تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په پیداوار کې قناعت  ایا قناعت او تمه یوازې په مصرف او لګښت پورې اړه لري یا تولید هم رانغاړي؟ تر اوسه د اخلاقو عالمانو لګښتي قناعت ته پاملرنه درلوده او ډېرې خبرې یې ورباندې کړې دي. خبره  دا وه انسان چې له طبیعته برخمنېږي او مېوه یې اخلي باید په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په پیداوار کې قناعت

 ایا قناعت او تمه یوازې په مصرف او لګښت پورې اړه لري یا تولید هم رانغاړي؟ تر اوسه د اخلاقو عالمانو لګښتي قناعت ته پاملرنه درلوده او ډېرې خبرې یې ورباندې کړې دي. خبره  دا وه انسان چې له طبیعته برخمنېږي او مېوه یې اخلي باید په اغوستن، خوراک او …. کې په کفاف او بسیاینه قناعت وکړي. کفاف، بر کفایت سربېره د ساتنې او منع مانا هم ورکوي؛ یعنې دومره واخلي چې د درویزګرۍ مانع شي. د ځینو روایاتو مضمون هم همدا دی چې وګړی دې تر خپلې بسیایینې ډېر ونه غواړي او لګښت ونکړي او په دعا کې دي چې:

اللهم اجعل قوت آل محمد كفافا

«خدایه، د پېغمبر د کورنۍ قوت د کفاف لامل کړه.»

دا، البته په حق مانا ده او د قناعت نچوړ هم همدا دی.

طوبى لمن اسلم و كان عيشه كفافا[1]

« د هغه مسلمان پر حال دې خوشحالي وي، چې ژوند یې د بسیا هومره وي.»

خو دا چې ایا په پیداوار کې هم قناعت او تمه لرو یا نه یو بل مطلب دی. دا مساله د اخلاقو عالمانو دومره اوڅار کړې نه ده، دلیل یې دادی چې د لرغونې نړۍ د مسایلو برخه نه وه. په تېرو کې انسانانو داسې وزلې نه درلودې، چې له خپلو اړتیاوو ورهاخوا طبیعت راوروي او تصرف یې کړي. انسان چې ځمکه اړوله، یوازې یو یوم او یو مېتی یې درلود؛ نو ځکه یو تن د یو تن هومره کار کاوه او پنځوسو تنو د پنځوسو تنو هومره . څوک چې مېوې واڼولو ته ورتله، غنم یې رېبل او یا…. دا چارې یې د خپل وګړني ځواک په انډول – او نه ورسره بې انډوله – کولې، دام یې غوړاوه. جال یې اچاوه، کبان یې نیول او تر پایه. او که لس تنه به سره یوځای شول نو د لسو تنو هومره یې کار کاوه. خو دا له ننني اکر – وضع او حالت سره څه تړاو لري چې یو تن په یو ماشین د تېرو د زرو تنو هومره کښت، ښکار او پیداوار کړای شي؟ چې د پراخې کچې پیداوار[2] ورته وايي.

د پراخې کچې پیداوار د نوې نړۍ مساله ده او د ماشین له راپیدا کېدو راولاړه شوې ده. تېرې نړۍ تقریباً د پیداوار او په تېره د پراخې کچې پیداوار په نامې کومه مساله نه پېژنده؛ نو ځکه ډېر پیداواري اخلاقیات یې هم نه درلودل. له آره د اخلاقو عالمانو اړتیا نه لیده چې په دې هکله خبرې وکړي؛ ځکه د چا ستونزه نه وه او چا په دې برخه کې غیر اخلاقي کار نه کاوه لاسونه تړلي وو، او وزلې دومره وې چې انسان یې په طبیعي توګه محدوداوه؛ نو ځکه له طبیعت سره په چلن کې، د انسان ګټه او اخستنه له خپل لګښت او په ټول کې د طبیعت له زېرمې سره انډول و. که اسراف او افراط هم کېده، د زغم وړ و. خو دا د اوسنۍ نړۍ له وضع سره ډېر توپیر لري؛ له طبیعت سره مو نوی تړاو پیدا کړی او په نویو صنعتي وزلو مو پر طبیعت بې اندازې تسلط موندلی دی.

