تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث درمل ðدرد او درمل درې څيزه دي.دردونه دا دي :”وينه”،”صفرا” او “بلغم”. حجامت د وينې درمل دى. حمام کول د صفرا او پلي تګ د بلغمو درمل دى[1] . ðد دردونو علاج وکړئ؛ځکه درد رالېږونکي درمل هم رالېږلي دي[2] . پوهه ðپر هر مسلمان د علم زده کړه […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

درمل

ðدرد او درمل درې څيزه دي.دردونه دا دي :”وينه”،”صفرا” او “بلغم”. حجامت د وينې درمل دى. حمام کول د صفرا او پلي تګ د بلغمو درمل دى[1] .

ðد دردونو علاج وکړئ؛ځکه درد رالېږونکي درمل هم رالېږلي دي[2] .

پوهه

ðپر هر مسلمان د علم زده کړه فرض ده او پوه شئ،چې د علم زده کړیال د خداى تعالى ښه ايسي[3] .

ðڅوک چې د علم د زده کړې لپاره لار ووهي؛ نو پاک خداى ورته د جنت لار هواروي او پرښتې يې تر پښو لاندې په خوشحالۍ خپل وزرونه غوړوي او څه چې په اسمان او ځمکه کې دي، ان “کب” ورته په سمندر کې بښنه غواړي او عالم پر نمنځچاري – عابد دومره غوره دى؛لکه مياشت،چې يې د “بدر” (څوارلسمې) په شپه پر ستورو لري او عالمان د پېغمبرانو وارثان دي [4].

ðحواريونو حضرت عيسى ( ع) ته وويل: روح الله! له چاسره ناسته پاسته وکړو؟حضرت ورته وويل: له هغه سره،چې ليدل يې خداى دريادوي،خبرې يې ستاسې کړه وړه زيات کړي او کړنې يې تاسې آخرت ته ورمات کړي[5] .

ðدوه وږي دي،چې هېڅکله نه مړېږي :(١) د دنيا غوښتونکى (٢) او د علم زده کړیال؛ نو څوک چې له دنيا د حلالو هومره ګټه واخلي؛نو روغ رمټ پاتېږي او څوک چې بې له دې وخوري؛نو ورکېږي؛خو هله چې توبه وکاږى يا حرام ورته بېرته وګرځوي او څوک چې له عالمه،علم زده کړي او عمل پرې وکړي؛نو ژغورلېږي او څوک چې ترلاسه کړې پوهه د دنيا لاس ته راوړو وزله کړي؛نو له علمه يې برخه همدا ده .

ðعلم د ايمان ښه وزير دى. زغم د علم ښه وزير دى. ملګرتوب د زغم ښه وزير دى او صبر د ملګرتوب ښه وزير دى[6] .

ðخداى ته ډېره پوهه تر ډېر عبادته غوره ده[7] .

ðپوه په ناپوهانو کې داسې دى؛لکه په مړيو کې ژوندى[8] .

ðپه مؤمن کې د غوړه مالۍ او کينې خوى يوازې د علم د زده کړې پر مهال وي[9] .

ðپينځه څيزونه دي،چې سپمول او ستنول يې روا نه دي : اوبه، مالګه، امنيت، اور او علم [10] .

ðڅوک چې د عالم کتنې او ليدو ته ورشي؛لکه چې زما ليدو ته راغلى او څوک چې له عالم سره روغبړ وکړي؛لکه چې له ماسره يې روغبړ کړى او څوک چې له عالم سره ناسته وکړي،د هغه په څېر دى،چې له ماسره يې ناسته کړې وي او څوک چې په دنيا کې زما ملګرى وي؛نو د قيامت پر ورځ به هم زما ملګرى وي او څوک چې د علم د زده کړې پر مهال مړ شي؛ نو شهيد حسابېږي [11].

ðپه مينه د عالم مخ ته کتل عبادت دى[12] .

ðد علم زده کړیال نه مري؛خو داچې له خپلې هڅې برخمنېږي[13] .

ðپر قرآن پوهېدنه او د تاويل پېژندنه او تفسير يې غوره نعمت دى، چې خداى يې کوم بنده ته ورکوي[14] .

ðعلم زده کړئ،که څه په “چين” (لرې واټن کې هم) وي[15] .

ðعالم او زده کړیال،په ثواب کې شريک دي،عالم دوه ثوابه او زده کړیال يو ثواب وړي او بې له دې دوو کارونو،په بل کار کې خير نشته[16] .

ðعالمان دوه ډلې دي : هغه عالم،چې له خپل علمه ګټه اخلي او ژغورلېږي او هغه عالم،چې له خپل علمه ګټه نه اخلي او ورکېږي. دوزخيان د هغه عالم له بدبويه تنګېږي،چې پر خپل علم يې عمل نه دى کړى. په دوزخيانو کې به هغه ډېر لېپخوره – پښېمانه وي،چې يو څوک يې د خداى لوري ته رابللى وي او د هغه بلنه يې منلې وي او د خداى (د احکامو) لاروي يې کړې وي او خداى جنتي کړى هم وي ؛خو بلونکى د بې عملۍ او د ځاني غوښتنو او اوږدو هيلو له امله دوزخ ته ولاړ شي؛ ځکه د ځاني غوښتنو لاروي،انسان له حقه منع کوي او اوږدې هيلې د اخرت د هېرولو لاملېږي[17] .

ðپاک خداى له علمي مباحثه کوونکيو سره يو ساعت ناسته تر هغو زرو شپو لمونځ کولو ښه ګڼي،چې زر رکعته لمونځ پکې وکړي او همداراز تر زر غزاګانو او د ټول قرآن تر لوستو[18].

ðپه علمي ویینو کې يو ساعت ناسته درته تر هغه يوکال عبادته غوره ده، چې د ورځې روژه يې او د شپې نمونځونه کوي او د عالم مخ ته کتل درته د زر بندګانو تر ازادولو غوره دي .[19]

ðکه مؤمن مړ شي او يوازې يو مخ (پاڼه) علمي مطلب ترې پاتې شي؛ نو په قيامت کې به دغه مخ د هغه او اور ترمنځ مانع شي او پاک خداى به د هغه د هر ټکي په مقابل کې يو ښار ورکړي،چې ددې دنيا اوه ځل هومره به وي او مؤمن،چې يو ساعت د عالم تر څنګ کېني؛نو خداى تعالى غږ کوي: داچې زما د دوست ترڅنګ کېناستې؛نو پر عزت او جلال مې قسم،چې په جنت کې به دې د هغه ملګرى کړم او ( په دې اړه) هيڅ باک نلرم[20]

ðد خداى يو ساعت علمي ویینه تر لسو زرو کالو عباداتو ښه ايسي او د قيامت پر ورځ دې د علم پر زده کړي خوشحالي وي[21] .

ðڅوک چې له خپله کوره ووځي او د علم په يو باب پسې وي؛نو پاک خداى يې،هر قدم ته د يو پېغمبر ثواب ليکي او هر ټکى،چې اوري يا ليکي،په جنت کې ورته يو ښار ورکوي. علم زده کړى پر خداى،پرښتو او پېغمبرانو ګران وي. علم يوازې د نېکمرغو ښه ايسي؛نو د قيامت پر ورځ دې د علم د زده کړې پر حال خوشحالي وي . پاک خداى د هغه هر قدم ته د “بدر د غزا” د شهيدانو ثواب ليکي او خداى ته ګران دى او د چاچې علم ښه ايسي؛نو جنت ورته واجبېږي او ګهيځ او ماښام د خداى په رضا کې ډوب وي او له دنيا تر هغه نه ځي،چې له “کوثر حوض” يې څښلې وي او له جنتي مېوو وخوري او په جنت کې به له حضرت خضر(ع) سره وي او دا ټولې (ځانګړنې) ددې آيت له امله دي،چې : ((خداى مؤمنانو ته غوراوى ورکوي او هغوى ته چې علم ورکړل شوى، د درجوخاوندان دي [22])) .

ðچاچې علم زده کړ او بيا يې پرې خبرې ونکړې، دهغه په څېر دى، چې زېرمې کوي اوڅه ترې نه بښي[23] .

ðپه کوچنيوالي کې د علم زده کړه؛ لکه پر ډبره کښل دي او څوک چې په زړښت کې علم زده کوي؛لکه پر اوبو يې،چې ليکي[24] .

ð”زه” د علم ښار يم او “علي” يې “ور” دى ؛نو څوک چې علم غواړي؛ نو له وره دې ورننوځي[25] .

ðعلم او پوهه زده کړئ،که څه چين ته په تګ اړ شئ [26].

ð د علم زده کړى، د خداى دوست دى[27] .

ð له زانګو تر کېڅه – قبره علم زده کړه[28] .

ð په ناپوهانو کې د پوهې زده کړى؛ لکه په مړيو کې ژوندى دى[29] .

ð د پوهانو سپرلۍ وزله يې د شهيدانو له وينې سره وسنجوله او پرې درنه شوه [30].

ðله چاچې دې کوم ټکى زده کړ؛نو بنده يې شوې[31] .

ð په علمي غونډو کې ګډون عبادت دى [32].

ð څوک چې علم زده کړي او عمل پرې وکړي؛ نو خداى به هغه څه وروښيي ،چې پرې نه پوهېږي[33] .

ðڅوک چې زده کړې ته يو ساعت خواري ونه زغمي؛نو تل به د ناپوهۍ په خوارۍ کې پاتې شي[34] .

ðد علم زده کړیال د خداى په فضل کې رانغښتل شوى دى[35] .

ðڅوک چې د علم په زده کړې پسې وي؛نوجنت به يې په لټه کې وي[36] .

ðد قيامت پر ورځ هره پوهه خپل خاوند ته وبال وي؛خو داچې عمل يې پرې کړى وي[37] .

ðهغه پوهه،چې ونه کارول شي،د داسې خزانې په څېر ده،چې لګښت ترې ونشي[38].

ðلوى خداى چې عالم ته پوهه ورپېرزو کړي؛نو ژمنه يې ترې اخستې، چې نه به يې پټوي[39] .

ښووند – ښوونکی

ðپه حقيقت کې ښووند رالېږل شوى يم[40] .

ð د خپلو ښوونکيو پر وړاندې عاجز او متواضع وسئ[41] .

ð د خپل ښووند درناوى وکړئ[42] .

د عالم مړينه

ðدعالم مړينه ناسکېنده – نه جبرانېدونکى مصيبت او نه ډکېدونکې تشه ده[43].

عالمان

ðپه ځمکه کې عالمان د اسمان د ستوريو په څېر دي،چې [خلک] پرې په وچو او د سمندر په تپو تيارو کې لار مومي،چې ستوري پرېووځي ؛ ډېر لارموندونکي ورک شي [44] .

ورمندون- قضاوت ( منځګړتوب)

ðدوو تنو،چې درنه منځګړتوب او ورمندون وغوښت؛نو تر هغه چې دې د دواړو خبرې نه وي اورېدلي، ترمنځ يې پرېکړه مه کوه؛ ځکه که د دواړو خبرو ته دې غوږ ونيو؛ نو حکم درڅرګندېږي[45] .

ðڅوک چې د ورځې (٢٥) ځل مؤمنو نارينه وو او ښځمنو ته دعا وکړي (؛نو) خداى يې زړه له کينې خالي کوي او د نېکانو په ډله کې يې ليکي، ان شاءالله[46] .

ðد هغه پر حال دې خوښي وي،چې ښه خوى ولري او خټه يې پاکه وي . دننه يې سمه او دباندې يې (هم) ښکلى وي؛تر خپل لګښت زيات (څيزونه د خداى په لار کې لګوي) له زياتو خبرو ډډه کوي او له خلکوسره په انصاف چلن کوي[47] .

ðد هغه پر حال دې خوښي وي،چې د قيامت پر ورځ يې تر هرې ګناه لاندې يو “استغفرالله” وي[48] .

ð په تاسې کې هوښيار غوره دي. رسول الله (ص) (ص) وپوښتل شو :دا څوک دي؟ ورته يې وويل: د ښه خوى خاوندان، زغمناک، له مورو پلار سره نېک چلي، ګاونډيانو او پلارمړيو ته يې پام وي، خواړه ورکوي، په ډاګه سلام اچوي او د شپې، چې خلک ويده وي، لمونځ کوي[49] .

نېک

ðڅوک چې صالح دوستان او نېک اولاد ولري (؛نو) له نېکمرغيو به يې وي[50] .

ðڅوک چې د خپل موروپلار تر مړينې وروسته،له هغوى سره نېکي وکړي؛نو په قيامت کې به د “نېکانو مشر” وي [51].

ðله خدايه ډارن نېک،ډېرعاقل دى او بې غمه ګناهګار،ډېر ناپوه دى[52] .

وصيت

ðڅوک چې بې وصيته ومري(؛نو بې ايمانه او) په جاهلي مرګ به مړشوى وي[53] .

ðمسلمان چې څه لري،حق نلري،چې دوه شپې صبر وکړي او ويده شي او خپل وصيت ونه ليکي[54] .

اودس

ðتازه اودس کوه،چې له “پل صراطه” د ورېځې په څېر تېر شې[55] .

ðدرې کړنې د ګناهونو د بښنې لامل دي:(١) په ځيرتيا پوره اودس کول (٢)جماعت نمانځه ته تلل او ( ٣) تر لمانځه وروسته،بل نمانځه ته انتظار اېستل[56] .

ðاودس تر اوداسه د مخه ګناهونه له منځه وړي[57] .

ðڅوک چې ښه او پوره اودس وکړي؛نو وړ دى،چې ستره الهي خوښه يې په برخه شي[58] .

ðپه قيامت کې به زما امت د نورو امتونو په منځ کې د اودس د نښو له امله سپين مخى راپاڅي[59] .

ðاودس د ايمان يوه برخه او مسواک د اوداسه يوه برخه ده[60] .

ðپاک خداى وايي :د چاچې په يوه حدث (ناپاکۍ) اودس مات شي او ويې نکړي؛ نو جفا یې راسره کړې او تر اودس ماتي وروسته، چې چا اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ يې ونکړ؛ نو جفا به یې راسره کړې وي؛خو څوک چې تر اودس ماتي وروسته اودس او دوه رکعته نمونځ وکړي او دعا وکړي او زه يې ديني يا دنيوي دعا قبوله نکړم؛ نو ما به ورسره جفا کړي وي،حال داچې زه جفاکار خداى نه يم[61] .

واکمني

ðڅوک چې درې ځانګړنې ولري، د واکمنۍ وړ دى:(١) داسې تقوا،چې له ګناه يې منع کړي.(٢) داسې زغم ،چې له غوسې يې وژغوري. (٣) او د مهربان پلار په څېر له خلکو سره چلن ولري[62] .

وليمه

ðوليمه په پينځو ځايو کې ده: (١) واده (٢) د اولاد زوکړه ( ٣) د زوى سنتول (٤) د کور اخستل او (٥) له مکې د حاجي راستنېدنه[63].

هجرت

ðمهاجر هغه دى، چې له ګناهونو هجرت وکړي او الهي محرمات پرېږدي[64] .

ðڅه چې د خداى نه خوښېږي،پرېښوول يې غوره هجرت دى[65] .

ډالۍ

ðډالۍ ومنئ او عطر غوره ډالۍ ده، چې وړل راوړل يې اسان او بوى يې ښه دى[66] .

