تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ   موضوع : قناعت   قناعت، پتمني ده قناعت، پاکلمني ده. قناعت، نعمت دی. قناعت، سرلوړي ده. مړانه، قناعت او ښکلا ده. قناعت، د تنګلاسۍ مرستندوی دی. قناعت، پایښتی عزت دی. قناعت، د پرهېزګارانو نښه ده. قناعت، عزت او شتمني ده. قناعت، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ  

موضوع : قناعت

 

قناعت، پتمني ده

قناعت، پاکلمني ده.

قناعت، نعمت دی.

قناعت، سرلوړي ده.

مړانه، قناعت او ښکلا ده.

قناعت، د تنګلاسۍ مرستندوی دی.

قناعت، پایښتی عزت دی.

قناعت، د پرهېزګارانو نښه ده.

قناعت، عزت او شتمني ده.

قناعت، د خوښۍ نښه ده.

قناعت، خوندور ژوند دی.

قناعت، نه پڅېدوني توره ده.

قناعت، د پانګوالۍ څوکه ده.

قناعت، د عزتمنۍ لاملېږي.

موړ هغه دی، چې په قناعت موړ شي.

موړ هغه دی، چې قناعت وکړي.

شتمن هغه دی، چې د قناعت جامې واغوندي.

څه چې درته تضمین شوي او پرې لګیا کېږي او څه چې درباندې فرض و پکار دي، ترې غفلت کوې او څه چې دررسي، قناعت پرې نه کوي؛ نو دا دې کمزوري او بېوسي ده.

قناعت، د دوو شتمنیو غوره یې ده.

قناعت، یو له دوو پاکلمنیو دی.

د مؤمن کړنې زهد، همت یې دیانت، عزت یې قناعت، هڅه یې د اخرت لپاره، ښه یې ډېر، مرتبه یې اوچته او د خپل خلاصون او ژغورنې په تکل کې وي.

سخا، د عقلمنۍ مېوه او قناعت د پوهې نښه ده.

قناعت وکړه، چې عزتمن شې.

په قناعت، حرص ته سزا ورکړه؛ لکه په غچ چې دښمن ته سزا ورکوې.

پوه شئ، چې قناعت او پر شهوت لاسبري، ستره پاکلمني ده.

قناعت، خوندور ژوند دی.

قناعت او روغتیا، خوندورې برخې دي.

قناعت، په ځان جوړونې کې ښه ځواک دی.

چاته چې الله تعالی د قناعت خوی او صالح مېرمن ورکړي وي؛ نو له نعمتونو ډک ژوند لري.

رښتیا، په قناعت کې شتمني ده.

هغه عزتمن دی، چې (له خلکو) نهیلي پانګه کړي، قناعت او پرهېزګاري وکړي، له حرص او تمې کرکه وکړي؛ ځکه حرص و تمه، حاضر (چمتو) نشتمني او (له خلکو) نهیلي او قناعت ښکاره شتمني ده.

رښتیا، د حرص له لارې تر لاسته راوړو خو قناعت او د روزۍ کمۍ ته ډېر اړمن یاست.

رښتیا، که قناعت وکړئ؛ نو شتمنېږئ او د ژوند پېټی مو سپکېږي.

د قناعت کموالی، د تقوا آفت دی.

چې بې برخې شوې؛ نو قناعت وکړه.

چې شتمنې غواړې؛ نو په قناعت کې یې وغواړه.

چې الله تعالی د کوم بنده خیر وغواړي، قناعت ورالهاموي او مېرمن یې ورسره خواخوږې کوي.

چې الله تعالی د کوم بنده ښه وغواړي، قناعت ورالهاموي؛ نو په ورسېدلو دې بسیاینه وکړي او د پاکلمنۍ جامې دې واغوندي.

چې ځان سمونې ته ورمات شوې؛ نو منځلاري، قناعت او لږڅیزي خپله کړه.

عزت و پت، په قناعت دی.

ځان په لوږه او قناعت روږدی کړه.

د قناعت پایله؛ شتمني ده.

د قناعت پایله؛ په لاس ته راوړو کې منځلاري او له ډېرغواړۍ مخ ګرځونه ده.

قناعت؛ د پاکلمنۍ پایله ده.

د قناعت پایله؛ عزتمني ده.

دین په درېیو څیزونو پوره کېږي: په عمل کې اخلاص، پر الله تعالی ډاډ او قناعت.

قناعت د ژوند ښکلا ده.

-ښه قناعت، له پاکلمنی دی.

ستا له قناعته همدا بس، څه چې الله تعالی درکړي، له نورو مړخوا وسې.

ځان دې په طاعاتو ایل کړه، په قناعت یې وپسوله، غوښتنې لږې کړه او په لاس ته راوړونو کې حریص مه وسه.

خوښي، د قناعت جرړه ده.

پاکلمني، د قناعت لامل دی

د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې قناعت له ځانه راتاو کړي او له اسرافه ډډه وکړي.

د هغه پرحال دې خوشحالي وي، چې د خپل ځان پر وړاندې خوار او د خپل پالونکي اطاعت ته ښه وسمن او په قناعت موړ وي.

د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې له عذابه وډار شي، د حساب (ورځې) ته کار وکړي او پاکلمني وکړي، په وررسېدلو قناعت وکړي او له الله تعالی خوښ وي

قناعت کوه، چې له نشتمنۍ بچوالي ته بې ساری چار دی.

پاکلمني او قناعت کوئ، چې چا قناعت وکړ، د ژوند درونوالی یې سپکېږي.

قناعت، د پاکلمنۍ هومره دی.

د قناعت عزت، د ذلت تر خوارۍ غوره دی.

د منځلارۍ پایله، قناعت دی.

قناعت د نشتمن شتمني ده.

د عقلمن شتمني یې په پوهې او ځواک یې په قناعت دی.

شتمني په قناعت کې ده.

قناعت او شتمني سره مل دي

شتمني په قناعت او (له الله تعالی) په خوشحالۍ کې ده.

زغم ته، قناعت بسیا دی.

د قناعت په څېر، یوه زېرمه هم نشته.

د قناعت په څېر، مړه خواتوب نشته.

له ډېر حرص سره، قناعت نه وي.

مړښت یوازې په قناعت کې دی.

(د الله تعالی پر قضا) د خوښۍ او قناعت په څېر، کوم څيز نشتمني له منځه نه وړي.

د قناعت (خوند) هله مومي، چې حرص له منځه یوسي.

هغه په قناعت پسولل شوی، چې ترلاسه کړیو، په لږو (هم) بسیاینه وکړي.

چاچې قناعت وکړ، شتمن شو.

څوک چې قناعت وکړي، مړېږي.

څوک چې عقلمن شو، قناعت یې خپل وکړ

څوک چې پر خپل نظر قناعت وکړي؛ هلاکېږي.

څوک چې قناعت وکړي، نه غمجنېږي.

څوک چې قناعت وکړي، عبادت یې ښه کېږي.

څوک چې قناعت وکړي، تمه یې لږېږي.

څوک چې پر ورټاکل شوي، قناعت و نه کړي، پر کړاوونو اخته کېږي

څوک چې پر هغه ګوزاره وکړي، چې ورټاکل شوي؛ نو څه چې ورسي، قناعت پرې کوي.

څوک چې قناعت له لاسه ورکړي؛ نو شتمني یې شتمنولای نشي.

څوک چې له قناعته لاس واخلي؛ نو شتمني یې مړه خوا کولای نشي.

چاته چې قناعت ورکړ شي؛ نو و دې یې ساتي.

د چاچې قناعت مل وي، نشتمني یې له منځه ځي.

د چاچې قناعت مل وي، نشتمني یې له منځه ځي.

څوک چې پر بسیاینې قناعت وکړي؛ نو پاکلمنتوب ته ورکاږل کېږي.

د چاچې قناعت ډېر شي؛ نو خواري یې کمېږي

څوک چې قناعت وکړي؛ نو عزتمن او پانګوالېږي.

څوک چې صبر و قناعت وکړي؛ نو عزتمن او سمچاری وي.

څوک چې د عفت او قناعت جامې واغوندي، ټګي ورسره مخالفت کوي.

په قناعت پسولل، له غوره اخلاقو ده.

قناعت درلودل، د لوړ همت نښه ده.

د قناعت ملتیا، له «عزت نفس» راولاړېږي.

قناعت، ښه برخمني ده.

قناعت، د پرهېزکارۍ ښه ملګری دی.

قناعت، ښه خوی دی.

چاچې قناعت وکړ، عزتمن شو.

مړښت خو دا دی: څه چې له خلکو سره دي، ترې نهیلی او څه چې در رسي قناعت پرې کول او پر قضا خوښېدل.

مؤمن ته ښایي، د خپل پالونکي پر اطاعت پابند او د پرهېز او قناعت جامې واغوندي.

هغه چې ځان وپېژانده، ورښایي، قناعت او پاکلمنۍ ته پابند وي

عقل، انسان پاکلمنۍ او قناعت ته ورسیده کوي

سرچینه : غررالحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!