کافي ده، خپلو اغوستو جامو، هغه رڼا چې دا لیکنه پکې لولئ، کوم قلم چې په لاس کې مو نیولی او هغه کتاب چې مو پېرلی ورپام کړئ، چې ووینئ بې روحه طبیعت له کومو بېلابېلو لارو زموږ په تصرفاتو کې رانغاړل شوی دی. او البته لا تر اوسه تم شوي نه یو او له خپلې بیړې مو لاس اخستی نه دی او تل د نویو نویو صنایعو او ماشین آلاتو په لټه کې یو، چې ښه او ډېر پیداوار راته وکړي.

عموماً ګروهن یو چې په دې ډګر کې تمېدنه مانا نلري او چې څومره ډېر پکې وځغلو غوره ده. ته وا په دې ډګر کې څه اخلاقي خنډ او برید نشته او مطلق فضلیت په منډو او ښو منډو ترړو کې دی. خو حق دادی، چېرې چې عمل او کړنې وي اخلاقي پړي هم وي. موږ غیرې اخلاقي اختیاري کړنه (یعنې له اخلاقي کړۍ بهر) نلرو. آګاهانه انساني کړنه غیر اخلاقي کېدای نشي. کله چې یو کار کوئ، که دا پیداواري کار وي، یا د ځمکې راسپړل وي، که د سمندر تل ته ورغوپه کېدل وي او که تشیال – فضا ته ورختل، که دا اختیاري کار وي، چې نیت موخه او انګېزه پکې نغښتلې وي (؛نو) اخلاقي دی؛ یعنې د اخلاقو علم او دیني فرهنګ پکې، امر ونهې او مدح و ذم لري. او کافي ده چې دا کارونه اهمیت پیدا کړي، چې د اخلاقو عالم فکر کولو او اندنې ته اړ کړي. په نوی نړۍ کې د پیداوار او تولید مسالې اهمیت موندلی دی.

تېرو تمه څنګه مانا کوله؟

په تېرو کې تمه حداکثر په وګړیز یا سوداګریز ژوند کې اوڅارېده. که سوداګر د سمندر له لارې دې او هغه هيواد ته پر سفر تله، د هېوادونو او ښارونو ترمنځ یې د توکیو راکړه ورکړه کوله؛ نو ورته یې ویل چې دوي تمې والا دي او پېغور یې ورکاوه چې:

آن شنيدستى كه روزى تاجرى

در بيابانى بيافتاد از ستور

گفت: چشم تنگ دنيا دار را

يا قناعت پر كند يا خاك گور

(ګلستان)

تمه یې پر وړاندې یا د یو سوداګر هلې ځلې وې چې د زیاتو ګټو لپاره به یې د وچې او لمدې سفرونه کول، یا د هغه زورواکي زور چلول و، چې د واک غصب ته یې په هر کار لاس پورې کاوه او یا د نورو شتمنیو ته سترګې نیول او پر خپلو عایداتو ناراضي توب، و قس علی هذا. خو په قاموس کې یې پیداواري او تولیدي تمې کوم ځای نه درلود. که د اخلاقو د عالمانو کتابونه ولولئ، چې نه په پیداوار کې د قناعت په هکله خبرې پکې شته او د هیلو اوږدوالی (طول امل) پکې ټینګ تر بحث لاندې نیول شوی دی. نو ځکه په اوسني پېر کې تر هر پېره ډېر اړمن یو، چې په پیداوار کې د قناعت په اړه غوړ او خبرې وکړو.

په پیداوار کې د قناعت او په لګښت کې یې له قناعت سره اړیکه

ان په لګښت کې قناعت هم په تولید کې د قناعت ایل او تابع دی؛ ځکه دا خو نه کېږي چې څوک له یو خوا ډېر تولید وکړي او بلخوا خلک لږ لګښت ته راوبولي. که ډېر تولید مطلوب وګڼل شي؛ نو ډېر لګښت به هم مطلوبیت ومومي نو ځکه یو له هغو چارو چې اوس مهال یې په لګښت کې قناعت ټکنی کړی، دادی چې انسانانو ماشین او له دې ځنې د پراخې کچې پیداوار ته لاس موندلی او تر بریده ورهخوا یې د طبیعت لګښت ډېر کړی دی؛ نو ځکه یې ځان ملزم بللی چې نورهم ددې تولیداتو لګښت ته وهڅوي.