ðډالۍ ورکړئ ؛ځکه کينې پاکوي او دښمنۍ له منځه وړي [67].

ðد ليدوکتو پر مهال لاسونه او ډالۍ ورکړئ؛ځکه لاسونه ورکول مينه زياتوي او ډالۍ کينې له منځه وړي[68] .

ð بلنه ومنئ او د چا ډالۍ مه ورستنوئ[69] .

ð يو بل ته ډالۍ ورکړئ،چې کينې له منځه وړي[70] .

ðغوره ورور مو هغه دى،چې عيبونه مو در ډالۍ کړي[71] .

ګاونډى

ðد کور د مخې،شا،ښي او کيڼ لوريو تر څلوېښتو کورونو پورې ګاونډ شمېرلېږي[72] .

ðپوه شئ، څوک چې ګاونډى يې له شره خوندي نه وي (؛نو) پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان نلري(او بايد) ګاونډى يې،چې ترې پور غواړي، ور يې کړي،که ګاونډي ته يې څه خير (او خوښي) ورسي؛ نو پرې خوشحاله شي او که کوم کړاو ورورسېد؛ نو ډاډ او تسلي ورکړي . د کور په جوړولو کې يې ځمکه لاندې نکړي (که په کوم کار کې ورته څه زيان و)؛ نو هغه دې نه ځوروي يا دې ترې اجازه واخلي،که مېوه يې وپېرله؛ نو ور دې يې کړي او که ور يې نکړي؛ نو د هغه له سترګو پټ دې يې خپل کور ته يوسي او اولاد ته يې داسې څه ورنکړي ،چې د ده پر اولاد غوسه شي[73] .

د شرافت لامل

ðله دينوالو سره ناسته پاسته د دنيا او اخرت د شرافت لامل دى[74].

د ورکاوي لاملونه

ðدرې څيزونه په ورکاوي کې راځي: کنجوسي، د ځاني غوښتنو لاروي او کبر کول[75].

ðد “لوط” قوم د لسو ځانګړنوله امله پوپناه شو،چې دا دي : (۱) لواطت کول (٢) يو بل ته يې ارموني ويل (٣) کوترې الوځول (٤) ساز وسرود کول(٥) شراب څښل(٦) د ږيرو وهل(٧) د اوږدو برېتو پرېښوول (٨) شپېلي وهل(٩)چکچکې وهل(١٠) د ورېښمينو جامو اغوستل او زما امت يوه بله ډېره ناوړه ځانګړنه هم لري : ښځې به يې له ښځو خپل شهوت سړوي[76] .

د خداى ياد

ðپه يقين، ګهيځ او ماښام د خداى يادول،د خداى په لار کې تر تورو ماتولو غوره دي[77] .

ðڅوک چې په بازار کې د خلکو د غفلت او بوختيا پر مهال خداى ياد کړي (؛نو) خداى ورته زر نېکۍ ليکي او د قيامت پر ورځ ورته داسې بښنه ورډالۍ کوي،چې د هيچ بشر په زړه کې نه تېرېږي[78] .

ðڅوک چې خداى ډېر يادوي؛نو د خداى (هم) خوښېږي[79] .

ðد خداى ياد، د ايمان نښه، له دوه مخۍ پرېکون، د شيطان پر وړاندې مورچه او د اور پر وړاندې خوندېينه ده.[80]

ðبې د خداى له ياده ډېرې خبرې مه کوئ؛ځکه زړه سختوي او سخت زړى له خدايه ډېر لرې وي[81] .

ðڅوک چې (په رښتيا) د خداى ومني او احکام يې عملي کړي (؛نو) هغه به يې ياد کړى وي،که څه نمونځ، روژه او د قرآن لوستل يې لږ وي او څوک چې د خداى و نه مني (او له احکامو يې سرغړونه وکړي؛نو) هغه به يې هېر کړى وي،که څه نمونځ، روژه او د قرآن لوستل يې ډېر وي[82] .

د مرګ ياد

ðد خوندونو ورانوونکى ډېر درياد کړئ، وپوښتل شو: دا څه دي؟ آنحضرت (ص) ورته وويل : د مرګ ياد او هغه ډېر ځيرک مؤمن دى، چې مرګ ډېر يادوي او ډېر تيارى يې ورته نيولى وي[83] .

ðغوره زهد، غوره عبادت او غوره تفکر،د مرګ يادول دي؛نو څوک چې مرګ ډېر يادوي؛ نو خپل کېڅ – قبر به د جنت په يوه بڼ کې ومومي.[84]

ðزړونه د اوسپنې په څېر زنګ نيسي؛خو د قرآن په لوست او د مرګ په يادونه جلا مومي[85] .

ðمرګ،چې د خوندونو له منځه وړونکى دى،ډېر ياد کړئ[86] .

ð تر مرګ وړاندې مرګ ته چمتو وسئ [87].

مرسته

ðڅوک چې د مؤمن مرسته وکړي (؛نو) خداى يې (٧٣) کړاوونه لرې کوي،چې يو يې په دنيا او نور يې د قيامت پر ورځې،چې د ستر کړاو ورځ ده او د هر چا خپل ځان ته پام وي (نه نورو ته) (لرې کوي[88]) .

ðخداى پر هغه لورېږي،چې له خپل اولاد سره په ښو چارو کې لاسنيوى وکړي[89] .

ðڅوک چې د خداى د رضا لپاره د مسلمان ورور د اړتيا د لرې کولو لپاره وځغلي؛ لکه زر کاله چې يې د خداى داسې خدمت کړى وي،چې د سترګو د رپ هومره يې ترې سرغړونه نه وي کړې[90] .

ðڅوک چې له کمزوري او بېوزلي سره مرسته وکړي(؛نو) خداى ورسره مرسته کوي او د قيامت پر ورځ ورته پرښتې ټاکي،چې له اورينو کندو او هيبتناکو تمځايو په تېرېدو کې ورسره داسې مرسته وکړي،چې دود او تپ يې ور ونه رسي او روغ رمټ او خوندي له “صراط” پله جنت ته تېر شي[91] .

ðڅوک چې له ظالم سره په ظلم کې له پوهې سره مرسته کوي؛نو په حقيقت کې له ايمانه وتلى دى[92] .

پلارمړى (يتيم)

ðد پلارمړي پر سر لاس راکاږه او بېوزليو ته خواړه ورکړه[93] .

ðڅوک چې له خپلې شتمنۍ د پلارمړي لګښت پر غاړه واخلي، چې له اړتيا خلاص شي (او توکیزې – مادي خپلواکۍ ته ورسي) ؛نو په يقين چې جنت پرې واجبېږي[94] .

ðڅوک چې د لورنۍ له مخې د پلامړي پر سر لاس راکاږي؛نو چې څومره وېښتان يې تر لاسلاندې ول(؛نو) په قيامت کې ورته هومره رڼاګانې ورکوي[95] .

ðډېر ناوړه خواړه د پلامړي د مال خوړل دي[96] .

ðعرش د پلارمړي د ژړا پر وخت لړزېږي؛نو خداى وايي: دا څوک مې (هغه) بنده ژړوي،چې په وړوکتوب کې مې ترې موروپلار اخستي ول؟ په عزت او دبدبې مې سوګند، چا چې له ژړا چوپ کړ؛نو جنت ورته واجبوم[97] .

ðهغه ډېر غوره کور دى،چې د پلارمړي پکې عزت کېږي[98] .

ðڅوک چې په مينه د يتيم پر سر لاس راکاږي؛ نو خداى به يې په قيامت کې د ټولو وېښتانو هومره رڼا ور ډالۍ کړي [99].

ðپلار مړي ته د مهربان پلار په څېر وسه او پوه شه څرنګه يې،چې کرې،هماغسې به يې رېبې[100] .

ðزه په جنت کې له هغه سره ددې دوو ګوتو[د شهادت ګوته يې له منځنۍ ګوتې سره نزدې کړه] په څېر يم ،چې د پلار مړي د روزنې او نفقې پازوالي پرغاړه واخلي[101] .

ðيتيم،چې وژاړي ؛نوعرش ورته لړزېږي[102] .

ðد پلار مړي د مال خوړل ستره ګناه ده،چې خوړونکى به يې په دوزخ کې وي[103] .

 

يقين

ðيقين غوره څيزدى،چې زړه ته اچول شوى دى[104] .

ðسرښندنه د انسان د يقين ښکلا ده[105] .

ðيقين پوره ايمان دى[106] .

ðد يقين دوه رکعته سپک لمونځ،تر يوې شپې عبادت غوره دى[107] .

ðد ژبې، وينا،په غړيو کړنه او د زړه يقين ته ايمان وايي[108] .

ðبې يقينه عبادت ارزښت نلري[109] .

ðيقين، غنيتوب او عبادت بوختيا ته بس دى[110] .

ðڅوک چې د خداى تعالى پر بدلې ورکولو يقين لري؛نو ځان د نفقې ورکولو ته سخي ګرځوي او خداى وايي: څه چې لګوئ، خداى يې بدله درکوي او هغه ډېر غوره روزي ورکوونکى دى[111] .

ðيقين لرونکى انسان شپږ نښې لري: (١) يقين لري،چې خداى حق دى؛ نو ايمان راوړي. (٢) يقين لري،چې مړينه حق ده؛ نو له هغه (چار) ډډه کوي (چې د مړينې د ډار لاملېږي. (٣) يقين لري،چې په قيامت کې راژوندي کېدل حق دي؛نو د هغه له رسوايۍ وېرېږي.(٤)يقين لري،چې جنت حق دى؛نو ورته کازمن – لېوال او مينوال وي. (٥)يقين لري،چې اور حق دى؛ نو له ژغورنې يې څرګندې هڅې کوي. (٦) يقين لري،چې د قيامت د ورځې حساب حق دى(؛نو) له ځان سره (په همدې دنيا کې) شمېرانه کوي[112] .

ðد يقين کمزوري داده، چې د خداى په خپګان خلک له ځان خوښ کړې او د خداى د ورکړې روزۍ له امله خلک وستايې او داچې خداى څه نه دي درکړي،خلک ورټې[113] .

د خداى وحدانيت (توحيد)

ðتوحيد نيم دين دى او د صدقې په ورکړه روزي تر لاسه کړئ[114] .

