تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ (قدر/۴= په دی (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي.  ټکي : *امام صادق (رح) وپوښتل شو : آيا روح هماغه جبراييل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ (قدر/۴= په دی (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي.

 ټکي :

*امام صادق (رح) وپوښتل شو : آيا روح هماغه جبراييل دى ؟ امام صادق : جبراييل پرښته او روح  تر پرښتې غوره دى او بيا يې دا آيت ولوست : ((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ )) ( د برهان تفسیر) .

*د قدر په شپه د پېغمبراکرم (ص) پر زړه د پرښتو په رانازلېدو له اسمان سره  د ځمکې او ملکوت سره د خلکو  او له ماورا طبيعت سره د طبیعت اړيکې ټينګېږي .

*روح ډولونه لري :

*هغه روح چې دغوښتنو او شهوتونو سرچينه ده .

*هغه روح چې د واک او خوځون- حرکت سرچينه ده ،چې دا دوه روحونه د انسان او حيوان ترمنځ ګډ دي.

*هغه روح چې د اختيار او اند ‏سرچينه ده ،چې دا يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

*هغه روح چې مازې عقل دى او د پرښتو وجودي جوهرجوړوي .

*هغه روح،چې تر پرښتو‏غوره دى او د قدر په شپه له پرښتو سره رانازلېږي.  ‏

*په روايتونو کې راغلي دي : د امامت له نمښتیو – منکرانو سره د قدر په سورت استدلال وکړئ .( د نور الثقلین تفسیر‏)؛ځکه ددې سورت له مخې پرښتې هرکال د قدر پر شپه نازلېږي،د پېغمبر اکرم پر ژوندون به هغه ته راتلې؛نو تر هغه وروسته پرچا نازلېږي .

سپينه خبره ده،چې هرڅوک د الهي پرښتو کوربه کېداى نشي؛بلکې هغه هم بايد د پېغمبراکرم په څېر ‏معصوم وي او د بشر د ولايت چارې يې په لاس کې وي،چې دا کس له معصوم امام پرته بل څوک نشي کېداى،چې په دې وخت کې حضرت امام ‏‏مهدي دى،چې د قدر پرشپه ورته پرښتې راځي .

د هستۍ د سنبالنې‏ په چارو کې پرښتې د الهي فرمانونو د اجرا کولو دنده لري . په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې،چې دهماغې دندې نوم پرې ايښوول شوى دى :

*النَّازِعَاتِ (نازعات/۱) .

*الصَّافَّاتِ(صافات/۱) .

* لزَّاجِرَاتِ (صافات/۲).

*النَّاشِرَاتِ (الناشرات/۳) .

*لْفَارِقَاتِ (الناشرات/۴) .

*لْمُدَبِّرَاتِ (نازعات/۵).

*ځينې پرښتې ساتنې ته ګومارل شوي دي :

((وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ(انفطار/۱۰)=او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي ))

*ځينې پرښتې له الهي اولياوو سره خبرې اترې لري ؛له ‏زکريا علیه السلام سره يې خبرې وکړې او ورته يې د  حضرت يحیى زېرى ورکړ : ((فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ  (آل عمران/۳۹)= او چې کله هغه په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛نو پرښتو ورته غږ  وكړ:(( خداى د يحيى زېرى دركوي،هغه به د خداى كلمه [=مسيح] تصديق كړي او لارښود به وي او له سركښو هوسونو به خوندي او له صالحو به پېغمبر وي .))

او همدې پرښتو له حضرت مريم سره هم خبرې وکړې:

((وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ  (آل عمران/۴۲)= او ( درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې ! خداى ته غوره او پاكه كړې او د نړۍ پر ټولو ښځو يې غوره كړې يې .))

*په ځينو ځايونو کې پرښتو په جنګ کې د خداى له پلويانو سره مرسته کړې ده؛لکه څنګه چې د بدر په جنګ کې خداى درې زره پرښتې د مسلمانانو ملاتړ ته راولېږلې :

((إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ

(آل عمران/۱۲۴)= هغه وخت،چې مؤمنانو ته دې ويل : (( ايا تاسې ته بسنده نه ده،چې خداى له (اسمانه) د درې زرو پرښتو په را لېږلو درسره مرسته وكړي ؟!))

*ځينو پرښتو ته له خلکو د ساه اخستو دنده ورکړه شوې ده  :

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/۱۱ )= ووايه : (( پر تاسې،چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده،ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ . ))

*ځينو ته د عرش د چارو د سمبالولو دنده ورکړه شوې ده :

((وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ (حاقه/۱۷)=  او پرښتې به د هغه (اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي .))

*د پرښتو له امتيازاتو يو دا هم دى،چې تل د خداى عبادت کوي او نه ستړې کېږي،چې قرآن وايي :

((وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ(انبياء/۱۹)= او څوک [=پرښتې ] چې له  الله سره دي ، هېڅكله يې له عبادته سرغړونه نه کوي او نه ستړې كېږي . ))

((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ(انبیاء/۲۰) =شپه او  ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي اونه سستېږي. ))

*د پرښتو يوه دنده مؤمنانو ته دعا او استغفار دى :

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ  ( شوری/۵)= نژدى دى،چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له امله) له پاسه پرې وچوي او (حال دا چې) پرښتې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي . خبر وسئ،چې په حقيقت کې يوازې خداى ډېر بښونكى(او) لورين دى . ))

*ځينې د اسلام پر پېغمبر اکرم درود وايي :

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا  ( احزاب/۵۶)= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ . ))

* پرښتې درجې لري او ټولې په يوه کچه  ‏نه دي :

(( وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ) صافات/۱۶۴)= او له موږ (پرښتو) هېڅوك نشته؛خو (دا چې) هرې يوې ته ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى. ))

*خداى چې ځينو انبياوو ته د نورو په پرتله غوره والى ورکړى؛نو همداسې يې پرښتو ته هم غوره والى ورکړى دي:

((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (حج/۷۵ )=خداى له پرښتو او خلکو استازي غوره کوي،بېشكه چې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى . ))

* د ټولو پرښتو واک ‏يو له بل سره توپیر لري :

(( أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ) (فاطر/۲)= خداى چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛نو (بيا) يې څوك بندولاى نشي او هغه چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] وروسته څوک يې پرانستونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى ))

*ځينې پرښتې فرمان وړونکې اوځينې فرمان ورکونکي دي ؛خو ټولې سپین لمنې – معصومې دي :

((مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ) (تکوير/۲۱)= چې هلته ( يې پرښتې حكم) مني (او) امين (هم) دى .))

*پر ټولو پرښتو ايمان په کار دى :

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (بقره/ ۲۸۵ )= (د الله) استازي، چې څه د خپل پالونکي له لوري ورنازل شوي، ايمان پرې راوړى دى ( او په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر الله ، پرښتو، كتابونو او استازیو يې ايمان راوړى (او وايي:) ((د خداى د استازیو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو (او پر ټولو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل:(( موږ واورېدل او غاړه مو كېښووله. پالونكيه ! ستا بښنې (ته څارو يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى.))

*ترې نمښته- انکارله خدایه د نمښتې ‏په څنګ کې راغلې ده : (( وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ)( ١٠١)

*پرښتې د خداى لښکر دى او له شمېره يې له خداى پرته بل څوک خبر نه دي :

((وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ( مدثر/۳۱ او د دوزخ چوپړيان مو بېدو (د عذاب) پرښتې ټاکلي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى، چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او داچې د زړونو رنځوران او كافران ووايي: ((له دې شمېره (=١٩) د الله څه منظور دى؟)) په دې توګه د الله چې چا ته خوښه شي (د دوی د كړنو له لامله) يې بېلارې كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پر شمېر] يوازې پخپله الله پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي.

*او که کله یې هم د شمېر په باب خبره کېږي؛لکه دا آيت ((عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ = (مدثر/۳۰) ،چې وايي: د دوزخ پرښتې نولس دي))؛ نوردليلونه لري؛نه داچې د ځواک د نه درلرودلو امله وي.

*پرښتې د خداى مطلق اطاعت کوي او د هرڅه دنده ، چې ورکړه شي ،سرغړونه ترې نه کوي:

(( لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)(تحريم/ ۶)=  *هغوى د خداى له فرمانه نه مخکې کېږي او يوازې د هغه فرمان پلى کوي :

(( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ)(انبياء/۲۷)= چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل) يې امر عملي كوي . ))

*اطاعت یې‏ د پوهې او تقوا له مخې دی او په اطاعت کې ځانګړى چار غوره نه ګڼي‏؛بلکې کوم کار،چې وروسپارل شي،هماغه ‏کوي :

(( يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)( نحل/۵۰)=(او) هغوى (يوازې) د خپل واكمن پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې ورته حكم كېږي، هماغسې كوي .))

*پېغمبر اکرم وايي : ((پرښتې له رڼا پيدا شوى دي. ‏(اختصاص ۱۰۹ مخ‏) او خداى هيڅ موجود د پرښتوهومره نه دی پيدا کړی .( قمي تفسیر۲/ ۲۶۰) ‏

*امام صادق وويل : پرښتې خوراک څښاک او کوروالى نه کوي . ( بحار ۵۶/ ۱۷۴)

 

پيغامونه :

١_پرښتې د خداى له اجازې پرته ‏کار نه کوي . (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ…. بِإِذْنِ رَبِّهِم)  

٢_  د قدر په شپه د تقدير ټاکنه د پرښتوپه راتګ او شتون کې ټاکل کېږي .( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ………… مِّن كُلِّ أَمْرٍ)

٣_  د قدر په شپه د چارو د تقدير ټاکل د الهي ربوبيت يوه  څنډه ‏ده.( بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) .

 

سرچینه : تفسیر نور، مولف: شیخ محسن قرآئتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!