تبلیغات چې زموږ د پېړی له عمومي بلاګانو ځنې دی د ماشیني او د پراخې کچې د پیداوار له طبیعي پایلو ګڼل کېږي. نباید ګومان وکړو چې رادیو تلویزیون اختراع شوی او مطبوعات  په ټولنو کې دود دی، یو شمېر ورڅخه د تبلیغي ګټنې په فکر کې دي. اپوټه، تبلیغ ته لېوالتیا، او بلکې تبلیغ ته مجبورېدل او خلک لګښت ته هڅول او په زړونو کې د لګښت مینه وراچول (د پراخې کچې د پيداورا له مخې) داسې څه دي، چې لا د تبلیغي وزلو تر رادبره کېدو مخکې وو، او بیا یې دا وزلې دې هیلو ته خورا ښه چوپړیالې وموندې. شک نشته که ډېر تولید وکړای شو، ډېرې دروغجنې اړتیاوې (یعنې تمه) به هم رامنځ ته کړو، او خلک به ددې دروغجنو اړتیاوو په رامنځ ته کېدو ډېر لګښت ته وهڅوو.

ښکاره ده، د تمې کابو کول چې د پیداوار زوکړه ده په تدبیر او اقدام کېدوني او نه ده. موږ د یو نړیوال برید پر وړاندې پراته یو او څه چې تېر شوي او لا تېرېږي، نه زموږ کړلار وه او نه داسې یو څه دي، چې په مازې کړلارو یې مخه ډپ او لوری یې ورواړو. خو دا چې په چاپېریال کې مو څه تېرېږي پېژندل یې ځکه راته ښه دي، چې تر خپلې وسې هومره یې په ادلون بدلون کې برخه واخلو.

د پراخې کچې د پیداوار تولید نیمګړتیاوې

هو، د تازه تمو او دروغجنو اړتیاوو رادبره کول، او ډېر لګښت ته هڅونه، د ماشیني پراخې کچې د پیداوار له نیمګړتیاوو  ځنې دوه نیمګړتیاوې دي. بله مهمه نیمګړتیا یې داده، چې د انسان تر لګښته د طبیعت تولید خورا ورو دی. لکه نن چې کوم تېل لګوو د هغو موادو د ملیونونو کلونو د ډېرۍ محصول دی چې په طبیعت کې څاڅکی څاڅکی تولید شوی دی. بشر له سلو کلونو راهېسي تیل کاروي؛ خو په دغسې بیړې چې کارول کېږي، تکل کېږي اوسنۍ راسپړل شوې زېرمې تر بلې نیمې پیړې پای ته ورسي. که نورې زېرمې هم راوسپړل شي. په ډاډ ویلای شو، هومره به نه وي، چې د شته زېرمو عمر به څو کلونه اوږد کړي او که د لګښت همدا بهیر وي؛ نو په نژدې راتلونکې کې به د تیلو زېرمې وچې شي نن چې دا دومره پانګه لرو، هغه پانګه په سلو کلونو کې رامنځ ته شوې نه ده، چې دادی په سلو کالو کې یې لګوو. د سل ګونو میلیونو کلونو په تېرېدو د تېرو ځناورو پاتې شونې په تیلو اوړېدلي، ایا لازم دي چې دا ګرد په سلو کلونو کې پای ته ورسو؟

د بشر په ټولو ستونزاوارۍ کې د تکنالوژۍ بېوسي

د لرغونو پانګو تمامېدل یو عیب دی، او دا ګړندی لګښت چې ایکوسیستمي ستونزې، انساني او بیولوژیکي آفات او…. را پیدا کوي بل عیب یې دی. ځینې انګېري چې تکنالوژي ددې ګردو ستونزاواری کړای شي . لکه که فسیلي سونګ تمام شو، هستوي سونګ ته ورمخه کوو، که هوا ډېره ککړه شوه په ځانګړو طریقو یې ککړتیا راټیټو.

نن کارپوهان پردې ویینه کوي چې تکنالوژي زموږ ټولې ستونزې نشي اوارولای او له آره دا یو ناسنجول شوې انګيرنه ده چې ګومان وکړو، هره ستونزه چې په خپل لاس رادبره کوو، د هواري لار هم به ورته ولرو. تکنالوژي تر یو بریده ستونزواری کړای شي او تر یو برید روسته، د انسان وس، د تخنیک قدرت او له انسانه سره چې کومې وزلې دي، د ستونزاواري وس به ونلري. پردې سربېره د تخنیک په مرسته ستونزاواری، نوې ستونزې راولاړوي و هلم جرا.

هغه مغالطه چې د پراخ پیداوارو د هڅونې پیلامه شوې ده

 په هر تقدیر، موږ د تخنیک په مټ د نوي قدرت خاوندان شوي یو، چې زښت ډېر پیداوار درلودای شو؛ خو د بشر له ذهنه پټ دي، چې چا اجازه راکړې او کوم اخلاقي ارزښت حق راکوي، چې د خپل وس هومره تولید وکرو؟ دا د «دی= است» او «باید» او دانش (پوهې) او ارزش (ارزښت) مغالطه ده.  سمه ده چې موږ د پراخې کچې پیداوارو وس لرو؛ خو ایا د پراخې کچې پیداوارو حق هم لرو؟ که څوک توره په لاس وي، دا چې وژنه کړای شي؛ نو باید ووژني؟ څوک چې قدرت لري، دا چې غصب کړای شي؛ نو باید غصب وکړي؟

دا پوښتنه د قدرت په ټولو ډولونو کې روانه ده. دا څه استدلال دی، دا چې د زهرو ضد درمل لرو؛ نو حق لرو چې زهر وخورو؟ او دا چې توره لرو؛ نو باید په جګړه لاس پورې کړو؟

نه هر كه دارد پادزهر زهر بايد خورد

نه هر كه دارد شمشير حرب بايد كرد

  * د انسان د شونتیاوو او ځواک ډېرېدنه یې خورا اخلاقي کېدنه غواړي.

اپوټه، انسان چې توره په لاس وي، باید تر هغه وخته ډېره اخلاقي اندېښمني او وسوسه ولري چې وسله ورسره نه وي. قدرت انسان ته وسوسه ورغوځوي. چې وسله او وزله نه وي، څه وسوسه هم نه وي او فرضاً که وسوسه یې هم وي؛ نو وس او شونتیا یې نشته؛ نو په کومه کچه چې د انسان شونتیاوې ډېرېږي، اخلاقي اندیښنې یې هم باید اوچتې شي. په اوسني وخت کې دې څیز پوره بدله بڼه موندلې ده. څومره چې په نړۍ کې د تصرف لپاره د بشر شونتیاوې ډېرې شوي، اخلاقي اندېښنې یې راټیټی شوي دي. څوک فکر نه کوي دا چې ځواکمن شوی یم، پیاوړیو اخلاقو او پوره روزنې ته اړتیا لرم.

بدني ځواک او طبیعي قوت نه یوازې د اخلاقي قدرت ځای نه نیسي؛ بلکې انسان ورته اړمنوي: « ښه موړ ښه اړمن دی» دا هغه مساله ده، چې پر اوسني پېر، یعنې پر طبیعت د لاسبرۍ په پېر کې ورسره مخامخ یو؛ یو ځکه تر بل هر وخت ډېر ملزم یو، چې د تولید په هکله چاره وسنجو او په اړوند اخلاقو کې یې غور وکړو.

د لګښت او بې خرته تولید پر وړاندې د طبیعت غبرګون

البته، طبیعت په لګښت او تولید کې زموږ لاسونه و پښې تړي. تاسې که په خپل لګښت کې ځان ونه څارئ، بیا هم څومره چې زړه مو غواړي لګښت نشئ کړای. یو خېټور چې په خوراک کې اسراف کوي او د قناعت اړخ نه مراعاتوي؛ نو څومره یې چې زړه غواړي خوړای یې نشي. لومړی دا چې خېټه یې د هوس ګنجایش نلري، دویم که ناروغ شي بدن یې اجازه نه ورکوي چې په خوړو کې اسراف وکړي؛ یعنې طبیعت یې تر یو ځای روسته مخه ورنیسي؛ خو اخلاقي ټکی دادی چې انسان هغه موجود دی ترهغې چې کار یې تردې ځایه نه وي رارسېدلی؛نو خپله مخه دې ونیسي. دا څاروي دي، چې یوازې هله تمېږي چې طبیعت یې پر وړاندې خنډونه راکاږي؛ خو انسانان اوږد اندي موجودات دي او « عاقل هغه دی چې د چارو د پای په اړه انده وکړي».