ðتوحيد د جنت په بيه دى[115] .

ðد توحيد،ظاهر په باطن کې او باطن يې په ظاهر کې دى. ظاهر يې توصيف او ويل کېداى شي؛ خو ليدل کېږي نه او باطن يې داسې دى، چې پټ نه دى. په هرځاى کې لټول کېږي او داسې ځاى به نه وي،چې د سترګو رپ هومره ترې خالي وي،بې له محدوديته حاضر او بې له ورکېدوغايب دى[116] .

يهود

ðپر يهودي او نصراني سلام واچوئ؛خو پر شرابخور نه او که پر تاسې يې سلام واچاوه؛ځواب يې مه ورکوئ [117].

ðڅوک چې زما له اهلبيتو سره دښمني وکړي؛خداى به يې د قيامت پر ورځ د ړانده يهودي په څېر راپاڅوي[118].

ډوډۍ

ðخدايه! ډوډۍ رامبارکه کړې او زموږ او د ډوډۍ ترمنځ بېلتون مه راوله،که ډوډۍ نه واى،روژه مو نشوه نيواى،نمونځ مو نشو کولاى او د خداى فرض مو نشول پوره کولاى[119].

ðد ډوډۍ درناوى وکړئ[120].

ðډوډۍ په چاړه نه؛بلکې په لاس پرې کوئ[121].

ðد ډوډۍ عزت کوئ . وپوښتل شو: څنګه ؟ آنحضرت (ص) ورته وويل : ډوډۍ يې،چې راوړه،بل څه ته انتظار مه باسئ او د ډوډۍ له عزت (دا هم) دى،چې له ((وبرېده)) نشوه[122].

نبوت

ðتر ما وروسته بې له زېري ګرو کوم نبوت نشته. رسول الله (ص) ! زېري ګري څوک دي ؟ورته يې وويل: رښتيني خوبونه![123]

ð خلکو! تر ما وروسته پېغمبر او زما له سنتو وروسته بل سنت نشته ؛ نو چاچې د نبوت دعوا وکړه؛نو بلنه او بدعت يې په اور کې دى؛نو و يې وژنئ او څوک چې ورپسې ولاړ شي،په اورکې به وي[124] .

ðعلي! نه خوشحالېږې،چې ته زما ورور او زه ستا ورور وسم او مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون (ع) چې موسى (ع) ته و؛خو په دې توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته[125] .

نجوا ( پسپسکې)

ðکه درې تنه وئ؛نو نه ښايي دوه تنه يې،له درېیم سره بېل پسپسکې وکړي؛ځکه هغه خپه کوي[126] .

ðکه دوو تنو په خپلو کې پسپسکې کولې؛نو مه ورځئ[127].

ðنه ښايي((په درېیو تنو کې دې)) دوه تنه په خپلو کې پټې خبرې وکړي[128] .

 

 

نرمي

ðپه نرمۍ کې پرېماني او برکت دى او څوک چې له نرمۍ بې برخې شي (؛نو) له خيره به بې برخې شوى وي[129] .

ðنرمي نيم ژوند دى[130] .

ðنرمي ښه انګېرل دي او تاوتريخوالى شوم دى[131] .

ðکه نرمي د مخلوق په بڼه انځورېداى؛نو ډېر ښکلى مخلوق به ترې نه و[132].

ðنرمي يو څيز پسولي؛خو له څه چې لرې شي،بد رنګوي يې[133] .

ðنرمي د حکمت بنسټ دى. خدايه! څوک چې زما د امت څه چارې پر غاړه واخلي او له امت سره په نرمۍ وچلېږي؛نو ته هم ورسره په نرمۍ وچلېږه او چا چې پرې سختى کوله؛نو ته هم ورسره سختي کوه[134] .

ðکه څوک څلور ځانګړنې ولري؛ خداى ورته په جنت کې کور جوړوي : (١) چې پلار مړي ته هستوګنځى ورکړي .(٢) پر بېوزلو ولورېږي . (٣) پر موروپلار مينه وکړي (٤) تر لاسلاندې سره نرمي وکړي[135] .

ðپه حقيقت کې خداى رفيق (او نرم) دى او نرمي خوښوي او نرمۍ ته داسې څه بښي،چې زور او سختۍ ته يې نه بښي[136] .

ðعلم،ايمان،ته ښه مرستندوى دى او زغم،ايمان ته ښه مرستندوى دى او نرمي زغم ته ښه مرستندوى دى او نرمخويي چلن ته ښه مرستندويه ده[137].

نږدېوالى

ðابوذره! د بنده پټه سجده کول،خداى ته د نږدېوالي غوره لار ده[138] .

ðهېچاته (هم د خداى په خپګان) مه ورنږدېږئ،چې له خدايه به بېل شئ[139] .

ðله هغه “بلونکي” سره مه کېنئ،چې تاسې (دغو څيزونو ته) رابولي : (١) له يقين څخه شک ته. (٢) له اخلاص څخه ريا ته . (٣) له تواضع څخه پېسمنې – تکبر ته . (٤) له دوستۍ او نصيحت څخه دښمنۍ ته .( ٥) او له زهده ، دنيا غوښتنې ته؛ بلکې هغه “عالم”ته ورنږدې شئ،چې تاسې د پورته څيزونو پوټه (او عکس) ته رابولي؛يعنې: (١) له تکبره، تواضع ته (٢) له ريا څخه اخلاص ته (٣) له شک څخه يقين ته (٤) له دنيا غوښتنې څخه زهد ته (٥) او له دښمنۍ څخه دوستۍ او نصيحت ته. هغه (عالم) خلکو ته د وينا او وعظ صلاحيت لري،چې ددې پورته څيزونو له آفتونو په رښتيا ووېرېږي او د وينا (او وعظ) پر نيمګړتياوو لاسبر وي، سم له ناسم،ناروغۍ،ځاني القاات او فتنې يې او ځاني غوښتنې وپېژني[140] .

نصيحت او خيرغوښتنه

ðدين (ټولو ته) نصيحت او خير غواړي ده. رسول اکرم (ص) وپوښتل شو:چا ته؟ ورته يې وويل:خداى ته،استازي ته يې،ديني امامانو او مسلمانو پرګنو ته [141].

ðڅوک چې خپل ځان د خپل مشر(او امام) لاروۍ او د هغه خير غوښتنې ته راهڅوي؛نو خداى به يې په رفيق اعلى (،چې د مرسلو پېغمبرانو،صديقانو او شهيدانو ځاى دى) کې راسره يوځاى کړي[142] .

ðخداى د قيامت پر ورځ له درېیو ډلو عذاب لرې کوي :(١) په الهي قضا راضي (٢) د مسلمانانو ورماند – ناصح او خيرغواړى (٣) او د نېکو چارو لارښوونکى[143] .

 

 

[1] ( من لايحضره الفقيه ١\ ١٢٦)

[2] (الدعوات : ١٨٠ مخ )

[3] ( الکافي ١\ ٣٠ )

[4] (الامالي للصدوق : ٦٠ مخ )

[5] ( الکافي ١\ ٣٩ )

[6] ( الجعفريات : ٨٨مخ )

[7] (وسايل الشيعه٢٠\ ٣٥٧)

[8] (الامالي للمفيد : ٢٨ مخ )

[9] ( مستدرک الوسايل ٩\ ٨١)

[10] ( الجعفريات : ١٧٢)

[11] (مستدرک الوسايل ١٧ \٣٠٠ )

[12] ( الجعفريات : ١٩٤)

[13] (بحارالانوار ١\ ١٧٧ )

[14] ( بحار ١\ ٢١٧)

[15] (روضة الواعظين ١\ ١١)

[16] (بحار ١\ ١٧٣)

[17] ( الکافي ١\ ٤٤)

[18] (بحار ١\٢٠٣)

[19] ( بحار ١\٢٠٣)

[20] ( الامالي للصدوق : ٣٨)

[21] (مستدرک الوسايل ١٧ \٣٠٠ )

[22] ( بحارالانوار ١\١٧٨)

[23] (دسيوطي جامع الصغير)

[24] ( دسيوطي جامع الصغير )

[25] ( کنز ٣٢٨٩٠ح )

[26] (محجة ١/ ٢١ )

[27] ( جامع الاخبار ١١٠ / ١٩٥ )

[28] ( تفسيرالقمي ٢/ ٤٠١ )

[29] (بحار ١/١٧٢)

[30] ( کنز ٢ / ١٦)

[31] (امالي الآلي١ / ٢٩٢)

[32] ( العلم والحکمة : ٨٠٩ح )

[33] ( کنز ١٠ / ١٣٢ )

[34] ( بحار ١/ ٧٧)

[35] ( عوالى اللآلي ١/ ٢٩٢)

[36] (ميزان الحکمه : ١٣٧٨٤ح)

[37] ( ميزان الحکمه: ١٤٠٢٢ح )

[38] ( ميزان : ١٤٠٠٩ح )

[39] (پورته)

[40] ( کنز: ٢٨٨٧٣ح )

[41] (المعجم الاوسط ١٦/ ٢٠٠ / ٦١٨٦ )

[42] ( کنز ١٠ /٢٥٠ )

[43] (منتخب ميزان : ٤٤ ٧٧ح )

[44] ( دامام احمد حنبل مسند)

[45] (من لايحضرالفقيه : ٣\١٣)

[46] ( الجعفريات : ٢٢٣مخ )

[47] ( الکافي ٢\١٤٤)

[48] ( بحارالانوار ٥\٣٢٩)

[49] ( وسايل الشيعه : ١٥\١٩١)

[50] ( مستدرک الوسايل ٩ \ ١٥٥)

[51] (پورته منبع ١٣\٤١٤)

[52] ( بحارالانوار : ١\١٣١)

[53] ( المجموع للنوي ١٥\٣٦٦)

[54] ( بحراي ٨\١٢٦)

[55] (بحار ٧٦/٤)

[56] ( مستدرک الوسايل ١\ ٣٥٢)

[57] ( فقه القرآن ١\ ٤٢)

[58] ( مستدرک الوسايل ١\ ٣٥)

[59] ( دعائم السلام ١\ ١٠٠ )

[60] ( مستدرک الوسايل ١\ ٣٦٤)

[61] (ارشادالقلوب ١\ ٦٠ )

[62] (الکافي ١\٤٠٧)

[63] ( الخصال ١\٣١٣)

[64] (سنن النبي)

[65] (کنز ٤٦٢٦٣ح )

[66] ( تحف العقول : ٦٠مخ )

[67] (الکافي ٥\١٤٣)

[68] ( مستدرک الوسايل١٣\ ٢٠٥)

[69] ( مسنداحمد١/٤٠٤)

[70] ( الکافي ٥‌/١٤٤)

[71] (تنبيه الخواطر ٢/١٢٣)

[72] ( الکافي٢\٦٦٧)

[73] ( روضة الواعظين ٢\٢٨٨)

[74] (الکافي١\٣٩)

[75] وسايل الشيعه ١\١٠٢

[76] ( دسيوطي جامع المغير: ٢\١٥٥)

[77] ( وسايل ٧\١٥٠ ) تبصره : امام صادق ( الکافي : ٢\٥٢٢) ددې روايت په اړه وايي :چې تر لمر ختو مخکې او تر لمر پرېوتو وروسته داسې شېبې وي،چې دعا پکې قبلېږي .

[78] (عدة الداعي: ٢٥٧مخ )

[79] (بحارالانوار٦٦\٣٤٩)

[80] (مستدرک الوسايل ٥\٢٨٥)

[81] ( مشکاة الانوار: ٥٦مخ )

[82] ( معاني الاخبار: ٣٩٩مخ )

[83] (الجعفريات : ١٩٩مخ )

[84] ( جامع الاخبار : ١٦٥)

[85] ( د نهج البلاغې شرح : ١٠ ٢٣)

[86] (محجة ٨ /٢٣٩ )

[87] ( کنز١٥/٥٤٢)

[88] ( الکافي ٢\١٩٩ )

[89] ( الکافي ٦\٥٠)

[90] ( کنزالفوائد١\ ٣٥١)

[91] ( د الامام العسکري تفسير : ٦٣٥مخ )

[92] ( کنزالفوائد ١\ ٣٥١)

[93] (د امام احمد مسند)

[94] (من لايحضره الفقيه ٤\٣٧١)

[95] (من لايحضرالفقيه ٤\٣٧١)

[96] ( الکافي ٨\٨١)

[97] (ثواب الاعمال : ٢٠٠مخ )

[98] (اثنى عشريه :١٨ مخ )

[99] (بحارالانوار٧٧/٥٨)

[100] ( بحارالانوار٧٧/١٧٢)

[101] (سفينة البحار٢/٧٣١)

[102] (سفينة البحار٢/٧٣١)

[103] (سفينة البحار٢/٧٣١ مخ)

[104] (بحارالانوار٦٧\١٧٣)

[105] ( جامع الااخبار: ١٢٢مخ )

[106] ( ارشاد القلوب ١\١٢٧)

[107] (الجعفريات : ٣٥مخ )

[108] (عوالي الاللي ١\٨٣)

[109] ( معدن الجواهر: ٣٩مخ )

[110] ( الکافي ٢\ ٨٥)

[111] ( وسايل ٩\١٨)

[112] ( تحف العقول : ١٨ مخ )

[113] ( بحارالانوار ٧٤\١٨٧)

[114] ( وسايل : ٩\٣٧١)

[115] ( بحارالانوار ٣\٣)

[116] ( بحارالانوار ٤\٢٦٣) تبصره :ددې روايت د شرح لپاره وګ :(الف):حکيم سبزواري؛شرح الاسماالحسنى ١\١٣٣).(ب) علامه طباطبايي ،تفسيرالميزان ٦\١٠٣)

[117] ( بحارالانوار ٧٦\١٥١)

[118] .(جلال الدين سيوطي احياء الميت بفضائل اهل البيت : ١٨مخ )

[119] ( الکافي ٦\٢٨٧)

[120] ( بحار ٦٢/٢٧٩ )

[121] ( الکافي 304/6)

[122] ( الکافي ٦\٣٠٣)

[123] (بحارالانوار ٥٨\١٩٢)

[124] (وسايل ٢٨\٣٣٧)

[125] ( صحيح بخاري : ٤\٢٠٨) دامام احمدحنبل مسند١\١٧٠ . صحيح مسلم : ٧\١٢٠)

[126] ( مستدک الوسايل ٨\٣٩٩ )

[127] (الجامع الصغير ١\١٢٥)

[128] ( کنز: ٢٤٨٦٠ ح )

[129] ( الکافي ٢\١١٩)

[130] ( مستطرفات السرائر: ٥٥٠ مخ )

[131] ( الکافي ٢\١١٩ )

[132] ( الکافي ٢\١٢٠ )

[133] ( الکافي ٢\١١٩)

[134] ( عوالي الاللي ١\٣١٧)

[135] (وسايل ١٦\٣٣٧)

[136] ( الزهد : ٢٨ مخ )

[137] ( قرب الاسناد ٢\٣٢مخ )

[138] (الامالي للطوسي : ٥٢٩)

[139] ( الکافي ٨\٨١)

[140] (عدة الداعي : ٧٨مخ )

[141] ( الامالي للطوسي :٨٤مخ )

[142] ( الکافي ١\٤٠٤)

[143] (مستدرک الوسايل ١٢\٤٣١)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست