تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نوی کهول بې ځانښوونې هېواد رغاونې ته مټې رانغاړي سریزه: نوي نسل هوډ کړی چې  وران ویجاړ هېواد په خپلو مټو ورغوي، د تخصص او کار پوهې په درلودو، ژمن، متعهد او پر هېواد میین دي. دا ننگیرنه او گروهه یې ستاینوړ ده او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نوی کهول بې ځانښوونې هېواد رغاونې ته مټې رانغاړي

سریزه:

نوي نسل هوډ کړی چې  وران ویجاړ هېواد په خپلو مټو ورغوي، د تخصص او کار پوهې په درلودو، ژمن، متعهد او پر هېواد میین دي. دا ننگیرنه او گروهه یې ستاینوړ ده او کله چې په رسنیو کې د ځينو خبرې اترې اورو، اورېدونکی هیلمنېږي چې د رڼا ورځې راتلو ته کادرونه لرو. موږ هم په خپل  وار ددې کهول د گروهېزې کچې د لا لوړ‍و لپاره د “توحیدي لید” په رڼا کې یوه ویینه دروړاندې کوو، چې ورته د لارې مشال وي، د هغې ورځې په تمه چې د سرلوړي افغانستان نوغچیان شئ.

“نړۍ ته توحیدي کتنه” دا نه ده چې له طبیعي او وجودي توپیرونو نټه وکړو؛ بلکې د خدای له سترگو ورته ووینو او هر څه پر ده متکي، قایم او ټول په یوه روح ژوندي او په یو حرکت خوځنده وپېژنوو او دا خدای مرکزي او توحیدي نړی لید دی. توحید په بهرنۍ نړۍ کې د چارو یو رنگ کولو پر مانا نه ده؛ ځکه لږ تر لږه په ډېری مواردو کې یو رنگول ناشوني دي او په ډېری ځایونو کې تېروتنه هم ده. په هر حال ویینه ددې پر سره نه ده چې چېرې یو رنگ کولای شو او چېرې نه، او چېرې یې باید وکړو او چېرې یې و نه کړو. د “توحیدي لید” مانا داده چې ړومبی د گردو پېښو او هستیو مرجع خدای وبولو او تر هغې باور ونه کړو چې د یوې ښکارندې د هستۍ تفسیر مو ورمنسوب کړی نه وي:

“اگر نازی کند از هم فروریزند قالبها = که څه ناز وکړي؛ نو ټول قالبونه را پرځېږي.”

دویم: د ارزښتونو کعبه او چورلیز – محور د خدای ارزښت پنځی وجود وبولو، که څوک وپوښتو چې ولې او په څه پار پلانی عمل کوې که ځواب یې دا وي چې د خدای د رضا لپاره دا کار کوم؛ نو دا به د “خدای مرکزي نړۍ لید” په کړ کې وي او ژوند به یې د خدای د وجود پر شاوخوا چورلي. ان د خلکو لپاره کار په دې نړۍ لید کې یوازې دا مانا لري، دا چې د خدای لار له خلکو تېرېږي؛ نو په پار یې دا کار کوم. خلک زموږ له نظره د خدای سیالان نه؛ بلکې د خدای درلودل د خلکو درلودل دي؛ نو د “توحیدي نړۍ لید” له مخې، موږ په نړۍ کې د خدای خلیفه او امانتوال یو. نړۍ ته یې راتوغولي نه یو. موږ په خپل باب پوښتوني یو او د وجود امانت به مو بېرته واخلي. خو یو انسان چې د “انسان مرکزي” او “خلک مرکزي” نړۍ لید لري، یوازې د خلکو محکمه یې محاکمه او تښتېدای هم ترې شي او که وتښتېد؛ نو د تل لپاره تښتېدلی دی او څوک یې په بل ځای کې گرېوان نیوای نشي. د خدای نمانځي انسان ژوره اندېښمني د یو ابدي او نه تښتېدوني مسوولیت اندېښمني ده. حال دا د یوه اگزیستانسیالیست – هستیوال او انسانپالي اندېښمني له بل اړخ ده. دا چې تل د اندېښمنۍ خبرې کوي او پرې اخته دی، اندېښمني یې په دې پار ده چې بې پناه دی، بې دریځه دی او نړۍ ته را گوذار شوی دی، اندېښمني یې ځکه ده چې گانده – راتلونکی نه لري، ځان ته پرېښوول شوی او د هستۍ په تیارو کې سرگردان دی.