دا خو په لګښت کې وه.  په تولید کې هم اکر – وضع په دې ډول ده. شمېرنې ښیي چې له ۱۹۵۰ز را په دېخوا، چې په سمندرونو کې د کبانو ښکار په تخنیکي وزلو ترسره کېږي او ښکاریان ډېر کبان ښکاروي؛ نو د سمندري ښکار کچه راکېوتې ده. دا یو برید دی چې طبیعت یې زموږ مخې ته ږدي؛ یعنې تاسې تر یو بې خرته ښکار روسته وینئ، چې یو نسل له منځه ځي او ایکوسیستم ناانډولېږي او نور خپل چار غځولای نشئ. خو ایا واقعاً بشر پرېږدي چې کار تردې ځایه ورسي؟ ایا دومره باید له طبیعته راوسپړي او راولوشي، چې طبیعت یې وشړي؟ د کارخانو د زیاتو لوګیو له امله شین کوړک[3] غازونه ډېر شوي او که چاره یې ونه شي د ځمکې مخ به خپله شینوالی له لاسه ورکړي او وچ ډاګونه به پر انسانانو ژوند ور تنګ کړي.

له نېکمرغه د اوسنۍ زمانې انسان پوهېدلی چې طبیعت یو بې حساسیته موجود نه دی، چې انسانانو ته اجازه ورکړي، چې څومره غواړي، پېټی ترې راوکړی، تیونه یې راولوشي او د انډول نا انډولوونکیو ته مناسبه سزا ورنکړي. څو څو ځلې یې سزا ورکړې او دوی هم نورو لارو ته ورمخه کړې ده. خو انسان چې پر اسراف، تمې، خوند اخستنې، پوله ماتونې، هیلو او شهواتو روږدی دی، سمه لار به له دې ټولو زده کړي او په خواشینۍ کله چې د ګردو لارو پای پر بندیز پای ته ورسېده او ټول ورونه وتړل شول، نو بیا د آریزې لارې په لټه کې وي او آریز ور ټکوي او درملنه ترې اخلي. تقوا چې د فضایلو سرچینه ده، تر ټولو روسته ازمېیلیږي.

انګېري یو څه شته، چې د تقوا ځای نیولای شي او انسان ترې مړه خوا کړي. د یو څیز ارزښت هل معلومېږي، چې په نشتون کې یې هیڅ څیز ځای ونشي نیوای او دا دی د تقوا ارزښت راښکاره شوی دی.

اوسنی انسان د خپلو ګردو غوښتنو مړوونکی دی

د بېلګې په توګه، نن طبیبان هڅه کوي، چې تر وسې وسې د ناروغ په خوړو کې څه محدودیت ورپیدا نکړي او هوس یې ګډ وډ نه کړي. دا یوه مازې طبي ښکارنده – پدیده نه ده، په صنعت کې هم پیدا شوې ده. نن بیخي د انسان زړه نه غواړي، چې ورته و وایي ځان دې کابو کړه؛ بلکې ډېر لېوال دي چې څه غواړي ویې کړي او بیا د بهرني لاملونو په مرسته،عوارض یې هم درمل کړي؛ یعنې ډېر خوري وکړي او بیا په یوې ګولۍ یا کپسول، خپل ارګۍ جوړ کړي! وایي، د زړه د غوښت هومره وړاندې ځوو، څه مو چئ زړه غواړي خورو، څومره چې غواړو لګوو یې که ناروغ شول؛ نو بې له دې چې خپل خوراک او لګښت بدل کړو، درمل ورته جوړ وو، چې ناروغي پرې درمل شي. که دې درملو هم ناوړه جانبي عوارض درلودل (چې هرومرو یې لري) نو نور درمل ورته جوړوو، چې مخه یې ونیسي و هلمّ جرّاً. دا د طب د نړۍ او نوی صنعت اندنه ده[4].

ولې باید د اوسنۍ پېر په درمل سازۍ کې، درمل هماغسې نوي شي، چې وسلې نوې کېږي؟ او ولې طب، خلکو ته ژمنې ورکوي؟ رښتیا یې ویلي څوک چې په سیاست او طبابت کې ډېرې ژمنې کوي؛ نو ډبلي مار او چلماران دي، اوس یې ورزیاتو و، چې په صنعت کې هم داسې ده.

