تبلیغات

  پر بداء د ګروهې اغېزې و مو ويل : بداء په معلقو او مشروطو تقديراتو کې (چې “لوح محو او اثبات” ورته وايي) راځي او په دې ځايو کې د بداء پر پېښېدو عقيده درلودل، کله هم دا نه راښيي،چې خداى ناپوهه دى؛نو ځکه د بدا مسئله نه يوازې داچې خداى په ناپوهۍ نه […]

 

پر بداء د ګروهې اغېزې

و مو ويل : بداء په معلقو او مشروطو تقديراتو کې (چې “لوح محو او اثبات” ورته وايي) راځي او په دې ځايو کې د بداء پر پېښېدو عقيده درلودل، کله هم دا نه راښيي،چې خداى ناپوهه دى؛نو ځکه د بدا مسئله نه يوازې داچې خداى په ناپوهۍ نه تورنول دي؛بلکې د خداى له عظمت او اوچت مقام سره هم بېخي ټکر نه لري؛ بلکې ډول ډول ګټې هم لري، چې ځینې يې دادي :

۱_ د بداء مسئله موږ دې خبرې ته ورمتوجه کوي،چې هر څه خداى پيدا کړي،پاېښت او تغيير يې د خداى په واک کې دی او تل پکې الهي اراده چلېږي،که څه رامنځ ته کېږي يا تغيير مومي، په ارادې پورې يې اړه لري .

2_ په بداء د مخلوق او خالق د علم توپير روښانه کېږي او يو له بله يې توپيروي؛ځکه د مخلوق او ان د خداى د پېغمبرانو او امامانو علم نه شي کړاى،پر هغه څه ولکه ولري،چې د پوه خداى علم پرې ولکه لري؛ځکه خداى له بداء او بدلونو هم خبر دى او دا ټول يې په ارادې پورې تړاو لري؛خو د مخلوق علم يوازې د تقديراتو په ظاهر پورې اړه لري او له بداء او هغو بدلونو خبر نه دى،چې کېداى شي پکې راشي .

په بله وينا: که څه کېداى شي ځينې مخلوقات او د خداى بندګان،د خداى په ښوونو سره يې، علم د پيدايښت ټولو ګوټونو ته وغځېږي؛خو فرضاً د دې علم په درلودو بيا هم د خداى علم ته نشي رسېدای؛ځکه داسې کس نور هغه پړاو ته نشى رسېدلاى، چې د خدای ځانګړنو علومو ته لاس رسی ولري؛ خو دا چې خداى چاته د يو څيز د “حتمي پېښېدو” خبر ورکړي او له “نهايي تصويبه” يې خبر کړي،چې بداء ورته لار نه لري او بې له دې هر پېغمبر او امام به د هر ځاى لپاره د بداء احتمال ورکړي،چې دا احتمال د هغوى د علم کچه د خداى د علم تر کچې ټيټوي،چې له نهايي تصويب او د بداء له پېښېدو او نه پېښېدو پوره خبر دى .

۳_ پر بداء عقيده به ددې لامل شي،چې انسان خپل ټول پام خداى ته ورواړوي، درشل ته يې مخه کړي،خپلې اړتياوې ترې وغواړي، له خدايه له بلاوو ژغورنه وغواړي،عزت، د علم توفيق، عبادت، د خير او نېکمرغۍ وسايل له خداى سره ولټوي او له خدايه له بدمرغۍ پناه وغواړي،چې د عبوديت دې پړاو ته رسېدل، پر بداء د عقيدې پايله ده؛ځکه د بداء په پامنيوي خداى کولاى شي، د انسان برخليک او تقدير واړوي او په دعا سره په تقدير کې بدلون راولي، برخلیک محو یا اثبات کړي او که پر بداء ګروهه و نه لرو؛ نو په دې ترڅ کې بايد ملتزم شو،چې څه را ته په تقدير کې ليکل شوي؛له ناچارۍ به هماغه کېږي او بدلون به پکې نه راځي.

د دې عقيدې له مخې، دعا او خداى ته پام به هیڅ اغېز ونه لري؛ځکه څه چې انسان له خدايه غواړي، که په کېدو يې د ځواک قلم راکښل شوی وي؛ نو پېښېږي به، چې نور به دعا ته اړتيا نه وي او که تقدير او د ځواک قلم يې پر خلاف کښل شوی وي او نه پېښېدل يې مقدور وي؛نو په دې ترڅ کې به نه پېښېږي او دعا به مو هېڅ اغېز ونه لري او ددې تفکر له امله به ټول انسانان خداى ته له دعا کولو نهيلي وي او دعا،عاجزي اوعبادت به شا ته واچوي او دا کړنې به بې ځايه وګڼي،چې دا خطرناک فکر نه يوازې په دعا پورې ځانګړی کېږي؛بلکې نورو کړنو؛لکه صدقې او نېکيو ته هم ورغځیږي، چې انسان يې د ښه برخلیک راتلو ته ترسره کوي .

دا څه چې وويل شول، بداء ته ځانګړى ارزښت ورکوي؛نو ځکه دا مسئله د اهلبیتو په روايتونو کې ډېره راغلې او ټينګار پرې هم شوى؛ لکه څنګه، چې شیخ” صدوق” په “توحيد” کې له امام “باقر” او که له امام “صادق” څخه را نقل کړي،چې خداى تعالى د بداء هومره په بل عبادت نه دى لمانځل شوى .

بيا “صدوق” له “هشام بن سالم” له امام “صادق” څخه نقل کوي : په بداچې د خداى هومره درناوى شوى،په بلې يوې وسيلې هم نه دى شوى.[1]

له “محمد بن مسلم” څخه هم رانقل شوي،چې امام “صادق” وويل : خداى له خپلو پېغمبرانو د درېو څيزونو ژمنه اخستې : پر بندګۍ منښته، له شرک ډډه کول او پر بداء عقيده او داچې که خداى وغواړي؛نو هر څه مخکې او وروسته کولاى شي.[2]

او ددې علت،چې د اهلبيتو امامانو د بدا مسلې ته دومره ارزښت ورکړى او خپلو لارويو ته يې هم پرې ټينګار کړى،دادى چې له بداء انکار؛يعنې د هغه له ځواکه انکار او داچې خداى ددې ځواک نه لري،په هغه څه کې بدلون راولي،چې تقدير کړي يې دي؛خو له بداء انکار او د مقدراتو په بدلولو کې د خداى له ځواکه انکار، پردې سربېره ،چې بې بنسټه او باطله عقيده ده،د دې لامل به شي، چې انسان له ښو چارو او دعا لاس واخلي او له خپلو مقدراتو نهيلى او د اړتيا په وخت کې خداى ته ډېره لږه پاملرنه هم و نه کړي او درشل ته يې مخ نه کړي .

که څوک ګروهمن شي،چې ځينې انسانان د نېکموغو په کتار کې دي بيخي يې حال نه اوړي او په بدمرغو کې نه شمېرل کېږي او ځينې انسانان،چې په بدمرغوکې شمېرل شوي،بيخي به يې حال وا نه وړي او د نېکمرغو په کتارکې نه راځي او قلم د انسانانو د برخليک په باب وچ شوى؛نو که داسې انګېرنه وي؛نو په يقين،چې ګناهکار نه يوازې له خپلې ګناه توبه نه کاږي؛بلکې لا ورته دوام ورکوي؛ځکه ګڼي،چې بدمرغي يې حتمي برخليک دى او د ادلون بدلون امکان پکې نشته! بلخوا شيطان نېک بنده ته و سوسه اچوي،چې ته خو له نېکمرغو ځنې يې او په بدمرغو کې به و نه شمېرل شې او همدا وسوسه ورته بس ده ، چې هغه په عبادت کې ناغېړۍ ته را کاږي .

ځينو مسلمانان،چې د ((مشيت)) په اړه د راغليو آيتونو او رواياتو په اړه پوره پوه شوي نه دي، په دووډلو ويشل شوي دي:

يوې ډلې انګېرلي، چې ((انسان د مجبورۍ له مخې هر څه کوي)) او بله ډله ګروهمنه شوې،چې : ((ټولې چارې انسان ته پرېښوول شوي دي ))

موږ د خداى په مرسته په راتلونکي بحث کې (( جبر او تفويض او قضا قدر)) څېړو او په دې باب به د حق لاره وسمه وپېژنو.

[1] . (توحيد صدوق؛دبداء باب 272 د 1386 ه کال چاپ او همداسې کافي،وافي د بدا باب 113/1 )

[2] . صدوق؛ توحيد : دبداء باب 272 د 1386 هجري قمري کال چاپ او همداسې په کافي کې،وافي د بدا باب 113/1

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست