تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دلته پاموړ ټکی دادی،څه چې په روایاتو کې اوڅار شوي ،د ښه اولاد درلودل دي او د لور او هلک ترمنځ توپیر نشته؛ بلکې په ډېری ځایونو کې دیني فرهنګ لور ته په ډېر ارزښت قایل شوی دی . پېغمبراکرم(ص)ویلي:«ډېر غوره اولاد مو لوڼي مو دي[1]» په بل ځای کې له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دلته پاموړ ټکی دادی،څه چې په روایاتو کې اوڅار شوي ،د ښه اولاد درلودل دي او د لور او هلک ترمنځ توپیر نشته؛ بلکې په ډېری ځایونو کې دیني فرهنګ لور ته په ډېر ارزښت قایل شوی دی . پېغمبراکرم(ص)ویلي:«ډېر غوره اولاد مو لوڼي مو دي[1]»

په بل ځای کې له آنحضرت نه روایت دی،چې وایي:« که څوک درې لوڼې ولري او ښه یې وروزي، ورباندې ولورېږي او ورته بسیاوي؛ نو هرومرو جنت پرې واجب دی،وويل شو:رسول الله! که دوه وي؟ آنحضرت وویل:که څه دوه وي . ځینو حاضرینو وننګېرله که ووایي که یوه وي ؛ نوڅنګه ؟ پېغمبر(ص) بیاهم ویل که څه یوه وي[2]»

امام صادق (رح) ویلي: «لوڼي حسنات دي او زامن نعمت؛ خدای حسناتو ته ثواب ورکوي او له نعمته پوښتي[3]))

سره له دې چې په دیني فرهنګ کې د لوڼې درلودل یو ډول ویاړنه ده ؛ ځکه له رسول الله(ص) سره همرنګېدل دي ،چې امام صادق (رح) ویلي: «کان رسول الله ابابنات؛ پېغمبر د لوڼو پلار و[4]»

خو یو شمېرکسان پیداکېږي،چې د ناپو هۍ او تعصب  په پار د لور په زوکړې خپه کېږي،چې قرآن یې په اړه وایي : «اوچې یو تن ته یې د لور د زېږېدو زېری ورکول کېږي؛نومخ یې (له ډېرخپګانه )تور اوړي او(خپلې ښځې ته ) له غوسې ډک وي(چې ولې دې لور راوړه![5]

د لور پر زوکړې خپګان؛یعنې پر حکیم ،وسمن، نیاومن او لورین پالونکي نیوکه،که نه څوک چې خدای حکیم او عادل بولي او ګروهن وي چې خدای د خپل حکمت او مصلحت له مخې بنده ته یو څيز ورکوي؛ نو ولې د حضرت حق تعالی په ورکړې خپه شي او د کور چاپېریال تاوتریخوالي ته وکاږي او ددې پر ځای چې له خپلې مېرمنې د ربړ ګاللو له امله مننه وکړي،په سپکوسپورو ورته پیل کړي ان د طلاق (او ورته در بنې راوستو) خبره هم کوي .

ایا ښځه پر یوې نابښونکې ګناه اخته شوې،چې پر وړاندې یې دغسي دریځ ونیول شي؟ نارینه انګېري، چې د هلک یا لور کېدو واک له ښځې سره دی؛خو نه پوهېږي چې داچار یوازې د خدای تعالی په واک کې دی او په دې چار کې ښځه  د مېړه په څېر یوه ګډونواله ده.

قرآن وایي: «د اسمانونو او ځمکې (واکمني او)مالکیت یوازې د ((الله))دی،څه چې غواړي، پیداکوي یې، چا ته چې یې خوښه شي ، ښځینه اولاد وربښي او چا ته چې یې  خوښه شي نارینه اولاد وربښي ، یا (که وغواړي)نارینه اوښځینه دواړه ورکوي اوچا ته یې چې خوښه شي شنډوي یې (؛ځکه)هغه پوه (او) وسمن دی[6]

لور د پلار په باب د مینې،محبت او عاطفې ښکارندويه ده او په حقیقت کې باید ووایو، کوم پلار چې لور نلري؛نو له عمره  یې څه خوند اخستی نه دی .

