تبلیغات

د شرک له ښوونې د ځينو تاريخي واکمنو مخنيوى امام صادق وايي : ((ان بنى امية اطلقوا للناس تعليم الايمان ولم يطلقوا تعليم الشرك لكى اذا حملوهم عليه لم يعرفوه – امويانو خلکو ته د ايمان ښوونه آزاده کړه او د شرک ښوونه يې آزاده پرېنښوده؛نو که خلک شرک ته اړ کړي ، چې و […]

د شرک له ښوونې د ځينو تاريخي واکمنو مخنيوى

امام صادق وايي : ((ان بنى امية اطلقوا للناس تعليم الايمان ولم يطلقوا تعليم الشرك لكى اذا حملوهم عليه لم يعرفوه امويانو خلکو ته د ايمان ښوونه آزاده کړه او د شرک ښوونه يې آزاده پرېنښوده؛نو که خلک شرک ته اړ کړي ، چې و يې نه پېژني او په پايله کې د ناپوهۍ له مخې شرک ومني.[1]))

له دې حديثه جوتېږي چې په تاريخ کې ځينو چارواکيو؛ځکه د شرک له ښوونې مخنيوى کاوه،که خلک د شرک پرمانا پوه شوي واى ؛نو د شرک په ډنډ کې په ډوب شويو واکمنو پسې به نه تلل او ريښتينو مشرانو ته به يې مخه کړى واى .هو! د هغه وخت ځينې بې لارې واکمن په دې ښه پوهېدل، چې خلک بايد د اسلام له اصلي حکمونو بې خبره او په ناپوهۍ کې پاتې شي .

1-2 نا سم دودونه اوقوانين:

انسان هغه وخت له ډول ډول چټليو او ګناهونو ژغورل کېداى شي، چې د يو بشپړ قانون د پلي کېدو تر سيوري لاندې ژوند وکړي؛داسې قانون چې د انسان د جوړښت ټولو ځانګړنو ته يې پام کړى وي . څه چې د انسان د بشپړتيا لامل ګرځي او له بې لارۍ يې ساتي، دا ټول په دې قانون کې اېښوول شوي وي،چې دا قانون به د خداى له قانون پرته بل قانون نه وي؛ځکه خداى انسان پيدا کړى دى او پر ټولو جسمي او اروایزو ځانګړنو يې تر هر چا ښه پوهېږي او په دې هم ښه خبر دى،چې کوم قانون انسان بريالى کولاى شي؛نو پايله دا چې د بشرجوړ کړاى شوي غلط قوانين د ګناه هڅوبیزو لارو چارو او عواملو ته لار هواروي؛ځکه دا قوانين د ژغورنې پرځاى انسان بې لارې کوي.

حضرت علي (ک) وايي:(( انمّا بَدءُ وُقوعِ الفِتَن اَهواءٌ تُتَّبع و اَحكامٌ تُبتَدَع، يُخالَف فيها كتاب اللّه له ککړو هوسونو، حکمونو او جعلي او اختراعي قوانينو لاروي،فتنې را پيداکوي او دا حکمونه د خداى د کتاب پرضد دي.[2]))

د بشرځينې غلط قوانين دادي :

د ښځو بې قېده آزادي او د ستر پردې – حجاب لرې کول

د قصاص او ديات د قوانينو لرې کول

له همجنس سره واده کول

مېړه ته د طلاق په ورکړه کې د ښځې آزادي

د نجونو او هلکانو ګډ ښوونځي

د واده درانده قوانين

لنډمهاله واده ګناه ګڼل او په خوښه د زنا آزادي

د شرابو قانوني پلورنه

د کورتاژ قانوني کېدنه(د مور په زېلانځ کې دننه د ماشوم صفا کول)

د پانګوالۍ آزادي او د خصوصي مالکيت لغوه کېدل

د ربا قانوني کېدل

“پر نېکیو امر او له بديو د منع” غير قانوني کېدل

ښځينه زده کړیالانو ته نارينه ښووند او نارينه زده کړه یالانو ته ښځينه ښووند

د جوارۍ قانوني کېدل

د سکسي او بربنډوفيلمونو آزادي

دا ټولې چارې ګناه ته لار هواروي، ټولنه او وګړي پوپنا کوي او بې لارۍ ته یې راکاږي .

1-3 الهي قانون کې لاسوهنه:

کوم لاملونه چې له هڅوبیز- فرهنګي اړخه ګناه ته لارې چارې هواروي،يو پکې په الهي قانون کې لاسوهنه او پايله يې د الهي او بشري قانون نوى معجون او ارخټ دى.

