تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي کورنۍ او د قربی آیت   ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ[1] = دا (هماغه) څه دي،چې خداى يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي،چې ايمان يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي کورنۍ او د قربی آیت

 

ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ[1] = دا (هماغه) څه دي،چې خداى يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي،چې ايمان يې راوړى وي او ښې (چارې) يې كړي وي، ووايه : ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))) او څوک چې نېكې چارې وكړي،پر نېكيو به يې  ورزيات كړو،په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) منندوى دى . ))

پېغمبراکرم (ص)، چې مدېنې ته راغى او حکومت يې جوړ کړ؛نو انصارو ورته وويل:((که مالي ستونزې مو درلودې؛نو زموږ هر څه ستاسې په چوپړ کې دي.))

پېغمبر اکرم (ص)،  په دې اړه د خداى امر ته په تمه و،پردې مهال د “شورى ٢٣ آيت” نازل شو او انصار په ډېره خوشحالۍ ستانه شول .

ډېرى مفسرين،متکلمين او محدثين وايي،چې دا آيت “د اهل بېتو د پینځو تنو” په هکله نازل شوى دى .

 حضرت ابن عباس (رض) وايي:[د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ،چې نازل شو؛ خلكو پېغمبر اكرم وپوښته:ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه؟ ورته يې وويل:”علي،فاطمه او دواړه زامن يې.” دا خبره يې درې ځل وکړه.]

“امام احمدبن حنبل”  په “فضائل الصحابه” كتاب كې روايت کړى دى،چې:[ د((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا)) آيت،چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبراکرم ته وويل :”د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وکړه.]

“سيوطي”  په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له “ابن  عباس”(رض) نه روايت كړى:[پېغمبر اکرم (ص) د “مودت” د آيت په هکله وويل:”كه زما حق ادا كوئ؛نو له اهلبيتو سره مې مينه  ولرئ.”]

“زمخشري” د”كشاف” په تفسير كې، “فخر رازي” او “قرطبي” په خپلو تفسيرونو كې روايت کړى چې :

((پر آل محمد” عاشق مړ به شهيد له دنيا تللى وي.

خبر اوسئ! پر “آل محمد” عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللى وي. خبر اوسئ!پرآل محمدعاشق مړ به په پوره ايمان له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ! د “آل محمد عاشق پر مړ به د مرګ پرښته د جنت زېرى كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېرې كوي .

 خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته وړل كېږي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي .

 خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ  پر “سنت” او “جماعت” له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ!څوك  چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:”د څښتن له رحمته نهيلى.”

 خبر اوسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به ومرى وي .

 خبر اوسئ څوک چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوى به پرې و نه لګي. ))

“امام فخر رازي” د “آل محمد” په هکله  وايي :

 ((“آل محمد” هغه دي چې له پېغمبر اکرم  سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته چې فاطمه،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند او تړاو لري . د بېلابېلو احاديثو په استناد ويلاى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو په کار ده، چې ورته “آل محمد” ووايو.))

بيا “امام فخر رازي” د خپلې خبرې د لا پخلي لپاره لاندې روايت د “كشاف” له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل:

 ((ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.)) پېغمبراکرم وويل : ((علي،فاطمه،حسن  او حسين )) .[2]

حضرت فاطمه د پېغمبر اكرم (ص) او حضرت علي په هكله وايي: (( محمد او علي د اسلام د امت دوه پلرونه دي،چې كوږوالى يې سموي،كه خلك يې لاروي وكړي؛نو له همېشني عذابه به يې وژغوري او د خداى د همېشنيو نعمتونو خاوندان به شي.[3]))

خوشال بابا وايي :

 كه په كار دې ده د خداى پېژندګلوي

پيروي د “محمد” كړه د “علي”

“محمد”،”علي” چې دوه ويني په سترګو

په دا كار كې احولي ده احولي

حمزه باباوايي :

دا همه علمونه ټول يوه نقطه ده

د هستۍ ونه فقط يوه دانه ده

محمد کې هم ددې نقطې تفصيل دى

 او علي ددې علمونو دروازه ده

د اذا تلها څه نورې تفسير شته

 نمر د علم محمد قمر علي دى

چې يې سترګې د نبي پر مخ پرانستې

په تېرو د ضلالت سحر علي دى

حمزه چې نقطه نه لري د چا نامه ده

نامه د محمد او د “الله” نامه ده

سويمه له دې دوو چى په يو حرف ده کمه

هغه مې د “علي” مشکل کشا نامه ده

[1] . ( شورى\٢٣)

[2] . وګورئ :(١)فخر رازي؛ كبير تفسير: 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې .

 (٢)ګنجي  شافعي؛كفاية الطالب :86 باب.(٣) د امام احمد حنبل مسند.(٤)محب طبري؛ ذخاير العقبى : 25 مخ .(٥) ابن معازلي شافعي؛ المناقب : 309 مخ .(٦) قرطبي؛استيغاب : 8/43  ، 58 مخونه .(٧)بخاري؛صحيح:٦\ ٢٩.(٨)طبري؛تفسير: ٢٥\١٤ .(٩)الصواعق المح رقه .(١٠)حاکم؛مستدرک: ٣\١٧٢.(١١)زمخشري؛کشاف : ٣\٤٠٢.(١٢) مقتل الحسين.(١٣)جامع الاصول : ٢\٤١٥.(١٤)ابن کثير دمشقي؛تفسير :  ٤\١١٢.(١٥)تفسير الدر المنثور: ٦\٧ .(١٦) الفصول المهمه : ١١ مخ .(١٧) اسعاف الراغبين : ١١٥ مخ .(١٨)تفسير فتح ا لقدير : ٤\٢٢ .(١٩)فلک النجاة :٣٧ مخ .(٢٠)احقاق الحق :٣ \١٦.(٢١)رشفة الصادي :٢١ مخ.(٢٢)حافظ حسكاني؛شواهدالتنزيل:2ټوك،130مخ،822 حديث ، لومړى چاپ .(٢٣) بيضاوي؛ تفسير:2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې(٢٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة:32باب، 123 او 444 مخونه .(٢٥)عبدالله بن احمد بن حنبل؛ الفضايل:باب فضائل اميرالمؤمنين  علي،187مخ،263 حديث،لومړى چاپ.(٢٦)هيثمي؛مجمع الزوايد: باب فضايل اهل بيت :9ټوك، 168مخ. (٢٧)حمويي؛ فرائدالسمطين: 2ټوك، 26باب، 120مخ. (٢٨)ابن اثير؛ اسدالغابه :5ټوك، 367 مخ  .

[3] . وګورئ :(١)تفسير امام حسن عسكري /330 مخ . (٢)بحار الانوار : 23/529.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!