پېغمبر اکرم (ص)ویلي : « لوڼې څومره ښې او لورینې دي[7] »

هلک موروپلار ته څه ګټه لري،چې لور یې ورته نلري؟

ایا لور موروپلار ته ښه یادګاراو د ښې نامې او شهرت لاملېدای نشي ؟ کوم زوی پېغمبر(ص)او خدیجې بي بي ته د فاطمې  ونډه درلودای شوه؟

نوځکه باید غلط او جاهلي افکار لرې او له بې ځایه تبعیضاتوسره مبارزه وکړو او د انبیا وو او الهي اولیا وو په څېر،چې د لور یا زوی زېری پرې کېده، په خورا پرانستې غېږ یې چلن ورسره کاوه او له خدایه یې ددې ستر نعمت پر وړاندې مننه کوله.

د رسول اکرم(ص) په سیرت کې راغلي،چې د لور زېری به پرې وشو؛نو و یل یې: « یو خوږبویه ګل دی او روزي یې پر خدای ده [8]»

یو تن له رسول اکرم (ص) سره ناست و،چې چا د لور زېری پرې وکړ، چې رنګ یې واوړېد، رسول اکرم(ص) وویل: څه شوي ؟ ويې ویل: خیر دی.  آنحضرت وویل: ووایه څه شوي؟ ویې ویل: له کوره، چې راوتم؛ مېرمن مې د زیږون پر درد اخته وه،خبر شوم لور يې زیږولې ده . پېغمبر(ص) وویل : « پر ځمکه ژوند کوي او اسمان پرې سیوری کېږي او خدای یې روزي ورکوي او هغه په خپله یو ګل دی، چې یې بویوې[9] »

یو فرهنګ هم اسلام هومره لور ته پر اهمیت قایل نه دی، وګورئ چې د اسلام پېغمبر(ص) څومره لور پالنې ته پر ارزښت قایل دی، چې وایي :

« من کانت له ابنة واحده کانت خیرا له من الف حجة والف غزوة والف بدنة والف ضیافة؛ څوک چې یوه لور لري،اجر یې تر زرو حجونو، زرو غزاګانو، زرو قربانیو او زرو مېلمستیاوو ډېره دی.[10] »

په بل روایت کې یې ویلي : « په کوم کور کې چې څو لوڼي وي، هره ورځ له اسمانه دولس برکتونه او رحمتونه ورباندې رانازلېږي او ددې کور زیارت ته د پرښتو راکېوتل نه پرې کېږي او پلار ته یې په هر شواروز کې د یوه کال عبادت ثواب لیکي[11]. »

په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول

داچې د پیدایښت له پلوه تر هلک نجلۍ عاطفي مینه غواړې ده او اسلام یې اړتیاوو او روحیاتو ته پوره پاملرنه درلودلې ده او په فوقالعاده ارزښت ورته قایل شوی؛نو ځکه دعاطفي اړتیاوو ورپوره کولو ته یې موروپلار او روزونکیوته ځانګړې سپارښتنې کړې دی.

رسول اکرم(ص) ویلي دي : «که څوک څه په بازار کې وپېري او خپلې ښځې او او لادونو ته یې یوسي،داسې دی لکه چې بېوزلیو ته یې د خیرات او صدقې پېټۍ وروړې وي او باید لومړی یې لوڼو او ښځو ته ورکړي، چې که څوک خپله لور خوشحاله کړي، ته وا د اسماعیل د زامنو یو مریی یې ازادکړی دی[12] »

په بل ځای کې وایي: « څوک چې لور ولري او و يې نه شړي او سپکاوی یې و نه کړي او زوی ترې وړاندې و نه بولي، خدای به یې جنتي کړي[13] »

واقعاً دا یو هېښنده روایت دی،باید پلرونه دې ټکیو ته ټینګه پاملرنه ولري او په کور کې یې د خپلو لوڼو احساساتو او عواطفو ته ورپام وی  هسې نه هلکان ورباندې ړومبي وبولي او د لوڼو په خپه کولو ځان له جنتی کېدو بچ کړي .

پېغمبراکرم (ص) ویلي : «خدای تر هلکانو پر نجونو لورین دی، څوک چې له خپلو محارمو ؛نجلۍ یا ښځه خوشحاله کړي ،خدای به یې د قیامت پر ورځ خوشحال کړي[14] »

په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول د لوراند څښتن حکم دی؛ نو ځکه په حدیثي ټولګوکې یو ځانګړی باب ورته شته : « استحباب زیادة الرقه علی البنات اکثرمن الصبیان »؛ یعنې مستحب دي، چې تر هلکانو پر نجونو ډېره لورنه وشي»

د زوکړې د اوومې ورځې کړلارې

مستحب ده پر اوومه ورځ د اولاد سر و خرول شي او د وېښتانو د وزن هومره يې سره یا سپین زر خیرات ورکړل شي.

له ټینګو مستحباتو ځنې، هلک او نجونې ته عقیة ده او مستحب ده، چې هلک ته ، نر څاروی او نجلۍ ته ښځینه څاروی وي او هم مستحب ده عقیقه پر اوومه ورځ وي، د هلک سنتول واجب دي او پر اوومه ورځ سنتول یې مستحب دي[15].

حضرت علي(ک) ویلي:« پر اوومه ورځ د اولادونو له لوري مو عقیقه وکړئ،که د دوی سرونه مو وخریېل؛نو د وېښتانو د تول هومره یې مسلمانانو ته سپین ورکړئ،چې رسول اکرم (ص) د خپلو اولادونو؛ حسنین په باب دغسې کړي ول[16] »

د ټول سر خریېل مستحب دي،که نجلۍ وي که هلک او مکروه ده، چې یو ځای یې وخریېل شي او بل یې نه [17] .

امام صادق(رح) ویلي : «یو ماشوم یې پېغمبر(ص) ته راوست،چې دعا ورته وکړي او د سر یوه برخه یې ورخریېلې وه او بله نه،رسول اکرم له دعا کولو ډډه ورته وکړه اوامر یې وکړ،چې ټول سر یې ورته وخروئ[18] »

د عقیقي او د سر وېښتانو د تول هومره صدقه او خیرات ورکولو فلسفه داده ،چې ماشوم له کړاوونواو ناببره پېښو ساتي او په روایاتوکې دې مسالې ته په څرګنده اشاره شوې ده .

پېغمبراکرم (ص) ویلي:« هر زیږېدلی د خپلې  عقیقې په ښکېل کې دی[19]»‎

سره له دې، چې عقیقه یو مستحب چار دی؛خو په ځینو روایاتو کې واجب ګڼل شوې ده [20] .

نو ځکه رسول اکرم پخپله د خپلو اولادونو له لوري پسه ذبح کاوه[21].

د عقیقي له غوښې به یې ګاونډیانو ته ورکوې او د ماشوم پر سر به عطر وهې او هم پر اوومه ورځ به پر ماشوم نامه ږدې.

په ځینو روایاتو کې  راغلي، چې د ماشوم تر زوکړې وړاندې به نامه ورباندې ږدې[22]  او په ځینو روایاتوکې د زوکړې لومړۍ ورځ ښوول شوې ده[23] ؛ خو د ټولو روایاتوله څېړنې دې پایلې  ته رسو، چې پر ماشوم نامه ایښوونه د موروپلار یوه دنده ده ،چې غوره ده ډېر ژر تر سره شي ؛یعنې تر زوکړې وړاندې او که ونشو؛نو پر لومړۍ ورځ اوکه د څه لاملونو له مخې ځنډ شوه؛ نو پر اوومه ورځ دې کېښوول شي او که مخکې یې نامه پرې ایښې وي او مناسبه نه وي یا غواړي نامه یې واړوي،نوپه دې ورځ دې وروستۍ نامه ورته وټاکي اوورباندې دې یې کېدي.

 د مور شیدې

قرآن کریم وایي :«میندې خپلواولادونوته پوره دوه کاله تی ورکوي[24] »

خدای د ماشوم روزي د مور په سینه کې ایښې  او مور حق نلري بې له سم عذره او په خوشې پلمه خپل ماشوم له دې خدای ورکړې روزۍ بې برخې کړي او پر وچو شیدو او نورو یې روږدی کړي؛ځکه هېڅ شېدې او خواړه د مور د شېدو ځای نیوای نشي او نه د ماشوم جسمې اړتیاوې ور پوره کولای شي. پوهانو د تجربو له مخې لاس ته راوړي، چې د مو په شیدوکې داسې مواد شته چې د ماشوم اړتیاوې ورپوره کوي او دا ډول ځانګړی جوړښت د نړۍ په هېڅ یوې مادې کې نشته؛نو ځکه پېغمبراکرم (ص) دې واقعیت  ته په پاملرنې پېړۍ مخکې ویلي دي :

« لیس للصبی لبن خیرمن لبن امه؛ ماشوم ته د مور تر شیدوغوره شیده نشته[25]

تی ورکوونکې ښځه باید د ځان او ماشوم د روغتیا او سلامتۍ لپاره ښه خواړه وخوري؛ لکه لبنیات،غوښه ، حبوبات، سبزیجات، مېوې؛ لکه مڼه، ناک، انګور، کجورې، هندواڼه،خربوزه او…چې له کمښت او ستونزې سره مخ نشي.

 د مور د حالاتو، افکارو او ګروهو اغېز

لکه څنګه چې د مور شیدې له مادي پلوه د ماشوم په جسمي جوړښت کې خورا مهم اغېز لري؛نو په دې موده کې د مور حالات او ګروهې هم د ماشوم پر روح او اروا مهم اغېز لري؛یعنې که مور د تي ورکولو په پېر کې له روحي او جسمي پلوه سالمه وي،آرامه او ډاډمنه وي، پاک او حلال خواړه وخوري، له ایمان، تقوا، مینې، سخاوت، د پالونکي له یاد، عفت، حیا، دندې پېژندنې، ادب، اخلاقو، پاکۍ او… برخمنه وي؛ نو دا ټولې ځانګړنې د اولاد پر روح اغېز شیندي او ښیون او سمونې ته یې ورچمتوکوي او اپوټه که یوه مور په دې پېرکې له روحي او جسمي پلوه ناروغه وي ،پرېشانه او اندېښمنه وي،غوسه اوخپه وي، حرام خواړه وخوري،په ګناه لاس پورې کړي، د خدای له یاده غافله وي، خپلې دیني او ټولنېزې دندې ترسره نه کړي،کېنه کښه وي،له غیبت ، تور او د نورو پت تويولو یې څه پروا نه وي ،له نامحرم سره ټوکې ټکالې  او راشه درشه ولري ،له پاکلمنتوبه برخمنه نه وی او له رذیلو خویونو ځان بچ نه کړي؛نو په رښیتا  چې دا ځانګړنې پر اولاد ډېرې بدې اغېزې شیندي؛ فساد او تباهۍ ته یې ورټېل وهي .

په تېره هغه مهال چې مور خپل ماشوم ته تی ورکوي او ماشوم په تي رودلو بوخت وي ؛نو باید خپلو حالاتو او کړچارو ته یې ډېر ورپام وي، هرومرو دې له غوسې، ګناه او شیطاني افکارو په ټینګه ډډه وکړي او په جسمي او روحي پاکۍ دې  د خدای پر یاد بوخته وي او پوه دې شي، چې د ستر عبادت په حال کې ده .

پېغمبراکرم(ص) ویلي : « هر ځل چې ماشوم د مور تی روي؛نو په کړنلیک کې یې  د حضرت اسماعیل د اولادې د یوه مریي د ازادولو انډول ثواب ور کښل کېږي[26]

اسلام پر ماشوم د شیدو او د تي ورکوونکې ښځې د روحي او جسمي حالاتو  او افکارو اغېز ته پوره پام ورګرځولی او په لس ګونو روایاتو کې یې خپلو لارویانوته سپارښتنه کړې، چې ناپوهه،احمقه، ناپاکه، بدرنګه ،په دید کمزورې او چې له سترګو یې اوښکې پهېږي دایه غوره نه کړي؛بلکې د ښکلې او ډېرې پاکې دایي سپارښتنه کوي او ډانګ پېییلي یې ویلي چې :«پوه شئ چې شیدې پېرېدونکې دي او د ماشوم طبیعت اړوي[27] »

نوځکه کومې میندې چې پاک اووړاولاد غواړي؛نو باید دتي ورکونې په پېرکې دې دخپلې پاکۍ په اړه هڅه وکړي.

 د ماشوم اروایي روغتیا

د روزنې په باب یوه خورا مهمه مساله د ماشوم اروایي روغتیا ده، چې باید روزونکي ورته پام وکړي .

باید موروپلار هڅه وکړي،چې ماشوم یې غوسناک نشي؛ځکه پوهان وايي: غوسه ړومبی اخلاقي صفت دی،چې په ماشوم کې راڅرګندېږي، چې ماشوم وزیږي،ژاړي او دا ژړا یې د غوسې ژړا ده، دا د خطر لومړی زنګ دی، چې کړنګول کېږي او بسیا ده، چې که پام ورته ونشي او دا غوسه وپالل شي ؛نو چې  ماشوم ځوان شي؛ نو د اور یوه ټوټه روزل شوې ده او ټول وجود یې تاوتریخوالی دي . تی خور ماشوم ښې او خرابې جامې نه پېژني،ارزانه او قیمتی زانګو نه پېژني، د تعقل ،تفکر او څېړنې ځواک نلري؛ خو لوږه، تنده، ارام او ناارام چاپېریال، توندي او تاوتریخوالی،په څنګ کې یې چغې، درد او خپګان ننګېري او ډېره حساسه اروا لري؛يعنې که مور یې په نیمایي کې له خولې تی راوباسي خپه او په ژړاکېږي؛نوځکه یو ارواپوه وایي:

(( چې ماشوم په تي رولو پیل وکړ،پرېږدئ دومره یې وروي، چې خوب یې یوسي یا پخپله تی خوشې کړي او هېڅ ډول تکلیف ورته پیدانشي.))

خو ماشوم چې نوی تی روي او غدوات شیدې راپرېږدي ؛خو ناڅاپه یو څوک د کور وروهي یا تیلفون زنګ وهي،مور سملاسي د ماشوم له خولې تی راکاږي، وځي ور پرانځي او ماشوم هم په چغو سر کېږي . مور په ناخبرۍ کې په دې کار په ماشوم کې د غوسې تخم وشینده او په غټوالي کې به غبرګون ولري.

دا چې د ماشوم اروایي روغتیا څه وخت پیل شي یو اروا پوه یې ځوابوي :

« اروایي روغتیا یې هم د عمومي روغتیا په څېر باید د زوکړې له لومړۍ شېبې پیل شي؛ یعنې نباید موروپلار د تي خور ماشوم په مخ کې په لوړ غږ او چغو خبرې اترې وکړئ، شاید داسې وانګېري، چې دا یو تي خور ماشوم دی او پر څه نه پوهېږي، همدا ماشوم سترګې او غوږونه لري او د زوکړې په لومړیو اوونیو کې ویني، اوري او لوړ غږونه،چغې یا ناڅایې پېښې یې پر اعصابو اغېزې شیندي .ټول پوهېږو چې تی خور ماشوم د ناڅاپي غږ په اورېدو څنګه غبرګون ښيي، ټکان خوري او ناڅاپه ژاړي او اپوټه، چې مور یې  للوللو ورته وايي او په غېږ یا زانګو کې یې اچولی وی؛نو څرنګه ښه آرام وي، چې دا ټولې چارې د اروايي روغتیا له پرېکنده آرونو ځنې دي او د ماشوم په راتلونکې چلن او وګړې ښه اغېزلري[28] »

ډېری اروایي ناروغۍ، ځېلونه، ډار، اندېښنې، نهیلۍ، کرکې او بدوینۍ له همدې پېره راولاړېږي .

او اصولا د تي خورۍ پېر او وړوکتوب د ماشوم د اخلاقي، ټولنیز او دیني وګړې د بڼې نیوو خورا حساس او نازک پېر دی.

یو څیز چې د ماشوم اروا خرابوي او بدخويه يې راولاړوي، د ماشوم متیازوکولو ته بې پامي ده. فرض کړئ، چې د مور یو دوه میاشتینۍ یا یوکلن ماشوم په غېږکې، یاپه یوه غونډه کې دکومې مېرمن په غېږ کې یا په کوټه کې پر قالینې ناست دی؛ دا ماشوم نه پوهېږي، چې متیازې چټلې دي که متیازې وکړي، جامې  او قالینه چټلېږي او باید و یې ووینځو؛ نوځکه بولې کوي . په مازې چې د مور یې ورپام شي ، نارې سورې پيلوي او ماشوم ډبوي، معصوم ماشوم هم په ژړا شي؛نو ددې پېښې پایله څه کېږي؟

ایاماشوم پوهېږي، چې یو بدچار یې کړی او دا ډبول یې په دې پار خوړلي، چې شاید د چا په غېږ یا پر فرش بولې وکړي ؟ نه ؛بلکې پر څه چې پوهېږي دادی، چې نباید متیازې وکړي او که و يې کړي، ډبول کېږي، په پایله کې هر وخت چې متیازې کوي له يو اندېښمن او تشویشي  حالت سره مخېږي او ډارېږي او همداچار د ماشوم په روح کې د یو لړ جسمي،عصبي یا اروایي غوټو رادبرېدو لاملېږي.

د ماشوم اروایي روغتیا ته د پېغمبراکرم (ص) پاملرنه

د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) د یو بېلګه ښووند او مهربان پلار په توګه د ماشوم له اروایي روغتیا پوره پوهه درلوده او په دې باب یې پاموړ ټکي راښوولي دي :

ام الفضل د عباس بن عبدالمطلب مېرمن او د امام حسین دایه وایي: حسین تي خور و،چې یوه ورځ پېغمبراکرم (ص) رانه واخست او په غېږ کې  یې ونیو،ماشوم د حضرت جامې لمدې کړې، چټک مې ماشوم ترې واخست او ماشوم په ژړا شو. پېغمبر(ص)راته وویل : ام الفضل ! ارامه وسه! جامې مې اوبه پاکوي؛خوکوم څيز مې د حسین له زړه د کړاو او رنځ دوړې لرې کولای شي[29]؟

په روایاتو کې راغلي : چې پېغمبر(ص)ته به یې د دعایا نامې ایښوونې لپاره کوم ماشوم وربوت؛نو پېغمبر(ص)به د ماشوم د کورنۍ د درناوي په پار، ماشوم په غېږکې ایښووه او ډېر ځل ماشوم یې په غېږ کې بولې کولې، ځینو چې لیدل؛ نو پر ماشوم به یې چغې کړې او په تونده یې غوښتل له متیازو یې منع کړی .

رسول اکرم تل ویل : «لا تزرموابالصبی … د ماشوم د متیازوکولو مخه مه نیسئ»

بیا یې ازادپرېښووه، چې متیازې یې پای ته ورسي، همداچې د ماشوم کورنۍ به ولاړه ؛نو پېغمبر اکرم(ص) به خپلې جامې وینځلې[30] .

په روایت کې چې د« لاتزرموا» کلیمه راغلې ،له «ازرام» اخستل شوې او د بولو د پرې کولو پر ماناده؛یعنې پېغمبر اکرم(ص)وایي:ماشوم چې په هر ځای کې په امتیازوکولو پیل وکړ، پرېږده یې چې تر پایه متیازې وکړي،داسې کوم چار مه کوئ ،چې د بولو مخه یې ونیسي او زړه او روح یې ټکنی شي.

امام صادق (رح)وویل: رسول اکرم (ص) د ماسپښین جماعت ورکړ او دوه وروستي رکعتونه یې په بېړه او لنډو،وکړل خلکو تر نمانځه روسته ترې وپوښتل:په نمانځه کې څه پېښ شول؟

آنحضرت ورته وویل:څه شوې چې مې پوښتئ ؟

وویل شول : دوه وروستي رکعتونه دې ژر وکړل .

پېغمبر(ص)وویل: ایا د ماشوم چغې مو نه اورېدې؟![31]

د ماشوم عمومي پاکوالی او روغتیا

رسول اکرم(ص) لکه څنګه چې د ماشوم د اروایي روغتیا په اړه حساس او دقیق و،دغسې د ماشوم د ظاهري ښکلا او عمومي روغتیا او پاکوالي په باب یې لازمې سپارښتنې کولې او غبرګون یې ښووه.

پېغمبراکرم(ص) وویل: د خپلو اولادونو چټلۍ مو ووینځئ؛ځکه شیطان یې بویوي او ماشوم په خوب کې ډارېږي او تاوراتاوېږي او مؤکلې پرښتې ځورېږي[32].

امام صادق (رح) وویل : « یو ماشوم یې پېغمبراکرم (ص) ته راوست، چې دعا ورته وکړي او دسر ټول وېښتان یې ورته خریلي نه ول؛بلکې یوه برخه یې خرېیلې وه- او دې حالت ماشوم بدرنګ ښووه- رسول اکرم(ص) ورته له دعا کولو ډډه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې ټول سریې ورته وخروئ[33] »

[1] بحارالانوار ، ۱۰۴ټ \ ۹۱مخ ـ مکارم لارخلاق،۱ټ\ ۴۱۹مخ .

[2] مجمع الزواید، ۸ټ\۱۵۷مخ .

[3] بحارالانوار۱ټ\۴۱۸مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۱۸مخ.وسائل  ۱۵ټ\ ۱۰۳مخ .

[4] وسائل  ۱۵ټ\ ۱۰۰مخ .

[5] نحل- ۵۸آیت

[6] شوری ۴۹او۵۰آیتونه

[7] کافی۶ټ\۵مخ .بحارالانوار ۱۰۴مخ \۹۸مخ.

[8] بحارلانوار۱۰۴مخ \۹۷مخ  .مستدرک الوسایل ۲ټ\۶۱۵مخ .

[9] وسائل  ۱۵ټ\۱۰۲مخ .مکارم الاخلاق۱ټ \۴۱۸مخ .

[10] مستدرک الوسایل ۲ټ\ ۶۱۵مخ .

[11] مستدرک الوسایل ۲ټ\۶۱۵مخ .

[12] بحارالانوار۱۰۴ټ \۶۹مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۲۴مخ .

[13] ازدواج دراسلام ، ۱۳۶مخ .

[14] وسایل  ، ۱۵ټ\۱۰۴مخ .

[15] تحریرالوسیله ،۲ټ\احکام ولادت وملحقات ان.

[16] بحارالانوار،۱۰ټ\۹۷مخ . ابن کثیر،السیرة النبویه ،۴ټ\۶۰۱مخ.

[17] تحریرالوسیله،۲ټ\احکام ولادت وملحقات آن .

[18] کافي،۶ټ\۴۰مخ .مکارم لااخلاق ۱ټ\ مخ . وسايل ټ\۱۷۴مخ .

[19] مستدرک الوسایل۲ټ\۶۰۲مخ .بحارالانوار۱۰۴مخ \۱۲۱مخ.وسایل  ۱۵ټ\۱۴۴مخ .

[20] وسایل  ۱۵ټ\۱۴۴مخ. بحارالانوار ‍۱۰۴ټ\۱۴۴مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۳۳مخ.

[21] کافي،۶ټ\۳۲مخ . بحارالانوار۴۳\۲۵۶مخ.وسایل  ۱۵ټ\۱۵۸مخ.

[22] کافی۶ټ\۱۸مخ. محجة البیضاً ۳ټ\۱۲۳مخ.خصال صدوق ۲ټ\۷۷۲مخ.وسایل ۱۵ټ\۱۲۱مخ.

[23] بحارالانوار۴۴ټ\۲۵۰مخ او۲۱ټ\۱۸۲مخ.

[24] بقره – ۲۳۳آیت

[25] بحارالانوار۱۰۳\۳۲۳مخ .عیون اخبارالرضا۲ټ\۳۴مخ.

[26] وسائل  ۱۵ټ\۱۷۵مخ .

[27] وسائل  ۱۵ټ\۱۸۴ تر۱۸۹مخونه.بحارالانوار،۱۰۳ټ\ ۳۲۳مخ.

[28] روان شناسي کودک به زبان ساده ، ۵۰ –او ۵۱مخونه.

[29] بحارالانوار۸۰ټ\۱۰۴مخ . هدیة الاحباب،۱۷۶مخ.

[30] مکارم لاخلاق ۱ټ\ ۵مخ. بحارالانوار ۱۶ټ\ ۲۴۰مخ . محجةالبیضاّ۳ټ\۳۶۷مخ.

[31] کافي۶ټ\۴۸مخ .بحارالانوار۸۸ټ\۹۳مخ .وسایل ۱۵ټ\۱۹۸مخ.

[32] مکارم الاخلاق۱ټ\ ۴۲۷مخ.بحارلانوار ۱۰۴ټ\ ۹۵مخ. تحف العقول ۱۲۶مخ .

[33] مکارم الاخلاق ۱ټ\۱۱۲مخ. کافي ۶ټ\۴۰مخ . وسائل۱۵ټ\۱۷۴مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!