تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په قرآن کریم کې د وګړنيو نېکيو بېلګې الف_په عمل کې اخلاص: قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (کهف/۱۱۰) = ووايه : (( زه خو يوازې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په قرآن کریم کې د وګړنيو نېکيو بېلګې

الف_په عمل کې اخلاص:

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (کهف/۱۱۰) = ووايه : (( زه خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر يم (ځانګړنه مې داده،چې) وحې راته كېږي،چې يوازېنی معبود مو ايکې يو معبود دى؛ نو څوك چې له خپل پالونكي سره د مخامختيا په هيله وي؛نو بايد ښې چارې وكړي او هېڅوك د خپل پالونكي په نمانځنه كې شريك نه كړي .))

ب_پر معاد ايمان:

وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا (طه/۱۱۲) = او څوك چې ځينې ښې (چارې) وکړي؛ خو چې مؤمن وي، نه له څه ظلم او نه د خپل حق له ضايع كېدو وېرېږي .

پ_د خداى فضل ته هيله او سترګى پر لار کېدل:

قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْباً وَلَمْ أَكُن بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيّاً (مریم/۴) = ويې ويل : ((پالونكيه ! په رښتيا هډوكي مې كمزوري شوي او د سر(وېښته) مې له زړښته سپين پړک وهي او پالونكيه! ما چې کله هم له تا څه غوښتي (؛ نو) بې برخې شوى نه يم.

ت_د خير په کار کې بيړه:

قَالَ هُمْ أُولاَءِ علي‏ أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى‏ (طه/۸۴) = (موسى) وويل :((دا دی دوى راپسې دي . پالونكيه! ځکه مې بيړه دروكړه،چې رانه خوښ شې.))

 ث_په عبادت کې زغم :

رَبُّ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيّاً (مریم/۶۵) = (او هغه) د اسمانونو، ځمكې او ټولو هغو څيزونو پالونكى دى، چې د دوی ترمنځ دي، و یې نمانځه او په نمانځنه کې يې زغمناك اوسه، ايا كوم همنامى (او سيال) یې پېژنې ؟

 ټ_د ګناه پر وړاندې زغم:

قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (یوسف/۹۰) = روڼو وويل : ((ايا ته هماغه يوسف يې؟)) ويي ويل:(( (هو!) زه يوسف يم او دا زما رور دى، الله پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛ نو په پاى كې بريالي كېږي؛) ځكه الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))

ث_په مصيبت کې زغم:

قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (یوسف/۸۳) = (يعقوب) وويل : (( (داسې نه ده)؛بلكې ځاني غوښتنو مو (ناسم) عمل درښايسته كړى؛ نو زه صبر كوم؛خو ښكلى صبر (چې ناشكري پكې نه وي) هيله ده، چې الله ټول راته راولي؛(ځكه) چې هغه پوه حكيم دى .))

ج_ زړورتيا:

وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِه عَالِمِينَ (انبیاء/۵۱) = او په رښتيا موږ لا مخكې ابراهيم ته (اندیزه) وده وركړې وه او په (وړتيا) يې خبر وو.

ح_په لمانځه کې ټول پام خداى ته اړول:

الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (مومنون/۲) = هغوى چې په خپل نمانځه كې عاجزي كوي.

ځ_د دين د مشرانو درناوى:

إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (حجرات/۳) = په حقيقت كې څوک چې د الله د استازي پر وړاندې خپل غږونه راټيټوي، دوى هماغه كسان دي، چې الله يې زړونه تقوا (او ځان ساتنې) لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي (او) دوى ته بښنه او ستره بدله ده.

خ_په ارامۍ او درنښت تګ راتګ.

څ_په بښنه کې منځلاري:

وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا (فرقان/۶۷) = او هغوى چې كله (د الله په لار کې) لګښت كوي؛ نو نه بېځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي.

چ_د خداى پر نعمتونو شکر ايستل او څرګندول يې:

وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ (ضحی/۱۱) = او (په مننه) د خپل پالونكي د لورنې (نعمت) څرګندونه کوه.

د_پر خداى توکل کول:

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ يَمُنُّ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَمَا كَانَ لَنَا أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَانٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَعلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (ابراهیم/۱۱) = استازیو يې ورته وويل : (( دا سمه ده، چې موږ ستاسې په څېر انسانان يو؛خو الله ،چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) احسان پرې كوي (او د پېغمبرۍ مقام وربښي) او موږ هېڅكله بې د الله له اجازې معجزه نشو راوړاى (او له ګواښونو مو نه وېرېږو) او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي

ډ_د لمانځه او د جْمعې لمانځه ته بيړه کول:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (جمعه/۹) = مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د نمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ . كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده .

ذ_خداى ته پناه وړل:

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (نحل/۹۸) = نو چې كله قرآن لولې؛ الله ته د رټل شوي شيطان (له شره) پناه يوسه!

ر_د روښانه ګاندې – راتلوونکي هيله:

قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (اعراف/۱۲۸) = موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل : ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبر كوئ،چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي،پاتوړی یې ګرځوي او د متقیانو پاى ښه ده .)) 

إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (الشرح/۶) = په رښتینه كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته.

ړ_له مړينې وېرېدل او ورته ځان چمتو کول:

قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاء لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (جمعه/۶) = ووايه :(( يهوديانو! كه ګومان كوئ،چې (يوازې) تاسې د الله دوستان ياست،نه نورخلك؛نو كه رښتيا وايئ، د مرګ هيله وكړئ !))

ځان جوړونه، تزکيه او د ارام روح درلودل، د شپې عبادت کول، د قرآن تلاوت کول، د حق ويل او پرې درېدل،نه ستړيا،په غوسه کې بښنه،د خپل ځوځات لپاره دعا کول، زړورتيا، د سپېڅلي روح درلودل او د قيامت يادول له وګړنيو نېکيو ځنې دي.

 

په قرآن کې د کورنيو نېکيو بېلګې:

په قرآن کې د کورنۍ چارو په هکله ډېر څه ويل شوي دي،چې څو بېلګې يې دادي :

 الف_د ښځې په کولو کې يې څېره او شتمني نه؛بلکې اندنې – تفکر او ايمان اصل دى:

وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (بقره/۲۲۱) = او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده،كه څه (ښكلا، شتمني او مقام يې) ستاسې خوښ وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛خو كه اړ شوئ؛مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى .كه څه (مال،ښكلا او شتمني يې) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي.

 ب_کورنۍ د ښځې په پاکلمنۍ کې ونډه لري:

قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ (قصص/۲۷) = (شعيب) وويل : ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله مزدوري راسره وكړې؛نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا به دې له لوري (یوه نېکي) وي او نه غواړم دروند پېټى درباندې كېږدم، “ان شاالله” ما به ښه سړی ومومې .))

ت_جنسي نږدې والى يوازې بې موخه خوند اخېستنه نه؛بلکې د نېک کهول او قيامت سريزه ده:

نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (بقره/۲۲۳) = مېرمنې مو ستاسې كروندې دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ (او زيار وباسئ،چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) زېرمه مو مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او پوه شئ،چې (يوه ورځ) له هغه سره مخامخېدونکي ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه.

پ_ښځه د سړي تر لاس لاندې ده او ژوند يې بايد د سړي له لارې چمتو شي:

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (نساء/۳۴) = نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه الله (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په دې پار چې (د ښځو په باب) له خپلو مالونو لګښت كوي؛نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ځكه الله پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې الله د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى)

 ټ_له ښځې سره په نېکۍ ژوند:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (نساء/۱۹) = مؤمنانو! درته روا نه ده،چې ښځې په زور په مېراث کې واخلئ او مه يې تنګوئ، چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ، چې ورکړی مو و؛ خو دا چې ښكاره بد چاري وكړي او په ښه توګه ژوند ورسره وكړئ او كه له كومه (پلوه) مو بدې ايسېدې (؛نو سملاسي د بېلوالي پرېکړه مه کوئ؛) ځكه كېداى شي ستاسې يو څه خوښ نه وي؛خو الله پكې ډېرې ښېګڼې ايښې وي.

ج_ميندې دې تر دووکلونو خپلو ماشومانوته شيدې ورکړي:

وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (بقره/۲۳۳) = او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي . (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي . د ماشوم پر پلار لازمه ده،چې مور ته د تي رودنې په وخت كې په غوره توګه خوراك او جامې وركړي ( ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى، نه مور د خپل اولاد پر سر زیان وویني او نه پلار او نباید موروپلار د خپل اختلاف له لامله ماشوم ته زيان ورسوي، او پر وارث (که پلار یې مړ شي) يې هم دغسې ده او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي (ژر) غوڅ كړي؛ نو څه باك يې نشته او كه (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې) مو وغوښتل،چې خپلو اولادونو ته  دايي ونيسئ؛نو څه ګناه يې نشته؛خو په دې شرط، چې د مور پخوانى حق په ښه توګه ادا كړئ او د الله (د فرمان له سرغړونې) ووېريږئ او پوه شئ،څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى .

ح_د ښځې لګښت بايد د سړي د ګټې هومره وي:

لاَّ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاء مَا لَمْ تَمَسُّوهُنُّ أَوْ تَفْرِضُواْ لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدْرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ (بقره/۲۳۶) = پرتاسې ددې ګناه نشته كه ښځو ته تر لاس وروړو يا تر مهر ټاكلو مخكې (د ځينو لاملونو له مخې) طلاق وركړئ؛ نو (په دې وخت كې) یې (له مناسبو ډاليو) برخمنې كړئ، شتمن دې له خپلې وسې او تنګلاسى دې (هم) له خپلې وسې سره سمه ډالۍ (چې د وركوونكي او اخستونكي له  شتمنۍ سره ښايي) په غوره توګه وركړي (او دا کار) پر نېكانو (لازم او) یو حق  دى

ځ_که د شخړى له رامنځ ته کېدو مو وېره درلوده؛ نو په کور کې محکمه جوړه کړئ او پرديو ته يې مه وايئ:

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا (نساء/۳۵) = او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ (چې دا شخړه هواره كړي) كه دواړه (مېړه او مېرمن) د روغې جوړې هوډ لري؛ نو الله به يې جوړ كړي؛ ځكه الله باخبر پوه دى (او د ټولو له نيتونو باخبر دى).    

