تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه واقعي نړۍ د ټاټوبي له پولو سره انډولول   سریزه د روزگار پېښې عبرت اخستونکي انسان ته ډېر څه ور زده کوي، یوه وخت د یوې ولسوالۍ اوسېدونکی چې څومره به ټیټ هم و، د بل ځای له کارپوه او متقي سره به […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

واقعي نړۍ د ټاټوبي له پولو سره انډولول

 

سریزه

د روزگار پېښې عبرت اخستونکي انسان ته ډېر څه ور زده کوي، یوه وخت د یوې ولسوالۍ اوسېدونکی چې څومره به ټیټ هم و، د بل ځای له کارپوه او متقي سره به نه برابرېده، د واکوالو ټوله نړۍ یې ولسوالي وه، د ولسوالۍ له لیده یې گرد هېواد ته کتل، دا هم یو پیر و چې تېر شو، او د پښتو یو متل دی چې “چاچا ولاړ او نښې یې پاتې شوې”، داسې دوران هم و، چې د یو ولایت له نوابغو (!) سره ډېرې چوکۍ وې او که نوغی ورپسې ولگوې؛ نو په پنډونه کتابونه پسې لیکل کېږي، چې په ځینو پسې شوې دي. له تاریخه د نه عبرت اخستو له وجې افغانستان یوازې د یوه “ولایت” په چوکاټ کې لیدل او د هېواد جغرافیایي پولي د یو ولایت پولي گڼل او په پایله کې خپله دنننۍ نړۍ ترې جوړول هغه اروایي ناروغي ده چې همدا اوس هم د “ملي یووالي” په واکمنۍ کې لیدل کېږي. دا کومه شننه چې ژباړه یې دروړاندې کېږي، نوی کهول ته یو “گروهیز سیاسي” سبق دی چې څنگه په گانده – راتلونکي کې د دولتي غونډال – نظام چلولو لپاره د تېرو ناسمې تجربې بیا ځلي نه کړي او له همدا اوسه داسې روحیه او ذهنیت ولري چې گرد افغانستان خپله دنننۍ نړۍ وبولي؛ نه دا چې د یوې ولسوالی، ولایت او قوم په لومه کې را گیر شي.

په کومې نړۍ کې اوسوو؟

“هڅه کوو په کومې نړۍ کې چې اوسو دروپېژنم؛ خو دا یوه علمي معرفي نه ده او نیت مې ددې مطلب سپیناوی نه دی چې د هستوگنې کُره مو، څنگه یوه کُره ده، څه تاریخ پرې تېر شوي، په تېر تاریخ کې یې څه پېښې وې یا اوس څه سترې پېښې پرې ورتېرېدونکي دي. د هستوگنې نړۍ مو یوه نه ده او په حقیقت کې دوه ډوله نړۍ شته او هڅه مې ده چې دواړه درڅرگندې کړم. معمولا انگېرو چې یوازې یوه نړۍ ده او دا هماغه نړۍ ده چې جغرافیا یې دباندې پېژنو او پکې شته ژوي پېژنو او پر همدې مبنا انگېرو، چې ټول په یوې نړۍ کې ژوند کوو. شک نشته چې مالومات لرو په نړۍ کې پینځه لویی وچې دي، امریکا، اروپا، استرالیا، آسیا، افریقا، ختیځ، لویدیځ، د سیمې هېوادونه، افغانستان، ایران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین. مسلمانان شته، بودایان شته. په نړۍ کې ستر ښارونه دي، اسمان دنگې مانۍ دي، خټین کورونه دي. پوهنتونونه او ښونځي دي، عارف انسانان پکې دي، جاني انسانان هم پکې دي، سپوږمۍ شته، ستوري شته، له پېښو ډک تاریخ راباندې تېر شوی؛ جگړې، سولې، دښمنۍ، دوستۍ، اړپېچونه او کږلېچونه، ټول شته، تېروتنې شوي، په نړۍ کې یو رنسانس رادبره شوی، ستر ستر ادیان راغلي، لومړی او دویم نړیوال جنگ پېښ شوی، د مغولو او اسکندر یرغلونه ول، ستر ستر ښوونځي رامنځ ته شوي، ارسطو، اپلاتون و، او په تاریخ کې ابن سینا بلخي و، سید جمال الدین افغان، ملا صدرا، اقبال لاهوري ول. گاندي و، مارکس و، ناپیلیون و. دا گرد سره هغه څېزونه دي چې په تېر تاریخ او په کومې نړۍ کې چې اوسو پکې ول، دا ټولې پېښې پرې تېرې شوې او دا دی موږ یې د پایلو او عواقبو پاتوړي یو. دا مو د نړۍ تاریخ دی او د جغرافیا په اړه یې هم لږو ډېر مالومات لرو، اوس پوښتنه دا ده چې ایا په دې نړۍ کې اوسو که نه؟ لږو ډېر، اکثر انگېرو چې یوازې یوه نړۍ ده او دا هغه نړۍ ده چې ځانگړې جغرافیا او تاریخ لري او ټول انسانان پکې په یو رنگ او اندازې اوسي. خو د خبرو پایله به مو دا وي، چې دا یوه تېروتې انگېرنه ده. موږ ټول په یوې نړۍ کې نه اوسو؛ بلکې د انسانانو په شمېر نړۍ شته؛ نو له دې اړخ نباید د نړۍ پر جغرافیا وغولېږو او گومان وکړو چې نړۍ مو، د نړۍ  د جغرافیا هومرې پراخه ده او یا د نړۍ تاریخ مو، پر نړۍ د واقعي تېر تاریخ هومره ارث دی. موږ په ځانگړې جغرافیا او ځانگړي تاریخ کې اوسوو او نباید چټي وانگېرو چې نړۍ مو همدا دباندېنۍ فزیکي نړۍ ده.