حضرت علي وايي:(( که باطل په بشپړ ډول له حقه بېل شوى وي؛نو پلټوونکيو ته به حقيقت پټ نه پاتې کېده او که حق له باطله نږه او بېل شوى وي،د دښمنانو خوله (په حق پسې له بد ويلو) چوپ کېده – ولكن يؤخذ من هذا ضعث و من هذا ضعث فيمزجان! فهنالك يستولى الشيطان على اوليائه؛خو څه له حق او څه له باطله را اخلي او يو له بل سره يې ګډوي؛نو ځکه شيطان پرخپلو دوستانولاسبرېږي.[3]))

   د قانون ساتنه:

په اسلام کې د قانون پر ساتنې ډېر ټينګار شوى او قانون ماتي او بدعتګر سخت غندل شوي،ان دا چې په اسلام کې بدعت کوونکي ته د اعدام حکم راغلې او دا توپير نه لري، چې بدعتګر څه پر اسلام ورزيات کړي او يا يې ترې کم کړي؛حلال يې حرام کړي يا پرعکس .

د قانون ساتنې په باب په قرآن کې د ايوب عليه السلام قيصه راغلې : (( حضرت ايوب ډېرکړاوونه وليدل او زغم يې وکړ، يوه ورځ ناروغ و او پرخپلې ښځې غوسه شو [ ښائي ښځه يې د يو کار لپاره له کوره بهرتللې وه، چې ناوخته راستنه شوه او پدې کار حضرت ايوب عليه السلام خپه شو ] او قسم يې وخوړ که روغ شي او وس يې پيدا کړ؛نو څه کم و زيات سل وارې به يې ووهي،چې روغ شو؛نو غوښتل يې چې خپله ښځه د چوپړتیاوو له کبله يې وبښي؛ خو دلته د خداى د قسم او نوم مساله په منځ کې وه . خداى ورته وويل :[ خُذ بِيَدك ضِغثَاً فَاضرِب بِه وَ لا تَحنَث انّا وَجَدناه صابراً نِعمَ العَبدُ انّه اَوّاب] د غنموګېدۍ راوړه او ( خپله ښځه ) پرې ووهه او خپل قسم مه ماتوه. موږ هغه زغمناک وموند او څومره ښه بنده و چې خداى ته يې ډېره توبه اېسته.)) د ايوب عليه السلام ښځه ډېره لورانه او باوفا وه . دا سمه ده چې تېروتنه يې وکړه او د حضرت ايوب د قسم له مخې يې بايد سزا ليدلاى واى ؛خو د بښنى وړهم وه. که څه د غنمو په ډنډرکو وهل د حضرت ايوب رښتینی قسم نه و؛خو الهي قانون ته پاملرنه او نه ماتول يې حضرت ايوب دې ته اړ کړ چې د بښنې په ترڅ کې د قانون ظاهرته هم پاملرنه وکړي .[4]

په روايتونو کې راغلي : يو ناروغ زنا وکړه او بايد سل کوړې يې خوړلې واى پېغمبراکرم(ص) حکم وکړ: د کجورې داسې ښاخ راوړئ ،چې سل دانې کجورې پکې وي او په دې ښاخ يې وواهه او همدا يې د حد لپاره کافي وګڼله.[5] البته پاتې دې نه وي، چې دا ځايونه په استثنايي حالا توکې راغلي دي .

هو! په ځينې حالتونوکې ان د قانون ظاهر ته بايد پاملرنه وشي ،چې په ټولنه کې دقانون ماتولو خبره خپره نشي.

بدعت يوه ستر ګناه ده او په هکله يې لاندې روايتونه راغلي :

پېغمبر اکرم (ص) وايي: ((اذا ظهرت البدع فى امتى فليظهر العالم علمه فمن لم يفعل فعليه لعنةالله زما په امت کې چې بدعتونه راښکاره شول ؛نو د(دين) عالم ته پکار دي چې خپل علم راښکاره کړي (او خلکو ته بدعتونه په ګوتو کړي ) او که داسې يې و نه کړل؛نو د خداى لعنت دې پرې وي.[6]))

حضرت علي (ک) وايي: ((و ان شر الناس عند اللّه امام جائر ضَلَّ و ضُلَّ به فاَمات سُنَّة مَأخوذَة و اَحيا بِدعَة مَترُوكة –  بى لارې مشر د خداى پر وړاندې تر ټولو ناوړه دى؛ ځکه خپله هم بېلارې دى او خلک هم بې لارې کوي او منل شوي دودونه له منځه وړي او پرېښوول شوي بدعتونه بېرته راژوندي کوي.[7]))

پېغمبراکرم(ص) وايي :(( كل بدعة ضلالة و كل ضلالة سبيلها الى النارهر بدعت بې لارېتوب دى او هر بې لارې به د دوزخ د اور پر لوري وردرومي. [8]))

حضرت علي (ک) وايي:(( من مشى الى صاحب بدعة فوقره فقد سعى فى هدم الاسلامڅوک چې د بدعتي پوښتنې ته ورشي او درناوى يې وکړي، په حقيقت کې د اسلام د ورانۍ په لار کې به يې قدم ايښى وي . ))

د بدعتي حکم اعدام دى

“فارس” د”حاتم” زوى يو مخور دروغجن او بدعتي و او خلک يې خپل فاسد دين ته رابلل، امام “هادي”، “اباجنيد” ته حکم وکړ،چې “فارس” اعدام کړي او امام هادي د فارس وژل لازمي وګڼل او د قاتل لپاره يې د جنت ضمانت وکړ،اباجنيد، هغه وواژه.[9]

 

1-4 کتابونه او ويناوې:

په هڅوبیز – فرهنګي اړخ کې د ګناه د لارو چارو د برابرولو بل لامل بې لارې کوونکي کتابونه او تبليغاتي رسنۍ دي؛ نو په اسلام کې د بې لارې کتابونو ويل او بې لارې کوونکيو ويناوو ته غوږ ايښوول حرام دي .

د جسمونو په شان یې د انسانانو اندونه هم توپير لري.

د ساري په توګه د يو انسان جسم کولاى شي دوه سوه کيلوګرامه دروند پېټى يوسي او ځينې نور ان پينځه کيلوګرامه هم نشي وړاى. ځينې انسانان د رياضي ساده پوښتنه نشي حلولاى او ځينې نور په څو شېبو کې د “کمپيوټر” په شان د “رياضي” کړکېچنې پوښتنې ځوابوي.کوم کسان چې لوړ اندیز توان لري؛نو د بې لارې کوونکيو کتابونو ويل ورته باک نه لري؛ځکه د لوست او پلټنې له لارې حق له باطله بېلوي؛خو همدا کتابونه کم اندو ته خطرناک زهر دي.په تاريخ کې داسې بېلګې ليدل کېږي او هغه دا چې د اسلام په لومړيو وختونو کې د يهودو پوهانو خپل موقعيت په خطر کې ليده؛ نو په تورات کې چې د پېغمبراکرم (ص) په باب کومې ځانګړنې راغلې وې؛نو لاسوهنه يې پکې وکړه او وايې ړول،چې يهود اسلام ته ورمات نشي.قرآن داسې خلک غندي او وايي :

فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ[10]

ژباړه : نو پر هغوى دې افسوس وي، چې (له خپله ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي بيا وايي:((چې دا دخداى له لوري ده)) چې هغه په لږه بيه وپلوري؛ نو تباهى ده پر هغوى،چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى څه يې چې له دې لارې لاس ته راوړي دي !

دا شان يو بل مطلب د”لقمان” سورت د شپږم آيت په تفسيرکې هم راغلى، چې وايي : يو مشرک سوادګر “فارس” ته راغى او د “رستم” او “اسفنديار” داستانونه يې زده کړل او بېرته “حجاز” ته راغى او ويې وويل : که محمد (ص) د”عاد” او “ثمود” داستان وايي ؛نو زه هم د رستم او اسفنديار داستان وايم ؛نو دا آيت پرې نازل شو:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ[11]

ژباړه : او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د خداى له لارې بې لارې كړي او په قرآن ملنډې وهي (؛نو) همدوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى.

روايت دى : څوک چې د چا وينا ته غوږ کېږدي؛نو دهغه بندګي به يې کړي وي؛ نو که څوک د خداى او حکمونو په باب خبرې کوي؛نو اورېدونکي به يې د خداى عبادت کړى وي او که د شيطان په باب خبرې کېږي ؛نو اورېدونکي به د شيطان عبادت کړى وي.[12]

 

[1] کافي ٣ \ ٤١٦

[2] نهج البلاغه، ٥خطبه

[3] نهج البلاغه ٥ خطبه

[4] تفسيرنمونه ١٩\٢٩٩

[5] وسايل ١٨\٣٢٠_٣٢٣ مخونه

[6] وسايل ١١\٥١٠

[7] وسايل ١١\ ٥١

[8] وسايل ١١\٥١١

[9] سفينة البحار٢\ ٣٥٦

[10] بقره/۷۹

[11] لقمان/۶

[12] تحف العقول \ ٣٣٦

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!