 خ_ښځه او سړى يو د بل جامې دي؛ نو بايد يو بل پټ کړي:

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (بقره/۱۸۷) = (( د روژې پر شپه له خپلو مېرمنو سره کوروالى درته حلال شوى. دوى ستاسې او تاسې د دوى جامه ياست (دواړه يو د بل ښكلا او يو د بل د ساتنې لامل ياست) الله پوهېده، چې تاسې له ځانونو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو كاوه)؛ نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس کوروالی ورسره کوئ او څه چې الله درته روا كړي، ویې لټوئ او (همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ، تر هغه چې د سباوون سپینه لیکه له تورې لیکې درڅرګنده شي بيا تر شپې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې، چې څېله ياست له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولې دي! ؛ نو (باخبر، د ګناه په نيت) مه ورنژدې كېږئ. الله دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ځان وساتي.))

ستر کول او د نورو په مخ کې ځان نه سينګارول او له نورو سره په ناز خبرې نه کول او له سړيو سره نه يو ځاى کېدل؛ هغه سپارښتنې دي، چې قرآن يې ښځو ته کوي او په دې هکله آيتونه هم راغلي دي.

د سياسي نېکيو بېلګې

الف_د خداى له رسول،اولوالامر او معصومو مشرانو لاروي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (نساء/۵۹) = مؤمنانو! له الله ، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ترمنځ مو په كوم [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛ نو د منځګړتوب لپاره د) الله [کتاب] او (د) رسول [سنتو] ته مخه كړئ، كه (په رښتيا) پر الله او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ. دا (كار) غوره او ښه پايله لري.

              

ب_يووالى او له هر راز تفرقې ډډه کول:

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (آل عمران/۱۰۳) = او ټول د خداى پر رسئ [= قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ او ګوندي مه کوئ، د خداى هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛ نو په لورنې یې (یو د بل) وروڼه شوئ او د يوې اورينې كندې پر ژۍ  وئ؛ نو الله ترې وژغورلئ،خداى په دې توګه خپل آيتونه درڅرګندوي،چې ګوندې سمه لار ومومئ.

ت_د منفي دسيسو نه منل:

وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ (قلم/۹)= ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي).

ټ_پر زورځواکو ډډه نه وهل:

وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ (هود/۱۱۳) = او د ظالمانو پر لور مه وركږيږئ، چې اور به مو راښکېل کړي او په دې حال كې به بې له “الله”ستاسې ملاتړ نه وي، بيا به مرسته درسره ونه کړای شي .

ث_له کفارو کرکه او له مومنانو سره خواخوږي:

مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (فتح/۲۹) = محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.

 ج_په هر نامه د دسيسو د مرکزونو له منځه وړل.

ح_د کفري مشرانو پر ضد جهاد:

وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (توبه/۱۱۲) = او كه تر ژمنې روسته يې خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې ملنډې ووهلې؛ نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي، ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي .

ځ_ د ارزښتونو ملاتړ او دفاع ته پر لوړه کچه چمتووالى:

وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ (انفال/۶۰) = او څه مو چې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن، خپل دښمن او هغه غلیمان پرې ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو الله يې پېژني او د الله په لار (او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې،چې هر څه ولګوئ ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي .

ځ_ له مشرکينو برائت:

فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ (توبه/۲) = نو (مشركانو!) څلور مياشتې (نور مهلت لرئ، چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې،چې ځئ،ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،چې تاسې الله بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې الله د كافرانو رسوا ګر دى.

خ_ عادلانه ورمندون – قضاوت:

سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (مایده/۴۲) = دوى (يهودان) جاسوسۍ، دروغجنۍ او په مړه خېټه د حرامو مالونو (لکه سود او بډو) خوړو ته څوبمن وي؛ نو كه درغلل؛ ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه) پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛ نو هېڅ زيان نشي دررسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛ نو په انصاف يې پرېکړه وكړه، چې الله منصفان خوښوي.

څ_د پتمنې سولې منل:

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انفال/۶۱) = او كه كفار سولې (او روغى) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر الله بروسه وكړه! (ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه ډېر پوه اورېدونكى دى .

س_نمونځ کول،زکات ورکول او پر نېکيو امر بايد د حکومتي دندو په لومړيتونو کې وشمېرل شي:

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (حج/۴۱) = دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده .

ش_د دښمن له موخو او په تېره له هڅوبیز- فرهنګي يرغله يې ځان خبرول:

وَقَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُواْ بِالَّذِيَ أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُواْ آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (آل عمران/۷۲) = له كتابيانو يوې ډلې (له يهودو) ويل: (( [ولاړ شئ او په ظاهره] څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ چې (له خپل دينه) راوګرځي (؛ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده).

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!