 ماهیان ندیده غیر از اب ــــ پرس پرسان زهم که اب کجا ست

موږ همدا کبان یو. موږ په داسې نړې (واقعي نړۍ) کې ژوند کوو چې ښه احساسوو په یوه ځای پورې راځوړند یو، د ډډې وهلو ځای لرو، گانده – راتلونکی لرو. دا گانده – راتلونکی که ترخه وي یا خوږه، لنډه دا چې یوه گانده ده. موږ په دغسې فرهنگ او دې روحي تشیال کې لویی شوي یو. د معاد خوند یې راڅکلی او له راتلونکي ژونده یې خبر کړي یو. نړۍ بې راتلونکې لیدل ډېر تریخ خوند دی، هغوی چې ځان وژني، هډو یو له دلایلو یې دا دی چې ځان ته څه راتلونکی او گانده نه ویني، همدغسې ده کله چې انسان ځان ته څه تېر هم و نه ویني چې هویت او تشخص ورکړي.

په “ناخدا مرکزي نړۍ لید” کې اندېښمني؛ له دې راولاړه شوې چې انسان د ډډې وهلو ځای نه لري، بې پناه دی، راگوذار شوی او بې جرړې او بې ریښې دی. خو د یو خدای نمانځي انسان اندېښمني له دې را ولاړه ده چې جرړه او د نن له لامله راتلونکی لري؛ یعنې چا چې پرون درلود؛ نو سبا به هم ولري. په قرآن کې لولو:

وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا ﴿۱۳﴾  = او موږ د هر انسان کړه وړه په خپله غاړه كې ورغوټه كړي او د قيامت پر ورځ به د يو پرانستي كتاب په توګه ورسره مخ شي (دا يې هماغه کړنليک دى).

اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا ﴿۱۴﴾ = (او ورته وايو:) كتاب دې ولوله ! كافي ده نن خپله شمېرانه پخپله وكړې!

یعنې د هر انسان کړنلیک او سرگذشت مو دده په غاړه کې ورځوړند کړی؛ یعنې د یو انسان ټوله پانگه تل ورسره ده او نه په بل ځای کې؛ خو له ده پټه ده تر هغې چې ورښکاره یې کړو. یوه لیکنه د ده د نفس له دننه راوباسو، ” كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا ” داسې لیکنه چې پرانستې یې ویني؛ یعنې انسان ته به یې خپل ځان ورښیو” اقْرَأْ كِتَابَكَ ” ورته به وایو، ولوله، خپل کړنلیک دې ولوله؛ یعنې ځان ته دې ووینه. ” كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا ” نن ته د ځان حسابگر یې، ښه په ځان کې نظر کړای او ځان ارزوای شې. دا مطلب چېرې او په کوم پړاو او کوم نړۍ لید کې به د اوڅار وړ وي؟ هغه نړۍ لید چې په نړۍ کې پر څارنې قایل دی او دننه ته بدرنگي او ښکلا هم پېژني او گروهن دی چې یوه ورځ به دا بدرنگي او ښکلا را بر سېره شي: نو ځکه د مولانا په وینا:

دشمن روزند این قلا بکان ــ عاشق روزند ان زرهـــــــــــــــــــــــــــــــای کان

پس قیامت روز عرض اکبر است ــــ عرض او خواهد که با کر و قراست (مثنوي)

قلابان، نانږه کاران او گډوله کاران د ورځې دښمنان دي؛ ځکه په رڼا ورځ، گډوله کاران تور مخې کېږي او ټگي برگي یې معلومېږي؛ خو هغوی چې دغسې نه دي د ورځې عاشقان دي. ښه یې ایسي ورځ شي، چې د دوی ښکلا سترگې وبرېښوي. نو ځکه له معاده تېښته او د “خدای مرکزي نړۍ لید” نټه – انکار، یو له اروایي دلایلو یې دا دی چې وگړی ځان بدرنگ مومي، نه یې مني او زغملای نشي چې څوک شته پرې څارن وي او بدرنگي یې په ډاگه وویني.

پاکان او ښکلي څوبمن دي چې پر نړۍ څارنه وي. تورمخي شپیالي دي؛ خو سپین مخي، دي.

هر چه را خوب و خوش و زیبا کنند ــــ از برای دیده بینا کننـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد (مثنوي)

چون غلام آفتابم هم از افتاب گویم ــــ نه شبم، نه شب پرستم که حدیث خواب گویم (شمس کلیات)

له بد رنگۍ ډډه او د دنننۍ سینگارونې لپاره هڅه کوو؛ ځکه پوهېږو سترگورې سترگې مو څاري. هغوی چې گروهن دي یوازې د خلکو سترگې سترگورې سترگې دي؛ نو ځانونه خلکو ته سینگاروي، دا هغه سترگې دي چې تېروځي، او دوی قضاوت خلکو ته ورسپاري چې تل په قضاوت کې معصوم او پاکلمني نه دي. له همدې لامله دنننۍ بد رنگي څومره چې وي نه سترې بولي او نه یې په توږنې کې هڅه کوي او ان د بد رنگیو ښکلولو ته په مخونو لاس پورې کوي.

پس قیامت روز عرض اکبر است ـــ عرض او خواهد که با کد و فر است (مثنوي)

دا چې د “قیامت ورځې” نامه اخستلېږي په دې مانا نه ده چې لمر پکې را ختلی؛ بلکې پر دې مانا ده چې روښانه او څرگنده ده؛ یعنې هر څه پکې رابرسېره شوي، د پټ پټونې ځای نه دی. یوازې ښکلي څوبمن دي قیامت ته ورننوځي چې له خپلې بدرنگۍ اندېښمني نه لري. دا ښکلا د ښکلیو مطلوب او ورپورې اړوند ده چې خدای یې خپل ژوند ته ور دننه کړی او خپله کعبه، مطاف او معبود کړی یې دی.

“تاریخپالي” یو ډول معبود دی

اوس د یو مشهور ښوونځي (تاریخپالنې) په باب چې له بصیر او سمیع خدایه یې بل خدای او معبود خپل کړی، څه قدرې بحث کوو. دا څرگندنې په تېره په دې پار دي چې متاسفانه ددې ښوونځي ښوونې تر ډېره بریده زموږ د نږه “خدای مرکزي” فرهنگ د ککړتیا لامل شوي او لامل شوي چې ځینې کسان خپل غني او “خدای مرکزي” اصطلاحات په دې تنگو او “ناخدا مرکزي” اصطلاحاتو بدل کړي او که څه دا په ځینو مواردو او پړاوونو کې یوازې یوه ژبنی او لغوي راکړه ورکړه په نظر رسي؛ خو مساله تر دې حساسه ده او ډېرې ژورې جرړې او زهرجنې مېوې لري او په همدې پار تر وسې وسې هڅه کوم دا ښوونځی در څرگند کړم او دروښیم چې انسان څنگه شونی دی ناځانخبری بل مرکز او چورلیز خپل او د بل د کعبې عاطف او طائف او د بلې درگاه معبود ته پر سجده شي.

نباید وانگېرو معبود هغه دی چې رسما سجده ورته کوو او په مصنوعي توگه یې نمانځوو. هغه چې په طبیعي توگه غاړه مو ورته ایښې او په پار یې هڅه کوو او خپل ژوند مو په مینه ورته وقف کړی دا مو معبود دی. که هوس مو دغسې وي؛ نو هوس مو معبود دی او که واقعي خدای وي چې ټول څیزونه مو ورته وقف وي؛ نو خدای مو معبود دی.

أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ (جاثیه/۲۳) = نو ایا هغه دې ولید چې خپل هوس یې معبود کړی و او الله په پوهې (چې دښیون وړ نه دی) لار ورکی کړ”.

مساله دا نه ده چې خدای نه لرو، هو، خدای لرو؛ خو باید وپښتوو کوم خدای؟ زموږ مسلمانانو معبود سمیع او بصیر خدای دی چې رضا یې تر هر څه را ته ړومبی ده. لار یې زموږ لار ده. غوسه یې مو خپه کوي، مینه یې مو زړه او روح خوشحالوي. پر خدای ایمان مو ژوند، اند او ضمیر رانغاړي او ورنژدې کېدنه یو گلستان دی چې دنننۍ فضا مو خوشبویوي. ارادې ته یې موږ او گرد څېزونه خاضع او تسلیم یوو. په ژوند، انساني او ټولنیزو اړیکو کې مو چورلیز د ده شتون او ورته نژدې کېدنه او لرې کېدنه ده. هغوی چې له خدایه لرې دي کافران دي او له موږه نه دي او کوم کسان چې ورنژدې دي زموږ په لید کې مؤمنان او له موږه دي.

که باید پر کومې لارې پښه کېدو؛ نو دده لار ده؛ او که باید کوم موجود ته ورشا کړو؛ نو دا به شیطان وي چې د خدای غلیم دی. کله چې څوک په ژوند کې دغسې یو خدای ولري او په خپل ژوند کې یې د خدای درانه حضور ته اغېزمنه ونډه ورکړه؛ نو خدای یې نړۍ ته مانا ورکوي او د ژوند گردې پېښې تفسیروي او دا ونډه هیڅ څیز ته ورسپارلی نشي.

له خدای مرکزي نړۍ لید او توحیدي لیده دغسې پوهېږو، بل هر څه چې د خدای تر څنگ کېني او د ده د نامې سیال شي؛ نو دا شرک پنځی دی. د اسلام په نړۍ لید کې چې “بسم الله الرحمن الرحیم = د لوراند او لورین الله په نامې ” وایو او د الله په نامې هر کار پیلوو، دا عمل ډېر با مانا او عبرتناک دی. مانا یې دا ده په نړۍ کې، یوازې یو تن نامي دی او دا الله پاک دی. بل هیڅ له ځانه نامي نه دی هر څه له همده نامه او نښان اخلي. خلک د خدای په نامې پاڅېږي نو ځکه خلک، د ده د سیال نامه نه لري او نه یې سیالېدای شي، بل هیڅ څیز زموږ کړنو او چلن ته مانا نشي ورکولای.

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى ( الاعلی/۱، ۲) =  د خپل پالونکي اوچته نامه دې وستایه، هغه چې ټول څېزونه یې پیدا او منظم کړل.

دا هغه فرمان دی چې په “خدای مرکزي نړۍ لید” کې یې لرو. قرآن یو خدای نامه ده. کله چې د خدای ذات او صفاتو په باب خبرې کوي، دا مشهود دی. کله چې د جهاد فرمان ورکوي، د زکات، عبادت، نمانځه او انفاق فرمان ورکوي، بیا هم څرگنده ده چې فی سبیل الله او د خدای په لار کې ده. کله چې د معاد او قیامت خبرې کېږي، د خدای حضور او څارنه را یادوي. خدای نامه، نه شاهنامه کولای شو، نه خلک نامه او نه تاریخ نامه، یوه هم نه او هر یو له دې چې غوره کړو او د خدای پر میني او غوسې چې د بل هر موجود د مینه او غوسه ړومبی وبولو او یا د خدای پر وړاندې او یا تر څنگ یې کېنوو، په یقین شرک مو خپل کړی دی! د قرآن دا آیت ډېر راته عبرتناک دی.

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ (یوسف/۱۰۶) = او ډېری له دې کسانو چې پر خدای ایمان راوړي، شرک کوونکي دي.

دلته یو سیال در معرفي کوم. زموږ د وخت یو مشهور شرک “تاریخ پالي” یا “تاریخ مرکزي نړۍ لید” دی؛ دا یو اوږده جرړه لري. دلته په لنډو اشاره ورته کوم:

پوهېږو جې د نولسمې پېړۍ له ړومبو شاوخوا راهیسې، “زمان او وخت” او ونډې یې سخت اهمیت موندلی دی. کوم کسان چې له علمي مسایلو سره آشنایي لري پوهېږي چې ان په دقیقو علومو کې د “زمان” ونډې ته پاملرنه په غبرگونونو او طبیعي ښکارندو کې له نولسمې پېړۍ او لږ مخکې ترې پیل شوې وه. نولسمه پېړۍ د “زمان” پېړۍ هم نوملای شو. څه چې زموږ خبرې ته ورنژدې او زموږ په مطلب پورې اړوند ده، د “فردریک هگل” زمان ځپلې فلسفه ده. هگل یو آلماني فیلسوف دی چې یوه پښه یې په اتلسمه پېړۍ او بله یې په نولسمه کې ده او عمر یې نیم په یو او نیم په بلې کې تېر کړی دی. دا دیوې فلسفې را دبره کوونکی دی چې “نږه تاریخي فلسفه” ورته ویلای شو. نه پر دې مانا چې یو مهم تاریخي اثر او کتاب دی؛ بلکې پر دې مانا چې اسکلیټ بندي، زڼی او چورلیز – محور یې تاریخ دی. څه یې چې فلسفه جوړوي دا ده، چې هستي یو تاریخمند موجود دی؛ یعنې باید د هستۍ په مطالعې او څېړنې کې “تحول او زمان” په پام کې نیسو او لکه څنگه چې راښوول شوې “ثابت او ولاړ” ورته و نه وینو؛ بلکې داسې ورته ووینو، چې ته وا اوسنی وجود، د بې شمېرو تحولاتو له پړاوونو یو پړاو دی، چې هستۍ، په ټول کې پر ځان منلی او و به یې مني.

البته هستي په هگلي فلسفه کې په مادي موجوداتو کې نه رالنډېږي؛ بلکې نامادي څېرې هم درلودای شي. د هگل له نظره، هستي په پیل کې دیوې سرگردان، لالهاندې او خوشې شوې اند(اندیشه) په بڼه وه، چې بېلابېلې بڼې او رنگونه یې خپل کړي چې دغسې شوې چې اوس مو پر وړاندې ده. هستي د هگل له نظره، یو اند دی چې یو ډول وحدت او یووالی لري. دا اند له کله چې له اندیال – متفکر څخه جلا شوې؛ له ځانه پر پردیتوب اخته شوې (له ځانه پردی شوی دی) محدودیت راگېر کړی او په دې لټه کې دی چې ځان له دې زولنو آزاد او پکې راگېر قفس مات او ځان خوشې کړي او خپل ړومبی آر ته وروگرځي.

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش ــــ باز جوید روزگار وصل خویش (مثنوي)

دا خوشې شوی اند، دا زمان ځپلې هستي چې دباندې رادبره شوې، د هغه “نۍ” او شپېلۍ په څېر ده چې تل له خپل بېلتونه په شکایت کې ده او د خپل نښلون وخت غواړي، او دې نښلون ته د ور رسېدو لپاره کړاوونه زغمي، چې نهایي ازادۍ ته ور ورسي. ددې سرگردان اند، زڼی او بنسټ، آزادي ده او نړیوالېدل یې له خپل محدودېدو سره مساوي دي او له دې محدودیته د خوشې کېدو په پار تل هڅه کوي او بېلابېلې بڼې خپلوي. هو را روسته بڼه یې تر مخکېنی بڼې لا آزاده ده، چې نهایتا او د مسیر په پای کې خپلې ړومبی پوره ازادې بڼې، حالت او څرنگوالي ته ورسي او د خپل نښلون وخت او روزگار تر لاسه کړي. له همدې لامله، نړۍ چې (د پړاوونو) په هر یوه پړاو کې ده، په حقیقت کې د سرگردان اند د ازادۍ له مرتبو ځنې یوه مرتبه ده. کله چې نړۍ ته وینو، په نړۍ کې هر پړاو لومړی؛ تر مخکېني پړاوه ښه آزاد دی او هغې څېړنې ته ورنژدې دی چې ور ورسي او دویم تر مخکېني پړاوه غوره او الهي تر دی؛ ځکه د هگل له نظره “طبیعت او فضیلت ” یو دي او “واقعیت او معقولیت” (هم) یو دي. څومره چې نړۍ مخ پر وړاندې درومي ښه کېږي، ښه پوره کېږي او ښه آزادېږي.

د هگل ځینو نامستقیمو زده کړیالانو، د هگلي اند مخروط اپوټه کړ، یعنې هگل چې له روح او مطلق وجوده خبرې کولې او گروهن و، چې هستي په نړۍ کې یو سرگردان خوشې شوی روح دی او په ذات کې یې یوه څوبتیا ده چې دا د ازادترېدو پر لور او د خپل ړومبي آر نښلون ته ورکاږي؛ خو دوی وویل په نړۍ کې، ازاد او گوذار شوی واقعي موجود ماده ده او څه چې د خلکو په اذهانو کې تېرېږي د همدې مادې انعکاس دی، نه دا چې ماده د روح انعکاس وي.

په هگلي اند کې ماده د نړیوال روح د تجلیاتو له مراتبو، تحولاتو او شؤونو ځنې ده؛ خو ددې زده کړیالانو له نظره کله چې د هگلي اند مخروط اپوټه کړو؛ نو څه چې په نړۍ کې واقعیت مومي همدا ماده ده او څه تحولات چې په ماده کې پېښېږي په حقیقت کې کټ مټ هغه شوون او تحولات دی چې په مطلق هگلي اند کې پېښېږي (د هگل په گروهه).

البته دلته موخه مو ددې فلسفې نږه او پوره څرگندنه نه؛ بلکې د هغې پایلې توضیح ده چې په سیاست او ټولنه کې له دې انده اخستل شوې ده. هگل پایله اخسته چې ړومبی: څومره چې نړۍ مخ پر وړاندې درومي دا نږه خوشی شوی اند ښه ازادېږي او خپل زڼي او آر ته ورنژدې کېږي او البته لا ښه، بهتر او غوره کېږي هم. له دې پلوه له نظره یې غوره کېدنه بې له ډېر وړاندې تگ او راتلونکې ته له ور مخې کولو بل څه نه دي. دا ځکه څومره چې تېرو ته ورستنېږو، هستي په ډېرې تنگسیا کې ده او څومره چې رامخې ته کېږي او غورزې پرزې کوي ځان له بنده آزادوي؛ نو ځکه له دې اړخ راتلونکی تر تېر ښه دی. تېرو ته د اسارت قلف وراچول شوی دی او راتلونکی تر تېرو یوه گرایه له اسارته آزاده او پرې لاسبرې ده.

دویم ټکی: په بهرنۍ نړۍ کې همدا بریا ده چې دې هگلي رڼې او بربنډې هستی ته ازادي تامینوي؛ ځکه هستي له ځان سره هڅې، مقابلې او غورزې پرزې کوي، چې ځآن د ځان له منگولو خوشې کړي په هر قدم کې هغه پر ځآن بریالی کوي او په هر پړاو کې یې یوه درجه ازادوي.

له دې نظره د هگل د اندنې او ښوونځي له مخې، په تاریخ کې بریاوو ته ارزښت ورکوو؛ ځکه خود په خوده د تېر محکومیت ښودونکی دی او د هغه څه را پرځېدل چې وخت یې تېر شوی او نباید وي او هغه څه ته ور رسېدا چې وخت یې را رسېدلی دی. له همدې مخې د تېر په غوښتنه ارتجاع ده؛ ځکه راتلونکی تل نړیوال روح ته د ډېرې ازادی تامینوونکې ده، او په دې پار، تېر تل محکوم دی. دا چې هگل ویل تاریخ د انسانانو د کړو وړو د قضاوت محکمه ده، بې له دې یې مطلب نه درلود. معمولا کله چې ویل کېږي تاریخ به قضاوت وکړي او لیدل کېږي کومو کسانو چې په دې قضاوت پورې زړه ورتړلی؛ نو شوني ده دا وهم ورسره پیدا شي چې ددې خبرې مانا دا ده، چې راتلونکي؛ یعنې هغوی چې را روسته نړۍ ته راځي تېر تاریخ به مطالعه کړي او نېکان او بدان به وپېژني. مسلما دا د هگل پاموړ مانا نه ده. د هگل له نظره د تاریخ قضاوت، خپله د تاریخ سرگذشت دی، نه دا چې په راتلونکي کې ځنیې راشي او په خپلو افکارو او لیکنو کې ځینې محکوم یا تایید کړي.

څه چې دباندې او په تاریخ کې پېښېږي، همدا عین د تاریخ قضاوت دی.د تاریخ قضاوت، د تېرو پېښو په باب د انسانانو قضاوت نه؛ بلکې خپله په تاریخ کې د پېښو د پېښېدو څرنگوالی دی. د هگل له نظره کله چې یو څیز راڅرگند شو او واقعیت یې پیدا کړ او د تاریخي حتمي برخلیک بڼه یې خپله کړه او بریالی شو دا یې په اړه عین د تاریخ قضاوت دی او دا چې تاریخ بریالی کړی؛ نو دا بریا یې حق دی او که کوم څیز را وپرځېد او وشړل شو، تاریخ یې په اړه قضاوت کړی او محکوم کړی یې دی. دا موږ نه یو چې کېنو او ووایو څوک نېک دی او څوک بد. څوک محکومېدونی دی او څوک تحسېنېدونی. دلته محکومول او تحسینول د تاریخ د تېر حرکت او مسیره دباندې څه نه دي.

د تاریخ حرکت عین د تاریخ قضاوت دی. دا د هگل د وینا مانا ده؛ تاریخ د انسانانو د قضاوت محکمه ده. اوس دې ته راځوو کومو ښوونځیو چې د هگل ښوونځي روح راخستی او دا یې اپوټه او پر مادیاتو یې ور تطبیق کړی؛ نو مساله کومه بڼه خپلوي؟ دلته د هگل ښوونځي د سموالي او ناسموالي خبره نه ده، د یو نوي را ښکاره شوي خدای خبره ده او زموږ ځينو آگاهانه او نا آگاهانه زړه پرې ورتړلی دی. موږ ټول د ارتجاع، ترقۍ، پرمختگ، د تاریخ کندې، مخکښ، د تاریخ پر لار پښه ایښودل، د تاریخ پر غوسې اخته کېدل، د تاریخ محکوم، تاریخي بریا، تاریخي پړاو او په څېر اصطلاحات او ماناوې د هغو اندیزو – فکري نظامونو محصول دی چې “تاریخ” او حرکت یې چورلیز او مرکز دی او نورې اندنې په شاوخوا کې پرتې دي که مخکې مو ویل باید د خدای پر لار قدم کېدو، دلته وایي چې باید د تاریخ پر لار گام کېدو. که مخکې مو څوک د خدای له غوسې او قهره ډاراوه، دلته مو د تاریخ په پاڼ کې له ورلوېدو ډاروي. که مخکې مو د خدای پېرزوینې ته زړه نیولی و، دلته د تاریخي بریا زیری راکوي.

که مخکې مو د چا او کوم ښوونځي ښوتوب او ټولمنیلیتوب په دې پورې اړند گاڼه چې خدای ته منلی وي، دلته را زده کوي چې ټولمنیلتوب یعنې تاریخ ته منیلتوب او په تاریخ کې بریا. که مخکې د خدای له غوسې ډارېدو، دلته مو ډاروې هسې نه چې د تاریخ له سترگو تری تم شې. مخکې مو ویل چې د خدای ارادی ته درېدای نشو او تقدیر یې چې په څه پورې تړاو وموند هماغه کېدونې دی. دلته راښیي چې د تاریخ د ارادې پر وړاندې مقاومت نشو کړای او څه چې د تاریخ وغواړي هماغه به وشي.

لیدلي دې نه دي چې “انگلیس” په یوه لیک کې “دانیل سون” ته کاږي؛ د تاریخ خدای خورا سخت زړی دی، نه یوازې د جگړې پر حال؛ بلکې د سولې پر مهال هم د خپلې بریا گاډېل د مړیو پر تنو پر مخ بوځي؟ ددې څه مانا ده؟

کټ مټ د هگل د نظر دویمه کاپي ده چې ویل یې؛ تاریخ د انسانانو د وگړینو ارادو وژنځی دی او یو روح پرې واکمن دی چې یو ځانگړي لوري ته یې ور بوځي.

هگل رسما د تاریخ له شیطنت او ټگۍ برګۍ خبرې کولې او ویل یې، چې تاریخ له خلکو سره لوبې کوي:

رشته ای بر گردنم افکنده دوست ـــ می کشد انجا که خاطر خواه اوست

تاریخ یو ډگر دی چې هر څه پکې راټول شوي او هر ځای ته یې چې وغواړي ورکاږي یې. دا هگلي اند و. البته هگل هغه څوک و چې پر مجرداتو گروهن و. گروهن و، چې ددې ظواهر ورهخوا، او ددې مادي موجوداتو په باطن کې، یو روح او زڼی شته چې څوبتیاوې لري او مادیات یې تنې او اجسام دي او دا روح دی چې تنه او جسم یې ایل کړی او یوې لوري ته یې ورکاږي. خو نورو ښوونځیو چې دا اند اپوټه کړ دا متعالي او اوچت روح یې یوې څنډې ته کړ او ان ملنډې یې پرې ووهلې؛ خو د هگل د ښوونځي روح یې ژوندی وساته؛ یعنې د تاریخ په قضاوت یې زړه وتړه او تاریخي بریا ته یې ارزښت ورکړ او د تاریخ په محکمه کې محکومېدو ته یې اهمیت ورکړ.

ځینو غولېدلیو مسلمانانو دا اپوټه اند را واخیست. د خدای لار یې، د خلکو لار معرفي کړه، د تاریخ غوسه او مینه یې دخدای غوسه او پېرزوینه معرفي کړه. خلکو ته یې ورزده کړل چې د خلکو خوښې او رضایت ته کار وکړي، خلک یې د تاریخ د گاډېل تر لاندې کېدو وډار کړل او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې اخلاق او ارزښتونه دې د تاریخ له حرکته را وسپړي.

یاد مو اوسه چې د هستۍ “خدای مرکزي” کېدنه دوه ماناوې لري: خدای هم د گردو هستیو چورلیز دی او هم د بایدونو ـــ ټول موجودات یې له وجوده هستېږي، ټول ارزښتونه هم سرچینه ترې اخلي. څه باید وکړو او څه باید و نه کړو نیغ په نیغ د هغه له فرمانه خړوبېږي، هست و نیست نیغ په نیغ د خدای په ورکړې کېږي. دا په نړۍ کې د خدای خورا ستره ونډه ده. هم اخلاق پنځی دی او هم وجود پنځی. نو په کومو ښوونځیو کې چې “تاریخ” چورلیز او مرکز دی، کټ مټ همدا ونډه لوبوي. وایي، تاریخ د گردو پېښو رادبره کوونکی دی. که وپوښتې ولې دغسې وشول؟ و به وایي: د تاریخ اړتیا وه. ولې دغسې ونشول؟ بیا هم تاریخي جبر و. ولې ناپیلیون ماتې وکړه؟ بیا هم تاریخي اړتیا وه. ولې د روسیې اکبر انقلاب بریالی شو؟

د تاریخ شرایطو او اړتیا ایجابوله هر څه دې چورلیز ته په ور ارجاعولو هستي مومي. دا د هستیو په پړاو کې ده. اوس بایدونو ته هم نظر وکړئ. پوښتوو، ولې باید دغسې وکړو؟ وایي دا ځکه چې د تاریخ پر خلاف بهیر کې دي. پوښتم پر کومه لار ولاړ شم؟ ځواب دا دی؛ د تاریخ په لار، پر کومه لار ولاړ نشوو؟ د تاریخ پر خلاف لار. پوښتم څوک چې د تاریخ پر خلاف لار درومي نامه یې څه ده؟ وايي؛ مرتجع – بېرته ګرځېدونکی. څوک چې د تاریخ پر لار گام ږدي نامه یې څه ده؟ وایي؛ پرمختللی – مترقي.

وینئ چې دا تاریخ نوی خدای، د مذاهبو له خدایه ځان ټیټ نه بولي هماغسې بدچاریو ته سزا او نېکچارو ته بدله ورکوي، مخکښانو ته د جنت او بریا زېری ورکوي او مرتجعان په تاریخ کې په لتاړولو گواښي. دا تاریخ دی چې ارزښت راته پنځوي او ژوند ته مو لار ټاکي، تکامل او د تکامل ضد را ته معرفي کوي. که تاسې د سمیع، بصیر او مجیب خدای خبرې وکړئ، زړه خبره به وبرېښي؛ ځکه بل چورلیز مو خپل کړی او ورته په ارجاع او ورمنسوبو پېښو ته مخونه ورکوئ او ارزښتونه پر نورو اړمونو ور تکیه کوئ؛ خو همدا چې وواست پلانی پېښه تاریخي ده (ددې پر ځای چې ووایي خدایي ده) وبه گورئ چې ته وا زړونه نیسي. خبره ددې اند د سموالي او ناسموالي پر سره نه ده، خبره دا ده چې په نړۍ کې یې چورلیز بدل کړی او په نړۍ کې د یوه نوي خدای او معبود راښکاره کېدل اعلانوي.

ومې ویل خدای نه درلودل څه ساده چار نه دی. څوک چې له سمیع او بصیر خدایه نټه کوي، نالیدلی یې گڼي او د شوپرک په څېر د الاهیت لمر نه ویني او نه غواړي و یې ویني، دوی معذور دي؛ خو د هغو کسانو په باب څه ووایو چې رحیم او لطیف خدای لري؛ خو داسې خبرې کوي چې ته وا د خپلې نړۍ چورلیز یې تاریخ دی او یوازې د تاریخ پر چورلیز هر څه ورته مانا لري. قرآن وايي:

وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿زمر/۴۵﴾ = او چې د توحید او ايکي يو “الله” خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي او چې نور معبودان ياد شي (؛نو) یو دم پر خوشحالۍ شي.

په اوسني وخت کې د یوې نوې نړۍ او فرهنگ د رادبرېدو څارن یوو. هغه فرهنگ چې رازده کوي “گانده پالي” – راتلونکې پالي اوسوو. ظاهرپالي اوسوو، عقل مو په سترگو کې وي، هرې بهرنۍ بریا ته د تاریخي بریا نامه ورکړو. او تاریخي بریا هم د تاریخ د قضاوت انډول او سم وبولو او د تاریخ سم گڼل د الهي تایید او تحسین انډول وبولو. نن ډېر کسان گروهن دي که کوم ښوونځی په کوم هېواد کې بریالی شوی، بهرنۍ بریا یې عین واقعي بریا او د حقانیت ازباد یې دی. ځکه له نظره یې دا تاریخ دی چې ټاکي کوم څیز حق دی او باید راڅرگند شي او کوم څیز باطل دی او باید له منځه ولاړ او د تاریخ په پاڼ کې ولوېږي. زموږ بریا او ماتې بله مانا لري. په”خدای مرکزي نړۍ لید” کې کمال، تعالي او لوړتیا بله مبدا او مقیاس لري.

موږ ته بله مینه او غوسه مطلوبه ده، موږ ته د وهنې او طې کونې بله لار ده او ارزښتونه مو بله سرچینه لري، او هستي او اړتیاوې له بل وجوده سرچینه اخلي. ددې وجود حضور هر څیز ته لوری ورکوي. هغوی چې له دې سمیع او بصیر خدایه مخ اړولی او دې ژوندي او وحشي خدای ته یې ورمخه کوې سزا یې همدا بې برخېتوب دی او بس:

از همه محرومتر خفاش بود ــــ که عدو آفتاب فاش بــــــــــــــود

نیست خفاشک عدو آفتاب ــــ او عدو خویش آمد در حجاب (مثنوي)

خبره په دې آیت پای ته رسوم:

مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿عنکبوت/۴۱﴾د هغو خلکو بېلګه، چې د الله پر ځای یې پالندویان نیولي داسې ده؛ لکه غڼه چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل -؛ نو تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.

او رښتیا کاشکې پوهېدای چې “الله” په هیڅ معبود او بوت بدلولای نشو.

ای بوت ماتی ابراهیمه! او د موحدینو او بوت ماتو مخکښه، درته سترگې پر لا یو”.

هېواد والو! د ځانپالۍ، قوم پالۍ، ژبپالۍ، سمت پالۍ، ټبرپالۍ، خېل پالۍ، ولدیت پالۍ، ولسوالی پالۍ او خپلوۍ پالۍ بوتان مات کړئ، په اوسنۍ زمانه کې د ابراهیم علیه السلام د پلیونو (لارویانو) مصداق شئ او د توحید په مضبوطې رسۍ منگولې ولگوئ او د ملي یووالي په رڼا یې سمسور او په ننگیالو کې د ننگیالو هېواد جوړ کړې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!