محدودیتونه باید په ځیرنه له یوه ځایه له خپله انسانه پیل شي، که د وګړیز چلن او عمل په ډګر کې وي او یا هم په ټولنیز ډګر کې، چې البته مهمتر هم دي. او دا هغه څیز دی چې په اوسنۍ نړۍ او د تخنیک په پېر کې هېر شوی دی. خلکو ته دغسې ویل کېږي چې فکر مه کوئ، څه کېدوني او څه  ناکېدوني دي، کوم کار بد او کار یو ښه دی. فقط هیله کوئ، چې هیلو ته مو ورسوو. آفتونو ته یې هم مه اندېښمنېږئ. هماغه تکنولوژي چې هوسونه مو درپوره کوي آفتونه به یې هم درورغوي. که د هوسونو عملي کېدو ته وزله لازمه ده، څه انرژي ولګي او څه پانګه وسوځوي او د طبیعت څه برخه ټانټه شي، مه اندېښمنېږئ. د قدرت هومره علم لرو، چې دا زیانونه به په خپل کفایت ورغوي او جبران به یې کړي او ګردې غوټي به پرانزي. پر تخنیک هم همدا فلسفه واکمنه ده، چې دا ټولې ستونزې یې راولاړي کړي دي. دادی، چې د اوسني یو لیکوال په وینا، باید «انسان رادبره کړو». باید انسانان بیا ډګر ته راووځي او دې وحشي څاروي، چې واګي یې ترې اخستي بیا واګي په خپله ولکه کې کړي. کټ مټ د قناعت مفهوم همدلته او څارېږي.

انسان او تکنولوژي او قناعت ته د ورپاملرنې اهمیت.

لکه چې ومو ویل، له پیله څوک رانغی چې له طبیعته د بشر ډېرخوري منع کړي، که وو هم،(؛نو) لږ ول. ټولو انګېرله، چې څومره کړای شي باید وخوري . که څه خو او عارضه یې درلوده؛ نو لرې به شي. خو روسته څرګنده شوه لومړی خو دا چې ټول دردونه نه درملېږي او دویم دا چې ځینې درملنې تر ګټې یې څو ګرایه ګرانې وي او زښته پانګه پرې لګي. او ډېری ناروغۍ په درملنې یې نه ارزي او درېیم دا چې خپله درملنې ځانګړې عوارض او خوګانې پیدا کوي، او دا چې دا ټولې لارې ازمېیل شوي دي، نو بشر سوکه سوکه په روستي پړاو کې په دې چار یقیني کېږي، چې پخپله د مبارزې ډګر ته راودانګي او دا انسان سوځې کنډ و کپړې یې چې جوړې کړي، په خپل تدبیر اوارې کړي.

تر هر وخت ډېر په اوسنۍ زمانه کې اړین یو، چې قناعت په تولید کې تعریف، ښوونه او تعلیم یې کړو. باید باور وکړو، داسې نده چې تکنیک به زموږ حیاتي او اخلاقي ستونزاواری وکړي. تکنیک که زموږ پر اخلاقي ستونزو زیاتونه ونکړي، څه ترې هم نه راکموي. تکنیک چې پخپله کومې ستونزې زیږوي، هوارولای نشي. باید انسان بیاځلي ډګر ته راولو. تکنیک یوه حرصناکه مجسمه ده او د تمې آفتونه یې تردې ډېر دي، چې پر وړاندې یې چوپ پاتې شو.

د تکنیک په هکله ډېرې خبرې کړای شو. موږ یې دلته یوازې د تمې پالنې او قناعت ضد اړخ ته اشاره وکړه. نور آفتونه یې د نورو ویینو موضوع ده…  کله وایي تکنیک ښه دی؛ بد چاري انسانان یې اداره کوي. په ځواب کې یې وایو: لومړی خو دا ، تکنیک ډېری ښه انسانان هم بد چاري کوي. دویم دا، ښه چاري انسانان ړومبی ښه کار چې باید وکړي، د تکنیک کابو کول دي، نه تکنیک ته د چارو د واګو ورسپارنه. دريیم، تکنیک د خادم او چوپړیال له بریده راوتی او پر مخدوم اوختی؛ نو ځکه تکنیک موږ تنظیموي، نه موږ یې. او د انسان بیاځلي رامنځ ته کول، ددې انسان سوځي تړاو د ادلون بدلون پر مانا دی.

[1] اصول کافي، کتاب الایمان والکفر، باب الکفاف،۲حدیث

[2] Mass production

[3]   green- house effect

[4] وګورئ: د ایوان ایلیچ کتاب، «انتقام الهه طب» نوموړی په دې کتاب دهغو ناروغیو په اړه خبرې کړي، چې خپله د طب علم او پکې د دودیزو درملو طریقه یې لامل شوې ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست