تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه مسد سورت   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ وَ تَبَّ«1» ما أَغْنی عَنْهُ مالُهُ وَ ما کَسَبَ«2» سَیَصْلی ناراً ذاتَ لَهَبٍ«3» وَ امْرَأَتُهُ حَمّالَهَ الْحَطَبِ«4» فِی جِیدِها حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ«5»=مات شه د ابو لهب دواړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

مسد سورت

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ وَ تَبَّ«1» ما أَغْنی عَنْهُ مالُهُ وَ ما کَسَبَ«2» سَیَصْلی ناراً ذاتَ لَهَبٍ«3» وَ امْرَأَتُهُ حَمّالَهَ الْحَطَبِ«4» فِی جِیدِها حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ«5»=مات شه د ابو لهب دواړه لاسونه او هلاک دې شي! شتمني او لاس ته راوړنې یې ورګټورې نشوې. ژر به غرغنډه اور ته ورننوځي (او سوځي به)؛ او خسبه ښځه يې (هم). او په غاړه کې به يې د کجورو (د پوټکيو ځیږه) رسۍ وي.

 

ټکي:

*دا سورت په تبّت او مسد نامو مشهور دی. امام صادق (رح) وویل: چې کله مو دا مسد سورت ولوست؛ نو پر ابولهب لعنت وویاست[1].  

* د «وَ أَنْذِرْ عَشِیرَتَکَ الْأَقْرَبِینَ[2]» آیت چې نازل شو؛ نو پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله خپل خپلوان راوبلل او د وحې پېغام یې ورورساوه، ابولهب چې د آنحضرت (ص) تره و، وویل: «تبا لک»هلاکت دې پر تا وي. دا سورت راغی او د هغه خبره یې هغه ته ورردکړه.

*دا چې دا ښېرا عملي شوه او ابولهب او ښځه یې په کفر له دنیا ولاړل، څرګندېږي، چې په دې آیت کې د ابولهب په اړه یوه وړاندوینه هم شوې ده.

* «تَبَّتْ» د «تب» له جرړې او د تاوان او هلاکت په مانا دی او په آیت کې له «ید» مراد ظاهري لاس نه دی؛ بلکې د ځواک وزله او د انسان د هڅې کنایه ده؛ نو پردې بنسټ، د آیت مانا داسې ده، چې د ابولهب هڅې تویې ولاړې او تاواني شو[3].

* په تاریخ کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله خلک د «لا اله الا الله» کلیمې ته رابلل او ابولهب به له شا دورغجناوه او په ډبرو به یې ایشته.

کله به د مکې زایران ابولهب ته ورتلل او هغه به یې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله په باب پوښته. هغه به ویل: محمد لېونی دی او موږ یې پر درمنله بوخت یو[4].

ابولهب کله هم د پېغمبر اکرم له مخالفته او له مخالفانو سره یې له همکارۍ لاس پر نشو. هغه او ښځې به یې آنحضرت (ص) ته سپکې سپورې ویلې؛ نو ځکه ددې دواړو نامه په قرآن کې راغلې ده.

*ددې سورت شرنګ دومره ځپنده و، چې ټولو حفظ کړ او ابولهب درون ګوزار وخوړ او کورناستی شو، تردې چې ومړ او نورو کفارو هم خپل سوچ وکړ، چې هسې نه په باب یې کوم آیت نازل نشي.

 * لېوالتیاوې او کورنۍ اړیکې دې په ایمان او ښوونځي کې سوړې نه کوي. «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»

*سره له دې چې ابولهب او ښځه یې مړه او هډوکي یې وراسته شوي؛ خو اوس هم باید دا سورت تلاوت شي، چې نورو ته عبرت او د هغو دوو د عذاب د ډېرېدو لامل شي.

* ابولهب د حضرت حمزه او حضرت ابوطالب په څېر ښه روڼه او د عبدالمطلب په څېر ښه پلار درلود؛ خو د هر چا خپله خوښه او کهاته ده.

*  چې پخوا به یې خس راټول کړل؛ نو په پړي یې تړل او پر اوږه کول یې. داچې د ابولهب ښځې د پېغمبر اکرم د لارې پر سر خس اچول، چې آنحضرت (ص) وکړوي؛ نو ځکه قرآن وايي: په قیامت کې هم د دوزخ د اور خس شته او هغه پړی چې خس راټولو ته یې ګټنه ترې کوله، په غاړه کې به یې وي[5].

* ابولهب د لهب په نامه کوم زوی نه درلود؛ خو داچې څېره یې سره وه؛ نوځکه یې ابولهب ورته وایه.

*د ابولهب ښځه شاعره وه. نامه یې ام جهل وه، د ابوسفیان خور او د معاویه توړۍ وه. له پېغمبراکرم (ص) سره یې پخوانۍ کینه درلوده، د پېغمبراکرم د لار پر سر به یې اغزي اچول او سپکاوي ته به یې شعرونه ورپسې ویل.

*د قیامت پر ورځ مال او شتمني په کار نه راځي: «ما أَغْنی عَنْهُ مالُهُ وَ ما کَسَبَ»

«ما أَغْنی عَنِّی مالِیَهْ» مال او شتمنۍ مې چاره راونکړه.

«هَلَکَ عَنِّی سُلْطانِیَهْ[6]»سلطنت او حکومت مې له منځه ولاړ او ګټه یې راته نه درلوده.

 «ما أَغْنی عَنْکُمْ جَمْعُکُمْ[7]»جمعیت او شتمنۍ تاسې نه مړه خوا کوي.

«لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ[8]»نه یې شتمنۍ او نه یې اولاد، ورته ګټه نه درلوده.

 *په قرآن کې څلور ډوله ښځه او مېړه ویل شوي دي:

هغه ښځه او مېړه، چې په نېکۍ کې هماندي دي. (حضرت علي او حضرت زهراء، پلارمړي، بندي او مسکین ته یې خواړه ورکړل.) «وَ یُطْعِمُونَ الطَّعامَ[9]))

هغه ښځه او مېړه، چې په بدۍ کې یوځای دي.(أَبِی لَهَبٍ … وَ امْرَأَتُهُ)

هغه ښځه او مېړه، چې، مېړه په حقه او ښځه په باطله ده؛ لکه د حضرت نوح او حضرت لوط مېرمنې، چې پر هغوی یې ایمان را نه ووړ او له مخالفانو سره یې هملاسي شوې. «کانَتا تَحْتَ عَبْدَیْنِ[10]»

هغه ښځه او مېړه، چې ښځه په حقه او مېړه په باطله دی؛ لکه فرعون او مېرمن یې. «ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ[11]» 

*د ابولهب مېرمن یوه ګرانبیه غاړکۍ درلوده او قسم یې کړی و،چې له پېغمبراکرم سره د مخالفت په لار کې به یې لګوي. «فِی جِیدِها حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ»

* حضرت علي کرم الله وجهه په یوه لیک کې معاویه بن ابوسفیان ته ولیکل:«منا خیر نساء العالمین و منکم حماله الحطب[12]»غوره ښځې له موږ ځنې دي او اور ته خس راوړنکې (خسبه) له تاسې ځنې ده.

* سلمان فارسي له اهلبیتو ځنې کېږي او ابولهب د پېغمبر تره ته، ښېرا او پرې لعنت ویل کېږي.

*داچې د ابولهب مېرمن د پېغمبراکرم (ص) د لارې پر سر خس اچول؛ نو شونې ده«حَمّالَهَ الْحَطَبِ»،دې ته اشاره وي، چې په داسې حال به دوزخ ته ورننوځي، چې خس به یې پر شا وي.

*لاس او مټ هڅې ته دي او هڅه مطلوبې موخې ته د رسېدو لپاره ده. د ابولهب موخه د اسلام له ودې مخنیوی و او دې ته یې خورا هڅې هم وکړې؛ خو خپلې موخې ته و نه رسېد؛ نو د مټ هڅې یې تویې ولاړې. «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»

 

پېغامونه:

1-له نااهلانو ‎برائت او کرکه اعلانول د دین برخه ده. «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»

2- د مقدساتو د سپکاوي سزا د تل لپار ښېرې او لعنت دی. «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»

3-د کفر بشپړ ورکاوي ته دې دعا وشي. «یَدا» ( د دوو لاسونو پرې کېدل، د هڅو د ناکامۍ نښه ده.)

4- د مخالفانو ځواب د هماغه په شان ورکړئ. هغوی چې پېغمبراکرم ته وویل: «تبا لک»، الله ورته وویل: «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»

5-په ښوونځیز (مکتبي) نظام کې، ضابطه پر رابطه لومړۍ ده. «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ»

6- مال او شتمني، د انبیاوو د مخالفت یو اوزار دی. «ما أَغْنی عَنْهُ مالُهُ وَ ما کَسَبَ» (ابولهب هغه شتمن و، چې شتمني یې د اسلام له منځه تلو ته ولګوله.)

7-تر فساده ناوړه پرې روږدېدل دي. «حَمّالَهَ»

8- د الهي قهر پر وړاندې نه شتمني په کار راځي او نه هغه چې په هڅه لاس ته راځي، که شتمني وي، که مقام، حکومت او که شهرت. «ما أَغْنی عَنْهُ مالُهُ وَ ما کَسَبَ»

9- ظالمانو ته الهي سزا لرې نه ده. «سَیَصْلی»

10-د دنیا اشرافیت د آخرت له سپکاوي سره مل دی. «فِی جِیدِها حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

[1] – کنزالدقائق تفسیر

[2] – شعراء،214.

[3] – المیزان تفسیر.

[4] – نمونه تفسیر.

[5] – المیزان تفسیر.

[6] – حاقّه،29.

[7] – اعراف،48.

[8] – آل عمران،10.

[9] – .انسان،8.

[10] – تحریم،10.

[11] – تحریم،11.

[12] – .نهج البلاغه،نامه 28.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!