داسې انسانان پېژنو چې دنیا یې د اوسېدانې د ځای له پولي نه اوړي، څه چې زده کوي، څه چې پر ژوند یې اغېز شیندي او څه چې اندېښمني پکې رادبره کوي او ذهن یې بوختوي، ټول هماغه څېزونه دي چې د اوسېدانې د ځای په چاپېریال کې یې پېښېږي. دوی دنیا د خپلې کوڅې او کلي په اندازه ویني او د بهرنۍ نړۍ هغه اغېزې پېژني، چې پر محلې او کلي یې پرېوځي، څه چې له دې پولې دباندې تېر شي ورته بې مانا او خوشې دي، ته وا په نړۍ کې څه نه دي شوي او کومه پېښه هم رادبره شوې نه ده. راځي یو انسان له یوه آسه سره پرتله کړو. له جغرافیایي پلوه آس هم په هماغه فزیکي نړۍ کې ژوند کوي، چې انسانان یې پکې کوي.

یو چینجی هم په همدې نړۍ کې اوسي؛ خو آیا واقعا د یوه چینجي یا یوه آس نړۍ د یوه انسان له نړۍ سره مساوي او یو رنگ ده او ایا دا سمه ده، دا چې دواړه له جغرافیایي اړخ په یوه چاپېریال کې اوسي، ووایو چې دواړه په یوې نړۍ کې ژوند کوي. دا پېښه کټ مټ په هر یوه انسان کې روانه ده او همداراز لکه چې وویل شول، ټول انسانان هم په یوې نړۍ کې نه اوسي.

له آره باید د ژوندیتوب او ژوند کولو ترمنځ پر توپیر قایل شو. موږ ټول انسانان په یوې نړۍ کې ژوندي یو؛ خو په یوې نړۍ کې ژوند نه کوو او دا یوه ناسمه انگېره ده چې ژوندیتوب له ژوند کولو سره مساوي دی. موږ هر یو په هغې نړۍ کې چې ځان ته مو جوړه کړې ژوند کوو او هر څوک د خپلې جوړې کړې نړۍ له مخې چې پکې ژوند کوي یو بل انسان دی. د انسانانو ترمنځ شته توپیرونه هم د هغو نړیو د توپېرونو له مخې دي چې پکې ژوند کوي. دا ټکي د “الکسیس کارل” له هغه توپیر سره چې د بېلابېلو وختونو ترمنځ یې کړی ډېر ورته والی لري. نوموړی وایي په دباندېنۍ نړۍ کې یو واحد او پرله پسې فیزیکي وخت (زمان) لرو، چې په ظاهره ټول پکې اوسو او یو بهیر دی چې پر موږ ټولو تېرېږي. لمر و سپوږمۍ چې را خېژي او لوېږي، یوه زماني لیکه انځوروي چې په نړۍ کې اوسېدونکیو انسانانو او ان ټولو څارویو، تېږو او جامداتو ته یو رنگ دی؛ خو ایا دا یوازې هغه وخت (زمان) دی چې راباندې تېرېږي؟ ټول پوهېږو چې کله ښاد یو، وخت ژر تېرېږي او چې غمجن یو، اوږد تېرېږي. له پخوا متل دی چې اوږدې ورځې به یې د رمضان میاشتې له ورځو سره ورته کولې. دا له همدې ځایه سرچینه اخلي چې د رمضان میاشتې ورځې په دې پار چې په سختۍ تېرېږي او له لوږې او تندې سره مل وي، معمولا روژتي ته اوږدې برېښي. نباید له دې پلوه وغولېږو چې ټول یو رنگ عمر کوو او کله چې پر دوه تنو فرضا مساوي او له فیزیکي اړخه اویا کاله تېرېږي، نباید وانگېرو چې واقعا یو ډول عمر پرې تېر شوی وي. پر موږ هر یو چې کوم عمر تېرېږي یوازې په فیزیکي واحدونو یې اندازه کولای شو. زموږ عمر پر موږ د تېرېدونکیو پېښو ټولگه ده او د عمرونو دا د څومروالي (کمي) تساوي په هیڅ توگه د عمر د څرنگوالي (کیفي) د تساوۍ پر مانا نه ده. په همدې اډون په کومې نړۍ کې چې ژوند کوو، جغرافیاوي ورتوالی یې نباید موږ تېر باسي چې موږ ټول په یوې نړۍ کې اوسېږو، موږ بېلابېلې نړۍ لرو، او د انسانانو د شمېر هومره نړۍ موندلېږي. عارفانو مو له وخته را ته ویل، چې ای انسانه ته خپله یوه نړۍ یې. ودرېږه او د خپلې دننی نړۍ په نندارې شه.

دا مانا تر یوه بریده همدې موخې ته ورنژدې ده، چې په دې شننه کې یې تعقیبوم. په کومې نړۍ کې چې ژوند کوو، کومه نړۍ ده؟ اوس په کومې نړۍ کې اوسوو؟ که واقعا په نړۍ کې یوه پېښه وشي او پېښېدل او نه را پېښېدل یې پوره راته بې توپېره وي؛ نو له کومه مدعي کېدای شو چې دا پېښه زموږ په نړۍ کې را پېښه شوې ده؟ که چا په تېر تاریخ کې یوه ډېره بدیع او زبردسته پېښه رادبره کړې وي، چې زموږ په ژوند کې یې ډېر لږ اغېز کړی نه وي او زموږ ذهن ډېر لږه څنډه یې بوخته کړې نه وي او له هیڅ اړخ پام مو ور اوخوتی نه وي؛ نو آیا دا سمه ده چې ووایو دا پېښه زموږ په نړۍ کې پېښه شوې ده؟ دغسې پېښه پوره را ته پردی ده ؛ ځکه زموږ د نړۍ کوم عنصر نه شمېرلېږي.

په نړۍ کې دا ټولې طبیعي او مصنوعي ښکلاوې او د خوشحال بابا، رحمن بابا، حافظ، سعدي او لارماتین ښکلي شعرونه په پام کې ونیسئ. کله چې موږ او تاسې له دې ښکلاوو بې برخې یو او دې ښکلاوو ډېرې لږې لورونې او زړه راښکونې راته نه درلودې؛ نو ناچار منښته – اعتراف کوو چې زموږ نړۍ ته راننوتي نه دي. له همدې لامله د هر چا نړۍ یې د ژوند له اړخونو سره برابره ده. تر دې روسته دا معادله لیکو: “د هر چا د نړۍ پوله تر هغه ځایه ده، چې نوموړی پکې ژوند کوي” یا “د هر چا د نړۍ پوله د ژوند کولو تر بریده یې ده.” که د نړۍ په کوم ځای کې یوه پېښه وشي او پر ژوند مو اغېز نه پرې باسي، موږ نباید مدعیان شوو چې زموږ په نړۍ کې تېرېږي. همدا اوس چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ کومه ربړه او لانجه تېرېږي، ځینو کسانو ته له نه تېرېدو سره مساوي ده، په همدې پار مدعي کېدای نشو، چې دغسې یو ناخبره په هغې نړۍ کې ژوند کوي، چې اسرائیل او فلسطین هم پکې شته. باید ښه په زور دا پوښتنه را ته اوڅار وي چې په کومې نړۍ کې ژوند کوو؟ دا هغه پوښته ده چې له پیله مو اوڅار کړې او تر پایه یې په لټه کې یوو کله چې د غولونې پرده مو لرې کړه او ومو لیدل چې نړۍ مو هماغه نه ده چې په خپلو سترگو یې وینو؛ نو تر دې روسته باید مشخصه کړو، چې نړۍ مو کمه یوه ده ېوند به مو نړۍ مو مشخص کړي.

نن مو په هېواد کې ډېری وگړي اوسي، سره له دې چې جهاد، تپلې جگړې او د ترهگرۍ په نامې د جگړو د وینو نېرونه را کې بهېږي؛ خو بیا هم د دوی په نړۍ کې کوم ادلون بدلون پېښ شوی نه دی، او په همدې پار دوی د جگړې ځپلي هېواد اوسېدونکي بللای نشو. دوی راسره پردي دي؛ په واقعي مانا پردي. رسمي او قانوني تابعیت کافي نه دی، چې څوک یو هېواد میشت کړي. که دا جگړه ځپلي حالات پکې ورننوځي؛ نو په بل ډول به ژوند وکړي د چا چې نننی ژوند تر انقلاب وړاندې ژوند سره توپیر نه دی کړی باید ومنو چې انقلاب یې نړۍ ته ورننوتی نه دی او په همدې پار ټینگار کوو چې ایمان بې له علم او پوهې دی. پر یوه څیز ایمان درلودل هله ښکاره کېږي چې په ژوند کې یې ونډه ښکاره شوې وي.”

ایمان، د “تولستوي” په وینا، هماغه څیز دی چې ژوند ورسره کوو، حالا دا پر یو څیز پوهېدنه په هیڅ ډول د وگړی په دنیا کې د ورننوتو متلزم نه ده، کله چې مشهور شاعر منوچهري وایي:

مـــــــــــــــــــــــــــــــــــا مرد شرابیم و کبابیم و ربابیـم

خوشا که شراب است و کباب است و رباب است

اســــــــــــــــــــــبی که صفیرش نزنی می نخورد آب

نه مرد کم از اسب و نه می کـــــــــــمتر از آب است

منوچهري خپله نړۍ ښه را په گوتو کوي. شراب، کباب او رباب یې د ژوند چورلیز دی او لید یې له دې بریده نه ور اوړي. او څه چې له نظره یې یو نارینه په گوته کوي، دا دی چې له یوه آسه کم نه وی او شراب د موسیقی له غږ سره وڅښي. په همدې دلیل د منوچهري په دېوان کې چې د زمانې پر خلکو د شوی ظلم خبره ډېره لږه موندلېږي، نباید هېښ شئ. دنیا ته یې ظلم نه ورننوته!

بهرنۍ نړۍ د وگړي تر نړۍ خورا تنگېدای شي، د وگړي د نړۍ انډولېدای هم ترې شي او را روسته به یې ووینو ډېر کسان شته چې دنیا یې تر محسوسې نړۍ خورا ارته ده، ارتې ویناوې لري او پکې اوسي.

دا وې زموږ د هستوگنې نړۍ په اړه خبرې.

٭  راځئ خپل ستونزاواري ته همژبي شو

اوس دا ټگی زیاتوو انسانان چې په خپلې هستوگنی نړۍ کې د خپلو تعبیراتو څرگندولو لپاره کومې ژبې ټاکي، دا هم سره توپیر لري. یعنې د هر تن بیان او څرگندنه یې، د نړۍ ښودونکی ده، نباید گومان وکړو ټول هغه کسان چې په پښتو، دري، اردو یا انگریزي خبري کوي، ټول همژبي دي. د مولانا بلخي په وینا:

           ای بسا هندو ترک همزبان ــــ ای بسا دوترک چون بیگانگــــــــــــان

                                پس زبان محرمی خود دیگر است ـــ همدلي از همزبانی برتر است (مثنوي)

بېلابېلې ژبې د جلا جلا نړیو استازولي دي. کله چې د حافظ دېوان پرانځئ، له یوې ژبې سره مخېږئ او چې د مولانای بلخي مثنوي او دېوان پرانځئ له بلې ژبې سره. کله چې د فردوسي غزنوي دېوان لولئ له ځانگړې ژبې سره مخامخ یاست او کله چې د رحمن بابا یا خوشال بابا دېوانونه لولئ له جلاجلا او ځانگړو ژبو سره مخېږئ. دا د ژبو توپیر د هغو نړیو په ډاگه کوونکی دی چې دا ویاندان پکې شتون لري، په اړه یې گړېدلي او پکې اوسېدل.

