تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ انسان د خپل واک و اختیار به محدودې کړۍ کې حقیقتاً مختارېدای شي موږ انسانان حقیقتاً مختار یو او له یو مختار موجوده مو هیڅ کم نه دي (مختار؛ یعنې هغه موجود چې په ارادې او رضایت کړه وړه ترسره کوي، مرید والی کافي نه دی، رضایت هم شرط دی، داسې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

انسان د خپل واک و اختیار به محدودې کړۍ کې حقیقتاً مختارېدای شي

موږ انسانان حقیقتاً مختار یو او له یو مختار موجوده مو هیڅ کم نه دي (مختار؛ یعنې هغه موجود چې په ارادې او رضایت کړه وړه ترسره کوي، مرید والی کافي نه دی، رضایت هم شرط دی، داسې رضایت چې په کراهت ورمخکې وي؛ یعنې دویمه درجه رضایت)؛ خو اختیار یا مختاریت یو چار دی چې زیاتی کمی لري.

 ډېری انسانان له اختیاره؛ د هستۍ له قوانینو ازادېدل یا په دننه او دباندې نړۍ کې هوسناکه تصرف انګېري. دا یوه هم د اختیار مانا نه ده. په تېره اختیار د « د ارادې د ازادۍ» پر مانا هم نه ده. د « ارادې ازادي» په فلسفه او کلام کې یوه زړه افسانه ده او ډېری یې بېلاریتوب ته ورټېل وهلي دي. ډېری متکلمانو (په تېر وخت او نن کې) په نااګاهانه ډول اختیار د ارادې ازادي تعریف کړی او بیا یې له بل ځایه منله چې ازاده اراده نشته (دا چې اراده معلول ده او د خپل علت ایل او تابع ده او ازادي نلري)؛ نو دلته له ستونزې سره مخامخېدل او بیا یې هواري ته له دوو لارو یې یوه خپلوله:

لومړی لار دا وه چې له اختیاره نټه – انکار وکړي؛ ځکه اختیار یې د ارادې ازادي ګڼلې وه او د ازادې ارادې نشتوالی یې هم زباد کړی و. دویمه لار داده چې علیت نفې کړي او ووایي له علیته ازادي؛ نو ځکه ازاده اراده شتون لري ،چې په دې توګه اختیار تامین او خوندي کړي. دې ډلې د ارادې ازادۍ زبادلوته په نامعقولو خبرو لاس پورې کړ او د جبر و اختیار بحث له تصدیقونو یا نامعقولو انکارونو ډک یا ډېر تیاره او اندسوزی دی.

په هستی کې هیڅ «ازاد» موجود نشته؛ نو ځکه د «ارادې ازادې» هم نلرو

رحمان بابا وايي :

له اوله بنده ګي بیا آزادي وي

که مقصود د آزادۍ لرې غلام شه

ژوندی ځان په ځمکه خښ کړه لکه تخم

که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

درست جهان د کمینۍ په خوی وخوره

لکه ځمکه هسې لاندې تر اقدام شه

په نیستۍ کې د هستۍ مرتبه ګوره

نندارچي په ویرانه کې د خپل بام شه

البته دا بحثونه په اسانۍ نه فیصله کېږي او غوټه یې په اسانۍ نه پرانستلېږي. په ویینه کې یوازې دا سوچ ناک ټکی یادوو، چې باید اختیار د ارادې له ازادۍ جلا کړو. حقیقت دادی چې په هستی کې هیڅ ازاد موجود نشته؛ یعنې د ممکناتو (شونتیاوو) په نړۍ کې داسې موجود موندای نشو چې د احکامو تابع د علت یا علتونو ایل نه وي او له وجودي سریزو او ماهوي مقوّماماتو ازاد وي؛ ځکه په دې حال کې، باید له «بودن= شتوالي » څخه تېر شو او صرف نظر ترې وکړو. په دې مانا د هستی ټول موجودات غیرازاد دي (یعنې ازادي نلري)؛ نو ځکه د ازادې ارادې په نامې کوم موجود هم نشته، په تېره اراده د اراده کوونکي شخصیت له قیده ازاد نه ده. لږ تر لږه، هر ځانګړی وګړی د خپلو ځانګړتیاوو په تناسب (او تړاو) ځانګړې ارادې او څوبتیاوې لري. هغه کسان چې د ښوونې او روزنې لار یې خپله کړې، وار له مخکې یې منلې، چې اراده د شخص د شخصیت (وګړې) له قیده ازاد نه ده او شخصیت پر ارادې باندې خپله ټاپه وهي.

کوم انسان چې بد روزل شوی، د بدو چارو اراده به وکړي  او اپوټه؛ نو ځکه د ارادې د ازادولو هوس، یو ناصواب هوس دی او له بیخه ناشونی دی. خو البته دا خبره د اختیار د نفې پر مانا نه ده. «اختیار» په ویینه کې سم بهیر دادی چې دا مقوله د «ارادې له ازادۍ» جلا کړو. په ګومان مې اختیار درلودل مساوي دي د بل تر زور او امر لاندې نه اوسېدنه (غیر ته نه مقهور کېدنه ده). هغه موجود چې هویت او وګړه یې خوندي ده، یو مختار موجود دی او هغه موجود چې وګړه یې خوندي نده؛ بلکې د بل موجود تر قهر (زور او امر) لاندې وي، مختار موجود نه دی.

زموږ چارې که اختیاري وي یا جبري له ارادې سره مل دي. موږ هم په خپلو اختیاري کارونو کې اراده کوو او هم په خپلو جبري کارونو کې، توپېر یې دادی چې په یوه ځای کې موږ په خپله اراده کوو او په بل ځای کې د بل په قهر او زور اراده کوو. که څوک په خپله اراده وکړي، اختیارمن (او مختارانه) دی او که د بل په زور راپاڅي، مجبور (او مجبورانه) دی؛ نو ځکه هغه موجود چې د بل تر زور (او قهر) لاندې نه وي راغلی، مختار دی او چې راغلی وي مجبور دی. دا قاهر (زورور) موجود کله ښکاره وي او کله پټ.

خدای مختار دی، مانا یې څه ده؟

خدای پر همدې مانا مختار دی؛ ځکه پورته کوم قاهر (زورور) ترې نشته. او دا اختیار د وجود له وجوب سره هیڅ ټکر نلري. هو که اختیار له امکان سره (د فلاسفه وو په وینا) یا د علیت له نشتون سره ( دیو شمېر متکلمانو په وینا) او یا د متضادو کششونو له شتون سره ( د یو شمېر اوسنیو او لویدیزوالو په وینا) ملازم وبولو، د الله پاک د اختیار په څرګندونه او تبیین کې به له ستونزې سره مخ نشو. خدای بالرضا یا بالتجلی فاعل دی او همدا یې د اختیار مصحح دی او هر بالرضا فاعل همدغسې دی.

رحمان بابا وايي :

ګوره هسي کردګار دی رب زما

چې صاحب د کل اختیار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک یې وايي

تر همه وو بزرګوار دی رب زما

نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی

نه د هیچا منت بار دی رب زما

له نیستۍ یې د هستۍ صورت پیدا کړ

هسې رنګ پروردګار دی رب زما

هم صانع د جمله وو مصنوعاتو

هم سامع د هر ګفتار دی رب زما

د « اختیار» پلي کول د «خپل» او «پردي» د پولو په پېژندو کې رانغاړل شوی

په واقع کې ټوله ویینه د «خپل» او «پردي» پولو ته ورګرځي، یعنې باید په ګوته کړو، چې زه تر کوم ځایه «خپل» یم او تر کوم ځای روسته خپل نه یم، او یو «پردی» را کې راننوتی دی. کله چې ځان مو له پردي پاک کړی وي او پردی دننه او دباندې راباندې واکمن نه وي او موږ پخپله یو او پخپله؛ نو اختیارمن یو، او هر کار چې کوو، خپله مو کړی دی.

 موږ له مختاروالي تردې ډېر څه نه غواړو؛ نو ځکه د جبر او اختیار ترمنځ پوله، د «خپل» کړ (فعل) او «پردي» کړ ترمنځ پوله ده. که په خپله یو کار وکړم، مختار یم او که بل زما په لاس کار وکړ؛ نو مجبور یم؛ یعنې په رښتینه کې دا کړ(فعل) ما نه دی کړی، که څه په ظاهره زما په لاس شوی دی؛ نو ځکه باید پام مو وي چې د جبر و اختیار پوله، د ارادې د ازادۍ او نه آزادۍ پوله نه ده، د « خپل» او «پردي» پوله ده. انسان که ځان له پردي پاک کړي، مختار دی او که پردی ورباندې واکمن وي، مجبور دی، که څه ازادي احساس کړي یا وننګېري.

د پردیو ډولونه

دا «پردي» دوه ډوله دي: ځینې پردي په رسمي توګه انسان له دباندې ګواښي او مجبوروي یې. د دې ډلې پېژندنه اسانه ده؛ خو بله ډله پردي د انسان په زړه کې کېني او خپل یا د خودۍ رنګ اخلي، داسې چې انسان په خپله موندای نشي چې له «خپل یا خودي» موجود سره مخ دی یا له «پردي» سره. د «اختیار» لازمه د دې پټو پردیو دباندې ایستل او ځان ترې پاکول دي او مهم ټکی دادی چې رذایل له انسانانو سره پردي دي؛ نو ځکه د مختاروالي لپاره، باید ځان ترې سوچه او پاک کړو. پردي، انسان په ظاهره ازاد ښیي او خپلې چارې په ده کوي؛ خو دا، اختیار نه دی.

د اختیار حقیقت یعنې له نورو او پردیو ازادېدل او د ځان نږه او سوچه کېدل دي. هر موجود په کومه کچه چې له نورو ښه پاک او نږه وي، ښه د خپل ځان دی؛ نو ځکه ښه مختار هم دی؛ او په کومه کچه چې نانږه دی؛  له نورو سره ګډوله دی؛ نو ځکه به هومره نامختاره وي. له دې ټکي ښه سبق زده کولای شو: انسان د دې لپاره چې اختیار والا شي باید د پردي له شره د ژغورېدو په لار کې ګام واخلي؛ او د دې ژغورنې ړومبی شرط، د پردي پېژندنه ده او دا د سقراط له حکمته ډکه خبره ده، چې د تاریخ او بشري فلسفې له سباوونه ویل شوې ده: «ځان وپېژنه» او هم د علي (ک) وینا ده چې:

 « من عرف نفسه كان لغيره اعرف – څوک چې ځان وپېژني، پردی به یې ښه پېژندلی وي» (غرر الحکم)

موږ انسانان د اختیارمنېدو لپاره ځان پېژندنې ته اړین یو، ځکه د مختاریت پلي کېدو ته باید پردی له ځانه وشړو او د دې موخې لپاره باید «خپل یا خودي» او «پردی» وپېژنو او یو له بله یې بېل کړو، چې هسې نه د صوفیانو په څېر د پردیو د دفع او تمبونې لپاره پر خپلې «خودۍ» چلیپاو راګاږو. زموږ ډېری صوفیانو غوښتل چې پردی وباسي او البته یوه ښه او مبارکه موخه وه؛ خو دوی نفس هم له انسان سره پردی ګڼه؛ نو ځکه یې تمباوه. دا له هغو دریځونو دی چې راښيي بشریت د شرایع ښوونې او تعلیم ته محتاج دی؛ یعنې انسان باید د شریعت له ښوونځي زده کړي چې د «خودي یا خپل» او «پردي» پوله کومه یوه ده.

