مخ کې کېنولم ،بیا یې وویل دا( قثم) راپورته کړئ او را یې کړئ ،همداسې وشول او بیا یې وویل دا (عبیدالله) راپورته کړئ پېغمبراکرم بې له دې چې له خپل تره وشرمېږي، خپل شا ته يې کېناوه ؛ځکه عبیدالله یې پلار ته دېرګران و؛ بیایې درې ځل زما پر سر لاس راښکود او…[166].

* کوچنیان به د پېغمبر(ص) کور ته ورتلل

  رسول اکرم (ص) یو خاورین لوښی درلود،چې اوبه یې پرې څښلې او اوداسه ته یې هم کاراوه، خلکو به خپل ممیز او بېلونکي بچیان ورلېږل، کوچنیان به آنحضرت ته ورتلل ،که په لوښي کې به اوبه وې ؛ نو د تبرک لپاره یې څښلې، پر سر،مخ او بدن یې موښلې او رسول اکرم(ص)به له دې کاره نه منع کول[167].

امام حسن(رض) ویلي: «یوه ښځه له خپلو دوو بچیانو سره پېغمبراکرم (ص) ته راغله او څه یې وغوښتل،آنحضرت درې کجورې ورکړې، ښځې هر یوه ته دوه کجورې ورکړې او یوه یې ځان ته پرېښووه، بچیانو یې خپلې کجورې وخوړې، بیا خپلې مور ته وچونګېدل،مور یې خپله کجوره نیمه کړه او هر یوه ته یې نیمه نیمه ورکړه . مهربان پېغمبر ددې نندارې تر لیدو روسته وویل: «خدای پر خپلو کوچنیانو د لورنې په پار، خپله لورنه  پرې وکړه[168]

 * علي مې روزلی دی

حضرت علي (ک) وایي: « وړوکی وم، چې پېغمبر اکرم په غېږ کې نیوم، پخپلې سینې پورې نښلوم او په خپله بستره کې یې ویده ولم او له مینې یې خپل مخ او بدن راپورې مښود او د خپل خوږ بوی له بویولو یې برخمنولم، مړۍ یې لومړی په خپله خوله کې ژوله بیا یې په خوله کې راکوله او… په پېغمبر اکرم(ص)پسې روان وم؛ لکه چونګی چې نوی له تي غوڅ شوی وي او د مور په پله او سیوري پسې روان وی او هره ورځ یې خپل نېک خویونه را زده کول[169]  .

د حضرت علي (ک) مور فاطمه بن اسد وایي: پېغمبر اکرم دېرش کلن و، چې علي وزیږېد او ډېره مینه یې ورسره درلوده ، تردې چې راته یې وویل: زانګو یې زما له بسترې سره نژدې واچوه او ډېره روزنه یې د پېغمبر(ص) پر غاړه وه، وینځه یې، شیدې یې ورکولې،چې ویدېده زنګاوه یې ،چې به ویښ و،خبرې  یې ورسره کولې او نازاوه یې، او په غرونو درو، بیدیاوو او د مکې د چاپېریال په لارو کې یې ګرځاوه[170] .

هو! پېغبراکرم(ص) له علي (ک) سره خورا مینه درلوده،تردې چې فضل بن عباس (رض) وایي: پلار مې وپوښت : پېغمبر اکرم ته یې کوم یو زوی خورا ګران و؟پلارمې وویل: علي بن ابیطالب . و مې ویل د پېغمبر(ص) زامن مې وپوښتل . بیا یې ځواب راکړ، علي تر ټولو اولادونو ورته ګران و او تر ټولو ورباندې لورین و،له وړوکتوبه یې له ځانه نه بېلاوه؛خو چې کله د خدیجې بي بي لپاره پر سفر و، داسې پلار چې پر خپل زوی خورا لورین وي؛ لکه پېغمبر(ص) چې پر علي لورین و او داسې زوی ،چې پلار ته یې غاړه ایښودې وي، تر علي مې پېغمبر ته لیدلی ندی[171].

د پېغمبراکرم(ص)دا فوق العاده مینه او لورنه وه،چې علي یې هومره پر پېغمبر عاشق کړی و ،چې بیخي تري نه جلا کېده او پل په پل په پېغمبر اکرم (ص) پسې و او ددې لایق روز نپوه ټولې ښوونې یې پلې کولې اوپه دې توګه د رسول الله (ص) په غېږ کې وروزل شو، چې پېغمبراکرم (ص) وویل: « علی ادیبی ؛علي مې روزلی دی[172] »  .

او دا حکمتي روزنې او پالنې وې، چې په لنډه موده کې یې په علي کې پراته استعدادونه او وړتیاوې رابرسېره کړې .

 

* (ب) پر کـــــوچني د مینې اغېز

په ټولیز ډول ان تر بعثت وړاندې، پېغمبر اکرم (ص) له خلکو سره داسې چلېده ، چې پر اخلاقو یې میینېدل، په تېره له کوچنیانو سره یې مینناک چلن مشهور و، تردې چې کوچنی به ترې نه جلا کېده . یو له دې ځنې ((زید بن حارثه)) دی، چې پېغمبر اکرم(ص) تر ځانګړې پاملرنې لاندې نیولی و، تردې چې په ((زیدالحب)) یې ونوماوه ؛ یعنې مینه وړی زید. دی چې له پیغمبر کره وسېده ، هومره د رسول الله (ص) مینه ورسره وه ، چې پلار یې ورپسې راغی، چې یې بوزي؛ خو ورسره ولانړ ، په دې اړه یو ښکلی لوستونی داستان شته .

د پېغمبر (ص) د زوی ویلي ښکلی داستان

د زید مور د خپل ټبر لیدو ته، له کوره وخوځېده، او دی یې هم له ځان سره بوت ، په لار کې لوټ مارو برید پرې وکړ او زید، چې یو تکړه کوچنی و ، له ځان سره یې بوت او د ((عکاظ )) بازار ته یې پلورلو ته راوست .

حکیم بن حزام د حضرت خدیجې رضی الله عنها وراره، خپلې ترور ته په څلور سوه درهمه وپېره او خديجې بي بي تر واده روسته حضرت پېغمبر (ص) ته ورکړ . د زید پلار او تره یې د موندو په لټه کې شول او مکې ته راغلل او خبر شول، چې زید له پېغمبر اکرم کره وسي ، په مسجد الحرام کې یې پيغمبر اکرم ولید او په عاجزی یې وغوښتل، چې  د درنې بیې په بدل کې یې ورکړي.

 رسول اکرم (ص) یې تر خبرو اورېدو روسته وویل : په دې اړه مې وړاندیز منئ ؟ زید به راولم او ستاسې په مخ کې به یې واکمن کړم ، که په خپله خوښه درسره تله ، زه یې وړیا درکوم او که په خپله خوښه راسره پاتېده ، پر خدای قسم هغه چې په خپله خوښه راسره پاتېږي په پیسو به یې بدل نه کړم  او و به یې نه شړم .

 ورته یې وویل :سمه ده، دا وړاندیز منو .

رسول اکرم (ص) زید راوغوښت ورته یې وویل : دوی پېژنې ؟

ویې ویل : هو دا مې پلار او دا بل مې تره دی .

 پیغمبر اکرم (ص) وویل : ماخو هم پېژنې، چې څرنګه درسره چلم، اوس نو یا ما غوره کړه او دلته  پاتې شه  یا په خپله خوښه له دوی سره ولاړ شه .

 زید وویل : ((ماانا بالذی اختارعلیک احداٌ انت منی بمکان الاب والعم ؛ زه به هېڅوک درباندې غوره نه کړم ، ته مې هم پلار یې هم تره !!))

پلار او تره یې وویل :(( زیده! افسوس درباندې مریتوب پر ازادۍ، پلار، تره ، مور او خپلې کورنۍ غوره ګڼې ؟!))

ویې ویل : (( هو ! له دې سړي مې داسې څیزونه لیدلي ، چې چمتو نه یم ، څوک یې پر ځای ومنم!!))

پېغمبر اکرم (ص) چې دا ننداره ولیده ، خپل کور ته یې ستون کړ ویې ویل : خلکو شاهد وسئ، چې زید مې زوی دی میراث رانه وړي او پاتوړی ترې وړم .

 همداچې پلار او تره یې داپېښه ولیده ، یخې اوبه پرې تویې شوې،ستانه شول او زید یې همدلته پرېښود .

تردې روسته نورو پر ((زید بن محمد)) یاداوه، نه ((زیدبن حارثه ))تردې چې آیت نازل شو ، چې «زوی ولي» او میراث یې نفې کړل[173].

همدا زید د اسامه په نامه یو زوی لري ، چې له ده سره هم د پېغمبر (ص) ځانګړې مینه وه . ام المؤمنین عایشه بي بي وایي : پېغمبر (ص) راته وویل : د اسامه مخ ووینځه ، تریو ټندې شوم او داکار مې ننګ ګڼه ؛ خو وینځل مې ورته پیل کړل ، رسول اکرم چې مې حالات ولیدل ، اسامه یې رانه واخست، مخ یې وروینځه او ښکل یې کړ[174] .

هو ! ستر پېغمبر (ص) په مینه او مهربانۍ د کوچني بدن او روح وینځي ، په اوبو ظاهري  او برسېرن خیری او په ښکلولو باطني خیری پاکوي ، سره له دې چې اسامه نه د حضرت محمد(ص) زوی دی او نه لمسی ؛ بلکې د زوی ویلي زوی یې دی  او همدومره، چې د پېغمبر(ص) له کور سره اړیکه لري اوکله کله یې حضرت ویني؛نو د حسنینو په څېر مینه ورسره کوي، چې پخپله اسامه هم په دې اړه وایي : رسول اکرم اخستم او پر زنګانه یې کینولم او امام حسن به یې پر بل زنګانه کېناوه ، بیا یې دواړه په  خوا پورې نیوو ، ویل یې : خدایه ! پر دوی ولورېږه ، چې زه هم پرې لورین یم[175].

دې ځانګړې مينې اسامه هسې وروزه ، چې پیغمبر(ص) په تنکۍ ځوانۍ کې د اسلام د ستر لښکر بولندوی کړ .

* کوچنی او لوبې

د کوچني له «طبیعي ـ پنځیزو» اړتیاوو ځنې یو هم لوبې یې دي؛لکه څنکه چې کوچنی خوړو او ساه ایستو ته اړین دی؛نو لوبو ته هم دی .

له همدې امله خدای یې په خټه کې لوبو ته څوبتیا ورایښې ده او دا څوبتیا یې د ژوند په لومړیو کلونو کې ډېره ده ، داسې چې که کوچنی لوبې و نه کړي او له لوبو یې تېښته وي ؛نو یې د «کم ځانۍ ـ ضعف» او ناروغۍ نښه ده ؛ نو ځکه اسلام سپارښتنه کوي، چې اولاد تر اوه کلنۍ ازاد پرېږدئ، چې لوبې وکړي .

لوبې کوچني ته یو ورزش دی او د بدن او روح د تکامل لامل یې ګرځي ، لوبې یې غړي غړیالي ـ قوي او د نوون ځواک یې پر کار اچوي او ذهني استعدادونه یې راښکاره کوي .

نه ښايي د کوچنیانو لوبې بې ارزښته وګڼو؛ بلکې چې کله کوچنی په خاوره کې څاه اوباسي،اوبخورکوي ، کور جوړوي،سړک سازوي، موټر ځغلوي؛ نو فکر یې د یوه مهندس، کارنده بزګر او چلوونکي په څیر کار کوي ، له خپلو بریاوو خوشحاليږي ، خوند ترې اخلي ، له ماتو او خنډونو تریو ټندی کېږي او لاره چاره ورته پیداکوي .

 کوچنی په لوبو کې خپلې زده کړې منعکسوي اوپه خپلو ازمېښتونو تجربې زده کوي . په ډله ییزو لوبو کې، له نورو سره مرسته، د هم لوبو د حقوقو په پام کې نیول او ټولنیز ژوند دود یادوي، چې دا ټولې چارې ورته ګټورې او د انديزې او ټولنېزې ودې لامل یې ګرځي ، د پخواني شوروي یو تکړه روزنپوه وایي :

((کوچنی چې په لوبه کې څنګه وي؛ نو چې غټ شي، په کار کې به هم هماغسې شي؛ ځکه په هره ښه لوبه کې ، تر هر څه مخکې د کار هڅه او د فکر هڅه رامنځته کېږي . ښه لوبه ښه کار ته ورته ده . په لوبه کې د کوچني ننګېرنې او هیلې راښکاره کېږي . کوچنیان چې لوبې کوي، ورګورئ؛ کومه ونډه یې چې ځانته غوره کړې ،په دې ټاکنه کې  واقعي او رښتونې دي ؛ په لوبو کې د کوچني ننګېرنې واقعي او آرییزي  دي او نباید غټان ورته بې اعتناوي[176].))

پېغمبر اکرم (ص) پر یوه شمېر کوچنیانو تېرېده، چې په خاوره کې یې لوبې کولې، ځینو اصحابو ترې منع کول ، رسول اکرم (ص) وویل : ((پرېږدئ، چې په خاورو کې لوبې وکړي؛ځکه خاوره دکوچنیانو پسرلی دی. [177]))

ته  وا پېغمبر په دې تشبیه دا ټکی څرګندوي؛ لکه څنګه چې پسرلی یو ښه موسم دی، هوا پکې معتدله او بوټي پکې وده کوي ؛ نو د کوچنیانو هم په خاورو کې لوبې ښه ایسي او خوند ترې اخلي او فکریې پکې وده کوي .

* د کوچنیانو د لوبوزلو چمتو کول او لوبې ورسره کول

 کوچنی لوبو او بوختیا ته دلوبوزلو لپاره اړتیا لري، چې باید موروپلار او روزنپوه یې ورچمتوکړي ؛ خو باید د وزلو په غوره کولو کې ځیرنه وشي، داسې وزلې چمتو شي، چې مضرې او بد آموزې نه وي؛ بلکې د کوچني د فکري ودې د پیاوړتیا لامل شي او د خلاقیت او نوون خواته یې ورکاږي .       

روزنپوه باید کوچنی په لوبو کې ازاد پرېږدي؛ خو ټولیزه څارنه دې پرې ولري . نباید د لوبو سامان لوکس او ګران بیه او تر لازم مقداره زیات وي؛ بلکې باید ساده ، ګټور او د اړتیا هومره وي؛ ځکه کوم کوچنیان، چې لوکس او ګران بیه سامان لري، په کبر  او غرور اخته کېږي او هغوی یې چې نلري، خپه کېږي اوځان سپک ننګېري .

که په لوبو کې د کوچنیانو ترمنځ د سامان پر سر شخړه راپیداکېږي او یا نورو ته د سامان په لیدو سیالي ورځي، چې موروپلار یې ورته هماغسې سامان پیداکړي، باید په دې باب غټان په بېړه شخړه هواره او پخلا یې کړي اوپرېنږدي، چې خپګان پاتې شي او پرکينې او دښمنۍ واوړي اوپه مینه او نرمو خبرو یې قانع کړي .

په روایاتو کې راغلي :(( یو بېدیاني د حضرت رسول اکرم (ص) زامنو، حسنینو ته د هوسۍ بچی ډالۍ راوست او پېغمبر (ص) هم ومنله او دعا یې ورته وکړه . په دې وخت کې امام حسن یې تر څنګ و او د هوسۍ بچی یې خوښ شو او پېغمبر (ص) ورکړ ، څه وخت روسته امام حسین راغی ، چې امام حسن د هوسۍ له بچي سره لوبې کوي ، ورته یې وویل : روره ! له کومه دې کړ ؟ ورته یې وویل : نيکه مې راکړ . امام حسین په بېړه ځان پیغمبراکرم (ص) ته ورساوه، چې ماته هم د هوسۍ بچی راکړه، چې د حسن په څېر لوبې ورسره وکړم . حسین څو ځل داخبره وکړه او پېغمبراکرم (ص) چوپ و او په مینه او ناز به ورسره چلیده او….په پای کې یې د حسین غوښتنه ورپوره کړه[178])) .

له دې  روایته د څو روزنیزو ټکیو ګټنه کړای شو : لومړی: د هوسۍ د بچي په څېر له حلالو څارویو سره لوبې کول روا دي ، په دې شرط، چې کوچنیانو ته زیان ور ونه رسوي ؛ خو د پیشو ، سپي او….په څېر څارویو سره لوبې کول روا نه دي اوپوهان وایي، چې دا ډول څاروي له روغتیایي پلوه ښه نه دي او میکروبونه او خطرناکې ناروغۍ لېږدوي.

دویم: که کوم کوچني له نورو سره د لوبو په سامان کې سیالي کوله؛ نو په مهربانۍ دې يې ارام کړي او هڅه وشي، چې خپه نشي او که کوچنی قانع نشو او خپه و؛ نو د شونتیا په حالت دې سامان ورته چمتو شي، د ناشونتیا په حال کې ، هغه لار دې خپله کړای شي، چې کوچنی پکې ډېر لږ روحي زیان وویني .

درېیم: که یو کوچنی ته مو د لوبو سامان چمتو کړ او بل هم مینه ورسره وښووله ؛ نو دا سامان به ترې نه اخلو، چې بل ته یې ورکړو او له لوبو یې بې برخې کړو، چې دا ډول چلن په نوموړي کوچني کې د کینې راپیدا کېدو لامل ګرځي .

موروپلار او روزنپوهان پردې سربېره، چې کوچنیانو ته لوبوزلې چمتو کوي؛نو پخپله دې هم په لوبو کې ګډون ورسره وکړي؛ ځکه کوچنی په دې چار خوشحالېږي ، ځان ته ارزښت او غرورـ ښاڅمني ننګېري او دغسې ننګېرنه د کوچني د وګړې پر راژوندي کېدو او ودې ته ډېره ارزښتمنه ده .

 نن ارواپوهان دا یوه روزنیزه دنده بولي او د کوچنیانو روزنپوهانو ته سپارښتنه کوي :(( لازم دي پلار د خپلو کوچنیانو په تفریح او بوختیاوو کې برخه واخلي . داښه پوهاوی اړین په نظر رسي ؛ بېشکه دا یو ډېر لږ وخت دی، چې ورسره یې تېروي؛ خو ښه والي یې ډېر دی، چې پلار ځان د خپل اولاد تر کچې را ټیټوي ؛ نو نه ښایي دا لنډ فرصت له لاسه ورکړي.[179]))

د اسلام پېغمبر (ص) د بشریت د روزنپوه په توګه پېړۍ پېړۍ وړاندې دې مهم رزنیز ټکي ته اشاره کړې ، چې له کوچني سره لوبې یې یو دیني مستحب چار ګڼلی او حدیثپوهانو هم په خپلو ټولګوکې یو باب ورته پرانستی دی :

((استحباب التصابی مع الولد وملاعبته))؛ یعنې مستحب دي ، چې له اولاد سره لوبې او د کوچنیانو په څېر چلن وشي او په اړه یې ډېر روایات راوړي دي .

پېغمبر اکرم(ص) ویلي : ((من کان عنده صبی فلیتصاب له؛ له چاسره چې کوم کوچنی وي ؛ نو باید د ماشوم په څېر دې ورسره وچلي. [180]))

 او د یو شاعر په وینا:

چونکه باکودک سرو کارت فتاد ــــــــ هم زبان کودکی باید ګشاد

((چې له کوچني سره دې مخه شوه ؛نو د ماشوم په خوله به ورسره چلې ))

له کوچني سره د موروپلار لوبې پر روزنېزو اغېزو سربېره د کوچني د خوشحالۍ لاملېږي او د اولاد خوشحالول پخپله یو ارزښتمن عبادت دی، چې رسول اکرم (ص) ویلي دي : (( څوک چې خپل اولاد خوشحال کړي ، خدای به یې د قیامت پر ورځ خوشحال کړي او د هغه په څېر دی، چې د خدای له ډاره یې ژړلي وي او څوک چې د خدای له ډاره وژاړي : نو خدای به یې له نعمتونو ډک جنت ته ورننباسي.[181] ))

د اسلام د پېغمبر(ص) په نوراني ژوند کې ډېر داسې ځایونه مومو، چې آنحضرت (ص) له خپلې سترې دبدبې او عظمت سره سره، له کوچنیانو سره په چلن کې یې خپله ستریا راټیټوله او د کوچنیانو په څېر چلېده .

جابر(رض) وایې : پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلم،چې پر څلور بولو روان و او حسنین ورباندې سپاره ول او پېغمبر(ص) ویل : (( اوښ مو ښه دی او تاسې ښې سپرلۍ یاست. [182]))

په ځینو روایاتو کې راغلي، چې حسنین پر پېغمبر(ص) سپرېدل او حل حل یې ورته وایه (حل حل د اوښ ځغلولو ته کارېږي. [183])

رسول اکرم (ص) د اصحابو له کوچنیانو سره لوبې او ټوکې کولې او په غېږ کې یې کېنول [184] .

((د رسول اکرم (ص) دود و : د خپل تره عباس زامن ؛ عبدالله ، عبیدالله او کثیر یې پر یوه لیکه درول اوویل یې : هر یو چې ژر راغی، انعام به ورکړم، کوچنیان به پر سیالۍ ورځغاستل او ځانونه به یې د پېغمبر پر شا او سینه ور ارتول او پېغمبر اکرم به په غېږ کې نیول اوښکلول یې ))[185] .

پېغمبر اکرم (ص) د ام سلمه (رضی الله عنهما) له لور زینب سره لوبې کولې ویل یې : کوچنۍ زینبې،کوچنۍ زینبې او څو ځل یې دا لفظ وایه [186].   

یعلي عامري (رض) وایي : حسین په کوڅه کې له کوچنیانو سره لوبې کولې او پېغمبراکرم (ص) له یو شمېر اصحابو سره له خپل کوره راووت . پېغمبراکرم(ص) غېږ ورته پرانسته او ورغی، چې یې ونیسي ؛ خو حسین په خندا دې او هغه لوري ته تښتېده او پېغمبر(ص) هم په خندا ورپسې تله، څو یې ونیو، یو لاس یې تر زنې ورلاندې او بل یې پر شا ورکېښود او خولې یې ورښکل کړه[187] .

پېغمبر اکرم (ص) په دې کار ، مور و پلار او روزنيزو روزنپوهانو ته یو ستر درس ورزده کړ ، د ځان او ملګرو ټول ظاهري تشریفات یې پرېښوول او څه چې له کوچني سره لازم ول، و یې کړل؛ ځکه د کوچني ګټې له تشریفاتو سره اړخ نه لګوي، کوچني مینې او پاملرنې ته اړتیا لري ، هغه درته سترګې پر لار دی، چې پام ورته وشي ، لوبې او ټوکې ورسره وشي، په غېږ کې یې ونیسي او ښکل یې کړي ، د هغه دې ته پام نه دی، چې دلته کوڅه ده ، ستر نیکه او ورسره ملګري یې هر یو شان او مقام لري، چې باید رعایت او په پام کې ونیول شي ؛ نو ځکه داسلام ستر لارښود دا ټولې چارې نالیدې وګڼلې او د کوچني ګټې او مصلحت یې پر خپل ظاهري مصلحت او سازښت غوره کړ او خپله دا وینا یې ((له چا سره چې کوم کوچنی وي ؛ نو د کوچني په څېر دې ورسره وچلي )) په عمل کې نورو ته  وروښووله، چې نړیوالو ته بېلګه شي .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څلورم څپرکی

د کوچني دیني او ګروهيزه روزنه                                         

 

* دین فطري دی

د قرآن او روایاتو له مخې ،خدای ته پاملرنه او دین یو فطري چار دی، او د هر انسان په خټه کې شته؛ یعنې هر ماشوم چې زيږي، په طبیعي ډول خدای نمانځی او دین موندوونکی دی ؛ خو داچې بهرني لاملونه یې بې لارې کړي .

رسول اکرم (ص) ویلي :((کل مولود یولد علی الفطره حتی یکون ابواه یهودانه وینصرانه ؛((هر زېږېدلی د خدای نمانځنې او دینوالۍ پر فطرت نړۍ ته راځي؛ خو داچې مورپلار یې یهودیت یا مسیحیت ته راکاږي. [188]))

د موروپلار یوه درنه دنده داده، چې د ماشوم په اروا کې دا پاک فطرت وروزي . باید موروپلار هڅه وکړي، چې د وړوکتوب له وخته داسې یو چاپېریال چمتو کړي،چې د اولاد ایمان، اخلاق، عواطف او خدای نمانځی فطرت یې وده او تکامل ومومي او خدای هاغسې ومومي، چې تږی انسان  تنده مومي .

دا به ستره او زیانمنه تېروتنه وي،چې د کوچني په لومړیو کلونو کې د روزنې مهمې دندې ته یې ور شاکړو،چې ګنې ماشوم پر څه نه پوهېږي او اوس لا ژر دی او بیا په را روستو کلونو کې دیني او ګروهیزو مسایلو ته د نه اهمیت ورکولو په پار او ټوله مخه دنیوي چارو ته ورګرځول یوه ستره تېروتنه او زیان دی؛ نوځکه هغه پلرونه چې دې بنسټیزې دندې ته شا کوي ،پېغمبراکرم(ص) ترې سخت کرکجن دی .

روایت شوی،چې رسول اکرم (ص) یو شمېر کوچنیانو ته وکتل،و یې ویل :

((د پلرونو له لاسه یې د اخر الزمان پر اولادونو افسوس!

 ورته وویل شول : یارسول الله ! مشرک پلرونه یې ؟

و یې ویل :نه ! مؤمن پلرونه یې چې خپلو کوچنیانو ته دیني فرایض او احکام نه ورښیي او که پخپله اولاد یو لړ دیني مسایل زده کړي ،پلرونه یې د کولو مخه نیسي او دا یې خوښیږي، چې اولاد یې د دنیا ناڅیزه ګټه تر لاسه کړي ،زه له دې پلرونو کرکجن یم او دوی له ما کرکجن دي[189]. ))

ددې روایت له مخې د دین د احکامو زده کړه او له دیني حقایقو سره د کوچني اشنا کول،  د موروپلار په تېره پلار خورا مهمه دنده ده .

خورا مهم څیز، چې اولادونه مو له ډول ډول فرهنګي،ټولنيزو ،اخلاقي او وټیزو مفاسدو او بې لارېتوبۍ ساتي ،پر خدای قیامت ،جنت او دوزخ ټینګه ګروهه ده او دا هله تر لاسه کېږي،چې موروپلار په وړوکتوب کې د خپلو کوچنیانو دیني چارو ته ټینګه پاملرنه ولري او د خپلو اولادونو خدای نمانځنې فطرت خړوب کړي.

پلار دنده لري خپلې مېرمنې او اولادونو ته عبادي (نمانځیز) ،عقیدتي (ګروهیز) او اخلاقي احکام ور زده کړي،چې په زړه کې یې د ایمان او تقوا  رڼا ولګي؛ځکه قرآن وایي :

((عَسَى رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ [190]؛مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي،پر هغه (اور) غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې (ګومارل شوي) دي او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي .))

 

* کوچني ته د پیغمبر اکرم (ص) د ګروهېزې زدکړې یوه بېلګه

   فضیل بن یسار وایي ،له امام باقر څخه مې واورېدل، چې یې وویل : رسول اکرم (ص)  د یوه کار لپاره له کوره بهر شو،په لار کې له فضل بن عباس سره مخ شو، آنحضرت (ص) وویل : دا کوچنی مې شا ته راسپور کړئ ! سپور یې کړ او آنحضرت په خپل لاس له شانه ونیوه ، ورته یې وویل : هلکه ! له هغه خدایه وډار شه، چې ستا په مخ کې حاضر دی . هلکه ! له هغه خدایه وډار شه، چې بې له تا درته بسیا دی  او چې څه دې غوښتل له خدایه یې وغواړه او که مرستې ته دې اړتیا وه، ترې یې  وغواړه او که ټوله هستي یو لاس شي او وغواړي هغه څه چې خدای درمقدر کړي، در یې نه  کړي؛ نو و به نشي کړای او لکه چې ګرد سره مخلوقات وغواړي، هغه څه درکړي، چې خدای  غوښتي درته نه دي ؛ نو وس به یې پیدا نه کړي . پوه شه بریا له صبر ، خوشحالي له خپګان او اساني له سختۍ سره مله ده او …. خدای وایي : که د ټولو بندګانو زړونه مې راټول شي او په اړه مې د خورا ناوړه بنده د زړه په څېر فکر وکړي ،د ماشي د وزر هومره مې له سلطنت او واکمنۍ نه کمېږي او که د ټولو بندګانو زړونه مې د خپل ښه بنده د زړه په څېر په اړه فکر وکړي، بیا هم د ماشي د وزر هومره مې پر واکمنۍ نه ورزیاتېږي او که ټولو بندګانو ته چې څه غواړي، ورکړم دا کار راته داسې دی، چې څوک ستنه په سیند کې ډوبه کړي ــ یعنې هومره مې له زېرمو کمېږي، چې ستنه یې د سیند له اوبو کموي ـــ؛ ځکه ورکړه په یوه خبره کېږي او ژمنه مې هم په یوه خبره عملي کېږي؛ ځکه په مازې چې یو څيز ته ووایم، چې ((شه))؛نو ((شي)). [191]

۷کلن ،۱۰کلن ،۱۵کلن او ترې ورپورته اولاد باید پر سم اودس کولو ، تیمم ،نمونځ ،روژې ،پاکوالي ،چټلۍ اوپر نورو دیني احکامو ځان پوه او عمل پرې وکړي ،کومه نجلۍ چې پېغله شي ،باید د حجاب ،محرم و نامحرم ،له نامحرمو سره د خبرو په څرنګوالي اوخپلو ځانګړو مسائلو پوه شي .تکړه او جامع الشرایط عالم او مولي وپېژني،چې خپلې دیني پوښتنې ترې وپوښتي اوکه اولاد په دې اړه کمزوري ولري ؛نو پلار اصلي مقصر دی او په  قیامت  کې تر پوښتنې ګروېګنې لاندې نيول کېږي .

رسول اکرم (ص) ویلي :((د یوه نارینه ستره ګناه داده، چې مېرمن او اولاد یې ناپوه وي او پر خپلو دیني احکامو پوه نشي )). [192]

ویل کېږي : لومړی څيز، چې په قیامت کې د نارینه مخه نیسي ،مېرمن او اولادونه به یې وي،چې د پالونکي پر وړاندې به یې تموي او وایي : خدایه !زموږ حق ترې واخله ؛ ځکه پر څه چې نه پوهېدو،راته یې و نه ښوول،حرام یې راباندې خوړل او نه پوهېدو ؛نو له نارینه تاوان اخستل کېږي . [193]

ګرانو لوستونکیو ! روایت ته ښه ځير شئ او په منځپانګه کې یې غور وکړئ،هسې نه په قیامت کې له دې سترې ستونزې سره مخ او له ګرېوانه ونیول شو .

دې اهمیت ته په پاملرنې ابو سعید خدرې (رض) وایي :چې کله د ((وامر اهلک با لصلاة ؛(پېغمبره !)کورنۍ ته دې د نمانځه امر وکړه))

آیت[194] نازل شو ؛نو رسول اکرم (ص) نهه میاشتې د هر نمانځه پر وخت د فاطمې او علي وره ته تله ویل یې ((الصلاة یرحمکم الله ؛نمونځ وکړئ خدای دې درولورېږي[195]  )).

دا خورا هېښنده ده، چې پېغمبر اکرم پوره نهه میاشتې ،د ورځې پینځه ځل د خپلې واده شوې لور وره ته ورځي او د نمانځه لومړی وخت وریادوي ! ایا همدا یو ځای راته بسیا نه دی، چې د موضوع پر اهمیت پوه شو او د خپلو اولادونو د عباداتو په اړه په ټینګه عمل وکړو ؟

* کوچنی اوعبادت

معمولاً کوم کوچنیان، چې په دیني کورنیو کې زېږي ؛نو له درې څلور کلنۍ د موروپلار یا مشرانو په لاروۍ یو لړ کړنې تر سره کوي؛لکه په څېر یې رکوع  او سجدې کوي، درېږي، کېني، شونډې خوځوي او…او دا دیني ښوونو ته یوه ښه لاره چاره او زمینه ده .

په یوه روایت کې په بېلا بېلو عمرونو کې د کوچني د عبادت پیل ، مقدار او ترتیب راښوول شوی دی :

امام باقر یا امام صادق ویلي : ((داچې ماشوم درې کلن شو، اوه ځل ((لااله ــ الاالله ))ورته وواست،بیا پرېښوول کېږي، چې ددرېیو کالو ، اوو میاشتو اوشلو ورځو شو ؛نو اووه ځلې ((محمد رسول الله )) ورته وواست او تر څلور کلنۍ یې پرېږدئ ،بیا اوه ځل ((صلی الله علی محمدو آل محمد))ورته وواست او تر پوره پينځه کلنۍ یې پرېږدئ ، بیا یې مخ پر قبله ودروئ، ورته وواست، چې سجده وکړي ؛بیا یې تر شپږ کلنۍ پرېږدئ،چې شپږ کلن شو؛نو رکوع او سجده وریاده کړئ ، چې پوره اووه کلن شو،ورته دې وویل شي : لاسونه او مخ دې ووینځه او نمونځ وکړه ،بیا یې پرېږده، چې پوره د نهو کالو شو، بیا پوره او سم اودس ورزده کړه او د نمانځه امر ورته کېږي او چې یې و نه کړ ،تنبیه کېږي او چې پوره اودس او نمونځ یې زده کړه؛نو انشاء الله خدای یې مور اوپلار بښي[196] .))

په دې روایت کې په ډېر ساده او محدود ډول د دیني ښوونو پړاوونه څرګند شوي  او راښيي، چې له درې کلنۍ  د  لس کلنۍ تر پیله  دې په دې اړه هېڅ ډول ګواښ ،سختګیري او تاوتریخوالی ونشي او پر کوچني دې ډېر ،درانه اوبې موقع مسایل ور ونه تپل شي .

د ارواپوهنې یو استاد وايي : نه ښایي کوچني ته په لنډ وخت کې له بريد ورهاخوا پرېمانه او ډېر مطالب وروړاندې شي؛ ځکه  ستړی او غوسناکوي یې  اوپایله یې اپوټه ده[197] .

موروپلار او روزنپوه باید له څلور کلنۍ یا پینځه کلنۍ ورو ورو حمد او سورت ورزده کړي او ورپسې سوکه سوکه د نمانځه فرایض او ذکرونه وروښیي او په شپږ  یا اووه کلنۍ کې دې یې نمانځه ته وهڅوي ؛ یعنې همداچې د نمانځه وخت راورسي، په دې ترڅ کې چې پخپله نمونځ کوي ؛نو خپل کوچني ته دې هم ووایي، چې نمونځ وکړه او ترې وغواړي، چې نمونځ پرېنږدي ،ان د ګهیځ نمانځه ته یې هم راویښ کړي او که په نمانځه کې یې ناغېړي کوله ؛ نو لومړی دې نصیحت ورته وکړي ، او که نه تر لس کلنۍ روسته دې په پوره احتیاط او ټول جدیت سره نمانځه ته اړ کړي .

موروپلار په دې کړلارې په اسانۍ خپل اولاد له نمانځه سره اشنا او ورباندې روږدوي یې، داسې چې بالغ شول؛ نو پخپله بې له څه زور زیاتي په شوق او مینه نمونځ کوي ؛نو له همدې امله په ډېرو روایاتو کې ټينګار شوی، چې کوچنیان مو له شپږ یا اووه کلنۍ نمانځه ته اړ کړئ[198].

د رمضان میاشتې د روژې په باب هم همدا مطلب دی او کوچنی باید له شپږ یا اووه کلنۍ څه نا څه له روژې سره اشنا شي او د وسې هومره یې روژې نیوو ته اړ  کړو .

امام صادق (رح) وویل :  چې کوچنی روژه نیوای شي ؛ نو باید و یې نیسي [199]))

که مورپلار او روزنپوهان پر خپلو دیني او اخلاقي دندو عمل وکړي او خپل کوچنیان عبادت او دینولۍ  ته راهڅوي او له فساد او ناپاکۍ یې مخه نیسي؛خو که کوچنیان د ټولنیزو فسادونو د اغېز له مخې چې کورني چاپېریال ته یې ورننووتي ،د موروپلار  ویناوو ته اعتنا و نه کړي او ناوړه او ناسم چلن ته دوام ورکوي ؛نو په دې شرایطو کې به یې موروپلار د بې دینه کړنو پر وړاندې پازوال نه وي .

امام صادق د ((قوا انفسکم واهلیکم ناراٌ ….ځان او کورنۍ مو د دوزخ له اوره وساتئ )) آیت په باب وپوښتل شو،چې څنګه خپله کورنۍ له الهي عذابه وساتو ؟

ورته یې وویل : امر و نهې ورته وکړئ .

ورته وویل شول :امر و نهې ورته کوو ؛ خو نه یې مني .

و یې ویل : نو په دې حال کې تاسې خپل مکلفیت ترسره کړی او کوم مسوولیت مو چې پر غاړه و، غاړه مو پرې خلاصه کړې ده[200].

 

* له کوچني به ډېر عبادت نه غواړئ

د کوچنیانو د عبادت په اړه پاموړ ټکي دادی،چې روزنپوه نباید کوچنی ډېرو او ستومانوونکیو عباداتو ته اړ کړي . یو شمېر ناپوه موروپلار په دې ګومان، چې خپل اولادونه دینوال او خدای نمانځي رادبره کړي ،له حده ورهاخوا عبادت او مستحبات ورتپي؛ لکه وایي : باید هر ګهیځ تر نمانځه روسته به څو ځل پلانۍ دعا او ذکر وایي  او په څېر یې ؛خو دې ته یې پام نه دی،چې دا ډول تپنې نه یوازې اسلام ته ګټورې نه؛بلکې کوچني د دین په اړه بد وینوي، او له قرآن او اسلامي احکامو یې زړه توروي .

رسول اکرم (ص) ویلي : (( اسلام یو ټینګ دین دی؛نو په ګوزاره او نرمۍ ورننوځئ او د خدای بندګان د خدای په عبادت کې مه اړباسئ ، چې د هغه سپاره په څېر به وي ،چې خپله سپرلۍ هومره ځغلوي، چې نوره تلای نشي او په پایله کې نه مقصد ته ورسي او نه به سپرلۍ ولري چې سپور پرې شي [201]))

روزنپوه دې پر کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د ډېرو او درنو عباداتو له ورتپلو ډډه وکړي؛بلکې باید په ځینو ځایونو کې یې منع کړي؛ځکه هسې نه د ډېر افراط له امله ستړي او په پایله کې ترې زړه توري  شي .

رسول اکرم (ص) حضرت علي (ک) ته وویل :(( په دین کې به په ګوزاره چلې او داسې عمل کوه، چې د خدای له عبادته دې بد رانشي او زړه توری ترې نشې [202].))

امام صادق وویل : طواف مې کاوه، چې پلار مې راباندې تېر شو او تنکی ځوان وم ،چې په عبادت کې مې هڅه کوله ،په خولو کې  یې ډوب  ولیدم ،راته یې وویل :زویه ! د خدای چې کوم بنده ښه راځي ؛نو جنتي کوي یې او له ډېرو لږو کړنو یې خوښېږي[203].

یعنې دومره ځان مه کړوه؛البته ځینې وخت پکار دي روزنپوه کوچنی او تنکی ځوان یو لړ مستجي عباداتو ته اړ کړي؛ خو هله دې پردې کار لاس ورپورې کړي،چې هغه چمتو،خوشحال او تازه ومومي، که نه له فرایضو دې زیات څه ترې نه غواړي .

حضرت علي (ک) ویلي: ((زړونه د څوبتیا او ناڅوبتیا حالات لري ، د څوبتیا پر مهال یې مستحباتو ته اړ کړئ او د ناڅوبتیا پرمهال د فرایضو پرکولو قناعت وکړئ [204].))

* په دیني ښوونو کې له کوچني او ژڼي سره ګوزاره کول

امام زین العابدین (رض) ویلي :((دکوچني حق دادی، چې پر مهربانۍ ورسره وچلیږې او ګوزاره ورسره وکړې، شخړه او لانجه ورسره و نه کړې ،دا دود د کوچني ودې او ښیون ته وړ او خورا مناسب دی[205] .))

په دې روایت کې ګوزاره یوه بنسټېزه روزنيزه مساله اوڅار شوې، چې باید په ټولو برخو په  تېره په عباداتو او دیني ښوونو کې په پام کې ونیول شي .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((په نرمۍ یې ورزده کړئ ،نه سختۍ؛ ځکه پوه او ګوزاره کوونکی ښوونکی تر سختګېره ښه دی.[206]))

که وغواړو د خپلو اولادونو د روزنې په کار کې مطلوبو پایلو ته ورسو؛نو باید ځان په دې وسله پوره سمبال کړو ؛ځکه ویل شوي: په شاتو تر سرکې ښه مچان نیوای  او مار له سوړې په نرمۍ او د لاسا رایستای شو .

امام صادق ویلي : ((څوک چې له خلکو سره په نرمۍ وچلي؛نو څه چې ترې غواړې ،ترلاسه به یې کړي .[207]))

متعال خدای د پېغمبر اکرم (ص) د بریاوو خواله په نرمۍ اوګوزاره کې بولي ، وایي: آل عمران – ۱۵۹ آیت؛((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[208] ؛ نو خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛نرم (او مهربان) شوى يې او كه بد خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو ترې تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه خداى توكل كوونكي خوښوي . ))        

په آیتونو او روایاتو کې له څېړنې دا مطلب ترلاسه کېږي، چې د انسانانو روزنه او ارشاد او په زړونو کې یې ورننووتل ،په تېره دیني روزنه بې له نرمۍ او ګوزارې ناشونې ده او د خپلو موخو په پراختیا کې د نړۍ له نورو مشرانو سره د الهي پېغمبرانو توپیر همدا مساله ده ،چې پېغمبرانو کله هم په زور،ګواښ او تاوتریخوالي لاس پورې کړی نه دی؛ بلکې د لورنې او ګوزارې وسله یې کارولې ده .

رسول اکرم (ص) وایي : (( انا معاشر الانبیاء امرنا بمدارة الناس؛ موږ پېغمبرانو ته سپارښتنه شوې، چې له خلکو سره ګوذاره وکړو.[209]))

او په بل روایت کې وایي :((اعقل الناس اشدهم مداراة للناس ،واذل الناس من اهان الناس ؛ډېر عقلمن هغه دی، چې له خلکو سره ډېره ګوزاره کوي او هغه ډېر پست دی، چې خلک سپکوي [210]))

 

 * د پېغمبر اکرم (ص) د ګوزارې بېلګې

امام صادق (رح) ویلي :((رسول اکرم (ص) نمانځه ته ودرېد او حسین [چې کوچنی و]د آنحضرت ترڅنګ و،پېغمبر (ص) تکبیر ووایه؛خو حسین ونشو ویلای، پېغمبراکرم بیا تکبیر ووایه ؛خو بیا هم حسین ونشو ویلای، تردې چې پېغمبراکرم (ص) تکبیرونه  وویل او حسین په اووم ځل وویلای شو؛نوځکه د نمانځه په لومړیو کې ــــ اوه ځل تکبیر ویل سنت شو [211]))

هلال بن حکم (رض) وایي :چې مدینې ته راغلم ؛نو له پېغمبره (ص) مې ځينې اسلامي احکام زده کړل؛لکه که انسان پرنجی وکړي ،باید د خدای شکر وکاږي اوکه بل څوک پرنجی وکړي او د خدای شکر وکاږي ؛ نو باید دعا ورته وکړي؛یعنې ورته ووایې :((یرحمک الله: الله دې درباندې ولورېږي)).یوه ورځ مې په پېغمبر (ص) پسې نمونځ کاوه،چا پرنجی وکړ، و مې ویل: ((یرحمک الله ))چې دا غونډله مې وویله؛نو ټول جماعت راته وران وران ولیدل،و مې لیدل، چې ولې راته د سترګو په کونجو کې داسې وینئ ؟ جماعت ((سبحان الله: الله ته پاکي ده.))وویل،چې پېغمبر اکرم نمونځ پای ته ورساوه ،ویې ویل :چا په نمانځه کې خبرې کولې ؟ ورته وویل شو،دې بیدیاني! پېغمبر اکرم (ص) راوغوښتم راته یې وویل :نمونځ یوازې د قرائت او د خدای د یاد لپاره دی ؛نو چې نمانځه ته ودرېدې ،باید حالت دغسې وي .

بېدیانی وایي : تر پېغمبر اکرم (ص)مې خورا مهربان او ګوزاره کوونکی ښوونکی لیدلی نه دی (فما رایت معلما ارفق من رسول الله .[212])

روایت شوی، چې تل یو انصاري ځوان په پېغمبر (ص) پسې نمونځ کاوه او ګناه یې هم کوله ،پېغمبر (ص)یې  له دې وضعیته خبر کړ. آنحضرت (ص) وویل :په پای کې نمونځ به یې له  بدیو منع کړي،څه وخت روسته ځوان توبه وکړه اوله ګناه یې لاس واخست[213].

امام صادق ویلي :پېغمبر(ص) یوې ډلې انصاري ځوانانو ته ورغی، و یې ویل :قرآن درته لولم ،که هر یو وژړل ؛نو جنتي به وي ،د زمر سورت (۷۱) آیت یې تر پایه ولوست (وسیق الذین کفروا الی جهنم زمرا….؛یعنې [دقیامت پر ورځ ]کافران ډلې ډلې جهنم ته ورشړل کېږي او….،))ټولو وژړل ؛خو یو یې وویل: یا رسول الله ! ځان مې پر ژړا واچو ؛ خو اوښکې مې تویې نشوې  . رسول اکرم (ص) ورته وویل :دوه ځل یې لولم ،چاچې ځان پر ژړا واچو ؛نو دا هم جنتي دی . پېغمبر(ص) بیا آیتونه ولوستل او ټولو وژړل او دې ځوان هم ځان پر ژړا واچو اوټول جنتیان شول[214].

هو ! د رحمت پېغمبر د احکامو او دیني ،اخلاقي، ټولنېزو او…مسایلو په ښوونه کې له پوره نرمۍ او ګوزارې کار اخسته او له سحتګېرۍ یې ډډه کوله .

 

* بې دیني د پلار د تاوتريخوالي پایله

یو دیني مبلغ وایي :د یوه طبیب دوست کور ته ورغلم ؛خو پام مې شو چې نمونځ نه کوي ،حیران شوم ؛ځکه کورنۍ مې یې پېژنده، چې نېکان او نمونځ کوونکي پکې ول ،پلار یې ملا و او هیله کېده، چې د لوړو زده کړو خاوند زوی به یې هم نمونځ کوي او دینوال وي؛نو ځکه هوډ مې وکړ او د نمانځه نه کولو علت مې ترې وپوښت .

ورته مې وویل :ډاکتر صیب! کورنۍ مو دیني او په تېره پلار دې ملا او ته پخپله هم د مطالعې خاوند او لوړې زده کړې دې هم کړي؛خو ولې نمونځ نه کوې ؟

راته یې وویل :ښاغلیه ! پلارمې بې دینه او بې نمانځه کړم !!

ومې ویل : څنګه ؟!

و یې ویل :په زور او وهلو ډبولو یې د ګیهځ نمانځه ته پاڅولم اوپه زور یې د دیني مکلفیتونو ترسره کولو ته اړایستم  او زه دغسې له نمانځه او عبادته کرکجن شوم ،چې د کلونو کلونو په تېرېدو سره سره اوس مې هم په ذهن کې هغه ترخې خاطرې پاتې دي او نمونځ مې ښه نه ایسي ! فاعتبروا یا اولی الابصار!!!

د ایران یو مشهور لیکوال ارواښاد ((جلال آل محمد ))وایي : ځکه مې یو وخت د الحادي ښوونځیو لار ونیوه،چې پلارمې د دیني مسایلو او  عملي کولو په اړه سختګیر و، او لامل شو چې له دینه زړه توری شم [215].

هو ! په عباداتو کې له کوچني سره زور زیاتی،تاوتریخوالی ، سختګیري او د ګوزارې نه کولو پایله بې له دې بل څه نه وي .

له همدې امله په اسلام کې دکوچنیانو وهل ډبول، ان ښوونې او روزنې ته یې منع ده ؛خو په ځانګړي ځای او ځانګړي څرنګوالي سره.

حضرت علی (ک) یو شمېر کوچنیانو ته وویل : (( خپل ښوونکي ته وواست : که د روزنې په پار تر درېیو لښتو ډېر مو ووهي ؛ نو غچ ترې اخستل کېږي .[216]))

او په بل ځای کې وایي : (( د کورنۍ کوچنیا ن مو په خوږه ژبه، نمانځه او پاکوالي ته اړ کړئ …[217]))

ښوونکی او روزنپوه که د توندۍ، سختګیرۍ ، تاو تریخوالي او تنبیه پر ځای،  له اخلاقو، مینې، رښتینولۍ ، هڅونې ، تېرېدنې او ګوزارې کار واخلي؛ نو ډېره بریا به یې پر برخه وي او زده کړیال به په مینه د خپل ښوونکي او روزنپوه له لوري اوڅار شوي مطالب زده کړي او دیني ښوونو او عبادي کړنو ته به ورمات شي .

پوهان وایي : وهل ډبول، چې په کوچني کې کومې اغېزې شیندي؛ تر هغو اغېزو ‌ډېرې لږې دي ،چې پرېکنده یادونې او ورو ورو لاسوهنې یې په کوچني کې ورشیندي[218].

 

* اسلام او د کوچني تنبیه او ډبول

یو شمېر میندې، پلرونه او روزنپوهان ګروهن دي، چې د ماشوم ډبول یو لازم او ګټور چار دی او باید :ادبونې ته یې په ډبولو لاس پورې کړو؛ خو د اسلام د ښوونې او روزنې په سول کې له کوچني سره مهرباني او نرمي لومړنی آر دی او ډبول نه یوازې ړومبی روزنیزه  وزله نه بولي ؛ بلکې زیانمن لامل یې ګڼي او نهې کړې یې ده؛خو په ځانګړو شرایطو او وختونو کې یې د یوې احتیاطي او روستۍ حل لارې په توګه جایز کړي دي .

حضرت علي (ک) ویلي :(( عقلمن انسان په ادب او روزنې  نصیحت مني او څاروي یوازې په وهلو روزل کېږي. [219]))

یو تن وایي :له زویه مې امام موسی بن جعفر (رح) ته شکایت وکړ ،راته یې وویل :((مه یې وهه؛بلکې ادبولو ته یې، ورباندې غوسه شه ؛خو پام دې وي ،چې غوسه دې اوږده نشي او ژر پخلا شه.[220]))

امام په دې روایت کې په ډاګه ډبول منع کړي او پر ځای یې ډېرو لږو عاطفي مجازاتو ته اجازه ورکړې ده .

 د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) او امامان د بشري روزنې بریالي روزنپوهان ول، خپل اولادونه او لمسیان یې خورا ښه روزلي دي ؛ خو د دوی په ټول عمر کې مو لیدلي نه دي، چې د روزنې په سپېڅلي چارکې به یې وهل ډبول کړي وي .

ام المؤمنین عایشه بي بي وایي :((رسول اکرم (ص) یوازې له کفارو سره د جګړې په ډګر کې وهل ډبول کړي. [221]))

ددې خبرې مانا داده،چې پېغمبر اکرم کله هم خپلې مېرمنې، اولاده ، لمسیان او چوپړیالان وهلي ډبولي نه دي . ډېری پوهان په تېره د کوچنیانو ارواپوهان، ډبول یو زیانمن چار بولي او وایي : ډبول کوچنی نه سموی ،که څه شونې ده، ظاهري ژر تېرېدونکې اغېزې ولري؛ خو مهم او نه جبرانوونکي زیانونه هم لري .برتراندراسل (۱۸۷۲ــ۱۹۷۰ز) لیکي : ((په ګروهه مې هډو وهل ډبول بیخي سم نه دی[222]))

بل عالم لیکي : موروپلار چې په کور کې څومره په تاوتریخوالي چلي ؛ نو اولاد به یې هم تاوتریخجن شي . څېړنو ښوولې، چې تاوتریخوالی په هغو کورنیو کې ډېر لیدل کېږي ،چې سختګېرې وي او د کوچني روزنې ته وهل ډبول اړین بولي [223]))

پولنډي څېړونکی ډاکتر ((الیس مپلر)) د یو شمیر سر زورو چارواکیو لکه چایسسکو ،استالین او هیتلرپه اړه څېړنې کړي او لیکي :

((دوی ټول په وړوکتوب کې موروپلار وهلي او ډبولي او ددې هر یوه چورت هم پرې خراب شوی نه دی او وهل یې زغملي دي.[224]))

 

* وهل ډبول روستي درمل

لکه چې وویل شول اسلام په روزنه کې وهل ډبول د اړین لامل په توګه روا نه بولي،په تېره په وړوکتوب او تر بلوغ وړاندې وخت کې او که په ځینو روایاتو کې تجویز شوي ؛نو روستۍ لاره چاره او د یوې احتیاطي  وزلې په توګه، په ځانګړي وخت او شرایطو کې مطرح شوي دي .

په روایاتو کې راغلي ((اخرالدواء الکی ؛دا غول ،روستي درمل دي.[225]))

او یو عربي متل دی :((السیف اخر الحلیل ؛توره روستۍ چاره ده ))؛یعنې د شونتیا تر بریده نباید داغ کېښوول یا تورې ته لاس شي ؛ بلکې هله ترې کار واخستل شي، چې بله لار نه وي او بې له دې بله چاره نه وي .

روزنپوه هله وهل ډبول کړای شي،چې ټولې لارې یې وهلې وي او پایله یې اخستې نه وي ؛نو ځکه باید پرېکنده عمل وکړي او روستۍ وسله  په مجاز برید کې وکاروي ،چې البته په دې حال کې د وګړیو په سمونې او سالم سازۍ کې د وهلو ډبولو له ونډې نمښته نشوکړای .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((اولادونه مو په اوه کلنۍ کې نمانځه ته اړ کړئ او که په لس کلنۍ کې یې نمونځ نه کاوه ؛نو و یې ډبوئ[226]))

حضرت علي (ک) ویلي :((د کورنۍ کوچنیان مو په خوږه ژبه ،نمانځه او پاکوالي ته اړ کړئ او چې لس کلن شول؛نو و یې وهئ ؛ خو تر دریېو ګوزارونو  یې ډېر مه  وهئ [227]))

په دې دوو روایاتو کې په ډاګه وهل ډبول اوڅار شوي ؛ خو په لس کلنۍ او محدود چوکاټ کې د نمانځه لپاره نه بل څه ته .

هېڅ پلار حق نلري بې له لومړیو لارو له وهلو او له اغېزو یې له نهیلۍ ، خپل کوچنی نمانځه ته وډبوي؛ بلکې باید لومړی په ۶ یا ۷ کلنۍ کې په مینه ، نرمۍ ، خوږه ژبه ، هڅونې ، انعام ورکونې ، ورو ورو یې نمانځه ته اړ کړي او که کوچني څه پاملرنه ونه کړه ؛ بیا هم یې وهلای نشي ؛ بلکې باید دګوزارې دود خپل کړي، تر دې چې کوچنی لس کلن شي ، که بیا هم پایلې ته و نه رسېد او ټولې لارې یې پرمخ وتړل شوې ، بیا دې یې په مجاز حد کې ووهي .

باید روزنپوه  د یوه طبیب په څېر  لومړی درد وپېژني ، بیا دې مناسب درمل تجویز کړي او یا دې په جراحۍ عملیاتو لاس پورې کړي . که ناروغي په لنډ شانته پرهېز او درملو رغېږي ؛ نو کوم عاقل ځان ته اجازه ورکوي، چې رغېدا ته یې ګېډه په چاړه څیرې کړي ؟!                                                                                         نباید روزنپوه بې د ستونزې او حل لارې له پېژندو پر کوم اقدام لاس پورې کړي ؛ ځکه وهل ډبول خو له روزنپوه سره د یوې وسلې یا ځانګړو درملو په څېر دي ، چې باید د اړتیا پر مهال او مناسبه موقع کې کار ترې واخلي . 

روزنپوه نباید د مجازاتو روستی پړاو په لومړي پړاو کې وکاروي ؛ ځکه په دې حال کې یې ځان روستیو پړاوونو ته بې وسلې کړی او ښیون ، روزنې او درملو ته به څه وزله و نه لري .          

که ماشوم په خوږه خبره، یا یوې یادونې یا لږ شانته غوسې لارې ته راوستای شو ؛نو څه  پکار، چې په ګواښ اوڅپېړې او د لرګي په ګوزار یې مجازات کړو او لطیف روح او جسم یې وځورو.

که روزنپوه پوهېږي، چې وهل ډبول دکوچني پر نا غوره چلن اغېز نه لري؛ نو نه ښایي بې موخې یې ووهي؛ ځکه له وهلو د اسلام موخه د نامناسب چلن سمونه ده او که دا موخه پوره نشي؛ نو وهل یې چټي او بلکې حرام دي .

موروپلار یا روزنپوه حق نلري د غوسې په پار یا په نورو پلمو د لېوني په څېر پر کوچني لګیا شي ،په لغتو یې ووهي اوپه څپېړو او لښتو یې مخ شین کړي یا یې په سره وسپنه وداغي او مرګونی یې کړي ؛نو په دې حال کې روزنپوه باید قصاص شي او موروپلار هم باید ((دیه ))ورکړي .

 

* په وهلو ډبولو پورې اړوند شرعي احکام

۱ــ که څوک پرمخ په څپېړه یا بل څه ووهل شي ،چې مخ یې سور شي ؛نو باید نیم شرعي مثقال سره ورکړي،چې هر مثقال یې اتلس نخوده دی . او که شین شي ،درې مثقاله او که تور شي باید شپږ مثقاله سره ورکړي ؛ خو که چا د بدن بل ځای په وهلو ،سور ،شین یا تور کړ ؛نو څه چې وویل شو ،نیمايي دې یې ورکړي .

۲ــ که هلک یو کبیره ګناه وکړي ،ولي یا ښوونکی یې :ادبونې او تادیب ته هومره وهلای شي، چې دیه پرې واجب نشي .

۳ــ که څوک هلک داسې ووهي، چې دیه واجب شي ؛نو د کوچني دیه مال دی  اوکه ومري باید ورثې ته یې ورکړي او که پلار خپل بچی هومره ووهي ،چې ومري ؛نو دیه یې نوره ورثه وړي او خپله پلار ته د دیه څه نه ورکول کېږي[228] .

له دې دریېو مسالو ښه ګټنه کېږي،چې کوچنی بې دلیله وهلای نشو او که کومه کبيره ګناه وکړي [یا تر لس کلنۍ روسته نمونځ و نه کړي]؛نو هومره یې وهلای شو،چې دیه واجب نشي او که وهل د دیه تر بریده ورسېدل ؛نو ورکول یې واجب دي .

د وهلو ډبولو پر مهال د څو ټکیو په پام کې نیول اړین دي :

۱ــ هڅه وکړو کوچنی د نورو په مخ کې ونه وهو؛ځکه د کینې او روحي خپګان لاملېږي .

۲ــ پلار باید د خپل اولاد د مجازاتو لپاره له خویندو او روڼو یې او روزنپوه دې د زده کړیال له همټولګیو مرسته و نه غواړي ؛ځکه دا کار یې دخپلمنځي کینې او دښمنۍ لاملېږي  .

۳ــ د روزنپوه دې پام وي،چې د بدن حساس ځایونه؛ لکه سترګې ، غوږونه ،مخ ،زړه او…و نه وهي اوغوسناک  دې نه وي ؛ځکه شونې ده کوچني ته نه جبرانېدونکي زیانونه ور واوړي[229] .

 

 

* غیر بدني تنبیهات (وهل ټکول )

غیر بدني وهل دوه ډوله دي :یو ډول یې زیانمن،خطرناک او تر بدني وهلو بدتر او له شرعي پلوه حرام دي؛ لکه : له کوچني سره بد اخلاقي ، په کوچني کې د ډار،وحشت ،اندېښنې او ترهې پیداکول ،په تیاره او نامناسبو ځایونو کې یې بندي کول ،له کوره شړل، همېشنۍ ټپسورۍ ، کنځل ،توهین او سپکاوی،په پېغور ورته د نورو صفت کول ،بې عدالتي او له حقه یې بې برخې کول ، د نورو په مخ کې یې وهل ټکول او…

دویم ډول یې هغه مجازات دي،چې هومره خطر نه لري؛بلکې که عاقلانه اوپه موقع ترسره شي، ګټور به هم وي؛ لکه :لږه غوسه ،د لږ  وخت لپاره له لوبو او تفریح منع کول ،ددې ویل چې له  پلاني کاره دې خپه یم ،ټنده ترېوول ،یو یا دوه وخته خواړه نه ورکول ،د کور یاله کوره پر بهر  چارو یې مکلفول او…

یو شمېر بد اخلاقه او ناپوهه پلرونه او روزنپوهان، چې له پوهې او منطق سره څه تړاو نلري، کورنی چاپېریال  په کنځلو ،سپکاوي ،بې احترامۍ،چغو او وهلو ټکولو داسې تریخوي، چې د زغملو وړ نه وي . انګېري، چې کور پوځي غونډ او د جګړې او دعوا ډګر دی ؛خو له دې غافل دي، چې کور د وسېدانې،ارامۍ ،امن ،مینې،صمیمیت ،سولې پخلاینې ،تېرېدنې او مړانې ځای دی، د عدل ،انصاف، عشق او فضلیت ټینګه ماڼۍ ده، د پاکۍ ،یو رنګۍ ،وفا او صداقت روڼ ابشار او څڅوبی ؟دی او لنډه داچې :کور د روزنې او انسانیت غوره جنت دی ، نه د وحشت او فرعونیت سوځنده دوزخ .

یوه زیانمنه تنبیه ،په ماشوم کې د ډار راپنځول دي . ډېری وګړي ګروهن دي ،چې باید کوچنی له پلار او روزنپوه وډار شي، چې دا کار خلاف چارې ،ترهه او وحشت رادبره کوي ؛خو پوه دې شي، چې په کوچني کې د ډار او ترهې راپنځول یوه ستره تېروتنه او زیانمن چار  دی . پېغمبر اکرم (ص) ویلي ((پرهغه دې افسوس وي، چې د ظلم په پار یې اطاعت کوي. ))

 او په بل روایت کې وایي :((په قیامت کې هغوی ناوړه خلک دي ،چې نور یې د شر له ډاره احترام کوي .))

نه یوازې دې کوچنی له پلار او روزنپوه و نه ډارېږي ؛بلکې باید سخت ورته ګران وي اوپه لیدو یې خوشحال شي؛لکه څنګه چې نباید انسان هم له خدایه وډارشي ؛ځکه ډېر  مهربان او عادل دی او چا ته بې استحقاقه سزا نه ورکوي؛ بلکې باید د پالونکي له مقامه ـــ چې د علم ، حکمت او څارنوالۍ مقام دی ــ وډارشي؛یعنې په حقیقت کې انسان باید له خپلې ګناه او د نورو پر حق له تېري وډار شي؛ځکه همدا چارې دي،چې د پالونکي د غوسې لامل او په پایله کې د انسان د عذاب او سزا لامل ګرځي .کوچنی باید د پلار له مجازاتو او عدالته وډارشي ،نه پخپله له پلار، سرزورۍ او استبداده یې؛ یعنې کوچنی باید پوه شي، چې  پلار د کور د وګړیو د بې ادبیو او ناوړو چارو پر وړاندې بې توپیره نه پاتېږي ؛ بلکې هر خلاف چار او بې ادبۍ ته مناسبه سزا په پام کې نیسي؛ نو په دې حال کې به اولاد د پلار د تنبیه او سمو مجازاتو له ډاره په ګناه او بې ادبۍ لاس پورې نه کړي او هر یو به هڅه کوي، چې خپله دنده ښه تر سره کړي، چې پر سزا اخته نشي .د ګناه ،بې ادبۍ او قانون ماتونې په پار له سزا ډار ،نه یوازې کوچنیانو؛بلکې د کورنۍ ټولو غړیو او ټولنې ته یو لازم او ګټور چار دی او روزنپوه باید ددې رادبره کولو ته  لاره چاره چمتو کړي، چې څوک یې پر رایادولو د ګناه کولو جرات ونه کړي .

داسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) په کورني چاپېریال کې ددې زمینې راپنځولو لپاره مور و پلار ته امر کوي، چې خپله کوړه په مناسب ځای کې راځوړنده کړي : ((علقوا السوط حیث یراه اهل البیت فانه لهم ادب ؛ کوړه مو د کور په داسې ځای کې را ځوړنده کړئ، چې د کورنۍ غړي یې ویني ، ځکه دایې د :ادبونې یوه وزله ده[230] .))

پخپله  دې ته په پا منیوي، چې کوړه د سر غړاندو د سزا وزله ده ، په لیدو یې انسان ته سزا وریادېږي او هر څوک د خپل کار حساب سنجوي؛ نو ځکه د بشریت روزنپوه پېغمبر اکرم(ص)، روزنپوهانو ته دا روزنیز امر ورکوي . ددې دود پایله داده، چې او لادونه به دنده پېژاندي او مودب رادبره شي ؛ خو که ډار یې له پلاره وي ، چې د پلار سیوری کمرنګ شي؛ نو پر ناوړو چارو به لاس پورې کړي او بې مسوولیته او بد چاري به ترې جوړ شي .

ډېره او بې موقع پړه اچول یوه بله نابدني تنبیه ده ، چې خورا زیانمنه او فساد را ولاړوونکې ده .

حضرت علي (ک) ویلي : ((په پړه اچولو او ټپسورۍ کې زیادښت کول ، د ځېل او مخالفت اور ژبغړاندوي [231]))

که څه نه ښایي کوچنی پر خپل سر خوشې کړو ، باید په لازمو لارښوونو یې له خپلو دندو سره اشنا کړو ؛ خو پام مو وي، چې پرله پسې پړې اچول ، کوه مه کوه  او د اولاد په چارو کې له اندازې ډېره لاسوهنه ، دوی بې لایتوب ، بد اخلاقۍ ، ځېل او ناوړو دریځنیونو ته اړ باسي .

که کوچنی څه ناسمي لري ؛ نو باید روزنپوه عاقلانه او شخصیت ته یې په درنښت او نه سپکاوي سمه لار ور وښیي او که پړه لازمه وي ؛ نو په مناسبه موقع او چمتو روحي او ټولنیزو شرایطو کې د یوه طبیب په څېر ور په ګوته شي ، نه داچې تېروتنه او ښویېدنه یې پر مخ ورو تپل شي او هر وخت یې پړوي او په پایله کې یې مخالفت او غبرګون ته اړ کړي . که کوچني څه خطا وکړه ؛ نو نباید د نورو په مخ کې یې خطا مطرح کړو ؛ ځکه دا کار یې نورو ته بې پتوي او پر مخالفت یې ورزیاتېږي او د غچ اخستو روحیه ورسره پیداکېږي .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((که کومې ښځې چې ستاسې چوپړیاله ده زنا وکړه ،سزا یې دا ده : حد پرې جاري کړئ ،خو ګناه یې پر مخ مه ورتپئ او مه یې خجالتوئ [232]))

ټپسوري او پړه اچول دومره کړوونکې او ناروا ده او زیانمنې اغېزې لري ، چې پېغمبر (ص) اجازه نه ورکوي ،ان هغه چې د بې عفتۍ په پار چې باید حد پرې  جاري شي ،ټپسوري نشي  او تردې خو دا ډېره ناوړه چار دی ،چې کوچنی پر ناکړي چار ټپسور کړو .

  یو روزنپوه وایي : څېړنې ښیي،چې د کوچني د غوسې او ټولنېزې ناخوښۍ معمولي دلیل ؛په ناکړي کار یې ټپسورول دي .[233]))

 

 

 

[1] رضا نوري او علي رضا مرادي، روان شناسي تربیتي، ۸۹ مخ.

[2] داکتر غلام حسین شکوهي، تعلیم و تربیت و مراحل آن، ۱۲۵ مخ: ((د متیازو او ډکو متیازو کابو کول له (۱۶-۱۵) میاشتو وروسته پیلېږي او تر دې مخکې په ماشوم کې دې چار ته طبیعي چمتوالی نشته؛  نو له همدې امله تر دې وخت وړاندې یې د متیازو او ډکو کابو کولو ته لاس پورې کول څه ګټه نه لري. د دې لپاره چې د ماشوم متیازې او ډکې کابو کړای شي؛ نو د ورځې یې څو ځل ودروئ چې متیازې او ډکې یې وکړې؛ ویې نازوئ، داسې چې ماشوم د متیازې کولو او نازولو په اړیکه پوه شي، چې دا چلن یې د متیازې کابو کولو ته اړباسي.

[3].تېره سرچینه ۱۰۰ مخ .

[4] ځینې میندې د ناسمو ملاحظاتو له مخې خپل اولاد ته تی نه ورکوي، دا ډول میندې د خپل چار له روغتیايي په تېره روحي او عاطفي زیانونو ناخبره دي، که نه کومه مور، چې خپل اولاد تر ځان ورته ګران دی، بیخي نه چمتو کېږي چې په ناڅیزه مسایلو خپل اولاد له راتلونکي نېکمرغه ژونده بې برخې کړي.

[5] تحریر الوسیله، ۲ټوک/۴۴۹ مخ.

[6] مراحل تربیت، ۱۴۴ مخ.

 

[7] (وګورئ :عوفي ،جوامع الحکایات)

[8] په اصول کافي کې دا روایت له امام صادق هم روایت شوی دی

[9] ابن ابی الحدید، د نهج البلاغي شرح، ۳۰ټوک، ۳۴۳ مخ، ۹۳۷ کلیمه.

 

[10] کارن هورنای، عصبیت و رشد آدمي، ترجمه: محمد جعفر مصفا، ۱۰ مخ.

[11] روان شناسي تربیتي، ۱۱۶.

 

[12] بحار الانور ۱۴ ټوک/۳۷۹ مخ.

[13] بحارالانور ۱۴ټوک/۳۷۸ مخ

[14] روان شناسي تربیتي، ۱۵۸ مخ

[15] موریس دبس، مراحل تربیت، ۱۱۷ مخ.

 

[16] مراحل تربیت، ۱۴۴ مخ.

 

  •   د یادونې وړ ده، چې له نورو سره د اړیکو ټینګول یو هنر او مهارت دی، چې باید هر انسان یې زده کړي او په تېره کوچنیان باید له پیله له دې هنر سره اشنا شي. د اړیکو یو ډول کلامي اړیکه ده. کوچنی باید زده کړي، چې څنګه له نورو سره خبرې وکړي، له کوم لحن او کلیمو ګټنه وکړي، څرنګه د نورو خبرو ته غوږ کېدي او…

ډېر لیدل کېږي، چې د یوې ناوړې خبرې یا نامناسب لحن کارول د انسانانو په اړیکو کې ډول ډول ګډوډۍ رامنځ ته کوي. ځینې د نورو د خبرې اورېدو زغم نلري او د نورو په خبرو کې ورلوېږي، دغسې وګړي له نورو سره په اړیکو نیوو کې بریالي نه دي.

[18]  دا واقعیت هېرولای نشو، چې یو شمېر ښوونکي خپله دنده د معاش او ژوند یوه وزله ګڼي او له ښوونې او روزنې سره مینه نلري. دوی له ناچارۍ دې دندې ته مخه کړې او که په بل ځای کې ښه پیسې ورکول کېږي؛ نو هلته وردرومي؛ نو ځکه دغسې وګړي واقعي  ښوونکي نه دي. د ښوونکي ددندې نمانځنه، د واقعي ښوونکیو نمانځنه ده او نباید دوی له نورو سره یو رنګ وګڼو.  

.

[19] وسائل الشیعه، ۱۴ ټوک، ۱۷۰ مخ. مکارم  الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[20] وسائل الشیعه، ۱۴ ټوک، ۱۷۰ مخ. مکارم  الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[21] اصول کافي، ۲ ټوک، ۱۸۶ مخ

[22]وسائل الشیعه، ۱۴ ټوک، ۱۷۰ مخ. مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

 

[23] وسایل الشیعه ،۱۴ټوک،۹۴مخ.

[24] ویلي دورانت، ((لذات فلسفه))، ۱۵۱ مخ.

 

[25] راهنمای پدران ومادران ، ۲ت / ۵۴مخ . عوفي ،جوامع الحکایات .محمد بن قاسم ، روش الاخیار

[26] المیزان تفسیر ، ۱۹ټوک /۶۸۹مخ . مستدرک الوسائل ۲ټوک ، ابواب الاولاد، ۶۷باب . بحارالانوار ، ۱۰۴ټوک / ۹۷مخ .

[27] مکارم الاخلاق ، ۱ټوک /۴۲۶مخ .بحارالانوار ۱۰۴ټوک/ ۹۵مخ .باتربیت مکتبي اشنا شویم ، ۳۱۵مخ ، بحارالانوار،۱۰۴ټوک /۹۵مخ .

[28] کافي ،۶ټوک /۵۰مخ .وسائل الثیعه ،۱۵ټوک /۱۹۹مخ.

[29] ګفتار فلسفي ، کودک ، ۲ټوک /۱۰۸مخ.

[30] محجته البیضاه ، ۵ټوک /۲۱۵مخ.

[31] حاکم نیشابوري ،مستدرک ،۱ټوک /۵۷مخ .

[32] جامع الاخبار،۱۲۴مخ.

[33] مستدرک الوسائل

[34] صحیح مسلم ،۱۴ټوک /۱۴۹مخ .صحیح بخاري ۸ټوک/۶۸مخ.

[35] صحیح مسلم ۱۴ټوک/۱۴۸مخ.مکارم الاخلاق ۱ټوک/۳۱مخ.

[36] عیون اخبار الرضاء ،۲ټوک/۸۱مخ .علل الشرایع ،اټوک/۱۲۴مخ .مکارم الاخلاق ۱ټوک /۲۱۷مخ.

[37] صحیح مسلم ،۳ټوک/۲۰۱مخ .بحارالانوار۱۶ټوک/۲۴۷مخ .

[38] غزالي ،احیاء العلوم ،۲ټوک /۳۶۳مخ.سنن النبي ۵۲مخ .محجته البیضاء ،۴ټوک /۱۳۲مخ .

[39] بحارالانوار۴۳ټوک/۲۷۸مخ. ګفتار فلسفي کودک، ۲ټوک /۹۷مخ.

[40] صحیح مسلم ۱۴ټوک/۱۲۶مخ .مجمع الزواید ۹ټوک/۲۸۵مخ.

[41] یعقوبي تاریخ ۲ټوک/۳۲۰مخ.

 

[42] محجة البیضاء ،۳ټوک/۳۶۶مخ.

[43] صحیح مسلم ،۱۴ټوک/۱۹۳مخ.

 

[44] ګفتار فلسفي ،کودک ،۲ټوک/۲۴۵مخ.

 

[45] غررالحکم ،۴۴۶مخ.

[46] امیل یا اموزش وپرورش ،ترجمه سحابي ،۸۶مخ.

[47] امام احمد حنبل ،مسند ۱ټوک/۱۶۳مخ .دسلیم بن قیس کتاب ، ۱۷۰مخ .مجمع الزواید ۹ټوک /۱۶۹او۱۷۱مخونه .بحارالانوار۳۷ټوک/۸۶مخ.

 

[48] بحارالانوار ۴۳ټوک/۴۷او۸۲مخونه .

[49] کافي ،۶ټوک /۵۲مخ .وسایل الشیعة،۱۵ټوک/۱۹۸مخ .

[50] اسلام وتعلیم وتربیت ،۱ټوک /۱۸۷مخ.

[51] قطوان ،په کوفه کې دیوه ځای نامه ده .

[52] السیرة الحلبیة ،۲ټوک/۲۰۷مخ.

[53] بحارالانوار ،۷۵ټوک /۱۲مخ.

[54] اعلام الوری ۱۱۱مخ .بحارالانوار ،۲۱ټوک/۵۶او۵۷مخونه .

[55] مجمع الزواید ،۹ټوک/۲۷۳مخ .

[56] مجمع الزواید ،۸ټوک/۱۶۱مخ.

[57] سیرة الحلبیة ،۲ټوک/۳۴۶مخ

[58] صحیح بخاري ،۵ټوک/۲۱۸مخ .محجة البیضا ،۳ټوک/۴۴۷مخ.

[59] حاکم نیشابوري ،مستدرک الصححین ۳ټوک/۳۷مخ.شیخ طوسي ،امالي ،۳۹۰مخ/۸۵۷ګڼه .بحارالانوار،۲۰ټوک/۲۴۷مخ.

[60] بحارالانوار،۶۰ ټوک ۳۶۷مخ

[61] بحارالانوار۶۰ټوک ۳۶۶مخ.

[62] [صافی تفسیر، ۴ټوک/۸۸مخ ]

[63]  (کارل ،راه زندګی، ۹۱مخ )

[64] مکارم الا خلاق ، ۱ټوک \۳۲۸مخ .

[65] متقي هندي ، کنزالعمال ، ۴۹۰روایت . یعقوبي تاریخ ۲ټوک\۹۴مخ . بحارالانوار۵ټوک\۱۵۷مخ .

[66] اصول کافي ، ۶ټوک\۱۴مخ

[67] [اعجاز خوراکیها،۱۷۲مخ ]

[68] ګفتارفلسفي ،کودک ،۱ټوک\۱۱۸مخ

[69] بحارالانوار، ۲۳ټوک\۷۹او۱۳۸مخونه

[70] تعلیم وتربیت ، ۱ټوک/ ۱۴۷مخ ،اخستل شوی له:الخلق الکامل،۱/۱۰مخ

[71] واقدي ،مغازي ،اټوک \۲۴۹مخ . اعیان الشیعه،۱ټوک\۳۸۹مخ.

[72] بهداشت جسمي وروانی کودک، ۶۲مخ .

[73] مکارم الاخلاق،۱ټوک / ۳۲۱ او  ۳۲۷ مخونه .مستدرک الوسایل ۳ټوک / ۱۱۳ او۱۱۶مخونه .

[74] تربیت فرزند ازنظر اسلام،۶۸مخ .

[75] حسین انصاریان، نظام خانواده دراسلام ، ۴۳۹مخ.

[76] مسندالامام الرضا، ۱ټوک \۲۸۲مخ .

[77] امالي صدوق، ۴۱۱مخ . بحارالانوار۱۰۴ ټوک \۱۰۶مخ .

[78] مستدرک الوسائل ۲ټوک/ ۶۱۹مخ .

[79] وسایل الشیعه ۱۵ټوک \ ۱۳۴مخ . بحارالانوار۱۰۴ټوک/ ۱۱۶مخ. المحاسن۲ټوک /۵۳۵مخ

[80] علل الشرایع ،۵۷مخ.

[81] نظام خانواده دراسلام،۴۰۰مخ .

[82] مستدرک الوسائل،۲ټوک/ ۶۱۹مخ .

[83] مجمع الزواید ۹ټوک/۲۶۱مخ (۲) صحیح مسلم ۱۴ټوک\۱۲۷مخ (۳)کافي ، ۶ټوک/۲۴مخ . 

[84] مجمع الزواید ۹ټوک/۲۶۱مخ (۲) صحیح مسلم ۱۴ټوک\۱۲۷مخ (۳)کافي ، ۶ټوک/۲۴مخ . 

[85] مجمع الزواید ۹ټوک/۲۶۱مخ (۲) صحیح مسلم ۱۴ټوک\۱۲۷مخ (۳)کافي ، ۶ټوک/۲۴مخ . 

[86] وسائل الشیعه،۱۵ټوک \۱۱۵مخ .

[87] واقدي، مغازي،۴۵مخ.وفاالوفآ باحوال دار المصطفی۲ټوک \۲۶۶مخ .بحارالانوار۱۰۴ټوک \۱۲۷مخ . وسایل الشیعه ۱۵ټوک\۱۲۴مخ .

[88] صحیح مسلم، ۶ټوک\۱۷۳مخ او ۱۴ ټوک\۱۱۹مخ .

[89] بحارالانوار ، ۱۸ټوک\۱۲۶مخ .

[90] ظاهراً مرادترې «ولیدبن عبداالملک » یومرواني خلیفه دی، چې تاریخ یې په اړه وایي: «وکان الولیدجباراً ظالماً ؛ یو سرغړانداوظالم و» .جلال الدین سیوطی ،تاریخ الخلفا۲۲۳ مخ .

[91] کنزالعمال ۱۶ټوک\۴۳۰او۵۹۲ مخونه . اعلام الوری، ۴۵مخ .

[92] مکارم الاخلاق ۱ټوک \۴۲۱‍مخ . بحارلانوار۱۰۴ټوک\۹۲مخ .

[93] ابن سعد،طبقات۱ټوک\۱۲۶مخ.بحارالانوار۲۱ټوک\۱۸۳مخ .

[94] کافي ۶ټوک\۱۹مخ. بحارالانوار۱۰۴ټوک\۱۳۱مخ.

[95] مجمع الزواید، ۸ټوک\۴۸مخ .عیون اخبارالرضا۲ټوک\۲۹مخ .

[96] مرة: ترخه ونه.

[97] جمرة: داورټوټه.

[98] یعیش: ژوند وکړه.

[99] مجمع الزواید ، ۸\۴۷مخ .

[100] ژغورونکی

[101] مجمع الزواید ، ۸\۴۷مخ .

[102] مجمع الزواید،۸ټ\۵۵مخ.

[103] کافي ، ۶ټ \۲او۳مخونه .بحارالانوار۱۰۴ټ \۹۸مخ.

[104] .پورته سرچینې .

[105] طبري ،تاریخ ، ۲ټ\ ۳۶۲مخ . بحارالانوار۲۱ټ\۱۸۳مخ .

[106] بحارالانوار ، ۱۰۴ټ \ ۹۱مخ ـ مکارم لارخلاق،۱ټ\ ۴۱۹مخ .

[107] مجمع الزواید، ۸ټ\۱۵۷مخ .

[108] بحارالانوار۱ټ\۴۱۸مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۱۸مخ.وسائل الشیعه ۱۵ټ\ ۱۰۳مخ .

[109] وسائل الشیعه ۱۵ټ\ ۱۰۰مخ .

[110] نحل- ۵۸آیت

[111] شوری ۴۹او۵۰آیتونه

[112] کافی۶ټ\۵مخ .بحارالانوار ۱۰۴مخ \۹۸مخ.

[113] بحارلانوار۱۰۴مخ \۹۷مخ  .مستدرک الوسایل ۲ټ\۶۱۵مخ .

[114] وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۰۲مخ .مکارم الاخلاق۱ټ \۴۱۸مخ .

[115] مستدرک الوسایل ۲ټ\ ۶۱۵مخ .

[116] مستدرک الوسایل ۲ټ\۶۱۵مخ .

[117] بحارالانوار۱۰۴ټ \۶۹مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۲۴مخ .

[118] ازدواج دراسلام ، ۱۳۶مخ .

[119] وسایل الشیعة ، ۱۵ټ\۱۰۴مخ .

[120] تحریرالوسیله ،۲ټ\احکام ولادت وملحقات ان.

[121] بحارالانوار،۱۰ټ\۹۷مخ . ابن کثیر،السیرة النبویه ،۴ټ\۶۰۱مخ.

[122] تحریرالوسیله،۲ټ\احکام ولادت وملحقات آن .

[123] کافي،۶ټ\۴۰مخ .مکارم لااخلاق ۱ټ\ مخ . وسايل الشیعه۱۵ټ\۱۷۴مخ .

[124] مستدرک الوسایل۲ټ\۶۰۲مخ .بحارالانوار۱۰۴مخ \۱۲۱مخ.وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۴۴مخ .

[125] وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۴۴مخ. بحارالانوار ‍۱۰۴ټ\۱۴۴مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۳۳مخ.

 

[126] کافي،۶ټ\۳۲مخ . بحارالانوار۴۳\۲۵۶مخ.وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۵۸مخ.

[127] کافی۶ټ\۱۸مخ. محجة البیضاً ۳ټ\۱۲۳مخ.خصال صدوق ۲ټ\۷۷۲مخ.وسایل الشیعه۱۵ټ\۱۲۱مخ.

[128] بحارالانوار۴۴ټ\۲۵۰مخ او۲۱ټ\۱۸۲مخ.

[129] بقره – ۲۳۳آیت

[130] بحارالانوار۱۰۳\۳۲۳مخ .عیون اخبارالرضا۲ټ\۳۴مخ.

[131] وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۷۵مخ .

[132] وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۸۴ تر۱۸۹مخونه.بحارالانوار،۱۰۳ټ\ ۳۲۳مخ.

[133] روان شناسي کودک به زبان ساده ، ۵۰ –او ۵۱مخونه.

[134] بحارالانوار۸۰ټ\۱۰۴مخ . هدیة الاحباب،۱۷۶مخ.

[135] مکارم لاخلاق ۱ټ\ ۵مخ. بحارالانوار ۱۶ټ\ ۲۴۰مخ . محجةالبیضاّ۳ټ\۳۶۷مخ.

[136] کافي۶ټ\۴۸مخ .بحارالانوار۸۸ټ\۹۳مخ .وسایل الشیعه۱۵ټ\۱۹۸مخ.

[137] مکارم الاخلاق۱ټ\ ۴۲۷مخ.بحارلانوار ۱۰۴ټ\ ۹۵مخ. تحف العقول ۱۲۶مخ .

[138] مکارم الاخلاق ۱ټ\۱۱۲مخ. کافي ۶ټ\۴۰مخ . وسائل الشیعه۱۵ټ\۱۷۴مخ.

 

[139] روز نامه خراسان، ۲۴\۷\۱۳۷۸

[140] مکارم الاخلاق ۱ټ \۴۲۰مخ . کافي ۶ټ\۴۹مخ .بحارالانوار ۱۰۴ټ\ ۹۲مخ . وسایل الشیعه ۱۵ټ\۲۰۱مخ .من لا یحضره الفیته ۲\۱۵۷مخ.

[141] حاکم،مستدرک ۴ټ\۱۹۷مخ .مجمع الزواید۸ټ\۱۴مخ. بحارالانوار ۴۳ټ \۲۸۳مخ  . محجةالبیضاً۳ټ\ ۳۶۵مخ.

[142] وسایل الشیعه۱۵ټ\ ۲۰۱مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ \۴۱۹مخ. بحارالانوار۱۰۴ټ\۹۱مخ.

[143] محجة البیضاً، ۳ټ\۴۳۶مخ .

[144] بحارالانوار ۱۰۴ټ\ ۹۷مخ . مکارم اخلاق ۱ټ\۴۵۲مخ .

[145] متقي هندي ، کنزالعمال ۷ټ\۱۵۵مخ .

[146] ابن کثیر ،السیرة النبویة، ۴ټ\۶۱۲مخ .

[147] محجة البیضاً ۳ټ\ ۳۶۶مخ .بحارالانوار ۱۰۴ټ\۹۹مخ .سنن النبي ۱۵۴مخ . عدة الداعي،۱۰۹مخ.

[148] مجمع الزوائد،۹ټ\۲۶۶مخ .

[149] مجمع الزواید ۹ټ\ ۱۷۹مخ .فرائد السمطین ۲ټ\ ۱۰۸مخ . بحارالانوار ۴۳ټ\ ۲۸۳مخ .

[150] بحارالانوار ۴۳ټ\۲۹۶مخ .

[151] بحارالانوار ۱۰۴ټ\۹۹مخ.کافي ۶ټ\۵۰مخ .

[152] صحیح بخاري ۸ټ\۹مخ .

 

[153] ابی داوود،سنن ۴ټ\ ۳۵۵مخ .صحیح بخاري ۸ټ\۹مخ.تاریخ المدینة المنور۲۵ټ ۵۳۳مخ. بحارالانوار ۴۳ټ\۲۸۳مخ .

[154] کافي ۶ټ\۴۹مخ . وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۹۴مخ.

[155] مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۲۱مخ . وسائل الشیعه۱۵ټ\۲۰۳مخ.

[156] بحارالانوار۴۳ټ\۶مخ.

[157] مناقب آل ابی طالب ۳ټ\۳۳۴مخ.بحارالانوار۴۳ټ\۴۲مخ.

[158] مجمع الزواید،۸ټ\۴۲مخ.سنن ابی داوود،۴ټ\۳۵۵مخ.

[159] بحارالانوار۲۷ټ\۱۰۶مخ.

[160] مجمع الزوائد۹ټ\ ۱۸۶-او ۱۸۷مخونه . مناقب آل ابی طالب ۴ټ\۲۵مخ . بحارالانوار۴۳ټ\۲۹۵ –او۳۱۷مخونه.

[161] ابن سعد،طبقات،۱ټ\۱۳۶مخ.سیرة النبویه۴ ټ\۶۱۲مخ.

[162] مناقب آل ابی طالب،۴ټ\۷۱مخ.بحارالانوار ۴۳ټ\۲۹۵مخ.

 

[163] ابن سعد،طبقات۸ټ\۴۰مخ.امام احمدحنبل ،مسند۷ټ\۱۴۷مخ مجمع الزواید،۹ټ\۲۵۴مخ .

[164] اسلام وتربیت کودکان ،۲ټ  ۳۵مخ.

[165] ابن ماجه ،سنن ،۲ ټ\۱۲۴۰مخ .ابن کثیر سیرة النبویه،۳ټ\۴۷۹مخ.

[166] .محجة البیضاّ، ۳ټ\۴۷۹مخ .امام احمد حنبل،مسند، ۱ټ\۳۳۸مخ.مجمع الزواید،۹ټ\۲۸۵مخ.

[167] محجة البیضاً ۴ټ\۱۴۵مخ.

[168] مجمع الزواید۸ټ\۱۵۸مخ.

 

[169] دفیض الاسلام ژباړه نهج البلاغه ، ۸۱۱مخ.اعیان الشیعه ۱ټ\۳۳۵مخ.منهج التربیة عندالامام علي ، ۲۱مخ . ابن ابی الحدید، دنهج البلاغې شرح، ۱۳ټ\۱۹۷مخ . دابن میشم د نهج البلاغې شرح، ۴ټ\۳۰۶مخ.

[170] کشف الغمة ، ۱ټ\۸۴مخ .

[171] ابن ابی الحدید، دنهج البلاغې شرح، ۱۳ټ\۲۰۰مخ.

[172] مکارم الاخلاق ۱ټ\۳۴مخ . سنن النبي ، ۸۰مخ.

 

[173] الاصابه ، ۱ټ /۵۶۳مخ .مجمع البیان ، ۴ټ /۳۳۷٬۳۳۶او۳۶۱مخونه .بحارالانوار، ۲۲ټ/۱۷۲او۲۱۵مخونه.علموااولادکم …، ۱۷۹مخ.

[174] محجته البیضاٌ ، ۳ټ /۴۳۶مخ.

 

[175] صحیح بخاري ۸ټ /۱۰مخ .بحارالانوار۴۳ټ/۳۰۵مخ .

[176] روان شناسي تجربی کودک ، ۱۳۰ مخ .

[177] مجمع الزورید ، ۸ټ /۱۵۹مخ . کنزالعمال ۱۶ټ /۴۵۸ مخ .

 

[178] بحارالانوار، ۴۳ټ/۳۱۲مخ

 

[179] ګفتارفلسفي ، کودک ،۲ټ/۱۲۹مخ

[180] وسایل الشیعه ،۱۵ټ/۲۰۳مخ

[181] وسایل الشیعه ۱۵ټ/۱۹۴مخ.مکارم الاخلاق ۱ټ/۴۲۴مخ .بحارالانوار ۴۳ټوک /۹۹مخ .

[182] مجمع الزواید،۹ټوک /۱۸۲مخ . بحارالانوار۴۳ټوک/۲۸۵او۳۰۴مخونه .رحمت عالمیان ، ۶۵۹مخ .

[183] بحار الانوار ۴۳ټوک/۲۸۶او۶۴ټوک/۳۱۷مخ .رحمت عالمیان ، ۶۵۸مخ .شرف النبي ، ۱۰۲مخ .علموا اولا دکم محبته ال بیت النبي ، ۱۰۷مخ

[184] نهایه المسول فی روایته الرسول ،۱ټوک/۳۴۰مخ.

[185] مجمع الزواید ۹ټوک /۲۸۵مخ .سیره جلبیه ۳ټوک / ۳۴۰مخ .

[186] متقي هندي ، کنزالعمال ۷ټوک /۱۴۰مخ.

[187] ترمذي ، مناقب ۵ټوک /۶۱۵مخ.حاکم ،مستدرک ۳ټوک /۱۷۷مخ .مستدرک الوسایل ۲ټوک /۶۲۶مخ .شرف النبی ۱۰۲مخ .علموااولادکم …..۱۲۰مخ .بحارالانوار۴۳ټوک /۲۹۶مخ

 

 

[188] بحارالانوار ،۷۷ټ/۱۳۶مخ.

[189] محجة البیضا ،۳ټ/۷۳مخ

[190] تحریم ــ ۶ایت

[191] . بحار الانوار: ۷۷ټ، ۱۳۶مخ.

[192] . محجة البیضأ: ۳ټ، ۷۳ مخ.

[193] . محجة البیضا ،۳ټ/۷۳مخ

[194] . طه – ۱۳۲ آیت.

[195] . بحار الانوار: ۱۶ټ، ۲۰۳مخ.

[196] مکارم الاخلاق ،۱ټ /۴۲۴مخ .وسایل الشیعه ،۱۵ټ //۱۹۳مخ .

[197] روان شناسي کودک به زبان ساده ،۵۵مخ.

[198] سنن ابی داوود ،اټ/ ۱۳۳مخ.متقي هندي ،کنزالعمال ، ۱۶ټ/۴۴۰مخ.مستدرک الوسایل ۱ټ /۱۷۱مخ.

[199] وسایل الشیعه ۴ټ/۱۹مخ .مستدرک الوسایل ۱ټ/۱۷۱مخ.

[200] نورالثقلین تفسیر ،۵ټ/۳۷۳مخ.

[201] ابن قتیبه ،۱ټ /۳۲۷مخ.اصول کافي ،۲ټ /۸۶مخ.

[202] اصول کافي ،۲ټ /۸۶او۸۷مخونه .

[203] اصول کافي ۲ټ/۸۶او۸۷مخونه .

[204] غررا لحکم،شرح ،۲ټ/۶۰۳مخ.

[205] بحار الانوار،۷۴ټ/۱۹مخ.تحف العقول ،۳۰۶مخ

[206] بحارالانوار ۷۷ټ/۱۷۵مخ.منیة المرید ،۶۹مخ.

[207] بحارالانوار ۷۵ټ/۶۴مخ.اصول کافي ۲ټ/۱۲۰مخ.

[208] آل عمران /۱۵۹

[209] بحارالانوار ۷۵ټ/۵۲او۵۳مخونه .

[210] بحارالانوار ۷۵ټ/۵۲او۵۳مخونه .

[211] مناقب ال ابی طالب،۴ټ /۷۴مخ .بحارالانوار،۴۳ټ/۳۰۷مخ.

[212] اسدالغابه ،۵ټ/۴۰۸مخ.

[213] بحارالانوار ،۸۲ټ/۳۲۸مخ.

[214] صدوق ،امالي ،۵۴۵مخ.بحارالانوار،۹۳ټ/۳۲۸مخ.

[215] مجموعه مقالات کنګره بررسي اندیشه واثار تربیتي امام خمیني ،۶مخ.

[216] منهج التربیة عندالا مام علي ،۸۳مخ.

[217] میزان الحکمة،۱ټ/۷۵مخ.

[218] رشد وشخصیت کودک ،۲۰۶مخ.

[219] غرر الحکم، شرح ،۲ټ/۵۵۲مخ.

[220] بحارالانوار ،۱۰۴ټ/۹۹مخ.

[221] نهایة المسول في روایة الرسول ،۱ټ/۳۳۹مخ.

[222] درتربیت ،۱۶۵مخ.

[223] رفتار های بهنجار ونا هنجار کودکان ونو جوانان ،۷۶مخ.

[224] روزنامه خراسان ،۱۳۷۸/۷/۲۴.

[225] نهج البلاغه ،۱۶۷خطبه .بحارالانوار ،۶۲ټ/۱۱۸مخ.

[226] سنن ابی داوود ،۱ټ/۱۳۳مخ.

[227] میزان الحکمة ،۱ټ/۷۵مخ.

[228] مجموعه ورام ،۲ټ/۱۱۵مخ.

[229] دشیعه عالمانو د فتوا وو ټولګه .

 

[230] طبراني معجم الکبیر ،۱۰ټ/۲۸۴مخ .عقدالفرید،۲ټ/۴۲۰مخ.

[231] غررالحکم ،شرح ،۲ټ/۴۳مخ . بحارالانوار،۷۷مخ/۲۱۲مخ.

[232] مجموعه ورام ،۱ټ/۵۷مخ.

[233] رفتارهای بهنجاروناهنجار کودکان ونو جوانان و…،۵۷مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!