د رحمن بابا دېوان چې لولئ پر عرفاني ښوونو سربېره د زمانې له واکمنو حالاتو یې هم ژړلي او وایي:

په سبب د حاکمانوظالمانو ـــــ کور و گور او پېښور درې واڼه یو دي.

خوشال بابا د زمانې زړه ور شاعر، سیاستپوه او اسلام پېژاندې و چې له اسلام او تاریخه یې داسې پوهېدنې راوړاندې کړي، چې تر ده روسته یوازې د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري یې په مړانه پر پله پل ور ایښی دی، لکه

کـــــه په کار دې ده د خدای پېژندگلوي ـــ پېروي د محمد کړه د علي.

محمد علي چې دوه وینو په سترگو ـــ په دا کار کې احولي ده احولي.

او د غزل بابا وایي:

د کور خلک برابر د پردیو نه دي ـــ زه اول یم پنجتني بیا چهار یاري.

د خوشال بابا او غزل بابا د اندیز اړخونو د زیاتې پوهاوی لپاره دا دوه کتابونه وگورئ: اجرالدین اقبال، خوشال بابا او نبوي کورنۍ + غزل بابا د آل محمد په وېر کې.

خوشال بابا د ظالمو واکمنو پر وړاندې خپل مبارزاتي شعار اعلانوي؛

د افغان په ننگ مې وتړله توره ـــ ننگیالی د زمانې خوشال خټک یم.

د حافظ دېوان چې لولئ په ډېرو لږو کتو ددې عارف شاعر نړۍ عشق، عشق او عشق دی. داسې خبرې کوي ته وا په نړۍ کې بې له ده او معشوق یې بل څوک نشته او بې له عشقه په نړۍ کې بل څه نشته. د خبرو او ژوند چورلیز یې دا دی: بېلتون او نښلون، معشوق ته ورنژدېوالی او ترې لرېوالی، د عشق دروغجن ملاعیان، د عشق جلوې، د عاشق اړتیاوې او د معشوق استغنا او ………

طــــــــــــــــــــــــــــفیل هـستی عشق اند آدمی و پری ـــ ارادتی بنما تا سعادتی ببری

بکـوش خواجه و از عشق بی نصیب نباش ـــ که بنده را نخرد کس به عیب بی هزي

                                  طـــــریق عشق طریقی عجب خطرناک است ـــ نعوذ بالله اگر ره به مقصــــــــدی نبری (حافظ دېوان)

اوس چې د فردوسي غزنوي شاهنامه ولولئ؛ نو د ژبو توپېر او ورپسې د نړیو توپیر به وننگېرئ:

یکی جنگ سهراب و رستم شنو ـــ دگرها شنیدستی این هم شنو

شـــــــــــــــــــــود کوه آهن چو دریای آب ـــ اگر بشنود نام افراسیاب

اوس د شمس کلیاتو او مثنوي ته هم ته سر ورښکاره کړئ، چې د گردو زمانو تلپاتې او عارفانه حماسې ووینئ چې دا “اتش افروخته در بیشه اندیشه ها :                                                        ” څه کوي او څه وایي.

ووینئ چې څنگه “لفظ”، “ټکی” او “غږ” ځپي چې بې له دې درې واڼو په بله ژبه خبرې کوي.

ووینئ چې دا “شعله آتش خانه سوز” څنگه یو مخې سر، سترگې او تن یو لاس شوي چې خپل بې څېرې معشوق چې تر ځان (من) ځان تر او تر گلشن گلشن تر دی، وویني او لمن یې ونیسي او ترې و غواړي،

در دو چـــــــــــــــــــــشم من نشین ای ان که از من، من تری

                             تا قمر را وا نمایم، کز قمر روشـــــــنــــــــــــــــــــــــــــــتری (شمس کلیات)

حقیقت دا دی څه چې د نویو زوکړو یا اختیاري مرگونو او تر مرگ وړاندې برخلیک په نامو ویل شوي، له یوې نړۍ بلې نړۍ ته پښې ایښوول دي. که نړۍ مو همدا فیزیکي نړۍ وای چې پکې یو؛ نو دویمې زوکړې مانا نه درلوده یا د بدن تر مرگ وړاندې مرگ مانا نه درلوده. دا چې را ته ویل شوي تر مرگ وړاندې ومړئ، یا د حضرت عیسی علیه الاسلام په ویناوو کې دي، چې بیا ځلي زوکړي شئ، دا په همدې مانا ده په کومې نړۍ کې چې اوسئ پر بلې نړۍ پښه کېدئ. بهرنی مرگ هرومرو راباندې راځي او برخلیک مو دی، هغه مرگ دی چې له دې نړۍ به مو بلې ته بوځي؛ خو که موږ په همدې نړۍ کې، د عقلي ودې له درجې او ځانگړي روحه برخمن اوسو؛ نو کړای شو چې په خپل لاس او په خپله خوښه ومرو یا وزیږېږو، یعنې اوس چې په کومه نړۍ کې یو، پښه پر بلې نړۍ کېدو، حال دا فیزیکي او بهرنۍ نړۍ به هماغه وي، چې همدا اوس ده.

په ادیانو کې “معاد” یوه خورا مهمترینه اوڅار مسئاله ده، چې جرړه یې همدا ده، چې انسانان په دننني ډول نړۍ اړولای شي او له همدې ځایه له ظاهر ځنې باطن ته ورشي. وگړی تل له یوه تشیاله بل ته پښه ورایښووای شي او د خپلې نړۍ بندي پاتېدای هم شي او ځان تل له بلې نړۍ بې برخې کړي. څاروي کېدنه او بلکې تر څارویو پرېوتنه هم همدا ده:

 بقره ـــ۷ : خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ: خدای یې پر زړونو او غوږونو مهر لگولی او پر سترگو یې (ځانگړې) پرده ده (چې پر حقایقو او الهي معارفو نه پوهېږي) او ستر عذاب ورته سترگې پر لا دی.

د هغوی پر سترگو چې پرده پرته ده او پر زړه او غوږونو یې مهر لگول شوی، دوی هاغه کسان دي چې مازې یوه زوکړه لري او دا یې هماغه ړومبی زوکړه ده او مازې یو مرگ به ولري او دا هماغه هرومرو او د برخلیک مرگ یې دی. خو که څوک دغسې نه و او پر زړه یې دغسې مهر او پرده نه وه او لار یې پای ته رسېدلې نه وه؛ نو ازاد الوتونکی به وي چې په بېلا بېلو نړیو کې الوتای شي.

د رنسانس له پېره راهیسې مو نړۍ ته پښه ایښېده. خلکو تر رنسانس وړاندې انگېرله چې ځمکه ولاړه ده او هر څه له ځمکې او د انسانانو له سرونو چورلي؛ خو د “کوپرنیک” له وخته راپدې خوا فزیکي نړۍ پوره اوړېدلې ده او گروهن یو چې د لمر پر شاوخوا چوولوو. که څه دا مساله په فیزیکي ډول اوړېدلې؛ خو لا تر اوسه ډېری انسانان نړۍ د تېرو په څېرو ویني، تر اوسه ځمکه د نړۍ مرکز بولي.

دا ټکي زموږ له نظره د نړیو ادلون بدلون راښیي. ایا شونې ده انسان چې په یوې نړۍ کې ژوند کوي؛ خو دا ژوند یې په بهرني ژوند کې توپېر رادبره نکړي؟ موږ همدا اوس په یوې داسې نړۍ کې اوسو چې میکروبونه پکې شته. البته میکروبونو له فزیکي او خارجي اړخه له پېړیو راهیسي په خارجي نړۍ کې شتون درلود؛ خو د انسانانو په نړیو کې نه وو. همدا اوس د میکروبونو په شتون نړۍ کې اوسو او شتون یې ښه ننگېرلای هم شو. دلیل یې دا دی چې په اوسنۍ نړۍ کې مو روغتیا شتون لري، روغتون شته، طبیب شته، انتي بیوتیک شته، د عفوني ناروغیو د مخنیوي لارې چارې او درملنه شته او لږو ډېر ورسره اشنا یو او په دې ډول درملنې روږدي یو.

ددې یوازېنی مانا دا ده چې نن په نړۍ کې مو میکروبونه ژوند کوي او یا موږ په میکروبي نړۍ کې اوسوو. همدا اوس هم داسې کسان لیدای شو چې په میکروبي نړۍ کې اوسي او داسې هم شته چې په بې میکروبه نړۍ کې اوسي. بیا ځلي وایم د بهرنۍ نړۍ اړخونه د خپلې واقعي نړۍ له اړخونو سره مساوي گڼل یوه تېروتنه ده. د مولانا بلخي په وینا:

ان یکـــــــــــــــــــــــی پــــرسید اشتری را که هی ــــ از کجا می ای ای اقبال پی

گــــــــــــــــــــــــــــــــفت از حمام گرم کوی تو ـــ گفت خود پیداست از زانوی تو!

چـــــون ز چشمه آمدی چونی تو خشک؟ ــــ ور تو ناف آهو یی کو بو مشک؟

ورتـــو می ایی ز گزار جـــــــــــــــــــــــــــــــــــــنان ـــ دسته گل کو از برای ارمغان؟

                   ز آنکه می گویی و سرمش می کنی ـــ چون نشانی در تـــــــــــــو نامد ای سنی؟ (مثنوي)

څوک چې په سرچینه کې ژوند کوي، باید انتظار ولرو چې څه لوندوالی پکې ولیدل شي او څوک چې له حمامه راځي باید انتظار ولرو چې ځنگنونه یې د اوښ د ځنگنونو په څېر نه وي. په همدې پار بیاځلي وایم چې په یوې نړۍ کې اوسېدل د دې نړۍ له ژوند کولو سره توپیر لري. خپله وینا په یوې غونډلې کې رالنډوم؛ “نړۍ مو هغه نړۍ نه ده، چې نندارچیان یې یو، نړۍ مو هغه نړۍ ده چې لوبغاړي یې یو”، څومره چې لوبې کوو، نړۍ به مو وي او څومره چې نندارچي اوسو، یوازې په دې انگېرنې تېر وځوو چې نړې مو، منظره مو ده. حال دا نړۍ مو د لوبې ډگر دی او له دې ځایه د انسانانو د نړیو پراخي او تنگي پېژندای شو.

په انساني علومو کې د انساني چارو څېړنې ته یو نوی دود وړاندیز شوی، چې آلماني مشهور ټولنپوه “ماکس وبر” ددې دود مخکۍ گڼلای شو. نوموړی او په څېر کسان یې گروهن دي، چې هډو د انساني چارو او ټولنېزو پېښو څېړنه په نندارچي توب شونې نه ده، سمه نه ده چې کېنو او په کوم ځای کې چې جگړه یا سوله کېږي یا په یوه ځای کې کوم عشق توپان راولاړوي یا کارگران په یوې کارخونې کې اعتصاب کوي، یا په کوم یو هېواد کې انقلاب پېښېږي؛ نو یوازې یې نندارچې اوسو. د دې چارو تل ته په نندارچي توب وررسېداې نشو. ولې؟ دا ځکه، دلته په حقیقت کې داسې منظرې ته گورو چې خپله ددې منظرې له عناصرو ځنې نه یوو او څه ونډه پکې نه لرو نړۍ مو ددې پېښې د پیځوونکیو له نړۍ سره توپیر لري. او د مولانا په وینا: د خپل گومان په پار یې د پېښې پر واقعیت پوهېدای نشو. له همدې لامله په دغسې مواردو کې د یو نندارچي په توگه ډگر ته ورننوتای نشو؛ بلکې باید داسې ورننوځو، چې ته وا موږ خپله یو له هغوی ځنې یو؛ نو هله ددې وگړیو نړۍ ته ورننوتای شو او هغې فضا او تشیال ته پښه ور دننه کولای شو چې دوی پکې فکر کوي او سا اخلي. که موږ یې په سترگو کې ورکېنوو چې دوی پکې نړۍ پرې ویني؛ نو هله مدعي کېدای شو چې د دوی نظر او لید ته ور نژدې شوي یو.

د هر چا نړۍ ځانگړې ژبه او ځانگړي چورلیز لري او د هر چا د ځانگړې نړۍ چورلیز، د ده د ژوند چورلیز دی. باید بې درنگه وگرځو او ددې لپاره چې پوه شو د نړۍ چورلیز مو څه دی؛ نو ووینو چې د ژوند چورلیز مو څه دی. د څه په پار هڅې او هاند کوو، د څه په لټې پسې یو، نیت او هوډ مو څه دی؟ روستۍ موخه مو څه ده؟ د ژوند غورځې پرځې، تگ را تگ مینې، دوستۍ او دښمنۍ مو په څه پای مومي؟ او که پر کوم ځای او کوم ټکي یې اغېز کړی وي او ادلون بدلون یې را دبره کړی وي؛ نو په موږ کې به هم څه تغییرات رامنځ ته کړي. د نړۍ هره برخه چې را ته بې توپیره وي، زموږ له نړۍ نه ده. نړۍ مو په درلودونکي چورلیز مشخصېږي. انسانان په داسې نړۍ کې ژوند کړای شي چې پکې خدای دی یا (العیاذ بالله) نه وي. دا بسیا نه ده چې یوازې پوه شو او ازباد کړو چې په بهرنۍ نړۍ کې خدای شته. تر هغه چې خدای د چا نړۍ ته ور ننوتی نه وي باورولای نشو چې دا وگړی په یوې باخدا نړۍ کې ژوند کوي. دا چې وایو انسان باید “خدای مرکزی” یا مؤحد وي په دې مانا ده، چې خدای باید دده د ژوند پښه ور اوږده کړې وي، بې خدایه انسانان هغوی دي چې خپله د خپلې نړۍ چورلیز دي. تردې ډېر څه نه ویني او نه پوهېږي او نه غواړي چې وویني او وپوهېږي. دا کسان چې ځانونه یې پر خپل چورلیز او د انسان پر چورلیز گرځي، انسانپالي دي او انسان نمانځي دي؛ دوی ته هر څه تر هغه ځایه مانا لري چې د انسان په پار، انسان لپاره او انسان ته یې ورپام وي او څه چې له دې لورې او موخې واوړي؛ نو له نړۍ وځي. زموږ په پېر کې اگزیستانسیالیستان ددې اندنې استازي دي.

ټول ادیان په دې پار راغلي چې د هر چا واقعي دنیا چې باید ژوند پکې وکړي، وروښيي. دا به غټه تېروتنه وي چې وانگېرو د گردو ادیانو موخه دا وه چې د وگړیو دباندېنۍ نړۍ یو رنگ کړي. په هیڅ ډول د گردو وگړیو بهرنۍ نړۍ نه یو رنگ کېدونې ده او که یو رنگ کېدوني (هم) وي؛ نو د ادیانو موخه نه ده. د ادیانو موخه او مطلوب دا دی چې پر دین متدین ته د خپلې اوسېدانې دنیا چورلیز وروښيي، او توپېرونه یې په ژوند کې له نورو ټاکل کېدونو چورلیزونو سره ورښکاره کړي او همداراز له هغې نړۍ سره توپیر ورپر ډاگه کړي چې ژوند پکې کړای شي.

نو دوستانو هیلمن یم چې تر دې روسته په خپلې نړۍ کې مازې نندارچیان نه اوسوو؛ بلکې لوبغاړي اوسوو او دویم دا خپله واقعي نړۍ وپېژنو او ووینو ایا واقعا موږ په کوم ټاټوبي کې مېشت یو او له کومو کسانو سره ملگري یو او زموږ د نړۍ مېشت کسان څوک دی او درېیم دا مالوم کړو چې ایا په خپلې نړۍ کې ژوند کوو که نه.

علامه اقبال لاهوري وايي:

ای ز خود پوشیده خود را بازیاب ــــ در مسلماني حرام است این حجاب.

په راتلونکیو ویینو کې یو ټکی دا دی چې ځینې کسان په داسې نړیو کې ژوند کوي چې خپله پکې نه اوسي. دا خبره ټکر ډولې په نظر رسي؛ خو خورا ډېره زړه راښکونې ده او ددې ټکر او تناقص پېژندنه به دا ور راپرانځي چې څنگه یوه نړۍ جوړولای شو، چې خپله جوړوونکی ترې غایب وي او پکې نه اوسي؛ خو انگیري چې پکې مېشت دی او ددې تېرایستنې د بچېدا لار به هم وپېژنو. په راتلونکیو ویینو کې به ددې مطلب پېژندو ته ورنژدې شو چې لومړي په کومې نړۍ کې یو او دویم اسلامي مطلوبه نړۍ کومه ده چې و یې پېژنو او نورو ته یې هم ور وپېژنو.”

ځوان کهوله! د هېواد سرلوړۍ سترگې درته په لار دي، له دین او ملي ارزښتنو په سمې پوهېدنې د گران هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې مبارزاتي مټې را بډ وهئ او د هېواد د بیارغاونې په بهیر کې خپله ملي، انساني، تاریخي او دیني ونډه ولوبوئ، په اسمان کې به پرښتې درباندې درودونه وایي او پر ځمکه به گرد هېواد دعا درته کوي. ددغسې ځوانانو د رامنځ ته کېدو په هېله.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!