موږ انسانان خپلواکۍ ته – هم دباندې او هم دننه – اړمن یو، چې پردي وشړو. د دې چار شرط هم د خپل او پردي پېژندنه ده، چې له چا سره هم جنسه یو او له چا سره ناهمجنسه؛ نو ځکه موږ انسانان باید لږ لږ د خپل او پردي د پېژندو لپاره مخکې ولاړ شو او سوکه سوکه ځان له پردیو پاک کړو. او البته دا بهیر ناپایه دی. یعنې ځان پېژندنه یو چار دی، چې سوکه سوکه سمون مومي او ځان سینګارونه هم همدغسې ده؛ نو مختاریت هم همدغسې دی؛ نو مختاریت او مجبوریت هغه چارې دي، چې کمی زیاتی (شدت او ضعف) مومي او مرتبې لري، دا هم په دې شرط چې ددې چار اندېښمني راسره وي.

 هغه انسان چې د ځان پېژندنې په لټه کې نه دی او په عین حال کې له واک او اختیاره خبرې کوي؛ نو هسې  لاپې شاپې کوي. یوازې هغه په ټینګه د اختیار خبرې کړای شي چې د ځان پېژندنې اندېښمني ورسره وي او لږ لږ او د پرېمانه کړاوونو په زغملو ځان راوسپړي او پردی وپېژني. او بیا د پردیو پر وړاندې غیرت وکړي او ویې شري. له انسان سره د غلیم ړومبی کار، د ده د اختیار سلب او له منځه وړل دي. او اختیار یوه مرغلره ده چې خدای انسانانو ته ورډالۍ کړې ده. غلیم او پردي د انسان د هستۍ ډګر ته ورننوځي او ځای د اختیار پلي کولو ته تنګوي او کله تر دې بریده ورمخې ته کېږي، چې یو شیطان ځپلی، مسخ شوی، له ځان لرې شوې او له ځانه پردی انسان رادبره کوي، داسې چې خپله وګړی نور نه پوهېږي چې چېرې او د چا په پښو کې بلهار یا قرباني شوی دی.

در زمين مردمان خانه مكن        كار خود كن كار بيگانه مكن‏

كيست بيگانه تن خاكى تو        كز براى اوست غمناكى تو

تا تو تن را چرب و شيرين مى‏دهى        جوهر خود را نبينى فربهى‏

(مثنوى، دویم دفتر، 263 -265 بیتونه)

خپل کار کول، بې له پردي کار کولو دي، او دا ټکی زموږ د عارفانو له هوښیارۍ ځنې دی. شونی ده چې انسان د عمر ته پایه د پردیو په بېګار کې وي او انګېري چې د ځان خدمت کوي.

د «اختیار» د حقیقت پلي کول نادر دي؛ خو په اړه یې خبرې پرېمانه دي

 ډېری خلک د پرېمانه اختیار په باب خبرې کوي او افراطي لېوالتیا ورسره ښکاره کوي؛ خو د اختیار له حقیقته لږه برخمني لري. که داسې پېر راورسي چې انسانان پردي له ځانه وشړي او لږو ډېر یې ځان ته ورپام شي؛ نو ښه اختیارمن به شي او البته تاریخ به یې هم تر هغه څه چې دی، خورا پاک وي. له انسانانو سره د رذایلو پردیتوب او له رذیلته ډک د تاریخ طبیعي والی نباید ناسازګاره ویناوې وګڼل شي. رذایل هومره انسان ته طبیعي دي لکه مېوو ته چې داغمې وې. مېوه د مېوې والي له امله داغمه کېږي او که تېږه وه؛ نو نه داغمه کېده. انسان هم همدغسې دی، یعنې رذیلت د انسان بې واسطې عارض دی. په عین حال کې، رذیلت رذیلت دی؛ یعنې بد دی او باید وتمبول او وغندل شي. او بدوالي یې هم له انسان سره د پردیتوب په پار دی او انسان هله ښه انسان او اختیار والا کېږي، چې له رذایلو ښه پاک وي.

له خدایه غواړو چې زموږ روزګار په طاعت او خپل خدمت کې تېر کړي، زموږ لاسونه دې ونیسي او د خیر لارو چارو ته دې یې ورسیخ کړي او توفیق دې راکړي چې  له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه وکړو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!